د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې د رسنيو د ونډې او له افغان حکومت سره د رسنیو د اړیکو په اړه بحثونه پیل شویدي. داسې ښکارې چې د ټاکنو په ورځ ډېرو خبریالانو د طالبانو بریدونه یا رپوټ نه کړل او یا یې تاوتریخوالی ډېر لږ تر پوښښ لاندې ونیوه. خبریالانو دا کار په سیاسي، وطنپالنې دلیل او یا هم د خپلو رسنیو په امر کړی دی. له ټاکنو وروسته، یو شمېر خبریالانو او د امنیتي ادارو چارواکو په خپلو کې یو بل ته د دې له پاره ستاینلیکونه ورکړل چې د ټاکنو په موده کې یې خپلې دندې په ښه ډول سر ته رسولې وې. خو دغه کار یو شمېر نور خبریالان چې د رسنیو د خپلواکۍ له پاره یې ډیرې هڅې کړي، اندېښمن کړل. د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې څیړونکې، کیټ کلارک چې کلونه یې د خبریالې په توگه کار کړی، دې موضوع ته کتنه کړې چې د جگړې پرمهال په راپور ورکولو کې څه ستونزې وي او د حکومت او رسنیو دومره نژدې تړاو څه خطرونه لري.
په پورتنې تصویر کې وینئ چې یو ژورنالسټ د کورنیو چارو وزیر له خوا ستاینلیک ترلاسه کوي (تصویر د پژواک خبرې آژانس له سایټ نه اخیستل شویدی)
له هغو دلیلونو یو چې ولسمشریزې ټاکنې په ډېر ښه ډول ترسره شوې دا و چې افغان خبریالانو د ټاکنو له ورځې مخکې ډېر زیار ایستلی و. دوی پرله پسې د نوماندانو له کمپاینونو او د هغو له هڅو راپورونه ورکړل، د نوماندانو ترمنځ یې بحثونه ترسره کړل، او د هغوې د پلانونو او نورو پروگرامونو په اړه یې پوښتنې او نیوکې وکړې. د خبریالانو دغو هڅو د ولسمشریزو ټاکنو هڅې او سیالۍ نورې هم را ژوندۍ کړې او ښایې همدا لامل وي چې د ټاکنو پر ورځ خلکو په رای ورکولو کې پراخ گډون وکړ. خو یو بل دلیل هم کیدای شې دا وي چې یو شمیر رسنیو دا پرېکړه کړې وه چې د ټاکنو پر ورځ یا د طالبانو بریدونه هېڅ رپوټ نه کړي او یا یې پوښښ ډېر لږ کړي. د رسنیو له خوا د طالبانو د بریدونو د نه پوښښ او یا کم پوښښ هدف ډېر جوت دی. ډېرئخبریالان او رسنۍ زړه نا زړه وې چې ولې له طالبانو سره په دې کې مرسته وکړي چې د ټاکنو ورځ چې یو ملي ارزښت لري، گډه وډه کړي. خو گڼ نور افغان خبریالان له دې پرېکړې سره مخالفوو چې ولې دبریدونو رپوټ ورنه کړي. دوی ویل چې خلک باید پر هغه څه چې پر دې ورځ پېښېږې خبر شې او د خبریالانو مسوولیت دی چې له پېښو یې خبر کړي او پخپلهبې پرې پاتې شي. په رېښتیا هم د تاوترېخوالي نه رپوټېدو مرسته وکړه چې ډیر خلک د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او په عمومې ډول یې د خلکو تر منځ یو ښه احساس راپیدا کړی و چې طالبان د ټاکنو د ورځې په گډوډولو کې پاتې راغلل او ویې نشوای کړیچې ترهگر بریدونه ترسره کړي. په خلکو کې د افغان امنیتي ځواکونو په اړه هم ښه احساس رامنځته شو چې د ټاکنو د ورځې د امنیت په خوندي کولو کې بریالي وو او په زړورتیا او مسلکي توب یې د خلکو د رایو ساتنه وکړه.
د طالبانو د تاوتریخوالې د نه خپرولو پرېکړه چا کړېوه؟
د حکومت له خوا د تاوتریخوالي د نه خپرولو غوښتنه څه نوې خبره نده. حکومت د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال تر ټاکنو او د ۲۰۱۳ کا ل د سولې تر مشورتي لویې جرگې وړاندې له رسنیو او د افغانستان له تحلیلگرانو شبکې غوښتي و چې د تاوتريخوالي راپورونه خپاره نه کړي، خو دا ځل خبریالانو دا پرېکړه پخپله او خپلواکه توگه کړی وه. داسې ښکارېده چې د خبریالانو او دولتي چارواکو پرېکړه سره یوه وه.
له ټاکنو مخکې خبریالانو په خپل منځ کې د طالبانو د تاوتریخوالي د نه خپرولو پرېکړه کړې وه، خو دا ځل تر پخوا پر خپلې پرېکړې کلک ولاړ وو. ډېروخبریالانو ویلي وو چې د طالبانو اعلامیې او یا خبرونه به د ۱۵ ورځو لپاره په هېڅ ډول نه خپروي. خبریالانو دا پرېکړه هله وکړه چې طالبانو د مارچ پر شلمه پر سرینا هوټل برید کې، د فرانسې د خبرې آژانس -فرانس پرس خبریال احمد سردار، د هغه مېرمن، د دوی دوه کوچنیان او څلور نور ملکي وگړې ووژل (پدې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې تحلیل دلته لوستلای شی). پر سرینا له برید وړاندې، د فبرورۍ په میاشت کې طالبانو د یوې حملې په ترڅ کې د ملي اردو ۲۵ سرتیرې هم وژلي وو. د ملي اردو د سرتېرو مړینې د طالبانو په وړاندې پراخه ملي غوسه وپاروله او یو شمېر خبریالانو د طالبانو پر ضد او د ملي اردو په ملاتړ د فیسبوک له لارې کمپاین هم وچلاوه. ځینوخبریالانو په هغو لاریونونو کې هم برخه واخیسته چې په برید کې د پاکستان د ادعا شوي گډون خلاف جوړ شوي وو.
د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې د دې پرېکړې په اړه چې څه باید خپاره او څه نه شي، بېلابېل راپورونه ترلاسه کړي، خو په ډاگه یو روایت له بل سره توپېر لري. د یو شمېر خبریالانو په وینا، د ټاکنو له ورځې مخکې د یو شمېر لویو رسنیو مشرانو کتنه درلوده او پر دې یې بحث وکړ چې د ټاکنو پر ورځ د طالبانو او تاوتریخوالي خبرونه څه ډول خپاره کړي. د بېلگې په ډول، د «یک» (یو) ټلویزیون د خبري څانگې مشرعبدالله آزاده خنجانی وایي چې «یک» او طلوع ټلویزیون تل هڅه کړې چې د طالبانو د بریدونو په گډون، د هر ډول خبرونو په خپرولو کې یو له بله وړاندې شي، خو په دغه غونډه کې یې پریکړه وکړه چې تر ټاکنو لس ورځې وړاندېد ټاکنو تر سبا پورې د طالبانو او تاوتریخوالي پېښې په سیالۍ خپرې نه کړي. دوی دغه راز پرېکړه کړې وه چې د بریدونو په اړه به ژوندۍ خپرونې او بېړني معلومات نه ورکوي او دا ډول خبرونه به ډېر لږ خپروي. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا وایې چې د ټاکنو له ورځې مخکې،آن پر سرینا هوټل له برید وړاندې یې څو څو وارې له رسنيو سره په دې اړه لېدلي وو چې په پایله کې یې د ۳۰ رسنیو – راډیو، ټلویزیون، ورځپاڼو، خبرې آژانسونو مشران سره راټول شول او په دې تړاو یې پرېکړه وکړه. یو شمېر نورخبریالان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په رسنیز کمیسیون کې د داسې غونډې یادونه کوي چې یو شمېر خبریالان او د بېلا بېلو امنیتې وزراتونو ویاندان وربلل شوي وو. یوه خبریال چې د رسنیو کمیسیون په غونډه کې یې گډون کړی و وایي چې په غونډه کې ورته وویل شول چې د ټاکنو پر ورځ د طالبانو بریدونه رپوټ نه کړي. خو د صدیقي په وینا، زموږ غوښتنه دا نه وه چې د ټاکنو پر ورځ دې په بشپړ ډول د تاوتریخوالي خبرونه نه خپروي. دی وایي غوښتنه یې کړې وه چې د طالبانو د بریدونو خبرونه کم کړي او د خبري سرویس پای ته یې ولېږدوي. خو باید تکرار کړو چې خبریالانو او دهغوی د خبرې څانگو مشرانو پخپله پرېکړه کړی وه چې د ټاکنو پر ورځ د تاوتریخوالي خبرونه باید خپاره نه شي.
هرې رسنۍ د ټاکنو د ورځې په اړه بېله پالیسې غوره کړې وه. کلید او «یک» ټلویزیون د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې ته وویل چې د ټاکنو په ورځ یې تریوې بجې د بریدونو هېڅ راپور خپور نه کړچې خلک رای ورکولو ته ولاړ شي. د طلوع نیوز مشر لطف الله نجفي زاده چې نه یې غوښتل د ټاکنو د ورځې په اړه د خپل چېنل پر پالیسۍ څه ووایي، نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي چې دوی د ټاکنو د ورځې په اړه یوه غونډه لرله او په هغې کې یې د ټاکنو پر ورځ بحث وکړ ( پدې اړه نور معلومات پدې راپور کې لوستلای شی) . دی وایې: «موږ ته راتلونکې پنځه ورځې مهمې دي او که راتلونکي پنځه کاله؟ آیا موږ د دې پروسې خلاف یو او غواړو دا وښیو چې په هر ځای کې حملې او گډوډۍ روانې دي او که خلک دېته وهڅوو چې د رایو مرکزونو ته لاړ شي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي؟ په افغانستان کې څه مهم دي؟ آیا د بم الوتل، هغه څه چې هره ورځ په افغانستان کې پېښیږی مهم دي او که میلیونونه خلک چې لاړ شی او رایه ورکړي؟» داسې یو شمېر رسنۍ هم وې چې له دې پرېکړی سره یې همغږي نه درلوده. د بی بی سی پښتو، فارسی، آنلاین او ټلویزیون یې له دغې پرېکړې سره پر دې همغږی نه شول چې ویل یې دېپرېکوڼ یې له تگلارو سره چې خلکو ته پر وخت،بې پرې او کره خبر رسول دي، ټکر درلود.
له یو شمېر ولایتي خبریالانو سره په خبرو کې دا جوته شوه چې پر دې موضوع په ولایتونو کې هم بحث شوی و. د بېلگې په ډول، په جلال آباد او کندز کې ځایي چارواکو له خبریالانو غوښتي وو چې دبریدونو او تاوتریخوالي خبرونه ورنه کړي، خو په کندز کې له دې سره سره هم، ځایي خبریالانو د پېښو خبرونه راټول کړي وو. د لویې پکتیا په دوو ولایتونو کې خبریالانو چېد بریدونو خبرونه لومړی له هغوی راځي، پخپله یوه ډله ییزه هوکړه کړې وه. یو ځایي خبریال پدې اړه وایي: موږ په دې پوهېدو چې که خلک د بریدونو خبرونه واوري، په ټاکنو کې به برخه وانخلي. دا خبریال وایي چې پر دې کار ورسره د ټاکنو پر ورځ د طالبانو ویاند پر ټیلیفونو غږېد او ویې گواښل چې ولې بریدونه نه رپوټوي. له یوه بل ولایته یو خبریال وایي چې له پاکستاني ټیلیفوني شمېرو ورسره قهرېدلو طالبانو اړیکه ونیوله او اخطار یې ورکړ چې د خبریالانو له پرېکړې سره ملتیا ونه کړې. طالبانو دغه رازخبریال پوښتلی و چې ولې یې د دوی د ویجاړوونکو بریدونو خبرونه نه ديخپاره کړي. دا خبریال وایي چې دی اوس د طالبانو تر گواښ لاندې دی. هغه خبریالان چې له ولایتونو راپور ورکوي، د لویو کورنیو او نړیوالو رسنیو ځایي کارکوونکي دي.
له ټاکنو وروسته
له ټاکنو وروسته یو شمېر خبریالانو د امنیتې او نورو دولتي ادارو څخه د ټاکنو د ورځې د خبرې پوښښ په تړاو ستاینلیکونه ترلاسه کړل. د ستاینلیک ویشنې غونډې په کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، ملې امنیت ریاست او د ښځو چارو وزارت کې ترسره شوې. په ځواب کې، یو شمېر خبریالانو او د مدنې ټولنو فعالینو هم په رسمي ډول پردغه ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې د خبریالانو او د مدني ټولنو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه د هېواد په کچه ترسره شوه چې ډېره خوشحالوونکې وه. دی وایي چې دا کار په بې ساري ډول یو ناویات کار و.دی زیاتوی: « د کورنیو چارو وزارت هم له خپلې خوا غوښتل د هغو خبریالانو مننه وکړي چې د ټاکنو له ورځې یې په ښه ډول راپور ورکړ او خلک یې وهڅول چې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.» د کورنیو چارو وزیر د دې وزرات د ستاینلیکونو غونډه کې د «هشت صبح» ورځپاڼې له قوله وویل چې پر سرینا هوټل له برید وروسته، خبریالان او امنیتي ځواکونه په دې وپوهېدل چې باید په گډه سره کار وکړي. دا د همدې گډ کار برکت و چې د ټاکنو په ورځ په افغانستان کې ډیموکراسي بریالۍ شوه. په دغه غونډه کې عمر داودزي له خبریالانو سره په دې وروستیو کې د پولیسو پر ناوړه چلند هم بخښنه وغوښته.
د ټاکنو د ورځې له بریا وروسته، د داسې غونډو ترسره کولو په خلکو کې ښه احساس وټوکاوه. دې کار آن خپلواکې رسنۍ هم تر پوښتنې لاندې راوستې، ځکه داسې ښکارېدې چې دولتي وي.
له ټاکنو وروسته د «افغانستان ټوډی» ورځپاڼې په بلخ ولایت کې ددغې ورځې پر بریالیتوب یوه لیکنه خپره کړه. د دغې لیکنې پیل د ژورنالیزم له محصلانو شوی او لیکي چې د ټاکنو د ورځې پر بري، نسبتاً لږو درغلیو او ښه امنیت محصلانو نڅاوې کولې. لیکوال وایي چې له ټاکنو وروسته د ژورنالیزم پوهنځی، د خوشالۍ څرگندونې ځای گرځېدلی او لیکي چې ۴۰۰۰۰۰پولیسو او سرتېرو پر دغه ورځ د امنیت د خوندیتوب له امله په عامو وگړو کې ښه نوم گټلی دی. لیکوال دغه راز په مزارشریف کې د یوې ستاین غونډې یادونه هم کړې او لیکي چې په دغه غونډه کې د مدني ټولنو فعالین ستایل شوي دي. لیکوال په دغه لیکنه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردود مرستیال قوماندان برید جنرال شاه محمد ذاکري یادونه کوي چې په غونډه کې یې پر دې د رسنیو مننه کړې چې پر دغه ورځ یې د طالبانو تبلیغاتي خبرونه خپاره نه کړل. برید جنرال ذاکري وایې: «د رسنیو کمرې لکه د جگړې پر ډگر د سرتېرو په څیر چې نېغ زموږ د غلیمانو پر زړونو حملې کوي، اغیزناکې دي» (پدې اړه نور معلومات دلته لوستلای شی). یو شمېر راپورونه ریښتېني هم وو. لکه د ارزگان ولایت په راپور کې د پولیسو قوماندان، مطیع الله یو شمېر خبریالانو ته د هغوی د نه ستړي کیدونکو هلوځلو او د ټاکنو د ورځې پر بريستاینلیکونه ورکړل. مطیع الله د بشری حقونو پر یو شمېر لویو سرغړونو او د مخدرو موادو پر قاچاق تورن دی. (کولای شئد مطیع الله د مخدرو توکو د قاچاق په اړه دا راپور ولولئ.)
بېلابېلې نظرېې
خبریالان په دې اړه بېلا بېلې نظریې لري. یو شمېر خبریالان ځانونه ترهر څه د مخه د داسې یوه هېواد وگړي او غړيگڼي چې له طالبانو سره پر جگړه ښکېل دی. د دوی په باور، د ټاکنو، امنیتي ځواکونو او بالاخره له حکومته د رسنیو ملاتړ یوه ښکاره خبره ده. یو شمېر نوروخبریالانو داسې لاره غوره کړې وه چې خلک یې دېته هڅول چې رایې ورکړي او یا یې لږ تر لږه له طالبانو سره مرسته ونه کړه چې خلک د ټاکنو پر ورځ له رای ورکولو راوگرځوي. نور خبریالان بیا دې اندېښمن کړي چې دا کار یې د خبریالۍ مسلک زیانمن نه کړي. د دوی اندېښنه دا ده چې ښایي دا کار د رسنیو بې پرې والي ته زیان واړوي او دا رسنۍ به نورې هم حکومت ته وروڅکوي. د دغې پرېکړې په اړه بحث تر ټاکنو سملاسي وروسته پیل شو او پر دې موضوع دوو خبریالانو- امریکایي اعظم احمد او افغان حبیب ظهوري له ټاکنو یوه اوونۍ وروسته لیکنه وکړه. داسې ښکارېده چې افغاني رسنیو خپل پوخوالی وارزاوه اودا پریکړه ترپوښتنې لاندې راغله ( پدې اړه نور معلومات دلته لوستلای شی).
په هغو کسانو کې یو باري سلام و چې د ټاکنو پر ورځ یې د تاوتریخجنو خبرونو د نه خپریدا ملاتړ کاوه. دیچې له اوږدې مودې راهیسې د رسنیو په برخه کې کار کوي، په دې باور دی چې افغاني رسنیو د طالبانو د خبرونو په نه خپرولو سره مسوول چلند کړی دی. سلام پدې اړه وایي:
«یوازینیلامل چې طالبان شته،رسنۍ او د هغوی تبلیغات دي. که رسنۍ دوی ته په خبرونو کې ځای نه ورکوي او د دوی د تبلیغاتو د خپرولو مخه نیسي، مانا یې داده چې طالبان له رسنیو څخه د خلکو د ویرولو کار وانخلي. د ټاکنو پر ورځ ته د یوهوگړي په توگه رایه ورکوې او د یوه خبریال په توگه هغه څه رپوټوې چې برخه یې په کې درلوده. دا چې پر داسې ورځ د طالبانو پېښې خپرې نه شي، یوه منطقي پرېکړه ده او دا تر هغه څه لوړ دي چې موږ یې د ژورنالیزم اخلاق بولو. دا د ملت برخلیک ټاکي.»
سلام په کابل کې دی او ښایي په پلازمېنه کې خبریالان لږترلږه څه امنیتي خوندیتوب ولري. خو په لویه پکتیا کې هم خبریالانو ورته دریځ غوره کړی و. یو خبریال پدې اړه چې ده او ملگرو خبریالانو یې څه ډول د طالبانو بریدونه په پام کې ونه نیول،د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې ته داسې وایي:
«څه چې د ټاکنو پر ورځ خبریالانو وکړل، سمه پریکړه وه، ځکه چې طالبان رسنیو، په ځانگړي ډول نړیوالو رسنیو رامنځته کړیدي (ده پدې اړه نور معلومات ورنه کړل). همدا لامل دی چې اوس دې پریکړې طالبان ډیر په غوسه کړي، ځکه چې که د دوی په اړه راپور ورنکړې نو د دوی جگړه هم له منځه تللې ده.»
د دوو چېنلونو مشرانو یوازې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو د ارزښت له امله پر دغه ورځ د تاوتریخجنو خبرونو د نه خپرولو او یا هم کمو خپرولو پرېکړه کړی وه. د «یک» ټلویزیون د خبري څانگې مسوول عبدالله آزاده خنجانی وایي چې د ده چېنل د تاوتریخجنو خبرونو د نه خپرولو پرېکړه د حساسو شرایطو او ملې ارزښتونو له امله کړی وه. دی وایي دوی احساس کاوه چې نه غواړي د ټاکنو ارزښت کم او د هېواد راتلونکې له خطر سره مخامخ کړي.
د کلید گروپ مشرې نجیبه ایوبي د خپلې رسنۍ د پرېکړې په اړه داسې وویل:
خبریالان باید خپلواکه واوسي او کلید هم خپلواکه رسنۍ ده، خو دا موضوع لږ څه توپیر لري. ټاکنې ملې گټې لري. که د طالبانو د بریدونو خبرونه خپاره شوي وای، کیدای شي خلکو له رایې ورکولو ډډه کړې وای او دې کار به زموږ پر ټاکنو ناوړه اغیز کړی وای نو ځکه موږ د دوی [طالبانو] په اړه د یوه یا دوو ساعتو لپاره خبرونه خپاره نه کړل.
آغلېایوبي وایي چې د حکومت له خوا یې ستاینلیک رد کړ ځکه د دې په وینا، د داسې ستاینلیک اخیستل په دې مانا و چې رسنۍ نورې آزادې نه دي. مختار پدرام چې له خورشید ټلویزیون سره کار کوي، د هغو خبریالانو له ډلې دی چې د حکومت له لوري یې ستاینلیک منلی دی. ده د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې سره په خبرو کې داسې وویل:
«امنیتي ځواکونو د ټاکنو پر ورځ خپله ژمنتیا او پیاوړتیا وښوده او موږ د دې هېواد د اوسیدونکو په توگه دا دنده لرو چې ددوی مننه وکړو او مورال یې پورته کړو. موږ د سرتېرو ستاینه کړې نه د چارواکو. دا سرتېري هغه څوک دي چې خپل سرونه یې له دې هېواده ځار کړیدي.»
ده دا ټینگار هم وکړ چې د معلوماتو د قانون په نشتوالي کې چې د خبریالانو قانوني او مشروع ساتنه په کې خوندي وي، داسې پروگرامونه او ستاینې، کولای شي د خبریالانو او امنیتي کارکوونکو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړي. داسې ښکاري چې د ده دریځ ډیر پرهېوادپالنې او ځان ژغورنې ولاړ و. باري سلام چې د زړه له کومي د رسنیو له لارې د امنیتي ځواکونو ملاتړی دی، په دې اړه وایي:
«هره ورځ زموږ له امنیتي ځواکونو درې تر څلورو کسان مري. دا د دوی د قربانیو اندازه ده. خلک په دې پوهیږې چې ستونزې شته، فساد شته خو موږ بیا هم په دې توانېدلي یو چې د امنیتي ځواکونو په مرسته خپل ژوند ته په عادي ډول دوام ورکړو. زه نه غواړم چې هغوی زما مننه وکړي او ماته ستاینلیک راکړي، خو زه په رېښتیا غواړم دهغوی مننه او ستاینه وکړم… موږ د امنیتي ځواکونو له پاره ډېر کمپاینونه کړیدي. زه د هغو کسانو په سر کې وم چې د دوی لپاره مو کمپاین کاوه…».
يو شمېر نورو خبریالانو- نویو او مخکنیو، د تاوتریخجنو خبرونو پر نه خپراوي، پر ستاینغونډو او له دې امله چې خبریالان په کونړ کې پر امنیتي ځواکونو تر برید وروسته، د امنیتې ځواکونو په عملیاتو کې ورگډ شوي وو، خپله ژوره ناخوښي او اندیښنه څرگنده کړه.
خبریال او کمره مین شعیب شریفي چې له ۱۹۹۰ راهیسې یې په دې ډگر کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی، وایي چې افغاني رسنۍ، زما د ډېرو نژدې خبري ملگرو په گډون، د بې طرفۍ پر سرې لیکې واوښتل او شخصي عمل یې وکړ. یو بل خبریال چې ادارې یې نه غوښتل د ده نوم ذکر شي، د خپل مسلک د بېلابېلو پرېکړو په اړه داسې وایي:
«د احمد سردار له مړینې وروسته، زه د ۱۵ ورځو پرېکوڼ سم درک کولای شم. ډېرو له دې ناسمتعبیر وکړ. دا په دې مانا نه وه چې موږ به د تاوتریخوالي هېڅ راپور نه ورکوو. دا په دې مانا وه چې موږ به له طالبانو سره مرکې نه کوو، د دوی خبرې به نه رانقلوو او د دوی ټیلیفوني پیغامونه به نه خپروو. خو یو شمېر خبریالانو دا په بل ډول تعبیر کړه او د طالبانو د بریدونو په گډونیې د تاوتریخوالی هېڅ ډول خبر رپوټ نه کړ.»
ده د هغو خبریالانو په اړه اندېښنه وښوده چې د تاوتریخوالي خبرونه یې خپاره نکړل:
«دوی [خبریالان] وایي چې دا د دوی لپاره یوه ملي دنده وه، خو که تاسو د ملي ارزښتونو په اړه دومره اندېښمن یاست، ولې مو د خبریالۍ دنده غوره کړه؟ لاړ شئ یا سرتیري شئ یا هم سیاستوال او یا نور څه. خبریالان باید بې پرې واوسي او په جگړه کې د یوې خوا پلوي هم ونه کړي. دوی باید په بې پرې ډول له ټولو خواوو راپور ورکړي.»
سید صلاح الدین چې له رسنیو سره د کار دوه لسیزې تجربه لري او له بي بي سي، رویټرز او اوسمهال یې له واشنگټن پوسټ سره کار کړی، پدې اړه داسې نظر لري:
«زه فکر کوم چې د یوه خبریال په توگه باید له ټولو خواوو یانې دولت، مخالفو خواوو او عامووگړو سره خبرې وکړو. کله چې وایو باید بې پرې واوسو دا په دې مانا ده چې موږ باید د هیچا اړخ ونه نیسو او له ټولو خواوو سره خبرې وکړو. کله چې چارواکي، که د هرې خوا وي تا ستایي، په دې باید پوه شې چې څه ستونزه شته او یو څه نا سم دي. زه هیله من یم چې پر دې کړنې خبریالان په افغانستان کې له ستونزو سره مخ نه شي او له یوې یا بلې خوا ورته خطر پېښ نه شي.»
د افغان خبریالانو په منځ کې، یوه بل نوي ځلېدونکي خبریال چې رسنۍ یې نه غوښتل مرکه ورکړي، د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې ته وویل چې دا د مدني ټولنو کار و چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او ویې ستایي، نه د خبریالانو. ده ته هم د کورنیو چارو وزارت د ستاینلیک وړاندېز کړی و، خو ده رد کړ. دی وایې:
دا سمه نه ده چې امنیتي ادارې د رسینو د کارونو ستاینه کوي. له دې سره به طالبان او نورې ډلې داسې فکر وکړي چې موږ د دولت پلویان یو. موږ باید خپلواکه واوسو. زما یوازینۍ دنده دا ده چې خلکو ته معلومات ورکړم، له پېښو او نورو خبرونو یې خبر کړم. سردار زما ملگری و خو خبریالان باید خپلواک وي. زه پخپله پدې باور یم چې که طالبان مو آن وژنې هم، موږ باید دا ونه وایو چې ستاسو پېښې نه رپوټوو. دا زما دنده نده. زما دنده دا ده چې له دواړو خواوو راپور ورکړم.
د بې پرې والي د بایلنې خطر
د رسنیو او حکومت ترمنځ ډیر نژدې اړیکيلوی خطرونه لري. داسې نور څه به وې چې دولت به یې تمه کوي او رسنۍ به داسې احساس کوي چې باید د ځینو پېښو راپور ورنکړي ځکه چې مورال او ملي گټو ته زیان رسوي؟ په ټاکنو کې درغلۍ؟ اداري فساد؟ د امنیتي ځواکونو په لیکو کې بېکاره خلک او یا هم د هغو خلکو حضور چې له خپله واکه ناوړه گټې اخلي؟ دا هم باید په پام کې ولرو چې که رسنۍ غواړي د ورانکارو نومونه واخلي، دا وار له واره حساسه او گواښونکې موضوع ده. پر دې سربېره، که رسنۍ خبرونه سانسور کړي، خلک به څرنگه باور پرې وکړي؟
که څه هم د ټاکنو پر ورځ د رایې ورکولو په اړه معلومات ډېر وروسته او په کراره خپاره شول، د ټاکنو د ورځې د تاوتریخجنو خبرونو د نه خپرولو یوه پایله دا ده چې موږ لا هم نه پوهېږو چې پر دې ورځ د بریدونو او تاوتریخوالي کچه څومره وه. (تاسو کولای شئ چې د معلوماتو د ناوخته خپرېدو په اړه زموږ دا راپور وگورئ.) د ټاکنو د ورځې په اړه په لومړنیو رسمي راپورونو کې راغلي و چې پردغه ورځ د بریدونو او تاوتریخوالي کچه ټیټه وه. د «سټار او سټرایپس» خپرونې د راپور له مخې چې لومړنۍ شمېرې یې تر پوښتنې لاندې راوستي، په ښارونو او ښارونو ته نژدې سيمو کې پر لویو مرکزونو بریدونه نه دي شوي او له نورو سیمو هم داسې راپورونه ډېر لږ ورکړ شویدي.
خو له ټاکنو وروسته، د پېښو په اړه ډیر راپورونه ورکړ شویدي. یوه لویه ستونزه دا وه چې پردغه ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د لویو رسنیو کارکوونکو په ډله ییز ډول د حملو له پوښښه ډډه کړې وه. په بله وینا، د حملو په اړه خبرونه آن خبري څانگو ته نه وو ورکړ شوي چې مسوولین یې په اړه پرېکړه وکړي چې خپور یې کړي او که څنگه.
په دې اړه د معلوماتو نشتوالی څو اړخونه لري. یو دا چې له دې سره د درغلیو کچه نه ارزول کېږی او بل دا چې په ناامنه سیمو کې د رایصندوقونو ډکول له دې سره کلک خپلمنځي تړاو لري. همداشان، له دې سره د امنیتې ځواکونو او د مخالفینو پیاوړتیا او د ځواک کچه نه ارزول کیږي. دولت او یو شمېر رسنیو پر دغه ورځ د امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه، خو دا قضاوت ډېر گران دی چې امنیتې ځواکونو خپله دنده څومره ښه ترسره کړېده او یا دا چې طالبانو د رای ورکولو څومره مرکزونه تړلي وساتل.
شعیب شریفي وایي چې د ټاکنو پر ورځ دا ډول پوښښخلک غافل ساتي ځکه موږ یوازې د دفاع او اطلاعاتو وزارتونو پر معلوماتو ډډه لگوو. کله چې دولتي چارواکو په خپلو راپورونو کې ادعا وکړه چې د طالبانو تر ۱۵۰ ډیر بریدونه یې شنډ کړي، موږ د دوی د معلوماتو په اړه هېڅ پلټنه ونه کړه.دولتي چارواکو خپلې بریاوې په وار وار تکرار کړې چې باید تر پوښتنې لاندې نیول شوي وای. د ساري په ډول، د «افغانستان ټوډی» په راپور کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د ټاکنو د ورځې د یوې ښې بېلگې په ډول یاده شوې او ویل شوي چې خلکو خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ خو د رایو مرکزونو ته لاړل. له بلې خوا د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې قلمي همکار فضل رحمان په خپل راپور کې لیکي چې په دغه ولسوالۍ کې له دریو دوه برخې رایمرکزونه تړل شوي وو. دی وړاندې وایي چې د طالبانو گواښونو خلک ویرولي وو او له دې ډاره یې له رای ورکولو ډډه وکړه. په رسمي راپورونو کې هم داسې ادعا شوې چې په دغه ولسوالۍ کې د رایو ټول مرکزونه پرانستي وو.
یو شمېر خبریالان وایي چې وړ خبره دا وه چې رسنیو د امنیتي ځواکونو له ستایلو پرته، د ټاکنو د ورځې هرڅه- ښه وي او که بد رپوټ کړي وای. شعیب شریفي په دې اړه داسې نظر لري: یو شمېر خلک پر دې باور دي چې امنیتي ځواکونه زموږ له ډیرو مهمو ملي پانگو څخه دي. دی وایې چې د امنیتې ځواکونو د نیمگړتیاوو رابرسېره کول ښایې داسې وانگېرل شي چې د وطنپالنې حس پکې نه شته او گنې دا کار د گاونډیو هيوادونو په خوښه ترسره کوي. د شریفي په باور، که په امنیتي لیکو کې له فساد او نورو نیمگړتیاوو سترگې پټې شي، دا به هم یو نامسوول چلند وي. زما په نظر موږ (افغان خبریالان) په بشپړ ډول دیوې کمزورې او پرفسادښکېلې ادارې ملاتړ کوو. دېته په پام سره چې فساد او زورواکي په نظام کې د مخالفو ډلو په رامنځته کولو کې ډیره مهمه ونډه لري،دا ډېره مهمه ده چې رسنۍ دولت مسوول وگڼې او دغه ډول نېمگړتیاوې رپوټ کړي. پر دې سربېره، طالبان یوازینۍ داسې ډله نه ده چې د دولت مخالفت کوي او دوی ته گواښونه جوړوي. که د ټاکنو په اړه د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې څېړنیز راپورونه ولولئ، دا به درته په ډاگه شې چې نه یوازې طالبان بلکې، زورواکې چې د دوی په منځ کې دولتي چارواکي، د پارلمان غړي، د ځایې پولیسو قوماندانان او نور راځي، د آزادو رایو په برخه کې ستونزې جوړوي او خلک له رای ورکولو راگرځوي.
نورو خبریالانو دې ټکي ته اشاره وکړه چې افغان امنیتي ځواکونو هیڅکله هم د آزادو او خپلواکو رسنیو ملاتړ او مرسته نه ده کړې. د بېلگې په ډول د «ماندگار» ورځپاڼې اجراییوې مسوول نظري پریاني، هله پر دوه نیم کاله بند محکوم شو چې تېر کال یې د مخکنیو ولسمشریزو ټاکنو د درغلیو راپور خپور کړ. په ده تور لگېدلی و چې گنې عامه نظم یې زیانمنکړی دی. پریاني د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې سره په خبرو کې وویل چې دې یوازې هغه وخت آزاد شو چې ولسمشر حامد کرزي ته یې په نېغه خپله عریضه وړاندې کړه. په ځواب کې ولسمشر امر وکړ چې د پریانې دوسیه وتړل شي. څرنگه چې د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې له خبریالانو سره د ناوړه چلند په اړه په راپور کې لیکلي و، هغو خبریالانو چې پر ځانمرگو بریدونو څیړنې کولې، د ملې امنیت د پولیسو له خوا وهل شوي دي. همدا راز کله چې خبریالانو په ولایتونو کې د دولت ضد لاریونو په اړه څېړنې کولې، د والیانو د گومارلو او د دوی د وسله والو کسانو له خوا وهل شوي وو. د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا، په ۲۰۱۳ کې پر افغان خبریالانو ۸۴ حملې شوې چې ۴۵ یې دولتي چارواکو ترسره کړېدي. د دې په ځواب کې یو شمېر خبریالان لکه باري سلام وایي چې په دې کې هم طالبان او دولت سره توپېر لری. د سلام په باور، که چېرې طالبان بېرته واک ته ورسیږې، دوی به رسنۍ په بشپړ ډول وتړي، خو اوسنی دولت د رسنیو د بندولو هېڅ هوډ نه لري.
ډیرئ خبریالان پردې اندېښمن دي چې مسلک یې بې پرې والیبایلي او په ناامنه سیمو کې د کار پرمهال ښایي د دوی ستونزې نورې هم ډیرې شي. په حقیقت کې د طالبانو گواښونه او غوسه د سردار احمد له مړینې او د تاوتریخجنو خبرونو له نه خپریدو وروسته نوره هم ډېره شوېده.د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې په یوه راپور کې طالبانافغان خبریالانو ته د ”لوېدیځ لاسپوڅي“،”دروغجن“ او ”شیطان“ خطاب کوي. دا چې دا ډله د هغو ملکیانو وژنه چې له دولت سره کار کوي روا بولي، نو له دولت سره د رسنیو ډیر نژدې کیدل خبریالان نور هم له ستونزو سره مخ کوي او د طالبانو د بریدونو نښه یې گرځوي. د پام وړ خبره دا ده چې په یو شمېر ولایتونو کې ځایي خبریالانو په خپلواک او ډله ییز ډول تر ټولو لوی خطر منلی او د ټاکنو پر ورځ يې د حملو د نه خپرولو پرېکړه کړی ده.
په هر صورت، ټاکنې پای ته نه دي رسیدلې او دا چې دویم پړاو ته تلونکې دي، د ټاکنو د ورځې د تاوتریخوالي نه خپرولو، د سپړونکو رپوټونو نه چمتو کولو، د چارواکو نظریو، ستاینغونډو او داسې نوروچاروښایي د دویم پړاو لپاره ستونزې ساتلې او نورې هم ډیرې کړې وي. که چیری خلک په دویم پړاو کې رای ورکولو ته لاړ شي، طالبان ښایي خپل زور خلکو ته وښیي او دا ثابته کړي چې په کار ده د دوی زور ته پام وشي.
رسنۍ د دولت او طالبانو په وړاندې خپل دريځ څرنگه غوره کړي؟
د ټاکنو د ورځې په اړه د رسنیو پرېکړه چې هر څه وه او سمه وه که ناسمه، یو شمېر خبریالان پدې باور دي چېد رسنیو اړیکي له دولت او طالبانو سره د بدلیدو په حال کې دي. نجیبه ایوبي په دې اړه وایي:
« د ستاینلیکونو غونډې زما هیڅ خوښې نه دي. دا یو معمولې کار نه دی ځکه چې په تېر وخت کې حکومت تل هڅه کوله چې آزادې رسنۍ لږ څه بدلې کړي. د طالبانو د بریدونو او د سردار احمد او د هغه د کورنۍ له وژنې وروسته د طالبانو د خبرونو په پوښښ کې ډېر بدلون راغلی دی. خلک په دې باور شوي چې طالبان به خپلې تگلارې هېڅکله وانه ړوي او تل به هڅه کوي چې هرکله په یو ډول عام وگړي ووژني. دغه راز خلک اوس طالبان په ډېرو ناوړوټکو یادوي. مخکې خلکو دا کار نه کاوه، خو اوس یې کوي. او همدا دلیل وو چې خلک لاړل او رایې یې ورکړې.»
داسې ښکارې چې یو شمېر خبریالان او خلک حکومت ته د نژدې کیدو او له طالبانو د لېرې کیدو په حال کې دي. په ټاکنو کې د خلکو ډېر پراخ گډون ښایيددې نژدېوالي یوه بڼه وي. که د زلمي رسول لږو رایو ته چې د ولسمشر کرزې ملاتړ یې هم درلود پام وکړو، خلک ښایي له اوسنې حکومته راضې نه وي خو دا باید په پام کې ونیسو چې خلک د طالبانو پر ځای د اوسني نظام ملاتړ کوي. د امنیتي ځواکونو ستایل او په هغوی کې د توریالیو او زړورو یادول ښایې له حکومتسره د خلکو د خواخوږۍ او نژدې کېدو بلهنښه وي.
خو بیا هم دا ډیره مهمه ده چې رسنۍ او خبریالان د حکومت پر وړاندې څه ډول درېځ غوره کوي. د رسنیو آزادي په ډېر زیار ترلاسه شوې او د طالبانو تر نظام وروسته، له خورا ارزښتناکو بریاوو څخه گڼل کېږي. د یو شمېر خبریالانو په باور، که رسنۍ د اوسني نظام ملاتړ او د طالبانو په ماتولو کې مرسته ونه کړي، نو که چېرې طالبان بېرته واک واخلي، د بیان آزاديبه په بشپړ ډول له منځه یوسي. دا هغه څه وو چې د طالبانو په حکومت کې یې هېڅ ځای نه درلود. خو نور بیا په دې اندیښنه کې دي چې که خبریالان د حکومتترڅنگ ودرېږي په دې سره به هم آزادې رسنې له منځه ولاړې شي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹