Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

د ډرون جګړه: افغانستان یې د پيدايښت ځای دی

کیت کلارک 15 دقیقې

د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د هدفي وژنو لپاره د بې پيلوټه الوتکو یا ډرون کارونه د امریکا د تګلارې مهمه برخه ده. په ۱۹۹۰ لسیزه کې، هغه مهال چې امریکا په کندهار کې د اوسامه بن لادن دپټنځای په لټه کې وه، افغانستان دامریکا لپاره د بې پيلوټه الوتکو د جوړولو لابراتوار ګرځېدلی و. هغه مهال واشنګټن  ته اسانه نه وه چې د  کوم چا  د وژنې حکم وکړي، په ځانګړي ډ‌ول د داسې برید چې ولسي وګړي پکې وژل کېدلی شي. خو د سپټمبرله یوولسمې وروسته دا  تتوالی لرې اوبې پیلوټه الوتکې په ګڼو هېوادونو کې د اسلامي تندلارو  دنښه کولو لپاره وکارول شوې. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څيړونکې کیټ کلارک په دوو شننو کې په افغانستان کې په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکو یا ډرون ته کتنه کړې. دا یې لومړۍ برخه ده. په دویمه برخه کې دې ته کتنه شوې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا له خوا د ډرون په مرسته هدفي وژنې څومره پراخېشوې دي، دا پوښتنه هم پکې راپورته شوې چې ایا په راتلونکې کې امریکا په افغانستان کې د پاکستان د قبایليسیمو په څیر په اساسي ډول له ډرون  نه کار اخلي او که یواځې  به یې د ځینو اهدافو لپاره کاروي.

بن لادن او د ډرون جګړې پيدايښت

د واشنګټن له خوا  په وسلو د سمبالو بې پيلوټه الوتکو یا ډرون پروژه  ددې له پاره رامنځ ته شوه چې د بن لادن له خوا د  پېښو پېښو ګواښونو مخه ونیسي.  هغه په ۱۹۹۰ کلونو کې ، چې په افغانستان کې د طالب واکمنو له خواخوندي ساتل  کېده،  پرامریکايي  نښوبریدونه پلانول. د امریکا ولسمشر د ډېرو محدودو بریدونو او وژنو اجازه ورکوله، په دې مانا چې سي آی اې (۱) باید له دې لارې ډېرکم پوځي عملیات کړې وای او دا د ولسمشر په فرمانونو پورې تړليوو. د دې ترڅنګ، د سي آی اې  چارواکي د هغو ماشومانو او ښځو په اړه هم اندېښمن وو چې  له اسامه سره   په استوګنځي کې ګډ اوسدل. ښځې او ماشومان  پر سپوږمکۍ اخیستل شویو انځورونو کې  ښکارېدل. دا ویره هم وه چې که د عملیاتو پرمهال نښته پېښه شي، ښايي دوی ته زيان  واوړي. [ د سټيف کول د رپوټ له مخې چې د سي آ ی اې له  خولېیې  لیکلي، د ممکنه ولسي مرګ ژوبلې او  قانوني اجازې په اړه د احساساتو یو بحث راپورته شوی و…..،  مخ۳۹۳ ] (۲)

اسامه بن لادن په ۱۹۹۸ کال کې په ختیځي افریقا کې پر دوو امریکايي سفارتونو د برید امر ورکړی و او واشنګټن یې په ځواب کې د القاعدې پریوه رزونیز کمپ کروز  توغندي وویشتل.( امریکا وايي دا کار یې دځان د دفاع لپاره کړی نه د چا د وژنې لپاره) آن  ترهغه وروسته هم امریکا د اسامه بن لادن د وژنې لپاره د بل برید په اړه زړه نا زړه وه. پنتاګون په دې اړه له سپينې ماڼې داسې  کوټلې قانوني اجازه غوښته که پوځي افسران د چا د ترور هڅه کوي چې  وروسته پړه ونه  بللشي. پوځ ته دې کار لوی سرخوږی جوړ کړی و او چارواکو په ډاډه زړه دبن  لادن ځای ځایګي نه شوای موندلی چې هوايي برید پرې وکړي. د دې ترڅنګ د ښځو او ماشومانو د وژنې  اندېښنه هم وه. د سټیف کول د رپوټ له مخې، د احمد شاه مسعود استخباراتي ملګري له دې زړه نا زړه والي نا خوښه و او داسې یې انګیرله چې ګنې امریکا « بېله دې چې ساتونکي یې خبر شي، د پاچا نیول غواړي».  ( مخ ۵۳۵)

د د ې کار  لپاره کره، بشپړه  تازه مالوماتو ته اړتیا وه چې  وسله وال ډرون  ورته اړم کړي.  امریکا په بالکان کې له وړاندې د استخباراتي موخو لپاره ډرون کارولی وخو اوس داسې پرېکړه شوې وه چې پر  بې پیلوټه الوتکو د تکیې وړتیا  ورسره ډېرېږياو په وسلو به سبماليږي. اټکل دا و چې د هدف د ټاکنې او د برید ترمنځ د  واټن کمېدل به د سر او مال زیان تر  شونېکچې ښکته کړي. خو کله چې په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ر یوولسمه القاعدې په نیویاریک کې بریدونه کړل، د ډرون  پرمټ د بن لادن وژنې ته لاره هواره شوه. له برید وروسته امریکا په ټول ځواک  پر القاعدې او د هغې پرکوربنو پوځي بریدونه وکړل، ان تر دې چې د  طالبانو دمشر ملا عمر د وژنې هڅې هم وشوې. ( په دې اړه رپوټ دلته کېکاږئ) دا ځل د قانونیت بحث راپورته نه شو، ځکه اوس د کوم چا د ترور مساله نه وه بلکې د جګړې قانوني هدف و. له هغې راهیسې د ترهګرۍ ضد جګړه کې، بې پیلوټه الوتکې تر اوسه کارول کېږي -هم هدفي وژنې کوي او  هم پر ځمکه د پوځ ملاتړ ته ور دانګي.

دا ډول الوتکې اوس افغانستان ته استول شوې دي او په ۲۰۱۳ کال کې پر عراق له یرغل وروسته، هغه هېواد ته هم واستول شوې. اوس  په دې وروستیو کې لیبیا او په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې پرضد هم کارول کېږي. ( په دې درېیو هېوادونو کې د هوايي بریدونو په اړه مالومات په دې پاڼه کې لوستلی شئ)

ډرون د القاعدې غړو دهدفي وژنو لپاره هم کارول کېږي او په پاکستان، سومالیا او یمن کې ورته مرستندویه ځواک وايي. د سي آی اې دپخواني مشر مایکل هېډن په وینا «بې پيلوټه الوتکې د امریکا د جګړې یوه برخه ده» له ۲۰۰۱کال راهیسې، امریکا دې ته قانوني بڼه ورکړې چې په هغو هېوادونو کې  پرډرون هدفي وژنې وکړي چې حکومتونه یې د القاعدې د له منځه وړلو وړتیا ونه لري او یا یې په وژلو خوښ نه وي.  د سپټمبر له یوولسمې مخکې د اسامه بن لادن د وژنې په اړه سې آی اې او سپينه ماڼۍ ځکه زړه نا زړه ووچې دغه ډول هدفي وژنې به قانوني بڼه ولري او که نه. ددې ترڅنګ یېد ولسي مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه لرله، خو واشنګټن په دې مسالو یا غوږ نه ګروي او یا یې له مخې لرې کړې دي. ( په دې اړه ژور مالومات به په دویمه برخه کې راوړل شي).

په افغانستان کې بې پیلوټه الوتکې

په افغانستان کې بې پیلوټه وسله والې الوتکې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې فعالیت کوي. لا یې هم په اړه مالومات ډېر کم دي. په افغانستان کې  د امریکا د بي پيلوټه الوتکو کره شمېرمالوم نه دی،  امریکا له ۲۰۱۴ کال راهیسې یواځینی بهرنی هېواد دی چې په افغانستان کې جنګي  چارې مخ ته وړي. موږ ته یواځې د امریکا د هوايي بریدونو شمېر را مالوم دی. داسې باور  دی، چې د بي پيلوټه او پیلوټوالو الوتکو د بریدونو د شمېر ترمنځ توپیر روښانه ښکاري. د امریکا هوايي ځواک له ډېرو کلونو راهیسې دا شمېرې ټولوي او هم یې خپروي. (هغه څوک چې دا موضوع تعقیبوي، پخوانۍ پته یې بدله شوې، دې پتې ته یې لاسرسی شته) خو له دې سره سره، هغه مالومات چې په افغانستان، عراق او سوریه کې د الوتکو دفعالیتونو په اړه څه موده وړاندې د ملیټري ټایمز په نامه خپرونې خپاره کړي،  د بې پيلوټه الوتکو دبریدونو په اړه په کې ځانګړي  څه نه دي ویل شوي. له همدې وجې په شمېرو کې توپیر شته. مثلا، په ۲۰۱۶ کال کې ۶۱۵ بریدونه رپوټ شوې دي خو د  پیلوټوالو الوتکو له بریدونوسره دا شمېر ۱۰۱۷ ته لوړ شوی دی. ښايي په دې اضافه شویو شمېرو کې هم ځینې د ډرون بریدونه وي. یادې شوې مجلې دارپوټ هم ورکړی چې امریکايي پوځ په سختو شېبوکې د ملاتړ لپاره ایم کیو اېګل الوتکې هم کارولې دي. . (۳) داسې ښکاري چې ډېری هوايي بریدونه اپاچي چورلکو کړې وي.

دا چې دا الوتکې څوک اداره کوي او د چا په لارښوونه الوتنې کوي، مالومول یې ګران کار دي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند له خولې چې  خبرې یې ملیټري ټایمز مجلې  راخیستې، ویل شوي دهوايي بریدونوامر د ځان د دفاع، د ترهګرۍ د ځپلو او د ستراتيژيکو اهدافو لپاره ورکول کېږي. ښايي هغه  مهال هم وکارول شي چې د امریکايي ځواکونو لوړ پوړوقوماندانانو ته داسې و ایسي چېله لویه سره د افغانستان له ثبات سره مرسته  کولی شي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته لوړ پوړو قوماندانانو د بېلګې په ډول ویلي چې دا ‌ډول مرسته د طالبانو لاس ته د ولسوالۍ او یا  د ولایتي مرکزونو د لوېدو مخه نیسي. هغه څوک چې د ډرون په ګډون د امریکا هوايي ځواک کارونې ته لاسرسی لري، په هغوی کې د امریکا هوايي ځواکونه، د ګډو ځواکونو ځانګړې قومانداني او خپله پوځ شامل دي. د امریکا د ګډو ځواکونو ځانګړې قومانداني په افغانستان او نوره نړۍ کې د ترهګرۍ په ځپلو کې مهم رول لري. سي آی اې له دې ګډو ځواکونو سره ځانګړي نژدې اړيکي او همکاري لري او د هدفي وژنو لپاره د لیست  په چمتو کولو اود نېونو عملیاتو کې یې مرسته کوي. (۴)

د پټو مالوماتو  له مخې د ډرون کارول ځکه مهم و چې د اسلام اباد د ادعاو له مخې د امریکا بریدونو سره یې سرنه خوړ. ( په دې اړه نور مالومات د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په دویمه شننه کې لوستلی شئ) جوش سمېت چې پخوا یې په کابل کې د امریکا د پوځي  ورځپاڼې «سټارس اینډ سټرایپس»خبريالي کړې او اوس په کابل کې د رویترز خبریال دی، په یوه رپوټ کې ویلي چې د امریکا د هوايي ځواک ایم کیو ۹ او ایم کیو ۱ الوتکو مرکزونه په کندهار او جلال اباد کې دي. هغه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل په هوايي ډګرونو کې پیلوټان او نوره عمله د ډرون د کیناستو او پورته کېدو لارښوونې کوي. خو کله که د الوتکو ماموریتونه سیمه ییز نه وي، په هوا کې د ډرون چارې نورو خلکو او آن کله کله په امریکا کې  کسانوته سپارل کېږي.

د بي پېلوټه الوتکو اصلي مرکز په نوواداکې د کریچ په نامه هوايي اډه ده، خو په نورو ځایونو کې هم د کنټرول مرکزونه لري. په نیومکسیکو کې د کانون په نامه د هوايي ځواک اډه کې پیلوټانو د بېلګې په ډول ویلي چې دوی ډېر وخت د ګډو ځواکونو د عملیاتو ماموریتونه مخ ته وړي. د هوايي ځواک کارکوونکو سمېت ته ویلي چې دوی ډرون او نورې الوتکې د ګنو ادارو په امر الوځوي. په دوی کې  د ګډو ځواکونو دعملیاتو  ګډهقومانداني، سيآی اې (په دې اړه نور دلته کېکاږئ) او پوځ شامل دي، خو له دې سره سره هر یو یې ځانته پیلوټان او ډرون لري.

د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ او مخکې له دې چې ناټو په افغانستان کې جنګي ماموریت پای ته ورسوي، بریتانیا هم  په افغانستان کې بې پیلوټه الوتکې الوځولې او دا کار یې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه په ۱۶ ولایتونو کې ړی دی . د دفاع وزارت په وینا دا کار یې یواځې د ایتلافي ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره کاوه. د افغانستان هوايي ځواکونه هم اوس د څارنې لپاره ډرون لري. د طالبانو اړوندو ځینو رسنیوڅه موده وړاندې داسې تصویرونه خپاره کړي وو چې ګنې  په افغانستان کې یې د کشف له پاره  ډرون هوا ته پورته کړي دي.

ډرون او ولسي مرګ ژوبله

په افغانستان کې د ډرون د اغیزمنتیا په اړه اټکل ګران دی. دا ځکه چې خپله د ډرون په اړه کره مالومات او د هغو توغندیو اندازه نشته چې ډرون یې له ځان سره لېږدوي او همدې دا اټکل ګران کړی دی. هر هغه هوايي برید چې ډرون یا هم نورې چورلکې یې کوي، له ځمکې یې په اړه قضاوت کګران  دی . د دې ترڅنګ، هدفي وژنې نه یواځې په هوايي بریدونو کې کېږي، بلکې د شپې چاپو کې هم کېږي. (دلته هدف وژل او یا هم نیول دي) خو د شپې په چاپو او د نورو الوتکو په هوايي بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله اوښتله او د خلکو د کورونو پلټلو خلک ناکراره کول؛ په دې کار کې یواځې ډرون  ډېر اغیزمن و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یا یوناما د ولسي مرګ ژوبلې په اړه په خپلو رپوټونو کې هغه کسان چې ډرون وژلي یا ژوبللي، له هغو کسانو بېل کړي نه دي چې د چورلکو په بمباریو کې مرګ ژوبله ور اوښتې ده. . خو که وغواړي دا مرګ ژوبله سره جلا کړي، دا کار د امریکا لهمالوماتو پرته، شونی نه دی. د هوايي بریدونو پرمهال د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د کمېدو  په تړاو، چې  ډرون به غوره وي که نورې الوتکې، ډېر بحثونه کېږي.

هغه څوک چې د ډرون بریدونو ملاتړ کوي، د لایل یې دا دي چې ډرون داسې اهداف په نښه کولای شي چې نورې الوتکې یې نه شي.  دغه راز ډروند هدفي وژنو لپاره ډېر وخت انتظار هم ایستلی شی. د دې ترڅنګ، د ډرون بریدونو پرمهال د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې احتمال خورا کم دی. خو  له دې ټولو سره سره، یوې څېړنې چې پوځي  مالومات راغونډوي، د ډرون او نورو الوتکو هوايي بریدونه په افغانستان کې (د ۲۰۱۰ کال له نیمايي نه د ۲۰۱۱ کال تر نیمايي پورې) پرتله کړيدي، او موندنې یې ښيي چې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله لس برابره ډېره وه.

په شخړو کې د ولسي خلکو دمرکز په نامه نادولتي ټولنې یوې لیکوالې  سارا هولېونسکې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې  د دومره توپیرلامل دا دی چې پيلوټان د ولسي خلکو دمرګ ژوبلې د مخنیوي په تړاو ډېره روزنه ویني. . هغه وايي «دا موندنې ښيي چې خبره د ټکنالوژۍ نه ده، اصلي خبره دا ده چې ټکنالوژي څرنګه کارول کېږي.» هغه دغه راز زیاتوي«ډرون د ولسي خلکو  دمرګ ژوبلې  په برخه کې پرجیټ الوتکو کوم جوت غوره والی نه لري. که د جیټ پیلوټانو ته د ولسي وګړود مرګ ژوبلې  د کمېدو په تړاو سمې لارښوونې او زده کړې ورکړ شي، نو د مرګ ژوبلې کچه ورسره لوېدلی شي.»

د دې ترڅنګ ځینې نورې لارې چارې هم شته چې د ولسي خلکو مرګ ژوبله کمولی او یا هم ډېرولی شي. خو دلته موږ په ټوله کې یواځې پر هوايي ځواک خبرې کوو، ځکه د ډرون او نورو الوتکو ترمنځ د مالوماتو توپیر نه کېږي. له ۲۰۱۴ کال راهیسې د نړیوالو ځواکونو هوايي الوتنې په ټوله کې کمې شوې دي او د بېلګې په ډول له همدې وجې په نامستقیم ډول د افغانستان په کړکیچ کې د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې ډیروالی راغلی دی. ( په دې اړه د یوناما رپوټ دلته کېکاږئ)ځکه طالبان  نور دا وېره نه لري چې  له هوا به په نښه شي، او ځکه د ځانمرګو بریدونو پر ځای اوس ډله ییز بریدونه کوی. طالبانو  ته اوس دا فرصت هم په لاس ورغلی چې د ښارګوټو او  ښارونو د  نیولو لپاره پراخ پوځي بریدونه وکړي.همدې د ولسي خلکو مرګ ژوبله  بې سارې لوړه کړې ده. خو د یوناما مالومات ښيي چې حکومت پلوې الوتکې د دې وړتیا لا هم نه لري چې د ولسي خلکو ژوند خوندي کړي. د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما منظمې او سیستماتیکې شمېرې ښيي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې تر ټولو ډېره ولسي مرګ ژوبله په ۲۰۱۶ کال کې  اوښتې ده. د یوناما په رپوټ کې د ۲۰۱۶ کال د ولسي مرګ ژوبلې پړه د افغان هوايي ځواکونو پربریدونواچول شوې، ورته سلنه ولسي  وګړيد امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوې دي. «د شل سلنې مرګ ژوبلې پړه پرچا نه ده اچول شوې خو د جګړې  غاړې په کې ښکېل دي. (د یوناما کلنی رپوټ او د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې تحلیلي رپوټ دلته کېکاږئ)

د یوناما لپاره دا شمېرې خواشینونکې وې او په هغو سیمو کې یې چې ولسي خلک پکې اوسېږي، د هوايي بریدونو د ژر درېدو غوښتنه کړې. په تېرو څو کلونو کې ګڼې الوتنېاو بریدونه شوې دي، خو د مرګ ژوبلې شمېر ولې ډېر شوی دی؟ په امریکايي لوري کې، ګڼو پوځي قوماندانانو د هوايي بریدونو د امر ورکول ډېر ګرانکړي او ډېر شرایط او احتیاطي اصول یې ټاکليدي. همدې چارې د هوايي بریدونو پرمهال د ولسي خلکو مرګ ژوبله کې کموالی راوستی دی. ( په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ)

داسې ښکاري چې په۲۰۱۶ کال  کېد امریکا په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکود مرګ ژوبلې د ډېروالي لامل کمزوري استخباراتي مالومات او د ټاکل شویو اصولو نه پلي کېدل دي.. وروستۍ قضیه د ۲۰۱۵ کال په اکټوبر کې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون  ویشتل و. دارنګه د ۲۰۱۶ کال د نومبر په دویمه په کندوز کې د کندهاري کلي بمباري وه چې ۳۰ ولسي وګړي يې ووژل او همدومره نور ټپیان شول. په دې دواړو پېښو کې له یوناما او نورو ادارو پوښتنې کېدې چې ایا امریکا جګړه ییز قوانین مات کړي او که نه. د افغانستان په اړخ کې بیا داسې ښکاري چې ولسي مرګ ژوبله کې د  ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ توپیر نه دی شوی، په دوی کې هغه  ړندې ډزې هم شاملې دي چې پر طالبانو کېږي ( بیا مساله دا ده چې ممکن د جګړو قوانین مات شوې وي.)

د ۲۰۱۶ کال د اګست پر نهمه د بېلګې په ډول د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د یوناما د رپوټ له مخې د افغان هوايي ځواک چورلکو طالبان تعقیب کړل چې د ولسي خلکو د اوسېدو سیمې ته ننوتل، هوايي ډزې پرې وشوې چې له امله یې ښځې او ماشومان ووژل شول.

نو همدغسې پيښې وې چې پر۲۰۱۶ کال یې په  خورا پيچلو هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله د نورو کلونو پرتله لوړه کړه. د هوايي بریدونو پرمهال ځینې افغان هوايي ځواکونو له هغو ماشینګڼو هم ډزې کولې چې پخپله یې پر چورلکو لګولي وو.د مرګ ژوبلې ډېر لامل یواځې د وسلو کارول نه وو بلکې د ماموریت هدف او لارښودنه، روزنه او استخباراتي مالومات پکې مهم اړخونه بلل کېدل. د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د ولسي مرګ ژوبلې په راکمېدو کې د ډرون د کارونې او یا نه کارونې په اړه پراخ بحثونه روان دي. که اغیزمن هم وی، د امریکا له پوځ نه بهر پرې څوک نه پوهېږې.

تر ډرون لاندې ژوند

د افغانستان په هغو سیمو کې چې بې پیلوټه الوتکې پکې بریدونه کوي، د هغوی د اغیز په اړه یواځې یوه څیړنه شوې ده. د ۲۰۱۵ کال په مني کې د دورهم پوهنتون لپاره  د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې چې د ډرون ډېر برېدونه پکې کيږي، له خلکو سره مرکې شوې دي. د دې ولسوالیو نومونه نه دي ښودل شوې. پر خلکو د ډرون د اغیز په اړه مالومات لومړني دي (لیکوال اوس ددې څېړنې پر اوږدې بڼې کار کوي چې پای ته نژدې کېدونکې ده) خو له موږ سره یې د هغو افغانانو د زړه خواله شریک کړي چې  ډرون بریدونه یې په خپلو سترګو لیدلي دي.

د څیړنې د لیکوال په وینا، د یادو شویو دوو ولسوالیو اکثریت اوسېدونکيپښتانه دي او نژدې ټول د کابل پلویان او  خواخوږيدي. د څیړنې موندنې وايي:

«له لویه سره خلک د ډرون ملاتړ کوي، ځکه په ډرون  بریدونو کې په اغیزناک او کره  ډول طالبان، داعش او هغه ډلې په نښه کېږي چې ګومان کېږي پاکستان او یادو شویو ډلو ته کار کوي. په حقیقت کې د سیمې خلک دا اورپکېاو ترهګریزې ډلې په خپلو سیمو کې وینېاو د ځان او افغانستان دښمنان یې ګڼي.»

په څیړنه کې  پوښتلشویو باور درلود چې د ډرون هدفونه خورا دقیق او کره دي او ستاینه یې ځکه کوله چې د طالبانو او داعش اورپکو ډلو غړي ترې وېرېږي او د دوی حرکتونه او کړنې یې زیانمنې کړې دي. خو په ورته وخت کې یې د ترهګریزو ډلو ترڅنګ د سیمې د خلکو ورځنی ژوند هم تریخ کړی دی. په یاده څیړنه کې د لیکوال موندنې داسې راوړل شوې دي:

« دا  وېره ډیره ده چې خلک  په خپلو کروندو کې په ډرون بریدونو کې ا ایسار شي، ځکه د سیمې خلک په غرونو کې لرګي اټولوي او خپلې ځمکې  کري او دا هغه ځایونه دي چې ترهګرې ډلې پکې پټېږي او یا هم له همدې ډول ځایونو تېرېږي. دا پخپله اقتصادي ضربه ده او له بله پلوه خلک له هغو سیمو پښې وباسي. همدغه راز،  په هغو ځایونو کې چېد ډرون ډېر بریدونه  کوي، خلک له وېرې کارونه نه شي کولای او ټولنیزه  راشه درشه او غونډې نه جوړېږي. هغه ټولنیز دودونه چې خلک یې اوس نه شي  پرځای کولی دادي: نا پاپيژاندو کسانو ته ډوډۍ یا میلمستیا ورکول، ځکه ښايي طالب راوخيژي؛ په ودونو کې اغونډېدل، د جنازې په مراسمو کې ګډون، له کار وروسته د شپې له مخې پر ځینو مهمو مسایلو بحث او  آن په تیاره کې عادي تګ راتګ».

په بله مانا، که چېرې ډرون د طالبانو او نورو تندلارو ډلو په نښه کولو کې بریالي هم وي، چې همدا د ولسي  وګړو باور دی؛ خو بیا داسې شرایط نه شي رامنځ ته کولای چې  خلک بیرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي. او خلک وژنو ته هم د بریا په سترګه ګوري. د دورهم پوهنتون دغه څیړنه وايي، په ننګرهار کې د  ډرون بریدونه داسې عادي شوي لکه د ډیورنډ کرښې بلې غاړې قبایلي سیمو (فاټا) کې چې عادي دي. د بریدونه دا کیسه یوه داسې موډل یا بڼې ته ورته ده چې ډرون بریدونه پکې په یوه کوچنۍ ساحه کې هدفي وژنې کوي او موخه یې  د ترهګرۍ ضد ماموریت مخ  ته وړل نه دي؛ نه په افغانستان کې د یوه داسې ټیکاو رامنځ ته کول دي چې په اغیزمن ډول پکې حکومتولي غوره شي او ټولنیز او اقتصادي جوړښتونه پکې وغوړيږي. خو هدف په ټوله کې دا دی چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره تړلې ډلې چې  تر کچې پورته تاوتریخوالي ته لمن وهي، په نښه کړي؛ په ځانګړي ډول په هغو برخو کې چې د امریکا او لویدیځي نړۍ ګټې ننګوي.

دغه دوه موخې له ۲۰۰۱ ل کال راهیسې په افغانستان کې د نړیوالو له پوځي ماموریت سره غاړه  غړۍ پرمخ درومي. خو د دې څیړنې لیکوالان په دې باور دي چې د ننګرهار په څیر ځایونو کې د ترهګرۍ ضد دغه ډول کوچني ماموریتونه اوس په یوه دود  اوښتي دي. په افغانستان کې د ننګرهار بېلګه ځانګړې ده، ځکه د دې ولایت حالت د ډیورنډ کرښې بله غاړه کې له قبایلي سیمو سره ډېر ورته دی، خو طالبان یې نسبتا کمزوري، وېشلي خو په وسلو ډېر سمبال دي؛ او د دې ترڅنګ بهرني جهادیان هم پکې شته. ( په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ)

په ننګرهار کې د امریکا پوځي عملیات هغه ډول نه دي چې  امریکا یې د افغانستان په نورو برخو کې کوي. دا یوه کوچني ماموریت ته ورته عملیات  برېښي. په افغانستان کې د امریکا پوځي عملیات د سوفا یا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهالي ستراتيژيک تړون له مخې محدود شوي دي.دا هوکړه د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې لاسلیک شوه چې بریدونه یواځې په القاعدې او ورسره تړلو ډلو پورې محدودوي. له همدې وجې امریکا په ننګرهار کې له ډیورنډ کرښې سره نژدې ډېر پام پرهوايي بریدونو ټول کړ چې هلته فعال بهرني جهادیان وځپي. ( امریکا اوس هم د ناټو په نا پوځي چوکاټ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره دا ډول بریدونه کوي چې  ارزښتناکه ونډه لري)

ولسمشر اوباما د ۲۰۱۶ کال په جون کې  دافغانستان په  سلاد امریکا هدفونه پراخ کړل او په دې سره هوايي بریدونه کولای شي د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په پراخه کچه طالبان په نښه کړي او له هغې راهیسې هوايي بریدونه په ډېرو برخو کې کارول کېږي. خو له دې سره سره په ننګرهار کې د امریکا د هوايي ګوزارونو په اړه اندېښنې شته. یوه اندېښنه به په ۲۰۱۷ کال کې د ولسي خلکو  پراخه مرګ ژوبله وي. یوناما په ۲۰۱۶ کال کې ویلي و چې «په ننګرهار کې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې دپام  وړ ډېر والی راغلی و»، ځکه په ۲۰۱۶ کال کې په ۱۳ هوايي بریدونو کې ۸۹ ولسي خلک وژل شوي او ټپیان شوې وو خو په ۲۰۱۵ کال بیا د لسو هوايي عملیاتو پرمهال ۱۸ ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې وه.

راتلونکې ته کتنه

د افغانستان په شخړه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو کارونه تر ډېره د لید وړ نه ده او نه هم لانجمنه مساله ده. دا مساله د ډیورڼد کرښې  پر هابله غاړه په قبایلي سیمو، یمن او سومالیا کې د ډرون له بریدونو سره یو څه توپیر لري. په دغو درېيو هېوادونو کې چې امریکا پکې ډرون  تش د هدفي وژنو د ماموریت لپاره  کاروي ، د قانونیت، اغیزمنتیا او پر ملکې خلکو یې د اغېزپه اړه پراخ بحثونه شته. د دې لړۍ په دویمه څیړنه کې به پر دې بحث کېږې چې ولې او څرنګه امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې د ډرون له لومړني برید وروسته دغه برېدونه همداسې وغځول. په راتلونکيې څیړنه کې به د پاکستان، یمن او سومالیا تجربې هم راوړل شي او دا به هم وڅيړل شي چې ایا د فاټا یا قبایلي سیمو تجربه د افغانستان په راتلونکې کې هم ښکاري او که نه.

(۱)  ولسمشر جیرالډ فورډ وروسته له هغې پر هدفي وژنو بندیز ولګاوه چې د سي آی اې ګڼې  رسوایۍرا دبره شوې. په دې رسواییو کې د کیوبا د ولسمشر فیډل کاسټرو د وژنې هڅې هم شاملې وي. همدا بندیز د ولسمشر فورډ دوو نوروځایناستو هم پسې وغځاوه. ولسمشر رېګن په دې اړه ویلي چې هیڅوک د امریکا دحکومت په استازیتوب په داسې کار کې نه شي ښکېلیدای چې موخه یې هدفي وژنه وي.

(۲) سټیف کول، دپيریانو جګړه،  د سې آی اې پټ تاریخ، افغانستان او بن لادن، د روسانو له وتلو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له لسمې؛ پېنګوېن بوکز، لندن، ۲۰۰۴.

(۳) د پوځ ویاند دا هم ویل چې RQ-7  هم په هغو الوتکو کې وې چې له ځمکنیو پوځیانو سره یې مرسته کوله. همدا بڼه د استخباراتي موخو لپاره هم کارېده، نه د هدفي وژنو لپاره.

(۴)  پر۲۰۱۲ کال  هغه مهالچې امریکا  په عملیاتو کې تر ټولو ډېر خلک وژل او یا نیول، دې لیکوال لیکلي و چې «په بګرام کې د ګډو ځواکونو دعملیاتو د قوماندې په دفتر کې هره اوونۍ ګڼو استخباراتي شبکو ناستې کولې او مالومات یې شریکول. په دې کې سې آی اې او پوځ هم شامل وو. پر اخیستل شویو تصویرونو، مالوماتو او ګډو هدفي وژنو به یې بحث کاوه… دوی مخامخ د  ګډو ځواکونو له قوماندانۍ، ساحوي مرکزونو، قانونپوهانو، استخباراتي ډلګیو او سې آی اې نه لارښوونې تر لاسه کولې او د هدفي وژنو او نیونو د لومړیتوب لیست یې جوړاوه».

لیکوالان: