Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

د وطن پرېښودل : دقاچاقبرۍ شبکه، کډوالي او ترکیه کې مېشتېدنه

نوح ارجمند 12 دقیقې

(دوهمه برخه)

بریا که ځان ژغورنه

د کندوز ۲۳ کلن آصف چې په خټه تاجک دی، قاچاقبر شو. کله چې دی او د کاکا زوی یې حمید په ۲۰۱۰ کال کې استانبول ته ولاړل، هدف یې دا و چې له ترکیې ها خوا اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي. کله چې دوی ترکیې ته ورغلل، او هغه قاچاقابر ته یې چې له افغانستانه یې راوستي وو پیسې ورکړې، هڅه یې کوله چې اروپا ته دحمید د تلو پیسې چمتو کړي، خو په دې کار کې ځکه پاتې راغلل چې کورنۍ یې له مالي پلوه پر دوی متکي وې، نو یې باید دهغوی لګښتونو ته هم پیسې ور استولې وای. سره له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په ۲۰۱۳ کال کې ترکیه کې د افغان کډوالو لپاره د پناه غوښتنې بهیر درولی و، خو بیا هم اروپا ته په ناقانونه بڼه د افغانانو دتګ کچه لوړه شوه، نو قاچاقبرانو (په دې اړه نور بحث وروسته هم شوی) داسې کسانو ته اړتیا لرله چې له دوی سره مرسته وکړي. آصف او حمید تر یوې اندازې ترکي ژبه هم زده کړې وه. دوی چې له کډوالو سره وتل ننوتل او لارې چارې یې هم ورښودلې، نو ددې جوګه وو چې قاچاقبرانو سره په دې برخه کې سمه مرسته وکړي. دوی له داسې یوه قاچاقبر سره د نیمې ورځې لپاره د څو میاشتو په مخه د کار هوکړه وکړه چې په بدل کې یې اصف تر جرمني ورسوي.

په دې کلونو کې زیتونبرنو ورو ورو دهغو افغانانو لپاره چې ترکیې ته تلل، په یوه مرکز بدل شو، هغو کسانو ته یې چې له وړاندې یې هلته په ګاونډ کې مېشت شوي وو، اقتصادي فرصتونه او کاري زمینې هم برابرې کړې. هلته نوي افغاني رستورانونه او د ټیلیفون کولو دوکانونه یا (پي سي او ګانې) پرانیستل شوې ( پي سي او په جنوبي اسیا هېوادونو کې ډېرې عامې دي؛ په ترکیه کې نشته). دې کار نه یواځې ددې زمینه برابره کړه چې هلته افغانان له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې شي، بلکې له خپلو کورنیو سره د تماس په یوه فرصت هم واوښت. له دې سره جوخت زیرک تیلیفونونه هم ډېر شول او د کډوالو لپار یې هلته د اقتصاد یو مرکز را جوړ کړ.

له دې سره هغو افغانانو ته چې قانوني اسناد نه لري، دا فرصت په لاس ورغی چې راجسترشوي سیم کارتونه واخلي، په نارسمي بڼه یانې د حوالې له لارې کورنیو ته پیسې واستوي او بالاخره له افغانستان نه ور رسېدلی چای او نور توکي وپيرلی شي، او دا رنګه  له چاقاچبرانو سره پر لارو چارو وغږېږي. پر ۲۰۱۵ او د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې به ددغو پي سي اوګانو مخې ته دافغانانو اوږدې لیکې ولاړې وې، لاسي بکسونه په لاس به یې د قاچاقبرانو لار څارله چې ایجې سمندر غاړې ته یې بوځي.

کله چې حمید په ۲۰۱۳ کال اروپا ته ولاړ، آصف د هغه قاچاقبر له خوا چې دی یې استولی و، په پوره ورځ کار وګومارل شو.په ۲۰۱۴ کال کې ده ته پته ولګېده چې کار یې ښه چليږي او د ترکیې په ټولو پولو کې یې نورو قاچاقبرانو سره هم اړیکي پیدا شوي دي، نو په دې برخه کې خپل کار چلولی شي. کله چې پر ۲۰۱۵ کال د انساني قاچاق کار وغوړېد، آصف د خپل ځان لپاره نور افغانان وګومارل، ځینو یې په ترکیه کې د اوسېدو اسناد درلودل او ځینو قانوني اسناد نه لرل، خو د لنډ وخت لپاره یې ده د مسافرو د لېږد را لېږد چارې سمبالولې. نوموړي د مسافرو لپاره په نارسمي بڼه نور کورونه هم کرایه کړل.

قاچاقبرانو به له ایران او افغانستان نه آصف ته پرټیلیفون خبر ورکاوه چې مسافر ورلېږي. ده به د ایران په لویدیځ او د ترکیې په ختیځ کې له کردي قاچاقبرو او بیا په بالکاني هېوادو کې له افغان او پاکستاني قاچاقبرو سره اړیکه نیوله چې اروپا ته یې نورې لارې ور چمتو کړي.

آصف ته له پي سي او ګانو هم ځینې هغو مسافرو زنګونه وهل چې نورو وراستول او ده به بیا د خپلو ګومارلو کسانو په مرسته په  استانبول کې د افغانانو او ایرانیانو مېلمستونو ته رسول. د پيسو مساله به لومړی له آصف سره حلېده او پيسې به یې یا ده ته ورکولې او یا به یې په افغانستان کې کوم صراف ته د حوالې له لارې استولې. صراف به مسافر ته د حوالې ځانګړی کوډ یا شفر ورکاوه او هغه به حافظې ته سپاره. کله به چې مسافر ټاکل شوي ځای ته ورسېد، اصف ته به یې یا خپله ټیلیفون کاوه او یا به یې د بل چا په خولې احوال ورکاوه او د ځانګړي شفر په برسېرېدو سره له صراف سره ایښې پيسې اصف ته ورکول کېدې.

د ۲۰۱۶ کال له مارچ وروسته، په ډراماتیک ډول د مسافرو شمېر ولوېد.آصف راته ویل چې ده به په منځني ډول د ورځې له ۵۰ تر ۶۰ کسان یونان ته استول. خو اوس بلغاریا ته په میاشت کې یواځې پنځه یا شپږ کسان لېږي. هغه کډوال چې په بس یا کوچني ګاډي کې د ترکیې او بلغاریا ترمنځ پولې ته ورسېږي، هلته بیا پلي کېږي او د پولې پر هابله غاړه د آصف ملګرو ته ورځي. د آصف دا ملګري دده په څېر د ډېر وخت لپاره هلته پاتې شوي او کافي ژبه یې زده کړې.

آصف راته ویل چې دوی د بلغاریا له پولیسو سره په ستونزه کې و، ځکه کډوال یې وهل ټکول او بیرته یې ترکیې ته ستنول. خو د ځینو دلایلو له مخې چې نه یې غوښتل په ډاګه یې کړي، د ده له شبکې سره یې ستونزه حل شوې وه. اوس هم ډېری افغانان په ځانګړي ډول ځوانان ترکیې ته ځي. خو د آصف په لارښوونه دوی ته ویل شوي چې د یونان د لارې تر پرانیستلو دې انتظار وباسي او  په ورته وخت کې دې په ترکیه کې ځانو ته کارونه هم ومومي. ورسره جوخت په خپلو مېلمستونو کې کوټې هم ورکوي. هغه مسافر چې له ډکو جیبونو سره ورغلې وي، په ځانګړي ډول ایرانیان، او غواړي ژر ولاړ شي، اصف یې په بلغاریا کې خپلو ملګرو ته استوي.

د کډوالو په قاچاق کې لوې دلېګټه آصف له هغو کورونو پوره کوي چې ده په کرایه نیولي، په دې مانا چې دی اوس دغه کورونه د نشه یي توکو قاچاقوونکو ته په کرایه ورکوي. دا نشه یي توکي له افغانستانه پر هغو لارو ور وړل کېږي چې کډوال پرې وراوړي. کله چې مې آصف د چرسو په پلور ولېد، راته و یې منله چې  نشه یي توکي پلوري. خو ټینګار یې دا و چې د انساني قاچاق ترڅنګ تش لږ هومره نشه یي توکي په ترکیه کې د کارېدو له پاره ور وړي او ګواکې د نشه یي توکو د لویې کچې کاروبار چې اروپا ته لېږدول کېږي، نور خلک کوي.

ذبیح الله چې په خټه ازبک دی، ۳۵ کلن و چې په ۲۰۱۰ کال کې له فاریابه ترکیې ته ورسېد او خپله میرمن او ماشومان یې تر شا پرېښودل. ورور یې بسم الله له وړاندې ورته کار موندلی و. ددې کار موندنه ډیره ګرانه نه وه، ځکه هغه وخت په ترکیه کې ساختماني کارونه غوړېدلي وو، هم یې په کور دننه ترکانو او هم یې بهرنیو ناقانونه کډوالو ته کاري زمینې برابرې کړې وې. ذبیح الله ژر ددې جوګه شو چې په وطن کې خپلې کورنۍ ته پیسې واستوي. دی د خپلې کورنۍ لپاره د عاید یواځنۍ سرچینه وه. دارنګه ده او ورور یې بسم الله په وطن کې خپل مور پلار ته هم پيسې ورکولې او له دې لارې یې په پوهنتونو کې د خپلو خویندو او وروڼو مالي ملاتړ هم کاوه. دوی هره میاشت په زیتونبرنو کې د حوالې له لارې خپلې کورنۍ ته څو سوه ډالر استول. صرافۍ د درې سلنه محصول په بدل کې دغه پيسې مخامخ د یوه دوکان له لارې په کلي کې د دوی کورنۍ ته رسولې.

د ذبیح الله ورور بسم الله له څو کلو کار وروسته پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته ورستون شي. بسم الله د ډیپورټ لاره غوره کړه او په هوايي ډګر کې یې جریمه ومنله او له دې سره پنځه کاله ترکیې ته له قانوني ننوتلو منع شو ځکه دی اوږده موده په ترکیه کې په ناقانونه بڼه پاتې شوی و. دا لاره له هغې چې قاچاقي بیرته وطن ته ستون شي، ارزانه وه.

دوه کاله وړاندې یانې په ۲۰۱۴ کال کې د ذبیح الله مشر زوی عمر، تر هغه کشر چې پنځلس کلن و او خپل کشر ورور یې رحمت الله چې شل کلن و، په کوسیکوسو کې ځانونه ده ته ورسول. ذبیح الله ته په اوسنۍ دنده کې چې باسفورس کې د افغانانو د کارونو د نوي کېدو بهیر څاري، د ورځې ۱۵۰ لیرې چې ۵۰ ډالره کېږي ورکوي. ذبیح الله خپل ورور رحمت الله ته په ساختماني کارونو کې دنده پیدا کړه. رحمت الله د ذبیح الله په څېر کلونه تجربه او مهارتونه نه درلودل، نو ځکه یې د خپل ورور نیمه اندازه پيسې په ورځ کې د کار له درکه پیداکولې. له ذبیح الله سره تر خبرو ایله څو ورځې وړاندې، رحمت الله د کار پرمهال لوېدلی و. کاري زینه یې تر پښو لاندې ماته شوې وه. که څه هم ژوبل شوی و خو بخت یې ملګرتیا کړې او هډوکي یې روغ پاته وو. د رحمت الله د کار مالک دی نه روغتون بیولی او نه یې هم په درمنله کې لاسنیوی کړی و. پر ځای یې خپل ورور ذبیح الله د کار له ځایه روغتون ته وړی و. د روغتیايي خدماتو لپاره رحمت الله د یوه افغان ملګري له پيژند پاڼې چې قانوني اسناد یې درلودل، ګټه اخیستې وه.

د ذبیح الله له خبرو مالومېده چې روغتیايي اسانتیاوو او دکاري خوندیتوب او دا رنګه په خپل نامه د سوداګرۍ اجازې نشتوالی یې کړوي او همدا یې په ترکیه کې تر ټولو ستره ننګونه وه.  ځکه قانوني اسناد یې نه درلول او دا هر څه له اسنادو سره تړلې دي. دی له دې وېرېده چې ګنې وطن ته به یې واستوي. یو ځل پولیسو د کار له خپل ترکي مالک او کردي کاریګرو سره درولي هم و.  پولیسو ترې داسنادو غوښتنه کړې وه، کله چې نوموړي دافغانستان پاسپورټ ورښوولی، د پولیسو افسر موسکی شوی واو له پرېښودو سره یې ورته ویلي و چې دی ملګری دی او تللای شي. خو له هغو کردانو سره یې چې د ترکیې اتباع هم وو خو د کار قانوني اسناد یې نه درلودل، تنده ژبه کارولې وه.

د مزار ځوان قیس چې پوهنتون یې پرېښی و، اوس له څلورو میاشتو راهیسې په ترکیه کې دی. دی د آصف په کرایه شوي کور کې له نورو سره یو ځای اوسېږی. ځینې په ترکیه کې د کار لپاره د اوږده مهال په مخه پاتې کېږي، یو شمېر دې ته په تمه دي چې اصف اروپا ته دسفر اشاره ورکړي. په دې ډله کې د یوه ۱۹ کلن ځوان په ګډون اووه کسان شامل دي چې ترکیې ته د زده کړو په قانوني اسنادو تللي او د زیتونبرنو په یوه پوهنتون کې زده کړې کوي، خو دده له ورور سره یې چې اسناد هم نه لري ځکه کاري ملګرتیا جوړه کړې چې د ورځني ژوند لګښتپوره کړي.

آصف د قیس لپاره د زیتونبرنو د ټوکرانو په یوه کوچنۍ کمپنۍ کې کار پیدا کړی دی. په دې ځای کې قیس د اوونۍ شپږ ورځې کار کوي او د میاشتې ۵۰۰ لیرې چې ۱۷۰ ډالره کېږي، پیدا کوي. دا پیسې د هغه کور د کرایې او خوړو لپاره بسېږي. د ده ملګري چې ځینې یې افغانان او سوریایيان دي، د میاشتې تر ۳۰۰ ډالرو پیدا کوي، ځکه چې د ګنډلو ماشین کارولی شي. د ده د شرکت مالک یو ترکی دی، خو دکار پرمهال د قیس ژباړه هغه افغان کوي چې له اوږدې مودې راهیسې په ترکیه کې اوسېدلی او یوه اندازه ژبه یې زده کړې ده. خو له دې سره سره، قیس هڅه کوي چې ترکي ژبه زده کړي چې خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي.

وروسته له هغه چې مینه او وحید د ایټالیا په سفر کې پاتې راغلل، بېرته له خپلو لوڼو سره استانبول ته ستانه شول. دوی ته یې ملګرو پاسپورټونه بېرته وسپارل خو هغه پیسې یې چې قاچاقبر ته یې ورکړې وې، تر ګوتو نه کړې. دوی څو ورځې په استانبول کې پاتې شول،  داسې ګونګوسي یې واورېدل چې ګڼې د بلغاریا پر لاره تګ لا هم شونی دی خو ماشومانو او ښځو ته پلی تګ ګران دی. دوی نه غوښتل په ترکیه کې هم د پناه غوښتنې فرصت له لاسه ورکړي. ګرده ورځ یې د هغې این جیو په دفتر کې تېره کړه چې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې لپاره د پناه غوښتنې راجستروي. کله چې ددوی وار را ورسېد، په ایرانۍ فارسۍ د این جیو یوه کارمند ترې څو پوښتنې وکړې او بیا یې د روغتیا او په ښوونځیو کې د شمول کارتونه ورکړل.

هغوی چې په ترکیه د پناه غوښتنه کوي، یو یې هم دا حق نه لري چې ددې هېواد په لویو ښارونو کې و اوسېږي، پر ځای به یې په اناتولیا کې لریو پرتو ښارونو ته ځي او هلته به هره اوونۍ سیمه ییزو پولیسو ته د لاسلیک لپاره ورځي چې په سیمه کې خپله اوسېدا ثابته کړي. مینې او وحید ته انقرې ته نژدې له دریو په یوه ښار کې د اوسېدو خوښه ورکړ شوه. کله چې وحید او مینه له موټره ښکته شول، ماشومانو ته یې ټول خلک نااشنا و. هلته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو او یاهم دترکیې دحکومت داسې څوک نه و چې دوی د سیمې له خلکو سره اشنا کړي. دوی یواځې دومره پوهېدل چې د پولیسو دفتر کې لاسلیک ته ورشي او ځان ثابت کړي چې پناه غوښتونکي دي. دوی په استانبول کې خپلې شړۍ اخیستې وې ځکه اټکل یې کاوه چې ښايي شپې پرې بهر راشي. خو وروسته دوی په یوه پارک کې ځان ته ځایونه برابر کړل. دوی هلته یوې بلې افغان کورنۍ سره ولېدل، هغوی هم د پناه غوښتنه کړې وه. دې کورنۍ د کور په موندلو کې د هغوی مرسته وکړه. د میاشتې کرایه یې ۳۰۰ لېرې وه چې ۱۰۰ ډالره کېږي. د مینې دا کور خوښ نه و، ځکه د دې په باور د کورنۍ د اوسېدو لپاره مناسب نه و.

وحید د کار رسمي اجازه نه درلوده، خو په ساختماني چارو کې یې کارونه وموندل. هغه هر ځای کې د ورځې له پنځو تر شلو ډالرو کار پیداکولای شوی. سره له دې چې په کانډا کې دمینې خور له دوی سره مالي مرسته کوله، خو بیا هم ددوی زېرمه کړې او هغه پیسې چې ایټالیا ته په رسېدو به یې قاچاقبر ته ورکوي، مخ په کمېدو شوې. وحید او مینې راته ویل چې دوی په خپله ټولنه کې ښه ژوند درلود او هلته یې په حکومت کې قانوني کار درلود او ښوونکې وه. وحید اوس ملا ماتوونکي کار ته اوږه ورکړې او مینه هڅه کوي په کور کې خپل ماشومان خوندي او خوشاله  وساتي. که دوی د پناه غوښتنې په ځای په استانبول کې پاتې شوي وای، ښايي له دې یې غوره کار موندلی وای. خو که د پناه غوښتنه یې نه وای کړې، ترکیه کې به یې صحي خدمتونو او ښوونځي ته  لاسرسی نه درلود ځکه دا هغه څه دي چې د دوی ماشومانو ته په ترکیه کې دژوندانه  لپاره مهم دي. مینې راته کړل، هڅه یې داده چې په کاناډا کې خپلې خور ته ورشي، خو وايي دا کار اوس ناشونی دی. خو که دوی خوندي لار ومومي، بیا اروپا ته د تللو هڅه کوي.

د کډوالۍ پلان

آصف په ۲۰۱۵ کال کې له یوې افغانې نجلۍ سره  واده وکړ چې ده په استانبول کې لېدلې وه. دا نجلۍ له خپلې کورنۍ سره استانبول ته راغلې وه او د پناه غوښتنه یې هم کړې وه. دا نجلۍ د دوی له کورنۍ سره اوس یو ځای شوه. آصف اوس د خپلې دوسیې دبیا کتنې په تمه دی، دوی له استانبوله نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره لرې په یوه ښار ګوټي کې اوسېږي. آصف ته جوته شوې وه چې پولیس پرهغو افغانانو چې هر اوونۍ لاسلیک ته ورځي، مهربانه دي. نو له همدې امله یې پلان داسې جوړ کړ چې دده پر ځای به یې خسر د پولیسو مرکز ته د لاسلیک لپاره ورځي او دی به ډېر وخت په استانبول کې تېروي.

( د یوې این جیو دمالوماتو له مخې، دا مهرباني یواځې دافغانانو لپاره ده، د ایرانیانو په څېر نورو کډوالو لپاره دا اصول خورا جدي دي)

هومره چې له ترکیې د ایټالیا پر لور لاره لا سختېږي، دومره آصف په ترکیه خپلې رېښې لا غځوي. هغه اوس په ترکیه کې له بل ترک سره پر دې کار کوي چې څرنګه پي سي او یا د ټیلیفون کولو دوکان په هغه ښار کې پرانیزي چې پکې اوسېږي، ځکه له دې کار سره به ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېروي. دی د کډوال په څېر، له قانوني پلوه کار نه شي کولای او نه هم خپل کاروبار پرانیستلی شي. خو ده یو داسې ترک  ملګری پيدا کړی چې د هغه په نامه کار پیل کړي او هغه ته پيسې ورکړي.

… فرعي پلانونه

په روان پسرلي کې آصف تهمینه را وپيژندله.  دا له هغو نجونو یوه وه چې ټول سفر یې یواځې کړی و. هغې ته آصف په خپل کور کې له څو اوونیو راهیسې ځای ورکړی و. تهمینې راته ویل، شپاړلس کلنه وه چې له وطنه وتښتېده، ځکه ددې په ټکو کله چې یې پلار مړ شو، تره یې غوښتل خپله کډه دهغه کلي ته وروړي او هلته د عزت په پار له هغه چاسره واده وکړي چې د تره یې خوښ و. تهمینه د خپلو څلورو خویندو مشره ده، څو میاشتې وړاندې دهغې تره پلان درلود چې یوه داسې سړي ته یې په بدو کې ورکړي چې دوې نورې مېرمنې یې هم درلودې. ( په افغانستان کې دشلمې پيړۍ پرمهال په بدو کې د ورکړې مسالې د بندولو لپاره له سمونپال پاچا امان الله خان را نیولې تر طالبانو پورې ډېرې هڅې وشوې، خو بریالۍ نه شوې. د اوسني قانون له مخې په بدو کې دښځو ورکړه ناقانونه ده).

د تهمینې مور د  هغې د پلار له یوه پخواني ملګري غوښتنه وکړه چې دا یوه داسې قاچاقبر ته ور وپيژني چې له کابله یې ایران ته په تېښته کې مرسته وکړي. کله چې تهمینه په لومړي ځل ایران ته واوښته، ونیول شوه او بیرته یې د افغانستان نیمروز ولایت ته ستنه کړای شوه، خو هغې په دویم ځل وکړای شول چې له ایران تېره شي او د ترکیې په ختیځ کې د وان ښار ته ځان ورسوي. په وان کې، تهمینه له قاچاقبر سره دپيسو پر سر جنجال کې ښکېله شوه. لانجه د هغو قاچاقبرانو ترمنځ وه چې د ترکیې او ایران ترمنځ پوله کې یې له دې سره مرسته کړې وه. د ترکیې پر پوله قاچاقبر تهمینه له ځان سره بندۍ وساتله او استانبول ته د رسېدو لپاره یې د ۱۰۰۰ ډالرو غوښتنه ترې کوله. تهمینې ویل چې له  وړاندې یې دا پيسې د ایران په پوله کې قاچاقبر ته ورکړې دي خو هغه یې خپل ملګري ته په ترکیه کې نه دي ور استولي. آصف له دې قاچاقبرانو سره له وړاندې اشنايي درلوده. کله چې له دې پېښې خبر شو، مداخله یې وکړه او د تهمینې د ازادېدو لپاره یې په وان کې قاچاقبر ته ۱۰۰۰ ډالره ورکړل او تهمینه یې تر استانبوله ورسوله. اصف  ادعا کوله چې دا کار یې تش په دې موخه کړی چې دوی دواړه د کندوز ولایت دي. تهمینه له آصف سره په یوه اپارتمان کې اوسېدله او له دې لارې یې غوښتل د نورو کډوالو له شره خلاصه کړي نو ځکه یې په خپل کور کې  کوټه په کرایه ورکړې وه.

په دا بله ورځ چې زه د این جیو له یوه کارمند سره وم، دې کارمندته چې له وړاندې یې اصف او تهمینه پيژندل، د تهمینې ټیلیفون راغی. هغې پرټیلیفون ژړل او ویل یې چې له کوره شړل شوی او اوس د باندې کوڅه کې ده. تهمینه په هغه سیمه کې بلده نه وه نو د این جیو کارمند ورته لارښوونه وکړه چې چېرې ولاړه شي او چېرته انتظار وباسي.

موږ تهمینه د زیتونبرنو په اصلي څلور لارې کې ومونده، دې همغه جامې اغوستې وې چې وړمه ورځ یې په تن وې .هغې ټولې جامې په یوه پلاستیک کې اچولې وې.

تهمینې ویل آصف له جنسي پلوه ترې ناوړه ګټه اخیستې ده.د تهمینې له قوله، سره له دې چې آصف همدا څه موده وړاندې واده کړی و، له دې یې غوښتنه کړې وه چې د ده ملګرې شي او دی به یې جرمني ته هم واستوي. تهمینې ویل آصف دا ژمنه هم کړې وه چې په افغانستان کې به یې خویندو ته هم چې دتره تر اختیار لاندې یې دي، جرمني ته د رسېدولار جوړه کړي.

خو له دې ټولو سره سره،  اصفهغه ناببره له کوره و ایستله. د این جیو کارمند وکړای شول چې تهمینې ته خوندي ځای پیدا کړي؛ د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې د  پناه غوښتنې په بهیر کې هم لاسنیوی وکړ.

لیکوالان: