د سولې خبرې په تېر يوه کال کې لاهم ټپ ولاړ حالت لري. خو سږ کال دوه پرمختیاوې کولی شي دغه ډب حالت مات کړي. يو يې د ولسمشر کرزي له واکه تلل او د نوي ولسمشر راتګ دی، چې د سولې لپاره هم يو غټ فرصت راوړلی شي. بل يې د بهرنيو ځواکونو وتل دي، چې البته دوه مخالف تاثيرونه لرلی شي: د جنګ په تودولو سره کيدای شي طالبان وغواړي حکومت ته سخت ګوزار ورکړي، او يا یې پر عکس کيدای شيطالبان دې ته اړباسي چې د جنګ په اړه له سره غور وکړي ځکه د دوی د جنګ عمده دليل چې د بهرنيانو شتون دی مخ په پيکه کېدو دی. د افغانستان د څېړونکو د شبکې غړی برهان عثمان د سولې د هڅو اوسني حالت، نژدې ماضي او په ۲۰۱۴ کال کې ممکنو پرمختياوو ته کتنه کوي.
که د تېر کال د سولې د پروسې بهیر د ۲۰۱۴ کال لپاره یو درس وګڼو، نو اصلي ټکی به يې دا ويترهغو چېښکېلې خواوي په يواړخیز فارمول پورې نښتي وي، هومرهبه شخړه په همدې ټپ ولاړ حالت بنده وي. په ۲۰۱۳ کې د ښکېلو خواوو د دريځونو ابهام او د هر اړخ (حکومت، طالبانو او متحده ايالاتو) دا تمايل چې خبرې دې هر يو د خپلو شرايطو مطابق ترسره کړي، پرمختګ د صفر تر ټکي ټیټ کړ. په کابل کې حکومت تر ډېره د خبرو په اړه خبرې کولې او د هر درېيم لوری يا منځګړي مخه يې ډب کړه، البته پرته له پاکستانه. طالبانو په خپل وار د شخړي د مشروع اړخ په توګه د حکومت له پېژندنې څخه خپل انکار ته دوام ورکړ، او ټول هغه راپورونه يې چې د طالب او حکومتي استازو تر منځ يې پټو خبرو ته اشاره کوله، چورلټ رد کړل. د دوی ټينګار دا و چې خبرې به له خپل يوازينې اصلی دښمن- متحده ايالاتو سره کوي.
همدا ډول د قطر دفتر چې د سولې د خبرو لپاره یو غټ فرصت کيدلی شوای وتړل شو. د دفتر پرسر لانجې وښوده چې د خبرو پروسه څومره نازکه ده او حکومت او طالبان دواړه څومره پر يو بل بې باوره دي. طالبانو دا غوره وبلله چې بېخې خپل دفتر وتړي، خو خپل بيرغ او لوحه را ښکته نه کړي- سره له دې چې د دغه دفتر پر پرانيستنه دوه کاله کار شوی و او د ډېرو هڅو په ترڅ کې ورته لاره هواره شوې وه. ولسمشر کرزي بيا په خپل وار د دفتر د پرانيستنې په ضد پراخ کمپاين پيل کړ، او د ټولې چارې په اړه يې ضد او نقيضې څرګندونې وکړې. ده يو ځل په همدې ترڅ کې طالبان له امريکایيانو سره ګډ دسيسه ګر وبلل چې د افغانستان په ضد هڅې کوي، بيا يې د قطر دفتر ټول د آی اس آی توطيه وګڼله چې ګواکې په کاميابۍ سره شنډه شوه. د قطر د دفتر تړل کېدو موجوده بې باوري نوره هم ژوره کړه، هغه هم په داسې یوه وخت کې چې دواړو اړخونو د باور جوړونې ته خورا اړتيا لرله.
له دې ورهاخوا، افغان حکومت او د حکومت لخوا د سولې لپاره مسوول دفتر- د سولې عالي شورا ونه شو کړی چې د پروسې د بيا راژوندي کولو لپاره کوم کارنده څیز وړاندې کړي. بلکې زياتره وخت د پاکستان د محور شاوخوا را وچورليدل، ته وا پاکستان د جنګ یو مخامخ اړخ دی. خو د افغان او پاکستاني مشرانو ترمنځ ګڼو ليدنو کتنو بله کومه ملموسه ګټه ونه کړه، پرته له دې چې د سولې د خبرو په اړه خبرې يې تازه وساتلې. پاکستان هم ښايي د افغانستان له لوړو توقعاتو څخه غواړي استفاده وکړي او کابل تل په داسې حال کې وساتي چې ورته د مرستې سوال وکړي. خو په حقيقت کې پاکستان يا ددې وړتيا نه لري چې ډېر څه وکړي ځکه طالبان خو د دوی په مستقيم کنترول کې نه دي، او يا که يې وړتيا هم لري، نه غواړي چې مرسته وکړي.
تر اوسه ښایي د پاکستان يواځينۍ مرسته دا وه چې د سولې د پروسې اړوند ځينې طالب بنديان له خپل بنده خوشي کړي، خو هغه هم چې څومره به رېښتیا وي؟ د هغو پنځوسو طالب بنديانو له منځه چې پاکستان یې له ۲۰۱۲ راهيسې د خوشي کيدلو اعلان کړی، يوازې يو څو يې په حقيقت کې معلوم شوي چې خوشي شوي دي، پاتې نور يې يوازې د اعلان په حد کې پاتې دي. په دې برخه کې تر ټولو زياته توده مساله د طالبانو د دويم خورا مهم سړي ملا عبدالغني برادر راخوشي کيدنه وه. له څو ځل اعلانولو وروسته چې ګواکې هغه يې خوشی کړی، بيا هم هېڅ خپلواکې سرچينې يا طالبانو تائيد کړې نه ده چې هغه دې خوشی شوی وي.
د سولې لارنقشه که د تسليمۍ لارنقشه؟
د سولې په برخه کې د حکومت يو بل تکتيک دا و چې د طالبانو له هغو پخوانيو مشرانو سره خبرې وکړي چې له دوی څخه بېل شوي، لکه ملا معتصم اغا جان. خو هغه له تشو هيله زېږوونکو مطبوعاتي مرکو پرته نور هېڅ د ګټې څه حکومت ته په لاس ورنه کړای شول. له دې ورهاخوا، کابل او اسلام اباد د قطر د دفتر پرځای بل چېرته د طالبانو لپاره د دفتر پرانيستنې په اړه له خبرو هېڅ ستړي نه شول. ترکيه، سعودي عربستان يا کوم بل ځایته د طالبانو د دفتر د لېږدپه اړه په وار وار خبرې وشوې.
په مجموع کې د سولې د خبرو د ټپ درېدلي حالت يو عمده دليل د سولې د شورا له خوشبينۍ هغه ډکه لارنقشه ده چې د ۲۰۱۲ په نومبر کې راووته. د سولې شورا تر اوسه هم له دې لارنقشې څخه نه اوړي، که څه هم غيرواقعي ښکاري. دا لارنقشه اساساً د پخلاينې مفهوم تسليمېدنې ته ورنژدې کوي. لارنقشه داسې انګيري چې پر دندو د ګومارنې په بدل کې طالب جنګيالي کيدای شي له تاوتريخوالي لاس په سر شي. د دې انګيرنې د منځ ټکی دا دی چې طالبان د اقتصادي عواملو پر بنسټ جنګېږي، نه د يوه سياسي هدف لپاره. کيدای شي دا د طالبانو لپاره د دې دليل وي چې تل يې له حکومت سره له خبرو ډډه کړې. د دغې لارنقشې د پړاويزو اهدافو مطابق، اوس بايد خبرې هغه ځای ته رسېدلې وای چې د کابل او طالبانو ترمنځ د اوربند د ميکانيزم په اړه د نظر مخامخ راکړه ورکړه کېدای او د انتخاباتو په سرته رسولو کې دواړو لوريو همکاری او ګډون درلودای. دغه اهداف تر اوسه يو خوب غوندې ښکاري.
دا يوازې حکومت نه دی چې نيمګړې تګلارې يې د ټپدرېدلي حالت مسووليت لري. طالبان هم له خبرو سره د سم تعامل په خپلولو کې پاتې راغلي. که څه هم طالبانو په وروستيو کې د يوې سوله ييزې حل لارې پر لورې ځينې اشارې ورکړې، خو پاموړ نرمښت يې تراوسه له ځانه نه دی ښوولی. يو شی چې طالبانو د قطر د دفتر د پرانيستې پرمهال ورته اشاره وکړه هغه په نامخامخ ډول له القاعدې يا بهرنيو جنګياليو سره د تړاو پرېکولو اعلان و، چې دا له مودو انتظار وروسته د متحدو ايالاتو او کابل لخوا د خبرو اترو لپاره يو مخکينی شرط ګڼل کېده. له دې سربېره، د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوچني اختر په خپل پيغام کې هم هڅه وکړه چې وښيي دوی د قدرت د انحصار په لټه کې نه دي، بلکې يو شامل نظام غواړي چې ټول لورې پکې ګډون ولري. خو دا خبرو ته ډېر د شک په سترګه ګوري او د عمل په ډګر کې يې ثابتول غواړي.
د طالبانو د مشر دا ډول خبرې دوه ډوله تعبيرېدلی شي: لومړی دا چې هدف يې ځان ته د نورو سياسي اړخونو او نړيوالو د مثبت پام راماتول دي، او په واقعيت کې هومره عملي وزن نه لري. دويم دا چې دا ډول خبرې د طالبانو په دريځ کې نرمښت ښيي. خو که دا د واقعي نرمښت څرګندوی وي، نو کيدای شي طالبان خپل پوره دريځ تر هغو روښانه نه کړي چې د سولې په اړه يوې غوڅې موافقې ته ونه رسېږي. البته د طالبانو رسنیو په عين وخت کې د جنګ نغاره هم توده ساتلې او په خپلو تبليغاتو کې هڅه کوي ووايي چې بری نور نژدې شوی دی.
د سولې په اړه د طالبانو دريځونه او پيغامونه تر ډېره په ميدان کې د جنګياليو ذهنيت هم په پام کې نيسي. د دې مانا داده چې که څه هم د پردې تر شا ډېر نرمښت په پام کې وي، خو په پيغامونو کې به ځکه طالبان محتاط وي چې هسې نه کوم جوړجاړي ته تر رسېدو مخکې د جنګياليو جنګي روحيه کمزوري شي. خو په عين حال کې بايد نړیوالو او افغانانو ته هم د سولې په اړه د خپل دريځ په اړه يو څه ووايي. د غبرګونو مخاطبانو ترمنځ د طالبانو د پیغام دا انډول ښايي تر څه ځايه د دوی پر اصلي دريځ باندې پرده وغوړوي. په هر حال، څه چې په دې مهال کې په يقين ويل کيدی شي هغه دا دي چې د طالبانو له لورې تر اوسه برالا هېڅ د سولې اړوند جدي ګام نه تر سترګو کېږي، بلکې نښې نښانې ټولې دا ښيي چې دوی د جنګدريځ هماغسې ټینګ ساتلی دی.
اما د پردې ترشا ويل کېږي چې طالبانو د سولې لپاره د يوه بل انتخاب په اړه هم خپله خوښه ښوولې وه. هغه د يوې داسې لنډمهالې ادارې جوړول و چې له ۲۰۰۱ راپه دېخوا ښکېل سياستوال يې برخه نه وي او اساسي قانون ته تغيير ورکړي. د لنډمهالې ادارې نظريه ويل کېږي چې د لومړي ځل لپاره په فرانسه کې د شانتيلي د ناستې په پايله کې رامنځته شوه، چې وروسته مختلفو اړخونو راپورته کړه. په دغو اړخونو کې پخوانی مرستيال ولسمشر او د قوماندان احمد شاه مسعود ورور احمد ضيا مسعود، د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي او په کابل کې د بهرنيو اډو پر ضد جبهه شامل دي. که د سولې د پروسې په ترڅ کې پر لنډمهاله حکومت سلا شوې وای، هغې لارنقشې به په بنسټيزه توګه بدلون کړی وای چې په ۲۰۰۱ کې د بون په کنفرانس کې رسم شوې وه، او راتلونکي سياسي سيستم کيدای شي له سره بله بڼه غوره کړې وای.
پر جنګ د طالبانو ټينګار او د جګړې د توجيه کولو ننګونه
تر اوسه داسې نښې نښانې نه ليدل کېږي چې طالبانو دې د خپل ځان په اړه دا تصوير اړولی وي چې ګنې هغوی داسې يو پياوړی او محبوب خوځښت دی چې کولی شي اوسنی حکومت راوپرځوي. د طالبانو له لورې د سولې لپاره رښتينې اراده هغه وخت تحقق موندلی شي چې يو ځل د بېرته راتګ دا څرګند باور له منځه ولاړ شي.
همدا ډول د طالبانو دا وينا چې تر هغو به جنګېږي چې آن يو بهرنی سرتېری هم په افغانستان کې وي او دا چې اوسنی حکومت د «اسلام ضد صليبي ايتلاف» ګوډاګیګڼي، ښيي چې دوی تر اوسه هم د موجوده سياسي سيستم سرسخت مخالف دي. خو دا ډول سخت دريځ، طالبان د يوې نه ختمېدونکي جګړې پر لاره ورسيخوي چې نه به يې ګټلی شي او نه هم پرېښودلی. او دا ډول يوه اوږده جګړه به د دوی په محبوبيت باندې هم ښه اغېز ونه لري.
په عین حال کې دوه پرمختياوې سږ کال کولی شي د سولې د خبرو لپاره يو پيل راونښلوي: لومړی يې د جنګ له ډګر څخه د بهرنيو سرتېرو راټولېدل دي. د ۲۰۱۴ کال د جګړې په موسم کې به په ندرت سره بهرني سرتېري تر سترګو شي. دوی نور خپل ماموريت د جنګ له ډګر څخه را ټولوي. پر ځمکه د بهرنيو ځواکونو شتوالی د طالبانو لپاره د جنګ او جذب له خورا پیاوړو عواملو څخه و. د بهرنيو سرتېرو لخوا په کليو کې عملياتو د طالبانو له داعيې سره تر ډېره مرسته کوله. اوس به د جنګ له ډګر څخه د بهرنيو نظامي بوټونو له ټولېدا سره د جنګ يو عمده پاروونکی له منځه ځي. البته د ټيټې کچې يو پاروونکی به لاهم امنيتي قرارداد وي، که امضا شي. د بهرنيو ځواکونو په نه شتون کې د محلي کچې هغه ډول اوربندونه ممکن پراخ شي چې بېلګه يې نيويارک ټايمز له کونړ څخه رپوټ کړې ده. دا ډول له هلمند څخه هم اوسېدونکو د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ورته محلي اوربندونو راپور ورکړی دی. دا ډول محلي اوربندونه د دواړو لوريو د جنګي قواوو ژوند ژغوري، پرته له دې چې د يو بل پر ضد پراخه مبارزه اغېزمنه کړي.
دويم عامل چې د سولې د پروسې له پرمختګ سره مرسته کولی شي هغه د اپريل د مياشتې د ټولټاکنو په نتيجه کې د نوي ولمسشر واک ته رسېدل دي. که اوسنی ولسمشر تقريباً له پيله تر پايه د سولې په هڅو کې د باور جوړونې له غټ مشکل سره مخامخ و، نو راتلونکی ولسمشر به نسبتاً له دې ستونزې څخه په پيل کې خلاص وي. د راتلونکي ولسمشر د سولې پروګرام، د پخلاينې چلند او آن ماضي به یې د سولې پر راتلونکې باندې د پام وړ اغېز ولري.
د بهرنيو ځواکونو وتل څنګه کولی شي د سولې پروسې ته نوې ساه ورکړي؟
که څه هم ۲۰۱۴ کال د يوه سوله یيز جوړجاړي لپاره هغسې يو غوره وخت نه دی لکه ۲۰۰۲ چې و، چې کله جنګ ختم و او طالبان په اسانه پخلا کيدلی شوای، مګر د حکومت او بهرنيو ځواکونو لخوا د پخلاينې پرځای په لوی لاس ورټل شول، او نه خو سږ کال د ۲۰۰۹ يا ۲۰۱۰ په څېر د قوت د اوج يوه نقطه کابل ته په لاس ورکوي ځکه اوسنی (بهرنی) پوځي ځواک هغه مهال ته په پام په نشت حساب دی، خو له دې سره سره سږ کال بيا د سولې لپاره نوي فرصتونه او عوامل دواړو خواوو ته په لاس ورکوي. له دغو عواملو څخه مهم يې دادی چې څرنګه چې جنګ د افغاني کېدو په حال کې دی، يعنې له دواړو لوريو څخه يوازې افغانان وژل کېږي، نو په دغسې حال کې جنګ ته ادامه ورکول دواړه اړخونه تر عام فشار لاندې راولي چې تاوتريخوالی بس کړي.
خو د رښتينو ګټورو خبرو اترو د پيل لپاره د ټولو اړخونو ته د سولې لپاره جدي اراده پکار ده، هغه څه چې اوس مهال يې حتميتوب نه شي تائيدېدلی. په اوسني دولت کې ډېر داسې سياسي مخور شته چې پخلاينې ته له سره چمتو نه دي، او د طالبانو په منځ کې هم د جګړه یيز تمايل کافي غړي شته دي.
د افغانستان اوسنۍ کشاله داسې ده چې د پای په اړه يې له يوه سوله ييز حل پرته د بل څه شي وړاندوينه نه شي کيدای. خو ايا د دغه سوله ييز پای پر لورې به سږ يا راتلونکی کال خوځښت پيل شي کنه؟ دا په دې پورې اړه لري چې په دواړو لوريو کې د جنګ خوښوونکي څومره بر لاس لري. ښايي افغانان څو نور کلونه هم د سولې د راتګ لپاره انتظار وباسي چې د دواړو لوريو جنګ خوښوونکي خپل زور سره وازمايي. ايله له دغسې يوې ګرانې زور ازموينې وروسته ښايي د سولې خبرو ته تلوسه پيدا شي. او يوازې يو پراخ ولسي خوځښت کولی شي هېواد له دغسې خونړۍ تجربې څخه وژغوري. دا خوځښت يوازې هغه وخت شونی کېدلی شي چې په ولس کې د جنګ پر ضد يوه ټوليزه اراده موجوده شي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹