Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

طالبان په شمال کې: د بغلان حلقوی سړک ته څېرمه یې ځواکمنېدا

عبید علی 15 دقیقې

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په بغلان ولايت کې پر يو شمېر ستراتيژيکو سيمو پاموړ  ولکه موندلې ده. دوی اوس د کابل او بلخ پر لویه لار چې څه برخه يي پر بغلان تيريږي د پخوا په پرتله ستر تهديد جوړولی شي. طالبان دغه راز پوهيږي چې د لويې لارې په تړلو دولتي ځواکونه هم په جسمي او هم روحي ډول ځپلی شي. په ځواب کې یې دولتي ځواکونو ګڼ عمليات تر سره کړل چې د تير کال له مني پيل او تر سږ دوبي هم وغځېدل. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې عبیدعلي، د همدې مهمي لویې لاري په څنډو کې پر اوسني امنيتي وضعيت څېړنه کړي ده. په ورته وخت کې د طالبانو د جنګي تکتيکونو بدلون او د دولتي ځواکونو د عملياتو اغيز ته هم کتنه شوې ده. له دغو عملياتو سره هم مهاله ګڼې کورنۍ بې ځايه کيدلو ته اړې شوې چې پر دولت یې د همدې کورنيو باور زیانمن کړی دی.

سږ کال په غوايي مياشت کې طالبانو په چشمه شير سيمه کې يوه پوسته جوړه کړه. دا سيمه د بغلان او بلخ د لويې لاري ختيځ ته پرته ده چې د بغلان له مرکز پلخمري څخه څو کيلومتره شمال لويديځ پلو راځي. له هغه راهیسې طالبانو پر همدې لويه لاره د تلونکو موټرو پلټل پيل کړل. په تېرو څو کلونو کې دا سيمه د طالبانو لپاره مهم تمځای پاتې شوی. د همدې سيمي ستراتيژيک موقعيت، چې دا مهمه لويه لار پرې تيريږي، له ډنډ غوري سره د ډنډ شهاب الدين په نښلولو کې لویه ونډه لري (په همدې تړاو د تېر کال پر پرمختیاوو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته ولولئ)

د بلخ او بغلان لويه لاره، چې د مهم حلقوي سړک برخه هم ده او همدارنګه شمال له لوېديځ سره نښلوي، د پلخمري او د نورو شمال لويديځ ولايتونو لکه سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب تر منځ د ټرانزيټ اصلي مسیر دی. طالبانو همدې ته په پام سره هڅې ګړندۍ کړي چې ددغې لویې لارې په اوږدو کې خپل شتون وښیي او هغه هم د کندز تر پروسږنۍ نیونې وروسته.

د دولتي ځواکونو لپاره هغه لارې چې بغلان او سمنګان سره نښلوي په ځانګړي ډول ډېري مهمي دي. دا ځکه چې دوی پر همدې لاره خپله وسايل او مرستندوی ځواکونه ليږدوي چې په شمال کې هغه ولايتونه چې وضعيت يي د خرابيدو پر لور درومي خوندي کړي. د همدې لويو لارو د اهميت په درک سره، طالبانو د ګرځنده پوستو جوړول غوره کړل چې دولتي کسانپه کې وپلټي او ورسره جوخت خپل شتون هم وښيي، د بغلان او بلخ لويي لارې ته ورنژدې شي. په چشمه شېر کې د طالبانو شتون دوی ته دا وړتيا ورکړه چې پر دغې لویې لارې نژدې څار ولري. داسې برېښي چې دا به د همدې سيمي د بشپړې ولکې لپاره د طالبانو لومړنی ګام وي.

ډنډ غوری: د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ

ډنډ غوری د پښتنو سيمه ده چې شاوخوا ۶۰ – ۷۰ کلي په کې مېشت دي چې د پلخمري شمال لويديځ ته پرته ده. دولتي ځواکونو تل هڅه کړې چې پر دغه سیمه ولکه ټینګه کړي. طالبانو پروسږکال د خپلو پسرلنيو عملياتو له اعلان سره سم پر دولتي ځواکونو بريدونه پيل کړل چې لومړنۍ نخښه یې ډنډ غوري ولسوالي وه. له طالبانو سره د سیمه ییزو وګړو خواخوږۍ او د دولت پلوو په اړخ کې د ځواکونو لږوالي دولت زیانمن کړ. ورسره جوخت طالبانو دا وړتيا درلوده چې په دې سيمه کې آزاد تګ راتګ وکړي.

د تېر کال په مني کې طالبانو د ډند غوری ونيوله او تر پنځو مياشتو وغځېده (دلته راپور ولولئ). د تېر کال دسلواغې شاوخوا دولتي ځواکونو ستر او پراخ عمليات تر سره کړل څو دا سيمه له طالبانو څخه پاکه کړي. د تېرکب پر ۱۶ نېټه دولتي ځواکونو وکولای شول چې طالبان پرشا وتمبوي او ددغې سيمي ولکه بيرته تر ګوتو کړي. خو، يوه ورځ وروسته چې کله دولتي ځواکونه له ډنډ غوري څخه ووتل او مسوؤليت يي د اسلامي حزب د پخواني قوماندان ملا عالم تر مشرۍ لاندې سیمه ییزو پولیسو ته چې د ډنډ غوري سیمې له احمدزي ټبر څخه دی وسپاره، طالبان بیا ورته راپورته شول او په یوه ورځ کې بریالي شول چې ډنډ غوري بېرته ونيسي.

پر ملکې خلکو د دولتي ځواکونو د عملياتو اغېز

د ډنډ غوري عملياتو چې نوم يي خورشيد ۲۰ ايښودل شوی و، که څه هم په بغلان کې امنیتي حالت دومره وانه ړاوه، خو پر ولس یې منفي اغېز څرګند وځکه چې په ترڅ کې یې هغو کسانو ته چې د جګړې د اړخونو ترمنځ ښکېل شولد سر دروند زیان واوښت. د افغاني رسنيو د راپورونو له مخې، ۱۵۰۰ کورنۍ په ډنډ غوري او په ګاونډي دهنه غوري ولسواليو کې د همدې عملياتو له امله د خپلو کورونو پريښودولو ته اړ شوې، په دې اړه (دلته ولولئ). د ملګروملتونو د بشري همغږۍ چارو دفتر (يو اين اوچا) د راپور پربنسټله همدې دوو سيمو څخه  د کورنیو بې ځایه شویو رسمي شمېره تر ۵۰۰۰ کورنيو پورته وه. دا شمېري د سږ کال په اوړي کې ورکړ شوې،  په دې معنی چې دا شمېرې يوازې له همدې عملياتو سره تړاو نه لري. د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر (يوناما) د ملکې تلفاتو په تړاو په خپل راپور کې هم دې ټکې ته اشاره کړې او دا یې «په بغلان کې د بې ځايه کيدلو نوی پړاو» نومولی چې وايي «تر ۳۲۵۰۰ ډېر کسان په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين کې د سږ کال پر جګړو بې ځایه شوي دي».

د ډنډ غوري په تړاو د مدني ټولنو استازو او د سیمي قومي مشرانو تر دې مخکې پر دولتي کسانو تور پوري کړی و چې که څه هم د تېر کال د کب په وروستيو کې یېدا ولسوالي له طالبانو پاکه اعلان کړه خو د ساتلو وس یې نه درلود. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته د مدني ټولني استازي عاطف عارفيان وويل چې «دولتي ځواکونو طالبان د هغوی په پټنځايونو کې نه دي تعقیب کړي». هغه وويل طالبان د کب مياشتې په وروستيو کې د بی بی ګوهري سيمي ته وتښتېدل. دا سيمه د ډنډ غوري شمال لويديځ ته شاوخوا پنځلس کيلومتره لرې د سمنګان پلو ته پرته ده، خو دولتي ځواکونو آن هلته هم طالبان ونه ګواښل. هغه دې حقیقت ته اشاره کوله چې تر عملياتو وروسته دولتي ځواکونو ددې سيمي مسوؤليت د ملا علم سيمه یيزو پولیسو ته وسپاره خو بل يي داسې ګام وا نه خیست چې سیمه ورسره خوندي شي. پر دې سربېره عارفيان دې ته اشاره کوله چې د ۲۰۰ سيمه یيزو پولیسو لپاره ناشونې وه چې دا سيمه چې تر ډېره پښتون مېشته ده کنترول کړي. يوه ټکې ته اشاره اړینه ده چې یو شمېر طالبان پخپله هم د همدې سيمي دي لکه د بغلان لپاره د طالبانو والي ملا هلال. د سيمي مشرانو هم د امنيت او د سيمه یيزو پولیسو د وړتيا په تړاو چې سيمه دې خوندي کړای شي شک درلود.

د قومي مشرانو له ډلې څخه يي يوه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وويل: «سیمه یيز پولیس او طالب ضد پاڅونیان دا وړتيا نه لري چې طالبان زموږ په سيمه کې پر شا وتمبوي» او بیا يي زياته کړه:«د وسلو او مهماتو کمښت، د عصري وسلو نه شتون او همدارنګه د خپلو ګټو لپاره د سيمه یيزو زورواکو نفوذ هغه لوی لاملونه دي چې له طالبانو څخه یې د سیمې په بریالي خوندیتابه کېد سيمه یيزو پولیسو د بري مخه نیولې ده».

د يوې ویډيو له مخې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته ښودل شوې، ګڼ سيمه یيز پولیس طالبانو ته هغه وخت تسليم شول چې کله هغوی له ډنډ غوري نه د دولتي ځواکونو تر وتلو یوه ورځ وروسته پر سیمه عملیات پیل کړل. په دوی کې ځینو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او خپلو کورونو ته ستانه شول خو نور يي بيا د طالبانو په لیکو کې ودرېدل. د طالبانو د يوې سرچينې له خولې په قلعه خواجه کې د سيمه یيزو پولیسو په پوسته کې شاوخوا څلويښت سيمه یيز پولیس چې د قوماندان ریس فیض تر امر لاندې ول طالبانو ته واوښتل.

د همدې پېښو او دغه راز د خپرو شویو دولتي ضد تورونو په پایله کې د سيمي د خلکو احساسات خپلېلوړې څُوکې ته ورسيدل. ډېرئ دا حیراني څرګندوي چې دولت یې ولې د خوندي کولو وړتيا نه لرييا لږ تر لږه په همدې تړاو د څه کولو وړتیا نه لري. د سيمي يوه مشر احمدزي، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وويل، داسې ښکاري چې ددې دريځ تر شا قومي توپير شتون لري. دا هغه خبرې راغبرګوي چې د سيمي پښتانه يي په ولايت کې د ګومارلو تاجک چارواکو په اړه کوي:«سيمه یيز حکومت په لوی لاس نه غواړي چې پښتون ميشتې سیمېته ارامي راشي، آن لا سرچپه یې غواړي چې ښوونځي، روغتيايي کلینيکونه وتړي او هڅه یې داده چې له ډنډ غوري نه د جګړې ډګر جوړ شي. که دولت رښتيا هم غوښتل په دې سيمه کې امن راولي، نو دلته به یې دايمي نظامي مرکزونه جوړ کړي ول چې له طالبانو څخه یې پاکه وساتي».

بلخوا دولتي چارواکو د پېښې بيان داسې وکړ چې د ډنډ غوري ولسوالي ځکه طالبانو سقوط کړه چې کافي اندازه دولتي سرتيري نه ول او همدارنګه يي کافي پوستې نه وې جوړې کړي. د حکومتي دریځ د لا پخلي له پاره د بغلان د والی وياند محمود حقمل داسې هڅه وکړه چې «دولتي ځواکونه دا مسوؤليت هم لري چې د هيواد په نورو برخو کې هم عمليات تر سره کړي». دی وایي«همدا وجه وه چې د ډنډ غوري تر نيولو وروسته دولتي ځواکونه نورو جنګ ځپلو سيمو ته واستول شول». خو د بغلان امنيه قوماندان پر دې هم اعتراف وکړ چې دولتي ځواکونو، آن چې کله په سیمه کې ول، د طالبانوخلاف اغېزمنه جګړه ونه شوای کړی، ځکه چې کافي وسلې یې نه درلودي او دغه راز يي د سر تر درانده زیان وروسته زړه بایللی و. د بغلان امنيه قومندان نور حبیب ګلبهاري وويل چې دولتي ځواکونه په نهرين، بغلان جدید او ډنډ غوري ولسواليو کې تر جنګېدو وروسته  له ججګړي ستړی شوی ول .

له دې دلایلو ور هاخوا د افغان حکومت ځواکونو دا وړتيا نه درلوده چې دا سيمه خوندي کړي. پر دولتي ځواکونو او دولت د سيمي د قومي مشرانو تورونه، او ورسره ورسره د شتو ګواښونو لپاره د حل لارو نه شتون، د سيمي اوسنۍ نهیلي نوره هم زياتوي. په حقیقت کې، داسې برېښي چې طالبانود بغلان او بلخ دلويې لاري پر شاوخوا خپلهولکه کلکه کړې وي.

لويې لارې ته د طالبانو نږدې کيدل

د تېر کال له مني را په ديخوا طالبانو د بغلان او بلخ پر لويه لار د تلونکو مسافرو ګواښل پيل کړي دي. د واټ څنګ څنګ ته په پرمختګ سره دوی ددې لويې لاري په اوږدو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړل. په ورته وخت کې يي ورو ورو خو پرله پسې د خپل کنترول ساحه پراخه کړې، د بېلګې په ډول د بغلان شمال سيمه چې د پلخمري شمال ته په پنځه کيلومترۍ کې پرته ده او همدارنګه پر سرخ کوتل کنترول تر لاسه کول.

د ۱۳۹۵ په پسرلي کې د چشمه شير سيمي تر نيولو مخکې، طالبانو د ورځي له خوا خپلې ګرځنده پوستې جوړې کړې وې تر څو د دولتي کسانو لپاره د مسافرو موټر وپلټي. د داسي پېښې په تړاو د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۴ کال د تلې په مياشت کې راپورنه خپاره شول. د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ په مياشت کې طالبانو د بلخ ولايت پر پېژندل شوې څېرې او د حیرتان بندر د پخواني مشر جنرال حسام الدين حقبین پر موټر بريد وکړ. په دې بريد کې حقبین سخت ټپي شو او له هغه سره درې نور مسافر هم زخميان شول خو ساتونکی یې ووژل شو. د افغاني رسنيو د راپورونوله مخې، يوازي په همدې مياشت کې، د بلخ او بغلان پر لويه لاره يوازي په همدې سيمه کې طالبانو درې ستر بريدونه تر سره کړي دي.

د طالبانو د زياتو بريدونو له وجې د سيمي خلکو او همدارنګه د ولايتي شورا غړو پر ملي يووالي حکومت غږ وکړ چې نور ګامونه هم پورته کړي څو د بلخ او بغلان د لويې لارې په دې برخه کې وضعيت ښه شي. تر هغو چې حکومت په دې اړه کوم ګام پورته کړي څو مياشتې واوښتې. د سيمي د خلکو د لاريونونو په دوام د افغان حکومت ځواکونو يو شمېر عمليات تر سره کړل چې طالبان له لويې لارې په شا کړي (ددې تر څنګ په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين کې د سږ کال د پسرلي په پيل کې دولتي ځواکونو يو شمېر کوچني عمليات هم تر سره کړل). خو تر اوسه پوري يي د پام وړ اوږد مهاله اغېز نه دې پريښی. له دې عملياتو څخه وروسته دولتي ځواکونه په دې وتوانیدل چې يوازي د ورځې له خوا دا لويه لاره خوندي کړي هغه هم د سهار له اتو بجو بيا د مازديګر تر شپږو بجو پوري او هغه هم د ګرځنده پوستو په جوړولو سره. خو طالبانو بيا په ورته وخت کې خپل شتون زيات کړ. دوی دې لويې لارې ته نژدې ستراتيژيکي پوستې ونيولي چې په دې ډله کې د سرخ کوتل سيمه او پلخمري ته نژدې نورې سيمي هم راځي. د ولايتي شورا د غړو په وينا د سږ کال د غويي مياشتې په وروستيو کې طالبانو د چشمه شېر سيمه ټوله ونيوله. په دې سره یې په منظم ډول پر همدې لاره د موټرو پلټنه پیل کړهچې که دولتي ځواکونه يا چارواکي په لاس ورشي او له ځانه سره یې بوځي.

د سرخ کوتل نيول

بله مرکزي سيمه سرخ کوتل دی چې له پلخمري څخه شمال لويديځ پلو په اته کيلومترۍ کې پرته ده. دا سيمه په خپل لرغونتوب مشهوره ده چې د زردشتيانو د ودانیو پاتې شونې په کې شته. دلته زيات شمېر هزاره ګان هم ميشت دي چې د طالبانو په حکومت کې ورته زیان اوښتی و. پر ۱۳۹۴ کال ښایي ددې له پاره چې په دې سيمه کې جنګ لومړی دوی پای ته ورسوي، د سرخ کوتل شاوخوا کليو قومي مشرانو له طالبانو سره د اوربند يوتړون وکړ او هغه هم په لاندي شرايطو: د سيمي خلک به طالبانو ته مالیه ورکوي، دوی ته به په همدې سيمه کې د تګ او راتګ پر وخت تاوان نه اوړي او کله چې طالبان غوښتنه وکړي نو د سيمي خلک به خوراکي توکي ورکوي. په بدل کې به يي طالبان په سرخ کوتل سيمه کې جنګ نه کوي (په دې تړاو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ليکنه دلته ولولئ). خو د تېر کال په ژمي کې دا هوکړه هغه مهال ناکامه شوه يا پای ته ورسېده چې د همدې سيمي هزاره ګانو په نظامي عملياتو کې د طالبانو پر ضد په ډنډ غوري کې د دولتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

د همدې په پايله کې طالبانو سږ کال د غوایي پر ۲۵ نېټه پر سرخ کوتل کلي بريد وکړ چې دا سيمه ونيسي او دا نوی رامنځ ته شوی خوځښت چې خلکو ورته د طالبانو ضد پاڅون نوم ورکړی و له منځه يوسي. دې ډلېهغسې چې د هيواد په نورو برخو کې هم څرګندې شوې، د افغان دولت له ملي امنیت څخه امتيازات تر لاسه کول، لکه وسلي، پيسي او نور مواد. (يو لنډ راپور دلته ولولئ او په غزني ولايت کې د طالبانو پر ضد پاڅونونه بيا دلته او دلته ولولئ). د طالبانو پر ضد له سيمه یيزو پاڅونونو ور هاخوا په دې سيمه کې سيمه یيز پوليس هم ول. په ۱۳۹۱ کال کې دې جوړ شوي ټولګي شاوخوا ۲۰ غړي لرلاو د کورنیو چارو وزارت له خوا يي ملاتړ کيده.

د ملاتړ له بیلابیلو سرچينو سره سره، د دواړو ډلو مشري قوماندان جمعه الدين مبارز کوله. مبارز د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند پخوانی او مشهور قوماندان و. دی په قوم هزاره او د محمد کريم خلیلی په ډلې پورې اړه لري. مبارز او جنګيالي يي چې يوه وړه ډله وه بايد سږ کال په غویي مياشت کې د طالبانو د سترې ډلې خلاف (چې زياتره يي د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين اوسيدونکي دي) جنګيدلي وای، ځکه طالبانو په سرخ کوتل باندي له بيلابيلو لوريو بريد کړی و. د طالبانو پر ضد د پاڅون والو دې ډلې او سيمه یيزو پولیسو په لومړي ګام کې هڅه وکړه چې يو څه سيمه ونيسی او له طالبانو سره یې کلکه جګړه هم وکړه خو دوی او مبارز له خپلو جنګياليو سره یو ځای د سيمي پريښودلو ته اړ وتل. هغوی يوې ستراتيژيکي سيمي ته چې هلته پر هسکه غونډۍ يوه پوسته هم شته، شاتګ وکړ. دا سيمه د جرمنانو غونډۍ په نامه ياديږي (۱) چې اوس مهال  د کورنیو چارو وزارت د يوي قطعي په ولکه کې ده. دا قطعه دلته ددې له پاره ځای پر ځای شوېچې د لرغونو آثارو ساتنه وکړي. په دې قطعه کې د کورنیو چارو وزارت لږ شمېر پولیس شته، خو هغوی ددې لپاره روزل شوي نه دي چې له طالبانو سره وجنګېږي.

د تېرو جنګونو خلاف، چې طالبانو به کې حکومتي کسان پريښودل چې له تعقیب پرته سيمه پريږدي، دا ځل طالبانو له اټکل پورته، په [قوماندان] مبارز او کسانو پسې يي د جرمنانو تر غونډۍ ولاړل او هلته يي پر دوی او دغه راز د کورنیو چارو وزارت پر قطعه کړۍ تنګه کړه. د دوی تر منځ دښمني دوه اوونۍ روانه وه. د سږ کال د غبرګولي په درېيمه نېټه د طالبانو او دغه راز د مبارز د ډلې ترمنځ چې د کورنیو چارو وزارت قطعه هم ور سره ملګرې وه، سخته نښته پېښه شوه چې په پايله کې يي د مبارز کسان او د کورنیو چارو وزارت ځانګړې قطعه په تېښته له سیمې ووتل په دې دلیل چې که نور پاتې شوي وای له منځه د تللو خطر یې و.

هغه مهال چې دولت پلوي جنګيالي په دې سيمه کې د خپلې بقا له پاره جنګېدل، په بغلان کې سيمه یيز حکومت يوه ناندره ییزه وینا خپره کړه. د سږني غویي پر ۲۹ نېټه د بغلان والي عبدالستار مبارز ادعا وکړه چې امنيتي ځواکونو دولت پلوي جنګيالي له طالبانو څخه وژغورل (دلته او دلته راپورونه ولولئ). خو د سږ کال د غبرګولي پر څلورمه د همدغو تښتېدلو جنګياليو قوماندان جمعه الدين مبارز، ، وويل چې  د غبرګولي پر درېیمه د جرمنانو له غونډې نه د دوی د تېښتې پر مهال دغه ځای هماغسې د طالبانو په ولکه کې و. مبارز دغه راز ادعا کوله چې دده جنګياليو او د کورنیو چارو وزارت ځواکونو ته د ولايت له خوا هېڅ مرستندوی ځواک ونه رسېد او نه تجهیزات او وسایل ور ولېږل شول (دلته يي ولولئ).

د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې سره د خبرو پر وخت د بغلان ولايت وياند حقمل دا ومنله چې «سيمه یيزې ادارې مرستندوی ځواکونه نه شوای ور استولی». هغه دا ادعا هم وکړه چې طالبانو پر لارو ماينونه خښ کړي ول نو په  دې توګه یې«زموږ مخه ډب کړه چې د ایسارو کسانو مرستې ته ور نه شو». د سيمي خلکو دا يوه ستره پلمه ګڼلې ځکه پر لارو باندي د ماينونو د خښولو په تړاو هيڅ راپور يا خبره نه وه شوي. دا څرګنده خبره وه چې والي دومره مرستندوی ځواکونه نه درلودل چې هلته یې واستوي. په ورته وخت کې دولتي ځواکونه بيا په ډنډ شهاب الدين او بغلان جدید ولسواليو کې له طالبانو سره په جګړه ښکېل وو.

د طالبانو له خوا د سرخ کوتل د نيولو ناسمې پايلې

کله چې دولت پلوي جنګيالي په پای کې بریالي شول چې له سیمې پښې سپکې کړي، طالبانو د جرمنانو پر غونډۍ خپله ولکه پراخه کړه. دا غونډۍ پر داسې یوه ستراتيژيک ځای پرته ده چې طالبان ترې سرخ کوتل ډېر آسان څارلای شي. طالبانو پر همدې سيمه دنفوذ د زياتولو له پاره همدا غونډۍ ښه وکاروله. د بېلګې په ډول، دویله همدې غونډۍ څخه د بلخ او بغلان پر لويه لاره اغېزناک بريدونه تر سره کولی شوای، ځکه اوس یې په ريښتيني توګه له خنډ پرته د همدې لارې پر سر پوستو ته لاسرسی درلود.

په سرخ کوتل کې د طالبانو شتون کولای شي دوی ته دا فرصت چمتو کړي چې له هغو ملګرو سره آسان تړاو جوړکړي چې د بغلان ولايت د پلخمري په شمال، په ور څېرمه بغلان جدید ولسوالۍ او همدارنګه د کندز ولايت په چهاردره ولسوالۍ کې چې دغه ولایت هم د بغلان په شمال کې پروت دی، فعالیت لري. طالبان دا فرصت هم لري چې خپلي نورې نظامي ډلي له دې لاري سمبال کړي. په ورته وخت کې طالبانو د خپل موقعيت د پیاوړتیا لپاره له همدې ستراتيژیکې سيمي څخه ګټه پورته کړه چې په شمال ختيځه سيمه کې خپل شتوالی نور هم پراخ کړي. د طالب ډلې د پراخيدلو له امله د دولتي ځواکونو د سمبالښت لار له ګواښ سره مخامخ شوه، په ځانګړي ډول د مرستندویو ځواکونو د لېږد له پاره چې د طالبانو د برید ګواښ ورته ډېر دی او دا بيلګه د تېر کال د کندز د نيولو پر وخت څرګنده شوې وه.

که څه هم دولتي ځواکونه وتوانيدل چې د سږ کال د غبرګولي مياشتې پر ۲۸ طالبان په شا و تمبوي او همدا سيمه کنترول کړي خو دولتي ځواکونو طالبان له نيول شويو سيمو څخه لږ وروسته پر شا کړل. په بغلان ولايت کې د لويي لاري په اوږدو کې او همدارنګه مرکز ته څېرمه د طالبانو شتون اوس هم دولتي ځواکونو ته ستر ګواښ دی، ځکه سږ کال د زمري پر ۲۴ نېټه طالبانو د دهنه غوري ولسوالي ونيوله. د سيمه یيزو چارواکو په وينا، له طالبانو سره له سختو جګړو وروسته دولتي ځواکونه شاتګ ته اړ شول او طالبانو د ولسوالۍ مرکز ونيو.

د بغلان د وضعيت لرليد

د تېر کال له ژمي راهیسې د طالبانو کړنو خلکو ته دا ذهنيت ورکړی چې دوی د سترو بريدونو لپاره تابيا لري چې يوازې د بغلان او بلخ پر لويه لار ورټول نه وي بلکې د ولايت مرکز هم پکې ونغاړي. خو آن که همداسي بريدونه تر سره هم نه شي، د بلخ او بغلان د لويې لارې او د پلخمري په شاوخوا کې د طالبانو شتون حکومت ته لوی ګواښ بلل کېدلی شي. د مدني ټولني د پلاوي په وينا طالبان اوس د سيمي له خلکو څخه عشر ټولوي. ښایي دا د طالبانو د عملياتو په اړه د چوپتيا په معنی و اوسې. د پخوا خلاف، طالبان نه يوازي له خلکو مالیه ټولوي چې له سوداګرو او سیمه ییزو کاروباریانو یې هم اخلي.يوه سيمه یيز کاروباري د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وويل چې د يوه موټر هندواڼو پر سر یې چې د طالبانو د کنترول له سيمي يي کابل ته ليږدولی۱۳،۰۰۰ افغانۍ د هغوی یوه قوماندان ته د مالیې په نامه ورکړې دي. په عشر کې دا زياتوالی سيمه یيز طالبان نور هم پر ځان بسیا کوي او د مشرتابه شورا پر سرچینو یې له ډډې لګولو ژغوري.

په کندز ولايت کې (دلته د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپور ولولئ) د طالبانو د کړنو وروستۍ پراخېدنې خلکو ته نورې اندېښنې هم ور اچولې دي. دا پرمختیاوې د سيمهیيزو خلکو وېره نوره هم ډېروي او اندېښنه یې داده چې وړاندې څه را روان دي. د افغان حکومت د بيا رغاونې لپاره د امريکا د څار ادارې تازه مهالنی راپور هم دې ته اشاره کوي چې بغلان د طالبانو مرکزی سيمه ده.

د امنيتي خوځښتونو ور هاخوا چې پرځانګړي سيمه تمرکز لري، په ټولیز ډولپه بغلان ولايت کې د نا آرامۍ نورې نښې هم برېښي چې دې ته د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د ستراتيژيک بدلون اړخ ويل کيدلای شي. طالبان د بغلان او بلخ د لويې لاري له حدودو هاخوا هڅه کوي چې د خپلې ولکې سیمه نوره هم پراخه کړي. طالبان دا هدف د همدې مهمي لاري پر شاوخوا په پرله پسې ډول د وضعيت د ګډوډولو له لارې تر لاسه کوي. دوی له دې وروسته د خپلې ولکې سيمه لکه (دهنه غوري، ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين تر بغلان جدید او د کندز ولايت تر چهاردرې ولسوالۍ پوري) پراخوی څو د ولايت په سطحه د کنترول یوه لویه سیمه ولري. دا کار دوی ته دا وړتيا ورکوي چې د خپل لېږد او مرستې لاره له ختيځ بغلان څخه تر لويديځ بغلان پوري هواره کړي او دغه راز د کندز پر لور ور وغځوي.

د دولتي ځواکونو د وخت نا وخت عملياتو ناوړه اغېز او همدارنګه پر سیمه د خپل اغېز په ښودلو کې د دوی ناکامۍ  پر ځایي ولس ناوړه اغېز کړی او هغوی یې پر دولت او دولتي ځواکونو نور هم بې باورهکړي دي. دا کولای شي په راتلونکې کې جدې تهديد رامنځ ته کړي په ځانګړي ډول هغه مهال چې که حکومت د طالبانو د راپرځولو لپاره د همدې خلکو مرستې ته اړ شي. د سيمه یيزو خلکو باور ته هغه وخت ځانګړی اړتيا ليدل کيږي چې که حکومت وغواړي پر سيمه یيزو پوليسو او نورو جنګي ډلو، چې د امنيتي ستراتيژۍ د ملا تیر ته ورته بلل کېږي، تکيې ته ادامه ورکړي. په بغلان ولايت کې د ښه امنيت لپاره وړاند وينه هماغسې ده لکه د سږ کال په لومړيو کې چې وه، په ځانګړي ډول د دهنه غوري ولسوالۍ سقوط چې د سږ کال په زمري مياشت کې پېښ شو، په دې برخه کې نور منفي اغېز لرلای شي. دا د بغلان ولايت لومړنۍ ولسوالي ده چې له ۱۳۸۰ کال را په دې خوا په لومړي ځل د طالبانو لاس ته لوېږي. د امنيت خرابوالی يوازي د سيمي پر خلکو ناوړه اغېز نه کوي، تر څنګ یې هغه مسافرين چې غواړي يا له شمال څخه سفر وکړي او يا هم توکي ولېږدوي ډېر ګواښ ويني. د هيواد له مهمو لويو لارو څخه  یوه یې تر ګواښ لاندي ده.

(۱) دا په دې معنی نه ده چې ګنې په وروستيو کې دې جرمنان هلته پاته شوي وي، ځکه په دې سيمه کې د جرمني د ولایتي بيا رغوني ډلې شتون نه دی درلودلی. خلک وايي چې د کنيشکا د سلطنت پر وخت دلته جرمنان ځای پر ځای شوي ول. دا د راتلونکو څېړنو لپاره يوه موضوع کيدلی شي…

لیکوالان: