Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

د فاطميون ډلې دوه مخه: له نارينه جنګياليو سره بيا کتنه

محسن حمیدي 25 دقیقې

د تېرو اتو کالو په اوږدو کې، په زرګونو افغانان چې د هغوی په ډله کې مشران او ځوانان هم دي، په سوريه کې د بشار الاسد حکومت په پلوۍ، چې ايران يي ملاتړ کوي، جنګيدلي دي. که څه هم دوی سوريې ته له ایران څخه استول شوي دي او د ایران حکومت يي ملاتړ کړی، خو تهران دوی [1]خپله هڅېدلي معرفي کوي. دا ليکنه، چې د دوو ليکنو لومړۍ برخه ده، دا راسپړي چې ولې  ګڼو افغانانو  پتېیلې چې له دې ډلې سره يوځای شي، او په ټوله کې به د افغان ټولنې لپاره د دې پايلي څه وي. په سوريه کې د جنګ تازه کمښت ته په کتو سره، زيات شمېر همدا جنګيالي اوس خپلو کورونو ته را ستنيږي، چې يا خو ايران ته ځي او يا هم افغانستان ته را ځي. دا را ستنیدنه له ستونزو سره تړلې ده. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې، میلمه لیکوال، محسن حمیدي، هغه راپورونه هم څيړي چې په افغانستان کې د فاطميون ډلې د رامنځ ته کيدو په اړه خبرداری ورکوي. نوموړی دا هم په ګوته کوي چې د سوريې جګړه څنګه د ځينو کسانو لپاره د ژوندانه برخه ګرځيدلې، که ښه وي او که بد.

د دې ليکنې دويمه برخه به د هغو ښځو  پېژندنه وکړي چې د فاطميون جنګياليو تر شا ولاړې دي. څنګه چې د دوی نارينه د سوريې جنګ ته ځي او بېرته کورو ته را ستنيږي، په دويمه لیکنه کې به د همدې  مېرمنو ونډه او تجربې وسپړل شي.

افغانان د سوريې په جنګ کې

د سوريې په ناورين کې ايران د ستر لوبغاړي رول لوبوي.(۱) ايران سوريې ته زيات شمېر جنګيالي استولي يا يي هم هلته د جنګياليو ملاتړ کړی. دا ملاتړ د ایران د هغې پاليسۍ برخه و چې  غواړي په فلسطین، عراق او یا هم یمن کې د پراخېدونکې جګړې د مخنیوي له پاره اړین مقاومت وساتي او پیاوړی کړي. (۲) ایران د جنګياليو د ملاتړ يا رامنځ ته کولو په اړه خپل هر ډول رول ردوي. د بېلګې په ډول، ایران هغه جنګيالي چې په سوريه کې جنګيږي [2]خپله هڅېدلي نوموي. همدارنګه ایران دا هم وايي چې دا جنګيالي هلته ځکه تللي دي  چې د خپلې مذهبي عقيدي ننګه وکړي. ايران په دې سيمه کې خپل رول مشروع ويني او خپل ځان داسې بولي لکه خپله دفاع چې کوي، تر څو د هغو تهديدونو مخه ونيسي چې له امريکايي او اسرايیلي حکومتونو څخه يي انګېري  او اټکل کوي چې ښایي د سيمي د نارامۍ لامل شي يا هم د ایران ملګري حکومتونه، لکه په سوريه کې د بشار الاسد حکومت، تهديد کړي (د تفصیل لپاره دا راپور ولولئ).

د هغو جنګياليو له ډلې څخه چې ايران سوريې ته استولي دي، يوه هم فاطميون ده. دا ډله له هغو زرګونو افغان نارينه وو  جوړه شوې ده چې په سوريه کې د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ له۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۲ لمريز کلونو پورې جنګيدلي دي. که څه هم دې ډلې لږه ونډه درلودلې خو د سوريې جګړه کې کم ارزښته نه ده.

د فاطميون نوم چې معنی يي (د فاطمې پلويان) دی، په مذهبي اساس ټاکل شوی. د ۱۳۹۴ کال د جوزا مياشتی په ۹ نېټه د کيهان په لیکنه، چې سخت دريځې ايرانۍ ورځپاڼه ده، فاطميون ډله د فاطمة الزهراء په نامه نومول شوې. فاطمه د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم لور وه. دا نومېدنه د فاطمة الزهراء د کلیزې یوه نمانځغونډه کې شوې  (چې کال يې نه دی په ګوته شوی).

په جرمني کې د نړيوالي عامه پالیسۍ انستيتيوت څيړونکي، تابياز شنيدر، په ۱۳۹۷ لمريز کال کې په خپله ليکنه کې د فاطميون ډلې اصلي کيسه د ایراني تاريخي معلوماتو او د بنسټ ايښودونکو د پيژندپاڼو پر اساس وړاندې کړې ده.  دغه ليکنه (دلته) ولولئ (۳). دې سرچينو موندلي ده چې فاطميون د لږ شمير [3]پاريدلو افغانانو ډله ده چې په خپله خوښه د [محمدي لښکر] تر نامه لاندي سره راټول شوي دي او په ډيرو جنګونو کې يي ګډون کړی. د دې جنګونو په ډله کې د روسانو پر ضد د افغانانو جنګ، په ۱۳۵۹ کلونو کې د ایران او عراق جنګ او بيا په ۱۳۶۹ کلونو کې د طالبانو پر ضد جنګ، هم راځي (۴). د دې تاريخي معلوماتو پر اساس د فاطميون جنګيالي له افغانستان څخه ایران ته د ۱۳۸۰ کلونو په شاخوا کې تللي دي. دوی ځکه تللي دي چې وېره يي درلوده هسي نه [4]د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان حکومت له خوا محاکمه شي. همدارنګه دا تاريخي معلومات څرګندوي چې د ۱۳۹۰ شاوخوا کې (دې ليکنې يي مشخص کال نه دی په ګوته کړی):  کله چې په سوريه کې جنګ پيل شو، د فاطميون قوماندان علی رضا توصلی، چې د ابو حامد په نامه  مشهور دی، او ورسره مذهبي مشر محمد باقر علوي د ایران له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې  د جنګیالیو ۲۲ يا ۲۵ کسيزه  ډله یې چې د مشهد شاخوا اوسيده ، سوريې ته واستوي او هلته د فاطمې  د زيارت  دفاع وکړي(۵). دا غوښتنه په ایران کې، د فاطميون تر نوي چتر لاندې، سملاسي منل شوې وه.

شنيدر وروسته ليکي [5]د کيهان له تاريخي ليکنو ښکاري چې دا ليکنې په جګړه کې د فاطميون ډلې د وژل شویو لوړ پوړو قوماندانانو له … Continue reading  نوموړی د دغو بنسټ ايښودونکو  له ډلې څخه چې په سوريه کې د جنګ پر مهال وژل شوي ، د پنځو کسانو نومونه اخلي، لکه علی رضا توصلي، سيد حاکم، حسین فدايي ابدره چي، رضا خاوري، او سعید ابراهيم. د دوی ژوند ليکونه ښیي چې دوی په ۱۳۵۹ کلونو کې د ایران او عراق په جنګ کې او همدارنګه په ۱۳۷۰ کلونو کې له طالبانو سره جګړه کې ګډون کړی. زيات امکان لري چې دوی د هغو شیعه ډلو تر څنګ جنګېدلي وي چې حزب وحدت ور څخه جوړ شوی.

د هغه منظم تاريخي شاليد پرتله چې پورته ورته اشاره شوې، ځمکني واقعيتونه ډير ګډوډ ښکاري. د همدې ليکوال د څېړنې پر اساس، د فاطميون ډلې يوه لوړ پوړي قوماندان او د هغه د ډلې زيات شمير غړو د طالبانو له حکومت څخه وروسته په افغان امنيتي ځواکونو کې دندي هم تر سره کړې دي. همدارنګه دې قوماندان د څه وخت لپاره په شخصي امنيتي شرکت کې هم کار کړی. د دې امنيتي شرکت دنده دا وه  چې امريکايي ځواکونو ته د لوجستیکي توکو د انتقال ساتنه وکړي. دې قوماندان وروسته له دې شرکت سره دنده پرېښوده او په ايران کې له فاطميون ډلې سره يوځای شو.

کله چې په سوريه کې د حکومت مخالفو جنګياليو ځيني پخواني افغان  وسله وال ونيول يا کله چې ځيني اروپا ته د سياسي پناه غوښتلو لپاره و تښتيدل او هلته يي له ژورنالستانو او څېړونکو سره – له ۱۳۹۴ کال وروسته خبرې وکړې، [6]د سوريي په کړکيچ کې د افغان جنګياليو ګډون را څرګند شو. په همدې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۱۳۹۴ کال د جوزا مياشتي راپور (دلته) و لولئ او د بي بي سي فارسي څانګې د ۱۳۹۵ لمريز کال د حمل مياشتي راپور (دلته) ولولئ. په دې راپور کې دا موندل شوې  چې کله د سوريي حکومت د ځواکونو له کمښت سره مخ شو، ملګري  هيوادونه  یې لکه ایران د نيابتي ډلو د هڅولو په لټه کې شول، چې په دې کې افغان فاطميون ډله هم راتله،  چې د سوريي ځواکونه تقويه کړي.

جنګيالي هڅول: بیلابیل لیدلوري

له ۱۳۹۰ لمريز دوه کاله وروسته، غالبا هماغه مهال چې په کې د دې ډلې د رامنځ ته کولو په اړه بحثونه پيل شول، فاطميون  په هېښوونکي ډول له يو څو جنګياليو څخه، چې هغه يي مرکزي کسان ول، زرګونو کسانو ته پراخه شوه. د فاطمیون ډلې ناڅاپي وده ځکه رامنځ ته شوه چې، په ایران کې د جلب او جذب لپاره د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو شاوخوا پراخ کمپاين وشو. دا کمپاين د هغه افغان وګړي له خوا تر سره شو چې غوښتل يي خپله هم ددې ډلې غړی شي  خو کورنۍ یې نه پرېښوده. (وروسته هغه هرات ته ستون شو او هلته يي د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره په همدې اړه خبرې هم وکړي). د تازه راپورونو پر اساس له  شاوخوا درې میلیونو افغان کډوالو څخه چې په ایران کې مېشت دي، شاوخوا پنځوس زره (۵۰۰۰۰)  شیعه هزاره ګان او سيدان له دې ډلې سره يوځای شوي دي. د خپل اوج په وخت کې د فاطميون ډلې فعال کسان له ۱۰۰۰۰ څخه بيا تر ۲۰۰۰۰ پورې  رسېدل(۶).

په  ډېرو رپوټونو کې، چې ځيني یې د څېړنو له مخې چمتو شوي، دا يوه پوښتنه مطرح ده: چې ولی دومره ډېر شمير کسان له فاطميون ډلې سره يوځای شول  چې په بل هېواد کې و جنګيږي. تر اوسه دوه ډوله ځوابونه يا معلومات تر لاسه شوي دي، چې دواړه يي د همدې ډلې او د ایراني ملاتړو له خوا رد شوي.

په دې معلوماتو کې په ايران کې د افغان کډوالو د ژوندانه څرنګوالی سپړل شوی دی. دا معلومات ښيي چې ايران په کاميابۍ  سره و توانيد چې افغانان و هڅوي، په ځانګړي ډول هغه افغانان چې په ايران کې د مېشتېدا کوم اسناد نه لري. د بېلابېلو امتيازاتو وړاندې کولو لکه، ښه تنخواه  (چې دومره  یې بل ځای نه شوه پيدا کولای)، په ايران کې د دايمي استوګنې حق، او په ټولنه کې منل کېدل چې د دې پيژندنې په تر لاسه کولو سره ایراني پولیسو هغه کسان نه ځورول چې سوريي ته د تللو کارت يي درلود،  افغانان قانع کول.  ډېرئ هغو افغانانو ته چې د سوريي جنګ ته تلل، په ایران کې ژوند ډير تريخ و، نو همدا ټولنيزه پېژندنه د دوی لپاره  خورا غوره فرصت و. لارس هاچ، چې د منځني ختيځ انستيتوت ته يي څېړنه کړې، همدا فرصت په لنډو داسي بيانوي:

بنسټيز تاوتریخوالی تر مستقیم تاوتریخوالي ډير ټاکونکی دی. ايراني چارواکو افغانان تر داسي فشار لاندې  راوستۍ ول، چې ډېرئ  یې دې پرېکړې ته اړ کړل چې له فاطميون ډلې سره يوځای شي. دا ځکه چې دا يواځينی کار و چې دوی يي پرې د خپلې نا هوسایۍ احساس کابو کاوه، ځکه دوی ته لا دداسې انسانانو په سترګه نه کتل کېدل چې پرځان ویسا ولري او د ماناوالې هوسایۍ څښتنان و اوسي.

په دې سره ښایي دا جوته شي چې د ایران حکومت، په تېره د انقلاب ساتونکو ډلې له خوا د جلب او جذب تر عملي پیل وړاندې، افغانان ولي له فاطميون ډلې  سره ملګرتیا ته لېوال ول. د ۱۳۹۴ لمريز کال په مني کې برتانوۍ ګارډين ورځپاڼي د ايران حکومت له خوا د منظم جلب او جذب په اړه راپور ورکړ، چې دا جلب او جذب په عبادتځایونو په تېره د قم او مشهد په جوماتونو کې تر سره کېده. دا دوه ښارونه شيعه مذهبو مسلمانانو ته سپېڅلي دي، چې دلته [7]افغان کډوالو، تر ډېره ځوانانو هره ورځ نوملیکنه کوله  چې د ايران لپاره په سوريه کې و جنګيږي. د همدې راپور له مخې، افغانان همدې جوماتونو ته په زيات شمير ورتلل  چې خپل نومونه و ليکي او په سوريه کې له جنګياليو سره يوځای شي. د جلب او جذب لپاره شرايط اسان ول: [8]هغو کسانو چې غوښتل يي جنګ ته ولاړ شي بايد ثابته کړې وای  چې افغانان دي. همدارنګه کم عمرو کسانو بايد د خپلو … Continue reading. د همدې څيړونکي د موندنو له مخې زيات شمېر ځوانانو حتی د خپلو کورنيو اجازه هم نه درلوده.

داسي هم شوي چې بې اسنادو افغانان په زور راجستر شي، چې په دې اړه د بشري حقونو څارډلې هم  په ۱۳۹۵ لمريز کال کې راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې راغلي دي چې: ایران نه یوازي افغان کډوال په سوریه کې جنګېدو ته بللي، بلکې د ډېرو افغانانو له خولې پولیسو ګواښلي چې که  نوملیکنه ونه کړي بېرته افغانستان ته استول کېږي. . له داسې پيښو سره مخ ځيني افغانان حتی له ايران څخه اروپا ته هم تښتېدلي دي.

فاطميون ډلې ته افغان ماشومان هم جذب شوي دي. د ۱۳۹۶ لمريز کال په لړم میاشت کې د بشري حقونو څار‌ډلې هغه پېښي هم  ښودلي چې تر ۱۸ کلنۍ ټیټ کوچنیان په کې راتلل. په دوی کې يو ۱۴ کلن ماشوم هم و چې په سوريه کې جنګيدلی او وژل شوی ي او جسد یې ایران ته وړل شوی چې بيا په يوه هدیره کې خاورو ته سپارل شوی و.

که څه هم فاطميون ډلې ته ډيری جنګيالي په ایران کې موندل شوي،  خو ځيني ځوانان په افغانستان کې هم جذب شوي، چې ټول یې شیعه مذهبي او سيدان ول، څو له همدې ډلې سره يوځای شي. داسې  راپورونه هم ورکړ شوي دي چې په باميانو، هرات، مزار شريف او د [9]کابل په لوېديځ کې په يو غیر رسمي مرکز کې هم ځوانان هڅول شوي دي. په ‌‌ډېرئ پېښو کې يا دوی په خپله پرېکړه کړې چې له فاطميون ډلې سره يوځای شي او يا هم د ایران پلوو ملایانو له خوا هڅول شوي چې دغسې وکړي. دا کسان چې ماشومان هم پکې ول اول له افغانستان څخه په قاچاقي لارو ایران ته تللي  او بيا  یې هلته نومونه په سوریه کې د جنګېدونکو لست ته ور اچول شوي دي.

دويم ډول ارزونه، چې افغانان   ولې له فاطمیون ‌ډلې سره د یوځای کېدو پرېکړه کوي، يوازي پر بهرنيو فشارونو او شرایطو رڼا نه اچوي بلکې افراد او پرېکړې یې هم رانغاړي. په ځینو څېړنو کې د سوریې جګړه داسې یو ‌ډګر بلل شوی چې د هېوادونو او افرادو په ګډون په کې بېلابېلو لوبغاړو هڅه کړې په دې جګړه کې یا د هغې په مرسته ټولنيزي، سیاسي، او اقتصادي ګټي تر لاسه کړي(۷). دې ليدلوري ته په کتلو سره بېلابېل لوبغاړي، د افرادو په شمول، د خپلو ګټو په لټه کې دي.

د افغانستان تحلیلګرانو شبکې یوې پخوانۍ څيړنې د همدغه آند له مخې موندلې چې هغو افغانانو چې بېرته په افغانستان کې له خپلو ټولنو سره په يوځای کيدلو کې ناکام شوي دي يا يي هم اروپا ته د تګ څو  نابریالۍ هڅې کړي، بالاخره دا اراده کړې  چې د سوريې د جنګ ډګر ته ولاړ شي. د دوی په نظر او همدارنګه د دوی د ملګرو او کورنيو په نظر، دا د دوی لپاره یوه وسيله وه  چې وښیي په خپل مسوولیت پوهېدلي او د عقل له مخې هغې جګړې ته درومي چې دوی ته درنښت راوړي.  د شیعه زيارتونو  ساتنهدوی ته، د دوی کورنيو ت او ايران مېشتې افغان ټولنې  ته د خپل دریځ د منل کېدو مانا درلوده. تر دې لا هم مهمه خبره دا ده چې، له فاطميون ډلې سره په يوځای کيدو سره دوی له خپلو والدینو او کورنيو سره مرسته کوي. ځينو کسانو يي حتی وروسته ودونه وکړل او خپلې کورنۍ يي جوړې کړې يا هم ایران ته ولاړل. دوی ته ايران له افغانستان څخه خوندي او ښه ځاي  ښکاري.

دا يوه ارزونه هم، د سوريې په جګړه کې د افغانانو د ګډون په اړه، د ایراني حکومت يا د فاطميون ډلې له نظر سره ورته والی نه لري. دواړه د جنګياليو رضا کار ګډون داسې ارزوي چې د شيعه زيارتونو ساتنه يو ضرورت دی، په ځانګړي ډول د سيدې زینب (د محمد صلی الله علیه و سلم، لمسۍ) زيارت چې سويلي دمشق کې موقعیت لري. دوی همدا زیارت د داعش له بریدونو خوندي کول غواړي . دا بریدونه هله لهډېر شول چې په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د داعش ډلې خپل حضور اعلان کړ او نور يي تکفیر کړل.

د چارواکو له نظره، مذهبي باور د همدې جنګياليو د تحرک اساسي عامل دی. د بېلګې په ډول، د فاطميون ډلې يوه پخواني جنګيالي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وويل، [10]هېڅ مادی   ارزښت، څوک دې ته  اړ کولی نه شي چې خپل ژوند قرباني کړي. ايراني چارواکو ويلي دي چې دوی ته د فاطميون ډلې په اړه څېړنې او راپورونه بابيزه ښکاري، ځکه د دوی له نظره [11]هغو افغانانو ته هیڅ پام نه دی شوی چې لوېدیځه آسیا او منځني ختیځ کې داعش ته کسان مومي.

دا څرګنده نه ده چې تر اوسه څومره افغانان سوريې ته تللي  چې د اسد حکومت خلاف و جنګيږي. داسې ښکاري چې يو شمير شته، ځکه  د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یوه ليکنه کې   يه ۱۳۹۴ کال کې دا یادونه راغلې ده، خو تفصيل يې نه دی ورکړی: سوريه د افغانانو لپاره [12]د افرادو د ټولېدنې پر ځای  اوښتې ده – شیعه او سني دواړه چې هلته یو له بل سره جنګېږي. د سني افغان جنګياليو په اړه د راپورونو نه شتون ته په کتو، دا شک شته چې د دوی شمېر به د فاطميون له ډلې سره برابر نه وي.

د فاطميون ډلې ځيني جنګيالي په پيل کې په باوري ډول د مذهب له مخې هڅول شوي ول. همدارنګه په زياتو برخو کې، چې ولي دوی د مذهبي مناسکو د دفاع لپاره جنګ ته بدلون ورکړ، دلیل يې دا دی  چې ویل یې د دوی جنګ د ایران له پاره و چې ګټې ورته راوړي. داسې ښکاري چې دا بدلون به د دوی د لومړي یا وروستي ځل استونې یا هلته له نورو جنګیالیو سره تر آشنا کېدنې وروسته پېښ شوی وي.  د فاطميون ډلې او د ایران په رسمي دريځ کې مذهبي توجيه ډېره څرګنده ده. همدا دريځونه د پراخو موخو يادونه کوي چې په هغوی کې له داعش څخه د شيعه زيارتونو او په ټوله کې د مذهبي عقیدې ساتل، د بې دفاع خلکو خوندي کول، او نه يوازي د سوريې ساتل بلکې د پراخي سيمي لکه ايران او افغانستان ساتل، هم راځي.

په دې هم ټينګار شوی چې، د شيعه زيارتونو ور هاخوا، فاطميون جنګيالي د ايران او د سوريې د حکومت له خوا د پراخو موخو لپاره استول شوي دي. هغو انځورونو ته په کتو سره چې له دې ليکنې سره خپاره شوي دي، دا جنګيالي د حمص په تدمر ښار کې، چې له شيعه مذهبې سيمې څخه ډير لرې دی، ليدل شوي دي. ځيني انځورونه بيا دوی په حلب ښار کې ښیي. په دې اړه په امريکا کې د فولبرايټ څېړونکي احمد شجاع جمال ليکلي: فاطميون جنګيالي تر ډېره ددې له پاره د سوريې  شخړې  ته استول شوي او کارول شوي  چې له لاسه تللې  سيمي و نيسي، چې دا سيمي به بيا د سوريي حکومت ځواکونو ته سپارل کېږي. فاطميون جنګيالي يا خو یوازي جنګيږي او یا هم په ځینو  سختو جنګي سيمو کې چې په هغو کې تدمر يا دیرالزور سيمې راځي، له نورو مقاومتي ځواکونو سره، چې په هغو کې د لبنان د حزب الله ځواکونه، د پاکستان شیعه زینبيون ځواکونه او يا روسي ځواکونه هم شامل دي، په ګډه جنګيږي.

هغه وړاندې ليکي چې [13]د فاطميون جنګياليو ته ځيني وخت د (توپ خوراک) نوم ورکړ کېږي. د فاطمیون وسله والو ګڼو تلفاتو ته په کتو سره همداسې … Continue reading.

کور ته را ستنېدل: پېچلتياوې

د لوړو تلفاتو شمېر ته په کتو سره، د فاطميون ډلې ګڼ جنګيالي ايران ته يا زخميان ستانه شوي او يا يي هم د بدن پاتي شوني وړل شوي. د ۱۳۹۴ لمريز کال په زمري مياشت کې د تر سره شوې څېړنې د تخمين پر اساس ۱۲۱ مړي يوازې  د ۱۳۹۱ کال د سلواغې او د ۱۳۹۴ کال د زمري په اوږدو کې شوي دي، چې دا تش د خپلواکو سرچینو معلومات دي. له هغه وروسته د يوې  بلې څېړنې له مخې  چې د ۱۳۹۷ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې تر سره شوې، له ۱۳۹۱ څخه بيا تر ۱۳۹۶ کال پوري شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي او له ۶۰۰۰ تر ۸۰۰۰ پورې  زخمیان دي. دا د هغه مهال پېښې دي چې د فاطميون ډلې د غړو شمېر په کې شلو زرو  ته رسېدلی و.

ایراني مسوولينو کوڅې د وژل شويو جنګياليو په  نامه و نومولې، د دوی قربانۍ  يي د ایراني دولتي رسنيو له خوا و ستايلي او  له پاتې کسانو سره يي د خوراکي موادو مرستي وکړي. همدارنګه ايراني مسوولينو د دوی اجساد په  عسکري مراسمو تېر کړل او په هغو هدیرو کې یې خاورو ته وسپارل چې مخورو ته ځانګړې دي. په دې کې د بهشت زهرا هديره راځي چې په تهران کې ده موقعيت لري.د فاطميون ډلې وژل شوي غړي همدلته خاورو ته سپارل شوي دي. دغو کسانو ته د هدیرې یوه ځانګړې برخه بېله شوې چې د ایراني انقلاب د لارښود آیت الله خمنیي او د ۱۳۶۰مو کلونو ترڅ کې له عراق سره جګړه کې د وژل شویو ایراني عسکرو قبرونو ته نژدې ده.

داسې ښکاري چې ايراني چارواکي ممکن دا وېره هم و لري چې افغانستان ته د فاطميون ډلې ستنېدونکي غړي ښایي د هغوی رازونه خپلو کورنیو ته برسېره کړي. د دې لیکنې ليکوال له دوو کورنيو څخه اوريدلي دي چې د فاطميون ډلې غړو غوښتل له  هغې سره  خپل کار پای ته ورسوي او افغانستان ته ستانه شي، خو دوی له پخوانيو ادارو او له ايراني ساتونکو سره چې له دوی سره ملګري ول، له ستونزو سره مخ شول. د فاطميون ډلې د يوه غړي هرات مېشتې خور و ويل کورنۍ  یې  داسې   فکر کوي چې په ايران کې  یې په ټرافیکي پېښه کې د ورور مړینه يوه [14]دسيسه وه ځکه [15]ایرانیانو نه غوښتل هغه بېرته افغانستان ته ستون شي،  او د دوی له رازونو پرده پورته کړي. هغې ويلي دي چې ورور يي د فاطميون ډلې قوماندان و او غوښتل يي  دنده پرېږدي او بېرته کور ته ستون شي. په بله بېلګه کې، هرات ته په لنډمهالې توګه د را ستنېدنې پر مهال، د فاطميون ډلې یوه پخواني غړي و ويل چې د دې ډلې غړو دا  اندېښنه درلوده چې  که ترې ووځي او بېرته افغانستان ته ستانه شي ايرانيان به ورسره څه چلند وکړي.. همدا وجه وه چې  له خپلو افغان او ايرانيو  مشرانو څخه یې د خپل سفر پلان پټ  ساته  يا يي ورته د خپل تګ په اړه دروغ ويل. همدې جنګيالي دا کار په خپله کړی (د بېلګې په ډول، دوی ويلي ول چې مشهد ته د زيارت لپاره ځي، خو په اصل کې يي په ګاونډي هرات کې له خپلې کورنۍ سره ليدنه کوله). که څه هم شونې نه ده چې ددې خبرو پخلی وشي، خو تر لږه دا څرک ترې لګېږي چې د فاطمیون غړي د سوریې جګړه کې دومره ښکېل شوي چې که د راوتلو هڅه وکړي ښایي په آسانۍ بریالي نه شي.

خو تر هغو چې د ستنېدونکو خبره ده، ګڼو سرچینو د فاطمیون ډلې د زرګونو پخوانیو غړو د بېرته راتګ وینا کړې ده. د بېلګي په ډول د ۱۳۹۸ په وري مياشت کې اسوشيټيډ پریس اژانس د يوي بې نومه سرچيني (د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي چې له دولتي استخباراتو سره کار کوي)  خبره راخیستې چې وایي  [16]د فاطميون ډلې شاوخوا لس زره  جنګيالي افغانستان ته ستانه شوي دي. احمد شجاع جمال د ۱۳۹۸ لمريز کال د وري مياشتي په څېړنه کې وايي [17]د فاطميون ډلې جنګيالي افغانستان ته د زرګونو په شمېر را ستنېږي (۹).

خو دا شمېري جنجالي دي او کيدای شي ناسمې وي. په لومړي قدم کې دا د استخباراتي سرچينو پر اساس د دولتي کسانو معلومات دي (چې په پورتنۍ اوله سرچينه کې ورته اشاره شوې) او موږ نه پوهيږو چې دا معلومات څنګه را ټول شوي او کتل شوي دي. دويمه خبره دا ده چې د فاطميون ډلې  ګڼ جنګيالي  ددې له پاره دغې ډلې ته ورغلي چې په ایران کې دایمي استوګنه ولري. په دوی  کې ځینې له کورنیو سره ورغلي دي. په دې سره هغه ادعاوې بابېزه کېږي چې وایي د فاطمیون جنګیالي د زرګونو په شمېر افغانستان ته ستنېږي.

پرته له دې چې د فاطميون ډلې د راستنيدونکو کسانو شمېر په نظر کې و نيسو، د څېړنو په ګډون ټول راپورونه دا تايیدوي چې دا جنګيالي لېواله دي چې ملکې ژوندانه ته ستانه شي او کارونه ومومي چې دوی او کورنۍ یې هوسا ژوند ولري.  جمال هم دغه راز ليکي [18]زياتره جنګيالي هغه اقتصادي وضعيت ته را ستانه شوي دي چې دوی ور څخه ایران يا د سوريې جنګ ته تښتيدل (۱۰).

افغانستان ته راستنيدونکي د فاطميون ډلې غړي له نورو جدي اندېښنو سره هم مخ دي. په لومړي قدم کې دوی له افغان امنيتي چارواکو څخه وېره لري چې و به یې څاري چې ولې يي په بهرني جنګ کې ګډون کړی. جمال وايي، د داخلي او بهرني امنيت په ضد د افغانستان جزا قانون کې د فاطميون ډلې جنګياليو په څېر مخکنیو وسله والو په اړه راغلي چې دا کسان به تر جنايي  احکامو لاندې محاکمه کيږي (۱۱). د همدې قانون په ۲۴۵ ماده کې راغلي دي هغه جنګيالي به چې د نورو هيوادونو [19]په داخلي جنګونو کې ګډون کوي په [20]اوږدمهال زندان محکومېږي  (۱۲). خو جمال بیا ليکي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت اداره د فاطميون ډلې په راستنو شویو کسانو پسي نه ګرځي ځکه [21]دوی په نورو جدي تهدیدونو مصروف دي (۱۳) چې په دې کې په ټول افغانستان کې د حکومت اوسني وسله وال مخالفين راځي.

په دويم قدم کې دوی د داعش ډلې د خراسان څانګې د جنګياليو له غچ اخيستلو څخه ويريږي. په دې برخه کې یو احتمالي تړاو دادی چې په هرات کې پر شیعه مشرانو د ځینو بریدونو مسوولیت داعش منلی او له هابلې خوا یو شمېر هراتیانو د داعش په پلوۍ د سوریې جګړه کې ګډون کړی دی. د تفصیل لپاره د (افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ليکنه دلته ولولئ).

درېيمه خبره دا ده چې د ۱۳۹۷ کال په مرغومي کې د امريکا  مالیې وزارت په (ایراني نظاميانو) کې د فاطمیون ډلې برخه د (تروریزم) او د (انساني حقونو په چیتولو) تورنه کړه، چې دا تورونه د فاطميون ډلې  غړو رد کړل. ځيني افغان سياسيون، لکه د اجرایيه رياست  مرستیال  محمد محقق داسې بولي چې دوی کوم ناسم کار نه دی کړی.

جمال وايي چې ممکن [22]ښې حل لاري) موجودې وي څو هم را ستنيدونکي جنګيالي او ((هغه ځوانان چې په بهرني جنګ کې د ګډون لپاره جوړ دي، په جنګ … Continue reading(۱۴). افغان حکومت کولای شي په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي چې له راستنيدونکو جنګياليو سره څه ډول چلند کوي او که د دوی له پاره محکمه په نظر کې نه وي نيول شوې، د فاطمیون پخواني جنګیالي به ورسره د هوسایۍ ساه واخلي. ښایي بېرته ټولنې ته ورګډ شي او په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د ګډېدو په ګډون دندې ومومي. جمال وايي [23]د فاطميون ډلې هغه جنګيالي چې افغانستان ته را ستنېږي هڅې کوي له جنګ وروسته ژوند جوړ کړي. له دوی سره د ادغام په … Continue reading (۱۵).

مخته لار: راتلونکي اټکلونه

د فاطميون ډلې د راتلونکو لارو په اړه بېلابېل اټکلونه شته. که څه هم ځينو راپورونو کې داسې انګېرنه شوې چې که د ایران له خوا په یمن کې ددې ډلې د کارولو تکلونه وي (دلته، دلته، دلته او دلته ولولئ)، بیا به نو ټول تمرکز پر افغانستان وي.

نویو رپوټونو دې ټکي ته ‌ډېر پام کړی دی. په یوه رپوټ کې ویل شوي  ایران [24]له لسګونو زرو جنګ ځپلو فاطميون جنګياليو سره څه کولای شي يا څه غواړي وکړي. دا خبره افغانانو ته د خطر زنګ دی ځکه ځيني افغان چارواکې وېره لري چې د فاطميون ډلې د جنګياليو را ستنيدا ممکن افغانستان ته [25]مذهبی جنګ راوړي (دلته يي و لولئ) چې دا به سيمه يیز دوښمنان لکه سعودی او ایران په خپلو کې سره ښکېل کړي. ځينو افغان چارواکو او مبصرينو دا انديښني ښودلي چې ايران کيدای شي د خپلو نیابتي جنګياليو، له پاره چې د فاطميون ډلې غړي دي، په باميانو، کابل او د افغانستان نورو برخو کې (دلته او دلته يي و لولئ)، اساسي ګامونه پورته کړي. ځيني راپورونه ادعا لري چې فاطميون ډله همدا اوس  د افغانستان په تازه شخړو کې ښکېله ده، چې په دې کې د هزاره جاتو مرکزې لوړې سيمې (دلته يي و لولئ) ځانګړي شاملې دي. د بېلګې په ډول انتونيو ګیزتوزي او شعیب نجفی زاده ادعا کوي چې:

 فاطميون ډله مخکې له مخکي په مرکزي افغانستان کې د پښتنو کوچيانو او هزاره اوسيدونکو تر منځ په شخړه کې ښکېله ده. علیپور، چې پخوا له يو سيمه یيز ګوند سره په اړيکه کې و، له فاطميون ډلې سره لاسونه يو کړي او د سوريې سرتيري يي په خپله ملېشه کې جذب کړي دي، چې دوی د وردګو ولایت  د بهسودو ولسوالۍ په هزاره جات کې د وسله والو کوچيانو د څړځايونو مخه ډب کړې ده. کوچيان او هزاره ګان دلته تل يو او بل په تېري تورنوي.

په افغانستان کې د فاطميون ډلې د ښکېلتيا په اړه دا راپورونه دوه نيمګړتياوي لري. لومړی دا راپورونه د فاطميون ډلې په تهديد باندې ټینګار کوي، چې په دې برخه کې یې تکیه تر ډېره پر هغو چارواکو  ده چې نوم يي نه اخیستل کېږي او د ټولو ستونزو پړه پر افغان حکومت اچوي. دويمه خبره دا ده چې  دوی نه شوای کړی په تازه شخړو کې، چې د ميدان وردګ په بهسودو، د غزني په جاغوريو او مالستان، يا هم د اروزګان په خاص اروزګان ولسواليو کې رامنځ ته شوې دي، د فاطميون ډلې د ښکېلتيا په اړه شواهد وړاندې کړي. په واقعیت کې له سیمې نه د ټولو شویو معلوماتو له مخې په دې شخړو کې د فاطميون ډلې د ښکېلتيا کوم شواهد نه دي موندل شوي.

مهمه ده چې وویل شي فاطمیون د یوې ډلې په توګه د عمل وړتیا لري او ایران یې  د خپلو ګټو له پاره مهمه ډله ګڼي. خو مرکزي افغانستان تر اوسه د دوی له پاره  دومره ارزښتناک ځای نه دی (د هشت صبح راپور دلته ولولئ). په واقعيت کې، لکه څنګه چې د ۱۳۹۷ کال په ليندۍ میاشت کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې هم راپورونه خپاره کړل (دلته او دلته يي و لولئ)، د غزني ولایت په جاغوريو او مالستان کې، همدارنګه د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشت کې جنګ د طالبانو او حکومت او همدارنګه د حکومت پلوو ملېشو تر منځ و. کیدای شي د فاطميون ډلې جنګياليو په دې جنګ کې ګډون کړی وي، خو هغه يي هم د افرادو په شکل کړی نه د ډلې په شکل.

داسې شرايط ممکن رامنځ ته شي چې په هغو کې د فاطميون ډلې جنګيالي د ډلې په څېر ګډون ته و هڅول شي. د علماوو او سیاسيونو د نظر پر اساس جمال دوو شرايطو ته اشاره کوي (۱۶):

لومړی، که حکومت خپل چلند ته  چې هزاره ټولنه يي له ځان سره تعصب بولي، دوام ورکړي او په هزاره مېشتو سيمو کې په پرمختيايي کارونو سترګي پټې کړي،  هلته نو کيدای شي هزاره او شيعه ټولنه له ځانه پردۍ کړي. دويم، که حکومت د داعش ډلې له بریدونو د شیعه جوماتونو په خوندیتابه کې پاتې راشي.

په راتلونکې کې د فاطمیون ډلې د هڅېدو شوني موارد ښایي دا وي چې دغه ډله په خپله ځان سمبال کړي، یا یې ولکه شیعه سیاسیون چې په افغانستان کې ورته د اړینو وسایلو د چمتو کولو وړتیا لري،  تر ګوتو کړي؛ یا ایران لېوال شي چې دغه ډول یو نظامي تشکیل وساتي چې د افغانستان په ګډون یې هر ځای او هر مهال وکارولی شي. دا هم امکان لري چې ايران د موجوده فاطميون ډلې مرکزي غړي له ځان سره و ساتي، چې له دې لارې  نور ايران ميشتي افغانان و هڅوي د اړتيا پر مهال ور سره يوځای شي. خو تر هغو چې د افغانستان خبره ده، داسي حالت تر اوسه نه دی راغلی. د اوس لپاره راپورونه دې ته اشاره کوي چې د سوريې جنګ اوسني حالت ته په کتو سره، فاطميون ډلې ته  نوي جنګيالي نه نيول کيږي. د ډلې د کسانو شمېر په کمېدو دی او پخواني غړي خپلو کورونو ته ستنيږي، چې ډېرئ یې  د افغانستان پرځای ایران ته ځي.افغان حکومت: غیر فعال وضعيت

تر اوسه پورې افغان حکومت د ایران له خوا د فاطميون ډلې د جنګياليو هڅونې ته يوازي د غبرګون تر کچې  اقدام کړی دی. يو شمېر لوړپوړو چارواکو،  او په پام  وړ ډول محقق، ددغو [26]وسله والو ستاينه کړې. محقق د ۱۳۹۷ کال په لړم مياشت کې په تهران کې  د غږېدو پر مهال د [27]داعش پر وړاندي بريا و ستايله. کله چې د محقق وينا اختلافات رامنځ ته کړل، نوموړي و ویل چې خبرې يې نا سمې تعبیر شوې دي ځکه د فاطميون ډلې غړو [28]په خپله خوښه له داعش  سره جنګ کې ګډون کړی… خو دا نه زما پالیسي ده، نه زموږ د حزب پالیسي ده او نه هم د حکومت … Continue reading.

ورسره جوخت د بشري حقونو څار ډلو افغان حکومت هڅولی چې  په فاطميون ډله کې جلب او جذب ته غبرګون و ښيي. د ۱۳۹۶ کال په  تلې مياشت کې د بېلګې په توګه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له ایران څخه و غوښتل پر افغان کډوالو [29]فشار را نه وړي او هغوی په  تېر ایستنه و نه هڅوي، چې په دې  ترڅ کې ماشومانو ته ځانګړې اشاره شوې،   چې په [30]داسې فعاليتونو کې برخه وا نه خلي چې نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي. د ۱۳۹۶ لمريز کال په  مرغومي کې همدارنګه افغان حکومت له ایران څخه و غوښتل د فاطميون ډله لغوه کړي. په ورته وخت کې د ۱۳۹۸ کال  په وري کې د ولسمشر يوه سلاکار  په ایران کې د فاطميون ډلې د کورنۍ له غړو سره د يوه ایراني مشر د ليدنې په غبرګون کې، چې هغه په کې افغان وسله وال ستایلي وو، و ويل چې [31]ایران په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو سپکاوی کړی دی.

دا چې افغان حکومت تر اوسه نه دی توانيدلی له ایران سره د فاطميون ډلې په اړه يو څه وکړي، ډير دلایل لري. تر ټولو لومړی، خبره دا ده چې افغان حکومت په کمزوري موقف کې دی. پر افغانستان د ایران نفوذ، په ځانګړي ډول د کډوالو موضوع او تجارتي ګټو ته په کتو سره له افغان حکومت  نه دا وړتیا اخیستې چې ایران د پړې منلو ته اړباسي. دويمه خبره دا ده چې افغان حکومت هم تر څه ځایه د هغو شرایطو مسوول دی چې ډېر وګړي په کې له هېواده تېښتې ته اړ شول. په دې ډله کې هغه کسان هم راځي چې له فاطميون ډلې سره یوځای شوي دي. درېيم، د همدې ډلې نيابتي حالت ته په کتو سره، ایراني چارواکو  دفاعي دریځ غوره کړی. په دې برخه کې ايرانيان ادعا لري هغه کسان چې له فاطميون ډلې سره يوځای کيږي داوطلبان دي او دا کار د تهران له هڅونې پرته کوي. د فاطميون ډله هم له بلې خوا، د نیابتې جنګياليو لقب نه مني.

دا چې د فاطميون ډلې موضوع د افغان کډوالو سره چې په ايران کې مېشت دي څومره تړلې ده، دا خبره د ۱۳۹۸ کال په غويي مياشت کې را پورته شوه. هغه وخت د ایران د بهرنيو چارو وزارت يوه مرستيال عباس عراقچی و ويل چې [32]که د امريکا بنديزونه دوام وکړي او زموږ د تېلو خرڅلاو صفر شي  ايران به هلته له مېشتو افغان کډوالو نه د وتلو غوښتنه وکړي او دا [33] په کډوالو پوري اړه لري چې چېرته ولاړ شي. خلکو چې مخور ایرانیان هم په کې راځي ، د عراقچی دا څرګندونې وغندلې د بېلګې په ډول (دا راپور و لولئ). په دې راپور کې عراقچي ته د ایراني مشرانو له خوا د افغانانو او د فاطميون ډلې د ستايلو يادونه شوې چې [34]ډير ښه جنګيدلي ول چې په دې کې د سوريې جنګ هم راځي. ایراني چارواکو وروسته و ويل چې د عراقچی هدف اروپايیان ول (تر څو هغوی و پوهوي چې افغان کډوال به اروپا ته کډوال شي)، او خبره یې افغان حکومت ته مخامخ نه وه.

د عراقچي خبرو ته د افغان حکومت له غبرګون سره چې ويل يي ایران دې هلته له مېشتو افغانانو سره پتمن چلند وکړي، د فاطمیون ډ‌لې ځینو جنګیالیو هم کلک غبرګون وښوده:

که تاسو، ایرانیانو، ته خطر پېښ وي نو بیا له موږ نه فاطمیون جوړوئ، که د خپل هېواد ودانولو ته مو اړتیا وي بیا را نه کارګر جوړوئ، که بودجه مو ستونزې ولري، پر موږ مالیه لوړوئ او چې اوس د بندیزونو له فشار سره مخامخ یاست، له موږ نه د وسیلې کار اخلئ.

پايله

په دې څېړنې له فاطمیون ډلې نه څه انځور جوړېدلی شي؟ سره له دې چې ددې ‌ډلې په اړه د انګېرنو څرنګوالي به له هغو معلوماتو سره انډول وي چې تر لاسه کېږي، یا چې یو څوک له نظریاتي پلوه څومره دغې ډلې ته نژدې دی یا څه راشه درشه ورسره لري، ځینې ادعاګانې ښایي تر نورو ډېرې د منلو وي.کله چې د جنګیاليو د هڅولو موضوع ته راشو، د ایران حکومت د خپلو هڅوونکو فرصتونو په درلودلو سره او همدارنګه د خپل فشار په کارولو سره يو مهم هڅوونکی دی. د ایران له دې کار سره د افغانانو د ژوندانه ستونزمن شرایط نور هم مرسته کوي. په ورته وخت کې، پخپله همدا جنګيالي چې د ډار په حالت کې دي، هم له پامه نه شو غورځولای. له دې هر څه سره سره، بيا هم حالاتو دا جنګيالي د ايران له هڅونې پرته په سوريه کې جنګ ته نه شوای هڅولای.

د فاطميون جنګياليو تاريخي شاليد ته په کتو سره داسې ښکاري چې زيات شمېر يي د سيمي په جنګونو کې ښکېل ول چې د حکومتي او غیر حکومتي کسانو له خوا هڅول شوي ول. همدې شالېد ته په کتو سره، د نورو لپاره جنګيدا د زيات شمېر خلکو د ژوندانه بڼه   ګرځېدلې ده.  دا بيا يو بل کلتوري پيغام هم لري هغه دا چې نارينه داسې  انګېري چې د نارينتوب مطلب دا دی چې سړی  تل د جنګ لپاره پیدا دی. په  وروستیو کې د فاطميون جنګياليو له را پيدا کيدو سره، زيات شمېر افغانان د سوريې جنګ ته يوازې په دې خاطر ولاړل چې د نارینتوب دغه ځانګړتیا ومومي.  له همدې لارې یې دغه راز وکړای شول خپلو میندو او پلرونو سره مرسته وکړي، کورنۍ جوړې کړي یا یې ایران ته د مېشتېدو له پاره بوځي. له بلې خوا یې په ایران کې خپلې ټولنې ته درنښت هم ګټلی او ځکه یې انګېرنه داده چې یوازې هغه مهال ورته د سړي په سترګه وکتل شول چې له فاطمیون ډلې سره یوځای شول.

د فاطميون ډلې پخوانيو جنګياليو په اړه که د بيا را ستنېدنې خبره کوو، پرته له دې چې شمېر یې په نظر کې و نيسو، غواړي چې بېرته ستانه شي  چې په ایران کې په يوه نوي هيواد او نوي کور کې له خپلو کورنيو سره يوځای شي. دا نوی کور دوی ته ځکه ممکن دی چې دوی ته په ايران کې د اوسيدلو اجازه شته او د دې تر څنګ یې تش په سوریه کې د جنګېدو له برکته نورې ګتي هم تر لاسه کړې دي. هغوی چې افغانستان ته  ستنيږي، هڅه کوي ت ملکي ژوند غوره کړي. زيات شمېر يي بيا بېرته له داسې شرايطو سره مخ شي چې دوی ور څخه سوريې ته د جنګ له پاره تښتيدل. تر اوسه داسې ښکاري چې  په ټولنه کې د بېرته منل کېدو له پاره د دوی ټولنیز ملاتړ نه شته. په ټوله کې د حکومت له خوا  له دوی سره منفي چلند ددې لامل کېږي چې دوی ته ځان پردی و ایسي. که څه هم ځيني کيدای شي و وايي چې په ټولنه کې د دوی دويم ځل منل، کيدای شي منفي اغېز و لري، ځکه نور به فکر کوي چې، ولاړ شه او په بهرني هيواد کې وجنګېږه او بېرته را ستون شته ستونزه نشته.

دا راپورونه چې د فاطميون ډلې غړي په افغانستان کې په تازه جنګونو کې د منظمې ډلې په ډول ښکېل ول، باید له ځينو شکونو سره و منل شي. که د فاطميون ډلې جنګيالي په وروستيو جګړو کې ښکېل ول، نو دا د منظمې ښېکلتیا پرځای تر ډېره انفرادي وه. خو په راتلونکې کې داسې شرایط ممکن را منځ ته شي چې فاطميون ډله لا نوره وهڅېږي(د بېلګې په ډول که افغان حکومت و نه توانيږي شیعه ټولنې او اړوند جوماتونه یې خوندي کړي).  د هغو کسانو پرتله چې اوس هم په سوريه کې دې او يا ايران ته ستانه شوي ، افغانستان مېشتي هغه ډېر د ایران تر اغېز لاندې دي. په ورته وخت کې ايران کولای شي د سوریې د جنګ اړوندې ګټې د فاطميون ډلې ته ور نه کړي، تر څو  یې  اړ کړي چې يا بېرته سوريې ته ولاړ شي او يا په کوم بل ځای کې و جنګيږي. لکه هاوچ چې ليکي، چې فاطميون ډلې که څه هم ایران ته د سوريې جګړه کې ځای موندلی، [35]په ايرانۍ ټولنه کې د هغوی ځای اوس هم په خطر کې دی.

محسن حمیدي (اړول شوی نوم) سيمه یيز څېړونکی دی چې  تر ډېره په لويديځ افغانستان  کې او يا د افغانستان او ايران د اړيکو اړوند مسايلو باندي څېړنې وي.

  • ایران تر یوه مشر لاندې حکومت نه لري. ځيني ايرانی حکومت داسي بولي چې مذهبي مشر آیت الله خامنه ای یې پر ټولو امنیتي او استخباراتي ادارو ولکه لري. د هغه اغېز په ټولو ناندره ییزو او مهمو مسالو کې په پام کې نیول کېږيچې يوه بيلګه يي د سيمه یيز نیابتي ځواک رامنځ ته کول دي. د الیکس وټانکا، صنم وکیل او حسین رسام ليکنه (د ایران حکومت څومره ژور دی ؟ د خامنه ای  د بريا پر سر شخړه)، د ۱۳۹۴ لمریز کال په زمري مياشت کې د Foreign Affairs خپره شوې ګڼه وګورئ.

(۲) د بېلګې په ډول: ال فنوح، [36]د ايران بهرنی شیعه لښکر د ۱۳۹۶ لمريز کال د سلواغې ۱۰، لیکنه وګورئ. چې کارنيګی اينډاونمينټ د International Peace، لپاره ليکلې. همدارنګه د پيام محسني او حسین کالوت ليکنه [37]د ايران د مقاومت محور لوړيږي: ایران له نوي منځني ختيځ سره څه ډول جعل کاري کوي. د ۱۳۹۵ کال د سلواغې میاشتې څلورمه نيټه، د Foreign Affairs ژورنال. همدارنګه د انډريو ټيریل د (۱۳۹۴) کال ليکنه [38]د ایران د اسد ژغورنې ستراتيژي چې د منځني ختيځ ژورنال(۶۹ (۲): ۲۲۲-۳۶) ته يې ليکلې، ولولئ.

(۳) توبياس شنيدر، [39]د فاطميون قطعه: د سوريې په خپل منځي جنګ کې افغان جنګيالي، چې د ۱۳۹۷ کال د تلې په مياشت کې د Middle East Institute: Washington, DC, pp 1-3 له خوا خپره شوې ، ولولئ.

(۴) افغان ښکيلتيا ته په کتو سره، چې د ايران ميشتو شيعه مجاهدينو ګوندونه یې برخه وه. په هغوی کې محمد اکبري د ايران او عراق په جنګ کې د پاسداران جهاد اسلام تر نامه لاندې فعاليت کړی. (دا ډله په ۱۳۶۱ کال کې رامنځ ته شوې. بيا له اوو نورو ګوندونو سره حزب وحدت ته چې په ۱۳۶۸ کې  جوړ شو، يوځای شوه). شونې ده چې سپاه محمد هم د دې ډلې ل پر مټ ښکېل شوی وي.

(۵) سیده زینب د حضرت فاطمې او د علی ابن ابی طالب لور وه چې د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم لمسۍ کيږي. شيعه مذهبي د هغې ډېر زیات احترام کوي، ځکه چې هغي د فاطمې او علی په مرسته د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم، د لاري په تعقیب کې ستر رول لرلی دی.

(۶) د ۵۰۰۰۰، يا ۱۰۰۰۰ او يا هم ۲۰۰۰۰ جنګياليو د وړاند ويني لپاره سرچینې په ترتیب سره دا دي: احمد شجاع جمال [40]د فاطميون لښکر: په افغان ټولنه کې بيا منل چې د ۱۳۹۷ کال په وري کې د امريکا د سولي انستيتيوت له خوا په واشنګټن کې چاپ شوی. لارس هاوچ [41]د فاطميون قطعي پېژندنه: د همدې مليشي غړو د سترګو ليدلی حال، چې په ۱۳۹۸ کال کې د غبرګولي په لومړۍ نيټه د Middle East Institute له خوا چاپ شوی. د ۱۳۹۷ په ميزان مياشت کې شنيدر د فاطميون ډلې له داخلي سرچيني څخه معلومات تر لاسه کړي ول چې [42]زيات واقعي حد يي له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ پوري جنګيالي ول. د شنيدر ليکنه [43]د فاطميون قطعه پنځم مخ.

(۷) د اډم بازکو، ګيلس ډورونسو او ارتر کویزني د ۱۳۹۷ کال ليکنه [44]په سوریه کې خپل منځي جنګ: د ټولنيز سمون هڅونه. دا ليکنه د منځني ختيځ د ژورنال له خوا خپره شوې.

(۸)  په تازه غبرګون کې، چې د ۱۳۹۷ کال د لړم مياشتي په ۲۴ په کابل کې د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د دفتر له خوا د شنيدر د پورته ذکر شوې مقالي د ارزوني د مراسمو په مقابل کې وشو په افغانستان کې د ايران سفارت دا مقاله و غندله او هغه يي [45]ناسمه، د اپوزيسيون پلوي، د متناقض استدلال لرونکي، له شکونو او ابهاماتو  سره ملګرې، او د زياتو مبالغو ډکه و بلله. ايران دا مقاله [46]په افغانستان کې له ايرانه د ډارولو پروژه و بلله. د شنيدر د مقالي دري برخه (دلته و لولئ) او د ایران د سفارت بيانيه (دلته و لولئ).

(۹) د احمد شجاع جمال ليکنه [47]د فاطميون لښکر: په افغان ټولنه کې بيا منل دلته يي ولولئ.

(۱۰)  همدا اثر

(۱۱) همدا اثر ۱۹ مخ

(۱۲) همدا اثر

(۱۳) همدا اثر

(۱۴) همدا اثر له ۲۰ تر ۲۱ مخ پوري.

(۱۵) همدا اثر ۲۱ مخ.

(۱۶) همدا اثر له ۱۴ تر ۱۵ مخ پوري.

References

References
1, 2 خپله هڅېدلي
3 پاريدلو افغانانو ډله ده چې په خپله خوښه د [محمدي لښکر] تر نامه لاندي سره راټول شوي دي
4 د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان حکومت له خوا محاکمه شي
5 د کيهان له تاريخي ليکنو ښکاري چې دا ليکنې په جګړه کې د فاطميون ډلې د وژل شویو لوړ پوړو قوماندانانو له ژوندلیکونو سره چې کړنې یې په ډاګه شوي، تړاو لري.
6 د سوريي په کړکيچ کې د افغان جنګياليو ګډون را څرګند شو
7 افغان کډوالو، تر ډېره ځوانانو هره ورځ نوملیکنه کوله  چې د ايران لپاره په سوريه کې و جنګيږي
8 هغو کسانو چې غوښتل يي جنګ ته ولاړ شي بايد ثابته کړې وای  چې افغانان دي. همدارنګه کم عمرو کسانو بايد د خپلو والدینو اجازه له ځانه سره درلودای
9 کابل په لوېديځ کې په يو غیر رسمي مرکز کې
10 هېڅ مادی   ارزښت، څوک دې ته  اړ کولی نه شي چې خپل ژوند قرباني کړي
11 هغو افغانانو ته هیڅ پام نه دی شوی چې لوېدیځه آسیا او منځني ختیځ کې داعش ته کسان مومي
12 د افرادو د ټولېدنې
13 د فاطميون جنګياليو ته ځيني وخت د (توپ خوراک) نوم ورکړ کېږي. د فاطمیون وسله والو ګڼو تلفاتو ته په کتو سره همداسې برېښي
14 دسيسه
15 ایرانیانو نه غوښتل هغه بېرته افغانستان ته ستون شي،  او د دوی له رازونو پرده پورته کړي
16 د فاطميون ډلې شاوخوا لس زره  جنګيالي افغانستان ته ستانه شوي دي
17 د فاطميون ډلې جنګيالي افغانستان ته د زرګونو په شمېر را ستنېږي
18 زياتره جنګيالي هغه اقتصادي وضعيت ته را ستانه شوي دي چې دوی ور څخه ایران يا د سوريې جنګ ته تښتيدل
19 په داخلي جنګونو کې ګډون کوي
20 اوږدمهال زندان
21 دوی په نورو جدي تهدیدونو مصروف دي
22 ښې حل لاري) موجودې وي څو هم را ستنيدونکي جنګيالي او ((هغه ځوانان چې په بهرني جنګ کې د ګډون لپاره جوړ دي، په جنګ کې له ګډون کولو و ژغورل شي
23 د فاطميون ډلې هغه جنګيالي چې افغانستان ته را ستنېږي هڅې کوي له جنګ وروسته ژوند جوړ کړي. له دوی سره د ادغام په برخه کې مرسته يو بشرپال کار دی
24 له لسګونو زرو جنګ ځپلو فاطميون جنګياليو
25 مذهبی جنګ راوړي (دلته يي و لولئ
26 وسله والو
27 داعش پر وړاندي بريا
28 په خپله خوښه له داعش  سره جنګ کې ګډون کړی… خو دا نه زما پالیسي ده، نه زموږ د حزب پالیسي ده او نه هم د حکومت پالیسي ده
29 فشار را نه وړي او هغوی په  تېر ایستنه
30 داسې فعاليتونو کې برخه وا نه خلي چې نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي
31 ایران په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو سپکاوی کړی دی
32 که د امريکا بنديزونه دوام وکړي او زموږ د تېلو خرڅلاو صفر شي
33 په کډوالو پوري اړه لري چې چېرته ولاړ شي
34 ډير ښه جنګيدلي ول چې په دې کې د سوريې جنګ هم راځي
35 په ايرانۍ ټولنه کې د هغوی ځای اوس هم په خطر کې دی
36 د ايران بهرنی شیعه لښکر
37 د ايران د مقاومت محور لوړيږي: ایران له نوي منځني ختيځ سره څه ډول جعل کاري کوي
38 د ایران د اسد ژغورنې ستراتيژي
39 د فاطميون قطعه: د سوريې په خپل منځي جنګ کې افغان جنګيالي
40, 47 د فاطميون لښکر: په افغان ټولنه کې بيا منل
41 د فاطميون قطعي پېژندنه: د همدې مليشي غړو د سترګو ليدلی حال
42 زيات واقعي حد يي له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ پوري جنګيالي ول
43 د فاطميون قطعه
44 په سوریه کې خپل منځي جنګ: د ټولنيز سمون هڅونه
45 ناسمه، د اپوزيسيون پلوي، د متناقض استدلال لرونکي، له شکونو او ابهاماتو  سره ملګرې، او د زياتو مبالغو ډکه
46 په افغانستان کې له ايرانه د ډارولو پروژه

لیکوالان: