د نجونو پر منځنیو زده کړو بندیز، د اسلامي امارت له نورو تګلارو سره په ګډه په ټول افغانستان کې د ښځینه ښوونکو ژوند خورا ژور اغېزمن کړی دی. د دې خبرې د ریښتینوالي ښه بېلګه د بدخشان ولایت له غرنۍ ولسوالي شُغنان پرته چې سړیو او ښځو په کې له پخوا راهیسې د تدریس مسلک غوره کاوه او په خپله ولسوالۍ یا نورو ځایونو کې به یې کار وه، بل ځای لږه موندل کېدلی شي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې فابریزیو فوسکینی هڅه کړې د افغانستان په دغه څنډه کې، چې د هېواد د ګڼو بڼو ترمنځ تر ټولو لږه پېژندل شوې ده، د روان حالت څرنګوالی ځان ته جوت کړي.
د افغانستان او تاجکستان د نښلوونکي پله منظره له افغان خاورې څخه. عکس: فابریزیو فوسکینی،۱۳۸۸
د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو شمېر خورا کلک لوېدلی دی. په ۱۳۹۷ کال کې د نړیوالې ښوونې او روزنې د سروې له مخې، د هېواد له ټولو ۲۲۶ زرو ښوونکو څخه نژدې ۸۱ زره یا ۳۶ سلنه یې مېرمنې وې. د ۱۴۰۱ کال تر زمري (اسد) یعنې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو تر یو کلنۍ پورې ۱۱۵۰۰ مېرمنې د معلمۍ له دندو راګرځول شوې وې (د سیګار راپور دلته وګورئ او د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شالیدي ارزونه د ښوونې او روزنې په اړه د طالبانو پر ذهنیت دلته ولولئ). د ۱۴۰۲/ ۱۴۰۳ کلونو له پاره د احصاییوي کالښود له مخې، په معلمۍ کې د بوختو مېرمنو شمېر همدا اوس تر ۷۱ زرو لږ پورته دی. که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو ناڅاپي درېدا په ټوله کې د شمېر ددغې کمېدنې تر ټولو پیاوړی لامل دی، د وخت په تېرېدو سره د اسلامي امارت نورو محدودیتونو لکه هلکانو ته د ښځینه ښوونکو د تدریس مخنیوي هم په دغه لوېدنه کې خپله ونډه درلودلې ده (د بشري حقونو د څار ډلې – هیومان رایټز واچ دا رپوټ دلته او افغانستان تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته ولولئ). د پوهنتونو په اړه د اسلامي امارت پرېکړو، لکه د مېرمنو د ورتګ مخنیوي (د بي بي سي رپوټ دلته ولولئ) او نارینه محصلینو ته د ښځينه استادانو د تدریس د بندېدو په اړه د نویو مقرراتو اعلان، په ښوونه او روزنه کې نورې بوختې مېرمنې هم له کاره بې برخې کړې.
که څه هم ډېرئ هغه ښوونکې چې د اسلامي امارت له پرېکړو اغېزمنې شوي له دندو شړل شوې نه دي او لږ تر لږه د خپلو پخوانیو تنخواوو یوه برخه په کور کې ورکول کېږي، ددغو محدودیتونو اغېز یې پر ژوندانه ویجاړوونکی دی. دغو تګلارو په ځینو سیمو کې د هغه ځای ټول وګړي اغېزمن کړي او په سیمه ییزه کچه یې ټولنیزه او اقتصادي نا انډولي رامنځته کړې ده. یوه دغسې سیمه چې دغو محدودیتونو پرې تر نورو ډېر اغېز کړی په بدخشان ولایت کې د آمو سیند په شمال ختیځه وادۍ کې شُغنان ولسوالي ده چې له تاجکستان سره چې ښوونکي په کې د کاري ځواک یوه غوښنه برخه جوړوي، نښتې پرته ده. په دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت تګلارې ځایي وګړو ته خورا ویجاړوونکې پرېوتلې دي.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د شُغنان او څو ګاونډیو ولسوالیو د یو شمېر ښځینه ښوونکو خبرې اورېدلي چې ټولې یې روان حالت په زیاتېدونکي ډول خواشینې کړي، د خپل مسلک، له هغه سره د تړلي معنوي ارزښت اوله دې امله تر لاسه کړي [ټولنیز] دریځ د بایلنې اندېښنو ښکېل کړې دي. هغوی د خپلو کورنیو د اقتصاد له ویجاړېدو او د مېرمنو په توګه په ځایي ټولنو کې د خپل دریځ له کمزورتیا خورا کړېږي.
شُغنان: د افغانستان یوه ګوښې څنډه
هغسې چې د [حضرت] پیغمبر (ص) حدیث کې راغلي انسان دې د پوهې په لټون پسې ووځي، آن که چین کې هم وي. خو په افغانستان کې د کافي پوهې د موندلو له پاره همدومره بس دی چې سړی د چین له پولې لږ رادیخوا ورته تم شي. کله چې سړی د بدخشان ولایت له یوه سره تر بله، ایسته لوړ تر هغه ځایه چې د ورېښمو د لرغونې لارې یوه څانګه ده، ولاړ شي، ځان به په یوه ګوښې غرنۍ سیمه کې ومومي چې معاصرو پولو ترې داسې تړلي ګوټ جوړ کړی چې د سوداګرۍ یوازې څو محدودې بڼې په کې غوړېږي چې هغه هم تر ډېره ناقانونه دي. شُغنان د افغانستان د شمال ختیځ په ډېره وروستۍ برخه کې د پامیري ولسواليو له ډلې څخه یوه ده چې تر ډېره په کې د ختیځو آرین (پامیري لکه شُغني، زېباکي او واخي) ژبو ویونکي مېشت دي چې شیعه اسماعیلي مذهب لري. ددغو ولسوالیو وګړو چې په تېرو لسیزو کې د افغان سیاسي او اقتصادي مرکزونو له خوا ګوښه توب او څنګ ته پورې وهنه لیدلې، وخت ناوخته د سیاسي او پوځي لوبغاړو له خوا چې په عمومي ډول د مرکزي بدخشان په اکثریت سُنیانو پورې تړلي وو او تر ډېره یې په اسماعیلي سیمو باندې برلاسی او ولکه درلودلې، د تبعیض او زبېښاک خوند څَکلی دی. اسماعیلي وګړو خپل حالت ته په کتو چې لږه کي او زیان منونکي دي، دغه راز دا هم ثابته کړې چې سوله ناک او قانون ته غاړه ایښودونکي او له داسې یوه مرکزي حکومت سره همکارۍ او ملاتړ ته لېواله دي چې نسبي امنیت او د قانون حاکمیت ټینګولی شي. سربېره پردې، ددغو ولسوالیو اوسېدونکو د موقعیت له لرې والي او بېوزلۍ سره سره، لږ تر لږه د ښوونې او روزنې د معیارونو برخه کې، په تېره بیا چې کله په زده کړو کې د ښځو او سړیو د برابرۍ خبره راغلې، په پرله پسې ډول قانع کوونکي ټولنیز شاخصونه له ځانه ښودلي دي.
په افغان لوري کې د پنج سیند له څنډې د شُغنان یوه منظره چې شاته یې له ورایه تاجکستان برېښي. عکس: فابریزیو فوسکینی،۱۳۸۸
شُغنان په دغو برخو کې تر ټولو غوره بېلګه جوړوي چې د ښوونې او روزنې برخه کې تر نورو وړاندې او غورو بریاوو له پلوه په نورو پامیري ولسوالیو کې ځانګړی دریځ مومي. شُغنان له ګاونډ ولسوالیو – اشکاشم او واخان سره ګډ تاریخ لري: یو مهال پرې خپلواکو واکمنو کورنیو ولکه درلوده چې د پنج دواړو غاړو ته پرته خاوره یې تر لاس لاندې وه. دا ولسوالۍ تش د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ (۱۸۸۰-۱۹۰۱) پر مهال په افغانستان کې ورګډې کړای شوې. لږ وروسته، په ۱۸۹۵ کې، [د انګرېزانو او روسانو] سرحدي کمیسیون د سیند بستر د افغانستان او روسیې (اوس تاجکستان) تر منځ پوله وټاکله. دا تر ټولو ناقانع کوونکې پرېکړه وه، ځکه د سیند تګلوري یوازې په ډېرو ژورو او ډېرو لوړو برخو کې د انسان د اوسېدنې امکانات ورکول. نوې پولې ځایي ټولنې سره وویشلې او بزګر یې له خپلو کروندو بېل کړل. په تېره بیا شُغنان چې تر هغه مهاله د اسماعیلیانو تر ټولو غوره وړه واکمني (خاني) وه، خپله ډېره کرنیزه ځمکه چې د سیند پر غاړه وه، له لاسه ورکړه. ولس چې د توت له مشهورو باغونو پرته یې نورې کرنیزې سرچینې له لاسه ورکړې، د خپلو خوړو د چمتو کولو وس وبایله. پر سیمه سخت پړاوونه راغلل چې یو یې د حکومتي چارواکو د ځپونکې واکمنۍ او درندو مالیو خلاف د ۱۳۰۴ لمریز کال پوځي بغاوت و.
ژوند د تدریس او تدریس د ژوندانه له پاره
د اوښتون پړاو یوازې څو لسیزې وروسته هغه مهال پیل شو چې احتمالاً د کوم شُغني وګړي (نوم یې د کلونو په اوښتو هېر شوی دی) د ښوخدمتونو له برکته چې په تنکۍ ځوانۍ کې د «غلام بچه» په توګه کابل ته وړل شوی او د خپلې پلرنۍ سیمې کړاوونه یې لا په یاد کې پاتې وو، په شُغنان کې یوه لېسه جوړه شوه. پرانستنه یې په ۱۳۱۸ – ۱۳۱۹ کلونو کې شوې. په یوه ګوښې ولسوالۍ کې «رحمت لېسه» په داسې یوه زمانه کې چې عالي ښوونځي یوازې په ولایتي مرکزونو یا لویو ښارونو کې موندل کېدل، بې جوړې موسسه وه. هغې د سیمې وګړو ته د لوړو زده کړو او د محدودې کرنې پرځای چې لا یې هم امکانات و، د ګټې وټې د بدیلې لارې په توګه د معلمۍ مسلک ته د ننوتلو لار جوړه کړه. په راوروسته لسیزو کې افغان تعلیمي سیستم ورو ورو د ټول هېواد کلیوالو سیمو ته وغځېد او شُغنان ولسوالي نه یوازې پخپله د بدخشان بلکې ایسته وړاندې د نورو ولایتونو له پاره د ښوونکو په یوه شتمنه سرچینه واوښته. لکه یوې ښوونکې چې خبرې ورسره شوي، یادونه وکړه، د نورو سیمه ییزو محصولاتو په نشتوالي کې، ښوونه او روزنه د شُغنان د وګړو له پاره په یوه صادارتي متاع بدله شوه:
په شُغنان ولسوالۍ کې د کر ځمکه ډېره لږه ده، خو اوسېدونکي یې ډېر دي. ځایي خلک نوره ګټه وټه نه لري. په همدې دلیل، که په کورنۍ کې له یوه ډېر کسان په لیک لوست پوهېدل او زده کړې یې درلودې، کولای یې شول د افغانستان په نورو ولسوالیو او ښارونو کې کارونه ومومي. په نورو سیمو کې د کار کولو وړتیا په دې مانا وه چې هغوی د خپلو کورنیو له عوایدو سره مرسته کولای شوه.
دا بهیر په هېواد باندې د راغلې جګړې لسیزو کې هم چې ۱۳۵۷ کال کې راپیل شوه، و نه درېد. شُغنان نژدې تر ۱۳۷۱ کال پورې چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند حکومت ړنګېده، ټینګ د کابل په ولکه کې پاته و. ښوونځي یې آن (د ۱۳۷۱ – ۱۳۸۰) کلونو د کورنیو شخړو پرمهال چې تر هغه وروسته راغلې او لومړی د جهادي ډلو او وروسته د طالبانو او د برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت ترمنځ روانې وې، هماغسې پرانستي وو. په حقیقت کې په همدې ۱۳۷۰مو کلونو کې و چې د مالي مرستو له نشتوالي سره سره، ولسوالۍ خپل دارالمعلیمن پرانېست. دا له ولایتي مرکز فیض آباد بهر د ښوونکو د روزنې یواځینۍ موسسه وه چې په دې سره یې په رسمي ډول د افغانستان د شمال ختیځو سرحدي سیمو له پاره چې هغه مهال د رباني حکومت تر ولکې لاندې وې (د افغانستان تحلیلګرانو شبکې رپوټ وګورئ) د ښوونکو د چمتو کوونکي په توګه خپل دریځ پوخ کړ.
د آغا خان د پرمختیایي شبکې تاسیس چې په بدخشان کې یې له ۱۳۷۰مو کلونو راهیسې فعالیت کاوه او دغه راز له نړیوالو اسماعیلي ټولنو او موسسو سره د ځایي وګړو د اړیکو پیاوړتیا چې د زده کړو پر ارزښت یې ټینګار درلود، بې له شکه د هغه څه د ادامې ملاتړ وکړ چې لا وختي په سیمه ییز رسم او د شُغنان په صادرېدونکې متاع اوښتی و. له ۱۳۸۰ کال وروسته په ولایت او نور افغان وطن کې د دارالمعلمینو له ډېرېدو سره سره، شغني ښوونکو خپل برلاسی وساته او د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ له برکته د دریځ نسبي اقتصادي او ټولنیزې پیاوړتیا ګټه ور واړوله. په حقیقت کې ډېرئ پوښتل شویو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې که مخکې د جمهوریت دوره کې د شُعني کورنیو یوه غړي د ښوونکې دنده درلوده، دا شمېر لا نور ډېر شو او په ځینو کورنیو کې تر دریو یا آن پنځو ورسېد.
د شُغنان ولسوالۍ د پوهنې د پخواني مدیر په شمېرنه، د جمهوریت د سقوط پرمهال د شغني ښوونکو شمېر نژدې ۲۵۰۰ ته رسېده چې ۱۸۰۰ یې له ولسوالۍ بهر په دندو ګومارل شوي وو، خو نورو پوښتل شویو ادعاد درلوده چې دا شمېر تر دې پورته و. شمېرې چې هرڅه وي، د ولسوالۍ ټول نفوس ته په کتو چې ایله ۳۰ زره تنه کېږي، ځيروونکې (پاموړ) دي. په داسې حال چې ډېرئ ښوونکي لا هم د بدخشان په بېلابېلو ولسوالیو کې دندې لري، د پوهنې د مخکني رییس په ټکو، په لسیزو کې شُغني ښوونکي د کار له پاره آن شاوخوا ۲۱ ولایتونو ته استول شوي دي. که د هغوی د کار ځایونه په ډېرو مواردو کې د اکثریت دري ویونکو ولایتونه وو، لکه په ګاونډ کې تخار او کندز، په ځینو مواردو کې د کار په لټه آن د هېواد مقابلو څنډو ته هم تللی شوای. یوې پوښتل شوې ښوونکې ثریا تایید کړه چې دا خبره نن هم همدغسې ده: «هغوی [شُغني ښوونکي] د بدخشان ټولو ولسوالیو او آن هرات او فراه ولایتو ته چې له بدخشان نه لرې پراته دي، ځي.»
سفرونو احتمالاً د سړکونو د خرابوالي له امله چې اوږدې لسیزې ورسره امنیتي ستونزې هم ملګرې وې، که اوونۍ نه وي، ورځې غوښتلې. له ۱۳۳۰مو کلونو راهیسې په سړکونو کې دومره ښه والی نه دی راغلی. پر واخان دهلېز له چین سره د مواصلاتو د ښه والي له پاره د اسلامي امارت تر نوې لېوالتیا وړاندې ( د خامه پرېس را رپوټ دلته ولولئ) د پامېر منطقه کې به په ګرانه چېرته یو سړک – نیم تېر شوی و. آن دا نن هم، سره له دې چې اشکاشم او واخان ته غځېدلي سړکونه یو څه رغېدلي، شُغنان د پخوا په څېر د افغانستان په هغو ولسوالیو کې راځي چې لاسرسی ورته خورا ګران دی او ژمنی ورتګ یوازې پلی یا په آس شونی وي.
ډېرئ ښوونکي د هر تعلیمي سمستر پای کې شُغنان ته ستنېږي چې رخصتۍ له خپلو کورنیو سره تېرې کړي، خو نور یې د ثریا په ټکو، په وري (حمل) میاشت کې د ښوونیز کال له پیل سره سم خپلو ښوونځیو ته ځي او په لیندۍ (قوس) کې چې تعلیمي کال بشپړ شي، راستنېږي. «ددې مانا داده چې هغوی یوازې په نهو میاشتو کې یوځل کورونو ته راځي، خو ځینې یې کورنۍ ورسره بیایي.» ریښتیا هم ځینو ښوونکو په هغو ځایونو کې چې کار کوي، اړولي او خپلې کورنۍ یې هم ورغوښتې دي.
په فیض آباد کې یوه شُغني ښوونکي په ۱۳۸۸ کال لیکوال ته نکل کړی و چې څنګه نژدې لس میاشتې د ولایتي مرکز په یوه کرایي خونه کې له خپلو نورو همکارانو سره تېروي او په ژمنیو رخصتیو کې شُغنان ته د ستنېدو له ماجراوو ډک سفر (تګ او راتګ یوه یوه اوونۍ) یو څه په موټر او نور په پښو کوي. په دوه اوونیزو دوبنیو رخصتیو کې چې د شېوې ورشو غرني غاښي د موسم په بدلېدو پرانستل کېږي او ورسره د سفر موده یوازې دوو ورځو ته ټیټېږي، چارې یو څه آسانېږي.
د ژمي په وروستیو کې له شُغنان نه اشکاشم ته پر لاره د سپرلیو یوه ډله هڅه کوي خو بې ګټې چې خپل موټر ته لار پرانیزي. عکس د فابریزیو فوسکینی، ۱۳۸۸
د ژوندانه دا بڼه تر ډېره شُغني سړیو ته ځانګړې ده. د افغان مېرمنو د خوځېدا مخې ته تل لوی خنډونه وو. آن په دغسې حالاتو کې هم ددې ولسوالۍ مېرمنې د کار له پاره تللې دي. په حقیقت کې د یوې بلې پوښتل شوې ښوونکې د اټکل له مخې، په وروستیو وختونو کې د هغو شُغني مېرمنو شمېر چې له ولسوالۍ بهر په کار ګومارل شوې تر هغوی چې دننه ولسوالۍ کې کار کوي نژدې درې ځله لوړ دی. په نورو ټکو، شاوخوا ۹۰۰ شُغني مېرمنو، تر ډېره بدخشان کې چې په دودیز ډول د مرکز فیض آباد د ښځینه ښوونکو ډېره برخه یې له شُغني مېرمنو جوړه ده، او دغه راز له خپلې مېنې لرې، د ولایت په نورو برخو کې کار کاوه (یا لا هم کار کوي) (د بدخشان د ښوونې او روزنې په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته وګورئ).
دې حقیقت چې ډېرئ نارینه ښوونکي د کار له پاره لرې سیمو ته ځي، په شُغنان کې د ښځینه ښوونکو مرکزي اقتصادي او ټولنیز دریځ نور هم پیاوړی کړی چې د ځایي ښوونکو شاوخوا نیمایي اوس له هغوی جوړه شوې او تر ډېره د خپلو کورنیو اصلي روزي ګټونکې دي. سربېره پر دې، معلمي داسې دنده ده چې په دغه سیمه کې یې ډېر درناوی کېږي. د افغانستان د نژدې تېر تاریخ په ډېره برخه کې ښوونکو ته د ورکړ شویو معاشونو له ټیټوالي سره سره (د ۱۳۹۴ کال له پاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ چې د ښوونکو په قراردادونو او د معاش شرایطو کې یې د ستونزو جزییات راوړي، دلته وګورئ) هغو شُغني کورنیو چې کوم غړی یې ښوونکی و، په عمومي ډول تر هغوی چې یوازې بزګري کوي، له اقتصادي پلوه ښه دریځ درلود. دې مسالې د لسیزو په اوږدو کې د ځایي اسماعیلیانو له نورو کلتوري، مذهبي او سیاسي ځانګړتیاوو سره په ګډه په ځایي ټولنه کې شُغني ښځینه ښوونکو ته پاموړ ونډه ورکړې ده.
د ښوونې او روزنې د اغېز ډېرول
د یوې پوښتل شوې په ټکو، «که یوه سړي ته زده کړې ورکوئ، یو کس مو روزلی، که یوې ښځې ته زده کړې ورکوئ، درې کسه مو روزلي دي.» ددې ځایي متل په راوړلو، هغې د خپلو خبرو په اوږدو کې روښانه کړه چې یوه تعلیم کړې مېرمن چې په خپله کورنۍ کې بدلون راولي، د زده کړو ګټې یې څنګه هرومرو څو ځله ډېرېږي. د ښوونې او روزنې ارزښت او ښوونکو ته بېل شوی درناوی د ډېرو ښوونکو په خبرو کې چې موږ ورسره وغږېدو، له ورایه ځلېده. شُغني ښځينه ښوونکو پر دې ټکي د ټینګار له لارې چې ښځې په ښوونځي او کورنۍ دواړو کې ښوونیزې دندې ته ډېرې مناسبې دي، د ښه ژوندانه لور ته د ځایي ټولنې په سیخولو کې د زده کړو پر ځواک ژور باور څرګنداوه. هغوی باور درلود چې ښځینه ښوونکې باید ددې اصلاحاتو په سر کې وي، لکه یوې ځوانې ښوونکې فوزیې چې ویل:
زده کړې هرچېرې، ښار وي که کلي، د هر ډول پرمختګ بنسټ دی. په داسې یوه لرې پرته سیمه کې چې د ژوندانه هېڅ ډول هوساییو ته لاسرسی نه لري، زده کړې د پرمختګ تر ټولو غوره لار ده. د مثال په ډول، د هغې کورنۍ توپير چې ټول غړي یې لوستي دي، له هغې کورنۍ نه چې زده کړې نه لري، له ورایه برېښي. کولی شو هغه اغېز چې یوه لوستې کورنۍ یې په خپل ځان او خپله سیمه غورځوي، ووینو. … دا پخپله مرسته کوي چې ددغې سیمې اقتصاد وغوړېږي.
ثریا چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې د شُغنان د نجونو یوه ښوونځي کې دنده بایللې، په دې اند ده چې ښوونکې په محافظه کارو کلیوالي ټولنو کې بدلوونکې ونډه درلودلی شي:
که ښوونکي نه وای، نننۍ نړۍ او د هغې دې دومره پرمختګ به هم شتوالی نه درلود. ځکه نو کلی وي که ښار، د ښوونکي ونډه په کې ډېره ارزښتناکه ده. خو کله چې خبره پر دې شي چې د یوې ښوونکې ونډه څومره مهمه کېدلی شي، دا بیا په کلیوالو سیمو او د کلیوالو له پاره لا ارزښت مومي، ځکه ښوونکې له دغو وګړو او دغو کورنیو سره مرسته کولی شي چې د ځینو دودونو د پرېښودلو اړتیا درک کړي. ښوونکې په ټولګي کې زده کوونکو ته په تدریس سربېره، کولی شي د ځینو زړو دودونو په پورته کولو کې لاس وکړي. د مثال په ډول، ځینو سیمو کې د خلکو باور دادی چې نجونې باید زده کړې او کار ونه کړي. داسې نو، زه ویلی شم چې د ښځینه ښوونکو ونډه ډېره مهمه ده، ځکه د خلکو زاړه فکرونه او باورونه بدلولی شي.
د نجونو د یوه منځني ښوونځي سرښوونکې، شریفې هم چې اوس په کور کېنول شوې، د ثریا خبرې راغبرګې کړې:
ښوونکې نورو مېرمنو ته یوه بېلګه کېدلی شي، [ورته ښودلی شي] چې هغوی هم خپلې آزادۍ او حقونه ګټلی او دغه حقونه خوندي کولی شي. په هغو کلیوالو سیمو کې چې ډېرې ښوونکې لري، نورې ښځې هم د معلوماتو څښتنېږي او شخصیتونه یې خپلواک راځي.
یوې بلې ښوونکې، نرګس، د نارینه همکارانو پرتله د ښځینه ښوونکو ډېرې ژمنتیا او زیار ګالنې او هغه ارزښت ته ګوته ونیوله چې خپلو زده کوونکو او کورنیو ته یې د دوی بېلګه [سرمشق] کېدل لري. هغې له ولسوالۍ نه بهر د خپلې تجربې په یادولو سره وویل: «[کله چې به یې ښوونکې ولیده] کورنۍ به وهڅېدې چې لوڼې ښوونځیو ته پرېږدي.» په شُغنان کې، د هغې په ټکو، «هغه وختونه ډېر پخوا تېر شوي چې خلکو به لوڼې له ښوونځیو په کورونو کې ایسارولې.»
دا نظرونه په دې چې ګنې ډېره خوشبیني په کې ده، ردېدلی نه شي او که د افغانستان له بلې کومې ولسوالۍ نه راتلای، ښایي تش خیالونه برېښېدلي وای. هغه ښوونکې چې دا نظریې څرګندوي د خپلو مخامخ تجربو او په هغو ټولنیزو اصلاحاتو کې د ګډون له مخې غږېږي چې له ټولو ستونزو سره سره په تېرو ۷۰ کلونو کې په واقعیت اوښتي – لږ تر لږه د پېښو تر دې وروستي ناڅاپي بهیر وړاندې.
د اوږدو لسیزو دودیزه لړۍ
ډېرئ پوښتل شویو په خپله ولسوالۍ کې د ښځينه ښوونکو شتوالی د یوې ډېرې تېرې دورې له مهاله باله چې لا په کې په اصطلاح د «لوېدیځ په اغېز» د عصري زده کړو او «بنسټپالو» مدرسه یي تعلیماتو ترمنځ سیاسي شوې مبارزه په افغانستان کې د آجندا سر ته نه وه راوتلې، لکه فریدې چې روښانه کړه:
موږ داسې ښوونکې درلودې چې شل کاله وړاندې یې پر معلمۍ څلوېښت کاله اوښتي وو. وروسته تقاعد ته ولاړې او ځينې یې اوس وفات شوې دي. که ددې له مخې یې وشمېرو، موږ اویا اتیا کاله وړاندې په شُغنان کې ښوونکې درلودې او هغو ښوونځیو ته یې لوست ورکاوه چې «کلیوالي ښوونځي» بلل کېدل.
شواهد ښیي چې په شُغنان کې د لومړنیو ښځینه ښوونکو راڅرګندېدا د هغې عصري ښوونې او روزنې د بېلګې په اغېز نه وه چې هغه مهال (ورو ورو) له مرکزه شاخواته غځېده او د ۱۲۸۰مو او ۱۲۹۰مو کلونو ترمنځ یې په کابل کې د څلورو لېسو په رامنځ ته کېدو بڼه راجوړه شوه چې نصاب یې د بهرنیو هېوادو او د تدریس وسیله یې غالباً بهرنۍ ژبې وې. سرچپه یې، زموږ د پوښتل شویو خبره دا وه چې دا پخپله ځایي وګړي وو چې د اوښتون بهیر یې چې په ۱۳۱۹ کال کې هماغلته د یوې ساده لېسې په جوړولو راخوځېدلی و، وغځاوه. ترڅنګ یې دغه راز، د هغو مېرمنو ونډه هم ارزښتناکه وه چې د کورنیو زده کړو په درلودو یې پولې ماتې کړې او په کلیوالو ښوونځیو کې یې تدریس ته ور ودانګل، لکه ثریا چې یې وریادوي:
شُغنان څه باندې ۶۰ کاله کېږي چې ښوونکې لري. خو دا خبره هم باید وکړم چې ډېر کلونه وړاندې هغو مېرمنو چې معلمي یې کوله، لوړې زده کړې نه درلودې. ځینو یې ډېرې زده کړې کورونو کې کړې وې، مذهبي کتابونه یا د اشعارو دیوانونه یې لوستل لکه حافظ شېرازي. هغوی له دې لارې لیک لوست زده کړ او څرنګه چې اړتیا وه، په ښوونځیو کې معلمانې شوې. ورو ورو یې په ډېرې خوارۍ تجربې زیاتېدې، پوهه پورته تله نو یې کولی شول چې معلمۍ ته دوام ورکړي.
شُغني ځوانان په یوه کلېواله «مهمانخانه» (مېلمستون) کې. ټوله موجوده سطحه د تدریس له پاره د تورې تختې په توګه کارېده. عکس د فابریزیو فوسکینی، ۱۳۸۸
شُغنان د زده کړو په تړاو د اسلامي امارت تګلارو ژور اغېزمن کړی دی. د پوهنې د پخواني مدیر په ټکو چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې سره غږېدلی، د هغو څه باندې ۳۰۰ مېرمنو نیمایي شمېر چې تر دې وروستیو پورې په معلمۍ بوختې وې، دندې بایللې دي. د یو شمېر پوښتل شویو په خبره، ځینې ښوونکې پرېښودل شوې چې پخپله ولاړې شي، ځکه چې د ښوونکو عمومي شمېر یې ټیټ کړی دی. نورې یې چې د اسلامي امارت محدودیتو له کاره راګرځولي او په دوی کې د نجونو د ښوونځیو ښوونکې هم راځي، لا هم له دولت نه تنخواوې اخلي، چې اوس د میاشتې ۵۰۰۰ افغانیو ته ټیټې شوې. د شریفې په ټکو:
ځینو ښوونکو ځکه دندې وبایللې چې د بدخشان د پوهنې ریاست تشکیل د طالبانو له واکمنېدو وروسته وړوکی شو. هغوی تنخوا نه لري. … نورو ته یې چې لا هم حاضري امضا کوي، ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي. خو په خپل وخت نه وي، پنځه یا شپږ میاشتې پرې اوړي. له دې نه هم طالبان ۵۰۰ افغانۍ مالیه اخلي او ښوونکې ته یوازې ۴۵۰۰ افغانۍ پاتې کېږي. د هغوی معاشونه نیمایي شوې دي. مخکې یې له ۱۰ زرو تر ۱۳ زرو تر لاسه کولې.
تر دې وروستیو پورې په کورناستو ښوونکو ته په منځني ډول ۶۵۰۰ افغانۍ ورکول کېدې، خو د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخواوې چې اسلامي امارت په کور کېنولي د لوی مشر هیبت الله اخندزاده په لارښوونه ۵۰۰۰ افغانیو ته ټیټې شوې دي (د معاشونو د کمولو او عواقبو په اړه یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې دا رپوټ دلته ولولئ). ټولې ښوونکې چې موږ ورسره غږېدلي یو، د معاشونو له کموالي خبرې وې، خو د دې مرکو د کېدو تر وخته یې لا عملي کېدا نه ده لیدلې. د دوی میاشتني معاشونه چې په ګرانه د ژوندانه له پاره بس کېدل، که هرڅومره وي، د هغوی په خبره هېڅکله په وخت نه دي ورکړ شوي او معمولاً له څلورو تر شپږو میاشتو شاته لوېدل. د نرګس په ټکو، «معاشونه راکړي، څلور میاشتې پرې اوښتې وي، او چې له دومره ځنډ وروسته کومې پیسو واخلو، په سختۍ پرې د هغو دوو میاشتو لګښت پوره کولی شو چې په انتظار ورته تېرې شوې دي.»
پوښتل شویو دغه راز وویل، ډېرئ شُغني ښوونکي چې له ولسوالۍ بهر ګومارل شوي وو، هم هغوی چې کله کله به کورونو ته راتلل او هم هغوی چې نورو سیمو کې دېره شوي وو، د دندو له بایللو وروسته اوس بېرته شُغنان ته راستانه شوي دي. ډېرئ یې، په تېره ښځې چې په نورو برخو کې له ډېرو کارونو راګرځول شوې دي، د روزۍ ګټلو بله لار نه شي موندلی. د کارونو په لټون د څو میاشتو له تېرولو وروسته اوس هغوی په ډېر بد حالت کې دي او ډېرو یې، لکه شریفه چې وایي پتېیلې ده چې افغانستان د تل له پاره پرېږدي:
د طالبانو حکومت په بیا راتګ سره ډېرئ هغه کسان چې ولایتونو کې بوخت وو اوس وزګار پاته شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوې دي. دوی یا په نهیلۍ او یا ډېرو ناوړو شرایطو کې ژوند کوي او یا پاکستان او ایران ته اوښتي دي.
ښوونکي د ژمنیو رخصتیو پر مهال په نورو ولایتونو کې له کارونو د شُغنان ولایت روشن سیمې ته ستنېږي. عکس د فابریزیو فوسکینی، ۱۳۸۸
دا لومړی ځل نه دی چې شُغني ښوونکي له محرومیت او بندیزونو سره مخامخېږي. په ۱۳۷۱ – ۷۲ کلونو کې د ساري په ډول، کله چې مجاهدین راغلل، د سیمې حالت پېچلی شو. د سیمې اسماعیلیان تورن شول چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند ملاتړ یې کړی او ځینې یې، په تېره هغوی چې په حکومت کې یې کار کړی و، لکه ښوونکي، له ځورونو سره مخامخ شول. لکه شریفه چې د خپلو خاطرو په یادولو سره وایي، په لومړي سر کې پر ښځینه ښوونکو محدودیتونه ولګول شول:
کله چې مجاهدین راغلل او برهان الدین رباني په افغانستان کې د دولت رییس شو، یو ډول افراطي حرکات یې پیل کړل. معلمانې یې نه پرېښودې چې د هلکانو ښوونځیو کې درس ورکړي. خو څه موده وروسته دا ستونزه هواره شوه او هرڅه پر خپل ځای شول. خو یوه بله ستونزه هم وه. رباني او مجاهدینو د حکومت کولو وس نه درلود او د ښوونکو او مامورینو معاشونه یې کم کړل. له دې سره سره هم، ښوونکو له هېڅ ډول معاش یا امتیازونو پرته ښوونځي پرېنښودل چې بند شي. د پخوا په څېر ښوونکې ورتللې او زده کوونکو ته یې تدریس کاوه.
دا مقایسه همدلته پای ته رسېږي. هغه مهال، د شُغني ښوونکو مثبته ونډه، که مادي پالل شوې نه وي، په پای کې ومنل شوه. د هغو ښوونکو هڅې چې له هر ډول حکومتي ملاتړ پرته – یوازې د سویډن کمیټې او د آغاخان پرمختیایی شبکې په محدودو مالي مرستو یې له ۱۳۸۰ کال نه وړاندې د افغانستان په شمال کې ښوونه او روزنه ژوندۍ وساتله، تر اوسه په شُغنان کې یادېږي. ګڼو ښوونکو چې په ۱۳۸۸ کال کې له لیکوال سره غږېدلي وو، هغه زمانه د خپل«جهاد» په نامه یادوله او دا یې د جهادي جنګیالیو کړنو ته مقایسوي اشاره وه چې افغانستان ته یې د خدمت باټې وهلې. له ډېرو نویو مرکو نه داسې برېښي چې په هغو ستونزمنو شپو ورځو کې د ښوونځیو ژوندي ساتل لا هماغسې د هغو ښوونکو د ویاړ سرچینه جوړوي چې دا هرڅه یې پخپله تجربه کړي، چې یوه یې شریفه وه:
شُغنان یواځینۍ ولسوالي وه چې هغه مهال، ۳۵ کاله وړاندې یې د ښوونکو د روزنې موسسه درلوده. هلکانو او نجونو هلته په یوه ټولګي کې لوستونه ویل. د هلکانو ډېرو ښوونځیو کې مېرمنو درس ورکاوه چې د افغانستان په نورو برخو کې یې بېلګې ډېرې لږې وې. … موږ د انګرېزۍ ژبې ښوونکي درلودل چې په فیض آباد کې یې کورسونه دایر کړي وو او سلګونو هلکانو د ژبو په دغو کورسونو کې لوست کاوه چې درس ورته مېرمنو ورکاوه.
د ویاړ ځای نهیلۍ نیولی
د سختیو په وړاندې د دوی ټینګار اوس خپل ځای نهیلۍ او د عبثوالي احساس ته ورکړی دی. ډېرئ پوښتل شوي ډارېدل چې حکومت ښایي ورو ورو او بې له دې چې د چا ورته پام شي، ددوی تنخواوې چې هسې هم ډېرې کمې شوې دي، بېخي ودروي. دوی داسې بولي چې ددې کار د مخنیوي له پاره یې هېڅ په وس نه دي، ځکه د اسلامي امارت واکمنۍ کې «ښوونکي حق نه لري چې څه ووایي» او «هیڅوک د اعتراض حق نه لري.»
شک نه شته چې د هغو مېرمنو حالت په ځانګړي ډول بد دی چې کار ته نورې نه پرېښودل کېږي. پوښتل شویو د هغو کسانو بدحالت چې کور کې کېنول شوي خو لا هم ډېره کمه تنخواه تر لاسه کوي له هغوی سره چې بېخي یې کارونه بایللي، برابر بللی دی. په عمومي ډول، د فریدې په وینا «هغوی چې شپږمو یا تر دې پورته ټولګیو ته لوست ورکاوه په کور کې دي یعنې چې کارونه یې بایللي دي، ځکه موږ یوازې د معاش له پاره کار نه کوو. موږ له کار نه او کوچنیانو ته له خدمت نه خوند اخیسته.»
دا احساسات په ژوندانه کې د هدف او رول له بایلنې، آن ددې ډېر لږې شوې تنخواه د بایلنې له اندېښنې او د خپلو حقونو د دفاع له پاره له یو موټی کېدو له نهیلۍ سره تړاو لري. دا تر ډېره له هغه څه سره چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نورو دولتي ښځینه مامورینو له خوا څرګند شوي، سمون لري، لکه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په دې وروستي رپوټ کې چې یې جزییات راغلي دي. زموږ پوښتل شویو دغه راز دا هم روښانه کړه چې د اسلامي امارت د تګلارو اقتصادي او روحي اغېز نه یوازې پر مېرمنو بلکې د هغوی پر کورنیو دروند راپرېوتی دی. یوه ښوونکې، فریده وضاحت ورکوي:
ښځو ته دا یو ډېر کړوونکی حالت دی، ځکه موږ اجازه نه لرو چې له کورونو ووځو او زموږ اقتصاد او لګښتونه اوس ټول د کورنۍ پر نورو غړو پرېوتي دي. … سربېره پر دې چې د کورنیو چلند کې بدلون راغلی، پخپله مېرمنې هم له روحي ستونزو کړېږي. دې حالت ګڼې مېرمنې او نجونې په روحي ستونزو اخته کړې دي. ښځې عصباني دي او کله کله د کورنیو له نورو غړو سره په شخړو کېوځي ځکه چې روحي حالت یې سم نه دی.
د هغې احساس د شریفې په خبرو کې هم راغبرګ شو:
هره کورنۍ د ژوندانه جلا لاره او لرلیدونه لري. خو په ټوله کې زه ویلی شم چې کله د کورنۍ اقتصاد ولوېږي، له شک پرته یې روحي حالت او اعصاب هم خرابېږي. په دغسې ستونزو کې سړی غوسه ناک شي او په کورنۍ کې کړکېچ جوړېږي او د یو بل ملامتول پیلېږي.
بله ستونزه داده چې ښځينه ښوونکو او مېرمنو چې کار کاوه او لاس یې د خپلې کورنۍ نورو غړو ته، لکه مړونه یا پلرونه یا ورونه، بند نه و، خپلې پیسې درلودې. خو اوس یې مړونه یا ورونه مجبور دي چې لګښت یې ورکړي، او دا بیا یوه بله جلا موضوع ده. دا چې یوه ښځه له پلار، ورور یا مېړه نه څومره پیسې اخلي، پخپله یوه ستونزه ده. دا ه ډېره سخته ده او کړوي یې.
دا احتمال چې د مېرمنو په اقتصادي دریځ کې دغسې ناڅاپي بدلونونه، آن د شُغنان غوندې آزادو او ترقي غوښتونکو ټولنو کې د هغوی ټولنیز دریځ ویجاړولی شي، بېخي ریښتینی دی. ډېره شونې ده چې په تېره بیا ددې ځای غوندې خوارو او له مالي امکاناتو بې برخې سیمو کورنیو کې اخ و ډب او کېکاږل ډېر شي. دا سیمه په تېرو لسیزو کې، لکه هغسې چې لیکوال په ۱۳۸۸ کال کې ورته د خپل تحقیقاتي سفر په ترڅ کې موندلې وه، د اپینو اعتیاد چې د هغو د قاچاق پولې ته نژدېوالي نور هم ډېر کړی، په ځانګړي ډول کلکه ځپلې ده. سربېره پردې د سیمې مېرمنو پر خپلو نارینه وو د تکیې دود نه درلود او داسې نه برېښي چې د سړیو له لوري د ګوښه ساتلو او تابع کولو نویو شرایطو ته په آسانۍ غاړه کېږدي. ثریا لا له همدا اوسه دغسې نښې لیدلې دي:
له بده مرغه ځینې ښوونکې په خپلو کورنیو کې له ناوړه چلنده شکایت کوي، په تېره بیا هغه مېرمنې چې مړونه یې په نشو روږدي وي. کله کله یې مړونه وهي، ځکه مخکې به یې څه پیسې ورکولې چې اپین، هیرویین یا بل څه چې یې کارول، وپېري. خو اوس دغه سړي او د هغوی مېرمنې دواړه کار نه شي کولای، ځکه نو مېرمنې په ځینو کورنیو کې له تاوتریخوالي کړېږي.
پوښتل شویو کسانو لکه نرګس دغه راز د اجباري ودونو د ډېرېدو یادونه هم کوله چې په کورنیو کې د اقتصادي ستونزو له امله پېښېږي: «ځينې کورنۍ ډېر ناوړه چلند کوي. ځینو یې خپلې نجونې چې مخکې ښوونکې وې، واده ته اړ ایستې دي. دا به آخر دغه نجونې لېونتوب ته وڅکوي.»
تېر پسرلی، یوې خپلواکې څارونکې نادولتي موسسې (اینجو) نورو پامیري ولسوالیو لکه اشکاشم او واخان کې واده ته د نجونو د اړ ایستل کېدو له امله، د پت په نامه د هغوی د وژلو یا ځانوژنې څو پېښې رپوټ کړي (په دې اړه دغه راز د یوه افغان عیني شاهد دا رپوټ وګورئ). له اشکاشم څخه د قابله ګۍ موسسې یوې زده کوونکې ددغو مړینو او زده کړو ته د نه لاسرسي یا نا روښانې راتلونکې ترمنځ تړاو تایید کړ:
هغه ښوونکې چې بکلوریا یا لیسانس درجې یې درلودې اوس یې د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو له پاره لاسي صنایعو ته مخه کړې ده. … د هغو مېرمنو حالت چې له کارونو وتلې او اوس فعالیت نه لري دومره ښه نه دی. دلیل یې دادی چې مخکې یې لاس رسېده او لږ تر لږه یې خپلې عاجلې اړتیاوې پخپله پوره کولی شوای. د سړیو ترڅنګ مېرمنو هم د کورنیو مالي بار پورته کاوه. اوس که د ځینو سړیو چلند اوښتی وي دلیل یې دادی چې مېرمنې چې مخکې به یې کار کاوه اوس په کور ناستې دي. دا زموږ ټولنه کې سړیو او ښځو ته یوه لویه ننګونه ده.
هغې دغه راز د هغه چا په اړه هم چې اوس باید ښوونځیو کې وای، خبرې درلودې:
اوس د ښوونځیو تړل کېدنه نجونو ته لویه ننګونه ده. د ښوونځیو له تړل کېدو را وروسته دریو کلو کې هغوی د ژوندانه اهداف او آرمانونه وبایلل. نژدې ټولې نجونې په زور ودېدو ته اړ ایستل شوې دي او چېرې چې زه اوسم، هره ورځ یوه لوستې نجلۍ چې له زده کړو بې برخې کړای شوې، ودېږي. هغوی نهیلې او اندېښمنې دي، ځکه دا هغه نجونې دي چې یو نسل روزلی شي، خو نن پخپله له زده کړو راګرځول شوې دي. هلته چې زه اوسم داسې څو پېښې مې لیدلې چې نجونو پخپله ځانونه وژلي دي. دا ټول له دې امله چې کار نه شته او د زده کړو لار تړل شوې ده.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې هڅه وکړه چې په شُغنان کې ددغه ډول پېښو شواهد ومومي. ځینو پوښتل شویو لکه شریفه هم تاییدوي چې دغلته دغسې پېښې شوې دي:
همدا چې نجلۍ زده کړو ته چې هیلې یې وغوړیږي، نه پرېښودل کېږي، دا د هغې په ژوندانه کې تر ټولو لویه ستونزه ده. او چې ښځه له کوره بهر کار ته پرېنښودل شي، ټول حقونه او آزادۍ یې ولاړې او په خپل کور کې بندیوانه شوه. نو څه ورته پاتې شول؟ زه ویلی شم چې ښځې او نجونې همدا اوس بېخي په خپلو کورنو کې بندیوانې دي او ټول حقونه ترې اخیستل شوې دي. ځینې کورنۍ خپلې لوڼې اړ باسي چې واده وکړي. له بده مرغه موږ څو تحصیل کړې نجونې لیدلې چې ځانونه یې وژلي دي. د پوهنتونو له تړنې وروسته پلرونو هغوی اړ ایستلې چې مېړونه وکړي، خو هغوی مرګ غوره وباله.
دا خبره چې د لوړو زده کړو درلودونکو نجونو د خپلو کورنیو له خوا د اجباري واده پرېکړو ته په ځواب کې ځانوژنه غوره بللې، د محرم په نامه د شُغنان د بشار سیمې یوه اوسېدونکي هم تایید کړه، ویل یې چې له دغه ډول څو پېښو نه خبر دی. خو په عین حال کې یې دا خبرداری هم ورکړ چې د هغوی په اړه د معلوماتو ټولول به ګران وي، زیاته یې کړه چې په روشن (د شُغنان ولسوالۍ شمالي سیمه) کې یې له یوه ښوونکي اورېدلي چې ځایي طالب چارواکو په سیمه کې د کلي له مشرانو سره خبرو کې ټینګار کړی چې دغه پېښې باید بیرون ته یا رسنیو ته و نه وځي.
شُغنان ولسوالۍ به هغه بریاوې چې د خپلو وګړو په برکت یې تر لاسه کړي او د دوی د پېژندنې برخه ترې جوړه شوې، هسې تش په یوه شپه له لاسه ور نه کړي. خو له دې سره سره، د فوزیې په ټکو، ولسوالي بې له شکه د خپل ژوندانه له یوه ډېر تورتم پړاو نه تېرېږي:
کله کله له دې امله چې د ژوندانه او اقتصاد ستونزې ډېرېږي، د خلکو زغم ټیټېږي او دا یې ناسم چلند ته پورې وهي. … په شُغنان ولسوالۍ کې له ښځو سره چلند ډېر ښه دی، مهمه نه ده چې د کورنۍ ساتنه ورتر غاړه ده که وزګارې دي، لکه اوس چې یې ګورو. یوازې ځینې تنګ نظره خلک او هغوی چې تعلیم نه لري خپل چلند کې بدلون راولي. د مکتب په تړل کېدو سره زموږ سیمه کې لویه ستونزه دا جوړه شوې چې ځينې نجونې واده ته اړ ایستل شوې دي. دا له دې امله نه چې کورنۍ یې مجبوروي، بلکې د وزګارتیا، اقتصادي فشارونو او نهیلۍ له لاسه. … ځینې وګړي شته چې راغلې ستونزې په سړه سینه زغمي. له شخصي پلوه، زه پخپله تورتم وینم، مخې ته د رڼا څرک نه لګېږي. موږ داسې نه بولو چې ګنې ورځ شوه او موږ یې وینو. موږ ته هره شېبه لکه شپې غوندې ده، لکه تورتم او بد خوب غوندې. موږ ته داسې ایسي چې ښه خوبونه هېڅکله نه ریښتیا کېږي.
د شُغني وګړو، په تېره مېرمنو ځانګړی دریځ چې هېواد ته یې ښوونکي چمتو کول، د پوپناه کېدو له خطر سره مخامخ شوی، ته وا دا تش یو خوب و. ددې سیمې وګړي چې خپله نیمه خاوره یې له افغانستان سره په یوځای کېدو له لاسه ورکړې او په سلو خواریو یې د خپلې مالي بېوسۍ د لرې کولو لاره ومونده او د پوهنې غوندې یوه مهم مسلک له لارې د هېواد ژوندانه کې د ګډون وړتیا ته ورسېدل، اوس داسې یوه ځای ته رسېدلي چې هېڅ عملي کېدونکی غوراوی ورته نه دی پاتې.
شُغنان لا د مخه د ۱۳۷۰مو کلونو خپلمنځي شخړو پرمهال امتحان تېر کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې د سختو خُولو په تویولو ګټلی کاواک اقتصاد یې چې بنسټ یې په زده کړو او ور زده کړو درېدلی و، له یو مخیزې ورکېدنې سره مخامخ شوی دی. دغسې یوه سناریو به نه یوازې په ولسوالۍ کې په خوارۍ ګټل شوی ټولنیز پرمختګ ویجاړ کړي، بلکې ډېرسخت اقتصادي ځوړ ته به یې هم پورې وهي. سربېره پر دې، که لا نور شُغني ښوونکي، سړي او ښځې دواړه، کارونه، معیشت او ټولنیز دریځ له لاسه ورکړي او اړ شي چې د ګټې وټې او ښه ژوندانه په لټون له خپلو سیم و وکوچېږي، افغانستان ته به یې د بشري پانګې او تجربې بایلنه د شمېر له پولې پورته وي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۸ عقرب / لړم ۱۴۰۳