د طالبانو لومړني پسرلني برید افغان ملی پوځ حیران کړخو په څو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو طالب جنګیالي په ځینو سیمو کې مات کړل، خو هغوی وروسته بیا وتوانیدل چې په ځینو نورو سیمو کې واک تر لاسه کړي. که څه هم افغان ملي امنیتي ځواکونه پر کندز ښار او د ولسوالیو په مرکزونو پوره واکلری، خو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مسوول مدیر توماس روتیګ وایی دا جګړه د افغان ملي ځواکونو ځیني ښکاره کمزورتیاوې په ګوته کوي،لکه د مختلفو ځواکونو ( اردو، پولیسو، او محلي پولیسو) تر مینځ د همغږۍ نشتوالی چې ښایي د جلب او جذب د پروسي ستونزې وي چې د اداري فساد (د نامعلومو پولیسو او سرتیرو د تولید) او د رپوټونې د اوسني سیستم له کبلهبرسېره شوي نه وي. دا جګړه د دې ښکارندویه ده چې طالبان کولای شي هم مهاله په بېلابېلو سیمو کې پراخ عملیات ترسره کړي، خو په ورته وخت کې دا هم څرګندوي چې طالبان لاتراوسه له پوځي بريډېرلرې دي. (د برهان عثمان، احسان قانع او عبید علی په مرسته.)
داسې ښکارېده چې افغان ملي ځواکونو په کندز ولایت کې د طالبانو لومړنی زورور بریدله ماتې سره مخ کړی وي، خو طالبانو دغلته د اپرېل پر څلرویشتمه، د خپلو پسرلینو عملیاتو تر اعلان دوه ورځي وروسته، بریدونه پیل کړل. دوی خپلو دی عملیاتو ته د (عزم) نوم ورکړی او نه غواړي چې د خپلو اصلي دښمنانو یعني نړیوالو ځواکونو د ځپلو موقع چې خپل جنګي ماموریت یې بشپړ کړی او د افغان ځواکونو د ملاتړ نوی ماموریت یې اعلان کړی، له لاسه ورکړي. اوس، تر یوې اوونۍ وروسته داسې ښکاري چې دا جګړه تر ډېره بریده سړه شوې وي. د طالبانو یوې انټرنټي پاڼې ادعا کړې چې پر چهاردرې ولسوالۍ یې په خپل وروستي برید کې چې د مي میاشتي پر ۳۰ نیټه شوی، یوه پوځې ودانۍ له مینځه وړې او ددې ولسوالۍ له دوو کلیو یې افغان امنیتی ځواکونه ایستلي دي، چې د ټول ولایت نیول لایوه ډيره لرې ادعا ده. په ورته وخت کې، د افغان ځواکونو بریا هم هومره بشپړه نه ښکاري چې په افغاني رسنیو کې رپوټېږي.
دافغانستان دتحلیگرانو شبکه په پارلمان کې د کندز ولایت د استازو له خولې لیکي چې د مې میاشتې پر دویمه نېټه طالبانو د شپی له خوا په عملیاتو کې د دغه ولایت یو شمېر سیمې بېرته تر خپلېولکې لاندی راوستي دي. د مې میاشتي پر درېیمه د کندز ولایت د ګورتېپې سیمې د سیمه ییزو پولیسو دریو قوماندانانو دتحلیگرانو شبکې ته وویل چې دا سیمه اوس په بشپړ ډول د طالبانو تر واک لاندې ده، که څه هملا دلته د دولت شتوالی د ملی اردو، ملی پولیسو، سیمه ییزو پولیسو او دعامه نظم ځواکونو په ترکیب کې لیدل کیږي. ګورتېپه چې له نژدې ۴۰-۵۰ کلیو جوړه ده، د نا امنۍ د اوږده تاریخ په درلودو د ښار شمال ختیځ خوا ته پرته یوه سیمه ده.
یو حیرانوونکی برید…
جګړه هم مهاله د کندز ولایت په پنځو ولسوالیو- امام صاحب، چهاردرې، قلعه زال، علي آباد او د کندز ولایت په ښار کې پیل شوه. هغه ارقام چې د افغان ځواکونو او په سیمه کې نورو دولتي چارواکو ورکړي، د بریدګرو شمیر له ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې ښیي.
د هغو ارقامو له مخې چې افغاني رسنیو ته ورکړ شوي، ددې جګړي د ګډونوالو شمیر له څو سوو نه تر دوه زره کسانو رسیږي. د کندز والي، محمد عمر صافي وویل په ټوله کې ۳۰۰۰ طالبانو حمله کړې وه.
په هم مهال ډول پر څو ولسوالیو برید، یوه حیرانوونکی پیښه وه. طالبانو لومړی یو شمېر سیمې په ولکه کې راوستې، چې د بریدونو بڼې یېد پروسږکال لویو او پراخوبریدونو ته چې په کندز کې وشول،ورته والی لري. دوی داځل نه یواځی دوه ولسوالۍ- چهاردره او امام صاحب پر مینځ بیلې کړې، بلکي بیاځلي يې په داسې سیمو کې نفوذ وکړ چې د ولایت له مرکز څخه یواځې څو کیلومتره واټن لري. ګورتيپه او باغ شرکت ددې سیمو له ډلې څخه دي چې اوس مهال د کورنیو بی ځایه شويو وګړو کمپونه هم چې په سیمه کې د مخکنیو جګړو کورني کډوال دي، پر همدې ځای ودان دي.
د ۲۰۱۴ میلادي کال په سپټمبرکې دتحلیلگرانوشبکې راپور ورکړی و چې طالبانو د کندز ولایت مرکز ته څېرمه سیمې خپلې کړي او آن د ولایت مرکزي ښار ته د نژدې کېدو په حال کې دي. دوی همدا راز د ولایت پرڅو ولسوالیو بشپړه ولکه ټینګه کړېده…چاردره او دشت آرچي تقریبا ټولې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او ورسره جوخت د امام صاحب او علي آباد وضعیت مخ په خرابېدو دی.
دتحلیلگرانو شبکه د عیني شاهدانو له قوله لیکي چې طالبانو د امریکایي ځانګړو ځواکونو یو پخوانی بیس (مرکز) هم نیولی دی. خو دا معلومه نه ده چې دا بیس افغان ځواکونو ته سپارل شوې و که شړ و او چا نه کاراوه.
د ولایتي چارواکو له خولې، دې جګړې ۲۰۰۰ نورې کورنۍ هم بی ځایه کړي چې که هره یوه یې ۸ کسه وګڼو ټول شمير یې ۱۶۰۰۰ ته رسیږي. دا کورنۍ پر داسې مهال بی ځایه کیږي چې په سیمو کې یی د کر او کار وخت دی او له همدې امله که پر وخت بیرته خپلو سیموته د کرنۍ لپاره ستني نه شي او د کال غله او کرنیز محصول یې له لاسه ووځي، دا وېره شته چې په دایمي ډول بې ځایه شي.
د فرانسې د خبري آژانس په رپوټ، دکندز د روانې جګړې ځینې نښې دا جوتوي چې دا ځل جګړه د تېر کال د جګړې پرتله ډېره پراخه او سخته وه: ۵۰۰ سیمه ییز پولیس په امام صاحب ولسوالۍ کې محاصره شوي وو او د مرستې غوښتنه یې کوله. په هغو سیمو کې چې جګړه روانه وه، دولت ښوونځي وتړل چې د کندز ښار هم په کې راځي چې دوکانونه یې تړلي او سړکونه یې تش شوي ول.
د کندزپه مرکز کې واټونه تش او هټې وتړل شوې، دولتي کارکوونکي له دفترونو او دولتي ودانیو په وتلو ول. د سیمې اوسیدونکو ویل کله چې د طالبانو د کنټرول او نیولو ويره ډېره شوه، موږ ډارېدو چې که د کندز ښار د طالبانو لاس ته ورشي، د ۱۳ کلونو بریاوې به مو په اوبو لاهو شي (د کندز ښار د یوه ۳۵ کلن هټیوال احمد لقمان خبرې).
د کندز اوسیدونکو دا راپورونه دتحلیلگرانو شبکي ته تایید کړل او ویل یې چې د جګړې تر پیل وروسته تر ټولو لومړی د زرګرۍ مارکیټونه او صرافیانې وتړل شوې، یواځی کوچنی هټیګانې پرانستې وې. په کندز ښار کې نوره هغه ورځنۍ ګڼه ګوڼه نه لیدل کیده، که څه هم بشپړ تش شوی نه و. دفترونه یا وتړل شول او یا که پرانستي هم ول، د کارکوونکو شمېر یې تر ټولو په ټیټه کچه کې و، په ځانګړي ډول جکپورو چارواکو کار نه کاوه. یوه سیمه ییز خبریال د آلمان غږ راډیو ته داسې وویل: ” هغوی چې له ښاره ونه وتل، ځانونه یې په خپلو کورونو کې بند کړيول، ځکه چې د درنو چاودنو او ډزو غږونه په ښار کې اوریدل کیدل“. نوموړې سرچینې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د مې پر ۲ او ۳ ویلي چې حالت لاتراوسه عادي شوی نه دی، په ځانګړي ډول ولسوالیو او د کندز ښار په لرو پرتو سیموکې.
د څو ورځو لپاره د کندز په اوسیدونکو کې د وضعیت د بېخيویجاړېدو احساس څه ناڅه جوت و. دولتي کارکوونکي او پخواني لوړپوړي چارواکي د تیارسئ په حالت کې ول. د کندز د ولایتي شورا ریس محمد یوسف ایوبي وویل چې طالبانو د کندز ولایت ۶۵ سلنه تر خپلیولکې لاندې راوستې وه او د ولایت د سقوط کلک خطر احساسېده. په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د ملي اردو پخواني قومنړان زلمي ویسا ګواښنه وکړه چې یواځې کندز د سقوط په خطر کې نه دی، بلکې هره هغه سیمه چې مسلکي ځواکونه په کې نه شته، د سقوط له خطر سره مخ ده. د اپرېل پر ۲۷ هند ته د ولسمشر اشرف غني لومړنی رسمي سفر هم د جنګ له لاسه د څو ساعتونو لپاره و ځنډېد. ولسمشر د غوڅ ملاتړ له قومندان سره په سملاسي سلا مشورو بوخت واو ظاهراً یې ترې د هوایي ملاتړ غوښتنه کوله.
که څه هم افغان دولت وتوانید چې تر ۲۰۰۰ اضافي ځواکونه کندز ته ولېږدوي چې په کې له کابل څخه افغان ځانګړو ځواکونو او له نژدي ولایتونو- بلخ او بدخشان څخه هم قطعاتو ګډون درلود. هغه ټولګي او ځواکونه هم چې له دې وړاندې پر جرم ولسوالۍ د ۲۵۰ طالب جنګیالیو د یرغل د ماتولو له پاره بدخشان ته استول شوي وو، اوس بيرته د ځایی ځواکونو د ملاتړ له پاره کندز ته راستانه شول. ناټو هم خپلې جنګې الوتکې د جګړې سیموته واستولې، که څه هم دې الوتکو بمبارد ونکړ، خو د راپورونو له مخې یې له سیمې نه د طالبانو په ایستلو کې ډېره اغېزناکه ونډه درلوده. په دې کار سره افغان دولت یو ځل بیا د یوه مهم او ګڼ مېشتي ولایت او آن ولسوالیود سقوط مخنیوی وکړ. د طالبانو لپاره به د کندز نیول یو مهم او د روحیې خېژوونکی بری وای.
يواځې کندز نه
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، یو شمیر نورو ولایتونو هم د کندز په څېر پیاوړي بریدو نه تجربه کړل. د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې هم د راپورونو له مخي د دولت مخالفو وسله والو ډلو پرمختګ کړی و. که څه هم دواړو لورو یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده، خو په سیمه کې د ملی اردو یوه قومندان تایید کړه چې امنیتي ځواکونه په ځینو سیمو کې هله شاتګ ته اړ شول چې سیمه ییز پولیس محاصره او یا ځایي مخالفینو ته واوښتل. سربیره پر دې یې د سیمه ییزو پولیسو او ملی اردو تر مینځ د همغږۍ د نشتوالي یادونه هم وکړه. ددې ولایت پر پشتون کوټ ولسوالۍ هم مخالفینو برید کړی دی. په فراه او کنړ ولایتونو کې په سلګونو طالبانو پر امنیتی پوستو بریدونه کړي، خو ځایي خلکوته یې کوم ستر ګواښ نه دی پیښ کړی.
دافغان او بهرنیو ځواکونو د راپور پر بنسټ، د جګړې سختوالی د امنیتي ځواکونو له تلفاتو څخه څرګندیږي. افغان ملی امنیتي ځواکونو سږکال بی ساري تلفات درلودل چې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو ۱۵ اوونیو کې د تېر کال پرتله۷۰ سلنه ډېروالی ښیي.
په ورته وخت کې، په کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا او لغمان ولایتونو کې د دولتي چارواکو د وژلو هڅې شوې دي.د اپرېل پر ۲۶، په شپږو اوونیو کې د اروزګان ولایت د امنیه قومندانۍ له پاره دویم ټاکل شوی سرپرست ووژل شو. دا بریدونه که څه هم انتها نه ده، خو تقریبا یو عادی حالت یې غوره کړی دی.
یو افغان پوځي کارپوه پر خپلي ټویټر پاڼه د اپریل پر ۲۷ خبر ورکړ چې افغان ملی امنیتي ځواکونو د هېواد په کچه په ۱۸ نا پلان شویو عملیاتو کې ونډه درلوده. دا عملیات پر هغو ۱۴طالب ضد چاڼیزو عملیاتو سربېره ديچې خبر یې د دفاع وزارت مرستیال ویاند ورکړی و چی په کی دوه پراخ عملیات هم شامل دي- بدر په زابل او غزني کې او شاهین ۲۲ چې اوس مهال د بدخشان په جُرم او وردوج ولسوالیو کې دوام لري. افغان رسنیو د هیواد په دولسو ولایتونو کې د جګړې خبر ورکړی چې غور، خوست، زابل، میدان وردک، بغلان، تخار، جوزجان، هلمند، غزنی، نیمروز او فراهپه کې راځي.
د لومړنيو ګواښونو ترڅنګ
د کندز ولایت د ناوړه وضعیت د جبران په موخه، دولتي ویاندانډاډمنوونکي او کراروونکي پیغامونه شریکوي. د اپریل پر ۲۹، د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وویل: ”د امام صاحب په ولسوالۍ کې د مخالفینو اصلي هستي او اهداف له مینځه ولاړل او اوس مهال په کندز کی وضعیت په بشپړ ډول بدل شوی.“
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري زیاتوي چې: ”هیڅ یو ولایت یا ولسوالۍ به هم سقوط ونه کړي. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې زموږ امنیتي ځواکونه د وضعیت د کنټرول وس او وړتیا لري. “دکورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د مي پر لومړۍ کندز ته په کتنه ورغی. (افغانستان لاتراوسه د دفاع وزیر نلري.)
د افغان ملی امنیتي ځواکونو چمتووالی ته په پام سره د اندېښنې مهم ټکي:
لومړی داچې طالبانو څنګه وکولای شول دومره پراخ او لوی برید راونښلوي چې زرګونه جنګیالي په کې یوځای جګړې ته داسې چمتو وي چېد امنیتي ځواکونو د حیرانتیا سبب شي.
د کورنیو چارو وزیر علومي څو اوونۍ وړاندې په پارلمان کې ګواښنه اورولې وه چې جګړه د شمال پر لور درومي (که څه هم دا څرګندونې وروسته د دفاع وزارت رد کړې،چې په اصل کې دې جګړو ته په پام سره د دولت مخالفین د ټول هیواد په کچه فعال دي) او دا هم سمه ده چې له تېر دوبي راهیسې د هېواد په شمال کې د دولت د مخالفینو شتوالی مخ په ډېرېدو دی. راپورونه وایی چې په دې جنګیالیو کې دازبکستان اسلامي غورځنګ چې په دې وروستیو کې له وزیرستان څخه تر یو لړ پوځي عملیاتو وروسته شړل شوی، هم شامل دی. داسې ښکاري چې دوی په افغانستان کې په ډیرئ ازبک میشتو سیموکی ځای پر ځای شویدي، نو له دی کبله کندز د دوی لپاره لومړی انتخاب و، ځکه هلته ډیر ازبکان ژوند کوي. (که څه هم کندز ددې جنګیالیو لپاره يواځینی ځای نه دی.) مخکي هم داسې ویل شوي و چې دې جنګیالیو د کندز ولایت د تیر کال د سپتمبر په جګړو کې هم ونډه درلوده، هغه مهال چې طالبانو په کندز ولایت کې لنډ مهاله بریاوې تر لاسه کړې.
د انګیرني دوم دلیل دادی چې د ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو وروسته، دا جوته وه چې طالبان به د دې کال په اوږدو کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو قاطعیت او جدیت ازمایي. کندز ولایت د دې ښه بیلګه کیدای شي. دا هم نا شونې نه ده چې پر جُرم ولسوالۍ د طالبانو برید چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۳۳ افغان سر تیري ووژل شول او له ځینو یې سرونه پرې شول، ددی لپاره پلان شوی ويچې د افغان ملی امنیتي ځواکونو پام له کندز څخه واړوي. په ځانګړي ډول د سرتیروسر پریکول یو قصدي عمل و چې افغان پوځیان وپاروي او تحریک يې کړي. که چیري پلان همدا و نو بیا طالبان خپلي موخې ته ورسیدل ځکه چې دفاع وزارت د غچ غږ پورته کړ.
په نورو سیمو کې د طالبانو بریدونه افغان مشرتابه ته یو ګواښ کیدلی شي. یواځی د بدخشان جُرم نه، بلکي په هلمند کې هم دتېر کال په ډیسمبر او د دې کال په فبرورۍ کې سختي نښتې او جګړې وشوې. وروسته بیا ملی اردو دوی په شا کړل او لرې پرتو ولسوالیو ته چې پخوا د برتانوي او امریکایی سرتیرو له خوا پاکي شوې وې، ولاړل. د بیلګي په توګه، په سنګین ولسوالۍ کې جګړه دومره سخته وه چې د راپورونو له مخې یواځي څو ملکي وګړي په کې پاتې شويول.
کورنی اړخ
د طالبانو بریدونه په کورني سیاست کې هم ونډه لري. د پارلمان یو شمېر غړو او همداراز د استخباراتو پخواني مشر امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې دولت تورن کړ چې قصداً یې په شمال کې پوځي غبرګون ځنډولی دیچېپه سیمه کې د جمعیت ګوند وسله وال ځواک او نور جهادي قومندانان له ماتې سره مخ کړي. د یادونې وړ ده چې دا تنظیمونه لکه د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم جنبش او د اجرایيه ریاست د لومړي مرستیال د اسلامي ګوند ډلې اوس مهال د دولت ملاتړ کوي.
د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق غوښتنه کړې چې د دفاع وزارت مجاهدینو ته وسپارل شي. له پخوانیو مجاهدینو څخه محقق او صالح دواړه پر اوسني حکومت تور لګوي چې ګواکي مجاهدین یې ورو ورو ګوښه کړي او صلاحیتونه یې ورلږوي. دا تور مخکي هم د ښاغلي کرزي پر حکومت لګول شویو او اوس بیا د یو شمېر جهادي مشرانو لکه عبدالرب رسول سیاف او اسماعیل خان له خوا راپورته شوی چې ګواکې امنیتي وزارتوته پخوانيو کمونستانو ته ورکړ شوي دي.
د امنیتي ځواکونو کمزورۍ او نیمګړتیاوې
اوس مهال افغان ملی امنیتي ځواکونه د طالبانو یوه بللوی برید ته ټینګ ودرېدل. طالبانو یو ځل بیا جوته کړه چې نه شي کولای له امنیتي ځواکونو څخه ګڼ مېشتي مرکزونه او آن ولسوالۍ ونیسي. په کندز کې هم موخه همدا وه چې پکي پاتي راغلل. خو په ورته وخت کې، د امنیتي ځواکونو په پوځي غبرګون کې هم، که قضاوت د چارواکو او د کندز د اوسیدونکو د غبرګون پر بنسټ وکړو، یو لړ مهمې او کړکېچنې ځنډونې تر سترګو کي دې او که د افغاني رسنیو د رپوټونو له مخې قضاوت وشي، نو بیا د افغان ملی پولیس او سیمه ییز پولیس ول چې د کندز جګړه یې وزغلمه او تر دوشنبې د اپریل تر ۲۷ یې ورسره مقاومت وکړ. دا مساله دامنیتي ځواکونو تر مینځ د همغږۍ ستونزې برسېروي او د افغان او ناټو چارواکو دا څرګندونې چې افغان امنیتي ځواکونه د هر ډول برید د مهارولو وس لري، له پوښتنې سره مخ کوي. د یوه نوي او قانوني دفاع وزیر نه شتون په خپله د ورته ستونزو د زیاتوالي لامل ګرځي.
د همغږۍ په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو دویمه احتمالي نیمګړتیا د افغانستان د بیا رغاونې له پاره د امریکا حکومت د ځانګړي پلټونکي (سیګار)په دوو وروستیو څلورمیاشتنیو رپوټونو کې راغلې ده. په هغو کې ویل شويچې د ملی اردو او ملی پولیسو د تشکیل او د تنخواوو د لېستونو د پلټنې له مخې، نه د امریکا دولت او نه هم افغان دولت پوهیږي چې ټیک څومره عسکر او پولیس د کارولو له پاره شته. سیګار زیاتوي چې معمولاً یو شمېر «نامعلوم عسکر» (دغه راز «نامعلوم پولیس» او «نامعلوم سیمه ییز پولیس») شته چې په رپوټ کې د «مړو ، تښتېدلو ، او یا اصلاً ناموجود عسکرو په نامه پېژندل شوي چې نومونه یې په تېروتنه او یا قصدي ډول د معاش په لېست کې پاتې شوي- چې پیسې یې یا قوماندان واخلي او یا یې د مړه عسکر کورنۍ تر هغو چې ورته د تقاعد معاش حواله کېږي تر لاسه کړي». دغه شمېر به څومره وی، لا هم پلټل غواړي.
د ملي اردو د تشکیل وروستۍ (د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ) شمېره (چې په دې کې د ناموجودو عسکرو ناپېژندلې شمېره هم راځي) ۱۶۷۰۲۴ (د ملکي پرسونل په تفریق) او ۱۵۴۶۸۵ تنه د ملي پولیسو له پاره ده. د ملي اردو په برخه کې، دا شمېره د تېرکال د نومبر له ۱۶۹۲۰۳ تنو څخه چې لا دمخه د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ د شمېرو پر تله ۸.۵ سلنه ټیټه شوې وه، را لوېدلې ده؛ او دا لږ شوی شمېر څه نا څه ۱۵۰۰۰ تنه کېږي چې د سیګار په وینا «د افغانستان د یوې قول اردو تشکیل» ته رسېږي. له دې نه ښکاري چې د نومبر شمېرې «د ۲۰۱۱ کال له آګست وروسته د ملي اردو د ګومارل شوي ځواک تر ټولو ټیټه شمېره ښیي». سیګار له پوځ نه تېښته او د تلفاتو ډېرېدا ددې کموالي لوی لاملونه بولي.
د افغان ملي پولیسو په برخه کې، وروستی رپوټ وایي «لا هم دا ډاډ نه شته چې د تشکیل او د تنخواوو د لېستونو شمېرې دې سمې وي.» رپوټ زیاتوي چې «د سیګار څېړنه د ملي پولیسو د پرسونل د شمېرلو په بڼه کې بدلون جوت کړی چې د دغو شمېرو د سموالي او په تېرو څلورو میاشتو کې د تشکیل د پراخېدو د کره والي په اړه پوښتنې راپورته کوي .»
دا شمېرې بویه چې په منطقه یي او آن سیمه ییزه کچه په اصلي جنګي وړتیا واوړي: دا تصور هم ګران دی چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مشران به څومره ډاډ ولري چې په یوه شېبه کې په یوه ځانګړې سیمه کې پر څومره شمېر عسکرو او پولیسو (سیمه ییز پولیس خو لا پر ځای پرېږده) ډډه لګولی شي. ددې ترڅنګ، داسې برېښي چې سم روزل شوي او د ښه ملاتړ درلودونکي ۱۵۰۰۰ افغان ځانګړي ځواکونه یو ځل بیا د باوري ځواک په توګه ثابت شوي دي.
په دفاع وزارت کې د تیلو په تړونو کې د لویې رسوایي په اړه له پلټنو سره جوخت اردو لا هماغسې اداري فساد ځپلې پاته ده. د یو شمیر وکیلانو او د ولسي جرګي د اداري پلاوي له خولې چې دې کار د ملی اردو پر ځواک او وړتیا اغیز کړی، لکه چې د بدخشان په جُرم ولسوالۍ کې د ملی اردو ځواکونو غوښتل د طالبانو له کمین څخه ځان وباسي خو په موټرو کې یې تیل نه و ځکه چې هغه د مفسدینو له لوري پلورل شوي و. د ولسي جرګي مرستیال عرفان الله عرفان وویل: د ولسي جرګی د اقتصادي کمیسیون یوه غړي تائیده کړه چې « زه د داسې یوې صحنې شاهد یم چې په فراه ولایت کې د ملی اردو ځواکونو نه شوای کولی حرکت وکړي یا له یوې سیمې څخه بلي ته ولاړ شي، ځکه چې ددوي په موټرو کې تیل ختم شويو.»
که څه هم ، د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وزیري، دا څرګندونې رد کړې او وییویل: «موږ د داسې یوې پیښي شاهد نه یو چې زموږ عملیات دې د تیلو د نشتوالي له کبله ځنډېدلي و ي.»
او طالبان؟
دې واقعیت ته په کتلو چې جګړه یواځی په کندز کې نه، بلکې په پراخه کچه په بدخشان، جوزجان او فراه کې هم شوې ، طالبان نه یواځي خپل موجودیت وښود، چې په ورته وخت کې یې په څو سیمو د برید وړتیا هم وځلوله. ورکړل شویو ارقامو ته په کتنې سره، داسې ښکاري چې دوی اوس د پراخو بریدونو د کولو وس لري، ځکه چې د آیساف د جګړه ییز ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته، اوس دوی د ناټو له هوایې بریدونو وېره نه لري. (دغه راز پورته یاده شوې اعلامیه هم کتلی شئ چې د ناټو جنګي الوتکي کندز ته لېږل شوې وې خو ظاهراً یې په جګړه کې ونډه وانه خیسته.)
کندز ولایت د طالب جنګیالیو لپاره د تمرکز ټکی دی. کندز له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبانو په کې د امریکا په مشرۍ د ۲۰۰۱ میلادي کال تر راښېکلېدو وروسته کلک مقاومت کړی دی. دوی اوس هم په کندز ولایت کې د پښتون میشتو سیمو او قومونو له ملاتړ څخه برخمن دي، په ځانګړي ډول ترهغه وروسته چې په شمال کې پښتانه د شمالي ټلوالې د جنګیالیو او زورواکانو و هدف شول او پښتنو فکر وکړ چې ګواکې انزوا ته ټېل وهل کېږي. دا احساس هغه مهال نور هم ډېر شو چې د جنبش اغېز پورته ولاړ او د دې ګوند مشر دوستم د اوسنی ولسمشر لومړی مرستیال شو. دتحلیلګرانو شبکه د کلونو راهیسې راپور ورکوي چې سیمه ییز پولیس چې کله په یوه ځانګړي قوم پوري اړه ولري، تل به ځینو سیمو کې اقلیتونو ته مزاحمت کوي.
ددی شبکې د راپور له مخې، طالبان بیا د سیمه ییزو پولیسو پر تله ځایی خلکو ته دومره مزاحمت نه کوي. په همدې دلیل طالبان هلته په ځینو وګړو کې د عدالت له پلوه شهرت لري.
د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته له سیمې څخه ورکړ شوې دي، د اسلامي ګوند پر مخ د ولایت په مرکز کې مدرسې تړل شوې او دویپر پوله د طالب جنګیالیو په لیږد رالیږد کې ونډه لري.
نتیجه
د ۲۰۱۵ کال د اوړې له بریدونه څخه وروسته، افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو په لومړي جنګ کې له یو څه تیروتنو وروسته بری ترلاسه کړ. که څه هم دا کامیابي لا پخه شوې نه ده، خو افغان ځواکونه به وکولای شي د اورپکو مخې ته ودرېږي. په ولسی جرگه کې د کندز ولایت د استازو د راپور له مخې، د کندز جګړه اوس هم لا پای ته رسیدلی نه ده.
يو لړ نورې مهمې ستونزي چې همغږي، کار ګومارنه، او اداري فساد دي، لا پر ځای پاته دي. ښایي له امنیتي ځواکونو د خلکو پراخ او جاري ملاتړ، د ناټو له لوري د امنیتي ځواکونو ستاینه، د دی باعث شوي وي چې پر ځان د دې ځواکونو د مشرانو ویساډېره شي. په جګړه کې په دوامداره او زیاته کچه د بهرني و اورپکو لاس لرل، تر څه ځایه لکه د تل د بهرنيو لاسونو د شتوالي له لارې پر نورو د پړې اچولو یوه پلمه ده.
د ناټو ځواکونو له لوري د افغان ځواکونو روزنې تر اوسه پام وړ پایله نه درلوده، په ځانګړي ډول د ملی اردو،ملی پولیسو او سیمه ییزو پولیسو تر مینځ د همغږۍ په برخه کې. د آیساف تر جګړه ییز ماموریت وروسته، د څو سوو روزونکو ناټویي ماموریت به چې ډېرئ یې د امنیتي محدودیتونو له لاسه له ځایه نه خوځېږي، دی هدف ته د رسیدو لپاره ډیر وړوکی او ستونزمن وي. له بلې خواد هغو د ډېرولو مساله هم اوس خورا ناوخته برېښي.د ځواکونو وتل د ځنډولو وړ ښکاري، خو د بدلولو نه. د حل لاره یې په خپله په افغان ځواکونو او ددوی په مشرتابه پورې اړه لري. افغان ځواکونه باید خپلې کمزورتیاوې او منفي ټکي چې د کندز په جګړه کي په ګوته شول، پخپله سم کړي.
شمال ته د طالبانو حرکت او مخه کول که څه هم یوه نوې پدیده نه ده، خو له ۲۰۰۷ راهیسې یو قوي پرمختګ ګڼل کیږي. کندز ولایت به چې تر اوسه د طالبانو لپاره غوره ثابت شوی، لاهم د هغوی د عملیاتو له پاره د تمرکز ټکی پاته وي، خو البته چې هغوی به پر ټول هیواد د بریدونو هڅې هم جاري وساتي.
۱ د ګورتیپی د دقیق موقعیت په اړه یو څه ننګونې موجودې وې. داسې ویل کېدل چې ۳- کیلومټره د کندز له ښار څخه واټن لري. په حقیقت کې ګورتیپه یوه لویه سیمه ده چې له ۴۰ تر ۵۰ کلیو څخه جوړه ده او ډیرئ کلي یې ښار ته ډېر نژدې دي.
د ګورتیپی په ساحه کې پخوا هم د اورپکو ضد عملیات تر سره شوي، د بیلګی په ډول، د ۲۰۱۰ په پای او د ۲۰۱۱ په پیل کې چې پایېدونکی بری یې نه درلود. یوې سر چینې وویل چې دلته د ازبکو او پښتنو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه لا روانه ده. دا شخړه له هغي وروسته را ولاړه شوه چې یو شمیر پښتنو له دې ځایه باغ شرکت ته کډه وکړه او هلته یې د کورنیو بی ځایه شویو کسانو په کمپ کې واړول او بیا ازبکانو ددوی پر ځمکو خیټه واچوله. باغ شرکت نوم د هیواد اصلي او لومړنی صنعتي فابریکې (سپین زر) سره تړاو لري ، چې پر۱۹۳۰ کال د ناشر د کورنۍ له لورې رامینځته شوه. ناشر د پښتنو ناقلینو یوه کورنۍ ده چیله عبدالمجید زابلي سره تړاو لري. زابلی د افغانستان له لومړنیو سوداګرو څخه ګڼل کیږي او د افغانستان د صنعت د پلار لقب هم ورکړل شوی چې په ۱۹۳۶ کې یې افغان ملی بانک تاسیس کړ. د ناشر کورنۍ اوس په جرمني کې د جلا وطنۍ ژوند تېروي. په باغ شرکت کې له ۲۰۰۲ میلادي څخه تر ۲۰۱۰ پورې شاوخوا ۸۰۰ بی ځایه شوې کورنۍ ژوند کوي.
۲- جنرال نورالحق علومي د کورنیو چارو اوسنی وزیر د پرچمیانو د رژیم له لوړپوړو چارواکو څخه ؤ. جنرال عبدالحبیب هم د شوروي اتحاد روزل شوی ؤ او په همدې رژیم کې یې دنده ترسره کوله. که څه هم په شوروي کې د هغه روزنه د جمهور رییس داود خان د واکمنۍ او وروسته بیا د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال وه، د بسم الله خان تر امر لاندې یې چې یو جهادي قومندان و، کار کری دی.
۳- د رسنیو د ۲۰۱۵ کال د مارچ میاشتي د راپورونو له مخې، په فاریاب ولایت کې د ازبکستان د اسلامي حرکت ډلې ویلي چې دوی ابوبکرالبغدادي د خپل مشر په توګه پیژني . د ۲۰۱۴ میلادي کال د اکټوبر پر ۶ ، د ازبکستان یوه قضایی چارواکي د روسیي خبري اژانس ته وویل چې د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر عثمان غازي له اسلامي دولت ډلې سره بیعت کړی دی.
۴-د ۲۰۱۴ کال د نومبر د ۲۴ اعلامیه په لوی لاس د ازبکستان د اسلامي حرکت د مشر له لوري خپره شوه چې عثمان غازي په کې د ملا محمد عمر مجاهد د نه موجودیت اعلان کوي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹