Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

 ښوونځیو ته څوک ځي(۳):  ایا د طالبانو چلند له دنننه په بدلېدو دی؟

سباوون صمیم 20 دقیقې

د طالبانو او زده کړو، په ځانګړي ډول د نجونو زده کړو په اړه تېرو دوو رپوټونو کې موږ هغه څه ته کتنه لرله چې ښايي پرتله ییز ډول نوی دود وي. زموږ میلمه لیکوال سباوون صمیم په خپله دې شننه کې دنجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د غورځنګ نظریو ته کتنه کړې او د پام وړ نوی ټکی یې دا موندلی چې د طالبانو ځینې غړي اوس هڅه کوي خپلو زامنو او لوڼو ته د ښوونځي، ان پوهنتوني زده کړې برابرې کړي. لیکوال دې ته هم کتنه کړې چې ولې او څنګه د دې ډلې پام وړ شمېر غړو چې په خپله پخوانۍ واکمنۍ کې یې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و، اوس یې د ښوونځو په اړه دریځ په بدلېدو دی. د دې رپوټونو د لړۍ اېډیټ کیټ کلارک کړی دی.

د کندهار له میرویس نیکه پوهنتونه فارغې شوې محصلانې. په افغانستان کې زده کړو ته د لاسرسي غوښت په ډېرېدونکي دود بدل شوی او خپله طالبان هم له دې کاره مستثنا نه دي. اوس د دې ډلې ګڼ شمېرغړي غواړي خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو او ان پوهنتونونو ته واستوي. تصویر جاوید تنویر/ ای ایف پي، د ۲۰۲۱ کال نومبر.

د طالبانو او زده کړو په اړه زموږ د رپوټونو د لړۍ دا درېیم هغه دی.  لومړنيو دوو رپوټونو کې (څوک ښوونځیو ته ځي؟ (۱): له هغه راهیسې چې طالبان واکمن شوي، خلک د زده کړو په اړه څه وايي – او څوک ښوونځیو ته ځي (۲) طالبان او  د وخت په تېرېدو زده کړې، د ښوونځیو اوسني حالت) ته کتنه شوې او پر دې بحث شوی چې د زده کړو په اړه د طالبانو چلند څرنګه او ولې په تاریخي ډول بدل شوی دی.

د دې رپوټو مالومات له ۳۰ مرکو راټول شوې دي. لس مرکې چې مهم مالومات پکې وو، د ۲۰۲۱ کال د جولای او سيپټمبر ترمنځ شوې دي، دوه یې پر ټیلیفون او اته مخامخ شوې دي. له مرکه شویو، نهه د طالبانو مشران چارواکي وو چې ځینې یې دا وروستیو کې له قطر او پاکستانه کابل ته تللي دي. لسم یې د طالبانو یو خواخوږی و چې په پاکستان کې یې د طالبانو اولادونو ته مدرسه جوړه کړې وه او له طالب  قوماندانانو او مشرانو سره په لویه کچه راشه درشه لري او خبرې ورسره کوي. شل نورې مرکې  چې ټولې مخامخ وې، د ۲۰۲۰ کال له نومبر نه د ۲۰۲۱ کال تر سیپټبمر پورې شوې دي. په دوی کې ځایي اوسېدونکي، د مخکیني حکومت او نادولتي ادارو کارکوونکي، دیني عالمان او مدني فعالان شامل دي چې د کونړ، بدخشان، فراه، زابل او غور ولایتونو وو.

د زده کړو پر هیلو د ښاري ژوند اغېز

د طالبانو لومړي نسل له لویه سره په کلیوالو سیمو کې سبقونه ویلي چې ګڼ شمېر د افغانستان د جنوبي سیمو دي. د دغه نسل ډېرو د ماشومتوب او تنکي زلمیتوب  پرمهال زده کړې په مدرسو کې کړې دي او وروسته یې له روسانو سره په جګړې کې وخت تېر کړی دی. داسې ډېره کم لېدل شوې چې د ۱۹۹۰ لسیزې د طالبانو کوم مشر یا یې مهم غړي ښاري ژوند ډېر تجربه کړی وي. په دیني او اخلاقي چارو کې هغه سخت اصول چې طالبانو د خپل لومړني امارت پر مهال منلي وو او د امربالمعروف په لارښوونو کې هم لیدل کېږي، داسې څه دي چې خپله د طالبانو ټولنیز اخلاق پکې منعکس شوي دي. همغه اصول چې طالبان غواړي ټولنه یې پلي کړي، د دې پر ځای چې د کومو اسلامي سرچینو او منظمو تګلارو له مخې یې پلټنه شوې وي، د طالبانو د خپلو ټولنیزو اخلاقو او چلند پایله ده.

برعکس بیا د طالبانو د اوسنۍ زماني ګڼ شمیر مشران او غړي له ښاري سهولتونو، عصري ژوندانه او خدمتونو سره اشنا دي. هغوی د افغانستان او بهرنۍ نړۍ لویو ښارونو او مهموځایونو لکه کراچۍ، اسلام اباد، دوحې  او دوبۍ ته سفرونه کړي او یا پکې اوسېدلي دي. د طالبانو مهم پوځي مشران  به چې کله یې جګړه نه کوله، په کوټه، پېښور او نورو ښاري سیمو کې اوسېدل.  د طالبانو هغه کسان چې په ښارونو کې یې اوسېدل غوره کړي وو، نژدې ټول یې مشران وو ( د مشرتابه شورا، د کمیسیونونو مشران او  جګپوړي قوماندانان). په ټوله کې هغوی له خپلو کورنیو سره یو ځای اوسېدل. کله چې هغوی ورو ورو د څو کلونو موده کې په سیمه ییزو وګړو کې مدغم شول، په ځايي ټولنو کې یې ګټې وموندې او پام یې ورټول شو. په دې کې زده کړې یا ښوونځیو ته تلل هم شامل و. هغوی په ځانګړي ډول پر خپلو زامنو زده کړې کولې خو ګڼو یې لوڼې هم ښوونځیو ته استولې.

که څه هم د طالبانو لومړني نسل یا په مدرسو کې درسونه لوستي او یا هم نالوستي وو، خو په اوسني نسل کې یې د پام وړ خلکو د مدرسو له زده کړو پرته ښوونځي لوستي او لوړې زده کړې یې هم کړي، او د کورنیو نجونې او هلکان  یې ښوونځیو ته ځي. په هغو ځایونو کې چې ښوونځي شته او هر څوک خپلې لوڼې او زامن ور استوي، طالبان هم چې په ښارونو کې اوسېږي،  همدغه ‌ډول کار کوي. د زده کړو برکت او اغېز په قطر کې چې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو ګڼ مشران پکې مېشت دي، ډېر روښانه دی. ځینې مشران یې له نژدې یوې لسیزې هلته اوسېږي. ګڼ هغه مشران چې دوحه کې اوسېږي، د ښوونځي د عمر نجوني یې په ښوونځیو کې شاملې کړې دي. د طالبانو د قطر د فتر یوه غړي چې د هغوی د مذاکراتو د پلاوي غړی هم دی او دوو لوڼو یې قطري ښوونځي لوستی، لیکوال ته وویل:

لومړیو درېیو کلونو کې مو د زده کړو ډېره پروا ونه کړه، خو دا چې هرڅوک زموږ په ګاونډ کې ښوونځیو ته تلل، زموږ ماشومانو هم د ښوونځیو غوښتنه وکړه. نو ما هم باید په څلورم کال خپلې دوې  لوڼې او درې زامن ښوونځیو کې شامل کړي وای.

د طالبانو د یاد غړي یوې لور په ۲۰۲۰ کال کې ښوونځی پای ته رسولی. که څه هم د هغه اولادونو په قطر کې دولتي ښوونځی لوستی، خو نور طالب مشران بیا په قطر کې شخصي ښوونځیو ته اولادونه استوي چې پاکستانیان یې چلوي، درسي نصاب یې هم پاکستانی دی او د تدریس ژبه یې انګریزي ده.

د طالبانو د مشرتابه د یوې بلې سرچینې له خولې، ددې ډلې یو مشر چې پخوانی وزیر او د کوټي شورا غړی هم و، لور یې اوس په قطري پوهنتون کې د طب زده کړې کوي. په قطر کې یوه بل چارواکي د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل:

په قطر کې د طالب مشرانو له ۲۶ کورنیو یوازې یوه یې، خپل زوی مدرسې ته استوي، پاتې یې خپل زامن او لوڼې دواړه عصري قطري او پاکستاني ښوونځیو ته لېږي. د طالبانو غړي او کورنۍ یې چې دلته (قطر) کې اوسېږي، ټول د عصري علومو کلک پلویان دي او هیڅوک یې د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو مخالفت نه کوي- که د هر عمر وي.

د طالبانو قطر دفتر دوو غړو چې اوس کابل کې مېشت شوي ، او د وزیرانو په کچه دندې  لري، وايي نه پوهېږي چې خپلې کورنۍ کابل ته ولېږدوي او که صبر وکړي چې (د هلکانو او نجونو په درسونو کې ځنډ رامنځ ته نه شي.)

طالبانو ته نژدې سرچینې وايي په پاکستان کې چې د دې ډلې د مشرتابه د کچې اکثریت غړي له تېرو دوو لسیزو راهیسې اوسېږي، ښوونځیو ته د اولادونو په لېږلو کې د زړه نازړه توب له یوې مرحلې تېر شوي خو وروسته یې خپل اولادونه زده کړو ته استولې دي. خو هغه طالبان چې پاکستان کې اوسېږي، د قطر په څېر نه دي او دا غوراوی لري چې اولادونه مدرسو یا ښوونځیو ته واستوي. یوه خبره سرچینه چې پاکستان کې د طالبانو ګاونډی دی وايي، د نوموړي ښځینه خپلوانو د طالبانو د پوځي کمیسیون د څلورو غړو او والیانو لوڼو ته عربي او انګریزي ښووله. د طالبانو دا غړي په ۲۰۱۰ کلونو کې د جنوبي سیمو لپاره د طالبانو والیان او پوځي مشران وو.

په پاکستان کې د طالبانو په مشرتابه کې یوه بله سرچینه وايي یوازې د هغه د کورنۍ ښځینه غړې ښوونځیو ته نه تللې، بلکې  د هغه په خبره د طالبانو د مشرتابه او د منځنۍ کچې د ځینو طالبانو لوڼې په پاکستان کې اقرا‌‌ء ښوونځیو ته تللې. دا داسې ښوونځي دي چې د عصري درسونو تر څنګ په کې د مدرسې بیلا بیل کتابونه هم ویل کېږي. د طالبانو یو چارواکی د اقراء درسي سیستم په اړه داسې وايي:

اقراء سیستم د هغو طالبانو لپاره ډېر ښه دی چې غواړي لوڼې او زامن یې زده کړې وکړي. هغه اسلامي سیستم دی چې هم پکې د  ښوونځیو عصري مضمونونه او هم پکې د مدرسې کتابونه تدرسېږي. زموږ ډېرئ ملګري دغه ډول ګډ سیستم غواړي. وروسته له هغه چې دا ډول سیستم په کراچۍ، کوټه او نورو ښارونو کې پرانیستل شو، هغوی خپل زامن او لوڼې همدې ښوونځیو ته ور استولې.

لیکوال د طالبانو داسې اوسني چارواکي هم پيژني چې په افغانستان کې ډېر ښکاره نه اوسېږي، خو لوڼې یې په افغان ښوونخیو او پوهنتونو کې شاملې کړې دي. په دوی کې د طالبانو پخواني غړي هم شامل دي چې له اورپکۍ لاس په سر شوي او په ښارونو کې اوسېږي خو له پخوانیو ملګرو سره اړیکي  ساتي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې د طالبانو له ناپوځي کړیو سره اړيکي پالي. هغه کسان هم پکې دي چې د طالبانو له رسنیو سره کار کوي چې کولتوري کمیسیون یې هم بولي. کله چې تېر اګست کې طالبانو کابل ونیو، دا ټول  سملاسي په کابل او ښارونو کې را څرګند شول، د طالبانو له مشرتابه سره یې رسمي اړیکي تازه  کړل او ځینې اوس په وزارتونو کې مهمې څوکۍ هم لري.

د طالبانو  یوه غټه برخه غړي چې ښوونځیو ته خپل اولادونه استوي، یوازې د دې ډلې د سیاسي برخې خلک نه دي. د طالبانو ځینو پوځي قوماندانانو هم په افغانستان او پاکستان کې داسې شخصي پوهنتونونه او مدرسي جوړې کړې دي چې نجونې پکې درسونه وايي. دا ډول مدرسې د ګڼو اړخونو له پلوه له پخوانیو دودیزو مدرسو سره توپیر لري. تر ټولو مهمه یې دا ده چې په دارنګه مدرسو کې له دیني علومونو پرته  د ریاضي، انګریزي او کمپیوټري زده کړو په ګډون نور مضمونونه هم لوستل کېږي.

د بېلګې په ډول په کوټه کې د طالبانو یوه قوماندان ورته شخصي مدرسه جوړه کړې د طالبانو لوڼې پکې درسونه وايي.  بل، مثلا په غزني کې یو طالب پوځي قوماندان دی چې شخصي مدرسه یې جوړه کړې او ملایان پکې د ښوونځیو د څو مضمونونو په ګډون زده کوونکو ته دیني زده کړې کوي. یاد طالب قوماندان ښوونکې هم ګومارلې چې ځوانو نجونو ته درسونه ووایي.

ګڼ ځوان طالبان هڅه کوي چې د انګریزي ژبې او د کمپیوټر د لنډمهالو کورسونو تر څنګ د مدیرت مهارتونه تر لاسه کړي. د یوې سرچینې له خولې چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب سره نژدې اړيکي لري، هغه مهال چې ملا یعقوب په کراچۍ کې د ۲۰۱۰ کلونو پرمهال دیني زده کړې کولې،  د مدیریت او انګریزۍ  ژبې ځینو کورسونو ته هم تللی دی. لیکوال په قطر کې د طالبانو د دفتر د منځنۍ کچې له ګڼو غړو اورېدلي چې د تېرو څو کلونو پرمهال یې د ديپلوماسۍ، انګریزي ژبې او کمپیوټر لنډمهالې زده کړې کړې دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ځینو هغو طالب قوماندانانو او جنګیالیو چې ملکي وزارتونو کې یې دندې پیل کړې دي، هممهال یې ورسره په شخصي ښوونیزو بنسټونو کې د انګریزۍ او کمپيوټر زده کړې هم پيل کړې دي. مثلا، په یوه وزارت کې د طالبانو د ټکنالوژۍ د څانګې مشر  په کابل کې د مالوماتي ټکنالوژۍ یو کلن کورس پیل کړی دی. د مالوماتو پر اساس ویل کېږي چې د هغه د زده کړو مالي لګښتونه د طالبانو حکومت ورکوي. د پوهنې په وزارت کې د طالبانو د منځنۍ کچې یوه طالب چارواکي بیا د کابل په یوه شخصي انسټيټیوټ کې د انګریزۍ ژبې زده کړه پیل کړې. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته مالومه شوې چې په غزني او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو دوه ځايي چارواکي د کمپیوټر زده کړې کوي او اوس د ورډ او اېکسل پروګرامونه لولي.

د ۲۰۲۱ کال نومبر- د پکتیکا په مرکز ښرنه کې په یوه ښوونځي کې ښځې. طالبان اوس په ټول هېواد واکمن دي او له داسې وګړو سره مخامخ دي چې د ښځو زده کړو ته لیوالتیا پکې بیخي ډېره ده. تصویر:  هیکټر ریټمل/ای ایف پي، د ۲۰۱۲ کال نومبر.
 

د ودونو نوی دود

د رپوټ په دې برخه کې هم یوې داسې موضوع ته کتنه شوې چې له زده کړو سره تړلې ده. د طالبانو مخکښ او د منځنۍ کچې چارواکي او قوماندانان هڅه کوي له لوستو مېرمنو سره په ښاري سیمو کې دویم او یا هم درېیم واده وکړي.

په دې برخه کې له بده مرغه یوازې له سړیو سره مرکې شوې دي. لیکوال په دې خوښ نه دی چې په دې برخه کې د واده شویو ښځو، ناویانو او یا هم د بنو  د مخامخ خبرو او یا تجربو په تر لاسه کولو کې پاتې راغلی. دلیل یې دا دی چې د نارینه څيړونکي یا لیکوال لپاره له ښځو سره خبرې ګران کار دی. څرنګه چې بله لار نه وه نو د مجبوریت له مخې مو د دې دود په اړه یوازې له نارینه طالبانو سره خبرې کړې دي. دې ته په پام سره چې پر افغانستان د نوي رژیم په واکمنېدو سره، د هر افغان اقتصادي حالت ځپل شوی، ګڼې کورنۍ اوس د لوڼو د ودولو لپاره د پخوا پرتله لږ غوراوي لري.

که د اسیا او منځني ختیځ له هېوادونو سره پر تلنه وشي، د څو ودونو دود په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې  ډېر خپور دی. [۲] خو دلته بحث پر دې نه دی چې طالبان دویمه او یا هم درېیمه ښځه کوي، مهمه دا ده چې ځینې یې لوستې ښځې غوره بولي. په طالبانو کې دا دود ډېر تازه او عام شوی ښکاري، په ځانګړي ډول په هغو لوړپوړو او منځ  پوړو طالبانو کې چې په قطر او پاکستان کې یې ښاري ژوند کړی دی. د مرکه شویو له خبرو داسې څرګندېږي چې دا دود په هغو طالب قوماندانانو او چارواکو کې هم شته چې خپلو لومړنیو ښځو ته د کلیواليتوب، نالوستۍ او (وروسته پاتیوالي) له امله ډېر ارزښت نه ورکوي او ګومان کوي له هغه ډول ښاري ژوندانه سره چې د کابل له نیولو مخکې ځینو له وطنه بهر تجربه کړی، بلدې نه دي.  

لیکوال د طالبانو د یوه داسې مرستیال وزیر په اړه مالومات راټول کړي چې کوټه کې اوسېږي او دویم  واده یې د خپل ولایت له لوستې جینۍ سره کړی دی. د مرستیال وزیر د ملګرو په وینا، هغه ځکه دویمه ښځه کړې چې لومړۍ مېرمن یې نالوستې وه. ( د مالوماتو له مخې مرستیال وزیر ادعا کوي چې دویمه مېرمن یې له لومړۍ مېرمنې سره په لیک لوست کې مرسته کوي، خو د لیک لوست دا ډول مرسته یو څه پیچلې هم ښکاري). د طالبانو یو بل مشر چې په قطر کې اوسېږي، د بل ولایت د یوې ډېرې لوستۍ کورنۍ لور چې عصري زده کړې یې کړي دي، خپل زوی ته کړې ده.

لیکوال ته د ګڼ شمېر طالب قوماندانانو، سیاسي او ملکي مشرانو په اړه ویل شوي چې هڅه کوي د کابل، کندهار ، کندوز او غزني په څېر ښاري سیمو کې دویمې ښځې وکړي. دا هڅې وروسته له هغه پیل شوې چې دا سیمې یې ونیولې. له وطنه بهر په پاکستان او قطر کې له لوستو مېرمنو سره د طالبانو د خبرو او راشه درشه هومره (پرمختللي) ژوند، په ځینو طالب قوماندانانو ته لومړیتوب ښکاري، او دا ډول ژوند یوازې هغه مهال شونی دی چې لوستې مېرمن ولري. په ځینو بېلګو کې دویمه مېرمن نرسه، روغتیايي کارمنده او یا هم ښوونکې دي. د خبرو سرچینو له خولې، ځینې طالب مشران چې دغه ډول دویمې مېرمنې یې کړې دي، د وزارت د کچې پر څوکیو ناست دي. مثلا، په غزني ولایت کې د طالبانو یو روغتیایي کارمند یوې نرسي ته چی تر لاس لاندې یې کار کوي، د واده وړاندییز کوي.

د یوې خبرې  سرچینې له خولې، طالب چارواکي نرسې ته ۱،۸۰۰،۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ چې څه نا څه ۱۰۵۰۰ ډالر کېږي، د ولور په ډول وړاندیز کړی و، خو د جینۍ کورنۍ دغه وړاندیز رد کړ. د قوماندانانو په څېر د طالبانو په منځنۍ کچه کې ګڼو غړو او ځایي چارواکو هم له ښاري نجونو سره ودونه کړي او په دې هڅه کې دي چې لوستې نجونې پيدا کړي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د طالبانو په یوه وزارت کې د لوړې څوکۍ یوه چارواکي داسې وویل:

په تېر کې له لوستو نجونو سره واده ډېره عامه خبره نه وه، ځکه ښځې هومره لوستې نه وې. خو اوس لوستې ښځې هر ځای پیدا کېدای شي.  د زده کړو له برکته هغوی ښه ژوند لري. لوستې ښځې د مېړه حقونه ښه پيژني او زامن او بچیان ښه  روزلی شي. نو ځکه اوس زمانه کې لوستې  مېرمن ډېره ضروري ده.

واده پېچلې مسله ده او له هغو ښځو سره له غږېدا پرته به چې ودونه کوي، ډېره ګرانه وي چې د دې دود ارزونه وشي. له لوستو ښځو سره د واده پر ارزښت پوهېدل ښايي په پاکستان او خلیجي  هېوادونو کې د ځینو طالبانو د  اوسېدو پایله وي. خو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال هم په کابل کې له لوستو نجونو سره د طالبانو د واده لېوالتیا لېدل شوې ده ( هاغسې چې د دې رپوټونو د لړۍ اېډېټر وايي)، مثلا په هغو طالبانو کې دا لېوالتیا وه چې ښاري ژوند سره بلد وو. ښايي د دې کار تر شا یوه انګیزه  (د ښې مېرمنې) درلودل وي. که انګیزه هر څه وي، لیکوال ځکه دا برخه په رپوټ کې رانغښتې چې د ښځو د زده کړو په اړه د عصري طالبانو پر چلند د پوهېدو لپاره مهمه ښکاري.

د اورپکۍ پرمهال د نجونو د ښوونځیو په اړه د قوماندانو او ځايي خلکو ترمنځ پر همدې موضوع بحث کېده.

مخکې له دې چې طالبانو او په لویه کې افغان ټولنې ته د دې دود پر اهمیت خبرې وکړو، دا څېړل مهم برېښي چې تېرو څو کلونو کې طالبانو د نجونو ښوونځیو په اړه غوښتنو سره څه ډول چلند کاوه. د دې لړۍ په دویم رپوټ کې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د طالبانو تګلارو ته کتنه شوې. په هغه رپوټ دا هم څېړل شوي چې د لومړي امارت پر مهال طالبانو څرنګه د ښځو او نجونو ټولې زده کړې بندې کړې او له روغتیايي کار کوونکو پرته یې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوله. د هغه چارواکو په لوی لاس د نجونو پر ځینو ښوونځیو بندیزونه ولګول. وروسته چاپيریال لا تاوتریخجن شو او د ښوونځي استادان د سزا له ګواښونو سره مخامخ شول.

کله چې طالبان له واکه وپرځول شول، د اورپکۍ په لومړیو وختونو کې یې له ښوونکو او ښوونځیو  سره چلن له تاوتریخوالي ډک و. خو دې کار په سیمه ییزه کچه  د هغو خلکو ملاتړ تر لاسه نه کړ چې باور یې درلود، طالبانو خپلې تګلارې بدلې کړې دي. له ۲۰۰۹ وروسته طالبانو له خپلې لایحې (اصولو) د ښوونځیو سوځول او د هغو ښوونکو وژل لرې کړل چې په تدریس پښېمانه نه و، او له ۲۰۱۰ وروسته یې د زده کړو په اړه د امارت د تګلارو جوړولو خبرې کولې.

د ښوونځیو په اړه د طالبانو حقیقي تګلاره له ۲۰۰۹ وروسته پیل شوه او په دې تګلاره کې دا هم و چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پوهنې وزارت سره څه ډول کار وکړي. د دې لړۍ په دویم رپوټ کې لیکوال کاږي، د اورپکۍ په لومړیو کلونو کې د طالبانو تګلاره د مجاهدینو د ۱۹۸۰ لسیزې تګلارې ته ورته وه- او دا تګلاره یې په کابل کې د حکومت او بهرنیو ملاتړو په ځواب کې جوړه کړې وه. د هغه مهال حکومت (جمهوریت) هڅه کوله زده کړې د عصري افغانستان د سمبول په ډول چې د طالبانو له تورې  دورې تېر شوی و، پراخې کړي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره. دا کار هغوی ته چې د حکومت وسله وال مخالفان وو، د ماشومانو بې لارې کېدل ښکارېدل.  

په عمومي ډول ورو ورو د حکومتي  ښوونځیو په اړه د طالبانو چلن نرمېده، خو دا چې څه ډول په علمي ډول پلی شي، له لویه سره د سیمه ییزو طالبانو له خوښې او د سیمه ییزو خلکو له مشرتابه سره تړلې خبره وه. په وروستیو کلونو کې طالبانو د هلکانو له ښوونځو سره دومره ستونزه نه لرله ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په شپږو ولسوالیو کې څېړنه کړې چې دلته یې لنډیز لوستی شئ.) د فراه، کونړ، بدخشان، زابل او غزني په څېر ولایتونو کې چې لیکوال پکې څېړنه کړې،  طالبانو په عمومي ډول تر نهم ټولګي ( عمرونه یې ۱۴ -۱۵ کلونه) نجونې ښوونځیو ته پرېښې دي، او تر یوې لږې اندازې یې تر دولسم ټولګي ( عمرونه یې ۱۷ -۱۸ پورې) هم اجازه ورکوله.

خو دا هر څه د سیمه ییزو خلکو پر ټینګو غوښتنو او شته اسانتیاوو ولاړ و. دې ته په پام چې د طالبانو اوسني حکومت په ملي کچه یوازې  تر شپږمو ټولګیو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې، ښايي د نجونو عمر هم په دې برخه کې خپل اهمیت درلود. که څه هم په ځینو ولایتونو کې د لوړ عمر نجونو ښوونځي پرانیستل شوي او یا هم له سره تړل شوي نه وو. هاغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د لړۍ په لومړي رپوټ کې ویل شوي، ښوونځیو ته د لوړ عمر د نجونو پرېښودل لا هم د طالبانو  لپاره لانجمنه لاره ده.

لیکوال دا هم موندلې چې ځايي خلک په دې بریالي شوي وو  چې  په ځینو سیمو کې سره له دې چې د طالبانو تر واک لاندې وې، د نجونو ښوونځي پرانیستي وساتي. خو بیا هم مالي ستونزو، اداري فساد، د جګړې د لومړۍ کرښې مخکې او شاته کېدو د ښوونځیو مخه نیوله. اما هغو ځایونو کې چې خلکو د نجونو د ښوونځیو غوښتنه نه ده کړې، طالبانو هم اجازه نه وه ورکړې.

په دې لاندې برخه دې ته کتنه شوې چې د طالبانو د اورپکۍ په وروستیو کلونو کې د هغوی تر واک لاندې سیمو کې دا هر څه په عمل کې څه ډول کېدل.

د اورپکۍ پرمهال طالبان او د نجونو زده کړې

  په زابل ولایت کې د قومي مشرانو،  حکومتي چارواکو، د موسسو له کارکوونکو او مذهبي مشرانو سره د مرکو له مخې چې ۲۰۲۱ کال کې شوې دي، ځايي خلک په عمومي ډول د نجونو زده کړو ته ډېر لېواله نه دي او له همدې امله یې له طالبانو غوښتنه نه ده کړې چې ښوونځي یې پرانیزي. یوه یې په مرکه کې داسې ویل:

په زابل کې خلک د نجونو زده کړې نه خوښوي. ښوونځیو ته د نجونو استول چې عمرونه یې له لسو ډېر وي، خلکو ته پېغور ښکاري. خلک آن خپلو لوڼو ته چې نهه کلنۍ ته ورسېږي، اجازه نه ورکوي چې جومات ته ولاړې شي.

په ورته ډول د  غزني په اندړو کې چې له لویه سره پښتانه پکې دي، د ښځو له زده کړو  سره د ځايي خلکو د چلند له امله د نجونو هیڅ ښوونځی نشته. ځايي خلکو د نجونو ښوونځی نه غوښته او پخواني حکومت ورته نه دی جوړ کړی. په اندړو کې په مرکو کې ویل شوي چې د نجونو د زده کړو په اړه د ډېرو ځايي خلکو نظر هم طالبانو ته ورته دی چې په ښه سترګه نه ورته ګوري. او که ځینې و یې له طالبانو نجونو ته د ښوونځیو غوښتنې کوي، پام نه ورته کېږي. پر ځای یې طالبانو د اکثرو هغو قومي مشرانو نظر په پام کې نیولی چې د نجونو زده کړې (ضروري) نه بولي.

 د ولسوالۍ په سیمه کې طالبانو هغو کسانو ته چې د نجونو د ښوونځیو  هڅونه یې کوله ويلي، د ښوونځي د ودانۍ او د ښوونکو د ګومارنې لپاره مالي امکانات چمتو کړي. په مرکو کې موږ ته ویل شوي چې د پخواني حکومت چارواکو ورته ویلي ومالي امکانات نشته. یوه یې په مرکه کې داسې ویل :

خلکو نجونو ته د ښوونځیو غوښتنه نه ده کړې، ځکه حالت ډېر ناوړه دی. هر لوری په دې برخه کې ستونزي لري، ځوانان نالوستي دي، ناسم چلند کوي او که نجونې ښوونځیو ته ځي، هغوی به ځوروي. ځینې دا ډول پېښې شوې هم دي، آن تر دې چې واده تر پر لاره د خلکو لوڼې تښتول شوې دي. نو خلک  دا ډول شرم نه شي  منلی. ښوونځي ته د نجونو استول ډېر خطرناک دي).

د دې خبرې یادول اړین دي چې په اندړو ولسوالۍ کې یوازې د نجونو زده کړو سره مخالفت شته، د نورو زده کړو مخالفت نه کېږي. اما داسې هم شوي چې کله کله طالبان  په ټوله کې له ښوونځیو سره ستونزې ولري.  د طالبانو د اورپکۍ پرمهال د هلکانو د ښوونځیو پر سر د ډلې د غړو ترمنځ دوه ځلې لانجه هم رامنځ ته شوې وه. د اورپکۍ په لومړیو کلونو کې کله چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د پښو ځای وموند، د خلکو ملاتړ یې ځکه له لاسه ورکړ چې په زور یې د هلکانو ښوونځي وتړل. (۳) وروسته په ۲۰۱۲ کال کې هم د ښوونځیو په اړه د طالبانو تګلارې له ډېر تاوتریخوالي ډکې وې. همدا خبره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په یوه رپوټ  کې راوړل شوې او د (اندړو پاڅون) هم له همدې امله پیل شوی و.

د غزني په یوه بله بېلګه کې طالبانو په ۲۰۱۹ کال کې د نجونو یو ښوونځی له قره باغ ولسوالۍ څخه چې اکثره یې پښتانه دي، د هزاره ګانو یوې سیمې ته ولېږداوه. د سیمې په پښتنو کې دې مسلې بېلا بېل غبرګونونه راپورته کړل. ډېرو یې له طالبانو غوښتنه کوله چې ښوونځی پر خپل ځای پرېږدي. خو د طالبانو سیمه ییز مشرتابه د هغو لږو کسانو په خوښه پرېکړه وکړه چې غوښتل یې ښوونځی وتړل شي. د غزني په یوه بله سیمه کې چې تاجیک او یا هم هزاره ګان پکې اکثریت دي، پر طالبانو فشار راوړل شو چې د نجونو ښوونځو ته اجازه ورکړي او یایې   ورته خپله سهولتونه برابرکړل. په هغو سیمو کې د نجونو منځني ښوونځي، لېسو ته لوړ شول خو طالبان یې مخ ته ونه درېدل.

د خلکو د احساساتو رول په فراه ولایت کې ښه په ډاګه شو. د خاک سپید په څېر ځینو ولسوالیو کې خلک په دې بریالي شول طالبان قانع کړي چې د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړي. ځايي طالب قوماندانانو د دې نظر مخالف ونه کړ او نجونو ته د لیسې  تر کچې د زده کړو اجازه ورکړ شوه. په ۲۰۲۰ کال کې له يوه ښوونځي لس نجونې فارغې شوې. خو دهغو کسانو د مالوماتو له مخې چې موږ سره یې خبرې کړې دي، د ګلستان په څېر نورو ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي له سره نشته. کله مو چې له ځايي خلکو سره دا خبره وڅېړله، هغوی د نجونو زده کړو ته لېواله وو، خو هغه سیمه کې ښوونځي نه وو او نه یې هم چا، له ځايي خلکو سره زموږ د مرکو  له مخې، د جوړېدو غوښتنه  کړې وه. یوه یې داسې ويل:

نارینه خپله لوستي نه دي او د زده کړو پر اهمیت نه پوهېږي، نو څنګه به خپلو لوڼو ته ووايي چې ښوونځیو ته ولاړې شي؟ که یو څوک د زده کړو  پر ارزښت پوه شي، خپل زوی او لور ته به یې هم ووايي چې زده کړې مهمې دي.

په کونړ او بدخشان کې هم د ځايي خلکو په غوښتنو طالبان دې ته  اړ کړي چې د منځني ښوونځي تر کچې نجونې زده کړو ته پرېږدي. په کونړ کې یو کس په مرکه کې موږ ته داسې وويل:

زموږ په سیمه کې د هلکانو او نجونو دواړو ښوونځي شته، دا زموږ خلکو پورې تړلې ده، که موږ یې غواړو، طالبان یې اجازه ورکوي. په نورو ولایتونو کې ډېرې ستونزې شته ( چې طالبان پکې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي) آن د هلکانو ښوونځي تړل شوي دي. خو د کونړ په ۱۵ ولسوالیو کې، سره له دې چې په پراخه کچه طالبان شته، بیا یې هم نجونې له ښوونځیو نه دي راګرځولي.

د اورپکۍ پرمهال د نجونو ښوونځیو ته د پرانیستو اجازه د طالبانو د ځانګړو اصولو له مخې کېده. په هره سیمه کې زموږ د څېړنو له مخې،  د طالبانو تر ټولو مهمه خبره دا وه چې نجونې او هلکان سره بېل وي، نجونو ته به یوازې ښځې زده کړې ورکوي او هلکانو ته یوازې سړي. د دې ترڅنګ ځوانې نجونې باید هغه ډول حجاب واغوندي چې طالبانو ته منلی وي. په دې مانا چې کله ښوونځي ته تګ راتګ کوي، باید مخ او لاسونه یې پټ وي.

سره له دې چې د اورپکۍ پرمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې د ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې د نجونو د زده کړو په اړه بېلا بېل نظرونه وو، په کلیوالو سیمو کې هغو ګڼو خلکو  ته چې موږ ورسره خبرې کړې دي، له منځني ښوونځي پورته د نجونو زده کړې (غیر ضروري) او (تجمل) ښکاري. د همدې نظر له امله د هغو خلکو لپاره چې غوښتل یې نجونې ښوونځیو ته واستوي، دا چاره ډېره ګرانه شوې وه. دا هر څه دې ته په پام چې په افغانستان کې اقتصادي حالت ښه نه دی، د زده کړو لپاره سهولتونه نشته او کلیوالو سیمو کې خیریه بنسټونو او پخواني حکومت هم د ښوونځیو د برابرولو لپاره ډېره لېوالتیا نه لرله. د طالبانو دوو قوماندانانو چې یو د کونړ او بل د فراه دي، وايي د حکومت له نیولو مخکې یې داسې ګومان کاوه چې د نجونو زده کړې ضروري نه دي. د کونړي قوماندان په وینا ( لږ تر لږه داسې وخت کې چې جګړه هر ځای روانه وي.) د فراه قوماندان بیا وايي ( د ښځینه ښوونکو او د ودانیو نشتوالی) او  (ناامني او جګړه) د ځوانو نجونو د زده کړو پر وړاندې اصلي خنډونه دي.

د دې څېړنې لیکوال هیڅ داسې بېلګه نه ده موندلي چې طالبانو دې د ځايي خلکو له پياوړو غوښتنو سره سره د نجونو د زده کړو مخه ډب کړې وي. په فراه کې یوه داسې بېلګه هم شته چې د نجونو  ښوونځیو د پرانیستو لپاره غوښتنه د طالبانو لوړې کچې ته رسېدلې ده. په فراه کې ځینو ځايي مشرانو له له طالب قوماندانه د نجونو ښوونځي د پرانیستو اجازه غوښته، خو قوماندان دا خبره نه منله. ځايي مشران څو څو ځلې قوماندان ته د همدې موخې لپاره ورغلي وو، خو هغه مقاومت کاوه. بالاخره قومي مخور په پاکستان کې د کوټي شورا ته ولاړل چې د طالبانو له مشرانو سره ستونزه شریکه کړي، او په دې ډول یې د ښوونځي د پرانیستو اجازه تر لاسه کړه.

د انځور کپشن: د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د نجونو منځنی ښوونځي. د اورپکۍ پرمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې، په عمومي ډول طالبانو د نجونو ښوونځیو د پرانیستو او یا نه پرانیستو لپاره د ځايي خلکو غوښتنې منلې. تصویر: هیکټر ریټامل/ ای ایف پي، د ۲۰۲۱ کال نومبر.
 

د طالبانو دویمه واکمنۍ او د ښوونځیو په اړه دریځ

د  زده کړو، په ځانګړي ډول د نجونو  په اړه د جغرافیې له پلوه د افغانانو نظرونه بېلابېل دي او د وخت په تېرېدو پکې ښه والی راغلی دی. که څلوېښت کاله وړاندې حالت سره پرتله شي، د خلکو په نظرونو کې خورا لوی بدلون لیدل کېږي. پخوا په زده کړو کې زامنو ته لومړیتوب ورکول کېده او ورپسې د نجونو نوبت و، خو اوس دا نظر ډېرو ته د منلو نه دی . دا نظر له لویه سره وروسته له هغه رامنځ ته شو  چې په پاکستان او ایران کې افغان کډوالو نور خلک ولیدل. له وطنه جلاوالي خلکو ته ګټې هم رسولې دي. د اقتصادي ګټو تر څنګ، د زده کړو تر لاسه کول د ژوند مهمه برخه بلل کېږي. داسې ښکاري چې له دې اغیزه طالبان هم مستثنا نه دي. د طالبانو د منځنۍ او لوړې کچې مشران چې په پاکستان او خلیجي  هېوادونو کې اوسېدلي دي، په هره بیه پر خپلو اولادونو زده کړې کول غواړي. تېرو شلو کلونو کې افغانانو هم خپل اولاودنه ښوونځیو ته استول. ښايي اسانتیاوې یې ډېرې د پام وړ نه وي، خو د ۲۰۰۱ پرتله یې حالت خورا ډېر ښه دی. ښوونځي د میلیونو هلکانو او نجونو لپاره اوس یو ورځنی حقیقت دی.

نو دا خبره څرنګه روښانه کېدای شي چې د طالبانو د منځنۍ او لوړې کچې مشران خپلې لوڼې پر زده کړو سمبالوي، ځینې یې لوستو مېرمنو ته ارزښت هم ورکوي خو په عین حال کې یې حکومت په فعال ډول نجونې نه پرېږدي چې ښوونځیو ته ولاړې شي؟  دې پوښتنې ته همدا کسان چې اوس واکمن دي او خپله له زده کړو ګټه اخلي او نور ترې راګرځوي، ځواب ویلای شي.

ښايي یو دلیل دا وي چې طالبان په خپلو لیکو کې د خپلو غړو له ممکن مخالفت نه وېرېږي چې لا هم د نجونو  زده کړو ته ډېر راضي نه دي.( بې له شکه دا ډول چلند په ځینو ناطالبو افغانانو کې هم شته). دا مخالفت د هغو نجونو له زده کړو سره لا ډېر دی چې عمرونه یې یو څه لوړ دي. هغه نجونې چې عمرونه یې ډېر دي، او وار له مخه د کلیوالو سیمو په خورا ګوښه چاپیریال کې ژوند کوي،د ودونو لپاره یې چمتووالي نیول کېږي.

هغه طالب چارواکي چې خپل اولادونه یې زده کړې کوي، ښايی ونه غواړي په خپله ډله کې په ښکاره د نجونو د زده کړو په ملاتړ خپل  دریځ زیانمن کړي. هغوی ښايي په دې ګومان وي چې د ټول غورځنګ د فکر بدلول به یې ډېر وخت ونیسي. او یا ښايي داسې فکر وکړي چې په ښوونځیو کې د ښځو او نارینه بشپړه جلا والی هاغسې چې د پوهنې وزارت یې پرې ټینګار کوي، مهم وي  او تر هغوچې داسې کېږي، د ډېر عمر لرونکې نجونې دې صبر وکړي. هغه ډول چې د دې رپوټونو د لړۍ په لومړي هغه کې موندل شوي، په ځینو ځایونو کې د ټولو شرایطو پوره کول ښايي بیخي ګران وي او له همدې ښايي د ځوان عمر نجونې له ښوونځیو پاتې شي. (۴)

اوسمهال داسې پوښتنې هم شته چې ښايي هغه ماشومان چې د ښوونځیو د نشتوالي له امله هیڅکله ښوونځیو ته نه دي تللي، له زده کړو محروم شي. د جمهوریت پر مهال ټولو ځایونو کې ښوونځي جوړ نه شول، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره. د دې کار دلیل د زده کړو په اړه د سیمه ییزو خلکو  او طالبانو چلند، فساد او نا امني بلل کېږي. د دا ډول سیمو د ماشومانو لپاره د نویو ښوونځیو د جوړېدو شونیتیا لږه ده، آن که غوښتنه یې هم کېږي. د زده کړو لپاره بهرنۍ مرسته کمه شوې او د تېرو شلو کلونو په ډول پرې ډېره تکیه نه شي کېدای. ښايي ټول  داستان دا ډول نه وي او د دې شونیتیا هم شته چې ښايي طالبان په دې برخه کې پانګونه وکړي.

نو د دویم امارت تر واکمنۍ لاندۍ به د ښوونځیو راتلونکې څه وي؟ طالبان چې له اوږدو کلونو د افغانستان په ډېرو برخو واکمن وو، اوس د ټول هېواد د چارو واګې لري. دوی پر دې پوهېدلي چې تېرو شلو کلونو کې افغانستان څومره بدل شوی  او زده کړو ته د افغانانو له  هیلو هم خبر دي. هغه خلک چې ښاري سیمو کې اوسېږي، د زده کړو لپاره یې غوښتنې په ځانګړي ډول ډېرې دي. هاغسې چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو پرمهال د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په شننو کې هم ویل شوي، زده کړې اوس په کلیوالو سیمو کې هم خلکو ته مهمې دي. د ښوونځیو په اړه د طالبانو فکر بې له شکه له ۱۹۹۰ لسیزې  سره ډېر توپیر کړی دی خو ګڼ په دې باور دي چې لا هم اوږده لار  تر مخه ده چې طالبان په کافي په اندازه بدلون وکړي. د هغو نجونو لپاره چې له وړاندې ښوونځیو ته تللې او اوس له اوږدې مودې راګرځول شوې، اوسنی حالت ډېر سخت دی. هغوی ډېر مهم وخت له لاسه ورکوي.

که له ۱۹۹۰ لسیزې سره پرتله شي، اوس ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو دواړو  هیلې خورا لوړې دي  چې له پامه غورځول به یې نویو چارواکو  ته ګران وي. د ځوانو نجونو لپاره داسې تګلاره چې زده کړو ته یې لاسرسی محدودو کړي، په هیڅ ډول په افغانستان کې د خلکو لپاره د منلو نه ښکاري. یو څه – چې په دې رپوټ هم په ډاګه  شوي – مهم دي او هغه دا چې  د طالبانو مشران هم په ښوونځیو  کې د زده کړو پر ارزښت پوهيدلي او د خپل ژوندانه او اولادونو لپاره یې مهمې ګڼي.

لیکوالان: