افغانستان پخوا لا د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې و چې په زېږون د میندو د مړینې کچه پکې لوړه ده، خو اوس نوره هم زیاته شوې. داسې برېښي چې د کال په پیل کې د امریکا د متحدو ایالاتو له خوا هغې پرېکړې چې له مخې یې افغانستان ته خپلې مرستې یومخ ودرولې او په ترڅ کې یې تر ۴۰۰ ډېر روغتیایي مرکزونه وتړل شول، په ځانګړي ډول یې مېرمنې، په تېره بیا د میندوارۍ او زېږون پر مهال ډېرې اغېرمنې کړې وي. سربېره پر دې، د روغتیايي زده کړو په ګډون د نجونو پر مخ د ټولو لوړو زده کړو بندول، د قابلو او نرسانو د روزنځایونو تړل او د ښځینه روغتیاپالانو او قابلو کمښت د زېږون پر مهال د میندو مړینه زیاته کړې ده. یلینا بلیثا او د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ډلې هڅه کړې چې په افغانستان کې په زېږون د میندو د مړینې یو روڼ انځور وړاندې کړي. دوی موندلې چې په دې اړه کره ارقام نشته، خو په مختلفو ولایتونو کې قابلو،روغتیاپالانو او روغتیايي کارمندانو ورته ویلي چې فکر کوي د مړینو کچه په زیاتېدو ده. دوی ته یوې افغانې کورنۍ هم نکل کړی چې څه وړ یې د کورنۍ یوې غړې د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړ.
د غزني د واغظ په ولسوالۍ کې مېرمنې او ماشومان د یوه روغتیايي مرکز مخ ته ولاړ دي. انځور: محمد فیصل نوید/ آسوشیتد پرس خبري اژانس / د ۱۴۰۳ کال د سلواغې دویمه نېټه
د ګهیځ نهه بجې وې چې ناروغ مو د خپل کلي کلینیک ته ورساوه. دا یې څلورم ماشوم و. مېړه یې زما خپلوان دی. هغه موټر نه لري، ما ته یې زنګ وواهه چې کور ته یې ورشم او ناروغ کلینیک ته ورسره یوسم. چې ورسېدو، قابله په کلینیک کې وه. زما د خپلوان مېرمن یې دننه یووړه، د هغې ماشوم مړ وزیږېد. قابلې را ته وویل چې لږ لا هلته تم شو.
کله چې یې له کلینک څخه د تلو اجازه راکړه، له موږ سره کلینک ته تللیو مېرمنو وویل چې له ناروغ څخه وینه روانه ده. موږ قابلې ته وویل چې ناروغ به د لښکرګاه بُست روغتون ته یوسو. خو قابلې را ته وویل چې ستونزه نشته او له زېږون وروسته د وینې بهېدل یوه عادي خبره ده. ناروغ چې مو کور ته ورساوه، د وینې بهېدل نور هم زیات شول. تر مازیګر پورې ناروغ کمزوری شو. موږ ناروغ بُست روغتون ته ورساوه. هلته ډاکټر راته وویل چې ناروغ لا له وړاندې ډېره وینه ضایع کړې ده او دا یې هم وویل چې قابله ښه هوښیاره نه وه، ځکه چې پېروان ټول نه دی لرې شوی. ډاکټرې وویل چې روغتون ته مو د ناروغ په وړلو کې ځنډ کړی دی. ناروغ ته مو وینه هم ورکړه خو په درېیمه ورځ یې مازیګر ناوخته په روغتون کې ساه ورکړه.
دا پېښه د ۱۴۰۴ ه په غویي میاشت کې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې شوې ده.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې روغتیایي خدمتونو ته د کلیوالو مېرمنو د لاسرسي په نامه په یوه راپور کې (د ۱۴۰۴ ه په وري میاشت کې خپور شوی چې د ۱۴۰۳ له تلې تر لیندۍ پورې په ۱۹ ولایتونو کې د ۲۲ تنو له مرکو چمتو شوی و) وموندله چې روغتیایي حالت له وړاندې لا تت و: مېرمنې تر کلینکه د موټرونو د کرایې په ستونزه وغږېدې، ځکه چې د کورنیو د ګټې کچه ډېره ټیټه شوې ده. مېرمنې د امارت لګېدلي بندیز ته په اشارې په دې هم غږېدلې وې چې له محرم پرته روغتیایي مرکز ته تګ څومره شونی دی. راپور دا هم موندلې چې د روغتیايي اسانتیاوو معیارونه ټیټ دي. په دې راپور کې موږ وغوښتل چې د میندوارو او تازه ماشوم زېږولو میندو حالت باندې وغږيږو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې په زېږون د میندو د مړینې د کچې په اړه یو روښانه انځور وړاندې کړو. موږ د افغانستان په اتو ولایتونو : تخار، جوزجان،سمنګان، بلخ ، بادغیس ، پکتیکا، زابل او کابل کې له نهو روغتیاپالو او مسلکي کسانو او د روغتیا له یوه نړیوال کارپوه سره وغږيدو. دوی له روغتیايي برخې سره د نړیوالو مرستو بندېدا او کمېدا، د درملو کمښت، ډېره بېوزلي او د امارت له خوا د روغتیا په برخه کې د ښځو په مسلکې روزنه باندې بندیزونه د میندو د مړینې اصلي لاملونه وبلل.
په زېږون د میندو مړینه څه شی ده؟
کله چې یوه مېرمن د میندوارۍ پر مهال یا تر زېږون وروسته شپږو اوونیو کې له میندوارۍ سره په تړلو روغتیایي لاملونو مري، دې ته په زېږون مړینه وایي (د روغتیا نړیوال پروګرام). د زېږون پر مهال د میندو د مړینې ډېر عمده لاملونه د ډېرې وینې بهېدا، انتان، پري اکلیمپشیا او اکلیمپشیا ( هغه حالت چې د میندو پروټین د هغوی د بولو له لارې له بدن څخه وځي)، کړکېچن ولادت او د ماشوم ناخوندي سقط دی.
د زېږون پر مهال د مېرمنو د مړینې کچه په سل زرو ژوندي زېږېدلو کوچنیانو کې د مړو شویو میندو په شمېر مالومېږي. د عامې روغتیا وزارت کې یوه روغتیایي کارمند د نوم نه ښودلو په شرط د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې د امریکا د متحدو ایالاتو د مرستو له یو مخیزې بندیدا وروسته یوه روغتیايي سروې نیمګړې پاتې شوه. هغه وویل چې د امریکا متحدو ایالاتو پراختیايي ادارې( یو ایس اې آی ډي) له خوا په نامستقیم ډول د ټول هېواد په کچه یوه سروې روانه وه او کابو ۸۵ سلنه بشپړه شوې وه، چې ټرمپ د مرستو د درولو امر وکړ. له ځینو کسانو سره چې موږ خبرې کړې، هغوی هم د مالوماتو نشتوالي ته اشاره کوله، خو ټولو فکر کاوه چې د زېږون پر مهال د میندو مړینه زیاته شوې ده.
یو احصاییوي شاخص چې د میندو د مړینې ډېرېدا ښیي د ۱۴۰۴ کال د وري (حمل) په ۱۸ له سلام وطندار سره د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال پروګرام د مرستیالې مشرې مکتا شرما په خبرو کې راغلی چې وایي، اوس په افغانستان کې په هرو سل زرو مېرمنو کې ۶۲۰ یې په زېږون مري. که دا شمېره سمه وي، نو د ۱۴۰۲ ه کال تر کچې چې په هرو سل زرو میندو کې ۵۲۱ مړینې وې، ډېر زیاتوالی ښیي. په افغانستان کې د ۱۳۸۰ه او ۱۴۰۲ تر منځ کلونو کې په زېږون د میندو مړینه ډېره کمه یعنې په هرو سلو زرو ژوندي زېږېدلو کوچنیانو کې له ۱۳۷۲ مړینو څخه ۵۲۱ ته را ټیټه شوې وه (نړیوال بانک).
له دغې یوې شمېرې پرته نورې ټولې په تجربو او حکایتونو بنا دي، خو هغه هم ټولې دې ته ګوته نیسي چې په زېرون د میندو مړینه په ډېرېدو ده. د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (یو این ایف پي اې) یو اټکل هم بېخي روښانه دی. دغې ادارې د ۱۴۰۳ په سلواغې کې ویلي و چې د امریکا له خوا د روغتیايي مرکزونو بندیدل به د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۷ کلونو تر منځ په زېږون د ۱۲۰۰ نورو مړینو او د ۱۰۹ زرو ناغوښتلو میندواریو لامل شي (یو این نیوز).
په ولایتونو کې د میندو مړینه: د سترګو لیدلی حال
زموږ ټول مرکه شوي په یوه خوله وو چې په ولایتونو کې ویجاړېدونکی روغتیايي سیستم د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د زیاتوالی ستر لامل دی. ددې ویجاړېدونکي حالت له پاره ډېر لاملونه یاد شول، خو ستر یې په لرې پرتو سیمو کې د بودجې د کمښت له امله د مسلکي روغتیاپالانو او د روغتیايي اسانتیاوو کموالی وښودل شو. ځینو بېوزلي هم یو لامل باله. دوی وویل چې د کورنیو له خوا خپلو ناروغانو ته د درمل پېرنې او آن نژدې کلینیک ته د ناروغ رسونې له پاره د پیسو نه درلودل د میندو د مړینې لاملونه دي. بېوزلي هم د میندو په بې سېکه کولو او خوار ځواکولو او له امله یې د زېږون په سختولو د میندو د مړینې لاملېږي. له ۱۴۰۰ه راهیسې سخت اقتصادي حالت هم د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د زیاتوالي یو اړخ دی. ځینو مرکه شویو دې خبرې ته هم اشاره کوله چې «د زېږون پر مهال د میندو مړینه د څومره بد اقتصادي حالت انځور وړاندې کوي!».
د تخار ولایت په یوه کلینیک کې یوې سرقابلې وویل چې ډېری میندوارې مېرمنې تر زېږون وړاندې او وروسته د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له امله مري ځکه چې داسې روغتیايي اسانتیاوې نشته چې دوی ته دا چوپړونه وړاندې کړي. یا درمل کم وي، یا روغتیايي مرکز ته د ناروغ د لېږدولو له پاره د موټر کرایه نه وي او یا د روغتیاپال فیس نه شي ورکولی. هغې وویل روغتیايي مرکزونه وتړل شول او یو زیات شمېر قابلې او ډاکټرانې له هېواده ووتلې.
مېرمنې د وینې د لوړ فشار، د ډېرې وینې ضایع کولو او د روغتیايي پاملرنې د نشتوالي له امله مري. زما د یوې نژدې ملګرې ماشوم په یوه روغتون کې وزېږېد. هغه په روغتیاپالانو باندې د ناروغانو د ډېروالي له امله ډېره ژر له روغتون څخه رخصت کړای شوې وه. له زېږون وروسته هغې ته ډېره پاملرنه نه وه شوې. هغه لا کور ته نه وه رسېدلې چې د وینې بهېدل یې ډېر زیات شوي و. هغه له ولایتي روغتون څخه زموږ کلینیک ته راوړل شوه. موږ ډېره هڅه وکړه خو هغه مو و نه شوه ژغورلی. هغې ډېره وینه ضایع کړې وه او د زړه له حملې مړه شوه. د هغې درې ماشومان بې موره شول. زما نژدې ملګرې وه.
د قابلو مشرې وویل چې ددې ډول مړینو مخنیوی شونی دی او باید و درول شي.
په خواشینۍ سره ویلی شم چې نیمايي مېرمنې له کور څخه روغتون یا کلینیک ته پرلاره مري. د روغتیايي کارمندانو کمي دا ستونزه نوره هم زیاته کړې ده. د بېلګې په ډول د یوه روغتیايي مرکز کارمند ښايي په یوه ورځ کې درې سوه ناروغان وګوري خو د درې سوه یو (۳۰۱) ناروغانو د کتلو وس نه لري. دا چاره په منظم ډول د ناروغانو درملنه ناشونې کوي. داسې ناروغان مې هم لیدلي چې د درملو یا وینې پېرلو وس یې نه درلود او ژوند یې له لاسه ورکړ.
دغې سرقابلې دا هم وویل چې د امر بالمعروف کارکوونکي هم چې د منکراتو مخنیوي ته ګومارل شوي کله کله د حالاتو په لا خرابولو کې ونډه لري. هغې وویل، «دوی ځینې وختونه په دې پلمه چې ښايي کومه درغلي پټوو، موږ له زېږنتون څخه باسې او زېږنتون پلټي».هغې وویل: « یو ځل دوی راته د ولادت کوټه کې مخامخ ناست وو او موږ لګیا وو له یوې مور سره مو مرسته کوله چې ماشوم یې وزېږي».
په تخار کې یوې بلې قابلې هم وویل چې د جمهوریت له نړیدا وروسته یې دنده له دې امله پرېښوده چې په روغتون کې معیاري حفظ الصحه او اداره نه وه. ځکه چې ډېری همکارانې یې له هېواده وتلې او نورو خپلې دندې له لاسه ورکړې وې. خو پخوانیو همکارانو یې ورته ویلي چې سږ چارې تر پخوا لا خرابې شوې دي:
د قابلو روزونکو انسټیټوټونو بندیدا او د ټرمپ په امر د مرستو درېدا د زېږنتونو چارې ډېرې بدې وځپلې. طالبانو خپل خپلوان او خپل پېژندوی په دندو وګومارل. په هغه روغتون کې چې ما کار کاوه ټول د طالبانو د خوښې خلک دي. دوی زده کړې نه دې بشپړې کړې او نه یې د قابلګۍ ښوونه او روزنه لیدلې ده. د تکړه او ماهرو روغتیاپالانو، نرسانو او قابلو د کمښت له امله په تېرو درېیو کلونو کې نه یواځې په زېږون د میندو مړینه، بلکې د ماشومانو مړینه هم زیاته شوې ده.
د جوزجان ولایت یوه بله دايي (قابله) چې هغې هم د جمهوریت له نړیدا وروسته خپله دنده له لاسه ورکړې له پورته خبرو سره موافقه وه. هغې ته یې پخوانیو همکارانو د قابلو او ښځینه ډاکټرانو د سخت کمښت، د درملو د کمي او کلینیکو ته د روغتیايي موادو د نه رسېدو کیسې کړې وې. دوی ویل چې «دغه ټولې ستونزې د میندو د مړینې د کچې د ختلو، د ماشومانو د مړیني او تر وخت وړاندې زېږېدنو لاملونه دي». هغې د زېږون پر مهال د یوې مېرمنې مړینه لیدلې او د دا ډول مړینو د لاملونو نکل یې و کړ:
زه په خپله د یوې مور د مړینې شاهده یم. څو ورځې وړاندې له یوې خپلوانې سره له هغې سره د ولادت له پاره روغتون ته ولاړم. ما یوه منیدواره مېرمن په زېږون مړه ولیده. یوه بله مېرمن مرګې حال پرته وه، هغې وینې ته اړتیا درلوده خو د کورنۍ غړو یې د هغې د ځانګړي ګروپ وینه نه وه موندلې. له وینې پرته د هغې ژوند سخت خطر کې و. دا مړینې ځکه پېښېږي چې مېندې د میندوارۍ پر مهال منظمې روغتیایي اسانتیاوې نه لري. ډېری یې د بېوزلۍ او توښې د کمښت له امله له نیمګړې تغذیې ، د وینې له کمښت اوخوارځواکۍ سره مخامخ دي. تر زېږون وړاندې له روغتیايي اسانتیاوو، مناسبو خوړو او روغتیايي لارښوونو پرته د مور او ماشوم دواړو ژوند په خطر کې دی. آن که مور ژوندۍ پاتې هم شي، ماشوم یې مري. ما خپله د شپږو میاشتو زېږېدلي ماشومان یعنې تر مودې شاوخوا درې میاشتې وړاندې زېږېدلي لیدلي دي او ډاکټرانو راته ویلي چې لاملونه یې تر زېږون وړاندې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی او هغه شاقه کارونه دي چې مېرمنې يې په کلیو کې کولو ته اړې دي. په کلیوالو سیمو کې دغو مېرمنو ته تر زېږون وړاندې روغتیايي لارښوونې نشته.
په سمنګان ولایت کې د ښځینه ناروغیو یوې سر روغتیاپالې وویل چې د جمهوریت له نسکورېدا وروسته په ولایتي مرکزونو کې د مور او ماشوم روغتیا ساتنه لا له وړاندې مخ په ویجاړېدو تللې، ځکه چې ډېرو روغتیايي کارمندانو خپلې دندې پرېښې او هغوی چې پاتې دي روحیه یې بایللې ځکه چې معاشونه یې د پخوا پرتله ډېر ټیټ شوي دي. هغه وایي چې د قابلو روزونکو انسټیټونو او د امریکايي مرستو د بندیدو له امله «مېرمنو ته د روغتیا اړین چوپړونه، له منځه تللي دي». هغې وویل چې د ټيټو معاشونو او د روغتیايي کارمندانو د کمښت له امله «په ولایتي مرکزونو کې روغتیايي چوپرونه بېخي خراب دي».
یوه قابله هغه مېرمن معاینه کوي چې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې یې ماشوم زېږولی دی. انځور: وکیل کوهسار/ آسوشیتد پرس خبري اژانس، د ۱۴۰۳ کال د لندۍ ۲۰ مه.
په بلخ کې یوې قابلې وویل چې په دې ولایت کې د لرې پرتو سیمو میندوارې مېرمنې باید په ښار کې د درملنې له پاره اوږده مزلونه وکړي. د هغې په وینا، «له همدې امله ډېرو مېرمنو ژوند له لاسه ورکړی دی». هغه باور لري چې د داییتوب د پروګرام بندیدا په بلخ کې د لرې پرتو سیمو د مېرمنو د مړینې د ډېرېدا یو لوی لامل دی».
د بي بي سي په یوه وروستي راپور کې راغلي چې د بدخشان په ولایتي روغتون کې په دې اړه اندېښنې بېخي ډېرې دي. راپور وايي چې د ۱۴۰۴ تر زمري میاشتې پورې په یوه روغتون باندې نژدې ۶۰ سلنه بودجه کمه شوې ، په ۱۲۰ کټونو کې د ۳۰۰ ناروغانو درملنه کېږي او د زېږون پر مهال د میندو مړینه زیاته شوې ده. «په ولایتي روغتون کې تر زمري میاشتې پورې د میندو مړینه د ټول پروسږکال هومره ښودل شوې وه». د میندو د مړینې دغې کچې ته په کتو «د تېرکال پرتله د میندو د مړینې کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې ده».د نویو زېږېدلیو ماشومانو د مړینې کچه درې ځله ختلې ده. د روغتون د قابلو مشره راضیه حنفي ډېره ستړې وه. هغې وویل «د ناروغانو د ډېروالي، د امکاناتو د کمښت او د روزل شويو کارمندانو د کموالي له امله سږ تر ټولو بد کال دی».
په زابل کې یوه روغتیاپال وویل چې په ولایت کې یې له شک پرته د میندو مړینه زیاته شوې ده. هغه وویل چې د زېږون پر مهال یې د میندو د مړینې د شمېر خوندي کول نوي پیل کړي دي. هغه د مړینو شمېر موږ ته را نه کړای شو، خو ډېر باور یې دا و چې ډېرې میندې د میندوارۍ او زېږون پر مهال مري:
دوې اوونۍ وړاندې مو له یوه لري کلي څخه د دوو میندو د مړینې خبر تر لاسه کړ. د ناروغ کورنۍ روغتون ته د هغې د رسولو له پاره د موټر کرایه نه درلوده او په سیمه کې بیا امبولانس نه و. په همدې ولسوالۍ کې مو د یوې مور د پېچلې ناروغۍ خبر درلود. موږ له یونیسیف څخه مرسته وغوښته او هغوی امبولانس ور ولېږه، خو له بده مرغه سیمه ډېره لرې وه او چې امبولانس ور ورسېد، ناروغ ژوند بایللی و.
د بریتانیا د بهرنیو چارو او پراختیا وزارت کارمند او د روغتیا یوه نړیوال ماهر ډاکتر کوېکو اکوم Dr Kweku) (Ackom هم روغتیايي اسانتیاوو ته د میندو د نه لاسرسي ستونزه یاده کړه. هغه وویل چې د روغتیايي برخې همکاران یې په ګوښه سیمو کې په زېږون د مېرمنو د مړینې اورېدلي نکلونه مني، خو د یوه روښانه انځور له پاره منظمې کره شمېرې نه شته.
په بادغیس ولایت کې هم یوه روغتیاپال د مالوماتو د نشتوالي یادونه وکړه اوهلته یې د میندو د مړیني حالت وېروونکی وباله. دی له روغتیايي اسانتیاوو بې برخو سیمو کې د میندو له مړینې خبر و، ویل یې چې د بادغیس په ډېرو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوې بیخي نه شته. هغه وویل چې د هغو ځایونو خلک ډېر بېوزلي دي او مېرمنې د درملنې له پاره لرې روغتونونو ته نه شي وړای. هغه وویل «خدای پوهېږي چې هلته به څومره میندوارې مېرمنې مري».
په پکتیکا ولایت کې چې په اړه یې راپورونه ډېر کم دي، یو روغتیاپال په دې ولایت کې په زېږون د میندو د مړینې په ستونزو وغږېد، خو لاملونه یې له نورو بېل وښودل:
په زېږون د میندو مړینه په راپورونو کې د راغلو شمېرو تر دوه هومره هم لوړه ده. د میندو مړینه بېخې زیاته شوې ده. هغه موسسې چې زموږ په ولایت کې روغتیايي پروژې پلې کوي ریښتوني مالومات نه ورکوي، ځکه دوی غواړې خپلې هڅې او کړنې ډېرې بریالۍ وښيي.
د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه بېخي لوړه ده. په رسمي ډول [زما په کلینیک کې] په هرو سلو ناروغانو کې یوه مري، خو اصلي شمېره تر دې ډېره لوړه ده. د ډېرو مړینو راپور بېخي ورکول کېږي نه. په کور کې یا روغتون ته پر لار د میندو د مړینې راپور بېخي شته نه. آن په روغتونو کې د میندو مړینه که ثبت هم وي، کله کله له دې امله چې پوښتنې راولاړې نه کړي، پټېږي یا په ناسمه توګه ثبتېږي.
د اسلامي امارت غبرګون
که څه هم د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د زیاتوالي شواهد د مرکه شویو نکلونه دي، خو د ناهیلۍ ټول ویل شوي لاملونه یې ډېر سم برېښي. افغان حکومت اما غواړې یو بېل نکل چې د ملګرو ملتو د نفوسو صندوق مرستیال اندریو سابیرټن د خبرو په ځواب کې چې په زمري میاشت کې افغانستان ته تللی و، راغبرګ شوی، وړاندې کړي. هغه د بودجې د بندیدا، د نویو قابلو د روزنې د بندیدا، او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز یادونه کړې وه. هغه دا هم وویل چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغانه مور د میندوارۍ او زېږون له پېچلتیاوو چې مخنیوی یې کېدلی شي، مري (طلوع نیوز).
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د هغه په ځواب کې وویل چې «دا شمېرې، ناعادلانه، ناريښتنې او ناسمې دي». هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت واک ته تر رسېدا راهیسې د ماشوم او میندو روغتیا ته ځانګړی پام کړی دی. هغه وویل «له ټولو نړیوالو ارګانو مو غوښتنه دا ده، که غواړي شمېرې خپرې کړي، د عامې روغتیا له وزارت سره دې یې همږغې کړي چې په خلکو کې د وېرې او ناسمو مالوماتو د خپرېدو مخنیوی وشي».(طلوع نیوز).
د زېږون پر مهال د میندو د مړینې په اړه د روایت کنټرولولو له پاره د حکومت له هڅو سره سره هم، زموږ مرکې د میندو د مړینې زیاتوالی ښيي. په لاندې برخه کې د مرستو د بندیدا، د درملو د کمښت او د قابلو د روزنې په اړه یو څه نور شالید هم وړاندې کوو.
د مرستو کمښت او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی
له کومو ستونزو سره چې مېندوارې مېرمنې مخامخ دي، هغه د روغتیاساتنې برخه کې لویې ګڼل کېږي. د ۱۳۸۸ ه کال په پای کې په افغانستان کې څه باندې درې زره روغتیایي مرکزونه وو. تر ۱۴۰۳ پورې دا شمېر نیمايي یعنې ۱۵۰۰ روغتیايي مرکزو ته ولوېد. د روغتیا نړیوال پروګرام د روغتیايي چارو خبرپاڼه وايي چې د ۱۴۰۴ ه کال تر غبرګولي پورې د روغتیايي مرکزونو شمېر نور هم کم شو او ۸۱۷ ته ټیټ شو. د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په۴۰۰ ولسوالیو کې یواځې ۲۹۷ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونه لري.
د بودجې حالت تت او خړ دی. د امریکا متحد ایالات یواځینی لوی تمویلونکی و چې په افغانستان کې یې په ۱۴۰۳ ه کې د روغتیا په ډګر کې تر ټولو ډېره یعنې ۴۰ سلنه مرسته کوله. امریکا دا ټوله مرسته په ناڅاپي ډول او نژدې بې هېڅ مخکنۍ خبرتیا بنده کړه (په دې اړه نور د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په دې راپور کې ولولئ). د روغتیا ساتنې برخه تل زیان منوونکې وه ځکه چې په بهرني مالي ملاتړ ولاړه وه. دا اتکا په جمهوریت کې هم خورا حیاتي وه او واک ته د امارت په رسېدو يې هم بدلون و نه کړ. که څه هم د روغتیا په برخه کې بهرنۍ مرستې پاموړ کمې شوې، نوي حکومت بیا هم روغتیا ساتنې ته بېخي کوچنۍ بودجه ځانګړې کړه او نورو سکتورونو، په ځانګړي ډول امنیتي سکتور ته یې لومړیتوب ورکړ. په ۱۴۰۳ ه کې چې لا د روغتیا سکتور ته بهرنۍ مرستې دومره ډېرې نه وې کمې شوې او امریکا په بشپړ ډول مرستې نه وې بندې کړې، نړیوال بانک د ۱۴۰۴ ه د غوايي میاشتې په پرمختیايي مالوماتو کې دې پایلې ته رسېدلی و چې د مرستو کموالي «د اړینو خدماتو د وړاندې کوونکو پروګرامو دوام ته، په تېره هغو پروګرامو ته چې د ملګرو ملتو پرمټ پلې کېږي او د بشري مرستو له لارې تمویلېږي، کلک خطر پېښ کړی دی.» په توضیح کې یې وایي:
بنسټیز سکتورونه لکه روغتیا، زده کړې او ټولنیز خوندیتوب چې له ډېره وخته پر نړیوالو مرستو چلېدل، ښايي له سختو ستونزو سره مخ شي او په ناانډوله توګه د مېرمنو، ماشومانو او کورنيو بې ځایه شویو غوندې بې برخې وګړي، اغېرمن کړي. د مرستو بندیدا ښايي بیړني حالت ته د غبرګون وړتیا هم محدوده کړي، عامه چوپړونه له ډېرو خنډونو سره مخ کړي او اقتصادي رغنیزې هڅې ورو کړي.
په روغتیايي اسانتیاوو کې په عمومي ډول کموالی راغلی دی. د ۱۴۰۴ ه په وري میاشت کې د بشري اړتیاوو سروې (Humanitarian Need Survey) د افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې د روغتیايي اړتیاوو حالت وپلاټه. سروې وښوده چې په ۳۷۳ ولسوالیو کې د ۲۳۴ ولسوالیو حالت خطرناک ، د ۱۳۴ ولسوالیو حالت بېخي خطرناک او د ۵ ولسوالیو هغه د ناورین په کچه کې دی. په ټول افغانستان کې یواځې ۲۸ ولسوالۍ په «غوره کټګورۍ»کې بلل شوې وې، چې فشار احساسوي، خو روغتیایي اړتیاوې یې هېڅ یا ډېرې لږې وې. د سروې موخه دا وه چې آیا کورنۍ مناسبو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی لري، په روغتیايي مرکزونو کې زېږنتونونه شته او تر ټولو نژدې روغتیايي مرکز ته یو ناروغ په اوسط ډول په څومره وخت کې رسېدل شي.
د بشري حالت څارډلې (Humanitarian Situation Monitoring) هم د ۱۴۰۴ّ په وري میاشت کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۱ ولسوالیو کې د ۱۲۰۱۵ سیمو په یوه سروې کې وموندله چې ۱۰ سلنه وګړو بېخي روغتیايي مرکزونه نه درلودل، ۴۵ سلنه وګړو ویل چې روغتیايي مرکزونه پوره کارمندان نه لري، ۷۸ سلنه خلکو ویل چې روغتیايي مرکزونه یې پوره درمل او روغتیايي توکې نه لري، خو ۲۸ سلنه ویل چې د ویجاړو سړکونو، د ټرانسپورتي وسایطو د نشتوالي، سېلونو او نورو فزېکي ستونزو له امله یې روغتیايي چوپړونو ته لاس نه رسېږي. په ملي کچه ۱۳ سلنه وګړو ویل چې ډېری کورنۍ د اړتیا پر مهال روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. تر ټولو ډېر اغېزمن شوي ولایتونه، غور ( چې په ۵۲ سلنه سیمو کې یې ډېرئ وګړو مناسبو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لاره)، تخار (چې ۳۷ سلنه) او کندوز (چې ۲۸ سلنه) وګړو یې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود، یاد شوي دي. راپور دا هم ویلي چې د ۱۵ سلنه روغتیايي مرکزونو ودانیز جوړښتونه ویجاړ شوي دي.
د بشري حالت څارډلې همدا ډول موندلی چې مېرمنې او نجونې روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي. ۴۹ سلنه مېرمنو او نجونو ویلي چې یواځې هغه مهال چې یو خپلوان یا خپلوانه او یا ښځینه ملګرې ورسره وه، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي اجازه ورکړ شوې ده. د ۱۴۰۰هجري په لیندۍ میاشت کې امارت بې محرمه مېرمنې له ۷۲ کیلومتره وړاندې سفر کولو بندې کړې. خو د امارت چارواکي عموما دا داسې تعبیروي چې مېرمنې باید بېخي له محرم پرته له کوره ونه وځي.
د ملګرو ملتو د وګړو صندوق له خوا د چلېدونکو «کورنیو روغتیا مېنو» بندېدا چې میندوارو مېرمنو، نویو زېږېدلیو ماشومانو، میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته یې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، راتلونکو میندو ته خورا مهمه خبره وه. په ۱۴۰۴ هجري کې دغه صندوق د ټولې نړۍ له پاره د امریکا ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته له لاسه ورکړه. په دې کې ۱۰۲ میلیونه ډالر د افغانستان له پاره و، چې په مستیقیم ډول يې افغانان اغېزمن کړل ( یو این ایف پې اې). په ۱۴۰۳ هجري کې صندوق د قابلو په مشرۍ په ۵۳۳ «کورنیو روغتیا مېنو» کې څلور میلیونو وګړو ته چې ۸۰ سلنه يې مېرمنې وې د۲۶ ولایتونو په ډېرو لرې سیمو کې روغتیايي چوپړونه کول (یو این ایف پي اې). دغه صندوق ۲۶۳ ګرځنده روغتیايي ډلې او ۲۸ کلینیکونه او روغتیايي مرکزونه چې په ګډه یې اوو میلیونو وګړو ته چوپړ کاوه، تمویلول. د ۱۴۰۴ هجري په غوايي میاشت کې د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه ټویټ کي وویل چې د بودجې د بندیدا له امله اووه میلیونه وګړي چې ډېری یې میرمنې او نجونې دي، د زېږون پر مهال د ژوند ژغورونکو چوپړونو په ګډون اړینو روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې کېږي. په ټویټ کې دا هم ویل شوي چې په لرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده روغتیايي ډلې اړ شوي چې کارونه ودروي. د صندوق له خوا په ۱۴۰۴ کې د قابلو ملاتړ نیمايي ته ټیټ شوی دی. دې سازمان پلان درلود چې سږ ۹۷۴ قابلو ته معاش ورکړي؛ اوس به یواځې ۵۶۵ هغو ته د معاش ورکولو وس ولري (یو این ایف پي اې).
ځینې ډاکټرانې او قابلې آن له معاش پرته کار کولو ته چمتو دي. د بېلګې په ډول په سمنګان کې یوې ډاکټرې موږ ته وویل چې غواړي بې معاشه هم کار وکړي. هغې موږ ته وویل کله چې امریکا خپلې مرستې بندې کړې، د ملګرو ملتو د وګړو صندوق ترې غوښتي و که د اووو میاشتو له پاره له معاش پرته د رضا کارې په توګه کار ورسره وکړي.
زه په حضرت سلطان کې چې ډېره بېوزله سیمه ده او خلک یې هیڅ نه لري، کار کوم. موږ څنګه هغوی پرېښودلی شو؟ نو ومې منله. موږ په دې هم پوهېږو چې یواځې موږ وړیا کار نه کوو، د سمنګان په نورو لرې ولسوالیو کې هم همکارانو ورته پرېکړه کړې ده. دوی ټول بې معاشه کار کوي، ځکه چې خلک د دوی مرستې ته ډېر اړ دي.
د درملو کمښت
د درملو کمښت هم د افغانستان د روغتیا سکتور چارې اغېزمنې کړې دي. زموږ مرکه شویو ویل چې د مرستو په لږېدو، د هغو درملو په ګډون چې په زېږون کې ښځو ته اړین دي، د افغانستان په روغتیایي مرکزونو کې د ټولو درملو سخت کمی راغی. د تخار ولایت د قابلو یوې مشرې وویل «ناروغان بېخي ډېر شوي خو امکانات او درمل ډېرکم شوي دي»:
د درېیو میاشتو درمل ډېر ځله په میاشت کې خلاصېږي او روغتیايي مرکزونه پاتې دوې میاشتې بېخي درمل نه لري. بودجه دومره کمه شوې چې اکمالات نور د پخوا هومره ډېر نه دي، مانا دا چې د روغتیايي کارمندانو، درملو او امبولانسونو کمی دی. پخوا ما په یوه پروژه کې کار کاوه چې میندوارو مېرمنو ته به يې فولیک اسیډ [ویټامین بي ۹] وړیا ورکول، خو هغه پروګرام اوس درېدلی دی. اوس باید میندوارې مېرمنې هر څه په خپله وپېري، چې ډېرئ یې د پېرلو وس نه لري. ډېری مېرمنې د درملو او موټر کرایه نه لري. ډېرئ تر کلینیک پورې شپږ یا اووه ساعته پلی مزل کوي.
په بادغیس کې یوه روغتیايي چارواکي وویل چې د هغو میندو په ګډون چې د ماشوم زېږونې له پاره ورځي، ټول ناروغان یې درملو ته بېخي ډېره اړتیا لري. هغه وویل «موږ کافي ضروري درمل نه لرو او نه هم هغه درمل چې یوې مور ته د زېږون په بېړني حالت کې په کارېږي». په زابل ولایت کې یوه روغتیایي چارواکي وویل چې د میندو له پاره تر زېږون وړاندې او وروسته درمل نه لري. د پکتیکا ولایت یوه روغتیاپال هم وویل، «زه د روغتیا یوه پروژه سمبالوم، خو ویلی شم چې موږ د زېږون له پاره راغلیو ناروغانو ته بیخي درمل نه لرو».
په کابل کې د عامې روغتیا وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې کلینیکونه میندو ته تر زېږون وړاندې او وروسته بیړنیو حالاتو له پاره لږ درمل لري. هغه وویل چې د جمهوریت له نسکورېدا وروسته د درملو زېرمې کمې شوې دي. د روغتیايي پاملرنې ژورنالHealth Care Journal)) د روغتیايي حالت د څرنګوالي په یوه راپور کې موندلې چې د افغانستان په کلینیکو او روغتونو کې درمل کم دي. د راپور موندنې ښيي چې:
د درملو کمښت هم د افغانستان روغتیايي سیستم، په ځانګړي ډول د عامې روغتیا په سکتور او کلیوالو سیمو کې بې سېکه کړی دی. د عامې روغتیا روغتونونه هم په چټکۍ سره بې درملو شوي، ځکه چې ناروغان یې تر شخصي روغتونو ډېر دي. په کلیوالو حوزو کې د واټن لرې والی او د موسم حالت د درملنې مخې ته خنډونه دي او ناروغان د اړینو درملو له موندلو راګرځوي. یوه درمل پلورونکي وویل، «کله چې په کلیوالو سیمو کې روغتونونه په ژمي بې درملو شي، کلیوال ښار ته د درملو پېرلو له پاره نه شي تلای، ځکه چې د واورو په اورېدو لارې شپږ میاشتې بندې وي».
د قابلو د روزنې درېدل
د افغانستان روغتیايي سکتور ته وروستۍ ستونزه چې د زېږون (ولادت) سکتور ته یې ډېر زیان ورساوه ، د امارت له خوا د ۱۴۰۳هجري په لیندۍ میاشت کې د نرسینګ او قابلو د روزنې انسټیټوټو بندېدل و (بي بي سي، یونیسیف). دا بندیز به د پخوانیو بندیزونو غوندې لکه تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او د طب پوهنځیو په ګډون د نجونو د لوړو زده کړو درول، اوږد مهالې بدې پایلې ولري. د نورو ډېرو هیوادونو تر بندیز چې نارینه روغتیاپالان په کې د کلتوري ملاحظاتو او قانوني محدودیتونو له امله د ښځینه ناروغانو له کتلو منعه دي، دا بندیز ډېر سخت دی. دمخه لا په ۱۴۰۳ هجري کې د ملګرو ملتو د وګړو صندوق یا یو این ایف پې اې اټکل کړی و چې افغانستان د زېږنتونو ستونزې د غوڅولو له پاره په بېړنۍ توګه ۱۸۰۰۰ نورو قابلو ته اړتیا لري. د نویو روزل شویو قابلو له ګومارلو پرته به شته روغتیاپالانې هیڅکله د خپلو هېوادوالو مېرمنو دا ستونزې حل نه کړای شي. له شکه پرته د قابلو اوسنی کمی نورهم په زیاتېدو دی . د ۱۴۰۴ هجري په وري میاشت کې یونیسیف خبرداری ورکړ چې پر زده کړو د بندیز له امله افغانستان د ښځینه مسلکي روغتیایي کارمندانو له کمښت سره مخ کېدونکی دی. یونیسیف وویل، «دومره کمې روغتیاپالانې او قابلې» د نجونو او مېرمنو اړینه درملنه او مرسته نه شي کولی. یونیسیف د وخت له ټاکلو پرته وویل: «زموږ اټکل دادی چې ۱۶۰۰ میندې او ۳۵۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان به ومري».
موږ په بلخ کې د «کورنیو روغتیا مېنو» له یوې ځوانې قابلې سره چې د قابلو په روزنې باندې له بندیز لګېدو سره هممهاله فارغه شوې وه مرکه وکړه. هغې لا ډیپلوم نه و اخستې یا یې د فراغت ازموینه نه وه ورکړي. له همدې امله وزګاره وه.
د قابلو د ټولنې پخوانۍ مشرې، صابرې ترکمني د ۱۴۰۳ هجري په لیندۍ میاشت کې د بریتانیې له طبي ژورنال ( British Medical Journal ) سره په یوه مرکه کې ټینګار کړی چې پر قابلو بندېز دې هرومرو لرې شي:
د روغتیاساتنې برخې کاري ځواک له ژور کړکېچ سره مخامخ دی، ډېرئ روغتیايي مرکزونه ښځینه روغتیايي کارمندانې نه لري چې له امله یې په لرې پرتو کلیواليو سیمو کې ډېرې مېرمنې مسلکي روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه شي درلودلی. هغه مهال چې ما له افغانو ټولنو سره کار کاوه، اساسي پرمختګ مې لیده. افغانې قابلې د لومړنیو روغتیايي چارو په سمبالښت کې اړین رول لوبوي او د نویو ماشومانو په زېږون او ماشومانو، میندو او تنکیو ځوانانو ته د روغتیايي اسانتیاوو برابرولو کې لوی لاس لري. په افغانستان کې کلتوري او دیني بندیزونه نارینه روغتیاپال د ښځینه ناروغانو له درملنې راګرځوي، له دې امله د قابلو او ښځینه روغتیاپالانو کار ډېر اړین دي. له کلینیکي مهارتونو ورها خوا، د قابلو واړه واړه چوپړونه هم ډېر ژور اغېز لري. د قابلګۍ پیاوړتیا نه یواځې ارزانه روغتیايي حل دی، بلکې دا د اقتصادي ودې، د ټولنې د پیاوړتیا او د سولې د ټینګښت لاره هم ده.
دا اوسنی سیسټم لا اوس میندو ته معیاري روغتیايي اسانتیاوې نه شي برابرولی، خو که ښځینه روغتیاپالان هر کال تقاعدېږي یا په ځینو لاملونو دندې پرېږدي، او نوې قابلې، ډاکټرانې او نرسانې یې تشه نه ډکوي، داسې نه برېښي چې په افغانستان کې دې میندو او ماشومانو ته مسلکي خدمات وپايي.
راتلونکې ته کتنه
دا به مبالغه نه وي چې سړی ووایي په افغانستان کې د میندو له پاره د زېږون روغتیايي سیستم په یوه ناورین کېوتی دی. دا سیستم له یوې خوا د بودجې له سخت کمښت سره مخ دی او له بل لورې د زده کړو د بهیر د درېدا له امله به، چې یوځل دا اوسنۍ روغتیا پالانې، نرسانې او قابلې د تقاعد پړاو ته ورسېږي، په باوري ډول په راتلونکې کې ځایناستې و نه مومي. موږ ښايي د میندو د مړینې دقیقه شمېره مالومه نه کړای شو، خو دوې لسیزي وروسته له هغه چې افغانو مېرمنو په پرتلیز ډول ښې روغتیايي اسانتیاوې تر لاسه کړې، د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه بیا پورته تلونکې ده. له شک پرته په افغانستان کې د ولسواکۍ پر مهال هم چې په پرتلیز ډول یې مالي سرچینې ښې وې د مېرمنو له پاره میندواري او زېږون له خطرونو سره مله وو، خو اوس نور هم خطرناک شوي دي. په جوزجان کې د یوې قابلې په ټکو، «افغانې مېرمنې د نړۍ په ډېرو بدمرغو مېرمنو کې راځي … دوی آن د نوی ژوندانه په رازېږولو کې، پخپله ژوند بایلي».
تاسو کولای شئ یاد راپور بشپړ په انگریزی ژبه کې دلته ولولئ:
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۴ عقرب / لړم ۱۴۰۴