په اوروزګان او غزني کې د هزاره ګانو پر سیمو د طالبانو بریدونه کمساري وو او ګڼ شمېر خلک یې له خپلو مېنو بې ځایه کړل. دا بریدونه د هزاره ګانو د سیمو په اړه د طالبانو په چلند کې ښکاره بدلون په ډاګه کوي او بېلا بېل ګومانونه یې را پورته کړې دي. د دوو شننو د لړې په دې دویمه کې، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څيړونکو علي یاور عادلي او مارتین وان بیجلیرت ( د توماس روتیګ، فضل مظهري او احسان قانع په مرسته) د دې بریدونو شالید او پایلو ته ژوره کتنه کړې. د دوی شننو کې په ډاګه شوې چې طالبانو له وړاندې د هزاره ګانو په سیمو کې د پرمختګ او د خپلې ګټې وټې د ډېرېدو پلانونه درلودل. په اوروزګان او غزني ولایتونو کې د هزاره وو پر سیمو د طالبانو بریدونه لږ تر لږه په دا تېره نژدې موده کې کمساري ښکاري. دا بریدونه د پراخوالي، مرګ ژوبلې او همغږۍ له پلوه کمساري وو( پر درېیو سیمو تقریبا هم مهاله بریدونه وشول) لومړی برید پر خاص اوروزګان وشو او دا داسې سیمه ده چې تر ډېره پکې هزاره ګان مېشت دي او واک یې هم د دوی په لاس کې دی. دا برید یادې شوې سیمې ته د شجاعي د سفر په ځواب کې شوی او ښايي دلیل به یې په دغه سیمه کې د هغه د فعالیت پر مهال له پښتنو سره د هغه د چلند ځواب وي. په عین حال کې دا برید داسې مهال مخ ته راځي چې د هزاره ګانو پر سیمو د طالبانو فشارونه ډېر شوي وو او دا هغه سیمې وې چي تر دې مهاله له لویه سره بې یرغله پاتې شوې وې. داسې حال کې چې حکومت او طالبان د سولې د ممکنه بهیر په اړه خبرې کوي، ظاهرا طالبان غواړي خپل حضور په ډاګه کړي او په سیمه ییزه کچه د ګټې وټې سرچنیې هم پراخې کړي. په دې بریدونو کې د مرګ ژوبلې کچې او د حکومت ورو غبرګون ته په پام سره داسې اندېښنې راپورته شوې چې ګنې طالبان په قومي بنسټ هزاره توکمي په نښه کوي او حکومت هم بې غوره دی. د دوو څیړنو په دې دویمه کې یې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د همدې بریدونو د لایلو او پایلو ته کتنه کړې.
په کندولان کې د شجاعي شتوالی
عبدالحکیم شجاعي د مالستان د سیمه ییزو پولیسو پخوانی بدنام قوماندان دی. (ده په خاص اوروزګان کې تر هغې د سیمه ییزو پولیسو مشري کوله چې استعفا ته مجبور کړ شو) نوموړی د لړم پر ۵ خاص اوروزګان ته ولاړ او همدې لومړنی برید را وپاراوه. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د ټي ایل او یا د اړیکو دفتر کارکوونکي رحمت الله امیري وویل ( هلته په سیمه کې پښتانه د شجاعي ضد قوي احساس لري او که هر ځای راښکاره شي، برید پرې کوي، آن که پر دې هم پوهېږي چې ممکن سل کسان ووژل شي)
له شجاعي سره دوښمني د نوموړي دهغو کارونو پایله ده چې د هغو ملیشو په چوکاټ کې یې کړي وو چې امریکايي ځانګړو ځواکونو د افغانانو له قوماندې بهر جوړ کړي وو. ( له ۱۳۸۶ کال نه تر ۱۳۸۹ پورې، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته کتلای شئ) شجاعي وروسته د سیمه ییزو پولیسو قوماندان وټاکل شو. ( د دې موضوع د شالید او په خاص اوروزګان کې د پښتنو او هزاره ګانو ترمنځ د اړیکو په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۱۳۹۲ کال دغوایي میاشتې شننه دلته کتلای شئ)
همغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانیو رپوټونو کې ویل شوي (دلته او دلته یې لوستلی شئ)، شجاعي د سیمه ییزو پښتنو پر داسې ګڼو وژنو تورن دی چې د محکمې له دخالت پرته یې کړې دي. پر نوموړي دا تورونه د دواړو دندو پرمهال لګول شوې دي چې هغه پکې له امریکايي ځواکونو سره کار کاوه او وروسته د سیمه ییزو پولیسو قوماندان شو. د امیري له خولې هلته دوه ډوله عملیات کېدل ( یو ډول هغه عملیات و چې امریکايي ځواکونو یې مشري او شجاعي یې ملتیا کوله، په دویم ډول عملیاتو کې امریکايي ځواکونو شجاعي د بریدونو لپاره استاوه) (۱) خو شجاعي یوازینی قوماندان نه و چې دا ډول کړنې یې ترسره کولې او ښايي دی یې تر ټولو بد ِ نه وي. پښتنو پیاوړو مشرانو او د ولسي جرګې استازو پر نوموړي کلکې نیوکې وکړې او د ناسم چلند له امله یې د هغه د محاکمې غوښتنه کوله چې ښايي دلیل به یې دا و چې نوموړی ځواکمن هزاره قوماندان و.
له پر له پسې نیوکو وروسته، شجاعي له دندې لرې کړ شو او د نیولو امر یې وشو. خو هغه د اوږدې مودې لپاره ازاد ګرځېد او آن داسې اوازې هم وې چې لا یې هم د خپلو سیمه ییزو پولیسو قومانده په لاس کې وه.
د ټي اېل او کارمند امیري زیاتوي شجاعي لا هم خپلو کسانو سره ليده کاته روان ساتل چې تر ډېره د خاص اوروزګان وو او هیله یې دا وه چې لا یې هم ساتندویي وکړي. دا چې شجاعي دا ځل هلته څه کول او ولې تللی و، په اړه یې ضد اونقیض رپوټونه ورکول کېږي. د دایکندي پخواني والي قربان علي اوروزګاني چې په هغه سیمه کې بلد دی او ځینو نورو سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي هلته په سیمه کې د پښتنو او هزاره ګانو ترمنځ د اوبو د کانال او نل لیکي پر تګلوري جړه وه. د روان کال په پسرلي کې ظاهرا پښتنو د اوبو هغه نل لیکه بنده کړه چې د کندولان په جنوب لوېدیځ کاریز کلي کې د علي اخلاصي په نامه کس له ځمکې تېرېده او د هغوی ځمکې ته رسېده.
هزاره ګانو په غچ کې د اوبو ویاله بنده کړه. ( اطلاعات روز هم همدا خبر خپور کړی و) طالبانوپرېکړه کړې وه چې دواړه لوري باید اوبو ته اجازه ورکړي. خو دا موضوع هغه وخت بیا راپورته شوه چې پښتانه طالبانو ته ورغلل او هزاره ګان شجاعي ته. یوې سیمه ییزې سرچینې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل کله چې شجاعي کندولان سیمې ته ورته، د پایک د سیمې څلورو مشرانو او د سیاه بغل د سیمې څلورو مشرانو یې ملګرتیا کوله. دا په خاص اوروزګان کې د هزاره ګانو مهمې سیمې دي. د دوی ترڅنګ نامالوم شمېر وسله وال هم له دوی سره مله وو چې د ستونزې په حل کې یې مرسته وکړي. هغوی وايي د طالبانو برید پاروونکی نه و. نورې سرچینې بیا وايي په سیمه کې د شجاعي چلند سیمه ییز خلک برید ته وپارول او بیا یې له طالبانو مرسته وغوښته.
د خاص اوروزګان یوه پښتون مشر د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل شجاعي هغې سیمې ته ځکه ورغلی و چې د حسیني کلي د یوې هزاره ښځې ستونزه حل کړي. یاده شوې ښځه د پښتنو کلي ابپران کلي ته څېرمه پټه شوې وه. ( دا ښځه ظاهرا له تاوتریخوالو تښتېدلې او تمه یې لرله چې بیرته خپلې کورنۍ ته ستنه شي) کله چې پښتنو ددې ښځې د بیرته ستنولو مخالفت وکړ، شجاعي ابپران کلي ته ورغی او هلته یې پلټنه پيل کړه. دا هم ویل کېږي چې ځینې کورونه یې وسوځول او یو شمېر مېږې یې له ځانه سره بوتلې. دا خبره د لړم پر ۱۶ په پژواک خبري اژانس کې هم راوړل شوې ده. په رپوټ کې ویل شوي و د ځینو مشرانو له راغونډېدو وروسته، د یوې ښځې د قضیې پر سر نښته شوې او وروسته طالبان هم په دې جړه کې ورګډ شول.
خو په خاص اوروزګان کې یوه پخواني هزاره چارواکي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د لړم پر ۲۶ وویل، د یادې ښځې ستونزه حل شوې وه او د طالبانو له برید سره هیڅ تړاو نه لري. د کندولان د کلي خلکو بیا نورې کیسې کولې. هغوی وايي چې له شجاعي سره تړلي خلک د پښتنو پر یوې ډلې چې له حسیني نه کندولان بازار ته پر لار وو، ورغلل او درې کسان یې پکې ووژل. هغوی چې پاتې شول، طالبانو ته یې خبر ورکړ. نورو بیا ویل چې د شجاعي کسانو څوک نه دي وژلي بلکې کله چې ورسره مخامخ شول، تالاشي کړي یې وو او وروسته تلاشي شویو کسانو طالبانو ته خبر ورکړ. د سیمه ییزو سرچینو په حواله، ځايي طالبانو لومړی نه غوښتل چې برید وکړي، خو کله چې په خاص اوروزګان کې د طالبانو پوځي مشر مولوي رشید خبر شو، د طالبانو د ټیټې کچې قوماندانانو ته یې لارښوونه وکړه چې شجاعي پسې ورسي او په څو ساعتونو کې یې برید پيل کړ. (۲)
داسې ښکاري چې حکومت د پښتنو پرضد د شجاعي د نامناسب چلند په اړه رپوټونه له پښتنو اخیستې وي او له همدې وجې داسې اټکل کېدای شي چې د همدې رپوټونو له مخې دې جګړې ته سیمه ییزه بڼه ورکړ شوې وي . د بېلګې په ډول، د لړم پر ۷ د امریکا غږ دري څانګې د اوروزګان د ملي امنیت مشر عبدالقوي عمري له خولې ویلي و چې (شجاعي لومړی د پښتنو پر سیمه برید کړی و او وروسته طالبانو د سیمه ییزو خلکو په مرسته د شجاعي له کسانو سره جنګ پیل کړ)
ځینې نور بیا وايي چې شجاعي کندولان ته په یوه امنیتي ناسته کې د برخې اخیستو لپاره تللی و( ښايي د دې ناستې په بهانه به یې نور واړه کارونه هم کول). خالق ابراهیمي چې له دوو نورو خبریالانو سره یې مالستان ته سفر کړی و، د لړم پر ۲۷ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل دا ناسته په خاص اوروزګان کې له پسرلي راهیسې د طالبانو د سرې قطعې پراخ اغیز ته په ځواب کې جوړه شوې وه ( د طالبانو سره قطعه په ځانګړو نښه ویشتونکو هم مشهوره ده. په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه دلته لوستلی شئ)
ځینو سرچینو بیا دا یادونه هم کوله چې مولوي رشید ته د کوټې له شورا داسې شین څراغ ورکړ شوی و چې د هزاره وو په سیمو کې کلک عملیات وکړي چې د زکات ټولولو لپاره فرصتونه برابر کړي. د پایک سیمې د یوه قومي مشر له خولې، طالبانو په وروستیو کې کندولان او حسیني سیمو ته دوه لیکونه استولي وو. په لیکونو کې له خلکو غوښتل شوي وو خپله پرېکړه وکړي چې د جهاد لپاره خپل ځوانان او د عشر د پيسو په ګډون طالبانو ته مالي امکانات ورکوي او که نه او که نه یې کوي ناوړو پایلو ته دې یې چمتو و اوسي. یاد قومي مشر دا هم وویل چې د کندولان او حسیني سیمو خلکو له شجاعي غوښتنه وکړه چې د دوی دفاع کولای شي او که د طالبانو غوښتنو ته تسلیم شي. (۳)
شجاعي د لړم پر ۸ له امریکا غږ سره په خبرو کې هم دا ډول ادعا وکړه. نوموړي په مرکه کې ویل چې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل و نه له پښتنو سره. شجاعي ویل غوښتل یې داسې کمیسیون جوړ کړي چې په سیمه کې (زموږ پر خلکو) د طالبانو فشار راکم کړي. نوموړی د همدې لپاره هغې سیمې ته تللی و چې طالبانو ورته دسیسه جوړه کړه او برید یې پرې وکړ.
د حکومت د اجراییه مشر دویم مرستیال محمد محقق د لړم پر ۱۷ پر طالبانو تور پورې کړ چې دوه ګونې لوبه کوي. (له یوې خوا له سیمه ییزو خلکو سره په همغږۍ حکومت ته داسې ښيي چې د هزاره ګانو جګړه قومي ده او حکومت باید پکې لاسوهنه ونه کړي او له بلې خوا بیا نړۍ ته داسې ښيي چې په جاغوريو، اوروزګان او نورو هزاره توکمو سیمو کې وژنې سیستماتیکې نه دي بلکې د اشرف غني د حکومت د ملیشو پر مرکزونو یې بریدونه کړي دي)
طالبان هزاره مېشتو سیمو ته خپل لاسرسی غځوي
طالبانو ته نژدې سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته نژدې درې میاشتې مخکې ویلي و چې خاص اروزګان کې د طالبانو پوځي مشر مولوي رشید د طالبانو رهبرۍ شوار ته شکایت کړی و چې هزاره ګان عشر او زکات نه ورکوي، او له همدې وجې یې د کلک کمپاین لپاره د هو ځواب تر لاسه کړی و. نوموړي غوښتل په دې ډول د عشر او زکات او مالیو ټولولو ته لار پرانیزي. د خاص اوروزګان د یوه پخواني چارواکي له خولې، له دې بریده نژدې ۱۵-۲۰ ورځې مخکې مولوي رشید د کندولان له خلکو غوښتي وو چې یو لک پاکستانۍ روپۍ ورکړي. د سیمې خلکو د دې پيسو د پرې کولو وس نه درلود او هڅه یې کړې وه چې ۶۰۰۰۰ روپیو ته یې راټیټي کړي. رشید له نورو طالبانو سره د حسیني، سېواک، خواجه روشنايي، سیاه بغل، حاجي محمد او پایک په څېر د هزاره ګانو له سیمو خلک یوې ناستې ته وربللي وو او له خلکو یې غوښتنه کړې وه چې عشر ورکړي.
خلکو طالبانوته ویلي و چې په درېيو میاشتو کې به پرېکړه وکړي او طالبان به په دې موده کې خلکو ته هیڅ ډول ستونزه نه جوړوي. جاغوريو او مالستان سیمو ته هم د طالبانو ورته پيغام استول شوی و. د ۱۳۹۷ کال د غوايي پر ۲۶ د غزني لپاره د طالبانو والي حاجي یوسف وفا ټولو خلکو ته یو لیک استولی و (د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یې هم یوه کاپي رسېدلې ده) په لیک کې ویل شوي و( ټولو خلکو، قدرمنو عالمانو او د مالستان او جاغوريو مجاهدینو ته مې درې کسان په سیمو کې د مسوولینو په ډول ټاکلې دي).
په دې لیک کې عابد د نظامي مسوول، حفیظ بشیر د نظامي کمیسیون مشر او حمیدي په دوو ولسوالیو کې د ملکي چارو مشر بلل شوی دی. په لیک کې دا هم راغلي چې ټول مجاهدین به د شریعت په چوکاټ کې د دوی اطاعت کوي او دوی به د اسلامي امارت د روان جهاد مشري کوي. (د خبر نامې رپوټ دلته کتلای شئ) د ۱۳۹۷ کال د چونګاښ پر ۴، طالبانو په ګاونډي ګیلان ولسوالۍ کې د رسانا په نوم سیمې مشرانو ته یو لیک واستاوه ( دلته یې کاپي کتلای شئ). په دې لیک کې د جاغوريو دای میرداد سیمه کې خلکو ته ویل شوي و چې د دوی ګومارل شوي مسوولین په رسانا بازار کې په تمه دي چې ټول خلک ورشي او په خبره سره پوه شي.
د جاغوريو د ټولنیزې شورا مشر محمد یونس صمیم د زمري پر ۲۰ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د جاغوريو د ناوې، انګوري او حوتقل سیمې ځینې مشران رسانا ته ورغلي او طالبانو ورته ویلي و که د دوی غوښتنې ونه مني او عشر تحویل نه کړي، برید به پرې وشي. طالبانو خبرداری ورکړی و چې د ۱۵۰ او۲۰۰ ترمنځ وسله وال یې له وړاندې چمتو کړي او نورې تازه دمه ډلې به هم ور واستوي. له څو ناستو وروسته، د صمیم له خولې د جاغوريو خلکو بالاخره طالبانو ته پيغام استولی و چې دوی به د مرکزي حکومت تر واک لاندې وي او طالبان به هم د ځانګړي قوم پر ضد جګړه نه کوي. ځینو سرچینو دا ادعا هم کوله چې د خاص اوروزګان، مالستان او جاغوريو د مشرانو تر منځ له وړاندې هوکړې وې چې د زکات او عشر ورکړه هم پکې شامله وه او په بدل کې یې طالبانو پر هزازه ګانو برید نه کاوه.
د دې هوکړې له مخې سیمه ییزو بازارونو ته لاسرسی تنظیمېده. د بېلګې په ډول د همدې هوکړو له مخې طالبانو له وسلې پرته د ګنداب بازار له لارې اجازه لرله چې د مالستان او خاص اوروزګان ترمنځ تګ راتګ وکړي. (ګنداب په خاص اوروزګان کې یو مهم سیمه ییز بازار دی چې دغزني ښار سودا پکې پلورل کېږي) (۴) د جاغوريو له خلکو سره د موافقو له مخې، طالبانو ته هم په عین ډول په شمال او ختیځو سیمو کې د لا نور تګ را تګ اجازه هم وه. د سرچینو له خولې، طالبانو ژمنه کړې وه چې پر سیمه ییزو خلکو به برید نه کوي ( خو ځینې سرچینې بیا وايي چې دا ډول هوکړې له سره شوې نه وې) (۴)
( د کړکېچ د نړیوالې ډلې مشر څېړونکي عثمان برهان د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل طالبانو پر جاغوريو ځکه برید وکړ چې د هغې سیمې خلکو طالبانو ته نوره له جاغوريو د تېرېدو اجازه نه ورکوله. دا ډول هوکړې تل په پام کې نه دي نیول شوي ځکه د غزني ښار او جاغوريو ترمنځ او د غزني او زابل ترمنځ ځینې وخت تښتول شوي هزاره ګان خوشې شوي او کله ناکله بیا وژل شوي هم دي. هر کله چې تښتونې شوې دي، هزاره سیمه ییزو مشرانو هڅه کړې له پښتنو مشرانو سره د مرستې لپاره وغږېږياو کله نا کله په سیمه کې طالب مشرانو سره هم په دې ډول نامخامخ تړاو جوړ شوی دی. له همدې لارې ځینې نالیکل شوې هوکړې هم شوې دي.
خادم حسین کرامتي د دې ډول هوکړو په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل ( د ښه ګاونديتوب هوکړې په دې مانا وې چې د دواړو لوریو خلک به درېیمې ډلې ( طالبانو یا هم حکومت) ته اجازه نه ورکوي داسې عملیات وکړي چې خلکو ته زیان اړوي.
د هزاره ګانو تند غبرګونونه
پر یادو شویو درېیو ولسوالیو د طالبانو بریدونو ته د هزاره ګانو غبرګونونه، که افغانستان کې و، یا بهر او یا هم د رسنیو له لارې ، خورا توند او چټک په ډاګه شول. ځینو یې هم مهاله پر لاریونونو لاس پورې کړ، د خواله رسنیو کمپاینونه یې پيل کړل ( ځینې یې خورا افراطي هم وو) او پر حکومت یې د ګامو اخیستو لپاره فشارونه روان وساتل. د هزاره ګانو پاڅونوال له نورو سیمو جاغوريو او مالستان ته ولاړل چې هلته د خلکو د مقاومت ملاتړ وکړي او مورال یې پياوړی کړي. د بېلګې په ډول اطلاعات روز د لړم پر ۲۰ رپوټ ورکړ، د میدان وردګو له بهسودو ولسوالۍ د علیپور ( په قوماندان شمشېر هم مشهور دی) په نامه د مقاومت د جبهې قوماندان د غزني جاغوريو ته د ولسي پاڅونوالو د ملاتړ لپاره رسېدلی دی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې خپلې سیمې او کورونه پرې نه ږدي. ورځپاڼې د عليبور له خولې لیکلي (دښمن نه پیاوړی دی او نه هم هر ځای ته رسېدلی خو له بدمرغه د دښمن جاسوسانو د خلکو په منځ کې وېره او ترهه خپره کړې ده) هغه له خلکو غوښتنه کړې وه چې د طالبانو مخې ته ودرېږي او د اوازو پروا ونه کړي. (۶)
د افغانستان تحلیلګرانو شبکه په کابل کې د داسې هڅو شاهده وه چې د مالستان او جاغوريو د مقاومت ځواکونو د وسلو لپاره پیسې راټولې کړي، په ځانګړي ډول د لرواټنې نښه ویشتنې او داسې وسلو لپاره چې د شپې نښه ولېدلای شي. د دې هڅو موخه دا وه چې په دې دوو ولسوالیو کې پاڅونوالو ته هغسې وسلې برابرې کړي چې طالبان یې پرضد کاروي. له دې داسي ښکاري چې هزاره ګانو پر حکومت باور نه درلود چې د محاصره شویو کسانو مرستې ته دې ور ودانګي.
کله چې د لړم پر ۲۰ ماښام مهال رپوټونه خپاره شول چې د مالستان ولسوالۍ مرکز له سقوط سره مخامخ دی، سلګونه کسان هممهاله په کابل کې ارګ ته نژدې لاریون ته ووتل ( د مظاهرو په اړه د رسنیو رپوټونه دلته کتلای شئ) دا لاریون چې د شپې لس بجې پيل شو، هڅوونکی یې د ځوان مدني فعال احمد جاوید تشا فیسبوکي پيغام و. هغه لیکلي و ( خلکو، که شونې وي راځئ د ارګ په لور لاریون پیل کړو) څو شیبې وروسته پر ۹:۴۰ بجو یې ولیکل ( زه د حاجي نوروز له څلور لارې لس دقیقې لرې یم، که هر څوک زړور وي، لطفا را ووځئ چې د شهید مزاري پر واټ سره یو ځای شو. راځئ چې د ارګ په لوري وخوځېږو. ) (د نورو مالوماتو لپاره په کابل کې د یوې خبري ویب پاڼې لپاره دا ځای کېکاږئ)
تشا چې د غزني د قره باغ ولسوالۍ دی، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وروسته وویل کله چې یې پر خواله رسنیو د جاغوري د سقوط ګونګوسي واورېدل، په سیمه کې یې ځینو ملګرو ته د زنګ وهلو هڅه وکړه، خو تیلیفونونه بند وو. د نوموړي له ملګرو سره د تیلیفوني اړیکو پرېکېدو، په ځانګړي ډول هغوی سره چې د ولسوالۍ په ودانۍ کې وو، او دا چې مخکنیو خبرو کې یې د خدای په امانۍ خبره کړې وه، تشا دې ته اړ کړ چې لارو کوڅو ته ووځي. د کابل په لوېدیځ برچي سیمه کې د حاجي نوروز څلور لارې چې په ګاوند کې یې تر ډېره هزاره ګان اوسېږي، تېرو څو کلونو کې د لویو لاریونونو د پیل ځای و. په ۱۳۹۴ کال کې د تبسم په اړه لاریون ( زموږ شننه دلته کتلای شئ) له دې ځایه پیل شو، په ۲۰۱۶ کال کې د روښنايۍ غورځنګ لاریونونه هم له دې ځایه شروع شول ( د دې موضوع په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شالید دلته ولولئ)
د ارګ په لور د لاریون پیل په تصادفي ډول د تبسم د هغه لاریون له درېیم کال سره هم برابر شو، چې د اوو هزاره مسافرو د وژنې پرضد شوی و چې دوه ښځې او یو ماشوم هم پکې راتلل. (۷) د لاریونونو په پیل کې پولیسو هڅه وکړه لاریونیان ارګ ته له رسېدو مخکې ایسار کړي خو بالاخره مظاهره چیانو ارګ ته نژدې ځانونه ورسول. امنیتي ګامونو هغو کابلیانو ته لوی سرخوږی جوړ کړ چې غوښتل یې سهار مهال خپلو دفترونو ته ولاړ شي. ګڼو لاریونیانو د ارګ مخې ته په باران کې شپه تېره کړه او د بلې ورځې تر ماسپښينه هلته پاتې شول او لا هم نور خلک له دې لاریون سره یو ځای کېدل. ګڼ لاریونیان دایکندي او بامیانو ته د ولسمشر غني پر سفر چې څه ناڅه کمپایني بڼه یې هم لرله، قهرېدلي وو. ښاغلي غني د لړم پر ۱۹ دایکندي او پر ۲۰ یې بامیانو ته تللی و.
ولسمشر غني هلته خپل اوسنی دویم مرستیال سرور دانش چې د دایکندي هزاره دی، د راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل ټاکنیز ټیکټ برخه اعلان کړ او دا یې هم په ډاګه کړه چې جاغوري به ولایت کوي، خو په غزني کې یې د هزاره ګانو په ولسوالیو کې د روانې جګړې په اړه څه ونه ویل. کله چې لاریونیانو ته اجازه ورکړ شوه چې یو پلاوی یې له ولسمشر سره وګوري، د لاریونیانو ټینګار دا و چې ولسمشر دې پر فیسبوک او یا هم پر ملي راډیو تلویزیون په ژوندۍ په بڼه د درېیو ولسوالیو خلکو ته پيغام واستوي.
لطیف فیاض چې له لاریونیانو وو، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د لړم پر ۲۲ وویل دوی پنځه غوښتنې لري. (الف) پاڅونوالو ته دې په درېيو ولسوالیو کې پوځي مرستې ورسول شي. (ب) هلته دې د درېیو ولسوالیو شاوخوا چاڼیز عملیات وشي چې د طالبانو د ګواښ مخه ونیول شي (ج) هغه لارې دې امن شي چې دا درې ولسوالۍ له ولایتي مرکز سره نښلوي (د) په یادو ولسوالیو کې دې بې ځایه شویو ته بیړنۍ مرستې ورسول شي (ه) او په هزاره جاتو سیمه کې دې د پوځ قرار ګاه جوړه شي.
دا غوښتنې ولسمشر غني ته استول شوې وې او کله چې لاریونیانو له ولسمشر سره پر تیلیفون خبرې ومنلې ، هلته هم بیاځلي یادې شوې . ( د نورو په استازیتوب اصف اشنا چې مخکې د اجراییه مشر مرستیال ویاند و، له ولسمشر سره پر تیلیفون خبرې وکړې)
ولسمشر غني په ځواب کې وویل چې کومانډو ځواکونه له وړاندې جاغوريو ته استول شوي دي ( له دې یوه ورځ مخکې وژل شوي وو) او دا خپله د حکومت ژمنتیا څرګندوي. ولسمشر دا هم وویل (الف) هوايي ځواکونو ته یې یوه شپه مخکې د هوايي ځواک کارونې لارښونه کړې ( هوايي بریدونو له ۱۱:۳۰ تر ۳:۰۰ بجو پورې په دواړو ولسوالیو مالستان او جاغوريو کې د جګړې زور راکم کړی دی) (ب) لوی درستیز ته یې لارښوونه کړې چې غزني ته ولاړ شي او خپله د جګړې مشري وکړي (ج) له ۲۰۱ قول اردو څخه کومانډو ځواکونه جاغوريو او مالستان ته پر لاره دي. (د) د اعلی سرقوماندانۍ په ناسته کې به ولسمشر ته له څلورو اړخونو د پراخو عملیاتو پلان وړاندې کېږي (ه) د لومړنیو خوراکي توکو لپاره چمتووالی کېږي او د بې ځایه شویو ستونزې به هم هوارېږي.
ولسمشر ویل هغه څه چې سملاسي نه شي کېدای، په سیمه کې د پوځي ځواکونو د مرکز جوړول دي، ځکه سملاسي یې شونیتیا نشته. (۸) په سیمه کې د قول اردو غوښتنه په ۱۳۹۴ کال کې وروسته له هغه وشوه چې د میدان وردګو په جلریز کې طالبانو ۲۰ سیمه ییز هزاره پولیس ووژل. ( د رسنیو رپوټونه دلته کتلای شئ) اوس ۲۰۳ تندر قول اردو د پکتیا په مرکز ګردیز کې پروت دی چې د جاغوريو او مالستان مسوولیت هم لري ( د پوځ دا قول اردو د لویې پکتیا، لوګر او غزني مسوولیت لري) دا قول اردو له غزني او مالستانه لرې ځای پر ځای دی او کله چې پر غزني ښار طالبانو د روان کال په اګست کې برید وکړ، د ژغورنې لپاره یې مرسته و نه شوای کړی. ( پر غزني ښار د برید په اړه د رسنیو رپوټونه دلته او د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته کتلای شئ)
د دې بریدونو پر ممکنه لاملونو د هزاره ګانو شننې
ظاهرا د هزاره ګانو پر سیمو د طالبانو بریدونو شنونکي حیران کړې دي. د بېلګې په ډول د وحدت ګوند مرستیال محمد ناطقي د لړم پر ۲۱ پر خپله فیسبوک پاڼه هغه څه ولیکل چې یو کال وړاندې یې په قطر کې له طالب استازو سره په خبرو کې ویلی و. نوموړی وایي لومړی یې د دې یادونه کړې وه چې ( زموږ خلک لا هم د استاد مزاري شهادت ستاسې کار بولي). د وحدت ګوند بنسټ ایښودونکی مزاري د ۱۹۹۵ کال په مارچ کې طالبانو وواژه.
د طالبانو ځواب دا و چې پرې خفه دي او د هغه وژنه د دوی کار نه و، او داسې یو څه باید وشي چې د طالبانو او هزاره ګانو ترمنځ نورو ستونزو ته ځای پرې نږدي. خو ښاغلی ناطقي وايي د جاغوريو او مالستان خونړیو پېښو وښودله چې ( طالبان حافظه نه لري. هغسې چې د استاد مزاري د شهادت مسوول دي، همغسې په مالستان او جاغوریو کې هم زموږ د بې دفاع خلکو د وژنې مسوول دي).
د ابن سینا شخصي پوهنتون د مشر محمد امین احمدي په څیر نورو شننونکو بیا هڅه کړې دا هم وشاربي چې له خاص اوروزګانه د شجاعي له تېښتې وروسته طالبانو بیا هم خپل برید روان ساتلی و. د لړم پر ۱۳ نوموړی هشت صبح ورځپانې ته په خپله لیکنه کې وايي ( طالبان غواړي خپله سیمه تر مالستان او جاغوريو وغځوي…غواړي هغه ټولې سیمې تر خپل واک او اغیز لاندې راولي او په دې ډول له بل هر وخت نه په کابل کې پر حکومت فشار ډېر کړي، له حکومته د هزاره ګانو ملاتړ راکم کړي، هزاره ګان له حکومته ناخوښه کړي او ځايي خلک ځانته تسلیم کړي.)
احمدي خبرداری ورکوي که طالبان یادې شوې موخې ته ورسېږي ( د حکومت مشروعیت به ې وايي د هېواد ۵۰ سلنه خاوره یې تر ولکې لاندې ده، تر بل هر وخت ډېر د پوښتنې وړ وي. ځکه که له مذهبي پلوه هم ورته وکتل شي، داسې ویل کېدای شي چې حکومت اړین شان و شوکت او صلاحیت بایللی او آن خپلو ملاتړو ته هم امنیت او ثبات نه شي برابروی. د پخوانیو دودونو له مخې دا د پیاوړي سلطان یا پاچا شان و شوکت نه دی چې پر ضد یې جګړه حرامه وي. د سولې په خبرو کې دا کار د حکومت دریځ تر پوښتنې لاندې راولي).
د لړم پر ۲۱ د فیسبوک په یوه بل پوست کې ښاغلي احمدي لیکلي طالبان غواړي د هزاره ګانو ولسوالۍ د ترهې او وېرې له لارې ونیسي. نوموړي دارنګه لیکلي ( طالبانو په خپلو وژنو سره د هزاره ګانو په سیمو کې عادي خلک ووېرول او هغوی ته یې وښوده چې کوچنی حرکت یې مړینې ته وتلی شي. هغوی د خپلې وېرې پالیسي اعلان کړې او اوس هم اعلان کوي چې خلک دې له حکومت سره د دوی په جګړه کې نه ورګډېږي، له کورونو دې نه وځي او که داسې ونه کړي، وژل کېږي. طالبان غواړي په دې ډول حکومتي ادارې ونیسي او پر خلکو واکمني وکړي.)
احمدي دا هم وايي ( هزاره ګان او په بله مانا ټول هغه خلک چې د اساسي قانون د نظام ملاتړي او د طالبانو مخالف دي، برخلیک ټاکونکي ځای ته رسېدلې دي. موږ باید ټول یوې پوښتنې ته ځواب ووایو چې ایا غواړو طالبان دا نظام له منځه یوسي او د طالبانو یو اړخیز تندلاری نظام قبول کړو؟ ایا یوازې د ژوندي پاتېدو لپاره له عدالت او برابرۍ تېږېږئ او غواړئ مالیه او عشر ورکړئ؟ نن د یو موټي او هر اړخیزې پرېکړې وخت دی، سبا به مو وخت له لاسه وتی وي)
په اغیزمنو شویو سیمو کې د پښتنو پرضد ممکنه ګواښونه او تاوتریخوالی
وروسته له هغه چې طالبانو د هزاره ګانو سیمې پرېښودې، د پښتنو ضد ګواښونو او تاوتریخوالي رپوټونه ورکړ شوې دي. د بېلګې په ډول د غزني په اندړو کې سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د ناوې او ګیلان ولسوالیو د ۸۰ او ۱۰۰ ترمنځ پښتنو چې په انګوري سیمه کې یې کاروبارونه درلودل، د طالبانو له برید خبر نه وو او له سیمې په تښتېدو بریالي نه شول. ( هغوی د تیلو سټېشنونه، د درملو پلورنځي، د معاملاتو رهنماګانې، د څا کېندنې ماشینونه او نور کاروبارونه لرل) یوې سرچینې ویل یوه اوونۍ په انګوري بازار کې بند پاتې وو او هلته هره ورځ پاڅونوالو د مرګ ګواښونه ورته کول. پاڅوانوالو کاروباریانو ته ویل چې ژر به ووژل شي ځکه له طالبانو سره په جګړه کې د پاڅونوالو ۷۰ ملګري وژل شوې دي.
هغه دا هم ویل ځینې پښتانه کاروباریان ډبول شوي دي او پاڅونوالو د ځینو پښتنو دوکانونو ته اور هم اچولی دی خو دا ډول رپوټونه تر ډېره تایید شوې نه دي. ( د بېلګې په ډول د حاجي ابراهیمي چې په رسانا سیمه کې شتمن سړی دی، د رپوټونو له مخې د تیلو سټېشن یې سوځول شوی دی او دا هم ویل شوي دي چې د برید د پیل له ورځې راهیسې ورک دی. ځینې بیا ادعا کوي چې حاجي ابراهیم بېرته پیدا شوی او هغه کسان چې یادې شوې سیمې ته یې سفر کړی، وايي د تیلو سټیشن په خپل ځای و)
خبریال کریمي چې مخکې یې هم یادونه وشوه، بیا ادعا کوي چې له برید یوه شپه مخکې ګڼ پښتانه کاروباریان له خپلو موټرو او مهمو توکو سره یو ځای له سیمې وتلي وو. هغوی د طالبانو له ګواښ وروسته چې په لیکلې بڼه خلکو ته اورول شوی و، سیمه پرېښې وه.
نوموړی خبریال وايي، هغه سیمه ییز کاروباریان چې د طالبانو ګواښ یې بابیزه بللی و، وروسته پښېمانه وو چې ولې له برید مخکې له سیمې نه وو وتلي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د لړم پر ۲۷ ویل شوي د ګیلان په رسانا سیمه کې دوو هوايي ګوزارونو د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي وو ( د ګیلان په هوتقل سیمه کې پر رسانا کلي طالبانو برید کړی و) په لومړي برید کې یو خالي کور په نښه شوی و چې یوازې د کور ودانۍ ویجاړه شوې وه. په دویم برید کې د عبدالمالک په نامه د یوه کس کور په نښه شوی و چې ښځه او یوه لور یې پکې ووژل شول او د کور څلور نور غړي یې ټپیان وو. ( د عبدالمالک د قربانیانو تصویرونه پر فیسبوک دلته کتلای شئ)
د سرچینو له خولې هوايي بریدونه د لړم تر ۲۸ روان وو چې له ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ یې له خپلو مېنو وایستې. دوی د نومبر پر ۲۰، کله چې جګړه کمه شوه، بیرته مېنو ته ستانه شول. د بي بي سي پښتو د رپوټ له مخې ۱۲۰۰ کورنۍ له سیمې تښتېدلې وې. بي بي سي ته د سیمې خلکو ویلي چې دوی ځکه له رسانا سیمې ووتل چې له انګوري سیمې پرې پاڅوانوالو توغندي ویشتل. دوی بي بي سي ته دا هم ویلي چې اغوجان، شینکو او ګوها ته پر لاره یې یخنۍ دوه کوچنیان هم وژلي دي. د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویل ( دوی ګومان کوي طالبان دلته اوسېږي نو ځکه زموږ په سیمو د توپونو ډزې کوي) د غزني د والي ویاند عارف نوري مني چې په بمباریو کې یو ولسي کس وژل شوی خو د ټپیانو او یا هم د ولسي خلکو د کورونو ویجاړېدو په اړه یې څه نه دي ویلي. د غزني د پولیسو مشر داود تره خیل بي بي سي سره خبرو کې وویل بمباریو کې ولسي خلک نه دي وژل شوي.
پایله: د طالبانو نوي بریدونه په څه مانا دي؟
د لړم له ۵ راهیسې، له کله نه چې بریدونه پیل شول، طالبانو په غزني او اوروزګان ولایتونو کې د هزاره ګانو سیمو ته د ننوتلو هڅه کوله. هزاره ګانو بیا پر حکومت فشارونه ډېرول چې د طالبانو له بریده د خونديتابه لپاره دې سیمې ته ځواکونه واستوي. دوی د خپلې دفاع لپاره ولسي پاڅونوال هم همغږي کړې دي. داسې حال کې چې اوس له مالستان او جاغوريو نه طالبان په شا تمبول شوي دي، لا هم د یادو شویو ولسوالیو ځینو ځانګړو برخو ته د بریدونو ګواښ کولای شي.
په غزني او اوروزګان کې د هزاره ګانو پر سیمو د طالبانو بریدونه یو قومي اړخ هم لري. او دا خبره د دې دلیل له مخې کېږي چې طالبانو چې تر ډېره پکې پښتانه دي پر داسې سیمو بریدونه کړي چې هزاره ګان پکې اوسېږي او له هغو سیمو پرې بریدونه شوي چې پښتانه پکې اوسېږي. همدې کار په یادو شویو سیمو کې له ځایه د خلکو نازک خپلمنځي اړیکي لا پسې خراب کړل. د هزاره ګانو پر سیمو د طالبانو بریدونه ډېر ژر د خبرونو سرټکي شول، او داسې ډېرې انګېرنې یې پیدا کړې چې طالبان ولې پر داسې مهال دا ډول بریدونه کوي چې استازي یې له امریکا سره پر ممکنه سیاسي جوړ جاړي خبرې کوي.
لومړۍ انګیرنه دا وه چې طالبان ښايي غواړي د سولې له هر ډول خبرو مخکې په دې ډول بریدونو سره خپله ساحه ارته کړي. دا د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له فرضیو یوه وه او دا خبره یې له خبریالانو سره په یوه ناسته کې کړې وه. نوموړي ویلي و ځینې ادعا کوي طالبان غواړي خپل دریځ پیاوړی کړي، داسې حال کې چې دا هېواد د جګړې له اړخه د سولې خوا ته په حرکت دی. او دا هغه سیمې وې چې دفاع یې پرتله ییز ډول کمزورې وه او د دوی لپاره وړاندې تګ پکې اسانه و.
دا خبره د جاغوريو یوه وکیل محمد علي علیزاده راپورته کړې وه. نوموړي د لړم پر ۲۴ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې طالبانو د مسکو په ناسته کې ادعا کړې وه چې د افغانستان ۵۵ سلنه خاوره له وړاندې د دوی په واک کې ده او ښايي په پسرلي کې یې د کنټرول سیمه تر ۷۰ سلنې لوړه کړي. علیزاده وايي، طالبانو غوښتل د سولې له هر ډول خبرو مخکې واک او تر واک لاندې سیمې دواړه پراخې کړي.
همدا خبرې د ټي ایل او په نامه د ادارې کارکوونکي امیري هم وکړې او زیاته یې کړه (طالبان په تاجکو او اوزبېکو کې هم اغیز لري. هزاره ګان یوازیني خلک دي چې طالبان پکې تر اوسه اغیز نه لري. طالبان غواړي په هزاره ګانو کې هم نفوذ ومومي.)
په شمال کې بیا ارزونې ښيي هلته په طالبانو کې ازبېکان او تاجکان ګډ شوې دي او هومره وېره نه ګډوي او خلک نه بې ځایه کوي چې د هزاره ګانو پر سیمو د وروستیو بریدونو پرمهال وشول. درېیمه انګیرنه بیا دا وه چې طالبانو له ډېر پخوا د هزاره ګانو پر سیمو د بریدونو پلان جوړ کړی چې خپلې ادارې پرانیزي او عشر او مالیه راټوله کړي. همدا هغه حکومتي پلاوي هم موندلې چې سیمې ته د پلټنو لپاره استول شوی و. د هشت صبح ورځپاڼې د رپوټ له مخې، طالبانو د کندولان، حسیني او سیاه باغ سیمو کې له خلکو غوښتي وو مالیه ورکړي او خپلې وسلې هم وروسپاري.
ورځپاڼې د حکومتي پلاوي د مشر اسدالله فلاح له خولي لیکلي طالبانو په یادو شویو سیمو کې له خلکو غوښتي و چې له حکومت سره جهاد کې برخه واخلي. د هغه په وینا طالبانو غوښتل ( له خلکو مالیه راټوله کړي او د حکومت پرضد یې وکاروي) د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې خپلې موندنې هم ښيي طالبانو له پخوا غوښتل یادو شویو سیمو ته خپلې ادارې وغځوي او په دې ډول د واک ساحه او ګټه وټه ډېره کړي. د دې برید وخت له دوو حالاتو سره تړل کېږي. لومړی دا چې طالبانو له وړاندې په غزني او اوروزګان کې د پښتنو ډېرې سیمې لاندې کړې وې، دویم دا چې د سولې د خبرو لپاره تازه ګامونه اخیستل شوي وو او په دې بریدونو سره طالبانو غوښتل خپله ساحه لا پراخه کړي چې د سولې خبرو کې یو پیاوړی دریځ ولري.
دا هر څه د هغه څه خلاف دي چې وايي ممکن طالبانو په خاص اوروزګان کې د شجاعي را څرګندېدل د یادو شویو بریدونو پلمه ګرځولې وي. روښانه نه ده چې ولې دوی کرکجنې وژنې وکړې، په ځانګړي ډول په کندولان او حسیني سیمو کې. په پښتنو کې ځینې سرچینې ادعا کوي چې دا وژنې ځانګړو اشخاصو د غچ اخیستنې لپاره کړې دي او طالبانو په خپل منځ کې له دې کسانو سره حساب کتاب کړی دی. د خاص اوروزګان یوه پخواني چارواکي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل طالبانو په خاص اوروزګان کې له برید وروسته، د هزاره ګانو پر دوو ولسوالیو هغه وخت عادي بریدونه پیل کړل چې پوه شول دا ولسوالۍ څومره زیانمنېدونکې او بې دفاع دي.
(۱) د شجاعي د وژنو تورونه د بشري حقونو د څار ډلې په دې رپوټ کې راوړل شوې دي. دا رپوټ چې د ۱۳۹۴ کال د وري دی، داسې کاږي ( عبدالحکیم شجاعي چې د افغانستان د اوروزګان ولایت اوسېدونکی دی، په ۱۳۸۹ کال د امریکايي ځواکونو په مرسته د سیمه ییزو پولیسو قوماندان شو. هغه شخصا ولسي خلک وژلې دي. نوموړي د ۱۳۹۰ کال په زمري میاشت کې د یوه برید پرمهال اووه کسان ووژل او بیا یې فصلونو ته اور ورته کړ. وروسته یې په ۱۳۹۱ کال لږ تر لږه ۹ نور ولسي خلک وژلې دي. د کورنیو چارو وزارت دهغه د نیولو امر صادر کړی. خو هغه په لویه کچه د حکومت د لوړ پوړو چارواکو له خوا ساتل کېږي.) د نورو مالوماتو لپاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته کتلای شئ.
(۲) سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې مولوي راشد په خاص اوروزګان کې یو کال مخکې د طالبانو نظامي مسوول ټاکل شوی دی. ویل کېږی هغه ۳۵ کلن دی او د خاص اوروزګان د شیخا سیمې بارکزی دی، پخوا د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ټیتي کچې قوماندان و. طالبان هرې ولسوالۍ ته درې مهم کسان ټاکي: د پوځي مشر تر څنګ، د ملکي چارو مشر او د نظامي کمیسیون مسوول هم ګوماري. هغسې یې چې یادونه وشوه، طالبانو ورته جوړښتونه یو ځای په می میاشت کې د جاغوريو او مالستان لپاره هم وټاکل.
(۳) په تېرو څو کلونو کې طالبانو په خاص اوروزګان کې پر خلکو فشارونه اچولي دي. د ولسوالۍ په جنوب کې باغ اوچار لومړۍ سیمه وه چې ډېر فشار پرې واچول شو. هزاره ګانو ونه شوای کړی چې د طالبانو د غوښتنو مخې ته ودرېږي، نو يې پرېکړه وکړه چې سیمه پرېږدي. څه موده وړاندې د هزاره ګانو پالان، ششپور او سېرو سیمې د طالبانو لاس ته ورغلې. د ولسوالۍ جنوب ختیځې سېمې کوندولان، حسیني، حاجي محمد، ګنداب او پویاک چې مالستان ولسوالۍ ته نژدې وې، پرتله ییز ډول له دارنګ فشارونو او د طالبانو له اغیزه خالې وې.
(۴) ګنداب بازار د ګاونډیو پنځو کلیو لپاره اصلي بازار بلل کېږي. دا کلي د پویاک، سیاه بغل، حاجی محمد، ابیستو او خواجه روشنايي په نومونو یادېږي. په دې ټولو کلیو کې هزاره ګان اوسېږي. دوه کلي چې تر ټولو ډېر مالستان ته نژدې دي، په ختیځ کې حاجي محمد او پویاک دي.
(۵) د سیمه ییزو سرچینو له خولې، باشي حبیب چې په وروستۍ جګړه کې ووژل شو، لومړی کس و چې په ۱۳۸۶ کال کې یې پر خپل کور د طالبانو له برید وروسته له هغوی سره جوړ جاړی وکړ. ( د دې بلاګ له مخې، د هغه مېرمن، دوه زامن او دوه ورېرونه په دې برید کې وژل شوې دي) د ګیلان رسانا کلي ته څېرمه د اوتلي کلي یوې سرچینې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل، د یادې شوې هوکړې له مخې طالبانو هزاره ګانو ته هیڅ ډول زیان نه رساوه او هزاره ګانو هم طالبانو ته ستونزې نه جوړولې. هغو ځواکونو ته یې هم څه نه ویل چې د هزاره ګانو له سیمو به تېرېدل . په بدل کې یې امنیتي ځواکونو هم طالبانو ته ضرر نه اړاوه او هغوی ته یې اجازه ورکوله چې د هزاره ګانو په سیمو کې له وسلو پرته دېره شي. دا هم ویل کېږي چې باشي په هغه وخت کې طالبانو ته وسلې او پيسې هم ورکولې.( د شجاعي په اړه هم ویل کېږي چې پخوا یې ورته کار کاوه)
(۶) علي پور د لیندۍ پر ۴ په کابل کې امنیتي ځواکونو په دې تورو ونیو چې (ناقانونه وسله واله ډله لري… او ناقانونه کړنې کوي. پر هغه تور دی چې د تښتونو په بدل کې پيسې غواړي، ناقانونه کان کېندنې کوي، د ناقانونه ډلو ملاتړ کوي او د خلکو په ځورونې او پر امنیتي ځواکونو پر بریدونو تورن دی. ( د ملي امنیت خبرپاڼه دلته او د رسنیو رپوټونه دلته کتلای شئ.) د هغه له نیولو وروسته په کابل، بامیان، بلخ او دایکندي او نورو ځایونو کې د نوموړي هزاره ملاتړو دوه ورځې پر له پسې لاریونونه وکړل. په کابل او بامیانو کې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل. ( د رسنیو رپوټونه دلته او دلته کتلای شئ) هغه له نیولو وروسته ماښامام مهال بیرته خوشې شو او د خلکو په مخکې یې ژمنه وکړه چې خپلې وسلې، مهمات او پوځي وسایل به ثبتوي او یا به یې حکومت ته تسلیموي، او تر هغو به کابل کې پاتېږي چې ټولې قانوني پلټنې بشپړې شوې نه وي، او د ټولو هغو ادعاوو په اړه قضايي چارواکو ته ځواب وايي چې د هغه پر ضد ثبت شوې دي. ( د رسنیو رپوټونه دلته کتلای شئ) عليپو د خپل ځان دفاع کې وايي کله یې چې په میدان دره کې د خپلو خلکو بې وزلي او کړاو ولید، نو د موټر چلولو دنده یې پرېښوده او د مقاومت ډله یې جوړه کړه. ( نور اسناد دلته وګورئ)
(۷) پر همدې شپه د کابل پوهنتون د نجونو لیلیې مخې ته د لاریون په ګډون نور لاریونونه هم وو. په مزارشریف کې او د کابل پولی تخنیک ته څېرمه هم سهار مهال مظاهرې روانې وې. هلته محصلانو ټولې دروازې تړلې وې خو کله چې لوستونه پیل شول دروازې یې بیرته خلاصې کړې. د بامیانو او دایکندي په مرکزونو کې هم د لاریونونو رپوټونه ورکړ شوي وو.
(۸) کله چې د ښاغلي غني له تیلیفوني خبرو وروسته په کابل کې لاریونونه ختم شول، زرنګار پارک او استقلال لېسې ته څېرمه یوه ځانمرګي د یوې ډلې ځوانانو په منځ کې ځان والوځاوه. په دې پېښه کې ۶ کسان ووژل شول چې درې پکې ځوانې ښځې او یو پکې د ترافیکو پولیس وو. شل نور کسان ټپیان هم شول. اسلامي دولت نومې ډلې ادعا وکړه چې ځانمرګی برید دوی کړی. په درېيو وژل شويو فعالانو کې ګلچهره، صدف، فرشته اکبري او اسماعیل بشردوست وو. د رپوټونو له مخې دوی په لومړنیو هغو کسانو کې وو چې له دې وړاندې یې په پخوانیو ترهګریزو بریدونو کې قربانیانو ته وینه هم ورکړې وه. ګلچهره په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د کابل په لوېدیځ کې د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۲۴ پر میوند ښوونیز مرکز برید کې قربانیان لېږدوي.
(۹) د ۱۳۹۵ په لیندۍ کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د اجراییه مشر دویم مرستیال محمد محقق ملي امنیت شورا ته د هزاره جاتو د مرکزي سیمې ( هر اړخیز امنیتي او اداري پلان) وړاندې کړ. هغوی غوښتل په دې ډول د هزاره جاتو سیمې ته ورپېښو ګواښونو ته د حکومت پام واړوي. په دې پلان سره دوی غوښتل چې خلکو ته دا ډاډ ورکړي چې حکومت یې امنیت خوندي کوی. د دې پلان د یوې برخې په ډول هغوی په بامیانو کې د داسې یوې لوا د جوړېدو غوښتنه وکړه چې شپږ کنډکونه ولري. دوی د کنډکونو د وېش لپاره لاندې وړاندیزونه لرل: (الف) یو د بامیانو په مرکز کې (ب) یو د پروان په شیخ علي ولسوالۍ کې (ج) یو د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې (د) دوه د دایکندي په نیلي او کیجران کې (ه) یو د غور لعل و سرجنګل کې.
دوی دا غوښتنه هم کوله چې جاغوريو او بلخاب ته دې چې له بامیانو لرې دي، د غزني او په شمال کې له ۲۰۲ شاهین قول اردو څخه یو یو کنډک ورکړ شي. په یاد شوي وړاندیز کې دا هم ویل شوي چې د هزاره جاتو خلک د درېيو تازه ولایتونو غوښتنه کوي چې مرکزونه به یې جاغوري (اوس په غزني کې ده)، بهسود (اوس په میدان وردګو کې ده) او لعل و سرجنګل ( اوس په غور کې ده) وي.
تر هغو چې ولایتونه جوړېږي، د یاد شوي وړاندیز له مخې لویې ولسوالۍ دې په دې ډول ووېشل شي. (۱) لعل و سرجنګل چې د اټکل له مخې ۱۸۰۰۰۰ وګړي لري، په دوو برخو وویشل شي. (۲) د بامیان ورس چې ۱۶۰۰۰۰ نفوس یې اټکل شوی دی، په درېیو برخو ووېشل شي. د میدان وردګو بهسود چې وګړي یې ۱۶۰۰۰۰ اټکل شوې دي، په درېو برخو وویشل شي. (۴) د غزني ناور چې نفوس یې ۱۴۰۰۰۰ اټکل شوی، په دوو برخو وویشل شي. (۵) جاغوري دې چې د وګړو شمېر یې ۳۰۰۰۰۰ اټکل شوی دی، په درېیو برخو تقسیم شي. (۶) مالستان چې ۱۴۰۰۰۰ یې د ګړو اټکل شوی، په درېیو برخو تقسیم شي. (۷) او د دایکندي د مارېمور ولسوالي دې چې وګړي یې ۱۶۰۰۰۰ اټکل شوي، په دوو برخو وویشل شي.
پاي
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹