Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

د امریکا او طالبانو خبرې: ایا له سولې پرته تړون نژدې دی؟

توماس روتیگ 23 دقیقې

د امریکا او طالبانو ترمنځ له وروستي پړاو خبرو داسې خبرونه راوتلي چې دواړه غاړې یوې هوکړې ته نژدې شوې دي، خودا هوکړه یوازې د سپينې ماڼۍ د ۱۳۹۸ کال د وږي د ۱۰ نېټې ضـرب الاجل سره سر خوري. امریکا داسې امتیازونه اعلان کړي چې ښايي په افغانستان کې د سولې اصلي هوکړه لا پېچلې کړي. داسې ښکاري چې امریکا هغه اصل چې ( هیڅ نه دي منل شوي، تر هغو چې هر څه نه وي منل شوي) له پامه غورځولی چې پخوا یې ژمنه کړې وه او  د اوربند د مهمې موضوع په ګډون یې له څلورو موضوعاتو دوه د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو ته پرېښې دي. د ټاکنو او سولې په اړه اوسني کړکېچن چاپیریال چې کوم یو یې لومړیتوب لري، حالات لا پيچلې کړې دي.  د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې لیکوالانو توماس روتیګ او مارتین وان بیجلرت په خپله شننه کې د همدې موضوع په اړه ګونګوسیو، ضد او نقیضو خبرپاڼو او هغو مالوماتو ته کتنه کړې چې  راوتلې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ۱۳۹۸ کال د چونګاښ پر ۱۷ د قطر پلازمینه دوحه کې د خبرو پرمهال. تصویر: کریم جعفر، ای ایف پي

داسې نښې نښانې شته چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ  خبرې او هوکړه وروستۍ شوې او ژر به اعلان شي. په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په نهم پړاو خبرو کې چې نهه ورځې روانې وې او د ۱۳۹۸ کال د وږي پر شپږمه پای ته ورسېدې، د واشنګټن استازي زلمي خلیلزاد وویل (پاتې موضوعات) به حل شي. د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې دواړه لوري پر یوه داسې (چوکاټ) هوکړې ته رسېدلې وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو  وتل او دا چې افغان خاوره به د اورپکۍ لپاره نه کارول کېږي، پکې شامل وي. هغه مهال یې ویل چې په دې اړه یوازې پر جزییاتو کار کوي او همدې کار اووه میاشتې وخت ونیو.

د ګڼو رسنیو (دلته د ای ایف پي، ای پي او رویټرز د رپوټو لنډیز لوستلی شئ) د رپوټونو له مخې، هوکړه وروستۍ شوې او اوس یې تش د متن د ژبې سمون  لپاره یو ځل بیا کتنه کوي. ( کله چې افغان سیاستوالو، طالبانو او مدني فعالانو د خپل منځې خبرو لپاره د ۱۳۹۸ کال په زمري میاشت کې په پلازمینه دوحه کې سره وکتل، همغه مهال هم د وروستۍ اعلامیې پر خپرولو د ناستې ګډونوال سره یوه خوله نه وو) ټاکل شوې  دغه سند په انګریزي او دوو رسمي ژبو پښتو او دري خپور شي. د طالبانو ویاند سهیل شاهین د وږي پر ۶ وویل (هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکۍ  غوښتونکي ولس ته ښه زیری ولرو.)

خلیلزاد له طالبانو سره له نهم پړاو خبرو وروسته کابل ته ولاړ او ټاکل شوې اسلام اباد ته هم ولاړ شي. ښاغلي خلیلزاد افغان مشرانو ته د هغې هوکړې مالومات ورکړل چې په اصولو کې دواړو لوریو پرې هوکړه کړې او د پاکستان حکومت به هم د یادې هوکړې له جزییاتو خبر کړي. د افغانستان حکومت په دوحه کې د خبرو برخوال نه دی ځکه طالبان  د ولسمشر غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله له حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي او د امریکا هغه پلان یې رد کړی چې خبرو کې له حکومت سره برخه واخلي. د طالبانو یوې سرچینې ای ایف خبري اژانس ته ویلي ( د رسنیو لنډیز په پاس لینک کې لوستلی شئ) د طالبانو د مشرتابه شورا غړو ته ( چې د کوټې شورا په نامه پېژندل کېږي) د یادې هوکړې مسوده رسېدلي او په ډېر غور سره یې لولي خو  په دوحه کې د طالبانو مرکچۍ ډلې د وړاندې تګ اشارې لا نه دي ورکړي. د یادې سرچینې په وینا ښايي ځواب (یوه یا دوې  ورځې وخت ونیسي)

که هر څه له پلان سره سم مخ ته ولاړ شي، داسې نښې نښانې شته چې ښايي د دې هوکړې لپاره دوه مراسم جوړ شي: یوه غونډه به په دوحه یا اوسلو کې وي او دویمه یې ښايي په کابل کې جوړه شي. د وږي په نیمايي کې  دې  ممکنه غونډې ته ښايي  سپينه ماڼۍ لا مناسبه وي. دا تاریخ هماغسې چې د امریکا د مرکچۍ ډلې پخواني غړي بارنېټ روبېن لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېیو ته هم رسول شوی دی. روبین لیکلي ( د افغانستان د سولې بهیر چټکتیا د امریکا د ټاکنو له تاریخ سره سر خوري)

د هوکړې چوکاټ

د یادې هوکړې په اړه تر اوسه یوازې د چوکاټ مالومات په ډاګه شوې دي. د خبرو په اړه بېلا بېلې اوازې او ګونګوسي خپرېږي. دا ډول اوازې په ځانګړي ډول وروسته  تر هغه ډېرې شوې چې امریکايي دیپلوماتانو د زمري میاشتې په وروستیو کې د اتم پړاو  خبرو پرمهال داسې وښووله چې ګنې د تړون وروستي کېدو ته نژدې شوې دي. خو دا وروستیو کې د وروستۍ پرېکړې تمې دوه ځلې را پيدا شوې: د لوی اختر په ورځو کې د زمري له ۲۰ تر ۲۳ او دارنګه  تر هغه یوه اوونۍ وروسته د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو پرمهال. د هغو تلویزونونو خبریالانو چې له اختر وړاندې د خبري پوښښ لپاره دوحې ته تللي، وايي سفر یې بې ګټې و. ښايي هیلې یې د دې لپاره ډېرې شوې وې چې پر طالبانو د فشار د ډېرېدو یوه هڅه به کېږي، خو داسې ښکاري چې طالبانو دا ډول اټکلونه له پامه غورځولي دي.

د خبرو طبعیت ته په کتو چې د بندو دروازو ته تر شا روانې دي، لا هم ډېر لږ کره مالومات په ډاګه شوې دي. دواړو لوریو په دې هوکړه کړې چې خبرې به پټې ساتي او تر ډېره همدې هوکړې ته ژمن دي. هغه مالومات چې تر اوسه په رسمي ډول روښانه شوې، تر ډېره پر خواله رسنۍ  په ځانګړي ډول ټوېټر خپاره شوې دي. ( د امریکايي ولسمشر او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د اړیکو غوره وسیله ټوېټر ده.) د خبرو جزییات چې ځینې وخت درز کوي، د دې پر ځای چې د موضوعاتو په اړه روښانتیا رامنځ ته کړي، کله کله ذهنونه ناسم لوري ته بیايي او کله هم په خبرو کې د بې کچې ډېر پرمختګ انځور وړاندې کوي. ډېری وخت رسنۍ د ځینو سرچینو لکه ( مرکچیانو ته د نژدې کسانو) او یا هم د طالبانو د داسې سرچینو له خولې خبرونه را اخلي چې نومونه یې نه وي اخیستل شوي او په همدې ډول ناسم مالومات خپرېږي، داسې حال کې چې ښايي دا ډول سرچینې د خبرو په اړه مالومات ولري او یا هیڅ له خبرو خبر نه وي.

‍ د دې خبرو انځور لا نور هغه وخت پيچلی شو چې د داسې موضوعاتو د بحث شونیتیا پکې یاده شوه چې دواړو لوریو نه غوښتل په عمومي ډول یې ومني- که څه هم وروسته رد شوه. ( د بېلګې په ډول د لنډمهالي حکومت موضوع چې طالبان هم پکې برخه واخلي، په خبرو کې یاده شوې وه، او دا ډول رپوټونه دواړو لوریو رد کړل. نور  مالومات دلته او دلته لوستلی شئ) په دې خبرو کې د پام وړ بل ټکی دا دی چې په افغانستان کې زیږېدلی امریکايی استازی  افغان حکومت او یا هم افغانان د خبرو له بشپړ بهیره نه خبروي. ( سره له دې چې تیره لسیزه کې ټینګار په دې شوی چې د سولې خبرې به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په لاس کې وي)

د دې کار یو دلیل ښايي د روانو خبرو حساسیت او بل  د وخت هغه ډېر فشار وي چې پر خلیلزاد یې خپل ولسمشر راوړی دی. په افغانستان کې د امریکا د ښکلیتیا پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ټرمپ بیړه او د امریکايي ځواکونو وتلو ته د هغه بې صبري د زمري پر ۲۹ د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپېیو په یوه مرکه کې په ډاګه شوه.  نوموړي په هغه مرکه کې ویلي و:

( زموږ تمه دا ده چې هلته داسې شرایط برابر کړو چې هغه څه پکې ترلاسه کړو چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي، او هغه د مالیه ورکوونکو د کال د ۳۰ او ۳۵ میلیارده ډالره پيسو او د امریکایيانو د ژوند ژغورل دي…)

اوس داسې ښکاري چې د همدې فشار له امله، د دې لپاره چې په چټکۍ یو څه وړاندې کړي، خلیلزاد هڅه کوي یوې هوکړې ته ورسېږي، داسې هوکړه چې د هغه له خوا وړاندې شوي اساسي شرایط پکې نه پوره کېږي. د سولې لپاره د پیل ټولګه کې (څلور موضوع ګانې) شاملې وې چې دوه برخې یې ترې لرې کېږي. د خبرو په پیل کې د خلیلزاد دریځ دا و چې په مذاکراتو کې به پر څلورو موضوع ګانو بحثونه کېږي او همدې څلورو موضوعاګانو یوه ټولګه جوړوله. د دې خبرو بنسټ په دې جمله کې په ډاګه شوی و:( هیڅ نه دي منل شوي، تر هغو چې هر څه نه وي منل شوي.) په دې اړه ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه دلته ولولئ)

یادې څلور موضوعاګانې په دې ډول وې:

  • د امریکايي ( او نورو بهرنیو) سرتیرو وتل
  • د طالبانو له خوا د اورپکۍ ضد ضمانت
  • په خبرو کې د افغان حکومت ګډول، او
  • په افغانستان کې دایمي او هر اړخیر اوربند

لومړي دوه شرایط یو د بل په بدل کې ورکول کېږي: په دې مانا چې امریکا به خپل ځواکونه د طالبانو د هغه ضمانت په بدل کې باسي چې د القاعده او اسلامي دولت نومې ډلې په څېر به نورو اورپکو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي چې د نورو هېوادونو پرضد افغان خاوره وکاروي. ( په ځانګړي ډول به په افغانستان کې اجازه نه ورکوي)

که څه هم خلیلزاد ویل د طالبانو له ضمانتونو خوښ دی ( د ضمانتونو په اړه لا هم جزییات نه دي په ډاګه شوي) او د امریکا لپاره  خپلې لارې چارې ثابتوي، خو داسې اندېښنې هم شته چې طالبان به ګنې په داسې دریځ کې وي چې عملي یې کړي ، او یا د کلکې څارنې لپاره یې هم لارې چارې شته که نه. (د نیویاریک ټایمز یوه شننه دلته لوستلی شئ)

د ځواکونو د وتلو په اړه لکه تل روښانتیا شته، ځکه څومره یې چې امریکاییان هیله لري، طالبان یې هم د وتو په تمه دي. ( د ۱۳۹۷ کال په نیمايي کې، آن دا هم په ډاګه شوې وه چې امریکايی ولسمشر هڅول شوی په افغانستان کې په یو اړخیز ډول د ځواکونو د کمولو اعلان ونه کړي، نور دلته ولولئ) خو دواړه لوري پر جزییاتو اختلاف لري. طالبان ټینګار کوي چې ټول امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او د وتلو مهالوېش دې وټاکل شي چې څو پړاوونه ولري. ظاهرا طالبانو د یو ډول نړیوال درېیمګړي ضمانت کوونکي او یا هم څارونکي غوښتنه کړې. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته هغو سرچینو چې طالب پلاوي سره اړيکه لري، ویلی ښايي په ضمانت کوونکو کې افغان، پاکستاني او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو تخنیکي ګډې ډلې برخه ولري. خو په امریکا کې بیا داسې بحثونه روان دي چې په څه بڼه او څه ډول ځینې ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.

طالبانو هیڅکله بیا په ډاګیز ډول د خلیلزاد دا اصل چې ( هیڅ نه دي منل شوي، تر هغو چې هر څه نه وي منل شوي) نه دی منلی. تېرو څو میاشتو کې د مرغومې له پیل را هیسې، له کله نه چې دواړه لوري (د هوکړې پر چوکاټ) سلا شوي، طالبانو هیڅکله پر دوو موضوعګانو جوړ جاړي ته غاړه نه ده ایښې: له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او تلپاتې اوربند، داسې حال کې چې امریکا غوښتل دا دوه موضوع ګانې د هوکړې د چوکاټ برخه وي. د خلیلزاد تمه دا وه په هر اړخیز یا هم دایمي اوربند بحث وکړي چې حکومتي افغان ځواکونه، وسله والې ډلې او امریکايي ځواکونه یې ( له داعش پرته چې د خبرو برخه نه دي) پلی کړی. خو د طالبانو ټینګار دا دی چې له هوکړې  وروسته به یوازې له امریکايي ځواکونو سره اوربند وي (۱)

رویټرز خبري اژانس د یوه دیپلومات له خولې چې د قطر خبرې څاري ویلي ( د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته به امریکايي ځواکونه پر طالبانو هوايي بریدونه نه کوي او طالبان به هم پرامریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو ځانمرګي بریدونه  دروي… د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ اوربند به د یوې بلې هوکړې له مخې کېږي او بحثونه پرې لا نه دي پیل شوي)

په عمل کې داسې ښکاري چې خلیلزاد د طالبانو خنډونو ته سر ټیټ کړی او له څلورو اصلي موضوع ګانو یې دوه له پامه غورځولې دي چې هغه په خبرو کې د افغان حکومت ګډون او اوربند دی. اوس به دا موضوع ګانې د افغانانو په خپل منځي خبرو کې شاربل کېږي. داسې هم ښکاري چې هغوی له امریکايي اړخ سره هوکړې کړې، نه افغان لوریو سره. د افغانانو خپلمنځي خبرو نظریه په چونګاښ میاشت کې د دوحې په ډیالوګ کې رامخ ته شوه چې همغږي یې جرمني (۲) او قطر کوله. دارنګه یې په هغو خبرو کې هم یادونه وشوه چې په مسکو کې د افغان حکومت له رسمي استازو پرته په کب او غوايي میاشتو کې وشوې. له کابل سره د طالبانو د خبرو له ردېدو وروسته، خلیلزاد  داسې وړاندیز هم وکړ چې د سولې خبرې به یوازې مرکچیان مخ ته نه وړي چې د حکومت استازي پکې وي، باید داسې ټیم یې وکړي چې ټول پکې وي ( له دې ځایه اخیستل شوی). په دې مانا چې په مرکچۍ ډله کې د حکومت، سیاسي مخالفانو، مدني ټولنو او ښځو استازي هم ګډون کوي، هماغسې چې په مسکو ډیالوګ کې یې برخه لرله.

له یوې خوا د مرکچۍ ډلې دا ډول جوړښت په افغانستان کې د سیاسي ځواک  ريښتینی وېش او بیلوالی په ډاګه کوي ( آن په حکومت کې دننه هم)، له بلې خوا د ۱۳۹۳ کال له ټاکنو را وروسته د ملي یووالي حکومت هیڅکله ونه شوای کړای چې له طالبانوسره د خبرو لپاره اصلي ملي اجماع رامنځ ته کړي. (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه دلته او دلته ولولئ) د سولې داسې مرکچۍ ډله چې استازي یې ټول حکومت ټاکلې وي، ښايي  په اغیزمن ډول د ټولو سیاسي او ټولنیزو اړخونو په استازولۍ خبرې ونه شي کړای.

که د سولې وروستۍ پرېکړه د افغانانو له خوا کېږي، د لوېدیځ هغه پخوانی شعار په رسمي ډول بیا را تازه کېږي چې له طالبانو سره د سولې د هر ډول خبرو مشري به افغانان کوي او د افغانانو په خوښه به کېږي. خو که د افغانانو خپلمنځي خبرې داسې مهال کېږي چې بهرني ځواکونه له وړاندې له افغانستانه وتلې وي ( یا یې یوه برخه وتلې وي)، ښکاره ده چې افغان حکومت له هغه ضمانته محرومېږي چې د دې پيچلو خبرو پرمهال به خوندي وي او چنې وهلو ته به لږ فرصتونه لري.

دا ډول دوه پړاویزو خبرو یا د دوو هوکړو جوړښت د خلیلزاد هغه اعتبار هم له لویې پوښتنې سره مخامخ کړی چې د راتلونکې هوکړې په اړه یې د امریکا د نیت ضمانت کاوه- که څه هم خلیلزاد د زمري پر ۲۸ د ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي و ( موږ [امریکا] په منډه نه یوو، موږ د ځواکونو د ویستلو هوکړې لپاره کار نه کوو، موږ د سولې د هوکړې په لټه یوو)

حکومت پر ۱۵ کسیزې ډلې هوکړې ته نژدې دی

د خلیلزاد په تګلاره کې بدلون د افغان حکومت دریځ زیانمن کړی دی، ځکه د اصلي چوکاټ له مخې چې څلور موضوعاګانې به پکې شاربل کېدل، افغان حکومت د درېیمې ډلې په ډول په دوحې خبرو کې برخه اخیسته. د سولې خبرو کې د حکومت دریځ د کورنیو سیاسي ناندریو او له امریکا سره د ټاکنو پر سر چې د تلې پر ۶ کېږي، د ډېرېدونکي اختلاف له امله څپ څپانده شوی دی. خلیلزاد له ۱۳۹۷ کال راهیسې بیا بیا ویلي چې ښايي ټاکنې سولې ته خنډ وي ځکه د سولې هوکړه به په سیاسي سیستم کې بدلون روالي (دا خبره د هغې نظریې پر اساس کېږي چې طالبان له دې سیستم سره یو ځای کېدل د تسلیمۍ په مانا بولي). په ځواب کې یې ولسمشر غني د ۱۳۹۶ کال په کب میاشت کې د کابل پروسې یوې ناستې ته په خبرو کې طالبانو ته د دې سیستم د سمون وړاندیز وکړ. ( نور دلته ولولئ) کله چې ولسمشر غني د ټاکنو په کېدو ټینګار وکړ، خلیلزاد حکومت د سولې په مخ کې (تر ټولو ستر خنډ) وباله.

د  هر اړخیز ټیم له خوا د افغانانو خپلمنځي خبرو مخ ته وړلو نظریې د حکومت پر دریځ یخې اوبه تویې کړې او اوس به د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د یوه لوري په ډول برخه اخلي.  که څه هم د افغانستان حکومت له دې کار سره هوکړه وکړه او له نورو کورنیو سیاسي لوبغاړو سره په همغږۍ به د سولې یوه ۱۵ کسیزه مرکچۍ ډله جوړوي چې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې برخه واخلي. حکومت ټینګار کوي چې د دې جرګه ګۍ د غړو نومونه یې بشپړ کړي دي خو تر اوسه یې  په ډاګه کړې نه دي. په عین حال کې حکومت د امتیاز تر لاسه کولو لپاره هڅه کړې پر دې ټینګار وکړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته به خبرې پیل شي.

د ګڼو سرچینو له خولې، خلیلزاد له وړاندې طالبانو ته د مذاکرتي ټیم ( لومړنی لیست) طالبانو ته ښوولی دی او داسې ښکاري چې د دې لیست پر جوړښت یې مخالفت ښوولی دی. ( د طالبانو د قطر دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین د زمري پر ۳۰ د دې جرګه ګۍ د هر اړخیزوالي او د وروستۍ پرېکړې په اړه یې پر واک پوښتنې را پورته کړې. تر ډېره دا ډول پوښتنې د طالب پلوو رسنیو له خوا را پورته شوې دي— دلته یې یې ولولئ)

حکومت هم هڅه وکړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې د موادو په اړه خپل نظر ولري. د زمري میاشتې په لومړیو کې یوه ( لوړ پوړي امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي) وویل کابل له واشنګټنه داسې ضمانتونه غواړي چې د دې هوکړې له اعلان وروسته به ټولې خبرې بیرته د افغان حکومت له لارې کېږي. ولسمشر غني د زمري پر ۳۱ له طلوع نیوز سره په مرکه کې خپله ( ویډیو یې دلته کتلی شئ) غوښتنه لا نوره هم په ډاګه کړه، او ویې ویل که دا تړون له نادولتي ډلې سره لاسلیک کېږي، (قانوني حیثیت) نه لري. په دا بله ورځ ښاغلي غني وویل چې حکومت به د دې هوکړې له لاسلیک مخکې پر وروستۍ ( مسوده هر اړخیز بحثونه وکړي)

که د حکومت له سلا مشورې پرته هر ډول دوه اخیزه پرېکړه کېږي، ښايي په ټولنه کې د لویې برخې لپاره قانوني بڼه ونه لري، په ځانګړي ډول په افغانستان کې دننه، خو بهر به هم تر ډېره قانوني بڼه نه لري. همدا افغان حکومت ته یو څه امتیاز ورکوي، که هیڅ نه وي له تړونه د ایستلوو یا ویټو حق لري.  همدا د خلیلزاد په هغو خبرتیاوو کې هم په ډاګه کېږي چې په دوحه کې له طالبانو سره تر هر ځل خبرو وروسته افغانستان ته ځي چې د افغانستان د حکومت مشرتوب  د سولې پر بهیر خبر کړي او ټولې خواوې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته وهڅوي. خو هغه دا نه دي ویلي چې  افغان حکومت د دې اجازه لري چې ممکنه تړون کې خپل نظر ورکړي او د بدلون وړاندیز  کولای شي او که نه.

د عملي اوربند نشتوالی

طالبان ټینګار کوي چې له دې هوکړې وروسته به یوازې له امریکايي ځواکونو سره اوربند کوي، او د دې مانا دا ده چې د هوکړې لپاره له لومړنیو څلورو موضوع ګانو د اوربند مساله چې نژدې د ټولو افغانانو خورا مهمه غوښتنه ده، له پامه غورځول شوې. اوس به پر  اوربند چې له مخې به یې جګړه سملاسي بنديږي، د افغانانو په خپل منځي خبرو کې بحث کېږي. پوښتنه اوس دا ده چې دا مساله به د ځواکونو له ویستلو سره تړل کېږي که څنګه. امریکايي چارواکو بیا بیا ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل له حالاتو سره تړلې دي، مثلا د ځواکونو ویستل د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې له پرمختګ سره تړل شوي  دي. خو افغانستان په تېر کې پر (حالاتو ولاړ) ډېر بهیرونه تجربه کړې دي او یوازې همدې حالت یو څه کابو کړې دي ( مثلا، د امنیتي لېږد په اړه زموږ شننه دلته ولولئ)

که د هوکړې اعلان د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي پر کموالی ډېر لږ او یا هم هیڅ اغیز ونه کړي، ډېری افغانان به خورا نهیلي کړي. دارنګه به د یوه داسې ضایع شوي فرصت انځور هم وړاندې کړي چې د طالبانو په اړه له وړاندې ډېرو خلکو منلی دی.

د تصویر کيپشن: (د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک د سړک پر سر له هغو طالبانو سره ګوري چې د اختر په ورځو کې د اوربند پرمهال پلازمېنې کابل ته تللي و. تصویر: په ګڼه ګوڼه کې یو کس اخیستی او خواله رسنیو کې خپور شوی)

د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک د سړک پر سر له هغو طالبانو سره ګوري چې د اختر په ورځو کې د اوربند پرمهال پلازمېنې کابل ته تللي و. تصویر: په ګڼه ګوڼه کې یو کس اخیستی او خواله رسنیو کې خپور شوی

د ځواکونو ویستل به څه ډول وي؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ تر ټولو لوی مشترک ټکی له افغانستانه د امریکايي ځواکونه ویستل دی: دواړه لوري د امکان تر کچې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو( نژدې ۱۴۰۰۰ امریکايي او ۸۵۰۰ د نورو هېوادونو عسکر دي)  ژر ویستل غواړي، البته دلایل یې سره ډېر توپیر لري. د طالبانو یوه تمه دا وه او لا یې هم لري چې ولسمشر ټرمپ به زغم له لاسه ورکړي او له هر څه پرته به له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو امر وکړي. ( مثلا، مخکې له دې چې د افغانانو خپلمنځي خبري په دویم جوړجاړي کې کوم ځای ته ووځي) له دې د داسې محاسبې اټکل کېدای شي که یو ځل بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان به په پرتله ییز ډول هم د جګړې پر ډګر او هم د خبرو پر میدان ازاد لاس ولري.

طالبان په خپل منځ کې، که د قطر په دفتر کې دي او یا یې هم وسله وال دي، له امریکاییانو سره راتلونکې هوکړه چې له مخې به یې ځواکونه له افغانستانه وځي، پر خپل دښمن (بری) بولي او وايي په (ګونډو) دی. ( په دې اړه د طالب پلوو رسنیو خپرې کړې ویډیو دلته او دلته کتلای شئ) هغوی په ۱۹ پيړۍ کې له بریتانیا د ازادۍ او په ۱۳۶۰ لسیزه کې د روسانو له ماتې وروسته، دا هوکړه د یوه نړیوال ځواک پر وړاندې د افغانانو بله بریا ګڼي. داسې هم ښکاري چې طالبان د افغان ټلوالو له هغه عادت نه ګټه اخلي چې په واک کې د توازن له بدلېدو سره ظاهرا د ګټونکي خوا نیسي. (هغه افغانان چې چونګاښ میاشت کې یې د قطر بین الافغاني او له هغې وروسته خبرې له نژدې څارلې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې طالبانو افغان مشرانو ته ډاډ ورکاوه چې که طالبان بېرته واک ته رسېږي، هغوی دې نه وېرېږي.)

تر اوسه روښانه نه ده چې امریکايي ځواکونه به په څومره موده کې له افغانستانه وځي. په رسنیو کې پر بېلا بېلو غوراویو بحثونه کېږي. داسې رپوټونه هم شته چې طالبان ټینګار کوي بهرني ځواکونه دې له ۹ تر ۱۲ میاشتو کې له افغانستانه ووځي، خو په عین حال کې داسې هم ویل کېږي چې ښايي پر ۱۴ میاشتو سلا شوې وي. ( نور دلته او دلته ولولئ) خو امریکا د خپلو ځواکونو د ویستلو لپاره په لومړیو کې له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې وخت وړاندیز کړی و ( خو دا له هغه اټکل سره په ټکر کې دی چې ویل کېږي ولسمشر ټرمپ غواړي د امریکا د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې هر څه سره راټول کړي) طالبانو بیا بیا غوښتنه کړې چې د (ځواکمنو هېوادونو)، ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو استازي دې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت وکړي.  د طالبانو د اعلامیې له مخې په ځواکمنو هېوادونو کې روسیه، چین، پاکستان او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه دي. ‍‍‍‍‍‍‍

دې ته په پام سره چې په امریکا کې ټاکنو ته یوازې ۱۵ میاشتې پاتې دي، که هوکړه لاسلیک شي ښايي ځینې امریکايي ځواکونه په همدې زماني پړاو کې له افغانستانه ووځي. دا چې په څومره چټکۍ او په کومه اندازه به وځي، لا هم له ډېرې مودې پاتې پوښتنه ده. خو ولسمشر ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي چې (د امریکايي ځواکونو شمېر به ۸۶۰۰ ته را ټیټ کړ شي او بیا به پرېکړه کوو چې څه وکړو). ښايي دا وروستۍ خبره یې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پرمختګ سره تړلې کړې وي. مانا دا چې ۵۴۰۰ امریکايي سرتیري به له افغانستانه وځي. دا تر تر ټولو ټیټ شمير دی چې دا وروستیو کې امریکايي رسنیو خپور کړی دی (دلته او دلته یې ولولئ) او ویلي یې و چې ښايي په لومړي پړاو کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰ ته را ښکته کړ شي. د امریکايي پوځ د ګډو ځواکونو عمومي مشر جنرال جوزیف ډنفرډ له خولې له هغې یوه ورځ وړاندې  ویل شوي و ( زه اوس د  ځواکونو د ویستلو توری نه کاروم)

په کابل کې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د ۱۳۹۵ کال د وږي پر درېیمه سهار مهال اووه بجې په یوې چاودنې پیل شو او وروسته وسله وال د پوهنتون انګړ ته دننه شول. تصویر: طلوع نیوز

د اورپکۍ ضد ضمانتونه او د ځواکونه ممکنه پاتېدل

له طالبانو د امریکا بنسټیزه غوښتنه دا ده چې د القاعده او داعش ( د داعش د خراسان ډلې په ګډون) په څیر د نورو اورپکو ډلو پر وړاندې داسې ضمانت ورکړي چې د افغانستان خاوره به د بل هیڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي ( که نور هم روښانه وویل شي، هغه سیمه چې د طالبانو تر واک لاندې ده) د داعش په اړه خو تر اوسه داسې ښکاري چې  ستونزه به نه وي. ځکه طالبان دا ډله په افغان جهاد کې ناغوښتلي سیالان بولي او کلکه جګړه ورسره کوي.

خو دا مساله د القاعدې په اړه ډېره روښانه نه ده. ښايي امریکا د همدې دلیل له مخې تمه ولري په هوکړه کې داسې ماده اضافه کړي چې طالبان په بشپړ ډول له خپل پخواني ملګري ځان جلا کړي.  د هېواد په هغو سیمو کې چې طالبان یې پر وګړو واک لري  او له اقتصادي کاروبارونو یې مالیه راټولوي، طالبان پر القاعده د پخوا پرتله، هم له اقتصادي او هم له پوځي پلوه لږ متکي دي. د امریکا د اټکلونو له مخې په ټول هېواد کې د القاعده یوازې څو سوه غړي شته ( دا اټکل په ۲۰۱۵ کال کې لوړ شو). خو په عمومي ډول د طالبانو له لوري د القاعده غندل ښايي لا هم د طالبانو له خوا لانجمن وي، ځکه ښايي طالبان په دې ډول لږ تر لږه  خپلو وسله والو کسانو ته په اسلامي هېوادونو کې ننګه زیانمنه کړي.

په امریکا کې بیا داسې بحثونه هم روان دي چې که طالبان په افغانستان د امریکا  د اورپکۍ ضد ماموریت پاتېدو سره هوکړه وکړي او یا هم په افغانستان کې د امریکا استخباراتي شتوالی ومني چې تر ډېره به یې پام پر اورپکۍ ضد عملیاتو ورټول وي. په دې ډول به د هغو ژمنو پلي کېدل هم ډاډمن شي چې طالبانو کړې دي او یا هم ښايي امریکا د افغانانو په مشرۍ د اورپکۍ ضد ځواک د روزنې لپاره ځیني سرتیري پرېږدي.  ولسمشر ټرمپ هم همدې موضوع ته په اشاره ویلي ( هو، موږ باید هلته پاتې شو. طالبان افغان حکومت ته درناوی نه لري… دا خطرناک ځای دی، باید نظر پرې وساتو… موږ به تل یو څوک هلته ولرو) (نور دلته ولولئ) د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه  باید په هېواد کې پیاوړی ځواک وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېیو دا وروستیو کې هڅه وکړه چې حالت یو څه را نرم کړي او سرتیرو ته یې ویل ( امریکا هیڅکله په افغانستان کې د دایمي شته والي هڅه نه ده کړي او ټول اړخونه په دې پوهېږي چې له وخت سره څه روان دي)

طالبانو بیا تر اوسه په خپل دریځ ټینګار کړی او وايي چې په افغانستان کې به یو بهرنی سرتیری هم نه پاتېږي. (د طالبانو د ویاند سهیل شاهین ټویټ دلته ولولئ) داسې ښکاري چې د هوکړې ژبه به یو څه ناروښانه وي، او یا ښايي په وروستۍ پرېکړه  کې پر دې سره یو څه جوړ شي. ( دا هم روښانه نه ده چې ښايي پټې ضمیمې لاسلیک شي چې امریکا پکې هغه څه تر لاسه کړي چې ټینګار پرې کوي او طالبانو ته د اوړو پزه پرې جوړه  کړي) د دوحې په خبرو کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د  لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر ګډون د نورو تخنیکي مسایلو تر څنګ له همدې موضوع سره هم تړاو لري.

په افغانستان کې د اورپکۍ ضد ځواک پاتېدو کې ښايي امریکايي سرتیري وي، خو ښايي اړتیا یې پیدا نه شي. یوه بڼه یې ممکن د امریکا له نظره د عراق په څېر وي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا د سفارت کارکوونکو په بڼه کې ځايي ځواک پاتې شو. د رپوټونو له مخې هغه مهال په عراق کې د امریکا سفارت ۱۷۰۰۰ کارکوونکي درلودل چې پوځ او  امنیتي قراردادیان پکې وو او  ډیپلوماتیک خونديتوب یې هم درلود ( د اټکل له مخې د ۱۷۰۰۰ کسانو لویه برخه د اورپکۍ ضد ځواکونه وو)

په افغانستان کې سي آی اې هم طالب ضد ځینې ملیشې جوړې کړې دي ( نور دلته او دلته ولولئ) چې ښايي له هوکړې وروسته هم پاتې شي. په خوست کې د کمپاین په نامه د همدې ځواکونو د قوماندان له خولې ویل شوي ( که امریکا ځي، موږ پاتېږو) امریکا ښايي له لرې او یا هم مخامخ له دې ډول ځواک نه کار واخلي. له دې اړخه لا روښانه نه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ  هوکړه کې وسله وال پوځي استخبارات، امنیتي کمپنۍ او پوځي قراردادیان هم شته او که نه.  (۳)

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې یوه مهمه مساله د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي هوکړه ده چې په رسمي ډول لغوه کېږي، له سره به کتنه ورته کېږي او یا به د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته هم په خپل ځای ساتل کېږي. د دې تصور ډېر ګران  ښکاري تر هغو چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزې  هوکړې بدیل نه وي پیدا شوی، پر امریکا دې شکونه لرې شي. د افغان حکومت تمه دا ده چې د ا تړون پر ځای پاتې شي. ولسمشر غني د زمري پر ۲۳ په دفاع وزارت کې افسرانو ته په خبرو کې وویل، د امریکا او طالبانو د تړون له لاسلیک وروسته به  ( ټول امنیتي تړونونه) پر خپل ځای وي. ( نور دلته ولولئ)

له امریکایي ځواکونو پرته د نورو بهرنیو سرتیرو په اړه د ناټو سرمنشي ینتس ستولتنبرګ وویل ټول ځواکونه به یې له امریکايي سرتیرو سره یو ځای له افغانستانه وځي. هغه د چونګاښ په نیمايي کې وویل ( موږ افغانستان ته یو ځای تللي یوو او یو ځای به ترې را وځو.) خو ناټو تر اوسه په خبرو کې هیڅ برخه نه ده اخیستې چې ظاهرا په ګډه د ځواکونو د ویستلو لپاره شرایط او وخت په ډاګه کوي. په افغانستان کې اوس له امریکايي ځواکونو پرته د نورو هېوادونو  نژدې ۸۵۰۰ سرتیري هم مېشت دي.

لا روښانه نه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې هغه بهرني  اورپکي هم شامل دي چې له طالبانو سره تړاو لري او که نه. ( د رول په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته ولولئ). هماغسې چې له القاعدې سره یې وکړل، داسې نه ښکاري چې طالبان دې بهرني اورپکي امریکا او یا هم افغان حکومت ته وسپاري چې خپلو هېوادونو ته یې واستوي او هلته زندان او یا هم لا بد حالت سره مخامخ شي. نړیوال بانک دا څه موده وړاندې له مرسته کوونکو سره سلا مشورې پيل کړي چې له هوکړې وروسته پر ( اوږدمهالې سولې او یو سیاسي جوړ جاړي) خبرې وکړي.

د داعش خراسان ډله په افغانستان کې بله دویمه لویه خو ډېره کوچنۍ اورپکې ډله بلل کېږي چې د سولې په خبرو کې برخه نه لري، خو ښايي په یاده هوکړه  کې داسې مادې راوړل شوې وي چې د ځپلو لپاره یې د اورپکۍ ضد راتلونکي عملیات په پام کې نیول شوي وي. په افغانستان او امریکا کې جدي اندېښنې شته چې ښايي دا ډله په افغانستان کې د هغو طالبانو لپاره پر یوه داسې ادرس  واوړي چې له هوکړې سره مخالف طالبان یا هغه کسان چې مدني ژوند ته نه ګرځي، ورشي. (۴)

په افغانستان کې د ۱۳۸۸ کال ټاکنو پرمهال د رای اچونې صندوقونه ګردیز ته لېږدول کېږي. تصویر: توماس روتېګ

ټاکنې که د سولې خبرې: د ډانګ او پړانګ کیسه

که د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي، د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ولسمشرۍ ټاکنې دي چې د تلې پر ۶ پلان شوې دي. د ټاکنو لپاره چمتووالی له وړاندې روان دی. ولایتونو ته  د ټاکنو د حساسو مواد استول پیل شوې دي، سره له دې چې د بایومیتریک الو کې د ستونزو له امله دا بهیر یو څه ټکنی شوی دی. د هغو کاندیدانو له کمپاینونو پرته چې واکمن دي، د نورو کاندیدانو ټاکنیزې منډې ترړې ډېرې پیکه دي. داسې نه ښکاري چې د ټاکنو پروسه دې ودرول شي ځکه چمتووالی ډېر وړاندې تللی او پخوا هم دوه ځلې ټاکنې ځنډېدلې دي. لږ تر لږه ولسمشر غني د خپل حیثیت لپاره هم نه غواړي چې ټاکنې وځڼدېږي ځکه پر ټاکنو ډېر ټینګار کوي. د هغه په باور سیاسي میراث او راتلونکې تکیه یې د ټاکنو ده چې د ګټلو  خیال یې لري.

اجراییه مشر عبدالله عبدالله یې د تېر ۱۳۹۳ ټاکنو په څیر اصلي سیال دی (۵) او هغه هم د ټاکنو ملاتړ کړی. ښاغلي عبدالله د وږي پر ۶ خپل دریځ یو څه نرم کړ او ځانته یې غوراوي ډېر کړل. ښاغلي عبدالله وویل ( که په هېواد کې اوږدمهاله سوله ټینګېږي، چمتو یم چې له ټاکنو مخکې او وروسته قرباني ورکړم.) د دې رپوټ له مخې د سولې په پار له ټاکنو هم تېرېږي.

امریکا د ټاکنو د ځنډېدو لپاره څو غوراوي چمتو لري. یو غوراوی دا کېدای شي چې د غني او د هغه د سیاسي مخالفانو په ټاکنیزو هلو ځلو کې د خپلو ملګرو له اغیز نه کار واخلي او ټاکنې وځنډوي، دویم غوراوی ښايي دا وي چې مالي مرسته وځنډوي ( د ټاکنو پر پروسې هم ). امریکا په عین حال کې هڅه کوي چې ټاکنې د طالبانو پرضد د یوې وسلې په ډول وکاروي. په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د وږي پر ۳ بلخ ته د سفر پرمهال وویل، که د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه وي او طالبان د دوه اړخیزې هوکړې له ژر لاسلیکه سرغړونه کوي، نو ټاکنې باید پر خپل وخت وشي.

طالبانو په ډاګه ویلي چې د راتلونکو ټاکنو مخالف دي او هغه تر (نیواک) لاندې ټاکنې بولي چې د هغوی په باور مشروعیت نه لري. د وږي په لومړیو کې طالبانو د یوې وینا په خپرولو له ټاکنو سره پریکوڼ اعلان کړ، له رای اچوونکو یې د نه ګډون غوښتنه وکړه. طالبانو په اعلامیه کې راتلونکې ټاکنې ( د یرغلګرو له خوا د خپلو مزدورانو لپاره د مشروعیت د تر لاسه کولو هڅه) وبلله او له خلکو یې غوښتنه وکړه د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې  له ټاکنیزو کمپاینونو ځانونه لرې وساتي. نو که ټاکنې هماغسې چې ټاکل شوې مخ ته ولاړې شي،  طالبان به یې په تاوتریخوالي د مخنیوي هڅه وکړي. یوناما د افغانستان د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنې له ۱۳۸۱ کال راهیسې تر ټولو خونړۍ وبللې. خو دې وروستیو خونړیو بریدونه ته په پام چې پړه یې تر ډېره پر طالبانو اچول کېږي، د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال د طالبانو بریدونه پرتله ییز ډول کوچني بلل کېږي او ښايي دا ځل پراخ شي. ښکاره خبره ده چې د بریدونو ډېروالی به په پشپړ ډول د طالبانو ارادې تر پوښتنې لاندې راولي او ښايي جنګي جرم وبلل شي.

که په اوسنیو  شرایطو کې ټاکنې وشي، ښايي بیا به له لانجو او ناندریو سره مخامخې شي. ټاکنیز سیستم لا هم په عملي ډول اصلاح شوی نه دی. ټاکنیز بنسټونه له لویه سره د باور وړ نه ښکاري او داسې رپوټونه هم شته چې د بایومتریک سیستمونو لپاره چمتووالی ښايي بیا لانجې راتازه کړي. له دې شرایطو لاندې هر ډول پایلې په اسانۍ سره ننګول کېدای شي. په ټاکنو کې ځنډ به افغانان له هغه فرصت نه بې برخې کړي چې خپله راتلونکې پکې ټاکي خو له مخالفتونو سره مخ ته تګ هم له ستونزو ډک ښکاري. او ګڼ رایه اچوونکې په ځانګړي ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې له وړاندې له رایه اچونې بې برخې شوې دي ځکه د ټاکنو پر ورځ به د امنیت د نشتوالي له امله د رای اچونې لا نور مرکزونه هم تړل کېږي.

پایله: له سولې پرته هوکړه؟

د دوه اړخیزو خبرو پیل په اصل کې یوازینۍ حقیقي لاره وه چې طالبان مخامخ له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي. خو داسې لارې چارې چې طالبان د سولې په اصلي خبرو کې ور ګډ کړي، د اوس لپاره بې ګټې شوې دي. خلیلزاد ددې پر ځای چې ډېر وخت د هوکړې په څلور واړو موضوعانو کې د یوې ټولګې په ډول د طالبانود ورګډولو هڅه وکړي، د طالبانو فشار ته یې غاړه کېښوده، د افغانستان د راتلونکي سیاسي سیستم د جوړښت مهمې خبرې یې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته پرېښودې چې ښايي وشي او یا هم ونه شي. د دې تر څنګ یې پر افغان حکومت نور فشار هم راوړ چې د زهرو غړپ وکړي او په خبرو کې د افغانانو د یوې برخې په ډول ګډون وکړي- داسې حال کې چې همدا حکومت په نړیواله کچه پېژندل شوی او مالي ملاتړ یې هم کوي.

د دوو افغان شنونکو خبرې دلته راوړل شوي چې تر ډېره د ګڼو افغانانو د نظر ښکارندویې کوي:

(… مخکې له دې چې د افغانانو خپلمنځي خبرې په سم ډول پیل شوې نه وي او د افغانانو غوښتنې  د خلکو د قانوني او پیاوړو استازو له خوا شاربل شوې نه وي،د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې ملاتړ نه شي کېدای او نه باید وشي)

د شنونکو په باور دا ډول هوکړه په افغانستان کې یوازینی هغه بنسټ چې پرتله ییز ډول دیموکراتیک او قانوني دی، له خطر سره مخامخ کوي او همدا حکومت دی چې تر ډېره د افغانانو او د سولې لپاره د هغوی د غوښتنو استازولي کولای شي. له ګڼو افغانانو سره له وړاندې داسې اندېښنې هم شته چې پر راتلونکې یې د هغوی په نشتوالي کې پرېکړه شوې او د امریکا د کورني سیاست لپاره یې پر راتلونکې  بېړه شوې. له بده مرغه د کابل لوری هم ډېره هیله نه شي ورکولای. حکومت او سیاسي مخالفانو یې دواړو ونه شوای کړی چې خپله جدي بې اتفاقي یوې خواته کړي او له دې فرصت نه په ګټې اخیستو د سولې لپاره د افغانانو د هیلو استازولي وکړي.

اوس روښانه ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه به په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک شي او یایې ښايي وروستۍ ستونزې نوره هم وځنډوي. خو له دې هوکړې سره به تاوتریخوالی راکم نه شي او د سولې سره مرسته هم نه شي کولای چې د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده. ښايي له دې هوکړې سره تاوتریخوالی نور هم ډېر شي، د طالبانو له ځواکمنتیا سره مرسته وکړي او غوراوي یې ډیر کړي- داسې حال کې چې طالبانو تر اوسه دا نه ده ثابته کړې چې سوله یې لومړیتوب دی، نه واک. که چېرې امریکايي ځواکونه له افغانستانه  له مناسبې همغږۍ پرته ووځي، طالبانو ته به د دې  ځمکه برابره کړي چې د زور له لارې خپل مخالفان ووهي.

دا چې طالبان  څومره د بهرنیو ځواکونو ویستلو ته لېواله دي، د زمري پر ۲۶ د کوټې په کوچلاغ  کې له بمي برید نه په ډاګه شوه. په هغه برید کې د طالبانو  د مشر مولوي هیبت الله ورور هم  ووژل شو خو د طالبانو په روانو خبرو یې هیڅ اغیز ونه کړ- دې ته په پام چې ښايي د دې بمي برید هدف به ملا هیبت الله و چې په عمومي ډول له امریکا سره د خبرو د ګډوډولو هڅه بلل کېږي. د افغانستان یو پخوانی څارونکی مایکل سمپل وايي داسې شواهد یې نه دي موندلي چې طالبان دې کابل ته له ننوتو پرته د بل څه لپاره چمتووالی ولري:

( هغوی خپلو خلکو ته وايي، موږ امریکا ماته کړې، امریکایان تښتي او کله چې وتښتي، د کابل کیلي موږ ته را سپاري. موږ یې نیسو. د روغې جوړې هیڅ پيغام نشته….)

په عین حال کې له تېرو څو کلونو راهیسې داسې نښې نښانې هم شته- لږ تر لږه د ۱۳۹۷ کال په اختر کې ثابته شوه چې ګڼ وسله وال چې په خپلو سیمو کې جګړه کوي او هملته له خپلو کورنیو سره را لوی شوي او ژوند کوي، ښايي سولې ته چمتو وي خو ممکن د تسلیمۍ په بیه نه وي.

د امریکا د خبرو په تګلاره کې بدلونونو دا روښانه کړه چې دا هوکړه که لاسلیکېږي، د ښه والي په صورت کې به په افغانستان کې د سولې په لور چې اوږد انتظار ورته کېږي- یوازې یو ګام وي، او که هوکړه بده وي- روان کړکیچ لا نور ترینګلی کولای شي.

ژبا‌‌ړه: حفیظ معروف

لیکوالان: