سږ کال په کابل کې د عاشورا مراسم د يوه خونړي بريد ښکار شول. د عاشورا د ورځې بريد چې په کارته سخي کې يې ۱۹ شيعه ویرجن ووژل د اسلامي دولت خراسان ولايت ډلې پرغاړه واخيست. تر دې مخکې، همدې ډلې د هزاره ګانو پر يوه لاريون بريد کې ۸۰ کسان ووژل او همدا ډول يې د کاناډا سفارت پر نيپالي ساتونکو بريد کې ۱۴ کسان وژلي وو. د افغانستان د تحليلګرانو شبکې څېړونکی برهان عثمان په کابل کې ددغې ډلې فعاليتونو او ځواکمنتيا ته کتنه کوي.
يادونه: د دې راپور له خپرېدو وروسته، خراسان ډلې د کابل په لوېديځ کې د شيعه ګانو پر يوه جومات، باقر العلوم، باندې هم د بريد پړه پرغاړه واخيسته. د نومبر د ۲۱مې په دې ځانمرګي بريد کې د ۳۰ شاوخوا کسان ووژل شول.
د ۲۰۱۶ د اکټوبر پر يوولسمه، د محرم الحرام د لسمې يا عاشورا په ماښام، د کارته سخي زيارت سيمې ته دوه بريدګر ننوتل. دوی په سپکو وسلو، انتحاري واسکټونو او لاسي بمونو سمبال او د پوليسو په دريشيو کې وو. لومړي بريدګر پر ویرجنو له سپکو ډزو او لاسي بمونو غورځولو وروسته، خپل واسکټ وچاوه او ۱۹ کسان يې ووژل. په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې. دويم بريدګر چې د زيارت له ساحې څخه يې پښې سپکې کړې وې، همدې سيمې ته نژدې په کارته چهار کې د سُنيانو يوه جومات ته څېرمه له افغان امنيتي ځواکونو سره په جنګ کېوت. څرنګه چې وخت د شپې ناوخته و او جومات کې څوک نه ول، نښته يوازې د بريدګر په وژلو تمامه شوه او بل چاته يې زيان ونه ړاوه. په سبا ورځ يې، په شمالي ولايت بلخ کې بيا د بم يوې چاودنې چې د بريښنا په مزو پورې تړل شوی و څوارلس شيعه ماتم کوونکي ووژل. د کابل د چاودنو پړه اسلامي دولت خراسان ولايت په غاړه واخيسته، خو د بلخ د پيښې پړه هيچا ونه منله. دې ډلې په دوو جلا اعلاميو کې د بريدګرو انځورونه او د بريدونو ځينې جزیيات خپاره کړل.
د اسلامي دولت خراسان ډله د کابل لپاره يو زياتېدونکی خطر؟
په تېر يوه کال کې دې ډلې په کابل کې تر لسو د زياتو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده، چې نيمايي يې داسې ادعاګانې دي چې له واقعي بريدونو سره تړاو نه لري او بناءً، تشې ادعاوې ګڼل کېږي. په پاتې پېښو کې، طالبانو او دې ډلې هم مهاله د هغو پړه د ځان بللې ده، البته د خراسان ډلې دخپلو ادعاوو لپاره تر طالبانو زيات باوري شواهد وړاندې کړي دي. يوه له لومړنيو وړو پېښو څخه چې دې ډلې يې پړه پر غاړه واخيسته د ۲۰۱۵ کال عاشورا کې د چنداول تکيه خانې مخې ته سپکه چاودنه وه چې يو کس يې وواژه. په کابل کې غټ بريدونه چې دې ډلې يې پړه پرغاړه اخيستې سږ اوړی ترسره شول او په لاندې ډول دي:
د ولسي جرګې پر غړي شيرولي وردګ باندې بريد، د جون ۵مه
ښاغلی وردګ،چې د پوهنې د پخواني وزير فاروق وردګ ورور و،د کابل په لويديځ کې د خپل کور مخې ته د بريښنا په صندوق کې د ایښي بم په چاودلو ووژل شو. د چاودنې پړه هم طالبانو او هم خراسان ډلې په غاړه واخيسته، د دواړو په ادعاګانو کې يوه تېروتنه دا وه چې چاودنه يې په موټر کې د ځای پرځای شوي بم نتيجه بلله. د طالبانو ادعا يوڅه معما غوندې وه ځکه د دې ډلې لپاره د ښاغلي وردګ په نښه کولو لپاره څه مشخص دليل نه ليدل کېږي. عادي او حتی وتلي سياستوال او وکيلان عموما د طالبانو د بريد په ليست کې نه وي، مګر که کوم ځانګړی دليل ولري. که د ښاغلي وردګ د نښه کولو لپاره طالبانو کوم ځانګړی دليل درلودای، ښايي د بريد د ادعا پرمهال يې هغه هم څرګند کړی وای. خو د بريد ادعا ډېره عامه وه او کوم مشخص دليل ته په کې اشاره نه وه شوې. البته دا امکان هم شته چې ښاغلی وردګ د طالبانو د مرکزي نظامي ادارې له خوا نه، بلکې د وردګو د سيمه ييزو طالبانو له لوري په نښه شوی وي. ښاغلی وردګ په خپل پلرني ځای سيداباد کې خورا فعال و، او ښايي کوم ځايي طالب قوماندان د کومې مسالې پر سر شخړه پیدا کړې او خواشینی شوی وي، او دی يې قرباني شوی وي. شيرولي وردګ او مشر ورور يې فاروق وردګ دواړه په خپله سيمه کې د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره له طالبانو سره په خبرو اترو کې ښکېل وو. دوی همدا ډول د سيمه یيزو کسانو د راخوشې کولو لپاره هم، چې له طالبانو سره د اړيکو په تور زنداني کيدل، منډې ترړې کولې. په ټوله کې، دوی د اکثره سياستوالو پرخلاف، د خپلې سيمې له خلکو او طالب پلوه کسانو سره فعال اړيکي ساتل. دا له امکانه ليرې نه ده چې ښاغلی وردګ د سيمه یيزو طالبانو د غوښتنو او هیلو سره د نه جوړجاړي له امله قرباني شوی وي. دا هغه څه دي چې د ملي امنيت د ادارې پخواني سرپرست مسعود اندرابي یې هم ولسي جرګې ته په يوه ناسته کې اشاره وکړه. ښاغلي اندرابي وویل دوی د ښاغلي وردګ د وژنې ترشا مسووله ډله په نښه کړې ده، او هغه په سيداباد کې د طالبانو يوه سيمه ييزه ډلګۍ ده. اما دا امکان هم شته چې ښاغلی وردګ دې په رښتيا د اسلامي دولت خراسان ولايت ډلې له خوا په نښه شوی وي. دی په هغسې يوه سيمه کې اوسيده چې هلته د دې ډلې نفوذ ترسترګو کېږي. ښاغلی وردګ چې ډېر ټيڼګ امنيتي تدابير يې نه درلودل ددغې ډلې د پلويانو لپاره د هغوی د لاسرسي په ساحه کې يو اسانه هدف و. د يوه پېژندل شوي سياستوال په توګه د ښاغلي وردګ وژنه د دغې ډلې لپاره اسان، خو خبرجوړوونکی کار و.
د ولايتي شورا پر غړي عطاء الله فيضانی بريد، د جون ۲۰مه
ښاغلی فيضاني خپل کور ته نژدې په چهلستون کې په يوه بمي چاودنه کې زخمي شو. د بريد نور جزيیات نه دي ترلاسه شوي. د ښاغلي وردګ په څېر، عطاء الله فيضاني هم داسې څوک نه و چې طالبانو ته کوم ځانګړی هدف وګرځي. خو دې ډلې يې پړه پرغاړه واخيسته. همدا ډول د خراسان ډلې هم پر ده باندې د بريد پړه د ځان وبلله.په دې پېښه کې هم ښاغلی فيضاني تر طالبانو، د خراسان ډلې لپاره تر ډېره يو څرګند هدف ګڼل کيدی شي ځکه دا ډله د کوم سياستوال په نښه کولو لپاره یوه ډېر ځانګړي دليل ته اړتيا نه لري، بلکې د وژلو لپاره همدا دليل هم ورته بس وي چې څوک په يوه دولتي موقف کې کار وکړي، که د وکالت دنده وي او يا د حکومت. د خراسان ډلې په خپله اعلاميه کې فيضاني د مرتد په توګه یاد کړی. دا چې ښاغلی فيضاني له يوې متصوفي کورنۍ سره تړلی او د خراسان ډله د تصوف لارويانو ته مشرکين وايي، نو ددې امکان زياتوي چې دی هم د دغې ډلې لخوا په نښه شوی وي.
د کاناډايي سفارت پر بهرنيو ساتونکو بريد، د جون ۲۰مه
پر همدې ورځ چې سهار مهال يې پر ښاغلي فيضاني چاودنه وشوه، غرمه يې د کابل په ختيځ کې د کاناډا سفارت د نيپالي ساتونکو پر موټر هم ځانمرګی بريد ترسره شو. په بريد کې د نوموړي سفارت ۱۴ نيپالي ساتونکي ووژل شول، چې په کابل کې پر بهرنيانو لهخورا خونړيو بريدونو څخه یو ګڼل کېږي. پړه يې اسلامي دولت خراسان ولايت ډلې پر غاړه واخيسته. طالبانو هم د همدې چاودنې پړه ومنله، خو خراسان ډلې داسې څرګند شواهد وړاندې کړل چې ادعا يې زياته باوري معلومېده. نوموړې ډلې، د طالبانو پرخلاف چې يوه مبهمه اعلاميه يې ورکړه، د ځانمرګي بريدګر انځورونه او نوم خپور کړ، او د هغه په اړه يې نور جزیيات هم ورکړل. د بريدګر نوم يې عرفان الله وښود چې د باجوړ اوسېدونکی او له اوږدې مودې راهيسې له خراسان ډلې سره ملګری شوی و. اوونۍ وروسته ددې ډلې راډيو، خلافت غږ، د بريدګر د ژوند او روزنې په اړه هم تفصيلي معلومات خپاره کړل، چې دې ټولو د دغې ډلې ادعا ډېره پخه کړه. همدا ډول، په کابل کې لويديځوالو چارواکو چې د چاودنې په اړه يې تخنيکي معلومات راټول کړي ول د تحليلګرانو شبکې ته وويل چې په بريد کې کارول شوي چاودېدونکي توکي پخوا په افغانستان کې په ندرت، خو په عراق کې عام ليدل شوي وو.
د هزاره ګانو پر روښنايي غورځنګ بريد، د جولای ۲۳مه
دا په هغو بريدونو کې چې د خراسان ډلې يې پړه پرغاړه اخيستې تر ټولو خونړی و. د هزاره ګانو د روښنايي غورځنګ د لاريون ۸۰ ګډون کوونکي په کې ووژل شول. د مخکينيو يادو شويو بريدونو پرخلاف، د دې بريد پړه طالبانو نه، بلکې يوازې اسلامي دولت خراسان ولايت پرغاړه واخيسته. طالبانو بلکې دا بريد وغانده. خراسان ډلې په خپله اعلاميه کې د خپلو دوو بريدګرو عکسونه او نومونه خپاره کړل او بريد يې د سوريې په جنګ کې د اسد رژيم په پلوۍ د افغان شيعه ګانو د ګډون په مقابل کې غچ وګاڼه. همدا ډول بل دليل چې اعلاميې ورته اشاره کړې وه دا و چې افغانستان “د روافضو له شرک” څخه پاک کړي. د نوموړې ډلې فعالينو وروسته طالبان هم په دې وغندل چې شيعه ګانو ته يې د وروڼو خطاب کړی دی. په يوه فتوا ډوله ليکنه کې چې خراسان ډلې له خوا وروسته نشر شوه ويل شوي و چې شيعه ګان حتی د حنفي علماوو په نظر هم کافر دي، او څوک چې ورته ورور وايي د هغوی په کفر کې هم شک نه شته.
ايا په کابل کې خراسان ډله فعاله ده؟
پورتنيو بريدونو، خصوصا هغو ته په اشاره چې شواهد په کې د خراسان ډلې ښکېلتيا په نسبتاً باوري بڼه ښيي، داسې برېښي چېدا ډله له ډېر لومړني حالت څخه راوتلې ده. که څه هم داسې نه ښکاري چې نوموړې ډلې تر اوسه په کابل کې د پرمختللو بريدونو د ترسره کولو وړتيا ترلاسه کړې وي، خو د ځينو وقفه يي بريدونو ترسره کولو توان يې موندلی دی. پورتني بريدونه ښيي چې د خراسان ډله کولی شي يو دوه تنه بريدګر په لاسي بمونو او چاودېدونکو توکو او يونيفورم سمبال د ګڼې ګوڼې منځ ته ولېږي او خونړي بريدونه ترسره کړي. دغه ډول بريدونه يو اندازه لوژستيکي سمبالونې، امنيتي څار او پرځان باور ته اړتيا لري، چې داسې برېښې دا وړتياوې نوموړې ډلې ترلاسه کړې وي. خو پر دې سربيره، د پلويانو کافي شمېر ته هم اړتيا ده چې دا ډول عمليات پلان او تطبيق کړي. داسې نښې نښانې شته چې د اسلامي دولت خراسان ډلې نفوذ د ښار په مختلفو سيمو کې د ځينو کړيو ترمنځ مخ په پراخېدو دی. د افغانستان د تحليلګرانو شبکې په تېر يونيم کال کې په پرله پسې توګه د داسې ځوانانو کيسې اورېدلې چې د نوموړې ډلې له ايډيولوژۍ څخه متاثره شوي او ننګرهار، عراق يا سوريې ته د جنګ لپاره تللي دي. ددغو معلوماتو پر اساس، په کابل ښار کې لږ تر لږه درې دا ډول کړۍ شتون لري چې د خراسان ډلې ته جذب شوې دي. تر ټولو پخوانۍ ډله يې چې ګومان کېږي اوس له خراسان ډلې سره نژدې شوې هغه حلقه ده چې پخوا له القاعدې سره تړلې وه. دا هغه ګروپ دی چې په ۲۰۱۱ کال کې یې سرخېل له کابل طبي پوهنتون څخه پر ولسمشر کرزي د بريد د تابيا په تور ونيول شول. خراسان ډلې ته ددغه ګروپ د اوښتون په اړه کوټلې شواهد په لاس کې نشته، خو داسې نښې نښانې شته چې ښيي ځينې غړي يې ښايي له دې ډلې سره يوځای شوي وي. ددې ګروپ سرلاري هماغه وخت ونيول شول چې کله يې پر ولسمشر کرزي د بريد تابيا برسېره شوه، خو نور غړي يې په ښار کې تيت او ګومان کېږي چې په اورپکو فعاليتونو بوخت وو. ددې ډلې يو مشر، چې هغه هم د طبي پوهنتون غړی و، تېر کال له بنده خوشی شو، او د تحليلګرانو شبکې ته سرچينو وويل چې نوموړی له خپلو يوشمېر پلويانو سره سوريې ته تللی، خو دا لا په قطعي توګه معلومه نه ده چې نوموړی هلته د اسلامي دولت او که د جبهة النصرة په ليکو کې جنګېږي. په وروستيو مياشتو کې د همدې ډلې پاتې غړي د کابل ښار له مختلفو سيمو څخه د افغان ځانګړو ځواکونو په چاپو کې نيول شوي هم دي. که له خراسان ډلې سره د دغې حلقې يوځای کېدل تثبيت شي، دا به نوموړې ډلې ته په پلازمېنه کې تر ټولو يوشمېر مجرب جنګيالي ور چمتو کړي.
دوه نورې حلقې چې له خراسان ډلې سره يې اړيکي نسبتاً ډېر يقيني دي د ښار په نورو برخو کې فعاليت کوي. يوه يې ويل کېږي چې د ښار په لوېديځ کې په فعاليت بوخته ده او زياتره هغه ځوانان په کې ټول دي چې له پخوا راهيسې په تندلارۍ پېژندل شوي دي. ددې حلقې ځينې غړي يو وخت د طالبانو په ليکو کې هم فعال وو، او کابل ته څېرمه ولاياتو په لومړيو ليکو کې جنګېدل. خو له طالبانو سره یې د ايډيويولوژیک توپیر له امله او د خراسان ډلې په راتګ سره یې ځان ته نسبتاً زيات همفکره ادرس پيدا کړ. ګومان کېږي همدا حلقه د ۲۰۱۴ له اوړي راهيسې په خپله ساحه کې د خراسان ډلې لپاره په تبليغاتي او عملياتي فعاليتونو بوخته وه، چې د تحليلګرانو شبکې يې په اړه مخکې هم راپور ورکړی و او ځينې بريدونه چې هغه مهال يې چا نېغ په نېغه پړه پرغاړه نه وه اخيستې زيات امکان لري د دغې حلقې کار وي. درېيمه حلقه چې له خراسان ډلې سره یې د يوځایوالي په اړه نښې نښانې شته د پلازمينې په داسې يوه برخه کې تمرکز لري چې د هېواد د شمالي ولاياتو اوسېدونکيپه کې اوسي او پلويان يې هم زياتره د همدغه سمت وګړي دي. د تحليلګرانو شبکې د معلوماتو په اساس، ددغې حلقې غړو ننګرهار ته سفرونه کړي او هلته د خراسان ډلې په جبهاتو کې جنګېدلي دي. ددغو ځوانانو د کورنۍ مشرانو هڅه کړې چې دوی د خراسان ډلې له افکارو او هغې خواته یې له ورښویېدو را وګرځوي، خو داسې نه ښکاري چې دغو هڅو دې کار ورکړی وي. دا درې واړه حلقې به ښايي ټولټال تر يوڅو درځنوزيات فعال جنګيالي ونه ولري، خو ددوی د ملاتړ او اغېز ساحه بيا ګومان کېږي چې تر دې پراخه ده. همدا د اغېز ساحه یې ده چې دوی ته د نورو افرادو د جذب وړتيا ورکوي، او د دې امکان زياتوي چې د خراسان ډله نوره هم د پلويانو له اړخه په پلازمېنه کې خپره شي.
خراسان ډله د مذهبي جګړې د اور بلولو په درشل کې
هغه څه چې اکثره افغانان يې اندېښمن کړي دي دا نه ده چې خراسان ډله څومره وړتيا او پياوړتيا لري، بلکې د هغې ګواښونکې ايډيولوژي ده چې غواړي په افغانستان کې مذهبي جګړې ته لمن ووهي. افغانستان د څو لسيزو په جګړه کې نسبت نورو ډېرو اسلامي هېوادونو ته يوه ځانګړنه درلوده: فرقه يي يا مذهبي جنګ په کې وده ونه کړه، بلکې جګړې زياتره د سياسي او څه ځایه د توکميزو مسايلو پر سر شوې دي. خو داسې ښکاري چې خراسان ډله غواړي دې نا ازمويل شوي ډګر ته ننوځي. په ټوليزه توګه، په تېر يو نيم کال کې يو شمېر داسې پيښې شوې چې د فرقه يي تاوتريخوالي څرګند رنګ لري. په دغو پېښو کې بېلابېل کسان د حنفي، سلفي، صوفي يا شيعه په نامه وژل شوي دي. تېر کال په عاشورا کې د چنداول پر چاودنې سربيره، د کابل په قلعه فتح الله او دشت برچي کې هم وړې چاودنې وشوې چې څرګنده موخه يې د شيعه ګانو تکيه خانې وې. په دوو نورو پيښو کې، د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې دوه افغان حنفي علما چې له سلفيانو سره يې مذهبي مناظرې کولې څو مياشتې مخکې ووژل شول، او پړه يې اسلامي دولت ډلې په غاړه واخيسته. دا علما د حنفيانو په پلوۍ مشهور مناظره کوونکی مولوي غلام حضرت او بل نسبتاً لږ پېژندل شوی مولوي نسيم حنفي وو چې د دوی د وژنې پړه اسلامي دولت په خپله مرکزي مجله النباُ کې پرغاړه واخيسته. د دوی د وژنې دليل دا ښوول شوی و چې له طالبانو سره اړيکې لري او د اسلامي دولت کسانو ته خوارج وايي، خو کوم کسان چې له دغو دوو علماوو سره پېژندګلوي لري وايي چې د وژلو عمده دليل يې له سلفيانو سره مناظرې وې او له طالبانو سره یې یا بېخي اړیکي نه درلودل او يا خورا پيکه وو. سلفيان، چې په ځينو مواردو کې ورته د خراسان ډلې د ملاتړو په سترګه کتل کېږي، خپله هم له تاوتريخوالي څخه خوندي نه دي پاتې. تېر ژمی، په فبرورۍ کې، د جلال اباد د نارنج باغ مدرسې او هلته د خصوصي راډيو منار يو وتلی مبلِغ شيخ رحمت شاه د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې ووژل شو. نوموړی د ګمرک له جومات څخه کور يا مدرسې ته پرلاره و چې دوو موټرسايکل سپرو کسانو پرې ډزې وکړې او ځای پرځای يې وواژه. د رحمت شاه ورور او وتلي سلفي عالم شيخ احمد شاه په خپله وينا کې د وژنې ترشا د کوم مشخص چا يادونه ونه کړه، خو پر هغو کسانو يې پړه واچوله، چې د ده په وينا، غواړي په هېواد کې يوه ډله علما د بلې ډلې په مقابل کې ودروي او اختلاف واچوي. د وژل شوي شيخ ملاتړو يې پړه د “موحدينو” په دښمنانو واچوله. دا هغه اصطلاح ده چې سلفيان يې د خپل فکر د پلويانو لپاره کاروي. د ده له وژنې وروسته د جلال اباد د سلفيانو ترمنځ عمومي روحيې دې ته اشاره کوله چې نوموړی د مذهبي غچ اخيستنې يا کرکې ښکار شوی دی. پر دې سربيره، د همدې سلفيانو لويه مدرسه نارنج باغ هم په هماغه ورځ چې په کابل کې د عاشورا پر مراسمو چاودنه وشوه تر برید لاندې راغله. ناپېژاندو وسله والو سهار په تياره کې د مدرسې انګړ ته څو لاسي بمونه ګوزار کړل، خو چاته په کې زیان وانه وښت. تر دې مخکې، په اګسټ کې د کاپيسا په لومړۍ برخه کې يو بل سلفي عالم او امام احمد طيب نظامي د نامعلومو وسله والو په بريد کې ووژل شو. پر نوموړي په خپل جومات کې د ماخوستن له لمانځه وروسته برید شوی و. د نوموړي پلويانو پر انټرنيټ د هغه د وژنې پړه د “توحيد پر دښمنانو” واچوله.
د خراسان ډله او د جګړې د مذهبي کولو عواقب
- روانې جګړې ته فرقه يي عنصر ورزياتول به يو شمېر نويو لوبغاړو او جنګياليو ته د جنګ تازه انګېزه په لاس ورکړي چې د مذهبي غچ اخيستنې د لړۍ د پيلولو خطر راټوکولی شي. د جګړې فرقه يي کول د هېواد په ثبات باندې اوږدمهالی منفي اغېز غورځولی شي. که يوځل د فرقه يي تاوتريخوالي دروازه پرانيستل شي، بېرته تړل یې هومره اسان کار نه دی. د سياسي انګېزو پر اساس جنګ ته نسبتاً په اسانه د پای ټکی ايښودل کيدلی شي، يعنی پخلاينه پکې اسانه ده. خو د فرقه يي انګېزو پر بنسټ جنګ بيا هومره اسان پای ته نه شي رسېدلی.
- د فرقه يي دښمنۍ د شعار په پورته کولو سره، د خراسان ډله هغو کسانو ته اسانه ادرس په لاس ورکوي چې له پخوا راهيسې د دغسې همفکره همسنګر په لټه کې وو، خو تر اوسه ورته شرايط نه وو برابر شوي. دا زيات امکان لري چې دا ډول افراطي کسان پر خراسان ډلې باندې سره راغونډ شي او د هغې د پياوړتيا لامل شي.
- اسلامي دولت خراسان ولايت ډله تر اوسه له فزيکي اړخه يوازې د ننګرهار په څو ولسواليو کې څرګند حضور لري. خو د هېواد په لر و بر کې د پراخېدونکي افراطيت له برکته دا خطر موجود دی چې دا محدود ګواښ په يوه پراخ هغه واوړي. څه چې ډېر خلک اندېښمنوي د خراسان ډلې د اوسنۍ وړتيا جغرافيایي پراختيا نه ده، بلکې د هغې د ايډيولوژۍ جذابيت دی.
- د خراسان ډلې په راڅرګندېدو سره د حکومت ضد وسله والو پر هڅو د طالبانو نيمه انحصار کابو پای ته ورسېد، چې بېلابېلو سيمه یيزو، حکومتي او ناحکومتي عناصرو ته دا وس ورکوي چې جګړه پر هغه لور بوځي چې د دغو عناصرو په ګټه وي. دې کې شک نه شته چې ځينې به يې غواړي په افغانستان کې روانه جګړه فرقه يي شي. اوس د خراسان ډلې په شتون کې دا فرصت پيدا شوی دی. بله دا چې اکثرو افغانانو د طالبانو په شل کلن شتوالي کې، ددې غورځنګ په اړه کافي پېژندګلوي ترلاسه کړې وه، او پوهېدل چې سرې کرښې او نسبتاً ثابت اصول يې کوم دي. خو جنګ ته د نويو لوبغاړو په ورګډېدو سره د جګړې او په نښه کولو معيارونه هم له ابهام سره مخامخېږي او د جګړه مارانو د چلند وړاندوينه ګرانېږي.
پايله
په پای کې دا چې د خراسان ډلې فرقه يي افراطيت که څه هم د اندېښنې وړ دی، خو په افغاني ټولنه کې لاهم داسې ډاډمنوونکي واقعيتونه شته چې نه پرېږدي افغانستان د عراق، يمن او سوريې – او آن پاکستان – په څېر پر فرقه يي جنګ ور ګډ شي. د جګړې دوه عمده اړخونه، افغان امنيتي ځواکونه او طالبان، يو هم د فرقه يي تاوتریخوالي له پاره انګېزه او اشتها نه لري، بلکې دواړو تر اوسه په کوټلې توګه د دغه ډول تاوتريخوالي مخالف دریځ غوره کړی دی. که څه هم طالبانو په تېر مهال کې له بهرنيو جهادي ډلو سره ملګرتيا درلوده، خو د فرقه یي يا مذهبي تاوتريخوالي په اړه يې خپل جلا او کوټلی دريځ ساتلی دی. آن په وروستۍ لسيزه کي يې، د تحليلګرانو شبکې د معلوماتو په اساس، د سيمې د ځينو هېوادونو هغو وړانديزونه ته هم څرګند منفي ځواب ورکړی چې د فرقه يي اجنډا پر سر يې ورته د مرستو ژمنه ورکوله. پر دې سربيره، د افغانستان خلک په ټوليزه توګه، او د سني او شيعه مذهبونو دينی مشران په ځانګړي ډول، ګډ او سوله ييز ژوندانه ته تر اوسه ژمن پاتې شوي او پر ارزښت يې پوهېدلي دي. همدا د هغو وړو ډلو ټپلو هڅې چې دا يووالی له منځه يوسي خورا ګرانوي. ځکه خو هم تر اوسه پورې د افغانستان په جنګونو کې فرقه يي اړخ په ندرت ليدل شوی دی. فرقه يي کرکې ته لمن وهل د هرې ډلې يا تنظيم لپاره چې په افغانستان کې واک ته د رسېدو هیلې پالي،له اور سره لوبي کول دي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹