دویمه او وروستۍ برخه:
کندوز
وروسته له هغه چې د ۱۳۹۲ په تلې میاشت کې له کندوزه جرمني عسکر ووتل، په هغه ولایت کې د طالبانو ځواک په اړه کافي مالومات راټول شوې دي، او هلته د طالبانو حرکتونه په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کې د لنډ وخت لپاره د کندوز ښار له نیولو وروسته لا ښه په ډاګه شول. ( زموږ پخواني رپوټونه دلته او دلته لوستی شئ.) تر اوسه د بل هیڅ کوم ولایت مرکز له ټولو لوریو د کندوز په څیر تر فشار لاندې نه دی راغلی. آن وردګ چې حکومت پکې پر ولسوالیو لږ واک لري، د طالبانو د نفوذ احساس پکې هومره نه کېږي لکه طالبان یې چې د کندوز په څنډو کې لري.
له کندوز ښار پرته طالبان له تېرو څو کلونو کې تر ډېره پر چهار درې، دشت ارچي او قلع زال ولسوالیو واک لري. قلع زال په ۱۳۹۷ په فزیکي ډول بل ځای ته یوړل شوه چې حکومت د دې ادعا زمینه برابره کړي چې ګنې واک پرې لري. دا وروستیو کې د کندوز ختیځ کې خان اباد، جنوب لوېدېځ کې عالي اباد او امام صیب ولسوالۍ هم پرلپسې د طالبانو تر فشار لاندې دي او بریدونه پرې کوي. د کندوز درې نوې فرعي ولسوالۍ ګل تپه، اقتاش او قلع اباد له لویه سره د طالبانو تر اغیز لاندې دي. د دوحې له تړون وروسته پر حکومتي ځواکونو فشار لا ډېر شوی دی. هغه کسان چې غواړي د خان اباد او عالي اباد ترمنځ په لویو لارو سفر وکړي، وايي هیڅ شونې نه ده چې پر دې لاره طالبان له وسلو سره ونه لېدل شي. د هغوی په وینا طالبان د تالاشۍ په خپلو پوستو کې موټر تالاشي کوي. دا حالت په ځآنګړي ډول د شپې بیخي ډېر لېدل کېږي. امام صیب ولسوالي چې له تا جکستان سره پوله لري، د طالبانو د جګړې د لومړۍ کرښې پام پرې ورټول دی، او له همدې وجې د دې ګڼ میشتې سیمې کرکیله له سخت ګواښ سره مخامخ شوې او په تېرو څو میاشتو کې طالبانو لسګونه سیمه ییز پولیس وژلې دي.
د طالبانو ډېر شوې بریدونه او د افغان ځواکونه نهیلي
د هغو ملي پولیسو لپاره چې د کندوز ښار په شمالي دروازه کې پراته دي، جګړه اوس ورته د هرې ورځې کار ګرځېدلې. په زمري میاشت کې کله چې د افغانستان د تلحلیلګرانو شبکې څیړونکي له ۴۵ کلن پولیس فیض الله سره ولېدل، دوحې تړون لاسلیک ته یې په اشاره وویل: ( له کله نه چې د سولې بهیر پیل شوی، موږ یوازې د ځان دفاع کوو. طالبانو تېره شپه دلته پر موږ برید وکړ…ځینې وخت هغوی له ټولو اړخونو راځي او موږ محاصره کوي)
د ښار په بل لوري کې دسته ګیر پر هغې لارې د پوستې مشري چې د جنوبي له لوري عالي اباد ولسوالۍ او له هغې وروسته بغلان ولایت او کابل ته ځي. دا پوسته د کندزو د هوايي ډګر د ساتنې لپاره دپوځ له مرکزه نژدې یو کیلومتره لرې پرته ده. دسته ګیر یې له نهو میاشتو راهیسي مشري کوي او وايي په دې موده کې څو ځلې برید پرې شوی دی. خو جنوب او شمال لور ته د سیمه ییزو پولیسو او پوځ کوچنۍ پوستې چې د موټر په مزل یوازې څو دقیقې لرې پرتې دي، حالت یوه څه بل ډول دی. دسته ګیر وايي: ( حالت له پخوا اوس ډېر بدتر دی. طالبان زموږ له دفاعي حالته ګټه اخلي.) هغه وايي یوازې یو څه بدل شوې دي او هغه دا چې: ( اوس طالبان ډاډمن دي چې امریکا پرې برید نه کوي او بمبارونه هم نشته. طالبانو ځینې سیمې هم ونیولې، لویې لارې یې وتړلې. له دوحې تړون وروسته هغوی ډيرې لاسته راوړنې لري. د کندوز له هرې سیمې طالبان د ښار څنډو ته راټول شوې دي)
د پولیسو یاده پوسته له تیر کشونو څارنه کوي او ډېری وخت د ورځې مهال یو پولیس څاري. ځکه د طالبانو بریدونه تل د شپې له خوا کېږي. نو د دسته ګیر د پولیسو دنده تر ډېره د شپې وي. خو په هغه ورځ چې زموږ څيړونکي ورغلي و، له پوستې د تېرېدونکو موټرو د چک کولو لپاره هم را څرګندېدل. داسې حال کې چې د افغان ځواکونو له دفاعي حالته یې سرټکاو، هغه او نورو افغان ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د دوحې له تړون وروسته بریدونه ونه کړي. ښاغلی دسته ګیر دا هم وايي، آن په عادي شرایطو کې هم د ملي پولیس دنده دا نه ده چې د یرغلیزو عملیاتو مشري وکړي. هغه زیاتوي: ( دا د ملي اردو دنده ده او کله چې سیمې پاکې شي، وروسته د نظم د ټینګښت لپاره پولیس پکې ځای پر ځای کېږي)
د هغه کسان لا هم پر لویه لار ګزمه کوي، خو ګزمې یې یوازې تر کوکچه قزاق کلي پورې وي چې څه نا څه جنوب لور ته دوه کیلومتره کېږي. په زمري میاشت کې د همغې ورځې پر ماسپيښن چې کله زموږ څیړونکي سیمې ته ورغلې وو، دوه هموې ګاډي چې د سیمه ییزو پولیسو رینجر موټر هم ورسره و، له هغې لارې چې د ملي اردو کنډک پکې پروت دی د جنوب پر لور تیر شول. هغوی د کوکچه قزاق کلي په لور روان وو. په دا بله شپه یې پر پوسته برید وشو. په دې برید کې پنځه حکومتي سرتیري ووژل شول او ګڼ نور یې ټپيان شول. یوه سیمه ییز خبریال ای ای این شبکې ته وویل چې دا برید د غبرګولي پر ۳۰ ان څو ساعته د ورځې هم وغخېد.
هغه وخت چې موږ د خپل رپوټ لپاره کندوز ښار ته ولاړو، د ځواکونه دفاعي حالت چې له لویه سره د طالبانو د برید ځواب ته محدود دی، د افغان ځواکونو پر مورال اغیز ښندلی و. د سته ګیر همدې حالت ته پام ویل: (زموږ مشران باید ژر تر ژره یوې پرېکړې ته ورسېږي. موږ له دې حالته خوښ نه یوو)
د کندوز د ولایتي شورا غړی محمد یوسف ایوبي هم همدې حالت اندېښمن کړی دی. هغه وايي: (د سولې نظر ډېر ښه دی، خو تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی دی. ورځ تر بلې حالت خرابېږي)
کله چې موږ په دویم ځل فیض الله سره خبرې کولې، خورا خواشینی برېښېده. په حکومتي لوري کې د نورو ټولو هغو کسانو په څیر چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ورسره خبرې کړې دي، فیض الله هم ورته اندېښنه درلوده چې له طالبانو سره د امریکا د سولې هڅې بدې پایلې لرلی شي. هغه سره له خبرو یو ساعت مخکې یو افغان سرتیری په جګړه کې وژل شوی و او لا هم پر لویه لار خال خال ډزې کېدې. فیض الله راته وویل : ( بهرنیانو د سولې هوکړه وکړه، خو موږ هره ورځ مرو.)
امام صیب ولسوالۍ ته زموږ له سفر مخکې جګړو زور اخیستی وو او امنیتي چارواکو ته لارښوونه شوې چې له خبریالانو سره خبرې ونه کړي. خو له موږ سره ډېرو په دې شرط خبرې وکړې چې نومونه به یې نه په ډاګه کوو. د هغې ولسوالۍ یوه مهم اداري چارواکي موږ ته ویل چې له غبرګولي مخکې میاشت کې لږ تر لږه ۵۰ افغانستان سرتیري په دغه ولسوالۍ کې وژل شوې دي.
ولسي خلک بیا په ډاډ زړه پر دغه ولسوالۍ د ډېرو شویو فشارونه په اړه خبرې کوي. ۴۵ کلنه عبدال قورلک په دولتي ودانیو کې باغوان دی. ښاغلی قورلک وايي: ( د سولې له تړون وروسته، هره ورځ او شپه طالبان هڅه کوي بر والسوالۍ واک تر لاسه کړي. نو دا څرنګه سوله ده؟)
تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د قرغز کلي شاوخوا سیمو کې رامنځ ته شوې. دا سیمه د ولسوالۍ جنوب ختیځ ته په درې کیلومترۍ کې پرته ده. د جګړې لومړۍ کرښه د اوبو یو کوچنی کانال و او د سولې له تړون وروسته له هغو سیمو ډېری کورونه وکوچېدلې چې د حکومت په واک کې نه وې، ځکه همغو ځایونو ته طالبان ورغلل او ولکه یې پرې ټینګه کړه. چارواکي وايي ګومان کوي طالب اورپکي له نورو ولایتونو هم کندوز ته استول شوې دي چې حکومتي ځواکونه د ولسوالۍ مرکز په لور نور هم شاته تګ ته اړ باسي.
په قرغز سیمه کې د سیمه یزو او ملي پولیسو په لومړۍ کرښه کې پرتو سرتیرو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل په دوو پوستو کې یوازې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال لس کسان ووژل شول. په وژل شویو کې د افغان پوځ ځینې هغه سرتیري هم وو چې د مرستې لپاره ور استول شوې وو. هلته د یوې کوچنۍ پوستۍ قومندان نظام الدین وايي، طالبان نژدې هره دویمه شپه د پوستو د نیولو هڅه کوي. د دفاعي حالت وېره له هغو تونلونو هم ښکارېده چې د پوستو له څنډو بهر وېستل شوې وو او شاوخوا ترې د وړو ډزو سوري مالومېدل. پولیس وايي له همدې ځایونو د طالبانو د بریدونو دفاع کوي. هغه وايي: ( ولسمشر غني ټولو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې دفاع حالت کې واوسي. دا زموږ لپاره ډېر ګران کار دی. خو موږ ته همداسې لارښوونې شوې دي.) د نظام الدین کسانو د خوب لپاره د کانکریټي دېوالونو دننه ژور ځای جوړ کړی دی او له همدې ځایه شاوخوا سیمه هم څآري. نظام الدین وايي: (پخوا مو خپله عملیات کولای شوای…اوس یو اړخیز اوربند دی او زموږ د لوري حالت اوس له پخوا ډېر بدتر دی)
له هغې راهیسې چې په غبرګولي میاشت کې موږ کندوز ته تللي وو، جګړه په ټول ولایت کې لا هم روانه ده او په امام صیب او خان اباد کې لا سخته شوې ده. د وږي پر ۴ طلوع نیوز په رپوټ کې ځايي خلکو پر افغان ځواکونو نېوکې کولې چې په دغه ولایت کې یرغلیز عملیات نه کوي. هغوی ویل همدې غیر فعال حالت طالبانو ته د دې فرصت برابر کړ چې د جګړې لوری په خپله ګټه واړوي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي د وږي په لومړۍ اوونۍ کې په یادو دوو ولسوالیو کې ۹۰۰۰ کورنۍ جګړې بې ځایه کړې دي.
د طالبانو پوستې او مالیه ټولونه
له دوحې تړون وروسته د کندوز پرلویو لارو د طالب وسله والو پوستې او شته والی د ځايي خلکو لپاره لوی بدلون دی. د ولایتي شورا غړی محمد یوسف ایوبي وايي د خپلو خلکو یوه مهمه ستونزه چې ده ته رسېږي، د دې ولایت پر لویو لارو نا امني ده. ښاغلي ایوبي د کابل-بغلان-کندوز د لویې لارې یادونه وکړه. هغه وايي: ( طالبان لویې لارې کنټرلوي او له هر موټره مالیه اخلي.) له ټولو هغو خلکو سره چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ورسره خبرې کړې دي او په تېره یوه او یا هم لږه موده کې یې له کابله کندوز ته سفر کړی، تر یوې اندازې له همدې خبرې سره همغږي وو، په ځانګړي ډول د بغلان د شمالي ولسوالیو او علي اباد سیمو کې. د کندوز ښار په جنوبي دروازه کې د پوستي مشر دسته ګیر وايي د کندوز او بغلان کابل ترمنځ لویه لار (د طالبانو ده.) د دسته ګیر پوسته په هغه دروازه کې پرته ده چې علي اباد، بغلان او کابل ته ترې سړک تیر شوی دی او خلک له همدې لارې په موټرونو کې سفر کوي. هغه وايي: (هغوی له موټر چلوونکو مالیه اخلي، طالبانو هیڅکله پخوا داسې نه شوای کولای. موږ هر کار نه شو کولای.) ایوبي بیا وايي طالبان له لویو موټر چلوونکو په زور تر ۳۰ زره افغانیو اخلي چې له پوستو یې په خوندي ډول تېر شي.
د بس یو چلوونکی وايي طالب وسله والو موټر درول، ټلیفونونه یې له خلکو اخیستل او وروستیو ډایل شویو شمېرو ته یې زنګونه ووهل او هغوی ته ویل چې ګڼې ملګري یې موټر ټکر کړی. د بس چلوونکي په وینا طالبانو غوښتل په دې ډول مالومه کړي چې د تیلیفون څښتن د حکومت نفوذي کس دی او کنه او پر لار د سفر اجازه ورکړي، که څنګه.
رشیده د کندوز په دشت ارچي کې اوسېږي. هغې وروسته له هغه چې په ۱۳۹۸ کې یې د امریکايي په هوايي برید کې خپل لومړی میړه او اولادونه له لاسه ورکړل، دا څه موده مخکې بیا واده وکړ. د رشېدې میړه د سیمه پولیسو غړی و. سره له دې چې طالبان له ۱۳۹۴ راهیسې پر یادې ولسوالۍ واکمن دي، رشیده وايي د دوحې له تړون وروسته طالبان اوس د پخوا پرتله ډېر سړک ته راوځي. هغه وايي: ( که طالبان پوسته جوړه کړي، ښار ته تګ څلور ساعته وخت نیسي. هغوی هر څه چک کوي، نو ځکه وخت ډېرې لګېږي.) رشیده وايي د طالبانو دا ډول سیارې پوستې تر ډېره په پنجشنبه جوړېږي ځکه ډېری خلک پر همدې ورځ بازارونو ته د پیر پلور لپاره ځي. رشیدې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل: ( طالبان ټیلیفونونه د سندرو لپاره ګوري، سیم کارتونه ګوري. هغو په ځانګړي په ډول سلام سیم کارتونه لټوي[ سلام کارتونه طالبانو بند کړې، ځکه وايي حکومتي دي]، که چاسره یې پيدا کړي، جریمه کوي یې او جیل ته یې وړي.)
رشېدې ای ای این شبکې ته وویل چې د سفر پرمهال د ستونزو له ډېرولو پرته، طالبانو کې د دوحې له تړون راهیسې کوم بدلون نه دی راغلی. رشیده وايي، هغې او خلکو تمه لرله چې که سوله وشي، نو بیا به طالب وسله والو ته خواړه او نور توکي نه ورکوي. هغه وايي دا د اوږدې مودې ستونزه ده (په ځانګړي ډول د بې وزلو لپاره ګرانه ده چې طالبانو ته خوازه برابره کړي)
سید مالک د کندوز ښار په لرې لوېدیځه څنډه کې کوچنی دوکان لري او دا هغه سیمه ده چې د حکومت د واک کمېدل پکې په تدریجي ډول پیلېږي او طالبانو ترې څو ځلې د برېښنا لپاره د پيسو غوښتنه کړې. مالک وايي سره له دې چې هلته د لومړۍ کرښې په پوستو کې پولیس هم شته، خو بیا هم اړ دی طالبانو ته پیسې ورکړي ځکه د برېښنا لینونه له هغو سیمو تېرېږي چې طالبان پکې واکمن دي او که پیسې ور نه کړي، برېښنا یې پرې کېږي.
مالک څلور زامن درلودل، یو یې د طالبانو په پلوي جنګ له لاسه ورکړی دی. هغه په خپله سیمه کې چې له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو په واک کې ده، ځانګړی دریځ لري. هغه هرومرو د طالبانو ملاتړی نه دی، خو له شک پرته د حکومت مخالف دی. نوموړی وايي ( موږ اسلامي نظام غواړو او داسې خلک غواړو چې دا ډول نظام حاکم کړي. ضروري نه ده چې موږ طالبان غواړو، موږ داسې څوک غواړو چې اسلامي نظام راولي.) مالک له بلې خوا پر هغو کسانو خورا قهرجن دی چې امریکایانو یې ملاتړ کړی او کار ورسره کړي. وايي همدې کسانو د دې پر ځای چې د بې وزلو مرسته وکړي، د خپلو جیبونو ډکولو په غم کې دي. نوموړی زیاتوي: ( هغوی [امریکا] باید د حکومت ملاتړ پای ته ورسوي. بیا به مالومه شي څه کېږي)
ننګرهار
د ننګرهار حالات له لویه سره له ۱۳۹۴ راهیسې په دغه ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش له شته والي سره واوښتل. آن وروسته له هغه چې ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۸ په لیندۍ میاشتې دا ډله (له منځه وړل) شوې اعلان کړه، بیا هم په دې ولایت کې د جګړې د ډګر وېجاړۍ خپل اغیز لري.
د افغان ځواکونو د ټیټې کچې فشار طالبان محدود ساتلي
له کب میاشتې د افغان ځواکونه تګلاره دا ده چې هغه سیمې وساتي چې په ۱۳۹۶ کې یې د داعش ضد عملیاتو کې نیولې وي. یاد سیمې د خوګیاڼیو او شیرزادو په څیر ولسوالیو کې د داعش پرضد د افغان ځواکونو او طالبان په عملیاتو کې نېول شوې وې او امریکا هم هوايي بریدونه له سره تازه کړې وو. هر لوري په دغو عملیاتو کې د بریا ادعا کوله. په همدې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته لوستی شئ. یو امنیتي کارپوه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، له کب میاشتې مخکې د داعش پر ضد د خلکو یو موټی کېدل چې د ملي امنیت له خوا ملاتړ کېدونکي نوي پاڅونوال هم ورسره وو، بیلګه یې په کلونو کې نه ده لېدل شوې او همدې ځواکونو سیمې ساتلې وې. خو د همدې شنونکي په وینا اوس د طالبانو پر ضد د ننګرهار په شاخوا کې له کوچنیو عملیاتو پرته بل څه نشته. د هغه په باور د افغان ځواکونو تګلاره دا ده چې له طالبانو هغه سیمې وساتي چې ( د درې کلونو پرمهال یې له وقفې پرته په پوځي عملیاتو کې نېولې دي.)
ګل شیرن خوګیاڼیو ته د تللې لویې لارې په یوه پوسته کې د سیمه ییزو پولیسو د یوې کوچنۍ ډلې مشر دی. هغه وايي سره له دې چې د طالبانو د برېدونو هڅې ډېرې شوې دي، همغې تګلارې پایله ورکړې وه. ګل شیرین د خوګیاڼیو په جنوب کې د سپن غره په لمنو کې پرتو کلیو ته چې په ارګچ مشهور دي، د لاس په نیولو وویل چې دا سیمې د ۱۳۹۷ تر وروستیو میاشتو چې حکومت پکې عملیات نه و پیل کړي، ټولې د طالبانو په واک کې وې. هغه په زمري میاشت کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل، سره له دې چې طالبان لا هم هلته په محدودو سیمو کې شته خو ( د دوحې له تړون وروسته طالبانو هیڅ سیمه نه ده نیولې، سره له دې چې د نیولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.)
ګل شیرین او نور حکومتي پلوي ملیشه ځواکونه وايي، دوحې له تړون راهیسې حکومت خپل عملیات روان ساتلي دي؛ او په درېیو ولایتونو کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د مالوماتو له مخې دا کمسارې استثنا بلل کېدای شي. ګل شیرین ای ای این شبکې ته وویل ( توپیر دا دی چې پخوا افغان اردو د امریکا هوايي ملاتړ درلود، خو اوس هغه ملاتړ نشته.) داسې حال کې طالبانو د دوحې له تړون وروسته په خوګياڼیو کې د واک خپلې سیمې نه دي پراخې کړي، د ملي امنیت د صفر دوه ځانګړو ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو او د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو بندېدو طالبانو ته د ارامۍ فرصت ورکړ دی. ګل شیرین وايي: ( طالبانو اوس په ازاده فضاه کې تګ راتګ کوي، هغوی اوس پر خپلو موټرو درنې وسلې تړلې وي او آن پټوي یې هم نه.)
نور بهرني وسله وال، نوره روزنه؟
مالک مکی په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د ۶۰ پاڅونوالو قومندان دی. هغه د ولسوالۍ د مرکز او د جنوب په لور د سپین غره ترمنځ سیمې ساتنه کوي. ښاغلی مکی د دوحې پر تړون سخت نېوکې کوي او وايي د هغه پر ولسوالۍ یې ډېر اغېز کړی دی. د مکي لومړی اندېښنه دا وه چې پخوا یې پر پوستو په میاشت کې یو یا دوه ځله طالبانو بریدونه کول خو د دوحې له تړون وروسته د طالبانو بریدونه بیخي ډېر شوې دي او د هغه په باور دلیل یې دا دی چې پر طالبانو اوس پوځي فشار نشته. د ښاغلي مکي اوږدمهالې اندېښنه بیا دا ده چې د دوحې له تړون وروسته—له کله نه چې د امریکا هوايي بریدونه بند شوې دي، دهغه په ټکو د پاکستاني او چیچنیانو (۴) په ګډون ګڼ بهرني اورپکي له ډېورنډ کرښې خوګیاڼیو ته اووښتي دي. مکی ادعا کوي چې ( طالبان او ملاتړي یې غواړي طالبان د زور له لارې واک ته ورسوي.) ګڼو سیمه ییزو خلکو او شنونکو هم د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي ګڼ بهرني اورپکي د ننګرهار جنوب لوېدیځو ولسوالیو ته تللې دي.
امنیتي ځواکونه هم ادعا کوي په زمري میاشت کې یې ۱۵ پاکستانیان په خوګیاڼیو کې وژلې دي، خو دا روښانه نه ده چې په څه ډول شرایطو کې وژل شوې دي. طلوع نیوز په زمري میاشت کې د افغان پوځ د یوه کنډک د قومندان جنران کریم نیازي له خولي وویل: ( استخباراتي مالومات ښيي د پاکستان تقاعد شوي ډګروالان هلته تللي او سیمه ییزو طالبانو ته روزنه ورکوي.) په پاکستان کې د پښتنو د حقونو فعال او د پارلمان غړي عالي وزیر هم پر ټویټر پاڼه لیکلي و چې پاکستان ته هغه مړي وړل شوي چې په افغانستان کې وژل شوې دي. هغه لیکلي: ( د پاکستان د دولت لومړیتوبونه څه دي؟)
له ډېری هغو سره چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ورسره خبره کړې دي، پر دې همغږي وو چې بهرنیان د دوحې له تړون وروسته له ازاد تګ راتګ نه ګټه اخلي او تر ډېره د دې پر ځای چې مخامخ جګړو کې برخه واخلي، لږه تر لږه د اوس لپاره اورپکي روزي. ولسي خلک او افغان ځواکونه هم وايي چې سره رود، خوګیاڼیو او د ننګرهار تر ټولو لرې پرتو ولسوالیو حصارک او شیرازدو ته په پراخه کچه بهرني وسله وال تللې دي. د شیزادو اوسېدونکی ولي وايي ډېری دغه بهرنیان له وزیرستانه او خیبر ایجنسۍ ورغلې دي او په هغو سیمو کې مېشت شوي دي چې حکومت د دوحې له تړون مخکې ونه شوای کړی چې له طالبانو یې ونیسي. د ولي په وینا د هوايي بریدونو له وېرې پرته طالبان: ( اوس په ښکاره لویې غونډې جوړوي، فوټبال کوي او ازاد تګ راتګ کوي.) له لویه سره وېره ده چې طالبان دخپل پوځي ځواک پر پیاوړي کېدو بوخت دي، او که افغان خپل منځۍ خبري کومې پایلې ته نه رسېږي او یا هم سمه ګټه ترې وانه خیستل شي، طالبان به له همدې ځواکه کار اخلي.
د ځینو افغان ځواکونو لپاره ډېرېدونکی فشار
په ځینو سیمو کې طالبان لا هم د داعش پرضد یرغلیز عملیات کوي. مخکې له دې چې له ننګرهار داعشیان وشړل شي، داعش ډلې ځینې طالب ګروپونه هغو سیمو ته په شا وتمبول چې جګړې پکې ډېرې ګرمې نه وې. د بېلګې په ډول یوه له هغو سیمو د سره رود شمالي برخې وې چې له همغه ځایه یې پر حکومتي ځواکونو بریدونه ډېر کړل. حاجي نصار ګل د سره رود ولسوالۍ مرکز ته څېرمه په شمشپور کې د سیمه ییزو پولیسو د یوې پوستې قومندان دی. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په لومړي ځل د ۱۳۹۸ کال په زمري میاشت ورسره لېدلې او دا داسې وخت و چې ملي پولیسو، سیمه ییزو پولیسو او ملي اردو په ګډه د تور غره په لمنو کې دباغوان دښتې شاخوا سیمې له طالبانو پاکولې. د روان کال په تلې میاشت کې هغه په کور و او له هغو زخمونو په رغېدو و چې دوه اوونۍ وړاندې یې پوسته برید وشو او ونیول شوه. د هغه د پوستې درې سیمه ییز پولیس ووژل شول. یو زوی یې هم ټپي شو خو له بریده ژوندی ووت.
کله چې مو چې په لومړي ځل په ۱۳۹۸ کې مرکه ورسره کوله، هغه ویل 🙁 د عملیاتو د هرې ورځې په تېرېدو طالبان په شاه تمبول کېږي.) د تیر کال د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د پولیسو یوه نوې پوسته د تور غره او د ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې په يوه غونډۍ جوړه شوه. په هغې پوسته کې لا هم زموږ تر ورتګ ملي پولیس پراته وو.
هغه څه چې انارګل دا وروستیو کې تجربه کړي و، له دوحې تړون وروسته یې د افغان حکومت او د ځواکونو پر دریځ له شک پرته قهرېدلی و. هغه وايي: ( طالبان راحت شول، له هوايي بریدونو نه وېرېږي. د ملي امنیت د صفر دوه ځانګړو ځواکونو عملیات نور نشته. دا هغه څه و چې طالبان ترې وېرېدل، خو اوس وېره نه لري.) انارګل له دوحې تړون وروسته په افغانستان کې حالت له یوه اړخیزه اوربند سره پرتله کوي او وايي چې حکومت د جګړې د لومړۍ کرښې حقایق په پام کې نه نیسي او سیاسي پرېکړې کوي.)
انار ګل وايي سره له دې چې سیمې ته یې د اورپکو نوې ډلې ورغلې دي، خو زیاتوي چې دا وروستي بریدونه سیمه ییزو طالب قومندانانو کړې دي. دهغه په وینا د مبارز په نامه د طالبانو د یوې ډلې قومندان د یوې سختې جګړې له پای وروسته پر تیلیفون پرې غږ کړل چې: (راوځه، چیرته پټ یې؟). انار ګل وايي د یوه دېوال څنګ ته پټ و او د مبارز کسان یې ولیدل چې پر زوی یې ډزې وکړې او هڅه یې کوله موټر یې وتښتوي خو چې چالان نه شو، اور یې ورته کړ. هغه وايي: ( هر څه مې په خپلو سترګو ولېدل. په کابل کې ناست خلک له دې حالت خبر نه د.په ولسوالیو کې موږ جګړه کوو. پوهېږي چې ريښتیا څه دي.)
د انارګل په ګډون له ډېرو نورو افغان ځواکونو سره چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې خبرې کړې دي، ډېری یې شک لر چې د سولې لپاره دې له زړه ژمنتیا موجوده وي. هغه زیاتوي: (دواړه لوري وخت ضایع کوي، هغوی د سولې لپاره له زړه کار نه کوي. هیڅ تمه نشته. سوله نه راځي. آن که سپین ږیری هم شم، د سولې په نوم به څه را نه شي.) له انارګله مو وپوښتل کله یې چې ټپونه ښه شي، بیرته خپلې پوستې ته د ورتګ اراده لري، هغه وویل : (ښايي بیرته ولاړ شم، یوازې د خپلو خلکو لپاره، نه د حکومت لپاره.)
د جګړې په اووښتونکې لومړۍ کرښه کې ولسي وګړي
هیمشه ګل د تور غره او لویې لارې ترمنځ د کوچنۍ غونډۍ پر سر د پوستې تر څنګ اوسېږي. دا پوسته د ۱۳۹۸ په لومړیو میاشتو کې جوړه شوې وه. همیشه ګل وايي، د پوستې له جوړېدو وروسته په امنیت کې د پام وړ ښه والی راغلی و.
نوموړي څو کاله وړاندې له خوګیاڼیو سره رود ولسوالۍ ته د دې لپاره کډه شو چې هلته یې په سیمه کې د طالبانو له ډېرېدونکي نفوذ سره اولادونه یو ځای نه شي. خو په ۱۳۹۷ کې په سره رود ولسوالۍ کې هغه او لویه کورنۍ یې په داسې سیمه کې راښکیل شول چې نه د حکومت وه او نه هم د طالبانو. دا داسې سیمه وه چې د سړک پر سر حکومت واکمن و او ور څیرمه کوچنیو غونډیو کې طالبان وو او ټاکل شوې په همدې غونډیو کې حکومتي پوسته جوړه شي. د هغه په وینا د راکټو مرمۍ او هوانونه له اسمانه په ابراهیم خیلو کلي د هغه د کور شاوخوا را پرېوتل او ډېر وخت دا کار په اوونۍ کې څو ځلې کېده. د هغه د کور پر دېوالونو د همغه مهال د ډزو سوري اوس هم لېدل کېږي. خو د ۱۳۹۷ په وروستیو کې یې هغه وخت کورنۍ له لوی ګزار سره مخامخ شوه چې یوه کوچني ماشوم یې ښوونځي ته پر لار د راکټ ناچاودلې مرمۍ راپورته کړي. د همیشه ګل خور او درې ماشومان ووژل شول او اووه نور ووژل ټپیان شول. د ټپیان د هر یوه یې لږ تر لږه د بدن یوه غړی پرې شوی او مرمۍ هغه وخت وچول شوه چې یوه ماشوم یې د کور مخې ته د درواز بهر وغورځوله.
د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې تیر کال همیشه ګل او پاتې کورنۍ ته یې هغه ارامي برابره شوه چې ډېره موده نه وه. هغه خپلې نوې جوړې شوې پوستې ته لاس ونیو او د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یې وویل: ( له عملیاتو وروسته حالت ډېر ښه شوې وو) خو د نورو هغو په څیر چې مرکې مو ورسره کړې دي، همیشه ګل هم له دوحې تړون وروسته (حالت تر ټولو بدتر بلل). د هغه پر پوستې د طالبانو بریدونه او د هوانونو ګزارونه تر پخوا اوس بیخي ډېر شوې دي. خو لږ تر لږه اوس لپاره د همیشه ګل او دهغه د کورنۍ پوسته د حکومت د لومړۍ کرښې شاته پاتې ده او د پخوا په څیر د دوو جنګي کرښو په منځ کې نه ده اېسار.
په خوګياڼیو کې سره له دې چې افغان ځواکونو تیر کال له طالبانو د یادې ولسوالۍ پراخې سیمې بیرته ونیولې، خو لا هم طالبان د سره رود په څیر ښار ته له نژدې ولسوالیو هلته ډېر فعال دي. خیر الله چې ۷۲ کلن دی، په وزیرو تنګي کې د خپلې لمسۍ د وژل کېدو کیسه موږ ته وکړه چې څه ډول د دوحې له تړون مخکې د خپل کور مخې ته له هوا د مهماتو د را غورځېدول پر وخت د جګړې پرمهال قرباني شوه. خیر الله ګومان کوي چې امریکايي الوتکو له هوا مهمات غورځول. نوموړی وايي، له هغې راهیسې چې دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون لاسلیک شوی دی، د سړک غاړې د بمونو، هدفې وژنې، د حکومت او افغان ځواکونو د غړو په نښه کولو پېښې په کمساري ډول ډېرشوې دي. خیرالله هم په سیمه کې له ولسي خلکو سره د اورپکو پر چلند توندې نېوکې کولې او وايي چې له دوحې تړون راهیسې پکې د بهرنیو وسله والو شتون ډېر شوی دی. هغه وايي: ( که موږ ترې وغواړو چې زموږ د کورونو له څنګه دې ډزې نه کوي، هغوی یې نه مني. هغوی موټر تالاشي کوي او عشر غواړي.)
خو خیر الله یوازې طالبانو ته– چې دا وروستیو کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو پړه دي، غوسه نه دی، بلکې همدومره له حکومت او امریکا هم سر ټکوي او وايي که په رېښتیا د جګړې پای ته رسېدل غواړي، د هغه په ټکو باید پر پاکستان فشار راوړي. نوموړی وايي : ( موږ له حکومته هم خوښ نه یوو. که خلکو پر حکومت باور درلودی، نو په لرې پرتو سیمو کې به یې د سیمه ییزو خلکو ملاتړ کړی وای. که داسې یې کړي وای، ممکن حکومت بریالی وای)
هغه امنیت چې حکومت یې سیمه ییزو خلکو ته برابروي، اوږدمهالی نه وي او همدا ده چې ځايي خلک ورسره د یو ځای کېدو ژمنه نه کوي. اصلا، خلک له خپلو تجربو پوهېږي چې حکومت د دې وړتیا او سرچینې نه لري چې د اوږدمهال لپاره یې امنیت ټینګ کړي، نو ځکه د خپلې بقا لپاره خپلې لارې چارې ګوري؛ او پر دې هم پوهېږي چې که د حکومت ملاتړ وکړي، ښايي همدا ملاتړ یې په سرخوږي بدل شي. خو له دې سره سره بیاهم خیرالله چې د امریکايي پوځ د هوايي برید قرباني دی، د طالبانو مخالفت کوي. نوموړی وايي، نه پوهېږي چې د دوحې له تړون وروسته حکومت ولې پر طالبانو فشار لرې کړی دی ( حکومت فعال او اغیزمن نه دی. باید بمباري او د صفر دوه قطعو عملیات له سره پیل شي)
په شیرزادو کې ۴۰ کلن ولي بیا وايي بهرنیو او سیمه ییزو اورپکو ته نوې ازادۍ د دې فرصت برابر کړی چې د مالیې راټولولو کچه یې لوړه کړې ده. دا مالیه له هغه لس فیصده عشر سر بیره راټولېږي چې له تېرو ۵ کلونو راهیسې پر بزګرو جبري کړې ده. ولي وايي : ( د شیرزادو له شوکاڼې تلونکی هر موټر باید ۲۰۰۰۰ افغانۍ اوس طالبانو ته ورکړي. دا هر څه په ښکاره اخلي. اوس له هیڅ شي وېره نه لري)
پایله
د دوحې تړون په اړه انګیرنې له لویه سره د جګړې د لومړۍ کرښې د یوې او بلې غاړې له ژوند یا جنګ سره تړلې دي.
طالبان او دهغوی خواخوږي دې تړون ته د خپلې ۱۵ کلنې اورپکۍ د ثمرې په سترګه ګوري. داسې حال کې د حکومت او امریکا د برېدونو وېره کمه شوې، د طالب وسله والو ترمنځ مورال پیاوړی شوی دی. د هغو کسانو له خولې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ورسره خبرې کړې، د طالبانو باور دا دی چې د امریکا پرضد جګړې د ځواکونو د وېستو هوکړې ته لاره هواره کړې او له همدې وجې یرغلیز عملیات بند شوې دي. همدا ده چې طالبان فکر کوي د یقیني بریا فرصت یې—که له سیاسي لارې وي او یا هم له پوځي، اوس له بل هر وخت ډېر شوی. داسې ښکاري چې د طالبانو وسله وال د هوايي بریدونه له نشتوالي ګټه اخلي، پرته له دې چې د دوحې تړون کې شوې هوکړې تر پښو ډېرې لاندې کړي، د حکومتي ځواکونو پرضد کوچنۍ او د منځنۍ کچې برېدونه کوي او د پوځي فشار له نشتوالي خوند اخلي. خو د رپوټونو له مخې په میدان وردګ او ننګرهار کې د بهرنیو اورپکو شته والي طالب وسله وال او ځايي خلک اندېښمن کړې دي.
حکومتي ځواکونه بیا له لویه سره د امریکا پر ارادو شک لري او امریکا ته په داسې سترګه ګوري چې دوحې تړون یې د سم باور له مخې نه دی کړی؛ او پایلې یې خپله د افغانانو لپاره په ګته نه بولي. ډېری هغوی چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ورسره خبرې کړې دي، په دې باور دي چې د دوحې تړون د امریکا او طالبانو په ګټه دي خو زیان یې افغان حکومت او افغان ځواکونو ته رسېږي او وايي هره ورځ مري. د افغان ځواکونو ډېری غړو چې له ای ای این سره یې مرکې کړې دي، د طالبانو پر وړاندې د حکومت پر ناڅاپي غیرفعال دریځ نهیلي دي. وروسته له هغه چې تېر کال د امریکا په سختو هوايي ګزارونو او شپنیو عملیاتو کې طالبانو درانه زیانونه ورسېدل، ولسمشر غني د دوحې له تړون وروسته خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې یوازې دفاعي حالت واوسي. همدې طالبانو ته زمینه برابره کړه پر هغو سیمو ولکه ټینګه کړي چې کله به یوه لوري او کله به بل لوري نېولې. د دې ترڅنګ یې پر لویو مهمو لارو واک تر لاسه کړ او د جګړې په سیمو کې یې ډېره ازادي پیدا کړه. پرته له دې چې دا کار به څومره سولې ته ګټه یا تاوان وکړي، ډېرو حکومتي او امنیتي چارواکو ته نوې لارښوونې له پوځي پلوه کمزورې کوونکې او له سیاسي پلو تېر اېستل ښکاري.
په روانه سناریو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره طالبان لږه انګیزه لري. په دې مانا چې اوسمهال داسې لږ پېښېږي چې طالبان د ځآن دفاع وکړي، ځکه بریدونه پرې نه کېږي. نو په ټوله کې طالبان د خپلو عملیاتو د کموالي لپاره یوه انګیزه دا لرلی شي چې خپل پام د وسله والو پر روزنه ورټول کړي، په خپلو سیمو کې کنټرول ټینګ وساتي، د راتلونکیو بیړنیو حالاتو لپاره پلانونه جوړ کړي او یا په ساده ډول د ځانونو به بیا چمتو کولو کار وکړي. خو داسې نه ښکاري چې طالبان دې اوس د لویو سیمو د نیولو تابیا ولري. هغوی د یرغلیزو عملیاتو له نشتوالي ګټه اخیستې او په کلیوالیو سیمو کې د دولتي مرکزونو شاوخوا ورټول شوي چې ښايي په راتلونکې د برید پلانونه پرې ولري—په ځآنګړي ډول که چې د امریکايي د هوايي بریدونو وېره په بشپړ ډول ختمه شي. په عین حال کې اوسني دفاعي حالت دې زمینه برابره کړې چې پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر وشي، مرګ ژوبله یې لوړه شي او مورال یې کمزوری شوی دی. دا حالت اوږدمهالی نه شي پاتېدای.
(۱) پخواني رپوټونه دا دي:
د ای این ای شبکې غړي، د ولسوالیو غږونه، د تاوتریخوالي نقشه (۱): وروسته له هغه چې د تاوتریخوالي د کمېدو موده ختمه شوه، څه وشول؟، ۱۳۹۹ د وري لومړۍ
کېټ کلارک، د ولسوالیو غږونه، د تاوتریخوالي نقشه (۲): د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې یوه میاشت وروسته د جګړې ارزونه، د غبرګولي ۳۰- ۱۳۹۹
رضا کاظمي او فضل رحمان مظهري، په افغانستان کې کورونا وبا (۴): د جګړې او کورونا وبا ترمنځ نامالومه اغېز، د غبرګولي ۳۰- ۱۳۹۹.
کېټ کلارک، افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې جګړه: د پخوا په څیر تاوتریخوال، خو څوک پرې خبرې نه کوي، د زمري ۲۵-۱۳۹۹.
(۲) په خبرو کې په لوی لاس د ځان تېر اېستل داسې څه ته وویل کېږي چې له یوه مطلب په خپله خوښه تعبیر کېږي. دواړه لوري کټ مټ یو ډول مالومات ورکول کېږي، خو هغه برخه یې ترې غوره کوي چې تر ټولو ډېره یې په خپله ګټه وي. د نورو مالوماتو لپاره د انډرو کېپټو دا شننه ( د خبرو په بهیر کې په لوی لاس ځآن تېر اېستنې ته کتنه)، ولولئ چې د کړکیچ د مدیریت په نړیوال ژورنال کې خپره شوې ده. وږي میاشت، ۱۳۹۲.
(۳) د وردګو هغه دوه ولسوالۍ چې هزاره جات نومېږي، حصه اول بهسود ( بهسود۱) او مرکزي بهسود (بهسود ۲) دي.
(۴) ډېری هغه کسان چې چیچنایان بلل شوي، ښايي هرومرو چیچنایان نه وو، خو تر ډېره هاغسې چې موږ یې په اړه رپوټ ورکړی، (ناپيژاندي بهرني مسلمانان دي.) په دې اړه زموږ پخواني رپوټونه دلته او دلته لوستی شئ.
پای
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۳ عقرب / لړم ۱۳۹۹