طالبان بېرته په راپورته کېدو دي او د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان دولت له ګواښسره مخ کړي”. دا هغه وړاندوينې دي چې په دې ورځو کې چې بهرني پوځونه وتلو ته ځان چمتو کوي ډېرې اورېدل کېږي. تازه شمېرې ښيي چې ۲۰۱۳ په تاوتريخوالي کې لهتر ټولو مرګوني کال ۲۰۱۱ څخه کم نه وو. خو دا په دې معنا نه ده چې طالبان د جګړې د ګټلو په حال کې دي. تر اوسه د طالبانو د بري نښې نښانې نه د جنګ او نه د عامه نظرياتو په ميدان کې شته. د افغانستان دتحليلګرانود شبکې غړی برهان عثمان ليکي چې طالبان يوازې هغه وخت د جګړې په ډګر کې ګټونکي کيدلی شي چې راتلونکی حکومت د ولس په وړاندې خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.
په وروستيو کې ګڼ لوېديځوال چارواکي او مبصرين د طالبانو د بيا راتګ په اړه خبرداری ورکوي. ځينې بيلګې یې ددغې ليکنې په انګليسي بڼه کې وګورئ.
په دې کې شک نشته چې د بهرنيو ځواکونو وتلو لا له وړاندې په روانه جګړه کې غټ بدلونونه رامنځته کړي. خو ایا طالبان رښتیا دومره پياوړي دي چې د افغان دولت شته والي ته ګواښ ورپېښ کړي یاافغان امنيتي ځواکونه له پښو وغورځي؟ هغسې چې د افغان څېړونکو شبکې په دې وروستیو کې ولیکل، په افغان امنیتي ځواکونو، ولسي افغانانو او ، لکه څنګه چې ښکاري، په طالبانو کې د مرګ ژوبلې ډېرېدا ښيي چې ۲۰۱۳ په ځانګړې توګه له تاوتریخوالي ډک کال و. (د شمېرو په اړه دلتهولولئ).که څه هم د مرګ ژوبلې شمېرې د جنګ د ماهیت په اړه ډېر څه څرګندوي (په دې جګړه کې اوس تر ډېره افغان د افغان په وړاندې جنګیږي) ، حتمي نه ده چې دا شمېرې دې وښيي چې د دولت مخالف وسله وال څومره غښتلي دي.
اساساً، دا ډول شمېرې بېلابېل تعبيرونه لرلی شي. د بېلګې په توګه د د ډېرو ولسي کسانو وژنه کېدی شي دا معنا ولري چېد دولت مخالف وسله والقوي شوي دياو د لا ډېرو مرګونو بريدونو وړتيا لري. خو دا معنا هم لرلی شي چې دوی تر پخوا ډېر کمزوري، نهيلي او بې باکه شوي دي. همدا ډول پرافغان امنيتي ځواکونو باندې د مخامخ بریدونو ډېروالی ضرورتاً د دولت د مخالفو وسله والود زیاتېدونکې پياوړتيا نښه نه شي کيدلی. له افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتو د شمېر ډېروالی (د بېلګې په توګه په ۲۰۱۳ کال کې د ځمکنیو جګړو د ډېرېدلو په اړه د يوناما راپور وګورئ)د دولت ضد وسله والو لپاره یوازې هله یوه جدي بریا ګڼل کېدی شوای چې همدومره ستراتيژيکې لاسته راوړنې یې هم لرلې وای. خو په ۲۰۱۳ کې بېلابېلو شمېرو ته په کتو نه ښکاري چې داسې دې شوي وي. سره له دې چې د طالبانو اوسنی جنګ يوه نا انډوله او نادوديزه جګړه ده چې په لومړي سر کې یې موخه پر ځمکو يا سیمو د مطلقې ولکې ټینګول نه دي، خو دوی تر خپله وسه د خپل نفوذ د ساحې د پراخوالي لپاره بيا هم هڅه کوي.
د جګړې پر ډګر بوخته: تاریخي پرتله
دلته به د حکومت پرضد په نژدې تاريخ کې د دوو خوځښتونو تجربې ته تم شو چې د طالبانو د اوسني خوځښت په اړه ترې ځينې پايلې واخلو. دا په ۱۹۸۰ ميلادي لسيزه کې د کمونيستي حکومت پر ضد د مجاهدينو پاڅون او د ۱۹۹۰ لسيزې په دويمه نيمايي کې د مجاهدينو د حکومت پر ضد د طالبانو پاڅون دیدواړه بېلګې ځینې ګټورې نښې څرګندوي چې ترمخې یې دا وسنجول شي چې څه وخت بغاوت د دولت پر ضد په یوې خطرناکې ننګونې بدلیږي. د جګړې له ډګره ګڼې نښې شته چې ښيي څه وخت یو پاڅون د یوه نظام شته والی له ګواښ سره مخامخ کولای شي.
لومړنۍ نښه دا وي چېد دولت مخالف ځواکونه د خپل دښمن د ارتباطاتو او لوژستيکي ليکو د ګډوډولو ډېره وړتیا ومومي. يو بريالی پاڅون هغه دی چې له ځينې غټو ښارونو يا ګڼ مېشتوسيمو څخه د حکومت لاس لنډ کړي. مجاهدينو دا وړتيا آن د خپل پاڅون په لومړنيو کلونو کې وښووله او تر پايه يې په دې برخه کې حکومت ته يو سرخوږی جوړ کړی وو. يوه بېلګه يې د خوست تقريباً دایميکلابندي وه چې د ځمکې له لارې يې له کابل سره اړيکې شلېدلې وې. مجاهدينو ټول وخت وکولی شول د ګردېز – خوست لاره وتړي، او د شوروي ځواکونو د پرلپسې غټو عملياتو سره سره يې تړلې وساتي. طالبانو په دې برخه کې تر اوسه کومه ثابته وړتيا نه ده ښوولې. برعکس، هغه سملاسي ګواښ چې د بېلګې په توګه په ۲۰۰۸ – ۲۰۱۰ کې کندهار او لشکرګاه غوندې ښارونه ورسره مخ ول او د طالبانو جنګي کرښې د ښار تر لمنو رسېدلې وې، نن ډېرې شاته تللې، او نه ليدل کېږي.
د يوه بریالي دولت ضد غورځنګبله نښه داده چې تعرض محوره وي. په دې معنا چې خپل دښمن تل تر بريدونو لاندې نيسي. د شوروي ځواک پر ضد د مجاهدينو ډلګيو او همدا ډول په ۱۹۹۰ لسيزه کې د مجاهدينو پر ضد د طالبانو غورځنګ تقريباً تل په تعرضي بڼه پرمخ روان وو. سترې مخامخ جګړې يې کولې. خو د طالبانو اوسنی خوځښت په مشکل سره د جبهه يي جنګونو وړتيا لري. دوی تر دي دمه خپلې هڅې تر ډېره د خرپ او ترپ بریدونو یا د جګړې نورو نادوديزو تکتیکونو باندې ورټولې کړې دي چې مقابل لوری ټپي کولای شي خو له پښو یې نشي غورځولي. که طالبان جبهه يي جنګ ته له دې امله زړه نه ښه کوي چې تر اوسه لا په اسمان کې د ناټو الوتکې شته چېد دوی ليکې په اسانه ماتولی شي، تر دې زياتې خونړۍ او بې باکه بمبارۍد شوروي ځواکونو هم وې، چې مجاهدين يې له تعرضي او ميداني جنګونو څخه را ونه شوای ګرځولی. البته د ناټو د هوايي بریدونو له پایته رسېدو وروسته دا امکان شته چې د جګړې انډول په ژوره توګه بدل شي، خو دا بهپه راتلونکې کې وکتل شي.
د يوه قوي پاڅوندرېمه نښه په حکومت کې د هغه ژور نفوذ دی، په تېره بيا د امنيتي ځواکونو په ليکوکې، چې په نتېجه کې یېپه پراخه کچه خلک له مخالف لوريوراوړي. د اوښتو او تسليمېدو لويې لړۍ هم د مجاهدينو په وخت کې له کمونيستي دولت څخه او هم د طالبانو د ظهور پرمهال د مجاهدينو له ليکو څخه ډېرې ولیدل شوې . د جنګونو په وخت کې د لوريو بدلول يو پرګماتيک او عملي مانور دی، چې کمزوری اړخ پکې د ځواک د تلې سر ته ګوري. د مجاهدينو د پاڅون په وروستيو کلونو کې بشپړ نظامي واحدونه د کابل له دولت څخه دوی ته ور واوښتل. خو اوس مهال طالبانو ته د دولت له لورې د دغسې اوښتنو پاموړ بېلګې نه تر سترګو کېږي.
د عامه ملاتړ ګټولو لپاره په جګړه کې څوک مخکې دي؟
دا يوازې پوځي ډګر نه دی چې پکې د طالبانو د بري کوټلې نښې نښانې نه موندل کېږي، بلکې د عامه اذهانو په ميدان کې هم داسې څه نشته چې د حکومت د وسله والو مخالفينو ثابت پرمختګ وښيي. برعکس، داسې ښکارېږي چې طالبان د ولسي محبوبيت له يوې خورا لويې ازموينې سره مخامخ دي. له هغو کليوالو سيمو څخه چې تل يې طالبان ساتل، تغذيه کول او د جنګ سړي يې ورکول، له دغسې سيمو څخه د محلي پوليسو په نامه د سيمې د يو شمېر ځوانانو راوتل هلته د طالبانو د انحصاري محبوبيت د طلسم د ماتېدلو يو ښکاره ثبوت ګنل کيدلی شي. دا په ښکاره د طالبانو محبوبيت ته يو ګواښ ښيي چې ځېنو هغو خلکو چې پخوا یې د دوی ملاتړ کاوه، اوس یې د دوی پر ضد وسلې پورته کړې. که څه هم په لومړيو کې د محلي پوليسو د پايښت په اړه ګڼ شکونه موجود وو ځکه دوی د طالبانو د ملاتړ په عمده مرکزونو کې را وټوکېدل، خو تر اوسه د هغوی پاتې کيدلو وښوده چې دوی لږ تر لږه د ټولنې د يوې برخې ملاتړ هم له ځان سره لري، که نه په مشکله به يې دوام کړی وای. که څه هم محلي پوليس پخپله د خپلو ټولنو په يو کولو کې پاتې راغلي، بلکې په ډېری سيمو کې يې خلک په طالب پلوه او طالب ضد ډلو وېشلي دي، خو لږ تر لږه هغه انحصار چې فکر کېده طالبان يې په کليوالو سيمو کې لري، هغه يې مات کړی دی. البته محلي پوليس په ګڼو ځايونو کې خپلو ټولنو ته په سرخوږي هم بدل شوي، او په ځينو ځايونو کې د دوی ناسم چلند پراخ جنجالونه را پارولې دي، چې په دې اړخ يې ليکنې دلته، دلته او دلته لوستلی شئ.
چېرېچې د پرګنو په کچه د دولت د مخالفو وسله والو اغېز کميږي، د هغوی د مقاومت او د نویو کسانو د جذبولو وړتیا هم داسې ښکاري چې سخته زیانمنه شوې وې، ان په هغو سیمو کې چې یو وخت د طالبانو اصلي مرګزونه ګڼل کېده.د بېلګې په توګه کله چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې، طالبانوپه هملند کې، مارجه، ناوه، ګرمسېر او ناد علي غوندې ولسوالۍ له لاسه ورکړي، بيا یې تر اوسه هلته بېرته خپل ښکاره حضور نه دی ښوولی. د دې يو دليل دا کيدای شي چې نور نو طالبانو په محلي کچه د جنګ کافي اندازه سړي ونه شوای موندلی. بله دا چې هغه ټولنې يا سيمې چې په پرلپسې توګه په نه ختمېدونکي او نه ګټل کېدونکي جنګ کې ښکېل وي، بالاخره له جګړې څخه په تنګېږي. له تاوتريخوالي څخه د طالبانو د ملاتړ په سيمو کې ستوماني خپل طبيعي عوامل لري. هرڅومره چې يوه سيمه د حکومت د مخالفو ځواکونو د جګړې مرکز او ملاتړې پاتې شوې، په هماغه اندازه يې د سر او مالتاوان ليدلی. له تاوتريخواليڅخه ستوماني جنګ غوښتونکو ډلو ته يو غټ ګواښدی ځکه له جنګه ستړي ټولنې خپل افراد نور جګړېته نه ورکوي، او جنګ په سړو کېږی.
د طالبانو په ملاتړ کوونکو سيمو کې له جنګ څخه د ستومانۍ يو بل عامل دا هم دی چې د جګړې لپاره هغه دلايل ورو ورو رنګ بايلي چې تر اوسه پرې جنګ تودوو. ورځ تر بلې له کليوالو سيمو څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د جنګياليو انګېزه پيکه کوي. هغه قوي انګېزه چې د يو بشپړ کلي بمبارولو، يا د خړو ټانکونو په واسطه د باغونو هوارولو او يا پر کوم واده باندې ړندې بمبارۍ، او يا په نيمه شپه کې د خلکو په کورونو په زور ور ننوتلو زېږوله بل هېڅ شی يې نه شي کولی اوس وزېږوي. البته د جنګ نورې عادي انګېزې به لا هم وي، خو په هغه شدت چې مثلاً يادو شويو ورځنيو پېښو کولی شوای توليد کړي، نور نه شي ليدل کيدلی.
افغان امنیتي ځواکونه ډېر پياوړي نه دي، خو دومره دي چې د طالبانو مخه ونیسي
دا سمه ده چې د جګړې د پرمختګ څرنګوالی ، يوازې په دې پورې اړه نه لري چې د دولت مخالف وسله وال د تحرک څومره وړتیا لري، بلکې تر ډېره په دې هم اړه لري چې حکومتي ځواکونه یې څومره د مقابلې وړتیا لري. د افغانستان ملي امنيتي ځواکونو تر اوسه د خپلو دندو په ترسره کولو کې ډېر ښه نه دي. لکه چې د پنټاګون وروستی راپور هم ورته اشاره کوي. د ملي اردو په ليکو کې د دندې د پرېښودو کچه په خطرناک ډول لوړه ده، او دفاع وزارت تر اوسه هم په لوجيستيک او د زخميانو په لېږدولو کې زياتره اتکاء پر آيساف باندې کوي. خو له دې سره سره، د تېر کال په جګړه ييز موسم کې، امنيتي ځواکونو وکولی شول هغه سيمې وساتي چې په کنترول کې يې وې.
داسې ښکارېږي چې د حکومتي ځواکونو لپاره اوس عمده ستونزه دا نه وي چې د مخالفو وسله والو په مقابل کې د درېدلو تاب لري کنه، بلکې غټه ستونزه کيدای شي د تجهيز او تمويل له اړخه را ولاړه شي. افغانستان چې خپله د څو لکه امنيتي ځواک د ساتنې لګښتنه شي برابرولی، نو ډېره تکيه یې پر بهرنيو مرستو ده. او بهرنۍ مرستې اوس د افغانستان له لورې له متحدو ايالاتو سره د امنيتي موافقتنامې په لاسليکولو پورې تړلې دي. البته له دغې موافقتنامې څخه پرتههم، ډېره ستونزمنه برېښي چې غربي نړۍ دې افغانستان يوې امنيتي تشې ته پرېږدي. خو سوال دادی چې که جنګ ادامه کوي، د افغانستان ملي امنيتی ځواکونه تر کله او حد اقل څومره مرستو ته اړتيا لري؟
وروستی ګټونکي د زړونه ګټونکی دی، نه د سنګرونو
د افغان امنیتي ځواکونو تر پايښت زيات مهم د حکومت مؤثريت او مشروعیت دی. د اساسي خدماتو په وړاندې کولو او د بې کچې فساد په کابو کولو کې د حکومت ناکامي د هغه عام مقبوليت همدا اوس هم سخت زيانمن کړی او د ولس د نهيليو يو لوی سبب جوړوي. او څومره چې په ولس کې نهيلي او نارضايتي ژوره کېږي، هغومره زيات امکان لري خلک د حکومت مخالفو وسله والو ته مخه کړي. لږ تر لږه په لومړي سر کې همدغه نارضایتۍ د دې سبب شوې چې ډېر کسان په “جهاد” کي ورګډ شي. دلته هم د خوځښت خبره ده:د هغو کسانولپاره چې ګوښي پاتې دي یا ځپل شوي دي، اوسني افغان دولت ته په پام سره ایا ارزي چې هڅه وکړي یا په حقیقت کې شونې ده چې ژوند د زغم وړ وګرځوي.
لنډه دا چې د دولتمشروعيت او شموليت د وسله وال مخالفت پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. هغه حکومت چې د خپلو خلکو په پاللو کې پاتې راځي، يا له خپلو خلکو غلا کوي، او يا داسې وګڼل شي چې قدرت يې په درغلۍترلاسه کړی، د وسله وال مخالفت په وړاندې ډېر تاب نه شي را وړلی. د هغسې يو دولت راتلونکی ستونزمن برېښي چې سياسي نخبه ګان يې د ټولنې د پايښت لپاره رښتينی احساس ونه لري او د شخصي ګټو په لټه کې واوسي. تر اوسه افغان دولت پر بهرنيو سرتېرو او هغو بهرنيو پيسو پر بهير ولاړ وو، چې اوس مخ په وچېدو دی. خو ايا راتلونکی حکومت به د خپل ولس په زړه کې هغه ځای ولري چې سرتېري پرې خپل سر ورکړي او کنه؟ تر ټولو مهمه پوښتنه اوس همدا ده.
نو په نتېجه کې ويلی شو چې ډېره ممکنه نه ښکاري چې طالبان په يوازې سر حکومت راوپرځوي، خو د یوه داسې حکومت شته والی به چې د خلکو خوښ نه وي او ناکاره یا ځان غوښتونکی وګڼل شي، د هغوی برلاسي ته ډېره ګټه ورسوي. ان دا هم ښايي طالبانو تهيو سملاسي بری په لاس ورنه کړي، خو امکان لري د یوې داسې جګړې له اوږدېدلو سره مرسته وکړي چې يوه خوا یې هم نه د درولو او نه د ګټلو وس لري.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹