په کابل کې د عراق پر سفارت د داعش ډلې د جنګياليو بريد يو ځل بيا ددغې ډلې موجوديت ته د نړيوالو پام ور واړاوه. په افغانستان کې د داعش ډلې زيات تلفات وليدل چې په کې ددوی درې مشران هم راځي چې د نړيوالې ټلوالې په بريدونو کې وژل شوي دي. که څه هم د داعش ډله په افغانستان کې نه ده توانيدلېچې خپل شتون پراخ کړي خو په لرې پرتو سيمو کې یې وکړی شوای خپل شتوالی ټينګ وساتي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د ليکنو په دې ټولګه کې د داعش ډلې پر راڅرګنديدو، چاردوداو ورپېښو ننګونو رڼا اچول شوې ده.
داعش ډله په افغانستان کې پر۲۰۱۴ لمریز کال په داسې حال کې چې په لومړيو کې له اسلامي دولت سره د خوابدو قوماندانانو، سلفيانو او يا د خوابدو طالبانو د بیعت ډلېپه نامه ياديدل، رابرسېره شوه. د دې قوماندانانو له ډلي څخه چې له پنځو تر شپږو ولايتونو کې يي حرکتونه پيل کړل، ګڼ یې د طالبانو له خوا ووژل. له شک پرته د طالبانو موخه دا وه چې په هغه سيمو کې چې دوی بر دي د دويم حرکت مخه ډب شي.
په افغانستان کې د داعش په نامه ډلې د پرله پسېویناوو په خپرولو د سوريې په رقه کې له اسلامي دولت ډلې سره خپل پیوستون اعلان کړ. که څه هم په لومړيو کې د اسلامي دولت ډلې دې ویناوو ته دومره پام ونه کړ خو وروسته په ننګرهار ولايت د دې ډلې يوې برخي ته رسمي دریځ ورکړای شو.
د دوو کلو په اوږدو کې چې داعش ډلې خپل شتون څرګند کړی د افغان او امريکايي ځواکونو تر سختو بريدونو لاندي راغلي دي. ددې بريدونو یوه ستره بېلګه د سږ کال په اپريل مياشت کې د امريکایيانو له خوا په ننګرهار ولايت کې پرداعش ډلې «د ټولو بمونو د مور»غورځول دي. د داعش ډلې د خراسان څانګه پر کورنیوشخړوښکېل ده چې د منځنۍ اسیا د سخت دريځوجنګياليواو پاکستاني جنګياليو تر منځ یې د مشرتابه پر سر له ناندریو رازېږېدلې ده. که څه هم دې ډلي د بيلابیلو ولايتونو څخه جنګيالي ورمات کړي او له ځان سره ساتلي دي، خو ننګونه یې داده چې مشرانیې خونديتوب نه لري، سره له دې چې په ښارونو کې یې په بریدونو سره خپله وړتیا ښودلې ده.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د ليکنو په دې ټولګه کې د داعش ټوکېدلو، په ننګرهار کې یې بیاځلي څرګندېدلو، په نورو سيمو کې یېبريدونواو دغه راز پخپله پر دوی بریدونو ته کتنه شوې ده.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکی د لیکنو ټولګه په انګلیسی ژبه دلته ولولئ
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹