Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

له طالبانو سره ژوند: د کندوز په دشت ارچي کې د سیمه ییزو خلکو تجربې

تیم ما / زموږ کاري ډله 14 دقیقې

دا رپوټ پر دوو برخو وېشل شوی دی

طالبانو دفتاني بازار په ۱۳۹۴ کې جوړ کړی، چې د دشت ارچي د ولسوالۍ مرکز شمال لوېدیځ ته یوازې پنځه کیلومتره لرې پروت دی. د ای ایف پي انځور

دویمه برخه 

مالیه ټولونه

 که د طالبانو قضايي سیستم د هغوی واکمنۍ ته یوه اندازه مشروعیت ورکوي، خو د مالیې ټولونې سیستم نه یوازې سم نه پلی کېږي بلکې اوږدمهالی هم نه دی. هغسې چې مخکې وویل شول، د طالبانو مالي کمیسیون/کمیټې په هره ولسوالۍ کې د مالیې ټولونې لپاره له ۲۰ تر ۲۵ کسان ګومارلي دي. د مالیې دا ټولوونکي باوري خلک دي د طالبانو مالي کمیسیون ته غړي د سیمه ییزو طالبانو له خوا پيژندل کېږي. خو د هغو کسانو له خولې چې موږ ورسره خبرې کړې دي، طالبان له ټولو خلکو منظمه مالیه نه شي ټولولی. لومړی دا چې طالبان تل د ټولې ولسوالۍ واک په لاس کې نه لري. دویم، د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې تر ډېره طالبان له دې منع کوي چې مالیه ټوله کړي، آن په هغو سیمو کې هم چې تر واک لاندې یې وي. طالبان د مالیې ټولولو لپاره خلکو ته رقعې استوي.

په دشت ارچي کې طالبان څلور ډوله مالیه ټولوي. لومړی د عشر په نامه مالیه له فصلونو اخلي او پر هر فصل لس سلنه مالیه لګوي. په یاده ولسوالۍ کې د مالدارۍ پرتله خلک تر ډېره بزګري کوي او پر خپلو ځمکو غنم، وریجې،  لوبیا او نور فصلونه کري. که موسم سم وي، یو جریب ځمکه له ۷۰۰ تر ۸۵۰ کیلوګرامه وریجي، ۷۰۰ تر ۱۰۵۰ کیلوګرامه غنم، له ۱۴۰ تر ۱۶۰ کیلوګرامه لوبیا او ۳۵۰ تر ۴۵۰ کیلوګرامه جوار کوي. د یوه مهم مرکه کېدونکي له خولي، کله چې فصل رېبلو ته چمتو شي، د طالبانو د مالي کمیټې کس له نوملړ سره راښکاره شي، فصلونه ارزوي او هر لسم من د عشر په نامه اخلي. هغوی چې ځمکې یې لږې وي، مستثنی دي.

یو مرکه کوونکی چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې اوسېږي وايي ( هغوی چې ځمکې یې لږې دي او لږ فصلونه تر لاسه کوي، له عشر ورکولو معاف دي، خو دا ډول کسان باید د قومي مشرانو او کلیوالو له خوا تایید شي. طالبان له هغو بزګرو چې سابه کري، لکه رومیان، بادرنګ، فاسولیا، مرچک، او الوګان، مالیه نه اخلی. اصلا هغه څوک چې ترکاري کري، یوازې یو یا دوه جریبه ځمکه لري. )

دویم ډول مالیه پر هغوی ده چې څاروي لري. د یوه مهم مرکه کېدونکي له خولې، هغه بزګر چې څاروي لري، د طالبانو د مالي کمیټې تر کلکې څارنې لاندې دي. نو له همدې وجې د طالبانو مالیه ټولوونکي د دا ډول کوچیانو او سیمه ییزو خلکو څارنه کلکه کوي – دا که د ولسوالۍ ازبیکان دي او که پښتانه. په ټولنه کې ټولو قومونو سره یو ډول چلن کېږي. پر څارویو د طالبانو مالیه ډېره ساده ده. هغوی چې د ۴۰ او ۱۲۰ ترمنځ مېږې یا وزې لري، باید یوه مېږه یا وزه په مالیه کې طالبانو ته ورکړي. که شمېر یې له ۴۰ کم وي، له مالیې معاف دي. طالبانو پر هغو غواګانو هم مالیه لګولې چې شمېر یې له ۳۰ لوړ وي. په دې مانا چې په ۳۰ غواګانو کې به یوه طالبانو ته د مالیې په ډول ورکول کېږي.

یوه مرکه کوونکي دا هم ویل چې یوازې سیمه ییز مالدار طالبانو ته مالیه نه ورکوي، بلکې له هغو کوچیانو هم مالیه اخیستل کېږي چې د اوړي په موسم کې دغې سیمې ته ورځي. هغه وايي (طالبان له دې لارې بیخي ډېرې پيسې ټولوي) طالبان په مالیه کې راټول کړي څاروي د څارویو په مارکېټ کې پلوري.

درېیمه بڼه مالیه پر دوکاندارانو او سوداګرو ده چې کال کې یې یو ځل ټولوي. د یوه دوکاندار له خولې چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې ژوند کوي او کلونه کلونه ترې طالبانو مالیه اخیستي، هر کال د خپلې پانګونې او شتمنیو ۲ عشاریه پنځه سلنه مالیه طالبانو ته ورکوي. په حقیقت کې یو دوکاندار په خپل دوکان کې د مالونو د ارزښت مالیه طالبانو ته ورکوي. مالیه ټولوونکي او سوداګر په اصل کې د شتمنیو ارزښت په اټکلیز ډول ارزوي او له مخې یې طالبان ترې مالیه اخلي. خو یاد دوکاندار دا هم وايي چې د مالیې د ټیټولو لپاره سوداګر د طالبانو له مالیه ټولوونکو سره د خبرو له لارې جوړ جاړی کوي.

 د کور څښتنان هم د کورونو د کرایو د پيسو ۲ عشاریه پنځه سلنه مالیه په کال کې طالبانو ته ورکوي. دوه عشاریه پنځه سلنه نرخ ځکه مهم دی چې د اسلامي اصولو له مخې شتمن په کال کې د خپلې شتمنۍ دوه نیم سلنه زکات بې وزلو ته ورکوي. هغه پيسې چې طالبان یې له دوکاندارانو او سوداګرو اخلي، د زکات نوم نه ورکوي. خو په کوم ډول چې طالبان له خلکو پيسې اخلي، کټ مټ د زکات له بڼې سره ورته دی.

څلورم، طالبان له شخصي ساختماني کمپنیو، د هغو کمپنیو په ګډون چې د ښوونځیو او طبي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړوي، لس سلنه مالیه اخلي. د کلیوالي شورا د یوه غړي له خولې، مالیه د یوې پروژې د ټولو پیسو له مخې اخیستل کېږي. پراختیايي پروژې مخکې له دې چې این جیو ګانې یې د پلې کېدو چارې پیل کړي او طالبان د کار اجازه ورکړي، باید مالیه پرې کړي. د مرکه شویو کسانو د مالوماتو له مخې، هغه پيسې چې طالبان یې د مالیو له لارې ټولوي، د خپلو پوځي لګښتونو، معاشونو او د مدرسو د چلولو لپاره یې کاروي. هغه پيسې چې دشت ارچي کې له مالیې ټولېږي، په دغه زون کې له مالي پلوه د طالبانو د فعالیتونو لپاره بسنه نه کوي. خو دا پيسې د ولسوالۍ په کچه له لویه سره طالبان پر خپل ځان متکي کوي او د پيسو لپاره مرکز ته اړتیا نه لري. د دې تر څنګ، د دشت ارچي پر خلکو د مالیې اجباري کول د طالبانو مشرتابه ته دا فرصت ورکړی چې په یاده سیمه کې خپلو وسله والو ته د مهمو توکو له برابرولو خپلې اوږې سپکې کړي.

ډېرئ مرکه شویو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې یوازې د طالبانو سیمه ییز مشران پر دې کره پوهېدل چې د کال څومره مالیه ټولېږي. یو مرکه کوونکی د پيسو اټکل داسې کوي: (هر کال میلیونونه افغانۍ ټولېږي). ترڅه ځایه روښانه ده چې طالبان راټوله کړې مالیه د حکومت او اینجوګانو په څېر په زده کړو، روغتیا او نورو ورته  پرمختیايي خدمتونو نه لګوي. (په دشت ارچي کې د عامه خدمتونو په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانی رپوټ په پورته یاده شوې پته لوستلی شئ)

د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ مخامختیا (لانجې)

په دشت ارچي کې د هغوی ترمنځ چې واکمن دي او واک پرې چلېږي، لانجې تر محکمو او مالیې ټولونې ډېرې ژورې دي. د طالبانو ولکه چې نژدې پر ټوله ولسوالۍ ټینګه ده، د دې شونیتیا لرې کړې چې ځايي خلک او طالبان دې یو بل سره راشه درشه ونه کړي. ځکه ډېرئ وسله وال ځايي خلک دي او طالبانو د ولسوالۍ په کلیو کې پوستې جوړې کړې دي. پر خلکو د طالبانو روښانه فشار – که مخامخ هم نه وي، خلک اړ کړي وسله والو ته خواړه برابر کړي او همدا د طالبانو او خلکو ترمنځ ناسته پاسته رامنځ ته کوي.

د مرکه شویو خلکو د مالوماتو له مخې، طالب پلوو ملایانو طالبانو ته ډوډۍ ورکړه شرعي وجیبه بللې ده. د ملایانو شورا دا هم ویلي چې مېلمنو او مسافرو ته خواړه ورکول په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې ضروري دي. طالب وسله وال چې کومو سیمو ته استول کېږي، تر ډېره د همغو کلیو نه وي او ځانونه مېلمانه معرفي کوي؛ او په دې ډول له یاد شوي دود نه ګټه اخلي. تر دې مهمه لا دا چې د جوماتونو سیمه ییز مشران او د طالبانو قوماندانان له ځايي خلکو غواړي چې وسله والو ته یې ډوډۍ برابره کړي ځکه د هغو په ګومان د کلیو ساتنه کوي.

د مرکه شویو خلکو له خولې د دشت ارچي په قورلوق کې ځایی خلکو په خپله سیمه کې د طالبانو پوستې ته د ډوډۍ برابرلو لپاره خپل منځي مهالوېش جوړ کړی دی. ډېرځله یوه ورځ په وار سره د کورنۍ له یوه مشره غوښتل کېږي چې د پوستې طالبانو ته سباناری چمتو کړي، دویم کور ته ویل کېږي چې د غرمې ډوډۍ ورته برابره کړي او درېیم ته د ماښامنۍ د تیارېدو ویل کېږي. ځینو ویل دا غوره ده چې له وړاندې کورنیو ته د ډوډۍ د تیارولو ویل کېږي. کلیوال چمتو کړي خواړه یا جومات ته وروړي او یا یې مخامخ پوستې ته ور استوي. خو هغه کورنۍ چې بې وزله دي، طالبان پرې د خوړو د چمتو کولو فشار نه اچوي. همدارنګه که کوم کور د ډوډۍ له چمتو کېدو انکار وکړي، ډېر فشار پرې نه اچول کېږي خو باید د نه چمتو کېدو لپاره (قانع کوونکي) دلایل ولري. یوه مرکه کوونکي ویل چې یوه ورځ یې ماښامنۍ طالبانو ته نه شوای برابرولی ځکه مېرمن یې ناروغه وه او پخلی یې نه شوای کولای.  

هغه د جومات له مشر او له یوه بل کیلوال سره خبرې کړې وې چې په هغه شپه طالبانو ته خواړه برابر کړي. ځینو دا هم ویل د یو شمېر خلکو نه خوښېږي طالبانو ته خواړه برابر کړي، خو بله لار نه لري. دا یوازې خواړه نه دي چې سیمه ییز خلک یې باید طالبانو ته برابر کړي، باید د اړتیا نور توکي هم طالبانو ته چمتو کړي، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د طالبانو پوستو ته باید د اور لپاره لرګي هم چمتو کړای شي.

په دودیز ډول کلیوالو د خپل جومات ملا ته د خوړو او لرګیو برابرولو لپاره نوبت اچولی وي. اوس چې طالب وسله وال هم له جومات نه کار اخلي، خلکو ته یې سخته کړې چې د مذهب د پاللو او د طالبانو د ملاتړ ترمنځ توپير وکړي او د انتقاد کولو وس هم نه لري. یوه مرکه کوونکي ويل:

 (له لویه سره د جومات مشران له کلیوالو غواړي چې د طالبانو ملاتړ وکړي. ملاتړ بېلا بېل وي – له خوړو نیولې بیا د ژمي له لرګیو او پناه ورکولو، دا هر څه ملاتړ دی. یوازې خواړه نه دي. د طالبانو موټر سایکلونو ته د تېلو، جامو او بوټانو اخیستل).

یوه بل مرکه کوونکي ویل چې ځینې شتمن خلک په کال کې یو ځل په خپله خوښه طالبانو ته پيسې د مرستې په ډول ورکوي. هغه زیاتوي چې ځینې جاکټونه، بوټان او جورابي هم طالب وسله والو ته ورکوي. د هغه په وینا دا ټوله مرسته یوازې د دې لپاره کېږي چې له سیمه ییزو طالبانو سره اړیکي جوړ شي چې راتلونکې کې ورته ګټه وکړي. (دا کټ مټ هغه څه دي چې د غزني په اندړو کې هم کېدل. هلته طالبان له شتمنو د مرستې غوښتنه کوي. نور دلته لوستلی شئ.)

طالبانو تر اوسه د پناه لپاره غوښتنه نه ده کړې. د ډېرو هغو کسانو له خولې چې موږ ورسره خبرې کړې دي، اوس طالبان د خلکو د شخصي کورونو پر ځای په جوماتونو کې اوسېږي. هغوی وايي دا کار وروسته له هغه پیل شو چې ځايي خلکو پر طالب قوماندانانو فشار راوړ چې وسله وال د خلکو په کورونو کې له پاتېدو راوګرځوي. دا غوښتنه یې وروسته له هغه ومنل شوه چې د شپنیو عملیاتو او په هوايي بریدونو کې خورا ډېر کمښت راغی. د بېلګې په ډول، د یوې سرچینې د مالوماتو له مخې چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې اوسېږي، په ۱۳۹۷ کې د طالب وسله والو پر یوې ډلې وروسته له هغه  حکومت هوايي بریدو وکړ چې د شپې له مخې په یوه کور کې پټ شوي وو. هغه زیاتوي:

( په هوايي برید کې د کورنۍ څلور غړي او پنځه طالب وسله وال ووژل شول، د کور یوه لویه برخه وېجاړه شوه. کله چې ځايي خلک د دې پېښې له امله حکومت ته د شکایت لپاره ورغلل، حکومت خبرداری ورکړ چې امنیتي ځواکونه طالبان هر ځای چې وي په نښه کوي. نو له همدې امله کلیوال خلک د طالبانو قوماندانانو ته ورغلل، او ترې و یې غوښتل چې د خلکو کورونو ته دې نه ورځي)

طالبان د جذب لپاره خلکو ته اړتیا نه لري، ځکه وسله وال له مدرسو جذبوي. د یوې مهمې سرچینې له خولې چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې اوسېږي، طالبان د دې پر ځای چې خلک د هغوی له لیکو سره د یو ځای کېدو لپاره مجبور کړي، کلیوال هڅه کوي خپل اولادونه مدرسو ته دیني زده کړو لپاره واستوي. هغه سرچینه وايي، د مدرسو ډېرئ ښوونکي طالب پلوي دي او خپل زده کوونکي هڅوي چې طالبانو سره یو ځای شي. یوه بل مرکه شوي کس چې د طالبانو په سیمه کې ژوند کوي، همدا خبرې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته تایید کړې او وايي:

( د جوماتونو اکثره مشران[ملایان] طالب پلوي دي، او د هرې جمعې په ورځ د لمانځه پرمهال د طالبانو لپاره کمپاین کوي. هغوی له خلکو غواړي حکومت کې کار ونه کړي، ځکه د بهرنیو لاسپوڅی یې ګڼي. ملایان هم په دې دونیا او هم په اخرت کې د طالبانو د ښېګڼو په اړه خبرې کوي.)

د طالبانو او سیمه ییزو خلکو ترمنځ په نورو څیزونو کې هم لانجې پيدا کېږي. ځینې وخت د خلکو له غونډو هم ګټه اخیستل کېږي. د ډېرو هغو کسانو له خولې چې موږ ورسره خبرې کړې دي، طالبان په سیمه ییزو جوماتونو کې خلک غونډو ته وربولي، مثلا کله چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي. همدا دلیل و چې د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې د دشت ارچي په یوه جومات کې د غونډې پرمهال پر هغه ځای افغان ځواکونو برید وکړ. (په دې اړه د رسنیو رپوټونه دلته او دلته لوستلی شئ). دا برید داسې مهال شوی و چې سیمه ییز خلک د حکومت پرضد راپورته کېدو ته هڅول کېدل.

مسوولیت منل

کله چې په دشت ارچي کې د طالبانو د کړنو خبره کېږي، د هغو کسانو پر وړاندې یې چې واکمني پرې کوي هیڅ ډول مسوولیت منل نه مطرح کېږي. د طالبانو پر ضد آن لاریون یا اعتراض کول خطرناک دي، د پرېکړو او کړنو ننګول خو یې بیخي شوني نه دي. مثلا، د ۲۰۲۰ کال په جولای کې ځینو خلکو په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر یوې نجلۍ د جنسي تیري په مساله کې د طالبانو د ښکلېتیا پرضد لاریون وکړ. دا هغه پېښه وه چې د تخار په خواجه غار کې شوې وه او پاس یې یادونه راغله. ( د رسنیو رپوټونه دلته او دلته لوستلی شئ) د هغه کس له خولې چې موږ ورسره خبرې کړې دي، طالبانو له وړاندې خلکو ته د لاریون پرضد خبرداری ورکړی و، خو خلکو یې خبرداري ته پام ونه کړ او لاریون ته ووتل. طالبانو پر لاریونیانو ډزې وکړې او دوه لاریون کوونکي یې ووژل. لاریون ګډوډ شو او همغږي کوونکي یې خواجه غار ولسوالۍ ته وتښتېدل. طالبانو یې په دشت ارچي کې کورنیو ته څه نه ویل.

د طالبانو لپاره دا مهمه ده چې دشت ارچي کې یې سرې کرښې جدي وګڼل او له پامه ونه غورځي، او په دې سرو کرښو کې یې پوځي لومړیتوبونه او پرېکړې شاملې دي. نو د ځايي خلکو لپاره هیڅ شونیتیا نشته چې له دې سرو کرښو واوړي. خو طالبان ځینې وختونه د سیمه ییزو ستونزو د هواري لپاره له خلکو سره خبرې کوي. مثلا، د نجونو زده کړې، د ځینو پراختیايي پروژو پلي کول، د سیمه ییزو خلکو د ستونو په هواري کې د قومي مشرانو رول او د فصلونو ټولولو پرمهال د پوځي بریدونو ځنډېدل. طالبان دا ډول محدود نرمښت د دې لپاره کوي چې کلیوال خوشاله وساتي، او تر ټولو مهمه دا چې طالبان غواړي وښيي د هغو خلکو خیال ساتي چې واکمني پرې کوي. سیمه ییزو خلکو تر اوسه طالب چارواکو ته د هغه مسوولیت په اړه شکایت نه دی کړی چې له مخې یې باید طالب وسله والو ته خواړه او نور توکي برابر کړي، او دا هم روښانه نه ده چې طالبان به دا ډول شکایت ته څه ډول ځواب وايي. ځینو مرکه شویو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې سیمه ییزو قومي مشرانو د نجونو د زده کړو په اړه له طالبانو یو څه نرمښت تر لاسه کړی دی. خو طالبانو په تکرار د نجونو د هغو ښوونځیو د بېرته پرانیستو غوښتنه رد کړې چې په ۱۳۹۸ کې تړل شوي دي. یوه مرکه کوونکي ویل چې یو څه جوړ جاړی د نجونو د زده کړو په اړه شوی دی:

( طالبانو د ۱۳۹۶ په سلواغې کې وروسته له هغه چې قورلوق سیمه یې ونیوله، په دې ولسوالۍ کې د نجونو یوازینۍ لیسه وتړله. د قومي مشرانو له منځګړتوب وروسته، نجونو ته اجازه ورکړ شوه چې یوازې کلنیو ازموینو کې برخه واخلي. په ۱۳۹۹ کې قومي مشران طالبانو ته ورغلل چې نجونو ته اجازه ورکړي لیسې ته ولاړې شي، خو طالبانو یې غوښتنه ونه منله. د همدې کال په وروستیو کې قومي مشران یو ځل بیا طالبانو ته ورغلل چې که پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي. بالاخره طالبانو هغو نجونو ته چې عمرونه یې له ۱۳ کلونو پورته وي، اجازه ورکړه چې ښوونځي ته د تګ پر ځای دې د ښوونکو په کورونو کې درسونه ووايي.

که د نجونو د زده کړو په اړه د اوسنیو طالب سیمه ییزو مشرانو دا جوړ جاړی د هغوی د  اویایمې لسیزې له واکمنۍ سره پرتله کړو، لویه تېرېدنه ښکاري، خو بیا هم ډېر محدود دی. د طالبانو د تېرې واکمنۍ پرمهال د نجونو زده کړې یو ناڅاپه پرې شوې. ښايي د دوو لسیزو پخوا پرتله اوس د نجونو په ګډون د ماشومانو زده کړو ته د میندو پلرونو لېوالتیا ډېره وي او همدې لېوالتیا ته ممکن د طالبانو غبرګون دا ډول وي. د طالبانو له لوري د نرمښت دویمه بېلګه د سیمه ییزو مشرانو د هغې غوښتنې منل دي چې لږ تر لږه د فصلونو ټولولو پرمهال پوځي عملیات وځنډوي. مثلا، یو سیمه ییز قومي مشر وايي طالبانو د ۱۳۹۹ په وږي کې د ولسوالۍ پر مرکز د پوځي عملیاتو پلان درلود، خو د سیمه ییزو خلکو په غوښتنه یې پلانونه وځنډول.

د هغه د مالوماتو له مخې، د طالبانو د پوځي عملیاتو د ځنډولو پلان د هغوی مالي کمیسیون ته فرصت په لاس ورکړ چې  تر پوځي عملیاتو وړاندې د فصلونو مالیه/عشر راټول کړي.

بالاخره د رغونې او پرمختیايي پروژو په اړه د ټولو مرکه شویو کسانو نظرونه همغږي وو. هغوی ویل طالبان یوازې هغو پروژو ته اجازه ورکوي چې خپله دوی او سیمه ییزو خلکو ته یې ګټه رسېږي، خو داسې پروژو ته هیڅ اجازه نه ورکول کېږي چې ګټه یې حکومت ته رسېږي. مثلا، طالبانو د کندوز ښار او دشت ارچي ترمنځ د ۲۱ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې بندې کړې او دا کار یې د ولسي خلکو د تمو خلاف وکړ.

مرکه شویو خلکو ویل چې قومي مشران څو ځلې طالبانو ته ورغلل چې د سړک د جوړېدو چارو ته اجازه ورکړي، خو هیڅ ګټه یې ونه کړه. د هغو کسانو له خولې چې خبرې مو ورسره کړې دي، طالبان ګومان کوي که سړک جوړ شي امنیتي ځواکونو ته به له کندوز ښاره لوجیستکي وسایل او ملاتړي ځواکونه آسان لېږدول کېږي. د هغو کسانو له خولې چې څو ځلې یې په دې اړه له طالب مشرانو کتلې دي، طالبان وايي د یاد سړک ګټه به تر ډېره د سیمه ییزو خلکو پر ځای حکومت ته رسېږي نو ځکه یې جوړېدو ته اجازه هم نه ورکوي.

پایله

په دشت ارچي کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ژوندانه په اړه څېړنه په ډاګه کوي چې په سیمه ییزه کچه د طالبانو د اداري سیستم جوړښت ډېر پيچلی دی. په دې څیړنه کې دا هم په ډاګه کېږي چې د طالبانو  اداري جوړښت پر هغو سیمه ییزو ټولنو چې واکمني پرې کوي، اغیز پرې باسي. څېړنه کې د طالبانو دې ځیرکتیا ته هم کتنه شوې چې څرنګه خپل واک غځوي او مشروعیت ورکوي. پر سیمه ییزو خلکو د واک چلولو لپاره روښانه فشار شته، خلکو دا فشار د وېرې او یا هم ورسره د عادت له مخې منلی دی. په عین حال کې طالبانو هم تر یوې اندازې جوړجاړی او نرمښت کړی دی.

د کندوز د دشت ارچي پر پراخه سیمه اصلي واکمنان طالبان دي. همدا ولسوالي د طالبانو د اداري جوړښت لپاره په کندوز کې په یوه مرکز بدلېدونکې ده. د طالبانو مشرتابه شورا، د دې ولسوالۍ لپاره د ورځنیو چارو له چلوونکو طالبانو بیا د طالبانو تر ولسواله، د ټولو په ګومارنه کې ښکېله ده.

په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو بیروکراسي ښه فعاله ده او دا جوړښت په درېیو برخو کې روښانه لیدل کېږي: لومړی – وسله والې ډلګۍ، سره قطعه او د دوی قوماندانان چې د طالبانو ځواکمنه پوځي کمیټه جوړوي. دویم، مالي کمیټه چې د مالیې راټولولو مسوولیت لري او له دې غورځنګ سره مالي مرسته کوي. درېیم، قضايي کمیټه په ځانګړي ډول قاضیان چې د طالبانو محکمې چلوي. له حکومتي بریدونو د بچېدو لپاره طالب چارواکي ټاکلي دفترونه نه لري. ( له لومړۍ محکمې پرته چې ځینې وخت د دشت ارچي په یوه جومات کې فعالیت کوي، او هغه هم تل نه) د طالبانو د پوځي، ملکي چارواکو او کمیټو ترمنځ روښانه توپیر نشته ځکه د طالبانو ملکي کسان هم د حکومت پرضد پوځي عملیاتو کې برخه اخلي. ډېرئ طالب چارواکي یا خپله وسلې ګرځوي او یا یې وسله وال کسان ملتیا کوي.

طالبان په ولسوالۍ کې د عامه خلکو د ژوندانه پر ټولو اړخونو واکمني چلوي. یوه برخه یانې قضا چې نه یوازې واکمني کوي، بلکې ولس یې پرېکړې هم پلې کوي او د مشروعیت بڼه یې هم خپله کړې ده. په دشت ارچي کې د طالبانو لومړنۍ محکمې ته ګڼې قضیې له ټول کندوزه د حل په موخه وروړل کېږي. د طالبانو محکمه ډېري ملکي قضیې چې د کورنیو خپلمنځي لانجې وي، قومي مشرانو ته د حل په موخه سپاري. په تدریجي ډول د طالبانو محکمو ته په ډېرېدونکي ډول خلک خپلې قضیې سپاري. د دې بهیر یوه برخه دا ده چې د طالبانو محکمه یوازې هغه عریضې اخلي چې لیکلې بڼه ولري او  پر هغه پاڼه چاپ شوې وي چې د طالبانو لوګو یا نښان لري. عریضه باید په لیکلې بڼه چې لاسلیک هم پرې شوی وي، د طالبانو ولسوال ته وسپارل شي. محکمې ته دعوې او صورت دعوې یوازې هغه محرران لیکي چې د طالبانو د محکمو له خوا ګومارل شوي او منل شوي وي، او دا ډول خلک له لویه سره طالب پلوي ملایان یا مذهبي کسان وي. دویمې او درېیمې محکمې ته د تللو لپاره هم ځانګړی بهیر شته او له ۱۳۹۸ راهیسې په کندوز کې دعالي محکمې [سترې محکمې] یوه څانګه هم فعاله ده.

مالیه ټولونه بله هغه برخه ده چې طالبان یې دشت ارچي کې لري او له خلکو مالیې ټولوي. د مالیې له لارې نه یوازې دا چې طالبان خپله واکمني چلوي بلکې دا ډله یې له مالي پلوه هم پر خپلو پښو درولې. طالبان له کرنې نیولې بیا تر پرمختیايي پروژو له ټولو مالیه اخلی او ځینې وخت شتمن په خپله خوښه هم طالبانو ته د مرستې په ډول نغدې پيسې او یا هم توکي ورکوي او دا ډول مرسته له لویه سره په سیمه ییزه کچه له طالبانو سره د اړیکو جوړولو لپاره کېږي چې که راتلونکې کې یې په ښه راشي. یوازې هغه بزګر چې ځمکه یې کمه وي او بې وزلي خلک د طالبانو له مالیې معاف دي. د مالیو راټولې شوې پیسې د طالبانو پر فعالیتونو، معاشونو او د مدرسو په چلولو لګول کېږي. طالبان راټولې کړې پیسې په یاده ولسوالۍ کې خلکو ته په عامه خدمتونو نه لګوي. د مالیې راټولې کړې پیسې او پر خلکو د طالب وسله والو لپاره د خوړو او نورو توکو اجباري کول په دې مانا دي چې په دشت ارچي کې طالبان تر ډېره پر خپل ځان متکي دي او له نورو ځایونو لږې مالي مرستې ته اړتیا لري.

د سیمې له خلکو سره د طالبانو ناسته پاسته یوازې تر مالیې او د محکمو تر سیستمه محدوده نه ده. د دشت ارچي د ډېرو سیمو په ګډون، د هغوی لپاره چې د طالبانو تر پخې واکمنۍ لاندې اوسېږي، له طالبانو سره د راشه درشه مخنیوی ناشونی دی. د جوماتو د مشرانو په مرسته طالب قوماندانان پر سیمه ییزو خلکو روښانه او یا هم مخامخ فشار راوړي چې طالب وسله والو ته خواړه او نور لوجستیکي توکي ( مثلا، د ژمي پرمهال لرګي) برابر کړي. خو کلیوال نور مجبور نه دي چې طالب وسله والو ته په خپلو کورونو کې د پناه ځای ورکړي ځکه شپني عملیات او هوايي بریدونه پام وړ کم شوي دي. له خلکو تمه هم نه کېږي چې طالب لیکو ته ځوانان واستوي ځکه په مدرسو کې په کافي اندازه ځوانان شته چې طالبان یې خپلو لیکو ته جذبوي. طالبان ټولنیز فرصتونه او ناستې د حکومت پرضد د کمپاینونو لپاره کاروي، مثلا کله چې افغان ځواکونه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوي، طالبان سیمه ییز خلک په غونډو کې هڅوي چې د حکومت ضد لاریونونه وکړي او راپورته شي.

طالبان له لویه سره په دشت ارچي  کې ولسي خلکو ته چې واکمني پرې کوي، مسوول نه دي. د هغوی پر پوځي لومړیتوبونو بحث نه شي کېدای خو طالبان ځینې وخت د قومي مشرانو وړاندیزونه  مني. لکه د فصلونو د ټولولو پرمهال د پوځي عملیاتو ځنډول، نجونو ته د زده کړو اجازه خو دا چې یوازې یې په کورونو کې یې وکړي او د طالبانو تر څار لاندې قومي مشرانو ته اجازه ورکول چې د خلکو خپلمنځی لانجې هوارې کړي. په کوچنۍ اندازه همدا نرمښت سیمه ییز خلک خوشاله ساتي، او تر دې مهمه لا دا چې طالبان  په دې ډول چلن غواړي وښيي د هغو خلکو اندېښنو ته پام کوي چې واکمني پرې کوي.

لیکوالان:

تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه