Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

زما حق څه شو؟ افغان متقاعدین د خپلو حقونو غوښتنه کوي

علي محمد سباوون الینا بلیتسا 11 دقیقې

د افغانستان د دولتي سکتور کارمندانو د جمهوري حکومت له نړېدا او د ۱۴۰۰ هجری شمسی کال په وږي میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د تقاعد پیسې نه دې اخیستې. نژدې درې کاله کېږي چې متقاعدین له حکومته د خپلو حقونوغوښتنه کوي،خو غږ یې تر اوسه نه دی اورېدل شوی. دوی سږ یو بل سخت ګوزار هغه مهال وخوړ چې اسلامي امارت په ناڅاپي توګه د تقاعد بندولو اعلان وکړ او دولتي ادارو ته يې امر وکړچې د ۱۴۰۳هجری شمسی کال له وري میاشتې څخه دې د ملکي او پوځي کارمندانو له معاشونو د تقاعد په نامه پیسې نه ګرځوي.دې پرېکړې هغه متقاعدین چې یو مهال يې د تقاعد پیسې اخیستې، ناهیلي کړل. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې علي محمد سباوون او ایلینا بلیڅا( د رخسانې شاهپور په زیاتونو سره) متقاعدین پوښتلي چې د ژوند چارې څه وړ پرمخ وړي. دوی دې ته هم کتنه کړې چې متقاعدینو ته د هغوی د حقونو ورکړه ولې دومره سخته ده.

د افغانستان د دولتي سکتور متقاعدین د حکومت له دفترونو د باندې په کوڅو کې له حکومت څخه د تقاعدۍ د حقونو، چې نژدې درې کاله کېږي نه دي ورکول شوي، غوښتنه کوي. انځور د ۲۰۲۴ م په مې میاشت کې د محمد سمیع نادري پر فېسبوک خپور شوی دی.

تر دوو کلونو ډېره موده کېږي چې د دولتي سکتور متقاعدین له حکومتي دفترونو د باندې په کوڅو کې مظاهرې کوي (د رسنیو راپورونه د ۱۴۰۱ کال له غبرګولي څخه د۱۴۰۱ کال تر لړم پورې، د ۱۴۰۲ کال له سلواغې تر وږې پورې، د ۱۴۰۲ له سلواغي ترغويي میاشتې پورې ولولئ).متقاعدینو په هغو غونډو کې  چې ډېر کم مثبت ځواب ورته ویلی شوی، هم د خپلو حقونو عوښتنه کړې ده. متقاعدینو د اسلامي امارت له راتګ راهیسې خپلې تقاعدۍ نه دې اخیستې. د افغانستان له اقتصادي لوېدنې سره هم مهاله  متقاعدینو ته د پیسو ورکړه هم بنده شوه ، چې دې غبرګ ګوزار ډېر متقاعدین بېوزلۍ ته ور ټېل وهل. په کابل کې د افغانستان د متقاعدینو شورا مشر افندي سنګر حالت داسې بیان کړ:

موږ له امارت څخه د خپل تقاعد د غوښتنې په نمت څو څو ځله سره راټول شوو. مظاهرې نه کوو،  یواځې خپل غږ اوچتوو. موږ دې وطن ته کار کړی دی. دا پیسې زموږ له معاشونو ګرځول شوې دي، موږ د تقاعد اخیستلو حق لرو. حکومت زموږ پوروړی دی. خیرات خو نه غواړو، خپل حق غواړو. که خپل حق تر لاسه نه کړو، نو یواځې خپل غږ اوچتولی شو، نور هیڅ نه شو کولی.

دوی فکر کوي چې حکومت په یوه نامالوم حالت کې ساتلي دي. د ۱۴۰۲  هجري شمسي کال په زمري میاشت کې یوه متقاعد پژواک خبري آژانس ته وویل: « موږ چې هر ځل د خپلو پیسو په غوښتنه تقاعد ریاست ته ځو، دوی راته وايي چې نن یا سبا به دا کار وشي، موږ خیرات نه غواړو، له حکومته خپل حقونه غواړو.»

که څه هم د دولتي سکتور د متقاعدینو اوسنی شمېر مالوم نه دی، د افغانستان د متقاعدینو شورا يې په ۱۴۰۰ کال کې اټکلیز شمېر ۱۴۸۸۸۱ ښوولی دی، چې ۹۲۲۵۴ يې پخواني ملکي کارمندان او ۵۶۶۲۷ يې پخواني پوځيان دي ( په دې اړه د ازادۍ راډیو راپور دلته ولولئ). د بي بي سي پښتو څانګه د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په نوي راپور کې د متقاعدینو شمېر ډېر لوړ ښيي. راپور وايي چې د متقاعدینو شمېر ۱۵۹۰۰۰ دی چې لس زره يې مېرمنې دي او په مېرمنو کې ځینې هغه دي چې د خپلو مړو شویو مېړونو تقاعدۍ يې اخیست د افغانستان د متقاعدینو شورا مشر افندي سنګر دا حالت په ترخو ټکو کې داسې را لنډ کړ: « دوی خو ځوانان نه دي چې کارو کړي؟  په تشه ګېډه  څومره لا په تمه کيني؟»

متقاعدین څه وړ خپلې کورنۍ ساتي

موږ غوښتل وپوهېږو چې متقاعدین د خپل اخري تقاعد تر اخیستلو وروسته چې کابو درې کاله پرې اوړي، څه وړ ژوند کوي. له درو مېرمنو او درو سړیو سره مو چې عمرونه یې د شپېتو او اویا کلونو ترمنځ وو، خبرې وکړې. دوی د هرې ورځې په هڅو، د بېلګې په ډول د کارموندنې په لټه او په خیراتونو باندې د دوی په ګوزاره را ته وغږېدل . دوی وویل داسې ګڼي لکه غولول شوي چې وي. د خواشینۍ احساس کوي او ځان ورته لوټل شوی ښکاري. دوی فکر کاوه چې په هغه وړه سلنه پیسو به يې چې هره میاشت ددوی له معاشونو ګرځول کېدی، د عمر په اخري ورځو کې  ښه وشي.

یوې مېرمنې چې له خپلو څلورو ماشومانو سره يې د خپل مړه مېړه په تقاعد ژوند تېراوه وویل چې د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې چې يې تقاعد بند شو، دا او ماشومان یې د ګاونډیانو مرستې ته اړ شول:

که د ټولنې مرستې نه وای ، زه او څلور سره ماشومان به مې له لوږې مړه شوي وای. په روژه کې خلکو له موږ سره مرسته وکړه، چا غوړي را ته راوړل، چا اوړه راوړل او ځینو نور خوراکي توکې راکړل.

یوازې دا مېرمن د نورو لاسنیوي ته نه ده اړه شوې، ټولو مرکه کېدونکو ویل چې په بشپړ ډول د نورو په خیراتونو ژوند تېروي. په کابل کې د عامه کتابتون یوه پخواني کارمند چې شپږ ماشومان لري او په ۱۳۹۸ کې تقاعد شوی را ته وویل چې ده او د کورنۍ غړو يې په ورځو ورځو ډوډۍ نه ده خوړلې:

د ماشومانو د مړولو له پاره هیڅ نه لرم. د طالبانو د راتګ راهیسې مې تقاعد نه دی اخیستی. اوس د خوراک له پاره یو شی نه لرم. د خلکو يې کور ودان، په روژې میاشت او اختر کې يې یو څه زکات راکړ. دا پیسې مې دوې میاشتې بس کېږي. نه پوهېږم، څه وکړم. لار را نه ورکه ده. کله ووایم چې راځه ځان ووژنه، خو دوې خبرې مې راګرځوي: یو دا چې ځانوژنه په اسلام کې حرامه ده او دویم دا چې مړینه به مې ماشومانو ته څه ګټه ورسوي؟

 په ۱۳۹۵ کې تقاعد شوې د څلورو ماشومانو مور او د کابل د ښوونځیو یوې پخوانۍ ښوونکې خپل ژوند داسې بیان کړ:

په تېرو دریو کلونو کې ما د خپل کور ډېر توکې وپلورل. کابو د پلورلو وړ توکی نه دی راپاته، هغه توکې راپاته دي چې موږ ډېره اړتیا ورته لرو او د توکو په پلورلو مو هم داسې پیسې نه دې جوړې کړې چې اړتیاوې مو پوره کړي. لېونۍ کېږم. ځینې مهال یوه خصوصي ښوونځي ته چې زما یوه زده کوونکې په کې مدیره ده ځم. د هغې زما په حال زړه سوځي او کله چې یوه ښوونکې حاضره نه وي، هغه ما ته زنګ وهي چې پر ځای يې ټولګي ته ولاړه شم. که ریښتیا ووایم درس نه ورښیم. چې په ښوونځي کې ښوونکی نه وي، مدیره راته وايي چې یواځې زده کوونکي بوخت کړم. هغه بیا یو څه پیسې راکوي، خو هغه پیسې زما د کورنۍ بېخي نه بس کېږي.

د کندوز ولایت یو بل متقاعد چې پخوا مدیر و او په ۱۳۹۷ کې تقاعد شوی، د اوږدې مودې ناروغ دی. هغه وویل چې اوس د درملو له پاره پیسې نه شي موندلی:

زه ناروغ یم. څلور ماشومان لرم، ټول واړه دي. سږي مې رنځور دي او زه یې د عکس اخیستلو پیسې نه لرم. ځینې وخت خلک د اوړو او یا خوراکي او غیر خوراکي توکو په پېرلو کې مرسته راسره کوي. کله چې د ټولنې خلک مرسته و نه شي کړای، ورور مې یو څه خوراکي او نور توکې را ته پېري. زه د ورور د اوږو پېټی یم، خو هغه هم بېوزلې دی. هغه او زوی یې د کابل په یوه کارخانه کې کار کوي، ځینې وخت د درملو پېرلو له پاره له هغه یو څه پیسې په پور اخلم.

د لغمان ولایت یو پخوانی ډګروال چې په ۱۳۹۳ کې تقاعد شوی هم د درملو پیسو ته اندېښمن دی، خو د ځان له پاره نه، د میرمنې له پاره: «هغه یوه اوږده ناروغي لري، چې د تقاعد پیسې مې اخیستې، درمل مې ورته پېرلی شول، خو اوس یې نه شم پېرلی.». هغه د سبو پلورلو هټۍ لري، خو وايي چې په اوسني اقتصادي وضعیت کې يې ګټه د کورنۍ نه بس کېږي.

پخوا د سبو هټۍ زما مالي اړتیاوې پوره کولې،خو اوس مې په کې ټول سابه یواځې دوه زره افغانۍ ارزښت لري. که ټول وپلورم، نو څومره ګټه به وکړم؟ څه وړ به خپله کورنۍ مړوم او څه وړ به خپلې مېرمنې ته درمل پېرم؟

زموږ وروستۍ مرکه کېدونکې یوه مېرمن چې په کابل کې یې په یوه پوځي اداره کې کار کاوه او د حامد کرزي په واکمنۍ کې تقاعد شوې ده ( کره نېټه نه ده ورته مالومه) وویل چې له هغه راهیسې چې مېړه یې ناروغ شوی او ددې د تقاعد معاش ځینې ګرځول شوی، بیا يې هیڅ عاید نه دی تر لاسه کړی: « مېړه مې رنګمال و، دوه کاله وړاندې ناروغ شو، د هغه د کار پیسې او زما تقاعد زموږ د کورنۍ کلنی لګښت پوره کاوه. هغې وویل چې اوس يې نه د مېړه ګټه شته او نه ددې تقاعد ورکول کېږي. هغې وویل چې په روژه کې د متقاعدینو ټولنې یو څه اوړه او نور خوراکي توکي، چې هغوی ته له بله ځایه بسپنه شوي وو، ورکړل.

له دې مرکو ښکارې چې د امارت له خوا د تقاعد نه ورکړې تر متقاعدینو ورها خوا هم ژور اغېز کړی دی. د دولتي سکتور متقاعدین د همدې عمر د وګړو چې شمېر يې ۸۳۵۹۰۰ دی، ۱۸ سلنه کېږي.ددې مانا داده چې د تقاعد پر مټ د ۱۵۰۰۰۰ کورنیو یا نژدې د یو میلیون وګړو مالی ملاتړ کېده. تقاعد ددغو ډېریو کورنیو ډېر اړین عاید و.د ځینو له پاره تقاعد یواځینی عاید و. د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې د افغانستان متقاعدینو او د هغوی کورنیو په ناڅاپي ډول ځانونه بېوزلي احساس کړل. په حقیقت کې د تقاعد نه ورکړې د ناورین لامل د جمهوریت د مهال  هغه پیسې وې چې د افغانستان بودجې ته به بهرنیو مالي ملاتړو ورکولې او دا ناورین ورو ورو زیاتېده. کله چې یاده بسپنه په ناڅاپي ډول تری تم شوه، ناورین لا زیات شو. په دې اړه مالومات په همدې راپور کې ولولئ.

د افغانستان د تقاعد قانون

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ۲۰۰۸ م کال د کار د قانون له مخې د تقاعد کېدلو عمر ۶۵ کاله یا د ۴۰ کلونو د چوپړ مودې پوره کول دي (پښتو /دري بڼه يې دلته او انګلیسي يې دلته وګورئ).د نړیوال بانک د راپور له مخې د جمهوریت د رسمي ټولنیز خوندیتابه سیستم تر ډېره « د ملکي او پوځي کارمندانو د تقاعد له پلان او د دولت او بسپنه ورکوونکو له یو شمېر نورو پروژو څخه جوړېده چې د وګړو بېلابېلو ډلو ته به د نغدو پیسو په بڼه او یا د نورو امتیازاتو په بڼه ورکول کېدل.» . د دوی له معاشونو به یو څه پیسې د تقاعد په ډول ګرځېدې او له دې پیسو سره به حکومت نورې پیسې یوځای کولې.  د قانون له مخې کونډو، نابالغو ماشومانو او ناواده شویو لوڼو د وارثانو په توګه د خپلو مېړونو، پلرونو او وروڼو د تقاعد پیسې اخیستلی شوې. دخصوصي سکتور کارمندانو او هغوی چې رسمي قرارداد يې نه درلود، د تقاعد عمر ته د رسېدو په وخت کې د دولت له خوا تقاعد او نور ټولنیز امتیازات نه درلودل.  د هېواد د تقاعد سیستم له ډېر پخوا راهیسې په بحراني حالت کې و او په ۱۳۸۸ کې نړیوال بانک د  افغانستان د حکومت په مشرتابه د تقاعد د اصلاح  کولو یو پروګرام پیل کړ( په دې اړه  د افغانستان  د دولتي سکتور د تقاعد پلان: د ناورین له مدیریته تر ټولیزې اصلاحي تګلارې پورې، تر عنوان لاندې د نړیوال بانک راپور ولولئ.). نړیوال بانک په ۱۳۷۸ کې د متقاعدینو شمېر تر ۶۰۰۰۰ تنو لږ زیات ښوولی دی ( بانک د متقاعدینو او یا د هغوی د ژوندیو وارثانو نوملیکنه کړې وه).

د نورو هېوادونو پرخلاف چې د تقاعد  په پیسو د عاید د ډېرولو له پاره پانګونه کوي، د افغانستان د تقاعد سیستم د کارمند د معاش د پیسو په یوې برخې اوتردې زیات د حکومت له خوا په بېلو شویو پیسو تکیه کوي او بیا يې خپلو پخوانیو کارمندانو ته ورکوي. ځکه چې شرعي قانون سود خوړل حرام ګڼي. په هر صورت دا سیستم له مالي اړخه بریالی نه و او په زیاتېدونکي ډول یې د افغانستان په کنډ کپر او د نورو په مرسته ولاړ دولتي مالي سیستم باندې فشار راووست.

د اصلاحي پروسو له بشپړو لسو کلونو وروسته، په ۱۳۸۸ کې هم دا سیستم بحراني و. سره له دې  د ۱۵ کلونو له پاره د پنځو میلیاردو ډالرو درېیمه برخه د متقاعدینو له پاره بېله شوې وه، د جمهوریت د وخت د مالیې پخواني وزیر، خالد پاینده په ډاګه د یوه بېړني ګام اخیستلو په اړتیا خبرې وکړې. نوموړي هغه وخت رویټرز ته ویلي و چې« زموږ له خوا د تقاعد کار ځنډول شوی، دا ستونزه نوره هم لویېږي او حل ته اړتیا لري». دا د مالیې د وزیر  داجنډا یوه برخه دا وه  چې دولتي سکتور باید اصلاح شي، ځینو برخو  شرعي ستونزې هم درلودې چې باید اصلاح شوې وای. په ۱۳۹۸ م کې د تقاعد پیسې ۳.۲۶ میلیارده افغانیو ته رسېدې (د مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال راپور دلته وګورئ).  

له دې امله د ۱۴۰۰ کال د وږي له میاشتې وروسته د تقاعد بندېدا د چارو د ډېرو کتونکو له پاره د حیرانتیا خبره نه وه. هغه بهرنۍ مرستې چې د افغانستان له لوېدلې ملي بودجې سره کېدې او د متقاعدینو حقونه هم د هغو مرستو پر مټ ورکول کېدل، په ناڅاپي توګه ترۍ تم شوې او له کورنیو عوایدو دومره پیسې نه برابرېږي چې هم حکومت پرې وچلېږي او هم متقاعدینو ته ورکړ شي.

تقاعد او امارت

اسلامي امارت د واک له نیولو راهیسې نه یواځې تقاعد نه دی ورکړی، بلکې د راپورونو له مخې یې د تقاعد په اړه چې له پخواني حکومته په میراث ور ته پاته شوی، بحثونه هم پيل کړي دي. د متقاعدینو شمېر اوس نژدې ۱۵۰۰۰۰ دی، خو په پخواني حکومت او اوسني هغه کې د دولتي سکتور د کارمندانو شمېر ته په کتو ښايي دا شمېر نور هم زیات شوی وي، ځکه چې هر کال د تقاعد عمر ته د رسېدلیو کارمندانو شمېر ډېرېږي.

واک ته تر رسېدا یو کال وروسته د ۱۴۰۱ کال په اوړې کې اسلامي امارت اعلان وکړ چې امارت به د تقاعد شرعي اړخ وګوري. وروسته دهمدې کال په اکتوبر کې د کابینې له لورې یو پلان چې د مالیې وزارت له خوا د څلور میلیارده افغانیو وړاندیز هم  په کې و، تصویب او د منظورۍ له پاره امیرالمومنین، شیخ هبة الله اخندزاده ته ولېږل شو.خو د بي بي سي راپور اټکل کوي چې متقاعدین ۱۲.۵ میلیارده افغانیو ته اړتیا لري (د بي بي سي فارسي راپور دلته او د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته وګورئ). په دې کې د ۱۴۰۰م او ۱۴۰۱م کال د متقاعدینو د تقاعد پیسې چې په حکومت باندې پاتې دي، هم نه وې ګڼل شوې. پخواني حکومت ددې دوو کلونو له پاره ۲۶.۲ میلیونه افغانۍ ، ۲۲.۴ میلیونه د ۱۴۰۰ او ۲۳.۸ میلونه افغانۍ  د ۱۴۰۱ کال له پاره ځانګړې کړې وې. متقاعدین چې په اوونیو نه، په میاشتو د امیرالمومنین له خوا د طرحې منظورۍ ته په تمه پاتې شوي وو، بالاخره د حکومتي دفترونو مخ ته راووتل او اوږدې مودې له پاره  د خپلو  ځنډېدلو مالي حقونو د غوښتنې مظاهرې یې پیل کړې.د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل چې « د متقاعدینو په غوښتنوغور شوی» او هغه هیله وښووه چې « د متقاعدینو ستونزه به ژر حل شي».  

په پای کې د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د هېواد د تقاعد سیستم لغوه دی. د نوي فرمان له مخې حکومت د ملکي او پوځي کارمندانو له معاشونو څخه د تقاعد په نوم د پیسو ګرځول د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال له وري میاشتې څخه بند  کړل. په فرمان کې مالیې وزارت ته لارښوونه شوې چې د ټولو دولتي ملکي او پوځي کارمندانو د چوپړ موده او د هغوی له معاشونو څخه د تقاعد له پاره ګرځول شویو پیسو په اړه مالومات ورکړي ( د فرمان انځور د بي بي سي په دې راپور او د امو تلوېزیون او اریانا نیوز په دې راپورونو کې وګورئ). په فرمان کې د پخوانیو متقاعدینو په اړه څه نه دي ویل شوي.

که څه هم اسلامي امارت د تقاعد د لغوه کولو د پرېکړې په اړه په څرګند ډول څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي چې ښايي تقاعد د شریعت له حکمونو سرغړونه بلل شوې وي. اقتصاد پوه پوهاند محمد امیر نوري د بي بي سي فارسي څانګې ته وویل چې« یو شمېردیني عالمان تقاعد له شریعت سره سم نه ګڼي. طالبانو په دې اړه د سوریې هېواد د ناستې په ګډون څوغونډې وکړې، خو موافقې ته و نه رسېدل».نوري د ا د تقاعد د سیستم په اړه د دیني عالمانو تر منځ د نظریو توپیر وګاڼه . هغه وویل: « دا څرګنده نه ده چې یو متقاعد به هغومره پیسې چې په خپل حساب کې لري تر لاسه کړي او که نه، ځکه چې ډېر وخت یو متقاعد تر خپل حق لږ یا ډېرې پیسې اخلي. کله چې یو سړی تر متوقع عمر زیات ژوند کوي د تقاعد پیسې يې تر خپل حق ډېرېږي، خو که څوک وختي مري او قانوني وارث و نه لري، تر خپل حق لږې پیسې اخلي».

د تقاعد له فرمان وروسته متقاعدینو یوه نوې مظاهره وکړه او ويې ویل چې دوی او کورنۍ يې د دولت له مرستې پرته ژوندي نه شي پاتېدلی ( د بېلګې په ډول د ازادۍ راډیو دا راپور وګورئ).

انساني کرامت په خطر کې دی      

د افغانستان اقتصادي ناورین ددې هېواد ډېر وګړي د بېوزلۍ آخری برید ته رسولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې  یا اوچا د راپور له مخې سږ۲۴ میلیونه افغانان مرستو ته اړ دي. د افغانستان ۸۳۵۹۰۰ وګړي د تقاعد (۶۵ کلنۍ یا تر دې پورته) عمر ته رسېدلي دي، په دوی کې یواځې ۱۵۰۰۰۰ وګړي، چې پخوا یې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړې له دولت نه د خپل تقاعد اخیستلو په تمه ناست دي. په عمومي ډول د لوی عمر لرونکي افغانان د حکومت په اجنډا کې نشته او د مرسته کوونکو د لومړیتوب په لست کې يې نومونه ډېر کم  موندل کېږي. ډېری یې بېوزلي دي خو د کار موندلو هڅه هم کوي. د دولت پخواني کارمندان په تمه وو چې حکومت به يې حقونه ورکړي خو د حق اخیستنې پرځای يې خپل وروستي کلونه د خپلوانو، ګاونډیانو او ټولنې په خیراتونو او زړه سوي تېر کړل، انساني درنښت يې له خطر سره مخ دی. دوی نو اوس څه وکړي؟

هغې مېرمنې چې له خپلو څلورو ماشومانو سره يې دوه ویشت کاله د خپل مړه شوي مېړه په تقاعد ژوند تېراوه، وویل چې د یواځیتوب او بېوزلۍ احساس کوي:

موږ د امارت له مشر څخه هیله کوو چې حقونه مو راکړي. که هغه زموږ حق نه راکوي نو موږ چېرې ولاړ شو؟ خواړه له کومه کړو؟ زه یوه مېرمن یم، هیڅ نه شم کولی. زه څه کولی شم او څوک به زما غږ واوري؟

یوې پخوانۍ ښوونکې  د ډېرې خواشینۍ احساس کاوه. هغې سړکونو ته له راوتلو او مظاهرو کولو پرته بله لار نه لیده:

د ژوند په دې وروستیو ورځو کې موږ ته د درناوي پرځای سزا راکول کېږي. د تقاعد د حقونو نه ورکول د سزا ورکول دي. ډېره ناهیلې شوې یم. هیڅ وخت مې فکر نه کاوه چې له داسې برخلیک سره به مخامخېږو. له حکومته غواړو چې رحم راباندې وکړي. موږ سپینسرې  یو او خپلې کورنۍ نه شو ساتلی. که حکومت مرسته راسره و نه کړي، موږ اړیو چې سړکونو ته راووځو او خپل غږ اوچت کړو.

ځینې د مظاهرو له شونیو خطرونو ډارېدل. یوه متقاعد ډګروال وویل چې مظاهره نه کوي، خو هیله یې درلوده چې هر ډول وي، حکومت به يې په تقاعد ورکولو ونازوي:

باور وکړه، زه مظاهره نه شم کولی. زه وېرېږم که مظاهره وکړم، بندي به شم یا به ټپي شم. په دې عمر کې چې سړی ټپي شي، رغېدل یې سخت دي.زه د مظاهرې په اړه هیڅ وخت فکر هم نه کوم. څه چې کېږي ، هغه به کېږي. خو موږ هیله لرو چې امارت به مو حق راکړي. موږ ددې هېواد له پاره کار کړی دی. موږ خو امریکاییان نه یو، افغانان یو.

‎‎‎‎‎

لیکوالان:

علي محمد سباوون

نور د دې لیکوال څخه
الینا بلیتسا

نور د دې لیکوال څخه