Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

د وطن پرېښودل: په اوروپا کې افغان پناه غوښتونکي؛ دجرمنی د قضيې څېړنه

توماس روتیگ 23 دقیقې

پر ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو جرمني د ټولې اوروپا په کچه له دې پلوه په سر سر کې راتله چې تر ټولو ډېر او ډول ډول پناه غوښتونکي ورغلي وو. د اټکل له مخې اوروپاته له هرو لسو تلونکو کډوالو څخه شپږ یې جرمني ته ورغلي دي. په دې ډله کې دافغانانو شمېره هم غوښنه وه. ددې کډوالو د سمبالښت له پاره جرمني حکومت اړ شو چې د کډوالو په اړه خپله تګلاره واړوي. د کډوالو په اړه جرمنۍ تګلاره له لویه سره له سخاوته ډکه بلل کېده. آن تر دې چې دافغان کډوالو لپاره یې ځینې ځانګړي اصول هم وټاکل چې له مخې یې جرمني ته د تلونکو کډوالو شمېر کم کړي. د همدې تګلارو دبدلون له امله د افغانستان حکومت هم اړ شو هغه کډوال بیرته ومني چې  د پناه غوښتنې یې رد شوې وي. دې چارې افغانان دعراقي، سوري او افریقايي هېوادونو د وګړو پرتله د دویمې کټګورۍ پناه غوښتونکو په بڼه راڅرګند کړل. همدا مساله د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړونکي توماس روتیګ په خپلو وروستیو درېیو څیړنو کې سپړلې او موندنې یې هم همدا موضوع په ډاګه کوي. په پای کې نوموړي د خپلو درېیو څیړنو لنډیزهم وړاندې کړی دی. د دې څیړنې مالي ملاتړ په کابل کې د جرمني د فریډریخ ايبرټ سټېفټنک دفتر کړی دی. دا د څلورو څیړنو یوه ده.

شمېرې

د رسمي ارقامو له مخې د هغو افغانانو شمېر چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلو کې جرمني ته تللي ۲۲۰۶۶۸ ته رسېږي ( په ۲۰۱۵ کال کې یې شمېر۱۵۴۰۴۶ و چې ۱۴ سلنه کېږي او په ۲۰۱۶ کال کې۴۸۶۲۲  ته رسېده چې ۱۵ عشاریه یوهسلنه کېږي.) داشمېرې دهغو مالوماتو له مخې ټولې شوې چې د( اېسې) په نامه یوه سیستم کې غونډې شوې دي او ښايي  نیمګرتیاوې هم ولري. دا شمېرې د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کې له سره وکتل شوې. دجرمني حکومت د ټولو هغو کډوالو شمېرې له سره ارزولي چې په ۲۰۱۵ کال کې جرمني ته ورغلي وو. دغه شمېر له یو عشاریه یو میلیون نه ۸۹۰ زرو ته ولوېده چې شل سلنه کموالی ښيي ( په دې اړه د رسنیو رپوټونه دلته لوستلی شئ)

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د یوې پوښتنې په ځواب کې د جرمني دکورنیو چارو وزارت پر برېښنا لیک لیکلي و ( له بده مرغه شونې نه ده چې ۸۹۰ زروشمېره بېخي د کره شمېرې په ډول ومنل شي، د هېوادو په تفکیک د وګړو شمېر مالومول ګران دي).

مانا دا چې په ۲۰۱۵ کال کې جرمني ته د تللو افغان کډوالو کره شمېر مالوم نه دی. خو یو څه په ډاډ ویل کیدای شي چې که چیرې  له ۲۲۰۶۶۸څخه چې یادونه یې شوېشل سلنه کمه شي، نو د کډوالو شمېر به ۱۶۰۰۰۰ کسانو ته ولوېږي. (۱) د کډوالو په تړاو دجرمني حکومت د ۲۰۱۵ کال رپوټ وايي، پر دغه کال ۹۴۹۰۴ افغان کډوال په جرمني کې مېشت شوې دي او دا هغه کسان دي چې د پناه غوښتونکو په ډله کې راځي. ( په ټولیز ډول دا کچه دلته نوره هم ټیټه ده او د پنځو زرو وګړو هومره نوره هم لوېږي).

په دې کډوالو کې د مزدورۍ لپاره ورغلي کسان، له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي، محصلان او هغه کسان شامل دي چې په یوه نه یوه ډول یې په افغانستان کې له جرمنانو سره کار کړی دی ( په دوی کې پوځي، استخباراتي او ملکي کسان شامل دي) له دې ډلې یواځې۱۴۲۳ کسانو ته په کابل کې د جرمني سفارت د ۲۰۱۶ کال تر پایه وېزې ورکړې وې.  (۲) نو له دې داسې اټکل کېږي چې د ۹۵۰۰۰ افغان کډوالو لویه برخه پر ۲۰۱۵ کال جرمني کې مېشته شوې ده. خو دا شمېرې بیا هم له هغو سره توپیر لري چې د (اېسې) په نامه سیستم خپرې کړې دي.

د هغو افغانانو شمېر چې په رسمي ډول یې په جرمني کې د ۲۰۱۵  او ۲۰۱۶ کلونو په ترڅ کې د پناه غوښتنه کړې، لوړه او تر ډېره کره دی. په دغو دوو کلونو کې ۱۵۸۳۹۴ افغانانو د پناه غوښتنې کړې دي. ( په دوی کې ښايي هغه کسان هم شامل وي چې تر۲۰۱۵ کال وړاندې جرمني ته رسيدلي دي خو ښايي داسې کسان هم وي چې لا یې هم د پناه غوښتنه نه وي کړي).

په داسې حال کې چې له ۲۰۱۵ کال نه مخکې کلونو کې د هغو افغانانو شمېر په نسبي ډول کم و چې د پناه غوښتنه یې کوله ( په ۲۰۱۳ کال کې ۸۲۴۰ قضیې،په ۲۰۱۴ کې ۹۶۷۳ کسان)، خو په دغه هېواد کې له  وړاندې په لوی شمېر یانې۱۲۶۳۳۴افغانان مېشت وو. (دا شمېرې د ۲۰۰۹ کال دي) په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزه کې د کورنیو جګړو له لاسه تښتېدلي دي. ( په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ) له دې ډلې نژدې ۴۰ سلنه چې۴۹۰۸۱  کسانو ته جرمني پاسپورټونه ورکړ شوې دي او دا ښیي چې افغانان لا دمخه په جرمني ټولنه ورګډ شوي دي.

د حیرانتیا خبره داده چې دا افغان کډوال د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو پرمهال د کډوالو څخه د هېڅ ډول کرکې ښکار شوي نه دي. رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۶ کال د ډيسمبر تر پایه  په جرمني کې د مېشتو افغان وګړو شمېر ۲۴۶۹۵۴ کسانو ته رسېده. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په دغه هېواد کې د دایمي اوسېدنې قانوني اسناد لري چې شمېر یې شپږ عشاره شپږ سلنه کېږي. دغه راز په کې هغه افغانان هم راځي چې د اوسېدو لنډ مهالي اسناد لري. د دې کسانو ونډه ۷۱ سلنه کېږي.(۳)

له درېيو یوه برخه یانې ۹۱۳۵۹کسان یې تر اتلس کلنې لاندې کوچنیان جوړوي. له دغو شمېرو داسې پایله تر لاسه کېدای شي چې له ۲۰۰۹ کال وروسته تر ۲۰۱۶ کاله پورې په جرمني کې د ټولو افغانانو شمېر (له پناه غوښتونکو سره)  ۱۲۰۰۰۰  ته رسېږي. پر ۲۰۱۵ کال د ګردو ورغلو کډوالو پنځمې برخې (۳۱۳۸۲ تنو) په رسمي ډول د پناه غوښتنه کړې ده. همدې له لویه سره د افغانانو او نورو  هېوادونو د وګړو د هغه فرصت مخه هم ډب کړې چې غوښتل یې په جرمني کي په رسمي ډول پناه وغواړي. جرمني چارواکو د دوی د ثبت بهیر یواځې په ۲۰۱۶ کال پیل کړ.

په دې ډول پر ۲۰۱۶ کال جرمني ته د ۴۸۶۲۲ افغانانو په ورتګ سره د ټولو هغو افغانانو شمېر چې پناه یې غوښتې ۱۲۷۰۱۲ ته ورسېد. دا  په جرمني کې د ټولو هېوادونو د ورغلو کډوالو ۱۷ عشاریه شپږ سلنه جوړوي. په دوی کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو نوي ورغلي او پخواني کډوال دواړه راځي.

د ۲۰۱۶ کال په پای کې دهغو افغانانو شمېر چې د پناه غوښتنه یې کړې، ۱۵۸۳۹۴  ته رسېده، دا له سوریې وروسته د نورو هېوادونو ترمنځ دویم لوی شمېر پناه غوښتونکي دي. له دې ډلې ۴۷۴۴ هغه ګوښي ماشومان وو چې پر ۲۰۱۵ کال یې د پناه غوښتنه کړې وه. په ۲۰۱۶ کې د دې ډول ماشومانو شمېر ۷۵۰۹  ته رسېده. دا په هغو ټولو هېوادونو کې لوړه شمېره ده چې کډوال یې اوروپاته تللي دي. ( ددغه ډول ماشومانو کره شمېر چې د ټول ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې ورغلي نشته. په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ)

پر ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د ټولو کډوالو يانې د پناه د ۷۴۲۱۲ غوښتنلیکونو په اړه پرېکړې د دې کلونو په لومړیو کې شوې. پر ۲۰۱۵ کال د ۵۶۹۹ کسانو د پناه غوښتنې فیصله شوې دي (۴) خو پر ۲۰۱۶ کال بیا دا شمېر څو برابره لوړ شو او د ۶۸۲۴۶ کډوالو د قضیو په اړه فیصلې وشوې. خو له دې سره سره د نیمايي کډوالو دوسیې لا هم بې برخلیکه دي. په ۲۰۱۵ کال کې ۲۸۴۲ کسانو د دوسیو پایلې مثبتې وې، له دې ډلې ۴۸ افغانانو ته بشپړه دایمي سیاسي پناه ورکړ شوه؛ ۱۶۶۰ کسانو ته بیا د کډوالۍ اسناد ورکړ شول؛ ۳۲۵ ته د خوندیدتوب اسناد ورکړ شول؛ ۸۰۹ کسانو ته بیا (Abschiebeverbot) یعنې داسې اسناد ورکړ شول چې وطن ته یې له سملاسي بیا استولو راګرځوي.

خو له دې سره سره Abschiebeverbot داسې اسناد دي چې بشپړ قانوني خوندیتوب نه لري او د دې امکان شته چې بیرته واخیستل شي. په اصل کې دا ډول اسناد په جرمني کې د اوسېدو لنډمهالی پړاو دی او ښايي بدل شي.

په ۲۰۱۵ کال کې د خوندیتوب دا ډول اسناد او یا هم د اوسېدو دا ډول لنډمهالی حق څه باندې ۴۷ سلنه افغانانو ته ورکړ شوی دی. ( په ۲۰۱۳ کال کې دا کچه ۴۷ عشاره نهه سلنه وه او په ۲۰۱۴ کال کې ۴۶ عشاریه اووه سلنه وه).

که څه هم په ۲۰۱۶ کال کې کره شمېرې نشته خو دا کچه نوره هم لوړه شوې ده. د۶۸۲۴۶افغانو له ډلې چې پر دوسیو یې پرېکړه شوې، ۳۸۰۹۰ ته یې مثبت ځواب ورکړ شوی دی. ( له دې ډلې د ۸۰ تنو سیاسي پناه منل شوې، ۱۳۷۳۳ ته یې د کډوالۍ اسناد ورکړ شوي، ۵۸۳۶ ته یې د خوندیتوب اسناد ورکړ شوي ( ژباړن: دا اسناد هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د کډوالۍ د اسنادو مستحق نه وي خو د دې لپاره وطن ته نه شړل کېږي چې ښايي هلته یې ژوند له ګواښ سره مخامخ شي).

له دې ډلې یې ۱۸۴۴۱ ته داسې اسناد ورکړ شوي چې په لنډ مهال کې وطن ته له بېرته استولو څخه ژغورېدلي دي. له دې سره د افغانانو د خوندیتوب کچه ۵۵٬۸ ته رسېږي.(۵) په ټوله کې د ۲۵۶۳۶ افغانانو دوسیې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۵ کلونو کې رد شوې دي؛ او ۷۶۴۴ دوسیې په نورو بڼو فیصله شوې دي. ( د دوی دوسیې د ډوبلین  دقانون له مخې فیصله شوې دي) (۶)په جرمني کې د بشري حقونو دملاتړ بنسټونه وايي، دغه دوسیي باید د (خوندیتوب په کچه) کې و نه شمېرل شي ځکه پر دوی پرېکړې د پخو دلایلو له مخې نه دي شوي، تش پروسیجرونه یې بشپړ شوې دي. نو ځکه د افغانانو لپاره په رسمي ډول داکچه له ۵۵٬۵نه ۶۱٬۵ ته لوړه شوې ده. دا چې د دې دلیل څه دي، لاندې پرې بحث شوی دی.

په ورته وخت کې،  پر پوله د  لا زیات کنټرول له  امله د  هغو کډوالو شمېر په ۲۰۱۶ کال کې بیا ډېر شو چې دغه هېواد ته له داخلېدو منع شوي وو. د فدرالي پولیسو د رپوټ له مخېپه دوی کې ۲۱۲۰۰ قضیې شاملې وې، خو دا نه ده مالومه شوې چې دوی د کومو هېوادونو دي. د ۲۰۱۶ کال د لومړۍ نیمايي د مالوماتو له مخې، په ۱۳۳۲۴ قضیو کې له هرو څلورو یې یو افغان و او د رسنیو د رپوټونو له مخې ۴۵۸ یې  له اتلسو کلونو ټیټ کوچنیان وو چې ډېرئ یې افغانان دي.

د افغانانو د دوسیو کمېدنه

د ۲۰۱۶ کال په پای کې له ټولو هېوادونو د پناه ۴۱۷۰۷۶ غوښتنې وځنډول شوې او دا شمېره د روان کال پرتله لوړه ده. د ټولو کډوالو د لومړۍ برخې يانې ۱۰۱۳۸۲ کسانو قضیې وځنډول شوې.  د دوی له څلورو برخو نژدې یوه یې افغانان وو او دا  تر هر بل هېواد ډېر ورغلي کډوال وو چې دپورته یادو شویو کډوالو نژدې څلوېښت سلنه ښييٍ. دارنګه په پاتو کډوالو کې چې قضيې يې ځنډول شوې هم د افغانانو شمېر تر نورو ډېر و.

د دې کار لامل دا و چې حکومت هغو قضیو یا دوسیو ته لومړیتوب ورکاوه چې په اړه یې پریکړه ژر کېدلی شوه ( په دوی کې دهغو هېوادونو وګړي شامل وو چې حالت یې نسبتا ښه ښوول شوی او د رد پرېکړه یې ژر شونې وه او یا هم د سوریې او ختیځې  افریقا هېوادونو په څېر وګړي وو چې په اړه یې د هو پرېکړه ژر کېدای شوای)

افغانان په منځ کې پاتې شول  او داسې حالت رامنځ ته شو چې یواځې یې د څو کسانو په اړه پرېکړه وشوه. د افغانانو د یوې دوسیې د څېړنې مهال د نورو هېوادو د درېیو قضیو له وخت سره برابر و. له همدې امله  د ۲۰۱۶ کال په لومړيو څلورو میاشتو کې د داسې ۵۶۰ افغانانو پر دوسیو قانوني اقدامات وشول چې د پناه غوښتنلیکونه یې نابریالي وو.

په ۲۰۱۶ کال کې افغانان بیا هم په هغو کډوالو کې تر ټولو ډېر وو چې د خوندیتوب د کچې کیفیت یې تر نورو ټیټ وو. په دې مانا، چې دوی ته ورکړ شوي اسناد د نورو پرتله کمزوري وو. له جینیوا کنوانسیون سره سم لږ شمېر افغانانو ته د سیاسي پناه او د کډوالۍ اسناد ورکړ شوې دي. (۵۸۳۶ کسانو ته د خوندیتوب او ۱۸۴۴۱ ته بیا داسې لنډ مهالي اسناد ورکړ شوي چې له سملاسي شړنې یې ژغوري). په ۲۰۱۶ کال کې بشپړه سیاسي پناه یواځې ۸۰ افغانانو ته ورکړ شوې وه (صفر عشاریه یوه سلنه) او د کډوالۍ اسناد ۱۳۷۳۳ افغانانو ته ورکړ شوي وو (نژدې ۱۵ سلنه). پر همدغه کال د ۶۸۵۶۲ افغانانو پر دوسیو پرېکړه شوې. (۷)

د افغان-جرمن د کډوالۍ هوکړه

په ټوله کې جرمني حکومت، د کډوالۍ بهیر د ورو کولو لپاره نه یواځې کډوال له خپلو پولو لرې ساتل چې د اوروپا او ترکیې ترمنځ یې د هوکړې په ګډون ګڼ داسې ګامونه واخیستل چې جرمني ته د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي او د کډوالو پام له ځانه واړوي.

د ۲۰۱۵ کال له اکټوبر راهیسې د کډوالو اړوند قوانین او اصول دوه برابر سخت شوي دي. ګڼو ایالتونو کډوالو ته د مېشتځای د ورکړې اصول له سره سمبال کړل. د دې تازه اصولو له مخې کډوال اړ دي چې په کوچینو ځایونو کې ژوند وکړي. که چېرې کډوال له ټاکل شویو اصولو سرغړونه وکړي، ورکړ شوې ټولنیزې اسانتیاوې ترې بیرته اخیستل کېږي. د نویو اصولو له مخې کډوال نه شي کولای له ټاکل شویو مېشتځایونو بل چیرې ولاړ شي. درېیم نوی اصل چې د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې د پارلمان مشرانو جرګې رد کړ، دا و چې هر کډوال ته یې د ټاکل شویو نغدو پيسې اندازه هم راکموله.

په کور دننه افغانستان کې د جرمني حکومت (داسترالیا او اتریش په څیر) داسې تبلیغاتي کمپاینونه هم پیل کړل چې افغانان یې له لویه سره دخپل هېواد له پرېښودلو راګرځول. په ورته وخت کې، د افغانستان او جرمني ترمنځ له تړون وروسته، برلین د هغو افغانانو په بیرته ستنولو کې  ازاد لاس لري چې د پناه غوښتنیې یې رد شوې دي. دغه هوکړه د  ۲۰۱۶ کال د اکټوبر پر درېیمه لاسلیک شوې او د کډوالۍ په برخه کې د افغان – اوروپايي ټولنې د همکارۍ د ګډ سند نوم ورکړ شو. خو تر اوسه خپور شوی نهدی. ( د افغانستان دتحلیلګرانو شبکې یې انګریزي بڼه لیدلې، دلته یې وګورئ).

دافغانستان تحلیلګرانو شبکې ته داسې مالومات هم رسیدلي چې د افغانستان حکومت غوره بولي چې دا سند د (هوکړې) په نامه ونه بلل شي، ځکه دا هغه وخت هوکړه کېږي چې پارلمان یې تصویب کړي، خو داسې نه ښکاري چې پارلمان دې د تایید رایه ورکړي. له سوېډن سره ورته لاسلیک شوې هوکړه د دې لړۍ په لومړۍ څيړنه کې لوستلی شئ. ( په اړه یې نور مالومات دلته کېکاږئ)

په هوکړه کې دواړو لوریو ټینګار کړی چې بیرته ستنول به د کډوالو په خپله خوښه وي او دا به هغه کسان وي چې د پناه غوښتنه یې ردېږي. دا هم ویل شوي چې جرمني له نړیوالو قوانینو سره سم د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه خوندي ساتي. جرمني تضمین ورکړی چې د خپلو قوانینو په رڼا کې د هغو کډوالو خوندیتوب تضمین کړي چې د کډوالۍ له حقونو برخمن دي. په عین حال کې دواړه موافقه کوي چې ( که په خپله خوښه بېرته ستنېدنه پر ټاکلي وخت ونه شوه، د پلې کېدو لپاره به یې له اغیزمنو لارو کار اخیستل کېږي). په هوکړه کې دا هم ویل شوي، هغه څوک چې په خپله خوښه ستنېږي، د کډوالو له شته پروګرام نه به بشپړ برخمن وي او د دې جوګه به هم وي چې راتلونکې کې د کډوالۍ هر ډول امتیازاتو لپاره غوښتنلیک ورکړي.

له دې هوکړې ظاهرا داسې جوتيږي چې د جرمني حکومت افغان کډوال دې ته ټېل وهي چې په خپله خوښه بیرته وطن ته ستانه شي، آن که دا کار د دوی پر غوښتنلیک له وروستۍ پرېکړې او استیناف محکمې ته له تګ وړاندې هم وي. هر کډوال حق لري که د پناه غوښتنه یې په لومړي ځل ردېږي، بلې لوړې محکمې ته عارض شي. ګواښ ښکاره دی: یعنې له جرمني ولاړ شئ، مخکې له دې چې رد شئ او له مرستې پرته هېواد ته واستول شئ، ښه به دا وي چې مخکې له مخکې له دې مرستو استفاده وکړئ او په خپله خوښه وطن ته وخوځېږئ. په جرمني کې ګڼو نادولتي ادارو پر دې تګلاره پراخې نېوکې کړي. په ۲۰۱۶ کال کې ۳۱۵۹ افغانانو له دې فرصته ګټه اخیستې ده.

ایا افغانستان د کډوالو بېرته ستنېدو لپاره خوندي دی؟

د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې جرمنې داسې وښوله چې ګڼې افغانانو سره به ځانګړی چلند کوي. دا چاره تر ډېره په جرمني کې له سیاستوالو، عامه خلکو او رسنیو سره تړاو لري. د جرمني د فدرالي ادارې د کورنیو چارو  وزیر توماس دي مېزر د کډوالو اړوندو مسایلو په اړه د کابینې دغونډو مشري کوله. دی د لومړۍ وزېرې د ګوند سړی دی. د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر پر ۲۸ یې یوه کنفرانس ته وویل ( د وېډیو لپاره یې دا ځای کېکاږئ)«د جرمني پوځیانو او پولیسو د افغانستان په امنیت کې لاس کړی دی، دافغانستان له پرمختګ سره یې ډېرې مرستې کړي. نو تمه دا کېږي چې دوی په خپل کې وطن کې پاته شي». نوموړي په همدې خبري ناسته کې وویل دمنلو نه ده چې جرمني تهپهورتلونکو کډوالو کې له سوریې وروسته تر ټولو ډېر افغانان وي. ( د ده  خبرې هغه مهال د ټولې اوروپاپه کچه سمې وي ځکه چې جرمني ته د تلونکو افغانانو کچه په کې تر ټولو پورته راتله.)

د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر دویمه نوموړي د اوروپايي ټولنې د کورنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې اعلان وکړ «موږ غواړو افغانستان ته دا پیغام ورسوو چې افغانان دې هماغلته په خپل وطن کې پاته شي. موږ مو له اوروپا مخامخ  افغانستان ته بیرته استوو.» یوه میاشت وروسته هغه بیا وویل « ستاسې له شړنې سره ګڼ کډوال خپله بیرته وطن ته ځي» ( په دې اړه نورمالومات دلته کېکاږئ)  که  څه هم په جرمني کې دا ډول چلند ننګول شوی. د دې چلند ننګوونکي د لومړۍ وزیرې میرکل د ګوند ځینې غړي دي چې له کوچنیو ټولنیزو ډلو سره هم ملګرتوب لري. دویم هغه بنسټونه یا این جیو ګانې دي چې د دې ډول چلند سره مخالفت کوي.

حکومت په لومړیو کې ادعا وکړه چې جرمني کې دافغانانو د پاتېدو چانس ډېر لږ دی. ځکه حکومت پرېکړه کړې وه چې د هغو هېوادونو وګړی په جرمني کې پاتېدای شي چې دخوندیتوب کچه یې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له پنځوس سلنه لوړه وي.

د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د افغانانو لپاره د خوندیتوب کچه تر پنځوس سلنې ښکته وه (په۲۰۱۶ کې لوړه وه). دا تګلاره هغو ناحکومتي ادارو غندلې چې د کډوالۍ برخه کې کار کوي. په دې ادارو کې تر ټولو ستره یې «پرو ازیل» ده. هغه وایي له ټولنیز پلوه پر ډلو د کډوالو وېشل د دوی پناه غوښتنې له خطره سره مخامخوي او ورسره د دوی د کډوالۍ اساسي حقونه هم تر پښو لاندې کېږي. د دې بنسټ په وینا، د هر کډوال قضیه باید جلا وڅیړل شي، نه په ډله ییز ډول. خو حکومت دا ډول ادعاوې نه مني.

د جرمني حکومت  افغانستان ته، په ځانګړي ډول ځینو برخو ته یې، د داسې خوندي سیمو په سترګه ګوري چې رد شوي کډوال په کې له وېرې پرته ژوند کولای شي. خو پر دې شک کيږي؛ په ځانګړي ډول د جرمني د حکومت فدرالي ادارې پرې لا ډېر شک کوي او د کډوالو لپاره یې د مناسب چلند د اصولو له مخې ننګوي. ( دا اصول دلته په کېکاږلو وګورئ) د دې څیړنو لیکوالان کاږي له قانوني او سیاسي پلوه بدلونونه د کډوالو په تړاو پرېکړې اړولی شي. د دې ترڅنګ په هغو هېوادونو کې هم حالت بدلېدونکي دی چې اوروپا او یا هم جرمني ته ترې کډوال ور درومي. نو هم په جرمني کې د سیاسي حالاتو بدلون او هم په هغو هېوادونو کې د پېښو بدلون چې کډوال ترې ور روان دي، د کډوالو پر برخلیک اغیز ښندلی شي.

په ورته وخت کې  د ۲۰۱۶ کال په ډېسمبر کې د برلین ترهګریز برید، په همدې کال کې د یوه افغان له خوا پر یوې میرمنې جنسي تیری او په یوه اورګاډي کې برید په جرمني کې خلک دې ته وهڅول چې د کډوالو تر منځ د مجرمینو د شړنې بهیر چټک کړي. (۹) اوس داسې ښکاري چې افغانستان ته د کډوالو د ستنولو کچه راکمه شوې. دا اټکل له دې کېږي چې په یوه فیسټوال کې د شرابو  د شیندلو په جرم (چې چاته په کې زیان وانه وښت) یوه افغان ته د شړنې وخت ټاکل شوی و خو وروسته وځنډول شو. اوس روښانه نه ده چې دغه افغان وطن ته استول شوی او کنه. ( په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ)

په هغو۶۰ افغانانو کې چې د ۲۰۱۶ کال په ډېسمبر او د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې افغانستان ته ولېږل شول، د جرمني حکومت د مالوماتو له مخې، په خوښه د ستنو شویو ترڅنګ ځينې مجرمان هم وو. خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړ شوي. په جرمني کې د رسنیو د مالوماتو له مخې، افغان حکومت له دې مسالې نه و خبر.

افغانان د دويمې درجې کډوالو په بڼه

د حکومت تګلارې د داسې یوه سياسي چاپیريال له رامنځ ته کولو سره مرسته کړې چې له مخې یې افغانانو ته په ډېرېدونکي ډول د هسې چا په سترګه وکتل شي چې د بشپړ خونديتوب مستحق نه ګڼل کېږي. دوی ددې پر ځای چې له جګړې د تښتېدلو کډوالو په توګه وبلل شي، تر ډېره ورته د اقتصادي کډوالو په سترګه کتل کېږي. د اوروپا د کډوالۍ تګلارې بنسټ مشره سوسن فرتزیک چې مرکز يې په بروکسل کې دی، وايي: «په عامو خلکو کې دا  ذهنیت بېخي روڼ شوی چې د کومو  هېوادونو خلک له قانوني پلوه د کډوالۍ مستحق دي».

دا واقعیت په جرمني کې د افغانانو پر وړاندې دسیمه یيزو ادارو په چلند کې منعکس شوی دی. د جرمني فدرالي سیستم د خپل جوړښت له مخې، ورغلو کډوالو ته د اوسېدو لار جوړوي او کار ته د لاسرسي له پاره کډوالو ته ژبه زده کوي، خو دا هغه مهال کېږي چې دوی ته دخوندیتوب ضمانت ورکړ شوی وي. (۱۰)

د جرمني رسنیو، خیریه موسسو او بیلا بیلو رضاکارانو ګڼ داسې رپوټونه خپاره کړي چې افغانان په ډېرېدونکي ډول له دغو پروسو ایستل شوې دي. مثلا، په شمالي ښارسترالسند کې د اداري دلایلو له مخې افغان کډوال له اپارتمانو ایستل شوي او بیرته هغو ځایونو ته استول شوي چې وګړي په کې ډله ييز اوسېږي. (په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ). په باویریا ایالت کې، د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې حکومت داسې قاعده اعلان کړه چې له مخې یې د هغو هېوادو کډوالو ته د کار اجازه محدوده شوه چې په جرمني کې د پاتېدو لږ چانس ولري.رضاکارانو د مونیخ او ګرېسېچ پارتېنکرېچن ښارو له ځینو سیمو رسنیو ته ویلي چې سیمه يیزو چارواکو لا دمخه له ځینو کسانو، په ځانګړي ډول له افغانانو او پاکستانیانو د کار اجازه لیک بیرته اخیستل پیل کړې دي. له افغانانو سره توپیریز چلند آن د جرمني د سیمه ییزو چارواکو هغو ادارو ته غځېدلې چې د کورنیو چارو وزارت کې د کډوالو اړوندې قضيې څیړي او د پناه غوښتنې په اړه یې وروستۍ پرېکړې کوي.

ځینې بېلګې هم راوړل شوې دي.

  • پناه غوښتونکي د خپلو مسوولیتونو او حقونو په اړه سم نه دي پوهول شوي.
  • پناه غوښتونکي د استازولۍ لپاره کافي قانوني وکیلانو ته لاسرسی نه لري.
  • هغه کړنلارېچټکې شوې چې اړینو بهیرونو ته د لاسرسي مخه نیسي او په دغو بهیرونو کې پر ځيروالي او عادلانه توب منفي اغېز ښندي
  • استیناف ته د تللو بهیر د ځینو دلایلو له مخې ټکنی دی
  • د پناه غوښتنې پر شخصي دلایلو کافي غور نه کېدل
  • استیناف محکمو ته د راجع کېدو لپاره د چارواکو چلند یو اړخیز وي
  • دژباړې ستونزه چې د پناه د غوښتلنیک بري ته لوی زیان اړوي
  • د محاکمو پرمهال د ځوابونو لپاره لیکلې بڼه جوتوي چې تصمیم نیوونکي د کډوالو قضیو ته ډېر پام نه کوي

لیکوال د کډوالو داسې بېلګې هم راوړي چې ښيي چارواکو سم چلند ورسره نه دی کړی او همدا داسې شکونه راپورته کوي چې د کډوالوله خوا د پناه غوښتنه د هغه دکړېدو پیل دی. په هامبورګ کې د ديدایت په نامه اوونيزې خپرونې په يوه څیړنه کې چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې خپره شوه، د کډوالو اړوند د ځینو چارواکو له خولې لیکلي چې «اوس په ځانګړي ډول هیله دا ده چې د ګڼو افغانانو غوښتنلکیونه رد شي».

نو اوس داسې ښکاري چې همدا لړۍ به دوام ومومي. په ۲۰۱۶ کال کې له جرمني نه په خپله خوښه ۳۲۰۰ کډوال افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوې دي. (د ۲۰۱۵ کال شمېرو لپاره دلته کېکاږئ) له ۱۲۹۳۵ کسانو څخه څلورمه برخه یې بویه له جرمني ووځي، ځکه له وړاندې یې د پناه غوښتنې رد شوې دي. (په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ) د حکومت د رسمي دريځ له مخې هغه کسان چې د پناه غوښتنې یې بشپړې رد شوې دي، باید له جرمني ووځي. ( په ډله کې هغه کسان نه دي شامل چې د ګڼو رسنیو د رپوټونو له مخې د کډوالۍ چارو دقانوني اداري بهیرونو له امله ستړې شوي او غواړي ستانه شي).

د ازېل پرو په څیر این جیو ګانې ګواښنه کوي چې کډوال دې وار له مخې د پناه غوښتنې بهیر نه پرېږدي. آن د فوکس مجلې په څېر هغه رسنۍ چې د محافظه کاره اړخ پلوۍ دي، وايي په جرمني کې د افغان کډوالو په تړاو تګلاره بې پرې نه ده او د کډوالو ترمنځ توپیریز چلند کوي.

د وېرې او شک چاپیریال

دېډول حالاتو په افغانانوکې د وېرې یو چاپیریال رامنځ ته کړی دی. مثلا، په هامبورګ کې ځینو رضاکارانو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې ګڼ افغانان، په تېره بیا ځوانان دندې او مسلکې زده کړې پرېږدي او خوندي ځایونه ګوري، ځکه د دوی په باور وطن ته استول کېږي نو مسلکي روزنه یې په جرمني کې په ښه نه راځي. داسې رپوټونه هم شته چې د ۲۰۱۶ کال د ډېسمبرد شړنو او ځینو پخوانیو مسالو له املهیو شمېر کسانو د ځان وژنې هڅې هم کړې دي. ( په دې اړه د رسنیو رپوټونه دلته کېکاږئ)

د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې له ټاکنو مخکې، د حکومت پر تګلارو بحث ته اړتیا شته. یو داسې حالت رامنځ ته کېدونکی دی چې په تېرو څو لسېزو کې لومړي ځل په پارلمان کې د کډوالوضد ګوند مخکې ښکاري. د افغانستان او جرمني حکومتونو ترمنځ د کډوالو د بېرته ستنولو هوکړه به د ټاکنو له کمپاین سره هم مهاله روښانه شي. په دغه هوکړه کې ویل شوي چې په لومړیو شپږو میاشتو کې به په هره الوتنه کې د ستنېدونکو کډوالو شمېر ټیټ یانې تر ۶۰ پورې ساتي. دا موده، د دې هوکړې د لاسلیک یانې د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر له دویمې نیولې  د ۲۰۱۷ کال د اپرېل تر دویمې پورې مهال رانغاړي.

سره له دې چې په شوې هوکړه کې نه ديویل شوي چې څومره الوتنې به په څومره وخت کې کېږي، خو په کې روښانه شوې چې د ۲۰۱۷ کال له اپرېل وروسته د بیرته ستنېدونکو شمېر لوړېدای شي. له افغانستان سره ددې هوکړې له لاسلیک سملاسي وروسته اړوند وزیر دجرمني فدرالي وزیرانو ته لیک واستاوه چې له ځنډ پرته یې عملي کړي. ( په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ) ځکه د دوی په وینا اوس د دغه کار لپاره غوره بنسټ شته.

خو له دې سره سره لومړۍ الوتنه ایله تر ډېسمبره چمتو شوه، ځکه ځینو په دې برخه کې له همکارۍ ډډه کوله. تر ټولو لومړی دلیل یې دا دی چې په جرمني کې دفدرالي حکومت ځینو ارزونو ښووله چې په افغانستان کې له امنیتي پلوه حالت ښه نه دی او ښايي دا کارپه زوره د کډوالو د ستنولو په مانا شي. خو له دې سره سره، په لومړیو الوتنو کې هغه  افغان کډوال وو چې له کلونو راهیسې یې د پناه غوښتنې رد شوې وې او د ستنولو پرېکړه یې هم د کورنیو چارو وزارت کنفرانس کړې وه.

په ۲۰۱۵ کال کې د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت په فشار او په دې دلیل چې په افغانستان کې یواځې ځینې برخې امن وبلل شوې، ځانګړو ایالتونو په جرمني کې افغان کډوال پر خپل حال پرېښودل. دا کار له هامبورګ نه پیل شو ( هامبورګ، بندري ښار دی چې له ډېر پخوا په کې ګن افغانان مېشت دي. نورو ایالتونو هم په عمومي ډول وويل چې دوی هم هغې پرېکړې ته ژمن پاتېږي چې له خپلې خوښې پرته افغانان بېرته هېواد ته نه ستنوي. ویل کېږی چې په دې ایالتونو کې برلین، رینلند پالاتینوم، کوز ساکسوني، بریمن او شلېسویګ – هولستین شامل دي. د رینلنډ پالاتینوم د بیا ادغام وزیرې انې شپېګل د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې ویلي و «زه افغانستان ته د کډوالوستنولو ته لا هم هلته حالاتو ته په پام سره د شک په سترګه ګورم». نو له دې داسې جوتیږي چې لا هم د فدرالي حکومت په ارزونو پوره باور نه شته. په نومبر کې د کورنیو چارو ایالتي وزیرانو شورا له فدرالي ادارې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان امنیتي حالت د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي ادارې او آی او اېم سره په ګډه تازه کړي. پر دې بنسټ د کډوالو له پاره د ملګرو ملتو د عالي کمشنرۍ چمتو شوي رپوټ (یواځې په جرمنۍ ژبه دلته ترلاسه کېدلی شي) لکه هغسې چې یوې جرمنۍ ورځپاڼې لیکلي «په ډېپلماتیکو خو ورسره ورسره په رڼو ټکو» د حکومت له ارزونې سره تناقض درلود. د آی او ایم رسمي ځواب لا نه دی رامخ ته شوی. خو د ۲۰۱۶ کال په ډېسمبر کې د دې ادارې عمومي مشر، له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د حکومت د دریځ ملاتړ  کړی دی. له دې ناروښانتیا وروسته، د رینلنډ پالاتینوم ایالت د  کورنیو چارو وزیر له خپلې ایالتي اسمبلې نه غوښتنه وکړه چې تر څو د افغانستان دحالتو ارزونه تازه شوې نه وي، کډوال پر خپل حال پرېږدئ.

ایا له افغانانو سره به د جرمني چلند بیرته سم شي؟

اوس به دا معلول وي چې دا وروستۍ پرمختیاوې، په تېره بیا څه باندې پنځوس سلنې ته د افغانانو د ۲۰۱۶ کال د خوندیتوب اجازې لوړېدل به سیاسي انګازې ولري او که نه او افغان پناه غوښتونکو ته به په ټولنه کې بیاګډېدو او د ژبې کورسونو، د کار اجازې او کارونو او  حرفه یي روزنې ته عادلانه لاسرسی بیا شونی کړی او که نه.

ګڼو هغو خیریه ټولنو چې د کډوالو په برخه کې کار کوي او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې جرمني کې اړوند چارواکي د ډېرو هغو افغانو کورنیو د غوښتنلیکونو کار پرمخ وړي چې د پناه لپاره یې چانس ډیر دی خو اوس د ۲۰۱۶ کال له ډېسمبر راهیسې د ډېرو کمو افغانانو قضیې مخ ته وړل کېږي او له همدې سره اټکل دی چې د دوی لپاره د خوندیتوب ویزو کچه یو ځل بیا ډېره ولوېږي.

د یوې لویې نادولتي ټولنې یو څیړونکی چې په همدې برخه کې کار کوي او د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې یې وغوښتل چې نوم یې وانه خلي د کډوالۍ په اړونده اداره کې د خپل یوه کس له خولې وایي چې دغې ادارې تر اوسه د هغو افغان کورنیو غوښتنلیکونه ارزولي چې د منل کېدو ډېر چانس یې درلود خو دا چې اوس مهال – د ۲۰۱۶ کال له ډېسمبر راهیسې – له څړه یا مجردو افغان سړیو سره مرکې درول شوي او له دې امله د کډوالۍ اړونده اداره اټکل کوي چې یو ځل بیا به د «خونديتوب» په نامه ورکړ شوې اجازې خورا ولوېږي. له دې امله هغه ته ویل شوي چې «غوره نه ده» د افغانانو د ارزونې «خراب چانس د منل کېدو پر امکان» واړول شي.د کورنیو چارو فدرال وزیر دغه راز د المان غږ راډیو دري خپرونې ته د ۲۰۱۶ کال د ډېسمبر په لومړیو کې وویل چې د ۲۰۱۶ کال له پاره به د «خوندیتوب اجازې د کچې لوړول» افغانانو ته په ټولنه کې د ګډېدو کورسونو دروازې بېرته پراننیزي. په پارلمان کې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۱۷ د حکومت ویاند د یوې شفاهي پوښتنې په ځواب کې په ښکاره ډېر ډېپلماتیک وغږېد ویې ویل چې دا پوښتنه اوس مهال «تر څېړنې لاندې ده».

پاپله

کله چې د ۲۰۱۵ کال په دویمه نیمايي کې اوروپا ته د کډوالو د تګ سیل ولوېد، لوی لاملونه یې د پولو ټینګول، د قوانینو سختول او په ټولنه کې د ادغام لپاره له دوی سره د بشري مرستو کمول وو. د دې ترڅنګ،  ځینو کډوالو ته د دویمې درجې په سترګه کتل کېدل، په دې مانا چې په هماغه یوه هېواد کې ورسره توپیري چلند کېده. د حکومتونو له نظره، د افغانستان او جرمني ترمنځ د رد شویو کډوالو د بیرته ستنولو هوکړې هم جرمني ته دافغان کډوالو علاقه بې خونده کړه. سره له دې چې د ترکیې او اوروپايي ټولنې هوکړې د سوري کډوالو پر بهیر اغیز ونه کړ خو پر افغانانو یې تاثیر په ځانګړي دول جوت و.

دا اغیز د ۲۰۱۶ کال له مارچ را وروسته په ټولیز ډول اوروپا ته د افغان کډوالو د تللو په بېلګه کې خورا څرګند و. خو په ټوله کې دې ګامونو افغانان د خپل هېواد له تېښتې را ونه ګرځول؛ یواځې دا توپیر رامنځ ته شو چې افغانان نور په اسانۍ اوروپا ته نه رسېږي. ممکن ځینې ښايي له اوږده او خطرناک سفر نه په شا شوې وي چې برخلیک یې نامالوم دی؛ کډوال د اوږدې مودې لپاره په پولو کې ایسار پاتې وي او له همدې وجې دا ښه ګڼي چې بیرته هېواد ته وکوچیږي. د دې ډول کډوالو لپاره حالت نور هم مخ په خرابېدو دي. د  افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړونکو مارټین وان او ایېلېنا بیلیثا له سربیا نه دا حالت ښه روښانه کړی دی. ( په دې اړه نو مالومات دلته کېکاږئ)

د ۲۰۱۶ کال پرمهال، په عمومي ډول د کډوالو په شمېر کې کموالي په جرمني کې هم منفي اغیز درلود. په جرمني کې د کډوالو د ملاتړ د خورا لویې این جیو یا بنسټ پرو ازیل اجراییوي مشر ګونتر برخارد وايي « په داسې حال کې په یونان کې کډوال په کوڅو کې شپې تېروي او د نوم ليکنې لپاره فرصت نه شي موندلی خو په جرمني کې بیا د اوسېدو نژدې ټول ځایونه تش پراته دي.»

سره له دې چې جرمني په اوروپا کې د نورو هېوادونو پرتله له کډوالو سره ښه چلند کوي، خو په دې کې پاتې راغلې چې د اوروپا له نورو هېوادونو سره همغږي رامنځ ته کړي. په افغانستان کې بیا دخلکو تېښته له وطنه اوروپا ته همغسې روانه ده، نو له دې داسې اټکل کیږي چې په دې بهیر کې بدلون نه ښکاري؛ او امنیتي حالت هم لا بتر شوی دی. په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې روانه جګړه، ویره او راتلونکی نا څرګند برخلیک خلک دې ته لا هڅوي چې له خپله هېواده پښې سپکې کړي. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړنه دلته کېکاږئ)

نو دې حالاتو ته په پام سره، افغانستان ته د کډوالو ستنول له ستونزو ډک بلل کېږي. همدې حالت په اوروپا کې د حکومتونو پر تګلارو هم اغیز کړی او په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې یې د نورو تېرو کلونو پرتله لږ افغانان وطن ته ستانه کړي دي. خو له دې سره سره، په خپله خوښه د ستنېدونکو کډوالو دتګلارې تر ډېره ملاتړ کيږي او غوره بلل کېږي، او د زور لارې بیا لږ ملاتړي لري. د جرمني او افغان حکومت ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته داسې تمه کېده چې په ټولنه کې به د ادغام بهیر بیرته پیل شي، خو لا هم تر دې مهاله نه دی پیل شوی. خو له دې سره سره د کډوالو د مخنیوي لپاره په کور دننه هر اړخیزې سیاسي او مالي پانګونې ته اړتیا ده. دا رنګه د دې ټولنیزواقتصادي ستونزو د حل لپاره د روانې جګړې مخنیوی هم اړین دی. دا هم د یادونې وړ ده چې د افغانستان دولت باید د خپلو خلکو لپاره عامه خدمات په لویه کچه ښه کړي.

۱- همغسې چې د دې څیړنو دلړۍ په لومړۍ هغې کې یادونه وشوه، د جرمني حکومت لا هم همغه ناسمې شمېرې کاروي چې د ۲۰۱۶ کال په کلني رپوټ کې راغلې دي. دا رپوټ د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې خپور شو. ( په دې اړه نور مالومات دلته کېکاږئ) د کډوالو په اړه وروستی رپوټ چې شمېرې یې تر ټولو کره شوې دي، د ۲۰۱۶ کال په ډېسمبر کې خپور شو. (دا رپوټ دلته لوستلی شئ)

۲- د دې رپوټ له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې ۷۷۱ افغانانو ته وېزې ورکړل شوې دي، د دې ترڅنګ ۲۰۰۰ نورو افغانانو ته چې کورنۍ هم پکې دي، د جرمني وېزې ورکړ شوې دي.

۳- د دې کټګورۍ د پاتې ۲۲ عشاریه پنځه سلنې په اړه توضیحات نه دي ورکړ شوي، خو داسې اټکل کېږي دا هغه کسان دي چې د پناه غوښتنې یې ځنډېدلې دي. هغه افغانان چې په ناقانونه بڼه په جرمني کې اوسېږي، دلته پرې بحث نه دی شوی؛ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په دې اړه هیڅ اټکلي شمېرې هم نه دي موندلي.

۴-  د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې د جرمني فدرالي حکومت د پارلمان د يوې څیړنې په ځواب کې په حیرانوونکي ډول بشپړې متفاوتې شمېرې ورکړې. دوی ویل د ۳۱۹۰۲ کسانو د قضیو په اړه پرېکړه شوې چې دا شمېره له هغو پنځه ځله ډېره ده چې په کلني رپوټ کې راغلې دي. دارنګه د ۲۰۱۵ کال شمېرې هم له دې سره سر نه خوري.

۵- د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ نیمايي کې د هغو افغانانو شمېر چې عمرونه یې له اتلسو کلو کم وو، په دې ډول دی: د۳۳۱ دوسیو په اړه پرېکړه شوې؛ په دوی کې ۹۸ ته د کډوالۍ اسناد ورکړشوې دي، ۲۵ ته د خوندیتوب اسناد ورکړ شوې دي او ۱۱۲ ته داسې اسناد ورکړ شوي چې د لنډمهال لپاره یې وطن ته له شړنېوژغورل شي خو دا فیصله هر وخت بدلیدای شي. په دې سره د خوندیتوب کچه ۷۱ سلنې ته ورسېده. د۳۸ کسانو د پناه غوښتنې رد شوې دي.

د ۵۸ کسانو دوسیې د ډوبلین د قوانینو او نورو اصولو له مخې تړل شوې دي. په ټوله کې د دې کسانو د غوښتنو بهیر په منځني ډول لس نیمې میاشتې وخت نیولی خو د ټولو کسانو د قضیو څیړلو څه باندې اووه میاشتې وخت نیولی دی.

۶- دې این جیو ګانو په ټوله کې د ډوبلین قوانین ننګولې دي  ځکه د ډوبلین د قوانینو له مخې د کډوالو لپاره د خوندیتوب کچه ډېره راښکته شوې ده. د ډوبلین د قوانینو له مخې دا کډوال په جرمني کې د خوندیوب حق نه لري. د دوی وړاندیز دا و چې دا کډوال دې د ډوبلین له قوانینو وایستل شي او خونديتوب دې ورکړ شي. ( ژباړن: د ډوبلین د قانون له مخې، هر کډوال چې اوروپا ته ځي، د دې اتحادیې په هغه هېواد کې به پناه غواړي چې لومړی ورننوځي). که دا کار شوی وی او افغانان د ډوبلین قوانینو نه بچ شوي وای، نو په ۲۰۱۵ کال کې به د افغانانو د خوندیتوب کچه له پنځوس سلنې اوښتې وای او جرمني کې به یې د ادغام فرصت ډېر وای.

۷- په ورته وخت کې، د دې کال په دویمه نیمايي کې د افغان کډوالو شمېر په کمساري ډول ولوېد. په ډېسمبر کې د پناه غوښتنو شمېر ۱۹۸۴۰ ته رسېده خو په سپټبمر کې ۵۴۵۱ ته راښکته شو، په نومبر کې ۲۹۳۷ او بالاخره په ډېسمبر کې ۱۸۲۲ کسانو ته راښکته شو. دا شمېرې په شپږو میاشتو کې نژدې لس سلنه راکمې شوې. دلیل یې روښانه نه شو، ښايي د پناه غوښتنې له اوږدو بهیرونو کډوال ستړي شوي وي. د کډوالو قانوني فعالینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي چې جرمني کې چارواکي لومړیتوب دکورنیو غوښتنلیکونو ته ورکوي، ځکه د  اسنادو د منل کېدو  چانس یې له هغو ډېر دی چې څړه یا ګوښي جرمني ته تللې دي.

۸- د آی او اېم د پروګرامونو له مخې ( نور مالومات دلته کېکاږئ)، هر بالغ افغان ته چې وطن ته استول کېږي، ۲۰۰ یورو د ټرانسپورټ لګښت ورکول کېږي، پر هغه ماشوم چې عمرونه یې له ۱۲ کم وي، ۱۰۰ یورو لګښت راځي. خو د آی او ایم یوه ویاند ویل چې هر افغان چې له جرمني استول کېږي، په هوايي ډګر کې ۷۰۰ یورو ورکول کېږي. خو د آی او اېم له نورو مرستو سره یوځای هر افغان ته ټولې له ۸۰۰ تر ۲۵۰۰ یوروورکول کېږي. دا پيسې هغه چاته ورکول کېږي چې ځانګړی شرایط پوره کړي. هغه څوک چې په خپله خوښه ستېږي، او بالغ وي په لومړي سر کې ۵۰۰ یورو لپاره غوښتنه کولی شي او که ماشوم وي ۲۵۰ یوور ته غوښتنلیک سپارلی شي. او هغو کورنیو ته چې په خپله خوښه د ډوبیلن د قوانینو له مخې لومړني هېواد ته چې ګوتې یې پکې لګولي، ستانه شي، حد اکثر ۱۵۰۰ یورو ورکول کیږي.

۹ـ د اوسنيو قوانینو له مخې هغه کډوال چې شتوالی یې د هېواد امنیت او یا عامه ټولنې ته ګواښ وي، له شړنې څخه معاف نه دي. اوس ځینې سیاستوال (له ښي اړخو پرته) د هغو کډوالو لپاره د شړنې غوښتنه کوي چې کوچنۍ سرغړونې کوي، ان که دا غلطۍ له ټیکټ پرته بیا بیا د ترانسپورت کارول او یا هم د اوسېدو د مقرراتو ماتول وي.

۱۰- په سویس کې یوه څيړنه (په دې اړه نور دلته کېکاږئ) ښيي چې د پناه غوښتنلیک د سپارلو او په اړه یې دپرېکړې ترمنځ واټن اوس ډېر کم شوی او له همدې وجې منل شوي  کډوال دنده هم موندلی شي.

۱۱-  د این جیو ګانو په لیک کې راغلې: نیمګړتیاوې له وړاندې په هغه رپوټ کې راوړل شوې وې چې په ۲۰۱۵ کال کښل شوی دی. او دا هغه څه دي چې د لیکوالانو په وینا په جرمني کې پرې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو په بهیر کې غور په کار دی. په دغه رپوټ کې دا هم ویل شوي چې دا اوږد بهیر یواځې له دې امله نه دی رامنځ ته شوی چې په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه ډېر وو.

لیکوالان: