د پکتیکا یحیی خیلو ولسوالي چې یو مهال یې خلک طالب پلوي وو، اوس حکومت پلوې ولسوالۍ بلل کېږي. دا اوښتون په ۱۳۹۰ کال کې هغه وخت رامنځ ته شو چې قومې ملېشې پکې جوړې شوې او ژر په رسمي سیمه ییزو پولیسو بدل شول. د نورو سیمه ییزو پولیسو برعکس، په یاده ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو د خلکو ملاتړ او پر سېمو واک درلود. سیمه ییزو پولیسو خلک نه ځورول او له لویه سره په دې وتوانېدل چې د طالبانو له بریدونو خلک وژغوري. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شنونکو فضل مظهري او کېټ کلارک په خپله شننه کې دې ته کتنه کړې چې په یحیی خیلو کې سیمه ییزو پولیسو څرنګه وکړای شول چې د خلکو د دفاع موډل بڼه خپله کړي؛ آن سره له دې چې ګڼو خلکو یاده شوې سبمه د طالبانو (اصلي مرکز) باله.
فضل مظهري د دې څیړنې لپاره پکتیکا ته په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کې پنځه ځلې تللی دی او د دې موضوع د تعقیب لپاره یې له کابله هم ډېر تیلیفونونه کړې دي. هغه له درېیو سیمه ییزو خبریالانو سره مرکې کړې دي، درې سیمه ییز مشران یې غږولې دي ( هیڅ یو یې مخامخ د سیمه ییزو پولیسو په جوړېدو کې ښکېل نه وو)، له یوه داسې مدني فعال سره یې هم خبرې کړې دي چې د قومي ملیشو په جوړولو کې یې لاس درلود، د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان یې هم غږولی دی او له درېيو سوداګرو سره یې هم مرکې کړې دي. هغه دارنګه په ولسي جرګه کې د پکتیکا له دوواستازو سره هم خبرې کړې دي او راټول شوي ټول مالومات یې بیا د یوناما له شننې سره پرتله کړې هم دي. ډېرې مرکې مخامخ شوې دي. ټولو یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي. دا څيړنه د یوې درې کلنې پروژې برخه ده ( مالي ملاتړ یې د هالنډ د څېړنې بنسټ کوي) چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه، په عراق کې امریکايي پوهنتون، دعامه پالیسۍ نړیوال انسټېټوټ او سلیماني بنسټ یې چې په افغانستان، سوریه او عراق کې د ملیشو او سیمه ییزې دفاع پر اغیز او رول شننې کوي، پلې کوي.
په یحیی خیلو کې حیرانونکی بدلون
په ۱۳۸۹ کال کې یحیی خیل له لویه سره د طالبانو په واک کې وه. دا خبره هغه امریکايي انسان پېژندونکو لیکلې وه چې له امریکا يي ځواکونو سره هغې سیمې ته په سفر تللي وو. (۱) طالبانو په یاده ولسوالۍ کې په ښکاره تګ راتګ کاوه او د طالب اورپکو لپاره د وسلو د لېږد رالېږد مهم ځای بلل کېده. سیمه ییز خلک وايي په دوکانونو او سوداګریزو ځایونو کې امنیتي پښې هره ورځ پېښېدې او له همدې وجې کاروبارونه او ښوونځي به نیمه ورځ تړلي پاتې وو. د رنډ بنسټ څېړونکې لېنډا رابېنسن وايي، یحیی خیلو کې جګړه دومره زوروره وه چې هلته د امریکايي ځواکونو ملاتړی مېشت کنډک په ۱۳۸۹ کال کې راووت. (۲) وروسته حالت بدل شول. په ۱۳۹۰ کال کې دا ولسوالي چې په درېیو تر ټولو ناامنه ولسوالیو کې وه، اوس د امنیتي شمېرو له مخې په درېیو هغو ولسوالیو کې وروستۍ ده چې تر ټولو کمې پېښې پکې کېږي. (۳) ښوونځي او کاروبارونه نور په یاده ولسوالۍ کې نه تړل کېږي.
داسې حال کې چې د پکتیکا په نورو سیمو کې طالبان لا هم پیاوړې دي، په یحیی خیلو کې بیا حکومت پلوي ځواکونه توانېدلي چې سیمې او خلک دواړه خوندي کړي. سیمه ییز خلک وايي دا ټول بدلونونه د هغوی سیمه ییزو پولیسو راوستي دي. په ټوله پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو نامه ته په پام، دا پرمختګ حیرانونکی دی. افغان سیمه ییز پولیس په ۱۳۸۷ کال کې جوړ شوي دي او امریکايي ځانګړو ځواکونو د دې لپاره جوړ کړي وو چې سیمه ییز خلک او قومي ځواکونه داسې همغږي کړي چې د طالبانو پرضد راپورته شي؛ د امریکاییانو په ګومان په دې کار کې حکومتي ځواکونه پاتې راغلي وو. خو کله چې د سیمه ییزو پولیسو پروګرام په ملي کچه پراخ شو، د سیمه ییزو پولیسو ځینې کنډکونه [ځواکونه] په پرله پسې ډول د سیمه ییزو زورواکانو، قومي مشرانو او د ځينو داسې ډلو لاسته ورغلل چې خپلې ګټې یې پکې لېدلې.
ځینې یې د سیمه ییزو خلکو پر وړاندې د ناسم او سپکوونکي چلند سابقه هم لري. آن د امریکايي ځانګړو ځواکونو داخلي ارزونې هم وايي په درېیو کې یوه برخه سیمه ییز پولیس د طالبانو ضد عملیاتو کې بریالي وو، بله برخه یې بې ګټې او یا داسې وو چې د ګټې پر ځای یې زیان ډېر وو. د بیلګې په ډول د سیمه ییزو پولیسو جرمي، سپکوونکي او یا هم ناسم چلند خلک اړ کړل د دې پر ځای چې د طالبانو پرضد راپورته شي، د هغوي پلوۍ ته یې ملا وتړله ( له ۱۳۸۰ کال راهیسې، د سیمه ییزو پولیسو په څیر د ځینو نورو ملیشو شالید په دې شننه کې دلته کتلای شئ)
په پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو په اړه شکایت دا دی چې هلته د خلکو د دفاعي ځواکونو پر ځای داسې کسانو ته واک ورکړ شوی چې اصل کې ملیشې نه دي.
کله چې په یحیی خیلوکې د سیمه ییزو پولیسو جوړېدل پیل شول، د عزیز الله په نامه یو قوماندان په ولایتي کچه د سیمه ییزو پولیسو مشر و. د هغه په اړه پخوا ویل کېدل چې د افغانستان په کچه له هغو بدنامو کسانو دی چې سي ای اې یې ملاتړ کوي. هغه د طالبانو پر وړاندې خورا پیاوړی کس بلل کېده، خو په عین حال کې ملګرو ملتونو په خپلسرو وژنو، جنسي ځورونو، ربړونو او له بندیانو سره په ناسم چلند هم تورن کړی و. د رابرټسن په رپوټ کې ویل شوي چې عزیز الله به یحیی خیلو کې سیمه ییزو پولیسو ته ورته او په لومړیو ورځو کې به یې مشورې ورکولې (۴) دې ته په پام سره چې په یحیی خیلو کې طالب اورپکي پیاوړي وو، د سیمه ییزو پولیسو بریا چې په اصل کې د امریکا له خوا د سیمه ییزو خلکو د همغږۍ پروګرام دی، ډېره د حیرانتیا خبره ده. ځکه همغه نړیوال ځواکونو چې اوس د سیمه ییزو پولیسو ملاتړ کوي، ځینو کړنو یې له طالبانو سره د خلکو خواخوږي ډېره کړې وه.
د ۱۳۸۳ او ۱۳۸۶ کلونو ترمنځ، د امریکا شپنیو بریدونو او د نیونې عملیاتو چې اصلي موخه یې په ټولنه کې مهم مذهبي کسان وو، طالبانو ته لومړنۍ زمینه برابره کړه چې ټولنه کې ځانته ځای پیدا کړي او د نړیوالو ځواکونو کړنې د خپل ملاتړ او د خلکو د جذب لپاره وکاروي. خو وروسته د ټولنې همدغو وګړو د هغو کسانو هر ډول ملاتړ وکړ او ویې منل چې نړیوالو ځواکونو رامنځ ته کړي وو، او لږ تر لږه همدا کار اټکلېدونکی نه و. یحیی خیل له هغو څو ګوتې په شمېر بېلګو ده چې سیمه ییز پولیس پکې ډېر ښه دي؛ او په داسې حالت راڅرګند شوې دي چې اټکل یې هم نه کېده. په یحیی خیلو کې د حالاتو د اوښتون په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې موندنې ښيي چې تر ډېره یې تړاو د طالبانو له ملاتړ او کنټرول سره دی. آن په داسې یوه سیمه کې چې د طالبانو خورا مهم ځای بلل کېږي، د خلکو ملاتړ نه هم په شا کېدونکی دی او نه یې هم مخه نیول کېدای شي.
خو له دې سره سره، د یحیی خیلو په تجربه کې ځینې نور داسې ټکي هم شته چې د سیمه ییزو پولیسو په بریا کې يې مرسته کړې ده. هغه لاملونه یا ټکي په هره ولسوالۍ کې نشته او د برابرېدو شونیتیا یې هم نه لېدل کېږي.
د یحیی خیلو شالید؛ هغه ولسوالي چې تر اوسه یې امنیت پرله پسې ټینګ دی
یحیی خیل په پکتیکا کې له ۱۹ ولسوالیو یوه کوچنۍ هغه ده چې د دوو لاملونو له مخې ځانګړې بلل کېږي. لومړی، په داسې ځای کې پرته ده چې له جنوبي وزیرستان او فاټا یا د پاکستان له قبایلي سیمو سره د توکو د لېږد را لېږد اوږده لار لري. دا لار په ۱۳۶۰ لسیزه کې د مجاهدینو لپاره کارول کېده او له ۱۳۸۰ کال راهیسې بیا طالبانو کاروله. دواړو دا لار له پاکستانه غزني او بیا منځني افغانستان ته د توکو او انسانانو د تګ راتګ لپاره کاروله. دویم، د نورو سیمو په او آن د ټول افغانستان برعکس په دې ولسوالۍ کې له لویه سره له ۱۳۵۶ کاله تر ۱۳۸۳ کال پورې د څولسیزو لپاره له تاوتریخوالي لرې وه.
د پخواني شوروي ضد جګړو پرمهال، مجاهدینو ولایتي مرکز ښرنې ته پر تلونکي سړک واک درلود او یحیی خیلو ته یې د حکومتي ځواکونو لاسرسی بند کړی و. (۵) د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، کله چې د پکتیکا د نورو ولسوالیو په ګډون د افغانستان په ډېرو برخو کې خپل منځي نښتې پیل شوې، بیا هم یحیی خیل له دې هر څه خوندي وه. سره له دې چې د یادې ولسوالۍ خلک په درېیو قومونو سلطان خیلو، یحیی خیلو او غیبي خيلو وېشل شوې دي – بیا هم هغسې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په ۱۳۶۷ کال کې لیکلي په یاده ولسوالۍ کې ( پیاوړي سیمه ییز قومي سیستم) په کورنیو جګړو کې د وینو بهېدو مخه ونیوله. په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازی نادرخان کټوازی وايي په یحیی خیلو ولسوالۍ کې دوه اصلي تنظیمونه – ملي محاذ چې پیر ګیلاني یې مشري کوله او حرکت ګوند چې سروالي یې محمد نبي محمدي درلوده، فعال وو. د کټوازي په وینا یادو شویو دواړو ګوندنو (فعال جنګیالي) ډېر نه درلودل او پرتله ییز ډول یو ځای په امن کې اوسېدل.
د پکتیکا په جنوبي ګومل ولسوالۍ کې د بېلګې په ډول دا د هغه څه برعکس و چې د جمعیت او حزب ترمنځ وشول او خپل منځ کې سره وجنګېدل. په ۱۳۷۴ کال کې د طالبانو واک ته دا سېمې پرته له دې چې وینه تویه شي، ولوېدې. (۶) او همدارنګه په ۱۳۸۰ کال کې طالبانو له جګړې پرته دا سیمې پرېښودې. همدې اوږدمهالي امن، یادې سېمې ته تلپاتې میراث پرېښود. د افغانستان د نورو ډېرو برخو خلاف چې جګړو پکې دودیز ټولنیز جوړښتونه ویجاړ او بدل کړل، خلک یې له خپلو مېنو وایستل او وژنې پکې وشوې، خو یحیی خیل هماغسې په خپل حالت پاتې شول. همدې ځانګړنې دې وروستیو کې د سیمه ییزو پولیسو په جوړېدو کې مهم رول درلود، سره له دې چې هغه سیمه په لومړي سر کې د طالبانو لپاره مهم ځای و.
په یحیی خیلو کې د طالبانو همغږي
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته خلکو په مرکو کې ویلي، د ۱۳۸۲ کال تر وروستیو پورې افغان حکومت یادې ولسوالۍ ته چارواکي نه و ټاکلي. خو په عین حال کې طالبانو له دې تشې نه په ګټې اخیستنې د خپلو فعالیتونو همغږي پیل کړې وه. د سیمه ییزو خلکو په وینا سره له دې چې طالبانو په یاده ولسوالۍ کې ازاد تګ راتګ کاوه، خو امنیت ته ګواښ نه وو. د امریکايي سرتیري جګړن رابرټ انډرز (۸) له خولې، د ۱۳۸۳ کال په پسرلي کې امریکايي ځواکونه هغې ولسوالۍ ته ولاړل. د هغه په وینا خلک راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ډېر خوښ وو او امنیت هم (ډېر ښه) و. اندرز وايي، امریکايي ځواکونه د مني له ټاکنو وړاندې یوازې د نوملیکنې بهیر امنیت لپاره یحیی خیلو ته واستول شول.
داسې ښکارېده چې امریکايي ځواکونو یو لوی ماموریت له ځان سره درلود او هڅه یې دا وه هغه شبکه له منځه یوسي چې د هغوی په باور له طالبانو سره تړاو لري. اندرز اکټوبر خونړۍ میاشت بللې او امریکايي ځواکونو په هغه ولسوالۍ کۍ شپني بریدونه او نېونې پیل کړې؛ هغوی د یوه مهم ملا په ګډون ځېني سیمه ییز خلک ونیول. همغو شپنیو عملیاتو او برېدونو دوه کاله دوام وکړ او د یادې ولسوالۍ په امنیت کې یې ډراماتیک بدلون راوست. ( د ۱۳۸۳ او ۱۳۸۵ کلونو ترمنځ د لویو برېدونو نوملړ په لاندې برخه کې لوستلی شئ) داسې حال کې چې انډرز وايي په یحیی خیلو کې برېدونو طالبان خواره واره کړل او له بیرته همغږۍ یې وغورځول خو سیمه ییز خلک بیا وايي همدې برېدونو په یاده ولسوالۍ کې طالبان د یوه فعال پوځي ځواک په ډول را پورته کړل.
د دې شونیتیا شته چې د امریکا شته والي او برېدونو په یاده ولسوالۍ کې د هغو طالبانو بریدونو او فعالیتونو ته لا نوره لار پرانیستې وي چې له وړاندې هلته پراته وو. خو سیمه ییز خلک بیا وايي چې شپنیو چاپو او برېدونو نه یوازې د خلکو مخالفتونو ته لار پرانیسته بلکې په ځانګړي ډول یې د دیني څېرو غوسه هم ډېره کړه. هغو برېدونو چې ډېر وخت یې مدرسې او ملایان په نښه کول، د دیني خلکو ترمنځ داسې وېره خپره کړه چې هغوی تر برید لاندې دي. له دې سره د طالبانو جذب پراخ شو. د سېمې خلکو دا هم ویل چې له شپنیو برېدونو وروسته په ټوله کې خلکو امریکاییانو ته د یرغلګرو په سترګه کتل او همدې د هغوی افغان امنیتي ملګرو- پولیسو او پوځ دواړو ته حالات ترینګلي کړل.
له دې څرګندونو داسې ښکاري په ټولیز ډول دا فکر چې خلک تر برید لاندې دي، طالبانو ته د هغوی په اوښتو کې بشپړه مرسته وکړه. د یوه مدني فعال له خولې خلکو هغه وخت په خپلو کورونو کې د طالب اورپکو هرکلی کاوه؛ او آن تر دې چې د ډېر درناوي لپاره یې پسونه ورته حلالول. د یاد مدني فعال په وینا (خلکو د طالبانو کلک ملاتړ کاوه، د ولسوالۍ هیچا په حکومتي ادارو کې کار نه کاوه، د سیمې خلکو په خپلو کورونو کې د طالبانو له میلمستیاوو سره هیڅ ستونزه نه لرله) د ګڼو سرچینو په حواله له طالبانو سره د خلکو خواخوږی د قدرت په نامه د یوه ځوان له کیسې پیل شوه. د هغه کیسه د افغانستان په جګړه کې د اشخاصو د مهموالي یو مهم داستان له ځانه سره لري. قدرت د یحیی خیلو و خو کله چې په یاده ولسوالۍ کې شپني عملیات پیل شول، هغه په ښرنه کې مدرسه لوسته. نوموړی له دې وېرې چې ښايي د برېدونو لړۍ ټولو دیني کسانو ته ورسېږي، پاکستان ته وتښتېد.
قدرت په پاکستان له طالب اورپکو سره اړيکه پیدا کړه، او کله چې بیرته خپلې ولسوالۍ ته ستون شو، په اورپکي بدل شوی و. هغه د لنډ وخت لپاره ونیول شو او په بګرام کې زنداني شو. کله چې په ۱۳۸۸ کال کې له زندانه ازاد شو، د خپلو کسانو قوماندان وټاکل شو، ځکه هغه په پیاوړي اورپکي مشهور و. د قدرت د پیاوړتیا مهموالی یوازې په دې کې نه و چې له بهرنیو ځواکونو څخه نه وېرېده بلکې مهم لامل یې خلکو ته درناوی او د خپلو افغان دښمنانو پر وړاندې بل ډول چلند و.
د سیمې خلکو په مرکو کې ویل قدرت د خپلې قوماندانۍ په لومړي کال کې د افغان پوځ او پولیسو پر وړاندې خورا توند و، خو وروسته یې فکر بدل شو. هغه خپلو اورپکو ته ویلي و چې افغان سرتیري ونه وژني ځکه اصلي هدف یې امریکايي پوځیان دي. خلکو په خپلو مرکو کې دا هم ویل چې هغه هیڅکله د جاسوسۍ په تور څوک ونه وژل، او هغوی ته یې بښنه کوله چې د افغان ځواکونو په لېکو کې یې دندې پرېښودې. قدرت په سیمه کې د خلکو هغه غوښتنه هم ومنله چې د ولسي خلکو له کورونو ډزې بندې کړي- ځکه ښايي په ځوابي بريدونو کې کورونه په نښه شي. پر قدرت د خلکو باور خورا ډېر و او ځکه یې د ولسوالۍ شاوخوا کې د ګرځېدو پرمهال مخ نه پټاوه. هغه باور درلود چې د سېمې خلک یې شیطاني نه کوي.
د همدې سیمه ییز ملاتړ له امله طالبان په یحیی خیلو کې خورا پیاوړي وو. په سیمه کې د خلکو ملاتړ طالب اورپکو سره مرسته کوله چې یحیی خیلو او یا هم ګاونډۍ خیر کوټ ولسوالۍ ته پر تلونکو امریکايي او افغان پوځي کاروانونو ګڼ برېدونه وکړي. په سیمه کې د یوه خبریال له خولې له طالبانو سره د خلکو ملاتړ او همکاري هومره پراخه وه چې د برېدونو پرمهال یې د خپلو موټر سایکلونو کلي ګاني ځايي خلکو ته ورکولې چې کورونو ته یې بوځي. طالبان به پلي له سیمې تښتېدل او ډېر ځله به اوونۍ اوونۍ وروسته په خپلو موټر سایکلو پسې ورتلل. خو له دې ټولو سره سره د طالبانو او خلکو ترمنځ دوه اړخیز درناوی اوږدمهالی نه و. قدرت په ۱۳۹۰ کال کې هوايي برید په نښه کړ او ووژل شو.
د عمر او قادر په نامه قوماندانان چې دواړه پخوا د مدرسې شاګردان وو، د هغه ځای ناستي شول. د هغوی مشري خورا کمزورې وه. د ولسي خلکو له کورونو یې پر بهرنیو او افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل. هغه خلک یې چې د دې ډول بريدونو د بندیدو غوښتنه یې کوله، ورټل او یا یې خبرې نه اورېدې. دوه هغه پخواني پولیس یې ووژل چې قدرت بښلي و. د سیمه ییزو خلکو په وینا طالب اورپکې په دې پړاو کې په نااخلاقي کارونو کې هم ښکېل شول. د بدلون ټکی هغه وخت رامنځ ته شو چې طالب اورپکو ۱۷۰ سیمه ییز خلک وګواښل چې ۷۰ یې قومي مشران وو. طالبانو پر هغوی حکومت ته د جاسوسۍ تورونه ولګول او هغوی ته یې له ولسوالۍ د وتلو امر وکړ. کله چې عمر او قادر یاد شوي مشران وشړل، همدې ګام یې د اورپکۍ ضد ځواک جوړېدو ته لار پرانیسته.
اورپکۍ ضد عملیات او د سیمه ییزو پولیسو جوړېدل
د سیمه ییزو خلکو له خولې، د ۱۳۹۰ کال په وږي میاشت کې طالبان وروسته له هغه په یوه ورځ کې له ټولې ولسوالۍ وشړل شول چې د قومي میلشو یوې کوچنۍ ډلې له افغان او امریکايي ځواکونو سره یو ځای د طالبانو پر ځایونو بریدونه وکړل. د ولسي جرګې د غړي نادرخان کټوازي په وینا دا چټک ګام هغه وخت واخیستل چې ولسمشر حامد کرزي د ۱۳۹۰ کال په اوړي کې پکتیکا ته سفر وکړ او له شړل شویو قومي مشرانو سره یې تر خبرو وروسته وپوښتل چې ولې یې د ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره اقدام نه دی شوی. نور محمد یو له هغو کسانو وو چې لاس په کار شو. هغه د ملي پوځ له سیمه ییز قوماندان، نورو چارواکو او د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره د طالبانو پرضد د ځواک جوړولو لپاره سلا مشورې وکړې؛ او د پنځوسو داسې ملیشو په ګومارلو کې یې مرسته وکړه چې امریکا یي وروزي.
د سیمه ییزو خلکو له خولې، یوه شپه او ورځ همدې ملیشو د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي ملاتړ له طالبانو سره جګړه وکړه. ماښام مهال یې ولسوالي له اورپکو پاکه کړه. ملیشو له عملیاتو وروسته د پوستو په جوړولو پیل وکړ. نور محمد له خپلو ملګرو سره کور په کور وګرځېد او له ځايي خلکو یې د یوځای کېدو او یا هم د ملیشو د ملاتړ غوښتنه وکړه. خلکو هم همغسې وکړل. په ۱۳۹۰ کې د میلشو شمېر چې هغه مهال پر افغان سیمه ییزو پولیسو بدل شوې وو، له ۳۰۰ اوښت. سیمه ییز پولیس په مساوي ډول له درې واړو قومونو او د سېمو مساوات ته په پام سره غوره شوې وو.
د سیمه ییزو خلکو په وینا له دې کار وروسته په چټکۍ امنیتي حالات ښه شول. بازار په بشپړ ډول پرانیستل شو او حکومتي ځواکونو وکړای شول چې د یحیی خیلو له لارې خیر کوټ ولسوالۍ ته چې د امریکايي ځواکونو مرکز پکې و، تګ راتګ وکړی. په سیمه کې خلکو د ملي پولیسو په ګډون په نورو حکومتي ادارو کې کارونه پیل کړل. د یحیی خیلو لیسه او ځینې نور ښوونځي چې د طالبانو د واک پرمهال تړلي وو، په ۱۳۹۱ کال کې پرانیستل شو ( په یاده ولسوالۍ کې هغه وخت او اوس هم ټول ښوونځي د هلکانو لپاره پرانستي دي).
دوه امریکايي څارونکې وايي (۱۰) د خلکو د دفاع ځواکونو جوړېدو ډېر وخت ونیو او د قومي ملیشو یادونه یې نه ده کړې. لېنډا رابینسن وايي (…د افغانانو ترمنځ د دې ځواکونو [سیمه ییز پولیسو] پر مشرۍ لانجه وه، او د هغوی په غوراویو کې د قومونو ترمنځ تربګنۍ هم موجودې وې) پر خلاف یې، امریکايي څارونکي وايي د سیمه ییزو پولیسو جوړېدو بهیر ورو او د ۱۳۹۰ کال له لړم نه د ۱۳۹۱ کال غوايي میاشت پورې مقاومت ډېر و او د رابینسن په وینا د همدې مخالفتونو په پایله کې طالبانو د ۱۳۹۱ کال د غوايي میاشتې پر ۲۱ پر یحیی خیلو برید وکړ چې د هغې په وینا تازه جوړو شویو سیمه ییزو پولیسو ماشومانو ته د زیان اوښتو مخه ونیوله. (۱۸۹ مخ) رابینسن دا هم وايي چې د امنیتي حالت ښه کېدو ډېر وخت ونیو. (۱۱) له دې اختلافاتو سره سره، نړیوالو او کورنیو سرچینو دواړو یو ډول نظر وړاندې کړی دی او هغه دا چې د سیمه ییزو پولیسو جوړېدل د طالبانو پرضد پرېکنده او اوږدمهاله اوښتون و چې تر اوسه هم روان دی. د سېمې خلکو په وینا دا چې خورا بد یې ډبولي او له ولسوالۍ یې وېستلي وو، د هغو لپاره ګرانه وه چې بیرته سره یو ځای شي او سیمې بیرته لاندې کړي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویل شوي طالبانو داسې هڅې هم وکړې چې سیمه ییز پولیس بیرته راضي کړي او هغوی یې هڅولي وو چې د (اصلي دوښمن) امریکاییانو پرضد بیرته جهاد کې یو ځای شي خو وروسته یې په لیکونو کې د مرګ ګواښونه ورته کړي وو.
خو دا چې هیڅ سیمه یې په واک نه وه، ډېر څه یې په وس پوره نه وو. په یوه داسې ولسوالۍ کې چې طالبان پکې خوندي ځایونه ونه لري، او دوښمن یې هم د اورپکو په څیر سیمه کې ښه بلد وي، د هغو لپاره د کمین نیول او یا هم پر کاروانونو عملیات خورا ګران کار دی؛ او یوازینۍ ورپاتې لار تېښته ده. د خلکو له ملاتړ پرته د طالبانو جګړې یوازې د سړک غاړې ماینونو ته محدودې شوې، او یا دا چې د پولیسو په منځ کې یې نفوذي کسان بریدونه وکړي. ( د ۱۳۹۱ کال په وري میاشت کې دغه ډول یوه برید ۹ سیمه ییز پولیس ووژل) یا دا چې ځانمرګي بریدونه وکړي ( د ۱۳۹۱ کال په غبرګولي کې ځانمرګی برید او ۱۳۹۲ کال په تلې میاشت کې پر ولسوالۍ ځانمرګی)
په دې ډول برېدونو کې تر ټولو خونړی یې د ۱۳۹۳ کال د لېندۍ پر ۲ هغه ځانمرګی برید و چې د غیبي خیلو په پاراو سیمه کې د واليبال په سیالیو کې وشو. پاراو سیمه د سیمه ییزو پولیسو په مرکز مشهور وه او داسې فکر کېدای شوای چې د سیمه ییزو پولیسو ترڅنګ د کورنۍ غړي، میلمانه او ملګري هم هلته وي. په حقیقت کې هغه برید د سیمه ییزو پولیسو یوازې دوه قوماندانان او لس سیمه ییز پولیس ووژل خو ۵۳ ولسي خلک پکې ووژل شول چې ۲۱ یې ماشومان وو. هغه ځانمرګي برید کې ۸۵ نور ولسي خلک ټپیان هم شول چې ۲۶ پکې ماشومان وو.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي و چې (بول بېرنګونه له چاودېدونکو سره د دې لپاره ګډ شوي وو چې د زیان کچه یې تر ښه ډېره لوړه وي) طالبانو په رسمي ډول هغه برید وغانده خو طالب پلوو ویب پاڼو بښنه غوښتې وه او د برید د توجیه لپاره یې جزییات هم وړاندې کړې وو.
په برېدونو کې له یوې مخې د سیمه ییزو خلکو په نښه کول، هغه هم داسې سیمه کې چې پخوا د طالبانو بلل کېده، په یحیی خیلو کې د بدلون ارزښت په ډاګه کوي. لومړی، له ځانمرګو بریدونو دا په ډاګه کېږي چې طالبان د سیمه ییزو پولیسو ګواښ څومره جدي ګڼي. ځانمرګي بریدونه په پرتله ییز ډول په لوړ قیمت تمامېږي، ځکه د ځانمرګو برېدونو لپاره ځانګړي کسان ګومارل کېږي، روزنه یې هم ځانګړې وي او ځینې نورو ځانګړو سرچینو ته هم اړتیا لري. د دې تر څنګ، که هغوی پوځي موخې هم لري، بیا هم په لوی شمېر کې ولسي خلک پکې وژل کېږي. طالبان ډېری وخت ځانمرګي یوازې د ښار مهم ځایونو ته استوي چې په ښاري سیمو کې وېره رامنځ ته کړي، پر حکومت فشار ډېر کړي او د رسنیو خبري پوښښ ځانته ورټول کړي. ډېر کم لېدل کېږي چې ځانمرګي بریدګر دې د یحیی خیلو په څیر لرې پرتو سېمو کې برېدونه وکړي، خو سیمه یېز پولیس استثنا دي. په ځانګړي ډول د سیمه ییزو پولیسو له جوړېدو راوروسته کلونو کې دا ډول برېدونه ډېر وو. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته ولولئ. لومړی نمبر دوښمن: طالبان له سمیه ییزو پولیسو او پاڅونوالو سره څه ډول چلند کوي؟)
حقیقت دا دی چې د سیمه ییزو پولیسو پرضد یحیی خیلو او نورو سیمو ته د طالبانو له خوا د ځانمرګو وړل دا په ډاګه کوي چې هغوی سره ترخه دوښمني لري او د ټولنې د خوندي کولو همدا ځواک له هغو خلکو جوړ شوی چې یو وخت طالبانو خپل ګڼل. دویم، هغه بریدونه مهم وو ځکه طالبانو داسې اټکل کاوه چې بیرته هغو خلکو ته ورځي چې د طالبانو پر ضد پورته شوې دي. سیمه ییزو خلکو داسې ګڼله چې طالبان اوس ټول خلک خپل دوښمنان بولي. ښايي همدا د دې په روښانه کولو کې مرسته وکړي چې یحیی خیل څرنګه د طالب له پلوۍ نه د حکومت پلوۍ ته واوښتل او اوس هم دي.
اوږدمهاله اقتصادي ټیکاو
په ۱۳۹۰ کال کې د حالاتو د بدلون په پایله کې یحیی خیل اوس پرتله ییز ډول باثباته او داسې ولسوالۍ ده چې د حکومت پلوو په واک کې ده؛ داسې حال کې چې د پکتیکا نورې ګڼې ولسوالۍ یا د طالبانو په واک کې دي او یا پکې نښتې کېږي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره په خبرو کې د سیمې خلکو ویل، هلته سمیه ییز کاروبارونه او ښوونځي په عادي ډول هره ورځ پرانیستي وي. د یحیی خیلو څو اوسېدونکو ویل حالت ډېر ښه دي او خلک هم خوشاله دي. په یحیی خیلو کې سیمه ییزو پولیسو د وخت په تېرېدو سره خپلې لاسته راوړنې لا پياوړې کړې. د خلکو د امنیت په ټیګښت او ولسي خلکو ته په درناوي د خلکو ملاتړ ترې لا پراخ شوی دی. په یحیی خیلو کې زموږ امنیتي ارزونې ښي چې پکتیکا کې یحیی خیل له هغو ولسوالیو یوه وه چې پارلماني ټاکنې پکې وشوې او سمې مخ ته ولاړې.
د مدني فعالانو څارونکي اټکل کوي په ټاکنو کې د خلکو ونډه ۱۷عشاریه ۵ سلنه وه چې نارینه او ښځو دواړو پکې برخه لرله. یوه سیمه ییز خبریال د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل د خلکو ونډه د پام وړ وه. د کاندیدانو څارونکو هم وکړای شول چې په یاده ولسوالۍ کې د ټاکنو بهیر وڅاري. ( زموږ شننه دلته ولولئ) په یحیی خیلو کې اوس هم اصلي امنیتي ځواک سیمه ییز پولیس دي. د مرکو پرمهال خلکو ویل سیمه ییز پولیس د ولسوالۍ په هر ځای کې فعال دي او په اصل کې امنیت همدوی ټینګ کړی دی. ملي پولیس د ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې مېشت دي او مدني چارو کې بوخت دي، ځینې د ځمکې او راکړې ورکړې په څیر شخړو په حلولو بوخت دي.
د حاجي قادر په نامه یو سوداګر وايي ( که خلک ستونزې لري، د حل لپاره یې د ولسوالۍ مرکز ته ځي او ملي پولیس یې په هوارۍ کې مرسته کوي) له سیمه ییزو پولیسو پرته، حکومت هلته ځانګړی شتون نه لري. خو ښايي ګوښیتوب یې له هغو خلکو سره چې فکر یې خپلواک دی، مرسته کړې وي او دا غوره ګڼي چې د سیمې پولیس یې چارې ورسمې کړي . هلته د حکومت محدود شته والی په دې مانا هم دی چې د سیمې خلکو ته فرصتونه ورکول کېږي او د حکومتي چارواکو حضور پکې محدود دی. د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان سلام په وینا اورپکي په یاده ولسوالۍ کې ډېره کوچنۍ سیمه په واک کې لري، او هغه د اومنې پولې ته څېرمه د ورباني او اصغر په نامه دوه واړه کلي دي.
هغه دا هم ویل چې له خونه دښتې پرته چې دموتاخیل سیمې سره پوله لري، طالبان هلته نور ازاد تګ راتګ نه شي کولای. هغوی له خپلو پټنځایونو کله نا کله بریدونه کوي. د بېلګې په ډول، په یوه وروستي برید کې چې د ۱۳۸۶ د کب په ۶ وشو، په موټر سایکل کې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې وچاودېدل. په دې بريد کې یو پولیس او درې ماشومان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان وو. ( سره له دې چې هیچا د دې برید مسوولیت ونه مانه، خو بیا هم داسې ښکاري چې ښايي طالبانو دا کار کړی وي) خو له دې ټولو سره سره، په ټوله کې طالبان په یحیی خیلو کې په سختۍ سره عملیات کولی شي او لامل یې دا دی چې هغوی تقریبا به بشپړ ډول له ولسوالۍ په شا تمبول شوې دي.
د بریالیتوب د رازونو شننه: همغږي
د سیمه ییزو پولیسو په چوکاټ کې د یحیی خیلو نمونه د اورپکۍ پرضد د بریا یو ښکاره داستان دی. دا بریا یوازې له دې اړخه مهمه نه ده چې د طالبانو یوې مهمې لارې ته یې د هغوی د لاسرسي مخه ونیوله بلکې د سیمه ییز ځواک د منطقي همغږۍ یوه بېلګه ده. خو د بریا دلایلو ته په پام، دا روښانه ده چې په نورو ځایونو کې د همغږۍ نشتوالی ښايي د سیمه ییزو پولیسو په ناکامۍ کې رول ولري. په یحیی خیلو ( دارنګه د زابل په شاهجوی) او د غزني په اندړو کې د سیمه ییزو پولیسو تجربې دا هم په ډاګه کوي چې یوه خوا هم – نه حکومت او نه هم طالبان – د ولسي ملاتړ سم اټکل کولای نه شي.
د یحیی خیلو په بېلګه کې، حالاتو ته په پام طالبان په دې نه پوهېدل ( نور هم نه پوهېدل) چې د خلکو ملاتړ یې له لاسه وځي. د هغه وخت شرایطو ته په کتو چې نړیوال او سیمه ییز چارواکي په دې پوهېدل چې امریکايي ځانګړي ځواکونه او قومونه هر یو یې د سیمه ییزو ملیشو په جوړولو کې رول لري، خو توپیر دا و چې هر لوری څومره رول لري او څوک به مخ ته کېږي. امریکايي سرچینې پرته له دې چې د حالاتو په بدلون کې د سیمه ییزو پاڅونوالو نوم واخلي، وايي د امریکايي ځانګړو ځواکونو رول پرېکنده و. د اورپکۍ ضد عملیاتو لپاره په روزنه او ملاتړ کې د امریکا او افغان حکومت ملاتړ د پام وړ بلل شوی دی. خو د هغې نظریې نوښت چې د حکومت لپاره یې اوږدمهالی ملاتړ پيدا کړ، د هغو ځواکونو له امله و چې سیمه ییزو خلکو ورته د یرغلګرو په سترګه کتل.
پر دې پوهېدل ګران دي چې د امریکا وژنو به سیمه ییز خلک د هغو سیمه ییزو پولیسو پرضد نه وي پارولي چې تازه جوړېدل. خو پر ځای یې سیمه کې خلکو لا د سیمه ییزو پولیسو ملا ټینګه کړه. علت یې د امریکا ملاتړ او یا حکومتي هڅونه نه وه، بلکې خلک وېرېدل او طالبان یې نه خوښېدل. د یوه سیمه ییز خبریال په وینا( خلک له طالبانو پوزې ته رسېدلي وو. همدې ناخوښۍ د هغوی فکر بدل کړ. د امریکاییانو پر ځای له طالبانو کرکه پیدا شوه) هغه وویل سره له دې چې د حکومت سابقه ښه نه وه، بیا هم د حکومت په اړه ارزونه ښه وه ( حکومت په بیارغاونه او یا هم د سیمه ییزو خلکو د ژوندانه په ښه کېدو کې هیڅ نه دي کړي. خو د خلکو پر وړاندې د طالبانو ناسم چلند سیمه ییز خلک دې پایلې ته ورسول چې حکومت ښه غوراوی دی)
د طالبانو له خوا د ۷۰ قومي مشران شړلو مهم رول درلود. همدې کار د طالبانو پر وړاندې پياوړې ټولنیزه ډله جوړه کړه او د دې وړتیا یې لرله چې طالبانو پرضد همغږي رامنځ ته کړي. داسې ښکاري چې تر ټولو مهم رول پکې سیمه ییز قومي جوړښت درلود چې لا هم په پرتله ییز ډول پر خپل ځای دی. آن سره له دې چې امریکايي چارواکي وايي د ځاني دفاع ځواک سیمه ییز نوښت نه و، خو د خلکو له هغمږۍ پرته هغه پایله چې له بهره یې هڅونه کېده، ښايي امریکايي ځواکونو نه وای تر لاسه کړې. په یحیی خیلو کې خلک د یوه همغږي ځواب لپاره له هڅونې وروسته په کافي اندازه پیاوړي وو.
په یحیی خیلو کې غیر عادي شرایطو، د ۱۳۵۷ او ۱۳۸۳ کلونو ترمنځ د نه تاوتریخوالي تاریخ- چې ډېرو ځایونو کې نه لېدل کیږي او هلته پخوانیو مهمو او ټولنیزو جوړښتونو ته په پام سره نویو قوماندانانو د هغوی د ژوند بڼه بدله نه شوای کړای.
په یحیی خیلو کې نه تنظیمونه او نه هم قوماندانان ډېر مهم دي. یوه بله ډله ځېنې وخت په اوسنیو امنیتي حالاتو کې مهمه بلل کېږي ځکه ښايي هغوی له نورو افغانانو د طالبانو ملاتړ ډېر وکړي، خو هغوی هم پرتله ییز ډول په یحیی خیلو کې کمزوري دي او دلیل یې هم یو ډول دی. ځکه په یحیی خیلو ولسوالۍ کې قومي جوړښتونه پر هر څه واکمن دي او ملایان په نسبي ډول کمزوري دي. نو له همدې وجې قومي جوړښتونه په یحیی خیلو کې پرتله ییز ډول پیاوړې دي، او په عین حال کې هلته پیاوړی منفي ځواک هم نه لېدل کېږي. نو همدې د ټولنې د ښه دفاعي ځواک [ سیمه ییزو پولیسو] جوړېدو ته لار پرانیسته. په ۱۳۸۹ کال کې کله چې له خلکو سره د طالبانو چلند ناوړه شو او شکایتونو ته یې غوږ نه اېښوده، په یحیی خیلو کې قومي جوړښت لا هم د دې جوګه و چې ټولنه کې د ملیشو د هغمږۍ لپاره چوکاټ برابرکړي. ملیشو ته د افغانستان په همدې برخه کې له دودیز پلوه د اربکیو نوم هم ورکړ شوی دی (۱۲) کله چې طالبانو ۷۰ تنه قومي مشران او نور مخور له یادې ولسوالۍ وشړل، مخالفانو ته یې داسې زمینه برابره کړه چې ټولنیز جوړښتونه وکاروي او پرضد یې منظم پاڅون برابر کړي. داسې حال کې چې یاد شوي جوړښتونه خورا مهم ښکاري، د یحیی خیلو تجربه دا هم په ډاګه کوي چې د ځینو کسانو او مشرانو رول خورا مهم وو. له ټولو هغو شرایطو سره سره چې په یحیی خیلو کې وو، د قوماندان قدرت د واکمنۍ په زمانه کې داسې نه ښکارېده چې خلک دې د حکومت ملاتړ ته ورمات شي، هغه ډېر منلی او په سیمه کې له حالاتو سره سم شوی و او دا وړتیا یې درلوده چې طالبانو ته د خلکو اصلي ملاتړ ورجذب کړي.
د نور محمد په څیر ځېنو مهمو قومي مشرانو نه یوازې حکومت ته د خلکو په ملاتړ کې خورا مهمه ونډه درلوده، بلکې د قومي ملیشو په داسې بڼه همغږۍ کې یې هم ونډه د پام وړ وه چې یو موټی او هر اړخیزه وي. له دې په ډاګه کېږي چې ځینې کسان ډېری وخت په دواړو اړخونو کې کریزماتیک رول لوبولی شي ( مثلا، د زابل په شاهجوی کې حاجي ګل آغا چې سیمه ییز پولیس یې له ځوروونکو ملېشو د ټولنې د دفاع په ځواک بدل کړل)
په یحیی خیلو کې یو بل څه هم مهم دي؛ او هغه دا چې هلته سیمه ییز پولیس په رېښتیني بڼه د ټولنې دفاعي ځواک دی.
دا له هغه څه ډېر توپیر لري چې د سیمه ییزو پولیسو په اړه ډېر عام دي. سیمه ییز پولیس د ټولنې د استازو په ډول وړاندې کېږي، خو کله یې چې په اړه څېړنه وشي، بل څه مخ ته راځي. پر ځای یې مجرمین، د قومونو او یا ډلو ټپلو داسې کسان ګومارل کېږي چې قومي او شخصي ګټې پکې پالل کېږي. همدا د ټولنې دفاع او اصلي ملاتړ له پامه غورځوي او ښايي په سیمه کې تاوتریخوالي او ځورونو ته لار برابره کړي. له همدې وجې د ټولنې د دفاع نظریه هم تر پښو لاندې کېږي او د سیمه ییزو پولیسو نوم هم بد شوی دی. ( د بېلګې په ډول، د سیمه ییزو پولیسو ټولي باید د خپلې ټولنې استازیتوب وکړي، چې داسې نه دي شوي. د زابل په شاهجوی، دغزني په اندړو او ګیزاب او د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننې دلته او دلته لوستلی شئ. په درېیم لمنلیک کې نور مالومات هم شته)
د بریالیتوب د رازونو شننه: اوږدمهالي ښه سیمه ییز پولیس
موږ په خپله شننه کې له میلمنو ( له دوو پانګوالو، مدني فعال، درېیو قومي مشرانو، د سیمه ییزو پولیسو قوماندان، درېیو خبریالانو، د ولسي جرګې له غړي کټوازي، په ګاونډۍ اومنې ولسوالۍ کې د طالبانو له ملاتړو او د یوناما له یوه شننونکي) پوښتلي چې په یحیی خیلو کې سیمه ییز پولیس څنګه وچلېدل، له هغوی مو پوښتلي چې څرنګه یې په سیمه کې امنیت خوندي کړی، د نورو پاڅونوالو او سیمه ییزو پولیسو برعکس یې خلک ونه ځورول او یا یې پرې ناسمه واکمني ونه کړه؟. ( د بېلګې په ډول، په ګاونډي غزني کې د اندړو پاڅونوالو او سیمه ییزو پولیسو په ډېرې چټکۍ طالبان د ولسوالۍ له ډېرو برخو وشړل، خو د خلکو ملاتړ یې ډېر ژر له لاسه ورکړ، ځکه چلند یې ناسم و)
زموږ د میلمنو له مرکو دا په ډاګه شوه چې په یحیی خیلو کې اوږدمهالې بریا د ټولنې له طبیعت سره تړلې او سیمه ییز پولیس یې مسوولیت منونکي او ټولمنلي برېښېدلي دي.
لومړی، هغوی داسې سیمه ییز پولیس وګومارل چې په یحیی خیلو کې له حالاتو سره بلد وو. پولیس په سیمه ییزه کچه وګومارل شول او په هغو کلیو کې فعالیت کوي چې ژوند پکې کوي. نو له همدې وجې دوی د خپلو خلکو پر وړاندې ناسم چلند نه شي کولای ځکه پیاوړی محدودیت یې په مخ کې پروت دی او باید خپل خلک خوندي وساتي. دویم، په مرکو کې ټولو دا ویل چې سیمه ییز پولیس د قومونو تر واک لاندې دي. همدې پر سیمه ییزو پولیسو کنترول دوامداره ساتلی او له جوړېدو راهیسې یې ناسم چلند نه دی کړی.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته یوه سیمه ییز کس وویل ( ټول سیمه ییز پولیس د درېیو لویو قومونو مشرانو ته مسوول دي) د ولسي جرګې غړی کټوازی هم وايي (قومي مشران پر سیمه ییزو پولیسو د پام وړ واک لري نو ځکه ناسم کار نه شي کولای)
امریکايي ځانګړو ځواکونو ته یې د ویاړ له ورکولو سره سره باید وویل شي چې سیمه ییز پولیس باید هغه ډول کار وکړي چې په سیمه کې یې له خلکو سره اړیکي ټینګ شي، صادق او مسوول ځواک وي. په عملي ډګر کې د ټولنې د دفاع ځواک په همغږۍ کې ستونزو، د افغان پیاوړو سیاستوالو فشارونو او په سیمه کې د ځای ځایګي پیدا کولو فشارونو ته په پام سره د یحیی خیلو سیمه ییز پولیس استثنا دي.
درېیم، د یادې ولسوالۍ سیمه ییز پولیس په داسې بڼه جوړ شوي چې په مساوي ډول د درې واړو قومونو خلک پکې ونډه لري او یو ځای کار کوي. په نورو ولسوالیو کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یوه مهمه ستونزه اوس دا ده چې یاد ځواکونه په یوه ځانګړي قوم یا ډلې پورې تړلي دي او د دې پر ځای چې سیمه ییز تاوتریخوالي راکم کړي، نوره لمن ورته وهل کېږي. خو په یحیی خیلو کې له وړاندې ځینو سیمه ییزو خلکو د دې ستونزې غم خوړلی و او په یاده ولسوالۍ کې یې د درې واړو لویو قومونو- سلطان خیلو، غیبي خیلو او یحیی خیلو کسان پکې ګومارلي وو. ګڼو هغو قومي مشرانو او کسانو چې په لومړي سر کې یې د سیمه ییزو پولیسو په جوړېدو کې ونډه لرله، وايي چې ټولو قومونو ته مساوي ونډه ورکړ شوې او د هر قوم سل کسان په سیمه ییزو پولیسو کې ونډه لري.
د یوه قومي مشر په باور همدې مرسته کړې چې ټول قومونه په سیمه ییزو پولیسو کې ونډه ولري او د دې شکایت ونه کړي چې څڼدې ته شوې دي. د هغه په وینا همدې تګلارې حالت بدل کړی دی ځکه د قومونو ترمنځ د تربګنیو ګواښ کم شوی او داسې وېره نشته چې کوم قوم دې له طالبانو سره یو ځای شي او یې ملاتړ وکړي.
پایله
په یحیی خیلو کې سیمه ییزو پولیسو د سیمه ییزو ځواکونو د همغږۍ ښه انځور وړاندې کړی دی. له همدې وجې هغوی د طالبانو د تګ راتګ او بریدونو وړتیا راکمه کړې او ولسوالي یې په خپل واک کې ده. په یاده ولسوالۍ کې سیمه ییز پولیس په خورا چټکۍ یوه شپه کې سیمه ییزو خلکو جوړ کړل او تر اوسه هم شته دي. په سیمه کې د خلکو له نظره، سیمه ییزو پولیسو هغه څه تر لاسه کړي چې نور هېواد کې کم لېدل کېږي. په داسې هېواد چې تاوتریخوالی پکې له مرګ ژوبلو سره یو ځای وي، هغوی په سیمه ییزه کچه راکم کړی دی، د وینو بهېدو مخه یې نېولې او خلک یې پرتله ییز ډول په امن کې ژوند کوي. داسې ښکاري چې سیمه ییزو پولیسو دا هر څه د خلکو د دفاع په بڼه کړې دي او سیمه ییزو خلکو ته یې ځانونه مسوول ګڼلې دي؛ او په دې ډول یې د امنیت او حکومتولۍ لاسته راوړنې خوندې کړې دي.
داسې حال کې د یحیی خیلو سیمه ییزو پولیسو د بریا حس کېدونکې بېلګه وړاندې کړې، خو دا چې څرنګه دې ځای ته رسېدلي، شرایط یې په نورو ځایونو کې بشپړ د پلې کېد وړ نه ښکاري. ځکه هغه سیمه د امن یو تاریخ لري، هلته داسې پياوړې ټولنه او دودونه وو چې د پیاوړي دفاعی ځواک جوړېدو کې یې مرسته کوله، او داسې ځواکمن کسان او ډلې نه وې چې د نورو ډلو ملاتړ وغواړي. سره له دې چې د یحیی خیلو په څیر ټولنیز چاپیریال په افغانستان کې بې ساری نه دی، خو بشپړه ګټه ترې نه ده اخېستل شوې. د تاوتریخوالي بیا بیا تکرار، د ډلو نه همغږي، کډوالي او د جګړې اقتصاد داسې ګڼې ټولنې رامنځ ته کړې، چې د دې پر ځای چې د ټولنیزو جوړښتونو استازي پرې واکمن وي، پیاوړي کسان او تنظیمي سیاست پرې واک چلوي.
په یحیی خیلو کې سیمه ییز پولیس له دې وجې سم چلېدلي، چې هغو قومي مشرانو چې دا ځواک یې جوړ کړی دی، عادلانه او ځانګړې تګلاره غوره کړې ده. ښايي په نورو ځایونو کې دا ډول لاسته راوړنې ډېرې ګرانې وي، ځکه هلته د بیلابیلو قومونو او ډلو ترمنځ یوه کوچنۍ فکري ډله واکمني کوي. وروستۍ خبره دا، سره له دې چې په یحیی خیلو کې د پام وړ ځانګړي لاملونه وو، خو د طالبانو پرضد د عملیاتو لپاره د همغږۍ یوې سپرغۍ ته اړتیا هم وه، او دا سپرغۍ د دې پر ځای چې د افغان حکومت او نړیوالو په نوښت را منځ ته شي، د طالبانو له ناسم چلنده را پیدا شوه. د سیمې خلکو د امریکا او افغان حکومت د کړنو له مخې د سیمه ییزو پولیسو ملاتړ نه دی کړی، بلکې هغوی ووېرېدل او طالبان یې نه خوښېدل.
د یحیی خیلو بیلګه یوه داسې نمونه ده چې که سیمه ییز پولیس وچلېږي، خورا ښې پایلې لرلای شي. خو دا چې ولې سمه پایله لري او دلایل یې څه دي- ټول د هغوی له همغږۍ، په سیمه ییزو جوړښتونو، سیاست او شخصیتونو پورې تړلې دي.دا ګرانه ښکاري چې دا ډول سیمه ییز فکتورونه کنټرول او یا له بهره ورولېږدول شي. مانا دا چې ښه سیمه ییز پولیس ښايي په اورپکۍ ضد عملیاتو کې لویه ونډه ولري، په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي په راکمولو کې؛ خو د نړیوالو او یا هم افغان ځواکونو لپاره ښايي د لاسته راوړنو ساتل ډېر ګران پرېوځي.
(۱) په ۱۳۸۹ کال کې انسان پېژندونکي کاتلین رېډي چې له امریکايي پوځ سره یې کار کاوه ( کله چې د امریکا پوځ د افغانستان سېمو ته استول کېده، ځینې انسان پېژندونکي د دې لپاره ورسره تلل چې سیمه ییز خلک وپيژني) یادې ولسوالۍ ته سفر درلود. هغې په خپل رپوټ کې لیکلي چې (یحیی خیل له لویه سره د طالبانو په لاس کې ده.) رېډې پر افغان حکومت پړه اچوله چې خلک د طالبانو منګولو ته ورټیل وهي ( هغې د امریکايي سرتیرو د هیڅ ګام یادونه نه ده کړې)
( … په ځینو لویو کلیو کې کلینیکونه او ښوونځي وو، خو کارکوونکي او درسي توکي يې بیخي کم وو او کله به چې طالبانو ورته وویل چې ویې تړئ ، بندول یې. یوازې څو پرمخیتايي پروژې روانې وي. هره ورځ د ولسوالۍ پر مرکز برېدونه کېدل، ډېری هغه خلک چې امریکاییانو او یا هم افغان چارواکو سره یې به یې خبرې کولې، ډېر وېرېدلي ښکارېدل.)
هغې لیکلي سیمه ییزو خلکو په خپلو خبرو کې د طالب اورپکو له چلنده شکایت نه کاوه، خو له سیمه ییزو سیاستوالو یې سرټکاوه. هغوی ویل له ولسوال سره خبرو داسې مانا لرله، لکه پر یخ چې لیکل وشي او لمر ته کېښودل شي. د هغې په وینا ولسوال د دې پر ځای چې د خلکو له ستونزو ځان خبري کړي، ډېری وخت به یې د ولسوالۍ ودانۍ کې تېراوه.
( هغه به یوازې هغه وخت بازار ته چې د ولسوالۍ له مرکز سره تړلی و، ورته چې ایتلافي ملګرو به یې ترې په ټینګه غوښتنه وکړه او امنیتي کسان به یې ورته برابر کړل. له هغه ځایه لرې نه ته. هغه د خلکو د ژوندانه د ښه کېدو لپاره هیڅ ونه کړل، نو خلکو د هغه د ملاتړ او یا یې د حکومت د ملاتړ لپاره چې ولسوال یې استازولي کوله، هیڅ دلیل نه درلود. په حقیقت کې د یحیی خیلو خلکو په تکیکي ډول د اورپکو ملاتړ ته چې یو غوراوی و، مخه کړه.
(۲) لېنډا روبېنسن، سل بریاوې: ځانګړي عملیات او د امریکا د جګړې راتلونکې، عامه چارې نیویارک، ۱۳۹۱.
(۳) موږ غوښتل ووینو چې سیمه ییز خلک داسې بولي او که نه چې یحیی خیلو کې امنیت لا ښه شوی دی، او غوښتل مو په دې ډول د شمېرو او مالوماتو له مخې امنیتي پېښې په ډاګه کړو. دلته په امنیتي پېښو کې تر ډېره ځمکنۍ جګړې، سړک غاړې چاودېدلي او یا هم شنډ شوي ماینونه، هدفي وژنې، د افغان او نړیوالو ځواکونو عملیات شمېرل کېږي. جرمې پېښې چې تاوتریخوالی پکې نه وي شوی، نه دي شمېرل شوې. لیکوال د نړیوالو او افغان ځواکونو او یا هم د اورپکو بریدونه نه دي جلا کړي. دا مالومات ۱۳۹۱ کال ته ورځي، او دا د سیمه ییزو پولیسو د جوړېدو لومړی کال دی، خو مالومات یې په زړه پورې دي. دوی وايي چې یحیی خیلو کې امنیتي حالت په بشپړ ډول ښه شوی او یا هم د پکتیکا د ۱۸ ولسواليو پرتله ښه دی. د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۶ کلونو ترمنځ په یحیی خیلو کې د امنیتې پېښو کچه تر ۴۵ سلنې ښکته شوې ده، خو د ټول ولایت په کچه په برېدونو کې یوازې ۱۳ سلنه کموالی راغلی دی. په یادو کلونو کې په یحیی خیلو کې د امنیت ښه والی د ولسوالۍ او ټول ولایت کې د پېښو د تناسب له مخې هم لېدل کېدای شي:
په ۱۳۹۱ کال کې په ټول ولایت کې یحیی خیل شپږمه نارامه ولسوالي وه چې په ټول ولایت کې ۵ عشاریه نهه سلنه پېښې ثبت شوې دي.
په ۱۳۹۲ کال کې اتمه ناارامه ولسوالۍ بلل شوې؛ او ۴ عشاریه ۴ سلنه امنیتي پېښې شوې دي
په ۱۳۹۳ کال کې ۱۵ ناارامه ولسوالۍ بلل شوې؛او ۳ عشاره ۳ سلنه امنیتي پېښې شوې دي
په ۱۳۹۴ کال کې ۱۳ ناارمه ولسوالۍ شمېرل شوې؛ ۲ عشاریه ۷ سلنه امنیتي پېښې شوې دي
په ۱۳۹۵ کال کې ۱۲ ناارامه ولسوالۍ بلل شوې؛ ۳ سلنه امنیتي پېښې شوې دي
په ۱۳۹۶ کال کې ۱۷ ناارامه ولسوالۍ بلل شوې؛ یو عشاره ۶ سلنه پېښې شوې دي.
په ۱۳۹۷ کال کې ۱۳ ناارمه ولسولۍ بلل شوې؛ ( له دوو نورو سره) یو عشاریه ۴ سلنه امنیتي پېښې شوې دي.
له بلې لارې یې هم د حالاتو ارزونه کیدای شي او هغه دا چې که امنیتي پېښې پر ټول ولایت مساوي ووېشل شي، هرې ولسوالۍ ته ۳ عشاریه ۷ سلنه برېدونه رسېږي. نو که له دې لارې ورته وکتل شي، په یحیی خیلو کې په ۱۳۹۲ کال کې د ۱۳۹۳ پرتله برېدونه ډېر وو.
(۴) د امریکا د یرغل له لومړیو ورځو راهیسې، عزیزالله په پکتیکا کې د کمپاین په نامه ځواکونو مشر و. دا ځواکونه سې ای اې او یا هم امریکايي ځانګړو ځواکونو حمایه کول او په ټوله کې یې هیچا ته مسوولیت نه درلود. پر هغه د خپلسرو وژنو، زندانونو، د ځوانو هلکانو د جنسي ځورونو، لوټمارۍ او غلاو تورونه وو. ( د نورو مالوماتو لپاره د جولېیوس کوېنډېش ( د افغانستان ناولې جګړه: ولې په برمل کې تر ټولو وېروونکې سړی د امریکا ملګری دی؟) او د بشري حقونو رپوټ ( ښايي موږ ټول نن مړه شو: د افغانستان ځواکمن کسان او د معافیت میراث، مخ له ۳۱-۳۹ پورې؛ ۱۳۹۳ کال، د کب ۱۳مه) لوستلی شئ.) رابېنسن چې د ۱۳۹۰ په کب میاشت کې- هغه وخت چې پر سیمه ییزو پولیسو داخلي برید شوی و، یحیی خیلو ته تللې وه، او په رپوټ کې یې لیکلي چې عزیزالله ولسوالۍ ته ځي:
د ولایت د امنیه قوماندان په غوښتنه عزیز څو ورځې له برید وروسته هلته پاتې کیږي او له قومي مشرانو سره په ناستو کې برخه اخلي. کله چې له ولسوالۍ ولاړ، یوه ډله خلک یې په یحیی خیلو کې پرېښودل چې د نوي قوماندان په ټاکلو کې مرسته وکړي او د سیمه ییزو پولیسو مورال پیاوړی کړي. ( ۱۸۹ پاڼه)
هغې عزیزالله د کمپاین ځواکونو قوماندان یاد کړی دی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د رپوټ له مخې هغه وخت عزیز الله په ولایتي کچه د سیمه ییزو پولیسو مشر ټاکل شوی و ( په دې اړه د کېټ کلارک دا رپوټ ولولئ. د سي ای اې نیابتي ملیشې، په افغانستان کې د سی ای اې ډرون: ښکار او وژل؛ ۱۳۹۶ تله )
ښايي هغه په یو وخت کې دوه دندې تر سره کولې. عزیزالله طالبانو د ۱۳۹۷ کال د سرطان پر اوومه وواژه.
(۵) د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وايي، حکومتي ځواکونو د دې وړتیا نه لرله چې تر ولسوالۍ ولاړ شي. ځکه تر ښرنې غځېدلی سړک د سیاف په مشرۍ د قاسم اخوندزاده قوماندان ځواکونو تړلی و. ډېری وخت هغه سړک مجاهدینو د خپلو اکمالاتو لپاره کاراوه او له همدې وجې هغه سیمه د راټولېدو او د سوداګرۍ په مرکز بدله کړې وه.
(۶) دا چې طالبان په ۱۳۷۴ کال کې چې پرتله ییز ډول نا اشنا او نوې پوځي ډله وه، څرنګه دې ولسوالۍ ته ننوتل، یو سمیه ییز خبریال یې په اړه وایي چې هغوی د اسلام په نامه هلته ولاړل. هغوی لومړی خپل ځانونه قومي او دیني مشرانو ته ور وپيژندل او هغوی یې هرکلی وکړ؛ او ځکه یې نورو مخالفت ونه کړ.
حقیقت دا و چې په پکتیکا کې دوو مهمو تنظیمونو- حرکت انقلاب او د خالص په مشرۍ اسلامي حزب ( مهم قوماندان یې جلال الدین حقاني و) د طالبانو پلوي وو او د هغوی له ځواکونو سره یو ځای شول. یادو ګوندونو د ولایت د نورو برخو په نیولو کې هم له طالبانو سره مرسته وکړه. په دې ولایت کې یوازینی قوماندان خالد فاروقي و چې په ګاونډۍ اومنې ولسوالۍ کې یې د طالبانو مخالفت وکړ. هغه د حزب اسلامي قوماندان او د ګلبدین حکمتیار زوم و خو له یوې ورځې نښتې وروسته مات شو.
(۷) په ۱۳۸۰ کال کې واک له وینې بهېدنې پرته انتقال شو. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته قومي مشرانو وویل کله چې د طالبانو حکومت و پرځېد، طالبانو هغه سیمه پخپله پرېښوده او قومي مشرانو د ولسوالۍ واک په لاس کې واخیست. په ټوله لویه پکتیا کې ورته کار وشو (زموږ پخوانۍ شننه دلته ولولئ)
(۸) رابرټ ایس انډرس، د افغانستان په پکتیکا کې د اورپکۍ ضد عملیاتو ګټل، اتر هاوس، ۱۳۹۱.
(۹) سیمه ییزو خلکو په دې دوره کې لویې چاپې په دې ډول یادولې: ( څه چې هغوی ویل، همغسې شوې وو خو کله کله یې د پېښو د رامنځ ته کېدو له تاریخ سره سر نه خوړ. د رسنیو د رپوټونو له مخې، لیکوالانو د پېښو کره تاریخ هم ور اضافه کړی دی)
په ۱۳۸۳ کال کې: تر ټولو لومړۍ او مهمه چاپه په خاداله کلي کې د ملا محمد یعقوب پر کور وه. د یوه سیمه ییز خبریال له خولې، یعقوب د طالبانو له حکومت سره کار کاوه. خو کله چې د هغه پر کور چاپه وهل کېده، د اورپکو فعال غړی نه و، له چاپې وروسته له طالب اورپکو سره یو ځای شو.
په ۱۳۸۴ کې امریکايي ځواکونو هم د هغه پر مدرسه او هم پر کلي چاپه ووهله چې د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړ شوي. یو څه موده وروسته یې ونیوه، او په بګرام کې یې درې کاله بندي کړ. په سیمه کې د یوه بل خبریال له خولې، تر دې مهاله یعقوب لا هم په جګړو کې لاس نه درلود خو د طالبانو لیکو ته یې د خپلې مدرسې له لارې خلک جذبول.
د یعقوب ځېنې شاګردان د طالبانو مهم قوماندانان شول. په هغوی کې د یحیی خیلو د مټاخان کلي عمري، دغیبي خیلو قادر او د خیرکوټ ولسوالۍ د سیګانا کلي اسدالله خنجري شامل دي. یعقوب اوس په کوټه کې اوسېږي او د یحیی خیلو د یوه مهم طالب زوی دی. په ۱۳۸۵ کال کې امریکاییانو په خدله کلي کې د اسدالله خدلی په نامه د بل مهم ملا پر کور چاپه ووهله. هغه په سیمه کې درنده او مذهبي څېره وه او ګڼ پلویان یې لرل. اسدالله د طالبانو له رژيم سره هم کار کړی و خو مهم رول یې نه درلود. د هغه پر کور برید په سیمه کې خلکو لوی سپکاوی وباله او د ملایانو او د مدرسې د شاګردانو ترمنځ یې داسې وېره خپره کړه چې ښايي پر هغوی هم برید وشي. د هغه پر کور له شپنیو عملیاتو وروسته، نوموړی له طالب اورپکو سره یو ځای شو او د طالبانو له لوري د همدغه ځای والي مقرر شو، وروسته د طالبانو له لوري د پکتیکا مرستیال والي شو. په ۱۳۸۵ کال کې امریکاییانو د اسدالله پر مدرسه برید وکړ. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د مالوماتو له مخې په هغه برید کې ځینې شاګردان ووژل شول چې ډېر یې د کوچني عمر وو. ( د مرګ ژوبلې شمېر نه دی تایید شوی) د امریکا پوځ رسنیو ته ویلي و چې د برید پرمهال د القاعده ځینو غړي په مدرسه کې وو.
(۱۰) سي لووېل لوفډول لومړنی امریکايي لیکوال و چې د سیمه ییزو پولیسو د جوړېدو په اړه یې لېکل کړې دي. هغه وايي چې د بي ای اي په نامه له یوې کمپنۍ سره یې پر امنیتي مالوماتو کار کاوه. نوموړي لیکلي چې د ۱۳۹۰ په کب میاشت کې یوې شورا ته ورغی چې امریکايي، ایساف او افغان مرکزي او سیمه ییز چارواکي هم پکې وو. په شورا کې له خلکو غوښتنه وشوه چې د سیمه ییزو پولیسو ملاتړ وکړي. هغه وخت دې نوښت ته د کلیو د ثبات عملیاتو نوم هم ورکړ شوی و چې وروسته د امریکا پوځ د ټولنې دفاعي ځواک نوم ورکړ چې همغه د سیمه ییزو پولیسو د جوړېدو لومړنۍ مرحلې بلل کېدای شی.
د هغه د مالوماتو له مخې ( په شورا کې قومي مشران ناست وو…. او ویې ویل چې د سیمه ییزو پولیسو/ د کلیو دثبات عملیاتو ملاتړ ته چمتو یوو. هغوی خپلو هغو ځوانانو ته په اشاره چې پوځي عمر ته رسېدلی ویل چې د سیمه ییزو پولیسو په ډول روزل کېدای شي. دې ته په پام سره چې هغوی به جګړه ونه شي کړی خو دا ویلی شي چې څوک څوک دي؛ او دا هغه څه و چې نړیوال ځواکونه ورسره لاس او ګرېوان وو)
څومیاشتې وروسته، د ۱۳۹۱ کال په وري میاشت کې د رنډ بنسټ څېړونکې لېنډا رابېنسن له امریکايي ځانګړ ځواکونو سره یحیی خیلو ته ولاړه.
هغې ویل دا لومړی ځل دی چې دا ډول یوه ډله د ۱۳۹۰ د کب په وروستیو کې یحیی خیلو ته ځي. نوموړې هم د سیمه ییزو قومي مشرانو ځینو شوراګانو، ملي پولیسو او ولسوال سره کتلي و. ( ولسوال په ولسوالۍ کې نه اوسېده، خو کله به یې چې دامن احساس وکړ، بیا به کار ته ورته) د شورا مشري نور محمد کوله. د هغې په وینا شورا د سیمه ییزو پولیسو د جوړېدو لپاره رای اچونه وکړه. درې اوونۍ وروسته د غوايي میاشتې په لومړیو کې د هغې په وینا ۱۷۴ کسان جذب شوي وو، هغوی وارزول شول، امریکايي ځانګړو ځواکونو وروزل او د لوړ پوړو امریکايي او افغان چارواکو په مخکې یې دفراغت غونډه جوړه شوې وه. د کب میاشتې په پیل کې د هغې په وینا په یحیی خیلو کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو او د شورا ترمنځ پر له پسې ناستې وشوې، حکومتي څانګو ته یې استازي ونومول او پر دې یې بحث وکړ چې څوک باید د سیمه ییزو پولیسو مشري وکړي.
(۱۱) رابېنسن د هغو تاریخونو یادونه هم کړې چې امریکايي ځانګړو ځواکونو ته چې د سیمه ییزو پولیسو پر جوړېدو یې کار کاوه، بازار پرانیستل کېده. هغې د یوه عسکر له خولې لیکلي ( له یوې میاشتې راهېسې له کله نه چې ځانګړي ځواکونه یحیی خیلو ته تللي دي، څومره بدلون راغلی دی. بازار تړلی و، خو اوس چې سیمه ییز پولیس ګومارل شوي او روزل شوې دي، د بازار په کوڅو کې دوکانونه بیرته پرانیستل کېږي او ګڼه ګوڼه پکې ډېریږي…)
هغې دا هم ویل چې د۱۳۸۹ کال تر وروستیو میاشتو لا هم د ولسوالۍ پر مرکز له څلورو لوریو اورپکو بریدونه کول، او دا هم وايي چې د ولسوالۍ په منځ کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو مرکز هم څو ځلې طالبانو په هاوانونو، توغندیو او وړو وسلو په نښه کړ. خو هغې له سیمې په خپلو یادښتونو کې د سړک غاړې بمونو ګواښ ته هم اشاره کړې ده. کله چې هغه د ۱۳۸۹ کال په کب میاشت کې یحیی خیلو ته ولاړه، ویل یې امریکايي ځانګړي ځواکونه د دې پر ځای چې پر اصلي سړکونو خپل موټر وچلوي، په کرنیزو ځمکو کې تلل او فصلونه یې خرابول. د نوموړې په وینا (د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ اصلي لاره خورا کرغېړنه وه، ماینونه پکې خښ شوې وو او ګڼو ملکي او ایتلافي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه)
(۱۲) له تاریخي پلوه اربکي د لویې پکتیا ځواک دی؛ داسې قومي، ټولنیز، رضاکار او بې معاشه ځواک چې حکومت سره تړلی نه وي او د لنډ مهال لپاره جوړېږي. دا ځواک د هغو پرېکړو د پلې کېدو لپاره جوړېږي چې جرګو کړې وي، د قوم سیمې ساتي او په سیمه کې نظم او قانون ټینګوي. ( په دې اړه د عثمان طارق لیکنه : قومي امنیتي سیستم، دلته ولولئ.) کله چې په سیمه ییزه کچه ګومارل شوي ځواکونه له لویې پکتیا بهر راپورته شول، نو په عمومي ډول د اربکي کلمه د سپکاوي په مانا دود شوه؛ او اوس هغو بې ډیسيپلینه ملیشو ته کارول کېږي چې حکومت پلوې دي.
ژباړه: حفیظ معروف
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹