Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

د ځواکونو له وتو وروسته افغانستان ته چمتووالی: د امریکایانو د وتو له اعلان سره سیاسي خوځښتونو کې بدلونونه

علی یاور عادلی 18 دقیقې

 څه نا څه دوې میاشتې کېږي د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې تر وږي میاشتې به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه باسي او د دې اعلان اغېز لا هم د افغانستان په سیاسي او امنیتي برخو کې په ژور ډول حس کېږي. حکومت له لویه سره ادعا کوي چې هېواد یې د بهرنیو ځواکو وتلو ته چمتو دی. خو له دې سره سره د ځینو ډلو ټپلو پخواني قوماندانان او مشران د داسې (دویم مقاومت) د همغږۍ خبرې کوي چې له پوځي پلوه واک ته د طالبانو د رسېدو هر ډول هڅه شنډه کړي. خو د جمهوریت اړخ کې داسې نښې نشته چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر بې شرطه وتنې وروسته به څنګه مخته درومي، په عین حال کې داسې هیڅ نښې هم نه لېدل کېږي چې روان کړکېچ دې د خبرو له لارې پای ته ورسېږي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکی علي یاور عادلي ( د روح الله سروش او اسدالله سادات په مرسته) په خپله شننه کې ټولو هغو اړخونو ته کتنه کړې چې د داسې ژورې ناڅرګندتیا احساس یې ټوکولی چې له امله یې ځینو افغانانو د وطن پرېښودو تکل کړی دی.

دغه څیړنه پر دوو برخو ویشل شوي ده

لمړی برخه

په دې رپوټ کې لومړی له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتو اعلان ته د افغان حکومت مثبت ځواب ته کتنه شوې چې ادعا کوي دوی خپله غوښتل بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه یې له طالبانو سره جګړې ته بشپړ چمتووالی لري. همدې ته په جمهوریت کې د نورو خلکو غبرګونونه هم وو، ځینې یې د کورنۍ جګړې د وېرې خبرداری ورکوي، نور، په ځانګړي ډول د پخوانیو مجاهدینو قوماندانان او د جمعیت ګوند غړي بیا وايي که طالبان له پوځې لارې د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي، نو پرضد به یې ( دویم مقاومت) راجوړ کړي. د رپوټ په دویمه برخه کې د جمهوریت په اړخ کې د دولت د عالي شورا د جوړېدو په ګډون د اجماع د رامنځ ته کېدو هڅو او ناکامیو ته کتنه شوې. دا شورا د هغې پرېکړې له مخې جوړېږي چې د ۱۳۹۹ په  غوایې میاشت کې دواړو ټاکنیزو کمپونو د ټاکنیزو لانجو د حل لپاره کړې وه، شورا چې مشرتابه کې به یې ملي او سیاسي مشران وي، ولسمشر ته په مهمو مسایلو کې سلا مشورې ورکوي. په رپوټ کې دې ته هم کتنه شوې چې څه ډول د دې شورا د واکونو او غړیتوب مساله ناببره لانجمنه شوه. په شورا کې د هېواد ځینې ترټولو ځواکمنې څېرې هم شته او یو شمېر یې لا په جنګي جرمونو هم تورن دي.

د ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن د اعلان یو بل اغېز چې دې رپوټ کې کتنه ورته شوې، په کابل کې د دیپلوماتیک شته والي د لږېدو احتمال دی. سره له دې چې نړیوالو مرستندویو بنسټونو د پاتېدو ټینګار کړی، خو په رپوټ کې دې ته کتنه شوې چې د نړیوالو لپاره پاتېدل څومره ګران دي.

بالاخره په دې شننه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو تازه حال هم را نغښتل شوی او دا پکې ویل شوي چې د بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو اعلان څه ډول د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د  طالبانو چلند بدل کړی چې له امله یې د خبرو له لارې د شخړې د پای ته رسېدو لرلید لا کمزوری شوی دی.

   د ځواکونو د ایستلو اعلان ته د افغان حکومت غبرګونونه

 د وري پر ۲۵ د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ«د امریکا ځواکونه او د ناټو د غړیو او ملګرو هېوادونو پوځیان به د سپټمبر تر یوولسمې [ د وږي تر ۲۰] چې پر امریکا د برید شلمه کلیزه کېږي، ټول له افغانستانه ووځي». د ۱۳۹۸ د کب پر لسمه په دوحه کې د طالبانو او امریکا هوکړې ته په کتو، دا ډول پرېکړه نا اټکلېدونکې نه وه. په هغه هوکړه کې ویل شوی چې ټول بهرني ځواکونه به د می تر ۱ له افغانستانه وځي. خو د ډېرو په باور دا اعلان د هغه څه خلاف دی چې ویل یې ځواکونه به په افغانستان کې شرایطو ته په پام له دغه هېواده وځي. د طالبانو او امریکا په هوکړه کې راغلي چې ټول امریکايي ځواکونه به هغه مهال له افغانستانه وځي چې د تاوتریخوالي کچه کې د پام وړ کموالی راغلی وي او لږ تر لږه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته  چوکاټ رامنځ ته شوی وي. خو ولسمشر بایډن بیا په روښانو ټکو وویل چې «امریکايي ځواکونه باید په نورو هېوادونو کې د جګړې د ښکېلو اړخو ترمنځ د امتیاز اخیستو له پاره ونه کارول شي. تاسې پوهېږئ چې موږ د تل لپاره امریکايي ځواکونه په دې ډول افغانستان کې نه شو پرېښودلی».

د حکومت مشران هڅه کوي دغه اعلان ته ځواب ډاډمن وښيي او ادعا کوي هېواد یې د بهرنیو ځواکونو وتو ته چمتو و او چمتو دی. حکومت حالات عادي ښيي او داسې څرګندوي چې ګواکې خپله دوی غوښتل نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي. د ولسمشر اشرف غني دفتر همغه ورځ اعلان ته په ځواب کې وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت «د ولسمشر بایډن د هغې پرېکړې درناوی کوي چې غواړي تر وږي میاشتې ځواکونه وباسي، افغان حکومت به د ځواکونو ایستلو ته ښه لاره هواره کړي». په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه «له کله نه چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه شوې، د خلکو او وطن د دفاع لپاره نژدې ټول عملیات په خپله کوي» او اوس «د دې وړتیا لري چې د افغانستان د اوسنیو ګواښونو غم وخوري».

د بایدڼ له وینا څلور ورځې وروسته د وري پر ۲۹، ولسمشر اشرف غني له سي این این سره په خبرو کې وویل چې دا اعلان د هغه لپاره د اټکل خلاف نه و ځکه «موږ یې په اړه له دوو کلونو راهیسې پوهېدو» خو دا د طالبانو او سیمې لپاره «د لوبې بدلېدا» ده. پر همدې ورځ د کابل د امنیت په اړه شپږ نیمو بجو غونډه کې چې مشري یې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح کوي، ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ډېر معلومات ورکړل «دري بڼه یې دلته لوستلی شئ.» ولسمشر غني په دې خبرو کې بیا هم حالت اندېښمنوونکی و نه باله. ښاغلي غني د بهرنیو ځواکو وتل لومړی د افغانستان ملي حاکمیت لپاره تر ټولو غوره فرصت وباله. دویم د امنیتي برخې په پرېکړو کې به د بهرنیو ځواکونو رول بیخي پای ته ورسېږي. هغه آن دا هم وویل چې «بهرنیو ځواکونو ته یې ویلي چې له افغانستانه ووځي». ښاغلي غني کابل پوهنتون کې یوې ډلې خلکو ته د سولې په اړه د لیکچر (وېډیو او دري متن یې دلته کتلای شئ) پر مهال بیا هم خپله ادعا تکرار کړه چې «ما اووه کاله مخکې نه و درته ویلي چې دوی به له افغانستانه وځي؟ دوه کاله مخکې مې ولسمشر ټرمپ ته په لیک کې نه و ویلي چې له افغانستانه ووځي؟» د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم کندهار ته د غوايي پر دویمه د سفر پرمهال ادعا وکړه چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتنه د طالبانو له امله نه ده، بلکې ولسمشر غني دوه کاله وړاندې ولسمشر ټرمپ ته په لیک کې ویلي و که امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي، هغه به یې هر کلی وکړي.

داسې ښکاري چې ولسمشر غني او امرالله صالح دواړه هغه لیک ته اشاره کوي چې د ۱۳۹۷ کب میاشت کې ولسمشر غني ولسمشر ټرمپ ته استولی و. په هغه لیک کې د امریکايي ځواکونو د پاتېدو لپاره د لګښت د ټیټولو وړاندیز شوی و. دا لیک وروسته له هغه استول شوی و چې امریکايي پوځیانو ته لارښوونه شوې وه چې د شمېر د نیمايي کمېدنې لپاره چمتووالی ونیسي ( د رسنیو رپوټونه دلته او دلته لوستلی شئ)

د ولسمشر غني د وري د اتلسمې وینا ځینې مهمې برخې چې رسنۍ یې لا هم کاروي، دلته په لنډ ډول را اخیستل شوې دي.

  • د افغان حکومت د مشروعیت پیاوړتیا او په جګړه کې د طالبانو د رول نامشروع کېدل. ولسمشر غني د ۱۲ اسلامي بنسټونو فتواګانو ته اشاره کې وویل چې ټول یې (له افغان حکومت سره) د طالبانو جګړه نا روا بولي او د جګړې لپاره یې یو مشروع دلیل هم نشته. هغه وویل تر اوسه هیڅ داسې اسلامي بنسټ راضي نه دی چې د طالبانو د جګړې په پلوۍ فتوا ورکړي او دا چې موږ روښانه اسلامي مشروعیت لرو.
  • دویم، هغه د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان پر راتلونکې او له افغانستان سره پر اړیکو له سره سم غور وکړي. سره له دې چې دا مساله یې ډېره روښانه نه کړه خو په ځانګړي ډول یې پاکستان ته وویل چې د پرېکړې وخت یې رارسیدلی دی. «که هغوی غواړي د بربادۍ خوا ته ولاړ شي، او خدای مه کړه زموږ هېواد ناامنه شي، د هغوی وطن به هم ناامن کېږي».
  • د نړیوالو مرستو په اړه یې وویل «له امریکا او ناټو سره زموږ دوه اړخیز امنیتي تړون لا هم پر ځای دی. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي مرسته، تجهیزاتي ملاتړ او که خدای کول روزنه به هم همداسې روانه وي. د امریکا ښاغلي ولسمشر بایډن، د ناټو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټولو دا ځل ډاډ راکړی چې تاسې د مالي ملاتړ په اړه فکر مه کوئ».
  • ولسمشر غني خپلو سیاسي مخالفانو ته هم ځواب ورکړ او و یې ویل «هغوی چې امتیاز غواړي، کرار دې پر کور کېني. هغوی چې وېره لري، ولاړ دې شي، دا زموږ پر ملت اغېز نه کوي. که څو کسان غواړي د ساتېرۍ لپاره ولاړ شي، لاړ دې شي».

ځینو د هغه دا ډول څرګندونې نه یوازې ډاډمنوونکې ونه بللې، چې خوږوونکې ورته و ایسېدې. یو له دا ډول کسانو لېمه حلیمه احمد وه. لېمه د نتاشا خلیل خور ده چې د تېر کال په غبرګولي کې په کابل کې هدفي برید کې ووژل شوه. خلیل د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کارمنده وه. لېمې د ښاغلي غني څرګندونو ته په خپل یوه ټویټ کې لیکلي دي: «خلک ځکه له وطنه ځي، چې ستاسې حکومت یې امنیت نه شي ساتلای. کاش تاسې خبر وای چې څومره کسانو خپل خپلوان چې د ساتېرۍ لپاره تلل له لاسه ورکړې دي» د هغې په وینا پلار یې په افغانستان کې له ۷۴ کلونو ژوندانه وروسته دې ته چمتو شو چې له افغانستانه ووځي «او د افغانستان په جګړه کې یې» دوه وروڼه او لور وبایلل، کاش چې هغه له خپلو اولادونو په افغانستان کې د پاتېدو غوښتنه نه وای کړې او د خپلې لور ژوند یې ژغورلی وای».

ولسمشر غني په خبرو کې هڅه وکړه د افغان ځانګړو، کومانډو او هوايي ځواک پیاوړتیا وځلوي. هغه ویل پخوا نژدې ۹۹ سلنه پوځي عملیات بهرنیانو کول. کله چې شپږ کاله وړاندې دی ولسمشر شو، طالبانو د هغه د ولسمشرۍ پرمهال لومړنی برید په کونړ کې پر دانګام ولسوالۍ وکړ. ښاغلی غني وايي «د دانګام لپاره پر پلان لوی درستیز، د ملي امنیت سلاکار او نورو نژدې یوه اوونۍ وخت واړاوه. اوس هره ورځ له ۱۰۰ تر ۵۰۰ پوځي عملیات زموږ ځانګړي ځواکونه او د هوايي ځواک اتلان کوي».

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب بیا وایی چې د نوي چاپیریال له امله طالبانو ناسمه محاسبه کړې ده. د وري پر ۲۷ د هند د رایسینه په نامه بحث کې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په مرسته هر کال جوړېږي (د هند او  ایران د بهرنیو چارو وزیران هم پکې وو)، ښاغلي محب وویل «په طالبانو کې بېلا  بېل وسله وال او ډلې را څرګندېږي، ځکه د دوی د محاسبې غلطي دا ده چې دوی به بیا واکمنېږي [ پوښتنه ورسره دا ده] خو چې څوک به مخکې کېږي». حمدالله محب دا څرګندونې له افغانستانه د بهرنیو د ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن له اعلان دوې ورځې وروسته  کولې.

محب په خپلو خبرو کې دا هم وویل په طالبانو کې ګڼې ډلې شته چې د واک لپاره خپلو کې سیالۍ کوي، نو د هغه په ټکو که چېرې د سولې هوکړه کېږي، باید داسې هوکړه وي چې ټولې ډلې راونغاړي. هغه وویل: «هوکړه یوازې د ملابرادر له ډلې سره نه شي کېدای چې دوحه کې د سولې د مرکچي پلاوي مشري کوي».

خو هغه انځور چې ولسمشر غني او ټیم یې لري، له هغې ارزونې سره په ټکر کې دی چې د امریکا استخباراتي بنسټونو کړې ده. دا ارزونه چې د وري پر ۱۶، د پوځیانو د ایستلو اعلان نه پنځه ورځې مخکې خپره شوې، وایي «افغان ځواکونه به د ښارونو او مهمو دولتي ځایونو ساتنه وکړي، خو د هغوی یرغلیز عملیات محدود دی او دهغو سیمو په بېرته نیولو او هلته په پاتې کېدو کې پاتې راغلي چې په ۱۳۹۹ کې یې له لاسه وتلې دي.» په یاده ارزونه کې دا هم ویل شوي چې «حکومت به د جګړې په ډګر کې له نورو ستونزو سره هم مخامخېږي او طالبان په دې باور دي چې پوځي بریا تر لاسه کولای شي.» په یاده ارزونه کې د راتلونکو ۱۲ میاشتو اټکل هم شوی او پکې راغلي چې طالبان «ښايي د جګړې په ډګر کې پرمختګ هم وکړي او که ایتلافي ځواکونه د افغان حکومت ملاتړ ونه کړي، ممکن د طالبانو په مخنیوي کې له ستونزو سره مخامخ شي».

دامریکایانو د وتلو په جریان کې او له غبرګولي میاشتې راهیسې د طالبانو نظامي عملیات ډېر پراخ شوي دي. د تېرو دوو میاشتو په جریان کې له سلو نه ډېرې ولسوالیۍ طالبانو نیولې دي(په دی اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکۍ څیړنه دلته ولولئ 

یوازیني مهم ګواښونه چې ولسمشر غني په ډاګه کړي، هغه څه دي چې له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي په پایله کې د نوموړي د اوسني حکومت پر ځای د لنډمهالي حکومت جوړېدل دي. د غوايي پر څلورمه ولسمشر غني فارن افیرز مجلې ته په خپله لیکنه کې هغه څه په ډاګه کړي چې د لنډمهالي حکومت د طرحې ګواښونه یې بلل دي. ښاغلي غني لیکلي «ناڅاپي او یا هم نا منظم لېږد [ له طالبانو سره د جوړجاړي له لارې د واک شریکول چې د اوسني حکومت ځایناستی شي]، ښايي په هېواد کې د امنیتي ځواکونو قومانده او واک وګواښي». نو باید داسې منظم او سیاسي بهیر وي چې واک پرې ولېږدېږي، چې په دې ډول امنیتي ځواکونه مشري ولري او لارښوونه یې وشي.» ولسمشر غني دارنګه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د امریکا  او ناټو د مالي مرستو ژمنتیا هم خورا مهمه بللې ده. هغه د نړیوالې ټولنې دغه ژمنې «په افغانستان کې د سولې د بریالیتوب لپاره تر ټولو مهمې» بللې دي.

ولسمشر غني د غوايي پر ۲۷ مه له پي بي ایس سره په مرکه کې وویل:

«که خبره د جګړې وي، د یوه دولت په ډول موږ  چمتو یوو. موږ له څو میاشتو چمتو وو. د امریکايي ځواکونو وتل ستراتیژیکه پرېکړه وه چې ډېر څه په ډاګه کوي. جګړه به لا ساده شي، ځکه د طالبانو هغه بهانه او ادعا چې ګنې دلته بهرني ځواکونه دي، پای ته ورسېده. موږ باید په ګډه کار وکړو او بله مهمه برخه سیمه ده. په سیمه کې خلک اوس خوشاله دي چې امریکا دلته د اوږدمهالې پاتېدنې تکل نه لري. نو موږ باید په ګډه پر یوې امنیتي تګلارې هوکړې ته ورسېږو.»

ځینې نور سیاستوال بیا دومره هیله من نه دي. د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې له طالبانو سره د سیاسي جوړ جاړي د سمبالولو دنده لري، دغوايي پر ۱۱ اسوشېټيډ پریس خبري اژانس ته وویل «د ځواکونو وتل زموږ خلکو ته د نړۍ د پای مانا نه لري، ښايي ننګوونکي خبره وي.» د ځواکونو په اړه د ولسمشر بایډن له اعلان وړاندې، ښاغلي عبدالله ددې اعلان په اړه د رسنیو رپوټونو ته په اشاره ویلي (لویه اندېښنه) یې دا ده چې طالبان به غلطه محاسبه وکړي او ښايي «داسې سوله وکړي چې ددوی خوښه وي».

هغه ورځ چې ولسمشر بایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه، د ولسي جرګې مشر رحمان رحماني د جرګې غړو ته وویل د بهرنیو ځواکونو وتل «ښايي د کورنۍ جګړې خطرناکه دوره بیا راولي او افغانستان به بیا  د نړیوالو اورپکو ځاله شي.» ښاغلي رحماني دا هم ویل چې نړیوال ځواکونه داسې مهال له افغانستانه په وتو دي چې بشپړه جګړه روانه ده او «دمخدرو توکو کښت او قاچاق جګړې سره مالي مرسته کوي».

د ملېشو همغږي کول؟

د ځواکونو د ایستلو اعلان نه څو اوونۍ وروسته، بېلا بېلو ډلو او پخوانيو زورورو جګړې او سولې ته د چمتووالي لپاره پر خپلو وسلو ګوتې ووهلې. داسې حال کې چې ښايي د دا ډول حرکتونو اصلي موخه د ګواښونو د ډېرېدو په صورت کې د ځانګړو سیمو خلکو ته ډاډ وي، خو په عین حال کې یې په عمومي ډول د خلکو ترمنځ داسې وېرې هم راپوته کړي چې ښايي دا شخړه لا نوره پېچلې او څو اړخیزه شي.

د وري پر ۲۹، د اوبو او برېښنا پخواني وزیر او د جمعیت ګوند مخکښې څېرې محمد اسماعیل چې د هرات امیر باله شي او د افغانستان لوېديځ کې یې مټ پیاوړی برېښي، په خپل کور کې د هرات د ازادۍ نمانځنې له پاره غونډه جوړه کړې وه. (دا هغه ورځ ده چې هرات لومړی د جهادي ډلو لاس ته ولوېد؛ نور دلته ولولئ) ناستې ته لسګونه وسله بند کسان ورغلي وو او دریځ ته د اسماعیل خان د ورتلو پرمهال ټولو خپلې وسلې اسمان ته د نندارې په ډول ونیولې. هغه غونډه چې پر فیسبوک ژوندۍ خپرېده (دلته یې ویډیويي بڼه لېدلی شئ)، د ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته په عمومي ډول د وسله والو کسانو د راټولېدو لومړۍ هغه وه. محمد اسماعیل راټولو شویو ته وویل «زه خپلو درنو هراتیانو ته اعلان کوم چې ستاسې مجاهدین او ستاسې مجاهدې کورنۍ به د پخوا پرتله اوس لا ډېر د خپلو خلکو او ښار ساتنه کوي، له ۵۰۰،۰۰۰ ډېر کسان اوس دې کارته چمتو دي». هغه په هرات کې امنیتي ځواکونو ته خبرداری ورکړ «د مجاهدینو د بې وسلو کېدو لپاره چې د ښار مدافعین او ژغورونکي دي، د هغوی کورو ته ورنه شي، او که ورشي له غبرګون سره به مخامخ شي».

هغه دا وړاندیز یو ځل بیا وکړ چې حکومت دې په  ولسوالیو کې د طالبانو پرضد د دې پرځای چې له نورو ولایتي مرکزونو ځواکونه ور وغواړي، له پخوانیو مجاهدینو ګټه واخلي:

په ادرسکن کې تېره شپه سخته جګړه وه. امنیتي ځواکونه یې د مرستې لپاره له ښاره ورغلل. خو که دوی له مجاهدینو سره په اړیکه کې وای،[ هغوی پوهېږي] په هره ولسوالۍ کې سلګونه وسله بند پخواني مجاهدین شته او حکومت باید پرې باور وکړي. د دې اړتیا نشته چې ولسوالیو ته د جګړې لپاره له ښاره ځواکونه واستول شي چې ډېره مرګ ژوبله ور اوړي. موږ په هره ولسوالۍ کې د دې خاورې د بچیانو کافي ځواکونه لرو او هغوی له خپلې سیمې دفاع کولای شي.

د جمعیت د پخواني وتلي قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود چې اوس څه نا څه ۳۰ کاله عمر لري، د ۱۳۹۸ په مرغومي کې هغه مهال چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې وي، د سیاست ډګر ته را ودانګل. ښاغلي مسعود هم د طالبانو پرضد د خلکو د همغږۍ خبرې کړې دي. د وري میاشتې په وروستیو کې له طلوع نیوز سره په مرکه کې نوموړي وویل  پلویان یې د سولې او (د سولې د خبرو ماتېدو) دواړو ته چمتووالی لري. د غوايي پر ۲۸ د ثور د اتمې [ د مجاهدینو د بریا ورځ] د نمانځنې لپاره هغه په کابل کې ناسته جوړه کړې وه.

د غونډې ګډونوالو له لویه سره داسې بیرغونه رپول چې د جمعیت له ګوند سره تړلي دي او د ملي سرود پر ځای یې د جمعیت د مهال سندره وغږوله. هغه وویل که د جګړې ښکېل اړخونه د شخړې د حل لپاره پوځي لاره غوره کړي، پلویان یې جګړې ته چمتووالی لري. نوموړي په دغه غونډه کې وویل: (د وینا بشپړه ویډیویې بڼه یې دلته لېدلی شئ).

که زموږ ملت اړ کړ شي او ښکېل اړخونه په افغانستان کې د حل لپاره پوځي لار غوره کړي، نو موږ به هم خپل مجاهدین جګړې ته چمتو کړو، موږ به دا کار د افغانستان د مسلمانو خلکو او مجاهدینو په مشوره د شرعیت د پلي کېدو لپاره وکړو  او موږ ريښتونی اسلامي سیستم راولو چې زموږ د مجاهدینو او شهیدانو غوښتنه وه. 

ښاغلي مسعود دارنګه په تخار کې د پیرام قل وژنې ته هم اشاره وکړه چې په هغه ولایت کې له مشهورو قوماندانانو شمېرل کېده. هغه د غوايي پر ۱۲ ووژل شو او ښاغلی مسعود وايي له وژنې یوه شپه وړاندې یې ورسره خبرې کړې وې. ښاغلی مسعود زیاتوي پیرام قل د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خپلو یو کلنو پوځي پروګرامونو په اړه هم خبرې ورسره کړې وې. (۴) پیرام قل په تخار کې ناندره ییزه څېره بلل کېده او له ۱۳۸۱ وروسته په هغه ولایت کې د ملېشو قوماندان و. د هغه ځورونو په تخار کې د طالبانو په بیا را څرګندېدو کې خورا مهم رول درلود. هغه له دولتي ځواکونو سره یو ځای له طالبانو سره په جنګېدو بلد و. (د نورو مالوماتو لپاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې دا رپوټ ولولئ: «خطرناکې ملېشې: په تخار کې د سیمه ییزو پولیسو ځانګړې بېلګه»، پر پېرام قل د ځانګړو تورونو په اړه د بېلګې په ډول د امریکا حکومت د ۱۳۹۴ کال رپوټ دلته؛ او د بریتانیا حکومت د ۱۳۸۴ کال رپوټ دلته لوستلی شئ).

له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې احمد مسعود د جمعیت ګوند له ګڼو نورو مهمو مشرانو سره ( د دویم مقاومت) خبرې کوي. [لومړی مقاومت له ۱۳۸۰ کال مخکې د ۱۹۹۰ لسیزې پېر ته وايي چې له طالبانو سره جګړه کېده.] مثلا، د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال یونس قانوني د ۱۳۹۹ په لړم میاشت کې طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل که چېرې طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، د هغه په وینا د مقاومت ټلواله [چې اشاره یې شمالي ټلوالې ته وه]  یوازې دوه غوراوي لري: لومړی دا چې هغوی به د طالبانو پرضد د حکومتي ځواکونو د ملاتړ لپاره راپورته کېږي، خو که حکومت د هغوی په همغږۍ کې له فرصته ګټه وانه خلي، او یا په سیستم کې دننه ځینې وغواړي چې طالبان پر موږ حاکم شي، نو دویم غوراوی د دویم مقاومت لپاره د خلکو را غونډول دي. همدا ډول ورته خبرداری د ۱۳۹۹ د دلوې پر اوومه د سولې عالي شورا مهم غړي او د جمعیت پخواني قوماندان عبدالبصیر سالنګي هم ورکړی و. ښاغلی سالنګی په ۱۳۸۳[  کې د کابل د پولیسو قوماندان و او پر دې ډېر مشهور و چې د شېرپور په ګاونډ کې یې د بې وزلو خلکو کورونه پر بولډوزرونو وران کړل چې هغه سیمه له سره وزیرانو او قوماندانانو ته ووېشل شي. (په اړه یې رپوټ دلته کتلای شئ) سالنګي د روسانو له خوا د سالنګ د ټولوژنې د ۲۳ کلیزې د نمانځنې پرمهال یوې ناستې ته وویل که د سولې خبرې ناکامې شي، د دویم مقاومت د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي ( د رسنیو رپوټونه دلته ولولئ)

له کله نه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان شوی دا ډول خبرې ډېرې ښکاره کیږي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د غوايي میاشتې پر څلورمه د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو پرضد د (دویم مقاومت) د یوې برخې په توګه وسلو ته لاس کړ. د دې رپوټونو له مخې په تخار کې د ملي امنیت پخوانی مشر ډاکټر ګلستاني د دې کسانو مشري کوي. د مسعود سیاسي دفتر رسنیو ته ویلي  نه یوازې په تخار بلکې په بغلان، کندز، او سمنګانو کې هم خلک د مسعود په مشرۍ د وسله والو مخالفینو پرضد د دویم مقاومت لپاره چمتووالی نیسي. په دې ویډیو (دلته یې وګورئ) کې وسله وال کسان وايي چې د مسعود د پروګرامونو ملاتړ او له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي. [۵] 

د جمعیت یوه بل پخواني قوماندان ( له جمعیته د جلا شوې ډلې مشر) او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د  غوايي پر ۲۳مه  د اختر لمانځه پرمهال خلکو ته وویل چې اوس بهرنیان وځي او نور طالبانو ته د “جهاد په نامه د خلکو د وژلو ” لپاره “پلمه ” نه ده پاتې. هغه طالبانو ته خبر داری ورکړ چې که یې له سولې انکار وکړ نو “هغه ډله به چې پخوا یې، کله چې امریکا او ناټو دلته نه وو د زنګ وهلو مرمیو او وسلو په کارولو سره تاسې ذلیل او مات کړي واست، ستاسې زرګونه کسان یې نیولي وو، یو ځل بیا د خپل حکومت او نظام ترڅنګ ودریږي … که تاسې هڅه وکړئ چې دوښمنۍ ته دوام ورکړئ نو موږ به اړ شو چې وسلې ته لاس کړو… او تاسې ته به وښیو چې موږ لا هم ژوندي یو او دا ملت له خپله ځانه دفاع کوي”. (دا په لویه پیمانه د تاریخ بیا لیکل دي. د ۱۳۸۰ کال د وږي په شلمه نېټه کله چې امریکا جګړه کې ښکېله شوه، شمالي اتحاد یوازې د افغانستان پر شمال لویدیځ او د مرکزي سیمو پر شمالي برخو کنټرول درلود او طالبانو سیمې لاندې کولې.(

د جمعیت او تاجېک مشرانو ور هاخوا یوه هزاره مخکښ مشر محمد محقق هم ویلي چې د طالبانو له خوا په زوره د واک ترلاسه کولو لپاره د هرې هڅې پر وړاندې به ودرېږي. ښاغلی محقق چې اوس د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر او د غني امنیتي سلاکار دی، د جمعیت د عطا محمد نور او د ملي جنبش د عبد الرشید دوستم ترڅنګ په شمال کې له دریو مهمو مشرانو یو دی. هغه دا خبرې د غوايي پر اتلسمه د افغان پولیسو د دوو مهمو مشرانو او د جمعیت د جهادي قوماندانانو داود داود او شاه جهان نوري د لسم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

محقق ویلي افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې ولسواکي او تعلیم تجربه کړل او که څه هم چې (وسلې) یې وغورځولې خو “په تېرو څو کلونو کې موږ پوه شوو چې حالات ښه نه دي، نو په په تدریج سره مو چمتووالی هم نیولی دی”.

هغه وویل چې اوس بهرنیان له ۲۰ کلونو وروسته وځي – “موږ دوی نه وو را بللي او نه ورته وایو چې ووځئ یا پاتې شئ”- طالبان باید دا فکر ونه کړي چې ” د نورو لاسونه تړلي دي.” هغه زیاته کړه چې “هغه اتلان چې جهاد او مقاومت یې کړی” یا نوی نسل به ودریږي او “بیرغ به پورته کوي.” هغه دغه راز ویلي، دی د سولې او جګړې دواړو لپاره چمتووالی کوي ( بشپړه ویډیو یې دلته کتلی شئ).

د هزاره جاتو په خوندي مرکزي سیمو کې هم د خوځښت ځینې نښې شته. د بېلګې په توګه د ۱۳۹۵ د جنبش روشنايي (په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شالید دلته کتلی شئ) یوه مخکښ غړي ذوالفقار امید، د وري میاشتې پر ۲۴مه د دایکندي له یوه قوماندان محمد علي صداقت او نورو وسله والو سره خپل انځور پر خواله رسنیو خپور کړی. هغه دا کسان ” ښه تجربه لرونکي چریکي جنګیالي ” بللي دي چې اوس د دویم مقاومت د یوې برخې په توګه د “څلور دای قطعه “جوړوي ( ظاهرا دا نوم د اوسني او پخواني هزاره جات څلورو لویو اداري واحدونو ته اشاره ده: دایکندي، دایزنګي، دایچوپان او دایمیرداد).

هغه ویلي دا مانور د دوو امنو ولایتونو دایکندي او بامیان ترمنځ پر پوله شوی دی. ازادۍ راډيو د غوايي میاشتې پر دویمه د هغه له قوله ویلي له طالبانو سره د سولې د هڅو ملاتړ کوي خو “دا نه ده جوته چې له جګړې وروسته افغانستان به د سولې اوسني بهیر په رڼا کې څه ډول وي.”

د غبرګولي میاشتې پر لومړۍ نېټه پخواني ولسمشر حامد کرزي له دېر شپېګل مجلې سره مرکه کې یو څه متفاوته لاره غوره کړه. هغه وویل “اوس موږ افغانستان کې صفونه یو کوو او مقاومت منظموو. نو زما غوښتنه له پاکستانه داده چې راځئ معقول و اوسو. راځئ د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه متمدنه اړیکه جوړه کړو.” هغه دغه راز د افغان جګړې پر دواړو غاړو ( حکومت او طالبانو) غږ وکړ چې “په داسې حال کې چې د بهرنیو قوتونو ټوپک یې په لاس کې دی، دا ادعا دې پریږدي چې د افغانانو د استازولۍ حق لري.”

“زما مشوره داده چې : طالبان پریږدئ چې بیا راشي. پرېږدې چې برخه واخلي او ولس ته ځان ثابت کړي، هغه که په لویه جرګه کې وي – د خلکو دودیزه جرګه – په ټاکنو کې وي او یا د ټولپوښتنې له لارې وي، لکه په نوره نړۍ کې چې معمول دی. یوازې په همدې صورت کې به دا روښانه شي چې څوک په واقعي معنی د خلکو استازي دي. “

وروستی او ډېر متفاوت غبرګون د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار وو، هغه څوک چې تر ۱۳۹۵ کاله او له افغان حکومت سره د سولې تر تړونه یو اورپکی مشر و. د حکمتیار په مشرۍ د مجاهدینو ډلې هم د شخړې په یوه تریخ پړاو کې ونډه لرله چې د کورنۍ جګړې په نامه یادیږي ( ۱۳۷۱ – ۱۳۷۵ )، خو حزب اسلامي د نورو ډلو پر خلاف د طالبانو ضد شمالي ټلوالې کې ګډون ونکړ.

حکمتیار د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان یو “لوی پرمختګ” وباله، خو ویې ویل چې ستونزه داده چې دا اعلان “یو اړخیز او د دوحې تړون خلاف دی.” د غوايي میاشتې پر ۱۷مه په یوه خبري غونډه کې هغه طالبانو ته سپارښتنه وکړه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو د اعلان مثبت اړخ ته وګوري او د لاندې پنځو شرطونو له مخې اوربند وکړي.

  • د کابل حکومت (د غني په مشرۍ اوسنی حکومت) پر ځای د یوه بل حکومت رامنځته کېدل او واک داسې یوه حکومت ته لېږدول چې ټولو اړخونو ته د منلو وي.
  • په څو پړاوو کې د بهرنیو ځواکونو وتل: نیمايي دې په غوايي میاشت او پاتې نیمايي دې په بله راتلونکې میاشت کې ووځي او د ټولو ځواکونو بهیر دې د وږي میاشتې تر پایه بشپړ شي، خو په دې شرط چې په دې موده کې به دا ځواکونه ټول عملیات او استخباراتي فعالیتونه دروي او د هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
  • ·        بې قید او شرطه او سملاسي دې ټول هغه زندانیان خوشې کړ شي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د سیاسي او یا نظامي فعالیتونو له امله نیول شوي دي.
  • د امریکا له توره لېسته دې د ټولو افغانانو نومونه و ایستل شي چې د امریکا له حضور سره د مخالفت له امله په دې لیستونو کې شامل کړای شوي دي.
  • ·       ]نړیواله ټولنه دې ژمنه وکړي[ چې د جګړې له امله د ټولو هېوادونو له خوا د اوښتي زیان – هغه مالي او فزیکي زیان چې افغانانو او افغانستان ګاللی – خساره یا تاوان ورکړي، هغه زیان چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د “دوی د پوځې تيري له لاسه اوښتی.” هغه ویلي د دې تاوان د ورکړې خبره باید د دوحې په تړون کې شامله شوې وای خو دا یو ښه فرصت دی چې پرې ټینګار وشي.

له دې وړاندې د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې پر ۲۶مه، حکمتیار پر هغو کسانو برید وکړ چې د دویم مقاومت غوښتنه کوي او د هغوی په اړه یې وویل، “یوه ډله خلک چې د ملت ضد او جګړه غوښتونکي دي د دویم مقاومت شعارونه ورکوي.” ( په دې اړه د رسنیو رپوټونه دلته کتلی شئ) د یادولو ده چې د حکمتیار ډلې هم یو لړ وسله وال لاریونونه کړې دي. د بېلګې په توګه د کب میاشتې پر ۱۵مه په کابل کې لاریون چې یو شمېر ګډونوالو یې وسلې لېږدولې او پوځي ګاډي یې کارول. هغه دغه راز حکومت تورن کړی چې د سولې معاهده یې نه ده عملي کړې (د رسنیو رپوټونه دلته لوستلی شئ). تر ټولو تازه دا چې د حمل میاشتې پر ۲۴مه د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ده د ګوند غړو وسله په لاس لاریون وکړ. ( ویډیو دلته کتلی شئ)

لیکوالان:

علی یاور عادلی

نور د دې لیکوال څخه