طالبانو ونه شوای کړی په جوزجان ولایت کې خپل خوابدی قوماندان چې د سیمو د کنټرول او مالیې پر سر ددوی له خپلمنځي اختلافاتو داعش ډلي ته اوښتی بیرته خپلې ډلې ته راولي او یا يې له منځه یوسي. نوی وسله وال برید چې جنګیالي ورته له څو ولایتونو ټول شوي وو داکتوبر میاشتې په نیمايي کې ناکام شو. له دې سره، په افغانستان کې یوه بله سیمه د داعش د یوه بالقوه اډېپه توګه را څرګندېږي ، که څه هم لا جوته نه ده چې په سوریه او عراق کې به د اسلامي دولت له مرکز او په ننګرهار کې به یې له همکار سره چې د اسلامي دولت خراسان ولایت بلل کېږي، د یوه سیمه ییز قوماندان د اړیکو راز په څه کې وي. عبید علي په دې سیمه کې همدې وسله وال جوړښت او په افغانستان کې د جګړې ممکنو پایلو ته کتنه کړېده( دتوماس روتیګ او یلینا بلیثا له زیاتونو سره ).
دا لیکنه په شمال کې د غیر پښتنو طالبانو د لړۍ برخه ده ( د تاجکو طالبانو په اړه زموږ پخوانۍ څېړنې دلته او د ازبکو هغو په اړه يې دلته ، دلته او دلته لوستلی شئ).
د ۱۳۹۶کال د تله میاشتې په اوله نیمايي کې طالبانو په سلګونو جنګیالي جوزجان ولایت ته ددې لپاره واستول چې له خپل بېل شوي قوماندان قاري حکمت څخه هغه سیمې بېرته ونیسي چې په ولکه کې یې دي. په ۱۳۹۴ کال پر مالیو او دسیمو د کنټرول پر سر د طالبانو د خپلمنځي مخالفتونو په پایله کې قاري حکمت چې د طالبانو له خوا دده په خپله ولسوالۍ – درزاب کې ولسوال و، اعلان وکړ چې دی او جنګیالي یې نور د اسلامي دولت په خراسان ولایت پورې چې افغانستان او پاکستان رانغاړي او افغانان یې داعش بولي، داډې په اړه مالومات دلته لوستلی شئ). له هغه راهیسې حکمت د جوزجان په شمال کې د فاریاب او سرپل پر پوله پرته درزاب ولسوالۍ بشپړ کنټرول لري. دلته طالبان نور نشته او د افغان حکومت ځواکونه هم د ولسوالۍ تر دفتره او یو څو نورو نژدې څوکیو پورې محدود دي. د اکټوبر په پیل کې د حکمت جنګیالیو پر قوش تیپه ولسوالۍ برید وکړاود ولسوالۍ د مرکزپه ګډون یې د طالبانو ډېرې مورچلې ولکه کړې. دا ولسوالي او درزاب دواړه د طالبانو د یوې وسله والې کمیټې په ولکه کې وې. د طالبانو د یوه ساحوي قوماندان په وینا د تله په پیل کې قاري حکمت ته وفادارو جنګیالیو د قوشتېپې په بیګسار،خانقاه، ګاردان او شیربیګ کلیو کې طالبان محاصره کړل. هغه وویل سیمه ییز طالبان په ګاونډ کې د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ استانې سیمې ته وشړل شول. د تله میاشتی په۳۰مه طالبانو د حکمت پر شبکه یو ناکام انتقامي برید وکړ چې پنځه پرله پسې ورځې يې دوام درلود. د سیمي د خلکو په خبره طالبانو د لږې مودې لپاره یو شمیر کلي ونیول خو د حکمت جنګیالي د څو نورو بریدونو په ترڅ کې راوګرځیدل، په پایله کې يې طالبان یو ځل بیا دولت آباد ته په شا وتمبول شول.
له دې جګړو وروسته طالبانو د قاري حکمت د پخلاینې ډيرې ناکامې هڅې وکړې. موخه یې داوه چې د لويې کچې د جګړو مخه ونیسي ځکه فکر یې کاوه چې ښایي دا جګړې په سیمه ییزه او ملي کچه د خلکو پام ور واړوي. په حقیقت کې دوی په ځانګړي ډول په ازبکه ټولنه کې چې له لسو وروستیو کلونو راهیسي يې خپله کړې وه جنګ نه خوښاوه او دې کار دوی ته موقع ورکړه چې په بریالیتوب سره ځان ته په شمال کې یو پیاوړی خوندي ځای پیداکړي ( د لا زیاتو مالوماتو لپاره د د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې دا رپوټ ولولئ. ۵۳ مخ)
دا چې طالبان د حکمت له خوا ځانته ننګونې څومره جدي ګڼې ددې پوښتنې ځواب په اصل کې دده خلاف د طالبانو له خوا له ګاونډیو ولایتونو فاریاب، سرپل او همدا ډول له فراه، غور، بادغیس او هلمند څخه د طالبانو راټولولو کې دی. له دغو ولایتونو څخه د طالبانو راټولول هم په سیمه ییزه کچه د دوی کمزوری مشرتوب په ګوته کوي. ددوی ناکامي د حکمت له مسالې هم مالومېږي چې تحریک د تله په پیل کې یو شمېر والیان له قوماندانانو سره یو ځای بدل کړل. وروسته له هغه چې په شمال لوېدیځ کې د طالبانو د تش په نامه والي او د وسله والي کميټې مشر مولوې عبدالرحمن دنده د مشرتابه شورا ته لوړه شوه ددوی تحریک په جوزجان کې له سختو ننګونو سره مخامخ شو. عبدالرحمن چې طالبانو ته وفادار او په شمال لوېدیځ کې د طالبانو مهمه سټه اوپه ۹۰مو کلونو کې د طالبانو له خوا د سوداګرۍ خونې مشر و، نه یواځې په جوزجان بلکه په شمال لوېدیځ کې يې د سیمه ییزو جنګیالیو تر منځ ډېر واک درلود. د یوه سیمه ییز قوماندان په وینا د عبدالرحمن یو ملاتړی ملا سنت الله چې وړاندې يې په درزاب کې د منځنۍ کچې قوماندان په توګه کار کړی و او د حکمت د منځه وړلو لپاره يې د نورو ولایتونو طالبان راوستي وو په ولایت کې د طالبانو د مشرتابه وړتیا نه لري.
درېور ځنۍ جګړه
په لیري پرتو ولسوالیو ګوش تېپه او درزاب کې نه طالبانو او نه حکومت ډېر اغېز درلود. تر ۱۳۹۳کال پورې په حقیقت کې دواړې ولسوالۍ د طالبانو په استازیتوب قاري حکمت کنټرولولې. طالبانو زیاتره دا ولسوالۍ د فاریاب او سرپل د جنګیالیو لپاره پر یوه خوندي ځای اړولې وي. ځکه چې د قاري حکمت تر مرورېدو مخکې د دوی يواځیني دښمن – د حکومت ځواکونه ډېر کمزوري وو چې د شمېر د لږوالي له امله يې نشوای کولی خپل ځواکونه پر جګړه ښکېل کړي. دوی یواځې په دې لېرې ولسوالیو کې د حکمت فعالیتونه څارل. طالبانو هم حکمت څاره ځکه چې له دوی سره هم ښه جوړ نه و. د طالبانو له لیکو شړنې یې دا سیمه بشپړه ددغې ډلې له ولکې وایستله.
د قاري حکمت له څرګندیدو او له طالبانو سره له شخړې او اوس یې په رسمې ډول داعش ته تر اوښتلو وروسته د جوزجان په دې سیمه کې د جګړې ډول په درې اړخیز کړکېچ بدل شوی دی. داسې ښکارې چې حکومت په دې مثلث کې تر ټولو مهم اړخ وي . حکومتې چارواکې منيچې دلته ډېری جګړې د طالبانو او قاري حکمت د جنګیالیو تر منځ کېږي.
په درزاب کې د حکومت ولسوال د افغانستان تحلیګرانو شبکې ته وویل حکومتي دفترونه له دې وېرې چې ولسوالي ښایي داعش یا طالبان ونیسي ولایتي مرکز ته لېږدول شوي دي او ښوونځي هم له تېرو دوو کلونو راهیسې تړلي پاته دي. د درزاب ولسوالۍ د پولیسو د مشر قوماندان اسمعیل په وینا امنیتي ځواکونه په داسې دریځ کې نه دي چې پر وسله والو برید وکړای شي. هغه د افغانستان تحلیګرانو شبکېته وویل ؛ موږ د خپلو عسکرو ژوند له خطر سره نه شو مخامخولای ځکه چې ډېر ځواکونه نه لرو او د مرکزي دولت له خوا پر وخت لوجیستکې اکمالات نه راته کېږي؛ قوش تېپه هم له ورته ننګونو سره مخ ده، محدود امنیتي پرسونل او د بنسټیزو اسانتیاوو کمی او همدا ډول د طالبانو او د حکمت د جنګیالیو تر منځ پرله پسې نښتو په لسګونو کورنۍ د اوسنۍ جګړې له امله تېښتې ته اړې کړې دي.
د قاري حکمت لپاره د دوو ولسوالیو موقعیت چې دی يې کنټرول وي دوه سرې توره ده چې هغه ته يې داسې یوه پياوړې کلا برابره کړې ده چې د حکومت لاس نه ور رسېږې او تر یوه بریده طالبان هم لاسرسی نه ورته لري. اما سیمه په وچه کې راګير ده او قاري حکمت له دوو دښمنانو سره مخامخ دی چې دده پرتله ډېر مواد چمتو کولی شي. حکومت په ولایت کې د مرکز – شبرغان په شمال کې پياوړی دی. طالبان هم د شمالي ولسوالیو ځیني سیمې لکه خماب او مینګاجیک او همدا ډول د ولایت په لوېدیځ کې د اقچې، مردیان او خانقاه ولسوالۍ کنټرولوي. (د افغانستان د تحلیګرانو شبکې راپورونه دلته وګورئ) دوی همدا ډول دلته خپل حضورساتي او اوس هم ډېر پوځي تجهیزات لري.
د اسلامي دولت د خراسان ولایت یواځینی پیاوړی مرکز ډېر ليري په لوېدیځ افغانستان کې دی او د افغان امنیتي او امریکايي ځواکونو تر درانه فشار لاندې دی ځکه نو د قاري حکمت په چارو کې نه مداخله کولی شي او نه هم ډېره مرسته ورلېږلی شي.( که له لویه سره ددغسې یوې وړتیا درلودونکی وی، چې دا هم یوه شکمنه خبره ده). او ممکن خوښ وي چې په شمال کې دده بریالۍ کړنې د ځان وبولي. په ۲۰۱۶ کال کې داعش یوه ناکامه هڅه وکړه چې له حکمت سره وویني او اړيکي ورسره جوړ کړي خو استازی يې د درزاب ولسوالۍ په لار کې طالبانو ونیو او ويې واژه. دا نه ده مالومه چې دا ددوی یواځینۍ هڅه وه که څنګه ؟ په هر حال د افغانستان تحلیګرانو شبکې تر اوسه په دې اړه کوم پرمختګ نه دیاورېدلی.
آیا قاري حکمت غواړي چې خپل نفوذ نور هم پراخ کړي او که د اکټوبر بریدونو دفاعي بڼه درلوده؟ ددې ځای دنیونې ثبات تر اوسه نه دی واضح. په سرپل کې دهمدې ډول نهیلو طالبانو له خوا له حکمت سره اړیکې نیول ښیي چې د افغانستان په دې سیمه کې قاري حکمت پټ ملاتړلري.
په درزاب او قوش تېپه دواړو ولسوالیو کې د قاري حکمت کنټرول ممکن له هغه سره د تریاکو له محصولاتو څخه د عایداتو په پیداکولو کې مرسته وکړي. اما جوزجان په رسمي ډول له ۱۳۸۷کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې له تریاکو پاک ولایت اعلان شوی و( مانا له ۱۰۰ هیکټارو څخه کم کرل شوي وو) دا شمېر پر ۱۳۹۵ کال په څرګند ډول زیات شوی و. د UNODC د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په درزاب ولسوالۍ کې پر ۸۵ هیکټاره ځمکه او په ګوش تېپه کې پر ۳۱۶ هیکټاره چې ټول۴۰۱ هیکټاره کېږي کوکنار کرل شوي وو. دا په جوزجان کې د کوکنارو د ۴۰۱ هیکټاره ځمکې ۹۸ سلنه کېږي . د جوزجان د ټولو کوکنارو محصول ۴۰۹ ټنه اټکل شوی دی. په سیمه ییز مارکېټ کې د یوه کیلو ګرام وچو کوکنارو بیه ۱۲۶ امریکايي ډالره ده د دواړو ولسوالیو د کوکنارو د ټول حاصل بیه ۱۷۳۰۰۰۰ امریکايي ډالره کېږي.
داسې ښکاري چې په قوش تېپه کې کوکنار د طالبانو تر کنټرول لاندې کرل کېږي خو په درزاب کې یې کر بیا تر هغه وروسته چې قاري حکمت ځان د داعش غړی اعلان کړ دده ولکې ته لوېدلی دی. دا یو پاموړ ټکی دی ځکه چې داعش د نشه يي توکو سوداګري غندي.
د اسلامي دولت خراسان ولایت (ISKP ) هلته څومره تړاوونه لري؟
له مرکزي داعشاو له افغان- پاکستاني داعش سره د قاري حکمت د تړون تاییدول ګران دي. قاري حکمت ځان د داعش له خراسان ولایت سره تړلی اعلان کړی او د هغه جنګیالي د داعش رسمي نښان (لوګو) او چاپي پاڼه د مالیه ټولونې او فرمان صادرونې لپاره کاروي لکه دوه وروستي هغه چې یې د ۲۰۱۷ کال په جون او آګست کې وکارول (لاندې بېلګه يې وګورئ).
دا نه ده څرګنده چې هغه له داعش سره بیعت کړی دی او که نه. د شریعت له مخې کله چې خلیفه ته لاسرسی نه وي ( خلیفه ډير ليرې او د منځني ختيځ په کومه برخه کې پټ دی) بیعت د خلیفه له استازي سره کېږي. د قاري حکمت په مساله کې دی د داعش د یوې منلې څانګې په توګه په سیمه کې د اسلامي دولت خراسان ولایت، مشر ګڼل کېدای شي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په دې تړاو چې د قاري حکمت د بیعت بهیر وښیي او یا دې په کې د داعش یا خراسان ولایت رسمي تایید وکړي، کومه ویډیو یا بیانیه نه ده لیدلې. د یوې وسیلې په ډول د داعش د نخښو کارول ددې پرځای چې له داعش سره یې د رېښتوني تړاو ښکارندویي وکړي، ښایي د طالبانو او د قاري تر اغېز لاندې کسانو د ګواښلو له پاره وي.( د داعش نخښې د یوه فرصت په ډول د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په دې راپور کې وګورئ).
د طالبانو لپاره پایلې
په درزاب او قوش تېپه کې د قاري حکمت بریالی حضور لا له وړاندې طالبانوته ډېر مهم دی. د قاري حکمت په وړاندې یې ناکامې- او دا ډول نا اوډلې لویې هڅې، تحریک لږ تر لږه له دوو جدي ستونزو سره مخامخوي.
لومړی د حکمت دا بریا ډېره ارزښتناکه ده چې د هېواد په یوه مهمه برخه کې خپل موقف چې دیوې پراخې تګلارې په پایله کې يې له سیمه ییز نژادې ډېرکي سره په ګډه د طالبانو په مقابل کې تر لاسه کړی دی، وساتي. د جوزجان په مساله کې یواځېازبکان دي چې د هېواد په کچه د پښتونواک افغانستان او پښتونواکه طالب غورځنګ په مقابل کې ولاړ دي. د دوی تر منځ یواځې محدود شمېر سیمه ییزو قوماندانانو د طالبانو په لومړي حضور کې له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۴ پورې د طالبانو ملاتړ وکړ. په وروستیو کې طالبانو په جوزجان کې د غورځنک پر ډېرو ولایتي څوکیو غیر پښتانه طالبان ګومارلي دي، داسې ښکاري چې دوی دلته خپل دریځ ټینګ کړی دی. د قاري حکمت په معامله کې ښکاري چې دوی له یوې جلا سیمه ییزې ګټې ( پر دوو ولسوالیو کنټرول ) او له یوه سیاسي بدلون سره مخ دي (ممکن یو بل څوک، د داعش په نامه ددې کار له پایلوګټه واخلي.) دا رېښتیا ده چې قاري حکمت په بري سره د طالبانو بریدونه ماتکړي او ښایي ځان ته یې درنښت هم ګټلی وي.
دویمه او ډېره مهمه خبره داده چې په لومړي ځل په شمال کې یوه سیاله ډله د خپل وروستيغلیم– داعش د نامه په کارولو طالبان بریالي ننګوي. په نورو برخو کې، طالبانو د یوه مرکز د جوړولو له پاره د اسلامي دولت د خراسان څانګې هڅې په بیړه شنډې کړي؛ د شمال او شمال ختیځ په بېلابېلو ځایونو لکه د تخار اشکمش او د بغلان بُرکې ولسوالیو کې یې د داعش خواخوږي قوماندانان ګوښه کړي او یا مخکې له مخکې نیولي دي. زموږ پخوانۍ څېړنې دلته او دلته ولولئ). دا ډول پېښې د افغانستان په نورو برخو کې هم هغه مهال وشوې چې د طالبانو مرورو ډلګیو په عراق او سوریه کې د داعش رامنځ ته کېدو ته د ځان له پاره د تړاو جوړولو او د مالي سرچینو د خپلولو له پاره سترګې واړولې. طالبان ډېر ژر وخوځېدل چې دوی په هلمند، فراه، زابل او لوګر کې وځپي اما په ننګرهار کې هغوی بریالي وو؛ هلته ددوی او طالبانو ترمنځ اوس هم جګړې روانې دي. لیکن دا د دوی پښتنه مرکزي سیمه وه او اکمالات په اساني سره سمبالې دلی شوای.
څرنګه چې شک دی داعش او د اسلامي دولت خراسان ولایت ډېرځله په ملي او نړیواله کچه د هغوی بریدونو ټټر هم وهي چې نه یې دي کړي، د قاري حکمت له پاره به همدا شونېويچې د وخت په تېرېدو سره د طالبانو په نامه ددې ډول بریدونو پړه ومني. آیا دوی به په عمل کې د قاري حکمت د خوځښتونو خلاف د کولو له پاره څه ولري که نه؟ دوی به په افغانستان کې د یوې بلې سیمې د خپلولو ادعا ولري. آخر دا ناشونې ښکاري چې طالبان دې تېر شي او تش په تشه دې په جوزجان کې د قاري حکمت د دوو ولسوالیو ټاپو د دوی تر قلمرو وتلې وبولي. په داعش پورې د ځان تړلی قوماندان قاري حکمت له خوا په جوزجان کې پر طالبانو وروستني بریدونه دغه راز د کندهار د
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹