Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

د داعش بل مشر هم ووژل شو: د څو مشرانو تر بایلنې وروسته داعش په څه حالت کې دی؟

برهان عثمان 10 دقیقې

د سږ کال د  چنګاښ مياشتي پر۲۰ نېټه امريکايي ځواکونو اعلان وکړ چې د داعش مشر ابو سعيد یې چې  ددغې ډلې د خراسان ولايت (د افغانستان څانګي) امیر دی، په کونړ ولايت کې په هوايي بريد کې وژلی دی. ابو سعيد يو ماهر جنګیالی و. که د هغه مرګ تایید شي نو پر داعش  به کلک ګوزار وي او هغه فشارونه به چې له بیلابیلو خواوو پرداعش  راغلي نور هم زيات کړي. که څه هم تر اوسه لا داعش ډله په ننګرهار ولایت کې له طالبانو  سره کلکه په جنګېدو ده. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ليکوال برهان عثمان د ابو سعید له وژلو وروسته د داعش ډلې وضعيت ته په دې ليکنه کې کتنه کړي.

داعش ډله، د پخواني مشر شيخ عبدالحسیب له وير څخه لا نه وه وزګاره شوې  چې د سږ کال د  چنګاښ پر ۲۰ د دې ډلې بل مشر ابو سعيد د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکېپه برید کې ووژل شو. د دې خبرې پخلی د امريکا دفاع وزارت کړی دی. د  چنګاښ مياشتې پر۲۳ نېټه د امريکا دفاع وزارت د ابو سعيد د وژني پخلی په يوه  ویناکې وکړ چې (دلته) يي لوستلای شئ. د سيمي خپلواکو سرچينو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وويل چې دا بريد د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ په  کټارسيمه کې تر سره شوی. دا د نورستان او کونړ ولايتونو تر منځ سرحدي سيمه ده. په دې بريد کې د داعش دوه نور جنګيالي هم وژل شوي ول. خو بيا هم د سيمي د يوه ژورنالست په وينا، د وژل شويو داعش جنګياليو خپلوانو ورته ویلي چې په دې بريد کې د داعش کوم مهم مشر نه دی وژل شوی. که څه هم داعش ډلې تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی، خو د داعش د ننه سرچيني افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د ابو سعيد وژل نه مني. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې دا معلومات له دریوسرچينو تر لاسه کړي دي.

د ابو سعيد پيژندګلوي

د ابو سعيد خپل نوم مولوی عبدالرحمن غالب دی چې د پاکستان د باجوړ ایجنسۍاوسيدونکی و/دی. د هغه عمر د ۴۰ کلو شاوخوا کې ښودل شوی دی. د داعش ډلي د نورو مشرانو خلاف هغه د جګړه ییزو تجربو څښتن دی/و. ده یو په پل پسې د دریو پوړیو په وهلو ځان تر دې ځایه ورساوه. په وروستيو لسو کلونو کې یې مدرسه پريښوده، درسونه يي نيمګړي پاتي شول  چې له اسلام پالو ډلوسره چې په دغه قبايلي سيمه کې يي فعاليت کاوه  ملګریشي. هغه د تحريک نفاذ شریعت محمدي له ډلي سره يوځای شو. دا ډله په ۱۳۷۰کلونو کې رامنځته شوه چې موخه يي په سوات، ملکنډ او باجوړ کې د شرعی نظام نافذول و او په۱۳۷۳ کالکې يي د ملکنډ ځيني سيمي هم د يو څه وخت لپاره ونيولي.

کله چې په ۱۳۷۹ لمريز کال کې امريکا په افغانستان کې خپل کمپين پيل کړ، همدې ډلي طالبانو ته زيات جنګيالي را واستول او لویه مرسته يي ور سره وکړه. غالبا په دوی کې مولوی عبدالرحمن (ابو سعيد) هم و. د طالبانو د حکومت له نسکوريدلو وروسته، مولوی عبدالرحمن بېرته باجوړ ته ستون شو او هلته يي مدرسې ته دوام ورکړ چې خپلې زده کړې پوره کړي او مولوی ور څخه جوړ شي.

دا چې سعید د دې ډلي له مشر فقیر محمد سره نژدي پاتي شوی نو همدا وجه وه چې په دې ډله کې وروسته د قاضي مقام ته هم ورسید. کله چې د ۱۳۸۶ کال په شاوخوا کې د پاکستان تحريک طالبان ډله رامنځ ته شوه نو فقیر محمد هم ور سره يوځای شو چې سعید  یې هم د لارې مل و. د ۱۳۹۱ لمريز کال په شاوخوا کې فقیر د تحريک طالبان پاکستان ډلې د  مرستیال مشر پوړۍ تر لاسه کړه. په ۱۳۹۱ لمريز کال کې هم دا خبرونه خپاره شول چې فقیر محمد د امريکايي ځواکونو په بمبارد کې د کونړ ولايت په مروره ولسوالۍکې وژل شوی، خو په اصل کې په دې بمبارد کې د باجوړ د طالبانو قوماندان داد الله وژل شوی و. کله چې په ۱۳۹۴ لمريز کال کې فقیر د خپلو قوماندانانو او شاخوا ۲۰۰ جنګياليو په ګډون له داعش ډلې سره يوځای شو نو په ډله کې یې ابو سعيد هم و. ابو سعيد په حنفي مدرسه کې زده کړېکړي او حنفي ملا پاتي شوی دی. خو چې کله له داعش ډلې سره يوځای شو د نورو جنګياليو په څېر هغه هم سلفي شو.

د داعش د ډلې د يوې سرچيني په وينا، کله چې پر۱۳۹۵ لمريز کال کې د داعش ډلې  لومړی امير سعيد خان و وژل شو، له دې وروسته ابو سعيد د ننګرهار ولايت لپاره د داعش ډلې د امير په توګه دنده پيل کړه. بله سرچينه بيا وايي چې سعيد د عبدالحسيب د  مرستیالپه توګه ګومارل شوی و.

ابو سعيد او د داعش  ډېری باجوړي قوماندانانو په ټوله کې د کونړ پاسنۍ دره د خپل مرکز په توګه کارولې، هم هغه مهال چې د تحريک طالبان پاکستان ډلي غړي وواو که هم اوس چې د داعش  په ترکیب کې دي. په ځانګړي ډول زياتروجنګياليو په  شولتندره کې  استوګنه غوره  کړه، ځکه دا سيمه له باجوړ سره پر پوله پرته ده. د دې درې خلک تقریبا ټول په قوم شينواري دي چې د ننګرهار له هغو ولسواليو سره چې د داعش جنګياليو تر ولکې لاندي دي، ورته والی لري. داسي هم ويل کيږي چې کله ابو سعيد د داعش ډلې مشر شو نو غوښتل  یې چې د خپلې ډلې عمليات او شتون په کونړ کې  پراخکړي. د دې وجه دا وه چې يو خو ابو سعيد له دې سيمي سره بلد و او بل دا چې همدا ولايت له باجوړ سره پوله لري. د پاکستان د قبايلي ايجنسيو له ډلې څخه په باجوړ ايجنسۍ کې د داعش شتون  پراخ دی ځکه چې د همدې سيمي قوماندانانو خپله برخه کار کړی دی. په کونړ ولايت کې د ابو سعيد شتون ته په  کتو سره ویل کېدلی شي چې ښایي ابو سعید د سږکال د چنګاښ د ۲۰ برید کې وژل شوی وي.

دا چې ابو سعيد  ماهر جنګیالی، مولوي، قاضي او د تحريک طالبان پاکستان ډلېد مهم قوماندان  مرستیال پاتې شوی ځکه خو له ايديولوژيک او ستراتيژيک اړخه په ډېر څه ښه پوهيده. د ابو سعيد علمي شخصيت ته په کتلو سره په داعش ډله کې ابو سعيد ته د شيخ لقب کارول کيده. د سږ کال په وريکې د خلافت غږ راډيو سره په يوه مرکه کې ابو سعيد تيوريست ښکاري  او په څرګندونو کې وایي چې«موږ به امريکا هم فتح کوو او د امريکا اوسيدونکي به توحيد ته را اړوو». دې  هرڅه له ابو سعيد نه د داعش ډلي د مشرتابه لپاره  وړکس جوړ کړ.

ابو سعيد څنګه و ټاکل شو

ابو سعيد د هغه د وژلو له اوازي شاوخوا درې اوونۍ مخکې د داعش ډلې مشر ټاکل شوی و. د سږ کال د  وري مياشتې په اوږدو کې د داعش ډلېد پخواني مشر عبدالحسيب له وژل کيدو وروسته د ابو سعيد ټاکلو يوه مياشت ونيوله ځکه چې د داعش ډلي د مشرانو له خوا پروړانديز شويو کسانو  ګڼ توپیرونه ټوکېدلي وو. د  منځنۍ آسیا جنګيالي پر دې  د تحريک طالبان پاکستان پرپخوانيو کسانو شکمن ول چې دې ډلي پخوا له پاکستاني چارواکو سره پټې اړيکي درلودې چې ابو سعيد هم له دې ډلې څخه ګڼل کيده.  په دې نومېدنه کېد سر سړی عبدالله اورکزی و (چې د اسلم فاروقي په نامه هم ياديږي)  اوپه اورکزيو ايجنسۍ کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې د منځنۍ کچې قوماندان پاتی شوی او د داعش ډلې  له پخواني قوماندان سيد خان سره  یې نژدي  اړیکي درلودې.د  منځنۍ آسیا جنګياليو، چې د داعش ډلي تر درېيمي هم لږه برخه  جوړوي، عويه خراساني، چې دا يي خپل نوم نه دی او شاید د ازبکستان وي،  له خپله لوري نومولی و.

دا چې د  منځنۍ آسیا  جنګياليو د تحريک طالبان پاکستان پرپخوانيو جنګياليو نيوکه درلوده او د خپل ځان لپاره يي اغېزمن قوماندان خوښاوه،  ځکه نو ورسره د داعش ډلي د نوي مشر ټاکل هم له خنډ سره مخ شول. داعش ډلې ته  د یوې نژدې سرچيني  له خولې، دا  جرړه د داعش ډلي مرکز ته (په سوريه او عراق کې) واستول شوه  چې د افغانستان لپاره د داعش د ډلې د مشر د ټاکنې په تړاو لارښوونه وکړي. له مرکز څخه بيا امر راغی  چې يوه ۴۰ کسيزه شورا جوړه کړئ چې هغوی ټاکنې تر سره کړي تر څو بيا د مرکز له خوا هغه مشر تايید شي. دا يوازي د يوې سرچينې خبره ده چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یې له نورو سرچينو تایید تر لاسه کړی نه دی. شورا  دې سلا ته ورسېده چې مشري ابو سعيد  ته ورکړي او دا خبره بيا د داعش ډلي د مرکز له خوا تایيد شوه.

په ننګرهار کې د داعش ډلې نفوذ

له يوې نيمې مياشتې راهسیې د داعش ډله په  کلکو جګړو  ښکېل ده، چې ځيني جنګونه به کله ول او کله به  غلي شول. دا جنګونه د ننګرهار ولايت په دریو ولسواليو کې  پېښ شوي دي، چې په دې ډله کې د اچين،  هسکې مېنې او پچير و اګام ولسوالۍ شاملېدي. تر ټولو سخت جنګ په اچين ولسوالۍ کې  وشو، چې دا د افغان دولتي ځواکونو د ځمکنيو عملياتو مرکز و. همدارنګه افغان دولتې ځواکونه هم هوايي ملاتړ لري او هم د امريکايي ځواکونو ملاتړ ور سره دی. په دې عملياتو کې د پيخې او  مومند درې سیمې شاملي دي چې په دواړو کې ګډ ځواکونه د داعش ډلې له سخت مقاومت سره مخ شوېدي. د دې عملياتو له برکته د داعش ډلېد پرمختګ مخه ونيول شوه. د سيمي د خلکو په وينا د ګډو ځواکونو دغه عمليات ډېر ورو پر مخ روان ول. داعش ډلې همدارنګه  د هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم مقاومت وکړ چې دا ډول مقاومت مخکې نه دی ليدل شوی. په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې سيمه له تيرو دوه کلونو را په دې خوا يو ډول ده چې نه کمه شوېاو نه هم پراخه شوېده. د سږ کال د  چنګاښ مياشتې په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره ګډ ځواکونه نور هم په دې دره کې پر مخ ولاړل. په دې علمياتو کې حتی ګډو ځواکونو د اوغوز او ګورګوري سيمې، چې داعش ډلې د خپل مرکز په توګه کارولې، د لنډ مهال لپاره ونيولې. وروسته بيا ګډ ځواکونه له دې سيمې څخه پر شا شول،  ښایي لامل يي د داعش سخت مقاومت وي. په همدې سيمه کې د  چنګاښ پر ۱۶ دوه امریکايي پوځیان هم ووژل شول.

همدارنګه پچير و اګام او ور سره خواکې د تورې بوړې غرونه چې  ګڼې سمڅې لري په لومړي قدم کې د داعش ډلې د عملياتو هدف و او په دويم قدم کې بيا د داعش پر ضد عملياتو  نښه شوه. د سږ کال د  چنګاښپه لومړيو کې د داعش ډلې هغه وخت په توره بوړه سيمه کې خپل شتون پراخ کړ چې په  هسکه مېنه ولسوالۍکې طالبان پر شا وتمبول شول. د تورې بوړې سمبوليک  ارزښتته په کتو افغان دولتي ځواکونه  خورا چټک دې سيمي ته ورسيدل  چې د داعش ډلي  اغېزکنترول کړي. توره بوړه هغه سيمه ده چې په لومړيو کې افغان مجاهدينو د روسانو پر وخت جهاد کې کاروله، بيا د طالبانو د حکومت له نړېدو وروسته  په کې القاعده ډله ميشته وه او بيا په وروستيو کې د داعش ډلې لپاره ستراتيژيک پټنځای شو. کله چې داعش ډله دې سيمې ته ورسيد له په هماغو لومړيو ورځو کې  یې د افغانستان د دفاع وزارت بې له ځنډهاعلان وکړ چې د داعش ډلې ستراتيژيکه سيمه یې نيولېده. خو په توره بوړه کې حکومتي کسانو يوازي د خلکو ګڼ ميشتي سيمي نيولېوې. خو هغه سيمي چې هم زياتي مهمي دي او هم ګڼ ميشتي نه دي، لکه د میلوې دره، هغه اوس هم د داعش ډلې تر کنترول لاندېدي.

دولتي ځواکونو او همدارنګه رسنيو توره بوړه يو ډېر قوی مرکز انځورکړی. دوی دا سيمه د اچين ولسوالۍ له هغېسمڅې سره برابره ښودلې چې امريکا په کې د ټولو بمونو مور بم کارولېوه، په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ ليکنه (دلته) ولولئ. خو توره بوړه بيا ستره سيمه ده چې هلته بيلابيلي درې  شته چې د غرونو په لړۍ پوښل شوي دي. دلته هغه سيمه دومره مهمه نه ده چې يو وخت اسامه بن لادين پکې اړولي ول. ګډ ځواکونه پرله پسې هڅه کوي  چې د داعش ډلې جنګيالي په دې درو کې را ګير کړي، خو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي. داسې ښکاري چې د داعش ډله په هغه سيمه کې ځای پر ځای شوېوي چې هلته څوک نه اوسيږي او پلی  تګ به ورته ساعتونه غواړي چې له هسکې مېنې څخه سړی ور ورسېدلی شي. له همدې  امله ښایي داعش ډله  یې تر اوږده مهاله و نه  ساتلای شي. د اوس لپاره ښایي داعش هلته يو څه شتون وساتي څو  یې د خپل پټن ځای په ډول وکاروي او  هم وښیي چې د سمبولیک ارزښت یوه پیاوړې سیمه یې په ولکه کې ده.

په چپرهار ولسوالۍکې د داعش ډله  هسکې مینې ولسوالۍ ته څېرمه پرځينوسيمو کله نا کله کنترول لري. په دې ولسوالۍ کې داعش له طالبانو سره سخته جګړه وکړه. طالبان هيڅ نه دې توانيدلي  چې دا سيمه له داعش ډلې څخه پاکه کړي. د دې ولسوالۍځيني سيمي به کله له طالبانو سره وېاو ځيني به يي له داعش ډلې سره، چې په دې ځايونو کې د جګړو له  لاسه دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. هر کله چې يوې ډلې يو څه سيمه په دې ولسوالۍکې نيولي نو  بیاد مقابل لوري په ملاتړو يا مشکوکو ملاتړو پسېګرځيدلي دي.

په نازيانو ولسوالۍکې د داعش نژدي پلوۍ ډله -لشکر اسلام چې  منګل باغ یې مشري کوي، دا ډير وخت له کومې جګړې  سره نه ده مخ شوې.

د داعش ډلې پر ضد پاکستاني عمليات: جنګيالي له منځه وړي؟ او که يي افغانستان ته ورپورې وهي؟

داعش ډله په ورته وخت کې د لوجستيکي ليږد بل ستر مرکز د ډيورنډ پورې غاړه له لاسه ورکوي. د خیبر څلور په نامه عمليات چې د  چنګاښ مياشتې پر۱۶ نېټه پيل شوي د چارواکو په وینا په کې هڅه کېږي چېد پاکستان په خاوره کې د داعش ډلې د پراخيدو مخه ونیول شي (دلته او دلته) نور معلومات ولولئ. په اصل کې د عملياتو موخه دا ده  چې د خيبر ايجنسي هغه سيمې پاکې کړي چې تر اوسه د پاکستاني حکومت له پوره کنترول څخه بهر دي. داسي ويل کيږي چې په دې عملياتو کې په خيبر ايجنسۍکې د رجګال دره  په نښه شوې ده. رجګالد افغانستان اړخ ته له اچين او نازيانو ولسواليو سره پوله لري، چې دا سيمه په تېرو کلونو کې  پرله پسې د اورپکو پټنځای پاتې شوی ده. په دې دره کې د داعش جنګيالي ازاد تګ را تګ کوي  او ورسره جوختیې خپل جنګيالي او  اسیران هم له دې لارېليږدولي دي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته  ګڼو کسانو ويلي چې د داعش جنګيالي له خيبر پښتونخوا څخه پرکچرو وسلې  او نور  اړین توکي ننګرهار ولايت ته لېږدوي.

پخواني علميات چې خيبر ۳  نومېدل، په دې سيمه کې نابریالي وو، ځکه د داعش ډلې جنګيالي له رجګال سيمي څخه نه وځي. که دا دره له داعش جنګياليو څخه و نيول شي، دا به  پر دغې ډلې کلک ګوزار وي ځکه د کسانو او لوجستيکي موادو د ليږد مخه به یې ډب شي.

بل خوا، که دا عمليات کامياب شي نو زياتره جنګيالي به چې په رجګال کې مېشت دې افغانستان ته واستول شي. دوی به بيا په افغانستان کې له موجوده جنګياليو سره يوځای کيږي چې يا به د داعش ډله وي او يا به د همدې ډلې ملاتړې لشکر اسلام وي. په خيبر ايجنسۍکې د پاکستاني سرتېرو عملياتو همدا ډول اغېز درلود. د دې پرځای چې جنګيالي په کې له منځه يوړل شي  هغوی هلته خپل مرکزونه پريښودل او افغانستان ته وا وښتل. که د پاکستان نظاميان په دې و توانيږي  چې د رجګال دره له جنګياليو پاکه کړي نو جنګيالي به بيا هم خيبر ايجنسي ته پرتيراه درې لاسرسی لري، چې دا سيمه بيا د داعش تر کنترول لاندي له  هسکې مېنې سره پوله لري، که څه هم ډيره اوږده ده. رجګال يوازينۍ سيمه نه ده چې اوس هم د پاکستاني حکومت له کنترول څخه  بهرده، بلکې د تيراه ځيني سيمي د مختلفو جنګياليو پټنځایونه دي.

سرونه يي غوڅ شول خو مورال نه بايلي

که د ابو سعيد د وژنې پخلی وشي نو دا به پرداعش ډلې  یو لوی ګوزار وي. د داعش سر غوڅونه په تيرودووکلونو کې په درز روانه ده. په دې برخه کې امريکايي ځواکونو هم خپل عمليات زيات کړي دي چې  ډېري يي په ننګرهار ولايت کې د بې پيلوټه الوتکو او نور هوايي بريدونه دي. د دې عملياتو له  امله د داعش شاوخوا ۲۰ اساسي او يا هم د دويم نسل کسان وژل شوي چې  ډېری یې  په هوايي بريدونو کې  وو. همدارنګه داعش  تههم مهاله په دريو ولسواليو کې مقاومت ګران پرېوځي. د پاکستاني نظاميانو عمليات پرداعش ډلې بل ګوزار ګڼل کيږي چې د تګ راتګ لار  پرې وتړل شي.په ورته وخت کې د داعش په ډله کې داخلي اختلافات هم  شته چې  ډېر یې د منځنۍ آسیا د جنګياليو، چې ډېر سخت دريځي دي، او د سيمه یيزو  مېړونو ترمنځ چې ګڼ یې پاکستاني مشران دي، روان وي.

له دې ټولو  ګواښونو سره سره هم داعش ډله د خپل شتون غځولو ته  دوامورکوي. ننګرهار ولايت ته اوس هم له مختلفو ولايتونو او همدارنګه له پاکستان څخه نوي جنګيالي  ورځي او دې ځای ته ورماتېږي. داسې نښې نښاني نه ښکاري چې د داعش ډله دېخپل سخت دريځتوب ته د پای ټکی کېږدي او يا دې یېکم کړي. په ورته وخت کې د سيمي خلک د داعش ډلې جګړه مبهمه بولي. داعش به  بشپړه هڅه وکړي چېله افغان او امريکايي ځواکونو سره مقاومت وکړي او په ننګرهار ولايت کې خپل مرکز وساتي. داعش ډله  ښایي د طالبانو هومره هوښياره نه وي چې د خپلو مشرانو ساتنه وکړي، خو دا ثابته شوې خبره ده چې دوی  خورا کلک جنګیالي دي چې په اړه یې اټکل ګران دی.

لیکوالان: