(ورستي برخه)
له افغانستانه وتل او بېرته ورتلل؛ دواړه له قاچاقي لارې
د ذبیح الله مشر زوی عمر له خپل کاکا رحمت الله سره یو ځای په ۲۰۱۴ کې استانبول ته ولاړ. رحمت الله په ساختماني کار پیل وکړ او همدلته پاتې شو. ذبیح الله په ۲۰۱۵ کال کې پریکړه وکړه چې ۱۶ کلن زوی عمر د بالکان له لارې سوېډن ته واستوي چې هلته دپناهغوښتنه وکړي. خو دی لا هم وړوکی دی او ددې وېره شته چې په سفر کې له ننګونو سره مخ شي. ذبیح الله ویل عمر سوېډن ته ورسېد او هلته یې اسناد هم ورکړل او اوس ښوونځي ته ځي. دی په ترکیه کې ښوونځي ته نه شوای تللی ځکه اسناد یې نه و. کله چې د ۲۰۱۶ کال په جولای کې له ذبیح الله سره وغږېدم، د عمر دکډوالۍ قضیې ذبیح الله، د هغه میرمنې او نورو ماشومانو ته په سوېډن کې د اوسېدو لار جوړه کړې (د حکومت دا پالیسې زموږ له مرکې لږ وروسته ډېره محدوده شوه)،که څه هم ذبیح الله اروپا ته د پلان اراده درلوده. نوموړی په ترکیه کې له ژوندانه خوشاله و او په کوشوسکو کې د افغان ترک ټولنې دایمي غړی شوی هم و. ذبیح الله غوښتل په سیمه کې پانګونه وکړي او د تګ راتګ یو لوی مرکز پرانیزي. ځکه سره له دې چې دې سیمه کې ډېر ازبک توکمي مېشت دي، خو یواځې یو افغان رستوران او څو د کیک او کولچو دوکانونه پرانیستل شوي وو. دلته دزیتونبرنو هومره افغان دوکانونه نه و جوړ شوي.
ده غوره ګڼله چې په ترکیه کې په قانوني بڼه ژوند وکړي او پانګونه په خپل نامه وکړي، پر خپل ترکي ملګري یې تکیه راکمه کړي، ځکه ټول قانوني اسناد یې د هغه په نامه دي او د دې امکان هم شته چې دوکه ورسره وکړی. د دې ترڅنګ، که قانوني اسناد ولري، نور ماشومان به یې هم په استانبول کې ښوونځي ته د تګ موکه ولري. ستونزه دا وه چې دی له شپږو کلونو راهیسې په ترکیه کې ناقانونه اوسېږي. که دی وغواړي افغانستان ته پر هوایي لار ستون شي، د خپل ورور بسم الله په څیر به جریمه ورکوي او لږ تر لږه دپنځو کلونو لپاره بیرته ترکیې ته سفر نه شي کولای.
نو د هغه پلان اوس دا دی چې د روان کال په پای کې به قاچاقبر ته پيسې ورکوي چې تهران ته یې قاچاقي واړوي او له هغه ځایه به افغانستان ته ډیپورټ شي. د ترکیې د کډوالۍ د قانون له مخې، دی کولای شي د خپلې سوداګرۍ د مالک په ډول ویزې ته اپلای وکړي او خپلو ماشومانو ته هم ویزې تر لاسه کړي. د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک څو میاشتې وروسته چې کله ما له قیس سره خبرې وکړې نو اروپا ته دافغان کډوالو پر ننګونو یې یوه اندازه سر خلاص شوی و. تر ټولو وروستي مالومات چې ده درلودل دا وو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي د خپل هېواد پوله ژر بېرته پرانیزي. دی لا هم دجرمني تګ ته سترګې پر لار دی او غواړي د لارې تر پرانیستنې په استانبول کې کار وکړي. خو له دې سره سره، په جرمني کې یې مېشتو ملګرو پر فیسبوک ورته ویلي چې اوس حالت ښه نه دي، آن تر دې چې دوی پخپله هم غواړي بیرته افغانستان ته ځانونه ډیپورټ کړي.
د انتظار په لست کې
مینه او وحید لا هم انتظار کې دي او دې ته په تمه دي چې دملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره ورته په انقره کې د مرکې وخت وټاکي او همدا اداره به پریکړه کوي چې ایاد د کډوالو په تړاود جینوا د ۱۹۵۱ کال تر کنوانسیون لاندې راتلای شي او که نه. که مینه او وحید په ترکیه کې وهم منل شي، بیا به یې هم دا وروستي هدف نه وي. د یاد شوي کنوانسیون له مخې، ترکیه یواځې له اروپا کډوال مني. نور پناه غوښتونکي له ترکیې نه د اروپا په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کولای شي، خو ترکیه د دایمي کډوالو په بڼه نه شي منلای.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې پرېکړه کړې چې په ترکیه کې د مېشتو ډېری افغانانو د پناه غوښتنې قانوني دي، خو ستونزه دا ده چې له دې پرېکړې وروسته یې ګڼ په ترکیه کې بند پاتې دي.
د هر کال په پیل کې هېوادونه د کډوالو د منلو شمېر مالوموي او د هغو هېوادونو نومونه هم مشخصوي چې خلک ترې د پناه غوښتنې کولای شي. په اروپا کې دا اندازه بیا د هېوادونو کورني سیاست سره تړلې ده او یا هم د اروپا نوي قوانین دا شمېر ټاکي چې د اروپايي ټولنې هر غړی باید څومره کډوال ومني. د افغانانو لپاره هم ځینې ځایونه شته. په ۲۰۱۲ کال کې، کله چې دافغانانو د ورتګ کچه لوړه شوه، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دوی د کډوالو په ډله کې وګڼل، دوی د هغو کسانو مخه ډب کړه چې په رسمي ډول کډوال منل شوي خو هیڅ هېواد کې ورته ځای نه موندل کېده. د کډوالو دې سیلاب د کډوالو پر ادارې کار ډېر کړ او هغه افغانان چې په ۲۰۱۳ کال راتلل، دهغوی لپاره د لومړنیو مرکو وخت په ۲۰۱۹ کال کې وټاکل شو. بالاخره د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې دملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د افغانانو لپاره د پناه غوښتنې بهیر وځنډاوه. افغانانو په انقره کې لاریون وکړ، ځینو د نه خوړو اعتصاب وکړ او څو تنو یې خولې هم وګنډلې.
د یوې کتنې له مخې، د دې کړکیچ پرمهال د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارېافغان کډوالو ته د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال پرتله د پناه لږ شمېر غوښتنې ځانګړې کړې وې. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مالوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ترکیه په نړۍ کې لومړی داسې هېواد شو چې تر ټولو ډېر کډوال په کې اوسېدل. د یومیلیون سوريایي، عراقي، ایراني، سومالي او نورو ترڅنګ نژدې ۱۰۰۰۰۰ افغانانو هم په ترکیه کې دپناه غوښتنه کړې وه. له دې ور هاخوا، د يادې شوې شمېرې دوه برابره له دې هېواد تېر شوي وو چې اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې وکړي.
پر ۲۰۱۵ کال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو ځل بیا د افغان کډوالو لپاره د پناه غوښتنې بهیر پیل کړ. خو په ترکیه کې د یوې این جیو د کارمند له خولې، سره له دې چې د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمیشنري د ټولو کډوالو نومونه په عادي ډول ثبتول، خو د اصلي مرکو لپاره نېټه نه ورکول کېده. پرځای يې د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمیشنرۍ پر هغو قضیو پریکړه او غور کاوه چې د کوربه هېوادونو له خوا د ځانګړو حقیقي حالتو په پام کې نیولو سره ټاکل کېدې. د بېلګې په ډول، د ډېرو هغو کورنیو قضیو ته چې په نورو هېوادونو کې یې دکورنۍ غړي لرل، د زور زیاتي قربانیانو یا هم د جنسي ځورونو قربانیانو او یا هغو قضیو ته لومړیتوب ورکول کېده چې جدي درملنې ته یې اړتیا درلوده. د هغو افغانانو شمېر چې د قانوني اوسېدو لپاره یې اسناد منل کېدل، خورا لږو.
د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمیشنرۍ ۴۲۰۹ افغانان د کډوالو په ډول ثبت کړي وو ( یانې دا هغه کسان دي چې کیسونه یې منل شوي او په کوم درېیم هېواد کې یې دمېشتېدنې لار څارله)، دارنګه یې ۵۸۶۲ افغانان ثبت کړي وو چې ترکیه کې یې دپناه غوښتنې کړې وې. ( د دوی قضیې لا هم تر غور لاندې دي)
د ۲۰۱۶ کال د جولای په پای کې ۳۱۰۹ افغانان د کډوالو په بڼه ثبت شوي وو او ۱۰۷۶۵۵ افغانانو د پناه غوښتنه کړې وه ( دا پر هغو سوریایي کډوالو چې ۲ اعشاریه اوو میلیونو ته رسېږي او نورو کډوالو چې ۱۲۶۰۰۰ تنه کېږي، سربېره دي) د هغو کډوالو شمېر چې بلاک شوي او د پناه غوښتنې بهیر یې باید مخ ته یوړل شي، خورا ډېر دی. ځینو د دغو کډوالو دوسیې ممکن په نژدې راتلونکې کې د ترکیې د حکومت له خوا وڅېړل شي. ترکیې د دغه کار لپاره د کډوالۍ د عمومي مدیریت په نامه نوې څانګه جوړه کړې خو دا لا هم مالومه نه ده چې په عملي ډګر کې دا د کډوالو لپاره په څه مانا کیدلی شي.
ښايي دمینې او وحید دوسیې ته لومړیتوب ورکړ شي، ځکه له دوی سره یې کوچنۍ لوڼې دي او بهر کې هم د کورنۍ یو غړي لري. د مینې خور په کاناډا کې ده. د دې ترڅنګ، داسې کورنۍ مني چې د غړو شمېر یې ترپنځو رسیږي او هلته داسې څوک ولري چې له مالي پلوه یې ضمانت وکړای شي. نو کاناډا د کډوالو په تړوا دغه ډول کېسونه پر خپلو تګلارو سربېره هم قبلوي. که چېرې د مینې خور وکړای شي څلور نور مالي ملاتړي له ځان سره یوځای پیدا کړي او دفتري کارونه یې هم مخ ته یوسي، د دې امکان شته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري د مینې، وحید او د دوی د ماشومانو دوسیه رامخ ته کړي او د نورو پرتله یې ژر په اړه پرېکړه وکړي.
مینه او وحید د پناه پر غوښتنلیک سم نه و پوه شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له مامور نه یې هم سم مالومات نه و ترګوتو کړي او یا هم هغه ایراني ژباړن چې ترکي یې ورژباړله، د دوی په قضیه کې بیړه کړې وه. ( دوی دا شکایت هم کاوه چې د ترکي پولیسو ژباړن تر ډېره د افغانانو خیال نه ساته او ډېر پام یې په ایراني کډوالو ورټول و) د این جیو هغه مامور چې د دوی نومونه یې په استانبول کې ثبت کړي، یواځې دوی ته دومره ویلي و چې باید نوی کور ځانته پيدا کړي، د نورو خبرو لپاره یې وخت نه درلود.
د مالوماتو شبکه او د بقا تګلارې
ترکیې ته په تېرو څو کلونو کې زرګونه افغانان تللي دي. که څه هم دا لړۍ په تېر مارچ میاشت کې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ شوې هوکړې راکمه کړه، خو له یوې مخې بنده نه شوه. په ۲۰۱۵ کال کې ترکیې ته تللي افغان کډوال تر ډېره پردې تکل وو چې اروپا کې دکډوالۍ غوښتنه وکړي او همداسې وشول، خو یو شمېر یې په ترکیه کې د زده کړو، کار او پانګونې لپاره هم پاتې شول. د اروپايي ټولنې د کډوالو قانون دا ډول خلک په اقتصادي کډوالو، محصلانو او پناه غوښتونکو ویشي او هر یو ته ځانګړی تعریف لري.
په ترکیه کې د افغان کډوالو دا ډول وېش ناشوني دی. په ترکیه کې قانوني، ناقانونه، لنډمهالي او اروپا ته تلونکي افغان کډوال پراته دي. هغه کډوال چې ترکیه کې پاتې دي او هغه چې د اروپا په نیت راوتلي، له ډېرو لارو سره تړلې او ورته دي. هغه افغانان چې ترکیه کې پاتې کېدونکي دي او هغه چې اروپا ته تلونکي دي د پیسو دلېږد را لېږد یو ډول لارې چارې کاروي، یو ډول کورونو کې اوسېږي، قاچاقبران او د سفر لارې يې هم سره ورته دي.
مینه او وحید د کډوالۍ په کټګورۍ کې راتلای شي. خو له دې سره سره دوی بیا هم اروپا ته په قاچاقي لاره د تګ خپله هڅه کړې. خو دوی مجبور شول چې د اولادونو د زده کړې او روغتیايي خدماتو لپاره په ترکیه کې د پناه غوښتنه وکړي.
د ذبیح الله لپاره په ترکیه کې په ناقانونه بڼه د ده په ټکو کار کول ګټور و، دا چاره تر هغې وروسته د ده په ګټه را ونه ختله چې ویې غوښتل په خپل نامه سوداګري پیل کړي او خپل ماشومان له قانوني لارې ترکیې ته بوځي. نو ځکه یې د ایران له لارې ځان په قاچاقي بڼه خپل هېواد ته واړوه چې بیرته خپلو ماشومانو ته دترکیې د وېزې لپاره غوښتنلیک وسپاري. په ورته وخت کې یې زوی په سوېډن کې قانوني کډوال دی او د اوسېدو اسناد لري. تیر کال ذبیح الله ته جوته شوه چې د زوی لپاره یې د زده کړو تر ټولو ښه لاره همدا ده چې اروپا ته ولاړ شي. په سوېډن کې له تازه وضع شویو قوانینو وړاندې، بې سرپرسته ماشوم د منل کېدو په صورت کې خپله کورنې ورغوښتلای شوه او ذبیح الله له دې خبر و، نو ځکه یې خپل زوی مخکې له دې چې زلمی شي، سویډن ته واستاوه.
په ترکیه کې د قانوني اسنادو نشتوالی ځینې زیانونه لري، خو په عمل کې خلک د ډېرو قانوني خنډونو پروا نه لري. په ډېرو حالاتو کې ترکان ناقانونه افغانانو ته کار ورکوي، کورونه په کرایه ورکوي او دا رنګه په نارسمي بڼه له هغو سره په سوداګرۍ کې هم شریکیږي، پولیس هم ډېر پر دغه ډول نا قانونه کارونوغوږ نه ګروي. په دې څیړنه کې ډېرو هغو افغانانو چې په ایران کې اوسېدلي، د مرکو په ترڅ کې ترکیه تر ایران غوره بللې.
دارنګه ترکیه هم په ډېرو برخو کې د خپلو ګاونډیانو لکه عراق، سوریې او ایران پرتله افغانان ښه ګڼي، آن په کور دننه د کردانو پرتله یې هم ښه بولي ځکه کورني کردان ترکیې ته یو سرخوږی دی.
ډير افغانان چې مرکې ورسره شوي، د کډوالو په تړاو مالومات له رسنیو، په ځانګړي ډول له ټولنیزو رسنیو تر لاسه کوي. یواځې لږو یې ویل چې د کډوالۍ اړوند لومړني مالومات له این جیو ګانو او یا هم حکومتي سرچینو تر لاسه کوي. د مینې او وحید په څېر کسانو چې غوښتل یې له رسمي حکومتي ارګانونو مالومات پیدا کړي، باید له اوږدو اداري تشریفاتو تېر شوي وای.
ترکیې ته د تلونکو افغانانو مالومات تر ډېره د هغو افغانانو او ترکانو له اړیکو سره تړلي دي چې د دوی په قاچاق کې لاس لري او ښايي همدا قاچاقبران دوی ته ښه نیت ونه لري. قیس راته ویل چې دی به د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې ترکیې ته نه وای تللی خو قاچاقبرانو ډاډ ورکړ چې د بالکان لاره پرانیستې ده او بنده شوې نه ده، نو ځکه مجبور شو چې د ټوکرانو فابریکه کې په ډېر لږ مزد کار پیل کړي. خو د آصف او ذبیح الله په څیر هغو افغانانو چې په نارسمي ډول یې په اقتصادي لارو چارو ځان پوه کړی، په ترکیه کې یې ځانته ښه ا قتصادي پانګه برابره کړې او په ټولنه کې یې هم ځای موندلی دی. په عین حال کې، د تهیمنې په څیر زیانمنېدونکو کسانو ته چې پر دغه ډول نارسمي سیستمونو یې باور کړی، ترکیه په یوه مصیبت هم اوښتې ده.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ ثور / غويی ۱۳۹۹