په افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال له ولسمشریزو ټاکنو دادی نژدې دوې نیمې میاشتې تېرېږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره دوه ځلې مهالویشونه وټاکل او اوس له اصلي نیټې نژدې ۵۰ ورځې شاته پاته دی. کمیسیون لا هم اعلان نه دی کړی چې پایلې به کله اعلانوي. خو په عین حال کې د اجراییه مشر او کاندید عبدالله عبدالله پلویان په اوو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون څارونکو ته اجازه نه ورکوي چې د محلونو رایې بیا وشمېر او ارزونه یې وکړي او په ځینو ولایتونو کې یې لاریونونه هم پیل کړې دي. د ولسمشرۍ د اتو مخالفو کاندیدانو شورا بیا د ایتلافي حکومت غوښتنه کړې او په ملي شورا کې د ولسمشر پلویان بیا له ټاکنو کمیسیونه د لومړنیو پایلو د اعلان غوښتنه کوي. دې ټولو ناروښانتیاوو ته په پام سره، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړونکي علي یاور عادلي په دې شننه کې هڅه کړې د پوښتنو او ځوابونو له لارې یوڅه وضاحت رامنځ ته کړي.
د ټاکنو پایلې ولې ځنډېدلې دي؟
د ټاکنو کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د غوايي میاشتې په ټاکنیزه جنترۍ کې ( ضمیمه یې زموږ په پخوانۍ شننه کې دلته وګورئ) د لومړنیو پایلو اعلان د تلې د ۶ له ټاکنو ۲۲ ورځې وروسته ښوولی چې د تلې ۲۷ کېږي. وروستۍ پایلې له هغې نیټې ۱۹ ورځې وروسته د لړم پر ۱۶ ښوول شوې دي. په دې ډول د دویم پړاو ممکنه ټاکنې باید د لیندۍ پر دویمه یانې د ټاکنو له کېدو وروسته په دوو میاشتو کې دننه وشي. خو د لیندۍ په وروستیو کې د ټاکنو کمیسیون د لومړنیو پایلو اعلان د لړم ۲۳ ته وځنډاوه. خو پایلې پر دویم ښودل شوي مهال هم اعلان نه شوې او دا دی اوس نژدې دوې نیمۍ میاشتې د تلې له ۶ تېرېږي او لا هم د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره نوی تاریخ نه دی ټاکل شوی.
کله چې د تلې پر ۲۷ لومړنۍ ځنډونه اعلانېده، د ټاکنو کمیسیون یې لاملونه ( تخنیکي) وبلل او دلیل یې دا و چې غواړي د دې بهیر (روڼوالی ) لا ډاډمن کړي. (زموږ پخوانی رپوټ دلته ولولئ). دوې ورځې وروسته له هغې چې پر دویم ټاکلي مهال هم پایلې اعلان نه شوې، په اړه یې د لړم پر ۱۶ د ټاکنو کمیسیون لاندې دلایل وړاندې کړل:
- د ځینو ټاکنیزو ډلو د اعتراضونو له وجې د ټاکنو کمیسیون د څارنې او بیا شمیرنې توکي ( چې چمتو شوي او ولایتونو ته استول شوي وای) درې ورځې و ځنډول شول. د ټاکنو کمیسیون غوښتل د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ رایمحلونو رایې بیا وشمیري او څارنه یې وکړي. په دې محلونو کې يا بایومتریک مالومات نه وو او یا یې مالوماتو سره توپیر درلود. ( په اړه یې نور لاندې لوستلی شئ) خو ډېری کاندیدانو بیا شمېرنه او ارزونه تر هغو ردوله چې د ټاکنو کمیسیون د هغو ۳۰۰،۰۰۰ رایو له باطلېدو سره هوکړه نه وي کړې چې په ګومان یې د منلو نه دي. په دې رایو کې ۱۰۲۰۱۲ رایې د رای اچونې له وخته بهر کارول شوې دي، ۱۳۷۶۳۰ رایې په لومړیو کې کرنتین شوې دي، او ۵۰ او ۷۰۰۰۰ ترمنځ رایو د تصویرونو جزییات ناسم دي.( په اړه یې زموږ پخوانی رپوټ دلته لوستلی شئ)
- د بیا شمېرنې او ارزونې په اړه د ځینو کاندیدانو د ټاکنیزو ډلو اعترضونو هم په ۱۴ ولایتونو کې د رایو ګودامونه وتړل. دا خبره د عبدالله د ملاتړو هغو لاریونونو او کړنو ته په اشاره شوې چې له امله یې د ټاکنو کمیسیون مجبور شو چې د پنځو ورځو لپاره- د لړم له ۲۷ د لیندۍ تر دویمې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش بند کړي( په اړه یې نور لاندې لوستلی شئ)
- جرمنۍ کمپنۍ دیرمالاګ چې بایومتریک الې یې چمتو کړي، ټاکنو کمیسیون ته د مالوماتو پر استولو له یوې اوونۍ ډېر وخت واړوه ، داسې حال کې چې دا کار یې باید په دوو یا درېیو ورځو کې کړی وای.
- د ټاکنو کمیسیون غړي اورنګزیب د لیندۍ پر ۹ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ښايي (نیمايي پایلې) اعلان کړي. خو ښايي دا کار لانجمن وي. (۱)
د ټاکنیز بهیر ارزونه او د رایو بیا شمیرنه چیرته رسیدلې؟
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لړم له لومړیو د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیا شمیرل او ارزول پیل کړي . د نوماند عبدالله په ګډون د یوشمیر نورو نوماندانو له نیوکو او اعتراضونو سره سره د لړم پر ۱۸ دا بهیر پیل شو. د اعتراضیانو غوښتنې دوې وې: لومړی باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخکې له دې چې بیا شمیرنه او ارزونه پیل کړي، له اعلان کړو ۱۸۴۳۱۰۷ رایو ۳۰۰۰۰۰ باطلې کړي ( مثلا، کاپي شوې رایې دې لرې کړل شي، او یا داسې رایې دي چې پیژند پاڼه یې نه ده په نښه (سټیکر) شوې) دویم دا چې، د نوې یېرایشمیرنې له مخې باید د ۸۲۵۵ محلونو له منځه د ۲۴۲۳ محلونو رایې له یوې مخې باطلې شي ځکه چې هلته هیڅ بایومیټریک مالومات نشته. (د ټاکنو خپلواک کمیسیون له وړاندې پرېکړه کړې وه چې یوازې هغه رایې د منلو دي چې بایومټریک وي)
د نوماند عبدالله عبدالله پلویانو په ۱۴ ولایتونو کې د رایو د بیاشمیرنې او ارزونې بهیر مخه ونیوله، د لړم پر ۲۳ د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړ شو د بیا شمیرنې او ارزونې چاره وځنډوي- د دې لپاره چې د اعتراضیانو نیوکې او غوښتنې واورېدل شي.
دا چې کمیسیون له نوماندانو سره څه هوکړې ته ونه رسید، د لړم پر ۲۶ ځنډیدلې پروسه بیا پیل شوه او د رایو بیاشمیرنه او څارنه روانه وساتل شوه. ورسره د ولسمشرۍ ډیرو نوماندانو لا هم خپل پرېکون او اعتراض ته دوام ورکړ. د عبدالله عبدالله پلویانو بیا د دې پروسي مخنیوی وکړ خو دا وار یوازې په ۷ ولایتونو کې مرکزونه وتړل شول چې ۱۳۷۴ رایمحلونه اغیزمن شول. په دوی کې ۲۸۶ په بدخشان ،۷۱۲ په بغلان ،۲۳۴ فاریاب ، ۱۳ په جوزجان ، ۹ پنجشیر، ۴۳ سرپل او ۷۷ په تخار کې وو.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حواعالم نورستانۍ د لیندۍ پر ۷ رسنیوته د رایو د بیا شمیرنې او روان حالت په تړاو یوې خبري ناسته کې داسې مالومات ورکړل:
- په ۲۶ ولایتونو کې چاره بشپړه شوې
- په یوه بل ولایت کې پروسه عادي پر مخ ځي
- د شمېرنې په ملي مرکز کې د ۲۵ ولایتونو لړلیکونه (چیک لیستونه) چمتو شوي
- په ۷ ولایتونو کې پروسه بنده ده
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بیاشمیرنې او پایلو تر اعلانه دوې پرېکړې کړي.
لومړی، له ۲۴۲۳ محلونو څخه یې د ۱۱۷۹ محلونو رایې د لیندۍ پر ۳ بې اعتباره اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ د لیندۍ پر ۷ یوې ناستې ته وویل چې کمیسیون د ۱۱ نورو محلونو په اړه د دارالانشا مالوماتو بشپړیدو ته اړتیا لري چې ارزونه یې شوې ده. هغې وویل کمیسیون به د ۱۲۳۳ جنجالي رایمحلونو په اړه ژر خپله پرېکړه وکړي. د ټاکنو کمیسیون یوه کمیشنر چې نه غواړي نوم یې واخستل شي د لیندۍ پر ۷ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل کمیسیون غواړي د ټولو۲۴۲۳ محلونو رایې باطلې اعلان کړي او په دې سره به د اعتراضیانو دوې غوښتنې پوره شي خو د ۳۰۰۰۰۰ رایو جنجال به پرځای پاتې وي.
د بیا شمېرنې او ارزونې په تړاو د کمیسیون دویمه پرېکړه چې د لړم پر ۳۰ اعلان شوې وه داسې وه چې د ۲۳هغو محلونو رایې چې د ټولونې او شمیرنې د ملي مرکز د ادارې له لوري جلا ساتل شوي، باید بیا وشمیرل شي. کمیسیون وايي په دې مرکزونو کې د لسو چارې بشپړې شوې( باوري بلل شوې دي) د لسو هغورایې بیاشمیرل شوي او د دریو نورو مرکزونو بیا شمیرنه او ارزونه کیږي.(۳)
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې د لیندۍ پر۱۴ په کابل کې د ښځو د حقونو په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل،(ویډیو یې دلته وګورئ) د ۲۷ ولایتونود رایو بیاشمیرنه او ارزونه بشپړه شوې خو په ۷ ولایتونو کې د تړلو مرکزونو له امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولی.
لاریونونه څه ډول دي؟
نوماند عبدالله او ملاتړي یې نه یوازې د بیاشمیرنې د بهیر مخنیوی کوي، ورسره بیلابیلو سیمو کې لاریونونه هم کوي او د ۳۰۰۰۰۰ رایو د باطلولو د غوښتنې ترڅنګ له دې پروسې د ۲۴۲۳ محلونو د ایستلوغوښتنه هم لري.
د بیلګې په ډول د لیندۍ پر ۵ د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ډلې د هغو لاریونوالو په ملاتړ کابل کې غونډه وکړه چې د روان ټاکنیز بهیر مخه نیسي او ځانونه د درغلۍ ضد بولي؟.
د عبدالله عبدالله لومړي مرستیال او د جنبش ګوند غړي عنایت الله بابر فرهمند د بیا رایشمیرنې بهیر د دوام په تړاو د کمیسیون پرېکړه ناقانونه وبلله. هغه د لیندۍ پر ۹ څلور ورځې وخت ورکړ که رایشمیرنه ونه دروي، بل ګام به پورته کړي او اعتراضونه به لا سخت کړي. نوموړي له نورو افغانانو هم وغوښتل چې د دوی د هغو ملاتړو په لیکو کې ودریږي چې په ۷ ولایتونو کې یې د رایو د بیاشمیرلو چارې درولې دي. د ناستې سمبالوونکو هغه ویډیو هم رسنیو ته وښوده چې په بغلان کې د ټاکنو د ولایتي دفتر مخې ته پولیس پر لاریونوالو اوښکې بهوونکی غاز شیندي او لاریون کوونکي د الله اکبر چیغې وهي.
ځینو سرچینو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي د لیندۍ په ۳ امنیتي ځواکونو هڅه کوله بغلان کې د لاریون والو له لوري د ټاکنو تړل شوی ولایتي دفتر بیا پرانیزي خو بریالي نه شول. دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې د افغان ښځینه پوځيانو له خوا جوړې شوې غونډه کې له امنیتي ځواکونو وغوښتل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارو ملاتړ وکړي چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي.
په همدغه غونډه کې د دفاع چارسمبال وزیر اسدالله خالد وویل (زه په ډاګه وایم چې موږ به د ناپیلتوب او بې طرفۍ په ساتلو سره چاته هم ددې اجازه ورنه کړو چې ګډوډي جوړه کړي او زموږ د خلکو ژوند نا ارامه کړي، موږ ددې هرڅه وس لرو) خو دا روښانه نه ده چې ولې امنیتي ځواکونه په شا شول.
د نوماند عبدالله کسان هغه څلور ورځني ضرب الاجل ته چې د ټاکنو کمیسیون ته د هغوی له لوري ورکړ شوی و، تم نه شول او د لیندۍ پر ۸ یې کابل کې د لومړني لاریون تیاری وکړ. له دې ورځې مخکې عبدالله عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و
همدا ټاکنیزه ډله د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو د جنجالي کیدو او غوڅ بري د مخنیوي لامل شوه چې له مخې یې د ده او یوه بل نوماند محمد اشرف غني په شراکت د ملي یووالي په نامه حکومت جوړ شو، که څه هم ده د ولسمشرغني نوم په څرګنده یاد نه کړ خو اشاره یې وه چې ګنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دده په ګټه کار کوي. (۴)
د لیندۍ له ۱۰ تر ۱۷ د نوماند عبدالله پلویانو په ۱۳ نورو ولایتي مرکزونو کې لاریونونه کړي. د لیندۍ پر ۱۰ د بغلان په پلخمري، د لیندۍ پر ۱۱ د تخار په تالقانو، د فاریاب په میمنه، د لیندۍ پر ۱۲ په سرپل، د پروان په جبل سراج ولسوالۍ کې بیا د لیندۍ پر ۱۳ لاریونونه وشول. دارنګه د جوزجان په شبرغان ښار کې او ورسره هم مهاله په پروان، د غور په فیروزکوه ښار او د پنجشیر په بازارک کې د لیندۍ پر ۱۵ اعتراضونه وشول. هاخوا په مرکزي ولایت بامیانو، ختیځ جلال اباد او د کاپیسا په محمود راقي کې هم لاریونونه وشول. د دایکندي په نیلي او د بدخشان په ولایتي مرکز فیض اباد کې هم د لیندۍ پر ۱۷ اعتراضونه وو.
په عین حال کې یو لاریون د یوه بل نوماند ګلبدین حکمتیار پلویانو هم د لیندۍ پر۱۶ په کابل کې وکړ چې دا یې لومړنی لاریون و. د حکمتیار پلویانو ګوتڅنډنه وکړه که د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې غوښتنې ونه مني په ټول هیواد کې به پراخ لاریونونه وکړي.
د لیندۍ پر ۱۶ د عبدالله او حکمتیار په پلوۍ په لوېدیځ ولایت هرات کې د نور رحمان اخلاقي کسانو لاریون وکړ. د لاریونوالو شمیر بیلابیل یادیږي، خو بي بي سي د لیندۍ پر ۸ په کابل کې د لاریون پر وخت د عبدالله پلویان زرګونه یاد کړي و. ددغه لاریون له پاره کابل کې حضوري چمن غوره شوی و خو وروسته د خپل پلان له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څيرمه تر پښتونستان څلورلاري لاریون کوونکي ورغلل .
په شمالي ولایت بغلان کې ددې لاریونونو خلاف او د کمیسیون د چارو په ملاتړ یو لاریون وشو. ویل کیږي کسان یې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور اړوند و. په داسې حال کې چې عطامحمد نور او عبدالله په یوه ګوند (جمعیت اسلامي) کې دي خو نور د رپوټونو له مخې د ولسمشر غني پلوی دی ( د رسنیو رپوټونه دلته ولولئ)
نورې کومې سیاسې لارې مخې ته دي؟
د رایو د بیا شمیرنې او ارزونې پر وړاندې خنډونو او د پایلو ځنډیدو یو شمیر نوماندانو ته ځینې نور وړاندیزونه په لاس ورکړي دي . له عبدالله عبدالله پرته د ولسمشرۍ د نوماندانو اته کسیزې شورا د ټاکنیزو معیارونو له مخې د ملي مشارکت حکومت غوښتی. د لیندۍ پر ۱۱ دغې شورا خبري ناستې ته وویل ( د دا ډول یوه حکومت موخه د ټاکنیز کړکیچ مخنیوی او په ملي کچه د کړکیچ پای ته رسولو هڅه او د هیواد لومړیتوبونو ته پاملرنه ده، او دا چې د بهرنیانو پر مټ د تیرې یوې نیمې لسیزې ناکامه ډیموکراسۍ ته باید نور د افغان اکثریت غوښتنو په ځوابولو یوه اډانه رامنځ ته شي)
هغوی وویل دا وړاندیز د ټولو نوماندانو د هوکړې پر بنسټ تیار شوی او ادعا یې وکړه چې د نوماندانو پر دریځ (ولس حق ورکړی) او دوی ترې ګټه اخلي او غواړي یوه اغیزمنه لاره ولټوي او هوکړې ته ورسیږي.
هغه شورا په نورو وړاندیزونو کې وايي د افغان سولې لپاره د بین الافغاني او بهرني اړخ د بریالیتوب او اغیزمنتیا لپاره مهمه ده چې( ملي اجماع ته کار) وشي څو پر انصاف ولاړه تل پاتې سوله تضمین او له وسله والو طالبانوسره پخلاینه وشي ، ورپسې باید ټاکنیز سیسټم کې سمونونه راشي، د ولسمشرۍ ، ولسي جرګې ،ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د ښاروالۍ لپاره رڼې او پر انصاف ولاړې (نیاومنې) ټاکنې وشي چې پر بنسټ یې رامنځ کېدونکی حکومت مسوولیت منوونکی وي.
یادې شورا دا وړاندیز مخ ته کړی دی ( درې بڼه یې دلته ولولئ) (۵) داسې بریښي چې دې شورا ته تیرې ټاکنې نه رغیدونکې ښکاري او وايي هیڅ ګټونکی نه لري نو ځکه دوی د یوه حکومت غوښتنه کوي چې نویو ټاکنو ته لاره جوړه کړي . دا لا نه ده څرګنده چې کله او څرنګه به دا ډول وړاندیز پلی شي، او یا غواړي دا په نوي حکومت کې د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره د فشار په ډول کاروي.
ولسمشرغني لا واردمخه دغه وړاندیز رد کړی دی. ویاند یې صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي (دا په څرګنده له اساسي قانونه سرغړونه ده ). هغه ویلي ( ولس خپله اراده څرګنده کړې- داسې چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې برخه اخیستې او خپل مسوولیت یې ادا کړی چې همدا ریاستي سیستم دې دوام وکړي ، زموږ خلک بیرته په شا نه ځي او نه دې ورته تش وړاندیزونه کېږي)
د لیندۍ پر ۱۳ نوماندانو ګلبدین حکمتیار ،عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل یوه ګډه وینا پاڼه خپره کړه (دري او انګریزي بڼه یې دلته ولولئ). په وینا پاڼه کې یې ویلي په ټاکنو کې د شویو پراخو درغلیو پر وړاندې به (همغاړې او همغږې مبارزه) کوي . داسې ښکاري هغوی ویره لري چې د ټاکنو کمیسیون به ولسمشرغني ګټونکی اعلان کړي ځکه نو په ټینګار وايي که د ۳۰۰۰۰۰ رایو د باطلولو پرېکړه ونه شي نو د پایلو د اعلان اجازه نه ورکوي.
د لیندۍ پر ۲۳ رحمت الله نبیل د ملي روغې جوړې حکومت وړانديز وکړ. هغه وویل د ټاکنو پایلې باید باطلې شي، طالبان باید اوربند اعلان کړي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي . یوه ورځ وروسته نوماند ګلبدین حکمتیار (د موقت حکومت) غوښتنه وکړه او ویې ویل که ټاکنې دویم پړاو ته ځي نو موقت حکومت دې جوړشي . نبیل او حکمتیار دواړو ونه ویل چې څوک باید د نوي حکومت مشر او غړي وي.
د لیندۍ پر درېیمه د ولسي جرګې ۱۶۰ غني پلوه استازو یوه ویناپاڼه کې له ټاکنو کمیسیونه وغوښتل که په ۷ ولایتونو کې د بیا شمیرنې بهیر نه پرېښودل کیږي او د کمیسیون چارې ټکنۍ پاتېږي، باید ژر تر ژره د رایشمیرنو عمومي بهیر او ارزونه سرته ورسیږي او لومړنۍ پایلې اعلان شي- او شرط دې پکې دا کېښودل شي چې وروسته په کې د بدلونو احتمال شته.
د ټاکنو د پایلو ځنډیدو او جنجالونو د موقت، ملي روغې جوړې، او ملي مشارکت حکومتونو وړاندیزونه له نړیوالو سره داسې اندیښنې راپورته کوي چې ښايي د اساسي قانون اغیز وننګوي.
له دې ټولو لانجو کونجو سره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ځینې داسې کسان هم لېدلي چې د رڼو ټاکنیزو پایلو په تمه و او له ځینو داسې هم اوریدل شوي که په لومړي پړاو ټاکنو کې هر کاندید بریالی کېږي- ددې لپاره چې رایه اچونه کې د خلکو ونډه لږه وه نو پراخ بنسټی حکومت دې جوړ کړي.
نور څه پیښيږي؟
- د لومړنیو قسمي پایلو اعلان:
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ د لیندۍ پر ۱۴ په خپله وینا کې (ویډیو بڼه یې دلته وګورئ) وویل تر هغو چې په ټول هیواد کې د رایشمیرنې پروسه نه وي بشپړه کړي د ټاکنو قسمي پایلې به نه اعلانوي. خو د ټاکنو کمیسیون دا واک لري چې دا ډول پرېکړه وکړي .
- دعبدالله پر ټاکنډله فشار چې د رایوشمیرنې او ارزونې ته اجازه ورکړي:
د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو کمیشنر د لیندۍ پر ۷ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل دوی د نړیوالې ټولنې له لارې پر عبدالله عبدالله فشار راوړي چې په پاتو ۷ ولایتونو کې باید تړلي مرکزونه بیرته د رایو شمیرنې لپاره پرانستل شي.
د افغانستان تحلیلګرنو شبکې په یوه شخصي ناسته کې د نړیوالې ټولنې له یوه استازي اوریدلي چې دوی د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارو ننګه اوملاتړ کوي. ځینو ویلي د ټاکنیزو چارو او د رایشمیرنې بهیر په وړاندې د عبدالله عبدالله له لوري رامنځ ته شوي خنډونه نور د زغم نه دي.
د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپېیود لیندۍ پر۱۱ عبدالله عبدالله ته په ټیلیفوني خبرو کې وویل ( امریکا د افغانستان د ولسواکۍ ملاتړ کوي او ورته مهمه ده چې د ټاکنو روڼتیا او ښه پایله ولیدل شي) پر همدغه ورځ د افغانستان د دفاع چارسمبال وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې دناټو ځواکونو قوماندان سکاټ میلرپه ګډه شبرغان ته ولاړل او هلته یې له مرستیال ولسمشرعبدالرشید دوستم سره وکتل. که څه هم په څرګنده جنرال میلروویل موخه له جنرال دوستم سره د (افغانستان شمال کې د عملیاتو مساله وه چې ډاډه شي هر څه همغږي دي). خو له لویه سره داسې ویل کېږي چې دا پر دوستم یو ډول فشار و چې په شمال کې د رایو شمیرنې او ارزونې بهیر ته اجازه ورکړي او لاریونونه بند کړي.
- له نوماندانو سره دخبرو نوی پړاو :
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لیندۍ پر ۱۷ خبر ورکړ چې د ټاکنیزو ډلو له مهمو استازو، د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنو له غړو او د ملګرو ملتونو له مامورینو او د دوستو هیوادونو له سفیرانو سره یې ناسته درلوده . د کمیسیون له دننه سرچینو ویلي موخه د ۳۰۰۰۰۰ جنجالي رایو منل او د۲۴۲۳ محلونو د رایو بیاشمیرل او ارزول و.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویل شوي چې دا ناسته د ملګرو ملتونو له خوا رابلل شوې وه. له دې مخکې د ټاکنو څارونکو بنسټونو هم ورته غوښتنې کړې وې. د لیندۍ پر ۱۳ د رڼو ټاکنو بنسټ ټیفا وړاندیز کړی و چې د ملګرو ملتونو له لوري باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د شکایتونو کمیسیون، د حقوقي او تخنیکي ادارو ، د ولسمشریزو ټاکنډلو ، سیاسي ګوندونو او پر ټاکنو د څار ادارو ناسته جوړه شي.
د لیندۍ پر ۱۴ د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې یوه غړي نور رحمان اخلاقي هم پر ټویټر ورته یو وړاندیز کړی و. هغه غوښتنه کړې وه (چې د ټاکنو کمیسیون دې په یوه ازاد رسنیز بحث کې چې قانونپوهان او د مدني ټولنو استازي پکي وي، له ځانه دفاع وکړي)
د لیندۍ پر ۱۶ د ګلبدین حکمتیار د ټاکنډلې یوه غړي همایون جریر رسنیو ته وویل، دوی به په داسې غونډو کې ځکه برخه وانخلي چې په وینا یې (سمبولیکه) بڼه ولري او اغیز یې نه وي.
په هر حال دا لا روښانه نه ده چې نوماندان به پر دې قانع شي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۳۰۰۰۰۰ رایو په اړوند پرېکړه وکړي او اعتبار یې اعلان کړي.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویل شوي که کمیسیون خپلې دغې پرېکړې ته دوام ورکړي نوماند عبدالله به وړاندیز وکړي چې ۱۰۲۰۱۲ رایې چې وايي له ټاکلو ساعتونو پرته اچول شوي، باطلې اعلان شي او د ۱۳۷۶۳۰ قرنطین شویو رایو په اړوند باید محکمه پرېکړه وکړي . دا به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون واک وي چې ۱۰۸ او یا ۱۰۹ شمېرې پرېکړې بیرته واړوي چې له مخې یې یادې رایې باوري اعلان شوې وې، او ښايي له همدې وجې د ټاکنو کمیسیون ته د منلو نه وي ( نورمالومات دلته پيدا کړئ)
د لیندۍ د ۱۷ غونډه د مازیګر پر ۵ بجو هله پای ته ورسیده چې د عبدالله اړوند کسان له غونډې ووتل او ویې ویل خبرې یې نه دي اوریدل شوي. هغوی وړاندیز کړی و چې باید د چارو د څرنګوالي په اړوند بحث وشي خو د ټاکنو کمیسیون ورته وویل دا د لږ وخت لپاره رابلل شوې ناسته ده نو پرېږده چې کمیسیون څه پرېکړې کوي.
د رایو بیا ځلي شمیرنې او ارزونې سره مخالفو نوماندانو ته یوازې د رایو شمیر او څار د انديښنې ټکي نه دي ، په بیا بیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د مالوماتو پټ ساتل او نه لیوالیتا هم ځینو نیوکه کوونکو کاندیدانو ته د شک خبره ده چې ګومان کوي کمیسیون د ولسمشرغني په ګټه څرخي.
لانجه د ډیرو لږو رایو پر سر ده ، کله کله خبره ډیره تخنیکي وي خو ښايي همدا رایې په برخلیک ټاکونکې پایله کې مهمه ونډه ولري . د رایو شمیر به ګټونکی او بایلونکی ډاګیز کوي او یا دا چې دویم پړاو ته به ځي چې که عملي شي راتلونکي پسرلي کې به بیا ټاکنې کیږي خو داسې یو امکان ډیر لږ لیدل کیږي.
خو دا چې ولې ټولې خواوې د دې رایو په بیا ځلي شمیر، دقت او روڼتیا ټینګار کوي، د ډیرو دلیل دا دی چې دا راتلونکو رڼو ټاکنو ته لاره هواروي او رڼې ټاکنې د حکومت مشروعیت غښتلی کوي. افغانستان اوس تربل هروخت یوه مشروع حکومت ته اړتیا لري ځکه د طالبانو او امریکا د سولې په خبرو کې حکومت باید د بین الافغاني اړخ بشپړه خوا وي.
په دې بهیر کې ښکیل نړیوال اړخونه هم دې ټکي ته اشاره کوي چې هر بریالی نوماند به له یوه میلیونه ډیرې رایې ونه لري چې دا د کمزوري حکومت بنسټ ایښودی شي. راتلونکی ولسمشر باید ټولمنلی وي او دا حالت د هغو نوماندانو له نظرونو سره سمون خوري چې د ملي مشارکت حکومت وړاندیزونه لري او عبدالله عبدالله هم دا ډول غوراوی نه دی رد کړی.
که په اداره کې کې دا ډول جوړ جاړی رامنځته کېږي، ګواښ یې له هغه مهال سره ورته والی لري چې له امله یې په ۱۳۹۳ کې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شو او د څوکیو ویش یې قانوني دود کړ. که بیا دغسې حالت تکرار شي، د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ به د هیواد لپاره د مشر پر غوراوي او ټاکنه خلک بې باوره شي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹