په شمال ختيځ بدخشان ولايت کې طالبان نوېسيمي نيسي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۱۳۷۰ کلونو کې په دې سيمه تر پایه واک تر لاسه نه کړ. د تېر دوو کلونو په اوږدو کې د تاجک طالبانو نوي نسل افغان دولتي ځواکونو ته ستر ګواښ پېښ کړ: له دې امله يو شمير ولسوالۍ د طالبانو او حکومتي ضد کسانو لاس ته ولويدلې او بېرته ونيول شوې چې د هغوی له ډلې څخه دوه ولسوالۍ اوس هم د طالبانو مهم مرکزونه تشکيلوي. د کاميابۍ راز داسې بريښي چې د طالبانو د جلب او جذب له تګلارې سره تړاو ولري، چې دا د طالبانو د ۱۳۷۰ کلونو له تګلارو سره پوره توپير لري. دا تګلاره پر پښتنو طالبانو نا پښتانه هغه غوره بوليچې د جنګياليو او ولسوالانو په څېر ترې کار واخيستل شي. په دې ولايتي څېړنه کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې عبيد علي د طالبانو د جلب او جذب تګلاره ارزولې ده. دا هم څېړل شوي چې دې تګلارې طالبان څومره غښتلي کړي دي. (په دې څېړنه کې برهان عثمان او توماس روتيګ هم خپلې برخي شريکې کړي).
بدخشان
په ۱۳۸۳ لمريز کال کې چې کله طالبانو بیا سر را پورته کړ، د مختلفو اداري واحدونو لپاره یې د خپلوورته ادارې جوړول د سياسي تګلارې لویهبرخه وګرځوله څو هم په سيمو او هم په خلکو کې ځانونه ټینګ کړي. د تيرو کلونو په اوږدو کې په شمالي تاجک میشتو او ازبک ميشتو ولايتونو کې طالبانو ګڼ شمير ناپښتانه طالبان وګومارل. له قاضي را نيولي بيا تر والي او د ولسوالۍ تر ولسواله او بالاخره د ولايتي کميټي تر مشرانو پوري. د بېلګې په ډول، په بدخشان ولايت کې چې يو تاجک مېشت ولایت دی د طالبانو د ادارېډېرې دندي تاجک طالبانو ته ورکړ شوې دي.
د طالبانو د جلب او جذب د تګلارې بدلون، داسي بريښي چې د بدخشان په جګړه ییز ډګر کې د طالبانو په ګټه ښه اغېز کړی. د دې لپاره چې تاريخي شالید ولرو، د طالبانو د جلب او جذب اوسنۍ او د واکمني د مهال تګلارې ته به یې يو پرتليز نظر ګټور انځور راکړي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د بدخشاني طالبانو ونډه
په ۱۳۷۰ کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دګوتو له شمار څوطالبانو پرته، د بدخشان زيات شمېر طالبانو واک نه درلود او هغه څو په لاندي ډول دي:
- مولوی سيد غیاث الدین- دې بدخشاني تاجک طالب په ۱۳۷۰ کلونو کې د طالبانو په رهبرۍ شورا کې د طالبانو له رامنځ ته کيدو سره سم کار پیل کړی.
- قاري دين محمد حنيف د یفتل ولسوالۍ له تاجکانو څخه دی. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د پلان او د لوړو زده کړو د وزير په توګه دنده تر سره کړې. اوس قاري دين محمد په قطر کې د طالبانو په سياسي دفتر کې غړی دی. (نور شالید يي دلته ولولئ). هغه د طالبانو له لومړنیو استازو څخه وچې د سولې په تړاو د طالبانو د غورځنګ دريځ بيان کړي، چې دا کار يي د جاپان په کیوتو کې په يوه علمي غونډه کې پر ۱۳۹۱ کال وکړ (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته ولولئ).
- او لږ پېژندل شوي کسان: ملا ظاهر، شبیر احمد او ملا نور الهدا دي چې د نظامي قوماندانانو په توګه يي دندې تر سره کړې دياو دا هم په خپلو ولايتونو کې نه.
که څه هم د بدخشاني طالبانو استازيتوب محدود دی، خو بيا هم دا ولايت په سلګونو طالب جنګيالي لري. يو لوی شمېر بدخشاني طالبان چې په پيښور او کراچۍ کې يي په مدرسو کې درسونه ويل د طالبانو له غورځنګ سره يوځای شول، چې له برکته يي د ناپښتنو طالبانو سترې ډلې رامنځ ته شوي. دغو بدخشاني طالبانو د طالبانو د امارت پر مهال زيات شمېر تلفات هم ګاللي.
لومړنۍ او مهمه جګړه چې د بدخشاني طالبانو او د شمالي ټلوالي تر منځ پېښه شوه هغه په توپخانه کې وه چې دا بدخشان ته نژدې د زېباک ولسوالۍ اړونده سیمه ده او همدارنګه له پاکستان سره پولهلري. دا جګړه په ۱۳۷۷ لمريز کال کې رامنځ ته شوه. یو لوی شمېر طالب جنګياليو د ملا شريف تر مشرۍ لاندې، چې په اصل کې د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د شمالي ټلوالي پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل. دا بريدونه د سرحد له پورې غاړي وشول. له لږ مقاومت وروسته طالبانو دا سيمه تر خپلې ولکې لاندي راوستله. د بدخشاني طالبانو دا لومړنۍ څرګندېدا شمالي ټلوالي ته یو تُوربرېښ (اخطار) و. د ټلوالي سيمه یيزو قوماندانانو، په ځانګړې توګه په دې ولايت کې د اسلامي جمعيت قوماندان سيد نجم الدين وثیق هڅه وکړه چې د ملا شریف جنګيالي په شا و تمبوي او په دې ولايت کې د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي. وثیق په همدې موخه يو لوی شمېر جنګيالي ټول کړل څو پر توپخانه ولکه ومومي. له همدې وجي زيات تلفات هم واوښتل. د ځایي وګړو په وينا ګڼ شمېر طالب جنګيالي چې ډېری يا يي ټول د بدخشان ولايت ول او یو قوماندان یې هم په کې راته، په دې جنګ کې ووژل شول.
له دې پيښې په همدې ولايت کې زياتې کورنۍ زیانمنې شوې، چې طالب پلوه اولادونه يي په کې وبایلل. د همدې پېښې له وجې د بدخشان په ملايانو کې چې طالب پلوي او ټلوال پلوي دواړه په کې ول، يو درز رامنځ ته شو. د توپخانې جګړه د طالبانو په ماته پای ته ورسېدهاو بدخشان ولايت ته یې د ننوتلو هڅې شنډې شوې. دې پېښې دا پيغام ورکړ چې بدخشان ولايت د شمالي ټلوالې مرکزيت دی او دې ولايت ته یې د طالبانو ننوتل ناشوني ثابت کړل. په واقعيت کې بدخشان ولايت له ګوتو شمار ولايتونو څخه و چې تر پایه طالبانو د خپل رژيم پر وخت و نه شواینيولی. تازه پېښې ښيي چې اوسني وضعيت څومره بدلون موندلی. اوس طالبان کولای شي چې نه يوازي خپله ستراتيژي عملي کړي چې په بدخشان ولايت کې سيمي هم نيسي.
په بدخشان ولايت کې د نویو نا پښتنو طالبانو مشرتوب
طالبانو په ۱۳۸۱ کال کې له بيا څرګندېدلو وروسته، ډېره انرژي پر دې ولګوله چې په پاکستاني مدرسو کې نوي کسان جذب کړي چې ورسره په شمالي ولايتونو کې د دوی ولسي ملاتړ پیاوړی شي. د طالبانو دې ليد د ناپښتنو افغانانو په تړاو ددوی پاليسۍ ته نوی اړخ ورکړ (او ورکوي يي). دا بدلون په هغو سيمو کې چې ډيری طالبان یې پښتانه دي هم ليدل شوی او هلته اوس د ټولو د راګډولو لید رامنځ ته شوی دی.دا بدلون کيدای شي چې د طالبانو د مشرتابه هڅه وي چېله ۱۳۸۰ کلونو را وروسته طالبان تش د یوه پښتني غورځنګ پر ځای لا ملي وښيي. په دې ستراتيژۍ کې طالبانو د نورو قومونو لپاره زيات ځای پريښی چې غورځنګ ته یې ورګډ شي، چې په دې کې نه يوازي جنګېدونکي طالبان چېسيمه یيز طالب چارواکي هم راځي.
دا طالبان له اره د شمالي افغانستان د کليوالو سيمو ول. له ۱۳۸۰ کلونو وروسته د بدخشان ولايت په زرګونو زده کوونکي د پاکستان پيښور او کراچۍ ښارونو ته ولاړل او هلته په مدرسو کې شامل شول چې هم درس ووايي او هم له لګښت پرته د اوسيدلو ځای او خوراکي مواد تر لاسه کړي. د زده کوونکو دا شمېر د طالبانو د رژيم د مهال پرتله ډير زيات و. له همدې وجې د طالبانو غورځنګ له نویو زده کوونکو، په تېره بیا به محافظه کارو هغو څخه چې زياتره يي د وردوج، ارګو او جرم ولسوالۍ اوسيدونکي دي، زيات کسان خپلولیکو ته ور وڅَکَول. دا جذب په همدې سيمه د ولکې موندلو په مانا شو. تېر اوړیهمدې طالبانو د ولايتي بيا رغونې د جرمنۍ ډلې پر ګزمه بريد وکړ چې څلور ساعته وغځېد او يوازي هغه وخت پای ته ورسيد چې امريکايي هوايي ځواکونه ور وغوښتل شول.
له ۱۳۸۷ لمریز کال را په دې خوا د ۱۳۷۰ کلونو له چلند سره په لږ توپير، د طالبانو مشرتابه شورا د همدې سيمي زياتره دندې د بدخشاني طالبانو همدې نوي نسل ته وسپارلې. دا کار له پاکستاني مدرسو څخه د طالب جنګياليو پر ګومارلو سره نه و تر سره شوی.
که څه هم په پاکستاني مدرسو کې د طالبانو له خوا د بدخشاني طالبانو جلب او جذب په دوی کې سخت دريځي وټوکول، خو له طالبانو سره ټوله ملګرتیا پهعقیده یي دلايلو نه شوای کيدی. داسې برېښي چې په جلب او جذب کې د طالبانو اوسنی بری په بدخشان ولایت کې د موجوده ګډوډ سياست له لاسه وي. په دې ولايت کې سياسي واک له ډېره وخته د ځينو سيمه یيزو زورواکانو تر منځ ویشلی برېښي. همدې وضعيت طالبانو ته زيات فرصتونه چمتو کړل. د بېلګې په توګه، د اسلامي جمعيت قوماندانانو په جرم او کران و منجان ولسواليو کې د دې لپاره مبارزه کړې چې پر قاچاق او پر ځينو طبيعی سرچينو تسلط ولري، په همدې خاطر يي يوه ډله وسله وال، چې دوی ورته د طالب نوم ورکړ، وکارول چې يو بل پرېوګواښي. په ۱۳۸۷ کال کې په بيلابيلو وختونو کې د سيمې زورواکانو طالبانپرېښودل او خوندي لار يي ورکوله چې په کندز او تخار کې د جګړې ډګرونو ته ځانونه ورسوي. په بدل کې یې طالبان په هغو سيمو کې له جنګېدو لاس پر سر شول چې دوی ته په کې خونديتوب ورکړ شوی و. په واقعيت کې، پر ۱۳۸۷ لمريز کال طالبان دومره ځواکمن نه ول چې دې زورواکانو ته په بدخشان کې سر خوږی جوړ کړي خو همدې معاملې ورته د لېږد خوندي لار چمتو کړه. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د دې مخکينۍ (څېړنې) پر اساس پر ۱۳۸۷ لمريز کال په بدخشان ولايت کې د طالبانو هلې ځلې يوازي په دې را څرخيدي چې «تش هغه کسان چې نور جنګيالي جذبويتګ راتګ وکړای شي او هڅه یې دا وه چې پر سيمه یيزو ملايانو تسلط ومومي او شايد يو څه تشکيل يي هم رامنځ ته کړی وي، خو پرته له کوم اغېز څخه».
که څه هم په بدخشان ولايت کې طالبانو د نويو کسانو جلب او جذب د ۱۳۸۳ کال په شاوخوا کې پيل کړی خو دا چاره پر ۱۳۹۱ چټکه شوه. له هغه راهیسېیې د نوي نسل د ځوانانو يوه ډله پر دې ګومارل شوېچې په دې ولايت کې د طالبانو د سيمه یيزو جبهو مشري وکړي. په دې ډله کې يوه بيلګه قاري شمس الدین دی چې په محافظه کاره وردوج ولسوالۍ کې فعال دی. شمس الدين ديني زده کړي په پاکستان کې کړې دي. په لومړيو کې یې په وردوج ولسوالۍ کې د شاوخوا شلو کسانو مشري کوله خو وروسته يي په نورو څنګلورو ولسواليو کې هم نفوذ ډېر کړ لکه زيباک، بهارک او یمګان. خو په ۱۳۹۱ لمريز کال کې قاري شمس الدين د امريکایيانو په بمبارد کې ووژل شو. هغسې چې په بدخشان ولايت کې د ځواک پر څرنګواليد افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مخکنۍ (مقاله) کې هم راغلي، په دې ولايت کې طالبانو له هغو سيمو ملاتړ تر لاسه کړی چې « له ۱۳۸۰ کلونو وروسته د ولايتي کسانو د ملاتړ له دایرېبهر پاته شوي ول».
په ۱۳۹۲ لمريز کال کې طالبانو قاري فصیح الدين چې په وردوج ولسوالۍ کې د اضطراب کلي اوسيدونکی دی، د همدې ولسوالۍ لپاره خپل ولسوال وټاکه. هغه ته يي په بدخشان ولايت کې د نظامي کميسيون مشري هم وسپارله. فصيح الدين يو ځوان ملا دی او په همدې سيمه کې پر يوې پېژندل شوې کورنۍ اړه مومي. هغه د طالبانو د حکومت پر مهال په افغانستان او پاکستان کې ديني زده کړې کړې دي. پلار یې مولوی سیف الدین په ۱۳۶۰ کلونو کې په همدې ولسوالۍ کې امام پاتي شوی. هغه نه يوازې په وردوج ولسوالۍ کې پېژندل شوې څېره ده چې په نورو ولسواليو لکهيمګان، جرم او بهارک کې هم شهرت لري. له ۱۳۹۲ کال را په دې خوا قاري فصيح الدین په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په پيژندل شويو قوماندانانو کې یو دی.
په زړه پورې داده چې د طالبانو له خوا د ولسوال په توګه د ګومارنې پر کال، هم مهاله قاري فصيح الدين د طالبانو په تبلیغاتي ويډيوګانو کې هم راڅرګند شو. په دې ويډيو کې دی د بدخشان ولايت د امنيتي وضعيت په اړه خبري کوي. له دې وروسته فصیح الدین يو شمېر نوري ويډيوګاني هم ثبت کړې. په دې ويډيوګانو کې یې تر ډېره د جهاد په تړاو خبرې کړي او همدارنګه يي افغان حکومت د کفارو لاسپوڅی بللی دی. په ۱۳۹۴ لمريز کال کې د خواله (ټولنیزو) رسنیو طالب پلوه فعالينو د قاري فصیح الدین يو ويډيويي کليپ خپور کړ چې په هغه کې دی د ملي اردو تسليم شويو سرتېرو ته په يمګان ولسوالي کې خبري کوي، دا (راپور) ولولئ. په همدې ويډيو کې یې د ۱۳۹۱ لمريز کال هغې پېښې ته اشاره کړې چې په کې امريکايي ځواکونو په بګرام ولسوالۍ کې قرآن الکريم سوځولی و، نور (دلته) ولولئ. په همدې ويډيو کې قاري فصیح الدين پوښتلي چې آيا وړ ده چې«د قران الکريم د سوځوونکو پر ضد مظاهره کوونکي ووژل شي؟»هغه د ملي اردو له سرتېرو وغوښتل چې پر امريکايیانو او ژمنو یې باور ونه کړي.
په بدخشان ولايت کې د طالبانو د ټیکنظامي قوت ښودل ګران ښکاري. خو طالبانو ته نژدې سرچيني د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وويل چې د طالبانو والي تر ۱۰۰۰ د پورته جنګاليو مشري کوي. د بدخشان ولايت امنيه قوماندانغلام سخي غفورياټکل کوي چې په دې ولايت کې شاوخوا ۲٬۰۰۰ طالب جنګیالي شته او همدارنګه په وروستيو دوو کلونو کې د طالبانو شمېر زيات شوی. په بدخشان کې نه يوازي ځمکني ځواکونه رامنځ ته شوي، بلکې د طالبانو د حکومت راهیسې د پام وړ بدلونونو له برکته په دې ولايت کې خورا ګڼ شمېر پيژندل شوي قوماندانان هم رامخ ته شوي دي.
د طالبانو والي داسي اداري او نظامي جوړښتونه رامنځ ته کړي دي چې زياتره يي د نوي نسل د طالبانو له خوا سمبالېږي. يوه بیلګه يي مولوی امان الدين دی چې په بدخشان ولايت کې د ځانګړې امنيتي قطعې مشر دی. طالبانو ته نژدې کړۍ وايي چې په دې قطعه کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پوري جنګيالي غړيتوب لري. ددې قطعې دنده دا ده چې د دولتي ځواکونو پر ضد ځانګړي عمليات وکړي. مولوی امان الدین چې پخوا د بدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ کې امام پاتي شوی له ۱۳۹۲ لمريز کال راهیسې له طالبانو سره يوځای شوی. د سیمي خلک وايي چې امان الدين پر افغان حکومت نيوکې کولې او د بهرنیو مریی یې باله، سره له دې چېد امام په نامه یې د حکومت تنخواه هم اخیسته. له دې تنخواه سره سره یې بيا هم طالبانو ته غېږ پرانيستله او ور واوښت.
د طالبانو دې والي له ځان سره يو شمېر نور قوماندانان هم وروستل. دې قوماندانانو دا وړتيا لرله چې افغان دولتي ځواکونه د ولايت په بېلابیلو سيمو کې و ګواښي. د بېلګې په ډول، ملا حافظ، چې يو ځوان تاجک قوماندان دی. هغه د بهارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال دی. همدارنګه د یمګان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مطيع الله خلیل، د طالبانو د معرفۍ کميټې مشر مولوی محبوب، او د طالبانو د عدلي کميټيمشر مولوی صابر، ټول د بدخشان ولايت له ځوانو طالبانو څخه دي چې په اسلامي زده کړو سمبال کدرونه دي. د طالبانو نوې تګلارې د سيمه یيزو خلکو جلب او جذب نور هم چټک کړ. دا چې د طالبانو ولسوالان او چارواکي د سيمي په اړه پوره معلومات لري له طالبانو سره یې مرسته کړې په بدخشان ولايت کې لا نور اغېز ومومي.
د جنګ پر ډګر د سيمه یيزو طالبانو اغېز
د سيمه یيزو کسانو ګومارنې طالبانو ته دا وړتيا ورکړېچې خپل نفوذ نور هم زيات کړي. په وروستيو څو کلونو کې بدخشاني طالبانو د حکومتي ځواکونو پر ضد خورا ګڼ عمليات تر سره کړي دي. په اوس وخت کې د بدخشان ولايت له ۲۸ ولسواليو څخه دوه، یمګان او وردوج، له طالبانو سره دي. همدارنګه څلور نورې ولسوالۍ لکه، بهارک، راغستان، ارګو او زېباک، هم وخت نا وخت لاس په لاس شوې دي. خو څلور نورې ولسوالۍ بيا د کلکو جنګونو ډګر ګرځيدلې چې د جرم، شهدا، تګاب او کران و منجان ولسوالۍ دي. په نورو سيمو کې هم د طالبانو د فعاليتونو په اړه کورنیو رسنيو رپوټونه خپاره کړي دي. دا سيمي خاش، درايم، تيشکان او خپله د ولايت مرکز فیض آباد دي. طالبان په سپين ګل کلي کې هم «پیاوړی شتون» لري چې دا سيمه د بهارک او فیض آباد له سړک څخه يوازي دوه کليومتره لرې ده چې په همدې لاره امنيت تهدیدولای شي.
که څه هم افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد ګڼ عمليات تر سره کړل، خو ډېر کم اغېز يي درلود. سږ کال د وږي مياشتې په وروستيو کې دولتي ځواکونو ادعا وکړه چې طالبان یې په راغستان کې له يوې مهمې سيمې څخه چې د سرو زرو کان په کې دی،پر شا تمبولي دي، خو په واقعيت کې دا سيمه نه له طالبانو سره ده او نه هم له دولتي ځواکونو سره. په دې اړه د سيمي خلکو هم ويلي دي چې ددې سيمې طالبان «تاجک دي». همدارنګه د سږنۍ ليندۍ په لومړيو کې دولتي ځواکونو ادعا وکړه چې تګاب ولسوالي «تر نهو مياشتو وروسته» بېرته له طالبانو ونيول شوه. يواځينۍ ستونزه دا ده چې د طالبانو لاس ته مخکې د ولسوالۍ د لوېدلو هېڅ رپوټ ورکړ شوی نه و او همدا ولسوالي د تېر کال په ژمي کې هم يو ځل له طالبانو څخه نيول شوې وه.
د ۱۳۹۴ کال په تله کې طالبانو په بهارک ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بريدونه وکړل او د لنډ وخت لپاره يي دا ولسوالي هم ونيوله، په دې اړه (دلته او دلته) ولولئ. د همدې کال په ليندۍ کې طالبانو راغستان ولسوالي ونيوله چېدرې ورځې ورسره وه (راپور) دلته و ولولئ. که څه هم دولتي ځواکونو طالبان له دې دواړو ولسواليو په شا وتمبول، خو چې دا ولسوالۍ يي و نه شوای ساتلی،نو د سيمي خلکو پر دولتي ځواکونو باور وبایله. په ورته وخت کې دې کار د طالبانو روحیه پیاوړې کړه او زړور یې کړل چې د ولسواليو پر مرکزونو بريدونه وکړي. د ولسواليو نيول که څه هم د لنډ مهال لپاره ول، خو يو درس و، هغه هم د طالبانو لپاره، نه د حکومتي ځواکونو لپاره. له دې وجې طالبان اوس د ولسوالۍ مرکزونه ټینګ په خپلو منګولو کې ساتلی شي.
له هغه راهیسې طالبانو خپل شتوالی پراخ کړی، په ځانګړې توګه په دوو ستراتيژيکو ولسواليو لکه یمګان او وردوج کې چې هلته يي خپل بريدونه هم ډېر کړي دي. په حقیقت کې وردوج ولسوالي هغه ځای دی چې طالبانود لومړي ځل لپاره هڅه وکړهچې د بدخشان ولایت له پاره په کې پیاوړې اډه ومومي (۱). له همدې ځایه طالبان و توانيدل چېشمال لويديځ پلو اشکاشم ولسوالي، سويل ته زېباک، شمال ختيځ ته بهارک او ختيځ ته جرم ولسوالۍ تهديد کړي. وردوج ولسوالي د غورځنګونو لپاره له ۱۳۶۰ کلونو را په ديخوا چې د روسي ځواکونو پر ضد جهاد روان و، شهرت لري. بيا دا ولسوالي د اسلامي جمعيت لپاره پیاوړې اډه شوه. دا ولسوالي پر دواړو مهالونو، له روسانو سره د جنګونو او یا د طالبانو په وړاندې د درېدنو پر مهال، د اسلامي جمعيت له پاره پیاوړې اډه وه.
د ۱۳۹۴ لمريز کال د تلې په لومړيو کې طالبانو پر وردوج ولسوالۍ بريدونه وکړل چې له ډېر لږ مقاومت وروسته یې ونيوله. طالبانو د پل غلچيان له لوري، چې شاوخوا لس کيلومتره سویل ختيځ پلو پروت دی، بريد ور وکړ. کله چې طالبانو د حکومتي ځواکونو خط مات کړ بیا نو په آسانۍ ولسوالۍ ته ننوتل (دلته) راپور ولولئ. ولسوال دولت محمدخاوری وايي، دولتي کسانو هيڅ هڅه نه ده کړي چې دا ولسوالي بېرته و نيسي. هغه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وويل چې طالبان اوس په دې ولسوالۍ کې نوې اداره او نظامي جوړښتونه لري. هغه دا هم وويل چې طالبانو په وردوج ولسوالۍ کې زيات شمېر جنګيالي جذب کړي دي. پر وردوج ولسوالۍ له یوې میاشتنۍ ولکې وروسته، طالبانو نورې هلې ځلې هم وکړې چې په بدخشان ولايت کې نورې سيمي هم ونيسي. د همدې کال په ليندۍ کې طالبانو پر یمګان ولسوالۍ هم بريد وکړ. بيا هم حکومتي ځواکونه و نه توانيدل چې د طالبانو مخه ډب کړی خو طالبانو بيا دا ولسوالي بېخي له مقاومتپرته ونیوله. د طالبانو تبلیغاتي وېبپاڼو د همدې ولسوالۍ د لاندې کولو ويډيوګانې خپرې کړې. په يوه ويډيو کې داسې ښکاري چې طالبانو دولتي سرتېري ژوندي نیولي او اسیر کړي دي.
د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې سره د خبرو پر مهال، د یمګان ولسوال عمران پيمان ومنله چې دا ولسوالي اوس هم له طالبانو سره ده. هغه دا هم وويل چې مرکزي دولت ژمنه کړې چې دې ولسوالۍ ته نور ځواکونه واستوي. خو پيمان پر دې ونه غږېد چې هغه دولتي کسان چې طالبانو ژوندي نيولي او په خپلو تبليغاتي ويډيوګانو کې يي ښکاره کړي، چېرته دي او له څه ډول عاقبت سره مخ شوي. هغه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وويل چې دی د ولسوالۍ تر بایللو وروسته هلته ولسوالګومارل شوی دی. په ورته وخت کې د ولایت امنيه قوماندان غفوري وويل چې په دې ولايت کې امنيت ښه شوی، که څه هم اندېښنه یې درلوده چې ځيني برخي لا هم له امنيتي ستونزو سره مخ دي. هغه ومنله چې دا دوه ولسوالۍ – وردوج او يمګان اوس هم بشپړې له طالبانو سره دي، خو حکومت هوډ کړی چې بېرته یې راخپلې کړي.
د طالبانو داتګلاره چې ناپښتانه جنګيالي جذب کړي نه يوازي د جنګ پر ډګر هغوی ته اغېزمنه پرېوتې چېله سياسي پلوه يي هم خپل اغيز درلودلی دی. د طالبانو وېبپاڼو پرله پسې د ناپښتنو بدخشاني طالب قوماندانانو ويناوې په ويډيویي بڼه خپري کړي چې خپل غورځنګ هيواد شموله او د ټولو قومونو استازی وښيي، یوه بېلګه یې (دلته) وګورئ. په دې کار سره طالبانو ته په سيمه یيز ډول لاره هواره شوه چې ځایي مشران وګوماري. همدارنګه له نورو قومونو څخه نوي جنګيالي هم تر لاسه کوي.
د سيمه یيزو جنګياليو او قوماندانانو په خپلولو سره طالبان وتوانيدل چې د یوه مهال طالب ضد بدخشان ولايت خپل لوري ته واړوي، سره له دې چې دولتي ځواکونه د همدې ولايت زياتې سيمې په خپل کنترول کې لري.
(۱) فیلپ موچ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې لپاره راپور ليکلی و.
په وردوج دره کې د خورا مهم سيمه یيز طالب ضد قوماندان، عاشور بیګ، په اړه ويل شوي چې د طالبانو د حکومت له نړيدو وروسته يي خپل زيات شمېر جنګيالي رخصت کړي دي. ممکن دا يي دلیل واوسي چې دا سيمه، په ځانګړي ډول د تيرقاران سيمه، په را وروسته کلونو کې د طالبانو مرکزي سيمه شوه. نورې وجې يې دا وې چې دې سيمي ته زيات کډوال راغلل او ډير کم دولتي امکانات ورته رسېدل، چې دا د زده کوونکو په شمير کې ښه څرګنديږي. د يوې څېړنې له مخې په ۱۳۸۰ کلونو کې د وچکالۍ له لاسه شاوخوا ۹۵ سلنه بزګرانو خپلي ځمکي يا وپلورلې او یا یې ګرو کړې چې دې کار بزګران نور هم د ځمکو په څښتنانو متکي کړل. همدې خبرې د عرب سلفيانو لپاره او په سياسي لحاظ فعالو ملايانو ته لاره هواره کړه چې د حکومت ضد خوځښت ته ملا وتړي، لکه څنګه چې پر ۱۳۶۰ او ۱۳۷۰ کلونو شوي ول.
د عرب سلفیانو په تړاو معلومات په جرمني استخباراتو پورې تړاو لري خو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې له خوا نه دي تايید شوي.
(۲) په وردوج او یمګان ولسواليو کې د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې د معلوماتو پر اساس د طالبانو جوړښت:
د وردوج ولسوال: حیدری، د وردوج ولسوالۍ تاجک.
په وردوج ولسوالۍ کې د نظامي کميټي مشر: امين الله (وردوج ولسوالي). هغه پخوا په زېباک ولسوالۍ کې د حج او اوقافو د ريیس په توګه دنده تر سره کړې ده او په بدخشان ولايت کې د طالبانو د ځانګړې قطعي مشري هم کوي.
په وردوج ولسوالۍ کې د عدلي کميټي مشر: د وردوج ولسوالۍ یو تاجک مولوی عبدالحميد دی.
د یمګان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال: د همدې ولسوالۍ اوسيدونکی تاجک، مطيع الله خلیل دی.
د یمګان د نظامي کميټي مشر: عاشور محمد دی.
په یمګان ولسوالۍ کې د عدلي کمېټي مشر: نا معلوم دی.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹