نوی ځانګړی رپوټ چې د ( تېر وخت پيریان، په افغانستان کې د سیمه ییزو ځواکونو همغږي او د راتلونکې لید لوری) یې عنوان دی، دې ته کتنه کوي چې د سیمه ییزو پولیسو او یا هم سیمه ییز اردو په څیر ځواکونو بریالتوب ښايي څه ته اړتیا ولري. په دې څېړنه کې هڅه شوې پر دې پوه شو چې ځینې سیمه ییز پولیس څه ډول له لویه سره ځایی خلک ښه خوندي کوي، خو د ځینو نورو چلند بیا دومره بد دی چې له امله یې خلک د اورپکو ملاتړ ته ورمات کړي دي. دا څېړنه د درېیو کلونو په موده کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې او د جرمني دعامه تګلارو نړیوال بنسټ په ګډه کړې. لنډیز یې د دې څیېنې یوې لیکوالې کیټ کلارک لیکلی دی.
د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو په څېر د سیمه ییزو ځواکونو په اړه هم ټولنه ښه تصور نه لري. د دې ډول ځواکونو په اړه چې ډېری یې (ملېشې) باله شي، ګڼ داسې اسناد شته چې په ناسم چلند، د یوه اړخ په پلوۍ، سرغړونو، قومي او جرمي ګټو کې یې ښکیلتیا ښیي. خو له دې سره سره د ولسي خلکو د خوندیتابه په اړه د یوناما په رپوټ کې چې سرغړونې پکې یادې شوې دي، راغلي چې ډېرو خلکو سمیه ییز پولیس ارزښتمند بللي او وايي د هغوی د امنیت ټینګتابه کې يې مرسته کړې. د دې پروژې له لومړنیو رپوټونو څخه په یوه کې ویل شوي چې طالبان سیمه ییز پولیس له نورو پولیسو د ملي اردو له عادي سرتیرو او آن له نړیوالو ځواکونو هم خطرناک دوښمن بولي. که له سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو سره د طالبانو د دوښمنۍ دریځ ته وکتل شي، جوتېږي چې همدې سیمه ییزو ځواکونو د اورپکۍ ضد جګړه کې پرېکنده بریاوې درلودې. په دې رپوټ کې د سیمه ییزو ځواکونو د بریا او ماتې لاملونو ته کتنه شوې.
د دې رپوټ په لومړیو برخو کې د ۱۳۶۰ او ۱۳۷۰ لسیزې پر مهال د مجاهدینو او د ولسمشر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال د سیمه ییزو ځواکونو د رامنځ ته کېدو په اړه مالومات د شالید په بڼه راوړل شوي دي. له هغه راهیسې چې د ټولنې د خوندیتابه یو ډول ځواک جوړېږي، لا یې هم اغیز په سیمه ییزو ځواکونو کې موندل کېږي. د رپوټ په ورپسې برخه کې، له ۱۳۸۹ کال راهیسې د سیمه ییزو ځواکونو د جوړېدو بهیر ته هم کتنه شوې؛ او دا هغه مهال و چې نړیوالو ځواکونو د طالبانو د اورپکۍ پرضد د نوې وسیلې د موندلو هڅه کوله. د سیمه ییزو پولیسو لومړنۍ بڼې ته هم په رپوټ کې کتنه شوې او دا هم ویل شوي چې په چټکۍ د دې ځواکونو د بهیر له غځېدو سره سم، افغان بنسټ جوړونه او د سیمه ییزو خلکو تمې په پام کې ونه نیول شوې. وروسته بیا موږ ځینې داسې ځانګړې بېلګې وړاندې کړي چې ښیي څرنګه ځینې سیمه ییز پولیس غوره او ځینې ناوړه وو.
موږ د پکتیکا په جانيخیلو کې د سیمه ییزو پولیسو ښه بېلګه هم په پام کې نیولې چې څه ډول یې د خلکو زړونه خپل کړې دي. د افغانستان د نورو سیمو خلاف، په جانيخیلو کې لا هم د ټولنې د خوندیتابه لپاره پياوړي جوړښتونه شته. کله چې طالبانو په سیمه کې ځورول پیل کړل، هلته ځايي مشرانو دا وړتیا ومونده چې د اورپکۍ پرضد سره یو ځای شي، د طالبانو ولسي ملاتړ یې حکومت ته واړاوه او په سیمه ییزو پولیسو کې یې د خلکو مناسبه او هر اړخیزه ونډه ډاډمنه کړه. د تاوتریخوالي کچه ډېره را ټیټه شوه او د دې پایله دا شوه چې طالبان په خپلو خوځښتونو کې له ستونزو سره مخامخ شي. خو سرچپه یې ، په ۱۳۹۲ کال کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې سیمه ییز ځواک خورا سرغړونکی و او بالاخره یې پایله دا شوه چې له طالبانو نیولې سیمې ونه شي ساتلای.
په اندړو کې سیاسي ګټې او په لویه کچه بهرنۍ پانګې د هر ډول ممکنه نوي سیمه ییز ځواک اغیزمنتیا له منځه وړې. د غزني، زابل او کندهار د ډېرو ولسوالیو په څیر په اندړو کې هم د سیمې له نورو وګړو سره د جګړې لپاره د سمیه ییزو خلکو همغږي کولو ډېر تاوتریخوالی رامنځ ته کړ او له همدې وجې د ولسي خلکو ژوندانه ته ګواښونه جوړ شول.
له همدې وجې ترخې دوښمنۍ پيدا شوې، د تاوتریخوالي نوې بڼې راوبرېښېدې او هغه اصول مات شول چې په افغانستان کې د جګړو پرمهال معیارونه بلل کېدل. لکه د جنازو نه کول، پر ودونو او د جنازې پر مراسمو بریدونه. په نورو بېلګو کې په بېلا بېلو ډولونو د سیمه ییزو پولیسو پاتې راتلل هم رانغاړل شوي دي. لکه په تخار ولایت کې چې په ډېره سختۍ له نارسمي حکومت پلوو ملیشو سره ددغه ډول ځواک توپیر کېدلی شي ځکه دواړه سرغړونو او جرمونو کې ښکېل دي. د سیمه ییزو زورواکانو ونډه چې مرکز سره پياوړي اړیکي لري، له سیمه ییزو خلکو سره نه مشورې او د ولایتونو په کچه اقتصادي ګټې چې قاچاق وړونکي پکې د وسله والو ډلو د شتون ملاتړ کوي هغه څه دي چې د ټولنې لپاره یې په اصلي بڼه د خوندتبابه ځواک رامنځ ته کول نژدې ناشونې کړې دي.
زموږ وروستۍ ځانګړې څېړنه د افغانستان د نوي سیمه ییز ځواک په اړه ده چې سیمه ییز اردو یې بولي. موږ غوښتل روښانه کړو د سیمه ییزو پولیسو له درس او تجربې چې تر ډېره د سیمه ییزې اردو د جوړونکو په ذهنونو کې شته، ګټه اخیستل شوې او کنه؛ سمونې پکې رامنځ ته شوي او په سم ډول به پلي شي که څنګه. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په یوه بله شننه کې د سیمه ییزې اردو په اړه مالوماتو ته کتنه شوې چې په خپرېدو ده. زموږ د څیړنو موندنې ښيي چې سیمه ییز ځواک ګټې لرلی شي خو د ځواک دا بڼه د افغانستان په ټولو سیمو کې کار نه ورکوي او ښايي په ډېرو برخو کې یې شتوالی هیڅ شونې نه وي. د شخړو دوام او له تېرو څو لسیزو راهیسې ددې ډول ځواک د جوړېدو بهیر په ټولنه کې د خلکو ویشنې ته لار برابره کړې. د ټولنې د خوندیتابه لپاره د منظم جوړښت نشتوالي، د لوټمارو قوماندانانو زور او سمبال شویو شبکو تر ډېره ځان د سیمه یزو دفاعي ځواکونو بڼې ته اړولی دی.
په دې څیړنه کې ویل شوي، د خلکو رضایت نه یوازې د هغوی د ملاتړ د خپلولو لپاره مهم دی، بلکې د دې ډول نوښتونو پلې کېدا هم ورپورې تړلې ده، خو دا هر څه له بهره نه شي وروړل کېدلی. په هغو ځایونو کې چې سیمه ییزو پولیسو یې له چاپیریال سره سمون نه درلود، یا په سم ډول مدیریت نه شول—په همغو ځایونو کې ځایي خلکو ته اوږد مهالي زیانونه رسېدلي دي. آن که سیمه ییزو ځواکونو ښه مقابله هم کوله، د ځايي خلکو یوه ډله له بلې سره په جګړه ښکیل شوې ده ( مثلا، حکومت پلوي ځواکونه له سیمه ییزو اورپکو سره مخامخ شوي دي) او په ځانګړي ډول په دې ډول حالاتو کې هم ولسي خلکو او هم ښکېلو اړخونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. په دفاع وزارت او د ناټو په غوڅ ماموریت کې پلان جوړونکي چې سیمه ییزه اردو جوړوي، د سیمه ییز ځواک د همغږۍ لپاره پر داسې بڼه کار کوي چې د سیمه ییزو پولیسو پرتله ډېر اغیزمن، اوږدمهاله او مسوولیت منونکي وي. خو له دې سره سره، که سیمه ییزه اردو د هغو ناسمو ګامونو مخه ونیسي چې سیمه ییزو پولیسو اخیستي وو، بیا به هم ګرانه وي له ۱۳۷۰ لسیزې راهیسې د میلشه يي ځواکونو انځور چې بیا بیا جوړ شوی ، بدل کړي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۴ میزان / تله ۱۳۹۹