د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې له هغو افغان کورنیو سره چې غړي یې په دې وروستیو کې اروپاته تللي، د ۱۲ اوږدو مرکو لړۍ جوړه کړې. په دې مرکو کې اروپاته د سفر حال او د سفر د پرېکړې په اړه په زړه پورې مالومات نغښتي دي. دغه راز د اقتصادي او امنیتي پیچلو مسایلو په ګډون، د کورنیو هغه احساس هم پکې راوړل شوی چې کله یې غړي بالاخره خوندي اروپا ته رسېدلي دي. په دې درېیمه او وروستۍ برخه کې د افغانستان دتحلیلګرانو شبکې شنونکې مارتېنا فن بیلرت دې ته ژوره کتنه کړې چې اروپا ته له رسېدو وروسته پر کډوال څه تېریږي او دې ته هم کتنه شوې چې کورنۍ خپلو غړو ته چې وروڼه او زامن پکې راځي، څه هيلې او اندېښنې لري.
د څېړنو دا لړۍ چې درې برخې لري، پر ۱۲مرکو ولاړه. دا څېړنیزه لړۍ یوه ګډه پروژه ده چې د جرمني فریدرېچ اېبرت بنسټ او د یو بلې څیړنیزې موسسې له خوا چې نوم یې دی (موږ پوهېږو دوی په کابل کې راتلونکې نه لري: ولې او څنګه افغانان د خپل وطن د پرېښودو پرېکړه کوي) تر سره شوې ده. دغه وروستۍ څیړنه د ۲۰۱۶ کال د اپرېل په ۲۷ خپره شوې ده. ددې څېړنې خام مالومات یا ډاټا د ۲۰۱۶ په پسرلي کې راټول شوي وو. د مرکو له پاره هغه کورنۍ ټاکل شوې چې اروپاته یې د خپلو غړو د استولو پرېکړې تشریح کولای شوای. دغه درې څیړنې خپلې موندنې په لویه اډانه کې وړاندې کوي. د دې لړۍ لومړی تحقیق پر دې ورټول دی چې اروپا ته د تلو تر شا اصلي لاملونه څه دي او څرنګه د تګ پرېکړه کېږي. ( دا برخه یې دلته موندلی شئ) دویمه برخه کې د سفر پر جزییاتو، لارو ګودرو او په عملي چمتووالي خبرې )شوې دي. ( دلته یې موندلی شئ)
اروپا ته له رسېدو وروسته حالت
د مرکو پرمهال له کورنیو پوښتل شوي چې د دوی خپل خپلوان اوس چیرته دي او حالت يې څنګه دی. په حقیقت کې دا مرکې خپله د کډوالو پرځای د کډوالو شویو افغانانو له کورنیو سره شوې دي، په دې مانا چې بشپړې نه دي او ټولو مالوماتو ته د هغه چا له سترګو کتل کېږي چې تر شا یې پرېښي دي. خو دا ځکه ګټور دي چې له کورنیو سره د هغوی د اړیکو په اړه مالومات ورکوي او دا داسې اصل دی چې د پناه غوښتنې پرمهال مرکو کې ښايي کم ارزښته وګڼل شي. ( ډېروکډوالو، په ځانګړي ډول کم عمره هغو ته ویل کېږي چې ادعا وکړي داسې خپلوان نه لري چې ورسره واوسېږي او یا یې له خپلوانو سره ټول اړېکي پرې شوي) له یوې مرکې پرته په نورو ټولو هغو کې ویل شوي چې په ۱۳۹۳ کال کې ټول هغه کسان چې افغانستان یې پرېښی، اروپا ته رسېدلي دي، که څه هم د ځینو سفر اوږد او له کړاوونو ډک و. (په دې اړه زموږ پخوانۍ څېړنه دلته لوستلی شئ) استثنایي مرکه مو له یوه کندهاري ځوان سره وه چې پخپله یې کډوالۍ ته ملا تړلې وه خو پاتې راغلی و. کله چې یې له موږ سره مرکه کوله، په کابل کې و او اروپا ته یې د بیاځلي تګ تابیا کوله.
ټول هغه کډوال چې اروپا ته رسېدلي، اوس دې پرېکړې ته په تمه دي چې په اروپا کې پاتېدای شي او که نه. د هغوی د حالاتو په اړه مالومات سره وېشلې دي. د ټولو کورنۍ په دې پوهیږي چې خپل خپلوان یې په کوم هېواد کې اوسېږي خو یوه یې هم خبره نه وه چې په کوم ښار کې دي. (یا یې د مرکې پرمهال د ښار او ایالت یادونه ونه کړه). د ژبې زده کړه، د پيسو ګټل، د کار اجازه او مېشتېدنهپه هغو جزییاتو کې وو چې کورنۍ پرې پوهېدې. په کابل کې د یوه ۱۹ کلن کډوال پلار وايي:
« زما زوی اوس په جرمني کې دی، خو د ښار نوم مې یې چې په کې اوسي نه دی زده. هغه یوه میاشت مخکې جرمني ته رسېدلی. د ژوندانه په اړه یې ډېر مالومات نه لرم. خو دومره پوهېږم چې زوی مې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي او د دولت پرېکړې ته په تمه دی چې هلته پاتېدای شي او که نه».
په کابل کې یوه مور چې اوس یې ۱۵ او ۱۸ کلن زامن په اروپا کې دي، وايي:
«هغوی په جرمني کې دي. زه نه پوهېږم چې څه پرې تېرېږي. زامن مې ۴۰ ورځې مخکې رسېدلي دي. هغوی اوس په جرمني کې ثبت شوې دي. دوی ته داسې کارت ورکول شوی چې دباندې پرې تګ راتګ کولای شي، ضروري شیان په بازار کې پېرلی شي خو د کار اجازه نه لري. کشر زوی مې په دوو اوونیو کې ۱۸۰یورو ګټي او مشر یې۱۵۰ یوور په ۱۵ ورځو کې پیدا کوي. دوی تر اوسه همدومره پیسې ګټلای شي. دوی ته یې له نورو افغانانو سره یوځای په یوه بلاک کې کوټه ورکړې. ما ته یې د ښار نوم نه راځي».
یو پلار چې خپل ۲۳ کلن زوی یې له کابله اروپا ته استولی، خپله کیسه راته کوي:
(( زوی مې په بلجیم کې دی. شپږ میاشتې کېږي هلته رسېدلی. بلجیم یې په خپله خوښ کړی نه دی. هغه یواځې غوښتل له افغانستانه پښې سپکې کړي ځکه دلته ډېر تنګ شوی و…. هغه په بلجیم کې پاتې کېږي او اوس ژبه زده کوي. د بلجیم حکومت پیسې ورکوي او هلته خوشاله دی. دوه اوونۍ مخکې یې مرکه وه خو نه پوهیږم چې څنګه تېره شوه».
کورنۍ د حکومت د بیروکراسۍ په اړه ډېر کم مالومات لري خو ځینې یې څه نه څه پوهېږي. یو شمېر یې په دې خبر دي چې مرکه یې دمخه شوې او دا چې د خپلو خپلوانو پر قضیه یې پرېکړه شوې او که نه. د سرپل یو اوسېدونکی چې ۲۲ کلن ورور یې کډوال شوی وایی:
«هغه اوس په جرمني کې دی. هلته له دوو محکمو تیر شوی دی. ورور مې ټول هغه اسناد ورسپارلي چې جرمني ته یې د تګ اصلي حقایق او لاملونه پکې لیکل شوې دي. استیناف محکمې ته به د وروستي ځل له پاره راتلونکې میاشت ورځي. پرټیلیفون یې راته وویل چې بلې محکمې ته یې استوي».
په هرات کې یو بل کس چې ورور یې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه تللی، داسې کیسه کوي: «هغه د دوو کوټو کور لري، دقیق نه پوهېږم چې کله رسېدلي دي. هغوی دویمې او یا هم درېیمې مرکې ته انتظار کوي».
له کور سره اړيکي
پخوا چې به کله يوڅوکله خپل هېواده ووت، له کورنۍ سره به یې اړیکي نا منظم او ګران او په ډېر لګښت وو. خو په ښارونو او د ټولنې په منځنۍ کچه کې په ډېرېدونکې بڼه انټرنیټ ته لاسرسي او د ځیرکو ټیلیفونونو ډېروالي، کورنیو ته ډېره اسانه کړې چې له خپلو غړو سره په اړيکه کې شي. دې چارې په ټوله نړۍ کې مالوماتو ته لاسرسی اسان کړی او دارنګه یې د کډوالۍ پر بهیر هم ښکاره اغیز کړی دی. هغه افغانان چې اروپا ته دسفر اراده لري، اوس کولای شي له وړاندې مالومات راغونډ کړي، د مخه خوځېدلي مسافر پرې مرستې راغوښتلی شي او هغوی چې تر مقصده رسېدلي، د پناه غوښتنې له پاره اړین اسناد له خپلې کورنۍ اسان تر لاسه کولای شي.
له هلمنده د یوه ۳۰ کلن کډوال ورور کسیه کوي چې: «کله چې ده د تګ خبره کوله، موږ فکر کاوه چې هسې ټوکې کوي. خو کله چې یې د ایران ويزه واخیسته، وپوهېدو چې رېښتیا وایي. هغه هره ورځ په فیسبوک کې د لارې حال کوت. یوه ورځ یې ولیدل چې د ایران او ترکیې پوله پرانېستل شوې، ښايي همدې هڅولی وي. هغه اوس په بلجیم کې دی».
په کابل کې یوه مور چې ۱۵ کلن او ۱۸ کلن زامن یې اروپا کې دي، وايي: «دوی په ناقانونه لارو لاړل،هیڅ اسناد یې ورسره نه درلودل. هغوی له ځان سره یواځې پیسې واخیستې او کله چې اروپا ته ورسېدل، موږ یې د تذکرو عکسونه پر موبایل ور واستول. پر کومه ورځ چې روانېدل، مشر زوی مې ۱۰۰ ډالره را نه واخیستل او له مخه ښې پرته روان شو. کله مې چې کشری زوی روانېده، پیسې مو ورکړې، پلار یې د سفر له پاره۱۵۰ ډالره ورکړل. کله چې ايران ته ورسېدل، بیا مو پیسې ور ولېږلې.»
خو له دې سره سره، هر یو یې په دومره آسانۍ اړیکو ټینګولو ته لاسرسی نه لري. یو پلار وايي له زوی سره یې محدود ارتباطات درلودل ځکه له هغه سره ځیرک ټیلیفون نه و. (تر ډېره یې خبرې پر عادي ټیليفون کولې او ډېر لګښت پرې راته، که خبرې یې د انټرنیټ له لارې وای، مصرف به یې کم و. نو ځکه یې اړیکي هم کم وو) خو زوی یې پرته له دې چې پلار خبر کړي، اروپا ته مخه کړې وه. او وروسته یې له دې سفر خبر کړی و نو ښايي له همدې وجې یې هم قصدا پلار په نا څرګند حالت کې پرېښی وي. د کابل په ګاونډ میدان وردګو کې یو بل پلار چې ۲۳ کلن زوی یې اروپا ته خوځېدلی، وايي:
«زوی مې وايي چې دا سفر له ډېرو سختیو ډک و، خو هغه موږ ته نه ویل، ښايي هغه به نه غوښتل چې موږ خواشیني شو. دارنګه، نه ما او نه مې زوی ځیرک ټیلیفون درلود نو ځکه مو ډېرې خبرې نه شوای کولای.
د پښېمانۍ نښې
ډېرئ کورنیو ویل غړو یې له وړاندې پتېیلي وي چې د سفر په پای کې چیرته پاتې شي. خو په ځینو حالاتو کې د هغو هېوادونو پر ځای چې دوی یې د ورتګ اراده درلوده، نورو ته تللې دي او پر دې هم د خوشالۍ احساس کوي. خو ځینو بیا ویل چې د کورنۍ غړي یې په اروپا کې خوښ نه دي.
په ننګرهار کې د یوه ۱۷ کلن ځوان ورور چې اوس په اروپا کې دی، د هغه نکل داسې کوي: « زما ۱۷ کلن ورور اروپا ته ولاړ. هغه لومړی د بلجیم په تکل وتلی و، خو ونه ورسېد. کله چې په پاریس کې بریدونه وشول، د بلجیم لار وتړل شوه، هغه جرمني ته مخه کړه او وروسته بیا ایټالیا ته ولاړ. د هغه لومړی انتخاب بلجیم و ځکه موږ باور درلود چې هلته کډوال په اسانۍ مني. هغه د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې هلته ورسېد. دی خورا ډېر اندېښمن دی ځکه قانوني اسناد نه لري. اوس په فرانسه کې یوه ښار ته د تلو تکل لري، ځکه داسې فکر کېږي چې هلته به د کډوالۍ اسناد ژر ورکړي».
له ننګرهاره د دغه کډوال د سفر کیسه لا نوره هم پېچلې ده، ځکه دغه تنکي ځوان دخپلۍ کورنۍ له مشورې پرته اروپا ته دتلو قصد درلود او سفر یې هم په لوړه بیه ورته پرېوتی دی. ورور یې زیاتوي: «هغه زموږ د کورنۍ د ټولو غړو د پرېکړې خلاف اروپا ته د تلو تکل وکړ، که څه هم ۸۰۰۰ ډالره لګښت پرې شوی، زه یې اوس هم هڅوم چې بیرته راستون شي، او دی هم اوس پښېمانه دی. هغه ځکه اروپا ته زړه ښه کړ چې زما خوریيچې له وړاندې په بلجیم کې و، تل ټیلیفونونه ورته کول او د اروپا بلنه یې ورکوله. ورور مې پخپله هم په افغانستان کې خوشاله نه و، ځکه هغه په کانکور ازموینه کې ناکام شوی و. هغه غوښتل ملي اردو ته ولاړ شي، خو موږ یې مخالفت کاوه. ځکه که ملي اردو ته تللی وای، ښايي هلته وژل شوی وای».
کله مو چي تري په اروپا کې د ورور د راتلونکې په اړه وپوښتل، دی ورته ډېر هیله من نه ښکارېده: «موږ یې په اړه اندېښمن یو. موږ د هغه راتلونکې ته هیڅ تمه نه لرو. هغه خپل ژوند پخپله برباد کړ، موږ يواځې د هغه له پاره د ښې راتلونکې دعا کولای شو. موږ اصلا نه پوهیږو چې راتلونکې کې هغه ته څه پېښيږي، او هغه هم اوس پر دې ښه پوهیږي.»
په یوه بله بېلګه کې لیدل کېږي چې کډوال شوی ځوان له کوره د لرې کېدو له وجې رنځيږي او له ډیرو سفرونو ستړی شوی دی. په بغلان کې د یوه ۲۰ کلن کډوال ورور کیسه داسې کوي: «هغه له سفرونو سخت ستړی شوی دی او وايی که په فنلنډ کې قبول شي، همدلته پاتې کېږي. هغه له ډېرو ګرځېدو سخت ستړی شوی دی، خو له دې هم اندېښمن دی چې که اسناد یې رد شول، بیرته به افغانستان ته را ستنیږي.»
په ډېرو مرکو کې دا روښانه شوه چې اروپا ته له تلونکو کډوالو سره یې د کورنیو خوښه نه شته. په ډیرو برخو کې تلونکي کډوال خپلې کورنۍ بالاخره راضي کوي خو په ځینو کې آن له سفر وروسته هم کورنۍ همغسې خپل مخالفت روان ساتي.
د هلمند د یوه ۳۰ کلن کډوال په اړه یې ورور چې مېرمن یې تر شا پرېښې، وايي: «د مېرمنې په ګډون یې موږ ټول د تګ مخالف وو. سره له دې چې امنیتي او اقتصادي حالت ښه نه و، خو بیا هم موږ ټوله کورنۍ په دې نه پوهېدو چې څه ډول یېد تګ مخه ونیسو. د هغه ټینګار دا و چې د نورو خلکو په څېر چې اروپا ته ځي،دی هم خطر مني».
په بغلان کې د یوه ۲۰ کلن کډوال ورور کیسه داسې کوي: « زما ورور ایران او یا هم ترکیې ته د تګ اراده لرله. د هغه ملګرو او ټولګیوالو دا کیسه له ډېرې پخوا زمزمه کوله. دوی هلته د ښه ژوند او ښو دندو اوریدلي وو، خو زما کورنۍ یې مخالفت کاوه. موږ غوښتل چې دی زده کړې پای ته ورسوي او له حکومت سره کار وکړي. د مور او پلار له پاره دا ګرانه ده چې اولادونه لرې واستوي. والدین غواړي ماشومان یې له دوی سره یوځای ژوند وکړي. دا زموږ له پاره ګرانه وه خو زموږ غوښتنه دا هم وه چې هغه په امن ځای کې ژوند وکړي. زموږ ورور په همدې باب خبرې کولې، خو موږ یې مخالف وو. خو کله چې امنیت ورځ تر بلې په خرابېدو شو، کورنۍ ومنله چې هغه بهر واستوي».
له خپلې کورنۍ سره له هراته د یوه تللي کډوال ورور وايي: «موږ ټول وروڼه د هغه د تګ مخالف وو. د بل ځای له تګ نه موږ ته خپل دودونه ارزښتناک دي. موږ د خپلو اصولو له مخې یوه دودپاله کورنۍ یو. ما په ډېرو بهرنیو کنفرانسونو کې ګډون کړی او زه په دې هم پوهیږم چې له اسیایي فرهنګ سره په بهر کې اوسېدل څومره ګران دي؛ ژبه، مذهب او آن د پوټکي رنګ څومره ګران لوېږي. او آن کهد پوټکي رنګ دې هم بدل نه وي، کله کله توپیریز چلند هم ډېر سخت وي. په اروپا کې به ډېرې ګټې وي خو خلک پرې حساب نه شي کولای.»
ځینې کورنۍ چې د خپلو غړو تر کډوالېدو وړاندې یې د سفر د سختیو ترڅنګله نورو ننګونو هم اندېښنې درلودې، اوس چې یې د کورنۍ غړي اروپا ته رسېدلي، بیا هم د ستونزو احساس کوي. ځینې فکر کوي چې خوشحاله ژوند ترې پاتې شوی او په اروپا کې به له سخت ژوند سره مخامخ شي. په دې اړه بیا هم له هراته د یوه ژورنالیست د ورور خبرې را اخلو: «ما به د هغه له پاره دلته پاتېدل غوره ګڼلي وای ځکه د لته د دویزې کورنۍ له پاره ګټې شته او بل دا چې دلته ژورنالیست عادي ژوند لري. دی به هلته د کلونو کلونو له پاره نوې ژبه او نوی فرهنګ خپلوي. ښايي کلونه واخلي چې هلته قبول شي، نو په دې سره به یې د ژوند طلايي وخت پوره شویوي. نو ځکه مې هغه ته ویل چې پاتې شه او که چیرې زما له پاره موکه هم وي، نو ځان په دې قانع کولای شم چې دلته پاتې شم. دلته پاتېدل غوره دي. که چیرې د هغه له پاره ګواښونه نه وای، هغه به هم دلته پاتې شوی و. د یوه افغان له پاره دا تر ټولو ښه ژوند دی چې موټر، معاش، مېرمن او ماشومان ولرې او دا هر څه هغه لرل. نو تر دې ایسته نور څه غواړئ؟ »
راتلونکی تګلوری
سره له دې چې کورنۍ اروپاته دخپلوغړو له رسېدو وروسته هوسا کېږي، خو هیله یې دا وي چې غړي یې هلته د پاتېدو اجازه ومومي، ژوند به یې جوړ شي. دا تمه هم کېږي چې د کورنۍ غړي به یې زده کړې وکړي اوښه دنده به ومومي او اروپا ته به د خپلې کورنۍ د پاتې غړو بیول هم پیل کړي. او هو، له هغو سره به چې تر شا یې په وطن کې پرېښي، مرسته هم وکړي.
له تخاره د یوه ۲۵ کلن کډوال شوي وروروايي: «هغه په جرمني کې دی او دادی اته میاشتې کېږي چې هلته اوسي. هغه د خپلې قضیې په اړه د محکمې پرېکړې ته په تمه دی. هغه په جرمني کې د پاتېدو اراده لري. تمه مو ده چې د پورونو په خلاصېدو کې مو ملا وتړي(اروپا ته د سفر له پاره پور شوې پیسې باید بیرته ورکړل شي) او د کور د جوړېدو له پاره به هم پيسې راولېږي، ځکه اوس په کرايي کور کې اوسېږو. موږ هغه ته کوژده هم کوو. موږ له شک پرته د هغه د سفر په اړه اندېښمن وو خو اوس چې ځای ته رسېدلی، ځینې هېلې مو هم ورسره تړلې دي».
له کابله د یوه ۱۹ کلن زلمي پلار بیا د خپلو تمو غوټه داسې خلاصوي: «اوس راته ځان لږ تر لږه ځکه هوسا ایسي چې هغه په امن کې ژوند کوي؛ نور له چاودنو او غلو خلاص شو. د زوی له پاره مې له مخکې او اوس هم دا هيله ده چې ښه ژوند ولري، واده وکړي او اولادونه ولري نو ځکه به دوی ارامه ژوند وکړي. که هغه ښه معاش ولري، ممکن له موږ سره هم مرسته وکړی. موږ لا نه پوهېږو چې په زوی به مې څه تېرېږي. اوس دا هرڅه په الله پورې تړلي».
هغه مور چې لومړی اروپا ته د خپلو زامنو له تګ سره مخالفه وه، اوس ځکه د ارامۍ احساس کوي چې د کورنۍ دوه غړي یې خوندي دي. هغه تمه لري چې یوه ورځ به یې له زامنو سره یو ځای شی.
«اوس یې دلارې تکلیفونه اوسختۍ ګاللي،هیله مې دا ده چې هلکان هلته زده کړې وکړي او ښه راتلونکې ولري، موږ پوهېدو چې هغوی به کابل کې ښه راتلونکې ونه مومي. زه هم غواړم ولاړه شم او په جرمني کې مې له بچیانو سره یوځای شم. د هغوی کوچنیان هم غواړي خپلو پلرونو ته ورشي. او افغانستان نور خوندي نه دی او هر سړی غواړي په امن ځای کې واوسېږي. موږ اوس دهغوی پرتللو خوښ یو. که خدای مه کړه په کابل کې څه پېښېږي، نو لږ تر لږه زموږ د کورنۍ دوه غړي به په جرمني کې خوندي وي».
خو داسې کورنۍ هم شته چې په اروپا کې د خپلو غړو پر ژوندانه اندېښمنې دي. د بېلګې په ډول هغه هلمندی چې پخوا یې ترکیې او یا ايران ته د تللو تکل درلود، خو اروپا ته یې مخه کړه او کورنۍ یې هم په وطن کې پاتې ده. ددې ۳۰ کلن کډوال ورور وايي: «شک نشته چې دی به ښه دنده ومومي او د کورنۍ او ماشومانو ملاتړ به یې هم کوي. خو د راتلونکې اټکل یې نه شي کیدای. اوس دا په بلجیم حکومت اړه مومي چې څه کوي… زموږ یواځینۍ اندېښنه دا ده چې هغه له افغانستانه پښې سپکې کړې او دخپل هېواد پر ځای بهر کار کوي، هغه کولی شوای چې خپله انرژي د خپل وطن پر ودانۍ ولګوي. دغه راز زما مور او پلار د هغه د دین په اړه هم اندېښمن دي. که هغه پر خپل مذهب ټینګ پاته نه شي،هغوی شک لري چې نور نسلونه یې ښايي مذهب بېخي له پامه غورځوي».
خو له شک پرته د کډوالو راتلونکې ناروښانه ځکه ده چې جوته نه ده په اروپايي هېوادونو کې د پاتېدو اجازه موميکه هېواد ته به ستنول کېږي. ډیرئ مرکه کېدونکو د مرکو پرمهال پر دې اړخ ډېر تمېدل او اکثرو دا ویل چې د خپلوانو برخلیک یې د خدای او د کوربه هېواد په لاس کې دی.
د میدان وردګو د ۲۳ کلن کډوال پلار په دې اړه داسې څرګندونې درلودې: «زموږ هدف او نظر دادی چې هغه به خوندي وي او ښه ژوند به وکړي. موږ یې نوره د خوندیتابه اندېښنه نه لرو. موږ دا اندېښنه نه لرو چې زوی به مې یوه ورځ داعش، کوچی او ایا هم طالب ووژني. [خو] موږ د هغه پر راتلونکې ډاډه نه یو. دا په کوربه هېواد پورې اړه لري چې د کډوالۍ اسناد ورکوي، بل هېواد ته یې لېږي او که بېرته یې خپل هېواد ته راشړي. په دې باب زه هیڅ نه شم ویلای».
په بغلان کې د ۲۰ کلن کډوال ورور داسې نظر لري: «د هغو مالوماتو له مخې چې ملګرو او دوستانو مې راکړي، که هغه په فنلنډ کې قبول شي او هلته پاتې شي، زه فکر کوم ښه راتلونکې به ولري. لږ تر لږه له جګړو خو به لرې وي. هغه به ښې زده کړې وکړي او د ښې دندې له پاره به ښه موکه ولري. خو که هلته ونه منل شو، ښايي ډېره تیاره راتلونکې ولري. هغه پر لاره یو کال تیر کړ. په همدې موده کې له خپل دود او دستور نه لرې پاتې شوی. هغه له زده کړو هم لرې پاتې شوی او که قبول هم نه شي، برباد به شي او توره راتلونکې به ولري. رواني ستونزې به هم ورته پیدا شي. که کور ته را ستون شي، زما د پلار په ګډون به ګرد ورته وايي چې موږ ټولې پیسې در باندې ولګولې خو ته تش لاس او له تتې راتلونکې سره راغلې. نو پر هغه به ډېر فشار راشي. ښايي زما پلار دا هم ورته ووايي چې موږ پر تا د لګولو له پاره نورې پيسې نه لرو او هیڅوک به د پیسو د ورکولو دا خطر ونه مني.»
د فشار پایله به «ښه پانګونه» وي
په ډېرو مرکو کې د کورنیو تمې له دې خبرې سره تړلې وې چې خطر، فشار او د سفر لګښتونه به په پای کې په ښه پانګونه واوړي او دا پانګونه به یواځې د شخص له پاره نه بلکې د ټولې کورنۍ له پاره وي. په ډېرو حالاتو کې اروپاته د خپلو غړو په لېږلو کې دا هم د کورنیو له پاره یو دلیل و. د بېلګې په ډول له تخاره د یوه کډوال کېسه چې یو ورور یې وژل شوی او پر کور یې اور پورې شوی او وروسته یې کورنۍ خپل ټول شته راټول کړي او یو غړی یې اروپا ته استولی دی: د دغې کورنۍ یو پنځه ویشت کلن غړی وايي: « ټولې کورنۍ پرېکړه وکړه چې زموږ یو ورور دې هرو مرو اروپا ته ولاړ شي چې هلته له رسېدو وروسته له موږ ټولو سره مالي مرسته وکړي. موږ په ځانګړي ډول جرمني خوښ کړ. موږ تمه درلوده چې د هغې د پناه غوښتنه به ومنل شي او بیا به موږټوله کورنۍ جرمني ته بوځي، ځکه په افغانستان کې زموږ له پاره هیڅ نه دي پاتې».
په نورو بېلګو کې هم په ورته ډول بهر ته د استولو تر شا ځینې نور لاملونه هم و، چې د اروپا فرصتونه یې د کورنیو په پریکړو کې لویه ونډه لري. له کندوزه د یوه ۲۲ کلن کډوال خور وايي: «له یوې ادارې سره د موټر چلوونکي په توګه کار هغه له ګواښونو سره مخامخ کړی و. نو ځکه زما پلاروهڅاوه چې دهېواد کوم خوندي ځای ته ولاړ شي. لومړی مې ورور ایران ته د تګ پرېکړه وکړه. ملګرو یې تشویق کړ چې ترکیې ته ولاړ شي او په پای کې له کورنۍ سره تر مشورې وروسته جرمني ته ورسېد. موږ فکر وکړ که ورور مې په ترکیه کې پاتې شي، نو له کارګرۍ پرته بله دنده نه شي موندلای، نو بیا په دې باور شو چې باید جرمني ته ولاړ شي، خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي اوهغه ځای ته په رسېدو کې به زموږ لاس هم ونیسي. موږ تل غوښتل چې خوندي ځای ته ولاړ شو خو د ټولې کورنۍ دتګ له پاره مو کافي پیسې نه درلودې. موږ اوس هم د ځینو خپلوانو پوروړي یو چې د ورور د تګ له پاره مو ترې پیسې اخیستې وې.»
خو ښايي د پورونو ستنول، په ځانګړي ډول د هغو کورنیو له پاره ګران وي چې له مخالفتونو سره سره یې پيسې پور کړې وي. له بغلان نه د یوه ۲۲ کلن کډوال د ورور په خبرو کې د دې خبرې سپيناوی ښه کېدای شي: «د تره زامن مې چې د ورور غوندې مې له وطنه تللي، کورنۍ یې له سختو مالي ستونزو سره مخامخ ده. دوی خپله ځمکه او شتمنيوپلورل او خوندي ځای ته یې د خپلو ماشومانو د لېږلو له پاره پیسې سره را ټولې کړې . دا کار د هیڅ لوري له پاره اسان نه دی. کورنۍ یې د خپلو ماشومانو په اړه د ښه خبر د اورېدو په تمه دي چې په اروپا کې بې برخلیکه پراته دي. زما د هغه تره کورنۍ چې زوی یې اروپاته استولی تر اوسه هم قاچاق وړونکي ته ټولې پیسې نه دي ورکړي نو هغه هم هره ورځ دروازه ټکوي او پيسې غواړي. هغه کورنۍ چې زه یې پېژنم او خپل بچیان یې اروپاته استولي دي، هیله منې دي چې اولادونه یې اروپا کې ځای پر ځای شي او له دوی سره مرسته وکړي. ځکه دوی اروپا ته دخپلو بچیانو پر استولو ټولې پیسې لګولې دي. په تیرو څو کلونو کې دوی له کورنیو سره هیڅ ډول مرسته نه ده کړی. په افغانستان کې یې کورنۍ ځکه اوس ډېرې هیله منې نه ښکاري چې اروپا ته د کډوالو دې لوی سیلاب افغانانو ته ستونزې زېږولې دي».
دې ته په کتو چې دا ځوان له داسې یوې کورنۍ راغلي چې له مالي ستونزو سره مخامخ ده، نو په دې برخه کې دا دلیل ځانګړې پیاوړتیا مومي چې له فشارونو سره سره به دا یوه غوره پانګونه وي.
اروپا ته دوه رسېدلي کډوال
هغه کډوال چې اروپاته څو میاشتې وړاندې رسېدلي، سره له دې چې د اوسېدو اجازه ورکړ شوې، لا هم د نوي ژوندانه په ډېرو لومړنیو پړاوونو کې دي. د سږني کال په پیل کې له دوو کډوالو سره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې انې وېلکنس مرکې کړې دي. ( کولای شئ دا راپور دلته وگورئ) ددوی خبرو هغه ستونزې روښانه کړې چې اروپا ته رسېدلي کډوال ورسره مخامخ دي. مرکې له هغو دوو افغانانو سره شوې دي چې په ۲۰۱۰ کې اروپا ته د رسېدو پرمهال لا صغیران وو. دوی منل شوي او تر یوې اندازې په ټولنه کې مدغم شوې هم دي. دوی خپلو ستونزو ته خورا نژدې وو، احتمالا دومره نژدې چې کورنۍ به یې نه وې. په اروپا کې د هغوی د اوسېدنې ارزونه هم هغه څه چې پېښ شوي جوتوي: جواد په سوېډن کې په بېساري ډول بریالی دی. هغه له ښوونځي فارغ شوی او ښې نمرې یې هم وړې دي. سره له دې چې تر پخوا بدل شوی خو لا هم فکر کوي چې ژوند یې سخت دی. هغه ته خپل هېواد یادېږي، طبیعت یې یادېږي او کور یې هم پر زړه اوري. هغه له یواځې ژوندانه سره روږدی نه و او له همدې وجې له ذهني پلوه زیان منونکی دی. دی وايي په افغانستان کې موږ پیسې نه درلودې، که اوس پيسې لرو خو په زړونو کې یواځې یو. هغه افغانستان ته ژر ستنېدل غواړي او بیا بیا وايي چې موږ په زړونو کې یواځې یو.
د جواد پرعکس مسعود بیا له خپلې کورنۍ سره یوځای شویدی. له څو کلونو وروسته یې مور او د هغې پنځه بچیان سوېډن ته ورسېدل خو دا ورځ د هغه له پاره خوشالوونکې نه وه. هغه ته ایسېده چې د ټولې کورنۍ مسوولیت یې غاړې ته لوېدلی.
هغه وايي «ما ښه ډېر وژړل؛ اړ شوم چې له کوره ووځم. زما مور ډېره سپین سرې شوې وه او نوره هغومره تکړه نه وه چې ما ته ایسېده…».
مسعود وايي ځان ترې ورک شوی دی:«پخواني حالت مې ډېر یادېږی اوفکر نه کوم چې بیا به هغه حالت ته ستون شم»دی وايي دوه ځلېرواني ډاکټرانو ته ورغلی خو ګټه یې نه ده کړې. دی وايي ځان یې تر خپلې کورنۍ ځار کړ: «ما داسې نه غوښتل خو داسې وشول».
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ ثور / غويی ۱۳۹۹