Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

یوه ځمکه ، دوه حکومته (۸): په جګړه ځپلي زرمت کې د جګړه مارو تر ولکې لاندې سیمو کې د عامه خدمتونو وړاندې کول

تیم ما / زموږ کاري ډله 11 دقیقې

زده کړې

سرچینې وايي چې په زرمت کې  ۶۳یا ۶۴ ښوونځي شته.  په دې کې لومړني او منځني ښوونځي ، لېسې او یو دارالمعلمین راځي. ددې ښوونځیو له ډلې يې ۳۶ ( ۲۰ لومړني او ۱۶ منځني ) ښوونځي ودانۍ نه لري. ددې ښوونځیو زده کوونکي  په جوماتونو، د خلکو په کورونو، کېږدیو او یا تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. یوه سیمه ییز لوړپوړي  چارواکي وویل چې په دې کې د نجونو هغه ۱۳ ښوونځي چې یو مخ تړل شوي دي هم ګډ دي. د هلکانو د ښوونځیو په اړه یوه ښوونکي وویل چې ډېری ښوونځي طالبان کنټرولوي.

حکومت د زده کړو اسانتیاوې لکه معاشونه، د ښوونځیو ودانۍ ، درسي کتابونه او قرطاسیه خلکو ته  چمتو کوي  او ولایتي او ولسوالي اداره  او همدا ډول د طالبانو د پوهنې کمېټۍ د زده کړو د سیستم څارنه کوي. ډېرو خلکو وویل چې د ولسوالۍ اداره د طالبانو سیمو کې د هغوی په اجازه د ښوونځیو څارنه کوي. د ښوونکو په اړه د ولسوالۍ ادارې یوه مهم چارواکې وویل چې د ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې د طالبانو له هوکړې پرته ښوونکي کار نه شي کولی. کله چې د پوهنې ریاست د ښوونکو د ګومارنې ازموینه اخلي، ښوونکي باید د طالبانو خوښه او اجازه ولري چې د دوې تر ولکې لاندې سیمه کې د ښوونکي په توګه دنده وکړي. د ولسوالۍ یو ښوونکی وايي چې طالبان د کنټرول او څارنې له پاره خپل سیستم لري. هغه وايي:

په زرمت کې د یوه نیم کاره ښوونځي ودانۍ

د دوی د څارنې سیستم د پوهنې ریاست له سیستم سره ورته دی ، خو طالبان د ښوونځي د استادانو له پاره د سوبتیا خپل کتاب لري. دوی د ښوونځي په تدریسي نصاب کې مداخله کوي او د ښوونځي د کتابونو پر ځای دیني کتابونه تدریسوي. د بېلګې په ډول ، طالبان د کلتور کتابونو پر ځای چې دولتي نصاب دی اسلامي فقهه تدریسوي. دوی همدا ډول د ښوونځي د بل مضمون ( بدني روزنې) پر ځای په زده کوونکو دیني کتابونه لولي. په ټوله کې د ددې مضمونو له پاره د ښوونځي د کتابو بل بدیل نشته. دا په اصل کې د ښوونکو په مهارت او دیني مالوماتو پورې تړلې ده چې څنګه هغه کتابونه چې طالبان يې ملاتړ کوي په ښوونځیو کې تدریس کړي. په یو څو ځایونو کې طالبانو  خپل ملایان د درس له پاره په ښوونځیو کې ګومارلي دي.

د ولسوالۍ  ادارې یوه مهم سړي د طالبانو د پوهنې د کمیټۍ په اړه وویل:

کمیټه د طالبانو له مذهبي شخصیتونو څخه جوړه ده. […] د طالبانو د پوهنې کمېټه کله په اوونۍ کې یو ځل او کله په میاشت کې یو ځل د ښوونځیو څارنه کوي. کمیټه د ښوونکو او زده کوونکو د سوبتیا کتاب، د درس میتود او درسي نصاب ګوري. طالبان په نصاب او د ښوونکو په ګومارنه کې مداخله کوي. په نصاب کې طالبانو نور دیني مضمونونه ور زیات کړي دي. د ښوونکو په ګومارنه کې هم دوی مداخله کوي او د دوی له اجازې پرته د ښوونکي په توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کار کول ناشوني دي..

یوه بله سرچینه وايي چې طالبان د ښوونکو حاضري ګوري او د ناسوبتیا د ورځو پیسې يې له میاشتني معاشه ګرځوي. یوه بل کس هم نژدې  ورته خبره وکړه هغه وویل چې ، که یو ښوونکی یوه ورځ ناسوب وي نو د یوې ورځې معاش ورڅخه ګرځول کېږي، دا پیسې بیا د ښوونځي په لګښتو کې کارول کېږي او یا يې طالبان له ځانه سره ساتي. هغه زیاته کړه چې طالبان په هغو سیمو کې چې ورسره دي ، د ښوونکو د حاضرۍ  له پاره خپل کتاب لري. هغه وویل د پوهنې سیمه ییزه اداره  ښوونکو ته عموما معاشونه د طالبانو د استازي په شتون کې ورکوي. که د یوه ښوونکي په حاضرۍ کې لیکل شوي وي چې په درسي ساعت کې ټولګي ته نه دی ورغلی نو د طالبانو استازی په همغه ځای د ښوونکي د یوې ورځې معاش ګرځوي. همدې مرکه کېدونکي وویل چې طالبان په منظم ډول ځوان زده کوونکي جهاد ته هڅوي. دوی کله کله د ښوونځي د کتنېپر مهال د حکومت ضد پروپاګند هم کوي. یوه بل مرکه کېدونکې هم وویل چې طالبان د ښوونځيو د څارنې پر مهال نور هدفونه لري، هغه دا چې دوی له دې ښوونیز چوکاټ څخه په ګټه اخیستنه له زده کوونکو سره خبرې کوي او هغوی هڅوي چې له طالبانو سره یو ځای شي.

تر ۱۳۹۵ پورې په زرمت کې د طالبانو په سیمه کې تر درېیم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي وو. په   ۱۳۹۴ کې د سیمې یوه ښوونکي وړاندوینه وکړه چې طالبان به په ۱۳۹۵ کې د نجونو ښوونځي په بشپړه توګه وتړي. خو دا چې ددې ښوونځیو تړل به د طالبانو امر و که نه، په زرمت کې د نجونو د زده کړو په مخ کې  ډېر کلتوري او عملي خنډونه شته. یوه حکومتي مامور وویل:

یو شمېر ستونزي دي چې کورنۍ دې ته اړباسي چې نجوني ښوونځیو ته پري نه ږدي. د بېلګې په ډول له ځینو کلیو ښوونځي ډېر لېري دي ، د ښځینه ښوونکو نه شتون ، کلتوري ستونزې ، د ځینو ملایانو له خوا د نجونو د زده کړو په اړه منفي تبلیغات هغه خنډونه دي چې کورنۍ يې اړې کړې نجوني ښوونځي ته پرې نه ږدي.

د سیمې یوه اوسېدونکي وویل چې د نجونو زده کړه یواځینۍ ستونزه نه ده، د هلکانو د زده کړو معیار هم ډېر ټیټ دی. مسلکي ښوونکي نه شته. نور مرکه کېدونکي ټینګار کوي چې د ودانیو ټیټ کیفیت، د ښو درسي کتابونو نه شتون او په ځینو ځایونو کې د ښوونځیو د ودانیو نه شتون يې نورې ستونزي دي.

هغه ځوانان چې ښوونځی يې خلاص کړی، د خپلو زده کړو د خوند څکلو ډېر لږ ډګر لري. یوه سړي چې لوړې زده کړې يې کړې وې وویل » زرمت ډېر لوستي ځوانان لري خو په ولسوالۍ کې د کار موندنې شونیتیا نژدې هېڅ ده. . ډېر ځله لوستي خلک یا ولسوالي پریږدي چې په مرکز ګردېز کې کار پیداکړي او یا کابل ته ځي. پاته خلک بزګري کوي او یا وزګار دي. «

روغتیا

روغتیايي کارمندان او نور خلک وايي چې  د زرمت ولسوالۍ په بازار کې یو پنځوس بستریز روغتون شته او د ولسوالۍ په نورو ځایونو کې دوه لوی روغتیايي مرکزونه ، درې لومړني روغتیايي مرکزونه او یو فرعي مرکز دی. یوه قومي مشر وویل چې حکومت او یوه موسسه ( ایم آر سي اې ) خدمتونه وړاندې کوي او ددې روغتیايي مرکزونو لګښت ورکوي. په ۱۳۹۷  کې د ایم آر سي اې قرارداد پای ته ورسېد او دا کار هېواد(موسسې) په غاړه واخیست. د یوه سیمه ییز روغتون مدیر وویل چې دوې موسسې ( ای سي آر سي یا سور صلیب او هېواد ) اوس مهال په زرمت کې روغتیايي چوپړونه حمایه کوي.

یوه قومي مشر او د زرمت یوه بل اوسېدونکي وویل  چې طالبان په کلینیکونو او روغتونونو کې مداخله نه کوي ، خو د طالبانو روغتیايي کمېټۍ د طالبانو سیمو کې روغتیايي مرکزونه ګوري. یوه سیمه ییز روغتیا پال له طالبانو سره د اړیکو په اړه وویل:

طالبان زموږ په چارو کار نه لري. موږ ته اجازه راکړ  شوې ده چې روغتیايي چارې بې  خنډه پر مخ بوځو. که چېرې څه اندېښمنوونکې خبره وي د طالبانو د روغتیا کمیټه او د روغتیا ریاست يې په غوڅولو کې مرسته راسره کوي.

د سیمې یوه مشر په دې اړه یوه ډېره هر اړخیزه خبره وکړه. هغهچې په تېروتنه یې د موسسې چوپړونه  دولتي خدمات بلل، وویل»  روغتیايي چوپړونه د دولت له خوا وړاندې کېږي خو طالبان باید په دې باندې خبر وي ، ځکه چې د دوی له اجازې پرته څوک هیڅ نه شي کولی. «

دا حالت د ګوزڼ د واکسین په کمپاین کې ښه مالومیږي. د مدني ټولنې یوه سیمه ییز فعال دا حالت داسې بیان کړ:

طالبانو د ګوزڼ واکسین کمپاین د ۱۳۹۷ په آګست کې تر څه باندې یوې میاشتې پورې بند کړ. دا بندیز د کمپاین په هغو ډلو لګېدلی و چې کور په کور به ګرځېدل. روغتیايي مرکزونه هغوی ته چې خپل کوچنیان یې واکسینولو ته وروستلی شوای، پرانیستي وو. د قومي مشرانو له منځګرتوب  وروسته طالبانو په ولسوالۍ کې د یو څو میاشتو له پاره  د کمپاین اجازه ورکړه خو بېرته يې د ۱۳۹۸په اپریل کې کمپاین بند کړ. (د ګوزڼ د واکسین په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ

په زرمت کې روغتیايي چارو ته د ښځو لاسرسی نه یواځې د کلتوري خنډونو له امله چې د ښځینه  روغتیايي کارمندانو له کموالي هم  ستونزمن دی. یوه روغتیاپال وویل چې ولسوالي د شلو ښځینه کارمندانو لکه قابلې ،نرسانې او واکسیناتورانو په ګډون اتیا تنه روغتیايي کارمندان لري ، خو په ټوله ولسوالۍ کې یوه ښځینه ډاکټره نه شته. همدې روغتیاپال وویل چې ښځې او سړي روغتیايي اسانتیاوو ته ورته لاسرسی لري. خو یوه قومي مشر وویل چې د ښځینه روغتیاپال او ښځینه ناروغیو د ډاکټر د نه شتون له امله ډیری وختونه ناروغان یا مري او یا ډېر کړاو ګالي. یوه سړي وویل چې ښه لار يې دا وي چې ښځینه ناروغ د درملنې له پاره ګردیز ته ورسول شي. خو دا کار هم د ښه سړک او امبولانس له نشتوالي ستونزمن وي.

برېښنا، رسنۍ او مخابرات

زرمت  د ملي برېښنا له مزیو سره نه دی نښلول شوی. اوسېدونکي يې ډېره لمریزه برېښنا او په لږه کچه جنراتورونه کاروي. لمریزه برېښنا یواځې د کورونو رڼولو، ګرځنده تلیفونونو چارجولو او تلوېزیون کتلو ته بس ده. خو څوک چې تلوېزیون لري تر ډېره بریده د ولسوالۍ په مرکز کې اوسي ، ځکه چې طالبانو په خپلو سیمو کې پر تلوېزیون کتلو بندیز لګولی دی. د سیمې یوه ښوونکي د طالبانو په سیمه کې د تلوېزیون په اړه د طالبانو تګلاره داسې بیان کړه:

ډېر خلک د تلوېزیون خپرونې ګوري. دوی سټلایټ کاروي ځکه چې هغه ډېر کانالونه نیسي. دوی خبرونه، سیاسي مناظرې، ورزشي او نورې تفریحي خپرونې ګوري. ډېری مهال خلک خپل تلوېزیونونه او انتنونه له طالبانو پټوي،ځکه چې طالبان خلک د تلوېزیون له کتلو راګرځوي.که طالبان پر بامو د تلوېزیون انتنونه وویني، نو کورونه پلټي او تلوېزونونه ماتوي.

رادیوګانې ډېرې عامې دي. نژدې هر کور رادیو لري. هلته شته سټېشنونه موسیقي ،خبرونه او کلتوري او تفریحي خپرونې لري.

طالبان د راډیو اورېدنې پراختیا، ولس ته د خپلې «جهاد غږ راډیو» د خپرونو رسولو له پاره هم کاروي. «

کرنه ، اوبه او خړوبونه

هماغسې چې د افغانستان له یوې کلیوالي ولسوالۍ تمه کېږي، ډېرو سرچینو بې له کومې هڅونې د کرنې پر ارزښت خبرې وکړي. یوه مخور سړي  د حکومت خدمتونو کې  چې ده موسسه وبلله ( په اصل کې نړيوال بانک د باغونو او مالدارۍ له پاره بودیجه ورکوي ) بزګرانو ته د غورو تخمونو وېش، د نیالیګیو ویش، د کرنیزو محصولاتو د خوندي کولو اسانتیاوې او د نویو کوهیو کیندل هم شامل وبلل. خو ده وویل چې دا ټولې پروژې د طالبانو په مرسته او اجازه پلې کېدای شي. یوه قومي مشر دا هم وویل چې دا پروژې د کلیو پراختیا وزارت له خوا پلې شوې خو څارنه يې طالبانو کوله. د بېلګې په ډول ځیني رغنیزې پروژې ، لکه پلونه، د اوبو ویالې، او د تازه مېوو له پاره سړې خونې حکومت پلې کړې خو څارنه يې طالبانو کوله. هغه زیاته کړه چې طالبان آن د سیمه ییزو مشرانو پرمټ د پروژو د پلي کېدو ځایونه هم پخپله ښیي. هغه وویل د طالبانو له اجازې پرته حکومت دا پروژې نه شي پلې کولی. یوه بل سړي وویل چې د اوبنیو ویالو په ساتنه او بیا رغونه کې هم چې د خلکو له خوا تر سره کېږي،د طالبانو د اجازې اړتیا شته.

په کورچي، مکاوه او مینزو کلي کې د اوبنیو ویالو څو نورې وړې پروژې هم وې چې د خلکو په مالي مرسته تر سره شوې خو ډیزاین او څارنه يې طالبانو کوله.

سړکونه

په ۱۳۹۰ کې د امریکا متحدو ایالاتو پوځي ډلې  چې د پکتیا له ولایتي بیا رغوني ډلې جلا وه، اقتصادي او امنیتي ګټې د ښه کیفیت لرونکو سړکونو برکت وباله او اعلان يې وکړ چې ډېر ژر به د ګردېز-زرمت سړک په ګډون ډېر ټرانسپورټي دهلېزونه بشپړ شي. دا پاخه سړکونه جوړ نه شول او تر اوسه يې خلک غوښتونکي دي.  ډېرو کسانو وویل چې طالبان د سړک بیا رغول نه پرېږدي، خو په کلیو کې د وړو سړکونو د جوړولو اجازه ورکوي. دوی ځینې مهال آن ددې کار له پاره مالیې هم ټولوي.

طالبان د ساختماني پروژو د پلې کېدا ځانګړې ډله نه لري. د دوی پروژې په دودیز ډول او د سیمه ییزو قومي مشرانو په مرسته پلې کېږي. په ټوله کې دا پروژې ډېر ټيټ کیفیت لري او هره میاشت ترمیم ته اړ وځي. ډېری مهال سیمه ییز طالبان د تخنیکي مرستې پر ځای ددې پروژو څارنه کوي.

طالبان هم ځیني وخت د ملکي خدمتونو پروژې پلې کوي. په دغسې حالاتو کې دوی سیمه ییزې مالي او بشري سرچینې مرستې ته هڅوي. دوی پر خلکو غږ کوي چې د پروژو له پاره پیسې ورکړي او یا نور ساختماني مواد لکه سیمنټ ، شګه، ډبرې او ساختماني  ماشین آلات  چمتو کړي. وروسته بیا کار ،ترډېره سیمه ییز خلک کوي خو څارنه يې د طالبانو کار دی.

په زرمت کې د طالبانو د ولکې سیمه کې تر ټولو لویه رغنیزه پروژه د ګردېز- غزني ۵۲ کیلو متره اوږده سړک د ځینو برخو بیا رغونه وه. پخوا هغه سړک چې د سهاکو له سیمې تېرېده، دواړه ولایتي مرکزونه يې سره نښلول. هغه مهال چې د امریکا متحدو ایالاتو په سهاکو کې یوه قرارګاه درلوده دوی د ګردېز او خپلې قرارګاه ترمنځ د اکمالاتو اسانولو په موخه یو شل کیلومتره پوخ سړک جوړ کړ. د امریکاییانو تر وتلو وروسته دا قرارګاه ملي اردو ته ورکړ شوه چې دوی هم یواځې د سړک همدا برخه کاروي. طالبان او د سیمې خلک پاتې ۳۲ کیلومتره سړک چې د دولت خان کلي له لارې له سهاکو تېریږي او د غزني د ده یک ولسوالۍ تر پولو او بیا تر غزني ښار پورې رسېږي د تګ راتګ له پاره کاروي. طالبانو د سیمي له خلکو پیسې راټولې کړې او پر دوی يې غږ وکړ چې د رغونې په لومړنیو چارو لکه خاوره، شګه او ډبرو کې مرسته وکړي خو سړک لا تر اوسه نه دی پوخ شوی. ددې پروژې په کار کې طالبانو وکولای شول چې له لارۍ چلوونکو د بار راوړلو په پلمه مالیه ټوله کړي.

د طالبانو د ملکي خدمتونو د پروژې یوه بله بېلګه هغه ۳۰ کیلومتره سړک دی چې د سهاکو او کلالګو کلي سره نښلوي. ددې سړک بودیجه هم د سیمې د خلکو له جیبونو ده.

طالبان د عشر په نامه د فصلونو د حاصل پر مهال لس سلنه مالیه ټولوي. سوداګر لکه هټیوال  او د مارکېټونو  څښتنان د کال په پای یا پیل کې مالیه ورکوي. دا د طالبانو د مالي کمېټۍ په پرېکړه پورې اړه لري. د طالبانو مالي کمېټه د هټیوالو او نورو د کاروبار ګټې ته په کتو مالیه ټاکي. دا پیسې د ملکي خدمتونو په پلې کولو نه لګېږي او طالبان يې په خپلو کارو لګوي.

قضاء

یوې سرچینې وویل محکمه په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې ده. »یواځینی خدمت چې طالبان يې کوي هغه قضاء ده.  خلک خپلې دعوې طالبانو ته ور وړي، ځکه چې کار يې ګړندی او بې فساده دی . «

د ۱۳۹۳ په سپټمبر کې  طالبانو هغو دریو تنو ته چې یو کوچنی يې تښتولی او د کورنۍ له خوا یې د پیسو تر نه ورکړې وروسته وژلی و، د مرګ سزا ورکړه. طالبانو دوی د یوې علني محاکمې په ترڅ کې ووژل چې د زرمت نژدې ۱،۰۰۰ تنو اوسېدونکو ددې محاکمې ننداره وکړه. طالبانو امر وکړ چې د مړو جسدونه دي تر دریو ورځو نورو ته د عبرت له پاره نندارې ته کېښودل شي. د نورو ورته پېښو راپورونه نه دي تر سترګو شوي. په یو څو کلونو کې طالبانو خپل عدلي او قضایي خدمتونه ډېر پراخ کړي دي. د حکومت د کمېټۍ یوه غړي وویل چې د طالبانو محکمې په ولسوالۍ کې ډېر مهم رول لوبوي، چې هره ورځ بېلابېلې دعوې ورته راځي. نوموړي وویل چې ډېرې دعوې یا د ځمکو پر سر وي او یا د کورنیو خپلمنځي شخړې وي.

دوو تنو چې یو يې په ولسوالۍ کې لوړپوړی چارواکی دی وویل» که چېرې د طالبانو سیمه ییزه محکمه په یوه دعوه کې پاته راځي یوه سیمه ییز روحاني ته یې لیږي او که هغه هم حل نه شوای  کړی ، بیا د طالبانو هغې محکمې ته چې په پاکستان کې ده لېږل کېږي. « یوه مرکه کېدونکي وویل چې تر ډېره داسې نه پېښېږي، ځکه چې د طالبانو سیمه ییزه محکمه ډیری دعوې چې دوی ته راوړل کیږي همدلته غوڅوي. ځیني مهال وړې دعوې لکه د کورنیو تر منځ شخړې سیمه ییزه جرګه حلوي. که چېرې جرګه د شخړې په حل نه بریالۍ کېږي او یا يې پرېکړه نه منل کېږي، بیا شخړه طالبانو ته لېږل کېږي.

پایله

له مرکو نه داسې مالومېږي چې د طالبانو شتون په زرمت کې ډېر پیاوړی دی او دا پیاوړی شتون يې ددې لامل شوی دی چې د حکومت پرتله په عامه خدمتونو ډېر کنټرول ولري. د طالبانو شتون د ولسوالۍ په اتیا سلنه خاوره کې په ځینو ځانګړیو سکتورو، د بېلګې په ډول پوهنه کې د حکومت ونډه پیکه کړې او تش د یوه څارونکي رول لري. په دې سکتور کې طالبان د حکومت په بودیجه چلېدونکې پروژې، روزل شوي ښوونکي او نورې چارې په خپله خوښه چلوي. په دې سکتور کې طالبان مسلط عقیدوي رول لري، پردرسي نصاب او قانون او ډیسپلین اغېز لري، د ښوونکو حاضري ګوري او د اړتیا پرمهال د ناسوبتیا له پاره دښوونکو له معاشه پیسې ګرځوي. دوی آن کولای شي خپل غړي د ښوونکو په توګه په ښوونځیو کې په دندو و ګوماري. کولای شي نجوني له زده کړو راوګرځوي او زده کوونکي د جګړې له پاره و ګوماري. دوی همدا ډول کولای شي د حکومت د پوهنې مرکزونو کې حکومتي ضد ویناوې وکړي.

یواځینی عامه خدمت چې طالبان يې خلکو ته وړاندې کوې، عدلي او قضايي سکتور دی . دې مهم سکتور پر خلکو د طالبانو کنټرول منلی دی او دا کار د روغتیا د سکتور پرتله  بیخي بې لګښته دی. طالبانو دا کار هم پیل کړی چې د عامه خدمتونو، لکه د اوبنیو ویالو او وړو فرعي سړکونو د جوړولو له پاره له خلکو پیسې ټولې کړي. دا کار یواځې په پروژو پورې تړلی وي او دوی ددې کار له پاره یو منظم تدارکاتي سیستم نه لري چې په راتلونکې کې له راټولو شویو پیسو په نورو پروژو کې ګټه واخلي.  دا ښيي چې طالبان په سیمه ییزه کچه د یوې بشپړې جګړه ییزې ډلې له بڼې په یوې  عملي واقعي حکومتي ادارې اوښتونکي دي .

طالبانو نور سکټورونه د خپلو چارو د چلولو له پاره د ګټې په تولید بدل کړي دي. ډیری مخابراتي شرکتونه مالیه ورکوي خو له لارۍ چلوونکو څخه د مالیې ټولونې پلمه د سړکونو بیا رغونه ده. د پروژو موخه طالبانو ته تش د عوایدو چمتو کېدا نه ده، بلکه دا کار ددې له پاره هم دی چې طالبان له نیوکو خوندي پاتې شي.

د کنټرول پراختیا دوی ته ددې غوراوي واک هم ورکوي چې بنسټیزې پروژې چېرته پلې او چېرته نه شي. دوی همدا ډول واک لري چې په مخابراتي شبکو ومني چې کوم وخت کار وکړي او کله یې ودروي.

په زرمت کې طالبانو یو سیسټم جوړ کړی چې پر مټ يې دوی د اړتیا پر مهال په ګروهي (عقیدوي) دلیلونو ځینې چارې کنټرول او څاري. دوی د وړو پروژو لکه د وړو سړکونو د ترمیم او  اوبنیو ویالو له پاره چې کلیوالي سیمو ته اړینې دي، مالیه ټولوي. طالبان دا ټول کارونه کوي خو له هغو پروژو چې ډېر لګښت پرې  راځې (لکه روغتیا او پېچلي عامه خدمتونه) اوږه باسي. دا کار سړی شکمنوي چې دوی  دې  په راتلونکي کې له بهرنیو مالي او تخنیکي مرستو پرته د یوه حکومت په توګه خلکو ته خدمات وړاندې کړای شي.

لیکوالان:

تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه