Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

کله چې ښوونځي چوپ شي: د افغان نجونو لپاره د راډيويي زده‌کړو ننګونې او فرصتونه

شریف اکرم 38 دقیقې

د ۱۴۰۱ کال په اسد مياشت کې واک ته د طالبانو په  بیا رسېدو سره، افغان نجونې له يوه لوی کړکېچ سره مخ شوې. د منځنیو ښوونځيو په تړل کېدو سره، هغه نجونې چې په کليو کې يې زده‌کړو ته لېوالتيا درلوده او يا يې په لومړنيو ښوونځيو کې زده ‌کړې کولې، د تعلیمي سفر په اوږدولو کې له لویو خنډونو سره مخ شوې. په پایله کې، زده کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي په برخه کې پراخه نابرابري رامنځته شوه. په داسې يوه حساس پړاو کې، راډيويي زده‌کړي د يوې بديلې وسيلې په توګه راڅرګندې شوي.  راډيو نه يوازې دا چې په لرو پرتو سيمو کې په اسانۍ سره د لاسرسي وړ ده، په هغو کورونو کې هم خورا اغېزمنه ده چې ښځينه غړې يې د طالبانو د محدوديتونو له امله له کوره د وتلو اجازه نه لري. د دغو خپرونو د اغېزمنتوب د ارزونې په موخه، په دې راپور کې شریف اکرم  له ليکوالو، د راډيويي پروګرامونو توليدوونکو او د زده‌کوونکو  کورنيو سره تفصیلي مرکې کړې دي.  په دې پروګرامونو کې په کورنیو دندو (کار خانگي) کې مرسته، د درسي کتابچو وېش، د ښوونيزو موادو تيارول او د ارزونې ترسره کول، د ښوونیز بهیر مهمي برخي جوړوي. که څه هم دا  د ښووني په برخه کې یوازې  يوه هڅه ده، خو دا پروګرامونه د کيفيت، ژوروالي او پراخوالي له پلوه د رسمي زده کړو ځای نه شي نیولای. د کيفيت د تضمين لپاره د منظم ميکانيزم نشتوالی، د زده‌کوونکو د ټینګې څارنې کمښت او د شاګرد او ښوونکي تر منځ د تعامل نشتوالی د دې پروګرامونو عمده ننګونې دي. په مجموع کې، راډيويي زده‌کړي يوازې يو لنډ مهاله تدبير دی، نه يوه جامع حل‌لاره. دغه پروګرامونه زده کوونکو ته د لوړو زده‌کړو، مسلکي دندو او په اقتصادي ژوند کې د بشپړ ګډون لپاره اړين مهارتونه نه شي چمتو کولای. ميليونو افغان نجونو ته د زده‌کړو حق په عمل کې يوازې تر راډيويي څپو محدود شوی دی. که څه هم دا تر هیڅ ښه او يو غنيمت دی، خو هېڅکله د هغې بشپړې، پتمنې او مانادارې زده‌کړې ځای نه شي نيولی چې هره نجلۍ يې حق لري. په پای کې، د دې پروګرامونو د دوام په اړه لويې پوښتنې موجودې دي: ايا دا پروګرامونه به وکړای شي د يوې اوږد‌مهالې حل‌لارې په توګه دوام وکړي؟ د بهرني يا دولتي ملاتړ په نشتوالي کې، د دغو پروګرامونو د مالي او کيفيتي برخې دوام له جدي پوښتنو سره مخ دی د افغان نجونو يو نسل د فکري ودې او اقتصادي خپلواکۍ لپاره له ډېرو لږو انتخابونو سره مخ دی، او په تعلیم د بنديزونو دوام نه يوازې د خلکو اوسنی ژوند، بلکې د راتلونکي نسل برخليک هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

په هرات کې د دویم اسلامي امارت په لومړیو میاشتو کې د ریاضي تدریس. انځور: سټرینګر،اناتولیا / ای ایف پي/ د ۱۴۰۰ کال د وږي ۲۳

 د افغان نجونو لپاره د راډيويي زده‌کړو ژمنه

په افغانستان کې د زده‌کړې بهير د هېواد له سياست، ټولنيز پرمختګ او ژورو بدلونونو سره نېغ په نېغه تړلی دی. که څه هم د اسلامي جمهوريت پر مهال د ټولو لپاره د زده‌کړې د برابرولو په برخه کې پام وړ پرمختګونه وشول، خو په ډېرو سيمو کې د بنسټيزو ستونزو، کلتوري خنډونو او ناامنيو له امله، لا هم په لکونو ماشومان، په ځانګړې توګه په کليو کې، له رسمي زده‌کړو بې‌برخې پاتې وو. په دې ترڅ کې، نجونې د نورو پرتله ډېرې اغېزمنې شوې وې.

د ۱۴۰۱ کال په زمري (اسد) مياشت کې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره، د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بنديز ولګېد. د دې بنديزونو په غبرګون کې، راډيويي زده‌کړې په افغانستان کې د نجونو لپاره د يوې بديلې ‌لارې په توګه راڅرګندې شوې.

دا راپور په افغانستان کې د راډيويي زده‌کړو تاريخ او د ۱۴۰۱ کال له سیاسي بدلونو وروسته د هغو پر پراختيا او اغېزمنتوب رڼا اچوي. د دې راپور د چمتو کولو لپاره، د تعليمي خپرونو له توليدوونکو، د راډيو سټېشنونو له مسوولينو او په مستقيم ډول د زده‌کوونکو له کورنيو سره مرکې شوې دي. د راپور موخه دا ده چې وڅېړي ايا دا ډول غيرمتمرکزې راډيويي شبکې، د امارت د اوسنيو سختو محدوديتونو په شتوالي کې، د نجونو د زده‌کړو د بهير د دوام لپاره اغېزمنه وسيله کېدای شي که نه.

په دې برخه کې ځينو رسنيو یو بل سره د محتوا د شریکولو لپاره چوکاټونه جوړ کړي دي؛ ځينې راډیو ګاني د لوړ کيفيت تعليمي محتوا توليدوي او خپل پروګرامونه نورو سيمه‌ييزو رادیوګانو ته هم ورکوي، چې د توليد له بیا جوړوني پرته يې خلکو ته رسیدنه پراخوي. د بېلګې په توګه، په سويل‌ختيځ زون کې يوه خصوصي راډيو داسې محتوا توليدوي چې په ټول افغانستان کې د ګڼو نورو ولايتونو همکارې راډیوګاني يې هم خپروي.

دا غيررسمي شبکې د غيرمتمرکزو تعليمي شبکو په توګه کار کوي چې د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ دوه اړخيز تعامل تضمينوي. خو يوه مهمه ننګونه دا ده چې د بهرني يا دولتي ملاتړ په نشتوالي کې، د دغو پروګرامونو اوږدمهاله دوام له پوښتنې سره مخ دی. که څه هم دې پروګرامونو تر دې دمه وکولای شول چې فعالیت او ان په ځينو حالاتو کې وده وکړي، خو د هغوی پراختيا — او يا حتی د هغوی په دې شکل دوام — يو ستونزمن کار دی.

د دغې خپرونې په ترڅ کې، د راډيويي ښوونیزو پروګرامونو محتوا د ليکوال له خوا وکتل شوه او د ښوونيزو موادو، د زده‌کوونکو د کورنۍ دندې کتابچو او د ارزونې د وسايلو نمونې له نژدې وڅېړل شوې. ټولې مرکې، نمونې او د ارزونې پايلې پټې ساتل شوې دي.

د راډيویي زده کړو د غيرمتمرکز جوړښت له امله، د معلوماتو د راټولولو او د دې پروګرامونو د برياليتوب د کچې په اړه معلومات محدود دي. له همدې امله، د زده‌کوونکو د ګډون د کچې او د ارزونې د پايلو په اړه راډيو سټېشنونه پر اټکلي معلوماتو تکیه کوي. نو اړتیا دا ده چې د زده‌کړې دغه بهير مخامخ وڅېړل شي؛ ځکه په افغانستان کې پر راډيو د زده‌کړو د اغېزمنتوب په اړه دقيق معلومات تر اوسه نه دي موندل شوي.

په زړه پورې دا ده چې د دغو پروګرامونو د اورېدونکو تر ټولو لویه برخه نجونې دي. د يوې راډيو مشر وويل چې د دوی د اورېدونکو نژدې ۹۹ سلنه د ښوونځيو زده‌کوونکې نجونې جوړوي.

د عمر، جنسيت او اصطلاحاتو په اړه يوه يادونه

په افغانستان کې راډيويي زده‌کړه اوسمهال تر ډېره د لومړنيو او ثانوي ښوونځيو د نصابونو پر بنسټ چمتو شوې ده، چې پروګرامونه يې د لوړو زده‌کړو په کچه نه دي. د دې پروګرامونو اورېدونکي زياتره نجونې دي، ځکه دوی له رسمي زده‌کړو څخه بې‌برخې پاتې شوې دي. په هغو سيمو کې چې دا خپرونه اورېدل کېږي، د اورېدونکو ښځينه توب څرګند دی. په دغه راپور کې، موږ د «زده‌کوونکي» اصطلاح د «شاګرد» يا «محصل» په مانا کارولې ده، ترڅو د دواړو کچو زده‌کوونکو عمرونه را ونغاړي  ځکه چې د راډيو له لارې زده‌کړه تر پوهنتون يا کالج پورې نه ده رسېدلې.

 په افغانستان کې د راډيويي زده‌کړې تاريخ

په افغانستان کې راډيويي ښوونیز فعاليتونه په ۱۳۷۰ لمريز کال کې پيل شوي وو. تر ټولو مهم پروګرام يې د بي‌بي‌سي د اوونيزو ډرامو «نوی کور، نوی ژوند» لړۍ وه، چې په پښتو او دري خپرېده او د تفريحي برخو ترڅنګ يې تعليمي محتوا هم وړاندې کوله. دا پروګرام د بي‌بي‌سي د نړيوالې څانګې له لوري توليدېده، چې وروسته د يوې خپلواکې نادولتي ادارې يعنې «د افغانستان د تعليمي توليداتو سازمان» (AEPO) تر چتر لاندې خپريږي. د دې پروګرام اصلي موخه د ژوند پر مهمو مسايلو، لکه د ماينونو د خطرونو، واکسينو او خپلو کليو ته د کډوالو د ستنېدو په اړه د خلکو  د پوهاوی لوړول وو. دغه تعليمي کيسې او کرکټرونه خورا اغېزمن وو، ځکه کيسو يې د افغانانو د ژوند له واقعيتونو سره سم د ننګونو او بدلونونو انځور وړاندې کاوه. د دغو کيسو پيغامونه د نجونو د حقونو او زده‌کړې په ګډون، په خورا مهارت سره د ډرامو په منځپانګه کې ځای پر ځای شوي وو.

راډيو ثابته کړې ده چې کولای شي د عامو خلکو له ذهنونو نیولي د دولت تر تګلارو، روغتيايي مسايلو او د ماينونو په خطر تر پوهېدو پورې، هر څه اغېزناک شي. دې پروګرامونو له دې پلوه ځانګړی ارزښت درلود چې په داسې يوه وخت کې خپرېدل چې ډېری ښوونځي او روغتيايي مرکزونه ويجاړ شوي وو. د افغانستان د لومړي اسلامي امارت پر مهال، طالبانو داسې فرمانونه صادر کړل چې ځينې هغه دودونه يې منع کړل چې د ډرامو او خپرونو په مټ ننګول شوي وو. د بېلګې په توګه، د يوې خپرونې د کيسې له امله چې په هغې کې د مدرسې کم‌عمره زده‌کوونکي د جګړې ډګر ته استول شوي وو، طالبانو جګړې ته د کم‌عمره زده‌کوونکو استول منع کړل (د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ). همدا راز، ملا محمد عمر د «بدۍ» ودونه (په بدو کې د نجونو ورکول) هغه مهال منع کړل چې د يوې راډيويي ډرامې کيسې پرې اغېز وکړ. په ۱۳۷۲ لمريز کال کې، د لومړي امارت پر مهال، بي‌بي‌سي خپله تعليمي محتوا «د افغان ماشومانو لپاره راديويي زده‌کړه» (REACH) په نوم پروګرام سره نوره هم پراخه کړه. دا خپرونه په اوونۍ کې شپږ ورځې د بي‌بي‌سي پښتو او فارسي څانګو خپرول.

دا مخینه د هغو راډيويي زده‌کړو د ارزښت پوهېدو کې مرسته کوي چې له ۱۴۰۱ کال وروسته د تعليمي محتوا د وړاندې کولو لپاره د يوې کليدي وسيلې په توګه راڅرګندې شوې. د ۱۴۰۲ کال د حوت تر مياشتې پورې، په کابل او نورو ولايتونو کې ۲۸۰ راډيوګانې فعالې وې. له همدې امله، د راډيو له لارې زده‌کړه د اوسني بحران لپاره يوه نوې حل‌لاره نه ده؛ بلکې يوه پېژندل شوې کلتوري وسيله ده چې د زده‌کړو د وړاندې کولو لپاره پخوا هم ثابته شوې وه، او همدا مخينه د دې لامل شوه چې د اوسنيو سختو محدوديتونو په شتوالي کې، د نجونو لپاره د زده‌کړو بهير تر يوې کچې جاري وساتي.(آریانا نیوز)

تعلیمي خلا: د اسلامي امارت لاندې کلیوالو سیمو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز

د یادونې وړ ده چې ان په تېرو دوو لسیزو کې هم، په میلیونو افغان ماشومان له ښوونځي څخه لرې پاتې شوي وو. د نړیوال بانک او نورو ادارو سروېګانې چې تر ۱۳۹۶ لمریز کال پورې ترسره شوې دي، ښيي چې ښار مېشتو، زده کړو ته تر ټولو ډېر لاسرسی درلود؛ خو دا کچه هېڅکله د هلکانو له دوه پر درېیمې او د نجونو له نیمایي څخه زیاته نه شوه.

د افغان ماشومانو د زده کړې پر وړاندې خنډونه ډېر دي او دا چاره د هغوی په جنسیت، عمر او دې پورې اړه لري چې په ښار کې ژوند کوي که په کلي کې. په دغو خنډونو کې د ښوونځي نشتوالی یا  لرېوالی، په ماشومانو کار کول، د زده کړې پر ګټورتوب او مناسبوالي د کورنۍ یا ټولنې نه باور، او یا هم د حکومت او وسله والو ډلو له خوا ښوونځي ته له تلو څخه د هغوی منع کول شامل دي.

د کابل په یوه داسې سیمه کې چې د ۱۳۷۱-۷۵ کلونو د جګړې پر مهال سختې ویجاړۍ لیدلې وي، نجونې د لومړي اسلامي امارت له پاشل کېدو وروسته ښوونځي ته د بېرته ستنېدو لومړۍ ورځ لمانځي. انځور: مایکل کاپیلر/ ای ایف پي ، د ۱۳۸۱ کال د وري ۳ مه.

د ۱۴۰۱ کال له اسد میاشتې راهیسې، د عمومي ښوونځیو پر ځای د آنلاین زده کړو، کورنیو ښوونځیو او د ټلوېزیوني او راډیویي تعلیمي خپرونو په ګډون ډېر بدیلونه رامنځته شوي دي. د منځنۍ دورې (لوړو ټولګیو) د نجونو لپاره دا چې څومره کورني ښوونځي رامنځته شوي، د هغوی د پټ والي له امله یې دقیق شمېر معلومول ناشوني دي. که څه هم د امارت ځینې سیمه ییز چارواکي د دغو ښوونځیو پر وړاندې له زغم څخه کار اخلي، خو مرکه شویو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې دوی د ځینو ځایي امنیتي مسوولینو له خوا له ځورونې او خپل سرې نیونې سره مخ کېدای شي. ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته او د رخشانې رسنۍ راپور دلته ولولئ)

بل خوا، د مدرسو د شمېر په زیاتېدو سره، ځینې دغه مدرسې لومړنۍ عصري زده کړې هم وړاندې کوي. د هغو زده کوونکو لپاره چې د ښوونځي په فضا عادت وو، د نویو شیانو د زده کولو او  تعلیم لرلو هیلو هغوی ان په دغو مدرسو کې شاملېدو ته اړ کړي دي. د “افغان وېټنس” ادارې د راپور له مخې چې د حکومت رسمي سرچینې یې راخیستی؛ په ۱۴۰۲ کال کې په مدرسو کې له شاملو شویو کسانو څخه له څلورمې برخې زیاتې یې نجونې وې. دغه راز د ۱۴۰۳ کال یو اټکل ښيي چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د ثبت شویو مدرسو په شمېر کې څلور ځله زیاتوالی راغلی دی. ( دافغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته او د VOA راپور دلته ولولئ)

لاسرسی، لګښت او د خلکو له خوا قبلېدنه: ولې راډیويي زده‌کړه کار ورکولی شي

د یونیسکو د ۱۴۰۳ کال یوې څېړنې «په افغانستان کې د تعلیمي محتوا د تولید او خپرولو رسنیزه نقشه ښودنه» تر سرلیک لاندې، د هېواد په کچه ۱۸۵ راډیو ګانې، ۶۴ ټلوېزیوني چینلونه او ۵۵ انلاین رسنیزې ادارې ارزولي دي. د دغې سروې د نژدې ۸۰ سلنه ځواب ویونکو په وینا، راډیو د تعلیمي توکو (محتوا) اصلي سرچینه وه. په دغو اورېدونکو کې تر ټولو لویه ډله (شاوخوا ۴۱ سلنه) د ثانوي دورې د عمر لرونکي زده کوونکي وو، چې د نجونو پر زده کړو د لګول شویو محدودیتونو له امله، په کې د ښځینه اورېدونکو شمېر له نارینه وو څخه زیات و.

د تعلیمي خپرونو د وړاندې کولو د بڼې په اړه، پاډکاسټونه (یا د غوښتنې پر مهال غږیزې خپرونې) د ۳۵ سلنې په لرلو سره بله اصلي سرچینه وه؛ له هغې وروسته راډیوګانې او ټلوېزیونونه (۲۷ سلنه) او انلاین یا د موبایل له لارې لاسرسی (۲۴ سلنه) په دویم او درېیم نمبر کې راځي. په اوسط ډول، دغو ۳۴۳ څېړل شویو رسنیزو بنسټونو د خپلو خپرونو ۵۰ سلنه برخه ښوونې او روزنې ته بېله کړې وه. لکه څنګه چې د هرات یوې ښځینه زده کوونکې وویل: «موږ خپرونې یوازې په راډیو او ټلوېزیون کې تعقیبوو؛ ځکه نورو وسایلو ته لاسرسی نه لرو.»

د راډیو اغېزمنتیا په څو کلیدي ټکو کې نغښتې ده چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې له ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري واقعیتونو سره پوره اړخ لګوي او هغه په لاندې ډول دي:

لاسرسی

راډيو ته لاسرسی خورا اسان او ارزان دی؛ دا وسيله حتی په بېو‌زلو کليو کې هم په اسانۍ موندل کېږي. د ځیرکو موبایلونو، کمپيوټرونو يا ټلويزيونونو خلاف، عادي راډيوګانې انټرنيټي اتصال ته اړتيا نه لري، د کارولو لپاره لږ تخنيکي مهارت غواړي او خورا لږه برېښنا باندي کار کوي چې دا د هغو سيمو لپاره يو مهم ټکی دی چې برېښنا پکې منظمه نه ده او يا بيخي نه شته.

په لويه پکتيا کې د یوه زده کوونکي پلار وويل: «له دغو تعليمي خپرونو څخه د استفادې لپاره يوازې يوې راډيو او ۳۰۰ افغانيو ته اړتيا ده (چې نژدې د يوې درسي کتابچې د بيې يا ۵ امريکايي ډالرو سره برابرې دي).» هغه زياته کړه: «په هر کور کې راډيو شته او هر څوک کولای شي چې ۳۰۰ افغانۍ فيس ورکړي.»

نجونې په ۱۳۸۸ کال کې په هرات کې په یوه لنډمهالي او جوړ شوي ټولګي کې زده کړې کوي. انځور: حسین فاطمي/  ای ایف پي / د ۱۳۸۸ کال د تلې ۲۳ مه

د کلتوري خنډونو نشتون

د دې تر څنګ، د راډیو کلتوري او ټولنیز منښت/قبولیت هم خورا مهم دی. راډیویي ښوونه نجونو او ښځو ته دا زمینه برابروي چې په خپل کور کې زده کړه وکړي؛ دا چاره هم د اسلامي امارت له لوري اعلان شویو محدودیتونو څخه مستثنا ده. په هغو سیمو کې چې ښوونځي ته د نجونو د تګ یا له کور څخه بهر د نارینه ښوونکو له خوا د هغوی د تدریس په اړه د ټولنې حساسیتونه شته، د هغو د له منځه وړلو لاره هواروي. په لویه پکتیا کې یوه پلار د همدې موضوع په تړاو داسې وویل:

زموږ په ټولنه کې د [نجونو] لپاره ښوونځي ته تلل ستونزمن دي او خلک یې مناسب نه ګڼي؛ خو له بلې خوا، د زده کړې ترلاسه کول هم اړین دي، ځکه بې له هغو ژوند نیمګړی وي. دا راډیویي خپرونې ډېري ښې دي؛ نجونې مجبورې نه دي چې له کوره بهر ووځي او ساعتونه په ښوونځي کې تېر کړي. … دا تر ټولو عزتمنه لاره ده چې انسان خپل عزت هم وساتي او په څنګ کې یې زده کړه هم وکړي.

دا انګېرنه – چې راډیو له ټولنیزو اصولو او حساسیتونو سره له ټکر پرته زده کړه ممکنوي –په محافظه کارو سیمو کې د راډیو د منلو او عامېدو اصلي بنسټ و.

اقتصادي اړخ

د راډیو له لارې د زده کړو کم لګښت هم په دې برخه کې مهم رول لوبوي. د ښوونځیو د جوړولو برعکس (چې ودانۍ، مېز او څوکۍ، برېښنا، اوبو او ګڼ شمېر کارکوونکو ته اړتیا لري) تعلیمي راډیویي خپرونې د هغو پرتله په خورا لږ لګښت چلېږي. په دغو خپرونو کې اصلي لګښتونه یوازې د تعلیمي محتوا پر چمتو کولو، د نشراتي وسایلو او نشراتي وخت پر رانیولو او د مرستندویو درسي کتابونو او کورنۍ دندې د کتابچو پر چاپ او وېش راټول وي. د یوه مرکزي ولایت د یوې راډیو مسوول یادونه وکړه چې د یوه واړه ښوونځي چلول هم د ډېرو سیمه ییزو خلکو له مالي وسې پورته خبره ده:

که تاسو غواړئ یو داسې ښوونځی جوړ کړئ چې تر ۲۰۰ زده کوونکي پکې ځای شي، نو یوازې د کار د پیل لپاره لږ تر لږه ۳۰۰,۰۰۰ افغانیو [شاوخوا ۴,۵۰۰ ډالرو] او د میاشتنیو لګښتونو لپاره تر ۱۰۰,۰۰۰ افغانیو [نژدې ۱,۵۰۰ ډالرو] ته اړتیا لرئ؛ چې په اوسني خراب اقتصادي وضعیت کې د دغو لګښتونو پوره کول ډېر ګران دي.

دغه راز یوه بل تن هم یادونه وکړه چې د حکومت لپاره هم د نویو ښوونځیو جوړول او د کارکوونکو ګومارل په همدې اندازه دروند بار دی، ځکه دا چاره خورا زیاتو مالي امکاناتو او پیاوړي اداري او څارنیز سیسټم ته اړتیا لري. د پوهنې وزارت یوه چارواکي هم تایید کړه چې د اسلامي امارت اوسنۍ سرچینې د تعلیم د ټولو ضرورتونو پوره کولو ته نه بس کېږي.

زموږ د اوسنیو کارکوونکو ظرفیت، لومړیتوبونو او شته امکاناتو ته په کتو، دا کار خورا ګران دی. د تېرو څلوېښتو کلونو د جګړو له امله زموږ لومړیتوب دا و چې شته خو غیرفعالې زېربناوې د مدیریت، کیفیت او ساتنې له پلوه بېرته فعالې کړو. موږ لا د همدغو شتو امکاناتو په ساتنه او چلولو کې هم  له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، نو د نویو تاسیساتو جوړول خو بیخي له امکانه بهر خبره ده.

زده کوونکي د ۱۴۰۰ کال د لړم په ۱۱مه په کابل کې په بیګم راډیو کې د هوا پر څپو (راډیویي) په یوه درسي ټولګي کې برخه اخلي. انځور: هکټور ریټامال/ای ایف پي

انعطاف (نرمښت)

ځینو مرکه شویو د راډیویي خپرونو نرمښت (د وخت او شرایطو سره یې جوړښت او برابرښت) د هغوی د اغیزمنتیا یو بل مهم عامل وباله؛ ځکه دا خپرونې زده کوونکو ته فرصت ورکوي چې له خپلو شرایطو او غوښتنو سره سم درسونه تعقیب کړي. له نېکه مرغه، ډېرئ راډیويي سټېشنونه تعلیمي درسونه د ورځې په اوږدو کې څو ځلې تکراروي. دې کار زده کوونکو ته زمینه برابره کړي څو د خپلو کورنیو مسوولیتونو او بوختیاوو په پام کې نیولو سره، په خپل فارغ وخت کې ورته غوږ ونیسي. دا  هغو ډېرو نجونو او ښځو ته خورا یو مهم او ګټور ټکی دی چې باید د کور د کارونو ترڅنګ تعلیم هم وکړي.

د هوا په څپو کې  ټولګي: له «ساعت‌تېرۍ او تفریح» څخه هاخوا

په افغانستان کې ډېرئ تعلیمي راډیویي خپرونې د داسې منظمو سیسټمونو له لارې پرمخ ځي چې یوازې د درسي محتوا له ساده خپرولو څخه ډېر تفاوتونه لری او تر هغو ډېرې ژورې او پراخې دي. دا خپرونې ځانګړي تعلیمي نصابونه، چاپي توکي، د درس پلانونه او د ارزونې (امتحان) لارې چارې لري چې په دې توګه د رسمي ښوونځیو بنسټیز عناصر په راډیویي زده کړو کې پلي کوي. د کورنۍ وظیفې کتابچې او ازموینو او همدارنګه د یوه پراخ درسي نصاب د لرلو له لارې دا پروګرامونه هڅه کوي چې زده کړې له ساده «تفریحي بڼې» څخه یوې منظمې، جدي او سیستماتیکې کچې ته لوړې کړي. په دې لاره کې، د راډیو د برخې د مسوولینو او روزل شویو ښوونکو ترمنځ نژدې هغمږي او همکاري موجوده ده.

داسې ښکاري چې دغو خپرونو د خلکو یوې لویې غوښتنې او اړتیا ته مثبت ځواب ویلی دی. په لویه پکتیا کې یوې مرکه شوې راډیویي کارکوونکې وویل، دوی ډېر ژر پوه شول چې پروګرامونو یې د خلکو ترمنځ څومره مینه وال پیدا کړي دي؛ ځکه له زده کوونکو څخه خورا ګڼ ټېلېفونونه او د نوم لیکنې غوښتنې ورته راځي. یوه بل مرکه شوي وویل چې د زده کوونکو شمېر «د دوی له تصور او تمې څخه خورا لوړ» و. د اورېدونکو په زیاتېدو سره، په یوه ولایت کې د دغو خپرونو چمتو کوونکو په سیستماتیک ډول خپلې خپرونې او نشرات نورو ولایتونو ته هم پراخ کړل. یوه بل مرکه شوي رادیویې کارمند دا پرمختګ د خپرونو «محبوبیت، د اورېدونکو راجلبولو او هغو اقتصادي ګټو» ته منسوب کړ چې دې پروسې درلودې. د وخت په تېرېدو سره، دغو بریالیتوبو د پروګروامونو خپروونکې رادیوګاني هڅولې چې ښوونځي ته ورته منظم نصابونه، درسي توکي او لیرو سیمو ته د محلي منځګړیو (سیمه ییزو کسانو) له لارې د دغو توکو د رسولو سیسټم نور هم پیاوړی کړي.

مرکه شویو وویل چې تعلیمي خپرونې معمولاً په درېیو اصلي برخو (کتګوریو) کې وړاندې کېږي: د بهرنیو ژبو زده کړه، بنسټیز درسي مضامین او روغتیايي لارښوونې. د څو راډیو ګانو مسوولینو یادونه وکړه چې دوی د نصاب ځانګړې کمېټې جوړې کړې دي، څو پرله پسې د تدریس مېتودونه ښه کړي او د راډیویي زده کړو لپاره نوې او مناسبې ښوونیزي لارې غوره کړي.

که څه هم دا راپور په درېیو سیمو (لویه پکتیا، سویل لوېدیځ او مرکزي سیمو) کې پر هغو خصوصي راډیوګانو تمرکز کوي چې په خپله تعلیمي منځپانګه تولیدوي؛ خو بیا هم ډېرئ رسنیزې ادارې له ګډو چوکاټونو  او چمتو شویو موادو څخه ګټه پورته کوي. د بېلګې په توګه، په ملي کچه تولیدوونکي مرکزونه لکه “د افغانستان د تعلیمي تولید سازمان” (AEPO)، د نړيوالو مرستندویانو د مالي ملاتړ په ترلاسه کولو،  څلورو مهمو اېف ایم (FM) سټېشنونو ته تعلیمي محتوا چمتو کوي او وروسته بیا همدا منځپانګه د ۵۶ سیمه ییزو اېف ایم راډیوګانو د یوې پراخې شبکې له لارې په ټول هېواد کې له سره خپروي.

که څه هم راډیویي تعلیمي خپرونې د ښوونځي بنسټیز مضامین لکه دیني زده کړې، ریاضی، کیمیا، فزیک او جغرافیا مضامین چې تر ډېره له ملي نصاب سره مطابقت لري، رانغاړي خو څو تنو وړاندي کوونکو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل، هغوی دا لازمي نه ګڼي چې هرومرو دې د پوهنې وزارت د رسمي نصاب په چوکاټ کې پاتې شي. له همدې امله، راډیویي ښوونکو درسي محتوا د راډیو له لارې د تدریس او د هغو زده کوونکو د اړتیاوو پر بنسټ عیار کړې ده چې په کورونو کې په خپلواک ډول درس وايي.

د ژبو د زده کړې پروګرامونه په ځانګړي ډول پر انګلیسي ژبې تمرکز کوي، خو ځینې راډیوګاني عربي ژبه هم تدریسوي. په خپرونو کې د عربي ژبې د شاملولو اصلي علت دا و چې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو له بندیز وروسته، په دیني مدرسو کې د نجونو شاملېدل خورا زیات شول. د افغانستان د مرکزي سیمې یوه راډیویي ښوونکي په دې اړه وویل: “موږ په پیل کې یوازې انګلیسي تدریسوله، خو په دې وروستیو کې چې کله زیاتې نجونې مدرسو ته لاړې، له موږ څخه یې وغوښتل چې د عربي ژبې تدریس هم پیل کړو، ځکه نو موږ دا مضمون هم خپلو تعلیمي خپرونو ته ورزیات کړ.”

درسي مضامین د ښوونځي د تعلیمي نصاب په څېر تنظیم شوي دي، خو په داسې یوه لنډه او ساده بڼه چمتو شوي چې په کور کې په اسانۍ سره تعقیبېدلی شي. دا درسونه په رنګه چاپ شویو درسي کتابونو او  د کورنۍ دندې کتابچو کې وړاندي کېږي. په اصلي درس کې موضوع روښانه او ساده تشرېح کېږي. دغه راز، انځوریز او بصري مرستندوی توکي له زده کوونکو سره مرسته کوي چې په درسي متن ښه پوه شي، او د هرې برخې په پای کې د مهمو ټکو لنډیز د ټول درس بیاکتنه هم راوړي. له درس وروسته، د پوښتنو او کورنۍ دندې لپاره هم ځانګړې برخه شته. د بېلګې په توګه، د تاریخ یو درس چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې لیدلی، په څو برخو ویشل شوی و: لومړۍ برخه یې د افغانستان د معاصرې دورې څخه وړاندې پړاو رانغښته؛ دویمه برخه یې د افغانستان معاصر تاریخ او درېیمې او څلورمې برخو یې تر ۱۳۷۰مو کلونو پورې دوام کاوه. همدارنګه د جغرافیې درسونه له نړیوالو مفاهیمو نیولې د افغانستان د خاورې او طبیعيجوړښت تر تفصیلي څېړنې پورې تللي دي چې پکې له بصري وسایلو ګټه اخیستل کېږي. یو تن ښوونکي د جغرافیې د تدریس په اړه خپل مېتود داسې بیان کړ:

موږ په پیل کې زده‌کوونکو ته د نقشو د جوړولو او پېژندلو ښوونه کوو… بیا کله چې د نړۍ د جغرافیې په چوکاټ کې د افغانستان برخې ته ورسېږو، هلته نو په تفصیل سره د هېواد د جغرافیې ټول اړخونه تشرېح کوو. په درسي کتابونو کې روښانه او رسم شوې نقشې شته، له همدې امله زده‌کوونکي په اسانۍ سره پر هغه مفهوم او موضوع پوهېدای شي چې ښوونکی ورباندې خبرې کوي.

بل لور ته، د روغتیا او طبي زده‌کړو پروګرام د دغو خپرونو یوه بله جلا برخه ده، چې په‌کې داسې مضامین ښودل کېږي لکه: ابتدايې اناتومي (د بدن جوړښت)، د ناروغیو پېژندنه، مخنیوی، درملنه او د مروجو ناروغیو په وړاندې د مناسبې طبي پاملرنې برابرول. همدارنګه په دغه پروګرام کې طبي اصطلاحات ځانګړو سیمه ییزو ګړدودونو (لهجو) ته ژباړل کېږي. په لویې پکتیا کې یوه راډیو د “کورني ډاکتر” په نوم یو ځانګړی پروګرام چلوي، چې اصلي موخه یې کورنیو ته د عملي طبي پوهې رسول دي. په مرکزي سیمه کې د یوې راډیو مسوول خپل طبي پروګرامونه داسې تشرېح کړل:

موږ د اناتومي د ښودلو لپاره له انځوریزو موادو ګټه اخلو، چې په هغو کې د بدن د بېلابېلو برخو نومونه، د ناروغیو پېژندنه، نښې، مخنیوی او د درملنې لارې چارې تشرېح کېږي. … زموږ هدف دا دی چې د خلکو طبي پوهه دومره لوړه کړو څو  وکولای شي د اړتیا پر مهال لومړنۍ طبي مرستې ترسره کړي، لږ تر لږه پر خپلې ناروغۍ پوه شي او د خپل حالت د ښه کولو لپاره سم او اړونده ډاکتر ته مراجعه وکړي.

راډیوګاني د یوې نوې تعلیمي لړۍ له پیلولو وړاندې د زده کوونکو نوملیکنه پیلوي او درسي توکي وېشي. درسي کتابونه او د بشپړوونکو تمریناتو کتابچې ټاکل شویو ځایونو ته لېږل کېږي، چې دا ځايونه معمولاً په ښاري سیمو او د ولسوالیو په مرکزونو کې محلي هټۍ (دکانونه) یا بازارونه وي. راډیو ګاني د دې کار لپاره لنډ تبلیغاتي کمپاینونه چلوي او مینه وال زده کوونکي هڅوي چې د وېش دغو مرکزونو ته ورشي او خپل درسي مواد ترلاسه کړي. د توزیع دا مرکزونه هغه زده کونکي راجستر کوي چې کتابونه اخلي او بیا د هغوی معلومات راډیو ته سپاري. د یوې رسنۍ مشر په دې اړه وویل: “هر زده کونکی چې درسي کتابونه ترلاسه کوي، نوم یې ثبتېږي او د راډیو دفتر کې زموږ د معلوماتو په ځانګړې زېرمه یا ډېټابیس کې په خوندي توګه ساتل کېږي.”

د دې موادو لګښت توپیر لري، خو معمولاً ارزانه دي. د یوې راډیو د مشر په وینا، د ښوونې او روزنې (لر واټنو زده کړو) لپاره د درسي او کاري کتابچو یوه بشپړه ټولګه له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانیو (نژدې ۴-۶ امریکایي ډالره) لګښت لري. په ځینو حالاتو کې، زده کوونکي یا د هغوی کورنۍ له ټاکل شوي لګښته د منني په پار یو څه زیاتې پیسې ورکوي، چې دا اضافي پیسې بیا د راډیو د چارو د پرمخ بېولو او د پروګرام د پراختیا په برخه کې مالي ملاتړ چمتو کوي.

معیارونه او ارزونه

د لوړ کیفیت تدریسي لارې، مدیریت او په لرو پرتو سیمو کې  یې ارزول یو څه ننګوونکي دي. هغه راډیویي ښوونکي چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره یې مرکې کړې دي، وایې چې د ارزونې لپاره یې څو ځانګړي میکانیزمونه رامنځته کړي دي.

ډېری راډیويي سټېشنونه ځانګړي مخامخ اوونیز او متقابل ارزول کېدونکي پروګرامونه وړاندي کوي‌ په ځانګړې توګه د جمعې په ورځو، چې د یوی راډیو مشر دې ډول خپرونو ته د «طلايي اوونیزو پروګرامونو» نوم ورکړی دی. د دې خپرونو پر مهال، زده کوونکي په ټلیفون مخامخ خپرونه کې ګډون کوي او د ښوونکو پوښتنو ته ځوابونه وایي؛ دا کار ښوونکو ته موقع ورکوي چې د زده کوونکو د پوهې کچه وارزوي او د هغوی پرمختګ تعقیب کړي. دغه تعقیبي اړیکي څو بېلابېلې موخې لري، چې یوه ښوونکي یې په اړه داسې وویل:

دا پروګرامونه ښوونکو ته لار جوړوي چې د زده کړې پروسه وارزوي، زده کوونکو ته مخامخ ځواب ووایي او یا ورته خپل ارزوونکی نظر وړاندې کړي، د هغوی لېوالتیا او انګېزه ژوندۍ وساتي، او ښوونکو ته یو داسې ارزښتمن لیدلوری ورکړي چې پوه شي زده کوونکي په کومو برخو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

د لویې پکتیا یوه راډیویي چارواکي په دې اړه داسې تفصیل ورکړ:

په هر پروګرام کې لسګونه زده کوونکي ګډون کوي (دا خپرونه شاوخوا ۹۰ دقیقې وي) او موږ هغوی د بېلابېلو پوښتنو په مرسته ارزوو. وروسته بیا کله کله هغه زده کوونکي چې پوښتنو ته سم ځوابونه ورکوي، د پروګرام د ګټونکو په توګه اعلانوو. ډېرئ زده کوونکي هڅه کوي چې اړیکه ونیسي، تېلفونونه ان د یوې شېبې لپاره هم نه وزګاريږي.

پر مخامخ درسونو سربېره، ښوونکي د هغو تمریناتي کتابچو له لارې کورنۍ دندې سپاري چې مخکې زده کوونکو ته وېشل شوې دي. د هرې ښوونیزې لړۍ په پای کې، زده کوونکي خپلې بشپړې شوې کتابچې بېرته اړوندو وېشنیزو مرکزونو ته سپاري. هلته بیا د راډیو کارکوونکي دغه دندې ګوري، د زده کوونکو فعالیتونه ارزوي او نومرې ورکوي. د دغو ارزونو پایلې د راډیو له لارې خپرېږي او ډېر فعال زده کوونکي ډېرئ وخت د ټولو په وړاندې معرفي او ستايل کېږي.

د سویل ختیځې سیمې یوه راډیویي چارواکي تشریح کړه:

موږ د تر ټولو لوړو نومرو ګټونکي زده کوونکي یا د هغوی د کورنیو غړي راغواړو چې له سټېشن څخه خپلې جایزې او ستاینلیکونه ترلاسه کړي. هغو کسانو ته چې له لرې والي سټېشن ته نشي راتلای، په نورو لارو خپله لېوالتیا او قدرداني ښیو، لکه د هغوی موبایلونو ته له لیرې د کرېډیټ ور اچول.

مرکه شوي وايي چې دغه ډول هڅونې او ستاینې د زده کړې په بهیر کې خورا اغېزناکې دي. یوه ښوونکي دغه مېتود له دودیزې ښوونې سره داسې پرتله کړ:

 په افغانستان کې د تعلیمي سکتور یوه لویه ستونزه په ښوونځیو کې د سختو او  کړوونکو مېتودونو کارول دي، چې زده کوونکي له زده کړې زړه توري کوي او د تدریس پروسه بې‌اغېزې کوي. موږ برعکس، نه غواړو او نه هم کولای شو چې دغه ډول سخت چلند وکړو؛ پر ځای یې، موږ هڅه کوو چې له نرم او زړه سواندي چلند څخه کار واخلو. دغه چاره خورا اغېزناکه ثابته شوې ده. د ښوونې او روزنې په دې بهیر کې وړو ډالیو او د ستاینلیکونو ورکړې ثابته کړې ده چې  د زده کوونکو په لا هڅولو او  همدغسې بریا ته د نورو راماتولو کې خورا ګټور پرېوځي، چې په پایله کې یې د ښه فعالیت لپاره د زده کوونکو ترمنځ یو ډول مثبته سیالي رامنځته شوې ده.

ځینو راډیوګانو هڅه کړې چې د ښوونیزو دورو په پای کې رسمي او حضوري ازموینې واخلي. د بېلګې په توګه، د لویې پکتیا په یوه ولایت کې یوې راډیو د حضوري ازموینو ۱۴ پړاوونه ترسره کړل، چې په هر پړاو کې یې شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکو ګډون کړی و. خو دغو حضوري غونډو او راټولېدنو(په ځانګړې توګه د نجونو پراخ ګډون) د سیمه ییزو چارواکو شکونه او غبرګونونه راوپارول، چې په پایله کې یې په دغو ازموینو باندي بندیز ولګېد. دا چاره د بدیلو زده کړو د چمتوکوونکو او ځایي چارواکو ترمنځ یوه دوامداره ننګونه او کشمکش ښیي.

د کیفیت مدیریت او د اسنادو اعتبار

د ښوونیز کیفیت مدیریت او کنټرول د افغان او نړیوالو نادولتي موسسو او تعلیمي بنسټونو د یوه ګډ مشارکت، یعنې «په افغانستان کې د ښځو د زده کړې اتحاد» د رامنځته کېدو اصلي انګېزه وه. دغه اتحاد د نورو فعالیتونو ترڅنګ د «زده کړې د کیفیت د معیارونو» یوه ځانګړې ټولګه هم برابره کړې ده.

په دغه اتحاد کې هغه سازمانونه غړیتوب لري چې د انټرنېټ، راډیو او کور پر بنسټ بدیلې زده کړې چمتو کوي. اوس مهال د زده کوونکو د اسنادو د رسمي تصدیق او تایید لپاره پر بېلابېلو منل شویو لارو کار روان دی. د افغانستان لپاره د زده کړو د بل  نادولتي سازمان بنسټګرې، شکر دخت جعفري، چې د آنلاین تعلیم برخه کې کار کوي، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې یوه تګلاره یې جوړه کړې چې ورسره هغو زده کوونکو ته نړیوالې تصدیق پاڼې او ډیپلومونه ورکړ شي چې د افغان تعلیمي نصاب له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کړې مخته وړي. د هغې په وینا، اوس مهال شاوخوا ۳۰۰۰۰ زده کوونکو نوم‌لیکنه کړې څو دغه تصدیق پاڼې ترلاسه کړي. د بېګم ښځینه سازمان چې «راډیو بېګم» هم د هغې یوه برخه ده، هڅه کوي چې خپلې ښوونیزې خپرونې د انګلستان د کیمبرج پوهنتون له خوا په رسمي توګه تایید او تصدیق کړي.

څوک زده کړه کوي؟ پراخوالی، جنسیت او جغرافیه

په ټول افغانستان کې د راډیويي زده کړو د زده کوونکو د دقیق شمېر څرګندول ناشوني دي؛ ځکه چې دا پروګرامونه په غیرمتمرکزه توګه پرمخ ځي او حکومتي څارنه او همغږي ورسره نشته. انفرادي راډیوګاني په بېلابېلو ولایتونو کې په خپلواکه توګه کار کوي او د نوم‌لیکنې کوم ګډ ملي سیسټم نشته. په پایله کې، یوازیني شته اټکلونه د راډیويي سټېشنونو له خپلو هغو شمېرو څخه ترلاسه کېږي چې د نوم‌لیکنې پر اسنادو او د درسي کتابونو په وېش ولاړ دي.

له دغو محدودیتونو سره سره، د زده کوونکو اړوندې شمېرې چې د راډیوګانو د مسوولینو له خوا وړاندې شوې دي دخورا ډېرو اورېدونکو او ګټه اخیستونکو ښکارندويي کوي چې شمېر یې احتمالاً لسګونو زرو ته رسېږي. د لویې پکتیا د یوې راډیو مشر اټکل وکړ چې شاوخوا ۷۰۰۰ زده کوونکي یوازې له دوی سره راجستر دي، په داسې حال کې چې د دغې سیمې د یوه بل رادیو مشر  د اټکل په اساس له ۵۰۰۰ څخه زیات زده کوونکي ورسره ثبت دي. په سویل ختیځ زون کې د یوه بل ولایتي راډیويي سټېشن چارواکو بیا وویل چې دوی د خپلو تعلیمي پروګرامونو لپاره ۵۲۰۰۰ ثبت شوي زده کوونکي لرل.

د هېواد په سویل ختیځو برخو کې د څلورو راډیويي سټېشنونو یوه غیررسمي ټولنه په منظم ډول ناستې کوي څو کاري مسایل او شته ننګونې وڅېړي. د دغې ټولنې د یوه غړي په وینا:

کله چې موږ راټولېږو او پر داسې مسایلو او پروګرامونو خبرې کوو، هره راډیو خپلې شمېرې شریکوي. په ټولیزه توګه، زموږ اټکلونه ښیي چې یوازې په [د ولایت نوم پټ ساتل شوی] کې له ۲۰,۰۰۰ څخه زیات زده کوونکي د راډیو له لارې په زده کړو بوخت دي.

د یوې راډیو مشر د خلکو له غوښتنو سره د سمون او د خپرونو د دوام په برخه کې د یوې دوامداره ننګونې یادونه وکړه:

موږ تل د چاپي کتابونو له کمښت سره لاس او ګرېوان یو؛ حتی د زرګونو ټوکو له چاپ وروسته هم د خلکو غوښتنه دومره زیاته وي چې پوره کېدای نشي. کله کله زده‌کوونکي یوه میاشت درسونه له لاسه ورکوي، یوازې له دې امله چې موږ د چاپي موادو کافي ذخیره نه لرو.

یوازې د څو ولایتونو د ارقامو په کتو، د افغانستان په کچه د راډیويي زده‌کړو د ګډونوالو شمېر احتمالاً سلګونه زره بلل کېدلی شي. که څه هم دا شمېره له هغو دوه میلیونو نجونو څخه چې له منځنیو زده‌کړو بې برخې دي، ډېره کمه ده، خو بیا هم ښيي چې د راډیو له لارې زده‌کړه تر یوې کچې یوه حیاتي تشه ډکوي.

ولې ډېری نجونې د راډیو له لارې زده‌کړو ته مخه کوي؟

د راډیويي زده‌کړو یوه تر ټولو د پام وړ ځانګړتیا دا ده چې ډېری ګټه اخیستونکې یې ښځې او نجونې دي. په دې برخه کې د مرکه شویو په وینا، ښځینه زده‌کوونکې د ټولګیو لویه برخه جوړوي. د یوې راډیويي رسنۍ مسؤل اټکل کړی چې د زده‌کوونکو ۹۹ سلنه ښځینه دي؛ د څلورو نورو راډیويي سټېشنونو معلوماتو هم دغه موندنې تایید کړې دي.

د یاد مسؤل د څرګندونو له مخې، په لویه پکتیا کې د ۱۴ حضوري آزموینو په لړ کې – چې هرې آزموینې ته شاوخوا ۲۰۰ تنه راغلي وو – له ټولو ګډونوالو څخه یوازې ۳۰ تنه هلکان وو.

د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د خښتو په کوره (بټۍ) کې کارکونکې نجونې. د هغو ډېری کورنیو ماشومانو لپاره ښوونځي ته تلل ناممکن دي چې په غریبۍ کې ژوند کوي او د کار لپاره ورته اړتیا لري. انځور: شفیع الله کاکړ/  ای ایف پي، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲۵ مه

دغه وضعیت د ولسوالیو په کچه په آزموینو کې هم په څرګند ډول لیدل شوی دی. په لویې پکتیا کې یوې راډیويي چارواکې راپور ورکړی چې په یوې ولسوالۍ کې د یوې آزموینې ټول ۹۹ ګډونوال ښځینه وو، په داسې حال کې چې په بله ولسوالۍ کې د ۲۰۰ ازموین ورکونکو له ډلې یوازې یو تن نارینه وو.

په هېواد کې د بدیلو زده‌کړو چټکه پراختیا، د نجونو پر منځنیو زده‌کړو د بندیز مستقیمه پایله ده. راډیو بیګم د دې بندیز په ځواب کې، له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونو ته په ټولو مضامینو کې درسونه وړاندې کوي.

د افغان تعلیمي تولید سازمان (AEPO) مشر، محمد آصف عمر وايي چې د دوی تعلیمي راډیويي پروګرامونه د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونو ته مستقیم ځواب دی. هغه وایېې: «د طالبانو تر واک لاندې، موږ هغه پروګرامونه پیل کړل چې د ښوونځي په رسمي نصاب کې نه وو. دا پروګرامونه د جمهوریت پر مهال اړین نه وو، خو اوس، له دې امله چې نجونې ښوونځي ته تلاى نشي، موږ ورسره یو څه اساسي زده‌کړې پیل کړي.»

په ځینو کلیو او ولسوالیو کې، په راډیويي تعلیمي پروګرامونو کې پراخ ښځینه ګډون، په زده‌کړو کې شته بنسټیزې نابرابرۍ هم منعکسوي. د هلکانو ښوونځي په ډېرو ولسوالیو کې شته، حتی په محافظه‌کارو کلیو کې هم موندل کېږي. که څه هم د هلکانو دا ښوونځي او مدرسې ډېری وخت له کم کیفیت سره مخ وي، خو بیا هم هلکانو ته د زده‌کړې یو فرصت برابروي. برعکس، ډېری ولسوالۍ د نجونو لپاره هېڅ تعلیمي تاسیسات نه‌لري. هلکان او ځوان نارینه عموماً ازاد دي چې د لا زیاتو زده‌کړو لپاره نورو ولسوالیو، ښارونو، یا حتی پلازمېنې کابل ته سفر وکړي.

ښځې او نجونې، د کلتوري دودونو او د اسلامي امارت د محدودیتونو له امله له محرم پرته له سفر کولو یا له کورنیو څخه لرې اوسېدو څخه منع دي؛ دې چارې د دوی د زده‌کړو چانس مستقما اغیزمن کړی دی. البته، دا حالت په ټول افغانستان کې یو ډول نه دی؛ په ځینو سیمو کې نجونې  د هلکانو په څیر د زده‌کړو لپاره سفر کولو ته هڅول کېږي، چې په لویو ښارونو کې په لیلیو کې په اوسیدو سره پوهنتون ته لار ومومي.

دا مرکې په ډېرو کلیوالو ولسوالیو کې د نجونو د ښوونځیو د نشتوالي ښکاره بېلګې وړاندې کوي. د بېلګې په توګه، د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې – چې ګردېز ښار ته نژدې ده – د نجونو لپاره هېڅ ښوونځی نشته. ورته وضعیت د غزني په ګیرو او د پکتیکا په مشخیلو کې هم حاکم دی. د مرکزي سیمو د یوه پلار څرګندونې د دې وضعیت پر درندوالي ښه رڼا اچوي:

په کلیوالو سیمو کې نارینه د زده‌کړو لپاره ډېرې لارې لري، ځکه دوی کولی شي ښوونځیو او مدرسو ته لاړ شي. هغوی ازاد دي چې د لا زیاتو زده‌کړو لپاره نورو ولسوالیو، ښارونو او ان کابل ته سفر وکړي؛ خو ښځینه له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي چې د زده‌کړو مخه یې ډب کوي. په ډېرو کلیو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو نشتوالی تر ټولو لویه ستونزه ده.

په پایله کې، په داسې حال کې چې هلکان او ځوان نارینه کولی شي په محلي مدرسو کې یا نورو ښارونو ته په کډې کولو سره خپلې زده‌کړې پرمخ بوځي، د دوی خویندې په عملي توګه له زده‌کړو محرومې پاتې کېږي. د ډېرو کورنیو لپاره، راډیو یوازې یو بدیل نه، بلکې د نجونو د زده‌کړو د دوام یوازینۍ پاتې لار ده ځکه له دې پرته دوی بل هېڅ انتخاب نه لري.

په کور کې زده‌کړه: ټولنیز منښت او د کورنۍ ملاتړ

په اوسنیو شرایطو کې دا ډېره مهمه ده چې هر وګړی لوستی شي. پخوا ډېری نارینه او ښځینه ان له خپلو لومړنیو زده‌کړو هم بې برخې وو، ځکه چې د لیک او لوست توان یې نه درلود. خو اوس، د راډیويي خپرونو په مرسته خلک په اسانۍ سره زده‌کړو ته لاسرسی لري. دغه پروګرامونه په ځانګړي ډول هغو نجونو ته خورا ګټور دي چې په سیمه کې یې ښوونځي نشته. یوې زده‌کوونکې په دې اړه وویل: «زه د درسونو پر مهال هڅه کوم چې نوي شیان زده کړم. اوس له درسي کتابونو سره سم لیک لوست کولی شم او د قرآن عظیم‌الشان په تلاوت هم بریالۍ شوې یم؛ دا زما لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

د سوېل ختيځ افغانستان د یوې سیمې یو مشر وايي چې راډيويي زده‌کړې د ټولنې پراخ ملاتړ لري. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د موندنو له مخې، دا پروګرامونه یوازې د زده‌کوونکو لپاره نه، بلکې د کورنیو د ملاتړ تر چتر لاندې ترسره کېږي. دا د هغو سیاسي محدودیتونو او کلتوري دودونو په وړاندې یوه اغېزمنه لار ده چې د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

د ځینو کورنیو لپاره، راډيويي زده‌کړې یوازې یو بدیل نه، بلکې د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده. د سوېل ختيځ یو کلیوال مشر خپله تجربه داسې بیانوي:

موږ غوښتل چې خپلې لوڼې په یوه ټولګي کې شاملې کړو، خو له ځینو غیرحکومتي ادارو او کلیوالو سره مو توافق ونشو. د شخصي ښوونکي د پیدا کولو هڅه مې هم وکړه، خو ناکام شوم. په پای کې مې د راډیويي برنامو په اړه واورېدل او دا چاره ډېره ګټوره ثابته شوه. ما خپلې لوڼې په دې پروګرامونو کې ونومولې، کتابونه مې ورته برابر کړل او هغوی اوس په منظمه توګه خپل درسونه پرمخ وړي. دوی اوس په خپلو زده‌کړو کې دومره پرمختګ کړی چې په لیک لوست کې مهارت لري.

د زده‌کړې په پرمختګ کې د کورنۍ د غړو رول

د زده‌کړې په ملاتړ کې د کورنۍ ونډه خورا ارزښتناکه ده. په ځانګړي ډول په هغو حالاتو کې چې د تعلیم نورې اسانتیاوې نه وي، کورنۍ (پلرونه، میندې او وروڼه) کولای شي د رادیويي زده‌کړو لپاره یو قوي ملاتړی ځواک وي.

رادیويي زده‌کړه یوازې یو انفرادي فعالیت نه دی، بلکې باید د کورنۍ په کچه ورته د یوه ګډ مسؤلیت په سترګه وکتل شي. لکه څنګه چې یوه راډیويي ښوونکي په دې اړه وویل: «که په هره کورنۍ کې، یو یا دوه کسان وي چې لیک لوست کولای شي، نو دوی باید له هغو نورو سره مرسته وکړي چې د لوستلو توان نه لري، خو غواړي د راډیو له لارې زده‌کړه وکړي.»

په کابل کې د بیګم راډیو ریسه سبا چمن (ښي لور ته) او د هغې یو همکار د رادیو په سټوډیو کې. انځور: هکټور ریټامال/ای ایف پي، د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۷ مه

سربېره پر دې، د کورنۍ نارینه غړي هم کولای شي د خپلو خویندو او لوڼو د زده‌کړې فعال ملاتړ وکړي. د بېلګې په توګه، یو انجنیر چې خپلې خویندې او لوڼې یې تشویق کړې دي، خپله تجربه داسې بیانوي:

 زه په کابل کې کار کوم او یوازې د جمعې په ورځ کور ته راځم. کله چې راشم، خویندې مې راټولې شي. زه د ټولو درسونو پوښتنه ترې کوم او هغه برخې چې نه پرې پوهېږي، ورته تشریح کوم. زه یې د کتابچو له مخې درسونه ګورم او که کومه ستونزه ولري، حل یې ورښیم.

د پکتیا یوه دوکاندار هم د رادیويي زده‌کړو په اړه خپله تجربه داسې بیان کړه:

هر شپه له ډوډۍ وروسته، زه له خپلو لوڼو او زامنو سره چې دلته یوه نژدې ښوونځي ته ځي، کېنم او له هغوی غواړم چې خپل درسونه یوځای تکرار کړي او کورنۍ دنده ترسره کړي. زه ورسره مرسته کوم. ما د دوی په زده‌کړو کې یو توپیر لیدلی دی؛ لوڼې مې د زامنو پرتله درسونو ته ډېرې لېواله دي. زامن مې لږې پوښتنې کوي، لږې لارښوونې غواړي او یوازې په دې بسنه کوي چې خپله کورنۍ دنده خلاصه کړي؛ خو لوڼې مې د درس د هرې برخې په اړه پوښتنې کوي او خپله کورنۍ دنده ډېره په ځیر او پام ترسره کوي.

د کورنۍ دا ډول ملاتړ، په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړو په عامولو کې خورا مهم رول لري. کله چې د کورنۍ غړي په فعال ډول د خپلو ماشومانو په زده‌کړه کې برخه اخلي او د هغوی پرمختګ څاري، د نجونو زده‌کړه په کور کې ډېره پام وړ ګرځي او د کورنۍ له لوري ورته زیات ارزښت ورکول کېږي.

لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د کیفیت د ارزولو او ډاډمنولو لپاره، د دوامدارو ارزونو او د کورنیو دندو د نومرو ورکولو یو ګډ ترکیب کارول کېږي. که څه هم دغه بهیر وخت نیسي (یوه رادیو کار کوونکي یادونه وکړه چې د کورني کار زرګونو کتابچو کتل له یوې تر دوو اوونیو وخت نیولی شي)، خو دا د انفرادي زده‌کوونکي د پرمختګ او د پروګرام د عمومي اغېزمنتیا د ارزونې لپاره خورا ارزښتمن معلومات وړاندې کوي.

همدارنګه، راډیو له زده‌کوونکو، میندو، پلرونو او خلکو څخه په فعال ډول غواړي چې خپل نظرونه ورسره شریک کړي، څو د خپلو خپرونو محتوا او وړاندې کول لا ښه کړي. که څه هم په عملي ډګر کې ددغو پروګرامونو د اغېزمنیا معلومول لا هم د بحث وړ موضوع ده چې لاندې پرې خبرې شوې دي.

لاسته راوړنې او ننګونې: د زده‌کړو د پایلو او کیفیت ارزونه

د رادیويي زده‌کړو د اغېزمنتیا دقیقه ارزونه یو پېچلی کار دی ځکه چې رسمي او معیاري میکانیزمونه یې محدود دي. که څه هم د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په دې وروستیو کې د دې پروژو رسمي ارزونې نه دي کړي، خو مرکه شویو د دې پروګرامونو پر اغېزمنتیا ټینګار کړی دی. هغوی د زده‌کوونکو پرمختګ، له لومړني سواد څخه پیل تر ژبنیو مهارتونو او عملي زده‌کړو پورې، د پام وړ وباله. په پکتیا کې یوه راډیويي کارکوونکي د زده‌کوونکو د پرمختګ په اړه خپل مشاهدات داسې شریک کړل:

زما په نظر، رادیويي زده‌کړې خورا اغېزناکې دي. زه حتی ویلای شم چې زموږ زده‌کوونکي ښوونځیو ته تر ډېرو تلونکو شاګردانو تکړه دي؛ دوی انګلیسي ویلای شي. په طبي برخه کې، زموږ زده کوونکې نجوني اوس په کلینیکونو کې د نرسانو په توګه کار کوي. دوی د نورو رادیويي خپرونو لپاره مقالې لیکي، په ژوندیو بحثونو کې برخه اخلي او ارزښتمن نظرونه وړاندې کوي.

یوه بل ښوونکي د خپلو زده‌کوونکو د پرمختګ په اړه داسې ثبوتونه وړاندې کړل:

موږ داسې زده‌کوونکي لرو چې (لیک او لوست) یې له صفر څخه پیل کړی و او اوس روان لیکل او لوستل کولای شي. ډېرو یې د قرآن کریم ځینې برخې حفظ کړي او په سمه توګه یې تلاوت کولی شي. ځینې زده‌کوونکي دومره تکړه شوي چې اوس په خپلو کلیو کې نورو ته د زده‌کړو  رسولو کې هم لاس کوي.

د دې مرکو له مخې، رادیويي ښوونیزو پروګرامونو ډېرې داسې کورنۍ د زده‌کړو لوري ته را اړولي چې پخوا یې د نجونو زده‌کړه نه منله. نن، پلرونه او میندې په ډېر ویاړ سره خپلې لوڼې رادیويي زده‌کړو ته هڅوي او پکي شاملوي. دغه نجونې اوس په کورنیو کې لومړی د لیک او لوست د زده‌کړې، بیا د دیني زده‌کړو او په پای کې د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې فعال رول لوبوي.

ننګونې او خنډونه: د کیفیت تضمین او رسمي اسناد

د دې ټولو مثبتو لاسته راوړنو ترڅنګ، رادیويي زده‌کړه له یو لړ ننګونو سره هم مخ ده چې د کیفیت څار او په کورنیو دندو کې یې د درغلۍ مخنیوي لویې ستونزې دي. په حقیقت کې، د ورځنۍ څارنې او یا د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې زده‌کوونکي خپل کورني مسولیتونه په خپلواکه توګه ترسره کوي، اغېزمن میکانیزمونه کم دي. یوه ښوونکي په دې اړه خپله اندېښنه داسې بیان کړه:

تر ټولو ستونزمنه برخه، د زده‌کوونکو ارزونه ده. له میاشتنیو ارزونو یا د کتابچو له دقیقې کتنې پرته، هیڅ داسې اغېزمن میکانیزم نشته چې دا یقیني کړي زده‌کوونکي په رښتیا زده‌کړه کوي او پر درسونو بشپړ پوهېږي

د رادیويي زده‌کړو پروګرامونه له جوړښتي محدودیتونو سره هم مخ دي، چې د زده‌کړې د عمق کچه یې اغېزمنه کړې ده. ډېرئ زده‌کوونکي لا تر اوسه د رسمي سند (تصدیق‌پاڼې) له نشتون سره مخ دي، چې دا سند ښايي وروسته ددوی د زده کړو د رسمیت پیژندني، د کار موندنې او یا لوړو زده‌کړو ته د لار موندنې لپاره اړین وي. همدارنګه، له رسمي ښوونځیو سره د رادیويي زده‌کوونکو د یوځای کېدو او یا د هغوی د سویې د ارزولو لپاره کومه روښانه تګلاره نشته. سره له دې چې د آنلاین او کورنۍ زده‌کړې د سند ورکولو نوښتونه په راتلونکي کې اسانی رامنځته کولی شي، خو اوسمهال دغه هڅې په ډېره محدوده کچه پرمخ ځي.

د رادیويي زده‌کړو پروګرامونه په ډېر لنډ وخت کې وړاندې کېږي، چې دا چاره د زده‌کړې د کیفیت او عمق په اړه پوښتنې راپورته کوي. د بېلګې په توګه، یوه درسي رادیويي لړۍ ښايي یوازې دوې یا درې میاشتې دوام وکړي، په داسې حال کې چې په رسمي ښوونځیو کې هماغه مواد د یوه بشپړ تعلیمي کال په اوږدو کې تدریس کېږي او مهال‌وېش یې د زده‌کوونکو له وړتیاوو سره سم تنظیم شوی وي.

سربېره پر دې، په سختو مضامینو لکه کیمیا، فزیک او ریاضي لږ تمرکز کېږي، ځکه چې د رادیو له لارې د دغو مضامینو تدریس ستونزمن دی. د یوې رادیويي خپرونې مسؤل وايي: «تاسو نه شئ کولی ریاضی کې الګوریتمونه د رادیو له لارې په سمه توګه تدریس کړئ. په ټولنیزو علومو کې درس ورکول تر یوې اندازې شوني دي، خو په ساینسي علومو کې دا کار ډېر ګران دی.» دا ننګونې ښیي چې رادیو د لوړو اکاډمیکو او تحلیلي مهارتونو د زده‌کړې لپاره ځینې محدودیتونه لري. مرکه‌شویو  د عملي خنډونو یادونه هم وکړه؛ لکه د تمرین د کتابچو راټولول، ارزول او د نویو درسي موادو وېشل، چې دغه پروسه د نویو لړیو پیل د څو اونیو لپاره ځنډوي.

لر واټنې زده کړې زده‌کوونکو ته د دې زمینه برابروي چې په کورنیو دندو کې نور امکانات وکاروي او یا په ازموینو کې درغلي وکړي ځکه د ښوونکي تر مستقیمې څارنې لاندې نه وي. خو د سویل‌ختیځ  زون یو ښوونکی په دې اړه  بیا خوشبینه دی، او وایې:

«هغه کسان چې زموږ په پروګرامونو کې برخه اخلي، په ریښتیا د زده‌کړې تږي دي. دوی د پوهې په ارزښت پوهېږي او موخه یې یوازې زده‌کړه ده، نو له همدې امله د تقلب هڅه هم کمه ده.»

هغه زیاتوي چې دوی پر زده‌کوونکو او کورنیو د اخلاقي تعهد مسولیت ږدي:

موږ پر شفافیت بیا بیا ټینګار کوو څو وکولای شو د خپلو پروګرامونو اغېزمنتیا په سمه توګه وارزوو او پر اساس یې اصلاحات راولو. که زده‌کوونکي درغلي وکړي او خپل کارونه په خپله ترسره نه کړي، د پروګرام کیفیت زیانمن کېږي، ځکه چې موږ بیا د دې پروسې سمه ارزونه نه شو کولی.

په پای کې، د رادیويي زده‌کړو دا ډول بهیر د کورنۍ پر غړو د څارنې او پاملرني پېټی درنوي. په پکتیا کې یوه ښوونکي په دې اړه خپله تجربه داسې بیان کړه:

موږ له میندو او پلرو ژمنه اخلو چې خپلو ماشومانو ته د زده‌کړې اجازه ورکړي او موږ سره مرسته وکړي چې هغوی په کورنیو دندو کې درغلي ونه کړي. دا ژمنه زموږ لپاره د ارزونې په پروسه کې ډېره ګټوره ده.

د دې او نورو ښوونکو هیله دا ده چې د نجونو د زده‌کړو دا لړۍ په راتلونکي کې خوندي پاتې شي. که څه هم په رادیويي زده‌کړو کې زده‌کوونکې خپلې چارې په خپله پرمخ وړي، خو د یوې ښوونکې په وینا، دا بهیر دوی ته ډېر مسؤلیت ورکوي او د زده‌کړې پر ارزښت یې پوهوي.

پایله

 رادیويي زده‌کړې له محدودیتونو سره سره، د پوهې د انتقال لپاره یو مانادار او ارزښتناک بدیل دی. خو دا د رسمي ښوونځیو د تدریس د ژوروالي، رسمي تصدیق او اداري تسلسل ځای نه شي نیولی. د دې پروګرامونو اغېزمنتیا یوازې په ښوونیزو میتودونو او د کورنۍ په ملاتړ پورې نه ده تړلې، بلکې په لویه کچه د هېواد پر سیاسي شرایطو هم راڅرخي. دا چې واکمن حکومت به تر کومه دا پروګرامونه پرېږدي چې خپل کار ته دوام ورکړي، یوه بنسټیزه پوښتنه ده چې د دې پروژو په راتلونکي برخلیک کې نیغ په نیغه ونډه لري.

له زده‌کړو تر مشروعیت: د نجونو د تعلیم عادي کېدل

له مستقیمو تعلیمي پایلو هاخوا، رادیويي تعلیمي پروګرامونه ښايي په کلیوالو سیمو کې ډېر مثبت اغیز ولري . د امارت او جمهوریت په وخت کې، رادیويي زده‌کړو د نجونو د زده‌کړو مفکوره په هغو ټولنو کې عامه کړه چې پخوا یې ورته د شک په سترګه کتل یا یې ورسره په ښکاره دښمني لرله. مرکه‌شویو ویل چې رادیويي زده‌کړه د نجونو د زده‌کړې د رواجولو لپاره د یوې نرمې وسیلې په توګه کار کوي؛ دا چاره کورنۍ اړباسي چې د نجونو ښوونځي ته د تګ په اړه، پخوانیو دودونو سره له مخامخ مخالفت پرته، د زده‌کړو ګټې وویني.

په هغو سیمو کې چې مخ پټي دود ده، رادیويي زده‌کړه کولی شي ځینې دودونه په نرمۍ سره وننګوي — که د رادیو له لارې د ښوونې په بڼه وي او یا د حضوري ازموینو لپاره د تګ راتګ په ترڅ کې. د پکتیا پوهنتون یو استاد دا بهیر داسې تشریح کوي:

په ډېرو کلیوالو سیمو کې خلک لا هم نه غواړي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته ولېږي، ځکه چې هېڅ ګټه په کې نه ويني. حتی که ښوونځی وي او حکومت اجازه ور هم کړي، زه ګومان نه کوم چې خلک به خپلې لوڼې ورولېږي. دا ډول زده‌کړه د ذهنیتونو د بدلون لپاره یو ډېر ښه ګام دی. زه باوري یم چې خلک به هغه مهال د زده‌کړو ارزښت وپېژني چې کله د یوې لوستې او نالوستې نجلۍ ترمنځ توپیر وویني.

د سویل‌ختیځ یوه رادیو کارکوونکي هم ټینګار وکړ چې رادیويي زده‌کړه له دیني ارزښتونو سره برابره وسیله ګڼل کېږي، نه د ګواښ په توګه. تر اوسه پورې، ښوونځي ته د نجونو تګ یوه «عجیبه نظریه» وه او ډېرو خلکو ترې کرکه کوله او هغه یې بد اخلاقي یا ګناه ګڼله. خو رادیويي زده‌کړې خلک له دې مفهوم سره بلدوي او ورته ښيي چې په زده‌کړه کې هېڅ غلطه خبره نشته؛ بلکې دا دیني پوهه، ارزښتونه او اخلاق لا غني کوي. کله چې خلک دا واقعیت وویني، پوهېږي چې زده‌کړه ګټوره ده.

د دې یوه بېلګه، هغه خبره ده چې د یوه راډیويي مسوول له خولې، پروسږکال، کوم چا یوه نوم لیکوونکي ته کړې وه:

کله چې یې ترور وفات شوه، د کورنۍ نور غړي جنازې ته لاړل. لور یې، چې زموږ  د پروګرام زده‌کوونکې وه، په کور کې پاتې شوې ښځې راټولې کړي او قرآن کریم یې ورته تلاوت کړ. ښځو ورته ویلي وو چې مخکې یې نه و لیدلي چې یوه نجلۍ دې قرآن ولوستلای شي او ټولې حیرانې شوې وې. کله چې یې دا خبره تر پلاره رسیدلې وه هغه ډېر خوشحاله شوی و او زموږ  د پروګرام ستاینه یې کړي وه.

ځینې رادیويي تعلیمي پروګرامونه د دیني اړتیاوو په پام کې نیولو سره په همغږۍ وړاندې کېږي او پر نورو مضامینو سربیره، اسلامي زده‌کړو ته هم ځانګړی ځای ورکوي. دیني محتوا — لکه د قرآن تلاوت، د حدیثو زده‌کړه او ابتدایې فقه — د لیک لوست او  ژبو زده‌کړې سره یوځای وړاندې کېږي. دا چاره ځینو میندو او پلرونو ته پام وړ ارزښت لري، لکه څنګه چې یوه مرکه شوي وویل:

«مخکې مې لور حتی الحمدلله هم سمه نشوای لوستی، خو اوس یې د قرآنکریم اخري سپاره حفظ کړی او په ښکلې غږ یې تلاوت کوي. زما لپاره، دا تر ټولو مهمه زده‌کړه ده؛ نور هر څه وروستي دي.

خو له دې پراخې منل کېدنې سره سره، رادیويي زده‌کړه په یوه پیچلي چاپېریال کې کار کوي، چې په راتلونکې برخه کې به پرې بحث وشي.

د راډيويي زده‌کړو په وړاندي د دولت  چلند: د پالیسۍ ابهام او سیمه ییز جوړجاړي

د راډيويي زده‌کړو تر ټولو ستونزمن اړخ، د امارت له چارواکو سره د هغوی تعامل دی. د دې پروګرامونو په اړه د دولت تګلاره مبهمه، بې انډوله او کله کله ضد پاتې شوې ده، چې د راډيويي ښوونکو لپاره یو نامعلوم وضعیت رامنځته کوي. مرکه شویو کې اکثرو ادعا کړې چې دوی د خپلو پروګرامونو په اړه د دولت د رسمي تګلارې په تړاو په ناخبرۍ کې دي؛ ځکه چې هېڅ روښانه لیکلي قوانین نشته چې دې کار ته اجازه ورکړي او یا پرې بندیز ولګوي.

نجونې د ۱۴۰۱ کال د وري په ۳مه د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې خپل لېسې ته تللي. امارت اعلان کړی و چې لویې نجونې کولای شي ښوونځیو ته ستنې شي، خو د درسونو له پیل څخه څو ساعته وروسته یې خپله پرېکړه بېرته واخیسته او د ښوونځیو د بېرته تړلو امر یې وکړ. انځور: احمد ساحل ارمان/ای ایف پي

لکه څنګه چې د یوه مرکزي ولایت یوه راډیو کارکوونکي وویل: «موږ نه پوهېږو چې آیا د زده‌کړو بندیز پر موږ هم پلي کېږي که نه. د امارت مسوولین هېڅکله موږ ته واضح ځواب نه وایی او دا ابهام پخپله یو لوی مشکل دی.»

په عمل کې، د پالیسۍ دې خلا ددې پروګرامونو دوام له جدي ننګونو او خطرونو سره مخ کړی دی. طالب چارواکو په سیمه ییزه کچه په دې پروګرامونو کې په بېلابېلو کچو مداخله کړې ده. څو راډیو مسولینو وویل چې کله یې پروګرامونو لومړی شهرت ترلاسه کړ، د پوهنې یا اطلاعات او کلتور ولایتي چارواکو له خوا ور وبلل شول. یوه رادیو مسول په دې اړه وویل:

کله چې موږ دا پروګرامونه لومړی پیل کړل او مشهور شول، د زده‌کوونکو د لوی شمېر په ثبتېدو سره، د معارف او اطلاعاتو او کلتور ولایتي چارواکو  موږ احضار کړو  او ویې پوښتلو چې ولې دا پروګرامونه خپروو. هغوی د محتوا په اړه اندېښمن وو. بیا وروسته موږ هغوی ته ټول نصاب وښود. له هغه وروسته، هغوی نور هېڅ ستونزه جوړه نه کړه او اجازه یې راکړه چې دوام ورکړو.

تر ټولو سخته څارنه، او په ځینو حالاتو کې ښکاره بندیز، پر حضوري ازموینو باندي ولګید ځکه چې سلګونه زده‌کوونکي په یوه ځای کې راټولېدل.. د یوې رادیو مسول یوه پیښه داسې بیان کړه:

له ازموینې وروسته بله ورځ، د امر بالمعروف ریاست موږ وغوښتلو او ددې امتخان په اړه یې پښنتي وکړي. موږ هغوی ته وویل چې ازموینه له ټولو قواعدو سره برابره وه، د هلکانو او نجونو ځایونه جلا وو او سم حجاب مراعات شوی و. خو هغوی وویل چې دا کار د اصولو خلاف دی ځکه چې تعلیم بند دی. وروسته، د پوهنې ریاست هم موږ ته یو مکتوب راولېږه او غوښتنه یې کړي وه چې دا ازمویني ودروو.»

دا لامل شو چې راډيو د حضوري ازموينو د ځنډولو پرېکړه وکړي او يوازې د  کورنیو کارونو د کتابچو د کتنې له لارې ارزونه جاري وساتي.

د محلي چارواکو له خوا يوه بله لويه مساله  په ژوندیو پروګرامونو کې له ښځینه وو سره تیلفوني اړیکي دي چې ښځينه زده کوونکې په کې له نارينه ښوونکو سره غږېږي. د امارت ځينو چارواکو دا د خپلو قوانينو سرغړونه ګڼله. په لويه پکتيا کې د یوې رادیو کارکوونکي وویل:

چارواکو راته  وويل چې موږ د قانون خلاف کار کوو. حتی له بیا بیا خبرتياوو وروسته هم، موږ د خپرونو پر مهال له ښځو سره د مخامخ تليفوني خبرو اترو لړۍ ته دوام ورکړ. په پای کې،  دا کار زموږ د پروګرامونو د یوې لنډمهالې بندېدا لامل شو.

په بنسټيز ډول، د بندیزونو  او مداخلو شتون د ولايتونو ترمنځ او په مختلفو وختونو کې توپير کوي. راډيويي ښوونکو تشريح کړه چې په محلي کچه بدلونونه کولی شي شرایط ناڅاپه واړوي. د يوه سويل ختيځ ولايت يوه راډيو مشر داسې تشريح کړه:

 په يوه ځانګړې سيمه کې يو چارواکی ډېر سخت اخته و او د دې پروګرامونو مخالفت یې کاوه؛ بیا یې هغوی يې لنډمهاله منع کړل. کله  چې وروسته يو منځلاری چارواکی د هغه پر ځای راغی چې د پروګرامونو ملاتړ يې کاوه، موږ وکولای شول چې خپرونې بيا پيل کړو.

په سويل ختيځ کې، محلي چارواکو عموماً د راډيويي تعليمي پروګرامونو ملاتړ کړی دی. هلته د راډيو مسوولین کومې پاموړ ستونزي سره نه دي مخ شوي، خو بیا هم له لنډمهالو بندیزونو سره لاس او ګریوان وي. راډيويي ښوونکي بايد په دوامداره توګه له دې بدلونو او محلي شرايطو سره سم چلند وکړي او خپل کارونه د مشخصو چارواکو له حساسيتونو سره عيار کړي، څو پروګرام روان وساتي.

له رسمي ابهام او وخت نا وخت مداخلو سره سره، ځينو ښوونکو ادعا کړي چې د امارت د سیمه ییزو چارواکو پټ ملاتړ  یې ترلاسه کړی او ان تر دې چې  د ځينو چارواکو لوڼې پخپله هم د دوی پروګرامونه اوري. د یوې راډيو کارکوونکي وویل: «موږ د لوړپوړو چارواکو له کورنيو څخه هم زده‌کوونکې لرو. هغوی موږ ته راځي چې کتابونه واخلي او ډېری وخت موږ ته وايي چې چمتو دي مرسته وکړي که له نورو ادراو سره یې ستونزه راشي.»

داسې ملاتړ، په ځانګړې توګه له نورو چارواکو سره د ستونزو په حل کولو او د پروګرامونو په روان ساتلو کې ګټور ثابت شوی دی، خو دا پروګرامونه د محلي سياسي حالاتو او اقتصادي فشارونو په بدلونو کې لا هم زيان‌منونکي پاتې دي.

اقتصادي بقا: راډيويي زده‌کړي څنګه په ځان بسیا شي؟

د راډيويي زده‌کړو په دوام کې یو مهم عامل د هغوی مالي ځان بسیاینه ده. د منظمو ښوونځیو یا دولتي ښوونځیو برعکس، هغه راډیو مشران او تولیدوونکي چې مرکه ورسره شوې، ادعا کوي چې نه حکومتي تمویل لري او نه هم له نړیوالو نا دولتي سازمانونو ملاتړ ترلاسه کوي.

پر ځای یې، هغوی معمولاً د اعلاناتو له عاید، د زده‌کوونکو له فیسونو، د کتابونو له پلور او، تر یوې اندازې، د ټولنې د ملاتړ له ترکیب څخه ځان تمویلوي. نورو راډیو ګانو هم تعلیمي محتوا ته مخه کړې څو خپل اقتصادي زیان او تشه چې د وروستیو کلونو د اقتصادي وضعیت له امله د اعلاناتو په کمېدو رامنځته شوي دي، جبران کړي.

هغوی ته چې بهرنی ملاتړ نه لري، اقتصادي چوکاټ ساده دی: زده‌کوونکي یا کورنۍ یې درسي کتابونه او تمریناتي کتابچې له ویش ځایونو څخه اخلي، چې بیه یې داسې ټاکل شوې څو د موادو لګښتونه پوره کړي او د راډیو چارو ته یوه اندازه ګټه هم ورسوي. لکه څنګه چې یوه ښوونکي وویل: «زموږ زده‌کوونکي د کتابونو او د کورنیو کارونو کتابچو لپاره پیسې ورکوي، او په بدل کې، موږ هغوی ته تعلیمي خدمتونه وړاندې کوو. دا هغه طریقه ده چې موږ پرې خپل لګښتونه پوره کوو.»

د یوې تعلیمي کڅوړې (د موادو یوې بشپړې ټولګې) بیه معمولاً له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو ده. که څه هم دا بېوزلو کورنیو ته یو پاموړ لګښت دی، خو بیا هم ښوونځي ته د ماشومانو د لېږلو تر لګښت (جامې، ټرانسپورټ، د زده‌کړې توکي) یا د خصوصي ښوونکي له ګومارلو څخه ډېر ارزانه راځي. ښایي تر ټولو پام وړ خبره دا وي چې د زده‌کوونکو ټولنې پخپله د راډیو زیربنا تمویل کړي. د یوې راډیو مشر تشریح کړه چې زده‌کوونکو یې د کتابونو په پېر سره اضافي پیسې چمتو کړې، څو د یوې خپلواکې تعليمي راډیو په جوړولو کې برخه واخلي:

مخکې له دې چې دا راډیو جوړه کړو، ما دا تعليمي پروګرامونه په نورو محلي رسنیو کې په قراردادي ډول وړاندي کول. یوه موده وروسته، ما خپلو ملګرو او زده‌کوونکو ته وویل چې غواړم یوه خپلواکه تعليمي راډیو جوړه کړم، خو مالي امکانات یې نه لرم. هغه وخت کې، د درسي کتابونو یوې ټولګې ۳۰۰ افغانۍ  ارزښت درلود. ما وپوښتل چې آیا زده‌کوونکي به چمتو وي چې پر ځای یې ۵۰۰ افغانۍ ورکړي، چې هغه اضافي ۲۰۰ افغانۍ، د راډیو سټېشن د جوړولو لپاره ټولې شي.

د عاید بله لویه سرچینه سوداګریز اعلانات دي: «څرنګه چې ډېر خلک دا پروګرامونه اوري، نو ګڼ سوداګر، روغتونونه، ښوونځي او نور تشبثات موږ سره اړیکه نیسي او خپل اعلانات راکوي. موږ ترې پیسې اخلو.» دا په سويل ختيځ کې د یوې راډیو د چارواکي خبرې دي.

هغو مرکه شویو راډیو سټېشنو ته چې له نا دولتي سازمانونو یا حکومت څخه ملاتړ نه ترلاسه کوي – دا خپلواکي، روښانه ګټې او زیانونه لري: له یوې خوا، دا، راډیو ته خپلواکي ورکوي او د مالي تمویل له هغې بې‌ثباتۍ څخه یې ژغوري، چې ډېرئ غیرحکومتي سازمانونه ورسره لاس و ګرېوان دي. له بلې خوا، دا د هغوی پراختیایې وړتیا چې په پرمختللې ټکنالوژۍ کې پانګونه وکړي، د محتوا جوړونه پراخه کړي، یا د پروګرامونو لپاره هر اړخیزه ارزونه ولري، محدودوي. دا د هغوی لپاره یو ګټور ټکی هم دی؛ ځکه چې یو له هغو دلایلو څخه چې حکومت اجازه ورکوي کار وکړي، دا دی چې هغوی په محلي بڼه چلېږي او له هر ډول بهرني تمویل یا بهرنۍ ښکېلتیا څخه ازاد دي.

اوس مهال، دې تعلیمي پروګرامونو په ټول افغانستان کې پام وړ پراختیا موندلي ده. که څه هم د راډيويي تعليمي پروګرامونو لپاره هېڅ رسمي او د ملي کچې همغږي نشته، خو د تعليمي خپرونو غیررسمي سیمه‌ییزې همکارۍ شته چې بېلابېلو جغرافیایي سیمو ته خپل خدمت رسوي. د بېلګې په توګه، په يوه سويل‌ختيځ ولايت کې د شاوخوا څلورو راډيو ګانو یوه ټولنه وخت‌نا‌وخته راټولېږي څو د پروګرامونو د کیفیت په ښه کولو خبرې وکړي، مشورې شریکي کړي او فعالیتونه همغږي کړي. داسې ښکاري چې دا ډول غیررسمي شبکې په نورو ولايتونو کې هم شته.

ځينو د محتوا شریکولو تنظيمات جوړ کړي دي، چې ځينې سټېشنونه لوړ کيفيته تعليمي محتوا توليدوي او خپل پروګرامونه نورو سيمه‌ييزو سټېشنونو ته ورکوي، چې د بیا توليد له اړتیا پرته رسېدنه پراخوي. د بېلګې په توګه، يوه خصوصي راډيو په سويل‌ختيځ کې داسې محتوا توليدوي چې په ټول افغانستان کې یې د ډېرو نورو ولايتونو همکار سټېشنونه خپروي.

دا غيررسمي شبکې چې محلي رسنۍ يې جوړوي، کولی شي د غير متمرکزو تعليمي شبکو په توګه کار وکړي، او دوام ومومي. خو، که ننګونې ژورې شي او د بهرني يا دولتي ملاتړ په نشتوالي کې د هغوی اوږدمهاله دوام له پوښتنې سره مخ شي، نو ستونزې راپورته کېږي. که څه هم دې پروګرامونو وکولای شول چې ژوندي پاتې شي او په ځينو حالاتو کې وده وکړي، خو پراختيا  (او حتی جاري ساتنه يې) ګرانه ده.

خو راډيويي زده‌کړي يوازې يو لنډمهاله تدبير دی، نه يوه جامع حل‌لاره. دا ډول زده‌کړه د رسمي ښوونې له کيفيت، ژوروالي او پراخوالي سره سيالي نه شي کولی. د کيفيت د تضمين لپاره منظم ميکانيزمونه نه لري، د زده‌کوونکو لپاره د پياوړې تعقيب او ملاتړ نشتوالی يوه لويه ننګونه ده، او د زده‌کړې په بهير کې د ټولنيزو اړيکو او د ټولګیوالو ترمنځ د تعامل او ګډ کار ځای نه شي نيولی.

په بنسټيز ډول، که څه هم راډيويي زده‌کړه د لومړنيو زده‌کړو لپاره يوه مرستندويه وسيله کېدای شي، خو د هغې پرمختللې زده‌کړې ځايناستې نه شي کېدای چې د لوړو زده‌کړو، مسلکي دندو او په اقتصادي ژوند کې د بشپړ ګډون لپاره اړينې دي؛ البته که دا ډول فرصتونه افغان ښځو او نجونو ته ميسر شي.

ميليونو افغان نجونو ته، د زده‌کړې حق په عمل کې يوازې راډيويي څپو ته را ټیټ شوی دی. راډيويي زده‌کړي يوازې د هغه حالت لپاره دي چې پرته یې بله هېڅ چاره نه وي او دا هېڅکله د هغې بشپړې، پتمنې او مانادارې زده‌کړې ځای نه شي نيولی چې هره نجلۍ يې حق لري او بايد بيا ورته لاسرسی ومومي.

د رسمي زده‌کړو له نشتوالي، د افغان نجونو يو نسل د فکري ودې او اقتصادي خپلواکۍ لپاره له ډېرو لږو انتخابونو سره مخ دی. د امارت له خوا د نجونو پر زده‌کړو لګول شوی بنديز نه يوازې د هغوی د نن ورځې ژوند ته زيان رسوي، بلکې د راتلونکي نسل پر برخليک هم ناوړه اغېز ښندي.

لیکوالان: