کله چې د ۱۳۹۷ کال په چونګاښ کې هغه ډله چې ځان یې په جوزجان کې اسلامي دولت یا داعش باله، ماته کړای شوه، ټول پام پر ګاونډي ولایت سرپل ورټول شو. روسي رسنۍ په ځانګړي ډول ادعا کوي چې دې ولایت کې نورې داعش پلوې ډلې هم فعالې دي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې عبیدعلي د توماس روټیګ په مرسته په سرپل کې اورپکۍ ته کتنه کړي او داسې هیڅ ډله یې نه ده موندلې چې له اسلامي دولت نومې ډلې او یا هم د اسلامي دولت له خراسان ولایت کومې برخې سره تړاو ولري. خو د منځنۍ د اسیا ځینې داسې جګړه مار شته چې د طالبانوتر څنګ د اسلامي جهاد د اتحاد په نامه فعالیتونه کوي.
انځور د اسلامی جهادی اتحاد الصادقین ټولنیزې رسنۍ څخه اخیستل شوی دی. انځور: په ۱۳۹۷ کي لیکوال اخیستی دی
داسې هیڅ نښې نشته چې وښيي په سرپل کې دې کومه ډله له داعش سره تړلې وي او یا دې له پيژندل شوي اسلامي دولت خراسان ولایت سره تړاو ولري. دا شننه دهغو موندنو لنډیز دی چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د امنیتي سرچینو په مرسته په لنډې سروې، له سیمه ییزو چارواکو او له مدني فعالانو سره له خبرو راټولې کړې دي. خبرې په کابل او سرپل دواړو کې د رسنیو، په ځانګړي ډول روسي رسنیو دهغو ادعاو د ثبوت لپاره شوې دي چې وايي په دې ولایت کې دا ډول اورپکې ډلې شته. دا ډول رپوټونه ډېر ژر انټر نیت کې خپرېږي ( یو رپوټ یې دلته کتلای شئ)
د سرپل د سولې د عالي شورا مشر مولوي نقیب الله چې په دې ولایت کې د اورپکو په کړنو ښه خبر دی د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل داسې هیڅ نښې نشته چې په دې ولایت کې له داعش سره د تړلو ډلو شتوالی وښیي. د سرپل د ولایتي شورا غړې معصومه رمضان بیا وايي د دې ولایت په لرې پرته ولسوالۍ کوهستانات کې ځینې بهرني وسله وال فعالیت کوي. اغلې رمضان زیاتوي چې د دې بهرنیو وسله والو د پيژندګلوۍ، شمېر او تړاوونو په اړه کره مالومات نشته. د دې په وینا ځینې سیمه ییز خلک دوی له داعش سره تړي خو نور بیا وايي چې دوی ازبکستاني وسله وال او په اصل کې د ازبکستان دي. د دې ولایت یوه مدني فعال حاجي پاینده د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د خواله رسنیو ځیني کاروونکي په سرپل کې د اسلامي دولت د خراسان ولایت خبره کوي. خو وايي (دا هر څه دروغ دي.)
کله چې د ۱۳۹۷ کال په چونګاښ کې هغه ډله چې ځان یې په جوزجان کې اسلامي دولت یا داعش باله، ماته شوه (د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې تحلیل دلته لوستلی شئ)، ځینو سیمه ییزو خلکو داسې رپوټونه خپاره کړل چې د دې ډلې غړي سرپل ته تښتېدلې دي. په حقیقت کې د دې ډلې ټول افغان وسله وال افغان حکومت ته تسلیم شول، خو بهرني اورپکي چې تر ډېره د منځنۍ اسیا وو، طالبانو ته تسلیم شول. د افغانستان په شمال کې طالبانو ته ګڼې نژدې سرچینې وايي ۱۹ بهرني وسله وال چې ۱۴ یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو وو، طالبانو ته تسلیم شوي دي. طالبان ادعا کوي چې دوی یې فاریاب ولایت ته بیولي او لا هم د دوی په بند کې دي.
د تور بیرغ په اړه بیا ناڅرګندتیا
ناروښانتیا ظاهرا هغو شاوخوا ۲۵ اورپکو رامنځ ته کړې چې له اسلامي جهادي اتحاد سره تړلي دي؛ او د کورنیو هغه ۱۵ غړي یې هم په دې ناڅرګندتیا کې ونډه لري چې معصومې رمضان یې یادونه کړې. دوی له ۱۴۹۴ کال راهیسې په سرپل کې د سیمه ییزوطالبانو تر څنګ فعالیتونه کوي. دا اورپکي هغه وخت افغانستان ته ننوتل چې پاکستاني پوځ د ضرب عذب په نامه پوځي عملیات په ۱۳۹۳ کال کې په شمالي وزیرستان کې وکړل. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ډېرو سرچینو ویلي چې ډېری دا وسله وال اوزبک توکمي او د ازبکستان وو. د دوی کره شمېر مالوم نه دی.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د سرپل په ولایتي شورا کې د کوهستاناتو استازي نور اغا نوري وویل چې دغو ازبکستاني وسله والو ته د سرپل لپاره د طالبانو نومول شوي والی مولوي عطاالله په سوفک سیمه کې پناه ځای ورکړی. سوفک د دې ولسوالۍ په جنوب کې لرې پروت کلی دی. کوهستانات- چې خپله هم لرې پرته ولسوالي ده، په ۱۳۹۴کال کې طالبانو نیولې.
د اسلامي جهادي اتحاد یاد شوي وسله وال د امام بخاري کتیبه په نامه د یوې ډلې غړي دي چې همدا ډله یې د افغانستان په شمال کې جوړه کړې ده. بخاري د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو- بدخشان او تخار په ځینو سیمو کې هم فعالیت کوي. دې ډلې خپل نوم د منځنۍ اسیا د نهمې میلادي/ دویمې اسلامي پيړۍ مشهور مذهبي عالم پورې تړلی چې د احادیثو مهم کتاب صحیح البخاري یې لیکلی دی.
سرپل چې شمال لوېديځ کې لرې پروت ولایت دی، طالبان یې د نیولو ډېره هڅه کوي. دوی د دې ولایت نژدې نیمايي برخېاو تر ډېره په لوېدیځ، جنوب او یو څه په جنوب ختیځ کې ولکه کړې دي. سنچارک او بلخاب ولسوالي او د صیاد او کوهستاناتوځینې برخې له طالبانو سره نه دي. په دې سیمو کې دطالبانو مهمې څوکۍ د سیمه ییزو افغان ازبیکانو او تاجکانو په لاس کې دي (په دې اړه زموږ پخوانۍ شننه دلته کتلای شئ)
اسلامي جهادي اتحاد، نړیواله جهادي ډله ده چې د طالبانو ملاتړ کوي او تور بیرغ کاروي چې داعش ته ورته والی لري خو لوګو یا نښه یې بدله ده. د اسلامي جهادي اتحاد پر جنډه لیکل شوي( لا اله الاالله محمد رسول الله ) چې دا د هر مسلمان باور دی. د بیرغ لاندې برخه کې یوه تُوره هم راوړل شوې ده. د داعش په تور بیرغ کې بیا د دې جملې لومړۍ برخه (لا اله الاالله) په پورتنۍ نیمايي برخه کې راوړل شوې ده، د ذکر شوې جملې دویمه برخه بیا په دویمه نیمايي کې په سپینه ګرده بڼه ښودل شوې ده. د بیرغ همدې ورته والي ناروښانتیا رامنځ ته کړې او له همدې وجې ځینې خلک اسلامي جهادي اتحاد له داعش سره تړلې ډله بولي.( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۱۳۹۳ کال رپوټ دلته لوستلی شئ)
اسلامي جهادي اتحاد څوک دي؟
اسلامي جهادي اتحاد په منځنۍ اسیا کې اسلامپالو اورپکو جوړ کړی و. تر ۱۳۸۱ کال پورې دې ډلې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په اډانه کې فعالیتونه کول. د ازبکستان اسلامي غورځنګ داسې ډله وه چې په منځنۍ اسیا کې یې د ډېرو لپاره د سرپوښ مانا درلوده او په ۱۳۷۰ لسیزه کې د طالبانو له امارت سره یو ځای شوه. له وزیرستان سره یې د تړاو په اړه د ناروې د دفاعي څېړنو بنسټ ایف ایف ای په ۱۳۸۷ کال کې لیکلي چې دا ډله د عرب وسله والو له یوه ګروپ سره ډېر نژدې اړېکي او همغږي لري چې مشري یې تر مرګه ( ۱۳۸۷) له القاعده ډلې سره تړلي ابولیث اللیبي کوله. نوموړی د اسامه بن لادن له ډېرو مهمو سیمه ییزو قوماندانانو بلل کېده چې حقاني شبکې سره یې هم اړيکي درلودل. د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي کې د ملګرو امنیت شورا اسلامي جهادي اتحاد د بندیزونو په نوملړ کې ورشامل کړ او دلیل یې له القاعده او طالبانو سره د هغې تړاوو. د امریکا دبهرنیو چارو وزارت په ۱۳۸۴کال کې نړیواله ترهګره ډله وبلله. ( نور دلته لوستلی شئ)
د ۱۳۸۵ او ۱۳۸۷ کلونو ترمنځ چې لا هم په وزیرستان کې وه، دې ډلې اروپايي، په ځانګړي ډول جرمني اسلامپالو ته زمینه برابروله چې بریدونه پلان کړي. پر دوی تور دی چې جرمني کې یې ترهګریز بریدونه پلان کړې دي (په دې اړه د رسنیو رپوټونه دلته او دلته کتلای شئ)
د اسلامي جهادي اتحاد انلین بڼه
د اسلامي جهادي اتحاد لپاره د هڅواو رپوټونو اصلي ځای خواله رسنۍ دي چې دا ډله پکې پرله پسې خپلې اعلامیې او ویډیو ګانې خپروي. د اسلامي جهادي اتحاد تبلیغاتي ویډیوګانې په ډېر لوړ معیار وي او په شمال کې هم د طالبانو او هم د منځنۍ اسیا هېوادونو اورپکو کړنې او فعالیتونه پکې رانغاړي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکه له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په شمال کې د اورپکو ډلو فعالیتونه څاري. داسې ښکاري چې اسلامي جهادي اتحاد به يه هغو ټولو بهرنیو اسلامپالو کې تر ټولوفعاله ډله وي چې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ جنګېږي او پر خواله رسنیو یې هم فعالیت ډېر دی.
د خواله رسنیو ددې سرچینو په حواله، د اسلامي جهادي اتحاد غړي پرله پسې له طالبانو سره په ګډو جګړو کې برخه اخلي او له افغان ځواکونو سره جنګېږي. د قفقاز سنټر په نامه جهاد پلوې ویب پاڼه کې چې په چیچنیا کې ده، هارون ابو محمد ددې ډلې پوځي مشر ښوول شوی. په دې پاڼه کې لیکل شوي ( کله چې موږ ګډ عملیات پلانوو، د طالبانو امارت کله کله موږ ته خوراکي توکي، پناه ځایونه او مهمات برابروي) (نور دلته ولولئ) د ۱۳۹۴ کال په لیندۍ میاشت کې اسلامي جهادي اتحاد داسې يوه ویډیو خپره کړه چې پکېپه بدخشان کې د افغان ځواکونو پر یوه کتار ددوی یو برید ښودل شوی دی. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د دې ډلې پوځي مشر محمد خپلو وسله والو ته لارښوونه کوي چې څه ډول افغان ځواکونه په نښه کړي.
د اسلامي جهادي اتحاد د خواله رسنیو مهم چینلونه بدرالتوحید او الصدیقین (د رېښتوني په مانا) دي. دواړه چینلونه اسلامي جهادي اتحاد د بیلابیلو موخو لپاره چلوي. بدرالتوحید داسې ویډيو ګانې خپروي چې د طالبانو او د اسلامي جهاد اتحاد وسله وال پکې یو ځای جګړې کوي. الصدیقین بیا د جهاد په اړه د مذهبي عالمانو په وینا پام ورټول ساتي. دا روښانه نه ده چې د اسلامي جهاد اتحاد خواله رسنۍ له افغاستانه چلول کېږي که له بهره. د دې ډلې فیسبوک پاڼه چې په افغانستان کې ډېر فالوور یا ملګري هم لري، ځینې وخت تړلې وي خو ژر بیرته فعاله شي. دا ډول د ټیلیګرام په څیر نورې خواله رسنۍ هم کاروي. اسلامي جهادي اتحادد جهاد غږ په نامه د طالبانو له رسمي ویبپاڼې نه هم کله کله خپلې ویډیو ګانې خپروي. د طالبانو د مذهبي عالمانو ویناوې هم وخت ناوخته له روسي ژباړې سره پرې راڅرګندېږي.
په سرپل کې اسلامي جهادیاتحادڅه کوي؟
د اسلامي جهادي اتحاد ډله له لویه سره په سرپل کې هغو ځوانو وسله والو ته پوځي روزنه ورکوي چې تازه تازه د طالبانو لیکو ته جذب شوې وي. دوی لومړنۍ پوځي روزنه لکه په ټوپک نښه وېشتنه او په پوستو کې د افغان ځواکونود نښه کولو لارې ورښیي. د اسلامي جهادي اتحاد غړو شمېر په دې ولایت کې محدود دی او دې ته په پام سره چې په لریو پرتو سیمو کې وي، نوورته ګرانه ده چې د دې ولایت په جګړو کې مخامخ فعال رول ولري.
طالبانو ته د نژدې سرچینو له خولې، د دې ډلې ځیني غړي د اوږدې مودې پوځي تجربې لري. دوی له ځانه سره له وزیرستان نه ځینې خپل مذهبي ارزښتونه هم دې ولایت ته وړې دي چې ډېر یې په نړیوال جهاد پام ورټول ساتي. دا هغه مساله ده چې بیا بیا سیمه ییزو طالبانو راپورته کړې ده. دغه سرچینې دا هم وايي چې طالبان او سیمه ییز خلک دوی ته د استاد خطاب کوي.
همدا څه موده وړاندې د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر کې بدر التوحید داسې ویډیو خپره کړه چې پوځي تمرینات یې ښودل او د ادعاوو له مخې دا روزنه په افغانستان کې ورکړ شوې ده. په ویډیو کې د فزیکي تمرینو ترڅنګ د ټوپک وېشتنې روزنه هم روانه برېښي. په ویډیو کې لیدل کېږي چې وسله وال ودانیو ته د ننوتو تمرین کوي، خونې پلټي او خلک یرغمل کوي.
اسلامي جهادي اتحاد په یوه بله ویډیو کې چې الصدیقین خپره کړې او ظاهرا په سر پل کې اخیستل شوې ( د خلکو غږ نوم ورکړ شوی) لیدل کېږي چې طالبان په ۱۳۹۴ کال د کوهستاناتو ولسوالي نیسي. په ویډیو کې له ځینو سیمه ییزو خلکو سره هم په دې ولسوالۍ کې خبرې شوې دي. یو مرکه کېدونکی وايي«د دې ولایت ټول سړي، ښځې او ماشومان د طالبانو ملاتړي دي».)) بل مرکه کېدونکی چې طالب اورپکی دی، یوه پوځي موټر او وسلو ته اشاره کوي چې له افغان امنیتي ځواکونو یې نیولې دي.
پایله: اسلامي جهادياتحاد د طالبانو پياوړې ملاتړې ډله ده
د سرپل په ګډون د شمال په ځینو نورو سیمو کې د طالبانو تر څنګ د اسلامي جهادي اتحاد ډلې شته والی او هغه طالب پلوې ویډیو ګانې چې دې ډلې پر انټرنیټ خپرې کړي، دا په ډاګه کوي چې دواړه ډلېپه خپلو کې پیاوړي اړیکي ساتي. د اسلامي جهادي اتحاد فعالیتونو او د دې ډلې کم شمېر اورپکو ته په پام سره، تر هغو چې دا ډله د طالبانو پلوي کوي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته جدي ګواښ نه شي پېښولی. بل دا چې د دې ډلې شمېر دومره کم دی چې هیڅکله به د طالبانو د تګلارو او کړنو خلاف څه کار ته زړه ښه نه کړي. طالبان د خپلو تګلارو له مخې په ګاونډیو هېوادونو فعالیت نه کوي بلکې پام یې پر دې ورټول دی چې په افغانستان کې واک تر لاسه کړي. آن که طالبان د تاجکستان له پولې سره په قاچاقي کارونو کې ښکېل هم وي چې کله نا کله پر پوله تاوتریخوالی ټوکوي (د تخار په درقد کې د اګست په وروستیو کې د یوې پېښې په اړه رپوټ دلته لوستلی شئ)، هغه بیا د اقتصادي جګړې برخه ده؛ او له هغه پرله پسې ګواښ سره توپیر لري چې اسلامي دولت نومې ډله یې په دې سیمه کې د رژيمونو خلاف د راپورته کولو هڅه کوي.
د طالبانو پراخ شته والي او په شمال کې د اسلامي دولت یا داعش د نفوذ د مخنیوي لپاره د دوی د پیاوړي ځواک کارونې اسلامي دولت خراسان ولایت ته د دې فرصت ورنه کړ چې سرپل کې ځانته ځاله برابره کړي. خو په خواله رسنیو کې د اسلامي جهادي اتحاد ډلې د جهاد کمپاین او په نړیواله کچه د دې ډلې د جهاد هڅې ښايي له بهره د نویو خلکو پام ورمات کړي. خو د اسلامي جهادي اتحاد ډله به کوربه توب ونه شي کړای او د دې وړتیا به هم ونه لري چې د افغانستان په شمال کې داسې ډلو ته اسانتیاوې برابري کړي چې طالبانو ته ګواښ پېښ کړي. نو ځکه سرپل داسې ولایت دی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اورپکي پکې نشته. اسلامي جهادي اتحاد طالب پلوې ډله ده، نه داعش پلوې.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹