قاري حکمت الله چې ځان یې د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان ولایت قوماندان باله، په وري میاشت کې د امریکا هوايي برید کې ووژل شو. د هغه تر قوماندې لاندې، د خراسان له داعش سره یوه تړلي قوماندان حکومت او طالبان دواړه وننګول او د جوزجان په دوو لرې پرتو ولسوالیو درزاب او قوش تېپه کې یې نژدې بشپړ واک تر لاسه کړی و. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په دې نوې رپوټ کې عبید علي د حکمت له مرګ وروسته حالاتو ته کتنه کړې او موندنې یې ښيي چې دا ډله لا هم واکمنه ده.
د قاري حکمت وژنه
امریکايي هوايي ځواکونو د ۱۳۹۷ کال د وري پر ۳۰ حکمت وواژه. هغه د افغانستان شمال کې له داعش سره تړلی قوماندان بللکېده. د امریکايي پوځ داعلامیې له مخې حکمت د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ په قورغ کلي کې وژل شوی دی. د فاریاب د پولیسو مشر جنرال فقیر مومند هم دارپوټونه منلي چې حکمت د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی.( درسنیو رپوټونه دلته کېکاږئ) قاري حکمت ته نژدې سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې هغه له وژل کېدو یوه ورځ وړاندې د بې پیلوټه الوتکې له بریده ژوندی وتلی و. قاري حکمت هغه مهال قورغ کلي ته پر لاره و چې له خپلو وسله والو سره وګوري. یوه ورځ وروسته په همدې کلي کې ووژل شو. برید چې قاري حکمت یې وواژه، داسې مهال وشو چې هغه هڅه کوله د درزاب ولسوالۍ سردره سیمه کې خپل مرکز ته ولاړ شي. قورغ د فاریاب او جوزجان ولایتونو ترمنځ پروت کلی دی چې ډېره برخه یې فاریاب کې ده، خو شاوخوا ځینې سیمې یې له درزاب ولسوالۍ سره تړلې دي. نو ځکه د قورغ اوسېدونکي تر ډېره درزاب ولسوالۍ ته تګ راتګ لري.
ګومان دی حکمت به ځکه دې سیمه کې خپل مرکز جوړ کړی وي چې هغه ورته نژدې و او داسې نه ښکارېده چې دی به خپل فعالیتونه فاریاب ته وغځوي. قاري حکمت د طالبانو پخوانی قوماندان و او په ۱۳۹۴ کال د خراسان له اسلامي دولت نومې ډلې سره یو ځای شو. په سوریه او عراق کې مېشت داعشیان د افغانستان سیمه د خراسان په نامه پيژني. حکمت د قوشتېپې اودرزاب ولسوالیو ډېرې برخې د خراسان ډلې په نامه ونیولې او ځانته یې موازي اداره جوړه کړه ( د قاري حکمت په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته او دلته لوستلی شئ).
نوی مشر
د قاري حکمت له وژنې وروستې واکمنې شورا مولوي حبیب الرحمان دهغه ځای ناستی وټاکه. حکمت داسې ۱۴ کسیزه شورا جوړه کړې وه چې ژمن قوماندان پکې ټول شوي وو، خو د دې شورا د جوړښت په اړه نور کره مالومات نشته. دا شورا چې پوځي اداري جوړښتونه لري، د خراسان د سیمه ییزې څانګې اصلي اداره کوونکې بلل کېږي. ( په دې اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شننه دلته لوستلی شئ). دا شورا هره میاشت پرپوځي، عامه اړیکو، امنیت او مالي چارو بحث او پرېکړې کوي. د قاري حکمت بپرعکس، ۳۱ کلن مولوي حبیب الرحمان جوزجان کې په پرتلیز ډول نوی کس بلل کېږي او سیمه ییزه څیره نه ده. په خټه اوزبېک مولوي حبیب د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د قاري حکمت له اورپکو سره په ۱۳۹۵ کال کې یو ځای شوی و. نوموړي پخوا د دې ډلې دقضا برخې مشري کوله او د مشرتابه شورا غړی هم پاتې شوی. ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننې دلته کتلای شئ). نو د قاري حکمت تر مشرۍ لاندې یې دې ډله کې خپله وړتیا ښوولې او د هغې لوړوپوړیوکې یې کار هم کړی دی.
سره له دې چې عمر یې کم دی، پوځي او سیمه ییز مالومات یې هم لږ دي، داسې ښکاري چې ګومارنه به یې بې ناندریو ترسره شوې وي. ښايي دلیل به یې دا و چې نوموړی دیني عالم دی او د خراسان ډلې دجوړېدو په لومړیو کې یې له قاري حکمت سره همکاري کړې ده. حبیب الرحمان د قوشتېپې لپاره د طالب ولسوال مفتي نعمت اوښی هم دی. مفتی نعمت په ۱۳۹۴ کال کې جنرال دوستم ته تسلیم شو، وروسته یې خپل لوری واړاوه او د قاري حکمت ډلې ته واوښت. نوموړی په درزاب کې اوس هم عملیات کوي او ښايي د داعش ډلې د مشرۍ لپاره یې د مولوي حبیب الرحمان ملاتړ هم کړی وي.
د قاري حکمت د وژنې اغیز
د قاري حکمت وژنې د دې ډلې پوځي دریځ- په هغو دواړو ولسوالیو کې چې د دوی تر واک لاندې دي، نه دی کمزوری کړی. دا خبره د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ډېرو سرچینو تایید کړې ده. په درزاب ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان شیر محمد وايي، د قاري حکمت وژنې پر دې ډلې منفي تاثیر نه دی کړی او په هغو سیمو کې یې هم اغیز نه ښکاري چې دوی نیولې دي. شیر محمد دافغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل (د داعش د جګړۍ لومړۍ کرښه د درزاب ولسوالۍ په مرکز کې له افغان ځواکونو ۵۰۰ متره واټن لري).د قوش تېپې ولسوال امین الله امین هم همدا خبره دافغانستان تحلیلګرانو شبکې ته تایید کړې ده. سره له دې چې په جوزجان کې له داعش سره د تړلو اورپکو کره شمېر مالوم نه دی، خو امین د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته دوی دومره پیاوړي ښودلي چې د سیمه ییزو افغان ځواکونو د ماتولو وړتیا لري. په سیمه کې دې ډلې ته نژدې سرچینې وايي، مولوي حبیب الرحمان له ۳۰۰ تر ۴۰۰ اورپکي لري چې ځینې یې دمنځنۍ اسیا هېوادونو دي. په سیمه کې قومي مشرانو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي د داعش د خراسان دا ملاتړې ډله د دواړو ولسوالیو په کلیو کې دایمي پوځي مرکز نه لري. خو وايي اورپکي یې په اوونۍ کې یو ځل کلیوالو سیمو ته ورځي او خلکو ته اعلانونه خپروي چې د داعش د لارښوونو درناوی وکړي.
خو د دې اژانس د رپوټ پرخلاف داعش اورپکي په سمڅوکې نه اوسي او په هغو کورونو کې یې اړولي چې سیمه ییز خلک ترې شړل شوې دي. همدا ډول حالت د دوی په سر دره مرکز کې هم دی. دا په درازب کې لویه سیمه ده چې خلک پکې کر کیله کوي. سره له دې چې داعش اورپکي په هغه ځای کې دایمي مرکز نه لري، خو نه طالبانو او نه هم حکومتي ځواکونو دغو کلیو ته د ورتګ هڅه کړې. ښايي دلیل به یې دا وي چې نه غواړي د داعش پلوو اورپکو په لومه کې ونښلي. د قاري حکمت له وژنې وروسته، نه افغان امنیتي ځواکونو او نه طالب اورپکو په درزاب او قوش تېپه کې د داعش پر ضد لوی عملیات نه دي کړي. یوازې افغان ځانګړو ځواکونو او د امریکا ځانګړو ځواکونو په درزاب کې عملیات کړې دي.
د قاري حکمت له وژنې شپږ ورځې وروسته د غویی پر ۴ د امریکا په مشرۍ غوڅ ماموریت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي و، افغان او امریکايي ځانګړو ځواکونو په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ۲۲ اورپکې وژلې دي. په دې اعلامیه کې دا هم راغلي وو چې د ۱۳۹۷ کال له پيل راهیسې د داعش ۸۰ اورپکي په درزاب کې وژل شوې دي.( نور مالومات دلته لوستلی شئ) په افغانستان کې د ناَټو غوڅ ماموریت له خوا دا ورکړ شوې شمېرې سیمه ییزوسرچینو نه دي تایید کړي.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته په درزاب ولسوالۍ کې سیمه ییزو مشرانو ویلي چې د غویی پر څلورمه ځانګړو ځواکونو عملیات کړې دي. خو وايي یوازې څو داعش پلوي وسله وال په کې ووژل شول او افغان او امریکايي ځواکونه بیرته له سیمې ولاړل. سیمه ییزو چارواکو هم د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې په جوزجان ولایت کې تر اوسه د داعش پلوو اورپکو پرضد په پراخه کچه عملیات نه دي شوي. هلته د سیمه ییزو پولیسو مشر شیر محمد او ولسوال امین پر داسې عملیاتو ټینګار کوي چې په سیمه کې د داعش اورپکو وېره له منځه یوسي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې افغان ځواکونه به ژر په جوزجان کې د طالبانو او داعش اورپکو د ورکاوي عملیات پیل کړي.
اوس یوازې محدود شمېر سیمه ییز پولیس په درزاب او قوش تېپه کې میشت دي. دوی تشد ولسوالۍ د مرکز په څو مرکزونو کې پراته دي او یوازې د ولسوالۍ دمرکز او څو نژدې کلیو ساتنه کولای شي. قوش تېپې او درزاب ته د هوسا ځواکونو استول او لوژستیک یوه ننګونه ده، ځکه شبرغان ته د دې ولسوالیو نښلې دلې ټولې لارې ډېر وخت د قاري حکمت ټوپکوالو تړلې وي او یا یې تر واک لاندې وي. له هغه مهاله چې د ۱۳۹۶ کال په وروستیو کې د طالبانو وسله وال له جوزجانه سرپل او فاریاب ته ولاړل، طالبانو هم لا تر اوسه په جوزجان کې داعش پلوو اورپکو پرضد ګام نه دی پورته کړی.( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننې دلته لوستلای شئ) ښايي د دې کار لوی دلیل دا وي چې طالب قوماندان د نویو سیمه ییزو اورپکو په جذبولو کې پاتې راغلي او بل دلیل یې دا هم کیدای شي چې طالبان د افغان او امریکايي ځانګړو ځواکونو له هوايي برېدونو وېرېږي، نو ځکه د جوزجان د درزاب او قوش تېپې ولسوالیو په ډېرو برخو کې داعش اورپکي ازاد ګرځي.
د خراسان له مرکزي اورپکو سره اړېکي
لا هم روښانه نه ده چې دا ډله د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د داعش د خراسان ډلې له اصلي مرکز سره څومره رابطه لري. د ۱۳۹۶ چنکاښ میاشت کې د درزاب یو پلاوی ننګرهار ته تللی و. ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته لوستلی شئ) خو لا هم د مخامخ کتنې په اړه څه نه دي ویل شوي. د ۱۳۹۷ حمل میاشت کې پر فېسبوک یوې راوتلې ویډیو ظاهرا تر داعش جنډې لاندې اوزبېک اورپکي ښودل چې د اسلامي دولت ډلې ته د اېلوالي او ملاتړ سوګند یادوي.
په دغه وېډیو کې یوه ډله ازبیک زلموټي پوځي تمرینات بشپړوي او له اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سره خپل یو والی اعلانوي، خو د دې وېډیو د ثبت ځای ځایګی مالوم نه دی. په ورته وخت کې په دې وېډیو کې ښوول کېږي چې په ننګرهار کې د داعش د خراسان ډلې یو قوماندان په سوریه او عراق کې له داعش وسله والو غواړي چې له خراسان ډلې سره یو ځای شي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د مالوماتو له مخې په لومړۍ ویډیو کې د ننګرهار او جوزجان داعشیان دواړه ښوول کېږي. ډېری وخت مالومات د فیسبوک دهغو کاروونکو له خوا یوه بل ته رسېږي چې له داعشیانو سره خواخوږي لري.
پایله
په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې د داعش اوسنیو اورپکو ته په پام سره، د دې ډلې وسله وال د خپل سیمه ییز مشر له وژل کېدو وروسته بیا هم یوموټي او پياوړې پاتې شوې دي. په دې غرنۍ او لرې پرته سیمه کې له طالبانو سره د وژل شوي قاري حکمت اوږده تجربه او دسیمې په اړه یې ښه مالومات د دې سبب شوي چې په شمال لوېديځ جوزجان ولایت کې داعش د ځان لپاره د پښې پیاوړی ځای پیدا کړي. خو دا ددې مانا نه لري چې د قاري حکمت وژنې د دې ډلې پر پوځي بریاوو هیڅ تاثیر نه دی کړی. په دې دوو ولسوالیو کې به د قاري حکمت د ځای ناستي مولوي حبیب الرحمان بریا هلته مالومېږي چې چارې د قاري حکمت غوندې هماغسې بریالۍ ترسره کړي.خو له ځینو زیانونو سره سره په جوزجان کې د داعش وسله والو ترمنځ د بې اتفاقۍ او وېشلو نښې نه برېښي او تر واک لاندې سیمې یې ننګول شوې او بدلې شوې هم نه دي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹