Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

پر خاص اروزګان، جاغوريو او مالستان د طالبانو بریدونه (۱): د هزاره ګانو سیمو کې تازه تاوتریخوالی

علی یاور عادلی مارتینه فان بیلرت 20 دقیقې

 د ۱۳۹۷ کال د لړم په لومړیو ورځو کې طالبان د هزاره ګانو سیمو ته هومره دننه ورغلل چې پخوا یې ساری نه و لیدل شوی. لومړی یې حکیم شجاعي مالستان ته په شاه وتمباوه. نوموړی د افغان سیمه ییزو پولیسو پخوانی بدنامه قوماندان دی. وروسته یې پر جاغوريو برید وکړ او ورپسې یې د مالستان ولسوالۍ مرکز په نښه کړ چې سقوط ته نژدې شوی و. دا بریدونه  د خپلې بڼېله پلوه کمساري وو او دومره زورور وو چې په لوی شمېر خلک یې له خپلو مېنو وایستل. په دې دوو شننو کې، چې دا یې لومړۍ ده، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړونکي علي یاورعادلي اومارتینا وان بیخلرت (د توماس روتیګ، فضل مظهري او احسان قانع  په مرسته) د دې بریدونو جزییاتو ته کتنه کړې. په دویمه برخه کې د دې بریدونو شالید تحلیل شوی او ژور څېړل شوی دی.

په اروزګان او غزني ولایتونو کې د هزاره وو پر سیمو د طالبانو بریدونه لږ تر لږه په دا تېره نژدې موده کې کمساري ښکاري. دا بریدونه د پراخوالي، مرګ ژوبلې او همغږۍ له پلوه کمساري وو( پر درېیو سیمو تقریبا هم مهاله بریدونه وشول) لومړی برید پر خاص اروزګان وشو او دا داسې سیمه ده چې ډېرئپکې هزاره ګان دي او واک یې هم د دوی په لاس کې دی. دا برید یادې سیمې ته د شجاعي دسفر په ځواب کې وشو او ښايي دلیل به یې له پښتنو سره هلته د هغه د چلند ځوابول وي. په عین حال کې دا برید داسې مهال مخ ته راځي چې د هزاره ګانو پر سیمو د طالبانو فشارونه ډېر شوي وو او دا هغه سیمې وېچي تر دې مهالهله لویه سره بې بریدونو پاتې شوې وې. داسې حال کې چې حکومت او طالبان د سولې د ممکنه بهیر په اړه خبرې کوي، ظاهرا طالبان غواړي خپل حضور په ډاګه کړي او په سیمه ییزه کچه د ګټې وټې سرچنیې هم پراخې کړي.

په دې بریدونو کې د مرګ ژوبلې کچې او د حکومت ورو غبرګون ته په پام سره داسې اندېښنې راپورته شوې چې ګنې طالبان په قومي بڼه هزاره توکمي په نښه کوي او حکومت هم بې غوره دی. د دوو څیړنو په لومړې کې یې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه د همدې بریدونو جزییاتو ته کتنه کړې.

پر خاص اروزګان  برید او مالستان ته یې غځېدنه

پر خاص اروزګان برید د ۱۳۹۷کال د تلې پر ۳۰ پیل شو. په همدې ورځ حکیم شجاعي چې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی بدنام قوماندان دی، د خاص اروزګان شمال ختیځې سیمې کندولان ته د موټرو له یوه کاروان سره ورسېد. ( شجاعي د مالستان دی خو په خاص اروزګان کې دسیمه ییزو پولیسو قوماندان و او تر هغې یې مشر و چې استفعا ته اړ ایستل شو) خپلو موټرو ته له تیل اچولو او د کندولان بازار شاوخوا کې له ګرځېدو وروسته نوموړی له خپل کاروان سره د ډاخنې په نامه سیمې ته ولاړ او همدلته یې شپه شوه.

طالبان د هغه له شته والی خبر شول او سهار  ۷:۳۰د ډاخنې په لور وخوځېدل، ډزې یې پيل کړې او غوښتل یې د هغه کره ځای مالوم کړي. کله چې پر طالبانو ځوابي ډزېوشوې، نښته پیل شوه. په دې برید کې شجاعي ټپي شو خو په دې بریالی شو چې له خپلو پاتې ملګرو سره یو ځای حمزه سیمې ته وتښتي او دا ځای د کندولان په څنډو کې پروت دی. شجاعي له دې ځایه د اوچې ( په ګردي چمن هم مشهور دی) په نامه سیمې ته وخوځېد. دا ځای د غزني د مالستان شیرداغ سیمه کې پروت دی چې د دواړو ولایتونو ترمنځ پوله ده. طالبان شیرداغ سیمې ته ورغلل او هلته یې یوه ورځ نښته وکړه. د سیمه ییزو سرچینو له خولې، د طالبانو ملاتړ ته ۹۰ وسله وال لومړی له خاص اروزګان او وروسته د غزني له اجرستانه ور ورسېدل.

دوی د هزاره ګانو دکوندولان، حسیني، حاجي محمد او ګنداب سیمو په جوماتو او کورونو کې دېره شول. د ولسوالۍ د شمال ختیځ یادو شویو سیمو کې تر ډېره هزاره توکمي پراته دي او  تر دې مهاله یې دا سیمه له لویه سره له طالبانو خپلواکه ساتلې وه. له هغې وروسته په څو ورځو کې ګڼ ولسي خلک په تاوتریخجن ډول ووژل شول او د تاوتریخوالي له وېرې ګڼې کورنۍ له هغو سیمو وتښتېدې. (۱) د ۱۳۹۷ کال د لړم پر ۶، طالبانو وویل دا برید دوی کړی. طالبان وايي ( ظالم قوماندان شجاعي د خاص اروزګان په کوندولان او جاګه ریګ سیمو کې د خلکو د لوټلو لپاره برید کړی چې کلک مقاومت ورسره شوی دی) طالبانو په خپله اعلامیه کې ادعا کړې د شجاعي اته سرتیري یې وژلي او ټپیان کړي ؛ او د یوې پولیسې په ګډون شپږ نور یې ژوندې نیولي  دي. ( سیمه ییزو سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې دا ښځه پولیسه نه وه او نیول شوې ځکه ده چې پهطالبانو پسې یې وسله را خیستې وه. دا ښځه په کور کې یوازې وه. یادې شوې سرچینې دا هم وویل چې طالبانو نیول شوي کسان وروسته خوشې کړل)

د هغو سرچینو له مخې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ورسره خبرې کړې دي، په دې برید کې طالبانو ۱۱ کسان وژلي چې د فخري او خان علي غلام په ګډون د شجاعي دوه مرستیالان هم پکې وو.( دوی د شجاعي د جګړې په وزیرانو مشهور وو) د  ۱۳۹۷ کال د لړم پر ۱۰، ولسمشر غني دې بریدونو ته دخلکو په غبرګون کې فرمان صادر کړ خو په فرمان کې کارېدلوتورو دا موضوع لا بدتره کړه. په دې فرمان کې ۱۲ کسانو ته دنده سپارل شوې وه چې (اروزګان ولایت کې د قومونو ترمنځ وروستۍ لانجه وڅیړي او حل لار ورته پيدا کړي) (۳)

داسې حال کې چې ولسمشر دا تاوتریخوالي قومي بللیو، ګڼو هزاره ګانو پرې کلکې نیوکې وکړې. د دوی دلیل دا و چې طالبانو دا برید پر حکومت پلوو سیمو کړی او د حکومت دنده دا نه ده چې پلټنه وکړي، باید  لاس په کار شي. مثلاٌ، د ابن سینا په نامه د شخصي پوهنتون مشر محمد امین احمدي  د لړم پر ۱۴خپله مقاله کې چې عنوان یې (داسې حکومت چې د سیمه ییزو خلکو او طالبانو ترمنځ سوله کوي) و، داسې ولیکل:

«حکومت ګنګس دی او له اټکلونو یې داسې ښکاري چې په ډېرو ساده مسایلو یې سر نه خلاصېږي. د اطلاعات روز د ورځپاڼې په وینا، ولسمشر داسې پلاوی ټاکلی چې اروزګان کې له طالبانو سره د خلکو د ستونزو جرړې پيداکړي. ایا دا جګړه د قومونو ترمنځ ده او که د یوه سیمه ییز قوماندان او طالبانو ترمنځ….حکومت باید دې ساده پوښتنې ته ځواب ووايي: ایا دوی یوې خپلواکې سیمې ته د طالبانو له ورتګ سره همغږي دي؟ ایا دوی غواړي چې خلک ځانونه طالبانو ته تسلیم کړي؟ ایا د حکومت د کمزورۍ او د دې سیستم د له منځه تلو په اړه اندېښمن دي؟»

د ولسمشر خپل مرستیال او اجراییه مشر هم دې مساله کې ځانونه ښکېل کړل. دویم مرستیال سرور دانش د ۱۳۹۷ کال د لړم پر ۱۰ یوې وینا کې وویل ( هغوی د حکومت تر واک لاندې وو او د حکومتي سیستم ملاتړي وو نو له همدې وجې د طالبانو ترظالمانه برید لاندې راغلل) ښاغلي دانش پر خپل حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل ( که د هر دلیل له مخې وي، ځايي ادارې او یا هم په کابل کې بنسټونو د خلکو د دفاع لپاره ګامونه نه دي اخیستي). سرور دانش له خلکو غوښتنه وکړه چې تسلیم نه شي او د خپلې ازادۍ او خپل هویت دفاع وکړي.

څو ورځې وروسته د لړم پر۱۵ اجراییه مشر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په اوونیزه ناسته کې وویل چې د هزاره ګانو له استازو سره یې کتنهدرلوده او شکایت یې دا و چې یادې شوې ستونزې ته قومي رنګ ورکړ شوی دی. ښاغلي عبدالله ومنله چې د حکومت ورو غبرګون د دې لامل شوی چې  ولسي خلکو ته مرګ  ژوبله واوړي او خلک خپلو مېنو پرېښودو ته مجبور شي. د دایکندي پخواني والي قربان علي اروزګاني د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د هزاره ګانو له ځینو استازو سره یې یو ځای د ولسمشر له دویم مرستیال سره ولیدل او د فرمان  پر درېیو مهمو ټکو یې سره خبرې وکړې:

 

  • دې ستونزې ته قومي رنګ ورکول
  • په فرمان کې یوازې دوو هزاره ګانو ته ځای ورکول
  • او په فرمان کې د اروزګان ولایت مقام ته دنده سپارل چې دا ستونزه حل کړي هغه ولایت چې چارواکویې ولسمشر غني ته په خپل لومړني رپوټ کې دا ستونزه قومي بللې وه.

 

اروزګاني زیاته کړه، چې د همدې هڅو په پایله کې د فرمان په تورو کې بدلون راوړل شوی. (۴) رسنیو د لړم پر ۱۵ د غزني د ولایتي شورا دغړي محمد نعیم توحیدي له خولې رپوټ ورکړ چې د طالبانو سرې قطعې یوه شپه مخکې د  مالستان په شیر داغ سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي.  توحیدي د طالبانو او پولیسو ترمنځ د نښتو شاهد و.

(د طالبانو دهغې تګلارې په اړه چې د جګړې له لومړۍ کرښې یې سرې قطعې ته مخه کړې، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه دلته کتلای شئ. طالبان دوی ته ځانګړي نښه ویشتونکيوايي. نور دلته ولولئ)

توحیدي زیاته کړه په دې نښتو کې ۱۳ پولیس وژل شوي او امنیتي ځواکونه د مالستان د میرادېنه لور ته ووتل.  پژواک خبري اژانس د مالستان د ولسوال زمان علي هدایت له خولې لیکلي و چې ګڼ  ولسي خلک هم په دې نښتو کې وژل شوي وو. ( د طالبانو د سرې قطعې د ممکنه شتون په اړه سیمه ییزو سرچینو هم رپوټونه ورکړي وو، او همدا خبره د اجراییه مشر دویم مرستیال محمد محقق هم تکرار کړې ده. دلته یې وګورئ.)

د غزني د ولایتي شورا یاد شوي غړي شکایت کاوه چې د سیمې په تکل۳۰ ځانګړي سرتیري څو ورځې وړاندې مالستان ته رسېدلي وو خو د عملیاتو اجازه لا نه وه ورکړ شوې.

د افغانستان تحلیلګرانو شبکې  ته ګڼو سرچینو وویل چې پر شیر داغ د طالبانو له برید وروسته سیمه ییزو خلکو له طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه او له جګړې یې لاس واخیست. خالد ابراهیمي چې له دوو نورو خبریالانو سره یو ځای د طالبانو د برید د څیړلو لپاره مالستان ته تللی و، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د شیرداغ د یوه سمیه ییز کس له خولې وویل چې دا د سولې هوکړه نه وه، بلکې د دې هڅه وه چې د ځان ژغورنې موکه پیدا کړي او دا کار د ښوونځیو د تړلو او د عشر په ورکولو تمام شو. (د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره په خبرو کې ګڼو سرچینو وویل چې نښته بنده شوې خو تر هغه وخته ولاړه وه چې طالبانو د لړم  پر ۲۰ دمالستان پرمرکز برید وکړ. نور لاندې لوستلی شئ.)

د لړم پر ۱۵ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یوه خبرپاڼه خپره کړه چې عنوان یې ( په اروزګان کې وسله وال کړکیچ)  و. په دې اعلامیه کې راغلي و چې کوندولان، حسیني، کاریز، ګردي چمن او خاص اروزګان کې د طالبانو په بریدونو کې ۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ بې  ځایه شوې دي. د لړم پر ۱۶ پژواک د حکومتي پلاوي د مشر اسدالله فلاح له خولي لیکلي و چې په خاص اروزګان او مالستان ولسوالیو کې د طالبانو او د یوه نامسووله وسله وال قوماندان په نښتو کې ۴۰ کسان وژل شوې دي. اسدالله فلاح ګاونډي مالستان او جاغوريو ته تللی و. په رپوټ کې د فلاح له خولې دا هم ویل شوي چې طالبانو د خلکو پر کورونو او کلیو بریدونه کړي او ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې تور هم پکې لګول شوی دی؛ او نژدې ۵۰۰ کورنۍ  پکې له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي. ښاغلي فلاح وروسته هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دې نښتو کې ۵۴ کسان وژل شوي  وو.

«کله چې د دې سیمو خلکو د طالبانو امرونو ته غاړه کېنښوده، ۲۵ کسان یې په کوندولان، ۹ په حسیني کلي او ۲۰ نور په شاوخوا کليو کې ووژل. آن په خاص اروزګان کې ۱۱ امنیتي سرتیري هم وژل شوي وو او ۶ نور ټپیان وو»(۵)

د لړم پر ۱۷، ولسمشرۍ ماڼۍ رپوټ ورکړ د وسله وال ځواک اعلی قوماندان د خاص اروزګان، مالستان او جاغوريو سیمو د امنیت ارزونه وکړه.( دارنګه د غور د چارسدې، د فراه د قلعه کاه د ولسوالیو او نوروګواښېدلو سیمو ارزونه هم شوې  وه)  د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي و چې امنیتي ځواکونه غوښتل شوي چې د دې سیمو په اړه روښانه انځور او پلان ورکړي او اړین ګامونه واخلي. د ناټوغوڅ ماموریت هم د هوايي مرستې ټټر وهلی و.

 پر جاغوريو برید

د لړم پر۱۷ مه، په همدې ورځ طالبانو پر ګاوندۍ ولسوالۍ جاغوريو هم برید وکړ. طالبانو د شپې پر یوه بجه په حوتقل سیمه او د ګیلان ولسوالۍ په رسانه سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل. طالبانو لومړۍ اورې ګردن سیمه کې پر هغو پوستو بریدونه وکړل چې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان سلام اکرامي یې مشري کوله. نوموړی د۳۰ سیمه ییزو پولیسو قوماندان دی.  وروسته یې په زاړه بازار سیمه کې د حبیب الله حیدري پر پوستو چې په باشي بابا هم مشهور دی، بریدونه پیل کړل. د فیروزکوه په سیمه کې هم د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو پر پوستو بریدونه وشول. (۶)  د هوتقل سیمې یوه خبریال خادم حسین کریمي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې طالبانو د سلام پوستې ونیولې، نوموړی یې له څو نورو کسانو سره وواژه او دباشي پوستې هم د طالبانو لاسته ورغلې. وروسته د باشي کور ته ورغلل او باشي یې په خپل کور کې له دوو زامنو سره وواژه. (۷)

پر همغه شپه، د غزني په مقر کې د لارګا له لارې طالبان داود کلي ته ننوتل چې له هیڅ مقاومت سره مخامخ نه شول. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د لړم پر ۱۷ په یوه اعلامیه کې وویل ( پر جاغوريو زموږ برید د دښمنانو پر پوځي مرکزونو، د کابل د ادارې او د امریکايي غلامانو پرضد و) په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دوی د هیڅ ځانګړي قوم او مذهب پرضد برید نه دی کړی. دوی په اعلامیه کې ویلي و( په جاغوريو کې زموږ هېوادوال په ځانګړي ډول هزاره ګان او شیعه ګان په کابل کې د فاسدو او امریکايي غلامانو پر دسیسوتېروځي چې غواړي د طالبانو برید ته پر خلکو د برید رنګ ورکړي. طالبانو په اعلامیه کې په تکرار ویلي چې دوی به د هېواد په نورو برخو کې پر امریکايي مزدورانو بریدونه وکړي او له مذهب سره د خیانت او نورو کړنو په بدل کې به سزا ورکړي. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي و چې دوی به پر جاغوريو او نورو هغو سیمو بریدونه روان وساتي چې د کابل ادارې تر واک لاندې دي.

له دې بریدونو وروسته، په ولسي جرګه کې د غزني استازو او د ولایتي شورا غړو  له اجراییه مشر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت له مشر معصوم ستانکزي سره وکتل او له هغوی یې د تازه دمه ځواکونو د استولو او د جدي ګامونو د اخیستو غوښتنه وکړه. دواړو ژمنه کړې وه که جګړه وغځيږي، د ورځې تر پایه به هوايي ملاتړ وراستوي. ( نور دلته ولولئ) یوه ورځ وروسته د  لړم پر ۱۸ مه، د غزني د والي ویاند نوري وویل چې طالبان د تازه دمه ځواکونو له رسېدو وروسته په شا تمبول شوې دي، ۳۹ طالبان یې وژلې دي او چاڼیز عملیات روان دي. د هوتقل سیمه چې طالبانو ترې لومړی برید پیل کړی و، د لړم پر ۱۹ او ۲۰ ارامه وه.

د لړم پر ۲۱ ، طالبانو د شپې درې بجې بل مرګونی برید پیل کړ او د سهار تر اوو بجو روان و. رسنیو د مرګ ژوبلې شمېرې بیلا بېلې ښوولې.  اطلاعات روز (دلته یې ولولئ) رپوټ ورکړی و چې ۲۵ کومانډو سرتیري او ۱۵ ولسي وګړي وژل شوې دي. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د طالبانو په برید کې ۲۰ کومانډو سرتیري وژل شوي وو. د نیویارک ټایمز د خبریالانو ډله وروسته سنګ ماشا ته تللې وه او د دې سرتیرو جسدونه یې ( پرځمکهڅنګ پر څنګ) لیدلي وو چې وايي په څلورو ورځو کې د هوا له لارېیووړل شول. ( د نورو رسنیو رپوټونه دلته کتلای شئ)

دا روښانه نه ده چې طالبانو په یوه برید کې څنګه دومره ډېر کومانډوسرتيري وژلي دي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته خبریال کریمي وویل وروسته له هغه چې کومانډوسرتیرو ته په لوړه کچه مرګ ژوبله واوښته، سیمه ییز پاڅونوال زړه ماتي شول او سیمه یې پرېښې ده. د لړم پر ۲۳، له همدې وجې طالبانو له جګړې پرته په بلنه کوه او هوتقل سیمو کې د سیمه ییزو پاڅونوالو پوستې ونیولې. ( نور دلته ولولئ)د کریمي له خولې طالبانو د یادو شویو پوستو له نیولو وروسته نور مخته تګ هم وکړ او د حوتقل، انګوري، داود، زیرک اوکوتل لوخګ په ګډون یې ډېر کلي ونیول. هغوی د ولسوالۍ د مرکز په لوري حرکت وکړ او دالې کوتل اولومان کوتل ته ورسېدل. د لړم پر ۲۷دفاع وزارت اعلان وکړ چې د لوی درستیز محمد شریف یفتلي په مشرۍ پوځي عملیات پیل شوي چې جاغوري او مالستان ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړي ( د رسنیو رپوټونه دلته ولولئ)

د لړم پر ۲۹، طالبانو د جاغوريو ختیځ کې پر بابا کلي برید وکړ او درې کسان یې ووژل او درې نور یې ټپیان کړل ( په وژل شویو کې دوه سیمه ییز پاڅونوال وو او  درېیم کس د یوې مخابراتي شبکې د ستن (پایې) ساتونکی و. ( اطلاعات روز ورځپاڼې هم پر خپلې فیسبوک پاڼې دا خبر ورکړی و، بیړنی خبر یې دلته لوستلی شئ) سیمه ییزو سرچنیو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د لړم پر ۱۹ ویلي وو، طالبانو له وړاندې د جاغوريو په ختیځ کې د بابه اوهیچه په نامه کلیو کې خلکو ته خبرداری ورکړی، که کلیوال طالب وسله والو ته اجازه ورکړي چې د ولسوالۍ مرکز سنگ ماشه ته ورسېږي، خلکو ته زیان نه رسوي. په یادو شویو کلیو کې خلکو له خپل منځي ناستو او سلا مشورو وروسته پرېکړه کړې وه چې د طالبانو مقاومت به کوي او د وړاندې تګ غوښتنه یې نه مني.

پر بابا کلي د لړم پر ۲۹ وروسته له هغه طالبانو برید وکړ چې له وړاندې د لړم پر ۲۶هچا او پاتو سیمو ته ننوتي وو. طالبان پاتو کلي ته له ابراهیم عباسي سره د یوې هوکړې له مخې ننوتي وو. عباسي د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي سیمه ییز قوماندان دی. د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبریال عصمت سروش د فیسبوک د لیکنې او د هغو سیمه ییزو سرچینو  له مخې چې د افغانستان  تحلیلګرانو شبکې سره یې خبرې کړي، عباسي له طالبانو سره له څو ناستو وروسته د پاتو سیمې له خلکو وغوښتل چې د طالبانو  مخې تهونه درېږي، ځکه د جګړې وړتیا یې نه لري.

د یادو شویو سرچینو له خولې، عباسې له طالبانو سره هوکړه وکړه چې د ولسوالۍ د مرکز په لورې مخ ته ولاړ شي او په بدل کې به یې طالبان سیمه ییزو خلکو ته زیان نه رسوي. طالبانو پر دویم ځل د لیندې پر لومړۍ پر بابا سیمې برید وکړ او ځینو هغو پاڅونوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې له ګاونډي کلي چهل باغتو ورغلي وو. ( نور دلته ولولئ)

د مالستان ولسوالۍ پر مرکز برید

طالبانو په عین حال کې د مالستان ولسوالۍ پر مرکز میرادینه برید وکړ. بي بي سي د سیمه ییزو خلکو له خولي لیکلي و، طالبان له دې برید یوه شپه مخکې په خاص ارزګان کې سیاه بغل او زوالي سیمو ته رسېدلي وو او له امنیتي ځواکونو په نیول شویو هامویو او رینجر موټرو کې تللي وو. د مالستان وکیل محمد علي خالقي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د طالبانو یو کاروان چې د ۱۰۰ او ۱۵۰ کسانو ترمنځ وسله وال به پکې وو، په خاص اروزګان کې له ګنداب سیمې د لړم پر ۱۸وخوځېد. دا  سیمه څلور یا پنځه کیلومتره د مالستان له پولې لرې ده. طالبان له میرادینه څه نا څه پنځه کیلومتره لرې کاریز کوتل کې ودرېدل او ښايي له دې امله هلته تم شوي وي چې لار وڅاري چې که مخ ته ځي له کمین سره مخامخ نه شي.

د اطلاعات روز د مالوماتو له مخې، د لړم پر ۲۰ د ورځې ۱۰ بجې هغه وخت د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه چېطالبانو څو کیلومتره له میرادینهلرې له تیارې نه په ګټه اخیستو ځایونه نیولي وو. دوی دارنګه د ولسوالۍ مرکز ته نژدې په دهن بوم او قوشنګ  او موکلی کلیو کې د خلکو په کورونو کې ځایونه  ونیول. د اطلاعات روز او د بي بي سي د رپوټونو له مخې، کله چې خلک د ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو له بریده خبر شول، سلګونه کورنۍ د دهن بوم په ګډون د ولسوالۍ د مرکز له شاوخوا سیمو ووتلې.

بي بي سي په خپل رپوټ کې ویلي و یوازې سړي په خپلو کورونو کې د خپلو مالونو د ساتلو لپاره پاتې شوي وو. هغه پولیس چې د  ولسوالۍ په مرکز کې ځای پر ځای شوي وو له طالبانو سره دجګړې لپاره بهر ووتل خو ځانګړو ځواکونو ویل دوی ته بهر د وتو اجازه نشته. پر همغه شپه طالبان د ولسوالۍ د مرکز ۲۰۰ مترۍ ته ورسېدل او په شاوخوا کلیو کې لا هم  نښتې روانې وې. ولسوال هدایت د لړم پر ۲۱ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و چې د طالبانو برید په شاتمبول شوی. د  کورنیو چارو وزارت بیا د لړم پر ۲۵ اعلان وکړ چې مالستان ولسوالي  بشپړه له (ترهګرو) پاکه شوې ده. همدا خبر دفاع وزارت یوه ورځ وروسته تایید کړ او ویې ویل چې په نښتو کې ۳۱ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي و چې د سیمه ییز پوځ دوه ټولي یې هم جوړ کړي دي ( دا نوي ځواکونه دي چې د سیمو د ساتنې لپاره د دفاع وزارت په چوکاټ کې کار کوي، چې تر ډېره پکې د همغې سیمې  وګړيګومارل کېږي. په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته لوستلی شئ)

د کورنیو چارو وزارت دا هم زیاته کړې چې دیادو دوو ولسوالیو لپاره یې ۶۰۰ سیمه ییز کسان د پاڅونوالو په ځواکونو کې همغږي کړي دي ( نور مالومات لاندې په شپږم لمنلیک کې ولولئ) او وايي له روزنې وروسته به یې د خپلو سیمو د ساتنې لپاره په وسلو سمبال کړي.

سره له دې چې طالبان له جاغوریو او مالستان په شا تمبول شوي دي، خو ډېر هغوی چې له خپلو مېنو بې ځایه شوي، لا هم د طالبانو د بیرتهستنېدو وېره لري. د هغوی وېره دا ده چې ښايي د اضافي ځواکونو له وتلو وروسته طالب وسله وال بیرته یادو شویو سیمو ته ورستانه شي. ( د بېلګې په ډول د بي بي سي دا رپوټ لوستلی شئ) د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ګڼو سرچینو ویلي چې د جاغوريو او مالستان جګړه کې د مرستې لپاره د طالبانو د بدنامې سرې قطعې په ګډون ګڼ وسله وال له نورو ځایونو ورغلي وو. (د اروزګان له اجرستان او دغزني له اندړو او ګیلان ولسوالیو هم طالبان دې جګړې ته ورټول شوي وو) سره له دې چې طالب وسله وال اوس خپلو سیمو ته ستانه شوي، ښايي په راتلونکې کې بیا هم را وغوښتل شي.

پایله: د تاوتریخوالي بیه سیمه ییز خلک پرې کوي

داسې حال چې د ژمي موسم له وړاندې راغلی، په یادو درېیو ولسوالیو کې جګړو په پراخه کچه خلک له خپلو مېنو و وایستل. د ولسمشر سلا کار او د حقیقت موندنې د حکومتي پلاوي غړي محمد عزیز بختیار د لړم پر ۲۳ بی بی سی ته ویلي د مالستان او جاغوريو له ۶۰ تر ۷۰ سلنه خلک په دې جګړو کې بې ځایه شوې وو. ( ښايي دا شمېر به یوازې د هغو سېمو  وي چې د جګړې اصلي ډګر و)   ډېری دا خلک تاوتریخوالي کډه کړي دي او یا د جګړو له وېرې  بامیان، غزني او کابل ته تښتېدلې دي.  په کور دننه د بې ځایه شویو یو کوچنی شمېر یې د اروزګان مرکز ترینکوټ او دایکندډي ته تللې دي.

بامیان: د جګړې پرمهال د هغو کسانو شمېر چې بامیانو ته ولاړل، بیخي لوړ شو. د لړم پر ۲۲ ، د بامیانو د کډوالو چارو مشر د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د دوی مامورینو ۲۰۰۰  کسان ثبت کړي چې ډېری یې د مالستان وو. له هغې یوه ورځ وروسته، په بامیانو کې دبشري حقونو یوه فعال اسماعیل ذکي د افغانستان تحلیلګرانوته وویل ټولټال ۴۵۰ کورنۍ ( چې ۴۰۰۰ کسان کېږي او ډېری یې ښځې او ماشومان دي) بامیانو ته رسېدلې دي. له دې یوه شپه مخکې د واورې اورښت سړک تړلی و او د غزني په ناور کې  ګڼ موټر ایسار وو. دملګرو ملتونو دبشري مرستو همغږې کوونکې ادارې د لړم پر ۳۰ تازه مالومات داسې لیکلي و ( د بامیانو په مرکز کې په کور دننه د هغو بې ځایه شویو شمېر چې تایید شوينه دي، له ۹۳۰ کورنیو(۶۵۱۰ کسانو) نه ۱۲۰۸ کورنیو ( ۸۴۵۶ کسانو) ته لوړ شوی دی)

ښاغلی ذکي وايي د ۵۰ په شاوخوا کې کورنۍ د ګرځندوی په نامه دولتي هوټل کې هم اچول شوي او نورو ته بیا د ځايي خلکو په کورونو ځای ورکړ شوی وو. خپله ښاغلي ذکي په خپل کور کې دوو کورنیو ته چې ۲۲ غړي یې درلودل او ټول یې ماشومان او ښځې وې، ځای ورکړی و. هغوی بامیانو ته په موټر کې ورغلي وو. د هغه په خبره موټر چلوونکی ۱۳ یا ۱۴ کلن ځوان و. ظاهرا د ډېری چلوونکو عمرونه له ۱۸ کلونو کم دی  او د اوږدو لارو د چلونې لپاره کافي تجربه نه لري. خو ځکه یې باید موټرچلولیوای، چې پلرونه یې یا د کورونو ساتنې لپاره پاتې شوي او یا هم له هغه ځایه وتلي وو. ذکي دارنګه وايي خپله یې دوېنجونې هم لېدلې چې کورنۍیېبامیانو ته په موټر کې وړې او موټرواني یې پخپله کوله.

غزنی: د لړم پر ۲۹ بي بي سي د غزني د کډوالو  چارو مشر عبدالخالق احمدي له خولې لیکلي و غزني ته ۲۵۱۱ کورنۍ کډوالې شوې چې تر ۷۰ سلنه یې مېرمنې او ماشومان دي (دا شمېر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ بنسټ هم په خپلو تازه مالوماتو کې راوړی چې پورته برخه کې یې یادونه شوې ده) په کور دننه بې ځایه شوي پر لارو له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي وو. طالبانو د نومبر پر ۱۳ دغزني او ناورترمنځ سړک تړلی و او ډېری هغوی چې له جاغوري او مالستان تښتيدلي وو، بیرته تلو ته اړوتل. پر قره باغ د غزني ښار او سنگ ماشه ترمنځ لار هم پر جاغوريو د برید په ورځ طالبانو تړلې وه. خو دا روښانه نه وه چې ایا طالبانو د ټولو خلکو پر مخ لاره تړلې او که نه، خو ولسي خلکو پرې د سفر زړه نه کاوه. د لړم پر ۱۹ ، طالبانو په جاغوريو او مالستان کې دوه مهمې تیلیفوني شبکې روشن او اتصالات وتړلې او له دې وجې ډېرو خلکو هلته له خپلو کورنیو سره اړیکه نه شوای نیولی. یوه کس چې د لړم پر ۲۵ یې د غزني ښار او ناور ترمنځ پر سړک سفر کړی و، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې لار پرانیستې  وه خو طالبانو پرلاره مسافر او موټر پلټل او د خلکو تذکرې یې هم کتلې.

د همدې لارې یو مسافر چې پر لاره درول شوی و، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې له هغه وپوښتل شولچې دنده یې څه ده، زده کړې یې کړي که نه، په جاغوريو کې جګړه څنګه وه، فیسبوک اکونټ لري او که نه، څومره خلک په جاغوريو کې عیسویان شوي دي او هلته څومره کلیساوې جوړې شوې دی. یاد شوي کس دا هم ویل چې طالبانو یې لاسونه وکتل ( چې وګوري کارګرو ته ورته دي او که سپین دي) او فیسبوک اکونټ یې هم ترې اخیستی و.

کابل:د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د لړم پر ۳۰ په خپلو تازه مالوماتو کې لیکلي چې د ناتایید شویو شمېرو له مخې کابل ته د بې ځایه شویو کورنیو شمېر۱۰۶۶ ته رسېږي ( چې ۷۴۶۲ کسان کېږي) له ۶۴۲ کورنیو (۴۴۹۴ کسان) ۱۲۳ کورنۍ (۸۶۱ کسان)تایید شوې چې بشري مرستوته اړتیا لري ځکه زیان منونکې دي. د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې دا هم ویلي و په کور دننه دبې ځایه شویو خلکو دا بڼه نوې ده چې له مالستان او جاغوريو کابل ته ځي او له هغه ځایه بیا بامیانو ته حرکت کوي. په مالستان او جاغوريو کې دننه هم خلک بې مېنو شوي  وو.

د ملګرو ملتونو د  بشري مرستو یا اوچا د شمېرو له مخې د هغوی اټکلیز شمېر په ترتیب ۵۰۰ او یا هم ۶۰۰ کسانو ته رسېږي. په عین حال کې یوه سیمه ییزه ښوونکې چې خپل کلي کې له جګړې تښتېدلې وه، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د لړم له ۱۸ ، پر جاغوريو د طالبانو له دویم برید وروسته هلته ټول ښوونځي تړلي وو. ( د اطلاعات رزو د مالوماتو له مخې په ۱۰۵ ښوونځیو کې چې ۶۲ یې لېسې دي او ۲۱ يې منځني ښوونځي دي ۵۰۶۸۶ شاګردانو لوستونه کول.په دوی کې ۲۶۶۹۴ یې هلکان او ۲۳۹۸۸ یې نجونې دي)

په کور دننه په دومره لویه کچه د خلکو بې ځایه کېدنه دوه شیان په ډاګه کوي. لومړی دا چې که طالبان دا سیمې نیسي، خلک په لوړه کچه له طالبانو او د هغوی له ممکنه وژونووېرېږي. ( په ځانګړي ډول په خاص اروزګان کې د وژنو له رپوټونو  وروسته) او دویم دا چې د خلکو په ساتنه کې د حکومت پر وړتیا ډېر باور نه لېدل کېږي. همدا دواړه خبرې د واشنګټن پوست په مقاله کې هم راوړل شوې دي:

( ۴۸ کلن حبیب الله احمدي چې د ملېشو قوماندان دی او بامیانو ته تښتېدلی وايي، باور نه لري حکومت دې  خلک خوندي کړای شي. ګڼنور سیمه ییز خلک هم وايي چې د طالبانو استازو کلیوالو ته ویلي وو چې که په کورونو کې دننه پاتې شي، زیان به نه ورته رسېږي خو هیڅوک پر هغوی باور نه شي کولای.)

(۱) په خاص اروزګان کېیوې سرچینې دا مالومات راکړل: په حسیني سیمه کې د برید پر لومړۍ ورځ پنځه کسان ووژل شول ( په دوی کې درې داسې کسان هم وو چې عمرونه یې له ۷۰ کلونو اوښتل) درې کسان له موټرهښکته کړای شوي وو او بیا وژل شوي وو، دوه نور بیا له کورو ایستل شوي اوبیا وژل شوي دي. پر دویمه شپه هیڅ نښته نه ده شوې. درېیمه شپه خلک خپلوکورونوته ستانه شول چې څارویوته واښه ورکړي. څلورکسانووژلشول. یویې ابراهیم نومېده چې عمر یې۸۴ کاله و، دوه نورهغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې له سیمې وتښتي، څلورم بیاهغه وخت وژل شوی چې کندولان کې خپلې کورنۍ ته ورغلی واوکله چې حسیني کلي ته ستنېده، پر لاره ووژل شو. په څلورمه ورځ۶۹ کلن حاجي عبدالله هغه وخت ووژل شو چې ځینې طالبان یې کورته د چایواویاهم خوړولپاره ورغليو. هغه طالبانوته چای برابراوه چې یوبل طالب وسله وال ورورسېد. ښاغلی عبدالله له طالبانوسره په ستړي مه شي بوخت و چې طالب پرې ډزې وکړې او ویې واژه. هغه تازه له حجه ستون شوی و. په شپږمه ورځ د اسحاق جاغوري په نامه یوکس له خپل کوره ایستل شوی او د کور مخې ته وژل شوی دی. یو بل ځوان چې عمریې۱۸یا۱۹ کاله و، له کوره ترایستلووروسته په ویاله کې وژل شوی و. دوه نورکسان چې په کاریزسیمه کې مېلمانه وو، په ډزووژل شوي وو.

(۲) په خاص اروزګان کې یوې سرچینې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل هغې مېرمنې چې له طالبانو سره یې جګړه کړې وه، شجاعي ته یې د تېښتې زمینه برابره کړه. هغه ښځه وروسته طالبانو ونیوله او له ځان سره یې بوتله. دې سرچینې دا هم وویل چې د شجاعي درې ساتونکي هم وژل شوي وو.

(۳)  په هغه پلاوي کې چې د دې ستونزې د څیړلو، حل او ولسمشر ته د رپوټولو لپاره ګومارل شوی و، دا کسان وو:  دغزني وکیل استاد محمد اکبري، په دیني چارو کې د ولسمشر سلاکاران مولوي محمد جوره او مولوي  محی الدین بلوڅ ،  په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکاران عید محمد احمدي او مولوي سید عالم رشتیا، په ټولنیزو او علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار مولوي سید رحمان حقاني پشه يي، د کورنیو او دفاع وزارتونو، ملي امنیت، لویې څارنوالۍ او د ولسمشرۍ د چارو د ادارې  واکوال استازي.

(۴) د ۱۳۹۷ کال د لړم پر ۱۳ د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د دې فرمان نوې بڼه پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړه. ( خو نېټه یې لا هماغهمخکنۍد لړم۱۰وه) په نوي فرمان کې  د اروزګان د وروستیو نښتو پرمهال د ولسي مرګ ژوبلې د پلټنې غوښتنه شوې وه او دوه نوي هزاره غړي ( په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر استازی ډاکټر محمد رسول طالب، او په کلتوري او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار عزیز بختیاري) هم ور اضافه کړل شوي وو. د دې پلاوي مشر اسدالله فلاح د لړم پر ۱۶ مالستان ته د سفر پرمهال د هغه ځای  خلکو ته ویلي و چې د اروزګان د جګړې په اړه ولسمسر ته ناسم مالومات ورکړ شوي و او بڼه یې قومي بلل شوې وه.

(۵) ګڼې سرچینې پر دې یوه خوله وې چې یوازې د خاص اروزګان په جګړو کې له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي. په خاص اروزګان کې یوه پخواني چارواکي ویلي چې ۵۸ کسان وژل شوي دي. ددایکندی پخواني والي قربان علي  اروزګاني د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې په دې نښتو کې ۵۷ کسان شهیدان شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. ( ځینې اوس هم تر درملنې لاندې دي) شپږ کسان یرغملشوي وو چې وروسته ازاد شوي دي. یوې سرچینې په خاص اروزګان کې د۴۱  وژل شویو کسانو نوملړ راکړی دی.

اروزګان:پهحمزي کلي کې څلور کسان وژل شوي  دي. خان محمد دعليحمزه زوی،  ملا داوددملا باز محمد زوی، احمد شاه د حاجي نبي زوی، محمد عیسی دباز محمد زوی.

اته کسان په حسیني کلي وژل شوې دي:شیرمهدويدمداد زوی، محمد علي د قنبر زوی،  سلام د عزیز زوی، استاد سلمان، ابراهیم د مامي زوی، سلطان د سمیع زوی، رضواند تتا زوی، امیر شاه د شاه حسین زوی.

په کندولان کې ۱۱ کسان وژل شوي: عبدالخالقد ملا بوستان زوی، اسحاق د جمعه زوی، جان علي د عسکر زوی، سخي داد د خان زوی، عبدالصمد د عبدالربحیدر زوی، اسحاق د غلام حسین زوی، رضا د غلام سخي زوی، امیر خان  د شاه حسین زوی، جان علي د غلام زوی، خدا داد د نوروز زوی.

په کاریز کې پنځه کسان وژل شوې دی: عبدالخالقد اسحاق زوی، قمبرد اسحاق زوی، اختر محمد د عبدالظهور زوی، شیر محمد د غلام علي زوی، ملک  عبدالله د غلام رضا زوی.

یو کس په پشي کې وژل شوی و: فکور.

یو کس پایک کې وژل شوی و.

درې کسان په زردګ سیمه کلي کې وژل شوې دي. حاجی عبد الحسین رحیمي د علي رحیم زوی، حمید مراديد  محمد زوی، کربلايي امین ساداتد حاجي غلام حسین زوی.

یو کس په جاغوريو کې وژل شوی: استاد محمد تقي فضیلت.

دغې  سرچینې دا هم ویل چې دا نوملړ لا بشپړ شوی نه دی ځکه ګڼ قربانیان لا پېژندل شوي نه دي. د ډېرو سرچینو له خولې، طالبانو خلکو ته اجازه نه ورکوله چې د مړو عکسونه واخلي او ځینې داسې کسان هم خښ کړایشوي چې مخونه یې نه پېژندل کېده، ځکه په ګولیو ویشتل شوي وو.

(۶) هماغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې (د  ملېشو د شالید په اړه دا ځای کې کاږئ) لیکلي، سیمه ییز پولیس په ۱۳۸۸ کال کې په اوسنۍ بڼه له سیمه ییزو ملیشو  جوړ شول.  له ۱۳۹۰ کال وروسته د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ځایکړل شول. له ۱۳۹۰ کال راهیسې د پاڅونوالو په نامه نور ځواکونه هم راپیدا شول.دا هیله کېده چې دوی به په خپلو سیمو کې د اورپکۍپرضد کارولکېږي. خو ډېر ژر یې ملاتړ ته  ملي امنیت  او یا هم د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ور ودانګل. هغه ځواکونه چې په مالستان او جاغوريو کې یې د هزاره ګانو په سیمو کې له طالبانو سره د رسنیو د رپوټونو له مخې د پاڅونوالو په نامه  جګړه وکړه، ښايي د همدې ځواکونو برخه شي. ښايي هغوی هم د طالبانو دبریدونوخلافخپلو سیمو کې وسلې را اخیستې وي.

(۷) طالبانو د لیندۍ پر ۲ یوه ویډیو خپره کړه. په دې ویډیو کې کمره مین له سیمه ییزو خلکو او طالب وسله والو سره د جاغوريو په انګوري او دهمرده سیمو کې خبرې کوي. یو طالب وسله وال کمره مین ته په انګوري سیمه کې وايي (موږ له څو ورځو په دې سیېمه کې  یو. کله چې لومړی راغلو، د امنیتي ځواکونو اته پوستې وې. موږ پاڅونوالاو پولیسمات کړل او ګڼ مو ووژل. کله چې انګوري سیمې ته نژدې شو، یو کس د خپلکور مخې ته ټپي و. ډېر زنګونه ورته راتلل. کله چې ټپي شو، وسلې مو ترې واخیستې. وروسته مړ شو او موږ ته مالومه شوه چې دا کس حبیب الله باشي(باشي حبیب) و.

ژباره: حفیظ معروف

لیکوالان:

علی یاور عادلی

نور د دې لیکوال څخه
مارتینه فان بیلرت

نور د دې لیکوال څخه