(دویمه برخه)
تبلیغات
د اربکیانو پر ضد د طالبانو له غوسې ډک تبلیغات ددې لپاره وو چې سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالوته د خلکو کرکه را وپاروي او دا کار دوی د خپل درناوي او امنیتي اندېښنو پر بنسټ کاوه. که د ملیشو په اړه هر ډول ښې او یا بدې کیسې تر دوی رسېدې، دوی به اغراق پکې کاوه او بڼه به يې وربدلوله. طالبانو به بچه بازي، جنسي تیري او د ښځو تښتونه د اربکیانو کارونه بلل او دا بېلګې به یې دوی سره تړلې. دوی د اربکیزم نوې کلمه د اربکیانو لپاره کاروله ( د پښتو دا توری یې په جالبه بڼه کاروه چې لکه لاتینې کلمې سره چې دانګریزي وروستاړی اضافه شي او کپیټلیزم، سوشیالیزم او مارکسیزم په څېر یو شی ترې جوړ شي) دوی به دا توری د هر هغه فکر او چلند لپاره کاراوه چې په ټولنه کې د منل شویو معیارونو خلاف دود و او هغو خپلواکو سیاسي فعالانو ته هم کارېده چې پر ملایانو نیوه کې کوي.
د اربکیانو کلمه په ټولنیزو رسنیو کې هم هغو فعالانو ته کارول کېده چې طالب ضد خبرې یې کولې، نه یوازې د سیمه ییزو پولیسو ملاتړو ته دود شوېچې هغه چاته هم کارېده چې خپلواک نظر لري. د ټولنیزو رسنیو یوه دا ډول کاروونکي ذکر شویو نیوکو ته په ځواب کې خپل ځان اربکي فی سبیل الله معرفي کړی او دا کار یې د مجاهد في سبیل الله پرضد کړی و. د دوی هدف پر مذهب ټوکې نه وې، بلکې هدف یې د طالبانو بوږنول و.د اربکیانوضد دلایل هغو ویب پاڼو ډېر خپرول چې د طالبانو پلوۍ وې. ( بېلګې یې دلته، دلته او دلته لوستلی شئ) د طالبانو دا ډول تبلیغاتو سره د سیمه ییزو پولیس او پاڅونوالو ځینې کړنو هم مرسته کړې چې په حقیقت کې دا کړنې نااخلاقي، سپکوونکې او جرمي بڼې لري خو دا کړنې یوازې د ملېشو قوماندانانو نه دي کړي. د ملي پولیسو پر قوماندانانو هم د بچه بازۍ تورونه لګول شوې دي.(د بېلګې په ډول په دې اړه د رسنیو رپوټونه دلته او دلته لوستلی شئ، دارنګه په افغانستان کې د بیارغونې د پلټنې ځانګړې امریکایي ادارې یا سیګاررپوټ بیا دلته لوستلی شئ) له دې سره سره، د ځینو ملیشو بدو کړنو او د طالبانو تبلیغاتو د دودیزو اربکیانو مثبته نښه په سپکوونکي هغې بدله کړه.
درېیمه برخه ( له ۱۳۹۴- تر اوسه) د اورپکۍ ضد عملیاتو پرضد عملیات
له سیمه ییزو ځواکونو سره له څو کلونو ترخو نښتو وروسته، د طالبانو تګلاره بدله شوه. ښايي دا کار له دې وجې شوی چې دوی په پټه خوله سیمه ییز پولیس د یوه حقیقت په ډول منلي وي او په دې پوهېدلي وي چې له منځه یې نه شي وړلی. له همدې وجې طالبان پوه شول چې د دوی پرضد عملیات وکړي. دا بدلون په ۱۳۹۴ کال په ډېرو سیمو کې پیل شو. خو په ارغنداب کې لا نور وړاندې پیل شوی او له ۱۳۹۳ کال راهیسې روان و او په شاجوی کې بیا دا بدلون په ۱۳۹۵ کال کې ولیدل شو.
په تېرو دوو برخو کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې خلاف، په درېیم پړاو کې د طالبانو د تاوتریخواليشدت په ځانګړي ډول د سیمه ییزو پولیسو پرضدپه پرتله ییز ډول ولوېد. د اورپکو نظامي کمپاین روان و خو د سیمه ییزو پولیسو په بڼه کې د دوښمن په ډول لومړیتوب نه و. طالبان په دې پوهېدل چې خپل سیمه ییز دوښمن له منځه نه شي وړلی. دوی له سختو او ترخو جګړو ستړي شول او خپله انرژي او سرچینې یې کمې کړې او په ډېرو سیمو کې یې بریاوېپه خواریو نه ارزېدې. په اندړو، مقر او شاجوی کې د سیمه ییزو پولیسو اصلي ځواکمنتیا او د ټولنې ملاتړ مات شو، او لوی لامل یې د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ویجاړوونکی چلند و.
په اندړو او مقر کې د طالبانو بریدونو د سیمه ییزو ځواکونو حرکت اوس مات کړی دی. د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ځواک په سیمه ییزه کچه محدود شوی او د دې ارزښت نه لري چې د مهم کمپاین له لارې و څارل شی. په ارغنداب کې بیا سیمه ییزو پولیسو په پرتله ییز ډول مقاومت کاوه او لا هم هومره ملاتړي لري چې بشپړ نه شي ماتېدلی او په سیمه ییزه کچه هماغسې د طالبانو دکمزوري کولو هڅې روانې ساتي.
طالبان له ۱۳۹۴ کال راهیسې له مخامخ نښتو ستړي شول او یا یې په ارغنداب کې د سیمه ییزو پولیسو د له منځه وړلو هڅه نه کوله. دوی خپله انرژي او سیمه ییزې سرچنې په نورو مهمو ځایونو کې د پرمختګ لپاره کارولې. (۹) په درېیمه دوره کې هم د سیمه ییزو پولیسو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه روان وو، خو د تاوتریخوالي ځواک د پخوا په څېر نه و. طالبانو د پام وړ نورې داسې لارې چارې کارولې چې د سیمه ییزو پولیسو ګواښ پرې څنډې ته کړي او یا یې کم کړي. په دې ټولو نمونه يي څېړنو کې له ارغنداب پرته چې سیمه ييز پولیس پکې ځواکمن پاتې شول، طالبان په دې بریالي شوي چې په ځایي کچه له سیمه ییزو پولیسو سره تاوتریخوالی راکم کړي، آن ځینو سیمه ییزو پولیسو ته خو یې د سولې وړاندیزونه هم وکړل. دوی د خپل دوښمن د کمزوري کولو لپاره بیلا بیلې تګلارې وکارولې. د بېلګې ډول په اندړو کې طالبانو ته د یوه کمپاین له لارې پر له پسې وړاندیز کېده چې له جګړې لاس واخلي. په غزني کې د طالبانو قوماندانانو له ۱۳۹۳ نه تر ۱۳۹۶ پورې په ډېرو مرکو کې ویلي چې اورپکو ته د طالبانو د رهبرۍ شورا کې مشرانو ویلي له ۱۳۹۳ کال وروسته داسې هڅې وکړي چې په مرسته یې له سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ځان خلاص کړي. له دوی سره دې مخامخ خبرې وشي او یا دې د خپلو کورنیو له لارې وهڅول شي چې جګړه پرېږدي.
طالبانو د سیمهییزو پولیسو غړو ته ډاډ ورکړی که ددغو ځواکونو له غړیتوبه لاس وخلي، ازاد ګرځيدای شي او آن هغه چاته یې د خوشالیو مراسم هم نیولي چې دوی ته تسلیم شوي وو. کله چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې نژدې ټول هغه کلي ونیول چې په ۱۳۹۰ کال کې سمیه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ترې نیولي وو، له سیمه ییزو خلکو یې غچ اخیستل پيل نه کړل. طالبانو دا تګلاره د سیمه ییزو پولیسو د پخوانیو غړو او د هغوی کورنیو لپاره هم غوره کړه چې بښل شوي او په خپلو پلرنیو سیمو کې پاتې شوي وو. د طالبانو دا بدلونونه د هغو مرکو په بېلګو کې لیدل کېږي چې موږ سره یې کړې دي: په ۱۳۹۶ کال کې په اندړو کې د سیمه ییزو پولیسو دوه غړي طالبانو پرته له دې چې زیان ورواړوي، له څو ورځني بند وروسته ازاد کړل.
په ۱۳۹۵ کال کې طالبانو د هغه سیمه ییز پولیس مړی چې د کندهار- کابل پر لویه لاره یې موټر کې وژلی و، د هغه کورنۍ ته د خښولو لپاره وسپاره. طالبانو پخوا هغه ملایان هم وژل چې د سیمه ییزو پولیسو جنازه یې کوله. د سیمه ییزو پولیسو ډېرو غړو د طالبانو له دې تګلارې ګټه واخیسته او تسلیم شول، په ځانګړي ډول هغوی چې له ډېر فشار سره مخامخ وو او ظاهرا یې جګړه بایلله. له همدې وجې د څو کلونو پخوا پرتله د ټولنې د خوندیتابه په نامه د دې ځواک پخواني غړي د طالبانو پر ضمانت باور کولای شي؛ همغه توندلاري اورپکي چې د دوی سرونه یې غوڅول.
سره له دې چې د تاوتریخوالي او هڅو بڼې په ولسوالیو کې بېلابېلې وي، په څېړل شویو دریو ولسوالیو کې یې د کچې د کمېدو نښې لېدل کېدې. د هغو شمېرو له مخې چې په امنیتي برخو کې نړیوال کارپوه وړاندې کړې دي، داسې ښکاري چې له سیمه ییزو پولیسو سره تاوتریخوالی له ۱۳۹۱ تر ۱۳۹۳ پورې چې موږ یې لومړی پړاو یا برخه بولو، ډېر شوی دی.خو په درېیمه برخه یانې له ۱۳۹۴ بیا تر اوسه د تاوتریخوالي کچه د پام وړ کمه شوې ده. د سیمه ییزو پولیسو د غړو او د دوی د قوماندانانو هدفي وژنو شمېرو ته په پام سره، په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه ه.(۱۰) د امنیتي چارو د کارپوه له شمېرو ښکاري چې د سیمه ییزو پولیسو په منځ کې وژنې ، د بېلګې په ډول د خپلو نفوذي ملګرو په لاسوژنې ، له ۱۳۹۰ کال نه تر ۱۳۹۶ پورې په مسلسل ډول روانې وې .
خو له دې سره سره کله چې دا ډول شمېرې ارزول کېږي، له احتیاطه دې کار واخیستل شي ځکه ښایي دا بڼه په لویه جګړه بدله شي. د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو پرمهال په ټوله کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې وه. خو د امنیتي چارو دا نړیوال کارپوه وايي، باور یې دا دی چې په لومړیو کلونو کې طالبانو سیمه ییز پولیس ډېر کلک په نښه کول نو ځکه په وروستیو کې دا کچه يو څه لوېدلې برېښي:
«دهغه وخت شمېرو ته په پام سره، طالبانو ځانونه دې ته ژمن بلل چې سیمه ییز پولیس له منځه یوسي او په لرېپرتو سیمو کې د دې ځواک شته والی په فزیکي ډول بیخي لرې کړي. طالبانو له سیمه ییزو پولیسو سره له ډېر ترخه چلنده کار واخیست چې د نورو ملي او دفاعي ځواکونو پرتله بیخي بدل و. له دې داسې ښکاري چې د تاوتریخوالی دا ډېرېدنه له ۱۳۹۲ کال راهیسې په عمومي ډول د تاوتریخوالې د ډېرېدو له کچې سره تړلې نه وه».
پایله: ممکنه اغیزمنه خو خطرناکه بڼه
که د ټولنې د دفاع ځواک (سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو) پر ضد د طالبانو غبرګون ته وکتل شي ، داسې ښکاري چې د سیمه ییزو پولیسو جوړوونکو یو اټکل سم کړی و، او هغه دا چې کوم ځواکونه چې حکومت پلوي وي، او ټولنه یې ملاتړ وکړي، طالبانو ته لوی سرخوږی جوړولی شي. دا پایله په سیمه کې ارزونو او شمېرو ته په پام سره اخیستل کېدای شي. همدا دلیل دی چې امریکایي پوځ د سیمه ییزو ځواکونو ددې بڼې ملاتړ کاوه. سره له دې چې په نورو برخو کې د دې ډول ځواک خطرونه هم شته، ځکه دا ډول ځواکونه په قومونو کې جرمي کړنې کوي او خلک هم ځوروي؛ او دا کار بیا د طالبانو ضد جګړې ته زیان رسوي.
د ټولنې د دفاع ځواک طالبانو ته لوی ګواښ پېښولی شي. دوی د سیمو په ساتلو کې ډېر اغیزمن دي او جګړه ییز مقاومت لري. له دې سره سره چې دا ډول ځواک د اورپکۍ ضد جګړې پیاوړې وسیله ده، خو دوښمنیې هم پر خپلو سیمو د کنټرول لپاره چمتو دی او همدا سیمه ییزو خلکو ته ګواښ دی. هغه تاوتریخوالی چې طالبانو له سیمه ییزو پولیسو او پاڅوانوالو سره کاراوه، د نورو ملي پولیسو پرتله ډېر سخت او کلک و.
په دې تاوتریخوالي کې د سیمه ییزو پولیسو د کورنیو غړیو او له دوی سره تړلو ملکي خلکو ته هم زیانونه اوښتي دي او په افغان جګړه کې یې ډېر منل شوي دودونه هم مات کړې دي. د دې ځواکونو همغږۍ په بنسټيز ډول د جګړې اصلیت په سیمه ییزه کچه بدل کړی دی. ځکه له پېژندل شویو کسانو سره جګړه، د بهرنیانو له جګړې او یا له هغو افغانانو سره ډېر توپیر لري چې ستاسې د سیمې نه وي. که له یوې خوا د ټولنې د دفاع ځواکونه په اورپکۍ ضد جګړې او د سیمو په ساتنه او نیولو کې د مهمې وسیلې په ډول کارول کېدای شي، خو هغوی چې په سیمه کې اوسېږيبې ګواښه هم نه پاتېږي. د هغو اورپکو پرضد چې په سیمه ییزه کچه فعالیت کوي، په همغه سیمه کې د حکومت پلوو ځواکونو ګومارنه د قومونو او ټولنو ترمنځ اړیکيزهرجنوي.
همدا په ټولنه کې د تاوتریخوالي اوږدمهاله حالت ته زمینه برابروي، که څه هم دا وېره د اوس لپاره کمه لیدل کېږي او ښايي ځکه کمه شوې وي چې طالبان خپلې تګلارې بدلوي. په هغو سیمو کې چې سیمه ییز پولیس پکې بریالي دي او د ټولنې ملاتړ یې خپل کړی دی، هلته یې طالبان کمزوي کړي او تکتیکونه یې مات کړي دي. که هرې ډلې پر کومه سیمه بشپړ واک تر لاسه کړی، له پوښتنې پرته یې داسې انګېرلې چې ګنې خلک یې ملاتړي دي. کله چې طالبان خپلمنځي او رسمي خبرې کوي، خپل ځانونه د ملت رېښتیني او آن اصلي استازي پېژني.
نو ځکه دوی د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ګواښ نه شوای پېژندلی. د دوی دا انګیرنه چې ګنې په ټولنه کې ملاتړ لري، ناکامه شوه ځکه په هغو سیمو کې چې د دوی اصلي ځایونه بلل کېدې، دخلکو ناخوښۍ لېدلشوې دي. د ټولنې د د دفاعي ځواکونو را څرګندتیا طالبانو ته مهم درس ورکړ: د طالبانو په ګډون د دې شخړې هیڅ لوری د افغانستان په یوه ځای کې هم د ټولنې بشپړ ملاتړ نه لري. اورپکي د دېاټکل هم نه شي کولایچې په ټولنه کې د غړوهوکړه به د ملاتړ د دوام په مانا وي. د ټولنې ملاتړ یا همغږي هم تر لاسه کېدای شي او هم بایلل کېدای شي؛ او دا په طالبانو او حکومت دواړو پورې تړلې ده. عثمان برهان، دا څېړنه هغه وخت چمتوکړې وه چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکی و. هغه اوس د د کړکیچ له نړیوال ګروپ سره کار کوي.
(۱) وروسته له هغه چې په ۱۳۸۷ کال کې جېم ګرنډ په افغانستان کې د قومونو په اړه خپله لیکنه خپره کړه، د امریکا پوځ د قومونو خپلولو ته ورپام شو. د جېم ګرنډ څیړنه ( یو وخت کې یو قوم:د افغانستان د بریا یوه تګلاره) نومېده. همدې څېړنې ته د افغانستان تحلیلګرانو شبکې لنډه کتنه کړې. دلته یې لوستلی شئ. په همغه وخت کې د ټولنې د دفاع ځواک په اړه د متیو لېفېور شننه ( په افغانستان کې سیمه ییزه دفاع: هغو نوښتونو ته کتنه چې حکومتي ملاتړ لري. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ۱۳۸۸)
(۲) د امنیتي اغیزمنوالي په اړه د شواهدو لپاره د کېټ کلارک او اریکا ګاسمن دا څیړنه لوستلای شئ. شالید: په افغانستان کې سیمه ییزو ځواکونو او ټولنو ته لنډه کتنه. په دې شننه کې له ۱۳۸۱ کال راهیسې د بیلا بیلو ملېشو په اړه مالومات هم خپاره شوې دي، او د هغو ملیشو په اړه هم پکې مالومات راوړل شوي چې له سیمه ییزو پولیسو پخوا موجود وو.
(۳) د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د ټولنې د دفاع نوي ځواک په اړه هم شننه کړې او دا شننه هغه وخت شوې چې د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې یې خبرونه تر خلکو ورسېدل. ( دا شننه دلته کتلای شئ) وروسته د افغانستان د دفاع وزارت یوه چارواکي او دناټو غوڅ ماموریت د ۱۳۹۷ کال په غوایي میاشت کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د دې ځواکونو د تمرین لپاره اته ځایونه په نښه شوې دي او ګومارنه او روزنه یې هم پیل شوې ده. دا نوی ځواک به د افغانستان د دفاع وزارت په چوکاټ کې وي. د دې ځواکونو قوماندانان به له خپلې سیمې څخه نه وي بلکې له نورو ولایتونو به ټاکل کېږي او د دې ډول ځواکونومشري به کوي.
(۴) په پنجوايي کې سیمه ییز پولیس په ۱۳۹۰ کال جوړ شول ( د سیمه ییزو پولیسو د ګومارنې په اړه ناسم رپوټونه ورکړ شوي وو، ځکه پاڅونوال په ۱۳۹۱ کال کې پيدا شول او موږ هم پرې شننه لیکلې وه چې دلته یې لوستلی شئ. ( د نورو پاڅونوالو جوړول: په پنجوايي کې سیمه ییز پولیس)
(۵) که له تاریخي پلوه ورته وکتل شي، اربکي لومړی په لویه پکتیا کې جوړ شوي وو، او دا هغه ډول سیمه ییز ځواک و چې په خپله خوښه له قومونو جوړېده او پيسې نه ورکول کېدې. دوی له حکومتسره تړاو نه درلود او د لنډ وخت لپاره وو. دوی د ځانګړو دودونو له مخې د دې لپاره جوړېدل چې د جرګو پرېکړې پلې کړي، د قانون حاکمیت راولي او د قومونو سیمې خوندي وساتي. ( په دې اړه د عثمان طارق لیکنه دلته لوستلی شئ چې (د قومونو امنیتي سیستم) نومېږي. دا چې په سیمه ییزه کچه د ګومارل شویو دفاعي ځواکونو خبره له لویې پکتیا دباندې راپورته شوه، دې مفهوم د سپکاوی مانا خپله کړه. او اوس یې افغانان په عمومي ډول هغو حکومت پلوو ملېشوو ته کاروي چې سرغړوونکي او بې ډېسیپلینه وي. طالبان بیا د اربکي توری سیمه ییزو پولیسو، پاڅونوالو او حکومت پلوو ملیشوو ته کاروي. دوی دا توری هغو ملیشو ته نه کاروي چې امریکايي ځواکونو سره نژدېاړیکي لري، لکه د خوست د ساتنې او د کندهار یرغلیز ځواکونه. طالبان دې ډول ځواکونو ته د امریکاییانو پوځي کلمه «کمپاین» کاروي.
(۶) د لومړني تشکیل له مخې به یې په ۱۳۸۸ کې شمېر ۱۰۰۰۰ رسېده. خو په حقیقت کې له ۱۳۹۰ کاله تر ۳۰۰۰۰ ورسېد.
(۷) داسې ډېرې بېلګې شته چې د طالبانو پخواني غړي د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې ګومارل شوې دي. سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دې کار ته اجازه نه ورکول کېږي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان په شمال کې ولیدل چې پخواني طالبان په سیمه ییزو پولیسو کې ګومارل شوي وو او د ایساف قوماندانانیې په کندوز او بغلان کې د تګلارې برخه بولي. د کړکیچ نړیوالې ډلې هم په ۱۳۹۵ کال کې رپوټ ورکړی و چې پخواني طالبان په کندهار کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې ګومارل شوي دي.
(۸) داسې ښکاري چې پر افغان ملي ځواکونو د لویو بریدونو نوی تکتیک د ۱۳۹۷ کال په غوایي میاشت کې هغه وخت پیل شو چې طالبانو په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو پراخ بریدونه وکړل او د ملي پوځ ۱۴۰ سرتیري یې پکې ووژل. (دلته یې لوستلی شئ) د دې څېړنې لیکوالانو په ۱۳۹۶ کال کې له لسو ډېر داسې بریدونه موندلي چې نفوذي کسانو کړي او په هر برید کې له شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په ۱۳۹۷ کال هم همدا کار روان دی، په ځانګړي ډول دطالبانو د الخندقعملیاتو له پیل راهیسې.
(۹) طالبان له پنجوایي هم ووتل او دا هغه ځای دی چې سیمه ییز پولیس پکې د پام وړ ځواک بلل کېږي او له نورو افغان ملي ځواکونو سره یې په کندهار کې اړيکي ښه دي. په دې ولسوالۍ کې سیمه ییز پولیس له اڅکزیو قوم نه جوړ شوي دي او د کندهار د پولیسو ځواکمن قوماندان جنرال رازق هم د همدې قوم دی. طالبانو یوازې په ۱۳۹۶ کال کې هڅه پیل کړه چې په پنجوایی کې بیا راڅرګند شي.
(۱۰) د حقیقي شمېرو له مخې، دا ډول تر ټولو ډېر بریدونه په ۱۳۹۴ کال کې وشول. خو له دې سره سره که د سیمه ییزو پولیسو ځواکمنتیا په پام کې ونیول شي، په همدې کال کې دغه پولیس تر ټولو ډېر ځواکمن وو. په پرتله ییز ډول ۱۳۹۴ کال تر ۱۳۹۳ د سیمه ییزو پولیسو لپاره ډېر خونړی و.
پای
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹