Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

جګړه او سوله / جنگ و صلح

افغان سيمه یيزه اردو يا (اې ټي اې) د داعش خلاف جنګ کې

برهان عثمان کیت کلارک 16 دقیقې

دهندي او د موجوده افغان سيمه یيزو ځواکونو له نامه څخه په ګټې اخيستلو، په دې وروستيو کې افغان دولتي چارواکو د یوه احتمالي نوي ځواک په اړه خبري راپورته کړېدي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې معلومات ښيي چې ولسمشر اشرف غني غواړي دا ځواک د ننګرهار ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې په ازمايښتي ډول ځای پرځای کړي. دا سيمه د داعش ډلې د قوت مرکز دی او همدارنګه د داعش پر وړاندي د امريکايي او افغان ځواکونو د جنګ ډګر. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څيړونکو کيټ کلارک او برهان عثمان د دې نوي ځواک د پايښت او دراتلونکو پايلو په اړه، په ګډه ليکنه کړې. دا موضوع هم یاده شوې چې په اچين ولسوالۍکې د امريکايیانو له خوا د ځايي ځواکونو را منځ ته کولو څنګه د داعش تسلط ته لاره هواره کړه.

دا د هغې ليکنې دويمه برخه ده چې د همدې ځواک د وړانديز په اړه ليکل شوېوه. دا وړانديز د سيمه یيزو پوليسو د تجربو پر اساس او دا چې څنګه سيمهیيزو پولیسو د ولسمشر اشرف غني او د افغانستان لپاره د بهرنيو ځواکونو د مشر قوماندان جنرال نيکولسنپه نظامي ستراتيژۍ کې ځای ونيو، چمتو شوی و.

دا ليکنه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د يوې درې کلنې پروژې برخه ده. دا پروژه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې، د نړيوالې عامه پاليسۍد انستيتيوت او په عراق کې د امريکايي سلماني پوهنتون،  له خوا عملي کېږي. په دې پروژه کې په افغانستان، عراق، او سوريه کې د سيمه یيزو پوليسو، دفاعي ځواک او همدې ته ورته ځواکونو رول او اغېز سپړل کېږي. همدارنګه دغو ځواکونو ته د بهرنيو له خوا د مرستو ميکانيزم څېړل کيږي. د دې پروژې مالي ملاتړ د هالنډي څېړنيز مرکز له خوا شوی دی.

د داعش  خلاف جګړه کې امريکایيان او مليشه یی ځواکونه

په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې جنګ له سياسي پلوه مهم دی: د نيکولسن د سږ کال يوه موخه هم د داعش ډلې «ماتول»دي. همدې ټکي ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هغه وخت اشاره وکړه کله چې يې د امريکا د موخې په اړه چې «د جنګ ګټل»او «د داعش محوه کول)»و، خبري کولي. هغه ولسوالۍ چې همدا مليشې په کې شته هلته امريکايي ځواکونه هم پرځمکه او هم پرهوا کي موجود دي. امريکايي نظامیان نه يوازې له افغان امنيتي ځواکونو سره له ډيره وخته کار کوي، بلکې له همدې سيمه یيزو ځواکونو سره هم بوخت دي. که څه هم په همدې سيمو کې هم افغان ملي اردو او هم افغان ملي پولیس شتون لري، خو ناکام ښکاري.

د دې پر خلاف، سيمه یيز جنګيالي بيا تر اوسه اغېزمن ثابت شوي، پر غلیم بریدګر  دي، چې دا له نورو سره ښکاره توپیر لري او همدارنګه د خلکو لپاره سرخوږی هم نه جوړوي. دا ځواکونه د افغان سيمه یيزو پولیسو، د سرحدي ځواکونو او  دغه ډولنورو ځواکونو سره په څنګ کې ولاړ وي. د دې نويو سيمه ساتو ځواکونو له رامنځ ته کولو داسې ښکاري ښایي موخه دا وي هغه پاڅون کوونکي چې اوس مهال په سيمه کې په غير رسمي ډول فعال شتون لري، رسمي تشکيل  ته ننوځي. چې دوی د ملي اردو تر امر لاندي شی. (۱).

په ننګرهار ولايت کې اوسنۍ ملېشې د ۱۳۹۴ لمريز کال د تجربوي خوځښت برخه ده چې د ملي امنيت له خوا تر بېلابېلو نومونو لاندې رامنځ ته شوې. دا ملېشې د (عمومي پاڅون)، پاڅونيان او د خلکو د ملاتړ تر نومونو لاندې رامنځ ته شوې (دلته يي په اړه ولولئ). دوی ته د ملي دفاع وزارت، له خوا وسلي ورکړ شوي، په دې  کې د سپکو وسلو تر څنګ درنې وسلي هم  راځي. چې د دې وسلو له ډلې څخه د پيکا، داشکې او راکټ نوم اخيستلای شو.

له دې  ښایي داسې وبريښي چې دا ملېشې حکومت رامنځ ته کړي. خو په دې برخه کې سيمه یيزو زورواکو مهم بلکې عمده رول لرلی دی. د دې زورواکانو په ډله کې، د پارلمان غړی او د پارلمان پخوانی مرستیال، حاجي عبدالظاهر قدير، راځي او په نورو لوړ رتبه کسانو کې  په بدخشان او تخار ولايتونو کې د سرحدي ځواکونو پخوانی قوماندان هم شامل دی. هغه په ننګرهار ولايت کې له سترو زورواکانو څخه ګڼل کيږي. دا کس اوس مهال د ارسلا قبیلې چې مخکې یې د خالص دحزب اسلامي ډلي ترڅنګيي جنګونه هم کړي، غړی دی. حاجي ظاهر قدير په اچين، نازيانو او کوټ ولسواليو کې په پاڅونيانو، سيمه یيزو پولیسو او همدارنګه په سرحدي ځواکونو کې خپل کسان لري. سږ کال په اوړي کې قدير له حکومت څخه د اوږد مهال او نورو وسايلو غوښتنههم وکړه.

حاجي حیات خان بل هغه کس دی چې د سيمه یيزو ځواکونو په را جلبولو کې يي رول لرلی دی. حاجي حيات خان هم پخوانی جهادي قوماندان دی چې د ننګرهار له والی ګلاب منګل سره نژدې اړيکي لري او په کوټ ولسوالۍکې فعال دی. بل یې ملک ديګان دی چې په نازيانو ولسوالۍکې فعال دی. د همدې کسانو ځواکونو له داعش ډلې څخه د سيمو په بېرته نيولو کې مهم رول لوبولی. دا هغه سیمې دي چې افغان دولتي ځواکونه يي په نيولو کې  بیا بیا پاته راغلي دي. د سيمي خلکو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته دا هم ويلي دي چې دا کسان له وېري پرته په داعش جنګياليو پسې ځي، چې دا هم له دولتي ځواکونو سره يو توپير ښيي.

په دې کسانو کې  وتلی یې، حاجي ظاهر دی. ده له امريکايي ځواکونو سره په اړيکو او د سيمه ییزو ځواکونو په راجلبولو کې مهم رول لوبولی دی. دی آن تر والي او  دغه راز د ملي اردو د لوا تر قوماندان هم  ډېر اغېز لري. همدا وجه ده چې ظاهر قدير  آند ملي امنيت  پر سلاکار حنیف اتمر هم نيوکې کړې دي. قدير په اتمر تور پوري کړی چې ( د داعش ډلي ملاتړ کوي) او همدارنګه يي د ملي امنيت شورا د بودجي د کمولو غوښتنه کړې. ظاهر نه يوازي په سيمه یيزه کچه پيژندل شوې څېره ده،  چې شتمن هم دی،  دی د خلکو د راخوځولو وس لري؛ چې په ۱۳۹۲ لمريز کال کې يي پارلمان ته لار ومونده او  د شتمنۍ ارزښت یېتر ۳۶۵ ميليون ډالرو اټکل شوی  و.

آيا نوي ځواکونه د پخوانيو سيمه یيزو ځواکونو کاپي ده؟

داسې ښکاري چې دا نوي ځواکونه د سيمه یيزو پولیسو له هغې ډلې څخه وي چې د ( کلي ساتو ځواکونو) په نامه يادېدل او چارواکو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته ويلي چې دا نوی ځواک هم د پخوانيو سيمه یيزو ځواکونو کاپي ده (د نوي ځواک په اړه زموږ پخوانۍليکنه دلته ولولئ). سيمه یيز پولیس، د منل شويو قوانينو پر اساس (که څه هم عملي شوي نه دي) بايد دهغې سيمي وي چې  په کې ګومارل کېږي. دوی به د سيمي د مشرانو له خوا په ګوته کېږي او د ولايت د امنيه قوماندان له اجازې پرته به بل ځای ته نه استول کيږي. د دوی دنده يوازي دفاعي  چارې دي.  اوسني سيمه یيز پوليس د ستونزو جوړوونکي او د خلکو ځوروونکي ثابت شوي دي. په دې اړه د نور تفصیل له پاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د سيمه یيزو پولیسو د حساب ورکونې په اړه دلته ولولئ.

د تېرو شپاړلسو کلو تجربه ښيي چې په افغانستان کې  ګڼې ملېشې رامنځ ته شوې چې د بهرنيو او امريکایي ځواکونو له خوا يي ملاتړ کيده او ځينې يي د افغان دولت له خوا رامنځ ته شوي. په همدې اساس ددې ملېشو ګټې او خطرونه هم څرګند دي. په ځانګړي ډول دا ګټې  او خطرونه په لاندې برخو کې نور هم  روښانه برېښي: حساب ورکول یې په رسمي کچه، په سيمه یيزه کچه او يا  هم ښایي په دوه اړخیز ډول. دا نا څرګنده ده چې دا نوی ځواک به سیمه ییز وګړي وځوروي، ايا د قومونو تر منځ به توازن وساتي، آيا دا نوی ځواک به اوسني زورواکان نور هم  ځواکمن او شتمن کړي، چې دلته په ځانګړي ډول (د راتلونکو ټاکنو  او دغه راز د جرمونو په تړاو)  ګوته نیول کېدلی شي چې ښایي دا نوي ځواکونه د خپل ځان په ګټه و کاروي. په دې اړه د نور تفصیل لپاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې (د نوې ملېشې په اړه لومړۍ ليکنه ولولئ).

په سيمه کېزېرمهاو د ځواکتوازن

په سيمه یيزه کچه له داعش سره جګړې ډېر پام ځانته اړولی. دا  تجربوي غوندې جګړه  بريښي او د داعش جنګيالي بهرني ګڼل کيږي، چې له ولسي وګړو سره یې چلند خورا تریخ وي. او دا دوه خبرې بيا دې ته ښه لاره هواروی  چې د نوي ځواک لپاره بریالۍ هلې ځلې وشي، په ځانګړي ډول د ظاهر قدير لپاره چې  په دې سره نور هم ارزښتمنېږي. په حقیقت کې د هغه د جنګياليو د  ټوکېدو لپاره په ننګرهار ولايت کې  کوم ګواښ نه ليدل کيږي. که څه هم په سيمه یيزه کچه ظاهر په دې برخه کې ډېر مشهور نه دی، خو خلک نه د ظاهر قدیر پر ضد خبرې کوي او نه هم د سيمه یيزو پولیسو،  ځکه چې د داعش  چلندتر هر  چازيږ او د وګړو په زړونو کې ورته ډېره کرکه ده. خو بیا هم د نوي مليشه یي ځواک رامنځ ته کېدل له مخالفت څخه خالي نه دی.

که د سيمي له خلکو سره د يوه ساعت لپاره خبرې وشي او د داعش تر ټوکېدو وروسته مهال ترې وپوښتل شي، دا انديښنه پيدا کيږي چې له داعش  سره د جګړې  تر بري وروسته به څه کيږي. يوه وجه دا ده چې دلته پخوانۍ قومي دښمنۍ هم شتون لري. په ورته وخت کې همدا پخوانۍ دښمنۍ ددې لامل شوې هم دي چې د شينوارو قوم يوه  برخه نویو ملیشو ته سړي چمتو کړي او بله ترې ډډه وکړي. ځيني ملکان چې له نورو سره ستونزي لري هڅه کوي  چې ظاهر قدير ته ځان نژدي کړي او خپل واک د سيالانو پر ضد وکاروي. په دې کار سره دوی د ځمکو د شخړو لپاره پيسي او واک تر لاسه کوي او يا په سيمه یيز سياست کې خپل  دریځ  پیاوړی کوي. دا حالت کيدای شي  وروسته خطرناک عواقب ولري.

په حقیقت کې د داعش ډلې رامنځ ته کيدل هم د امريکایيانو له خوا د يوې قومي پښې په قوي کولو پوري اړه لري چې دا د شينوارو په قوم کې د سه پای پښه ده او همدارنګه په اچين ولسوالۍکې په ۱۳۹۰ لمريز کال کې له طالبانو سره مخ کيدل هم په کې راځي. د (شينوارو تړون) چې په خپل وخت کې ډير وستايل شو، سه پای قوم ته دا واک ورکړ  چې له سيالو علی شیرخېلو څخه ځمکه غصب کړي، چې دا پېښه د شينوارو په ټول قوم کې د جنګ لامل شوه. همدې وضعيت علي شېرخيل قوم مجبور کړ  چې له پاکستاني طالبانو څخه مرسته وغواړي چې په پايله کې يي دا سيمه د مخالفينو  پر کړکېچ کې وتله. کله چې د داعش ډلي له دې خلکو د ځمکو د نيولو ګواښ وکړ، په دې وخت کې دې کمزوري او ټکول شوي شینواري ټبر د خپل ځان د دفاع وړتیا نه درلوده. په ۱۳۹۴ لمريز کال کې د داعش ډلي په اسانۍسره د دوی ځمکې ونيولي، (په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته ولولئ).

همدا د ولس ددې اندېښنې لامل دی چې له داعش  نه د جګړې ګټل به وروسته په دې سيمه کې اوږدمهاله  اخوډب رامنځ ته کړي. سيمه یيز سياست ته په کتلو، شمېرې او تاريخ دا ښيي چې د ملکي خلکو وسله والول او يو ځواک ور څخه جوړول ډير امکان لري قومي او د قومونو په منځ کې ستر کشمکش رامنځ ته کړي.

مخدر توکي او رايې

له ۱۳۸۰ لمريز کال راهیسې د سيمه یيزو پوليسو په اړه له څېړنو څخه دوه جدي موضوعات را څرګند شوي دي. يو يي له مخدره توکو سره د همدې ملېشو تړاو دی او بل هم ټاکنې دي. له ۱۳۸۰ لمريز کال را په دې خوا له سيمه یيزو ملېشو څخه په بېلابېلو لارو کار اخيستل شوی. يوه لاره يي هم دا ده چې همدا ملېشې د رايو د اخيستلو لپاره کارول شوي  که په رايه اچولو کې وي  او که د مشخص کس په ګټه د صندوقونو  په ډکولو کې او که د رایو له مرکزونو څخه د سیال نوماند په راګرځولو کې(۲). دا هم ليدل شوي دي چې په هغوسيمو کې چې ملېشې فعاليت لري هلته د  نشه یي توکوقاچاق کيږي او ملېشو له قاچاقبرانو څخه پيسي اخيستي او اخلي يي. چې دا پېښي زياتره د ولايتونو تر منځ په سرحدي سيمو کې شوېدي. (که څه هم دا يوازي په ملېشو پورېمحدود نه دي بلکې د  کورنیو چارو وزارت په اړه هم څېړنو ورته  خبرېموندلېدي). د نړيوال بحران ډلي دا موضوع تشريح کړي ده، د بېلګې په ډول، « دغه ملېشې چې له مختلفو ډلو سره اړيکي لري، زياتره وخت په هغو سيمو کې چې زورواکي په کې غواړي واکمن و اوسي او د مخدره توکو د قاچاق پر ستراتيژيکو لارو کنټرول ولري»هلته  هغوی اغېزناک خونديتوب تر لاسه کوي. د نړيوال بحران ډله په خپل راپور کې د يوه سناتور له خولې ليکي: «د مخدره توکو مافيا په ډېرو سيمو کې پرسيمه یيزو پوليسو کنټرول لري… دوی له خپل کلي څخه وزير ته زنګ وهي او د کنترول مخه ډب کوي»(۳).

ننګرهار ولايت هم د مخدره توکو او هم د رايو په برخه کې مهم رول لوبولای شي. دا ولايت د رايو بانک دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو پر رايو د پام وړ اغېزلري اوهمدارنګه د پارلمان د کانديدانو لپاره هم مهم دی. تېر کال د مخدره توکو د توليد په برخه کې ننګرهار ولايتپنځم نمبر ګڼل شوی. همدارنګه دا ولايت مهمي سرحدي سيمې لري چې له دې لارې څخه مخدره توکي قاچاقیږي. نه يوازي د قاچاق لارې دلته موجودېدي بلکې د هيرویين جوړونې فابريکي هم په کې شته(۴). پخوانۍ تجربې ښيي چې داسېيو ولايت کولای شي د ملېشو د رامنځ ته کولو په تړاو انديښنې وټوکوي. همدارنګه د راتلونکو ټاکنو لپاره به له دوی څخه د کار اخيستلو لپاره هم هلې ځلې کيږي، په هغه صورت کې چې دوی د داعش ډلې پر وړاندي بريالي شي.

پر ظاهر قدير هم تور دی چې د مخدره توکو په قاچاق کې  ونډه لري. د ۱۳۹۱ لمريز کال د زمري مياشتي پر۱۵ نېټه د لويې څارنوالۍ له خوا ظاهر قدير ته  پوښتنې استول شوې وې چې پرېد لګېدلو تورونو ځواب ووايي. په دې  لیک کې ليکل شوي ول چې  دی د قاچاق مشري کوي،  لیک(دلته) ولولئ. د ظاهر قدير مرستیال ولي محمد بلال په تخار ولايت کې د پوله ساتو ځواکونو په موټر کې له  خورا ډېرو هيرویينو سره  نیول شوی و. د اې بې سي نيوز له خوا دا راپور هم خپور شو چې ظاهر قدير د مخدره توکو د قاچاقبرانو د نیولو په لست کې شامل شوی و، خو هیڅکله هم و نه نيول شو. قدير ويل چې دا د هغه پر ضد سياسي توطيه وه. بالاخره بلال په ۱۹ کلن زندان محکوم شو. بلال په ۱۳۸۹ لمريز کال کې هغه وخت له زندان څخه ازاد شو چې په همدې کال کې يي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يوه معامله وکړه. ددې معاملې پر اساس بلال او د ظاهر قدیر اکا، دين محمد، د کرزي د ټاکنود کمپاين مسؤلين وټاکل شول. د اې بې سي له خوا په راپور کې د چارواکو له خوا دا هم ويل شوي ول چې کرزي غوښتل ظاهر قدير د سرحدي ځواکونو مشر وټاکي، خو د امريکايي استخباراتي څېړنو له خوا چې اې بې سي دا څېړنه په ۱۳۸۵ لمریز کال کې تر لاسه کړېوه، ظاهر قدیر «د مخدره توکو قاچاقبر  ښودل شوی و» (۵).

د سيمې خلکو دا تور هم پورې کړی چې ظاهر قدير د مخدره توکو له قاچاق او همدارنګه له غیر قانوني پوستو څخه پيسې تر لاسه کوي چې دې ګټو ته د داعش ډلې په را څرګندېدو او د طالبانو له حضور سره تاوان رسيږي او قدير خپل نفوذ له لاسه ورکوي. که همداسې وي نو د داعش ډلې له منځه وړل مالي ګټي هم لري. ددې تر څنګ به سياسي ګټې هم وي. ډيويډ مانسفيلډ د افغانستان د څېړنواو ارزوني مرکز ته لیکلي چې د ۱۳۹۳ لمريز کال په ټاکنو کې د اوسني ولسمشر اشرف غني د ملاتړ پر وخت ظاهر قدير خواشینی و، ځکه نه ده ته او نه هم د ده کوم  کسته د ننګرهار ولايت مقام ورسيد. ځکه غني سليم خان کندوزی د دې ولايت والي وټاکه. مانسفيلډ ليکي چې د «والي په توګه د کندوزي ټاکل د ظاهر قدير له خوا ځان ته سپکاوی انګېرل شویچې په دې کې د ملي امنيت  د سلاکارحنیف اتمر بر لاسي څرګنده شوې. په دې سره د ظاهر قدير د شخصي ملېشې د جوړېدو مخنيوی شوی».

د داعش  خلاف که د ملېشې جوړلو له پاره د ظاهر قدير  تکل هرڅه وي، له امريکايي ځواکونو سره یې نژدي اړيکي  دا مانا لري چې دی به د تل لپاره زورواکی پاته  وي.

د پاملرنې بل ټکی دا دی چې ممکن د ظاهر د راتلونکې لپاره تمه دا وي چې د داعش پر ضد جنګ کې يو شخصيت پاته شي. د طالبانو پر ضد قدير تر اوسه د دښمنۍ دریځنه دی خپل کړی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته ويل شوي چې د دواړو تر منځ  راشه درشه شته. داچين او پچير و اګام ولسواليو  او دغه راز د ملي امنيت چارواکو ويلي دي چې په تېرو دووکلونو کې د داعش  خلاف جګړه کې د سیمه ییزو چارواکو په خوښه د طالبانو او د پاڅون کوونکو تر منځ همکاري موجوده وه. د بېلګې په ډول، (په اچين ولسوالۍکې موږ ته ويل شوي دي چې تېر کال په پسرلي کې د طالبانو په سيمو کې مشخص بيرغونه پورته شوي ول، ددې له پاره چې امريکايي ځواکونه هغه ځايونه په نښه نه کړي. آ ن که دا خبره باوري هم نه وي، دا اوازه د سيمي د خلکو د تصور په تړاو ډېرپه زړه پورې ده). که څه هم د ننګرهار ولايت په سويلي ولسواليو کې امريکايي ځواکونو پرطالبانو بمبارونه کړي دي، خو دومره نه لکه  پر داعش چې تر شوي دي. په ورته وخت کې په دې سیمو کې د طالبانو له خوا پر امريکايي ځواکونو هم لږ بريدونه تر سره شوي دي.

سرغړونه او حساب ورکونه

د پاڅونوالو ځواکونو په تړاو که خبرې وکړو نو تر اوسه  یېله خلکو سره سم  چلندکړی دی. خو د ظاهر قدير ملېشې د ملکي خلکو پر وړاندېيو څه  جرمونه کړي دي چې دا زياتره د ۱۳۸۰ کلونو په شاوخوا کې شوي  ول. په دې اړه د بشري حقونو د څار ټولنې د ۱۳۸۲ لمريز کال راپور (دلته) ولولئ. په دې راپور کې په دې تړاو اسناد راټول شوي دي چې د ظاهر قدير او د هغه د سيال حضرت علی کسانو له خلکو ځمکي غصب کړي، د پيسو لپاره يي خلک تښتولي او غلاوي يي کړېدي. په دې راپور کې دا هم په ګوته شوې  چې دې کسانو له امريکایيانو سره نژدې اړيکي درلودلي او امريکایيان هم ترې پر څنګ تېر شوي دي (۶). نو دا انديښنه شته چې  ښایي تاريخ تکرار شي.

په حقیقت کې داسې اندېښنې چې حساب ورکول شتون نه لري او ظاهر قدير د خپلو کسانو جرم سپک ګڼي، شته. په داسې حال کې چې  بوږنوونکي کارونه مخکي له مخکې  تر سره شوي دي لکه په ۱۳۹۴ لمريز کال کې د ظاهر قدير د کسانو له خوا د داعش اړوندو کسانو وژل او بيا يي سرونه له پريکولو وروسته پرعمومي سړک ايښودل. په اصل کې دا وژل شوي کسان بنديان ول چې د (جینوا د کنوانسيون  له مخې یې خوندیتوب درلودهاو  وژل یې جنګي جرم ګڼل کېږي). د سيمې  خلکو ويلي دي چې دا  په قوم اپریدیان ول، چې په دې سيمه کې یې له ډير وخت را هیسې  استوګنه کوله، په دوی باندې  شک تش دا و  چې  په هغه ټبر پورې اړه لري چې ډېری یې په  (خیبر ا ایجنسۍ) کې ميشت دي او اپريديان تر ډېره داعش پلوي دي. ظاهر قدير په دې کار پښېمانه نه و،  لا یې ژورنالستانو ته وويل چې دا له  هغوکسانو  غچ دیچې د قدير د څلورو ملېشو سرونه يي غوڅ کړي ول. قدير خبريالانو ته دا هم ويلي چې: «دوی زموږ سرونه پرې کوي او تاسو فکر کوئ چې موږ باید دوی ته حلوا پخه کړو». هغه دا  کړوونکي انځورونه چې له  پرې شويو سرونو اخيستل شوي ول او ملېشو يي پر سرونو پښې ايښې وي، پر فیسبوکهم خپاره کړل.

تر اوسه د هغو  وګړو په اړه چې په اچين ولسوالۍکې يي پاڅون کړی، د حساب ورکولو کوم ميکانيزم نه ليدل کيږي. د همدې پاڅونوالو په چوکاټ کې د شاملولو يوه موخه دا هم کيدای شي چې کنټرول پرې ډېر شي. د نویو سيمه ساتو ځواکونو رامنځ ته کول هم کيدای شي له دې سره تړاو ولري، ددې پرځای چې نوي پاڅونوال را پيدا شي همدا اوسني وګړي به ددفاع وزارت ولکې ته وسپارل شي چې کيدای شي حساب کول ورسره  لږ هومره پیاوړي وي . خو په اوس مهال کې په ننګرهار ولايت کې د قول اردو تر قوماندان ظاهر ډير زور لرياو دا به ممکن د دفاع وزارت لپاره اسانه نه وي چې د قدير ځواکونه  راکابو کړي. يوه بله پوښتنه دلته دا را پيدا کيږي چې د دې نويو سيمه ساتو ځواکونو مشري به څوک کوي؟ ظاهر به وي، کوم بل څوک به وي او که  د ملي اردو پر غاړه به وي؟

په اچين او کوټ ولسواليوکې د سيمه یيزو پولیسو کارول او تر ممکنه چوکاټ لاندېد نويو ځواکونو راوستل تر يو حده د هغه پلان برخه ده چېله ملی اردو او ملي پولیسو سره یې منظم کار  ته چمتو کړي.  له سیمه ییزو پولیسو سره دا چلند تکراري لاملونه لري، ځکه امريکايي ځواکونه او افغان  حکومت داسي  ګڼي چې وخت ورسره نشته  چې افغان ملي امنيتي ځواکونه اصلاح کړي، ځکه خو لنډ، ارزان او اسان بدیل – ملېشو ته مخه کوي. دا کيدای شي د اوس لپاره ساده حل لاره وګڼل شي خو په راتلونکې کې د ستونزو د رامنځ ته کولو لامل ګرځي. که څه هم تر نظم لاندې جوړو شویو  وسله والو ډلو په څېر به یې کړنې په یوه چوکاټ کې تنظیم او ښایي د زورواکو ونډې کابو کول هم په کې تر څه ځایه آسان شي.  خو که افغان حکومت او امریکاییان دا هیله لري چې هغه څوک به چې ملېشې یې د ناسم چلند سابقه لري، جنګي جرمونه ویاړ بولي، او په رسمي ډول د نشه یي توکو پر قاچاق تورن دی ددغه نوي ملېشه یي ځواک تر شا ودرېږي، دا موضوع لا تر اوسه سپینه ده. او که د داعش ځپل موخه وي ښایي له ماتې سره مخامخ شي.

په اچين او کوټ کې سيمه یيز ځواکونه: ايا دا د ازمېښت مناسب ځای دی؟

د نويوسيمه یيزو ځواکونو د  ازمایلو لپاره دا دوه ولسوالۍ چې هلته مخکي له مخکي سيمه یيزي ملېشې  جوړي شوي  چې د امريکایيانو په همکارۍد يوه(بهرني دښمن) پر ضد وجنګيږي، په ملي کچه ښایي دا له نیمګړتیاوو سره ملګرې وي. د ننګرهار سویل کې له داعش ډلې سره  د جګړې پوخ او پراخ ملاتړ شته که څه هم د راتلونکو عواقبو په اړه  یې ناکراري هم جوته ده. دلته هم ملېشو له امريکایيانو سره نژدې او قوي اړيکي درلودې. د امريکايیانو محدود موجوديت ته په کتو، دا اړيکي غير عادي برېښي.  د ننګرهار سویل کې دا سيمه یيزي ملېشې داسې انګېري چې تر څار لاندې دي، او ښایي همدا لامل وي چې له ولس سره ناوړه چلند نه کوي.

همدا  لاملونه دي چې اچين او کوټ ولسوالۍ يي ناکرارې کړي دي. دا د افغانستان له هغوولسواليو څخه دي چې وسله وال مخالفين په کې فعال شتون لري، هلته  چې دښمن په کې افغان طالبان دي او  کورني دولتي ځواکونه په سيمه کې د بهرني ملاتړ له شتون پرته جنګيږي. په افغانستان کې بله داسي سيمه نشته چې دې  ته ورته وضعيت ولري. له همدې امله دلته دا پوښتنه راپورته کېږي چې په رېښتیا ګنې اچین او کوټ د نوي سیمه ییز ځواک د ازمایلو ډګر دی؟

(۱) دلته دا پوښتنه را پيدا کيږي چې دا څوک دي او څوک به د دې نويو ځواکونو ملاتړ کوي. بله پوښتنه دا  کېدی شي چې ايا بهرنی ملاتړ شته؟ (د ملېشو په تړاو د وال سټريټ جورنال د راپورپر اساس، چارواکي وايي چې سي ای اې يي د ملي امنيت له لاري ملاتړ کوي، خو دا هم اختياری دی. امريکایي ځواکونه په لويه کچه د ملي اردو ملاتړ کوي.

(۲) ليکوال او څېړونکي ګوډ هنډ او حکيمي موندلي دي چې عارف نورزي له هغو ملېشو څخه چې (سیمه ساتیځواک) نومېږي څنګه، د ټاکنو په تړاو او پر سيمه د واک تر لاسه کولو لپاره، کار واخيست.  دوی دا هم موندلي دي چې په شمالي ولايت بلخ کې عطا محمد نور، څنګه له خپلو ملېشو څخه په دې ولايت کې په پښتون مېشتو سيمو کې د ټاکنو پر مهال وضعيت خراب کړ  چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د بريچانس کم کړي او د هغه سيال عبدالله عبدالله ته رايي واچول شي. همدارنګه په کندز ولايت کې ډيرکسن موندلي دي چېد نفوذ لپاره ولسمشر کرزي، د اسلامي جمعيت زوارواکانو او نورو،  په خپلو کې سيالۍکړي څو په سيمه یيزه کچه، د سيمه یيزو ملېشو په ملاتړ او نه ملاتړ ،پرګومارنو اغېز ولري. په دې کسانو کې انجنیر عمر هم راځي. هغه د ملي امنيت له ځایي مشرجنرال محمد داود څخه غوښتي ول  چې سيمه یيزي ملېشي وګوماري،  چې وسله وال مخالفين کمزوري او ټاکنو ته لاره هواره کړي.

(۳) په ځانګړي ډول په جرمونو کې تر ټولو بدنامې ښکېلې  ملېشې  په شخصي امنيتي ک شرکتونوکې وي، چې زياتره په دې موخه کارېدلې چې د بهرنيو ځواکونو د لوجستيک د  لېږد بهیرخوندي کړي او د بهرنيو ځواکونود اډو ساتنه وکړي. چې دا کارونه زياتره د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۸ لمريزو کلونو په اوږدو کې شوي دي. په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د امريکا د سنا جرګېله خوا همدې ملېشو ته د زور واکانو، جنګ سالارانو، قوماندانانو، او د ملېیشو د مشرانو نوم کارول شوی. دوی د مخدره توکو په قاچاق، د ځمکو په غصب او داسې نورو جرمي کړنو کې دخيل ول.

(۴) تېر کال د  ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ضد ادارې په ننګرهار ولايت کې د مخدره توکو د توليد اندازه څارلېوه چې د دوومخکې کلو په پرتله په کې، تېر کال۴۳ سلنه زياتوالی ليدل شوی. خو  په زړه پورې دا ده چې د داعش تر  ولکې لاندې سيمو کې د مخدره توکو توليد د پام وړ کم شوی، ځکه داعش ډلې يي مخنيوی کړیو. د بېلګي په ډول په اچين ولسوالۍکې له ۳۰۰۴ ټنو څخه ۶۹۸ ټنو ته ولوېد، په کوټ کې توليد له ۲۰۴۰ ټنو څخه ۸۰ ټنو ته راکم شوی. دا د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۴ کلونو تر منځ و.

(۵) په ۱۳۷۹ لمريز کال کې بارنېټ روبين د ارسلا  کورنۍ د شتمنېدو په اړه لیکنه کړې ده.

هغه ليکلي دي: د ارسلا قبیله چې (حاجي عبدالقدير، د ظاهر قدير پلار، او د هغه وروڼه) وو، د جلال اباد ښار د اقتصادي ودې سروالانول، چې   په ننګرهار ولايت کې یې د مخدره توکو له لوړ قيمت څخه ښه ګټه پورته کړې. دوی همدارنګه ددې ولايت له هوايي ډګر څخه هم ګټه واخيسته  چې له دبۍ څخه توکي وارد کړي او بيا يې پاکستان ته د افغاني او پاکستاني چارواکو سره د همکارۍپر مټ قاچاق کړي.

سرچينه:“The Political Economy of War and Peace in Afghanistan”, World Development Vol 28, No 10, pp 1789-1803, 2000.

(۶)د بشري حقونوڅار ډلېليکلي:

د حضرت علی او حاجي ظاهر قوماندانان د ننګرهار ولايت په کچه په جرمي کړنو کې دخيل دي. دوی پرله پسې په بشري سرغړونو کې  ښکېل وي، چې په دې برخه کې د ځمکو او ملکیتونو غصبول، د پيسو لپاره د  ولسي وګړو تښتول، له خلکو پيسي شکول او داسي نور شامل دي. په ورته وخت کې امريکايي ځواکونو له دې کسانو سره د طالبانو پر ضد د جګړې په موخه همکاري اوږده ساتلې ده.

لیکوالان: