ګڼ رپوټونه دا څرګندوي چې افغانان، په ځانګړي ډول شعيه ځوانان د ايران له خوا په سوريه کې د اسد رژيم په پلوۍ جګړۍ ته هڅول شوي او يا په زور دې جګړې ته اړ اېستل شوې دي. خو په دې تړاو چې دوی څه ډول د سوریې جګړې ته تللي لږه روښانتیا شته. سید رضا کاظمي د موسی په نامه د یوه ۲۲ کلن شیعه ځوان کیسه چې سوریې ته د جګړې له پاره تللی تعقیب کړې ده. دا داستان ډېر پيچلی دی. د موسی کیسه جوتوي چې څرنګه ځوانان خپلې ټولنې ته په ورګډېدو کې پاته راځي او سر یې نورې نړۍ ته وځي. په دې شننه کې دا هم روښانېږي چې څه ډول بې ځایه شوي ځوانان دې باور ته رسېږي چې په سوریه کې جنګېدا یې د ټولنیز د رنښت سبب کېږي. له دې شننې وړاندې هم د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې هغه ساحوي څېړنې خپرې کړي دي چې سید رضا کاظمي په هرات ولایت کې د ځوانانو د ناندره ییزو اخلاقو په تړاو کړې وې. په دې څېړنه کې د مرکه کېدونکو نومونه یا اوښتي او یا د هغو په غوښتنه نه دي ا خیستل شوي.
کارت دریافت شده هویت از جسد یک افغان ناشناس که هفته گذشته در حلب کشته شده بود، دارای شماره مسلسل، عکس و تصویری از زیارت سیده زینب نزدیک دمشق بوده که از طرف مقامات زیارت صادر شده،اما نام شخص در آن وجود ندارد.
د هرات په یوه ښاري مېنه( نارسمي ښارګي [شهرک]) کې دپسرلي خوندور مازیګر و چې د ۱۳۹۵ کال د وري پر درېیمهد ښار په لمنو کې ۲۱ کلن جواد ته د هغه نژدې ملګري موسی پر چینايي ځیرک ټیلیفون پيغام واستاوه. دا کیسه یې د دې څېړنې لیکوال ته کوله. له دودیز روغبړ وروسته، دواړه په جدي خبرو کېوتل:
موسی: ( د ایران له تهرانه د انټرنیټ پر لیکه): دعا راته کوئ، ځکه نور به له تاسې سره نه یم.
جواد (د افغانستان له هراته د انټرنیټ پر لیکه): هدف دې څه دی؟ چیرته به یې؟
موسی: هیچاته ونه وایې، زه سوریې ته روان یم.
جواد:ولې؟
موسی: بس هلته ځم.
جواد: نه پوهېږم څه ووایم، خو خوښه دې خپله…. زارۍ درته کوم، مه ځه.
موسی: فکر نه کوې که زه شهید شم، ښه خبره ده؟
جواد: تا خپل ښوونځي ته دوام ورکولی شوای او په کانکور کې دې ګډون کولای شو. که کانکور کې نه وای بریالی شوی، بیا به(سوریې) تللی وای. لږ تر لږه خو به دې دلته پوهنتون ته د شاملېدو یوه هڅه کړې وای. کېدی شوای دلته دې کار موندلی وای. ګڼ خلک دلته ژوند کوي. شهیدېدل ښه خبره ده. هرڅوک د شهادت مقام ته نه رسېږي. بې له شکه زه نه شم درته ویلای چې څه وکړه او له دې کاره دې هم نه شم راګرځولی.
موسی: جواده، دغه کار (د ښوونځي) ادامهشونې وه، خو زما ستونزه له بله ځایه ده چې نه یې شم درته ویلی.
جواد: څه ستونزه ده؟
موسی: هغه ستونزه مې په زړه کې ده.
جواد: د پلار له وجې ده؟
موسی: نه.
جواد: نو له زړه سره دې لاس ګرېوان یې؟
موسی: ځه څه یې کوې، اوس دې په مخه ښه.
جواد: ته باید هغه کار وکړې چې تا ته ښه ښکاري.
موسی: جواده، پوهېږي چې یوه ورځ ټول مرو. مرګ سوریې ته له تګ سره هیڅ تړاو نه لري.چې پوره یې راغله هر سړی مري.
جواد: نو ته پر خپله پرېکړه ټینګ یې؟
موسی: هو.
جواد: مور پلار دې خبر دي؟
موسی: نه
جواد: هیڅوک دې نه دي خبر کړي؟!ولې دې ابا او ادې نه خبرول؟ ورته ووایه، که نه دوی به ډېر زیات خواشیني وي.
موسی: سبا ځم. د روزنې له پاره یزد ته ( یزد په همدې نامه د ولایت مرکز دی چې د اصفهان سوېل ختیځ ته په ۲۷۰ کیلومترۍ کې راځي) درومو. په ایران کې به یوه میاشت روزنه وي او بیا به دوه میاشتې په سوریه کې جګړه کوو. یواځې دعا راته کوئ او دا به ستاسې هرڅه وي.
ددې دوو افغان ځوانانو ترمنځ دا خبرې ګڼې پټې کیسې را برسېره کوي. د پوهېدو له پاره يې پر منځ پانګه ځان پوهول اړین دي. د ساري په ډول، له دې بېلګې دا په ډاګه کېږي چې په ځوان افغان توکم کې د بهرنۍ نړۍ په اړه عامه پوهاوی په ډېرېدو دی، ښايي دا تړاو حقیقي یا مجازي وي خو په کور دننه او بهر ډېرېدونکی تړاوجوتوي. د لیکوال له خوا په تېرو دریو کلونو کې د موسی د زړه نا زړه والي په تعقیب کې ( په دې تړاو د مخکینۍ څېړنې له پاره دا ځای کیکاږئ) لیکوال ته دا ثابته شوه چې موسی د مالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ پرله پسېپر خپل موبایل او انټرنیټ له نورې نړۍ سره تړلی پاتې شوی دی. په ښارګي کې د موسی د کورنۍ او نورو ۸۰۰۰ یا ډېرو اوسېدونکو ټولنیز اقتصادي حالت په ټولیز ډول ټیټ دی. په هغه سیمه کې چې موسی د خپل ژوند ډېره برخه تېره کړې، ګڼ شمېر یې هزاره توکمي او سیدان دي- دوی اکثره د ساختماني کارونو مزدوران دي او ورځ معاش یې هم د یوه کارګر په څېر دی. د موسی پلار په سیمه کې کوچنۍ هټۍ لري.
خو له دې سره سره، موسی په دې توانېده چې یو چینايي ځیرک ټېلېفون وپېري او انټرنیټ پکې وکاروي. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ څېړنه چې په افغانستان کې یې د نويو رسنیو د پرمختګ په اړه کړې، دلته لوستلی شئ) ډېرئ دا ډول ځوانان پر خپلو والدینو فشار راوړی چې ځیرک ټیلیفونونه ورته رانیسي. د خپلو ملګرو په څېر موسی هم خپل ډېر وخت پر ټیلیفون، په افغانستان یا بهر کې خپلو ملګرو ته پر پیغاماستونې، یا دفیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو په کتلو تېروي؛ ویډیو ګانې ګوري، موسیقي اوري او په ټوله کې انټرنیټ ډېر کاروي. د همدې انټرنیټي اړېکو پرمټ، ډېرئ موسی وزمه وګړي د سوریې د جګړې غوندېله سیمه ییزو او نړیوالو پرمختیاوو خبریږي؛ او تر ټولو مهمه دا چې څرنګه ورڅَکېږي. خو د مالوماتۍ ټکنالوژۍ د کارېدو پر بڼه یې ښايي له لویه سره څوک نیوه که ونه کړي، ځکه د زده کړو معیار په ټولیز ډول ټیټ دی او په ټولنه (کور، ښوونځي او ارت چاپېریال) کې له اړینې پاملرنې پرته را لوی شوې دي. خو ځوانانو آن په داسې ټولنو کې چې د زده کړو معیار یې لوړ دی او پر هغوی د پام کچه اوچته هم ده، اورپکۍ ته مخه کړې ده. ځینې ځوانان د رسنیو له لارې هم اورپکۍ ته ورڅَکېدلي او د سوریې کړکیچ ته ورګډ شوي دي(۱) نو له مالوماتي ټکنالوژۍ پرته ډېر نور څه هم شته چې ځوانان اورپکۍ ته هڅوی. د موسی په بېلګه کې که څه هم دی اورپکی شوی نه و، خو په لویه کچه د ټکنالوژۍ کارونې له افغانستانه بهر د نورې نړۍ له پرمختګونو– او په دې ډله کې د سوریې جګړې ته د ورګډېدوله څرنګواليخبر ساتلیو.
په خپلو ټولنو کې د ځوانانو د ادغام ناکامي
له بهرنۍ نړۍ سره د موسی اړیکو بالاخره دی له افغانستانه بهر تلو ته اړ ایست. بهر ته د تللو سوچ په یوه شپه ورلوېدلی نه دی، بلکې موسیورو ورو په ښارګي کې له خپلې ټولنې – په ځانګړي ډول له ښوونځي او کورنۍ– لاره بېله کړه. د ژوند د بدلون دا بهیر په ښوونځي کې پیل شو. د ښارګوټي هغې سیمې چې موسی په کې اوسېده، یو دولتي او دوه شخصي ښوونځي درلودل. شخصي ښوونځیو په خپلو فیسونو د زده کوونکو پام ورماتاوه. موسی هم په دغسې یوه شخصي ښوونځي کې زده کړې کولې خو له ښوونځي ستړی شوی و. ده هغه مهال له یوه ښوونکي سره شخړه وکړه، چې په کورنۍ دنده کې پاتې راغی. ځکه موسی ډېر وخت له ملګرو سره تېراوه او د شپې تر ناوخته به له ملګرو او یا له ټیلیفون سره بوخت و. سره له دې چې پلار یې ننواتې وکړې خو ښوونځی پر خپله پرېکړه ودرېده او موسی یو کال له زده کړو شاته پاتې شو. په ۱۳۹۴ ښوونیز کال کې موسی له ښارګي بهر په هرات ښار کې دولتي ښوونځي ته ولاړ. په وروستي کال کې یې ښوونځی پرېښود. د موسی پلار چې څلور بچیان لري (دوه نجونې چې ۲۴ او ۲۰ کلنې دي، دوه زامن چې عمرونه یې۲۲ او پنځه دي) هڅه وکړه چې موسی د خپلې ځایي ټولنې ژوندانه ته ورګډ کړي، خو له دې هڅو هم څه راونه وتل. هغه دا کوښښ هم وکړچې موسی په خپل کوچني دوکان کې چې له لسو کلو یې چلوي، ورسره بوخت کړي. خو له دې ټولو سره سره موسی له خپل پلار سره مرستې ته چمتو نه شو، آن تر دې چې د ځانګړي دوکان د جوړېدو تابیا یې هم ورته ونیوله، خو بې ګټې وه. د موسی پلار، خپلوانو او د جواد په ګډون ځینو ملګرو یې هغه دې ته وهڅاوه چې د خپلې سیمې په روزنیزو مرکزونو کې لوست پیل کړي. دې مرکزونو کې دانګریزي ژبې، کمپیوټر او د نورو مضامینو کورسونه وو. موسی د څه وخت له پاره انګریزي کورس ته ولاړ خو ژر یې هغه ته هم شا کړه. د پلار وروستۍ هڅه یې دا وه چې په واده سره یې ټولنیز ژوندانه کې راښکېل کړي، خو دا هڅه هم ناکامه شوه. پلار د ګاونډي کور ته په هغې نجلۍ پسې مرکه ورغی چې موسی یې ستاینه کوله. خو ددې څېړنې لیکوال وروسته د ښځینه خپلوانو له لارې وموندله چې د نجلۍ موسی نه خوښېده. د نجلۍ دلیل چې په هرات کې یې طب لوسته داو چې موسی لوړې زده کړې نه لري. د دې ترڅنګ واده له دودیز پلوه پېچلی بهیر دی او ډېر لګښت پرې راځي، نو مور- پلار ته د زامنو ودونه کول هم ګران پرېوځي.
په اصل کې د هغو ځوانو افغانانو له پاره چې پلرونه یې له مالي پلوه پیاوړې نه دي، کډوالي (لکه ایران، اروپا او یا هم اسټرالیا ته) د ژوندانه له پاره د ګټې وټې تر ټولو غوره لار ده. (۲) د موسی په بېلګه کې، د هغه پلار پيسې وسپمولې اود اړتیا وړ پیسې یې بېلې کړې- خو هغې نجلۍ چې موسی پرې مین و، هغه رد کړ. ښايي یو دلیل همدا وي چې موسې د خپل ژوندانه له پاره بله لار غوره کړه. د موسی پلار پر دې ټوله کیسه د مېرمنې له خوا خبر شو. په افغان ټولنه کې د ځوانانو د ادغام ناکامېدنه باید په لویه کچه له تاریخي او کلتوري اړخه وڅېړل شي.
د ټولنې مخور، والدین، ښوونیز مشران، مذهبي څېرې او نور … دداسې نسل له ځلمیانو (او نجونو) سره مخامخ دي چې ډېرځله ورسره خپلې تاریخي، ټولنیزې او یا هم کلتوري تجربې نه شریکوي. د ښارګي ډېرئ اوسیدونکو د ژوندانه ډېره برخه د افغانستان په غرنیو سیمو، د ایران او پاکستان په ګډون په کډوالۍ کې پر داسې مهال تېره کړې چې د خپلو اولادونو پرتله یې خورا لږ موبایلونه او انټرنیټ کارولی دی. د موسی په څېر ځوانان هیله من دي چې اوس مهالی زه آزاده ټولنه ولري. د ژوندانه دا بڼه بیا د افغانستان له دویز چاپېریال سره چورلټ توپیر لري، ځکه خلک، په ځانګړي ډول والدین او د پخوانيو نسلونو کسان تر ډېره دا غوره ګڼي چې د خپلو نیکونو په شان چې د هرات ښار پر شاوخوا اوسېدل، ژوند وکړي.
د موسی په څېر ځوان نسل تر ډېره په هرات کې چې له سیاسي، تاریخي او اقتصادي پلوه مهم ښار بلل کېږي، ژوند کړی دی. هرات پر دې سربېره اوس په چټکۍ په کوردننه او بهر، په ځانګړي ډول له ایران او ترکمنستان سره اړېکې غځوي چې د موسی په ګډون ډېرو هېڅکله نه دي لیدلي. د موسی د والدینو په ګډون د ډېرو سیمه ییزو مخورو له پاره د نسلونو ترمنځ ددې واټن کمول ګرانه چاره ده.
د هغه د پلار په وینا: «ما هر څه وکړل چې دی دلته وساتم؛ خو ګټه یې ونه کړه. دلته په ښارګي کې ډېر خلک درسونه وايي. ما هغه وهڅاوه چې دښوونځي ترڅنګ انګریزي ژبه هم زده کړي. خو هغه به تل ویل چې که زده یې هم کړي، د لوست انډوله دنده به ونه مومي ځکه په دې هېواد کېبډې او واسطې ډېر دي. هغه ته مې ویل دوکان به درته پرانیزم، ښځه به درته وکړو او په ښارګي کې به یو کور هم درته جوړ کړم. خو هغه به کړل، که واده هم وکړي نو کورنۍ او ځان ته یې په افغانستان کې راتلونکې نه ویني. هغه بل ډول فکر درلود. زه هېڅ نه پوهېدم چې هغه پر له پسې په موبایل کې څه کول. زه په انګریزي نه پوهیږم او په انټرنېټ او دې شیانو مې سر هم نه خلاصېږي. موسی غوښتل ولاړ شي او ولاړ. هغه شپه چې دی له هراته تهران ته یوه میاشت وړاندې قاچاقبرانو بووه، موږ لنډې خبرې سره وکړي خو هغه ته مې قناعت ورنه شوای کړی، هغه ته مې دلته دپاتېدو له پاره د راتلونکې هیله ورنه شوای کړی. هغه زما او د خپلې مور له خوښې پرته ولاړ».
له افغانستانه وتل: د ایران له لارې جرمني ته د رسېدو ناکامه هڅه
مخکې له دې چې دی ولاړ شي، له لیکوال سره په خبرو کې روښانه شوې وه چې موسی په سر کې سوریې ته دتګ اراده نه لرله. د هغه سر تر جګړې ورسېده خو خپل ملګري جواد ته یې ویلي و چې (تصادفي هلته په تګ ورپېښ شوی) موسی د فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو له لارې په ښارګي کې له هغو کسانو سره تار ساته چې له ۲۰۱۳ کال ها خوا جرمني او اتریش ته رسېدلي وو. دی دغه راز له خپل کاکا سره هم پر له پسې په اړیکه کې و چې له خپلې کورنۍ سره په ۱۳۸۹کال کې د جرمني اوګوسبورګ ته قاچاقي ولاړ. د هرات ښار په کوڅو کې د (تګ، تګ) ګونګوسیو د موسی په څېر پر ځوانانو خورا ډېر اغیز وکړ چې له وړاندې یې د عصري ژوندانه خوبونه په سر کې ګرځېدل. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې هغه څېړنه په دې ځای کې وګورئ چې له افغانستان نه دپرله پسې تلونکو خو په دې وروستیو کې د لږو شویو کډوالو په اړه کښل شوې ده)
موسی لومړی پاکستان ته ولاړ او له هغه ځایه ایران او بیا ترکیې ته قاچاقي واوښت. په ترکیه کې یې داسې پلان جوړ کړ چې پر ایجه سمندرګي یونان ته ولاړ شي او بیا مخامخ په جرمني کې خپل کاکا ته ورشي. د ۲۰۱۵ کال د جون په منځ کې یوه شپه، موسی له خپل یوه بل تره او د ترور له مېړه سره یو ځای له ښارګي ووت او د پاکستان له لارې مخ په ایران وخوځېدل. د هغه ملګري تر ایرانه تلل او هلته یې ساختماني کارونه کول. د موسی تره په ایران کې له شپږ میاشتو تیرولو وروسته بېرته وطن ته راستون شو، مېرمن او بچیان یې یادېدل.
د هغه وروڼو ددې څېړنې لیکوال ته د هغو سختیو او کړاوونو کیسې وکړې چې ایران ته پر قاچاقي لار پرې تېرې شوې وې. د پام وړ خبره دا ده چې دوی نېکمرغه وو او هغو کسانو ونه نیول او یا یې ونه وژل چې دوی د داعش ډلې پلویان بلل. دغه کسان د پاکستان دبلوچستان ایالت کې د تفتان پر لاره فعال وو. داعش پر هغو شیعه مذهبو چې ایران ته ځي تور پورې کوي چې سوریه کې د اسد رژیم په پلوۍ جګړې ته درومي. دوی خپل وسله وال بیا په سوریه کې د اسد پرضد د هغه د مخالفانو د ملاتړ له پاره استوي. نو دوی هغه شیعه ګان وژني چې د پاکستان له لارې ایران ته ځي. (په سوریه کې د اسد دمخالفانو دملاتړ له پاره د سنیانو د همغږۍ په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه په دې ځای کې لوستی شئ)
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له دې وړاندې بله څېړنه کې دې ته کتنه کړې وه چې د سوریې کړکیچ څرنګه د افغان جګړه مارو له پارهپه یوه عجیب ځای بدل شوی؛ ځینې د اسد په پلوۍ او نور یې بیا دهغه پرمخالفت جګړه کې ښکېل دي. ( د نورو مالوماتو له پاره دا ځای کېکاږئ)
آن که موسی د داعش اړوندې وېډیوګانې په خپله فیسبوک پاڼه کې پرځیرک ټیلیفون کتلې وي، ښايي د داعش د همغاړي کوونکو او ملاتړو ګواښ یې ایران ته پر لاره احساس کړی وي. نژدې یوه اوونۍ کې موسی او د لارې ملګري یې خوندي تهران ته ورسېدل. دوی له قاچاقبرانو سره ژمنه کړې وه چې له رسېدو وروسته به هر یو ۳۰۰۰۰ افغانۍ چې ۴۶۰ ډالره کېږي، په ایران کې له ګټلو وروسته ورکوي. ډېرئ قاچاقبران په هرات کې د ایران کونسلګرۍ کې ویزې اخلي او بیا ایران ته هغو کسانو پسې د پيسو له پاره ورځي چې دوی قاچاقي هغه هېواد ته اړولې دي. یوه هراتي قاچاقبر د ۱۳۹۴ کال په نیمايی کې دا خبره لیکوال ته ومنله. موسی تهران ته څېرمهد ترکاڼۍ په یوه دوکان کې د شاګردۍ دنده ومونده. دی غواړي ژر له ایرانه اروپا ته روان شي خو پیسي یې نه بس کېږي. (۴) د ترکاڼۍ دوکان کې کار د موسی وس برکړ چې تر تهرانه ورسېږي. پلار یې ورته ټیلیفون وکړ، موسی خپل پلار او مور ته د ترکاڼۍ دوکان کې د ژوندانه د سختو شېبو شکایت وکړ. ده د کالي مینځلو، پخلي او جارو کولو په اړه هم شکایتونه کول چې یو وخت به یې مور او خویندو ورته کول. موسی پر خپلو والدینو فشار راووړ چې له ايرانه په وتو کې يې مرسته وکړي، ځکه اروپايي هېوادونو پر دې غور کاوه چې د کډوالو، په ځانګړي ډول افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پولې او قوانین سخت کړي. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته لوستلی شئ)
هغه په اروپا کې د پناه غوښتنې په تړاو له خپلو ملګرو او رسنیو مالومات راغونډول. هغه په ځانګړي ډول له خپل پلاره غوښتنه کوله چې ښارګي کې خپله مځکه وپلوري او ده ته پیسې برابرې کړي. خو پلار یې چې ده ته یې دتلو سلا نه وه ورکړې، موسی ټینګاوه چې خپله دې کار وکړي او که اروپا ته د تګ تکل لري، نو خپله دې پیسې برابرې کړي. (۵) په جرمني کې میشت کاکا یې مالي ملاتړ رد کړ، ځکه ورور یې (د موسی پلار) د هغه د تلو سلا نه وه ورکړې. بالاخره موسی په تهران کې پاتې شو.
د سوریې جګړې ته رسېدل
کله چې موسی وپوهېد اروپا، ایران او افغانستان ته پرې دروازې تړل شوې، نو په پای کې یې د سوريې جګړې ته ودانګل . ښايي هغه اروپاته تللی وای، خو کافي پيسي یې نه درلودې. خو که د ۲۰۱۶ کال په لومړيو کې دی اروپا ته رسیدلی هم وای، ښايي د پناه غوښتنه یې نه وای منل شوې ځکه اروپا خپلې ټولې دروازې د کډوالو پر مخ، په تېره بیا چې له افغانستانه ورځي، وتړلې. که ډېره طالع یې کړې وای ښایي تر ترکیې رسېدلی وای.
دویم دا چې هغه بېرته افغانستان ته دستنېدو هیله هم بایللې وه. ښايي یو مهم لامل هم همدا وي چې یې نهیلی کړ. وروستیو رپوټو کې دا هم په ډاګه شوي چې بېرته راغلو کډوالو ته په خپل هېواد کې یو ډول شرم درېدلی او په همدې دلیل یې بیا بیا کډوالۍ ته ملا تړلې ده. (۶) او درېيم دا چې ژوند ورته په ایران کې ګران پرېوتی و ځکه یې خپل نژدې ملګري جواد ته د ۱۳۹۴ کال د کب میاشتې په نیمايي کې دا ډول پیغام پرېښی و:
جواد: دتهران په څېراوسمهالیز پرمختللي ښار کې درته ژوند ښه ایسي؟
موسی: خپل وطن ګل وطن وي. زه د ترکاڼۍ په یوه دوکان کې ډېرې خولې تویوم. داسې راته ښکاري چې تنفسي ناروغيرالوېدلې ځکه په دوکان کې د لرګیو دوړې ډېرې وي. تر ټولو یې مهمه دا چې ویښتان مې توېیږي او لګیا دی پک کېږم.
په رسنیو او څېړنیزو مرکزونو کېداسې ګڼ رپوټونه شته چې په ایران کې میشت افغانان په زور د سوریې جګړې ته هڅول کېږي او یا په زور ور استول کېږي. (۷) که څه هم د سوریې په جګړه کې د ایراني دولت دریځ روښانه دی چې افغانان ورهڅوي ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې نوره څېړنه دلته وګورئ) خو داسې بشپړ انځور نه دی چمتو شوی چې د موسی په څېر ځوانان څه ډول دسوریې جګړې ته رسېدلې دي. کله چې ځوان قشر فکر کوي نورې ټولې دروازې یې پرمخ تړل شوي نو دوی خپل وروستی چانس د سوریې په شخړو کې ویني. دوی په دې ډول غواړي خپل ځانته ټولنیزه او یا هم روحي پېژندنه جوړه کړي او ځان جنګیالی وښيي. که وهم وژل شي، ځان ورته شهید ایسي. په دې ډول به له مرګ وروسته لمانځل کېږي او د یاد مراسم به یې جوړېږي. (له مرګ وروسته دغه ډول کسان د جنګیالیو په ډول لمانځل کېږي. د فاطمي جګړه مارو په اړه فیسبوک پاڼه دلته کتلای شئ)
موسی له خپل ملګري جواد سره په خبرو کې همدې مسالې ته اشاره کوله. د موسی په ډول ځوانانو ته دې چې د سوریې جګړې ته یې سر وتلی، د ناسمبالو، بې واکو او«اجیرو کسانو»په سترګه نه کتل کېږي چې د ایران او اسد رژیم په مرسته له ټولنې جدا شوي او ناوړه ګټه ترې اخیستل شوې ده. بلکې دوی د خپل برخلیک او په ژوندانه کې د حالاتو د بدلون استازي دي. د موسی له کورنۍ او ملګرو سره په نا رسمي او ژورو خبرو کې روښانه شوه چې سوریې ته دتګ پرېکړه په ټوله مانا دهغه خپله وه.
هغه غوښتل خپل ژوندانه کې پخپله بدلون راولي او دا لاره یې خپله نیولې وه. خو دا ددې مانا نه لري چې دا ځوانان ګنې د سوریې جګړې ته د ایران له هڅونو بچ دي. دوی ته د میاشتې له دوه نیمو تر درې نیم میلیونو تومنو معاش ورکول کېږي چې ۵۰۰۰۰ – ۷۰۰۰۰ افغانۍ یا ۷۶۹ – ۱۰۷۶ ډالر ترې جوړېږي. دوی او کورنۍ ته یې په ایران کې د اوسېدو قانوني پاڼه هم ورکول کېږي. د ایران پارلمان هم د هغو کسانو کورنیو ته چې د سوریې په جګړه کې د ایران په غوښتنه وژل شوي، ددغه هېواد دتابعت پر ورکړه بحث کړی دی. ( په دې اړه نور دلته لوستلی شئ) د موسی په څېر ځوانانو باندې د مذهب اغیز هم ډېر دی. په هرات کې د صادقیه په نامه د شیعه ګانو د لوی جومات او مذهبي مرکز له یوه مخور غړي سره د لیکوال د خبرو له مخې، آیت الله العظمی سید علي السیستاني چې د هرات او د افغانستان د لوېدیځ ډېرئ شیعه ګان یې لارویان دي، سوریې ته د شیعه زیارتونو د دفاع له پاره تګ کفایي واجب بللي دي. په حقیقت کې په سوریه کې د اسد رژیم له پاره جنګېدونکي افغانان د ایران له لوري او پخپله د افغانانو له خوا «د حرم او د ولایت د حریم د مدافعینو» په نامه اعلان شوي دي.ددغه حرم اشاره د حضرت محمد د لمسۍ سیدې زینب زیارت ته ده چې د دمشق په سويل کې پروت دی. د فقیه ولایت منظور د ایران تر ټولو اوچت واکمن، یا لوی مذهبي مشر آیت الله سید عالي خامنه دی- دلته مانا دا ده چې د هغه واک دایران له پولو هاخوا رسيږي. په ټوله کې د سوریې له جګړې سره یو ځای کېدل د پرېکړې یو پيچلی بهیر دی – سره له دې چې د ځوانانو خپله پرېکړه په کې ارزښتناکه ونډه لري خو ګڼ ساختاري لاملونه هم پکې ښکېل دي.
د موسی داستان د سوریې په جګړه کې دافغانانو د ښکېلتیا کچه هم جوتوي. د موسی ګڼو ملګرو په جګړه کې ( ځینې یې وژل شوي دي) برخه اخیستې او ځینې نور یې پر دې جدي فکر کوي چې څه ډول پکې ورګډ شي. تر ټولو مهمه دا ده چې دهغه پرېکړې یې پر ټولو ملګرو اغیز کړی دی. دوو یې رووف او محسن (په دې اړه د لیکوال پخوانۍ څيړنه دلته لوستلی شئ) چې ایران ته پر قاچاقي لارو تللي- د سوریې جګړو ته د ښکېلېدو هڅه کړې، خو کورنیو یې، په ځانګړي ډول وروڼو او خویندو یې تر اوسه راتم کړي دي. ددې څېړنې لیکوال د موسی ۱۲ نژدې ملګري او یا خپلوان موندلي چې د سوریې په جګړه کې يا وژل شوي او یاپه کې جنګېدلي دي. د موسی ملګری حیدر د سوریې په جګړه کې ووژل شو، د جنازې مراسمو ته یې په ایران کې ګڼ خلک ورټول شوي وو. دی په هغه ځای کې خاورو ته وسپارل شو چې په ایران کې د شهیدانو په نامه خلکو ته ځانګړی شوی دی. د هغه پلار اصغر او کورنۍ ته یې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد هم ورکړ شوې دي. بالاخره دوی له شهرکه (ښارګي نه) ایران تهچې اوس یې نمانځنه په کې کېږي، ورسېدل.
دې کار د هغه دکورنۍ له اقتصادي پیاوړتیا سره ډېره مرسته وکړه. د حیدر پلار اصغر څو ځلې په سوریه کې د جګړې له پاره له خپلې کورنۍ جدا شو خو جګړې ته د وروستي ځل تلو مخه یې مېرمنې ونیوله ځکه له وړاندې یې زوی په جګړه کې قرباني شوي و. پر هغه له همدې وجې له ذهني پلوه سخت فشار و. هغه اوس په ایران کې اوسېږي. د موسی بل ملګری غلام اوس په سوریه کې په جګړه بوخت دی او همدې هم د موسی پر پرېکړې چې جګړې ته مخه کړي، ډېر اغیز کړی و. هغه له همدې لارې اوس د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره ډېره مرسته کوي.
د موسی بل ملګری زمان د سوریې په جګړه کې وژل شوی دی. د هغه د جنازې مراسمو ته په ایران کې ګڼ خلک ټول شوي وو او د هدیرې په هغه برخه کې خاورو ته وسپارل شو چې ددوی په باور شهیدانو ته ځانګړې ده. له دې وروسته، دهغه کورنۍ هم له ښارګي نه ایران ته وکوچېده ځکه حکومت ورته هلته د اوسېدو قانوني اجازه ورکړې وه. دوی اوس هم په ښارګي او هم ایران کې د کورنۍ له خوا ډېر ستایل کېږي. دهغه دوو ماما ګانو چې د رپوټونو له مخې د فاطمي ( په دې اړه نور مالومات په دې څېړنه کې لوستی شئ) ډلې مهم غړي او قوماندانان بلل کېږي، په افغانستان کېشیعه مذهبي هغه لور ته ورسمبال کړې دي. په دوی کې یو یې له افغان پوځ نه را ایستل شوی او اوس غواړي بېرته ایران ته ولاړ شي. دوی له وړاندې د ایران د انقلابي اسلامي ګارد غړي وو. دوی دواړو مخکې د ایران او عراق جګړه کې هم برخه اخیستې وه.
د مور له لوري دموسی درې نور خپلوان (چې د موسی د مور له خویندو سره یې ودونه کړي)، دمګړۍ په سوریه کې په جګړه بوخت دي. د موسی دمشرې خور د مېړه دوه وروڼه چې مذهب پالي خلک دي، د آیت الله السیستاني فتوا منلې او په سوریه کې د شیعه زیارتونو د ساتنې په موخه جګړه کوي. په هرات کې یې د ورور وینا ده چې دویغواړي له داعش سره په جګړه کې ووژل شي. د موسی د مشرې خور مېړه یې هم په سوریه کې جګړې ته پر ورګډېدو غور کوي. د موسی د یوه بل لرې خپلوان ورور چې مذهبي سړی بلل کېږي، هم په دې باور دی چې په سوریه کې د شیعه زیارتونو د ساتنې له پاره وجنګېږي.
د موسی یوه بل لرې خپلوان چې په سوریه کې جنګېږي، د اورېدو له مخې یې د یوه ډېر مشهور ایراني قوماندان ژوند هم ژغورلی دی. د رپوټونو له مخې د ایران د ستر مذهبي مشر علي خامنه یی په ګډون ډېرو سیاسي او مذهبي مشرانو دهغه ستاینه کړې.( په دې ځای کې هغه رپوټ وګورئ چې په سوریه کې د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره خامنه یی کتنه لري) د موسی یو بل لرې خپلوان چې مخامخ د سوریې په جګړه کې وژل شوی او دهغه همزولی هم و، د ښوونځي زده کونکی او د یوې بې وزله کورنۍ غړی و. د هغه د جنازې مراسمو ته هم په ایران کې ډېر خلک ټول شوي وو او په هغه ځای کې خاورو ته وسپارل شو چې د شهیدانو له پاره ځانګړی شوی دی. د هغه کورنۍ اوس ستایل کېږي او په دې ډول یې د کورنۍ له ټولنیز اقتصادي اړخ سره ډېره مرسته کړې. یو بل خپلوان یې چې په سوریه کې جنګیدلی او اوس په هرات کې اوسېږي، د بیرته تګ تابیا نیسي.
د سوریې نکلونه
د سوریې په کړکېچ کې د ځوانانو ډېرېدونکي ګډون تهپه پام سره، په ښارګي او ښايي د افغانستان په نورو سیمو کې د جهاد، ناموس، وطن او شهادت په څېر مفاهمو په اړه بېلابیلې سختې انګیرنې راپورته شوې دي. په دې تړاو اندېښنې په ځانګړي ډول هغه وخت لا ډېرېږيچې کله ملګري او یا کورنۍ سره ټولې شي او د سوريې نکلونه کوي. ښايي دا کیسې له هغه چا اورېدل شوي چې همدا اوس مخامخ په خپله په جګړه کې برخه لري او یا هم له جګړې کور ته راستون شوی وي. د موسی د پلار ملګري چې د سوریې په جګړه کې د ګډېدو کلک سوچونه کوي، ددې څېړنې لیکوال ته د ۱۳۹۶ کال د غویي پر۲۹ وویل:
«کله چې رووف ایران ته له شهرکه قاچاقاقي روان شو، موږ یې هیڅ خبر نه کړو. موږ څو ورځې نه پوهېدو، چې دی چیرته دی، خو وروسته یې له تهرانه ټیلیفون وکړ. هله یې نو ایله د مور او زما زړه ولګېد، ځکه هغه غوښتل چې په ایران کې له خپل ورور سره واوسي. هلته له اوسېدو لږه موده وروسته هغه وویل چې غواړي سوریې ته د جهاد له پاره ولاړ شي او هلته زموږ مذهب او ناموس وساتي. آن که مړ هم شي، ویل یې شهید به وي. زه دهغه له دې کار سره سخت مخالف وم، په غوسه شوم او ټیلیفون مې پرې بند کړ. ما ورته ویل چې جهاد د خپل وطن له پاره کېږي. ما هغه ته کړل چې ته په خپل وطن کې دخپل ناموس او وطن له پاره ځان شهید کړه. افغانستان په خپله په جنګ کې دی. زه د هغه څه ډېر کلک مخالف یم چې ځینې ایراني مذهبي مشران او زما د زوی په څېر ځینې افغان ځوانان یې وايي. د هغه مور وايي که یې زوی د سوریې جګړې ته ولاړ، خپلې شېدې یې نه دي وربښلي. هغې ویل که یې زوی یې د سوریې جنګ ته ولاړ، بې آبي به جوړه کړي او د شهرک په ټولو کوڅو کې به یبلې پښې او لوڅ مخ وځغلي(۸) تر اوسه مو هغه له هغه ځایه لرې ساتلی دی.»
د سوریې نکلونه په هغه هېواد کې د جګړې خورا بوږنونکی انځور وړاندې کوي. د سوریې په جګړه کې دهغو افغانانو په اړه هم کیسې شته چې داعشیانو نیولې او سرونه یې ترې غوڅ کړې دي. د موسی د یوه خپلوان ورور په سوریه کې د خپلو جګړه ییزو تجربو په اړه د یوې کورنۍ ناستې پرمهال- دبېلګې په ډول ویل چې یو ځل د جګړې په یوه سیمه کې کلابند شول، ځینې یې په تېښته بریالي شول، خو څوک چې د داعشیانو لاسته ورغلل ټول یې له خپلو چړو تېر کړل. خو دده ورور هم د هغو کسانو په ډله کې وو چې وتښتېدل. څو اوونۍ وروسته له هغو افغانانو څخه د یوه جنازه چې داعشیانو ترې سرونه پرې کړې وو، د ایرن مشهد ته د خښولو له پاره یوړل شوه. دغه سیمه د رضوي خراسان ولایت مرکز دی چې له هرات سره پوله لري.
په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو ګڼ خپلوان وايي ډېر مړي ( چې سرونه یې پرې شوي) بېرته نه دي راوړل شوي او مړي یې له خښېدو پرته وراسته شوې دي. ډېرې داسې کیسې هم شته چې سوریې ته تللي افغان ځوانان هلته د جګړې له لېدو وروسته ډېر پښېمانه وو. په ځینو بېلګو کې داسې هم شوي چې بعضو یې په لوی لاس ځانونه ټپیان او یا هم معیوب کړي چې نور هلته په سختو شرایطو کې د جنګېدو وس ونه لري او بېرته یې ایران ته ورستانه کړي. دوی له داسې کولو وروسته یا بېرته افغانستان ستنېږي او یا د اروپا لار نیسي.
ددې ترڅنګ، ډېرې داسې بېلګې هم شته چې د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغانانو د جنازې مراسمو ته دایران په بېلا بېلو ښارونو کې ګڼ شمېر افغانان او ایرانیان ورټول شوي دي. له شک پرته دا د ایراني حکومت د هغې سیاسي اجنډا يوه برخه ده چې په سوریه کې د اسد رژيم له پاره بشري ځواک پایېدونکی او پياوړی وساتي. دوی دایران په هغو ځانګړو ځایونو کې خاورو ته سپارل کېږي چې دشهیدانو له پارهځانګړي شوي دي ( د بېلګې په ډول په دې ځای کې د هغو نهو افغانانو په اړه مالومات لوستلی شئ چې د سوریې د حلب ښار په مهمه جنوبي سیمه خان تومن کې وژل شوې او د ایران په مشهد او یزد کې خاورو ته سپارل شوې دي) د دې تر څنګ د ځوانانو په اړه ځینې مثبت نکلونه هم شته. سره له دې چې دوی دخپلې ټولنې په ډېرو اړخونو کې بریالي نه وو، ( یا به یې خپل ځانونه ناکام لیدل) او پر خپل ژوندانه کلک بې باوره وو، خو بیا یې هم ځانونه په ډېره لږه موده کې د شیعه زیارتونو او مذهب د ساتنې اتلان بلل. له مرګ وروسته دوی ته د شهیدانو او د جګړې د اتلانو په سترګه کتل کېږي.
ځینې یې بیا د خپلې کورنۍ له پاره د یوې مړۍ ډوډۍ د موندنې اصلي سرچینه شول. ځینو بیا په ایران کې دخپل ځان او کورنۍ له پاره د قانوني اوسېدو اجازه لیک هم تر لاسه کړ. په ټوله کې دوی د ژوند تجربه ترګوتو کړه او په خپله ټولنه او کورنۍ کې یې د درناوی کچه هم لوړه شوه. په اصل کې دا هغه برخې دي چې د سوریې په کړکیچ کې د جنګېدونکو افغانانو په تړاو د پخوانیو څیړنیزو مرکزونو او د رسنیو په رپوټونو کې ورته پام نه دی شوی. ترڅنګ یې، خپله په سوریه کې د افغانانو خپل منځي کیسي او له سوریانو سره یې نکلونه هم پردې برخې ور زیاتېدلای شي. وروستی ټکی دا چې، د سوریې په جګړه کې د افغانانو ترمنځ ځینې داسې کسان هم شته چې هلته په سوريايي مېرمنو مین شوي او یا د هغه ځای ښځې پرې مینې شوې دي. که چېرې د سوریې ناخوالې یوې خواته شي، ښايي دغه ځوانان هلته د کورنۍ او واده له پاره هم پاتې شي، خو په دې شرط چې دوی له دې کرغېړنې جګړې ژوندي ووځي. ځکه جګړې هلته روان عادي ژوند د وینو په سېلاب اړولی دی.
موسی په سوریه کې، کورنۍ یې په شهرک کې؛ موږ ته یې نکل څه را زده کوي؟
موسی د ۲۰۱۶ کال د می پر ۴ شپه له یزد نه د سوریې په لور وکوچېد. هغه بالاخره مور-پلار خبر کړل چې د سوریې جنګ ته روان دی. هغه په دې قهریدلی و چې کورنۍ یې جرمني ته د تګ له پاره مالي ملاتړ نه کوي، له همدې وجې یې له خپل یواځیني نژدې ملګري جواد پرته له نورې ټولې کورنۍ، ملګرو او دوستانو سره هم ټیلیفوني او هم انټرنیټي اړيکي پرې کړل. په همدغه شپه یې له مور پلار، دوو خویندو، د مشرې خور له مېړه او کوچني ورور سره خبرې وکړې. هغه له خپلو والدینو د دوعا او بښنې غوښتنه وکړه، ځکه ښايي د سوریې د جګړې له ډګره بېرته را ونه ګرځي.
بالاخره یې مور پلار ته له بښنې پرته بله لار پاتې نه شوه. مور یې ویل تر دې وروسته یې بیا ګڼې شپې سترګې نه ورتلې او د پلار یې بیا فشار لوړ شوی دی. له کورنۍ سره په وروستیو خبرو کې هغه بیا بیا په ټینګار ویل په سوریه کې یې ماما چې د فاطمي ډلې مهم قوماندان دی، همکاري کوي او دی به د جګړې لومړۍ کرښې ته نه استوي، بلکې دده دنده به جګړه ییزه نه وي او د دمشق په یوه روغتون کې به ناروغانو او ټپیانو ته لومړنۍ اسانتیاوې برابروي. دا مالومه نه وه چې د موسی ماما دا کار کولی شوای او که نه خو د می له څلورمې راهیسې یې هېڅ پته نه لګېده. د موسی له داستانه دا روښانه شوه چې افغانې کورنۍ او حکومت باید له هغه نوي نسل سره څه ډول چلند وکړي چې په ډېرېدونکي ډول له بهرنۍ نړۍ سره اړېکې ساتي او بهر ته د سفرونو امکان هم لري.
د موسی په بېلګه کې د هغه خپله ټولنه په دې کې پاتې راغله چې په خپل سیمه ییز ژوند کې یې مدغم کړي. د دې لامل دا نه و چې هڅه ونه شوه، بلکې څوک په دې بریالي نه شول چې له خپلې لارې یې را وګرځوي. په ځانګړي ډول د موسی مور او پلار د مسوولیت په بڼه د هغه د راګرځولو له پاره ټولې لارې چارې ولټولې خو له داسې سختو حالاتو سره مخامخ شول چې کابو کول یې ډېر ګران و. ټولنې یا کورنۍ باید د خپلو ځوانانو اړتیاوو ته غوږ ونیسي او هغسې پانګونه وکړي چې دوی یې غواړي. آن کوچني شیان لوی بدلونونه راوستلای شي. د موسی او د هغه د ملګرود خوښې وړ یو څیز د فوټبال لوبه وه. همدا او نورې بوختیاوې (ښايي بیه به یې لوړه وي) کولای شي په خپله ټولنه کې د ځوانانو ادغام ته لاره پرانیزي.آن کوچني ټورنمنټونه هم په دې برخه کې پراخ اغیز لرلای شي. ( په دې اړه د لیکوال پخوانۍ شننه دلته لوستلی شئ چې په افغانستان کې د فوټبال لیګ په اړه یې لیکلې ده)
په شهرک کې یوه ځوان ویل خپل ډېر وخت لوبو ته د ځوانانو په هڅولو تېروي. ځکه د ده په باور، لوبې ځوانان ستړي کوي او بیا د دې وخت او وس نه وي ورپاتېچې پر انټرنیټ او موبایل ګوتې کېکاږي. د موسی او هغه په څېر نور ځوانان پهدې ډول شرایطو کې ددې تږي وي چې څه ډول په ټولنیزو رسنیو کې ځان ته نوم او شخصیت جوړ کړي. دوی هیلې او راتلونکې غواړي. که دا څیزونه په خپل نژدې ګاونډ او چاپېریال کې ونه مومي، آن تر شونې کچې ناوړه شرایطو کې به یې هم ددې له پاره چې نوم وګټي، د سوریې په څېر ځایونو ته د تلو تلوسه پرځای پاته وي.
سید رضا کاظمي د جرمني په هېډلبرګ پوهنتون کې (۲۰۱۳-۲۰۱۶) د دوکتورا زده کړې کوي. ښاغلی کاظمي خپل تیزیس د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د قومې ویشنېراتلونکې او تېر ته ځانګړی کړی. هغه مخکې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه کې دڅېړونکي دنده درلوده.
(۱) جیتې کلوسینې، د جهاد خپرول: په سوریه او عراق کې د بهرنیو جګړه مارو د ټولنیزو رسنیو شبکه، (د شخړو او ترهګرۍ څېړنه) ۲۰۱۵
(۲) ډېرو ځوانو افغانانو ته کډوالي د غوره ژوندانه او د واده له پاره د پيسو موندنې ښه لاره ښکاري. السندرو مونسټې په دې اړه شننه کړې.
(۳) اوتر فرنک، ( د لرغوني هرات بیا کتنه: لوی خراسان: تاریخ، جغرافیه، لرغونپوهنه او کلتور. / بوستڼ ، هربرټ. ۱۳۹۴.
(۴) د ۱۳۹۴ کال کې په وروستیو کې د هرات په خراسان مارکېټ کې چې د پيسو د تبادلې ځای دی، یوه صراف ویل چې دجرمني په څېر اروپايي هېوادونو ته درسېدو له پاره لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ ډالره لګښت راځي. دا پیسې په هرات کې هغه قاچاقبر ته ورکول کېدې چې کسان یې اروپا ته استول.
(۵) د کډوالو په تړاو څېړنو په ډاګه کړې هغه کسان چې د کورنۍ په رضا اروپاته سفر پیل کړي، پر لاره د هغو پرتله بریالي وي چې په وطن کې یېکورنۍ سلا نه وي ورکړې.
(۶) لیزا شچسټر او نسیم مجیدي : وطن ته ستنول او بیا کډوالۍ ته مخه کول، د کډوالو د اخلاقو مطالعه، ۱۳۹۴، ۶۳۳-۵۲
(۷) ارې هسټېن او جېمس وېسټ: په سوریه کې نور بهرني جګړه ماران: ایراني افغانان او پاکستاني اجیران. ۱۳۹۵. د بشري حقونو کمیسیون: ایران د سوریې جګړې ته افغانان استوي، ۱۳۹۵.
ژباړه: معروف
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹