(لومړۍ برخه )
د افغانستان په وسله والو ناکراریو کې یو حقیقت دا دی چې طالبان له اربکيانو ډېره کرکه لري. د اربکي توری د سیمه ییزو پولیسو او پاڅوانولو ګروپونو لپاره کارول کېږي. دې ډول ځواکونو کې تل ځینې داسې کسان هم وي چې د سیمه ییزو خلکو په ځورونې، جرمونو او قومي لانجو تورن بلل کېږي. خو هغوی چې په سیمه ییزه کچه قانوني مشروعیت لري، اورپکو ته یې جدي ګواښ هم پېښ کړی دی. عثمان برهان او کېټ کلارک ددې ځواکونو هغه درې اړخونه په نښه کړي چې طالبان ورته غبرګونونه ښيي. یو یې له لویه سره نه منل دي، دویم یې جګړه ده او درېیم د اورپکو پرضد د حکومتي عملیاتو پر وړاندې د طالبانو جګړې دي. په دې شننه کې دا بحث هم شوی چې دا د حکومت پلوو ځواکونو او سیمه ییزو خلکو د همغږۍ لپاره په څه مانا دي.
افغانستان له ۱۳۸۱ کال راهیسې بیلا بیل ملیشه يي ځواکونه جوړ کړي دي. خو له ۱۳۸۷ کال راهیسې نړیوالو پوځيانو ځانګړې بڼه ورکړه او دوی یې د ټولنې ددفاعي ځواک په ډول راپورته کړل. ( دوی ته د کلي ساتونکي هم ویل کېږي) امریکايی پوځ په دې فکر و چې د طالبانو ماتول د سیمه ییزو خلکو او ټولنو پر مټ شوني دي. دوی ګومان کاوه ددې کار لپاره سیمه ييز ځواکونه له ملي امنیتي ځواکونو غوره دي (۱). سیمه ییزو ملیشو ته بیلا بیل نومونه ورکړ شول. خو په ۱۳۸۸ کال کې د یوه نوي قانون له مخې افغان سیمه ییز پولیس ونومول شول. له ۱۳۸۹ راهیسې دا ځواکونه د کورنیو چارو وزارت برخه وګرځول شول او اوس یې رسمي شمېر ۲۹۰۰۰ ته رسېږي. له همدغه کال راهیسې یو بل ډول سیمه ییز ځواک هم را پیدا شو چې پاڅونیان بلل کېږي. دوی په خپلو سیمو کې د اورپکو پرضد راپورته کېږي خو له ځنډ پرته ډېر وخت د ملي امنیت او یا هم سیمه ییزو اورګانو د ریاست ملاتړ تر لاسه کوي. ( د ملېشو په اړه نور مالومات دلته لوستلی شئ)
په سیمه ییزه کچه ګومارل شوي سیمه ییز پولیس او پاڅونوال دواړه طالبانو ته یو لوی ګواښ دی او د طالبانو پرضد جدي ګامونه اخلي او همدوی د طالبانو د ځپلو مهم غوراوي بلل کېږي. د دوی پرضد د طالبانو سختو غبرګونو ډېرې پوښتنې را پورته کړې دي. ایا د ټولنې د خوندیتابه لپاره د ځواک دا بڼه بریالۍ ده؟ سره له دې چې د سیمه ییزو پولیسو په اړه په پراخه کچه څېړنې شوي، په ځانګړي ډول له اتو کلونو راهیسې چې د دوی بڼه نوې شوې- تر اوسه داسې روښانه شواهد نشته چې وښيي دا ډول ځواکونه ټاکل شویو اهدافو ته رسېدلي کنه. د دوی د جوړېدو موخې د خلکو خوندیتوب او له حکومت سره په ګډه د سیمو ساتنه وه.(۲) دا پوښتنه ځکه مهمه ده چې نړیوالو پوځیانو او څه ناڅه افغان حکومت ته پر سیمو د واک ساتنې لپاره دا ډول سیمه ییز ځواکونه مهم بلل کيږي ځکه د دولت مرکزي ځواکونه د سیمو په ساتلو کې هغومره اغیزمن نه وو. همدا څه موده وړاندې موږ د داسې ځواکونو د جوړېدو بېلګې هم ولېدې چې د دفاع وزارت په اډانه کې به د افغان ملي پوځ سیمه ییز ځواکونه بلل کېږي (۳) نو ځکه طالبان د ټولنې د خوندیتابه دا ډول ځواکونه خپل ځان ته ځانګړی او اغیزمن ګواښ بولي. همدوی په افغانستان کې د متحرکې ټولنې د همغږۍ په اړه هم ډېر څه لري.
د ولسوالیو په کچه یې څېړنه
د افغان سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو په اړه د طالبانو د چلند ارزونې لپاره، د دې څېړنې لیکوالانو څلورو ولسوالیو ته کتنه کړې. دا ولسوالۍ چې طالبانو ته مهمې بلل کېږي، په غزني کې مقر او اندړ؛ په کندهار کې ارغنداب او په زابل کې شاجوی دي. د کندهار پنجوایی ولسوالۍ ته هم لږه ډېره کتنه شوې. دغزني اندړ او مقر ولسوالیو کې د پاڅونوالو ډلې په ۱۳۹۰ کې را پيدا شوې. د همدې کال په وروستیو کې په لویه کچه پاڅوانوال د سیمه ییزو پولیسو برخه شول خو ځینې یې بیا همداسې خپلواک پاڅونوال پاتې شول. ( په اندړو کې د طالبانو او سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو په اړه نور مالومات د فضل مظهري او کیټ کلارک دې رپوټ کې دلته ولولئ)
د زابل په شاجوی کې بیا سیمه ییز پولیس په ۱۳۸۹ کال جوړ شول. ( نورو مالوماتو لپاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ وګورئ چې فضل مظهري د ۱۳۹۵ کال د وږي پر ۳۱ خپور کړی دی)
ارغنداب کې بیا دا تجربه تر دې یو څه نوره هم مخکې پیل شوې وه او هلته د ټولنې د دفاع ځواکونه د سیمه ییزې دفاع نوښت بلل کېده. دا ځواکونه په یاده ولسوالۍ کې په ۱۳۸۷ کال کې جوړ شول او په ۱۳۸۸ کال کې په افغان سیمه ییزو پولیسو واوښتل. (۴)
زموږ ارزونه له ۱۳۸۸ کال راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو له پرمختګونو را په دې خوا له ساحوي څیړنې او پلټونو اخیستل شوې ده. د دې څیړنې یو لیکوال عثمان برهان د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۶ کلونو ترمنځ غزني او کندهار ته ۱۳ سفرونه کړي او په دې څېړنه کې د دې سفرونو پرمهال شوې کتنې او مرکې هم کارول شوې دي. هغه دارنګه د سیمې له هغو خلکو سره هم مرکې کړې دي چې کابل کې زده کړې کوي. په ټوله کې یې له طالب وسله والو، حکومتي چارواکو، پاڅونوالو، ولسي خلکو او د سیمه ییزو پولیسو له قوماندانانو او غړو سره له ۷۰ ډېرې مرکې په یادو شویو ولسوالیو کې کړې دي. لیکوالانو غوښتل که په دې ډول دهغه تاوتریخوالي ارزونه وکړي چې ولسي خلک، موږ او سیمه ییز قوماندانان یې رپوټوي. موږ د همدې لپاره له یوه غربي امنیتي کارپوه سره هم خبرې کړې دي چې په افغانستان د امنیت په اړه له ۱۳۹۰ کال راهیسې بحثونه کوي او بیا مو خپلې پایلې د هغه له شواهدو سره هم پرتله کړې دي. دې کارپوه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره په خبرو کې ویلي چې نوم دې یې نه په ډاګه کوي او کره شمېرې دې هم نه خپروي.
طالبان د اربکیو په اړه روښانه تګلار نه لري. طالبان سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو دواړو ته سپکوونکي توري کاروي او حکومت پلوې ملېشې یې بولي. (۵) دارنګه په افغانستان کې تل سیمه ییز خوځښتونه توپیرونه لري. خو په هغو څلورو ولسوالیو کې چې څېړنه پکې شوې، رامنځته شوې پېښې د طالبانو په چلند کې ورته والی ښيي. موږ ولیدل چې طالبانو په خپلو منځو کې د ټولنې ددفاع ځواکونو لپه وړاندې درې ډول دریځونه غوره کړي. په لومړیو کې طالبانو ردول، بیا یې پرضد له ډېر زور کار اخیسته او هڅه یې کوله چې د خپل نوي دښمن ملا ماته کړي او بالاخره یې داسې نوې نرمه تګلاره غوره کړه چې د اورپکو ضد عملیاتو پرضد دوی عملیات کول. طالبانو هڅه کوله په انفرادي ډول سیمه ییز پولیس او پا څونوال په ټولنه کې وځپي او بری پرې تر لاسه کړي. دا درې واړه برخې لاندې له جزییاتو سره روښانه شوې دي.
لومړۍ برخه(۱۳۸۷-۱۳۸۹): ردول
داسې فکر کېده چې سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ډلو په هغو سیمو کې چې طالبانو خپلې ګڼلې، په ځانګړي ډول په جنوب او ختیځ کې خپل ځان ته ځایونه پیدا کړي. په دې ځایونو کې طالبانو له ډېرې مودې راهیسې د ځان لپاره کلکې ځالې جوړې کړې وې او خپلو وسله والو ته یې له خوړو او پټنځایونو نیولې بیا ټول هغه توکي رسول چې اړتیا یې لرله. همدې ملاتړ طالبانو ته زمینه برابره کړې وه چې وګړ مېشتو سیمو کې پوځي مرکزونه او پټنځایونه جوړ کړي. دوی اټکل کاوه چې دې ډول سیمو کې به اسلامي امارت جوړوي او ځانونه یې مجاهدین بلل. دې کړنلارې په ټولنه کې دومره ریښې کړې وې چې هیچا ورته جدي ګواښ نه شوای پېښولی.
هغه ګواښ چې سیمه ییزو دفاعي ځواکونو طالبانو ته پېښ کړ، د دې غورځنګ هیڅ غړي- نه یې قوماندانانو او نه یې هم وسله والو اټکل کړی و. د سیمه ییزو پولیسو په ډول دا ځواکونه لومړی په ارغنداب کې را پيدا شول او طالبانو ورسره کلک مخالفت وښود. په ۱۳۸۹ کال داسې اوازې په ټول هېواد کې خورې شوې چې سیمه ییز پولیس په ډراماتیک ډول ټول هېواد ته غځول کېږي او د اورپکو پرضد به جګړه کوي خو د طالبانو د لوړې کچې خلکو له عثمان سره په خبرو کې چې سیمې ته په سفر تللی و، دا خبرې بې ځایه وبللې.(۶) طالبانو دا د امریکا پلانونه بلل چې د دوی په باور غواړي خپله ماتې پټه کړي.
د طالبانو له وسله والو سره خبرې د جنوب په ارزول شویو ولسوالیو کې د ۱۳۸۹ له پیله پیل شوې او ۱۳۹۰ تر لومړنیو روانې وي. دا خبرې تر ډېره په دې برخو ورټولې وې چې دوی پرې ټینګار کاوه: اسلامي امارت تر ټولو باوري ځواک دی، نو څنګه امکان لري چې مجاهدینو ته خلک راپورته شي؟ خو کله چې دا اوازې پراخې شوې او د ا سیمه ییزو پولیسو شمېر په ډراماتیک ډول له ۱۳۹۰ وروسته ډېر شو، طالبان پوه شول چې دا ځواک ورته لوی ګواښ دی. د طالبانو قوماندانان بالاخره دې پایلې ته ورسېدل چې د افغان سیمه ییزو پولیسو له پروګرامه یوازې په کور دننه ملاتړ نه کېږي، بلکې په پياوړي ځواک بدل شوی دی. نو سیمه ییز پولیس د طالبانو لپاره په خطرناک دښمن واوښتل ، آن له امریکايي او بهرنیو ځواکونو هم خطر ناک چې د طالبانو اصلي دښمنان دي.
دویمه برخه (۱۳۹۲-۱۳۹۴): ترخه جګړه او تاوتریخوالی
کله چې سیمه ییز پولیس بنسټیز شول، شمېر یې ډېر شو او له نورو ځواکونو یې د ټولنې د دفاع چاره لا پراخه شوه. د دې نویو ځواکونو ګواښ را څرګند شو. هغومره چې طالبان ټولنې ته نژدې وو، دوی هم هغومره نژدې وو. سیمه ییزو پولیسو، پاڅونوالو او د سیمې طالبانو یو بل په نومونو پېژندل. دوی یو دبل کورنۍ، خواخوږي او د کورنیو شجرې هم پيژندلې. نویو سیمه ییزو پولیسو ته د اورپکو پټنځایونه، د چاپو نقطې او د تګ راتګ لارې ټولې مالومې وې چې له بله ځایه ورغلي ځواکونه پرې له سره پوهېدلی نه شوای. ځینې یې د طالبانو پخواني غړي وو. (۷) آن که داندړو په څېر ځینو ځایونو کې دا نوي ځواکونه ډېر بلد هم نه وو، بیا یې هم طالبانو ته لوی ګواښ پېښولی شوای، ځکه دوی په سیمه کې د ځانګړو کورنیو او قبایلو ملاتړ درلود.
د نویو سیمه ییزو پولیسو یوه ځانګړنه دا وه چې خپله سیمه یې پرله پسې ساتله، د نورو ملي ځواکونو پر خلاف چې تش بریدونو ته یې غبرګون ښوده. سیمه ییزو ځواکونو بل داسې هېڅ ځای نه درلود چې ورشي. نو په دې ډول حالاتو کې د ټولنې دفاعي ځواکونه – که سیمه ییز پولیس او یا پاڅونوال وي، د خپلو سیمو دفاع کوي. نو دا سیمه چې څومره د طالبانو د شته والي لپاره مهمه وه، هغومره سیمه ییزو پولیسو ته هم مهمه وه او ځکه دواړو اړخونو کلکه جګړه کوله.
کله چې طالبان پر نوي ګواښ پوه شول، ډېره ورته له دې امله بوږنوونکې پرېوته چې دا کسان یې له ډېره وخته خپل ګڼل نو یې نویو ځواکونو ته غبرګون ډېر تریخ او بې رحمه و. دوی ته د طالبانو غبرګون د نورو ملي ځواکونو پرتله بدلون درلود. طالبان چې کله له ملي اردو او ملي پولیسو سره مخامخېږي، لبېلابېل چلندونه غوره کوي: بریدونه پرې کوي، هڅه کوي ډېر تریخ غبرګون ونه ښيي او کله چې پرې برید کوي، د هڅه یې د خپلو سیمو ساتنه وي او یا هم په تکتیکي ډول له سیمو وځي. خو د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو پرضد یې غبرګونونه ډیر ترخه وي. طالبانو غوښتل خپل سیمه ییز دښمن له منځه یوسي. د دې کار لپاره یې له دریو تکتیکو کار اخیست: ټولو يې پر ضد جګړه کوله، د هغوی له ملکي ملاتړو سره یې تاوتریخوالی کاراوه او تبلیغ یې ورپسې کاوه.
ټول په جګړه کې
لومړی، طالبان ژمن وو چې د ټولنې د دفاع پر دې نوی ځواک به تش فشار نه راوړي بلکې له منځه به یې وړي او ډېره مرګ ژوبله به ور اړوي. د بېلګې په ډول کله به یې چې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه پوسته برید کاوه، طالبانو به عموما شاوخوا ټولې ورغلې لارې بندې او د مرستندویو ځواکونو پرمخ وتړلې . دوی غوښتل سیمه ییزو پولیسو ته د تېښتې هیڅ لار او سیمه پرې نه ږدي.
د سیمې عیني شاهدانو چې دا ډول بریدونه یې لیدلي، وايي د طالبانو دا بریدونه د ملي ځواکونو پر پوستو له بریدونو ډېر پیاوړي او بې رحمه وو. مثلا، دغزني په اندړو کې چې پر ۱۳۹۰ په کې پاڅونوال پيدا شول، د همدې کال په دوبي کې طالبانو خپل لوی شمېر وسله وال راټول کړل او قدم خیلو کلي کې د پاڅونوالو له کلا تاو شول او په دې ډول یې غوښتل د کلا دننه خپل دښمن له منځه یوسي. دا کلابندي ناکامه شوه، خو هله چې د افغان ملي ځواکونو او امریکايي سرتیرو مرسته ور ورسېده.
د سیمې خلکو په مرکو کې د طالبانو یو بل تکتیک هم را څرګند شو او هغه دا چې طالبانو پام پر دې ورټول کړی چې په سیمه ییزو پولیسو کې د خپلو کسانو په مرسته بریدونه وکړي او خپل کسان د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې ور داخل کړي او بیا یې له دې لارې په نښه کړي. که څه هم په ارزول شویو ولسوالیو کې دا ډول ځانګړې بېلګې نشته خو په نورو ځایونو کې لیدل شوې دي. مثلا، د پکتیکا په یحیا خیلو ولسوالۍ کې د ۱۳۹۰ کال د کب میاشتې پر ۱۹ سیمه ییز پولیس د خوب پر مهال ووژل شول. پنځه نور پولیس په جوزجان کې په خوب کې له پښو وغورځول شول. (د ولسوالۍ نوم دی ورکړل شوی). د رپوټونو له مخې د ۱۳۹۰ کال په لیندۍ میاشت کې د ملي پولیسو څلور سرتیري په روزګان کې وژل شوي وو. دارنګه دغزني په اندړو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیس ۱۷ نوي روزل شوي سرتیري هم وژل شوي دي. د کندهار په پنجوايي کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان له خپلو څو ملګرو سره د ۱۳۹۰ کال په مرغومي کې ووژل شو.
لیکوالانو له مرکو داسې پایله اخیستې چې د ملي ځواکونو د پوستو پرتله د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو او مرکزونو په ورته سیمو کې ډېر بریدونه شوې او دا بریدونه په اندړو او شاجوی کې په ځانګړې ډول ډېر لېدل شوې دي. په دې اړه د رسنیو رپوټونو کې هم ویل شوي چې پر سیمه ییزو پولیسو بریدونه ډېر وو. مثلا، نیویارک ټایمز د ۱۳۹۵ کال په سلواغې کې رپوټ ورکړی چې د سیمه ییزو پولیسو پروګرام ځکه له ستونزو سره مخامخ شوی چې د افغانستان په ډېرو سېمو کې پر دغه ځواک له خپل منځ نه بریدونه ډېر شوي دي. دې ورځپاڼې د افغان پوځ د پخواني جنرال عتیق الله امرخیل خبرې را اخیستې او وايي سیمه ییزو پولیسو ته په ځانګړي ډول ډېره مرګ ژوبله اوښتې. ( دا ډول بریدونه ډېر وېجاړوونکي او مرګوني دي) ښاغلی امرخیل وايي «د دې ډول بریدونو زیان هم له انساني پلوه ډېر او هم له دې اړخه لوړ دی چې پر افغان ملي ځواکونو او په ځانګړي ډول سیمه يیزو پولیسو باور ته زیان رسېږي.»
له شک پرته پر سیمه ییزو پولیسو د لوړې کچې بریدونه ښايي یوازې له دې امله نه وو چې طالبانو په پر له پسې ډول پر دوی بریدونه کول. لکن دې نويو ځواکونو ته له بریدونو ډېر زیان هم اوښت. په هغه سیمه کې چې سیمه ییز پولیس ترې غوره شوې دي، ټول یو بل سره پيژني. نو طالبان په اسانۍ د خبرو لارې موندلی او خلک تعقیبولای او په انفرادي ډول پولیس ګواښلی شي چې د ملي پولیسو ترمنځ د دوی لپاره کار وکړي (یانې پنځم ستون شي). دارنګه د سیمه ییزو پولیسو ګومارنه او د غورچاڼه بهیر یې ډېر مناسب نه و ځکه چې په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو د استخدام بهیر کې ډېره بیړه کارېږي ( مثلا، په دې لېکنه کې ویل شوي چې ولې امریکايي ځانګړو ځواکونو د سیمه ییزو پولیسو روزنه بنده کړې ده. علت یې دا ښوول شوی چې د سیمه ییزو پولیسو استخدام د دوی رزونکو ته ګواښ پېښ کړی. په سیمه کې امریکايي افسران وايي، په اندړو کې د سیمه ییزو پولیسو ګومارنه ځکه چټکه وه چي «پر دوی د لوړ پوړو چارواکو له خوا فشار وو)».
د سیمه ییزو پولیسو پر ضد د طالبانو د وژونکو تګلارو خلاف، د لیکوالانو ارزونې ښيي که د ملي ځواکونو کنډک یا یې قومندان د ځانګړي دښمن په لټه کې نه وي، طالبان ډېری وخت د دوی د مورال کمزوري کولو لپاره له وسله وال زوره کار اخلي او د دې پرځای چې له منځه یې يوسي، د تسلمېدو هڅه یې کوي. دا دود په ۱۳۹۵ کال کې واوښت. د افغان ملي ځواکونو پرضد د طالبانو بریدونه خونړي شول او هدف یې هم همدا و چې ډېره مرګ ژوبله ورواړوي (۸) خو د سیمه ییزو پولیسو خلاف دا بهیر غلط ثابت شو.
د سیمه ییزو پولیسو تیز چلند هم د بندیانو په اړه د طالبانو د نظر په بدلېدو کې ونډه درلوده او له دې سره تړلی چې نیول شوي څوک دي. کله چې طالبان د افغان ملي ځواکونو غړي نیسي، ډېر وخت د دې پر ځای چې ویې وژني د زندانیانو په ډول یې له ځان سره ساتي خو د سیمه ییزو پولیسو لپاره بیا دا تګلاره بدله وي. کله چې طالبانو د افغان ملي ځواکونو پوستې تر لاسه کړي، لسګونه پولیس او سرتیري یې پکې نیولې دي. ډېری وخت یې چې کله ملي پولیس نیولي او یا هم ورته تسلیم شوي ، په ګرځنده زندانونو کې یې د دې لپاره ساتلي چې له خپلو بندیانوسره یې تبادله کړي، او یا یې د داسې ضمانت په بدل کې چې بیا به افغان ځواکونو سره نه یو ځای کېږي، خوشې کړې دي. طالبانو په ځینو ویډیوګانو کې هغه افغان سرتیري ښوولي چې کورونو ته یې استولي دي ( په دې ځای کې طالبانو ویډیوګانې او په دې تړاو رپوټونه کتلای شئ)
خو په تېرو څو کلونو کې له ډېرو پلټنو سره سره د دې څېړنې لیکوالانو داسې یوه بېلګه هم نه ده موندلي چې طالبانو پکې سیمه ییز پولیس ژوندي نیولې وي. کله چې طالبان پر سیمه ییزو پولسو برید وکړي ، رحم پرې نه کوي. په ټولو څېړنو کې په ځانګړي ډول د ۱۳۹۰-۹۱ کلونو پرمهال د زابل په شاجوی او د ۱۳۹۱-۹۲ کلونو پرمهال د غزني په مقر کې طالبانو پر هغو کورونو هم برید کړی و چې سیمه ییز پولیس او د پاڅونوالو غړي پکې له دندې لرې موندل شوي او هملته یې ځای پر ځای وژلې دي. د بېلګې په ډول هلته چې دوی په ودونو او یا هم د جنازې په مراسمو کې برخه اخیستې وي .
د دې څېړنې لیکوالانو په سیمه کې له هغو ولسي او نظامي کسانو هم پوښتنه کړې چې هلته یې د طالبانو بریدونه لیدلې دي او دوی ورته ویلي چې پر سیمه ییزو پولیسو د طالبانو بریدونه د نورو افغان ځواکونو پرتله ډېر ترخه وو، او دا په شمېرو هم ثابتېدلای شي.
د امنیتي چارو هغه نړیوال کارپوه چې موږ سره یې خبرې کړي، دوه ډوله مالومات چمتوکړې دي. په دې مالوماتو کې د سیمه ییزو پولیسو او ملي پولیسو وژنه پرتله شوې او بیا یې له تښتونې وروسته هم د همدې پولیسو وژنه پرتله کړې ده. په تېرو څو کلونو کې د افغان سیمه ییزو او ملي پولیسو په شمېر کې ادلون بدلون راغلی، خو په عمومي ډول د ملي پولیسو شمېر د سیمه ییزو پولیسو د شمېر پرتله پنځه شپږ ځله ډېر دی. خو له دې سره سره چې شمېر یې پرتله ییز ډول دومره ټیټ دی، بیا هم د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۶ کلونو ترمنځ هر کال د سیمه ییزو پولیسو مرګ ژوبله د ملي پولیسو پرتله لوړه وه. د ملي پولیسو د وژنې کچه چې نیول شوي وي، ډېره ټیټه ده. خو کله چې د سیمه ییزو پولیسو خبره کېږي جوتېږي چې په ۱۳۹۲ کال کې د سیمه ییزو پولیسو د وژل شویو نژدې نیمايي ترور شوي وو، په ۱۳۹۳ کال کې له هرو پنځو نیول شویو ، څلور یې وژل شوې دي، په ۱۳۹۴ کې نیمايي ترور شوې دي په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کې یې بیا درېیمه برخه له نیول کېدو وروسته وژل شوې دي.
که په پرتله ییز ډول د دې دواړو ځواکونو شمېر ته وکتل شي، نو داسې ویل کیدای شي چې که طالبان د سیمه ییزو پولیسو یو غړی ونیسي، د ملي پولیسو پرتله یې د وژنې امکان ډېر زیات لېدل کېږي. خو بیا هم ښايي داسې ډېر نور لاملونه هم وي چې د سیمه ییزو پولیسو د وژنې د کچې په لوړېدو کې یې رول درلودلای وي. سیمه ییز پولیس په اسانۍ وژل کېږي، ځکه دوی په وسلو سم سمبال نه دي او په ټولنه کې دننه اوسېږي. د دوی لپاره – پرته له دې چې خپل کورونه پرېږدي، د تېښتې بله لار نشته.
خو په مقر او ارغنداب کې بیا د ترور د لوړې کچې په اړه د خلکو نظر دا و چې طالبان په پر له پسې ډول پر سیمه ییزو پولیسو بریدونه کوي. همدا د امنیتي چارو د کارپوه نظر هم و. ( طالبانو په لومړی سر کې لږ هومره زغم درلود ، خو په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کال کې په سیمه ییزو پولیسو بې درېغه بریدونه کول.)
د سیمه ییزو پولیسو او د پاڅوانو له ملکي ملاتړو سره تاوتریخوالی
دویم تکتیک دا و چې طالبانو له هغو ملکي خلکو سره له تاوتریخوالي کار اخیسته چې له سیمه ییزو پولیسو سره تړلي وو او دا په عمومي ډول د طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ په تاوتریخوالي کې لېدل شوې دي. په دې ډول تاوتریخوالي کې ځینې وخت په ډله ییز ډول هم خلکو ته سزا ورکړ شوې ده. د بېلګې په ډول دغزني د اندړو په څو پېښو کې د هغو کورنیو ټول نارینه غړي هم وژل شوي چې پاڅون کې یې برخه اخیستې وه او یا یې هم د سیمه ییزو پولیسو له یوې ډلې سره تړاو درلود. داسې یو سپین ږیری سړی هم پکې وژل شوی چې جګړو کې یې هیڅ لاس نه درلود. د اندړو پاڅون د یوه مشر ملا رحمت الله چې پخوا طالب هم و، د پلار او ورور په ګډون د کورنۍ پنځه غړي په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو کې وژل شوې دي.
دا یادونه هم په کار ده چې د اندړو په څیر سیمو کې دواړو لوریو تاوتریخوالی کړی دی، سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو هم هغه ولسي خلک په نښه کړي چې د دوی په ګومان یې له طالبانو سره خواخوږي لرله، په همدې پلمه وژنې شوي ، خلک وهل شوي او دارنګه په ناقانونه توګه له خلکو پيسې اخیستل شوې، بندیان شوي او دا کار پرتله ییز ډول ډېرعام و. ( نور مالومات دلته لوستلی شئ)
د دواړو لوریو سیمه ییز طبیعي جوړښت ته په پام سره، بیل بیل ډول تاوتریخوالی شوی دی . سیمه ییز پولیس او طالبان چې یو د بل خواخوږي او کورنۍ تعقیبولای شي، خپل دښمن ته په زیان رسولو کې له دې کورنیو او خواخوږو ګټه اخیستلي شي. اورپکي د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو له خواخوږ او هغو کسانو سره هیڅ زغم نه لري چې پلوي یې کوي. دوی د هغو قومي مشرانو د وژنې کمپاین هم پیل کړ چې د سیمه ییزو پولیسو ملاتړ یې کاوه. د ۱۳۹۰ کال له پیله بیا د ۱۳۹۱ کال تر پایه په اندړو، مقر او شاجوی کې لسګونه قومي مشران طالبانو وژلې دي. سیمه ییز خلک باور لري چې دا قومي مشران تش د دې ادعاوو له مخې وژل شوي چې د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ملاتړ یې کاوه.
د دې ډول وژنو رپوټونه ډېر لږ په رسنیو کې خپرېږي. د دې تر څنګ په ځینو پېښو کې طالبان په ډله ییز ډول ټولو هغو کسانو ته هم سزا ورکوي چې دملېشو ملاتړ کوي او په ولس کې دا ډول ټول کسان خپل (مشروع هدف) بولي. د بېلګې په ډول په ۱۳۸۸ کال کې په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي بریدګر د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان په واده کې ځان وچاوه او ۴۰ مېلمانه یې ووژل. د ګوتو په شمېر پکې د سیمه ییزو پولیسو غړي وو.
په اندړو کې هم ورته یوه پېښه په ۱۳۹۳ کال کې وشوه او د سړک غاړې ماین چاودنه کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه غړي د واده مېلمانه په نښه شول او ۱۹ کسان یې ووژل چې ګڼې یې مېرمنې وې. د ډله ییزې سزا یوه بله مهمه پېښه د پکتیکا په یحیا خیلو کې د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ پر دویمه وشوه. په دې پېښه کې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو هغه قوماندانان په نښه کړل چې د والیبال سیالۍ ته ورټول شوي وو. په دې پېښه کې دسیمه ییزو پولیسو د دوو قوماندانانو په ګډون لس غړي ووژل شول. خو ۵۳ ولسي وګړو هم په کې ژوند وبایله چې ۲۱ یې ماشومان وو. د ۲۶ نورو ماشومانو په ګډون ۸۵ ولسي وګړي یې ټپیان کړل. دا شمېرې یوناما خپرې کړي. طالبانو په رسمي ډول په یوه اعلامیه د یحیا خیلو پېښه وغندله او ژمنه یې وکړه چې هغوی ته به سزا ورکوي چې په کې ښکېل وو. دا ټول بریدونه (دوه پر ودونو او یو د واليبال پر سیالۍ) په هغو کلیو کې شوې دي چې د سیمه ییزو پولیسو مزکرونه بلل کېدل. په دې بریدونو کې د سیمه ییزو پولیسو ملګري، کورنۍ او یا یې میلمانه په نښه شوې دي.
دا ډول بریدونه چې ولسي مرګ ژوبله یې بیخي لوړه وي، په لرې پرتو سیموکې پرتله ییز ډول د اورپکۍ پرمهال کم وي. دا ډول بریدونه د کابل په څېر په هغو ښاري ځایونو کې عام وي چې ډېره ګڼه ګوڼه لري او یا په داسې سیمو کې ډېر کېږي چې هدف ته رسېدل پکې ستونزمن وي، او دا هغه ډول ځایونه دي چې لوی بریدونه پکې د خبرونو سرټکي جوړوي.
په ولسوالیو کې مرکه کېدونکي په دې پوهېدل چې طالبان غواړي په دې ډول بریدونو سره د سیمې خلکو ته دا پيغام ورسوي چې د محلي پولیسو ملاتړ دې نه کوي. مرکه کېدونکو ویل د طالبانو دا پيغام ډېر پیاوړی و ځکه په افغان جګړه کې یې دې ډول بریدونو هغه اصول بیخي مات کړل چې درناوی یې کېده. د افغانستان تحلیلګرانو شبکه په ۱۳۹۳ کال کې په اندړو کې د شخړو په اړه یوه رپوټ کې کاږي «دا باور چې بله غاړه به د واده مېلمنې وژني- چې فکر کول یې هم ګران دي، په شخړه کې د ښکېلو اړخونو د کرکې تر ټولو لوړه کچه او قهر په ډاګه کوي….»
یوه بله سره کرښه هم ماته شوه او هغه د مړو بې عزتي وه. دواړو لوریو په ۱۳۹۱ کال کې یو د بل مړو ښخېدو ته اجازه نه ورکوله. په ذکر شوي کال کې شپږ ملایان له دې امله ووژل شول چې له دې بندیز یې سرغړونه کړې وه. دوه یې طالب پلوي وو ، دوه نور بیا د سیمه ییزو پولیسو پلویان او دوه یې بې طرفه بلل کېدل او یا هم داسې څوک وو چې موږ نه پېژندل.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په رپوټ کې ویل شوي «د افغانستان په تر ټولو ډېرې وېشل شوې ټولنه کې خلک په خوښيو او غمونو کې سره یو ځای کېږي. خو داندړو شخړې آن دا ډول اساسي دودونه هم ګواښلې دي».
ژباړه: حفیظ معروف
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹