Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

د یو څو ورځو سوله: د اختر په ویاړد سولې له پاره تر کابله د پلیو ځوانانو په رسېدو سره اوربند

علي محمد سباوون 11 دقیقې

افغانانو سږ کال د تېرو کلو پرتله خوشاله اختر درلود. افغان حکومت، طالبانو او امریکايي ځواکونو ټولو اوربند اعلان کړ. په ورته وخت کې د سولې له پاره له هلمنده تر کابله اووه ځوانان چې د غوايي په ۲۳ مه يې یون پیل کړی وو تر ۳۷ ورځو وروسته د کوچني اخترپه درېیمه ورځ له سلګونو نورو ملګرو سره کابل ته ننوتل.دوی د سانتي ګراد په ۴۰ درجو سخته تودوخه کې په داسې حال کې چې روژې يې په خوله وې، خپل یون ونه دراوه. ددوی غوښتنه چې په روژې میاشت کې دې جګړه ودرېږي نه وه منل شوې. په کابل کې يې افغان ولسمشر هرکلي ته راغی او د یوه میاشتني اوربند په ګډون يې د دوی ټولې غوښتنې ومنلې خو دوی وايي چې د طالبانو له خوا يې غوښتنې نه دي منل شوې. اوس مهال دوی دملګرو ملتو د دفتر مخ ته پرلت وهلی دی او غواړي د امریکا په ګډون د روسیې، پاکستان، ایران او هندوستان  سفارتونو مخ ته هم یو په بل پسې کېږدۍ ووهي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې علي محمد سباوون ( د کېټ کلارک له نظریاتو سره)  دې حرکت ته کتنه کړې او نور مالومات يې راټول کړي دي.

د سولي له پاره پلي تلونکي په غزني ښار کې د یون پر مهال( ۱۳۹۶ : د سولې لاریونیان)د سولي له پاره پلي تلونکي په غزني ښار کې د یون پر مهال( ۱۳۹۶ : د سولې لاریونیان)

د غبرګولي یا جوزا په ۱۷، ولسمشر اشرف غني د روژې میاشتې له اووه ویشتمې ( چې د قدر شپه ګڼل کېږي) د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ. په اوربند کې راغلي چې حکومتي ځواکونه به په دغو ورځو کېپر طالبانو بریدونه نه کوي. د  اوربند اعلان د ټویټونو په یوه لړۍ کې وروسته له هغه  وشو چې د غبرګولي په ۱۴ په کابل کې دینې عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې فتوا ورکړه چې د طالبانو جګړه شرعي ریښه نه لري.پر افغان حکومت، طالبانو او نورو وسله والو يې غږ وکړ چې اوربند وکړي او له طالبانو يې وغوښتل چې له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني(۱).

د ولسمشر په اعلان پسې ډېر ژر د امریکا او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن وویل چې دده تر قوماندې لاندې ځواکونه به د حکومت د اوربند درناوی وکړي.

د غبرګولې په نولسمه طالبانو اعلان وکړ چې : « د اختر په دریو ورځو کې به پر خپل کورني دوښمن بریدونه دروي». دوی همدا ډول په ډاګه کړه چې ټول هغه بندیان به چېپه راتلونکې کې له دوی سره د نه جنګېدو ضمانت ورکړي،خوشې کړي. په افغانستان کې د اسلامي دولت خراسان ولایت څانګېیا داعش اوربند نه دی کړی او نه يې هم ویلي دي چې څه به کوي. داعش ډله د افغان حکومت او د امریکايي ځواکونو په دې اوربند کې نه ده شامله او طالبانو ویلي چې پر امریکايي ځواکونو به بریدونه دوام ولري. په هر صورت دا یو بې ساری اوربند دی . افغانانو له   ۱۳۸۰ راهیسې داسې یو اوربند نه دی لیدلي .

په عمومي توګه جګړه په روژه کې او په ځانګړي ډول د دواړو اخترونو په  رخصتیو کې کمېږي. خو په تېرو کلونو کې د افغانانو د اخترونو د لمانځلو پر مهال ځانګړي کلک بریدونه شوي وو. د بېلګې په ډول په ۱۳۹۱ کې یوه پنځلس کلن ماشوم چې د فاریاب والي يې په نښه کړیو، د لوی اختر د لمانځه پر مهال ځان د میمنې ښار په یوه جومات کې والوځاوه. هغه هلک  د شپږو ماشومانو په ګډون ۴۰ ملکي وګړي ووژل او ۵۹ نور يې زخمیان کړل. په ورپسې کال د لوګر والي ارسلا جمال په داسې حال کې چي د کوچني اختر په ورځ يې د پل عالم په مرکزي ښار کې خلکو ته وینا کوله، ووژل شو.بم په مایکروفون کې ځای پر ځای شوی و. نو په اخترونو، آن په جوماتونو کې وینې تویشوې دي او نورې هم  تویول کیدلی شي. سږ کال که اوربند بریالی شي نو دا به د ټوپک چوپتیا او د افغانانو د ساه اخستلو فضا وي.

د سولې له پاره یون

یوه ځوان فعال او د هلمند د سولي یون یوه سمبالونکي باچاخان مولاداد  د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې دوی د اوربند د خبر په اورېدو سره خوښ دي. هغه وویل:« یو مردک د یوه انسان ژوند اخلي» نو ځکه هغه وویل چې دوی په اوربند خوښ دي. هغه وویل  اوربند د دوی د غوښتنو لومړۍ ماده وه چې ځواب ورته ویل کېږي، سره له دې چې دا یو موقتي اوربند دی، خو چې ددوی د غوښتنو په ځواب کې نه دی، نو دوی  پرېکړه کړي چې لاریون  به مخ پر وړاندې بیايي.

مظاهرې هغه مهال پیل شوې کله چې دوريپه۶مه د لشکرګاه ښار د یوه لوبغالي په دروازه کې یوه ځانمرګي بریدګر د موټر بم چاودنه وکړه. په برید کې تر ۱۲ زیات عام وګړي ووژل شول( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شننه دلته وګورئ) (

په احتجاج کوونکو کې هغه خلک چې په دې برید کې يې خپلوان له لاسه ورکړي وو، هم شامل دي. د نوزاد ولسوالۍ عبیدالله چې دوه خوریان يې له لاسه ورکړي او څلور نور خپلوان يې ټپیان وو، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل :« زموږ اوښکې وچې شوې دي» موږ له طالبانو او افغان حکومت نه غواړو چې د بې ګناه خلکو وژنه بس کړي. ( دلته يې وګورئ).

مظاهره کوونکو د ولایت په مرکز کې کېږدۍ ووهلې او د نه خوړلو اعتصاب يې پیل کړ چې په پایله کې يې ځینې آن د روغتون تر کټونو ورسېدل. کېږدۍ وهونکو وویل چې د طالبانو پیاوړي مرکز موسی کلا ته به لاریون وکړي او د طالبانو له قوماندانانو سره به ووینې، خو دوی تر هغه وروسته چې طالبانو هلته د نه ورتګ خبرداری ورکړ، خپل پلان  لغوه کړ. د غوایي په نولسمه مظاهره چیانو له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره یوه ناسته وکړه او د یوه څلور ماده ییز پرېکړه لیک په ترڅ کې يې له ښکېلو غاړو د روژې په میاشت کې د اوربند په ګډون د دریو نورو مادو د حل غوښتنه وکړه:

۱: دروژې دمبارکې مياشتې په حرمت دجګړې ښکېل اړخونه بايد اوربند اعلان کړي.

۲: دجګړې دښکېلو خواوو ترمنځ دسولې دمذاکرې له پاره مشخص ادرسونه بايد معلوم اوخبرې پيل سي.

۳: داسلامي اوملي ارزښتونوپه پام کي نيولوسره دې دسوله ييز نظام پرجوړېدو عملا کار پيل سي.

۴:دجګړې دښکېلو خواو په توافق دبهرنيو مسلحو ځواکونو د وتلو مهالوېش بايد وټاکل سي.

طالبانو او حکومت دواړو( موږ يې په اړه مخکې لیکنه کړې وه) ددوی غوښتنو ته ځواب ونه وایه، دوی نه پوهېدل چې څنګه ځواب ورکړي، اوربند ونه شو، خو پر ځای يې د دوبنيو جګړو کلني موسم  په ټول هېواد کې لا زور واخیست.

د یوې شمېرې له مخې چې د پژواک خبري آژانس خپور کړی، په غوايي میاشت کې نژدې ۳۰۰۰ وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د تېرو میاشتو پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی دی. د معمول په ډول هلمند په لوړه کچه د تاوتریخجنو ولایتو په ډله کې راغلی دی. د جګړې په تودولو کې  د امریکا پرمختللی خوځنده راکیټي سیستم چې په بارګاډي کې  په یوه ځل ډېرې راکټ لانچرې لېږدوي، هم لویه ونډه لري. طالبانو د فراه په ګډون پر ډېرو ولایتو او ولسوالیو بریدونه وکړل. ( دافغانستان تحلیلګرانو شبکې راپورونه دلته او دلته وګورئ او د غزني داندړو په اړه دلته)

د جګړو په ډېرېدو سره د هلمند د سولي حرکت لاریونیانو پرېکړه وکړه چې  یوه بېله او بله تګلاره وازمايي. ځوان فعال او پخواني جورنالېست د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د غوايي په ۲۳ مه  وویل:« کله چې زموږ پر پرېکړه لیک  ښکېلو جنګي خواوو غوږ ونه ګراوه او هیڅ ډول ځواب یې رانه کړ، نو موږ پرېکړه وکړه  چې له هلمنده تر کابله اوږد مارش وکړو». دوی د غوايي په ۲۳ یون پیل کړ (۲).

په غبرګولي کې په جنوبي ولایتو کې او  د کابل- کندهار لارې په اوږدو کې  چې کږه وږه  د شمال لور ته تر کابله ځي، د تودوخي درجه د سانتي ګراد په کچه  ۴۰ درجې وي او نژدې پر ټوله لار له سوځنده  لمر څخه د خوندي کېدو له پاره سیوری نشته. خو بیا هم دا ځوانان روژې نیسي او له سپېدو تر ماښامه خوراک او څښاک نه کوي. دوی وايي دا سخت کړوونکي ازمایښتونه ددې له پاره ګالي چې  د هیوادوالو تنده يې په سوله ماته شي. دوی پرلاره له  داسې پېښو سره هم مخامخ شوي چې دا لاره پرې نه یواځې د وسله والو بریدونو بلکې  د غلاوو له پاره هم مشهوره ده.

د سولي له پاره پلي تلونکي په غزني ښار کې د یون پر مهال( ۱۳۹۶ : د سولې لاریونیان)

د سولي له پاره پلي تلونکي په غزني ښار کې د یون پر مهال( ۱۳۹۶ : د سولې لاریونیان)

جګړې درولوته دښکېلو لورو بې مېلي

حکومت دوی ته بېخي زړه نازړه ځواب وايي. د ولسمشر مرستیالې ویاندې درانۍ وزیري د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې په ټوله کې حکومت د سولې په اړه د هر ډول اقدام ملا تړ کوي خو « دغې ځانګړې ډلې ته يې لا غبرګون نه دی ښوولی». هغې وویل چې کله دا ډله کابل ته ورسېږي دوی به یو ځواب ورته چمتو کړي. د سولې د عالي شورا ویاند احسان الله طاهري  د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د سولې دا حرکت وستایه خو یادونه يې وکړه چې اړینه ده طالبان دوی ته ځواب ووايي. هغه وویل دا شورا هیله لري چې طالبان به د سولې د غږ هر کلی وکړي او د سولې خبرو ته به خپل چمتووالی اعلان کړي.

د سولي یون غړی اقبال خیبر د حکومت د دریځ په اړه ناخوښه و. هغه  د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل:« حکومت سولي ته اراده نه لري» . هغه حکومت تورن کړ چې د سولې له پاره یواځي  په رسنیو کې  تبلیغات کوي خو د سولې لاریونیانو ته خنډونه جوړوي. هغه باور درلود چې په خواله رسنیو کې ددوی پر ضد خبرې  لکه دا چې دوی د امریکا له خوا تمویلېږي، په هلمند کې د سولې شورا او ځینو هلمند مېشتو سیاسي کړیو سره تړلې دي. هغه وویل دا کار دوی ته امنیتي ګواښونه پیدا کوي. که څه هم  ددې ادعا له پاره د هغه شواهد نیمګړي دي، خو د سولې عالي شورا په ملي کچه دا ردوي. خیبر وویل:« موږ د هلمند د ملي امینت ریاست ته شکایت کړی چې دا خلک ونیسي». هغه زیاته کړه:« د ملي امنیت دفتر هغوی وروغوښتل او ورته ويې ویل چې لیکنې دې پاکې کړي. هغوی لیکنې پاکې کړې خو ونه نیول شول».

خیبر وویل د طالبانو دا خبره چې د کېږدیو له پاره امریکاییانو  پیسې ورکړېدي، ناسمه ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د پوښتنې په یوه لیکلي ځواب کې یو ځل بیا لاریونیانو ته ګواښ وکړ:(۳)

دغه فعالان که واقعا دخپل احساس او اختیارله مخې دغسې حرکت کوي، نو امریکایي ځالو او مراکزوته دې ولاړشي چې هغوی خپل اشغال پای ته ورسوي اودریښتنې سولې لپاره زمینه مساعده شي. اوکه دوی صرف  له موږ څخه غواړي چې جګړه ودروو او اشغالګر قوتونه دې په خپل حال وي، بیانو دوی هم دنیکولسن دهغې خبرې مصداق دي چې تیره میاشت یې ویلي ووچې پر طالبانو به پوځي، ټولنیز، سیاسي اومذهبي فشارونه راولي چې متاسفانه دنیکولسن له خبرو  اوروسته موږ دغه طرحه شوي فشارونه یو یو ګورو. په هغه صورت کې نولکه څرنګه چې موږ په تیرو ۱۷ کلو کې دامریکاییانو لسګونه دسیسې خنثی کړیدي، دا اوسنۍ حربې به یې هم ناکامه کړو.

خیبر وویل  د دوی پر ضد په خواله رسینو کې یادو پوسټونو د خلکو ذهنیت خراب کړی دی. خو په هر صورت د هر ډول تهدیدونو په منلو سره دوی خپل یون ته دوام ورکوي.  لاریونیانوايي چې نه یواځې عام افغانان ددوی ملاتړ کوي چې عادي طالبان هم د دوی  په ننګه دي.

دسولي لارویان دغزني ښارپه یوه مسجد کې دغزني له خلکوسره خبرېکوي. (۱۳۹۷: دسولي پلي لارویان

دسولي لارویان دغزني ښارپه یوه مسجد کې دغزني له خلکوسره خبرېکوي. (۱۳۹۷: دسولي پلي لارویان

د ځینو طالب جنګیالیو په ګډون د عامو افغانانو ملاتړ

دسولي لارویانو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل هغه غبرګون چې دوی په کوڅو کې له عامو افغانانو لیدلی د جنګي ډلو له هغه سره ډېر توپیر لري. دیني عالمانو او قومي مشرانو د دوی  هڅې ستایلې دي او هغو خلکو چې کورونه يې د سرک پر غاړه وو  خپل کورونه دوی ته پرانیستي، ډوډۍ او ځای يې ورکړی دی. دوی وویل چې ځیني مخالف غبرګونونه يې هم تر لاسه کړي دي. د بېلګې په ډول د کندهار د خرقې په مسجد کې یوه سړي مایکروفون  د دویله لاسه اخستي و او ویلي يې و چې سوله به هیڅ کله را نه شي. په هر صورت، په عمومي ډول له کندهاره تر کابله په ټوله لار کې غبرګونونه بیخي مثبت وو. خیبر وویل د وسله والو طالبانو یوې ډلې هم له دوی سره په شاجوی ولسوالۍ کې لیدلي او ددوی هر کلی يې کړی دی.

هغویو رته ویلي چې ځايي طالبان دي او له جګړې ستړي شوي دي.  هغوی یادونه کړې وه چې«د مرګ خطر مو ومانه. موږ پوهېدو چې حکومتي ځواکونه ښايي برید راباندې وکړي خو موږ یواځې ددې له پاره راغلو چې تاسې ته خپل پیغام  در ورسوو. موږ ستاسې ملاتړ کوو! تاسې دا کار مه پرېږدئ ؛ موږ نه پوهېږو چې د چا له پاره او له چا سره جګړه کوو؛ یو څوک په مخابره کې موږ ته قومانده راکوي او موږ نه پوهېږو چې هغه څوک دی. کله موږ ته وايي چې مخ ته ولاړ شئ او برید وکړئ او بیا له یوه ښکاره دلیله پرته موږ ته وايي ؛ شا تګ وکړئ».

د سولې له پاره د سولي پلیو لارویانو شمېر د لارې په اوږدو کې زیات شوی دی. له دوی سره په زابل ولایت کې یو مورزادي نالیدونی (ړوند) هم یو ځای شوی.   افغان رسنیو له یوې زړې سپین سرې سره چې درې زامن يې په جګړه کې بایللي خبرې کړي. هغې غوښتل چې د سولې له دې لارویانو سره پلې کابل ته ولاړه شي، خو لارویانو هڅولې چې ددې ګران مزله پر ځای دېدوی او هېواد ته دعاوې وکړي. د غزني تر قره باغ ولسوالۍ پورې  ددوی شمېر ۳۷ تنه وو او غزني ښار ته په رسېدو ۶۰ ته ورسېد. خو کابل ښار ته د سلګونو په شمېر د« سوله غواړو»په شعار سره ننوتل. غزني مېشتي خبریال حبیب الرحمن تاثیر د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل: « د نوآباد سیمې د یوه ښوونځي د نجونو او هلکانو د ترانې دوو ډلو  دوی ته د هرکلي پر مهال د سولې ترانې وویلې». هغه وویل چې په دې دوو ډلو کې ډېری يې هزارګان وو چې پښتنو سوله غوښتونکو ته يې هرکلی وایه.

یو خطرناک سفر

د سولې لارویانو درې ملګري د زابل په یوه روغتون کې د ستړیا له امله د دوو ورځو له پاره بستري شول. روغتیاپالانو دوی ته د همدومره ورځو د پاتې کېدو مشوره ورکړې وه. سربېره پر ستړیا په دوی باندې په لار کې ډزې هم شوې وې. کله چې دوی د هلمند او کندهار تر منځ د ګرشک دوه لارې ته د شپې مهال ورسېدلاو یوه کلي ته وروګرځېدلنو  ډزې پرې وشوې. کله چې  یې له کلیوالو پوښتنه وکړه هغوی ورته وویل له تاسې سره بل څراغ و او دا کار ددې له پاره چې د وسله والو او کلیوالو ترمنځ توپیر وشي پولیسو بند کړی دی ځکه درباندې ډزې شوې دي. یو بل ځای کله چې دوی د دامان او ښار صفا تر منځ د شپې تګ کاوه یو چا پرېناڅاپه  غږ کړچې ودرېږئ او له جېبو مو هر شی راوکاږئ. کله چې پوه شول د سولې غوښتونکې دي بښنه يې وغوښته. د سولې غوښتونکو تر دا مهاله امنيتي چارواکي  د دوی له ورتګه نه وو خبر کړي. هغوی وویل  له دې پېښې وروسته يې پرېکړه وکړه چې هر ځای ته ورځي د هغه ځای امنیتي چارواکې به له خپل ورتګ نه مخکې خبروي.

سوله د ژوندانه له پاره او بې پایلې جګړه

د هلمند سوله غوښتونکو د سولې په پار ډېر خطرونه منلي دي. دوی ویلي  چې کله کابل ته ورسېږي له حکومتي چارواکو سره به نه ویني خو خپل کار به له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره په مسجدونو کې  د مجلسو  له لارې پر مخ بیايي. مولاداد  دافغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې په جګړه کې ښکېلې غاړې د دوی پرغوښتنو له وړاندې لا خبر دي. هغه وویل چې د اوربند هرکلی کوي خو درې نورې غوښتنې يې« د خبرو پيل، د یوه ټولمنلي سیستم جوړول او د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش ټاکل »لا پاتې دي. مولاداد وویل  چې څلور واړه غوښتنې يې ونه منل شي، دوی به نورو ولایتونو ته خپل یون غځوي او حلقوي سړک به بېرته تر هلمنده پورې پل کوي. هغه وویل « موږ به بیخي دا کار ونه دروو».

تر اوسه پورې لا د خلکو شمېر دومره نه دی چې د جګړې ښکېلې خواووي وننګوي. خو کابل ته په نژدې کېدو سره اوربند وشو. د طالبانو له لورې اوربند پای ته ورسېد خو افغان حکومت تر نورو لسو ورځو هم و غځاوه. ولسمشر د سولې له لارویانو سره وليدل او د هغوی غوښتنو ته يې مثبت ځواب ووایه.

  1. اشرف غني  اور بند په  پښتو او دري ژبو اعلان کړ. دلته يې کتلی شئ

د افغانستان اسلامي دولت د روژې له اووه ویشتمې نه د کوچني اختر تر پنځمې پورې د دیني عالمانو  د تاریخي فتوا له پیروۍسره سم اوربند اعلانوي.

فتوا په ډاګه کړه چې تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدونه نه یواځې د اسلام مخالف عمل دی  چېزموږ په دین کې په کلکه منع دي. موږ ددې بې سارې فتوا چې روښانه يې کړه د جهاد اعلانول یواځې د دولت حق دی او د بل هر چا له خوا دا ډول فتوا ورکول د تشدد مانا لري.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به پرافغان طالبانو بریدونه نه کوي او داعش او نورې هغه تروریستې ډلې  به چې د بهرنیانو له خوا يې ملاتړ کېږي او یا له بهرنیانو سره تړلېوي، په نښه کوي.

دا اوربند د طالبانو له پاره یو فرصت دی چې فکر وکړي د دوی دا متشدد کمپاین د خلکو زړونه او فکرونه نه ورګټي بلکه د دوی له نظريې څخه نور هم افغانان نفرت پیدا کوي.

د اوربند په اعلانولو سره موږ د افغان حکومت  د پیاوړتیا او د کړکېچ پاې ته رسېدو له پاره د افغان ولس غوښتنه تمثیلوو.

  1. ددې ډلې اصلي سمبالوونکي د هلمند د سولې حرکت سمبالوونکي اقبال خیبر، باچاخان مولاداد، عبدالمالک همدرد، سردار محمد سروري، عبدالسلام بیان او بهلول پتیال دي. خیبر وايي په کندهار کې د هلمند ولایت  د بدني ښکلا یا باډ‌ي بیلډینګ د اتل زمري ځلاند په ګډون اته تنه نور ورسره یو ځای شول.
  2. د طالبانو په یوه اعلامیه کې لیکل شوی و«احتجاج کوونکې دېد موسې کلا پر ځای د امریکاییانو اډو( شوراب او کندهار ) ته ولاړ شي او له هغوی دېد سولې غوښتنه وکړي. اعلامیې خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د دوی د کتني په وخت کې ښايي نړیوال ځواکونه یا پټې ادارې له موقع نه ګټه واخلي او ښايي یوه پېښه وشي»

بشپړه اعلامیه دلته ولولئ (https://justpaste.it/1ivlq)

لیکوالان:

علي محمد سباوون

نور د دې لیکوال څخه