Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

د طالبانو فرصت طلبي او د افغان ځواکونو نهیلي: د دوحې له تړون وروسته افغان جنګ څرنګه واوښت؟

تیم ما / زموږ کاري ډله انډرېیو کوالټي 19 دقیقې

دا لیکنه پر دوو برخو ویشل شوۍ

لومړۍ برخه

په تېرو اوو میاشتو کې که ولسي وګړي دي یا جګړه ښکېل اړخونه چې د افغانستان (جګړه کې یې شپې اوړي)، بېلا بېل حالات یې تجربه کړي دي. تر ډېره دا حالت له دې سره تړلی دی چې د هېواد په کومه برخه کې اوسېږئ. د دوحې له تړون وروسته چې امریکايي ځواکونو له لویه  سره هوايي بریدونه بند کړل او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو لپاره د اټکل خلاف د ارامۍ فضا برابره شوې. سره له دې چې طالبانو د لویو بریدونه مخه له ښارونو اړولې، خو شواهد په ډاګه کوي چې د نورو لپاره بیا د تاوتریخوالي نورې بڼې پيدا شوې دي او د ولسي خلکو مرګ ژوبله یې ډېره کړې ده. همدې طالبان خوښ کړي او د افغان ملي او دفاعي ځواکونو د غړو مورال یې کمزوری کړی دی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکي انډرېیو کوالټي په ځانګړي رپوټ کې درېيو ولایتونو  ته کتنه کړې او هلته یې د تاوتریخوالي د بدلېدونکي حالت ارزونه کړې ده. هغه په خپل رپوټ کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو پر  راتلونکې هم له خلکو پوښتنې کړې دي؛ دا هغه غوښتنه ده چې د افغانستان حکومت یې تل کوي خو طالبانو تر اوسه رد کړې ده.

د کب له (درېیمې تر لسمې) اووه ورځې چې تاوتریخوالی پکې کم شوی و، له هغه مهال راهیسې دا د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پنځم رپوټ دی؛ او له همدې مودې وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو (۱). په دې رپوټ کې ۵۳ مرکې شوې دي. څلور یې له طالبانو، ۱۸ یې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو له غړو، شپږ یې د حکومتي چارواکو او ۲۶ نورې یې د ولسي خلکو دي. دا مرکې د غبرګولي او زمري میاشتو ترمنځ په میدان وردګو، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې شوې دي. په دې مرکو کې دا څېړل  شوي چې د دوحې له تړون وروسته د جګړه ښکېلو اړخونو پوځي دریځونو پر ولسي خلکو او د جنګ پر دواړو لوریو څه اغیز کړی دی.  

د رپوټ مهم ټکي

  • په کب میاشت کې د دوحې له تړون وروسته د تاوتریخوالي د  کموالي په اړه د طالبانو او امریکايي ځواکونو تعبیرونه بیخي سره توپیر لري.
  • د شپنیو عملیاتو په ګډون د امریکا هوايي بریدونه او د افغان ځواکونو بریدونه له لویه سره راکم شوي دي. خو داسې حال کې چې طالبانو د لویو ښارونو کې پر مرکزونو بریدونه بند کړي، د نورو بڼو بریدونه یې پراخ کړې دي.
  • هغه ولسي خلک چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اوسېږي، ژوند یې د هوايي بریدونه او شپنیو عملیاتو له وېرې پرته عادي حالت ته ستون شوی چې کلونه کلونه داسې نه وو.
  • په هغو سیمو کې چې د حکومت تر واک لاندې دي، سره له دې چې د ژوند چارې په ډېرېدونکي ډول په ترهګریزو بریدونو کې ګډې وډې شوې دي، ګواښ لا هم هغومره ډېر دی چې د دوحې د تړون له لاسیلک دمخه و.
  • هغه خلک چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو د جګړې سیمو کې اوسېږي، د افغان ځواکونو دفاعي حالت ورته په دې واوښت چې د افغان سرتیرو پر پوستو د طالبانو بریدونه پرله پسې ډېر شول. همدې بریدونو ته د حکومتي ځواکونو د بیړنیو ځوابونو له امله په ډزو کې د ولسي خلکو د راګیرېدو ګواښ ډېر شوی دی.
  • د امریکايي ځواکونو د بریدونو له کمېدو سره د طالبانو مورال لوړ شوی دی.
  • له همدې وجې ډېری طالبان ګومان کوي  تر بل هر وخت یې اوس د بري چانس که له سیاسي لارې وي یا پوځي، ډېر شوی دی.
  • د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ډېری غړي د طالبانو پر وړاندې د حکومت د غیر فعال دریځ په اړه نهیلي ښيي  او  د دوحې تړون ته د داسې څه په سترګه ګوري چې د غولولو لپاره شوی وي.
  • طالبان پر افغان ځواکونو د تسلیمۍ لپاره فشار اچوي.
  • په ډېرېدونکي ډول د بهرنیو اورپکو زیاتوالی چې د هوايي بریدونو په نشتوالي کې د روزنې چارې مخ ته وړي.
  • په میدان وردګو کې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو  پرمهال چې کله هوايي بریدونه او شپني عملیات بند شول، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کراري شوه. په هغو سیمو کې چې دواړو لورو یې د نیولو لپاره جګړه کوله، طالبان پر افغان ځواکونو  بریدونو ته زړور شوي دي. ځکه له یوې خوا په دفاعي حالت کې دي او له بل لوري د حکومت تر ولکې لاندې سیمې ډېرې محدودې دي او که تاوتریخوالي پکې ډېرېږي، زیان یې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ډېر اوړي.
  • په کندوز کې د دې ولایت مرکز ته پر غځېدلې لار، طالبان له ۱۳۸۱ راهیسې اوس تر بل هر وخت پیاوړی حضور لري. افغان ملي پولیس او سیمه ییز پولیس د لومړۍ کرښې په پوستو کې تر فشار لاندې پراته دي او پر دې نهیلي دي چې ملي اردو ډېره فعاله نه ده.
  • په ننګرهار کې بیا حالت یو څه بدل شوی دی، او تاوتریخوالی تر ډېره هغو سیمو ته ور محدود شوی چې د دوحې له تړون مخکې هم طالبان پکې فعال وو. خو له دې سره سره د دې  ولایت په جنوب لوېدیځو ولسوالیو کې په پراخه کچه د بهرنیو اورپکو شتون یوه لویه اندېښنه ده.

تاوتریخوالی نه دی کم شوی: ژمنې نه دي پلې شوي – یا هم  د دوحې له تړونه تعبیرونه په خپله خوښه کېږي.

 وروسته له هغه چې په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د افغانستان لپاره د سولې د ټینګښت تړون د کب پر لسمه لاسلیک شو، امریکايي لوري په یوه ټویټر پيغام کې ادعا وکړه چې د خپل منځۍ افغان خبرو لپاره ټولو اړخونو ژمنه کړې د تاوتریخوالي کچه تر ۸۰ سلنه ټیټه کړي. ګومان دا دی چې له دوحې تړون سره پټې ضمیمې هم شته او په هغې کې ظاهراً ویل شوي چې امریکايي ځواکونه او طالبان به یو پر بل سملاسي یرغلیز عملیات بندوي. په ضمیمو کې ویل شوي چې امریکايي ځواکونه به هوايي بریدونه نه کوي خو د دې حق لري چې که افغان ځواکونه له شدید ګواښ سره مخامخ وي، دفاع یې وکړي. ولسمشر اشرف غني هم خپلو ملي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې دفاعي حالت ته  واوړي. افغان ځواکونو هم ظاهرا که په بشپړ ډول نه وي، له لویه سره یې هوايي  عملیات ځنډولې دي.

خو له بل لوري طالبانو سملاسي بېرته تعرضي عملیاتو ته مخه کړه. د کب په ۱۲ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز خبري اژانس ته وویل پر افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو بېرته پیل ته هره ګړۍ چمتو دي. (هر وخت یې شونیتیا شته، ښايي یوه ګړۍ وروسته وي، نن شپه وي، سبا او یا هم بله ورځ وي). له دې یوه ورځ وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وویل  طالبانو په ۱۷  ولایتونو کې بریدونه کړي دي. ( د دوحې د تړون پر لومړۍ میاشتې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته لوستلی شئ).

افغان حکومت او امریکا مني چې پر ولایتي مرکزونو د طالبانو پراخ بریدونه کم شوي خو پر دې خواشیني دي چې د تاوتریخوالي د کمېدو ژمنه یې د دوی په باور ماته کړې ده. طالبان بیا دا نه مني چې دا ژمنه دې یې کړي وي. د وري پر ۱۷ طالبانو پر خپله ویب پاڼه لیکلي (د شویو تړونو له مخې، تر هغو چې په خپل منځي افغان خبرو کې له ټولو افغان لوریو سره د هر اړخیز اوربند په اړه هوکړه نه وي شوې، د طالبانو اسلامي امارت د دې حق لري چې د کابل ادارې پر ټولو پوځي مرکزونو که په ښارونو کې وي یا هم په کلیوالیو سیمو کې، بریدونه وکړي.) له دې په ډاګه برېښي چې طالبان له هغو ژمنو اوښتي چې هوکړه یې پرې کړې وه. د طالبانو په اعلامیه کې دا رنګه ویل شوي ( اسلامي امارت نه هم په لویو ښارونو کې د دوی پر مرکزونو برید کړی او نه یې هم پر لویو پوځي مرکزونو عملیات کړي دي.) دوې ورځې وروسته، د وري پر ۱۹ د طالبانو په پرله پسې بریدونو پسې، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت نه فعال دفاعي دریځ ته ولاړل.

ښايي همدا وجه وي چې دواړه اړخونه له هغه څه چې پرېکړه پرې شوې، بېلا بېل تعبیرونه لري؛ او همدا ډول ناسم تعبیرونه خبرو کې خنډ راپورته کوي (دواړه لوري ګومان کوي چې دلایل یې کره دي) (۲) داسې ښکاري چې طالبان تر ډېره له تړونه خپل محدود تعبیر ته ژمن وي. په دې تعبیر کې د طالبانو ټینګار دا دی چې پر لویو ښارونو او پر لویو پوځي مرکزونو بریدونه کول او یا یې نه کول له امریکا سره د کوم تړون له مخې نه دي بلکې دا یې خپله خوښه ده. سره له دې چې ډېرې نورې پېښې هم کېږي، خو د غوايي پر ۲۵ د ګردېز محکمې ته څېرمه لارۍ بم، په غزني کې د ملي امنیت پر ودانۍ د هاموې موټر بم برید، د چونګاښ پر ۲۳ مه د سمنګان مرکز ایبک کې د ملي امنیت پر ودانۍ ‍موټر بم، د وږي پر ۱۹ کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د سړک غاړې مین چې لس لارویان یې ووژل، دا پراخ بمي او پیچلي مهم بریدونه هغه څه دي چې طالبانو په افغان ښارونو کې له دوحې تړون وروسته کړې دي.

که هاغسې چې امریکایان ادعا کوي، له لویه سره د تاوتریخوالي پرکموالي عمومي هوکړه شوې وي، نو دا په روښان ډول نه ده پلې شوې ځکه د کوچنیو بریدونو او هدفي وژنو پېښو کې پام وړ ډېروالی راغلی دی. حکومتي چارواکي، امنیتي کسان، د بشري حقونو فعالان، دیني عالمان وژل شوي او ټپيان شوي دي؛ او همدا په کابل ، ولایتي مرکزونو او ولسوالیو کې د چسپکي ماینونو، ځانمرګو بریدونو او د کوچنیو وسله والو ډلو همغږي بریدونه او تاوتریخوالی ښکاري. د تلې پر ۱۳ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ولسي خلکو د هدفي وژنو په اړه څېړنه خپره کړه. د دې کمیسیون د رپوټ له مخې په هدفي بریدونو کې ۵۳۳ کسان وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان دي. خو لکه هماغسې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په خپلو پخوانیو رپوټونو کې ویلي، طالبانو یوازې د څو محدودو دا ډول بریدونو پړه منلې. د افغان ځواکونو پر پوستو او د تلاشۍ ځایونو د کوچنۍ او منځنۍ کچې بریدونه په همغه پخواني ډول روان دي، خو د افغان ځواکونو د موټرو پر کاروانونو، ګاډو بریدونه په ځینو سیمو کې ډېر شوې دي، په ځانګړي ډول د دې ډول بریدونو کچه پر لویو لارو بیخي لوړه شوې ده.

کله چې د غوايي پر ۲۳ په کابل کې پر یوه زېږنتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسیمو بریدونه وشول، سره له دې چې طالبانو په دواړو پېښو کې خپله ښکېلتیا رد کړه، ولسمشر اشرف غني خپلو ځواکونو ته د اورپکو پرضد د یرغلیزو عملیاتو د بیا پیل لارښوونه وکړه. خو په هغو درېیو ولایتونو کې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پکې د افغان ځواکونو له څو کسانو سره خبرې کړې دي، داسې ښکاري چې دې اعلان ظاهرا د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو په دریځ کې ريښتونی بدلون نه دی رامنځ ته کړی.

د دوحې له تړون وروسته د تاوتریخوالي د کمېدو هغه تمه چې د خپل منځۍ افغان خبرو لپاره افغان او امریکايي اړخونو لرله، پوره نه شوه. د مرګ ژوبلې شمېرې ښيي د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د ولسي مرګ ژوبلې په اړه په خپل تازه رپوټ کې ویلي د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۸۵ ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د تېر کال د همدې مودې پرتله په ولسي مرګ ژوبله کې ۱۳ سلنه لږوالی ښيي. خو دا باید په پام کې ونیول شي چې د مرګ ژوبلې د ټیټېدو مهم لامل د طالبانو پرضد د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو بندېدل دي او بل دا چې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې وړتیاوې هم پام وړ کمې شوې دي. د افغانستان د امنیت شورا پخوا د چونګاښ پر ۱۳ په یوه ټویټري پيغام کې ویلي و (تېرې دوې اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وې) خو د زمري پر ۲۴  واشنګټن پوسټ ته ولسمشر اشرف غني په یوه لیکنه کې ویلي و چې د کب له لسمې راهیسې له کله نه چې د دوحې تړون لاسلیک شوی، طالبانو ۱۲۲۷۹ سرتېرو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ( طالبان خپلو وسله والو ته د مرګ ژوبلې شمېرې نه خپروي)

حکومتي ځواکونه هم له تیروتنو خالي نه دي. سره له چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، بیا هم د طالبانو بریدونو ته په ځوابي ډزو کې ولسي مرګ ژوبله اړوي. حکومتي سرتېري ولسي مرګ ژوبله د ډېر ځواک د کارولو له وجې کوي او یا هم د ځوابي بریدونو پرمهال کافي پام نه کوي. یوه ثبت شوې بېلګه د غبرګولي پر اوومه په هلمند کې د سنګین  ګڼ بازار کې هغه پېښه وه چې ۱۹ ولسي خلک پکې ووژل شول او ۳۱ نور هغه وخت ټپیان شول چې د طالبانو د هاوان برید ته افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې پر هغوی د هاوان ګولۍ وویشتلې. د افغانستان تحلیلګرانو شبکه د ځینو ولسي خلکو له خولې وايي د دوحې له تړون وروسته حکومتي ځواکونه پر خپلو پوستو او مرکزونو د طالبانو بریدونو ته پرته له دې چې ولسي خلک او کورونه په پام کې ونیسي، د توپ او هاوان ګولیو په ویشتلو ځواب وایي.

  د کب له لسمې وروسته چې د جګړې دواړو ښکېلو اړخونو پکې نوی دریځ غوره کړی، د کابل او ولایتي مرکزونو شاوخوا خلک چې له اوږدې مودې راهیسې پکې پوځي عملیات، د بې پيلوټه الوتکو غږونه او د شپنیو عملیاتو وېره حس کېده، اوس پکې د سیمه ییزو خلکو لپاره ژوند نوې بڼه پيدا کړې ده. د ځینو لپاره دې حالت ارامي راوستې خو د ځینو نورو لپاره بیا تاوتریخوالی لا بد شوی دی. په لاندې برخه کې موږ هغو موندنو ته کتنه کوو چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له میدان وردګو، کندوز او ننګرهاره تر لاسه کړې دي.

میدان وردګ

په هغو درېیو ولایتونو کې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړونکي ورغلي، د میدان وردګو د جګړې بڼه تر ټولو ډېره اوښتې. د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو خلاف چې تر ټولو ډېر سخت عملیات پکې کېدل، اوس د دوحې له تړون وروسته افغان ځواکونه ارام دي. خو طالبانو بیا د ملي امنیت د شپنیو عملیاتو او هوايي بریدونو له نشتوالي ګټه اخیستې. طالبان د افغان ځواکونو پر پوستونو ډېر بریدونه کوي او په پراخه کچه پر سړکونو خپل واک زیاتوي.

له غبرګولي راهیسې پر پوستو او مرکزونو د طالبانو ډېر شوي بریدونه

د دوحې تړون له لاسلیک را وروسته میاشتو کې په میدان وردګو کې جګړه پام وړ کمه شوه. په روژه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونو کې له ډېر والي پرته چې ځینې يې ونیولې، نور تاوتریخوالی کم و. د غبرګولي په لومړیو کې د طالبانو بریدونه په ناڅاپي ډول لوړ شول، له هغې وروسته تاوتریخوالي همداسې لوړېږي او حکومتي ځواکونه وېرېدلي دي.

د طالبانو یو ځايي قوماندان عبیدالله چې د سید اباد په شیخ اباد سیمه کې د ۲۵ وسله والو قوماندان دی، وايي د هوايي بریدونو او یا هم شپنیو عملیاتو په نشتوالي کې (موږ اوس ډېره ازادي لرو. پخوا به مو چې یو ځای برید وکړ، ژر به بېرته وتلو، خو اوس هغه وېرې نشته.) د هغه په وینا اوس کولای شي چې بریدونه تر اوږدې مودې وغځوي. په سید اباد کې د پوځ یو جګړن وايي، په سیمه ییزه کچه حکومتي ځواکونه دفاعي حالت کې دي. هغه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د دوحې تړون له امضا وروسته، په دشت توپ کې ۲۰۳ قول اردو د پنځم غونډ لومړي او دویم کنډک هیڅ ډول تعرضي عملیات نه دي کړي. د هغه په وینا، له وردګو د تېرېدونکې لارې د امنیت ټینګښت لپاره عملیات شوي دي خو په پراخه کچه نه دي او تر ډېره د یرغلیزو عملیاتو پر ځای اوس عملیات د طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره کېږي.

پر سړکونو د طالبانو واک

د دوحې له تړون وروسته طالبانو پر لویو لارو کنټرول تر لاسه کړی او همدا حالت په میدان وردګو کې هم لیدل کېږي. دا بدلون له لویه سره هغه وخت شونی شو چې افغان ځواکونه دفاعي حالت کې شول او د امریکا هوايي بریدونه ودرېدل. سره له دې چې پر لویو لارو واک دواړو اړخونو ته لومړیتوب درلود، خو طالبانو له دې فرصت نه ګټه واخیسته او پر سړکونو یې ولکه ټینګه کړه. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په همدې اړه په میدان وردګو کې له افغان ځواکونو سره خبرې کړې دي. په میدان ښار کې د سویل په لور د تللې لومړۍ نمبر لویې لارې د ساتنې مرستیال حاجي لعل محمد وايي، د هوايي ځواک د وېرې له ختمېدو سره طالبان زړور شول. پخوا د میدان ښار جنوب ته پر لویو لارو د طالبانو د تلاشۍ پوستې پرتله ییز ډول عامې وي، خو هیڅکله د اوږد مهال لپاره نه پاتېدې. لعل محمد وايي دا وروستیو کې یې له کندهاره میدان وردګو ته په بس کې سفر درلود، وايي په همغه شپه د سفر پرمهال د طالبانو له اتو پوستو تېر شو. هغه وايي: ( هغوی نور د هوايي بریدونه وېره نه لري.) پرته له دې چې راته ووايي څه ډول ترې خوندي تیر شو، لعل محمد وویل: ( هغوی شاوخوا له خپلو وسلو سره ازاد ګرځي… ډېر هوسا وو، هر کس یې په احتیاط او ورو پلټنه کوله).

همایون د لعل محمد تر قوماندې لاندې د لویې لارې د یوې پوستې پولیس دی. د چونګاښ په لومړیو کې یې د جنوب پر لور د تللي سړک یوه تاو شوی ځای ته لاس ونیو او ویل یې ( له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې، له ماښام تیارې وروسته هیڅوک له دې ځایه ها خوا نه دی تللی.) د غبرګولي پر لومړۍ د سید اباد پر سړک د افغان ځواکونو د موټرو کاروان یوه موټر بم راتم کړ او چاودنه وشوه. د امنیتي ځواکونو د یوې سرچینې له خولې په دې پېښه کې ۳۹ سرتیري ووژل شول او له ۲۵ ډېر موټرونه ویجاړ شول. خو رسنیو د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ویلي چې یوازې اته یا نهه سرتیري وژل شوي وو او نهه نور ټپیان ښودل شوي وو.

نسیم چې د سید اباد دی او په کابل کې اوسېږي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې شیخ اباد ته یې د وروستي سفر پر مهال ولیدل چې د افغان ځواکونو موټر پر لویه لار د ولسي خلکو په موټرو کې ورګډ شول چې طالبان پرې برید ونه کړي. هغه ویل: (طالبان پرې په دغه ډول حالاتو کې ډزې نه کوي،  ځکه ولسي خلک پکې وژل کېږي او حکومت یې بیا د پروپاګند په ډول کاروي.)

د ماینونو ډیروالی

په لویه کچه د طالبانو ازاد تګ راتګ دې ته لار جوړه کړې چې طالبان د کابل کندهار په لویه لاره په پراخه کچه ډېر ماینونه خښ کړي. د وږي په لومړیو ورځو کې د جنوب پر لور د میدان ښار او دشت توپ ترمنځ لویه لار کې چې څه نا څه ۳۰ کیلومتره کېږي، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د ۱۹ ماینونو ویجاړ شوي ځایونه وشمېرل. د ماینونو ځینې جوړې کړې کندې لا نه وې ډکې شوې.  په دې ۱۹ ځایونو کې له ځینو لا هم کړۍ تاو شوې وې، په دې مانا چې لاهم ماین پاکوونکو پرې موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله، او ښايي دلیل به یې دا و چې تازه چاودلي وو.

د۲۰۳ تندر قول اردو د پنځم ټولي ډګروال حمیدالله کوهدامنی چې میدان وردګ یې د څارنې برخه ده وايي، د ملي اردو کسانو د وږي په لومړیو کې د کابل-کندهار پر لویه لاره، یوازې ۹۵ کیلومتره سړک کې هره ورځ له پنځو تر لسو ماینونه شنډ کړي دي. ښاغلی کوهدامنی وايي ( دا لویه ستونزه ده، د ماینونو د را ا یستو پرمهال ډېر وخت پر موږ بریدونه هم کېږي).

خو د کوهدامني یوه بل همکار بیا ویل چې پخوا پر لویو لارو د ماین پاکولو عملیات عام نه وو خو اوسمهال چې پر افغان ځواکونو د سړک غاړې شلخي بمونو بریدونه ډېر شوي، د امنیتي ځواکونو مورال یې کمزوری کړی دی. هغه وايي ( موږ پوهېږو، که یو ماین وباسو، هغوی په دا شپه بل خښوي).

دویم بریدمن امیدالله د میدان ښار جنوب ته د پرتې لویې لارې ګزمو کنډک مشر دی. هغه په ځانګړو ځواکونو کې دنده درلوده خو په جګړه کې د ټپ له امله یوې بلې داسې دندې ته بدل شو چې پرتله ییز ډول اسانه وي. د وږي پر درېیمه داسې حال کې د سټالیټ له یوې لوړې غونډۍ یې د حاجي لعل محمد په ملتیا د لویې لارې څارنه کوله، د سړک یوه تنګ ځای ته چې نژدې یوه کیلومتر کې پروت و ، په اشاره وویل د تیارې په خپرېدو شونې نه ده چې د پولیسو موټر له هغه ځایه تېر شي. هغه ویل څه نا څه لس ورځې مخکې هغه هاموې چې ده پکې په همغه شپه ګزمه کوله، پر سړک غاړې ماین وربرابر شو. د هغه په ټکو ( لومړی مې ګومان کاوه پښې مې له بدنه جدا شوې، خو وروسته پوه شوم چې چاودنه دومره پیاوړې وه چې زموږ د هاموې موټر د ماشین برخه یې بیخي پرې کړې ده، پکې سپاره ټول ټپیان شول، خو ژوندي وو) په سړک کې چاودنې د انسان د قد هومره ځای ژور کړی و. هغه لا هم له دې شپږم ځل ټپې کېدو نه و روغ شوی.

دوې شپې وروسته له هغه چې امیدالله  له مرګوني بریده د ژوندي پاتېدو کیسه کوله، د هغه نور ملګري چې د عامه نظم پولیسو غړي وو، د پل سرخ جنوب ته په دوه کیلومترۍ کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول. دا سیمه نژدې دوه کیلومتره له هغه ځایه لرې ده چې د عبیدالله هاموې پر ماین برابره شوې وه. عبیدالله وايي: (طالبان ۸۲ ایس ډوله ټانک ضد وسلې کاروي، سنایپر یا نښه ویشتونکي ټوپک لري. زما ملګرو د سهار له درېیو بجو تر لمرخاته جنګ کړی و) عبدالله وايي په دې برید کې یو پولیس وژل شوی چې د هغه په ټکو په داسې یوه برید کې یوازې د یوه کس له لاسه ورکول له بریا کمه نه ده.  هغه زیاتوي: ( که خپل کسان مې ووینم، لاسونه به یې ښکل کړم).

پر لویو لارو حکومتي پوستې هم له بریدونو سره مخامخېږي او له چونګاښ راهیسې تر سخت فشار لاندې دي. د میدان ښار جنوب ته د لویې لارې د يوې پوستې عسکر همایون وايي، د غبرګولي او چونګاښ ترمنځ – هغه مهال چې زموږ شنونکي  میدان وردګو ته تللي وو،  طالبانو د لویو لارو څو پوستې نیولې وې. هغه وايي ( آن اوس د خپل مرکز شاوخوا هم نه شو ګرځېدلی). هغه وايي دا سیمه دومره نژدې ده چې زموږ له دېوالونو د ده افغانانو د استوګنې سیمه ښکاري چې د ولایتي مرکز جنوب له زرغونې سیمې سره تړلې ده. ده د سیند راوړو ډبرو هغې ډېرۍ ته اشاره وکړه چې د خپل پولیس همکار په یاد یې راغونډې کړې وې. د اعظم په نامه ملګری یې یوه ورځ وړاندې داسې مهال د سنایپر یا نښه ویشتونکي په ګولۍ لګېدلی و چې په مرکز کې دننه له یوه کانکریټي دېواله بل ته روان و. نوموړي د شګو له ډکو بوجیو نژدې ځایونو ته په اشاره وویل: ( طالبان یوازې څو کورونه هاخوا دي. دا تېرو څو ورځو کې به خلکو ویل چې هغوي ښايي پوسته ونیسي. د شپې له خوا هغوی کولای شي چې موږ محاصره کړي).

د افغان ځواکونو چارواکي وايي طالبان تر ډېر هڅه کوي د جنوب لوېدیځ لور ته په پرتو پوستو بریدونه ورټول وساتي او ځینې بریدونه پر هغو پوستو کېږي چې د والي له دفتره په یوه کیلومتر واټن کې پرتې دي. د وږي پر دویمه، په ده افغانانو کې د پولیسو پوسته باندې د طالبانو برید کې پنځه کسان ووژل شول او دا هغه ځای دی چې د میدان ښار زرغونه یا خوندي سیمه پکې پای ته رسېږي. د ولایتي مرکز جنوب ته په پرتې لویې لارې د پولیسو یوه پوسته دا دَره وزمه سیمه لیدلای شي او یاده پېښه یې هم لېدلې چې څه ډول رامنځ ته شوه. اصلا هلته په پوستو کې پراته پولیس هره ورځ ویني چې طالبان څه ډول له جنوب لوېدیځ لوري په تېرو څو اوونیو کې هره ورځ د ښار څنډو ته بریدونه نژدې کوي او اغېز یې ډېرېږي. همدې حالت ته په پام پولیس ګومان  کوي د دې شونیتیا شته چې ښايي راتلونکو اوونیو کې د والي پر دفتر برید وشي.

تېرو څو میاشتو کې طالبان په حقیقت کې د میدان ښار او کابل تر منځ پر دولتي پوستو پرله پسې بریدونه کوي. هغه مهال چې په اګست میاشت کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړونکي له میدان ښاره کابل ته تلل، په ارغندې سیمه کې د لویې لارې د څو سوه مترۍ جګړې یې په خپلو سترګو ولېدې. دا هغه سیمه ده چې د دوو ولایتونو ترمنځ پر لویه لاره د ګاډو تګ راتګ د دروازې له امله ورو کېږي. د همدې لویې لارې په اوږدو کې د اوکټوبر پر درېیمه د میدان ښار د ښاروالې ظریفې غفاري پر زغرګاډي هم  وسله وال برید شوی چې له زیانه وژغورېده. خو په اوسنیو شرایطو کې پر ولایتي مرکز برید ښایي هغه څه نه وي چې طالبانو پرې پام ټول کړی وي.

 د طالبانو یوه مشر قوماندان د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل هغوی اوس (د تیارسئ) په حال کې دي او د دې لپاره چې د تېرو کلونو بریاوې یې له لاسه ونه وځي، خپل پوځي عملیات په ټیټه کچه کې ساتي او نه غواړي پر لویو ښارونو پراخ بریدونه وکړي او یا یې له لویه سره ونیسي. هغه وايي ( موږ په خپلو سیمو کې پراخ عملیات نه دي کړي. ځینې پوستې مو نیولې دي، خو د ولسوالیو مرکزونه نه دي نیول شوي). د هغه په وینا همدا هغه څه دي چې د دوحې تړون کې پرې هوکړه شوې. هغه زیاتوي ( هر ځای او هره ورځ جنګ شته، خو اوس زموږ لوی عملیات بند شوي دي… موږ له خپلې غاړې هوکړې ته ژمن یو – مهمه ده چې پر خپلو خبرو ودرېږو)

ایا بهرني وسله وال ډېر شوي؟

په وردګو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یو بل بدلون د بهرنیو وسله والو ډير والی دی. په دایمیرداد او سیداباد کې د طالبانو د دویمي درجې قوماندانانو چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره یې خبري کړي وايي، د دوحې له تړون وروسته د هغوی په سیمه کې د بهرنیو وسله وال شمېر لوړ شوی دی. یاد قوماندانان وايي، هغوی وزیرستانيان دي، یا هم په اردو خبرې کوي او یا هم پښتو داسې وايي لکه مورنۍ ژبه یې چې نه وي. ښايي دا هغه پاکستانيان وي چې پخوا په میدان وردګو کې وو خو اوس ډېر لیدل کېږي. یادو وسله والو له کلونو راهیسې له وردګو د لوګر له لارې ډیورنډ کرښې ته لاسرسی درلود او د تګ راتګ لارې یې په واک کې وې. یا یې د ننګرهار او یا هم پکتیا له لارې ځانونه د کرښې بلې غاړې ته رسول. په دایمیرداد کې د طالبانو قوماندان کرامت الله وايي: ( زموږ د سیمې خلک هغوی نه خوښوي چې دلته وي. نه هم په سیمه کې د طالبانو خوښېږي. خو دا داسې څه دي چې زمو په واک کې نه دي.) په سید اباد کې د طالبانو دواړه قوماندانان کرامت الله او عبیدالله وايي یاد «بهرني وسله وال» په کوچنیو بریدونو کې برخه اخلي خو وايي په اړه یې ډېر نه پوهېږي. کرامت الله دارنګه زیاتوي: «موږ ته اجازه نشته چې ورنژدې شو. هغه مخامخ د طالبانو د والي تر قوماندۍ لاندې دي. خو موږ نه پوهېږو چې هغوی چیرته اوسېږي». کرامت الله وايي هغوی د جګړو پرمهال را پیدا شي، خو د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته ورک شي.

خو د طالبانو یوه بل مشر قوماندان بیا د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې سره په خبرو کې دا رد کړه چې ګنې هغوی دې بهرني وسله وال وي. هغه وايي: «هغوی د ډیورنډ کرښې د بلې غاړې دی. هغوی افغانان دي.» د هغه په وینا خلک په غلطه د طالبانو سرې قطعي او یا هم لیزري قطعې بهرني وسله وال بولي له دې امله چې ګنې هغوی بل ډول دي. د دې قوماندان په وینا د طالبانو سره قطعه د حکومتي ځانګړو ځواکونو انډول دي نو ځکه له خپلو قطعو بهر له هیچا سره د خبرو اجازه نه لري او تل یې مخونه پټ وي. دا قوماندان وايي «زموږ په سیمو کې چیچنیان، تاجکان او عربان نشته».

د ملي امنیت د چاپو او هوايي بریدونو کموالی

 په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې به ځايي خلکو او جګړه ښکیلو اړخونو ته د ملي امنیت د ځانګړې صفر یو قطعي وژونکي عملیات او د افغان او امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه په یاد وي. په میدان وردګو کې — لږ تر لږه له ۱۳۹۷ راهیسې د دې ولایت ډېری لرې پرتې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي. د دې ولایت له دوو شمالي ولسوالیو پرته (چې تر ډېره پکې هزاره توکمي  پراته دي)، (۳)  هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې وې، له لویه سره ځايي خلک له دې ډول چاپو نامخامخ اغیز من شوي دي. سیمه ییز وګړي او د امنیتي چارو کارپوهان وايي، د دوحې تړون د لاسلیک پرمهال دا ډول بریدونه او چاپې نژدې په بشپړ ډول بندې شوې وې. په ننګرهار او نورو ختیځو ولایتونو کې هم د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو چاپې چې پخوا ډېرې وې، اوس بندې شوې دي.

د جګړې له لومړۍ کرښې لرې، هغو ځایونو کې چې ولکه یې له طالبانو سره ده، د دا ډول چاپو او هوايي بریدونو بندېدو د ډېرو ځايي خلکو په ژوندانه کې مثبت بدلون را وستی. فواد چې ۲۱ کلن او د دایمیردادو اوسېدونکی دی وايي «د دوحې له تړون وروسته په وردګو کې هیڅ بمبار او یا هم شپني عملیات نه دي شوي. خلک ډېر خوښ دي، لکه اختر چې وي».

موږ د سید اباد تنګي درې ته په سفر ولاړو، دا سیمه له ۱۳۹۴ راهیسې د طالبانو په واک کې ده خو تېر کال پکې ګڼ شپني عملیات او هوايي بریدونه وشول. موږ هلته داسې کراري احساس کړه چې د حکومت تر واک لاندې په ولایتي مرکز او یا هم په هغو سیمو کې نه وه چې د دواړو لورو پرې جګړه ده.

په ۱۳۹۸ کې د بېلا بېلو ولسوالیو ګڼو بزګرو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره خبرو کې ویلي و چې ډېر وخت آن په خپلو کروندو کې هم کار نه شي کولای، په ځانګړي ډول په دوبي او روژې میاشت کې د شپنیو هوايي بریدونو او چاپو له وېرې (د نړیوال بانک د رپوټ له مخې په وردګو کې په کور دننه ګټه وټه ۸۰ سلنه له کرکیلي او مالدارۍ برابرېږي).

خو د نرخ ولسوالۍ یو بزګز احمد شاه بیا وايي: «خلک اوس د شپې او ورځې خپل فصلونه اوبه کولای شي، خکه امنیتي ستونزې نشته. پخوا به که څوک دباندې و، چې کله به بې پیلوټه الوتونکې وسیله یا ډرون راغله، خوځېدلی نه شول، کور ته هم نه شوای ستنېدلی. وردګ اوس په خپلو کورونو کې د بندیانو غوندې نه اوسېږي».

د «نویو» لومړیو کرښو ډزو کې د ولسي خلکو ایسارېدل

سرچپه یې، هغه کسان چې د جنګ لومړۍ کرښې ته نژدې اوسېږي، ژوند یې اوس تر پخوا ډېر تریخ شوی دی. دا حالت په ځانګړي ډول هغه چا ته ډېر بد دی چې د سړکونو شاوخوا پراته دي، یا د حکومت تر واک لاندې د ولسوالیو د مرکزونو شاوخوا اوسېږي او یا آن د ولایتي مرکز میدان ښار په شاوخوا سیمو کې استوګن دي. د دوحې له تړون وروسته په دې ډول سیمو کې بزګر خپل فصلونه نه شي ټولولای. ادم خان د میدان ښار د جنوب په لمنو کې د لعل خېلو سیمې اوسېدونکی دی. دی وايي په لومړۍ کرښه کې حکومتي پوستې پرله پسې پر هغو طالبانو ډزې کوي چې کور ته یې څېرمه د جګړې کرښه ده خو د لیدو وړ نه ده او دا کار د ځان د خونديتابه په هڅه کوي. هغه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته په چونګاښ کې وویل: «غواړي په دې ډول طالبان وډاروي. خو طالبان د ولسي خلکو هیڅ پروا نه کوي او سترګه یې هم نه سوځي.» هغه د پولیسو په اړه بیا وايي: «کله چې پولیس پر سړک ګزمه تېرېږي، تل ډزې کوي، او که طالب یو ډز وکړي، پولیس ۵۰۰ کوي. دا هر څه له شپږو میاشتو راهیسې داسې شوې دي.»

له همدې وجې د ادم خان په څېر خلک اوس د هغو پخوانیو بزګرانو په ډول دي چې تېر کال د طالبانو د ولکې سیمو کې له شپنیو عملیاتو او ډرون بریدونو وېرېدل. ادم خان وايي: «له سهار وختي مهال پرته اوس خپل کارونه نه شم کولای. له دې وروسته به یو څوک ډیر بختور وي چې کرکیله وکړي». ۳۸ کلن نورالله په چک ولسوالۍ کې د ګوډي سیمې پخوانی بزګر دی. هغه وايي د زمري پر دویمه نژدې ماښام مهال د ملي پولیسو له مرکزه یو کیلومتر لرې یې خپله ځمکه اوبوله. داسې حال کې چې همغه ماښام یې په زړه و، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یې ویل چې دوو زامنو او وراره یې د فصلونو د اوبه خور پرمهال شاوخوا لوبې کولې. د نورالله په وینا هغه وخت یې په سیمه کې هیڅ جګړه نه وه. ناڅاپي یې نژدې سیمه کې مرمۍ ولګېده، چرې یې درې واړو ماشومانو ته وروالوتې. د افغانستان تحلیلګرانو شبکه په دا بله ورځ میدان ښار کې ولایتي روغتون ته ورغله، د درې واړو ماشومانو له خیټو یې د مرمۍ وړې وړې ټوټې ایستل شوې وې، او ماشومان له عملیاتو په ښه کېدو وو. نورالله وايي: «دا مرمۍ د پولیسو له مرکزه راغله. کور مې د حکومت په هاوانو ولګېد او وېجاړ شو». هغه زیاتوي چې د دوحې له تړون وروسته حالات بدل شوي دي: «پولیسو خپل چلند بدل کړی دی، ځکه هغوی په مرکزونو کې ایسار دي او له همغو ځایونو ډېر بریدونه کوي».

لیکوالان:

تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه
انډرېیو کوالټي

نور د دې لیکوال څخه