Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

تر غرونو لاندې: په شینډنډ کې د طالبانو پسرلني دفاعي عملیات

فابرېزیو فوسکیني 19 دقیقې

د ۱۳۹۴ د کب په میاشت کې د هرات شینډنډ ولسوالي د سختو جګړو شاهده وه. د طالبانو د دوو سیالو ډلو په نښتو پسې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو لړۍ هم په دغه ولسوالۍ کې پیل شوه. سره له دې چې د پاکستان له کوټې نه پرله پسې هڅه وشوه خو بیا هم د طالبانو د ملا منصور یوه سیمه ییزه ډله بېله شوه او د ملا رسول ګروپ یې جوړ کړ. دې ډلې په دې نژدې وختونو کې له حکومت سره ډېرې جګړې نه دې کړي. دې نوي بدلون په شینډڼد کې- چې له اوږدې مودې راهیسې په کې اخ ډب روان دی، د طالبانو لپاره د زېرکوه په مهمه سیمه کې د پرمختګ لار پرانیسته. زېرکوه يوه پراخه سیمه ده چې ګڼ شمېر بې ځایه شوي خلک پکې مېشت دي. په دې سیمه کې له ولسي خلکو سره د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې فبرزیو فوسرکینی په خپله شننه کې د دې کړکیچ پیچلتوب او مخینې ته چې میراث یې په دغه سیمه کې د بېلابېلو لوبغاړو پر فعالیتونو اغېر پرې ایستی شي، کتنه کړې ده.

د هرات په شینډنډ کې د جګړو وروستیو څپو یو ځل بیا دغې ولسوالۍ ته د خلکو پام ور واړاوه.[ په دې اړ د افغانستان د تحلیلګرانو  شبکې پخوانی رپوټ دلته لوستی شئ. د ۱۳۹۴ کال د کب له ۱۷ تر ۱۹، د طالبانو د دوو سیالو ډلو ترمنځ نښتو په دغه ولسوالۍ کې پراخه مرګ ژوبله واړوله.

د دې نښتو په پایله کې د شینډنډ له زېرکوه سیمې نه د ملا رسول پلویان چې مشري یې ملا ننګیالي کوله، له خپلو کورونووتلو ته اړ شول. د افغان ملي امنیتي ځواکونو پرله پسې پوځي عملیاتو او په سیمه کې دننګیالي د وسله والو محدود پرمختګ هم ونه شوای کړی چې د ملا منصورډلې د طالبانو بریاوې چې مشري یې صمد کوله، راتم کړي.

دغه جګړه یواځې له دې اړخه مهمه نه وه چې مرګ ژوبله یې له ځانه سره لرله، بلکې د مهموالي بل دلیل یې دا هم بلل کېده چې په ختیځه سرحدي سیمه کې د قدرت په توازن کې د بدلون له امله د پاکستان له کوټې نه طالب جګړه مارو په دغه جګړه کې برخه لرله. د هرات شینډنډ چې د فراه له نا کرارو سیمو سره پوله لري، له ډېرې اوږدې مودې په څپ څپانده ولسوالیو کې شمېرل کېږي او دولت یې پر کمو برخو واکمني لري. په دغه ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه په سیمه ییزه کچه د سیاسي مشرانو ترمنځ سیاسي سیالۍ بلل شوي، او دې کار بهرنیو کړیو ته دا فرصت چمتو کړي چې له سرحدي سیمو نه خپلو وسله والو ته په دغه ساحه کې د ور ننوتو چانس برابر کړي او هلته ځای پر ځای شي.

د شینډنډ د جګړو مخینه

د ۱۳۸۰ کال په لړم کې د طالبانو د رژیم له ماتې سره د شینډنډ خلک په یوه حیرانونکي حالت کې وو. سره له دې چې دا په هرات کې یواځینۍ ولسوالي ده چې ډېرئ وګړي یې پښتانه دي، خو دوی د افغانستان د اسلامي امارت (طالب رژیم) ملاتړ بس کړ. په ۱۳۷۴ کال کې د هرات د نیولو سیالۍ، هلته پاتېدو او د بیرته ستنېدو لپاره یې دلایل شته. کله چې له هرات ښاره د طالبانو وتل په ډاګه شول، په شینډنډ کې زورواکي په دې موخه سره راټول شول چې د دوی سیمې ته له شماله د اسماعیل خان د ځواکونو د ورتګ مخه ونیسي.

یواځې هغه څو محدود کسان چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې مهمې څوکۍ درلودې، له سیمې وتښتېدل. پاتې نورو یې ځانونه په یوه سیمه ییزه شورا کې تنظیم کړل او دا اټکل کېده چې له طالب پلوو څخه به غچ اخیستل کېږي. څو ورځې وروسته له هغه چې د ۱۳۸۰ کال د لړم پر۲۱ اسماعیل خان هرات ونیو، نوموړي پر شینډنډ برید وکړ. هغه وسله وال چې په یوه سیمه ییزه شورا کې منظم شوي وو، ژر يې ځانونه زېرکوه سیمې ته و اېستل. دا سیمه د ولسوالۍ د مرکز جنوب ته پرته ده چې د شینډنډ د نفوس لویه برخه جوړوي او په خورو ورو کلیو کې مېشت دي.  زېرکوه سیمه له روسانو سره د جهاد له وختهد سیمه ییزو سیاستوالو لپاره مهم ځای و. هغه مهال چې کمونیست پلوي حکومت د شینډنډ مرکز په واک کې درلود، دا سیمه د مجاهدینو او د کمونیستي رژیم ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه وه – ځکه د هغه مهال حکومت دشینډنډ مهمه ستراتيژیکه پانګه په لاس درلوده. دا پانګه هغه هوايي ډګر دی چې  په ۱۹۶۰ لسیزه کې شوروي اتحاد جوړ کړی دی.

د ۱۳۷۲ او ۱۳۷۵ کلونو ترمنځ په زېرکوه سیمه کې د اسماعیل خان دبریدونو سره لا مخکې مقاومت شویو. دا هغه وخت و چېد هرات د امیر (اسماعیل خان) او د شینډنډ  پښتنو مجاهدینو چې له حزب اسلامي سره یې تړاو درلود، اړیکي ترینګلې وو- او دا اړیکي آن تر دې کچېویجاړ وو چې حزب پلوو د هرات ښار په نیولو کې دطالبانو هرکلی او مرسته وکړه. (۱ )

د طالبانو د پرځېدو پرمهال، د زېرکوه سیمې پوځي قوماندان امان الله و. دی دفرماکان کلي پیاوړې څېره وه. د ۱۳۸۰ او ۱۳۸۳ کلونو ترمنځ د دوو کلونو لپاره د زېرکوه خلک د دې سیمې د نیولو لپاره د اسماعیل خان د هڅو مخالف وو، او دارنګه یې د هغې سیمې د نیولو مخه هم ډب کوله چې ولایتي مرکز سره یې د دوی اړیکي پرې کول، ځکه دوی مجبورېدل چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره فراه ته ولاړ شي. د دې تر څنګه قومي بېلوالي هم دې ته لار پرانیسته چې د کندهار د هغه مهال د والي ګلاغا شیرزي په څېر سیاستوال له دغه ډول حرکت سره مرسته وکړي.

له شک پرته په دوی کې ډېر پخواني طالبان وو او امان الله خپله هم په تېر کې د طالبانو له تحریک سره مرسته کړې وه. خو له دې ټولو سره سره دوی وتوانیدل چې د ناټو ځواکونو له بریدونو ځانونه بچ کړي، دوی ټينګار کاوه چې د نوي حکومت منلو ته راضي دي او له ولسمشر حامد کرزي سره یې اړیکي هم ټېنګول. د دې کار په بدل کې، هغه مهال چې د ۱۳۹۳ کال په وری کې د امریکا په ملاتړ د کابل حکومت د هرات له ولایت نه د اسماعیل خان دلرې کېدو خبره راپورته کړه، امان الله او د هغه ملاتړو په دې برخه کې مهم رول ولوباوه. هغه د جنوب له خوا پر هرات بریدونه وکړل او آن د هرات تر هوايي ډګره مخ ته لاړل.

که څه هم امان الله ته کومه ځانګړې حکومتي څوکۍ ورنه کړ شوه، خو ده په شينډنډ کې لوی اغیزمن ځای پیدا کړ. هغه د ولسوالانو په ټاکلو کې لاس درلود او د افغانستان د حکومت ترڅنګ یې د حکومت بهرنیو ملاتړو سره هم ښه اړېکي لرل، دا رنګه یې له طالبانو سره – چې هغه مهال یې بیا منظم ېدلپیل کړي وو، هم رابطې لرلې. نوموړی په ۱۳۸۵ کال کې په یوه خونړۍ سیمه ییزه بدۍ کې ووژل شو. سیاسي سیالیو او نورو بېلا بېلو لوبغاړو ته په پام سره، په معاصر افغانستان کې د سیاسي وژنو تر شا ډېر دلایل پراته وي. د امان الله د وژنې په قضیه کې  په غالب ګومان د ځمکې پر سر د راپورته شوې لانجې غچ، یو دلیل بلل کېږي. څه موده وړاندې په همدغه لانجه کې د امان الله ملاتړو دهغه یو پخوانی ملګری ارباب بشیر وژلی و. وروسته مالومه شوه چې وژل شوی کس د بارکزیو د قوم دی. بارکزي په زېرکوه سیمه کې چې د نورزیو تر اغیز لاندې ده، لږه کي دي خو په ملي کچه یې د سیاسي مشرتابه له خوا په دې سیمه کې ملاتړ ډېر دی.

په پای کې دا هم ویلای شو چې د امان الله د اوږدې مودې دښمن اسماعیل خان، چې د هغه په لټه کې و هم پر خپل ځای و. که څه هم اسماعیل خان وروسته په کابل کې د کابینې وزیر شو خو هیڅکله یې په خپله سیمه او ولایت کې له سیاست سره اړيکي پرې نه کړل. د سیمه ییزو ادارو په ګومارنو کې، په ملي او یا هم ولایتي کچه د سیاستوالو ښکېلتیا دې ته لار پرانیسته چې د شینډنډ  ولسوالۍ د مشرتابه څوکۍ ورو ورو د امان الله د غلیمانو لاس ته ولوېږي. هغه مهال چې د ۱۳۸۶ کال په وری کې د امریکا په هوايي برید کې د هغه دوه وروڼه له یو شمېر نورو ولسي وګړو سره ووژل شول،,

له طالبانو سره د دغې کورنۍ پخواني اړیکي بېرته را ژوندي شول. د امان الله زامنو راز محمد او اکا جاوید، خپل نژدې خپلوان د پاکستان کوټې ښار ته بوتلل او هلته په رسمي ډول له طالبانو سره یوځای شول.

له هغه وروسته په راتلونکو میاشتو کې شینډنډ د نورو هوايي بریدونو نښه وه چې خورا ډېره مرګ ژوبله یې له ځانه سره لرله. په زېرکوه کې چې ډیرئ دودیز مخور یې د حکومت له خوا خوابدي شوي وو، د وخت په تېرېدو ډېره تندلاري وغوړېده او د وسله والو په یوه پیاوړي مرکز بدل شو. سره له دې چې د امان الله زوی ډېری وخت په پاکستان کې مېشت وي خو په تېرو څو کلونو کې نوموړی په دغه ولسوالۍ کې دطالبانو په مشهور قوماندان اوښتی دی. د امان الله پخواني فرعي قوماندانان هم له طالبانو سره یو ځای شوي دي، چې ښايي دلیل به یې ايډیولوژیکي او یا فرصت موندنه وي. سره له دې چې په دغه سیمه کې د امریکايي ځواکونو مرکزونه هم شته، خو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه ددغې درې په بشپړ ولکه کولو کې پاتې راغلې دي.

له ۱۳۸۸ کال راهیسې افغان حکومت پر هغو ملیشو تکیه پیل کړه چې په سیمه ییزو وسله والو ډلو کې ځای پر ځای شوي وو. دغه ملیشې لومړی د سیمه ییزو دفاعي ځواکونو او وروسته د سیمه ییزو پولیسو په چوکاټ کې ګډې شوې. د شینډنډ سیمه ییزو پولیسو چې شمېر یې ۳۲۵ تنو ته رسیږي، د هېواد له لومړینو محلي پولیسو څخه بلل کېږي.  دوی تر ډېره د زېرکوه سیمې ته ځانګړي شوي وو.

د سیمه ییزو پولیسو جوړېدو دې ته لاره پرانیسته چې د ډېرو فرصت طلبو وسله والو حکومتي ضد کړنې را کمې کړي. په اصل کې ډېرئ ملیشه يي کسان چې په رسمي بڼه له امان الله خان او ننګیالي سره تړلي وو او کله ناکله به یې له طالبانو سره هم اړیکي ساتل، په سیمه ییزو پولیسو کې وګومارل شول.

د ننګیالي د تْرهّ یو زوی چې حاجي امیر محمد نومېده او د حزب اسلامي پخوانی قوماندان او د امریکايي ځانګړو ځواکونو همکار هم و، د سیمه ییزو پولیسو افسر شو. ځینو قومي مشرانو او سیمه ییزو چارواکو شکایتونه وکړل چې د محلي پولیسود ګومارنې پروسه، مشخصو پیاوړو کسانو او په زېرکوهکې د مېشتو بهرنیو ځواکونو لاسوهنو اغیزمنه کړې ده. تر ټولو ډېر شکایت لعل محمد عمرزي کاوه چې وروسته د شینډنډ ولسوال و ګومارل شو. دی له ډېر پخوا راهیسې د امان الله د کورنۍ سیال پاتې شوی دی. لعل محمد ته چې د نورزیو د قبیلې د فرعي قوم قولزيو سره تړلی، د زېرکوه په سیمه ییزو پولیسو کې غوښنه برخه ورکړ شوه.

په شینډنډ کې د سیمه ییزو پولیسو جوړېدو ددغې ولسوالۍ په امنیتي ځواکونو کې چاود واچاوه. دې چاود ځینې وخت د ملي او سیمه ییزو پولیسو د ټیټ پوړو چارواکو ترمنځ شخړې هم راپورته کړې. دې وضعې په سیمه کې غچ اخیستنو او وژنو ته لار جوړه کړه چې ځینې وخت پکې له ولسي وګړو سره هم له ناوړه چلنده کار اخیستل شوی. په زېرکوه کې دې حالت د ټولنې عادي ژوند تریخ کړ او په دې دره کې یې دمېشتو بیلا بیلو قومونو ترمنځ اړودوړ تاند وساته.( د نورزیو د اتو فرعي قومونو ترڅنګ په دې دره کې ځینې بارکزي او تاجک هم اوسېږي)

د خلکو په منځ کې حکومتي ضد تبلیغات روان وو. د طالبانو همفکره ډلو سمدلاسه د محلي پولیسو پر پوستو مرګوني بریدونه وکړل او د هغوی د قوماندانانو پر ترور یې پیل وکړ. د ۲۰۱۴ کال په پای کې د سیمه ییزو پولیسو ډیری ژوندي قوماندانان هرات کې ځای پر ځای شول اود هغوی ملېشې یا ماتې شوې او یا یې له وېرې خپل کارونه پرېښودل. طالبانو په زیاتېدونکي ډول د شینډنډ پر مرکز خپل فشار ورټول کړ. د ۱۳۹۳ کال په وروستیو او ۱۳۹۵ کال په لومړیو کې ننګیالي پریکړه وکړه چې بېرته زېرکوه سیمې ته ولاړ او هلته دایمي میشت شي، آن دا چې له پاکستانه یې خپله کورنې هم ولېږدوله.

د جګړې اوج، درېدل  او نوې تیروتنې

سره له دې چې د پخوانیو رپوټونو له مخې، شینډنډ ته د هغه بیرته ستنېدو هلته د طالبانو فعالیتونه پیاوړي کړي، خو که په زېرکوه سیمه کې د طالبانو له اصلي مشر ملا صمد سره د هغه حکومتي ضد کړنې پرتله کړو، د ننګیالي د کړنو کچه ورو ورو په لوېدو وه. صمد چې د طالبانو همفکری دی او پخوا یې په فرماکان کلي کې مدرسه هم درلوده، د زېرکوه په جنوبي سیمه کې د لومړۍ کرښې مشر و. دا سیمه چې لږ خلک پکې اوسېږي، ډېره هواره نه ده او د ولسوالۍ له مرکزه هم پر ډېر واټن پرته ده.

صمد ثابته کړه چې د ننګیالي د نشتوالي پرمهال نوموړی د وسله والو تر ټولو فعال مشر دی، او آن کله چې ننګیالی بیرته زېرکوه ته ستون شو، نوموړی په لا ډېر ظالم مشر واوښت. د پاکستان له کوټې نه د ننګیالي ناڅاپي ستنېدنه ښايي د کوټې په رهبرۍ شورا کې له اختلافاتو سره وتړل شي. د هغه د کورنۍ له مخینې داسې اټکل کېدای شي چې هغه د ستنېدو اصلي هدف په شینډنډ کې په ټوله مانا د خپل پلار د رول بیا تر لاسه کول و، او دې کار د طالب مشرانو ترمنځ د نوموړي د همفکرۍ پر ژمنتیا شکونه راپورته کړل. د دې امکان هم شته چې نوموړی د خپل امنیت په اړه اندېښمن و نو ځکه په چټکۍ د جګړې لپاره شینډنډ تهستون شو. د کوټې پرېښودل او د طالبانو له رهبرۍ نه واټن نیول دا مانا هم لري چې پراخو اقتصادي ګټو ته لاسرسی ومومي. هغه ته روښانه وه چې نوموړی د نوي ملاتړ د پیدا کولو لپاره راوتلی دی. د هغه تر راتګ لږ وروسته داسې اوازې هم خپرې شوې چې نوموړی له داعش سره یو ځای کېدو ته نژدې شوی و. (۲)

دا ویل ګران دي چې ایا نوموړي د مالي امکاناتو د کموالې له امله چوپتیا غوره کړه اوکه یې له سیمه ییزو چارواکو سره د نه تېري د تکتیک لپاره د چمتووالي لار پرانیسته.

په زېرکوه سیمه کې د ځواکونو څو اړخیزه وېش ته په کتو دا روښانه ده چې ددې سیمې شمالي برخې ته – چې په ۱۳۹۴ کال کې ننګیالي نیولې، څه ډول د سیمه ییزو پولیسو پروګرام وغځول شو. هغه سیمه چې دغه پولیس په کې فعال شوي، د زېرکوه د ټولې ساحې درېيمه برخه جوړوي. (محلي پولیس په بخت اباد، یوریان، سنووغان او فرماکان کې مرکزونه لري). دا ساحه په زېرکوهکې تر ټولو مهمهسیمه بلل کېږي، ځکه د جنوبي ګاونډي ولایت فراه له لرې پرتو سیمو نه د ولسوالۍ د مرکز او هوايي ډګر خوندیتوب ټینګوي. د ننګیالي نه فعالیت، زبېښل شویو حکومتي  ځواکونو ته ددې فرصت برابر کړ چې ځانونه هوسا کړي. اصلا د ننګیالي او صمد ډلو ترمنځ اختلافات راپورته شول چې د ۱۳۹۴ کال په وږی کې یې نښتې هم وکړې. طالبانود دغو ستونزو د هواري لپاره هلته یو کیمسیون واستاوه. داسې رپوټونه وو چې د کمیسیون د پرېکړې له مخې ننګیالی باید سیمه پريږدي او ملا صمد ته قومانده وسپاري. د ۱۳۹۴ کال د لړم په لومړیو کې ملا رسول له خپل مرستیال ملا نیازي سره یو ځای شیڼدڼد ته ولاړ چې ننګیالی د خپل ملاتړ لپاره وهڅوي. ( د دې موضوع د مخینې په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه په دې لینک کې لوستلی شئ،)

د ملاصمد له لوري خپل مشرتابه ته د ورپېښو ننګونو او دطالبانو د اصلي جریان له لوري پرې فشارونو ته په پام سره – چې یا به سیمه پریږدې اویا به جګړه کوي، له ملا رسول سره د ننګیالي یوځای کېدل ښايي تر ډېره د مفکورې پر ځای یو ستراتيژیک حرکت وي. بالاخره د ملارسول ډلې له خوا، ننګیالی په خیتځ زون کې پوځي قوماندان وټاکل شو. د ۱۳۹۴ کال  د لنډی پر ۲۰ او ۲۱ د ننګیالي او ملا صمد د ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې او د ملاصمد ډلې ته ډېره مرګ ژوبله هم واوښته. دغه حالت څو میاشتې، تر هغه وخته دوام وکړ چې یوې ډلې ته په کافي اندازه مرسته او تازه جګړن ورسیدل. دغه وسله وال د مارچ په لومړیو کې د کوټې شورا له خوا په منظم ډول د دې لپاره هلته واستول شول چې د ملا صمد په ملاتړ د ننګیالي تر ولکې لاندې سیمو کې لوی بریدونه وکړي. د دغو وسله والو شمېر بېلا بېل رپوټ شوی، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره ځینو سرچینو په مرکو کې ویلي چې دغه شمېر تر ۱۰۰۰رسیده چې ډېری یې د شینډنډ او د ګاونډیو فراه او هلمند ولایتونو نه د ملامنصور راټول شوي پلویان وو. رپوټونه دا هم وايي چې یوه برخه یې د پنجابیانو په ګډون پاکستاني جنګیالي وو. پر هغه څه چې ټول یوه خوله دي دا دي چې دا هغه چټک وسله وال دي چې ملا اختر محمد منصور یې د ځانګړو ستونزو د حل لپاره کاروي. همدغه جګړن وروسته ننګرهار ته د داعش او په زابل کې د طالبانو د مخالف، منصور داد لله له منځه وړلو ته واستول شول. د شینډنډ سیمه ییز اوسیدونکي ادعا کوي چې دوی د دغې ډلې  مشر د پير اغا په نامه پيژني چې اوس په جنوب کې د طالبانو د بدنام «چټک غبرګون ځواک» قوماندان دی.

شینډنډ ته ددغه ځواک رسېدو د ملاصمد ډله چې ګومان کېږي پلویان یې ډېر او ساحه یې پراخه ده، لا پیاوړې کړه. د ۱۳۹۴ کال د کب په ۱۷ او ۱۸، دوی په یوهبرخلیک ټاکونکې جګړه کې وکړای شول چې د ننګیالي وسله وال بشپړ له سیمې وباسي.

جګړه لنډه خو ډېره زوروره وه. د جګړې پر لومړۍ ورځ په چهار قلعه کې د ننګیالي وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او په همدغه سیمه کې په دفاعي بڼه شاته شول. دوی هڅه کوله په فرماکان کې له خپل اصلي مرکز نه دفاع وکړي خو دا کار ناشونی و. د دویمې ورځې په پای کې دهغه ډیری وسله والو مورال بایللی و، ځینو یې وسلې پر مځکه کېښودلې او په جګړه کې د ګڼو موټرو له لاسه ورکولو وروسته، ننګیالیاړ شو چې د زېرکوه ټوله سیمه  ملا صمد ته پرېږدي. د هغه وسله وال د منان نیازی له ډلې سره یوځای د هرات او فراه ځینو ولسوالیو کې خواره شول. ځیني رپوټونه دا هم وايي چې یو شمیر د فراه ګلستان  ولسوالۍ ته ولاړل او هلته د ملا رسول بل مهم قوماندان باز محمد پناه ورکړه. د ننګیالي ځینې پلویان چې پخوا یې په سیمه ییزو پولیسو کې دندې درلودې، په شینډنډ کې د افغان ځواکونو په مرکز کې د ننګیالي د کاکا له زوی حاجي امیر سره پټ شول. حاجي امیر دا کار یواځې د هغوی د خوندي ساتلو لپاره نه کاوه، بلکې هغه وتوانېده چې د خپلې سیمې د خلکو لپاره د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ جلب کړي. يا ښايي بل دلیل دا هم وي چې په زېرکوه سیمه کې د ځواکونو د انډولپر ویجاړېدو په هرات کې امنیتي مشرانو له وړاندې ډېرېدونکې انديښنې لرلې نو ځکه دغو تحولاتو ته د امنیتي ځواکوانو غبرګون ډېر چټک و.

زېرکوه سیمې ته له یوې اوونۍ نه په کمه موده کې هوسا سرتیري واستول شول. د ۱۳۹۴ کال د کب له ۲۳ نه تر ۲۵ پورې په دغه سیمه کې د هوايي ګوزارونو په ګډون پوځي عملیات  پیل شول او د ملا صمد بره ډله یې په نښه کوله. د افغانستان امنیتي ځواکونه د سیمې نیولو ته لېوال نه وو بلکې هڅه یې دا وه چې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي چې اوس یې د زېرکوه د ټولې درې ولکه تر ګوتو کړې وه. سره له دې چې د ننګیالي پرضد له جګړې سره سم پیراغا وتښتېد، خو د ملاصمد وسله والود زېرکوه په شمال کې د تر لاسه شویو سیمو ساتلو ته  مټې رانغښتې وې.  د ۱۳۹۴ کال د کب پر ۲۱ هغه مهال چې د ملي اردو او ملي پولیسو ګډ کاروان له هراته د شینډنډ مرکز ته پر لار و، د هغو وسله والو پر څَوْ (کمین)کېوتل چې له فارسي ولسوالۍ نه راغلي  وو. ( په نښته کې د فارسې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو). له دې داسې مالومېده چې طالبانو په پوره همغږۍ هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو ته له ګاونډيو ولسوالیو د هوسا سرتیرو د ورتګ مخه ونیسي. طالبانو له هغې وروسته هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو د خرپ او ترپ بریدونه کول چې ځینې خو یې آن د ولسوالۍ تر دروازې ورسېدل.

د مارچ په وروستیو کې افغان ځواکونو بیا پوځي عملیات وکړل چې دا ځل له پخوانيو پیاوړي او منظم مالومېدل.

(د ۱۳۹۴ کال د وری پر ۸ مه، کوماندو ځواکونه په یوه شپنۍ چاپه کې زېرکوه سیمېته ښکته شول او په فرماکان کې یې د ننګیالي په پخواني مرکز کې د ملا صمد ځینې وسله وال ووژل . له هغه وروسته په سهار اباد او بخت اباد سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو څو ورځې دوام درلود. دا سیمې د زېرکوه درې دروازه ده. خو له دې سره سره پر شینډنډ دحکومت پام لا نور ډېر شو او د کب پر ۱۰ د هرات والي محمد آصف رحیمي هم د ولسوالۍ مرکز ته ورغی. هغه ادعا وکړه چې لږ تر لږ یې ۳۰ کلي له طالبانو پاک کړې دي. ( د وری ۸ او د ۱۳۹۵ کال د وری ۱۴، هرات ټلویزیون) له سیمې داسې رپوټونه وو چې په زېرکوه کې د باثباته حکومتي پوستو د جوړېدو لپاره هیڅ  ډول مخامخ هڅه ونه شوه.

په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم وو چې ګنې ننګیالی یا حکومت ته تسلیم شوی او یا هم هرات ته د حکومتي ملاتړ د جلب لپاره تللی دی. له دغو ناتایید شویو رپوټونو سره سره، د پام وړ خبره دا ده چې د امنیتي ځواکونو دویم ځلي پوځي علمیاتو چې هدف یې د ملا صمد په تازه نیول شویو سیمو کې د هغه کمزورول  و، د ننګیالي احتمالي بیا ورتګ ته لاره پرانیسته. دا هغه څه و چې ټیک په وری کې  پېښ شول. په هرات کې د ځینو سیمه ییزو خلکو او امنیتي تحلیلونو له مخې، د ننګیالي وسله والو د زېرکوه په شمالي څنډه کې- چې د ولسوالۍ د مرکز د جنوب په څو کیلومترۍ کې پرته ده، بېرته را منظم شول او د پلټنې څو پوستې یې جوړې کړې.

د ملا منصور پلویانو له ډېرې مودې راهیسې پر خپلو سیالانو تور پورې کاوه چې له حکومت سره تړلي دي. هغه مهال چې پر ننګیالي د ملا صمد او پیر اغا په مشرۍ بریدونه پیل شول، د طالبانوه یوه ویاند قاري یوسف احمدي د همدغو بریدونو په اړه اعلامیه خپره کړه. په خبر پاڼه کې ویل شوي و چې د بریدونو موخه « هغه ملېشې او اربکیان دي چې د کابل ادارې عسکر او چورلکي یې ملاتړ کوي».

د شینډنډ په څېر ځای کې چې د جګړو او تندلارۍ تاریخ لري، حکومت ته ډېر نژدې کېدل ښايي ددې لامل شي چې د سړي درنښت له منځه ولاړ شي. که ننګیالي رښتیا هم حکومتي ملاتړ تر لاسه کړی وای، نو هغه باید عامو خلکو ته دا خبره روښانه کړې وای. د شینډنډ یوه مشر د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل، یو له هغو دلایلو چې حاجي امیر د خپل تره زوی لپاره د افغان ځواکونو د ملاتړ لار جوړوله، دا و چې په قولزیو قبیله کې دننه د هغه دریځ کمزوری کړي او د خپلمشرتابه لپاره لار جوړه  کړي، او یا یې دا کار ددې لپاره کاوه چې دغه پخوانی طالب د یوهټولمنلي قوماندان پرځای تر ډېره پر حکومت متکي شخص وښيي.

د پېښورمېشتي افغان اسلامي اژانس یو رپوټ وايي ننګیالي په یوه ویډیو کلېپ کې حکومت ته تسلیمېدل رد کړي . د طالبانو د ملارسول ډلې یو ویاند بیا د ملا اختر محمد منصور پر پلویانو- چې مشري یې ملا صمد کوي، تور پورې کوي چې د یوې پټې معاملې له مخې یې په زېرکوه کې تر خپل واک لاندې سیمې حکومت ته سپارلې دي. ( د ۱۳۹۵ کال د وری ۸- افغان اسلامي خبري اژانس)

دا خبره تر یوه ځایه منطقي ښکاري چې د ۱۳۹۴ کال له وروستيو راهیسې ننګیالي داسې هلې ځلې پیل کړې وې چې د خپل پلار پر پله پل کېږدي. په دې مانا چې یوه پښه به یې له طالبانو، په ځانګړي ډول له هغې ډلې سره وي چې د ده مانورو ته ډېر ځای ورکوي اوله بلې خوا له دولت سره اړیکو لپاره به بله پښه له سیمه ییز حکومت سره شریکوي. د هغه دې ډول کریسماتیکو حرکتونو، د کورنۍ شهرت او په شمال لویدیځ کې د طالبانو ټولو علمیاتو لپاره د شینډنډ ستراتیژیک موقعیت ته په کتو، د طالبانو ملامنصور ډلې دا نه شوای زغملای چې د خپلو اعلان شویو پسرلنیو عملیاتو لپاره دا ډول حالت وویني.  (۳)

د ۱۳۹۵ کال د طالبانو دعملیاتو اعلان بل دلیل ښايي هغه سیمې وي چې هلته د کوکنارو فصل رسیږي. د شینډنډ او یا هم فراه په څېر سیمو کې چې د اپينو تولید پکې پراخ وي، د طالبانو پسرلني عملیات عموما د اپرېل په وروستیو کې هغه مهال پیلیږي چې د اپینو فصل ټول شوی وي.

په شینډڼد کې پر ننګیالي د وروستي برید انګیزه هم تر ډېره دا کېدا شي چې  د اپینو د مالیې لپاره چې طالبان یې عشر ګني، خپله سیمه پراخه کړي. دغه مالیه یا عشر د اپينو د فصل له راټولېدو لږ مخکې اخیستل کېږي. له روانو حالاتو داسې اټکل کیدای شي چې د ملا صمد لپاره به د ګټې وټې کچه لوړه شوې وي، په دې شرط چې د مارچ په میاشت کې سختو جګړو د زېرکوه په سیمه کې ډېر بزګر د اپینو له سږنۍ وهنې راګرځولي نه وي.

د شینډنډ کړکېچ: اوږد مهالې او لنډ مهالې پایلې یې څه کېدای شي؟

هغه مهال چې د۱۳۹۴ کال د کب میاشتی کې د شینډنډ د سختې جګړې رپوټونه تر هراته ورسېدل، بشرپالو مرستندویو ادارو په هغو سیمو کې د ممکنه ستر بحران په اړه اندېښنې راپورته کړې چې لاسرسی ورته ناشونی دی. له هغو کسانو چې د ننګیالي ملاتړ یې کړی و، د غچ اخیستو او د لوټمارۍ رپوټونه هم ورکړ شوي وو. ( په تاوتریخوالي کې په ډله یېز ډول دسر پرې کېدنو نکلونه هم کېدل

په شینډنډ کې سیمه ییزو چارواکو ادعا کوله چې نژدې ۲۰۰۰ کسان بې ځایه شوي او زېرکوه سیمه یې پرېښې ده. په همدغو حالاتو کې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږۍ ادارې OCHAیو څه زړور پَلْ پورته کړ او سیمې ته یې یو پلاوی ولېږه.

دا پلاوي د ۱۳۹۴ کال د کب پر ۲۷ مخامخ د ولسوالۍ مرکز ته ورغی خو داسې شواهد یې ونه موندل چې وښيي هلته دې په دومره لوی شمېرخلک بې ځایه شوي وي. د سیمه ییزو چارواکو له خوا د مبالغې دومره لوی شمېر ته په پام سره داسې ښکارېده چې یوشمېر خلک په رښتیا هم بې ځایه شوي دي. د زېرکوه سیمې ځینې اوسیدونکي چې وس یې درلود او یا یې له حکومت سره پخوا اړيکي درلودل، هرات ښار ته بې ځایه شوي وو، یو شمېر نور بیا په ګاونډ کې د فراه ولسوالیو ته تللي وو او ځینې یې د لنډ وخت لپاره له خپلو کورونو وتلي وو خو په ټوله کې یې زېرکوه سیمه نه وه خوشې کړې.

د دې امکان ډېر دی چې ډېری خلکو به د ولسوالي مرکز ته ځکه د ورتګ زړه نه وي ښه کړی چې پر حکومت د خلکو باور لږ و- دلیل یې دا ګڼل کېږي چې له  نژدې یوې لسیزې د زېرکوه دره د حکومت له واکه وتلې ده. په ساده بڼه ویلای شو، د ولسوالۍ مرکز چې تقریبا هر وخت د جګړې لومړۍ کرښه ده، د هغو کسانو لپاره په خوندي چاپیریال برابرولو کې پاتې راغلیو چې د ملا صمد ډلې غوښتل په نښه یې کړي. دا روښانه نه ده چې تر کومې کچې د صمد ډلې بریاوو د ننګیالي د ملاتړو د بیا راتګ مخه ډب کړې ده. د تسملیدو سختو کیسو، په ځانګړي ډول د پیر اغا د وسله والو له خوا، ښايي هغه کورنۍوتلو ته هڅولې وي چې له ننګیالي سره یې تړاو درلود. خو د ملا صمد له خوا داسې هڅې په زغرده پیل شوې چې حالت بېرته عادي کړي. د رپوټونه له مخې، نوموړي په دغه دره کې یواځيني روغتیايي کلینیک ته د بیا پرانستنې اجازه ورکړه چې د ننګیالي په پخوانۍ سیمه کې پروت و او د جګړو پرمهال تړل شوی دی.

د ۱۳۹۵ کال د وری پر ۲ یوې غونډې ته په وینا کې هغه خلکو ته ډاډ ورکړچې « اسلامي امارت له هیچا سره شخصي دښمني نه لري».

که څه هم په نیول شویو سیمو کې په لویه کچه د غچ اخیستنې پېښې نه دي لیدل شوي، خو بیا هم په ولسوالۍ کې دننه او دباندې د شینډنډیانو لپاره د طالبانو د دوو سیالو ډلو ترمنځ اخ ډب د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې وه. د طالبانو سیالو ډلو پر هغو خلکو فشارونه راوړل چې کلونه کلونه تاوتریخوالي ځپلې دي. داسې پېښې هم شوي دي چې په ترڅ کې د یوې ډلې او یا هم د بلې ډلې د ملاتړ په پار پکې خلک وژل شوې دي.

د ۱۳۹۵ کال د وری پر ۲۰ مه، وسله والو په چارمهال کلي کې پر یوه کور برید وکړ او دوه کسان یې پکې ووژل. دا د زېرکوه په شمال کې هغه کلی دی چې د ننګیالي وسله وال وتوانېدل بیرته ورننوځي.

په وژل شویو کې یو سلیمان نومېده چې د رپوټونو له مخې د ننګیالي د یوه مرستیال پلارو. له دې څو ورځې وړاندې د ۱۳۹۵ کال د وری پر ۱۶ عارف ګُدامدار چې تازه د شینډنډ دقومي شورا مشر ټاکل شوی و، په رڼا ورځ له هرات ښار سره نژدې ووژل شو او تنکی ځوان زوی یې ټپي شو.

طالبانو ادعا وکړه چې یوه کمین کې یې «مزدور قوماندان سهار وژلی».

نوموړي په شینډنډ کې ډېر اغیز درلود او طالبانو ښايي دا فکر کړی وي چې په دغه ولسوالۍ کې د دغسې ممکنهملاتړي له منځه وړل غوره دي. ولایتي مرکز ته د تاوتریخوالي رسېدل ممکن له حقیقته لرې وي، خو په شینډنډ کې وروستۍ ناکرارٍۍ – چې د ملامنصور پلویانو په کې مهم پرمختګونه کړي، د دې مانا  لرلای شي چې هلته امنیتي حالت لا هم د ترینګلتیا پر لور درومي. په روانو حالاتو کې پر له پسې بریدونو، وژنو او غچ اخیستنو ته په پام سره ( په عمومي ډول د ۱۳۸۸ کال نه تر ۱۳۹۳ کال پورې د سیمه ییزو پولیسو پرمهال لیدل شوي) داسې ګومان کېږي چې ښايي هغه پخوانۍ سناریو بیا تکرار شي- خو دا ځل به د ولسوالۍ مرکز ته ډېر نژدې وي.

تر ټولو بده خو به لا دا وي چې طالبان به د خپلو عمري عملیاتو د یوې برخې په توګه، له زېرکوه سیمې نه په پراخه کچه کمیونه پلان کړي.

د حکومت غبرګون او د زېرکوه د درې په خوله کې د ننګیالي لپاره د یو څه سیمې له کنټرول سره سره به نوموړی د دې وړتیا ونه لري چې د دغې سیمې د ساتلو ضمانت وکړي. شینډنډ په شمال لویديځ کې نه یواځې د طالبانو د ډلو او د علمیاتي پلان لپاره مهم دی بلکې حکومت او بهرنیو ځواکونو ته هم ډېر ارزښت لری. که څه هم د شینډنډ هوايي ډګر اوس تر ډېره یواځې د افغان پیلوټانو د روزنې لپاره کارول کېږي خو په هېواد کې له خورا سترو پوځي هوايي ډګرونو بلل کېږي چې د هوايي ځواکونو د کارېدو لپاره ډېر مناسب دی. دا رنګه شینډڼد د امریکايي ځانګړو ځواکونو د فعالیت اوږده مخینه هم لري.

د دې ترڅنګ، د افغانستان په کړکیچ کې د بهرنیو ځواکونو اوسنۍ ښکیلتیا ته په پام سره- چې هوايي ملاتړ او د ځانګړو ځواکونو عملیات پکې شامل دي، په شینډنډ کې له وروستیو تکتیکي پریکړو داسې برېښي چې د ملېشو پخوانۍ تجربې بیا تکراریږي. ښايي د دې کار موخه دا وي چې ددغې اوږدمهالې ستراتیژیکې پانګې (هوايي ډګر) دفاع په لږ لګښت وشي. دغه ساتنه به د هغو ملېشو د ژوند په بیه کېږي چې له سیمه ییزو پولیسو سره هیڅ تړاو نه لري بلکې د طالبانو د اصلي جریان د مخالفانو یو ټولګی به وي.

په هر حال، افغان او ناټو قوماندانانو ته باید دا ثابته شوې وي، چې د شینډنډ په څېر پاشلې سیمه کې- که هر څومره لرې هم وي، د سیالو ملېشه یي ډلو لوبول یواځې او یواځې د لوبې له لا پېچلتیا سره مرسته کوي. دا کار د دې لامل هم ګرځي چې په دغه ځنډن خراب شوي امنیتي وضعیت کې نور لوبغاړي سر راپورته کړي.

(۱)  اسماعیل خان خپله په اصل کې د شیډنډ ولسوالۍ دی، خو دا ولسوالي هیڅکله د ده لپاره یو پیاوړی مرکز نه شو، بلکې ډېری وخت د هغه په واک کې نه وه. دغه لرې پرته خو له نفوسو ډکه ولسوالي د ډېرو مهمو سیاسي مشرانو- چې هم پښتانه او هم دري ژبې دي، د زوکړې ځای دی. مثلا علاوالدین چې د اسماعیل خان مرستیال او د هرات یو مهم مجاهد و، دارنګه همایون عزیزي چې پخوانی وزیر او د کندهار اوسنی والي دی.

(۲) د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ځینو محلي کسانو په مرکو کې ویلي وو، د ننګیالي سیالانود طالبانو تر منځ داسې اوازې خپرې کړې وې چې ایراني امنیتي ځواکونو ته اندېښنې ور واچوي چې ګنې د ایران پولې ته څېرمه داعش په ټوکېدو دی. د ننګیالي سیالانو په دې کار سره غوښتل پر هغه لوري د ننګیالي د ممکنه حرکت مخه ډب کړي
(۳) له شک پرته دلته د جګړې نور اړخونه هم شته چې سیمه ییزو شنونکو يې په اړه شننې کړې دي.دا اړخونه په هرات کې وروستي تحولات له سیاسي لوریو سره تړي چې نور لوبغاړي هم پکې شامل دي. پهزېرکوه کې د لږکیو تاجک ټبرو کمزوري طالب قوماندان کامران او د هرات د اسماعیل خانترمنځ پخوانۍ اړیکې د امان الله له کورنۍ سره د روانې دښمنۍ د یوې نښې په ډول یادې شوې دی. کامران د امارت په سیمه کې اوسېږي او د ملا صمد پلوی دی. په شینډنډ ولسوالۍ کې د هرات امیر رول ته هم په ښه نظر نه کتل کېږي.

لیکوالان:

فابرېزیو فوسکیني

نور د دې لیکوال څخه