طالبانو د ۱۳۹۶ کال زمری په پیل کې د جانیخیلو ولسوالۍ مرکز د لنډ وخت لپاره ونیو. دا ولسوالي د پکتیا او خوست په ختیځه غرنۍ سیمه کې پرته ده چې نسبتا قبایلي خلک په کې مېشت دي. د ولسوالۍ مرکزونه ډېری وخت د حکومت په ولکه کې وي، خو له مرکزهدباندې د ولسوالیو په لریو پرتو سیمو کې د طالبانو واکمني چلېږي. خو ځینې وختونه دا حالت یو ډول نه پاتې کېږي او کله نا کله ترېنګلې کېږي. د طالبانو له خوا د ولسوالۍ د مرکز نیول یوازې د خپل زور ښوول و، نه دا چې د ډېر وخت لپاره یې ونیسي. له دې داسې ښکاري چې اورپکي غواړي په دغه ډول ولس ته خپل زور لا ډېر وښیي.ه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکو توماس روټيګ او فضل مظهري موندنې ښيي چې د پاکستان پولې ته څېرمه د (ډېورنډ کرښې) پردې سیمه د طالبانو د پښو ځای او نفوذ ځکه ډېر شوی، چې دا سیمه ډېر وخت له پامه غورځول شوې وه او د حکومت پلوې سیمې په سترګه ورته کتل کېدل.
په جانېخیلو کې څه وشول؟
د ۱۳۹۶ کال د زمری پر ۲۵، طالبانو له دوه ورځنۍجګړې وروسته د جانیخیلو ولسوالۍ مرکز ونیو.دا یوه پراخهولسوالي نه ده، له خوست ولایت سره پوله لري چې اوږدې غرنۍ درې پکې هر خوا غځېدلې دي. دارنګه د پاکستان له وزیرستان سره نښتېپوله لري چې ځینې سیمه ییز مهم سړکونه پکې تېرې شوې دي. د ۱۳۹۶ کال د زمری پر ۱۴ حکومتي چارواکو رپوټ ورکړ چې د دې ولسوالۍ مرکز یې بېرته نیولی دی. ( دلته د رسنیو رپوټونه کېکاږئ). سیمه ییزو خلکو او په کابل کې چارواکو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل په لوی شمير کې حکومتي ځواکونه ولسوالۍ ته واستول شول او د هغې مرکز یې بیرته له طالبانو ونیو. وروسته افغان چارواکي هم د دې بریا دلېدو لپاره د هوا له لارې سیمې ته ورغلل.
له دې وروسته، افغان ځواکونو رېشپيګي کنډو ته د رسېدو لپاره چې درې کیلومتره له ولسوالۍ لرې دی، څو ورځې جګړه وکړه. په دې سیمه کې چې ورغلې لار یې پرغرونو او غونډیو اوړي، طالبانوپه پراخه کچه ماینونه ښخ کړې وو. داسې ښکاري چې هلته اوس جګړه ارامه شوې ( د ۱۳۹۶ کال د زمری تر ۱۶) او اورپکي خپلو پخوانیو ځایونو ته ستانه شوې دي. دوی ګاونډي ولایت خوست کې د موسی خیلو ولسوالۍ کوټکي سیمې ته تللي دي. طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې په دې سیمه کې ډېر مرکزونه جوړ کړې دي. ځینې انګېري چې ښايي طالبانو له دې وېرې د ولسوالۍ مرکز پرېښی وي چې ځانونه له هوايي بریدو څخه وساتي.
لاهم دواړو لوریو ته د اوښتو ځاني زیانونو کچه روښانه نه ده. حکومت او طالبان دواړه یو بل ته د ډېرې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. د ولسوالۍد مرکز له نیول کېدو وروسته، حکومتي سرچینو ادعا کړې چې نژدې ۱۴۰ اورپکي یې وژلي او۱۲۰ نوریې ټپیان کړې دي. د پکتیا د پولیسو ویاند سردارولي تبسم ویلي چې د جګړې په لومړیو ورځو کې پهوژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۶۰ پاکستاني ملیشه هم وژل شوې دي. طالبانو بیا ادعا کړې چې یوازې یو کس یې وژل شوی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ویلي په نښتو کې ۵ امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي، خو د سیمې خلکو ازادۍ راډیو ته ویلي(دلته یې کېکاږئ) د ولسوالۍ له سقوط یوه ورځ وروسته دوی دامنیتي ځواکونو د ۱۲ غړو مړي هلته لیدلي دي.
طالبانو بیا ادعا کړې چې ۱۵ امنیتي کسان یې وژلي او همدومره نور یې ژوندي نیولې دي ، خو حسرت دا ادعا رد کړې ده. د زمری پر اتمه په یوه خپره شوې ویډیو کې ځینې هغه کسان ښوول کيږې چې د ادعاوو له مخې طالبانو نیولې دي. له دوی نه د ځای ځایګي، ولایت او له دوی سره په شوي چلند پوښتنې کېږي. ( ویل کېږي دا ټول کسان د جانیخیلو له قضیې سره تړلې دي) په وېډیو کې د ځینو امنیتي کسانوجسدونه هم ښوول کېږي. د څارونکي په باور طالبانو د هموې موټر په ګډون ګڼې درنې وسلې هم له ځان سره وړې دي. هموې د امریکا جوړ شوي ګاډيدي. ( دا ډول ګاډي د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ پر ۲۶ طالبانو په ګریشک کې د موټر بم په ډول همکاروليدي. (دلته یې کېکاږئ) ښايي علت به یې دا و چې طالبانو د دې ډول موټرو کارولو لپاره وسایل نه درلودل)
د جانیخیلو مرکز د جګړې پر دویمه ورځ د طالبانو لاس ته ولوېد. د جګړې په لومړۍ ورځ حکومت پلوو ځواکونو د وسله والو برید په شاوتمباوه. د ولسوالۍ د مرکز شاوخوا په لوړو غړونو کې نورې امنیتي پوستې جوړې شوې. څارونکي وايي، داسې فکر یې نه کاوه چې بیاځلي بریدونه کېدلی شي نو ځکه دوی هم هک پک دي. ( دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول بریدونه چې خلک یې حیران کړي، پېښېږي. په کندوز کې هم ورته پېښه وشوه- دلته یې کېکاږئ)
په سیمه کې څارونکو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې طالبانو د پکتیا، خوست له ولسوالیو او دارنګه د کرښې له بلې غاړې وزیرستان نه ګڼ شمېر اورپکې ورټول کړي وو. وزیرستان داسې سیمه ده چې دوی پکې ګن شمېر مرکزونه لري. په پکتیا او خوست کې پراته خلک تر ډېره د شمالي وزیرستان د قبایليسیمو په څیر دي او د کرښې هغې غاړې خلکپه خپله سیمه کې د دایمي فعالیت اجازه ورکوي، ځکه نه پيژندل کېږي او څرنګه چې واټن کم دی- له پولې بلې غاړې برېدونه اسان او ډېر اغېزناک وي.
خو د کرښې دې غاړه یانې افغانستان کې هم داسې سیمې شته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي. مثلا د جانېخیلو کوټکي دښته چې یوازې لس کیلومتره د ولسوالۍ له مرکزه لرې ده خو له ډېرو کلونو راهیسې طالبان پرې واکمن دي. د یوه سیمه ییز خبریال له خولې چې نه غواړي په ځانيامنیتي دلایلو یېنوم یاد شي، په دغه سیمه کې اکثره طالبان د حقاني او منصور شبکو سره تړلې دي. د طالبانو دا دوه فرعي ډلې په دودیز ډول د افغانستان جنوب ختیځ کې فعالیت کوي. ( مخینه یې دلته کېکاږئ)د ولایتي شورا یوه غړي جرمني اژانس ډي پي اې ته ویلي په دغه سیمه کې نښتو نژدې ۲۵۰ کورنۍ بېځایه کړې دي.
د پېښو دویم پړاو
داسې ښکاري چې د بريد اساسي موخه د زور ښوول و، نه دا چې پر سیمه ولکه ټینګه شي. دا ډول بریدونه په ځانګړي ډول د خوست او پکتیا په غرنیو سیمو کې د اورپکو د ډېرې تندلارۍ ښکارندويي کوي. ان په ګردېز او خوست کې هم کله کله د دا ډول بریدونوهڅه کېږي (۱) دا ډول حالت له ډېرو کلونو راهیسې په غرنیو سیمو او له جغرافي پلوه په قبایلي سیمو يورې محدود دی. په ډېرو ولسوالیو کې د ولسوالیو مرکزونه د حکومت په ولکه کې دي،خو د ولسوالۍ له مرکزونو لرې پرتې سیمې لږ یا ډېرې د طالبانو په واک کې دي. ( یوه سیمه ییز خبریال د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د ولسوالیو په لرېپرتو سیمو کې چې طالبان په کې واکمن دي، اقتصادي ګټه وټه هم شته، ځکه له دې سیمو ټول شوي ځڼغوزي پاکستان ته وړل کېږي. طالبان پرې محصول لګوي چې خپلو وسله والو ته پرې مالي امکانات برابر کړي.)
دا حالت د کلونو په تېرېدو ورو ورو تغییر کوي او د پېښو شمېر هم په کې تر پام وړ کچې ډېر شوی دی. د ۱۳۹۶ کال د غویی پر ۳۰ د پکتیا په مرکز ګردېز کې دریو کسانو چې یو پکې ځانمرګی بمګر و، د بانک پر یوې څانګی برید وکړ. درې کسان پکې ووژل شول او تر۳۰ ډېر نور ټپیان شول. په عین حال کې یوه بل ځانمرګي بم ګرچې ځان پورې یې ډېر پیاوړي چاودېدونکي توکي تړلي و، دخوست د محافظت ځواک په نښه کړ. دا په خوست کې شخصي ملیشه یي ځواک دی چې امریکا یې ملاتړ کوي او د نورو حکومتي ځواکونو برخه نه دي. دوی په خوست ښار کې د پېرنې دمه کړې وهچې له دې پېښې سره مخامخ شول. په دې برید کې ۱۸ کسان ووژل شول او طالبانو یې د مسوولیت ادعا وکړه. له خوست او شاوخوا سیمو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، دا ځواک چې شمېر یې له ۴۰۰۰ تر ۶۰۰۰ رسېږي، د طالبانو سرسخته سیمه ییز مخالفان بلل کېږي. دوی د پکتیا په ځدراڼو ولسوالیو (وزېځدراڼ، شواک، ګرده څیړۍ) کې د حقانې شبکې په شاتمبولو کې مهم رول لري.(۲)
له دې پېښې وروسته د غبرګونی پر ۲۸ په ګردیز ښا رکې پر امنیه قوماندانۍ همغږی برید وشو. په دې برید کې قوماندانۍ ته لوی زیان واوښت او لږ تر لږه نهه کسان پکې ووژل شول. ګردیز او شاوخوا سیمو کې اوس اوس نښلېدونکي ماینونه، هدفي وژني او کوچني بریدونه ډېر شوې دي. وروستۍ پېښه د زمری پر دویمه د استخباراتو د یوه سیمه ییز چارواکي پر موټر وشوه چې دوه کسان یې ووژل.
ځاځي اریوب او ډنډ پټان چې خپل منځي پوله لري، په جون او زمری میاشتو کې د نښتو شاهدې وې. دا دواړه ولسوالۍ له ډېرو کلونو راهیسې امن سیمې بلل کېږي او د حکومت پلوو مرکز یې هم بولي خو په تېرو کلونو کې هلته هم حالتپه خرابېدو شوی دي. هماغسې چې د ای ایف پي په تصویرونو کې ښکاري، طالبان د ګردېز شاوخوا سیمو کې ډېر فعال شوې دي (دا ځای کېکاږئ) پردغوسیمو له پاسهچې د طالبانو حضور پکې ډېر شوی، بې پیلوټه الوتکې یا ډرون او نورې الوتکې هم الوځي چې ګوزارونههم پرې شوې دي، مثلا د جولای پر اتمه په زرمت او د اګست پر لومړۍ وزېځدراڼ ولسوالیو کې هوايي ګوزارونه وشول.( دلته یې نور مالومات لوستی شئ)
د جانیخیلو سقوط ځکه حیرانوونکی دی چې همدا ولسوالي تیر کال یانې د ۱۳۹۶ کال د وږي پر ۶ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې وه. هغه وخت دا ولسوالي دوه اوونۍ محاصره وه. په اعتراض کې یې د بغلان ولایت خلکلارو کوڅو ته راوتلي وو او له حکومته یې هغې سیمې ته د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه کوله (دلته یې نور مالومات لوستی شئ) چې محاصره کې بند ځواکونه ازاد کړي، ځکه ډېری سرتیري د همدې ولایت وو. د دوی له ژغورنې وروسته، ولسوالي دطالبانو لاسته ولوېده.
طالبان له لسو ورځو وروسته بېرته پرهوايي بریدونو په شا وتمبول شول خو د ولسوال دفتر، نورې دولتي او د پولیسو او اداري ودانۍیې ټولې ویجاړې کړې (دلته نورمالومات ولولئ) په دویم ځل د طالبانو د برید پرمهال ټولې ودانۍ له سره رغول شوې وې، خو بیا ویجاړې کړای شوې. له دې په ډاګه شوه چې حکومت د دې ځای د خوندي ساتلو وړتیا نه درلوده. جانيخیل دغه ډول پر۱۳۸۶ کال هم د طالبانو د پرله پسې بریدونه شاهده وه. (۳) طالبانو ادعا کړې چې د دې ولسوالۍ مرکز یې لومړی ځل د ۲۰۰۸ کال په لومړیو کې هم نیولی و. د ۱۳۸۸ کال له ټاکنو وړاندې د یوناما په ارزونه کې دا ولسوالۍ له هغو دریو یوه ښوول شوې وه چې په پکتیا کې په کې د ګواښ کچه تر نورو ځایونو ډېره وه. زرمت او ګرده څېړۍ ولسوالۍ چې د حقاني د کورنۍ اصلي ځای دی، هم په خطرناکو ولسوالیو کې شاملې وې. په پکتیا کې دا لومړۍ ولسوالۍ وه چې له ۱۳۸۰ کال را وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې وه. په لویه پکتیا کې بیا څو ولسوالۍ طالبانو نیولې وې. اومنه د ۱۳۹۵ کال په وږي کې ونیول شوه. یوه بله ولسوالي هم طالبانو د دوو اوونیو لپاره نیولې وې. ( په پکتیکا کې درې ولسوالۍ نکه ، ډیله او اومنه اوس په بشپړ ډول یانې هم یې مرکز او هم یې لرې پرتې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.)
ولې اوس او ولې جانیخیل؟
جانیخیل سره له دې چې کوچنۍ ولسوالۍ ده ( اټکلیز نفوس یې ۱۰۰۰۰۰ دی) خو د پکتیا او خوست له پاره ستراتيژیک ارزښتلري. لومړی اهمیت یې په دې کې چې دویم لوی سړک له دې ولسوالۍ نه تېرېږي او د یادو شویو ولایتونو مرکزونه سره نښلوي. ډېرئسیمه ییز خلک همدا سړک کاروي. (جنوبي لوري ته یې بل خورا مهم سړک هم تېر شوی دی) دویم، په دې ولسوالۍ کې ځینې نور واړه سړکونه هم سره یو ځای کېږي، په دې سړکونو کې د رېشپيکي سړک هم شامل دی چې د اورپکو اصلي لاره بلل کېږي. همدغه سړک د وزې ځدراڼولسوالۍ مهمو ځایونو ته هم غځېدلیدی، او همدا سړک د حقاني اورپکو له خوا اداره کېږي. د خوست په سوبریو ولسوالۍ کې هم تر ډېره حقاني شبکه فعالیت کوي.
سوبریچې پخوا په کې د حزب اسلامي ایډیالوژي وه او وروسته د طالبانو د حقانې شبکې ډله پکې واکمنه شوه، له جغرافي پلوه په لویه پکتیا کې د اورپکو لپاره مهمه سیمه بلل کېږي. دا سیمه د پخواني شوري پرضد له ۱۳۹۰ لسیزېراهیسې د وسله والو مهم مرکز پاتې شوی دی. تر دې مهم لا دا چې جانیخیل پرغرنیو لارو له ډنډ پټان ولسوالۍ سره تړل کېږي. ډنډ پټان چې سرحدي ولسوالي بلل کېږي، د پاړه چینار له لارې د حقاني شبکې لوجستیکي مرکز هم شمېرل کېږي ځکه د افغانستان غاړې ته د ډېورنډ پر کرښه پرډېرو سیمو د طالبانو واکمني ده. ( ډنډ پټان، جانی خیل د پکتیا او سوبري، موسی خیل او قلندرد خوست ولسوالۍ دي) سره له دې چې له کرښې لرې پرتو سیمو کې دطالبانو حضور هومره پياوړی نه دی، خو بیا هم د احمد ابا او سید کرم په څیر ولسوالیو کې چې لوګر او کابل خواته نژدې دي، زور ښودلی شي.
ښايي جانی خیل په جولای میاشت ځکه هم په نښه شوې وي چې مرکز یې په ځنګلونو کې اېسار دی. ( پرمرکز یېلوړ غرونه را چاپیر شوې دي) او ښايي همدا لامل وي چې دفاع او ساتنه یې له نورو درېیو ولسوالیو سخته پرېوځي.
د حکومت بې غوري او قبایلي وېشنه
سیمه ییز سیاستوال وايي دوی پر ولسوالۍ له بریده خبر وو. په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي مجیب الرحمان څمکني د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې ده او د دې ولایت وکیلانو حکومت ته ویلي وو چې له څنګ لوریو ولسوالیو دې د طالبانو د ورتګ مخه ونیسي. د ده په وینا طالبانو له تېرو پنځو کلونو راهیسې په جانیخیلو ولسوالۍ کې مرکزونه موندلي وو خو پرضد یې هیڅ اقدام ونه شو.
د ده په وینا په وروستي ځل یې دا موضوع د ولسوالۍ له سقوط دوه اوونۍ مخکې راپورته کړه. دی وايي څلورو امنیتي ادارو- امنیت شورا، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته ورغلل خو د ده په ټکو سیمه ییزو استخباراتي ادارو په کابل کې حکومتي مشرانو ته ویلي وو چې د دویله خوا ورکړ شوي مالومات ناسم دي. څمکنی وايي «زموږ له کتنو یوه ورځ وروسته، د ولسمشر له دفتره زنګ را ووهل شو او راته وویل شولچې په جانیخیلو کې حالت عادي دیاو ددې وېره نشته چې ولسوالي د طالبانو لاسته ولوېږي».
څمکني، سیمه ییزو خلکو او هلته څارونکو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې طالبانو ته په دې ولسوالۍ کې دحکومتي ځواکونو کره شمېر مالومو. ( د والي ویاند په دغه ولسوالۍ کې د سرتیرو دشمېر په اړه له څه ویلو ډډه کوله) څمکني دا هم وویل چې ځینو سیمه ییزو پولیسو چې د ده د ولسوالۍ وو، غوښتل د جانیخیلو ولسوالۍ له سقوطه وژغوري خو وايي په نیمه لار کې یې تېل خلاص شول. د ده په وینا سیمه ییز چارواکي سیمه ییزوپولیسو ته کافي خواړه، وسلې او د موټرو او موټر سایکلو تېل نه ورکوي. خو حکومتي ویاند د اخبرې بابېزهوبللې.
نورو څارونکو هم په دغه سیمه کې د پولیسو ترمنځ د نه همغږۍ خبره کوله. همغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په پخوانیو څیړنو کې د افغانستان دبیلا بیلو برخو موندنې ښيي، دحکومت خپله بې غوري کله کله د اورپکو ممکنه بریا ته لار پرانیزي.
څمکنی وايي «د همغږۍ او د مهماتو نشتوالي داسې شکونه راپورته کړي چې امنیتي چارواکو ښايي له طالبانو سره د دې ولسوالۍ په نیولو کې مرسته کړې وي او یا ښايي پر ولسوالۍ د طالبانو دبرید مخنیوي لپاره جدي نه وو». ښايي دا په کابل کې له حکومت سره د ناسم پوهاوی وروستۍ بیلګه وي، خو اصلي سرچینه یې په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو پرضد د پوځي یرغل پیل ته رسېږي.
په لومړیو کلونو کې د لویې پکتیا ډیرئمنګل ټبرونه حکومت پلوي پاته شوې دي. منګل په ځانګړي ډول منظم دي او په جانیخیلو کې یې چارې د مرکزي قومي شورا تر مشرۍ لاندې روانې وې. په ۱۳۸۲ کال کې دې شورا په یوه خوله پرېکړه وکړه چې کوکنار به نه کري. دوی دا پریکړه د مرستندویو ادارو او حکومت دهغې بلنې په ځواب کې وکړه چې که دکوکنارو کر کیله بنده کړي، په سیمه کې به یې نوې پرمختیايي پروژې پلې شي. همدا پرېکړه په افغانستان کې دملګرو ملتونو دفتر ته هم په لیکلې بڼه استول شوې وه.
نه کوم بسپنه ورکوونکي هېواد یا ادارې او نه هم د حامدکرزي حکومت دې نوښت ته ځواب ورکړ. بریتانیا چې د مخدره توکو ضد نړیوالو هلو ځلو مشري یې کوله، خپلې ټولې پيسې په ننګرهار کې لګولې چې وروسته په کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل کېدل. د دې ترڅنګ، د منګلو د شورا يوه بله پرېکړه هم افغان حکومت له پامه وغورځوله. په ۱۳۸۲ کال کې داساسي قانون د جوړېدو پرمهال دمنګلو شورا پرېکړه دا وه چې په افغانستان کې دېبېرته شاهي نظام ټینګ شي، خو حامد کرزي یې دا غوښتنه ونه منله.
د منګلو شورا دا شکایت هم کاوه چې له دوی سره د اساسي قانون دطرحې په اړه له مشورې سره سره حکومت د هغې خپرول رد کړل. د منګلو شورا په دې کې پاتې راغله چې د پروژو لپاره مالي سرچینې ورماتېکړي او له همدې وجې پر دې شورا د منګلو د قوم باور کم شو او بالاخره مشرتوبیې په ټوله کې سره ووېشل شو. (د کوکنارو کر کیله بېرته پيل شوه)
تر ۱۳۸۸ کال پورې د منګلو په نامه ترلسو ډېرې شوراګانې جوړې شوې او هرې یوې یې د دې ټول قوم د استازیتوب دعوه کوله. په سیمه کې څارونکي هم په دې باور دي چې په دغه ولایت کې د والي پرله پسې بدلون( یوازې د ۱۳۹۵کال له ليندۍ دوه والیان بدل شوې دي) هم د داسې حالت له رامنځ ته کېدو سره مرسته کړې چې له ولسوالیو او نورو ادارو سره د ولایت اړیکيټینګ پاتې نه شي.
قبایلي وېش او د طالبانو بریاوې
د جانیخیلو له ولسوالۍ او په ټوله کې په خوست او پکتیا کې د منګلو له ګڼ مېشتو سیمو داسې جوتېدلایشي چې په دغه سیمه کې ادارې څومره کمزورې او د مرکزي حکومت له پامه غورځول شوې دي. ځکه دغه سیمه چې له لویه سره د حکومت پلوو خلکو وه، اوس پرداسې ځای باوړي چې طالبان او په ځانګړي ډول حقاني شبکه په کې ځانونه خوندي مومي. هلته په سیمه کې ځايي څارونکي وايي، حقاني شبکې له تېرو څو کلونو راهیسې د هغو ځوانانو او خلکو پام ور اړولی چې وزګار دي او لوری نه لري.
دې ته په پام سره چې هیڅ منګل د حقاني شبکې د مشرتابه مخ ته درېدلی نه دی، او تر اوسه هم همدا ټبر (حقاني) د حقاني شبکې مشري کوي؛ دا دود لا هم پر خپل ځای پاتې دي. د جانیخیلو لنډ مهالی سقوط دا په ډاګه کوي چې په لویه پکتیا کې د ولسوالیو مرکزونه څومره زیان منونکي دي؛ سره له دې چې طالبان د ولسوالیو د نیولو دغه بریدونه ډېر نه کوي. خو د ولسوالۍ نیولو عملیات د زور ښودنې او غنیمت نیونې له پاره وي (په ترڅ کې یې یو لړ پوځي وسایل او مهمات د هغوی ګوتو ته ورځي). همدا د طالبانو لپاره تبلیغاتي بریا ده. ( طالبانو ځینې وېډیو ګانې هم په دې تړاو خپرې کړې دي)
دا هم جوتوي چې طالبان ددې وړتیا لري چې حکومتي ځواکونه وننګوي او غبرګون ته یې اړباسي. ورسره جوخت دا هم جوته ده چې اورپکي لا هم د دې بشپړهوړتیا نه لري چې د لویې پکتیا په دې برخه کې د نیول شویو ولسوالیو مزکزونه وساتي. په جانیخیلو کې د لومړۍ جګړې موخهتر ډېره دا وه چې طالبان پر هغو سړکونو کنټرول ولري چې مخدره توکي پرې تېرېږي. هدف دا نه وچې د ولسوالۍ مرکز ونیسي. خو له دې هر څه سره سره، دا ډول بریدونه د طالبانو له پارهلا ډېره ځواکمنه تګلاره ده چې غواړي ورو ورو په پکتیا او خوست کې د حقاني شبکې د کنټرول ساحه پراخه کړي.
د اورپکو تر واک لاندې ساحه وروسته له هغه لا ډېره شوه چې د قومونو د مشرتابه ترمنځ زوړدرز ورو ورور لا لوی شو او مرکزي حکومت هم ددې خلکو د یووالي لپاره ډېر څه ونه کړل. ښايي دا ډول پېښې په دې سیمه کې تر ټولو ډېرې اندېښمنوونکې وي ځکه ښايي بیرته خپل اصلي حالت ته ونه ګرځي.
(۱) پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه تر ۱۳۴۹ کلونو پورې د پکتیا په نامه یو ولایت و. د ولسمشر محمد داود د واکمنۍ پرمهال ۱۳۵۲تر ۱۳۵۷) خوست او پکتیکا ترې جلاشول. نو اوس دا درې واړه ولایتونه کله کله د لویې پکتیا په نامه هم یادېږي. په دې دریو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ ولایتي بېلوالی ډېر پام وړ نه دی، ځکه ځینې قومونه په څو ولایتونو کې غځيدلي مېشت دي. کله چې اصلي ولایت یانې پکتیا ووېشل شوه، د ځدراڼو (چې حقاني کورنۍ هم ورپورې اړه لري) او منګلو(ډېر یې په جانیخیلو کې پراته دي) دقوم په ګډون ځینې قومونه په ولایتونو سره ووېشل شول. نو کابل کې د مرکزي حکومت لپاره دا چاره ګرانه هم ده چې له دریو بیلابیلو ولایتونو سره راشه درشهوکړي.
(۲) د خوست د محافظ ځواک شمېر بیلابیل ښوول کېږي. ځینې وايي ۴۰۰۰دی او نور یې بیا ۵۰۰۰ ښیي. دا پياوړی ځواک دی او ملاتړ یې هم سي آی اې کوي چې په لویه پکتیا کې فعالیت لري. د ۱۳۹۴ کال وروستیو کې واشنګټن پوسټ په یوه څیړنیز رپوټ ویلي و چې دې ځواک ګڼې بشري سرغړونې کړې دي. (دلته یې لوستلیشئ)
(۳) پژواک خبري اژانس د دې پېښې رپوټ د ۱۳۸۶کال د وری پر ۱۹ خپور کړی ( آنلاین بڼه یې نشته خو د لیکوال په ارشیف کې شته)
(۴) په پاکستان کې د خپلواکو رسنیو د رپوټ له مخې (بېلګه یې دلته کېکاږئ)، په ۱۳۹۳ کال کې مخکې له دې چې دپاکستاني پوځ عملیات پيل شي، د حقاني شبکې مشرانبېرته په پاړه چینار کې ځای پر ځای شول. د حقاني شبکې مشر، جلال الدین حقاني چې د دې شبکې بنسټګر هم دی، ( په ۱۳۵۹ کلونو کې په لویه پکتیا کې د مولوي خالص اسلامي حزب ډلې مهم قوماندان و) د پاکستان له استخباراتو آی ایس آیسره د نژدې تړاو درلودونکی بلل کېږي. ( د نورو مالوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ)
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹