لمړي برخه
د ټولګیو دنه شتون له امله د زرمت په مرکز «تعمیر» کې د حبیب الله زرمتي ښوونځي د درېیم ټولګي زده کوونکې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
ژباړه: علی محمد سباوون
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو ولکې دوی ته فرصت ورکړی چې د موسسو او حکومت له خوا کېدونکي عامه چوپړونه په خپله خوښه وکاروي. طالبانو په کلیوالو سیمو کې د وړو سړکونو او اوبو لګولو کانالونو د جوړولو له پاره پر خلکو مالیه پراخه کړې ده . سره له دې چې طالبان په حکومتولۍ او خدمتونو وړاندې کولو کې پرمختګ کوي ، خو ستونزمن او ډېر ګران کارونه لکه روغتیا او درملنه یې افغان حکومت او موسسو ته پرېیښي دي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې عبید علي ، سید اسدالله سادات او کریسشن بیلور( د توماس روتیګ له زیاتونو سره ) په زرمت کې له افرادو او ډلو سره لس مرکې کړې دي چې د طالبانو ددې ځانګړې حکومتولۍ په اړه یې په دې لیکنه کې تازه مالومات وړاندې کړي دي .
ددې لړۍ له ډلې لاندې لیکنې په انګلیسي ژبه خپرې شوې دي:
(۱)ده جګړه ځپلیو سیمو کې عامه چوپړونه: یوه پېژندنه ( یلینا بلیثا او کېټ کلارک ) د څلورو ولسوالیو څېړنه:
(۲) د هرات ولایت اوبې ولسوالي (د سید رضا کاظمي څېړنه )
(۳)د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالي ( د عبید علي څېړنه )
(۴)د ننګرهار ولایت اچین ولسوالي ( د سید رضا کاظمي او روح الله سروش څېړنه)
(۵) د هلمند ولایت نادعلي ولسوالي ( د علي محمد سباوون څېړنه )
(۶)د غزني ولایت اندړو ولسوالي ( د فضل الرحمن مظهري څېړنه ) او
(۷)د ګوزڼ ضد واکسین (د یلینا بلیثا لیکنه)
زرمت ولسوالي د مرکز ګردېز جنوب لوېدیځ ته پرته ده چې شمال ته يې د لوګر ولایت خروار ولسوالي ، جنوب ته يې د پکتیا ولایت شواک ولسوالي، د پکتیکا ولایت مټاخا او د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ يې لوېدیځ ته او د پکتیکا برمله او سرحوزه ولسوالۍ يې جنوب لوېديځ لورې ته پرتې دي. د زرمت ولسوالۍ ۹۰ سلنه اوسېدونکي د پښتنو بېلا بېل قومونه او قبیلې لکه دولتزي، سلیمانخېل، سالوخېل ، مموزي ، اندړ، اوریاخېل ، ځدراڼ او منګل دي. پاتې ۱۰ سلنه اوسېدونکي يې مرسنخېل او خدایارخېل قبیلې دي چې په تاجکو مشهورې دي خو په اصل کې دوی فارسي ژبي محسنخېل پښتانه دي چې څو نسله وړاندې له غور څخه راغلي دي. ( د لا مالوماتو له پاره د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ( او دلته ولولئ)
زرمت ولسوالۍ د خپل مرکز «تعمیر» په ګډون ۱۶۴ کلي لري ، چې ۱۵۵ په کې لوی کلي دي. د افغانستان د نفوسو دفتر په شمېرنه، زرمت ۹۴۸۶۵ وګړي لري چې ۵۱۰۰۰ يې نارینه او ۴۳۸۶۵ يې ښځینه دي.
په زرمت کې د طالبانو شتون ډېر پېاوړی دی. حکومت یواځې د ولسوالۍ پر مرکز او هغه ته نژدې سیمو ولکه لري. ملي پولیس د ولسوالۍ په مرکز کې مېشت دي او ملي اردو هم هلته یوه مهمه قرارګاه لري. ولسوالۍ ته په نژدې سیمو لکه د ولسوالۍ شمال خواته اووه کیلومتره لېري په سهاکو کې، لوېدیځ ته له ولسوالۍ پنځه کیلومتره په مموزو کې او د ولسوالۍ په ختيځ کې له مرکز څخه په لس کیلومترۍ کې هم د ملي اردو ځواکونه شته. د ګردېز- «تعمیر» سړک پر غاړه د امریکا متحده ایالاتو د سي آی آې په مشرتابه د کمپاین ځواکونو، او د ملي امنیت په ملاتړ د سیمه ییزو پاڅونوالو پوستې هم شته. ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته وګورئ) په ۱۳۹۷ کال کې حکومت په زرمت کې د سیمه ییزو پولیسو یوه قطعه د سیمې له اوسېدونکو سره په ناوړه چلن ړنګه کړه. د ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د دفاع له پاره د ښار په خواجګانو کلي کې، «تعمیر» ته نژدې د ملي پولیسو له قرار ګاه سره اوسي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ په ۱۳۹۷ کې حکومت د خپلې تګلارې له مخې چې له خورو – ورو قرارګاوو تېر شي او د ولسوالۍ د مرکز په ساتنه پام ټول کړي، د ملي پولیسو یوه قرارګاه له کلالګو نه پورته کړه.
شالید او تاریخ (۱۳۵۸- ۱۳۶۸)
زرمت د طالبانو د سیمه ییزو مرکزونو له ډلې څخه یو دی. د امارت په وخت کې هم دا یو مهم مرکز و ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ (د تاریخي دلایلو له امله کله کله زرمت ته ووړ کندهار وايي ، ځکه چې یو شمېر نومیالي طالبان د همدې زرمت دي. د لويې پکتیا په دریو ولایتونو ( پکتیا ، پکتیکا او خوست ) کې زرمت د وسله والو له پاره دومره ارزښت لري لکه په جنوبي ولایتونو کې چې کندهار ورته مهم وو. دلته د طالبانو دوې مهمې شبکې فعالې دي: حقاني شبکه چې مشري يې قاري شمس کوي او منصوریان چې مشر يې د طالبانو د مشرتابه یو غړی او د شبکې د بنسټګر نصرالله منصور وراره عبداللطیف منصور دی.
د زرمت نقشه

په زرمت کې د واک جوړښتونه د پکتیا د نورو سیمو پرتله ډېر بې ساري دي. کونراډ سکیټر او رینر ګلاسنر يې په اړه داسې استدلال کوي: په پکتیا کې ډېری قومونه هڅه کوي چې د وسله والو، حکومت او نړیوالو ځواکونو ترمنځ جګړه کې ښکېل نه شي. قومونو د شوروي یرغل پر مهال هم په بریالیتوب سره ورته تګلاره غوره کړې وه. دوی وسله والو، حکومت او همدا ډول نړيوالو ته اجازه ورکړې وه چې د دوی له قومي سیمو تېر شي او هیچا هم د دوی قومي نرخ نه و ننګولی . […] په ټوله کې ډېری قومي مشران دا جګړه عقیدوي بولي او خپل اړیکي په ټولو غاړو کې له مخورو لوبغاړو سره ساتي. […] په بله ژبه ، په پکتیا کې قومي سیستم د جنګسالارۍ او همدا ډول د دولت د نفوذ د پراختیا مخه ډب کړې او یايې لږ تر لږه محدوده کړې ده.
سکیټر او ګلاسنر د سیباسټرین ټرایو کار ته په کتنې سره نوره پکتیا له زرمت سره پرتله کوي: په پرتلیزه توګه، د زرمت په جنوب کې چې ګڼ قومونه او قبیلې لري ، قومي سیستم وروست او قومي نرخونه کمزوري دي ، دلته وسله وال د هغو سیمو پرتله چې قومي سیستم په کې پیاوړی دی ډېر ملاتړ لري. د زرمت دا ځانګړتیا د منصور شبکې د پیاوړې کورنۍ په راپاڅېدلو کې ښه لیدل کېږي. اندړ مولوي نصرالله منصور د زرمت په یوه واړه کلي کې زېږېدلی و. منصور د مجددي کورنۍ له خوا په جوړه شوې یوې نوموتې مدرسې، نورالمدارس کې له دیني زده کړو وروسته مشهور شو. د منصوریانو پرخپل ځانګړي کورني واک سربېره، دوی هغه وخت لا مشهور شول چې په ۱۳۷۴ کې له طالبانو سره یوځای شول. طالبانو د دوی کورنۍ او نورو زرمتیانو ته لوړې څوکۍ ورکړې . چې تر ټولوڅرګنده څېره پکې د کرنې د وزیرملاعبداللطیف منصور وه. هغه د خپل تره ( نصرالله منصور) تر وژل کېدو (۱۳۷۲) وروسته د منصور شبکې مشري کوله. د ۲۰۰۱ د جګړه ییز پړاو راهیسې نوموړی په ۱۳۸۲ کې د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت د مشرتابه شورا غړی او وروسته د ۱۳۸۸ کال په لومړیو ورځو کې د ۱۳۸۹ کال تر نیمايي پورې د طالبانو د سیاسي کمېټۍ مشر او همدا ډول د سولې د خبرو مسول و. وروسته تر دې داسې راپورونه وو چې لطیف منصور د طالبانو له خوا د پکتیا سرپرست والي ټاکل شوی دی. داسې هم ویل کېږي چې دی د طالبانو د مشرتابه شورا غړی دی. په دې اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې مقاله دلته ولولئ
منصور اوس د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو ګډونوال دی. د منصور له کورنۍ پرته، د زرمت دوو نورو اوسېدونکو هم له طالبانو سره په بېلابېلو وختونو کې د مالیې ، اقتصاد او د کرنې د وزیرانو په توګه کار کړی دی او څلورو نورو يې د مرستیال وزیرانو دندې درلودې.
د ازادۍ رادیو جورنالست ابوبکر صدیقي استدلال کوي چې په زرمت کې قومي یووالی ددې کورنۍ د واک او شتمنۍ له امله کمزوری شوی دی. له طالبانو سره د منصور کورنۍ او په زرمت کې د دوی د ملاتړو د اړیکو پرمټ د سیمې خلکو خپله خپلواکي د طالبانو له ټول سیسټم څخه ساتلې او په سیمه ییزه توګه دومره ژورې ریښې لري چې د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو ټولې ډلې له سیمې د باندې وباسي. د سرچینو په وینا دا ګروپ دومره پیاوړی دی چې خپل شتون یې د ولسوالۍ په شمالي برخو لکه دولتزو ، هبتخېلو، دورنک او مُقربخېلو کې ساتلی دی. سرچینه زیاتوي چې د پکتیا له پاره د طالبانو د نظامي کمېټۍ او د زرمت ولسوالۍ د څوکیو واک د منصور د کورنۍ په لاس کې دی. په زرمت کې نورې څوکۍ منصور او حقاني شبکه په ګډه سمبالوي.
جګړه او امنیت له۱۳۸۰- ۱۳۹۸
د طالبانو له ماتې وروسته سیف الرحمن منصور، د نصرالله منصور مشر زوی ، سملاسي له امریکایي ځواکونو سره د جګړې مشرتوب په غاړه واخیست. په ۱۳۸۱ کال کې هغه د خپلو وګړو په ګډون له حقاني شبکې، له القاعده سره تړلیو عربو او غالبا د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره تړلیو د منځنۍ آسیا د جنګیالیو د یو زر کسیز لښکر په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو د لویو نظامي عملیاتو په وړاندې چې موخه يې د زرمت د شاهیکوټ سیمې په غرنیو سیمو کې د القاعده له منځه وړل و ودرېد او همدلته یې نوم وګاټه. په ۱۳۸۴ کال کې د منصور د کورنۍ مشرانو جګړه بیا توده کړه. ددې کورنۍ مشرانو له زرمته ورها خوا د پاکستان له پولې څخه ترغزني او لوګر پورې عملیات سمبالول.

د زرمت په سورکي کلي کې سیمه ییزه شورا له امنیت سره په تړلو مسالو خبرې کوي
په ۱۳۸۶کال کې د منصور شبکې افغان حکومت او د امریکا نظامي ځواکونو ته سخت سرخوږی جوړ کړ. توماس روتیګ د ملګرو ملتو د یوه کارمند له خولې د وسله والو د ډېرېدونکي بري لاملونه په لاندې ډول بیانوي: »په سیمه ییز حکومت کې فساد ، د طالبانو له پاره له پاکستان څخه تر غزني او نورو مرکزي سیمو پورې د اصلي ټرانزیټي دهلېز په توګه د ولسوالۍ کارونه ، د قومونو ترمنځ خپلمنځي شخړې او په سیمه کې د اورپکو علماوو بر دریځ د وسله والو د بري لاملونه دي. «فساد له ولایتي حکومت څخه د ډېرو قومونو او قومي مشرانو د مخ اړولو لامل شوی دی. په ورته مهال کې په سیمه کې خپلمنځي قومي شخړو طالبانو ته لار اواره کړې چې د نورو په وړاندې د ځانګړو قومي کړیو ملاتړ وکړي. له بلې خوا په ډېرو مدرسو کې شته عالمانو چې تر منځ يې ځینې با نفوذه او سخت دریځي ملایان هم شته، په پکتیا او ګاونډي غزني کې دې کار ته ګروهي (عقیدوي ) اړخ ورکړی دی.
که څه هم د منصور شبکه په ملي کچه نشته او تش په سیمه ییزه توګه شتون لري ، خو عملیات يې د غزني په شمال ختیځ، د پکتیا په جنوب لوېدیځ او د لوګر تر ځینو برخو پورې غځېدلي دي. سره له دی چې په ۱۳۸۸ کې ډېرو باور درلود چې د منصور شبکې ځواک د تکړه قوماندانانو په بایللو د نورو طالبانو پرتله ډېر کم شوی، خو په زرمت کې ددې شبکې ځواک پیکه شوی نه دی. په ۱۳۹۸ کې د طالبانو بېلابېلو سیمه ییزو شبکو له ولسوالۍ څخه د باندې په ټولو سیمو کې خپله ولکه ټینګه کړې وه.
په زرمت کې په وار، وار د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو له خوا د زرمت اوسېدونکي ځورول شوي دي. په دې کې د خوست د کمپاین له خوا چې لږ تر لږه یو امریکايی عسکر هم ورسره و، هغه چاپه هم شامله ده چې د ۱۳۹۷ په پای کې يې د یوې مخورې سیمه ییزې کورنۍ چې د ناحکومتي ولسي ځواک برخه وه او څو ځله يې په زرمت کې د حقاني شبکې د نفوذ مخنیوی کړی و، شپږ تنه ووژل. په زرمت کې په همدې ۱۳۹۷ کې په یوه بله شپنۍ چاپه کې چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو( دا هم لکه د خوست کمپاین د امریکا د سي ای اې له خوا قومانده کېږي ) له خوا ترسره شوې وه یوولس ملکي وګړي ووژل شول.
افغان ځواکونو هم په خپلو هغو عملیاتو کې چې د طالبانو پر ضد يې کوي ملکي وګړي وژلي دي چې وروسته يې بیا طالبان تورن کړي چې ملکې وګړي او کورونه د انساني سپر په توګه کاروي. (په ۱۳۹۷ کې د ملکې وګړو د وژنې په اړه راپورونه دلته او دلته وګورئ)
طالبانو په پرله پسې توګه ددې وړتیا خپله کړې چې په اسانۍ سیمه ییزه کرکه د افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو خلاف وکاروي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یوه ښوونکي له ناوړه امنیت نه سر وټکاوه او د حکومت شپنۍ چاپې يې د خراب امنیت یوه بې مفهومه بېلګه وبلله. د زرمت وروستنی راپور د افغانستان تحلیلګرانو شبکه کې دلته وګورئ). یوه بل مرکه کېدونکي وویل چې طالبان په داسې ډول پېښو کې ډېر ژر تر سیمه ییزو خلکو ځانونه رسوي. هغه وویل کله چې د طالبانو د ولکې سیمه کې شپنۍ چاپه کېږي یا بې پیلوټه الوتکه بمباري کوي ، طالبان ډېر ژر هلته ځانونه رسوي. په ټوله کې دوی دا کار د سیمه ییزو خلکو د ملاتړ او زړه سوي خپلولو له پاره کوي. اغېزمن شوي ملکې وګړي تل د طالبانو وړاندیزونه نه منې ځکه چې د طالبانو وړاندیزونه د کولاګو د مرګونو لامل شوي وو.
امنیت او حکومتولي
د زرمت یوه قومي مشر په ۱۳۹۷ کې د طالبانو د پیاوړي شتون د بیانولو پر مهال وویل چې طالبانو د ولسوالۍ ډېره سیمه ولکه کړې ده. نوموړی وايي:
واک د طالبانو په لاس کې دی. حکومت د ولسوالۍ مرکز او مرکز ته نژدې ځینې کلي کنټرولوي. طالبان په نورو ټولو سیمو کې فعال دي او د خلکو ستونزو ته ځانونه رسوي. طالبان یو فعال ولسوال لري. دوی د خپل واک په جوړښت کې بېلابېلې کمېټۍ لري چې په هره برخه کې فعالې دي.
همدې قومي مشر زیاته کړه چې په زرمت کې حکومت کمزوري او د ځواکونو شمېر یې محدود دی. نورو ټولو مالومات ورکوونکو د واک توازن همدا ډول یاد کړ ( طالبان نژدې ۸۰ سلته سیمه په واک کې لري )، خو دوو مرکه کېدونکو وویل چې په دا وروستیو کې حکومت پر زرمت –ګردېز سړک پنځه امنیتي پوستې جوړې کړې دي. حکومت په ټوله کې د ولسوال دفتر چاپېره پر نژدې پنځه کیلومتره سیمه واک لري.
د طالبانو پیاوړتیا او د حکومت بېځواکي د ۱۳۹۷ ټاکنو کې ښه مالومه شوه چې ټاکنې یواځې د ولسوالۍ په مرکز کې تر سره شوې ( له ۲۲ محلونو څخه ۱۸ یې تړلي وو). د اصلي رایه ورکوونکو پر ضد د طالبانو خبرداري ډېر کار ورکړ. یواځي امنیتي ځواکونو، حکومتي کارمندانو او هغو هټیوالو رایه وکاروله ، چې کورونه یې د رايي ورکولو محلونو ته نژدې وو. د زرمت په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو راپور دلته ولولئ
مرکه کېدونکو وویل چې د طالبانو جنګیالي او د کارمندانو له ډلې يې ډېری د سیمې اوسېدونکي دي. د سیمې یوه مدني فعال وویل چې په زرمت کې د کارموندنې نهیلۍ طالبان ددې جوګه کړي چې آن د سیمي ښه لوستي خلک په کار وګوماري.
مرکه کېدونکي منې چې په زرمت کې یو ډېر کم شمېر طالبان له پکتیکا ، لوګر او غزني او د وزیرو کوچیان له سرحدي سیمو هلته ورغلي دي. دوی وايي په دوی کې ځینې لوړ پوړي طالبان بهرني دي خو د ټیټې کچې طالبان ټول سیمه ییز اوسېدونکي دي. دا د منصور شبکې له مهال سره څرګند توپیردی، ځکه چې هغه مهال له ټيټپوړي تر لوړپوړي ټول منصوریان وو. نژدې ټولو مرکه کېدونکو وویل چې بهرنیان د ګاونډيو ولسوالیو یا ولایتونو اوسېدونکي دي ، خو دوو مرکه کېدونکو وویل چې په طالبانو کې پاکستانیان ، عرب او د منځنۍ آسیا ځیني جنګیالي هم شته.
ملکي چوپړونه
په زرمت ولسوالۍ کې ملکي چوپړونه د حکومت او موسسو لکه ای آر سي ، ایم آر سي اې او «هیواد» له خوا وړاندي کېږي او دوی يې څارنه کوي. په ۱۳۹۸ کې ایم آر سي اې له زرمت نه ولاړه او کار يې «هېواد» واخیست. سرچینې مني چې طالبان، چې ډېرې سیمې يې په لاس کې دي ددغو چوپړونو په کنټرول کې پیاوړې ونډه لري. د یوه ښوونځي ښوونکی وايي :«طالبانو له حکومت سره یو بل موازي حکومت جوړ کړی دی، چې په ولسوالۍ کې کار کوي. د طالبانو ولسوال او د پوځ او پوهنې آمران او د عامه اړیکو کمېټۍ ټول له ولسوالۍ څخه د باندې کار کوي. « هغه وویل په کلالګو بازار، سهاکو، کوټیخېلو،دولتزو، مکاوه او هیبتخېلو سیمو کې له خلکو سره د اړیکو ساتلو له پاره طالبان دفترونه هم لري. خو د طالبانو اصلي مرکز چې پرېکړې پکې کوي، سپین جومات دی. دا جومات د ولسوالۍ شمال ته په مکاوه سیمه کې د لوګر له خروار ولسوالۍ سره پر پوله جوړ دی. مانا دا چې ډېرې پرېکړې د منصور په سیمه کې کېږي.
یوه سیمه ییز مشر دا ترتیب داسې بیان کړ: طالبان ډول ، ډول کمېټۍ لري چې هره یوه یې په بېلابېلو برخو کې کار کوي. ځیني يې د روغتیا سکتور کې فعالیت کوي، ځینې د شخړو په حل او سیاست کې او ځیني يې په پرمختیايي سکتور کې. کله چې حکومت غواړې یوه پروژه پلې کړي باید د طالبانو اجازه او مرسته تر لاسه کړي. طالبان په پروژو کې هرومرو برخه لري خو ډېری وخت د پروژو د پلي کېدو مخنیوی کوي. دوی ددې له پاره د پروژو پلي کېدو اجازه نه ورکوي چې د ډېرو پیسو غوښتنه یې نه منل کېږي چې په پایله کې يې حکومت د پروژې تر پلي کولو تېرېږي او نورو ولسوالیو ته يې لېږدوي.
په زرمت کې یوه مهم قومي مشر په دې اړه چې طالبان حکومت ته په څه ډول د پروژو د پلي کولو اجازه ورکوي او یا يې مخنیوی کوي، وویل: طالبان او قومي مشران سره کېني او د پروژې په اړه خبرې کوي. که طالبان پیسې ترلاسه کړي نو حکومت ته اجازه ورکوي چې پروژه پلې کړي خو د څارنې له پاره یې څارونکي ورته پرېږدي او که پیسې ورنه کړ شي بیا د پروژې د پلې کېدا لار تړي.
طالبان کومو پروژو ته اجازه نه ورکوي؟ یوه قومي مشر د «ولسي تړون» بېلګه ورکړه. هغه وویل چې دغه پروګرام د پاکو اوبو، روغتیا ساتنې، فرعي سړکونو، او برېښنا پروژو ته چې د کلیو پراختیا وزارت له خوا پلې کېږي، اجازه نه ورکوي. یوه بل قومي مشر بیا ځانګړې پروژې یادې کړې چې طالبان يې د پلې کیدو اجازه نه ورکوي؛ هغه وویل: ځینې وړې پروژې چې د کلیو پراختیا وزارت له خوا پلې کېږي لکه د کرنې سکتور کې د اوبنیو ویالو بیا رغونه د طالبانو له خوا کنټرول او څارل کېږي. قومي مشران تل د طالبانو او حکومت تر منځ د منځګړیو رول لوبوي.
نژدې ټولو مرکه کېدونکو ومنله چې طالبان په منظم ډول د خلکو د اندېښنو اورېدلو له پاره په سیمه کې حاضر وي. یو څو مشرانو زیاته کړه چې طالبان له یوې شورا سره هم نه ویني. دوی د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې طالبان د شورا غړو ته درناوی نه لري، که څه هم دا سیمه ییزې شوراګانې دي او حکومت نه دې جوړې کړې، خو طالبان غوره ګڼي چې په مستقیم ډول له قومي مشرانو سره خبرې وکړي. د ملکې چوپړ رسونې پر نه کېدو د زرمت یوه قومي مشر وینا دا وه چې حکومت پلمه کوي چې د ناامنۍ له امله د ولسوالۍ په ډېرو برخو کې خلکو ته خدمات نشي وړاندې کولی او طالبان بیا وايي دوی د پرمختیايي پروژو له پاره بودیجه نه لري.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹