Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

د وطن پرېښودل : دقاچاقبرۍ شبکه، کډوالي او ترکیه کې مېشتېدنه

نوح ارجمند 8 دقیقې

(لومړی برخه)

ترکیه دافغان کډوالو لپاره د سفر پیل او پای دی. زرګونه افغانان د ښه ژوند په لټه استانبول ته تللي دي. همدا ښار اروپايي ټولنې ته پر لار د ختیځ او لویديځ ترمنځ د پْله بڼه لري. د دې ترڅنګ په استانبول کې زرګونه کډوال پاتې شوي او د کډوالو یوه پراخه ټولنه یاشبکه یې هم جوړه کړې ده. په دوی کې یو شمېر له هغو سره چې له همدې لارې تېرېږي، مرسته کوي او ځینې یې ترې خپله ګټه هم پورته کوي.

په دې څيړنه کې نوح ارجمند، ترکیه کې دافغانانو ژوند ته کتنه کړې. څيړنه کې دارنګه د کډوالو په تړاو د ترکیې او ملګرو ملتونو د تګلارو پایلو ته هم کتنه شوې چې کډوال کوم ډول اقتصادي کارونه کوي. په ټولیز ډول، د وګړو نکلونو کې روښانه شوې چې په ترکیه کې په مېشتو افغانانو کې څړه ګان (مجرد سړي)، کورنۍ، کله ناکله ګوښې میرمنې، د قانوني اسنادو لرونکي، پناه غوښتونکي، ناقانونه کډوال، انساني قاچاقوړونکي او هغه کسان هم وو چې له وړاندې د اروپا په نیت له ترکیې وتلې دي.

په دې څيړنه کې د ۲۰۱۶ کال د جون او اګست ترمنځ له ۳۳ کسانو سره مرکې شوي دي، چې په ترکیه کې میشت افغان کډوال، د نا دولتي ټولنو (اینجوګانو) کارکوونکي او د افغان کاریګرو یو ترکی مشر هم رانغاړي. د ځینو کسانو نومونه اړول شوي او یا په مرکو کې ورته بل نوم اخیستل شوی دی. د دې کار ګټه دا ده چې د دغو کسانو پيژندنه خوندي پاتې شي چې سپینې خبرې وکړی شي. د دې سمبالښت هدف دا دی چې ترکیې ته د پخوانیو تللو افغانانو تجربې هم راوړل شي. خو دا د دې مانا نه لري چې د ټولو افغانانو استازولي وکړي. د دې څیړنې مالي ملاتړ په کابل کې د جرمني د فریدریخ ايبرت ستېفتنګ دفتر کړی دی. دا له څلورو څیړنو یوه ده.

ترکیې ته تلل

آصف  پر ۲۰۱۰ کال چې ۲۳ کلن و، استانبول ته تللی دی. دی چې د کندوز تاجک دی، ملګرو یې پر فیسبوک ورته ویلي چې په ترکیه کې کار موندلی شي. آصف چې ډېر لږ یې د ترکیې په اړه مالومات درلودل، له خپل تَربْره (کاکا زوی) حمید سره یو ځای ۱۰۰۰ ډالره پیدا کړل. هر یوه ته یې ۱۴۰۰ ډالره په کار و چې قاچاقبر ته یې ورکړي چې له ترکیې یې یوه ملګري ورپيژندلی و. آصف او حمید دواړه د پاکستان د کوټې او ايران له لارې له ګڼو نورو کورنیو او  خلکو سره یو ځای ترکیې ته واوښتل. په استانبول کې یې ملګرو ورته ویلي وو چې په استانبول کې د زیتونبرنو سیمې ته ورشي. دا سیمه د اتاترک هوايي ډګر او د یوه پخواني سیاحتي ښار ترمنځ پرته ده. هغه افغانان چې  په ۱۹۸۰ لسیزه کې له جګړو تښتېدلي وو، هم په همدې سیمه کې مېشت دي نو له همدې وجې دا سیمه کډوالو ته د کړۍ بڼه لري. آصف او حمید په دې سیمه کې داسې افغانان وموندل چې آن هلته یې آن خپل رستوران هم جوړ کړی و. دا رستوران یوه ازبک تورکمنه افغان جوړ کړی چې د روسانو له جګړې ورمهاجر شوی و. هغه قاچاقبر، چې دوی یې تر ترکیې رسولي و، د ترکیې د ټوکرانو په یوه  وړه فابریکه کې یې کار هم ورته وموند. همدې کار د دوی نور ګاونډیان هم وهڅول چې ترکیې ته د کار له پاره ورشي او د دوی د لګښت په پرې کولو کې یې هم مرسته وکړه. د خپلو لګښتونو له ورکولو وروسته، هر یوه هغه ۴۰۰ ډالره هم قاچاقبر ته ورکړل چې ترې پور کړي یې وو.

ذبیح الله مخکې له دې چې ترکیې ته قاچاقي ولاړ شي، ګڼ کلونه یې په ایران کې کار وکړ. دی په ۲۰۱۰ کال کې، چې کله ۳۰ کلن و ترکیې ته ولاړ. دا هغه کال دی چې آصف هم په کې ترکیې ته اوښتی و. هغه دافغانستان په فاریاب ولایت کې مېرمن او پنځه اولادونه پرېښي وو. ذبیح الله د زیتون برنو په ځای مخامخ کوچوکسو ته ولاړ. دا سیمه د استانبول په شمال کې پرته ده او په همدې ځای کې یې ورور بسم الله کور درلود. ذبیح الله چې په خټه ازبک دی، ترکي ژبه یې چې ازبکي ته ورته ده، په ایران کې د استوګنې پر مهال له ټلوېزیون زده کړې وه. نوموړي په تهران ښه مهارتونه خپل کړل او ترکیې ته پرې سمبال واوښت. په ترکیه کې ده ته د کردانو له کارګر ګوند پرته چې وېرولی یې و، نور ټول خلک د ایران پرتله ډېر اشنا وو. ځکه په ایران کې له هغه سره توپيري چلند کېده.

که زیتونبرنو په ترکیه کې دافغانانو مرکز او اروپا ته دتلونکو کورنیو د راټولېدو سیمه ده، کوچوکسو هم د زرګونو افغانانو د اوسېدو ځای دی. دغلته په ځانګړي ډول ډېر هغه اوزبک توکمي اوسېږي چې ګوښي ترکیې ته تللې دي. له یکشنبې پرته، په اوونۍ کې هره ورځ سلګونه افغانان پر مهمو څلور لارو ټولېږي چې ورځیني کارونه پیدا کړي. د کار ترکي مالکان یې هره ورځ په خپلو موټرو کې ودانیزو چارو، بڼوالۍ، کرنیزونو کارونو او یاهم د ناولتیاوو پاکولو ته ورسره بیايي. په ۲۰۱۰ کلونو کې تر ټولو ډېر افغان کارګر همدې ځای ته ورغلي وو. د ذبیح الله په وینا، دوی په تیره لسیزه کې ورو ورو ترکان، په ځانګړي ډول کردان له خپلو ځایونو پاڅول. (۴)

قیس دوه کاله پوهنتون په مزارشریف کې ولوست خو وروسته اړ وتزده کړې نیمې پرېږدي. ( سره له دې چې ټینګار یې کاوه ۱۷ کلن دی او ښايي دا کار یې د پناه غوښتنې لپاره کاوه چې بې سرپرسته دی) که یې پوهنتون خلاص کړی هم وای، ښايي په باور به یې په افغانستان کې د خپلې خوښي دنده نه وای موندلې. ده څه وخت په رستوران کې کار وکړ او بیا یې د فیسبوک له لارې له هغو ملګرو سره اړيکه وموندله چې اروپا ته بریالي اوښتي وو.قیس ته یې یوه ملګري هغه قاچاقبر ور وښود چې دی یې تر تهران راوستی و. قیس ځینې کیسې اورېدلې وې چې قاچاقبران رښتیا نه وايي او سړی تش د افغانستان له یوه ولایته بل ته بیایي او په دې بڼه ترې پيسې شکوي.  خو ده و انګېرله چې دا قاچاقبر ځکه د باور وړ دی چې د ده ملګري یې بې کړاوه ایران ته اړولي وو.  قیس له خپلې کورنۍ نه ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ چې نژدې ۱۵۰۰ ډالره کېږي، واخیستې  او قاچاقبر ته یې تر استانبوله د رسولو له پاره ورکړې. قاچاقبر قیس ته ویلي و چې د یونان لاره پرانیستې او له همدې لارې به په جرمني کې خپلو ملګرو سره یوځای شي. قیس په جرمني کې یو ملګری درلود، هغه ورته ویلي و د جرمني حکومت کډوالو ته پيسې  ورکوي او د زده کړو زمینه هم ورته برابروي.

د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې ده له مزاره د دوو اوونیو په نیت سفر پیل کړ. دا سفر سخت و، آن د یوه ځوان لپاره هم. هغه له نژدې شلو نورو کسانو سره لومړی د افغانستان جنوب کندهار ته ولاړ. قیس راته هغه کندهارۍ خولۍ هم وښوده چې کندهار کې به یې په سروله. له کندهار وروسته دوی د پاکستان بلوچستان ایالت ته واوښتل. قیس له نژدې سلو نورو کسانو سره یو ځای په لارۍ وزمه موټرو کې له مزله وروسته په غرونو کې ایران ته واوښت. ایران ته له اوښتو وروسته، قیس له خپل ملګري مزاري سره په ډېرو سخت لارو پلي مزله ته ملا وتړله او د ترکیې تر پولې یې ځانونه ورسول. قیس او ملګرو ته یې د بس ټکټونه ورکړ شول چې تر استانبوله پرې ولاړ شي. سره له دې چې پولیسو او امنیتي کسانو پر لار شخصي موټر هم پلټل او اښتنې پوښتنې یې کولې، نوموړی په دې ډېر خوشاله و چې ده او نورو ناقانونو کډوالو ته دبس ټکټونه ورکړ شوې دي.

کله چې دی استانبول ته ورسېد، مخامخ زیتون برنو ته ولاړ، ځکه  ده ته قاچاقبر ویلي و چې په دې ځای کې له نورو خلکو سره یو ځای شي چې په ګډه په ایزمیر کې دسمندر غاړې ته  ولاړشياو له هغه ځایه بیا د یونان ټاپوګانو په لور وخوځيږي. په زیتونبرنو کې هغه ته وویل شول چې قاچاقبر تیر ایستی دی، ځکه د یونان لار تړلې ده. قیس په دې خبر نه و چې  اروپايي ټولنې او ترکیې د ده د سفر تر پیل لږ وړاندې یانې د ۲۰۱۶ کال د مارچ پر اتلسمه داسې هوکړه لاسلیک کړې وه چې له مخې یې د بالکان لاره اروپا ته د کډوالو پرمخ تړل کېده. ( په بالکان کې د کډوالو په اړه دافغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته کېکاږئ)

په دې هوکړه کې داسې مادې راوړل شوې وې چې ورسره  ورو ورو په اروپايي هېوادونو کې د سوریايي کډوالو د منلو لار جوړېده، خو دافغان کډوالو په اړه څه په کې نه و ویل شوي. کله چې دا هوکړه لاسلیک شوه، قاچاقبرانو د یوناني ټاپوګانو پرځای د بلغاریا او سربیا وچه لار د کډوالو بیولو ته غوره کړه. (د بالکان د لارې په اړه  د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې شننه دلته کیکاږئ) خو له دې لارې، قاچاقوړونکو له وړاندې د ډېرو پيسو او ضمانت غوښتنه کوله، او دا هغه څه و چې دقیس تر وس پورته و. قیس په ترکیه کې پاتېدو ته هم  دومره زړه نه کېده، ځکه انګېرله یې چې  په دغه هېواد کې خپلو موخو ته رسېدلی نه شي. هغه راته ویل چې اروپا ته یې په تلو کې تر ټولو ستر هدف دا دی چې هلته خپلې زده کړې بشپړې کړي. هغه په افغانستان نا څرګند حالت او ځانمرګي بریدونه هم له هغو دلایلوګڼل چې دی یې د وطن پرېښودو ته اړ کړی و.

مینې او د هغې مېړه وحید ته ګواښونه بیا تر دې لا ډېر جدي او ښکاره وو. وحید په کابل ولایت کې د یوې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکی و او دغلته دطالبانو حرکات ډېر وو.  دغه سیمه په ځانګړي ډول د حکومتي چارواکو لپاره له خطره ډکه وه. کله چې په یوه کوڅه کې پر مینې برید وشو، وحید ته ګڼې داسې اوازې ورسېدې چې ګنې داسې طرحې شته چې د کورنۍ غړي یې وتښتول شي. دوی پرېکړه وکړه چې له خپلو دريو لوڼو سره له وطنه پښې سپکې کړي. دوی په کابل کې د ترکیې سفارت کې یوه افغان کارمند ته څو زره ډالره بډې ورکړې چې د ترکیې د سیاحت ویزه تر لاسه کړي. دا سړی دمینې له خپلوانو و. دوی یوه میاشت دې وېزې ته انتظار ویوست. په جولای کې استانبول ته ولاړل او هلته یې له هغه قاچاقبر سره ولیدل چې یوه ملګري یې په کابل کې ورپيژندلی و.

قاچاقوړونکي له دوی ۲۵۰۰ ډالره  واخیستل او ورته ویېویل چې ځان چمتو کړي چې انتالیا ته یې په بس کې یوسي. دا ښار د ترکیې جنوبي ساحلي ښار دی. د پلان له مخې به دوی له دې ځایه ایټالیا ته په بېړۍ کې تلل. ( دا روښانه نه ده چې ایا اوس هم پر دې لار خلک تګ راتګ کوي او که نه، ځکه اوس نوې لارې ډېرې دود دي. د ترکیې دحکومت شمېرې ښيي چې لاهم له دې لارې خلک روان دي او د ایزمیر پر پوله کې هم نیونې کېږي.) قاچاقبر مینې او وحید ته پر ناڅرګندو دلایلو دروغ وویل. دوی ته ویل شوي وو چې یواځې په هغه صورت کې د پناه غوښتنه کولای شي او بیرته نه شړل کېږي چې اروپا ته ورسره پيژند پاڼې یو نه سي او خپل پاسپورټونه تر شا پرېږدي. په دابله ورځ هغه بس ته وختل چې دوی یې سمندر غاړې ته وړل. په موټر کې د افغانانو ترڅنګ، پاکستاني، سوریايي او ایراني مسافر ګډ سپاره وو. دا ټول په يوه بېړۍ کې تلل. د لارې په اوږدو کې هغه مهال شخړه رامنځ ته شوه چې موټر چلوونکي د اټکل خلاف له مسافرو د پيسو غوښتنه وکړه. هغه ادعا کوله چې قاچاقبر یې خپلوان دی. د کډوالو ترمنځ همغږي نه وه، هغوی چې نغدي پيسې یې درلودې د سفر اجازه درلوده او له هغو سره چې پيسې نه وې، د بسونو په تم ځای کې یوې غاړې ته درول شوي وو.

د مینې کورنۍ په هغه ډله کې وه چې دبسونو پر تم ځای درول شوې وه چې پر همدې ځای له پولیسو سره مخامخ شول. هغوی ترې د اسنادو غوښتنه وکړه.په حقیقت کې دا کورنۍ په قانوني بڼه ترکیې ته د سیاحت په یوه میاشتنۍ ویزه ورغلې او ستونزه یې نه لرله. خو دا یې نه شوای ثابتولی ځکه خپل پاسپورټونه یې د قاچاقبر په غوښتنه استانبول کې پرېښي وو. نو ځکه له نورو سره یوځای توقیف ځای ته یوړل شول. دوی د پولیسو په توقیف خونه کې څو ورځې پاتې شول. پولیسو ترې ګڼې پوښتنې اښتنې وکړې او د قاچاقبرانو کیسې او چلند ترې وپوښتل شو. پولیسو له دوی سره سم چلند کاوه او خواړه او اوبه یې منظم ورکول، سره له دې چې د افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ د ټیلیفون پر لګښت او ځینو نورو مسایلو شخړې هم وشوې. بالاخره، پولیسو دوی همداسې پرېښودل او بیرته په بس کې استانبول ته ولاړل.

لیکوالان: