قاري حکمت چې ځان د داعش قوماندان بولي او د جوزجان یوه برخه يې ولکه کړې د ۱۳۹۶ په مرغوميمیاشت کې دطالبانو له یوې بلې هڅې چې غوښتل يې له دې سیمې یې وشړي، ځان وژغوره. له دې وروسته یې هڅه وکړه له حکومته په دې ولایت کې یوه بله ولسوالۍ ونیسي خو بریالی نشو. د ۱۳۹۷ کال د حمل په پنځلسمه حکومتي سرچینو خبر خپور کړ چې قاري حکمت يې د غوڅ ماموریت د هوايي ځواکونو په یوه برید کې وژلي دی. د حکمت تر وژل کېدو وړاندې ددې سیمې اوضاع په پرتلیز ډول ښه وه. وړاندوینه نه شي کیدای چې ددې سیمې حالت به تر دې وروسته څنګه وي. تراوسه پورې نه ده مالومه چې ددې ډلې مشري به د حکمت تر مړینې وروسته اوس چاته سپارل کېږي او دا هم نه ده مالومه چې د قاري وسلوال ځواکونه به هلته خپل واک وساتلی شي او که به يې سیمیز حکومت او یا طالبان تشه ډکه کړي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې آن د قاري حکمت تر وژل کېدو وړاندې لا د بې باوره ځواک تر سرلیک لاندې د اوضاع په اړه دا لیکنه کړې وه.
د درزاب ښار، ۱۳۹۵ . انځور: د درزاب د خواله رسنیو فعالان
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې عبید علي په دې اړه نور مالومات راټول کړي چې څنګه حکمت د شمال په دوو ولسوالیوکې خپلکاواکه ځواک ساتلی، سیمه ییز او بهرني قوماندانان يې د ځان کړي، ډېر جنګیالي يې ګومارلي او د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت تر بیرغ لاندې يې نیمه حکومتي جوړښت سمبال کړی دی. عبید په سیمه کې د بهرنیو جنګیالیو په اړه راپورونو ته هم کتنه کړې ده.
د طالبانو یو نوی ناکام برید
د طالبانو له ډلې یاغي شوی قوماندان قاري حکمت چې له ۱۳۹۴ راهیسې د اسلامي دولت ډلې خراسان ولایت ( چې په افغانستان کې يې داعش بولي) تر بیرغ لاندې فعالیت کوي، د طالبانو له یوه بل بریده چې غوښتل يې په شمال کې یې له جوزجان ولایت نه وشړي، ژغورل شوی دی. ددې لږ لامل دده ځواک او ډېر د طالبانو نه یووالی بلل کېږي.
د ۱۳۹۶ د مرغومي په نهه ویشتمه طالبانو د قاري حکمت تر ولکې لاندې د جوزجان د دوو ولسوالیو – درزاب او قوش تیپې د بېرته نیولو له پاره سلګونه جنګیالي راغونډ کړل. دوی له دریو لوریو برید وکړ. په فاریاب، جوزجان او سرپل کې وتلي قوماندانان د طالبانو مخکښان وو. د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان مولوي عبدالباقي د درزاب د جنوب له لورې د شمال خواته برید پر مخ ووړ. د ملا نادر جنګیالیو د سر پل صیاد ولسوالۍ د لوېديځ له لورې پر قوش تیپه برید وکړ. د طالبانو خپله ډله د قاري غني او ملا سراج په مشرۍ چې د طالبانو د قوش تېپې او درزاب ولسوالان دې په لوېدیځ کې د فاریاب د شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو له خوا سمبالیده. دوی دواړو د۱۳۹۶ د تلې په میاشت کې د قاري حکمت د جنګیالیو له خوا په یوه ستر برید کې ماته خوړلې وه( زموږ پخوانۍ څېړنه دلته وګورئ:).
جګړې لس ورځې دوام پیداکړ او دواړو غاړو ته سخته مرګ ژوبله واوښته. د سیمه ییزو سرچینو په وینا شپږویشت داعش پلوي جنګیالي او اته طالبان وژل شوي وو. د قاري حکمت جنګیالي مجبور شول چې په دواړو ولسوالیو کې خپل ځایونه پرېږدي او د قوش تېپې شمال لورې (خانقاه او بیګ سار) ته او د درزاب شمالي سیمو (مغول او سر درې) ته د لنډېمودې له پاره شاتګ وکړي. جګړه د تمې خلاف د طالبانو له لورې ودرېده او دوی په جوزجان او سر پل کې خپلو اصلي مورچلو ته بېرته ستانه شول. د ځايي سرچینو په وینا په دې عملیاتو کې د ښکېلو طالب قوماندانانو تر منځ همږغي نه وه ځکه يې برید وپاشل شو.
په دې پېښه پسې قاري حکمت خپله برید پیل کړ. د ۱۳۹۶ د کب پر دولسمه قاري حکمت ته وفادارو جنګیالیو د ولسوالۍ مرکز ته نژدې په پیتاو او قریي کلیو کې د سیمه ییزو پولیسو پر دوو څوکیو برید وکړ. په پیتاو کې چې د ولسوالۍ له مرکزه یو څو کیلومتره لرې دی د سیمه ییزو پولیسو قوماندان شیر محمد د قاري حکمت له بریده خبر و ځکه يې هغه په شا وتمباوه. په قریي کلي کې هم چې د ولسوالۍ له مرکزه نژدې ۵۰کیلومتره د شمال خواته پروت دی سیمه ییزو قوماندانانو و کولی شول برید په شا وتمبوي. دسیمه ییزو سرچینو په وینا، د قاري حکمت اته جنګیالي او د امنیتي ځواکونو دوه جنګیالي چې یو يې سیمه ییز پولیس او بل د عامه نظم پولیس و په دې برید کې ووژل شول.
پر خلکو د جګړې اغېز
د جوزجان د ولایتي شورا یوې ښځینه استازې حلیمې کریمي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د۱۳۹۶ د مرغومي په پاې کې له تازه جګړې وروسته وویل چې یواځې په درزاب کې په تېره یوه میاشت کې نژدې ۵۰۰۰ کورنۍ د جګړي له امله تښتېدلې دي. هغې وویل« نژدې ۲۸۰۰ کورني بېځایه شوي د شبرغان په شاوخوا کې په سخت حالت کې ژوند کوي».
که څه هم دا شمېره مبالغه برېښي خو د بشري مرستو د همږغۍ له پاره د ملګرو ملتو د دفتر (UNOCHA)تازه شمېرې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته يې ورکړې، ښيي چې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ په موده کې ۱۰۳۰ کورنۍ (۷۲۵۰ تنه) له دواړو ولسوالیو څخه د جګړې له امله کوچېدلې دي.د مرغومي له میاشتي راهیسې یاد دفتر د جوزجان د کورنيو بېځایه شویو دشمېر په اړه په خپلو اوونیزو راپورو کې نوي مالومات نه دي ورکړي.
خو د ملګرو ملتو د دفترو مالومات هم یو ډول نه دي.د کډوالۍ نړیوال دفتر ((IOM د ۱۳۹۶ د لړم په شپږویشتمه په خپل راپور کې لیکلي چې د جګړې له امله ۱۷۰۷ کورنۍ له درزاب او قوش تېپې څخه بېځایه شوې دي. د ۱۳۹۶ د مرغومي پر شلمه همدې دفتر راپور ورکړ چې یواځې په قوش تېپه کې ۱۸۰۷ کورنۍ د جګړې له امله شبرغان ښار ته او په ولسوالۍ کې دننه کډه شوې دي. له هغه راهیسې دې دفتر هم د راپورونو له مخې د جګړې له امله په جوزجان ولایت کې د بېځایه شویو په اړه راپور نه دی ورکړی.
شخصي شخړې، لالهانده وفادارۍ
په څلورو میاشتو کې د قاري حکمت پر ضد د طالبانو دویم ناکامه برید ښايي له لومړي سره دومره جدي نه و( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې مخکینۍ څېړنه دلته وګورئ):.
دا په حقیقت کې د سیمه ییزو طالب قوماندانانو او قاري حکمت تر منځ د هغې شخصي شخړې پایله وه چې د حکمت د جنګیالیو له خوا د طالبانو د یوه قوماندان د ورور وژل کېدو ټوکولې وه . د ۱۳۹۶ د مرغومې پر نولسمه د قاري حکمت یوه ملاتړي ( او د قاري د یوه بل قوماندان مولوي ذکرالله د خور زوی) نورالله د طالبانو د تش په نامه حکومت د سر پل د والي ملا نادر ورور د صیاد ولسوالۍ په کنده سیمه کې چې د سر پل په ګاونډ کې پرته ده، په ډزو وواژه.( داسې ښکاري چې دا یوه شخصي دوښمني وه؛ په صیاد ولسوالۍ کې حکمت ته د وفادارو جنګیالو د فعالیتو نښې نه لیدل کېږي). نادر تکل درلود چې لانجه په سوله ییز ډول حل کړي او درزاب ته يې قومي مشران ور ولېږل چې قاتل په لاس ورکړي، خو حکمت دا وړاندیز رد کړ او ددې پرځای يې ټینګار وکړ چې دی به په درزاب کې په خپله نورالله ته سزا ورکړي.
داسې مالومېږي چې په دواړو ولسوالیو کې د واک تشه شته چې حکمت ته يې د سیمو د نیولو لار اواره کړې ده. د تېرو دوو کلو په موده کې طالبانو خپله جګړه ییزه تګلاره له کلیوالو سیمو څخه د ولسوالیو ګڼ مېشتو مرکزونو ( خماب، قرقین،منګیجک او خانقاه)، د ولایت شمالي او ختیځو برخو او همدا ډول د ولایت مرکز شبرغان شاو خوا ته بدله کړې ده. طالبانو له شبرغان څخه ولسوالیو ته پرغځېدلو لارو هم خپل شتون ډیر کړی چې هلته مېشتو امنیتي ځواکونو ته د مرکز له خوا د لېږدېدونکو لوجستیکې اکمالاتو مخه ډب کړي.
له دې امله نه حکومت او نه هم طالبان لېوالتیا لري چې د درزاب او قوش تېپې په څېر لیري پرتو ولسوالیو کې پیاوړی شتون ولري. دی کار قاري حکمت ته فرصت ورکړی چې له دې موقع ګټه واخلي او د ځان له پاره ځاله جوړه کړي.
د ولسوالۍ له مرکزونو پرته چې د حکومت په لاس کې دي د قوش تېپې او درزاب دواړې ولسوالۍ په بشپړ ډول د قاري حکمت د جنګیالیو په ولکه کې دي.
د پوهنې رییس عبدالحی یاسین په وینا په درزاب کې د ۴۵ ښوونځیو له ډلې نه۴۲يې د لېسو، منځنیو ښوونځیو او رسمي دیني مدرسو په ګډون تړلې دي. هغه وویل په قوش تېپه کې بیا د ۲۸ ښوونځیو له ډلې د۲۱ هغو ورونه تړلي دي. هغه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل قومي مشرانو د ښوونځیو د بېرته پرانستلو په اړه له حکمت سره څو ځلي لیدلي دي. یاسین وویل« د ۱۳۹۶ کال په پیل کې هغه ژمنه وکړه چې ښوونځي به بېرته پرانېزي خو وروسته کله چې بهرني جنګیالي ورسره یو ځای شول د منځګړیتوب خبرې یې ونه منلې».
د حکمت د جنګیالیو شمېر څرګند نه دی او د حکومتي چارواکو اټکل هم یو ډول نه دی. د سیمه ییزو پولیسو مشر شیر محمد د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د ۱۳۹۶ د سلواغي په میاشت کې وویل چې د قاري د ټولو جنګیالیو شمېر د درزاب او قوش تېپې دواړو ولسوالیو کې زرو تنو ته رسېږي خو د سیمې خلک بیا ددوی شمېر نژدې څلورسوه بولي. په هر صورت قاري حکمت دا ثابته کړې چې تر قوماندې لاندې يې ګن شمېر جنګیالي شته چې نه یواځې حکومتي چارواکې پرې ګواښي چې د سیمه ییزو طالبانو مخه هم نیسي. د سولې د عالي شورا ولایتي مشر حاجي محمد اکرم چې د درزاب اوسېدونکی دی او په سیمه کې د یاغیانو له خوځښت نه ښه خبر دی د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل « په جنګیالیو کې ازبیک ، تاجیک او پښتانه درې واړه توکمه شته».
د هغو راپورونو له مخې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له سیمې را ټول کړي، مالومېږي چې قاري حکمت په ۱۳۹۴ کې داعش ته له اړخ بدلولووروسته ډېرژر د سیمې قوماندانانو ته لاسرسی وموند او د نورو ځایو د قوماندانانو پام يې ځان ته واړاوه . دی اوس د غور، کندوز، سر پل او بلخ ولایتونو محدود شمېر جنګیالي له ځان سره لري.د سیمه ییزو سرچینو له مخې « ددې جنګیالو شمېر تر لسګونو، نه اوړي».
حکمت لومړی هغه سیمه ییز قوماندانان چې د جنګیالیو وړې ډلې يې درلودې په نښه کړل. وړاندې د دوی تر منځ ډېرو یا له طالبانو او یا هم له سیمه ییز حکومت سره معامله کړې وه. ځینو د سیمه ییزو طالب قوماندانانو په توګه کار کاوه او نورو يې له حکومت پلوه ملېشو سره په مړاوې وفادارۍ فعالیت درلود. قاري حکمت وکولی شول په درزاب او قوش تېپه کې د دوی ترمنځ لږ تر لږه شل يې قانع کړي چې دده تر قوماندې لاندې کار وکړي.
په دوی کې حاجي زین الدین چې یو سیمه ییز اوزبیک او د اسلامي حزب پخوانی قوماندان و، تر ټولو مخور بلل کېږي. هغه د درزاب او قوش تېپې تر منځ پر پوله نژدې سل جنګیالي درلودل. د هغه جنګیالي د ټولنې د خوندیتابه له پاره په خپلواک ډول په سیمه ییزو چارو بوخت وو. هغه په ۱۳۸۸ کې له طالبانو سره یوه معامله وکړه چې په رسمي ډول د طالبانو واک ومني، خو دی به خپلواک وي. معاملې په بنسټيز ډول دوه شرطونه درلودل: یو دا چې په سیمه کې به یې خپلکلیوال له حکومتي ځواکونو سره نه يوځای کېږي، په بدل کې به يې طالبان ده ته د مالیي ټولولو په ګډون د سیمې د کنټرول بشپړ واک ورکوي او طالبان به د هغه جنګیالي د ولسوالۍ نورو برخو ته نه لېږي. په ۱۳۹۵کېد حکمت تر پیاوړتیا وروسته، نوموړی هغه ته ورواوښت.
یوه بله بېلګه يې ازبیک قوماندان مفتي نعمت دی چې نژدې ۸۰ جنګیالي لري. نعمت په ۱۳۹۴ کې جنرال عبدالرشید دوستم ته تسلیم شو. هغه نژدې دوه کاله په شبرغان کې و خو وروسته ولاړ او له حکمت سره یوځای شو ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ څېړنه دلته وګورئ). اوس هغه له داعش سره د تړلي قوماندان په توګه د درزاب په سر دره کې چې د طالبانو په وروستي برید کې يې د قاري حکمت د دویم تمځای حیثیت درلود، کار کوي. قوماندان قدرت ګل چې ۴۰-۵۰ جنګیالي او قوماندان حمزه چې نژدې ۳۰ جنګیالي لري هم د ۱۳۹۵ په نیمايي کې د داعش تر بیرغ لاندې فعالیت پیل کړ.
په نژدې همدې وخت کې له جنوبي جوزجان نه بهر هم د عمر مهاجر په ګډون ځیني قوماندانان چې د غور د جنګیالیو مشري کوي له حکمت سره یو ځای شول. مهاجر چې د غور یا فراه اوسېدونکی دی، ویل کېږي ډېر ځوان دی او د نوموړي د پخوانیو اړیکو په اړه چې چا ته وفادارو، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سیمه ییزې سرچینې مالومات نه لري. ویل کېږي چې دویمه بهرنۍ ډله له ډېر واټنه- د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ راغلې ده. دا د۱۰-۱۵ جنګیالیو ډله غالبا له جندالله سره تړاو لري. دوی د ۱۳۹۵ په پای کې له حکمت سره یوځای شول. جندالله د ازبکستان اسلامي غورځنګ څخه بېله شوې ډله ده. دوی د افغانستان په شمال ختيځ کې فعال دي خو یواځي افغانان پکې دي. په ۱۳۹۴ کې د جندالله ځینو جنګیالیو په سیمه ییزو ژبو د اسلامي دولت د مشر ابوبکر البغدادي د وینا په ژباړلو ،دوبله کولو او له سوريي څخه په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي دولت د ویډیوګانو په خپرولو سره له اسلامي دولت (داعش) سره لېوالتیا ښوولې وه . طالبانو وروسته د جندالله یو شمېر جنګیالي په کندوز او تخار کې بېوسلې او بندیان کړل او ځیني يې تېښتې ته مجبور کړل ( د جندالله او طالبانو تر منځ د شخړو په اړه زموږ پخوانۍ څېړنې دلته وګورئ). درېیمه ډله د مولوي حبیب الرحمن په مشرۍ چې د بلخ اوسېدونکی دی اونژدې لس جنګیالي لري، له حکمت سره په ۱۳۹۵ کې یو ځای شوه. هغه یو څو میاشتې د حکمت تر امر لاندې د تش په نامه عدلیې رییس و خو بیا پر کوم ناڅرګند لامل لیرې شو. اوس مولوي حبیب الرحمن له داعش سره د تړلي قوماندان په توګه د درزاب په سر دره کې د قوماندان دنده لري.
د جوزجان له پولې ها خوا د سر پل له صیاد ولسوالۍ نه د جنګیالیو یوې بلې وړې ډلې ملا حکمت ته لاس ور اوږد کړ او په درزاب کې د هغه مرکز ته په کتنه ورغلل. ددې ډلې مشري د ملا غضنفر په نامه یو نومورکی قوماندان کوي. کله چې هغه د ۱۳۹۶ په پیل کې له حکمت سره ولیدل ډاډ ورکړ شو، که طالبان یې له درزاب نه وشړي نو په صیاد کې به پناه ورکړ شي . په هر صورت دې ملګرتیا تر څو میاشتو ډېر دوام ونه کړ.د۱۳۹۶ په زمري میاشت کې غضنفر او د طالبانو له خوا د صیاد ولسوال ملا نادر په میرزا اولنګ کې پر سیمه ییزو پولیسو او د عامه خلکو پر پاڅون یو پراخ برید وکړ چې په پایله کې يې یو شمېر ملکي وګړي ووژل شول ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ څېړنه دلته وګورئ).
قاري حکمت له وړاندې لا په سیمه کې د عامو خلکو د ورځنیو چارو د څېړلو له پاره یوه تش په نامه اداره جوړه کړې ده، چې د قضاء ، اردو، پولیسو، مالیې او امر بالمعروف واحدونه لري، خو نومونه يې عربي دي او د طالبانو له ټرمینالوجیو سره څرګند توپیر لري. دبېلګې په ډول شُرطه (پولیس)، قضاییه (قضاء) المالیه (مالیه) او عسکریه ( اردو).
حکمت ته نژدې سرچینې وايي چې هغه د تصمیم نیونې یوه ۱۴ کسیزه شورا لري چې مشري يې حکمت خپله کوي او بېلابېلې پریکړې پکې کېږي.« نامتو قوماندانان او دده د ادارې د هر واحد رییس ددې شورا غړي دي. دوی هره میاشت پر مالي، قضايي، پوځي، عامه اړیکو او امنیتي مسایلو بحث کوي». حکمت اداري چوکۍ پر هغو قوماندانو وېشلې چې له ده سره یوځای شوي دي. مفتي نعمت د نظامي محکمې د رییس په توګه او عمر مجاهد د امر بالمعروف د رییس په توګه دندې لري.د درزاب یو بل ازبیک ملا صحبت الله د مالیې رییس دی او ملا قدرت الله ( چې ښايي د بادغیس یا هرات ولایت وي) د استخباراتو درییس په توګه کار کوي.
حکمت دوه مرستیالان هم لري: ملا ذبیح الله د پوځي چارو او حاجي د ملکي چارو مرستیالان دي. سیمه ییزې سرچینې په دې اړه نور مالومات نه لري. داسې ښکاري چې دواړه مرستیالان ددې سیمې نه وي.
حکمت ثابته کړې ده چې جنګیالي يې نه یواځيله سېمې د طالبانود شړلو وس لري چې داعش- ډوله وحشت هم کوي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې مخکې هم خبر ورکړی و چې د حکمت جنګیالیو د ۱۳۹۴ په مرغومي کې د سیمې له یوه اوسېدونکي په دې تور سر پرېکړ چې تعویذګر دی. په ورته وخت کې دوی د درزاب ولسوالۍ په بې بې مریان او صوفي دوست محمد کلیو کې دوه زیارتونه وسوځول. دا په سیمه کې نامتو زیارتونه وو خو داعش د هغو ټولو مذهبي کړنو مخنیوی کوي چې ددوی له تعبیر سره سمې نه وي. دا کړنې دا مانا هم لري چې خلک پوه شي دا ډله ریښتیا هم په شمال کې د داعش استازولي کوي. قاري حکمت په خپلو لیکلو پیغامونو او ویناوو کې د داعش نښان (لوګو) کاروي. د بېلګې په ډول د ۱۳۹۵ په سلواغه کې دې ډلې په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې داسې پټپاڼې خپرې کړې چې د داعش لوګو پکې وه او په خلکو يې غږ کړی و چې د داعش له لارښوونو سره سم چلند وکړي.
د ۱۳۹۶ په غوایيمیاشت کې داسې راپورونه وو چې د مولوی ذکرالله په نامه د درزاب یو قوماندان چې د حکمت ملګری دی د لسو جنګیالیو له یوه استازي سره یوځای ننګرهار ته تللی ، چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت له مشرتابه سره چې په افغانستان کې د داعش په نامه پېژندل شوې ډله ده، وویني. حکمت ته نژدې سرچینې وايي، ذکرالله په ننګرهار کې دوې اوونۍ تېرې کړې. د افغانستان په ختیځ کې له اسلامي دولت ډلې سره د حکمت د اړیکو څرنګوالی تر اوسه څرګند نه دی. داسې برېښيچې د دوی اړیکې د مالي ملاتړ پرځای تر اوسه د خبرو تر کچېوي.
د بهرنیو جنګیالیو مساله
د سیمه ییزو پولیسو قوماندان شېرمحمد او دسیمې خلک وايي چې له حکمت سره بهرني جنګیالي يو ځای شوي دي. د درزاب ولسوال بازمحمد داور د ۱۳۹۶په لېندۍ میاشت کې رسنیو ته ویلي و چې په درزاب کې د ازبکستان، چیچنیا او آن د فرانسې او الجزایر اتباع لیدل شوي دي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکي ددې پوښتنې په ځواب کې چې دوی څنګه وپوهېدل چې دا بهرنیان دی، د سیمې خلکو وویل : «ددوی له څېرو،جامو او له خلکو سره له نه غږېدا».د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم د ۱۳۹۶ په لېندۍ کې د فرانسې او الجزایرد اتباعو د شتوالي ادعا کړې وه.د فرانسې خبري آژانس ته په کابل کې آن اروپايي او افغان امنیتي سرچینو د بهرنیانو شتون منلی و، خو نور جزییات يې نه دي ورکړي.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکه له څو کلو راهیسي په جوزجان کې د فعالو وسله والو ډلو په اړه څېړنې کوي. باوري افغاني سرچیني چې د درزاب او قوش تېپې د وسله والو په اړه ښه مالومات لري،وایي چې په درزاب او قوش تېپه کې د حکمت په ډله کې لسګونه بهرني جنګیالي شته، چې ډېری يې د منځنۍ آسیا اتباع دي. د سیمې خلکو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ويلي چې کیدای شي د دوی ترمنځ یو ووړ شمېر ازبیک جنګیالي وي، خو پېژندل یې او یا دا چې څومره بهرني جنګیالي هلته موجود دي، ګران کار دی. د سولې د عالي شورا د ولایتي رییس حاجي محمد اکرم په وینا« ځینې بهرني جنګیالي له حکمت سره د ۱۳۹۵ په منځ کې یو ځای شوي دي». د دوی هویت نه دی څرګند ، ډېری يې په ازبیکي ژبه خبرې کوي ځکه نو د سیمې خلک یېازبیک بولي.
سرچینې د فرانسوي اتباعو شتون نه مني. حاجي محمد اکرم وايي « د فرانسوي جنګیالیو په اړه داسې شواهد نه شته چې د شتون ادعا يې سپینه کړای شي».
پایله
طالبان یو ځل بیا د درزاب او قوش تېپې په نیولو کې ناکام شوي چې ښايي اصلي لامل يې د دوی نه یووالی وي. دې کار د نا طالب وسله والو مورال لوړ کړی او خپل ځواک يې په دې دوو لېري پرتو ولسوالیو کې منسجم کړی دی. که طالبان په خپلو راتلونکو بریدونو کې جدي شي پایله به يې بیاهم څرګنده نه وي. د اوس له پاره حکومت په داسې دریځ کې نه ښکاري او یا نه غواړي چې په دې ليرې پرته سیمه کې دا ستونزه حل کړي. داسې نښې شته چې حکومت آن ښايي ډېر خوښ وي چې د هېواد په کچه د دوی لوی دوښمن هلته تر فشار لاندې راغلی دی.
د طالبانو ناکامه برید ښيي چې غورځنګ يې په ټوټو وېشل شوی او په ولایتي کچه په جوزجان کې د مشرتابه له نشتوالي سره مخامخ دی. دې کار له حکمت نه د یادو سیمو په نیولو کې د دوی د سیمه ییزو جنګیالیو پر وړتیا منفي اغېز کړی دی. داسې ښکاري چې طالبان هم د حکومتي ځواکونو په شان له داسېبرخلیک سره مخ دي چې د تش په نامه تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې دوښمن ته سیمه پرېږدي او د ځواکونو له تلو وروسته بېرته سیمې ته را ښکته کېږي.
حکمت له دې حالت نه ګټه اخیستې او په ډراماټیک ډول يې په دواړو ولسوالیو کې خپله سیمه پراخه کړې ده. د ولسوالیو په مرکزونو کې یو څه حکومتي ځواکونه شته خو طالبان له درزاب او قوش تېپې په بشپړ ډول وتلي دي. ملکې خدمات او ښوونځي تړل شوي دي او د سیمې خلک د ژوندانه په ورځنیو چارو کې له ډېرو کړاوونو سره مخ دي.
د قاري حکمت ډله د جوزجان په دې برخه کې یواځینۍ پیاوړې ډله ده. دا ښايي آن ده ته هم هېښوونکې وي چې د ځواکونو دې وړتیا ، دا وس ورکړی چې په دواړو لیرې پرتو ولسوالیو کې خپله اداره ولري. دغهحالت مرور قوماندانان او نورې راډیکالې ډلې دې ته هڅوي چې د طالبانو د یو بدیل په توګه له حکمت سره یوځای شي. دا سیمه د نورو ځایو د ورته ډلو له پاره هم په یوه پناه ځای اوښتې ده.
تر اوسه څرګنده نه ده چې حکمت له درزاب او قوش تېپې ورهاخوا نورو سیمو ته د خپل واک د غځولو تکل لري او که نه. په جوزجان کې د منځنۍ آسیا د جنګیالیو شتون او هلته داعش ډوله وحشتونه کېدای شي ددې نښې وي چې دی غواړي له بهرنیو جنګیالیو سره اړیکي جوړ کړي. د بهرنیو جنګیالیو شمېر د لسګونو تر بریده دی. دا ښيي چې تر اوسه لا ډېر واټن شته چې جنوبي جوزجان د ختيځ ننګرهار پوړۍته ورسېږي. همداډول ستراتیجیک انډول ته په کتود افغانستان دنورو سیمو اوګاونډیو هېوادو پرتله چې د داعش دخپرېداوېره په کې شته، له دې سیمې د داعش دخپرېدو خطر ډېرلږدی.
- د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګه په ننګرهار ولایت کې د جګړه مارو د یوموټی کولو او پرله پسې مالي چېنلونو ته په لاسرسي کې له لویو ننګونو سره مخ ده . د ۱۳۹۶ په غوايي میاشت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت د مشر شیخ ابو حسیب له وژل کېدووروسته د منځنۍ آسیا او پاکستاني جنګیالیو تر منځ د مشرتابه پر سر چاود را منځ ته شوی دی (که څه هم دا لانجې لا په رسمي ډول د بېلېدو تر بریده نه دي رسېدلې). د منځنۍ آسیا جګړه مار، پاکستانی مشر نه مني. دوی د اسلامي دولت د خراسان ولایت پاکستاني جنګیالي له پاکستاني استخباراتي ادارې ( آی ایس آی) سره په اړیکو تورنوي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹