Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

په ۲۰۱۶ کال کې د بې ځایه شویو نیم میلیون افغانانو شمیروته لنډه کتنه

یلینا بیلیتسه 10 دقیقې

په افغانستان کې په کور دننه، د ۲۰۱۶ کال پرمهال  له نیم میلیون ډېر وګړي تاوتریخوالي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړې دي او خوندي سیمو ته یې پناه وړې. ددې ټولو بې ځایه شویو خلکو درېیمه برخه یواځې په یوه میاشت یعنې اکټوبر کې کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي. دومره ګڼ شمېر خلک د حکومتي  ځواکونو  او وسله والو ترمنځ نښتو له امله بې ځایه شوې دي. د افغانستان د  تحلیلګرانو شبکې څېړونکې یلینا بیلیتسه د کال په پای کې د افغانستان د کورنیو بې ځایه شویو شمېرو ته ځغلنده کتنه کړې ده

نوي بې ځایه شوي: شمېرې

د ملګرو ملتونو د مرستو دهمغږۍ بنسټ (UNOCHA) د یوه رپوټ شمېرې ښيي چې  د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر تر نیمايي پورې ۵۸۰،۰۰۰ کسان چې ۸۴۲۵۷ کورنۍ کېږي، په افغانستان کې جګړو بې ځایه کړې دي.( په کور دننه دبې ځایه شویو کسانو په اړه د شمېرو ټولونېپر څرنګوالي نور مالومات په لومړي لمنلیک کې لوستلی شئ). د تازه بې ځایه شویو له نیمايي ډېر یعنې ۵۶ سلنه هغه ماشومان وو چې تر ۱۸ کلنۍ ټیټ عمرونه یې درلودل.

د ملګرو ملتونو د مرستو دهمغږۍ بنسټ شمېرو له مخې له درېيو ولایتونو پرته د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې خلک بې ځایه شوې، خو کډه کېدنه ټولو ولایتونو ته شوې ده. کندوز، روزګان، فراه او هلمند هغه ولایتونو دي چې پر ۲۰۱۶ کال تر ټولو ډېر خلک په کې په کور دننه بې ځایه شوې دي.  هلمند، تخار، فراه، کندوز او کندرهار بیا هغه ولایتونه وو چې تر ټولو ډېر خلک ورکډه شوې دي. په یادو شویو ولایتونو کې، بې ځایه شویو په خپل ګاونډ کې د سرسیوري د موندلو لټه کړې ده. تېر کال طالبانو پر ګڼو ولایتي مرکزونو بریدونه وکړل. دوی پر کندوز ( د نورو مالوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ)، په ختیځ کې پر فراه، په شمال کې دفاریاب پر مرکز میمنه او جنوب کې د هلمند پر مرکز لښکرګاه بریدونه وکړل. اکټوبر تر ټولو ناوړه میاشت وه. د ګردو بې ځایه شویوله دریو څه باندې یوهبرخه پر دې میاشت له خپلو مېنو بې ځایه شوې ده. په دې میاشت کې ۲۱۳،۰۰۰ کسان چې ۳۱۴۰۲ کورنۍ کېږي، له خپلو کورنیو وتلو ته اړ شوې دي. ( په کور دننه د بې ځایه شویو خلکو په اړه د لا ژورو مالوماتو له پاره دا ځای کېکاږئ. دلته د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې رپوټ چې له خلکو سره یې د خبرو پر بنسټ جوړ کړی، لوستلی شئ)

 شمال ختیځ

د بې ځایه شویو کسانو تر ټولو لوړه کچه په شمال ختیځ زون ( بدخشان، تخار، کندوز، او بغلان) کې ثبت شوې ده. په دې سیمه کې تاوتریخوالي ۱۹۸۰۰۰ کسان چې ۲۸۳۴۵ کورنۍ کېږي، کډې ته اړ کړې دي. نژدې نیمايي یعنې ۹۳۵۰۰ کسان د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر کې میاشت بې ځایه شوې دي. خو ددې ترڅنګ په ځینو نورو میاشتو کې هم د بې ځایه شویو کډوالو کچه لوړه وه، د ساري په ډول د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې دا شمېر ۳۰۰۰۰ و او د همدې کال په جولای کې بیا ۲۱۰۰۰ کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي وو. په شمال ختیځ زون کې د ټولو بې ځایه شویو کسانو له څلورو درې برخې په کندوز پورې اړه مومي چې غوښنه برخه یې په خپلو ولسوالیو کې وه خو نورو ولسوالیو ته یې هم ګڼ شمېر کډه شوې دي. (۱۱۶۰۰۰ له کندوز ښار او ۲۵۰۰۰ بیا له دشت ارچي ولسوالۍ وو) د بېلګې په ډول له ۵۱۰۰۰ ډېر بې ځایه شوي کسان له کندوز ښار نه د تخار تالقانو ته کډه شول او ۲۵۰۰۰ بې ځایه شوي بیا د بغلان پلخمري ته وکوچېدل.

جنوب

په ۲۰۱۶ کال کې په کور دننه په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو دویمه لوړه کچه په  جنوبي زون کې  وه ( کندهار، روزګان، زابل ، هلمند او نیمروز). په دې سیمه کې څه باندې۱۶۴۰۰۰ کسانو چې ۲۳۸۶۷ کورنۍ کېږي، خپلې مېنې ( ډېرئ یې په هلمند او رزوګان ولایتونو کې وو) پرېښې دي. تر ټولو ډېر کسان په اګسټ او سپټمبر کې بې ځایه شول. په اګست کې ۳۶۰۰۰ او سپټمبر کې ۳۷۰،۰۰ کسانو خپل کورونه پرېښودل. په مارچ کې څه باندې ۲۲۰۰۰ کسان او اکټوبر کې بیا ۲۰۰،۰۰ وګړي جګړو بې ځایه کړل.  په  جنوب کې د ټولو بې ځایه شویو خلکو یوه برخه یعنې ۴۶۰،۰۰ کسان بېرته د روزګان په مرکز ترینکوټ کې ځای پر ځای شول. پر دغه ښار طالبانو په سپټمبر کې لوی یرغل وروړ. ځینې په خپله سیمه کې له یوه ځایه بل ته وکوچېدل، خو له ۲۲۰۰۰ ډېر کسان بیا د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته وتښتېدل. نژدې ۳۰۰۰۰ کسان د هلمند له نادعلي ولسوالۍ بې ځایه شول او څه باندې ۱۷۰۰۰ نور لښکرګاه ته کډه شول. په جنوبي زون کې د تېر کال شخړو او جګړو نژدې هره میاشت خلک له خپلو مېنو اېستلو ته اړ کړې دي. په دغه زون کې د ۲۰۱۶ کال پرمهال یواځې په جون میاشت کې د بې ځایه شویو شمېر تر ټولو ټیټې کچې یعنې ۲۹۰۴ کسانو ته ولوېد، ښايي علت به یې روژه وه.

لوېدیځ

په لوېدیځ زون کې د شمېر له پلوه د بې ځایه شویو خلکو درېیمه لوړه کچه ثبت شوې ده. په دې زون کې فراه، غور، هرات او بادغیس شامل دي. په دې سیمه کې ۹۰۰۰۰ کسانو چې ۱۳۱۷۶ کورنۍ کېږي، د  جګړو له وېرې خپل کورونه پرېښې دي. ددې شمېر له نیمايي ډېر یعنې ۵۱۰۰۰ کسان یواځې په فراه کې بې ځایه شوې دي. په داسې حال کې چې د دوی اکثریت ددې ولایت شاوخوا سیمو کې همداسې بې ځایه شوې پاتې شول، نژدې ۱۱۰۰۰ یې هرات ته وکوچېدل.  خو له دې سره سره فراه ښار ته له نورو ولسوالیو لکه له ګلستان ( نژدې ۲۰۰۰ خلک) بولدک (نژدې ۳۵۰۰ کسان) او بکوا (سلګونه کسان) ور کډه شول. څه باندې ۵۶۰۰۰ کسان په لوېدیځ کې د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر په ترڅ کې له کورونو وتښتېدل.

د کال په کچه د بې ځایه شويو خلکو شمېر

د ملګرو ملتونو د مرستو دهمغږۍ بنسټ (UNOCHA) د یوه رپوټ له مخې پر ۲۰۱۶ کال په کور دننه د بې ځایه شویو شمېر ریکارډ کچې ته لوړ شوی و. که په افغانستان کېپه کور دننه د بې ځایه شویو د ریکارډ دې کچې ته پام وشي، له ۲۰۱۲ کال مخکې شمېرو سره یې پرتله وېروونکې ده. د  ۲۰۰۱ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د کورنیو بې ځایه شویو بهیر پرله پسې او دا ډول منظم نه و او آن کله کله خو بیخي دا ډول بې ځایه شوي نه وو. د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو یوې ارزوونکې څېړنې چې د ناروې د کډوالو شورا برخه ده، په افغانستان کې له ۱۹۷۸ کال راهیسې په کور دننه بې ځایه شويبیړه ني څېړلي او په تړاو یې مالومات را غونډ کړې دي. دا بنسټ په نړیواله کچه د کډوالو په اړه مالومات ټولوي. ددې بنسټ د موندنو له مخې، د ۱۹۹۰ لسیزې په منځ کې له ۴۰۰،۰۰۰ ډېر کورني کډوال د جلال آباد، مزار شریف او هرات د کډوالو په کمپونو کې اوسېدل. په ۱۹۹۶ کال کې دطالبانو له راپورته کېدو وروسته، یو میلیون نور خلک بې ځایه شول. ددې بنسټ د مالوماتو له مخې په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې په کور دننه یو عشاره دوه میلیونه خلک بې ځایه شوي وو. د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو په اړه منظم مالومات او شمېرې نشته او یا هم ثبت شوې نه دي.

د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په شمېر کې نور زیاتوالی راغی. دا زیاتوالی پر داسې مهال رامنځ ته شو چې امریکا افغانستان ته نور ۳۳۰۰۰  سرتیري واستول چې هدف یې دطالبانو مهارول او یا هم ماتول ښوول شوي وو. خو یواځې له ۲۰۱۱ کال وروسته، هغه مهال چې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې د وګړو د خوځښتونو او نفوسو د تعقیب میکانیزم رامنځ ته کړ، په افغانستان کې د تاوتریخوالي له امله د بې ځایه شویو کسانو په اړه یوه څه باوري مالومات او شمېرې ټولې شوې. نو موږ لږ هومره په ډاډ ویلای شو چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په افغانستان کې په کور دننه تر ټولو ډېر خلک په ۲۰۱۶ کال کې له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د نویو بې ځایه شویو شمېر هر کال له ۲۰۰،۰۰۰ کسانو کم و. ( په ۲۰۱۲ کې ۱۰۲۷۱۵، په ۲۰۱۳ کې ۱۲۲۸۱۵، په ۲۰۱۴ کې ۱۹۶۱۵۴ کسان په افغانستان کې له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي.)  په ۲۰۱۵ کال کې د اټکل له مخې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر لږ هومره یعنې ۴۷۰،۰۰۰ ته لوړ شو.

د ملګرو ملتونو د مرستو دهمغږۍ بنسټ (UNOCHA) د عامه اړیکو مشر ډانېیل مېلن د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل ( د ۲۰۱۲ او د ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ به د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمېر یو څه لوړېده، ځکه اوړی د جګړې موسم  وي) او زیاتوي چې (همدا کار په تیرو دوو کلونو کې هم شوی دی او د ۲۰۱۵ کال په اکټوبر کې هم دا کچه لوړه شوه. د ۲۰۱۵ کال په اکټوبر کې طالبانو کندوز ونیو او د ۲۰۱۶ کال اکټوبر کې یې هم په کندوز او فراه کې جګړې وکړې).

( د کندوز دامنیت په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ژوره شننه او د شمال ختیځېحوزې د امنیتي حالاتو او حکومتولۍ په اړه رپوټونه دلته لوستلی شئ)

د ۲۰۱۶ کال په نیمايي له وړاندې جوته شوه چې ددې کال په پای کې به د کورنیو بې ځایه شویو شمېر لوړ وي. د یوناما د مالوماتو له مخې، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هره اوونۍ ۶۰۰۰ کسانو خپلې مېنې پرېښودې او په کور دننه بې ځایه کېدل. دا شمېر د ۲۰۱۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي. د یوناما مالومات برسېروي چې شخړو او تاوتریخوالي په طبیعي ډول کال تر بله د بې ځایه شویو شمېر لوړ کړی دی. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته کېکاږئ).په تېرو کلونو کې طالبانو پراخ بریدونه نه شوای کړای ځکه په ښارونو کې یې مرکزونه د نړیوالو ځواکونو د بریدونو ښکار شوي وو. کله چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې خپل پراخ جنګي ماموریتونه کم کړل، وسله والو جنګي تکتیکونه  واړول او له هدفي وژنو او له سړک غاړي ماینونو یې ځمکنۍ جګړې ته مخه کړه.  دې کار پر ولسي وګړوجوت اغیز کړی. ځمکنیو بریدونو نه یواځې د جګړې پر ډګر د مرګ ژوبلې کچه پراخه کړه، بلکې ډېرئ خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
 د کورنیو بې ځایه شویو رېښتیانی شمېر

د دود له مخې کورني بې ځایه شوي د کورونو له پرېښودو وروسته، د ولایتي مرکز شاوخوا سیمو ته کډه کېږي ( که چېرې خوندي وي) او یا هم ګاونډي ولایت ته ځي. ( په ۲۰۱۴ کال کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما رپوټ دلته کېکاږئ) دوی هڅه کوي چې د جګړې له درېدو سره سم بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي. ځینې د لنډ وخت لپاره خپلو خپلوانو کره ځي. که څه هم اوس سلګونه زره افغانان د بې ځایه شویو له پاره په ځانګړو خوندي ځایونو کې اوسېږي، د ساري په ډولپر ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د یوه عشاریه ۱۷ میلیونه بې ځایه شویو کسانو له ډلې ۷۰۰،۰۰۰ یې هغه دي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې همداسې پرله پسې له مېنو لرې پاتې شوې دي. ( په دې اړه د ملګرو ملتونو د همغږۍ بنسټ ستراتیژيک غبرګون پلان دلته کېکاږئ). دغه ډول د بې ځایه شویو لپاره اوږدمهالي ځانګړي کمپونه بالاخره په نارسمي مېشت ځایونو اوړي. د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو د مرستو دهمغږۍ بنسټ (UNOCHA) په افغانستان کې په کور دننه دبې ځایه شویو کډوالو پر ژوندانه تازه مالومات وړاندې کړل. دا بنسټ وايي، چې په دغه ډول اوږد مهالو مېشت ځایونو یا کمپونو کې ډېرځله د اوسېدونکو چاپیریال صحي نه وي، د څښلو اوبه یې پاکې نه وي او یا يې د ماشومانو له پاره د زده کړو زمینه برابره نه وي.

په داسې حال کې چې جګړو زور اخیستی، د تازه بې ځایه شویو او پخوانیو اوږد مهالو بې کوره شویو کسانو شمېر په اټکلیز ډول په چټکۍ لوړېږي. د ۲۰۱۰ کال په پای کې نژدې ۳۵۲۰۰۰ کسان بې ځایه شوي وو. خو د ۲۰۱۲ کال په پای کې دغه شمېر ۵۰۰،۰۰۰ ته لوړ شو او بالاخره د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې په کور دننه د بې ځایه شویو شمېر یو عشاریه ۱۷ میلیونو ته ورسېد (د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د بې ځایه شویو کسانو لپاره د ارزونې بنسټ رپوټونه دلته کېکاږئ).
د یوناما د رپوټ له مخې د ۲۰۱۶ کال  په نیمايي کې په افغانستان کې په کور دننه د بې ځایه شویو شمېر یو عشاریه ۲ میلیونه کسانو ته رسېده. د ملګرو ملتونو لپاره دمرستو دهمغږۍ ادارې ټینګار کړی چې د دوی یو شمېر آن له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې له خپلو مېنو کډه شوې دي.

هغوی چې نوي له خپلو کورونو بې ځایه شوي، د ملګرو ملتونو او یا نورو ښېګڼوالو ادارو له خوا د مرستو ځینې کڅوړې ورکول کېږي ( د ملګرو ملتونو لپاره د مرستو دهمغږۍ ادارې د مالوماتو له مخې اوسمهال ۳۳ ادارې له کورنیو بې ځایه شویو سره مرستې کوي. په دې نور اړه نور مالومات دلته کېکاږئ).

خو په کور دننه د بې ځایه شویو لپاره د بېلې شوې مرستې کموالي او په پراخه کچه د تازه بې ځایه شویو شمېر ته په کتو، ښايي اوږده مهال کې بې ځایه شویو ته د مرستو کچه ولوېږي. په ټوله کې د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر زیاتوالی هغو کسانو ته هم ستونزې جوړوي چې له اوږدې مودې راهیسې له خپلو مېنو بې ځایه دي او په هېواد کې اوږدو روانو ناکراریو ته په پام سره یې ښايي بیرته ستنېدنه هم وننګوي.

پایله

د افغانانو له پاره ۲۰۱۶ له ننګونو یو بل ډک کال و. په کور دننه دبې ځایه شویو کسانو ترڅنګ، څه باندې ۶۰۰،۰۰۰ افغان کډوال هم له پاکستانه په همدې کال کې خپل هېواد ته ستانه شوې دي. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې وروستۍ شننه دلته کېکاږئ). ددې تر څنګ، د ملګرو ملتونو لپاره د مرستو دهمغږۍ ادارې د مالوماتو له مخې نژدې ۴۲۷،۰۰۰ افغانان چې ایران کې یې اسناد نه درلودل، هم افغانستان ته استول شوې دي، خو له دې شمېرو سره احتیاط په کار دی. ځکه ډېرئ دا ډول خلک څو ځلې ایران ته دکار لپاره تللي او بیا خپل وطن ته شړل شوې دي. د ملګرو ملتونو لپاره د مرستو دهمغږۍ ادارې وايي، د دغو خلکو لس سلنه انساني مرستو ته کلکه اړتیا لري. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې نژدې ۲۵۰،۰۰۰ افغانان اروپا ته تللي دي چې ډېری یې اوس بیرته د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي( د ساري په ډولاټکل ۱۹۰،۰۰۰ افغانانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته کېکاږئ).

په افغانستان کې د ۵۸۰،۰۰۰ تازه بې ځایه شویو کسانو ترڅنګ، په ټوله کې یو عشاریه شپږ میلیونه افغانان په ۲۰۱۶ کال کې له خپلو مېنو لرې وو او یا هم په یوه بڼه بې ځایه شوي بلل کېدای شي. د ناکراریو له امله د بې ځایه شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالي او د مرستو کموالي( ملګرو ملتونو ته د ۱۵۲ میلیونو ډالرومرستې ژمنه شوې وه خو ایله ۸۲ میلیونه ورکړ شوې دي) وښووله چې بې کوره شوي افغانان په پراخه کچه له فقر سره مخامخ دي.په کور دننه د ګڼو بې ځایه شویو له پاره تر ټولو مهمه او اساسي موضوع اوس دا ده چې څرنګه او کله بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.

(۱)  د ملګرملتونو د مرستو همغږۍ ادارې په ۲۰۱۶ کال کې په کور دننه دبې ځایه شویو کسانو په اړه شمېرې له نورو بشري مرستندیو ادارو سره په ګډه ټولې کړې دي. دوی یا د هېواد بیلا بیلو برخو ته سفرونه کړي او یا یې پوښتنپاڼې ارزولي دي. دغه ارزونې د مالوماتو په زېرمه تون یا ډېټابیس کې اچول شوې دي. په تېرو کلونو کې دا دنده د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو اېن اېچ سي آر وه. په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو د ارزونې نړیوالې ادارې دغه شمېرې له پامه وغورځولې ځکه چې ټول کورني کډوال چې په لرو پرتو سیمو کې اوسېدل، په کې راغلي نه وو او ځینې وخت دا بې کوره شوي کسان له هغو سره ګډوډېدل چې په اقتصادي دلایلو یا د کاروبار په موخه له یوه ځایه بل ته کوچېدلي وو. له بلې خوا د دې ډول وګړو پېژندل هم ګران وو. په دې څېړنه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د هغو ټولو سیمو خلک په دې شمېرو کې شامل نه دي چې لاسرسی ورته ناشونی وو. دا رنګه د هغو پخوانیو کډوالو په اړه هم شمېري یا مالومات نشته چې خپلو اصلي ځایونو ته نه شي ستنېدلی؛ او دا هم مالومه نه ده چې دوی کورني کډوال بلل کېدای شي او که نه(د کډوالو په اړه د نړیوالې ارزونې بنسټ څېړنه دلته ولولئ).

لیکوالان:

یلینا بیلیتسه

نور د دې لیکوال څخه