د
قطر پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرې د دې لپاره کېږي چې څه ډول افغان
جګړې ته د پای ټکی کېږدي. په دې خبرو کې د
یوې طرحې پر چوکاټ هوکړه هم شوې چې لومړنی پرمختګ بلل کېږي، او داسې ښکاري چې افغانستان
اوس له هغې مرحلې وتلی چې (خبرې د خبرو) لپاره کوي. له دې پرمختګ سره د سولې د
ممکنه بهیر پیلېدونکي بنسټونه پرانیستل شول خو نازک دي. اصلي ستونزه دا ده چې د
سولې په خبرو کې د جګړې له درېیو مهمو اړخونو یوازې دوه یې برخه لري.
طالبان لا هم په رسمي ډول په دې خبرو کې د حکومت ورګډول نه مني خو دوی ښايي د وړاندې تګ لپاره موکه ولري. د افغانستان حکومت بیا د لنډمهالي حکومت په اړه څرګندونو ډېر قهرولی او داسې ګومان کوي چې له پامه غورځول شوی دی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مشر څېړونکي توماس روتیک په خپله شننه کې د دوحې خبرو کې بحثونو او هغو خبرو ته کتنه کړې چې لږ تر لږه په رسمي ډول نه دي خپرې شوې. (په دې شننه کې مارتین فن بیجلرت او عبید علي هم مرسته کړې)
په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو مهم سرټکي په راوتو دي. له شپږو ورځو خبرو وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سلواغې پر ۷ په کابل کې د همدې خبرو په اړه افغان مشرتابه ته مالومات ورکړل. هغه نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې له طالبانو سره په اصولو کې پر یوه چوکاټ هوکړه شوې ده. په دې طرحه کې دوه مهم ټکي شته چې لا نورو خبرو ته اړتیا لري. لومړی ټکی له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل دي، دویم د طالبانو له خوا د داسې ضمانت ورکول چې له هوکړې وروسته به د القاعدې په څېر اورپکې ډلې افغانستان ته نه ستنېږي.
د خلیلزاد په خپلو ټکو ( موږ د داسې طرحې چوکاټ جوړ کړی چې پر هوکړې له بدلېدو مخکې یې باید پ جزییاتو کار وشي. د همدې کار لپاره دوه کاري ډلې په پام کې نیول شوې دي.)
د دې خبرو مانا دا ده چې دواړو لورو پر داسې عملي ګامونو هوکړه کړې چې څرنګه یو د بل د اصلي موخو پر پلې کېدو په چټکۍ کار وکړي چې عملي پایلې ولري. لومړی دا چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي او دا هغه څه دي چې طالبان یې تل غوښتنه کوي. ( سره له دې چې د ځواکونو د ایستلو مساله د امریکايي ادارې له ډېرو برخو سره شریکه شوې، خو په سنا کې جمهوریت پالي بیا له ټولو جزییاتو نه دي خبر شوي) دویم دا چې طالبان څه ډول ډاډ ورکړي چې د سپټمبر د ۱۱ په څېر بریدونه بیا له افغان خاورې ونه شي او همدا د امریکا له اصلي غوښتنو ده.
دا لا روښانه نه ده چې دا هرڅه څومره په لیکلي بڼه راوړل شوي ، او یا دا چې دا بحثونه څومره د اسنادو له مخې شوي دي ( د دوحې او ابوظبۍ له دواړو ناستو دا ډول مالومات نه دي راوتلي ) (۱) خو یو څه روښانه دي، او هغه دا چې په لومړي ځل د سولې په اړه خبرې تر یوه مهم ځایه رسېدلې ( له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۲ پورې، په درېېو کلونو کې څو پړاوه خبرې چې تر ډېره یې پام د زندانیانو پر تبادلې ټول وو- ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته ولولئ) دا جوته شوه چې آن د یوې موضوع په اړه دا خبرې څومره ګرانې دي)
په دوحه کې د۱۳۹۷ کال وروستۍ خبرې شپږ ورځې روانې وي چې تر ټولو اوږدې خبرې بلل کېږي. له دې خبرو داسې جوتېږي چې دواړه غاړي په جدي ډول غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي. طالب سرچینې وايي، امریکايي لوري ورسره ژمنه کړې چې د ځواکونو له وتلو وروسته به په بیارغونه کې مرسته کوي او طالبانو یې هرکلی کړی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر تلونکی مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي ( موږ دوی ته وویل د پوځي یرغل له پای ته رسېدو وروسته، موږ د امریکایي انجنیرانو، ډاکټرانو او نورو هغو کسانو هرکلی کوو چې که غواړي افغانستان ته د بیا رغونې لپاره راشي) (۲)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو او د امریکا استازي زلمي خلیلزاد پر دې طرحې هوکړه (مهم پرمختګ) بللی دی. ځینو خبري رسنیو چې ښايي د امریکايي استازي خبري ناستو هڅولې وي، دا خبرې خورا لوی پرمختګ ګڼلی دی. طالبانو یوازې دومره ویلي چې د دوحې په وروستیو خبرو کې پرمختګ شوی دی. د طالبانو تلونکي مشر مرکچي ستانکزي ( له دې ځایه اخیتسل شوې) ویلي راتلونکې خبرې د کب پر ۶ دوحه کې کېږي. د هغه په وینا یادې شوې دوه تخینکي ډلې به خپل وړاندیزونه چمتو کړي، پرېکړې به وکړي او د خبرو مېز ته به یې وړاندې کړي. د ښاغلي ستانکزي په وینا، وروسته به بیا یوه لویه ناسته را وبلل شي چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون به پکې ځواکمن هېوادونه هم برخه ولري چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت وکړي. خو هغه لا هم د دې یادونه ونه کړه چې د افغانستان حکومت به هم ګنې په دې خبرو کې ورګډ کړي.
د هر اړخیزې هوکړې شرایط
د هیلو او تمو خپرول د دپيلوماسۍ یو بنسټیز اصل دی. داسې حال کې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره د ولسمشر ټرمپ زغم کم دی، نو د دې ډول هیلو خپرول اړین هم دي. ټرمپ پخوا له دې چې واک ته ورسېږي، په ډاګه کړې وه چې غواړي ژر له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي. ( له ولسمشر کېدو وړاندې د افغانستان په اړه د ښاغلي ټرمپ ویناوې او د ټوېټر پيغامونه د افغانستان په تحلیلګرانو شبکه کې دلته لوستلی شئ) خلیلزاد پر دې هم ښه پوهېږي چې دا ډول نه زغم باید راکم شي او داسې ښکاري چې روانې هلې ځلې قانع کوونکې دي. ولسمشر ټرمپ د سلواغې پر ۱۰ پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و چې د افغان سولې خبرې ( ښې روانې دي) (اصل یې دلته کتلای شئ)
هغسې چې والسټریټ ژورنال لیکلي، خلیلزاد لا هم خپل کارونه روان ساتي او د افغانانو ژوند د ټرمپ د ټوېټر له پيغامو نه اغیزمنېږي.
کله چې خلیلزاد ته د ۱۳۹۷ کال په تلې میاشت کې نوې دنده ورکړ شوه، هغه خپلو ديپلوماتیکو ملګرو ته ویلي و چې له شپږو تر ۱۲ میاشتو وخت ته اړتیا لري چې د ولسمشر لپاره یو مهم پرمختګ رامنځ ته کړي. دا څرګندونې والسټریټ ژورنال په لیندۍ کې د هغو کسانو له خولې لیکلې دي چې د ښاغلي خلیلزاد په خبرې بحثونو کې یې ونډه لرله. ځینو رسنیو بیا ویلي چې هغه ته د ۱۳۹۸ کال تر ټاکنو فرصت ورکړ شوی و چې اوس له وري میاشتې نه چونګاښ ته ځنډېدلې دي. د والسټریټ ژورنال د لیکنې له مخې، خلیلزاد په خپله په ټاکنو کې د ممکنه ځنډ مساله راپورته کړه- هغه څه چې خلیلیزاد یې ردوي چې ګڼې ټاکنې د سولې د بهیر مخه نیسي.
نیویارک ټایمز چې پر یادې شوې طرحې یې د هوکړې بېړنی خبر خپور کړ، او د نړۍ ګڼو رسنیو ترې راواخیست، د راتلونکو ممکنه خبرو د پيچلتیا په اړه نور مالومات خپاره کړل. دې ورځپاڼې د داسې لوړ پوړي امریکايي چارواکي له خولې خبرې راخیستې وې چې نوم یې نه و یاد شوی خو په دې خبرو کې یې ونډه لرله. ورځپاڼې د همغه چارواکي له خولې لیکلي چې طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره دمخامخ خبرو د پیلېدو لپاره وخت غوښتی چې له خپل مشرتابه سره پرې بحث وکړي. یاد شوي چارواکي دا خبرې له یو بل سره تړلې او د هر اړخیزې هوکړې یوه برخه بللې دي. له دې جوتېږي چې خبرې به یوازاې په طرحه کې په راوړل شویو ټکو ورټولې نه وي، بلکې هوکړه به د نورو اړوندو شرایطو پر ټکو ولاړه وي.
له همدې وجې امریکا به دا ومني چې له افغانستانه خپل ټول جګړه ییز سرتیري وباسي. خلیلزاد په یوه بل ځای کې پر دې هم ټینګار کړی چې دا هر څه هغه وخت شوني دي چې طالبان یې په بدل کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنې او پر اوږدمهالي اوربند هوکړه وکړي. ښاغلي خلیلزاد ویلي ټولې خبرې به دهغه اصل له مخې وي چې وايي (هېڅ نه دي منل شوي تر هغو چې هرڅه نه وي منل شوي ) ( دا اصل په کولمبیا کې له فارک ډلې سره د سولې په خبرو کې هم کارول شوی دی . دا چې افغانستان له هغه بهیره څه زده کولای شي، په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته لوستلی شئ)
طالبانو یې په بدل کې پر خپل یوه شرط ټینګار کاوه. رویټرز د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکلي ( تر هغو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو سلا نه وي شوي، په نورو برخو کې پرمختګ شونی نه دی. طالبان لا هم له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کوي. (۳)
داسې ښکاري چې اوسمهال همدې دوو شرطونو یو دبل مخه نیولې ده. خو له دې سره سره، په دوحه کې د طالبانو استازو د لنډ فرصت غوښتنه هم کړې چې له خپل مشرتابه سره یې شوي پرمختګونه شریک کړي او له همدې داسې جوتېږي چې ښايي د مخته تګ لپاره فرصت وي. (۴) د افغانستان په اړه د مسکو کنفرانس کې چې د ۱۳۹۷ کال په لیندۍ کې جوړ شوی و، د طالبانو سر مرکچي عباس ستانکزي روسي رسنیو ته په مرکه کې وویل:
( دا هغه مسایل دي چې له افغان
لوري سره تړاو نه لري… راتلونکی حکومت، اساسي قانون او نور مسایل هغه څه دي چې
له افغان لوري سره به پرې خبرې کېږي… خو له دې مخکې امریکايي لوری باید د خپلو
ځواکونو د ایستلو لپاره مهالوېش وټاکي او له مخې یې ځواکونه ووځي. کله چې امریکا د
خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره موږ ته ضمانت راکړي، بیا د دې شونیتیا شته چې له
افغان او هغه چاسره خبرې وشي چې پر افغانستان اغیز لري.)
دلته د مهال وېش ټاکل د مخامخ خبرو لپاره د شرط په ډول راوړل شوي، نه د
بشپړو ځواکونو د ایستلو لپاره. ولسمشر اشرف غني هم خپل شرایط لري: هغه د لنډمهال
حکومت په اړه خبرو ته خورا توند غبرګون وښود او په ځانګړي ډول هغه وخت لا جدي شو
چې داسې یې وانګېرله چې په دغو خبرو کې پر ده هم بحث شوی دی. ( نور بحث لاندې برخه
کې)
هغه څه چې په اصولو کې هوکړه پرې شوې
۱- د ځواکونو ایستل
سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو ایستل د هغه چوکاټ برخه ده چې هوکړه پرې شوې خو د راتلونکو خبرو اجنډا لا هم روښانه نه ده. ځینو رسنیو د طالب سرچینو له خولې ویلي چې امریکا منلې په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي ( خو د دې اصل له مخې: چې پر هر څه هوکړه نه وې شوي، هیڅ هوکړه نه کېږي، دا خبره شونې نه ښکاري )خو امریکا بیا وايي چې پر داسې مهالوېش لا بحث هم نه دی شوی ( یوه بېلګه یې دلته وګورئ) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ۱۸ میاشتني مهالوېش خبره رد کړې چې ګنې په دوحه کې دې پرې بحث شوی وي. پاکستاني رسنیو د طالبانو د دوحې دفتر د تلونکي مشر عباس ستانکزي له خولې لیکلي ( زه فکر کوم د امریکا حکومت له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې ډېر جدي دی)
خو هغو افغان خبریالانو چې زلمی خلیلزاد ورسره خصوصي غږېدلی د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې په ۱۸ میاشتو کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل کره خبره ده. (د دې مانا دا نه ده چې پر دې خبره له طالبانو سره په رسمي ډول هوکړه شوې، خو د هغوی له رسمي وینا پاڼو داسې ښکاري چې همدا ډول یو پیغام یې تر لاسه کړی دی)
طالبانو تر اوسه همدومره ویلي چې له امریکا سره په مشروط ډول یوې هوکړې ته رسېدلي دي او امریکا چمتووالی ښوولی چې مهالوېش وټاکي. د مسکو په کنفرانس هم دا ډول خبره شوې ده. د طالبانو استازي عباس ستانکزي روسي رسنیو ته ویلي ( د افغانانو له خپل منځي خبرو مخکې دې، امریکا له افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو مهالوېش وټاکي او ضمانت یې راکړي.) امریکا له وړاندې د داسې چمتووالي نښې نښانې په ډاګه کړي چې د کب میاشتې په لومړیو کې د کابل پروسې ددویمې ناستې بحثونو کې پر مهالویش خبرې کوي ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته لوستلی شئ)
پرته له دې چې دا په پام ونیسو چې د ځواکونو د ایستلو لپاره پر ۱۸ میاشتني
مهالویش خبرې شوي او کنه، خو له منطقي پلوه دا کار شونی نه ښکاري. د بېلګې په ډول،
کله چې د ۱۳۹۰ په کب کې د ایساف ځواکونو کمېدو پرېکړه وشوه، (۹۰۰۰۰ یې امریکاییان
وو) درې کاله وروسته یې د ۱۳۹۳ کال په لړم میاشت کې شمېر ۲۸۰۰۰ ته راښکته شو (
داسې حال کې چې هغه وخت د ټولو ځواکونو وتل هیڅکله په پام کې نه وو او پاتې سرتیري د قاطع ماموریت په اډانه کې راوړل
شول)
پخواني شوروي بیا وکړای شول چې خپل نژدې یو لک سرتیري په لسو میاشتو کې
وباسي. د روسي ځواکونو د ایستلو بهیر د ۱۳۶۸ ثور کې پیل شو او د ۱۳۶۷ کال په سلواغې
کې پای ته ورسېد. ( خو دا کار یو څه اسان و، ځکه چې هغه مهال شوروي ګاونډی و او د
ځواکونو ایستلو لپاره یې ځمکنۍ لارې کارولی شوای) تر اوسه بحثونه د ټولو بهرنیو
ځواکونو پر ایستلو ورټول دي. په دې مانا چې د ناټو ځواکونه، هغه ځواکونه چې د ناټو
په چوکاټ کې نه دي او د نورو هېوادونو سرتیري هم پکې شامل دي. نیویارک ټایمز د
ځواکونو د ایستلو په برخه کې (جګړه ییز سرتیري) یاد کړې دي، چې ښايي مخامخ را
اخیستل شوې خبري نه وی او ښايي ورځپانې
تعبیري بڼه خپره کړې وي.
خو ښايي همدا د هغو ځواکونو لپاره چې په جګړه ییزو ماموریتونو کې برخه نه اخلي، د بحث لپاره یو څه شونتییا پرېږدي. د بېلګې په ډول د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت ځینې سرتیري ( چې شمېر یې لا هم راکم کړي) د روزنې، سلامشورو او مرستې لپاره پرېږدي. او یا هغه ډول چې بروکېنګ بنسټ یې یادونه کړې، د طالبانو په اجازه شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي سرتیري د سفارت خوندیتابه لپاره په افغانستان پرېږدي، او د دې وړتیا به هم ولري چې ترهګرۍ ضد ځیني محدود بریدونه وکړي او یا هغسې چې ولسمشر ټرمپ د ۱۳۹۷ کال په دلوې میاشت کې له سي بي ایس سره په مرکه کې وویل چې ښايي یوازې استخباراتي مامورین په افغانستان کې پاتې شي.
له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ځينې داسې پوښتنې هم شته چې په دې بهیر به شخصي امنیتي کمپنۍ هم شاملې وي او کنه؛ او بل دا چې امریکا به ګنې د اورپکۍ ضد موخو لپاره د افغان پوځ مرکزونو ته لاسرسی همداسې روان ساتي او کنه. داسې نښې نښانې هم شته چې که د سولې ممکنه هوکړه کېږي، ښايي امریکا وغواړي له افغانستان سره د ۱۳۹۳ کال دوه اړخیز امنیتي تړون وړاندې هم پر خپل حال وساتي. ( د امنیتي تړون په اړه د افغانستان د تحلیلګراو شبکې شننه او بشپړ متن دلته لوستلی شئ)
ښایي یوازې طالبان د داسې یوې هوکړې مخالفد نه وي چې امریکایي ځواکونه په
افغانستان کې د هوکړې له مخې کړنې وکړي او پاته شي. ستانکزي د مسکو په خبرو کې
وویل: ( موږ به په خپله خاروه کې یوه امریکايي سرتیري ته هم د پاتېدو اجازه ورنه
کړو) خو دا یوازې ستانکزی نه دی چې دا ډول احساس لري. په افغانستان کې د اسلامپالو
او ملتپالو او د ملي شورا د غړو په ګډون ځینې نور هم د امریکاییانو د شتوالي په اړه ورته نظر
لري. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ پرمهال له دې هوکړې سره کلک مخالفت وکړاو دا تړون یې لاسلیک نه کړ. د
امنیتي همکاریو دوه اړخیز تړون د ښاغلي کرزي ځای ناستي محمد اشرف غني هم پخپله
لاسلیک نه کړ، او دا واک یې د ملي امنیت
خپل سلاکار حنیف اتمر ته ورکړ . حنیف اتمر د ۱۳۹۸کال ټاکنو کې د اشرف غني ننګوونکی
سیال دی)
امریکا اوسمهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ سرتیري لري چې په دوو برخو کې وېشل شوې دي، يوه برخه یې په د قاطع ماموریت په چوکاټ کې دي، (د ۱۳۹۷ کال تر لیندۍ میاشتې د ناټو د شمېرو له مخې د دې سرتیرو شمېر۸۵۰۰ وو) او نور بیا د امریکا حکومت د اورپکۍ ضد ماموریت کې بوخت دي. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته ولولئ) د دې ترڅنګ،۸۰۰۰ نور سرتیري د هغو هېوادنو دي چې د ناټو غړي دي او یا هم په ناټو کې غړیتوب نه لري. په دې هېوادونو کې جرمني، ګورجستان ( اوسمهال جرمني د پوځیانو د ورکړې په برخه کې دویم او ګورجیستان څلورم ځای لري) بریتانیا ( له امریکا وروسته تر ټولو ډېر سرتیر لري) ، نیوزیلنډ، ترکیه او منګولیا شامل دي.
داسې ښکاري چې که امریکا له افغانستانه وځي، ښايي ګڼ هېوادونه – که د وتلو غوښتنه هم ترې ونه شي، له افغانستانه پښې سپکې کړي. مثلا، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اورسولا وان دير لېون په مرغومي کې رسنیو ته ویلي، که امریکا له افغانستانه خپل ټول سرتیري وباسي، هېواد به یې هم خپل سرتیري له افغانستانه وباسي. هغې د ناټو اصل هم یاد کړ چې وايي (یوځای ځو، یو ځای راځو) که په عملي ډول وکتل شي، له امریکايي ځواکونو پرته ډيرئ هغه سرتیري چې امریکايي عسکرو ته لوجیستیکي اسانتیاوې برابروي، ښايي په افغانستان کې پاتې نه شي، ځکه ډېرئ دا ډول سرتیري د امریکايي ځواکونو لپاره لوجیستیکي او هوايي سهولتونه برابروي او ټوله تکیه یې پر هغوی وي.
د نړۍ ځینې داسې هېوادونه او پارلمانونه هم شته چې د افغانستان له کړاو سره
خواخوږی لري او د
ځواکونو د وتلو هرکلی کوي. د کاناډا او فرانسې په څېر ځینې نورو هېوادونو له
وړاندې خپل ټول سرتیري له افغانستانه ایستلې دي. د ترکیې، آذرباییجان او بوسنیا په
څیر ځینې نور هېوادونه هم شته چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي او په افغانستان کې
يې سرتیري فعالیت کوي. خو متحده عربي امارت یوازینی عرب هېواد دی، چې په ایساف کې یې
ډاکټران او ځانګړي ځواکونه درلودل او له
افغانستانه ووتل.
۲- د اورپکۍ ضد عملیات
د رپوټونو له مخې طالبانو منلې د افغانستان خاوره به بیا د اورپکو ډلو د
عملیاتو لپاره نه کارول کېږي. دا هوکړه په اصل کې القاعدې او اسلامي دولت نومې ډلې
ته راجع کېږي. دارنګه دا هوکړه د پاکستاني طالبانو له تحریک او د ازبکستان له
اسلامي غورځنګ سره هم تړلې بلل کېږي. د دې غوښتنې اصلي ریښه په حقیقت کې د القاعدې
د مشر اسامه بن لادن د سيپټمبر د ۱۱ برید له پلان سره تړلې ده. د امریکاییانو باور
دا دی چې د ۱۳۸۰ کال هغه پېښه هغه وخت پلان شوې، یا یې لږ تر لږه الهام اخیستل شوی
چې اسامه بن لادن په افغانستان کې اوسېده او طالبانو هغه مهال اسامه بن لادن ساتلی
او له سپارلو یې ډډه کوله. ( پر هغه لومړی پر ۱۳۷۹ کال د یمن په سمندرغاړو کې پر
امریکايي سمندري سرتیرو د برید تور و او د همدې لپاره یې د ورسپارلو غوښتنه کوله) خو
طالبان هیڅکله په دې ډول بریدونو کې ښکېل نه وو او ظاهرا د دې ډول بریدونو د
پلانولو په اړه هم څه نه ورته ویل کېدل. له ۱۳۸۰ کال راهیسې، امریکا د افغانستان
جګړه ډېرځله د خپل ملي امنیت جګړه بللې ، او غواړي په دې ډول ډاډه شي چې دا هېواد
بیا پر امریکا د مخامخ بریدونو او یا هم د بریدونو د پلانولو لپاره ونه کارول شي.
نو ځکه، دا له عملي او هم نظري پلوه ډېره ګرانه ښکاري چې امریکا دې د خپلو ځواکونو
د ایستلو لپاره داسې هوکړه وکړي چې دغه ډول ډاډ په کې نه وي ځای شوی. داسې نه
ښکاري چې طالبان دې د داعش د مخنیوي لپاره له کومې هوکړې سره مخالفت وکړي.
سره له دې چې د دواړو ډلو په ایډیالوژۍ کې ځینې برخې مشترکې دي؛ او د ځینو
ادعاوو له مخې په ځینو سیمو کې د نه لاسوهنې هوکړې هم لري، خو بیا هم طالبان داعش
داسې سیال بولي چې جهاد یې ورسره اعلان کړی دی. له ۱۹۹۵-۱۳۹۶ کلونو راهیسې، له کله
نه چې داعشیان په افغانستان کې پيدا شوی دي، طالبانو ورسره په منظم ډول جګړه کړې
او داعش اورپکي هم ورسره جګېدلي دي. د القاعده او طالبانو ترمنځ اړیکي بیا ډېر
پېچلي دي او تر اوسه یې په غیر مستقیم ډول ځانونه ترې لرې ساتلې دي او په نامه یې نه یادوي.
د افغانستان حکومت، ګڼ لوېدیځ ديپلوماتان او په لویه کچه ولسي افغانان په
دې باور دي چې د هغو ترمنځ اړیکي نژدي دي او دومره پېچلي هم دي، چې بحث ته اړتیا
لري. له ۱۳۸۰ کلونو پخوا، القاعدې له
طالبانو سره په مالي او هم د وسله والو په برخه کې مرسته کړې. د طالبانو پخواني
مشر ملا عمر له دې امله خوندي ساتلي ووچې له پخواني شوروي سره یې جګړه کې ځانګړی
رول درلود. ( ملاعمر په خپله مجاهد و). خو وروسته بیا القاعده د دې پر ځای چې
خپلواکه وي، پر طالبانو یې تکیه کوله. هغوی په خپله نظریه کې داسې سیمې ته اړتیا
درلوده چې په باور یې ازاده شوې اسلامي
سیمه وي، او له هغه ځایه د جهاد اعلان وکړای شي؛ او افغانستان یوازینی دا
ډول ځای و چې هغوی درلودلی شو.
له همدې وجې اسامه بن لادن او ایمن الظواهري بیا بیا له طالبانو سره د خپلې ملګرتیا تارونه غځولې دي. طالبان هم له پوځي پلوه د القاعدې په انډول تر پخوا ډېر پياوړي وو، او آن اوس هم پياوړې دي. امریکا هیڅکله له ۱۳۸۰ را وروسته د القاعدې غړي له سلګونو ډېر نه دي بللی او دا شمېر په پوره ډاډ د طالبانو د شمېر یوه سلنه هم نه جوړوي. طالبان که پخوا کله هم له مالي او پوځي پلوه پر القاعده متکي وو، خو اوس القاعدې ته اړ نه دي. د طالبانو د ګټې وټې اصلي سرچینه اوس هغه مالیه یا پيسې دي چې له ولسي افغانانو یې ټولوي ( د بېلګې په ډول دغزني نمونه دلته لوستلی شئ…او یوازې له هغو سیمو یې نه ټولوي چې تر واک لاندې یې دي.) د سيپټمبر له ۱۱ وروسته داسې نښې نښانې هم شته چې طالبانو له القاعدې سره پر خپلو اړیکو له سره کتنه کړې او پر دې پوهېدلي چې همدې بریدونو پر افغانستان د دوی واکمني پای ته ورسوله. (۵)
دې ټولو خبرو، د افغانستان پر یوې لویې برخې کنټرول او له القاعدې سره د اړیکو بیا کتنې ته په پام سره، طالبان کولای شي د هغوی کړنې اداره کړي. دا چې طالبان په ښکاره نه غواړي نوم یې واخلي، ښايي په خلیجي هېوادونو او نورو ځایونو کې د خپلو مالي ملاتړو له قهرولو ډارېږي. د هغوی د بایللو تشه ښايي د سولې بهیر له لارې د واک په تر لاسه کولو ډکه کړي. وروستۍ خبره دا ده چې طالبان او القاعده له ستراتیژيک پلوه سره ډېر لرې دي. د القاعده ډلې پرعکس چې هدف یې نړیوال جهاد (داعش هم ورته موخه لري) او د نړیوال خلافت رامنځ ته کول دي، د طالبانو اجنډا یوازې پر افغانستان ورټوله ده. خو د دې مانا دا نه ده چې د طالبانو په منځ کې له نړیوالو جهادیانو سره خواخوږي نشته. خو تر اوسه یې عملي تګلارو کې نه ده په ډاګه شوې.
که القاعده افغانستان ته بیرته ګرځي او یا اسلامي دولت نومې ډله پکې پياوړې ځالې پيدا کوي، د طالبانو کورنیو موخو ته خنډونه جوړولای شي چې هغه د دوی د ایډیالوژۍ له مخې د (نږه اسلامي نظام) جوړول دي. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته ولولئ) که نړیوالې اورپکې ډلې د افغانستان خاروه کې محدود فعالیت ولري، او یا هم طالبان خپلو پخوانیو توندلارو تګلارو ته مخه اړوي، ښايي د ټولو ځواکونو له وتلو وروسته یوځل بیا د نړیوالو نا غوښتل شوی پام افغانستان ته واوړي. داسې ښکاري چې له نړیوالو اورپکو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکول خپله طالبانو ته ګټه لري او په دې ډول کولای شي د زده کړو او د ښځو د حقونو په اړه خپل دریځ بدل کړي.
نو له همدې وجې دا لوی انعطاف نه دی، او په حقیقت کې دا د طالبانو غوښتنه
ده چې له القاعدې او له اسلامي دولت نومې ډلې نه ځانونه لرې کړي- ځکه په دې ډول
دوی لږ تر لږه غواړي په افغانستان کې لا
هم له ځواکمنو ډلو واوسي. طالبانو بیابیا دا خبره کړې چې دوی به هیڅکله په افغان
خاروه کې هغو کړنو ته اجازه ورنه کړي چې د
نورو هېوادونو پرضد وکارېږي. دوی د مسکو په ناسته کې وویل:
(…موږ د نورو هېوادونو پرضد تخریبي اجنډا نه لرو. موږ په تېرو ۱۷ کلونو
کې په عملي ډول ثابته کړه چې موږ هیڅ ډول لاسوهنه په نورو هېوادونو کې نه ده کړې.
په ساده ډول ویلای شو موږ هیچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو
په ګډون د نورو هېوادونو پرضد وکاروي).
طالبانو تر اوسه په ښکاره ډول د القاعدې نوم نه دی اخیستی او ښايي دلیل به یې په ۱۳۶۰
لسیزه کې او له۱۳۸۰ کال مخکې اړيکي وي. خو تر ډېره داسې ښکاري چې طالبان امریکا ته
د ضمنات پر اهمیت پوهېږي او غواړي په دې ډول د چنې وهلو دریځ وساتي.
د بحث لپاره پرانیستې موضوعګانې
۱- اوربند
د امریکايي چارواکو له هغو څرګندونو چې د (هوکړې ټولګې) یا پکیج په اړه یې
کړي، داسې څرګندېږي چې یوازې دوې موضوعګانې په هغه هوکړه کړې نه دي شاملې چې په
اصولو کې پرې هوکړه شوې. لومړی، هماغسې چې مخکې یې يادونه وشوه، امریکا له طالبانو
غواړي چې داسې اوربند وکړي چې اوږدمهالی او په ټول هېواد کې وي؛ او له افغان حکومت
سره خبرو ته غاړه کېږدي. د افغانستان حکومت او امریکا اړ دي د طالبانو د هڅونې لپاره – چې روان ټپ درېدلی
حالت لرې شي، له ډېر څه تېر شي. داسې حال
کې چې اوس د ځواکونو وتلو لپاره هوکړه نژدې شوې، ښايي دا د طالبانو په ګټه نه وي
چې پر دې مسایلو له نرمښته کار وانه خلي.
په هر اړخیز اوربند کې به طالبان ژمنه کوي ( حکومت او نړیوال ځواکونه هم) چې جګړه به بندوي، له افغان حکومت سره به خبرې کوي او امریکايي ځواکونو ته به د وتلو اجازه ورکوي. د ۱۳۹۷ کال په لیندۍ کې په ابوظبۍ کې د خبرو پرمهال په درې میاشتني اوربند هم بحث شوی دی. ښاغلي خلیلزاد د لیندۍ پر ۳۰ اریانا تلویزیون سره په مرکه کې وویل تمه لري په خبرو کې له پرمختګ سره دا موده نوره هم وغځول شي. د ۱۳۹۷ کال د اختر په ورځو کې اوربند وښوده چې طالبان کولای شي پر اوربند هوکړه وکړي او په ټول هېواد کې یې عملي هم کړي. په یادو شویو درېيو ورځو کې آن له اوربنده یوه سرغړونه هم نه وه شوې او د افغانانو هیلې یې وټوکولې چې ښايي هېواد یې یوه ورځ بیا امن شي.
داسې ښکاري چې په اختر ورځو کې اوربند د طالبانو په اړه په لوېدیځ کې د ځینو څارونکو اندونه هم بدل کړل. پخوا ځینو څارونکو ګومان کاوه چې طالبان یو موټې ډله نه ده او داسې ګروپ دی چې د سمبالښت څرګند مشرتوب نه لري. ( دغسې یوه خبره همدا څه موده وړاندې د کاناډا پلازمینه اوټاوا کې د یوه نړیوال ورکشاپ پرمهال هم شوې وه) خو له شک پرته، کله چې د اوږدمهالي اوربند او د دې جګړې د پای ته رسېدو خبره کېږي، ښايي ښکېل اړخونه یې د پلې کېدو لپاره لا جدي وي او سر غړوونکو ته به یې سزا هم ورکول کېږي. هماغسې چې د ایکانومېسټ خپرنۍ لیکلي، طالبان پر دې هم ښه خبر دي چې که له اوږدې چوپتیا وروسته خبرې ناکامېږي، ښايي د دوی لپاره ډېره ګرانه وي چې خپل وسله وال وهڅوي چې جګړې ته ستانه شي. خو مهمه خبره دا ده چې که پر اوربند هوکړه کېږي، څرنګه به څارل کېږي، څوک به یې کوي ، او هغوی چې اوربند ماتوي، څه ډول بندیزونه او سزا به ورته ټاکل کېږي؟ هغه اوربند چې څارنه یې کېږي، که د ماتېدو په صورت کې سرغړوونکي ته سزا ورنه کړ شي، کار نه کوي.
په نړۍ کې د نورو شخړو تجربې ښيي چې خبرې هغه وخت بې پایلې کېږي، چې د
اوربند په اړه شوې ژمنې ماتې شي او هغه تاویلې ماویلې هم اوربند ماتوي چې لومړی تېری
چا کړی او چا ترې ډېره سرغړونه کړې ده . د
هغه ډول اوربند فکر هم ګران دی چې څارنه یې نه کېږي.
۲- د باور پیدا کولو لپاره د طالبانو غوښتنې
داسې حال کې چې امریکا اوس په ښکاره
خپلې اصلي غوښتنې د خبرو میز ته وړاندې کړې دي، طالبانو هم خپلې غوښتنې په
یو ډول نه یو ډول د کاغذ پرمخ راوړې دي او دا غوښتنې د مسکو په ناسته کې ستانکزي
هم رامخ ته کړې. په دې غوښتنو کې چې (د سولې لپاره لومړني ګامونه) بلل شوې، او لا
نور جزییات هم پکې ورکړ شوې دي، د طالبانو په ګومان داسې څه دي چې د سولې خبرو له
پیل مخکې باید تر سره شي. د طالبانو له خولې څلور لومړني ګامونه دا دي: ( د ټولو
بندیزونو لرې کول، د زندانیانو خوشې کول، په دوحه کې د طالبانو د دفتر په رسميت
پيژندل او د طالبانو د اسلامي امارت پر وړاندې د زهرجنو تبلیغاتو بندول)
پر طالب مشرانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کول د سولې په خبرو کې ځکه مرسته کولای شي چې هغوی به هر ځای ازاد تګ راتګ کولی شي ( خو له دې سره سره د طالب سیاسي مشران چې د دوحې په خبرو کې فعاله برخه لري، په اصل کې ځینو ناستو ته سفرونه کوي، په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننې دلته او دلته لوستلی شئ)
د طالبانو په وینا د زندانیانو په خوشې کېدو کې هغه لسګونه زره زندانیان شامل دي چې په (ښکاره او پټو) زندانونو کې ساتل کېږي. د دوحې دفتر چې درېيم ځای دی، د ۱۳۹۱ کال په چونګاښ کې پرانستل شو خو د افغانستان د حکومت پر اعتراض نژدې ژر بیرته وتړل شو. د حکومت نېوکه ( د افغانستان اسلامي امارت) د بڼې له کارونې سره وه او ادعا یې دا وه چې له حکومت سره موازي بڼه لري. د افغان حکومت اعتراض دا و چې دا دفتر د افغانستان له حکومت سره موازي په بهر کې د افغانستان د اسلامي امارت په نامه د یوه بل حکومت بڼه لري. خو له دې سره سره دې دفتر په نیمه رسمي بڼه خپل کارونه روان ساتل ( زموږ شننه دلته کتلای شئ)
طالبانو د امارت پرضد د تبلیغاتو د بندېدو غوښتنه وکړه او په ځانګړي ډول یې
هغه خبرې ناسمې وبللې چې طالبان پر ولسي خلکو او ودانیو بریدونه کوي. خو جالبه دا
وه چې طالبانو (د اورپکۍ) توري ته اشاره ونه کړي چې پرله پسې یې مخالفان د دوی لپاره کاروي.
په دوحه کې له شپږ ورځنیو خبرو وروسته هیڅ غاړې دې موضوعاتو ته اشاره نه ده کړې. خو داسې ښکاري چې د ۱۳۹۷ کال په لیندۍ کې په ابو ظبۍ کې د خبرو پرمهال دواړو غاړو دا موضوع راپورته کړې وه. د ابوظبۍ خبرې د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو په همغږۍ پیل شوې وې. د رسنیو د رپوټونو له مخې ( بېلګې یې دلته وګورئ) طالبانو د امریکا هغه غوښتنه رد کړې وه چې په کابل کې د امریکايي پوهنتون تښتول شوي استادان خوشې کړي. دا استادان په ۲۰۱۶ کال کې تښتول شوي او له طالبانو سره تړلې القاعدې ډلې ساتلې دي. ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته مالومه شوې چې امریکا د استادانو په بدل کې د انس حقاني د خوشې کولو وړاندیز هم کړی چې د جلال الدین حقاني د کورنۍ سړی دی. امریکاییانو غوښتل د ۱۳۹۳ کال په څیر چې د امریکايي پوځي بو برګډال په بدل کې یې پنځه طالب بندیان له ګوانتانامو زندانه پرېښودل، یوه تبادله وکړي. انس حقاني د پيسو راټولولو مهمه سرچینه وه چې په ۱۳۹۳ کال کې ونیول شو او په کابل کې ساتل کېږي. هغه په مرګ محکوم شوی دی)
۳- نوی سیاسي سیستم؟
په مسکو کې د ستانکزي وینا د طالبانو هغو پخوانیو ویناپاڼو ته ورته وه چې ګڼو کنفرانسونو ته وړاندې شوې دي ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته ولولئ) د مسکو په وینا کې هم ستانکزي پنځو ټکو ته اشاره وکړه چې ګنې د سولې پر وړاندې خنډونه دي. د طالبانو له نظره ښايي همدا د سولې د خبرو لویې بریاوې هم وي. هغه شپږ ټکي چې ستانکزي د سولې پر وړاندې خنډونه یاد کړل، دا دي:
( یرغل [ چې د ځواکونو د ایستلو له هوکړې سره به دا مساله حل کېږي]؛ په
افغانستان کې [ د خپلواک اسلامي نظام نشتوالی]؛ اوسنی اساسي قانون چې د ستانکزي په
باور [ د یرغل تر سيورې لاندې له لوېدیځه کاپي شوی او د افغانستان پر مسلمان ملت
تپل شوی دی] د هغه په وینا نوی اساسي قانونه باید افغان [عالمان؟] او [پوهان] له سره
ولیکي؛ د سولې په اړه د راتلونکو هوکړو د پلې کېدو لپاره د ضمانت نشتوالی؛ هغه د
ملګرو ملتونو، سترو ځواکونو، د اسلامي هېوادونو د کنفرانس غړو او د کوربنو هېوادو
نومونه د ممکنه ضمانت کوونکو په ډول یاد کړل؛ د امریکا د جګړې اوسنۍ تګلاره چې لا
نور ځواکونه یې افغانستان ته استولي، او د هوايي بریدونو ډېرېدل، پوځي عملیات چې
ولسي خلکو ته هم پکې مرګ ژوبله رسېږي)
د طالبانو په وینا پاڼه کې د بندیانو خوشې کولو موضوع د سولې پر وړاندې دوه
برابره خنډ بلل شوی ( خو پورتنی لیست کې نه دی راوړل شوې)
داسې حال کې چې لومړنی ټکی د دوحې په خبرو کې حل شوی او په اصولو کې پرېکړه
هم پرې شوې، خو پر دویم او درېیم ټکي بحث چې خورا مهمې او پراخې موضوعګانې دي، له
شک پرته یوازې له امریکا سره په خبرو نه هوارېږي. په دې برخه کې چې د ممکنه نوي
اساسي قانون جوړېدل او راتلونکی سیاسي
جوړښت پکې شامل دي – چې دواړه افغان لوري به پکې منحل کېږي، داهغه مساله ده چې په کې د پرمختګ څرنګوالی
ناروښان دی. طالبانو له وړاندې په ډاګه
ویلي چې دوی به په ساده بڼه له اوسني سیاسي سیستم سره یو ځای نه شي او خپلې وسلې
به پر ځمکه کېنږ دي، ځکه د دوی لپاره دا کار د تسلیمۍ په مانا دی، نو ځکه یې پر
ځای دوی د نوي اساسي قانون په ګډون چې افغان عالمان او پوهان به یې لیکي، د سمونو
غوښتنه کوي. دا غوښتنه د مسکو په وروستۍ ناسته کې هم تکرار شوه.
په عین حال کې د افغانستان حکومت او د هېواد ډېرئ وګړي دې ته راضي نه دي چې دښځو، بشري حقونو او د
لږکیو دحقونو په څیر هغه بریاوې وبایلي چې
اساسي قانون کې ځای شوې دي. کله چې پر دا ډول موضوعاتو بحثونه پیل شي، دواړو لوریو ته به پر داسې سیاسي او
قانوني سیستمونو بحثونه له ننګونو خالي نه وي چې دواړه اړخونه یې د سمونو لپاره
غوښتنه کوي. په ورته حال کې به نه یوازې د جنسیتي برابرۍ پر خوندیتابه خبرې کوي، چې
د داسې حقونو د خوندي کولو لپاره به هم خبرې کېږې چې په اصل کې د ټولو لپاره په
پام کې نیول کېږي.
ګڼو رسنیو داسې رپوټونه هم ورکړي (بېلګې یې دلته لوستلی شئ) چې د دوحې په هوکړه کې به لنډمهالی حکومت هم شامل وي چې طالبان به یې برخه وي. لنډ مهالي حکومت ته د داسې ممکنه میکانیزم په سترګه کتل کېږي چې له هوکړې وروسته به په افغانستان کې پلی کېږي او ګواکې په دوحه کې له وړاندې په دې اړه بحث شوی دی. خو خلیلزاد په کابل کې په بشپړ ډول دا ډول بحثونه رد کړل (دلته یې خبرې لوستلی شئ). خو په اساسي قانون کې د راوړل شویو حقونو په اړه خلیلزاد په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي (دلته یې لوستلای شئ) امریکا ( تل د دیموکراتیک نظام پلوي کوي چې د هر افغان حق ته پکې درناوی شوی وي، او ټول د قانون له مخې مساوي حقونه او مسوولیتونه ولري… موږ پر دې موضوعګانو له طالبانو سره خبرې نه دي او دا د افغانستان کورنۍ مسالې دي)
داسې حال کې چې اوس د خبرو میز ته یوازې دوه اړخونه- طالبان او امریکا ناست
دي، داسې نه ښکاري چې دا دې پیاوړې ژمنتیا وي او همدا یوه ځانګړې اندېښنه ده. د افغان امنیتي ځواکونود بڼې او د طالبانو د
اوسنیو وسله والو په اړه ښايي په نژدې راتلونکې کې بحثونه ونه شي. ښايي پر دې هم
ژر بحث ونه شي چې طالب وسله وال بې وسلي شي او تر یوه نوي ممکنه سیاسي سیستم لاندې
له افغان ځواکونو سره په ګډه یو شریک ځواک جوړ کړي.
۴-
یوه هو کړه که ډېرې؟
یوه ډېره مهمه رسمي پوښتنه دا ده چې څو هوکړې به کېږي او دا هوکړې به د چا
ترمنځ وي. ښايي یوه درې اړخیزه هوکړه د افغان حکومت، طالبانو او امریکا ترمنځ وي.
یا ښايي یوه هوکړه د ځواکونو د ایستلو او یوه د سولې هوکړه وي چې سیمه ییز چوکاټ
ورکړ شي او دا پکې روښانه شي چې د هوکړې اصول څه ډول پلي شي او څوک یې څارنه وکړي.
ښايي د داسې هوکړې شونیتیا هم وي چې یوازې امریکا، طالبان او نور ښکېل اړخونه پکې
برخه ولري. د بېلګې په ډول افغان حکومت او یا نورې ښکېلې افغان ډلې د هوکړې لاسلیک
ته، دې ته له پام پرته چې ډېر
څه په کې مومي که نه، وهڅول شي.
د رنډ بنسټ وړاندیز: پلان او که تش د مسودې ځینې وړاندیزونه:
دا تېرو څو اوونیو کې د رنډ بنسټ پر یوې خپرې شوې طرحې په کابل کې ډېر بحثونه کېږي. په دې طرحه کې
ځینې داسې ټکي شته چې په دوحه ناسته کې یې ځواب ویل شوی دی. دا چې (د افغانستان د کړکیچ هواري لپاره هر
اړخیزه هوکړه) نومېږي، داسې طرحه بلل شوې چې ګنې
خبرې پرې روانې دی او د ډېرئ موضوعاتو لپاره ګڼ غوراوي پکې راوړل شوې دي. که
څه هم کره بڼه یې مالومه نه ده، خو موخه یې دا ده چې د خبرو لپاره ممکنه کافي مواد
او متن چمتو شي، او داسې نه ښکاري چې دا
طرحه دې یوازې تجربه وي. خلیلزاد له ۱۳۷۲ تر ۱۳۷۹ پورې د همدې تحقیقي بنسټ لپاره
کار کړی، نو له همدې داسې اټکل کېدای شي چې د هغه له نوښت او یا یې له نوښت پرته
دا طرحه په داسې بڼه جوړه شوې چې کار یې په ډاګه شي.
د دې طرحې پر ځېنو برخو له وړاندې د رویټرز، نیویارک ټایمز، پژواک او طلوع ټلویزیون له خوا بحثونه شوې دي. یادو شویو اسنادو چې جزییات یې هم خپاره شوې دي، په ډېرو افغانانو کې داسې پراخه وېره هم رامنځ ته کړې چې د دوی پر سرونو معامله روانه ده. نیویارک ټایمز ادعا کړې چې دا طرحه لورېل میلر لیکلې ده. هغه د ۱۳۹۶ کال تر غبرګولي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و. رویټرز بیا په کابل کې د امریکا د سفارت له خولې ویلي چې رنډ بنسټ خپلواکه اداره ده او د امریکا د تګلارو استازیتوب نه کوي. د یادې شوې طرحې په متن کې داسې ژور جزییات راوړل شوي چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام په اړه لانجمن وړاندیزونه برېښي او دا هم پکې ویل شوي چې افغانستان څرنګه هغه ځای ته رسېدلی شي.
په وړاندیزونو کې یو نوی سیاسي سیستم دی چې په دې هوکړه یا انتقالي حکومت
او یا هم د افغانان ترمنځ له بحثونو به ټاکل کېږي. بل وړاندیز د نوي اساسي قانون
دی چې د عالمانو دممکنه لوړې شورا له خوا ټول قوانین له اسلامي اصولو سره پرتله
شي؛ یو داسې ګډ پوځي کمیسیون به جوړېږي چې پخواني وسله وال پکې مدغم شي. په
وړاندیزونو کې دا هم ویل شوي چې د ولسمشر واکونه به راکمېږي او لویو زونو ته به
ممکن واکونه ویشل کېږي.
په دې طرحه کې دا هم ویل شوي چې ټول مهم اړخونه او ډلې د دې هوکړې لاسلیک
لپاره وربلل کېږي او د نورو په استازیتوب د حکومت هوکړه لاسلیکوي.
سره له دې چې په روښانو ټکو نه دي ویل شوي خو په ګڼو وړاندیزونو کې د پخوانیو جهادي مشرانو او اوسنیو سیاسي مخالفانو اغیز ته رسمي بڼه ورکړ شوې ده. په دې طرحه کې سیمه ییزې ملېشې لا نورې غندل شوې دي او ناسیاسي او خپلواکو ځواکونو ته لومړیتوب ورکړ شوی چې کولای شي په افغانستان کې د توکمیز اوسیاسي وېش په ورکاوي کې مرسته وکړي. نو دا طرحه په ۱۳۸۰ کال کې د زلمي خلیلزاد د بېړنۍ لویې جرګې تګلارې ته ( چې تر ډېره پکې جهادي مشران وو) ورته ښکاري. د اوسني افغانستان په سیاسي بنسټونو او ولسواکۍ کې د همغې جرګې رول خورا مهم دی. ( د نورو مالوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ)
د بشري حقونو په اړه د رنډ بنسټ اسناد کمزوري دي،
او له هغو اصولو یې د یوه اصل په بڼه یادوي چې اساسې قانون پرې ولاړ دی او له
اسلام وروسته او له افغان دودنو مخکې راوړل شوې دي. ټینګار پکې دا شوی چې ( د
افغانستان ټولو ګړي حق لري چې په مساوي ډول، زده کړو، کار او روغتیايي اسانتیاوو
ته لاسرسی ولري) روغتیايي
اسانتیاوو ته لاسرسی څه نا څه د طالبانو دریځ ته
ورته دی او هغوی هم په ګڼو وینا پاڼو کې ورته خبره کړې. په خپرو شویو اسناود
کې داسې وړاندیز هم شوی چې د بښنې اوسنی قانون دې د طالبانو پر غړو هم په ورته ډول
پلی شی. د عفوې په قانون کې ( د حق العبد یا له شخصي ادعاوو او شخصی جرمونو پرته
نورې ټولې پخواني پوځي او سیاسي کړنې معاف
دي.)
د خپرو شویو اسنادو په لمنلیکونو کې لږ نور وضاحت هم شوی ( اړوند قانون…
لانجمن دی ځکه د بښنې ساحه یې پراخه ده.) (۶)
ډير هغه څه چې د بشري حقونو په اړه په لمنلیک کې راوړل شوي دي، داسې نه
ښکاري چې ډېر پام دې ورته شوی وی. د روغې جوړې لپاره ځانګړی څپرکی لیکل شوی او داسې
اټکل کېږي چې د بښنې په مادې کې به یې ځینې برابرۍ راوړې وي. په یاده شوې طرحه کې
د ۱۸ میاشتو مهالوېش هم راوړل شوی چې ښايي د ځواکونو د وتلو، د انتقالي حکومت او د
نوي اساسي قانون جوړېدو ممکنه موده وي.
د ناټو په اړه وړاندیز دا دی چې په هوکړه کې به څلورم مهم اړخ وي. دا
وړاندیز د افغان لوریو له خوا په راتلونکې کې د اورپکۍ ضد عملیاتو د ملاتړ لپاره
رامخ ته کېږي. سره له دې چې کم شمېر امریکايي ځواکونه به وي، خو داسې ګډ کمیسیون
به رامنځ ته کېږي چې څلور اړخونه ولري او د
طرحې پلې کېدا وڅاري. د ملګرو ملتونو د سوله
ساتو ځواکونو دفتر ته د داسې غوراوي په سترګه کتل شوي چې د هوکړو پلي کېدل وڅاري. وسله وال به د خپل پخواني نوم یانې د طالبانو
اسلامي غورځنګ په نامه فعالیت کوي- نه د امارت په نامه، د داسې ډلې په بڼه منل
کېږي چې حکومت به یې اداره کوي.
د افغانانو غبرګونونه
داسې پوخ اټکل کېدای شي چې افغان حکومت به خپاره شوي اسناد لوستلي وي. ولسمشر اشرف غني او د افغانستان عامه سکتور په خورا تونده ژبه غبرګونونه وښودل. غبرګونونه هم رنډ اسنادو ته په ډاګه شول هم د دوحې خبرو ته راڅرګند شول او دا داسې خبرې وي چې د افغانستان حکومت پکې ګډون نه درلود. دوی داسې ګڼله چې ښايي د رنډ بنسټ پر طرحه بحث شوی وي. مخکې له دې چې خلیلزاد د دوحې له خبرو وروسته کابل کې له ولسمشر غني سره وګوری، ښاغلي غني په ډاګه وویل: ( افغانان هیڅکله لنډمهالی حکومت نه مني، نه یې نن مني، نه یې سبا او نه هم سل کاله وروسته) د ۱۳۹۷ کال په تله کې افغان حکومت لا له وړاندې رسنیو سره په خبرو کې دا پیغام په ډاګه کړی و چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو کې څنډې ته کړل شوې دی ( د رسنیو رپوټونه دلته ولولئ)
د سلواغې پر۸ له خلیلزاد سره تر ناستې وروسته ولسمشر غني ولس ته تلویزیوني
وینا وکړه او پر خپلو سرو کرښو یې ټینګار وکړ. د هغو ديپلوماتانو له خولې چې دې
ناسته کې يې برخه لرله، دا غونډه خورا اوږده او لانجمنه وه. د هغه متن له مخې چې د
افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته رسېدلی، ښاغلي غني داسې نوملړ په ډاګه کړ چې د بدلون
وړ نه دی. په دې ډله کې، ملي یووالی، ملي
خپلواکي، د خاورې بشپړتیا او داسې پیاوړی مرکزي حکومت چې د افغانانو اساسي حقونه
پکې خوندي وي. هغه یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې له حکومت سره یې مخامخ
خبرې وکړي. درې ورځې وروسته، د سلواغې پر۱۱ هغه یو بل پیاوړی پیغام زلمي خلیلزاد او طالبانو ته
واستاوه.
د کابل د لویې جرګې په کېږدۍ کې د ځوانانو استازو ته په وینا کې ولسمشر غني اعلان وکړ چې که څوک فکر کوي چې دی به د ګندمک بله معاهده ( په ۱۲۵۷ کال کې د افغانانو او انګریزانو ترمنځ هغه هوکړه چې افغانستان پکې پر خپله خاوره واک له لاسه ورکړ) لاسلیک کړي، تېروتنه کوي. له دې داسې ښکاري چې د خلیلزاد مالوماتو د ولسمشر غني وېره نه ده راکمه کړې. د افغانانو ترمنځ په لویه کچه د وېرې داسې نښې نښانې شته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو یوازینۍ موخه به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل وي، نه د سولې یوې هوکړې ته رسېدل؛ او دا هغه څه دي چې په خواله رسنیو کې یې مدني فعالان هم وايي. داسې اندېښنې هم شته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې ښايي داسې هوکړه افغانانو ته وړاندې کړي چې افغان حکومت یې له منلو پرته بله لار ونه لري.
تر اوسه دا اندېښنې د اشخاصو له خوا را پورته شوې دي، نه د بنسټونو له لوري. د بېلګې په ډول، په کابل کې مېشت ژورنالست او پوهنتوني استاد سمیع مهدي وايي ( هغه سوله چې بشري حقونه، د ښځو حقونه، د وینا ازادي، د لږکیو حقونه او د ولسواکۍ سیستم پکې نه وي، اوږدمهالې نه شي پایېدلی) په کابل کې د مخکښې هشت صبح ورځپاڼې یوې مقاله کې چې سامعې رامش لیکلې، د اساسي قانون، د بشري او ښځو حقونو د دفاع غږ پورته شوی او وايي تر اوسه نیمه لاره وهل شوې ده. یوه هغه اداره چې تر اوسه یې اندېښنه ښوولې، د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی ده چې وايي د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د وینا او رسنیو ازادي له پامه غورځول شوې ده.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د ښځو او بشري حقونو د ځینو ادارو اندېښنې هم اورېدلې دي. د افغان ښځو شبکې د ۱۳۹۷کال د سلواغې پر ۱۵ له افغان مرکچیانو غوښتنه وکړه چې ( موږ د افغانستان ښځې د دې بهیر په اړه ډېره اندېښنه لرو) دوی له ټولو هغو نارینه افغانانو چې دسولې په خبرو کې ونډه لري، شپږو ټکو ته د ژمنتیا غوښتنه وکړه. ( سیاسي حالت مه بدلوئ، پر قانون او نظم جوړجاړی ونه کړئ، د سولې خبرو کې ښځو ته برخه ورکړئ، هغه سوله مه غوره کوئ چې بشري حقونه پکې نه وي، د ښځو د حقونو په اړه روښانه واوسئ او د افغانستان اړيکي له نورې نړۍ سره مه پرېکوئ) ځینو نورو د هوکړه شوې طرحې ملاتړ ته ودانګل. مثلا، خبریال حبیب خان توتاخیل چې د لنډمهالي حکومت طرحې ملاتړ یې کړی، وايي یوازې سیاسي مشران له دې طرحې وېره لري.
د افغانانو د وېرې لرې کولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو یوه ویاند فارن پالیسۍ ورځپاڼې ته د خلیلزاد د کارونو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل ( په هره وروستۍ پرېکړه کې به ټول افغانان ونډه لري چې طالبان، افغان حکومت او نور افغان سیاستوال پکې راځي. ) له شک پرته د دې ډول خبرو وخت، طبیعت او موضوعګانې به خورا مهمې وي. دا چې هغه بحثونه به چې په افغانستان کې دننه کېږي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو ملاتړ وکړي او کنه، تر ډېره سیمه ییزو سیاسي ترینګلتیاوو پرې سیوری غوړولی دی. د ولسمشر سیاسي مخالفان غواړي هغه لا نور کمزوری وویني او تمه یې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې دي. له بده مرغه دا داسې وخت دی چې دا هېواد هغه ډول سیاستوالو ته اړتیا لري چې اوږده راتلونکې په پام کې ونیسي.
د فبرورۍ پر پنځمه د ولسمشر غني ځینو سیاسي سیالانو د مسکو په ناسته کې ګډون وکړ.( د طالبانو له لوري د پلاوي مشري ستانکزي کوله) داسې ادعا کېږي چې هغه ناسته دا ځل د روسیې حکومت نه وه همغږې کړې، ( خو ناسته په همغه هوټل کې وه چې د ۱۳۹۷ کال په لړم کې غونډه پکې جوړه شوې وه. نور مالومات دلته ولولئ) په کابل کې د روسیې سفارت په خبرپاڼه کې ویلي ( دلته یې لوستلی شئ) چې دا ناسته په روسیه کې د مېشتو افغانانو ټولنې له خوا جوړه شوې ده. د مخکني ولسمشر حامد کرزي په ملتیا د ۳۸ سیاستوالو یو لیست خپور شو چې د مسکو په ناسته کې به ګډون کوي، خو د خپاره شوي لیست ترڅنګ ځینې نور کسان هم په یاده ناسته کې لېدل کېدل. (۷)
د غونډې هغو افغان ګډونوالو چې طالبان نه وو، دا ناسته د افغانانو ترمنځ لومړنۍ خپل منځي ناسته وبلله. ( دلته یې بشپړ متن لوستلی شئ، خو په دې ناسته کې د ګډونوالو نومونه نه دي یاد شوي) د رپوټونو له مخې د سولې عالي شورا او د افغانستان د حکومت استازي مسکو ناستې ته نه وو بلل شوي. خو د سولې عالي شورا د سلواغې پر ۱۵ په یوه خبرپاڼه کې هیله وښوده چې د مسکو ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لار پرانیزي. حاجي دین محمد چې په نومبر میاشت کې یې په مسکو ناسته کې برخه لرله، دا ځل د هغو کسانو په لیست کې وو چې له ښاغلي کرزي سره تللي وو.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته هغو خبریالانو چې د خلیلزاد په خبري ناستو کې یې برخه درلوده، په خصوصي ډول ویلي چې هغه له ولسمشر غني ناخوښ ښکارېده او د هغه خبرې یې (ځان ته غره والی) بللی دی. د ادعاوو له مخې خلیلزاد پر ولسمشر غني تور پوری کوي چې د هغو شرایطو له مخې سوله غواړي، چې غني پکې په واک کې پاتې شی. خلیلزاد ویلي طالبان لا هم له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي خو وايي قومي ډلو سره خبرو ته تیار دي. نو له همدي وجي هغه کسان چې په مسکو ناسته کې یې برخه لرله، داسې انګیري چې امریکا پر ولسمشر غني له فشار سره همغاړې ده. اتمر په نامستقیم ډول د سلواغې پر ۱۵ په خپله اعلامیه کې وویل چې هغه به پر داسې خبرو ټینګار وکړي چې ټول افغانان پکې برخه ولري، خو په عین حال کې یې پر حکومت هم غږ وکړ چې ( د سولې بهیر ته دې له کوچنۍ کړکۍ نه ګوري او د سولې د هڅو پرمهال دې د نظام او ملي بنسټونو په خوندیتابه کې د سیاسي ګوندونو او ملت رول مهم وګڼي)
خو طالبانو په هغه اعلامیه کې چې د سلواغې پر ۱۵ یې د ایمېل له لارې رسنیو
ته استولې، ویلي (غواړي د مسکو په ناسته کې د شریعت په رڼا کې خپل دریځ بیلا بیلو
ګوندونو ته په ډاګه کړي، غواړي د افغانستان د راتلونکې په اړه خپله تګلاره او
میکانیزم روښانه کړي، د اشغال ختمولو او په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او د
افغانانو ترمنځ د اسلامي حکومتولۍ په اړه خپل
دریځ په ډاګه کړي)
د طالبانو په مرکچۍ ډله کې بدلون
طالبانو د سلواغې پر ۴ ملا عبدالغني برادر چې په ملا برادر مشهور دی، په دوحه کې د خپل دفتر مشر وټاکه. له دې نوې ټاکنې سره د طالبانو استازي ښايي اوس د سختو مسایلو په اړه په خبرو کې ورګډ شي. ملا برادر د ستانکزي ځای ناستی شو. عباس ستانکزی یو داسې کس و چې په طالب غورځنګ کې یې پراخ ځای نه درلود او د کندهار ولایت څخه نه و. ستانکزي د نومبر په نیمايي کې د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته کې هم د طالب استازو مشري کوله ( د رسنیو رپوټونه دلته ولولئ) او له هغې څو میاشتې وروسته هم مشر و. برادر بیا د بلې کچې سړی دی. هغه د دې غورځنګ له پیله، د ۱۳۷۰ لسیزې څخه تر ۱۳۸۸ کال پورې د طالبانو د بنسټ ګر ملا محمد عمر مرستیال و. ملابرادر پاکستاني استخباراتو ځکه ونیو چې د ای ایس ای له اجازې پرته یې د حامد کرزي له حکومت سره د سولې په ممکنه خبرو کې برخه اخیسته. (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته ولولئ) هغه د امریکا د فشار له وجې د ۱۳۹۷ کال په منځ کې پاکستان له بنده پرېښود. ملا عمر ته د هغه نژدېوالی چې د طالبانو په غورځنګ کې له هر ډول نیوکي لرې و، لویه سرمایه بلل کېږي. همدا باور هغه ته په خبرو کې بشپړ واک ورکوي، او دارنګه که هره راتلونکې هوکړه کې د طالبانو ټولې غوښتنې نه منل کېږي، ملابرادر پکې د یوه ضمانت کوونکي رول لوبولی شي.
د ملا عمر زوی یعقوب چې اوس د طالبانو له دوو مرستیال مشرانو دی، ښايي د برادر نظریو ته ځان مسوول وګڼي. ملابرادر تر اوسه د دوحې په وروستیو خبرو کې برخه نه ده اخیستې او له کراچۍ دوحې ته نه دی رسېدلی خو اټکل دا دی چې ښايي د کب پر ۶ د سولې بل پړاو خبرو ته ورسېږي.
پایله: ځینې طرحې او اضافي لارې
په دوحه کې هغه لومړیتوبونه چې د امریکا او
طالبانو ترمنځ په خبرو کې رامخ ته شوي، په واشنګټن کې د داسې ولسمشر ژمنتیا ده چې
خپلې تګلارې یې ( امریکا لومړۍ ده) د شعار پر بنسټ درولې دي. داسې ښکاري چې امریکا په اصل کې خپل امنیت ته
لیوالتیا لري غواړي افغانستان کې خپل زیانونه راکم کړي. خو له دې حقیقته سترګي نه
شي پټېدای د هغه څه په اړه چې دواړه اړخونه پرې خبرې کوي، په خپله یو لوی پرمختګ
دی. دا چې خبرې دوو اړخونو ته محدودې شوې دي، همدې کار له بل هر وخته ډېر پرمختګ
ته زمینه برابره کړې. خو له دې سره سره، هغه پرمختګونه چې تر اوسه شوې دي، اړینه
نه ده چې د افغانانو ګټې دې پکې وي، باید یوازې د امریکا له اړخه ورته وکتل شي.
کله چې پر رسنیو په دې وروستیو کې بیلا بېلې اعلامیې
خپرې شوې، له طالبانو سره لومړنۍ ممکنه طرحه یا طرحې هم له سیاسي غباره راووتې.
امریکايي لوري خپله خورا مهمه سره کرښه ماته کړه چې د ولسمشر نه زغم او کاواکه
پرېکړې پکې مهمه ونډه لري: تر هغې چې کابل په خبرو کې نه وي، له طالبانو سره
مذکرات نه کېږي. د بېلګې په ډول د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر داسې څه دي چې له
ډېرې پخوا پرې ټینګار کېږي. ښايي دا ګام یوه داسې هڅه تعبیر شي چې په مرسته یې د
افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوسنی ټپ
درېدلی حالت مات کړي او حکومت د سولې په خبرو کې ورګډ کړ شی. د لوبې توپ به بیا هم
د طالبانو په لاس کې وي، او د امتیاز اخیستو لپاره دا ځل د هغوی وار دی.
هماغسې چې پاس یې یادونه وشوه، د هغوی په خوا کې د نورو پرمختګونو لپاره
فرصت شته. د دې ترڅنګ طالبانو د خپلو مرکچیانو په ډله کې نوي پیاوړي کسان ټاکلي دي
چې پرېکړو ته یې ژمن پاتېدل پرتله ییز ډول اسان دي. بل پلو، داسې حال کې چې امریکا
له ولسمشر غني نه د ناخوښۍ پیغامونو خپرول پیل کړې دي، د خپل دریځ پياوړي کولو
لپاره یې د مسکو له ناستې سره هممهال پر غني فشارونه هم راوړې دي. هغوی وايي له
ډېرې پخوا راهیسې له نورو افغانانو سره خبرې کوي. همدا کار د سیاسي مخالفانو او
نورو هغو ډلو په مرسته د مسکو په راتلونکو خبرو کې هم کولای شي، چې تر همدا څه
موده وړاندې د حکومت برخه وو. په دوحه کې هم حکومت د خبرو برخه نه و.
د سولې له خبرو د حکومت ایستل یوه لویه ستونزه ده. سره له دې چې د بې نظمو
ټاکنو پایله کې د حکومت مشروعیت ته زیان ورسېد، بنسټونه یې کمزوري او تر ډېره په
بهرنیو سرچینو متکي دي، خو هیڅکله دا ډول ساده له پامه نه شي غورځول کېدای. که د امریکا او طالبانو ترمنځ
خبرې د امریکايي ځواکونو وتلو او یا هم د کمېدو هوکړې ته لار برابره کړي، ښايي
همدا کار له اخلاقي پلوه طالبانو ته مورال ورکړي او په دې سره به په کور دننه داسې
وګڼل شي چې داسې پرېکړې پرې تپل کېږي چې خلک ترې خوښ نه دي.
دا هر څه به یوې داسې هوکړې ته لار برابره کړي چې تر ډېره په کې د امریکا
ګټې خوندي شوې وي، او د افغانستان خپلې ګټې پکې کمې وي. له هغې هوکړې چې پر چوکاټ
یې هوکړه شوې، دا په ډاګه کېږي چې لا هم د دوو موضوعاتو په اړه نور کار ته اړتیا شته؛ او آن که ځینو افغان ډلو
سره پرې خبرې هم کېږي، لا اوږده لار په مخ کې ده. په پای کې د پرېکړې لپاره ګڼو او
منظمو افغان اړخونو ته هم اړتیا شته. نو ځکه د پرېکړې د منلو لپاره د اوسنیو حقونو
د خوندیتابه ضمانت هم اړین دی. لا روښانه نه ده چې کوم افغان سیاسي ځواک به دا
حقونه په زور وساتي او یا به یې په واک کې د پاتېدو لپاره قرباني کړي.
(۱) په دوحه او ابوظبۍ کې خبرې داسې مهال وشوې چې په سیمه کې حالت ترینګلي و، په دې مانا چې سعودي عرب او متحده عربي امارت په یوه خوا کې دي او قطر په بله خوا کې ولاړ دی. د ابوظبۍ خبرې (د پاکستان په ګډون د پنځو هېوادونو استازو پکې ونډه لرله) د پاکستان او متحده عربي اماراتو ناکامه هڅه وه او دا ډيپلوماسي د دې لپاره کېده چې د طالبانو خبرې له قطره لرې وشي. خو جالبه داد ه چې طالبانو وکړای شول چې خبرې بیرته قطر ته یوسي. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د مالوماتو له مخې یوازې طالب او امریکايي استازو پکې له یوه بل سره خبرې کولې) امریکا د خپلو ملګرو سعودي او اماراتو د تمې خلاف قطر کې خبرو ته ولاړه ؛ او دا ددې ممکنه نښه ده چې امریکايي استازی خلیلزاد له څومره فشار لاندې دی.
(۲) داسې ښکاري چې ستانکزی د دوحي په وروستي پړاو خبرو کې ښکېل نه و. هغه لیست چې د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس خپور کړی، په هغې کې د ستانکزي نوم نشته. پر ځای یې له هغو پنځو کسانو چې له ګوانتانامو زندانه خلاص شوي وي، دوو ته یې پکې ځای ورکړ شوی و. په هغوی کې پخوانی وزیران محمد فاضل او خیر الله خیرخواه وو چې د رپوټونو له مخې یې د مرکچۍ ډلې مشري کوله. له هغو مرکو چې له خبرو وروسته خپرې شوې، داسې نه ښکاري چې ستانکزی دې په خبرو کې د نه ګډون له وجې قهرېدلی وي. له اریانا نیوز سره خبرو کې هغه آن د سولې خبرو کې د ملا برادر د مهارتونو ستاینه هم کوله.
(۳) د افغانستان حکومت، د کرزي او
د ولسمشر غني دواړو په واکمنۍ کې هڅه کړې چې د نورو حکومتونو او د ملګرو ملتونو په
مرسته د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ خبرو ته لار برابره کړي، خو جالبه وه چې
دا په ټپه ولاړ حالت د مسکو ناستې مات کړ.
(۴) د افغانستان په اړه د نومبر په نیمايي کې د مسکو ناسته ( چې د مسکو پر مشورتي فارمټ هم مشهوره شوې) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همغږې کړې وه. واشنګټن پوسټ لیکلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېیرګی لاوروف چې د افغانستان په لانجو پوهېږي، په دې ناسته کې مهم رول درلود. د طالبانو یوه پلاوي په هغه ناسته کې ګډون درلود چې په پراخه کچه رسنیو پوښښ ورکړ. هغه ناسته چې په اصل کې د سپټمبر پر ۴ پلان شوې وه، د افغانستان حکومت یې په اړه شکونه درلودل او ټینګار یې کاوه چې مشري یې حکومت وکړي، ځکه د افغانستان حکومت ګومان کاوه چې دا ناسته به د طالبانو نړیوال دریځ پیاوړی کړي. حکومت پرېکړه وکړه چې په رسمي ډول برخه پکې ونه اخلي. امریکا په لومړي سر کې منلې وه او له همدې وجې هغه ناسته یوڅه وځنډول شوه. بالاخره د افغانستان د سولې شورا استازو پکې له افغانستانه ونډه لرله. د سولې شورا په رسمیاتو کې خپلواکه ده خو د افغانستان د حکومت په لار ښوونه کارونه کوي. ( په هغو خبرو کې د سولې شورا مرستیاله یوازینۍ ښځه وه چې برخه یې پکې لرله) امریکا هم په مسکو کې خپل ديپلوماتان د څارونکو په ډول ور استولي وو. ( هند هم ورته کار کړی و) په هغه ناسته کې د پاکستان، چین او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د یپلوماتانو هم ګډون درلود ( لیست یې دلته وګورئ) خو په روسیه کې د افغانستان سفیر عبدالقیوم کوچی چې د ولسمشر غني تره دي، هم په هغه غونډه کې لیدل شوی و. ( نور دلته ولولئ)
(۵) په ۱۳۹۲ کال کې مایکل سمپل، چې له اوږدې مودې د افغانستان او طالبانو حالت څاري، او د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په سیاسي استازولیو کې یې هم کار کړی دی، د یوه لوړ پولي طالب چارواکي له خولې لیکلي ( نژدې ۷۰ سلنه طالبان پر القاعده غوسه دي. زمو خلکو فکر کاوه چې القاعده یو افت دی چې له اسمانه را استول شوی دی. ځینو ان ګومان کاوه چې القاعده د امریکاییانو جاسوسان دي. په اصل کې طالبان ساده وو، په سیاست نه پوهېدل او القاعده ته یې په خپلو کورونو کې هر کلی ووایه. خو القاعده زموږ میلمستیا ته په سپکه سترګه وکتل. زه په ګوانتانامو کې په دې پوه شوم چې د القاعدې خلک څومره بې وفا دي. که حقیقت ووایم چې زه د اسامه په مرګ خوشاله شوم، هغه په خپلو تګلارو سره افغانستان ویجاړ کړ. که هغه ریښتیا پر جهاد باور درلودی، د دې پر ځای چې زموږ هېواد ټوټه ټوټه کړي، سعودي عرب ته به تللی او هلته به یې جهاد کړی وای.)
دا باید له پامه ونه غورځول شي چې اسامه بن لادن طالبانو افغانستان ته نه دی
بللی. مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، هغه د مجاهدینو تر واکمنۍ لاندې
افغانستان ته تللی و.اسامه په ۱۳۷۴ کې وروسته له هغه چې له سعودي وشړل شو، جلال
اباد ته نژدې مجاهدینو سره تړلې یوې ډلې ساتلی و. او کله چې طالبانو ختیځ
افغانستان ونیو، اسامه هملته پاتې شو.
(۶) د بښنې قانون له وړاندې داسې
ماده لري چې کېدای شي د اورپکو د بښنې لپاره هم وکارول شي.
(۷) د ۳۸ کسانو په لیست کې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي یې ملتیا کوله، دا کسان شامل و: په ولسمشریزو ټاکنو کې د غني سیال کاندید زلمی رسول، پخوانی وزیر اسماعیل خان ( د جمعیت ګوند یو مهم مشر هم دی) عمر زاخیلوال، یوسف پښتون، رنګین دادفر سپنتا، کریم خرم، پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر سلام ضعیف، د طالبانو د مهال د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل، حکیم مجاهد، مولوي قلم الدین، وحید مژده، د حزب غړی قطب الدین هلال، د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر داودعلي نجفي، ریحانه ازاد، د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند اجراییوي مشر عطا محمد نور( نور مالومات دلته او دلته کتلای شئ)
د رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې محمد محقق، د اسماعیلیانو مشر سید منصور نادري، حکمت کرزی، د کمونیست پلوي حکومت د دفاع وزیر شهنواز تڼی چې د حکمتیار په همکارۍ یې د نجیب الله پر واکمنۍ ناکامه کودتا کړې وه او د حکمتیار زوی حبیب الرحمان هم د دې ناستې ګډونوال دي. د لومړي مرستیال رشید دوستم جنبش ګوند اعلان کړی و چې د ګوند مرستیال مشر مولوي عبدالله قرلق به هم د مسکو ناسته کې ګډون کوي.
ژباړه: حفیظ معروف
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹