Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

بې عمله خبرې: د سولې پر خبرو یو بل کال (۱۳۹۶) هم واوښت

عبید علی توماس روتیگ 21 دقیقې

سره له دې چې افغان حکومت د سولې شورا له لارې طالبانو ته د سولې د خبرو یو نوی وړاندیز هم کړی دی خو د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په برخه کې په تېر یوه کال کې داسې پاموړ خوځښت نه دی لیدل شوی چې جګړه په سوله ییزه توګه پای ته ورسوي. دواړو غاړو هڅه کړې چې د سولې له پاره په لومړیو شرطونو بوخت پاته شي او په عمل کې پرمختګ ونه شي. اوس دوی پر دې بحثونو بوخت دي چې د طالبانو سیاسي دفتر باید په کابل کې وي که په قطر کې. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې توماس روتیګ او عبید علي د افغان کډوالۍ په پروسږنو لیکنو پسې –په ۱۳۹۶ کې په سولې پورې تړلیو پرمختګونو ته کتنه کړې او موندلې يې ده چې په دې تړون کې لويې خبرې نغښتې دي.

د سولې خبرو کې تر یو څه خوځښت یو کال وروسته د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مستقیمو اړیکو له بیا نوي کيدو سره د سولې عالي شورا له یوه  نوي وړانديز سره رامخته شوه. د  لیندۍپر پنځلسمه د ولسمشر له خوا ګومارل شوې ډلې اعلان وکړ چې حکومت غواړې  د هیواد تر ټولو لويي یاغي ډلې، طالبانو ته اجازه ورکړي، چې پرته له شرطونو په کابل کې د سولې د خبرو د پیل له پاره سیاسي دفتر پرانېزي او له طالبانو يې وغوښتل چې د سولې دخبرو د بري  له پاره له یوې تګلارې سره رامخ ته شي.

د سولې شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک رسنیو ته اندونیزیا ته ددې شورا د  پلاوي پرکتنه د غږېدو پر مهال وویل : «که دوی غواړي چې په کابل یا یوه بل هیواد کې دفتر پرانېزي او د سولې د خبرو تر پیل وړاندې ځینو اسانتیاوو ته اړتیا لري افغان حکومت او د سولې عالي شورا چمتو دي چې دوی  ته اسانتیاوې برابرې کړي . »

که طالبان غواړې چې د قومي مشرانو د شورا، دافغان دیني عالمانو، جهادي مشرانو[ یا] اسلامي دیني عالمانو په منځګریتوب سوله وکړي د سولې عالي شورا د سولې خبرو ته چمتو ده. د سولې عالي شورا او افغان حکومت به د خبرو له پاره له وړاندې شرطونه نه ږدي. د سولې عالې شورا تیاره ده هره تګلاره چې طالبان يې وړانديز کوي ومني، که نه « افغان ولس به پرېکړه وکړي چې څوک سوله غواړي او څوک جګړه».

خپلواک زیاته کړه:« د سولې پروسه د تسلیمېدو په مانا نه ده بلکې  دا د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې یوه ملي بیا پخلاینه ده» (دلته يې وګورئ). هغه وویل طالبانو ته د کابل دفتر د پرانیستنې وړاندېز داسې دی لکه حکومت چې له حزب اسلامي سره خبرې پیل کړې چې په یایله کې د ۱۳۹۵ په تلهکې په سوله واوښتې ( د افغانستان د تحلیلګرانوشبکې تحلیل دلته ).

کابل د دوحې په  وړاندې

د سولې دخبرو په اړه دې وړاندیز ته چې طالبان له هر ډول نظرونو سره راوړاندې کېدای شې د یوه نوي پړاو په سترګه کتل کېږي. که څه هم د خپلواک ټینګار د طالبانو دا دریځ چې له اسلامي حزب سره د سولې بهیر یې دریځ اړولی نه شي، بابېزه کړد بېلګې په ډول: د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې تحلیل دلته وګورئ)

طالبانو دې وړاندېز ته  هماغه مخکنی غبرګون ښوولی دی. له قطر څخه د طالبانو له سیاسې دفتره په یوه  وینا کې ویل شوي چې دوی د افغانستان لانجې ته یو سوله ییز حل غواړي« د قطر دفتر یواځینی بنسټ و چې د طالبانو مشرتابه دا واک ورکړی و چېددغه ډول یوه حل وړاندیز وکړي».

طالبان تور لګوي چې د امریکا متحد ایالات او افغان حکومت د سولې خبرو ته ژمن نه دي. دوی وايي « مخالف لوری د سولې ضد دی؛ دوی په خپلو اوازو  سره د قطر دفتر احتمالي تړل کیدو ته لار اواره کړې ده».

په حقیقت کې په دې اړه ډېرې خبرې شته. د اجراییه ریاست ویاند جاوید فیصل د لیندۍپه اتلسمه وویل چې د قطر دفتر څخه د طالبانو د پروپاګند او د بودیجې  موندنې لپاره ناوړه استفاده  شوېاو دې دفتر طالبانو ته قانوني سیاسې مشروعیت  چمتو کړی دی. فیصل وویل چې حکومت به په دې هکله راپورونو ته کتنه کوي او پریکړه به کوي چې ددې دفتر د تړلو اړتیا شته او که نه( د رسنیو راپور دلته ولولئ). په دې پسې د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وروسته له هغه چې د سعودي په کوربنۍ يې  د ترهګرۍ او هوثي ضد ایتلاف غونډه کې ګډون وکړ د شرق الاوسط ورځپاڼې ته د  مرغوميپه لسمه وویل افغان حکومت له دې دفتر څخه د مثبتوپایلو تمه نه لري او دې دفتر تر اوسه  کوم پام وړ کار نه دی کړی. د بهرامي خبرې ښايې د قطر په اړه د کوربه هیواد له پاره چې له ایران سره مخالفت لري او ادعا کوي چې د تروریزم ملاتړی دی ډیپلوماټیکه نمایشي بڼه ولري ( د رسنیو راپور دلته ولولئ). په دې اړه هم سیالي شته چې د سیمه ییزو اړیکو مخکښ څوک او څوک باید د طالبانو د دفتر کوربني وکړي.ګارډین ورځپاڼې لیکلي دي چې سعودي او ملګرو يې د متحدو عربي اماراتو واکمنوآن له پیل نه ددې دفتر په تړلو ټینګار کاوه او دې ته يې د دوحې د ډیپلوماټیک درنښتاو د قطر او امریکا د متحدو ایالاتو د اړیکو په سترګه کتل. ؛ داسې راپورونه هم وو چې متحدو عربي اماراتو  د قطر دفتر تر پرانستنې وړاندې طالبانو ته د دفتر ورکولو وړانديز کړی و خو طالبانو د دوی د سختو شرطونو له امله دا وړاندیز رد کړی وو( دلته او دلته یې ولولئ).

تردې مهمه لا دا چې داسې راپورونه هم وو چې د ۱۳۹۶ کال په اوړې کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل افغان سیال فشار راوړ چې د قطر دفتر وتړي. د امریکا غږ د راپور له مخې،په رسمې ډول دا خبره چا نه ده تصدیق کړې چې دا وړاندیز دې د افغان حکومت له لورې شوی وي؛ خو زیاتوي یوه افغان چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط منلې وه چې دا ډول بحثونه هغه مهال شوي وو چې ولسمشر غني په تلې میاشت کې د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې ګډون درلود. په هر صورت د ۱۳۹۶ کال په لړم میاشت کې  د امریکا په حکومت کې دننه هم  برېښېده دا چې ټولو هم نه غوښتل دا دفتر وتړل شي. دامریکا غږ همدا راپورلیکي:

د امریکا متحدوایالاتو دفاع وزیرجیم میټیز د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو د جرګه ګۍ غړو ته د ۱۳۹۶ کال په لړم کې وویل،:«زه فکر کوم پرېکړه به ژر وشي».هغه زیاته کړه چې موږ باید لومړی ډاډه شوچې ددې دفتر غړي د طالبانو اصلي استازي دي او که نه.

که د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن  ډاډه شي چې دا اصلي څېرې دي، نو دا یواځې تش په نامه دفتر نه – بلکې هغه دفتر دی چې په حقیقت کې زموږ ورسره  راشه درشه راځي. ددې دفتر د تړلو د وړاندیز په اړه په امریکا کې دننه هم ډیپلوماټانو نیوکې درلودې. جیمز ډوبینز او په افغانستان او سیمه کې د امریکا یو شمېر پخوانیو استازو په ګډه په فارن پالیسي مجله کې په دې سرلیک چې«له قطر نه د طالبانو شړل به  لویه تېروتنه وي»یوه مقاله خپره کړه( دلته يې ولولئ). امریکا غږ ددې دفتر د تړلو پر ضد ددې ډلې د یوه لیکوال مهم دلایل داسې را نقل کړي دي: د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا مرستیال ځانګړي استازي جاریټبلانک وویل:

ددې دفتر تړل به هغه خبرې چې شونې وې ، ودروي. هغه وویل چې د سولې خبرې د امریکا ددې اوږدې جګړې د پای ته رسولو له پاره یواځینۍ پتمنه لاره ده.

له دې سره افغان او د امریکا حکومت دا خطر په غاړه واخیست چې په هغو سیمه ییزولانجو کې فعال واوسي چې له افغانستان سره  بیخي تړاو نه لري او د دفتر تړل به د خبرو د یوه مهم چېنل د تړلو مانا ولري. سره له دې چې دا دفتر د کابل د نه لېوالتیا په پایله کې له تردد سره مخ وو بیا هم د ډيپلوماټانو لپاره او د سولې د مرکچیانو او  هغه چاله پاره چې په روغتیایي او یا د واکسین په کمپاینونو کې يې کار کاوه، د خبرو مهم ځای و ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته ولولئ).احمد رشید له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې وايي :«دا د لوېدیځوالو له پاره له طالبانو سره د لیدو او د سولې د خبروپه اړه یواځینی ادرس و».

څرنګه چې په کابل یا بل ځای کې یو باوري او دوه اړخیز بدیل نشته ددې دفتر تړل د سولې د هڅو مخه ډب کوي.دا دفتر جګړه مار او سخت دریځيهم د ځان په ګټه کارولي شي  چې ووايي کابل او واشنګټن سولې ته لیوال نه دي او جګړه یواځینی حل دی.

د طالبانو په نظرپه کابل کې د دفتر پرانستل د ماتې په مانا دي داسې لکه افغان حکومت او امریکايي ځواکونه چې يې لاس و پښې ور وتړي.د اوس له پاره له افغانستان او پاکستان څخه د باندې یو دفتر دې غورځنګ ته د فعالیت یو څه فرصت ورکوي.

د سولې د عالي شورا فعالیتونه

په کابل کې طالبانو ته د دفتر وړانديز د شورا د فعالیتونو یوه برخه ده چې (د ۱۳۹۶ کال په چونګاښ کې د سولي شورا د پخواني مشر پیر سید احمد ګیلاني له مړینې وروسته ) د عبدالکریم خلیلي په مشرۍ تر سره کېږي. پیر سید احمد او دې شورا ته له اسلامي حزب سره د سولې د خبرو اوڅار رول ورکړ شوی و که څه هم په حقیقت کې ډېرې مهمې خبرې د امنیت شورا او ملي امنیت له لوري سمبالېږي . شورا په دوو برخو ټینګار کړی دی. د سولي د شورا غړي حبیب الرحمن فوزي د افغانستان د تحلیګرانو شبکې ته وویل : ددې له پاره چې د سولې د خبرو په اړه یوه ملي  موافقه تر لاسه کړي  او خلک وهڅوي چې له طالبانو سره  د خبرو نوښت دافغانانو په لاس کې  دی لومړی د سولي شورا په سیمه ییزه کچه یو شمېر غونډې جوړې کړې. باور جوړونه ډېره مهمه ده ځکه چې په سیاسیونو کې ډېر د سولې مخالفت کوي چې  هېښوونکې هم نه ده، ځکه طالبانو په کابل او نورو ځایونو کې تروریستي بریدونه کړي دي. د ۱۳۹۶کال په لومړۍ نیمايي کې دې غورځنګ د لسو ځانمرګو او پېچلو بریدونو ادعا کړې وه چې په پایله کې يې ۳۱۷ ملکې وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه چې له دې ډلي ۹۳ مړه او ۲۲۵ ټپیان شوي وو. دا د یوناما د  وروستي راپور له مخې د تېرمیلادې کال د ملکي  وګړو د مرګ-ژوبلې ۶ سلنه کېږي.( په دې شمېر کې ماین ایښودنې او ورته بریدونه نه دي راغلي چې پړه  جوتول یې ګران دي خو داسې ښکاري چې طالبانو دا ډول کارونه په تېرو ډېرو کلونو کې په پراخه کچه کړي دي).

په هر صورت په سیمه ییزه کچه د سولې د خبرو هڅې ډېرې شوي دي خو طالب مشران يې د سولې مېز ته نه دي کېنولي. بې له شکه د طالبانو ځیني  سیمه ییزو قوماندانانو وسلې په ځمکه کېښودې خو کله چې پوه شول حکومت یې د خوندیتابه وس نه لري او پیسې نه ورکوي بېرته له وسله والو سره یو ځای شول( د رسنیو راپور دلته ولولئ).

دویم، د سولي شورا د اندونیزیا د اسلامي عالمانو اجماع هم را بللې چې د طالبانو  هغو جنګي تفسیرونوتهچې دبهرنیانو او د هغوی د افغان کارمندانو  پر ضد يې کوي او عموما د طالبانو په ویناوو کې راغبرګېږي دلیل ومومي. د سولې شورا مشر خلیلي وايي:  اندونیزیا یو داسې هېواد دی چې د افغانستان په شخړه کې ښکلېل نه دی او په افغانانو کې ښه نوم لري. اندونیزیا د اسلامې علماوو دوه لوی تنظیمونه لري چې یواځې نهضت العلما ۹۱ میلیونه او محمدیه فورم يې ۳۵ میلیونه غړي لري ، نو ځکه د خلیلي په وینا اندونیزیا پر سوله ښه اغېز لرلی شي او اندونیزیا همداسې ژمنه هم کړې ده. اندونیزیايي عالمان به په نړیوال اسلامي کانفرنس کې ګډون وکړي او د طالبانو روانه کړې جګړه به ناروا اعلان کړي ( نور دلته ولولئ). ددې نوښت په اړه ځیني شکونه شته.  د طالبانو د حکومت پخوانی وزیر او په پاکستان کې ددې حکومت سفیر  ملا عبدالسلام ضعیف چې له ۲۰۰۷ راهیسي په افغانستان کې اوسي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل :«د سولي عالي شورا یواځې ددې له پاره چې وښيي فعاله ده اندونیزیا ته سفر کړی. هغه زیاته کړه اندونیزیا یو داسې هېواد دی چې د افغان جګړې په اړه ډېر مالومات نه لري».

په حقیقت کې د سولې شورا څو ځلې  هڅه وکړه چې د اسلامي علماوو نړیوال کانفرانس جوړ کړي. دې شورا په ۱۳۹۰ کال کې وغوښتل چې له سعودي او نورو ملګرو سره يې او همدا ډول د پاکستان او افغانستان تر منځ  دوه اړخیزه غونډه جوړه کړي. لومړۍ هڅه بې ګټې وه ( دلته يې ولولئ). بیا د ۱۳۹۱ کال په تلهکې د سولې شورا وکولی شول په کابل کې د علماوو شورا او د اسلامي همکارۍ ټولنې (OIC) په مرسته د علماوو یو نړيوال کانفرس د «اسلام او سولې»  په نامه جوړ کړي چې په ترڅ کې يې د اتو هېوادو ګډونوالو یو پرېکړه لیک صادر کړ چې په کې ویل شوي وو:

… په افغانستان کې روانه جګړه او وینتویېدنه څرګنده سیاسې او مادې انګېزه لري ، دیني بنسټ او توجیه نه لري ځکه نو دا د علماوو دنده ده چې روانې جګړې ته سوله ییز حل  ومومي او تاوتریخوالی د پوهې او پوهاوي په ډېرولو سره له منځه یوسي . برخه والو له ښکېلو ډلو هم وغوښتل چې یو سوله ییز حل ولټوي. په هر صورت دې غوښتنې د هغې جګړې اور سوړ نه کړ چې کابل يې هیله درلوده.

د درېیمې ډلې نوښتونه

د سولې شورا  نوی وړاندیز چې له طالبانو سره مخامخ د سولې خبرې پیل شيله ډېرو هڅو وروسته ددې له پاره رامنځته شوچې لږ تر لږه سولې ته د نژدې کېدو یو چانس خو پیدا شي. په دې کې د خپلواکو تنظیمو هڅې هم شاملې وې. د ۱۳۹۶ کال د وږې میاشت کې پګواش چې دپوهانو یو نادولتي نړیوال تنظیم دی په قزاقستان کې یوه غونډه جوړه کړه ( پګواش د سولې په څو نورو هڅو کې هم ګډون درلود ( دافغانستان د تحلیلګرانو شبکې تحلیل دلته وګورئ). تمه کېده چې نامتو افغانې سټې، د حکومت استازي او د طالبانو استازي به د قزاقستان په پلازمینه استانه کې سره کېني. یوه ګډونوال د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند چې د مدني فعال په توګه يې په کانفرنس کې برخه درلوده وویل چې طالبانو ته د ګډون له پاره ویزې نه وې ورکړ شوې، طالبانو ویلي وو چې ددوی وېزې د افغان حکومت په غوښتنه بندې شوې وې. د حکومت له لورې په مسکو کې د افغان سفارت ټيټپوړو غړوبرخه درلوده، یو څو خپلواکو سیاسي څېړونکو هم خپلې ویناوې وکړې. ځلاند زیاته کړه د طالبانو نه ګډون او د کابل له خوا د ټيټې کچې کارمندانو برخې اخیستنې د غونډې په بریالیتوب کې مرسته ونه کړه او غوڼده له  بریا پرته پای ته ورسېده.

پګواش د ۱۳۹۶ په لړم میاشت کې بریالی نه شو چې غونډه دویم ځلي جوړه کړي (۱) دا ځل دې تنظیم  تکل درلود غونډه په دوبۍ کې جوړه کړي او د طالبانو اته غړي، سیاسي څېرې، مدني فعالان او د حکومت استازي برخه پکې واخلي. یوه بلل شوي وویل چې غونډه هرومرو فسخه کېدونکې وهځکه چې طالبانو ته بیا هم وېزې نه وې ورکړ شوې.

نور نوښتونه هم له ورته  برخلیک سره مخامخ شول. په دې کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې  یو درې ورځنی پلان  هم شامل وو چې د ۱۳۹۶ کال د  تلېله ۱۳-۱۵ پورې  ترسره کېدونکی و . ملا ضعیف چې د قطر له دفتر سره اړیکې لري، د طالبانو په دريځ ښه پوهېږې او ډېر ځله دې ډول غونډو ته ور بلل کېږې وویل ټاکل شوې وه په هغې کېد سولې شورا د غړو، سیاسي فعالانو،حکومتې استازیو، او طالبانو په ګډون ۴۰ افغانان ګډون وکړي. د ضعیف په وینا غونډه د ارګ  په لاسوهنه لغوه شوه. د رسنیو د راپور له مخې چې په اسلام اباد کې ‌ډیپلوماټیکو سرچینو او افغان ګډونوالو هم تایید کړ، د هغې غونډې  پر ځای د افغانستان د ۷۰ مالي ملاتړو هیوادواستازو د لیندۍ په منځ کېد تړلو دروازو شاته غونډه وکړه  چې په افغانستان کې یوه سیاسي بهیر ته لار اواره کړي.(۲)

ضعیف چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې سره  غږېده وویل په دې هم شکمن دی چې افغان حکومت دې  له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل تکل ولري. دید درېیمې ډلې په منځګړتابه کې د حکومت له خوا خنډ ددې یوه نښه ګڼي. ددې شورا مرستیالي حبیبې سرابي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ټینګار وکړ چې د درېیمې ډلې منځګریتوب ته هرکلی وايي خو په دې شرط چې مشري يې افغانان وکړي.  سرابي ورته خبرې په ډسمبر کې طلوع نیوز ته هم کړې وې ( دلته يې وګورئ).

له دې سره هم مهاله دوه راپورونه داسې وو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ یې مخامخ تماسونو ته ګوته نیوله.د سولې شورا غړي عبدالکیم مجاهد افغان رسنیو ته ویلي و چې دواړې غاړې څو ځلي په خپلو منځو کې سره غږېدلې دي. تردې مخکې د آګست په پای کې د فرانسې د خبري آژانس کېتي ګانن راپور ورکړی چې داسې اسناد یې لیدلي چې د افغان چارواکو او طالبانود مشرانو تر منځ په پاکستان او خلیجي هیواد قطر کې د خبرو څرګندويي کوي. د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي به نژدې هره ورځ د طالبانو د قطر دفتر له مشر عباس ستانکزي او د امینت شورا  سلاکار حنیف اتمر سره تیلیفوني خبرې کولې. مجاهد او ګانن دواړو د خبرو جزییات نه دي  برسېره کړي. ګانن په اساسي قانون کې د بدلون په ګډون د څو موضوع ګانو لست خپور کړی او افغان چارواکو ویلي وو« یو لوری هم د سولي په عمومي خبرو خوښ نه  دی».

رسمي لارې:

په رسمي چينلو کې د سولې له پاره نورو او بېلو لارو هم کار پیل کړی دی. د ۱۳۹۶ کال په وري کې روسيې د څو اړخیزو غونډو د درېیم پړاو کوربه توب وکړ. د ۱۳۹۵  په وريکې لومړي پړاو ته یواځې پاکستان او چین وربلل شوي وو. د ۱۳۹۵سلواغه کې ایران، هندوستان او افغانستان ته بلنه ورکړ شوې وه او په وري کې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د ګډون بلنه ورکړ شوه.. د روسیې د رسمي رسنیو له مخې سره له دې چې  هغه هېواد غوښتل امریکا برخه پکې واخلي خو له ګډون نه یې ډډه وکړه او طالبانو هم بلنه و نه منله. د طالبانو په آند دا د تنظیموونکو له خوا یوه سیاسي هڅونه وه.

دافغانستان استازولي دا ځل ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیجۍ عمومي رییس محمد اشرف حیدري کوله. که څه هم دا د استانې غونډې پرتله د افغان حکومت لوړ پوړی چارواکی و خو  بیا هم د داسې خبرو له پاره د ټیټې کچې مامور بلل کېږي. د راپورونو له مخې حیدري ویلي و چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره افغان خاوره تر ټولو غوره ځای  دی ( د رسنیو راپور دلته او دلته ولولئ).

د ۱۳۹۶ کال د زمري په نیمايي کې د څلور اړخیزي همږغۍ ډلې چې له افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا له متحدو ایالاتو څخه جوړه وه خپل کار په عمان کې د یوې ناستې په ترڅ کې له سره پیل کړ. دا خبرې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له مړينې چې په ۱۳۹۵ کال کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې پر مټ ووژل شو اتلس میاشتې وروسته ودرېدې ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته ولولئ). اجراییه رییس عبدالله تر دې ناستې وړاندې ویلي و چې  په هغې کې به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبري وشي ( خبرېيې دلته راخیستل شوي). د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو مامور ددې په مخالفت کې ویلي و چې پاکستان د عمان په خبرو کې په ټيټه تمه برخه اخستې وه. د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي  امریکا غږ ته ویلي و «موږ د څلوراړخیزې همږغۍ ډلې  ته د کولوله پاره څه نه لرو». راپورونه وايي چې د ناستې برخه وال په دې سره سلا شول چې د  غونډې پر پایلو خوله چوپه وساتي.د اپریل په ناسته کې په مسکو کې افغان استازو د څلوراړخیزې همږغۍ پر ډله نیوکې وکړې چې د خبرو مېز ته د طالبانو په راوستلو کې پاته راغليپه تېره بیا پاکستان  چې کړې ژمنې يې نه وې پوره کړې ( د رسنیو راپور دلته).

د ۱۳۹۶ کال د لېندۍ په پای کې  د افغانستان،چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو  د بېجینګ په درې اړخیزه ناسته کې د یوه پرېکړه لیک له مخې پر طالبانو غږ وکړ چې ډېر ژر د سولې  له پروسې سره یو ځای شي؛ خو ټینګار يې وکړ چې اړتیا ده دا بهیرپراخ بنسټه ،  هر اړخیز، د افغانانو په مشرۍ او افغاني وي او په سیمه ییزه او نړیواله کچه يې بشپړ ملاتړ وشي.

د استانبول د خبرو نوې بڼه

د ۱۳۹۶ کال د وري په نیمايي کې  په رسنیو کې د خبرو د یوې بلې بڼې د پیل راپورونه را څرګند شول. څو رسنیو راپور ورکړ چې د څلورو ګوندونو  یاني د طالبانو، د ملا محمدرسول په مشرۍ بېلې شوې ډلې، افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ خبرې روانې دي. ددې ډول خبرو  په اړه دا لومړي رپوټونه نه وو (د ۱۳۹۶په لړم کې د پاکستاني رسنیو راپور دلته ولولئ)

افغان حکومت، دسولې شورا او طالبانو په دې خبرو کې  خپل ګډون ډېر ژر رد کړ. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل د ولسمشر سلاکارانو  همایون جریر او عباس بصیر په شخصي ډول د استانبول په خبرو کې ګډون کړی دی. جریر د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار زوم دی او بصیر د سولې شورا پخوانیمشر او د هزاره توکمه اسلامي وحدت ګوند غړی دی. د سولې شورا د دارالانشا رییس محمداکرم خپلواک هم  په دې خبرو کې د هغې شورا ګډون رد کړی و او ویلي يې و چې دا خبرې د سولې شورا په منځګریتوب نه کېږي او د سولې شورا رسمي استازیتوب په کې نشته ( د رسنیو راپور دلته ولولئ). د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل:«د ترکیې په خبرو کې د اسلامي امارت د ګډون په اړه راپورونه بې بنسټه دي، موږ نه څوک دې خبرو ته لېږلی او نه هم کوم ګډونوال د اسلامي امارت استازیتوب کولی شي».

د طالبانو له خوا دوه تایید شوي ګډونوال مولوي عبدالرووف چې یو سوداګر او له طالبانو بېلې شوې ډلې ته نژدې و او بل عبدالحلیم بارز چې د کندهار اوسېدونکی دی او له طالبانو سره په نژدې اړیکو یې څوک دومره نه پېژني. ځینو رسنیو ویلي وو چې ملا رووف د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال دی. خو دې ډلې ته دوو نژدې سرچینو چې دافغانستان تحلیلګرانو شبکې خبرې ورسره کړې ویلي چې رووف د بېلې شوې ډلې مرستیال نه دی.(۳)

سره له دې هم، رووف چې  له طلوع تلوېزیون سره يې د ۱۳۹۶ د وري پر۲۴ اوږدې خبرې وکړې ځان د ترکيې خبرو کې د ټولو طالبانو مخکښ استازیباله (دلته يې وګورئ). ښايي دا خبرې سمې نه وي تعبیرشوې خو داسې مالومېږې چې د طالبانو د بېلې شوې ډلې استازی به وي. رووف دا هم وویل چې ددې لیدنې په ګډون تر اوسه په ترکیه کې د افغان حکومت اوطالبانو تر منځ درې نارسمي لیدنې شوې دي.

د شخړې تشریحي بڼه

بېلابېل ښکېل لوبغاړي د یوې رېښتونې سولې پر  لارکلک خنډونه جوړوي. له دې ټولو توپیرو داسې مالومېږي چې اوسنیو حالاتو کې  دواړې غاړې نه غواړې خبرې سره وکړي. افغان حکومت پاکستان په شخړه کې تر ټولو لوی  سیال او د طالبانو تر شا مهم لوبغاړی ګڼي او دا نه مني چې طالبان دې  خپله دومره وس ولري. د بېلګې په ډول ولسمشر غني په ۱۳۹۶کې  د  ملي شورا  ګډې غونډې ته د وینا پر مهال  وویل  «افغان طالبان چې په پاکستان کې پټ دي د پاکستان غلامان او د افغانانو  غلیماندي ، دوی د خپلو هېوادوالو وینه تویوي» ( د رسنیو راپور دلته ولولئ). نور تورونه هم شته، ډاکټر عبدالله د ۱۳۹۶ په لیندۍ کې  د امریکا  د کتنې پرمهال پر طالبانو تور پورې کړ چې نورو ډلو لکه داعش او د ازبکستان اسلامي غورځنګ ته په افغانستان کې پناه ورکوي خو طالبانو د پخوا په شان دوی د لوېدیځ غلامان وبلل. هغوی ادعا وکړه چې د امریکا لوی هدف دادی چې د استعماري موخو له پاره افغانستان د پوځي اډې په توګه وکاروي ( وینادلته وګورئ).

د طالبانو غوښتني ته حکومت د ۱۳۹۳ په تله کې کله چې غني ولسمشر شو سمدستي غبرګون وښود. غني هڅه وکړه چې د څلور اړخیزو خبرو په ترڅ کې د چین او امریکا په مرسته پر پاکستان فشار راولي  چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي (دلته يې ولولئ) ( او د مري د خبرو په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته وګورئ). (۴) کله چې دا خبرې بریالۍ نه شوې غني وړاندیز وکړ چې اړتیا  ده سوله  مخامخ له پاکستان سره وشي.د ۱۳۹۶ په وږي میاشت کې ولسمشرغني د اختر په پیغام کې  وویل افغانستان چمتو دی چې له پاکستان سره سیاسي خبرې وکړي او له پاکستان سره سوله کول زموږ په ملي اجنډا کې ځای لري. په مې میاشت کې هغه د نوې کابل پروسې د پیل اعلان هم وکړ ( رسمي وینا دلته) چې داسې يې توضیح کړه:

ددې پروسې موخه داده چې موږ د سیمه ییزو ګاونډیانو او پراخې نړيوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړو څو په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي. د کابل پروسې هدف دادی چې په دې موافق شو چې له پولې څخه بهر د تروریزم ملاتړ ودرېږي. ولسمشر غني وویل  له اسلامي حزب سره سوله دجګړې په څلورو لسیزو کې لومړۍ بېلګه ده، چې  غلیمي یې ودروله. ددې مانا داده چې سوله شونې ده. هغه همدا ډول په زابل ولایت کې  سیمه ییز تعامل ته اشاره وکړه چې د داعش او طالبانو په ماتېدو  د دوی جنګیالي د سیمې د خلکو په مرسته بېرته خپل عادي ژوندانه ته راګرځېدلي وو.

هغه تمه درلوده چې د څلوراړخیزې ناستې غړي به  دغسې یوه بریا ولري خو تر اوسه  بیخي بریالي نه  برېښي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوې پیاوړې ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده چې د افغانستان ولسمشر او هغه څوک چې  د افغانستان او پاکستان پر تګلارو پوهېږې پکې شامل وی چې اوسني ټپ درېدلي اړیکي سمې کړي.

ضعیف او سید اسحق ګيلاني چې په دا ډول  څو  غونډو کې يې ګډون هم کړی دواړه د طالبانو او حکومت ترمنځ  بې باوري تر ټولو لويه ستونزه بولي. ګیلاني د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل دا د غني ناکامي ده چې هغه وعدې يې پوره نشوای کړی چې د ۱۳۹۳ کال  تر  ټاکنو وړاندې يې کړې وې. له طالبانو سره مخامخ خبرې د غني په ژمنو کې وې. ګيلانې همدا ډول وویل تر ټاکنو مخکې  غني له طالبانو سره په دوبۍ کې لیدلي و او ژمنه يې ورسره کړې وه چې بریالی شي مخامخ به خبرې  ورسره کوي. ګيلاني وویل کله چې غني بریالي شو ددې پر ځای چې له طالبانو سره تماس ونیسي پاکستان ته یې مخ واړاوه چې طالبان خبرو  ته اړباسي. هغه زیاته کړه:« افغان حکومت غواړې طالبان ورته تسلیم شي چې دا کار شونی نه دی».

طالبانو هم حکومت ته پرته له دې چې  په قطر کې  د خپل سیاسي دفتر پر رسمي پېژندنې ټینګار وکړي بله نرمي نه ده ښوولی او د سولې د خبرو په اړه يې د کابل وړاندیز ته یوه تګلاره نه ده وړاندې کړې. هرومرونه ده چې د سولې  د میکانیزم نه وړاندې کېدل  دې  د ردولو په مانا وي او طالبانو ته په کابل کې د دفتر پرانستلو وړاندیز هم ورسره  هرومرو خپلمنځي تړاو نه لري. د بېلګې په ډول یو کار یا وړاندیز پرته له دې چې هغه بل هم  وشي ترسره کېدلی شي.. او  دې ته هم ځیرېدا په کار ده چې دواړو غاړو منلې چې د خبرو له پاره یواځي د کومې تګلارې شتوالی اړین نه دی. آن ځیني نوښتونه به لا د طالبانو له خوا رامنځته کېږي.

ورسره جوخت دواړو غاړو هڅه کړې ده چې جګړه نوره هم  توده کړي. په وروستیو کې کابل او امریکا هوايي بریدونه ډېر کړي او وسله وال يې په نښه کړي او له منځه وړي دي. په ۱۳۹۶ کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته  طالبانو د ګڼ  مېشتو مرکزونو د نیولو له پاره بریدونه ډېر کړل.داسې  برېښي چې د امریکا او پاکستان د اړیکو اوسنۍ خړپړتیا ښايي وضیعت نور هم خراب کړي. ( د امریکا د نوې ادارې پرتګلارو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې څېړنه دلته وګورئ) او بیا به د اوضاع بیرته سمول ګران کار وي. د جګړې ډېرول ښايي طالبان ددې پر ځای چې د سولې خبرې وکړي د نښتو او بریدونو ډېرولو ته وهڅوي چې دا به د خلکو یوه برخه او حکومت هم  اړباسيچې د سولې پر ځای د جګړې لار غوره وبولي. پر پاکستان د امریکا د ولسمشر فشار او د پوځي مرستو بندېدل د افغانستان له خوا په پراخه کچه وستایل شول چې وار له مخه د غچ اخیستلو لامل شول. د راپورونو له مخې د پاکستان دفاع وزیر د ۱۳۹۶ کال د سلواغې  په لومړیو کې اعلان وکړ چې له امریکا سره يې پوځې او استخباراتي همکارۍ ځنډولې دي.( په اسلام آباد کې د امریکا سفارت وویل چې په دې پرېکړه یې نه دي خبر کړي). پاکستان همدا ډول کولی شي هوايې او ځمکنۍ لارې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اکمالاتو پرمخ وتړي( دا کار په ۱۳۹۰ کې هم شوی و، دلته يې ولولئ).

د امریکا متحدایالات

دا هرڅه تر ډېره بریده د ټرمپ په اداره پورې اړه لري. د اوس له پاره دا روښانه شوې ده چې د افغانستان په اړه ډېرې پرېکړې عملا د پوځیانو له خوا کېږي. په افغانستان کې د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي جان نیکولسن په نومبر کې د برسلز په غونډه کې وویل : « دا د جګړې او خبرو لیدلوری دی». دا حالت په عمل کې د یوه بدلون استازولي نه کوي د پخواني ولسمشر اوباما او په ځانګړي ډول د هیلري کلینټن لید لوري هم  ښه پایله ونه درلوده، سره له دې چې د اوس پرتله هغه مهال  د پوځیانو شمېر هلته خورا ډېر و.

په هر صورت،  له سیاسي پلوه د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټيلرسن ښايي د افغان حکومت او طالبانو ددې معما له پاره یوه لاره  موندلې وي. د ۱۳۹۶ کال د لړم پر ۱۸نوموړي د واشنګټن د ستراټیجیکو او نړیوالو  څېړنو  مرکز کې د وینا پرمهال د امریکايي ځواکونو وتنه رد کړه خو ويې ویل چې د مهالوېش ټاکنه د سولې د خبرو برخه کیدای شي.  ورسره جوخت یې پرافغانستان  ډاډ وښود چې امریکا دا کار افغان لورو ته پرېږدي چې  په پایله کې له افغان کلتور سره سم د سولې د خبرو له پاره یو سیاسې تګلاره غوره کړي. دا ښايي طالبانو ته فرصت ورکړي چې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړي.  په عمل کې ډېروخت دلويديځوالو کلتورته شین څراغ ولسواکۍ او داصلي ستونزو غوڅېدو ته دلږ پام ماناښندي.

هغه وویل: دا طالبانو او نورو عناصرو ته نژدې یوه ژمنه او پیغام دی چې موږ له دې هېواده نه وځو، او موږ به ترهغو دلته یو چې تاسې خپل نظر نه وي  اړولی او پرېکړه مو نه وي کړې چې افغان حکومت ته  د بیا پخلاینې د بهیر له لارې ورګډېږئ او له افغان کلتور سره سم یو حکومت جوړوئ .

که د امریکايي ځواکونو وتل د افغان لورو ترمنځ د اجنډا یوه برخه شي نو دا بې له شکه د امریکاییانو یوه اصلته اړتیا لري.( دا به د دافغانانو په مشرۍ د خبرو د پرمخ بېولو له پاره یوه مهمه مساله وي).

د بهرنیو اړیکو د شورا یوه لیکوال په یوه مقاله کې لیکلي (دلته يې وګورئ) یو بل کار چې واشنګټن يې په لنډه موده کې کولی شي «د سولې د پروسې له پاره د شرطونو  لګول دی»چې لاندې برخې ولري:

«… د تجربه کارو ډیپلوماټانو ګومارل او هغوی ته صلاحیت ورکول. دې موخې ته درسېدو له پاره د سیمه ییزو ځواکونو ملاتړ  ورماتول او  دا یقیني کول چې د امریکا تګلاره د منځلارو طالبانو مخالفه نه ده خو که له طالبانو سره د جګړې د غځولو اړتیا شوه هلته نو افغان امنیتي ځواکونه سمبالول او افغانې اداري پیاوړي کول غواړي.

د امریکايیانو  وتل  به د یوې مودې له پاره د افغان حکومت له پاره ستونزمن کار وي. افغان امنیتي ځواکونه او افغان  حکومت د امریکا او لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ متکي دي له همدې امله امریکايي او نور ځواکونه په افغانستان کې ماموریت لري ( بېلګې یې دلته ولولئ). ولسمشر غني په دا وروستیو کې سي بي ایس  ته منلې وه( دلته يې وګورئ) «موږ د امریکا له ملاتړ او مرستو پرته خپل اردو شپږ میاشتې هم نه شو ساتلی».طالبانو به ښايي دا په ډېرهلېوالتیا اورېدلي وي. دا د نه غږېدو له پاره یوه ښه هڅېدنه ده.

لنډيز او دا چې په اجنډا کې نور څه دي

په۱۳۹۶کالکې چې څومره پرسولې زموږ دلیکلوشونیتیاوه ډېرپه کې درېښتیاووپرځای خیالونه وو. دواړو غاړو هڅه کړې چې د سولې په خبرو ملنډې ووهي. داحالت بیخي نه بدلېدونکې و او کومه ځانګړې پایله ترې راونه وته. د قطر دفتر په اړه د کابل ناندرۍ يې یوه نښه ده. داسې مالومېږې چې د حکومت خوښه نه ده چې درېیمګړي پر سوله  کار وکړي. د کابل دا نالېوالتیا ښيي چې د پخلاینې له پاره د باور جوړوني  لار کې خنډونه شته. (زموږ د ۱۳۹۴ دوسیه دلته وګورئ). په بنسټیزه توګه ۱۳۹۶ کال د افغانانو د سولې له پاره یو ضایع شوی کال دی

د ۱۳۹۶ کال په پای کې هم د یوه ډراماټیک سیاسي حل رڼا نه لیدل کېږي. د سولې شورا له خوا یواځینی وړاندیز به چې طالبانو ته په کابل کې د دفتر د پرانستې له پاره دی، بدلون رانه ولي، خو بیا هم د سولې په خبرو کې بې قیدوشرطه وړانديز د جګړې د تېزولو پرتله یو څه اغېز لرلی شي. ځکه چې د حکومت له خوا به د جګړې د  تودولو په غبرګون کې  طالبان هم د پسرلې په رارسېدو سره جګړه توده کړي( د کړکېچ د نړيوالې ډلې راپور دلته ولولئ).

نوی ډیپلوماټیک فعالیت به راتلونکې میاشت  پیلېږي چې افغان حکومت په کې د سولې نوی او دغه راز امنیتي پلان وړاندې کوي. د بېلګې په ډول سیاسي  وینا چې د ۱۳۹۶ کال په کب کې وړاندې کېږي. ولسمشر غني ددې له پاره تابیا نیولې او د فبروري په ۱۲ يې مدني ټولنو، ځوانانو اود ښځو په یوه کانفرنس کې پر  طالبانو غږ وکړ چې خپل واک ګاونډیانو ته ورنه کړي او په افغاني خبرو کې برخه واخلي. هغه همدا ډول د کانفرنس پر ګډونوالو غږ وکړ چې د کابل پروسې  په اړه خپل نظریات ورسره شریک کړي . ده وویل چې په دې کانفرنس پسې به د سیمه ییزو هېوادو اسلامي او نړيوال کانفرسونه هم  جوړ شي. چې دا هم د ریښتینولۍ پرځای تش په نامه بلنه ښکاري.

سره له دې چې د روسانو له یرغل نه تراوسه د جګړې څلويښتمه کلیزه پوره  کېږي چې افغانان پکې مري،ژوبلېږياو له خپلو کورونو په لوی شمېر بېځایه کېږي،که ملکې وګړي دي ( دلته يې ولولئ)، که وسله وال ځواکونه دي ( د وسله والو ځواکونومرګ ژوبله د ملکي وګړو دوه هومره ده) او  که طالبان دي چې کره شمېر يې نه دی مالوم  ( دلته يې  ولولئ). جګړه د یوې منتظرې وینه زبېښونکې لوبې په توګه دوام لري.

(۱)تر دې وړاندې پګواش  کانفرنس د افغانستان پر سوله د بحث له پاره ۵ غونډې کړې دي. لومړی کانفرنس۲۰۱۲ کال په سپتمبر کې په دوبۍ کې جوړ شو (د پګواش وینا دلته ولولئ). په دې پسې دویم کانفرنس همد ۲۰۱۶ په جنورۍ کې  په دوبۍ کې و. د پګواش درېیم کانفرنس د ۱۳۹۵غبرګولي کې په دوحه کې وشو. څلورم پګواش کانفرنس  بیا د ۱۳۹۵کال په سلواغه کې په دوحه کې وشو.

(۲)ځینو رسنیو ویلي و چې  په نومبر میاشت کې هم په دوبۍ کې یوې افغاني موسسي د غونډې د تابیا  تکل درلود. دا هم بریالۍ نه شوه ځکه چې اماراتو طالبانو ته وېزې ور نه کړې. د طالبانو او عربو اماراتو ترمنځ اړېکي تر هغه وروسته ویجاړ شول چې د ۱۳۹۶ کال  مرغومي کې په کندهار کې د یوه برید په ترڅ کې د متحده عربو اماراتو سفیر او ددوې پنځه ډیپلوماټان ووژل شول. طالبان په دې برید کې پړه وبلل شول.

(۳)همدې سرچینې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې ملا رسول درې مرستیالان لري، مولوي بازمحمد د طالبانو د تش په نامه حکومت د فراه والي، منصور دادالله چې په زابل کې د ۱۳۹۴په لړم کې ووژل شو او عبدالمنان نیازی.

(۴)ددې تېرو دوو کلو په ډېره موده کې پاکستان او افغانستانګڼې یو اړخیزې او څواړخیزېناستې درلودې چې ځینې يې په لوړه کچه وې. خو دغو ټولو کومه پایله نه درلوده. ددې پرعکس د پاکستان او افغانستان اړيکي نور هم خرابشول،سره له دې چې ولسمشر غني ډېره پسته ژبه وکاروله،خو ګټه يې ونه کړه. په ۱۳۹۶ کې طالبانو د مزارشریف پرپوځي  مرکز او په کندهار کې د والي پر دفتر د بمې چاودنو په ګډون چې عرب ډیپلوماټان هم پکې ووژل شول ډېر وژونکې بریدونه وکړل. ولسمشر غني د تل په څېر پر پاکستان تور ولګاوه چې طالبانو ته پناه ورکوي. د ۱۳۹۶ په غبرګولي کې هغه پاکستان ته د خپل ورتګ بلنه رد کړه او ويې ویل چې دغه هېواد ته تر هغو نه ځي چې ددې پېښې عاملین يې افغانستان ته نه وي سپارلي ( د  رسنیوراپور دلته ولولئ).

(۵)په همدې راپور کې سیګار دا راز برسېره کړچې امریکايي ځواکونو د افغان حکومت په غوښتنه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د کړنو په شمول د مرګ ژوبلې په اړه پر مالوماتو بنديز لګولی دی.

(۶)ډېر څېړونکي استدلال کوي چې د جګړې موسم  لا پاته دي او وسله وال د ژمې له امله غلي دي.

لیکوالان: