پدې وروسیتو کې زیاتره لویې حملې د افغانستان په ختیځو سيمو کې شویدی چې لدې جملې کولای شو په ننګرهار ولایت کې له حصارک ولسوالۍ او د سپين غر شاوخوا ولسوالیو، د کنړ له سرحدي سېمو، د لغمان له یو شمېر سیمو او د نورستان ولایت له برګمټال ولسوالې څخه یادونه وکړو. د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې څیړونکې، فبریزیو فوشچینې د افغانستان په شرقي سېمو کې جګړې ته کتنه کړې چې کومې ډلې پدغه ځای کې فعالیت کوي او څرنګه بهرنی ملاتړ د دوی په کارونو کې مرستې کوي. فوشچینې د دغو حملو د زیاتوالې څو لاملونه په ګوته کوي. دی لیکې، کله چې پاکستاني ځواکونه په شمالي وزیرستان کې چاڼیز عملیات کوي، د حقاني ډلې غړې د افغانستان سرحدي سېمو ته رااوړې او له هغه ځایه جګړه کوي. همداشان فرصت طلبه طالبان او نورې ملېشې وخت په وخت خواوې بدلوي او دولتي ادارې او پانګې له خطر سره مخ کوي. بله دا چې یو شمير متشددې جهادي ډلې په سېمه کې ګډوډې رامنځته کوي، خلک ځوروي او ګواښې یې چې له امله یې دغه اوږده جګړه لا هم اوږدیږی او بل پړاو ته یې بیایې.
په پورتنې تصویر کې افغان ځواکونه په کنړ ولایت کې پوځې عملیات کوي. پدغه ولایت کې بېلابېلې وسله والې ډلې فعالیت کوي چې له امله یې تل په ولسوالیو کې جګړې روانې وي.
د پسرلې له موسمه راپدیخوا، په افغانستان کې تر هر څه زيات ټاکنې د ټولو د پام وړ موضوع ده. دا چې سیاستوال، په کابل کې ډپلوماټان، خبریالان او نور چارواکې د ټاکنو پر موضوع بوخت دي، وسلوالو ډلو د هېواد په لر او بر کې خپلو حملو ته په عادي ډول دوام ورکړی دی. سږ اوړی، حتی د روژې په مبارکې میاشت کې هم حملې کمې نه شوې، بلکې همداسې یې دوام وکړ. حملې په ځانګړې ډول د هلمند په سنګین، موسي قلعه او نهر سراج او د ننګرهار په حصارک سېمو کې زیاتې شوې وې. دغه اوږدې حملې چې اکثره یې د روان کال د جولای په میاشت کې پیل شوې وې، پکې ګڼ شمیر مخالفو وسله والو ډلو برخه اخیستې وه (دلته لوستی شی).
په دواړو سېمو کې د وسله والو فعالیتونه تر یوه حده په شا وتمبول شو (دلته لوستی شی).
خو لا هم د سنګین ولسوالۍ تر ټولو ناامنه ده. او د ننګرهار په حصارک، شېرزاد او خوګیاڼيکې حملې دوام لرې. په سنګین او د هلمند په شمالي برخو کې تل جګړې روانې وې. داسيمې د طالبانو د فعالیت او حملو لپاره مساعد ځای بلل کیږي.
حصارک یو بل ستراتیژیک ځای دی ځکه دغه ولسوالی د پاکستان له قبایلې سېمو سره نژدې پوله لرې. حصارک ولسوالې کابل ته نژدې ده او چیرې چې امنیتي چارې او ادارې کمزورې وې، ناامنې او نورې ستونزې یې شاوخوا سېمو ته هم خپریږي. پردې سربېره، چیرې چې امنیت نه وې، د وسله والو او جګړه مارو د فعالیت لپاره په مناسب ځای بدلیږې.
د افغانستان ختیځ په مشرقي مشهوره دی او پکې څلور ولایتونه – ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان شامل دي. د افغانستان ختیځ له پاکستان سره ګډه پوله لرې او په وروستۍ لسېزه کې دغه سېمه د وسله والو د حملو مرکز پاتې شوی دی (پدې اړه کولای شی چې د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې دغه راپور ولولئ.)
حملې اوس دغې سېمې ته محدودې ندي بلکې پدې وروستیو کې هغو وسله والو ډلو چې پدغه ځاې کې یې فعالیت کاوو، اوس د هېواد په نورو سېمو په ځانګړې ډول په پلازمېنه کابل کې هم حملې تنظیموي. د دغو ډلو ځينې غړې د کابل په ختیځ کې میشت دي. د کابل ختیځ د پلازمېنې او مشرقي ترمنځ د داسې فعالیتونو لپاره مناسب ځای دی ځکه ترمنځ یې واټن کم او د داسې خلکو لپاره ښه مرکز بلل کیږي. بله دا چې په مشرقي کې فعالې وسله والې ډلې هغو طالبانو ته چې د هېواد په سویلې سيمو کې فعالیت کوي په اړیکه کې ندي بلکې دوی د پیښور شورا ته راپور ورکوې ( (پدې اړه کولای شی چې د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې دغه راپور ولولئ.)
داسې ویلې شو چې د موقعیت له مخې دغه ډلې په ختیځ کې دجهادیانو د ډلو او د پاکستان د استخباراتو تر تاثیر لاندې دي.
افغان حکومت پر پاکستان تور لګوې چې له ترهګرو سره د سپین غر شاوخوا ولسوالیو په حملو او عملیاتو کې مرستې کوي.د آګسټ په لسمه، د ملي امنیت شورا له افغان ځواکونو وغوښته چې د پاکستان مداخلو او حملو ته ورته ځواب ورکړې.
لویې او دوامداره حملې
دا چې په وروستیو حملو کې څومره وسله والو برخه اخیستي او څومره له منځه تللی، اټکل یې ګران دی خو داسې ښکارې چې طالبان بېرته خپل پخوانی تکتیک استعمالوي. طالبانو په ۲۰۰۶ کال کې د لویو حملو تکتیک غوره کړ خو د دوی دا چلند په ځانګړې ډول په کندهار او هلمند کې نتېجه نه ده ورکړې. دا چې امنیتي ځواکونو او نور اړوند چارواکې پر ټاکنو بوخت دي، وسله وال هڅه کوي چې له فرصته په استفادې لویې حملې ترسره کړې. سربېره پر دې، ناټو د افغان ځواکونو سره په هوایې حملو کې خپلې مرستې کمې کړې چې دې کار افغان ځواکونه نور هم کمزورې کړي ځکه دوی نشې کولای چې په لیرې پرتو سېمو کې پرته له هوایې ځواکه عملیات وکړې (پدې اړه نور معلومات پدې راپور کې لوستلای شی.)
لکه څرنګه چې د یوناما په راپور کې راغلې دي (پدې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې تحلیل دلته لوستلای شی)، وسله وال اوس ډیر په ډاډ له افغان ځواکونو سره وجنګیږی ځکه دوی پوهیږې چې افغان ځواکونه پرې هوایې حملې نشې کولای او د ناټو له خطره نور خلاص شویدي. دغه کار په لیرې پرتو سيمو او ولسوالیو کې پولیس او امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې راوستې او له مرکزې دولته هېله کوي چې ننګرهار ته هرڅه ژر هیلوکوپترې ورواستوې (پدې اړه نور معلومات پدې راپور کې لوستلای شی).
د مثال په ډول د بېلا بېلو راپورونو له مخې، په حصارک ولسوالۍ کې د ۵۰۰ او ۱۵۰۰ شاوخوا مخالف وسله وال اوسې، چې دا لویې شمېرې دي. د دوی د له منځه وړلو لپاره سمدستي افغان ځانګړې پوځ او ناټو ولیږدول شو څو په سېمه کې عملیات وکړې. دغه پلان څرنګه چې تمه کیده د ترهګرو په له منځه وړلو کې بریالې نشو. د ځواکونو د عملیاتو له پیل سره، وسله وال له سېمې په تېښتې بریالې شو او د پاکستان کرمې ایجنیسۍ ته یې پناه یوړه.
لکه څرنګه چې د دې لیکنې په سر کې ذکر شو، دا کار د پاکستاني عملیاتو په ترڅ کې هم رامنځته کیږی. د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، د حقاني ډلې غړي او نور وسله وال افغانستان ته رااوړې او له هغه ځایه له افغان ترهګرو سره یوځای جنګیږي ( له کرمې ایجنسۍ نه د حقاني ډلې د تیریدو په اړه زموږ دا راپور ولولئ.)
دغه کار د سپین غر شاوخوا ولسوالۍ چې له پاکستان سره نژدې پوله لرې، د حملو له خطر سره مخ کړې. په کرمې ایجنسۍ کې د پام وړ شمېر شیعه مذهبه خلک اوسې او پدغه ځاې کې نژدې یوه لسېزه مذهبې جګړه روانه ده. په کرمې ایجنسۍ کې سني مذهبه خلک هم اوسې چې اکثره یې په مرکزې، سویلې او شمالي سېمو کې مېشت دي. له بلې خوا، د پاکستاني خبریالانو په وینا، حقاني ډلې خپل غړي د می په میاشت کې د کرمې ایجنسی په شمال کې د منګل شالوزان سېمې ته استولې دي. پاکستاني خبریالان زیاتوي چې دا کار یې د پاکستاني پوځ او استخباراتو په مشوره کړی څو دغه شبکه د راتلونکو عملیاتو څخه بچ پاتې شي.
د حصارک عملیات هم د همدې وخت شاوخوا ترسره شو او په عین وخت کې دې عملیاتو ته ورته حمله د افغانستان په یوه بله سرحدي ولسوالۍ کې د کرمې ایجنسۍ له لورې وشوه. د جولای په څوارلسمه، د خوست ولایت په ځاځي میدان کې د سرحدي پولیسو پوسته د کرمې له لورې تر حملې لاندې راغلې وه.
پدغه سېمه کې اکثره سني مذهبه خلک ژوند کوي او هغه ځای دی چې پکې د تحریک طالبان پاکستان اوسې. دغه خلک اکثره په شمالې وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له حملو څخه دلته ځای پر ځای شویدي. په هرصورت، د افغان امنیتي سرچینو د وينا له مخې، که په حصارک کې ټول وسله وال پاکستاني وې، په دغه ولسوالۍ کې د افغان اوسیدونکو شمېر بیا هم تر هغو ډیر دی. دا پدې معنا چې د دې ولسوالۍ له لارې د وسله والو د تلو راتلو سربیره، په افغانستان کې نور وسله وال هم پدغه جګړه کې برخه اخلې. له جغرافیوې پلوه د سپین غر شاوخوا ولسوالیو کې د وسله والو مخنیوی آسانه کار ندی. د دغې سېمې سویل ختیځ لورې ته د پولې هاخوا اورپکي، په میرام شاه کې فعالیت کوي او شرقي لورې ته یې په مشرقي کې اورپکې شبکې مېشتې دي.
د وسله والو د آزاده ګرځیدو وړتیا او دا چې د خپل فعالیت مرکز په آسانه له یوه ځایه بل ته بدلولای شې، حتی په هغو سېمو کې ناامنۍ رامنځته کړې کومې چې تر ډيره موده د دولت او نړیوالې ټولنې تر پام لاندې وې. که څه هم په ختیځ کې د طالباتو فعالیتونو او حملو ته آیساف او امریکایې ډپلوماټان په ټیټه سترګه ګورې او وایې چې پدغه سېمه کې د طالبانو خوځښت یوازې دغې سېمې ته محدود دی، خو د اندیښنې وړ خبره دا ده چې د وسله والو تاوتریخوالې د مشرقي په ټولو سېمو کې په پرلپسې ډولناامنۍ رامنځته کړیدي. وسله وال دا کار په ناڅاپې ډول د دغې سېمې کله په یوه ځای او کله هم په بل ځای کې د دې لپاره ترسره کوي څو سېمه په دوامدار ډول ناامنه او تر خپل کنټرول لاندې وساتي.
په افغانستان کې د ټاکنو له امله سږکال په کنړ باندې هم د پاکستان له لورې د حملو څخه دومره راپورونه ورنکړل شولخو په دغه ولایت کې د حملو کچه له ۲۰۱۲ کال سره برابره وه (پدې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې تحلیل دلته لوستلای شی).
پدغه حملو کې یوازې یو لوی فرق دی. پاکستان وایې دوی په سرحدې سېمو کې یوازې هغه سېمې په نښه کوي چې له هغه ځایه پر پاکستان حملې کیږي. پاکستان همداشان وایې چې له افغان حکومته یې غوښتې څو د تحریک طالبان پاکستان مشر، فضل الله له دغه ځایه وشړې او دوی ته یې وسپارې (پدې اړه کولای شی زموږ دا راپور ولولئ).
په عین وخت کې، په کنړ کې د بېلا بېلو وسله والو ډلو د موجودیت له امله ناامنې همداسې روانه ده. وسله وال هڅه کوي چې یا د خپلو حملو له لارې او یا هم د امریکاېې بې پېلوټه الوتکو د بمباریو له لارې په ټولو ولسوالیو کې ناامنې همداسې جارې وساتې. دا چې دمګړې له دغه ولایته بهرنې ځواکونه وتلې، د بې پيلوټه الوتکې حملې هم ګټورې ندي.
همداشان، پدغه سېمه کې د تاوتریخوالې له امله دولتې ادارې خپلې چارې پرمخ نشې وړلی او ځایې خلک هم خپل ژوند په عادې ډول نشی پرمخ بيولی چې په پايله کې یې ډیرې اقتصادې ستونزې رامنځته کیږي. د همدې ناامنیو له امله سفر کول له خطره ډک، د موټرو کرایې لوړې او په سېمه کې خلک نشې کولای خپل حاصلات ښار ته ورسوې. د ناامنیو د ویرې له امله دولتي او نادولتي ادارې هم پدغه ځای کې کار ته زړه نه ښه کوي چې ورسره په سېمه کې خلک له داسې ادارو سره دندې له لاسه ورکوي. که څه هم د دندو د نه پیدا کولو له امله یو شمېر ځوانان د وسله والو له لیکو سره یوځای کیږی، یو شمېر نور یې بیا د دغو ډلو پرخلاف هم راولاړ شویدي چې ځینې وخت یې د دولت ملاتړ هم ترلاسه کړې او د دولتې ملیشې په توګه کار کوي. په وروستۍ لسیزه کې کله چې طالبانو بیرته خپل فعالیتونه شروع کړل، له داسې پاڅونونو سره به یې معامله کوله خو اوس دوی معامله نه بلکې خلک ګواښې او پر غچ اخیستلو یې ویروې.
اوسنۍ جګړه ځای پرځای ولاړه ده. دواړه خواوې د ستونزې د حل لپاره کوم ستراتیژیک ګام نه پورته کوي. د داسې ډول تاوتریخوالي تر ټولو لویه نتیجه دا ده چې جګړه او حملې د هیواد په لر او بر کې روانې دي او ځایې وسله وال په خپل منځ کې پر ځایې خلکو د حکومت او واک اخیستلو لپاره سیالۍ کوي. د وسلوالو ډلو په چلند کې هم بدلون روان دی. دوی همداشان د خپلو ګټو لپاره تل خواوې بدلوې او کله هم د یوې خوا او کله د بلې په ګټه جنګیږي.
د وسله والو د خواوو بدلول
درې کاله وړاندې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په لغمان ولایت کې د یوې نوې ولسوالۍ پر جوړولو راپور ورکړ. دغه ولسوالۍ د بادپخ په نوم د امنیتي چارو د لیږد په وخت کې رامنځته شوه.پداسې سېمه کې چيرې چې دولتي ادارې نه وې، د ولسوالی جوړول مهم وو ځکه د دغو ادارو له لارې دولت کولای شو له سېمه اییزو خلکو سره په اړیکه کې اوسې. له بده مرغه دغه هڅې څرنګه چې پېل شوې وې، هسې یې دوام ونکړ. افغان حکومت او امریکایې چارواکو ځایې خلکو ته د دې لپاره پیسې ورکړې څو د حزب اسلامي ډلې غړې او د طالباتو غړې ديته وهڅوې څو د دولتې ادارو په رهبرۍ کې راشې او په سېمه کې د ډاډمن امنیت په راوستلو کې برخه واخلې. له همدې امله یو شمېر داسې کسانو چې پخوا یې په وسله والو ډلو کې دندې ترسره کړي وې، دغې پروسې ته لار پیدا کړه. ستونزه هغه وخت راپیدا شوه چې د ولایتي بیارغونې ټیم له دغه ولایته ووت او پروسې ته مالي مرستې بندې شوې. لدې کار سره د لغمان په ټولو شپږو ولسوالیو کې محلې پولیسو ونشو کړای چې ځایې قومندانانو ته ورسیږي. یو شمیر هغو قومندانانو ته چې د حملو د نه کولو په خاطر پیسې ورکول کیدی، د روان کال په پېل کې پرې پیسې په بشپړ ډول بندې شوې. دغو قومندانانو ته په ځانګړې ډول پر نغلو بند او د بریښنا پر پایو د حملو د نه کولو لپاره پیسې ورکول کیدي.
د هغو کسانو له جملې چې له امریکایې پروژې یې د حملو د نه کولو په خاطر پیسې ترلاسه کولې، یو یې جان آغا دی. له دریو میاشتو انتظار وروسته، جان آغا چې په سېمه کې د یوې وسلوالې ډلې مشر دی، په سروبې کې د بریښنا تارونه پرې کړل (پدې اړه دا راپور ولولئ).
داسې ویلای شو چې که جان آغا د کارګرو د شبکې مشر وای، له داسې کار سره به یې کولای شو چې خپل آمر دېته وهڅوې څو تنخواوې ورته ورکړې. جان آغا دا کار د روژې په میاشت کې وکړ او په جلال آباد کې چیرې چې ګرمې ډیره ده، خلک له بریښنا محرومه کړل. د دغه وسلوال کار ساده خبره نده او دی د کارګرانو د شبکې مشر ندی بلکې د ده ټول کسان خطرناک وسلوال او د طالبانو پخواني غړې دي. سربیره پر دې، مشران نه پوهیږې چې له دوی سره څه وکړې. د جان آغا ډلې د آګسټ په لومړی نیټه یو ځل بیا په خوارو جلال آبادیانو بریښنا پرې کړه.
دا چې دولتي چارواکو دغه سېمه د وسلوالو ډلو په واک کې پريښوده د ستونزې یو اړخ دی، خو په زړه پورې خبره دا ده چې په سېمه کې د وسلوالو ډلو مشران کله د یوې خوا او کله هم د بلې خوا لپاره کار کوي. داسې ښکارې چې دوی یوازې د خپلو ګټو په غم کې دي او په هرې خوا کې چې د دوی ګټه وې، همهغې خوا ته درومې. ځایې خلکو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې سره په خبرو کې وویل چې ”جان آغا طالب دی“خو دوی دا هم وویل چې ”د امریکاییانو لپاره یې کار کاوه.“
په لغمان کې ځینو خلکو طالبان په دوو ډلو وېشلې – یوه ډله د ”پاکستان طالبان“ او بله د ”ولایتي بیارغونې د ټیمونو طالبان“ دي. لومړې ډله هغو طالبانو ته وایې چې په دوامدار ډول له پاکستان نه راځې او ځینې وخت کېدای شې چې پاکستاني الاصله وي. دوی له ځان سره وسلې او پیسې راوړې او هڅه کوي چې ځایې وسلوالې ډلې تنظیم او روزنه ورکړې څو خپل ترهګریز کارونه سم پر مخ یوسې. دویمه ډله هغو طالبانو ته وایې چې په ترهګریزو کارونو کې دخیل وو او یا هم د طالبانو پخوانې غړې وو خو اوس یې د ولایتې بیارغونې ټیمونو غوښتنه د خپلو اقتصادې ګټو لپاره منلې وه. وروستۍ ډلې د ولایتي بیارغونې د ټیمونو په موجودیت کې حملې نه کولې او کله به هم د پاکستاني طالبانو له ډلو سره جنګیده.
بله ستونزه دا ده چې د نورو سيمو برخلاف، دلغمان په یو شمېر سېمو کې پیاوړې سېمه ایېز قومندانان نشته څو امنیتي سکټور تر خپلې ولکې لاندې راولې. د دغې سېمې بله ځانګړنه دا ده چې یو لږ شمېر خلک د طالباني مفکورو په درلودلو سره په سېمه کې د دولت ضد د کارونو په عملې کولو کې مرستې کوي. د پام وړ خبره دا ده چې څومره چې کلي د پاکستان له پولې لیری کیږی، د خلکو په منځ کې د طالبانې مفکورو پلوې هم کمیږي. که څه هم لغمان په ختیځ کې پروت دی، له پاکستان سره پوله نلرې خو داسې ښکارې چې پدغه ولایت کې د طالبانو یو شمېر غړې فعالیت کوي. لکه په ختیځ کې د نورو سېمو په څېر، پدغه ځای کې یو شمېر ډلې ښایې د موقع نه په استفادې سره غواړې پدغه سېمه کې فعالیت وکړې. ځېنې وخت یوه ډله ښایې د دوو لورو لپاره وفاداره وې او په عین وخت کې د دواړو لپاره کار کوي. پداسې حالت کې داسې ډلې د ”دوبزګیر“ په نوم یادیږې. (دوبزګیر یعنې له دواړو خواوو څخه استفاده کوي.) دوی پدې نامه ځکه یادیږې چې د دې وړتیا لرې څو له دواړو خواوو ګټه پورته کړې. داسې ډلې هم د آیساف، هم له افغان دولته او هم د طالبانو له مشرتابه پیسې ترلاسه کوي. په هر صورت، داسې ډلې ډیر وخت دوام نه کوي. له لغمان څخه یو شمېر استازو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د ټاکنو په دویم پړاو کې د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې پاکستاني طالبانو هڅې وکړې څو د ځایې وسله والو سره د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې مرستې وکړې. پاکستاني طالبان د خپلو افغان ملاتړو لخوا وغولول شو او د افغان امنیتي ځواکونو له لورې ووژل شو. ځایې طالبانو سره دا ویره وه چې پاکستاني طالبان به د دوی آرامه ژوند خراب کړې او له همدې امله یې پریکړه وکړه چې ځان ترې وژغورې.
وسله وال په زوره د خلکوملاتړ غواړي
په ختیځ کې د بهرنیو زورواکانو او قومندانانو راپیدا کیدل یوه بله موضوع ده چې په وروستیو څو کلونو کې پرې بحث کیږي. د ننګرهار په خوګیاڼۍ ولسوالۍ کې چې د حصارک په څنګ کې پرته ده، د طالبانو له حملو مخکې، یوې بلې ډلې پکې فعالیت پیل کړی وو. دمګړی خوګیاڼې او حصارک دواړه د وسلوالو ډلو د جګړې مرکز دی. دوی چې د فدایې کاروان تر نامه لاندې راپیدا شوې، کلې په کلې د هغو خلکو پسې ګرځې چې له دولت سره کار کوي او یا هم د جاسوسی شک پرې لرې. د داسې خلکو تر پیدا کیدو وروسته د فدایې کاروان غړې دوی ته جزا ورکوي چې وروستی قرباني یې د ولسوالۍ څارنوال وو. د خلکو ترمنځ د جلال آباد په ښار کې داسې آوازې دي چې د دې ډلې غړې ټول تور کالې اغوندې، دستکش په لاسو کوي او تور نقابونه اغوندي. دوی په مخ پټو کسانو هم مشهور دي. څو کاله وړاندې داسې سیاه پوشان په نورستان ولایت کې هم راپیدا شوې وو او پر خلکو یې په زوره شريعت عملي کاوو. په نورستان کې دغې ډلې هم تور کالې اغوستل او له خلکو سره به یې په اشارو خبرې کولې څو ونه پیژندل شې (پدې اړه زموږ مخکینی راپور دلته ولولئ).
په جلال آباد کې د یو سیاسی تحلیلګر په وینا، دغه ډله په جګړه کې برخه نه اخلې بلکې دوی خلک ګواښې چې له طالبانو سره یوځای شې. دوی همداشان هغه طالبان په نښه کوي چې له جګړې یې لاس اخیستی او اوس غلې دي. د دغه تحلیلګر په وینا، پدې وروستیو کې یو ځایې قومندان د سیاه پوشانو د ویرې له امله له خوګیاڼو څخه جلال آباد ښار ته کډه شوی. سیاه پوشان یوازې په ننګرهار کې فعالیت نه کوي. د سیاه پوشانو ملګرو د نورستان په ویګل کې دځایې خلکو او دولت ترمنځ تړون مات کړ او ویویل چې د وایګل ولسوالې به د چا تر ولکې لاندې نه وې. دغه ولسوالۍ تر یوې مودې د دولت تر ولکې لاندې نه وه. په وسله والې ډلې د سیاه پوشانو بدلیدل ځایې خلکو ته سرخوږی لا هم ډیر کړیدیاو داسې ستونزې یې رامنځته کړې چې دلته د ویلو ځای نه لرې. پدغه ځاې کې د نورو وسله والو ډلو په همکاری د طالبانو د روزنې کمپ پرانیستل شوی چې له امله یې ناټو په سېمه باندې هوایې حملې کوي. د داسې ډلو موجودیت او د ناټو هواېې بمبار ځایې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړیدي. په نورستان کې سیاه پوشانو ځایې مشران نه یوازې په مرګ ګواښلې بلکې د کورونو د سوځولو ګواښونه یې هم ورته کړیدي.
کله چې دا زورور له داسې ټولنیز فشار څخه کار اخلې، پایلې يې هم ډیرې ویرجنې وي. د سیاه پوشانو د کار يو وروستی مثال د نورستان د پرون او برګمټال غرونو ترمنځ د پټې ګرام په کلې کې دی. د آګسټ په لومړی نېټه دوی په ډير ساده ډول د ځایې پولیسو پر پوستې حمله وکړه او ورپسې يې په ولسوالۍ کې د هغو خلکو کورونه وسوځول چې د دوی په ګومان، د دولت پلوې یې کوله.
وسلوالو طالبانو دېته ورته کار د کاپیسا په آلسای ولسوالی کې هم ترسره کړی وو. وروسته له هغې چې وسلوالو طالبانو د دولت پلوه خلکو کورونه وسوځول، ځایې خلکو بیا د هغو خلکو کورونه وسوځول چې د طالبانو ملاتړ یې کاوو (د نورو معلوماتو لپاره دا راپور ولولئ).
په یو شمېر ټولنو کې د یو چا د کور سوځول داسې جزا ده چې په ډله اییز ډول د سېمې ټول خلک پرې موافقه کوي او د کلې د مشر لخوا یې امر کیږی (د دغې دستور په اړه کولای شی زموږ دا راپور ولولئ). په حقیقت کې دا کار برتانویانو رامنځته کړی وو چې اوس هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبایلې سېمو کې ترسره کیږي.
معمولا کله چې په ډله ایېز ډول د یو کلې یا قبیلې لخوا بندیز ولګول شې، هغه امر بیا د ځایې ټولنې لخوا پرته له کوم تاوتریخوالې پلې کیږی. لدې کار سره خلکو ته نه بلکې څیزونو ته ضرر رسیږې. د داسې پریکړې په وړاندې غبرګون ښوول ښایې تاوتریخوالی رامنځته کړې.
د بېلا بېلو وسلوالو ډلو او د دولت ترمنځ په جګړه کې تل ځایې خلک تر هدف لاندې نیول کیږي. ځایې خلک کله هم د یوې خوا او کله هم د بلې خوا د دې لپاره تر هدف لاندې راځې چې بېلا بېل اړخونه پدې باور وې چې ښایې خلک له یوې او بلې خوا ملاتړ کوي. همدې کار په لېرې پرتو سېمو کې ځایې عنعنوې دستورونه او جوړښتونه کمزورې کړې او خلک دېته مجبوره شوې چې له سيمې کډه وکړې. لدې کار سره په کلیو کې اقتصاد، ځایې سیاست او نورو دستورونو ته ضربه رسیدلې او پخوانی حیثیت یې له لاسه ورکړی دی. د هغې پرځای په سېمه کې لا ډير تاوتریخوالې رامنځته شوېدی چې مثال یې په برګمټال کې د یوې ښځې د کور سوځول دي. په برګمټال کې کله چې طالبانو غوښتل د دغې میرمن کور وسوځوې، دې یې پر وړاندې مخالفت وکړ خو هغوی نه یوازې د دې کوروسوځاوه بلکې دا او ماشوم یې هم پکې ووژل شو.
د اوسنیو ناکردیو وړاندې، تاوتریخوالې به په داسې وخت کې استعمالیده چې یوه شخړه پاې ته ورسوې خو اوس د دې کار واک د بېلا بېلو وسله والو ډلو په لاس کې غورځیدلې او د خلکو په وړاندې یې د وسلې په توګه استعمالوي. وسله ولې ډلې له دغه زوره په ګټې، خلک ګواښې او ځوروې یې چې په سېمه کې شخړې کمې نه بلکې لا هم ډېروي. دا له امکانه ليرې ده چې سیاه پوشان دې په زور ټول افغانان تر خپل تاثیر لاندې راولې خو دوی تر دې دمه پدې توانیدلې چې خلک سره په خپل منځ کې وویشې.دغه ټولنې ښایې وېشلې وې او بېلا بېلې وسله والې ډلې به پکې فعالیت کوي خو وسله وال او تاوتریخوالی نشې کولای چې د تل لپاره پدغه سېمه کې هغه شان چې اوس ده، همداسې دوام وکړې. له بده مرغه، پدغې اوږدې جګړه کې د معاصرې دورې د جنګ نښې دي او تل پکې عام خلک قربانیږي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹