Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

حقونه او خپلواکي / حقوق و آزادیها

د افغانانو ډله ییز مهاجرت، حقایق، ارقام او تمایلات

توماس روتیگ 17 دقیقې

اروپایي اتحادیې ته د افغانانو پر له پسې ډله ییز مهاجرت په اوس مهال کې دویمه لویه ډله جوړوي چې اروپا ته د ورغلو کډوالو شمیره لا پسې لوړوي. دا موضوع په خپل وار سره د کډوالو د پلوي او مخالفو غورځنګونو او ګوندونو په تودو بحثونو اوښتې ده او د دوی تر منځ یې د سیاسي تضاد کچه لا لوړه کړې ده. په داسې حال کې چې حکومتونه او وګړي د کډوالو له یرغل سره د چلند هڅې کوي، په کور دننه د دوی د ریښتینې او فرضي شمیرې موضوع په سیاسي وسیلې اوښتې ده. یو شمیر هیوادونو خپل قوانین لا پسې سخت کړل او خپلې پولې یې وتړلې، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا داسې نه کوي. المان چې په لومړي سر کې یې کډوالو ته ښه راغلاست ووایه، اوس یې ډیر سخت دریځ غوره کړی او وایي هغه کډوال به چې د پناه غوښتنه یې و نه منل شي وباسي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رئیس، توماس روتیګ د کډوالو شمیرې چاڼ کړي، تمایلاتو ته یې کتنه کړې او ددوی ډلي یې راسپړلې دي، چې په سیاسي بحثونو کې ډېر ځله سره ګډوډیږي. دی همدارنګه په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د مشر ریچارد دانڅیګر هراړخیزې مرکې ته اشاره کوي چې یوازې یې همدلته اورېدلی شئ ( لینک یې د متن په پای کې دی).

اروپا به سږکال (۱) د کډوالو له ستر یرغل سره مخامخ شي چې ډیر یې له سوریې راځي، په داسې حال کې چې افغانان یې دویمه لویه ډله جوړوي. ټولنیز خدمتونه په هغو هیوادونو کې چې دوی مني، په خاصه توګه په سیمه ییزه کچه په ډیر ناوړه حالت کې دي. وګړي، سیاستوال او دولتونه د کډوالو په هکله چې آیا دوی ته ښه راغلاست ووایي که یې د راتګ لپاره حقوقې او عملي خنډونه جوړ کړي، په زیاتیدونکې توګه سره ویشل شوي دي. له پردیو څخه د سیاسي ډلو د ډار آواز لا پسی اوچتیږی او پر حکومتونو فشار اچوي چې مخنیوونکی دریځ غوره کړي، خو د دوی تاثیر د وروستیو ټاکنو په پایلو باندی یو ډول ندی؛ د سویس په ټولټاکنو کې یوه بریا او له اټکل سره سم د ډنمارک او ویانا د ښاروالۍ په ټاکنو کې لږه غوڅه. (د اتریش پلازمینه، المان او شمالي اروپا ته د کډوالو د اوښتلو عمده ترانزیتي لار ده).

ډیرو هیوادونو او په دې ډله کې المان او اتریش ددې لپاره چې د نورو کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي، خپل قوانین اصلاح کړي دي. سویډن وروستی هیواد دی چې د خپلو پولو کنټرول یې د نومبر پر یوولسمه نیټه د لنډ مهال لپاره له سره پیل کړ. د اکټوبر د میاشتې په وروستیو کې المان لومړی هیواد و چې په ځانګړي ډول یې اعلان وکړ هغه افغان کډوال به وباسي چې پناه غوښتتنه یې و نه منل شې. دا د المان د کورنیو چارو د وزیر، توماس دیمیزیر وینا وه چې د کډوالو چارې هم په ده پورې اړه لري. که څه هم تر اوسه پورې وروستۍ پریکړه نه ده شوې، د بهرنیو چارو د وزیر، فرانک والتر شتاینمایر له خولی رپوټ ورکړ شوی چې وایي په افغانستان کې د امنیتي حالت ناڅاپي خرابوالي ته په پام سره به د دوی بیرته استول په سختۍ سره شوني وي.(۲) همدارنګه د کورنیو چارو  وزارت داسې وړاندیز هم شته چې افغان کډوالو ته دې د الماني ژبې په کورسونو کې چې په ټولنه کې د مدغم کیدو لپاره ډیر مهم دي، د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. دوی استدلال کوي چې د هغو هیوادونو کډوال چې د منل کیدو کچه یی له ۵۰ سلنې ټیټه وي، په المان کې د پاتېدو راتلونکی نلري.( په ۲۰۱۴ کال کې ۴۶ سلنه افغانانو ته په منځنۍ توګه پناه او یا په بل ډول ساتنه ورکړل شوی ده، د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر میاشتې وروستي موجود معلومات ښیي چې د منل کیدو کچه ۴۴،۹ سلنه ده).

اروپایي اتحادیه د پېټي د وېش سیستم په جوړولو کې هم چې د ټولو غړیو هیوادو لپاره د منلو وړ وي، تر اوسه پورې پاتې راغلې ده. ورسره جوخت لویه شمیره رضاکاران، کډوالو ته د مېشتځایونو په برابرولو او د هغې تشی په ډکولو باندی لګیا دي چې چارواکې یی یا توان نلري او یا هم نه غواړي د حل یوه لاره ورته ومومي.

د سیاسي تضادونو په ډیریدو سره د کډوالو ارقام د کورني سیاست د اساسي لړۍ پر وسیلې اوښتي دي. ځینې وختونه په ارقامو کې مبالغه شته او ډېرځله سره ګډوډیږی او د ډلو ویش هم مغشوش دی. (۱ پایلیک بیا وګورئ) د بېلګې په توګه د هغو خلکو شمیره چې اروپا ته تللي له هغی شمیرې نه چې د پناه غوښتنه یی کړی، توپیر لری. همدارنګه د پناه غوښتنلیکونو شمیره هم د پناه غوښتونکو له ریښتینې شمیرې نه لوړه ده. ډیر کډوال په اروپا کې د خپل سفر په ترڅ کې په بیلابیلو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کوي. د ۲۰۱۵ کال د اګست په میاشت کې د ۱۱۵۲۲ افغانانو له ډلې څخه چې المان ته تللي، یوازې ۲۲۷۰ تنو د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د ایستلو بحث: المان

المان چې په اروپایي اتحادیه کې د کډوالو په هکله د پاسته دریځ درلودونکی دی، لومړنی هیواد و چې حکومت یې په ډاګه کړه ګڼ شمیر افغان کډوال به چې د پناه ورکولو غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي، په مجاز ډول تر اوږدې اوسېدنې وروسته وباسي. د پرواسایل سترې نادولتي ټولنې په اند چې په المان کې په دې برخه کې کار کوي، کیدای شي ۷۰۰۰ تنه افغانان د ایستلو له دی ګواښ سره مخامخ شې. نورو اروپایی هیوادونو چې سویډن او ناروې هم پکې شامل دي لا وار د مخه هغه افغانان چې پناه غوښتنه یی نده منل شوی، ایستلي دي. په برتانیا کې د ۲۰۱۵ کال د اګست په میاشت کې د ۶۰ افغانانو ایستنه چې د یوی لویی ډلی برخه وه، په وروستۍ شیبه کې هغه مهال وځنډول شوه چې قاضی القضات حکم صادر کړ چې د دوی ایستل به یوازی هغه وخت خوندي وي چې دریو ولایتونو کابل، بامیان او پنجشیر ته واستول شي (دلته او دلته یې لوستلای شئ).

لکه د نورو هیوادونو، د ایستلو بحث په المان کې پر دې تمرکز کوي چې آیا په افغانستان کې امنیتي وضعیت ددوی ستنېدو ته جوړ دی او یا په هیواد کې داسی خوندي سیمی شته او که نه چې دا خلک  ورواستول شي. دولت وایي هو، په داسې حال کې چې ارزوونکي په دولتي رسنیو کې هم د حکومت پر دریځ په بې ساري ‌ډول کلکې نیوکې کوي. د المان د نړیوال تلویزیونې چینل دویچې ویلې یوه څېړونکي د افغانستان د امنیتې وضعیت په هکله په ټولیزه توګه د حکومت بی حده مثبت انځور بی بنسټه وباله، په خاصه توګه کله چې په کندز کې د المان د ایساف ځواکونو پخوانۍ اصلي اډه د همدی کال د سپټمبر او اکټوبر په میاشتو کې د دوو اوونیو لپاره د طالبانو لاس ته ورغله.   حتې تر ۲۰۰۹ کاله پوری د المان دولت دا نه منله چې په افغانستان کې جګړه ده. وروسته له دی چې طالبانو کندز ونیوه د کورنیو چارو وزیر(مخکی د دفاع وزیر) دیمیزیر وویل چې دا ریښتیا ده، هغه امنیت چې په نورو ځایونو کې دی په افغانستان کې نه شته. (۳)

همدارنګه رسنیو په کابل کې د المان د سفارت له یوه رپوټ څخه ډیرې جدي پایلې را ایستلې دي. په رپوټ کې د طالبانو د اغیز د خپرېدو او د هیواد په نیمایي سیمو کې د لوړې او یا هم ډیرې لوړې کچې خطرناک امنیتې وضعیت، حتی په هغو سیمو کې چې امن بلل کیدلې، د امنیت د خرابیدو په هکله خبرې کیږي( په المانې ژبه یی دلته لوستلای شي). د سولې او جګړی د څیړنیز انستیتیوت په اند ( د مثال په ډول دلته یې کتلای شئ) په افغانستان کې وسله واله کورنۍ جګړه لا تر اوسه هم په شدت روانه ده. همدارنګه د ملکي وګړو د تلفاتو د لوړیدو کچه هم دا واقعیت ثابتوي ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې تحلیلونه دلته). دARD  غوره تلویزیوني شبکې د څېړونکي له خوا د وزیر بله وینا چې د پرمختیایې بودجې لویه برخه افغانستان ته لېږل کیږی نو هیله هم دا ده چې افغانان دې په خپل هیواد کې پاتې شې، شرموونکې وبلل شوه.

د بحث بل ټکی دادی چې څومره ډیر افغانان خپل هیواد پریږدی هغومره به د المان پیټی لا نور هم پسې درنیږي. د ناقانونه مهاجرو لپاره د المان د ارزونې او ستراتیژۍ  ګډ مرکز (په المانی ژبه Gasim) د رپوټ له مخې هره میاشت سل زره افغانان خپل هیواد پریږدی. (۴) د Gasim رپوټونه معمولاً د عامه کارونې لپاره نه دي خو دا شمیرې د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په ۲۸ نیټه د ښي لاسې ورځپاڼې Die Welt له خوا خپرې شوې. داسې ښکاري چې دا رپوټ پر هغه تاوده سیاسې بحث د اغیز لپاره چې آن د انګېلا مېرکل په ایتلاف کې هم د ټوکېدو په حال کې دی، قصداً خپور شوی دی.

د کډوالۍ د نړیوالې ټولنې د افغانستان د دفتر د مشر ریچارد دانڅیګر په وینا د دوی ټولنه (IOM ) دا ارقام نلري چې څومره افغانان خپل هیواد پریږدي:

هو، زه فکر کوم سمه به وي که موږ ورته ډله ییز مهاجرت ووایو خو په زغرده وایم چې د ارقامو په هکله څه نشم ویلای. موږ په هغو شمیرو چې څومره خلک اروپا ته راغلي پوهېږو. د اوس لپاره موږ د معلوماتو ممکنې سرچینی ټولې کتلې دي: د پاسپورټ غوښتنلیکونه کتل شوي، د هوایي ډګرونو له چارواکو سره مو خبرې کړې دي، موږ د ایران په پولو کې دفترونه لرو، موږ هغه ځایونه کتلي چې ډیر کډوال ترې وتلي په دې مانا چې ډیر خلک یې اروپا ته پر لاره دي. موږ ونشوای کړی چې د جلا ټوټو په یوځای کولو سره ریښتینې معلومات ترلاسه کړو. د بېلګې په توګه موږ پوهیږو چې نیمروز ته (هغه ولایت چې له ایران سره پوله لري) د بس ټکتونه ډېر پیرل کیږی. موږ په هوایي ډګرونو کې له خلکو سره له غږېدو پوهیږو چې ایران ته ډیرې الوتنی نشته خو کومی الوتنی چې کیږی له ځوانانو ډکې وي چې الوتکه د بېرته ستنېدو پرمهال دومره ډکه  نه وي، دا یو قیاس دی. په دې توګه، هو زه فکر کوم موږ کولی شو دا ډله ییز مهاجرت وبولو خو شمیره نشو ورکولای.

دانڅیګر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ په ریاست کې د پاسپورټ د غوښتنلیکونو د ډېروالي ټینګه یادونه په احتیاط سره کوي، خو داسی نښی نښانی شته چې شمیره یی لوړیږی. د المان تلویزیونی شبکه ARD، د دی دفتر د مشر جنرال سید عمر صبور له خولی له کابله رپوټ ورکوي چې د پاسپورټ د غوښتنلیکونو شمیره ددی کال په سر کې هره میاشت له ۳۰۰۰ نه د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر تر وروستیو نېټو پوری ۸۰۰۰ ته لوړه شوی ده.

د دانڅیګر له خولې د نویو پاسپورټونو د درلودو لوړه کچه، د حکومت له خوا د نړیوال هوایي چلند د ۲۰۱۵ کال د مې میاشتې د مقرراتو له پلي کیدو سره چې افغانان تر دې وروسته نه شې کولای پر لاس لیکل شویو پاسپورټونو څخه ګټه پورته کړي، هم تړاو لري. کیدای شې دا پریکړه هم، که ټوله یې نه وي یوه برخه یی پر افغان حکومت د لویدیځو هیوادو د فشار په پایله کې پلې شوې وي، په داسی حال کې چې دا پاسپورټونه له ډېرې مودې را هیسې په دغو هیوادونو کې د ګټې اخیستو وړ نه دي او یا هم ورته د شک په سترګه کتل کیږی. کړکیچن وضعیت او نژدې د ټولو هیوادونو د ویزی د لاسته راوړلو له پاره اوږدو لړیو ډیر افغانان د ډار له حالت سره مخامخ کړي دي چې په راتلونکې کې به دوی ونشي کړای چې سفر وکړي. په دوی کې د لوړو زده کړو زده کوونکي، د ښوونځیو فارغان چې د بهر څخه یې د زده کړې بورسونه ترلاسه کړي او هغه کورنۍ چې خپل خپلوان د درملنې لپاره بهر ته بیایي هم راځي (د افغانانو لپاره تر ټولو غوره ځای هند دی). د پاسپورټ د لاسته راوړو نور غوښتونکي هغه خلک دي چې هیله من دي په ایران، ترکیې او یا په خلیجي هیوادونو کې کار ومومي.

پر دی سربېره، ټول هغوی چې له افغانستان څخه وځي حتمې نه ده چې اروپا ته به ځې (المان خو لا پریږده). د افغانانو داسې ډیرې کیسې شته چې دوی له افغانستان یا ترکیې سره په پولو کې د ایراني چارواکو له خوا نیول شوي او بیا بیرته افغانستان ته استول شوي دي. څوک چي په نهایت کې اروپا ته د تګ نیت کوي، ډېرځله تر یوه اوږده او ستونزمن سفر وروسته دا کار کوي لکه هغسې چې دانڅیګر ورته ګوته نیسي:

تاسو باید دا په نظر کې ولرئ چې هغه خلک چې په اوسني وخت کې اروپا ته د ننوتو په حال کې دي، کیدای شې خپل هیواد یی په همدې کال کې نه وي پریښی، ځکه چې ډیر خلک پړاو په پړاو خوځېږي. کیدای شي هغوی ایران ته تللي وي چې کار وکړي او کافي پیسې لاسته وروړي، ترکیې ته ولاړ شي او له سره کار پیل کړي. کیدای شي دوی خپل هیواد پروسږکال یا دوه کاله مخکې پریښی وي.

د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر ۲ نیټه پخپله خپره کړې اعلامیه کې لیکي چې سږکال ۱۲۰۰۰۰ افغانانو په قانوني او ناقانونه ډول خپل هیواد پریښی دی.

د پناه غوښتونکو عمومي شمېرې

د ملګرو ملتو ټولنې د وروستیو اټکلونو پر بنسټ سږکال نژدې ۸۰۰۰۰۰ کډوال له مدیترانې نه اروپا ته اوښتي دي. یوازې د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په میاشت کې ۲۱۸۰۰۰ تنه اوښتي چې د ټول ۲۰۱۴ کال پرتله چې ۲۱۶۰۰۰ تنه وو، لوړه شوې شمیره بلل کیږی. تر اوسه پوری ډیر کډوال له ترکیی نه د سمندرله لارې يونان ته اوړي چې دا لار د هغو افغان کډوالو لپاره ډیره غوره ده، چې له ایران او ترکیی نه سفر کوي. ځینې نور بیا د ترکیی- یونان او د ترکیی- بلغاریا د مځکنیو پولو له لارې اوړی. د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر پر ۱۵ نیټه د بلغاریا او ترکیې د پولو په منځ کې یوه پیښه رامنځ ته شوه چې د کډوالو د اوښتو د ډرامې ژرنده کې وروستۍ تیږه وبلل شوه ( د بلغاریا د ولسمشر روسن پلیونیلیوف په وینا) د اروپایي اتحادیی په پولو کې یو کشر افغان چې  د نوم په هکله یی تر اوسه څه نه دي ویل شوي، په ګولۍ ولګېد او مړ شو. د بلغاریا چارواکي چې پیښه هلته رامنځ ته شوې ادعا کوي چې نوموړی د ۵۰ ځوانو افغانانو په ډله کې چې غوښتل یی په ناقانونه ډول پر پوله واوړی په اخطاریه ډزو کې ویشتل شوی دی. ګڼ کډوال چې ډیر افغانان هم په کې شته په مدیترانې سمندرګي کې هغه مهال مړه شوي چې بیړۍ یی ډوبې شوې دي.(۵)

د اروپایي اتحادیې د وروستیو رسمي ارقامو پر بنسټ د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ نیمایي کې ۳۹۹۰۰۰ تنو د اروپایي اتحادیې په ټولو غړو هیوادو کې په لومړي ځل د پناه غوښتنه کړې ده. ټول دغه ارقام د اروپایی اتحادیی د موسسې یوروستات د لومړۍ او دویمې ربعو پر رپوټونو ولاړ دي (دلته او دلته یی وګورئ) مګر په هغه صورت کې چې سرچینه یې بله وي.

د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ نیمایي کې المان د پناه تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي (۱۵۴۰۰۰، په اروپا کې د ټولو سپارل شویو ۳۹ سلنه) ورپسی هنګري (۶۵۴۰۰)، ایتالیا (۳۰۱۰۰) او فرانسه د (۲۹۸۰۰) شمیرو په درلودو راځي. د وګړو د سړي سر شمېرې په پام  کې لرلو سره هنګري، اتریش، سویډن او المان دا مهال د ټولو په سر کې راځي. د ۲۰۱۵ کال تر اکټوبر پورې په المان کې د پناه غوښتونکو مجموعي شمیره د ملي رسمي ارقامو مطابق سږکال تر۳۳۱۲۲۶ تنو پوری لوړه شوی ده. سویډن د ۲۰۱۴ کال پرتله چې ۷۵۰۰۰ غوښتنلیکونه یې درلودل، سږکال د پناه ۱۲۰۰۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.

افغانان د پناه غوښتونکو په منځ کې

د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ او دویمه ربعو کې افغانان د پناه غوښتونکو په منځ کې تر سوریانو وروسته دویمه لویه ډله جوړوي. د ملګرو ملتو د اټکلونو پر بنسټ د هغو ۸۰۰۰۰۰ کډوالو له ډلې چې له مدیتراني اوښتي، ۱۹ سلنه یې افغانان جوړوي چې ۱۵۰۰۰۰ تنه کېږي. د ۲۰۱۵ کال په لومړیو دریو ربعو کې ۸۸۲۰۵ افغانانو د اروپایی اتحادیې په غړو هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده. په اروپایي اتحادیه کې د ټولو پناه غوښتونکو له ډلې څخه په لومړۍ ربعه کې افغانان ۷ سلنه او په دویمه ربعه کې ۱۳ سلنه ول (د درېیمې ربعی ارقام تر اوسه پوری نشته). د دویمی ربعې په پای کې د افغانانو ټوله شمېره ۳۹۹۰۰ تنه وو، دا ښیی چې د درېیمې ربعې شمیره د دوو لومړیو ربعو تر ګډو شمیرو دوه ځله ډیره ده. د پرتلې لپاره په ۲۰۱۴ کال کې۳۷۸۱۰ او په ۲۰۱۳ کال کې۲۲۵۸۰ افغانانو په اروپایي اتحادیه کې پناه غوښتې ده.

د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ نیمایی کې ډیرو افغانانو په هنګري او المان کې پناه غوښتې ده. هنګری ۱۷۶۶۰ افغان پناه غوښتونکي ثبت کړي دي چې د ټولې اروپایي اتحادیې د شمیرې نیمایي جوړوي. د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ تر اکټوبر میاشتو پوری المان  د پناه ۲۰۴۳۴غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي (چې په دې موده کې په دغه هیواد کې د ټولو هغو خلکو ۶،۲ سلنه جوړوي چې د پناه غوښتنې په لټه کې وو) دا په داسی حال کې ده چې په همدې دوره کې ۸۲۸۱۷ افغانان ورغلي دي، یوازې ۳۱۰۵۱ تنه د اکټوبر په میاشت کې رسیدلي دي ( د اګست په میاشت کې ۱۱۵۲۲ تنه). دې ارقامو ته په پام سره افغانان تر اوسه په المان کې یوازی د پناه غوښتونکو څلورمه لویه ډله ده. په لومړۍ او دویمه ربعو کې افغانستان د سیمې د سر سر لسو هیوادو په کتار کې نه راځي.

د نویو رسېدلو کډوالو پرتله په المان کې د پناه غوښتونکو څه نا څه لږه شمیره ددې واقعیت ښکارندویه ده چې د افغانانو یوازې وړه برخه په دې هیواد کې پاتې کیږي. المان ته د څلورو ورغلو افغانانو له ډلې یوازی یو تن د پناه غوښتنه کوي. ډیر یې نورو هیوادونو ته ځي او یا هم د اروپایي اتحادیې نورو هیوادونو ته استول کیږي ( د دوبلن د تړون پر بنسټ پناه غوښتونکی باید د اروپایی اتحادیی په لومړي هیواد کې چې ورغلی د پناه غوښتنه وکړي). بل بدیل هم شته چې ځان پټ کړي او هیڅ د پناه غوښتنه ونکړي.(۶)

د بېلګې په توګه په سویډن کې وضعیت بل ډول دی. د سویډن د چارواکو په وینا، دې هیواد ته راغلي نژدې ټول کډوال د پناه غوښتنه کوي، یوازې لږه برخه ناروې ته ځي. د ۲۰۱۵ کال د نومبر تر لومړۍ نیټی پورې سویډن د افغانانو  د پناه ۲۱۵۵۱ غوښتنلیکونه درلودل. د نومبر د ۲ او ۸ نېټو ترمنځ سویډن ته د ۱۰۰۰۰ ورغلو کډوالو له ډلې ۴۲ سلنه ( ۴۳۳۳ تنه) افغانان ول. د دوی له ډلې ۲۲۹۹ تنه هغه کسان دي چې قانوني سن ته لا نه دي رسیدلي. د دې کال د جنورۍ په میاشت کې ۳۵۰ تنه افغانان سویډن ته تللي دي.

د ۲۰۱۵ کال په دویمه ربعه کې په اروپایي اتحادیه کې د افغانانو د پناه غوښتنو له ټولو ثبت شویو دوسیو څخه ۷۰ سلنې ته پناه او یا بل ډول حفاظت ورکړ شوی دی. د ۴۹۲۹ دوسیو پر بنسټ چې په هکله یی پرېکړه شوې ده، په المان کې د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ نه تر اکټوبر میاشتې پوری د افغانانو د منل کېدو کچه ۴۴،۹ سلنه وه. ۱۳۶۱ پناه غوښتونکي (۲۷،۶ سلنه) د مهاجرو په توګه پیژندل شوي دي، له دوی څخه یوازې ۳۷ تنو ( ۰،۷۵ سلنه) ته بشپړه سیاسي پناه ورکړ شوې ده چې د پوره ادغام اجازه لري. ۸۵۳ تنو (۱۷،۳سلنه) د نامهاجر خوندتیوب موقف ترلاسه کړی دی. د ۵۷۴ تنو (۱۱،۶ سلنه) پناه غوښتنه نه ده منل شوې، نور غوښتنلیکونه له نورو لارو حل شوي چې په عمده توګه ډیرې دوسیې د دوبلن تړون پر بنسټ نورو هیوادونو ته سپارل شوې دي. د پرتلنې په توګه د ۲۰۱۴ کال د ۱۲۹۹۹ دوسیو (۴۶،۹ سلنه) شمیره چې په هکله یی پریکړه شوې درې ځلې لوړه ده. په ټولیزه توګه د هغو افغانانو سلنه چې بشپړه سیاسي پناه یی ترلاسه کړې ډیره ټیټه ده خو په ۲۰۱۴ کال کې لوړه یعنې ۱،۲ سلنه وه (۸۷ دوسیی). په عملي توګه ډېر افغانان پاتې شوي دي، د المان حکومت (او په اروپایی اتحادیه کې ډیرو نورو) بی له دی چې د دوی حقوقي موقف ته وګوري، په هیواد کې د جګړی د دوام له کبله او د بشری ملحوظاتو په پام کې نیولو سره دوی له ایستلو معاف کړي دي. اوس دا افغانان په زیاتیدونکې توګه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي، په تیره بیا په المان کې.

له تاریخي پلوه اروپا د افغان کډوالو درې لویې څپې جذب کړې دي: لومړۍ په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته، دویم په ۱۹۹۲ کال کې د مجاهدینو په واکمنېدو پسې، درېیم په ۱۹۹۶ کال کې کله چې طالبان واک ته ورسیدل ( دلته او دلته یی ولولئ). د افغانانو ټولنه په المان کې چې په اروپا کې له لویو ټولنو څخه ده، له ۵۱۳۷۰ تنو څخه چې پر ۱۹۹۴ کال وه، ۱۲۶۳۳۴ تنو ته په ۲۰۰۹ کال کې پراخه شوه (۴۹۰۸۱ تنه یې الماني تابعیت لري). د افغان کډوالو ټولنې په پاکستان، ایران، خلیج هیوادونو، روسیې، امریکا او کاناډا کې تر المان لا ډېر پراخوالی لري.

د افغانانو د ډله ییز مهاجرت لاملونه

د المان سفیر مارکوس پوڅل له IRIN خبري آژانس سره په مرکه کې چې د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر ۱۰ نېټه خپره شوه وایي، موږ په هغو لاملونو لکه بد امنیت، ناوړه اقتصاد، ناسم لر لید او پر ملي یووالې حکومت بې باوري چې له کبله یی له افغانستانه خلک وځي پوهیږو. خو همدارنګه زیاتوي چې په زیاتیدونکي ‌ډول د پناه غوښتنلیکونو څېړل او د المان د خلکو د وضعیت بدلون یې د هېواد چارواکي وارخطا کړي دي. خلک د دې پر ځای چې دوی ته ښه راغلاست ووایي، له دوی څخه ډېره او لا ډېره وېره څرګندوي.

د اوسني بحث مرکزي عنصر دادی چې آیا هغه پناه غوښتونکي چې اوس راځي، له کورنۍ جګړی راتښتي او که اقتصادي مهاجرین دي. د افغانانو په هکله اغلب دا تشخیص لږ تر لږه ستونزمن دی. دانڅیګر په خپله مرکه کې پرهغو لاملونو چې په ګډه هم له امنیت او هم له کمزوري اقتصاد سره تړاو لري، خبرې کوي. يو یې هابل خوځوي، داسې څوک نشته چې ووایي زه یوازې د نا امنۍ او یا هم د ژوندانه یا ښه ژوندانه د  فرصت په لټون پسې ځم. هغه همدارنګه په ځوانانو باندې د کورنیو فشار هم ياد کړی چې ددې له پاره یې بهر ته لیږی چې د حالاتو د لا خرابېدو په صورت کې ترې د یوې تکیې په توګه کار واخلي. دا د تعجب خبره نده؛ د افغانانو مشر نسل له ۱۹۷۳ کاله تر اوسه پوری د ۹ رژیمونو د بدلون شاهد دی چې له ډېرو سره یې تاوتریخوالی ملګری و.

دانڅیګر همدارنګه د مغزو پر تېښتې هم چې افغانستان ته زیان اړوي، غږېدلی او وایي، د دې کډوالو ترمینځ ډیر ځوانان شته چې د افغانستان د هر ډول بیارغونې لپاره ډیره مهمه سرچینه ده. دی همدارنګه یادونه کوي ددوی ډیرئ سم نه پوهیږي چې اروپا ته به د سفرپه ترڅ کې له څه ډول ستونزو سره مخامخېږي:

ټول افغانان نه پوهیږي چې په مدیترانه کې څه تېریږی لکه مرګونه او داسی نور. زه داسې فکر کوم چې دوی نه پوهیږي چي په اروپا کې دوی ته څه شی انتظار کوي. دا چې ته په اتومات ډول نه شې کولای پناه ترلاسه کړې، دا چې په هر هیواد کې قوانین بېل بېل دي، دا چې تر هغو چې ستا د پناه غوښتنلیک څېړل کېږي ته کار نه شې کولای او دا چې تاته په کوم لوی اپارتمان کې ځای نه درکول کیږي. دوی ته باید په ریښتینې توګه وویل شي چې څه ته سترګې په لاره اوسي څو وروسته بیا خپله پرېکړه وکړي.

دی د ډله ییز مهاجرت د مخنیوي له پاره، د اقدام څو ممکنه لارې طرحه کوي:

مرسته کوونکي هېوادونه افغانستان ته باید بېرته په خپل رادار کې ځای ورکړي، له حکومت سره د مالي ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګ پاته شي، همدارنګه دوی باید په ریښتینې توګه دې حقیقت سره ځان مخامخ وبولي چې په بشپړه توګه د خپلې کډوالۍ او یا مهاجرت پر تګلارو له سره کتنه وکړي. په پای کې دی اشاره کوي څرنګه چې افغانان د کډوالو په توګه پر دروېزې ډډه لګول سم نه بولي، د کار کولو یا موندلو او یا خپل کاروبار د پرانستلو او نورو برخو کې ښه نوم لري.

له ریچارد دانڅیګر سره مرکه چې د ARD له خوا یې یوه برخه خپره شوې ده، ددې شبکې د لویدیځې آسیا د خبریالې ساندرا پیترسمن له خوا ثبت شوی ده. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې بشپړه مرکه ترلاسه کړې چې د مرکچي او مېلمه دواړو اجازه چې په مهربانۍ یې راکړې، دلته واورئ.

(۱) د کډوالو لپاره د ژنیو د کنواسیون په لومړۍ ماده کې چې د ۱۹۶۷ کال د پروتوکول له خوا اصلاح شوې، کډوال په لاندې ډول تعریف شوی دی:

څوک چې د خپل توکم، دین، ملیت، د یو خاصی ټولنیزي ډلی غړیتوب یا د سیاسی عقیدی په درلودو د موجه دلایلو له کبله د کړېدو ډار ولري او له خپله هیواده بهر وي او نشی کولای يا هم د همدغه ډار له کبله نه غواړي چې د خپل هیواد له خوا حمایه شي، یا هم د هېڅ ځای تابعیت ونلري او د همېشنۍ استوګنې له هیواده بهر وي او دهمدغسې پېښو یا ځورول کیدو له ډاره نه شي کولای او یا هم نه غواړي چې بیرته خپل ټاټوبي ته ولاړ شي.

په دې متن کې لیکوال د کډوال اصطلاح په دې مانا کارولې ده.

په عین وخت کې مهاجر په ملی قوانینو کې هم یوه حقوقی اصطلاح ده. په المان کې دا اصطلاح هغه چا ته کارېږي چې د سیاسي پناه غوښتونکي په توګه منل شوی وي. دا ډله په دوو برخو ویشل کیږی: (الف) هغه څوک چې سیاسي پناه یې اخیستې ده او کولای شي د نامحدود وخت لپاره پاتې شي ، (ب) هغه څوک چې د پناه غوښتونکي په توګه پیژندل شوی او لنډ مهاله ساتنه یې منل شوې ده، د دوی دوسیې به تر یوه ټاکلي مهال وروسته څېړل کېږي. هغه اشخاص چې د پناه غوښتونکي په توګه نه وي منل شوی خو په خپل هیواد کې د اعدام، کړولو او نورو لویو تېریو تر ګواښ لاندې وي، د اروپایي اتحادیې له قانون سره سم کولای شې مرستندویه حفاظت ترلاسه کړي. دلته د یو لړ خاصو هیوادونو لپاره له ایستلو څخه د حفاظت انتخاب هم شته، په دې لړ کې يوه ماده د هغه چا لپاره ده چې پناه غوښتنه یی نه وي منل شوې. د (C) او (D) ځوابونو د درلودونکو موده هر وخت پای ته رسیدای شي. په قانون کې د وروستیو بدلونو له کبله ایستل باید مخکې له مخکې اعلان نه شي. دا په دی مانا ده چې پناه غوښتونکي نه شي کولای له قانوني لارو پر خپلې شړنې اعتراض وکړي.

ټول هغوی چې پناه یا هر ډول حفاظت یې اخیستی وي د دې متن د پناه غوښتونکي د اصطلاح د شرایطو درلودونکي دي.

(۲) د رپوټ له مخې، دا وینا چې د افغانستان د کورني حالت په اړه په کابل کې د جرمني سفارت د ارزونې پر بنسټ جوړه شوې، د دوی د سیاسي رئیس له خوا په بوندیستاګ (د المان په فدرالي پارلمان) کې CDU او CSU (لوی واکمن ګوند) ډلې ته ورکړ شوې ده.

(۳) د المان د حکومت غړی د ثبات د ماموریت په هکله خبرې کوي ( په ۲۰۰۹ کال کې د دفاع وزیر فرانس جوزیف یونګ) او جګړه وزمه شرایط ( همدارنګه په ۲۰۰۹ کال کې د ده ځایناستی کارل تیودور څو ګوتینبرګ ). په ۲۰۱۰ کال کې ګوتینبرګ دا اصطلاح په کورنۍ جګړه کې پر نړیوال ګډون واړوله او ویې ویل چې دا یوازی په محاوره کې جګړه ده، نه په قانوني اصطلاحاتو کې. د ملګرو ملتونو ټولنې امنیت شورا کله چې په ۲۰۰۱ کال کې پر خپل ۱۳۸۶ پرېکړه لیک ایساف ځواکونو ته واک ورکاوه، له دې ډول تعریف څخه یی ډډه وکړه او ایساف ته یی د ملګرو ملتونو د منشور له اووم فصل سره سم د سولې د ټینګښت ماموریت ورکړ. په ژنیو کې د بشري قانون او حقوقو اکاډیمۍ له پروژې سره سم چي په وسله واله شخړه کي د قانوني چلند (RULAC) تر نامه لاندی ده، په افغانستان کې شخړه په لوړه کچه زوروره کورنۍ وسله واله شخړه بلل کېږي چې د نړیوالو ځواکونو په مرسته د افغانستان د حکومت او د ناحکومتي وسله والو ډلو تر منځ روانه ده.

(۴) لاندینۍ موسسې له Gasim سره په رپوټونو کې مرسته کوي:

فدرال پولیس (مخکینې سرحدی فدرالي پولیس)، د جنایي فدرالي پولیسو دفتر( د المان  FBI)، د مهاجرت او پناه غوښتنی فدرالي دفتر، بهرني او کورني استخباراتي خدمات (BND او د اساسي قانون د ساتنی فدرالي دفتر) او د بهرنیو چارو وزارت.

(۵) دلته لږترلږه درې پروژې شته چې په نامه او اسنادو ثابتوي چې کډوال اروپا ته پر لاره وژل شوي دي: په امستردام کې د نژاد پالنی په وړاندی د یووالی په نامه د نا دولتې موسسې د مړو نوملړ، د ایټالیایي خبریال ګابریل دل ګراند د اروپا د کلا په نوم ویبلاګ او د کډوالو دوسیې، دهغه خبریال کنسرسیوم چې غواړي دا دواړه سره یوځای کړي، د دی افغان نوم نه لري.

(۶) سربېره پر دې د پناه غوښتونکو د دوسیو په هکله پرېکړي پڅې او شاته اچول شوې دي. د ۲۰۱۵ کال په دویمه ربعه کې د اروپایي ټولنې په ټولو هیوادونو کې د ۱۱۷۸۰۰ غوښتنلیکونو په تړاو پرېکړې شوې دي. ۴۶ سلنې مثبت ځواب ترلاسه کړی چې یا د مهاجر په توګه منل شوي او یا یې هم بل ډول حفاظت ترلاسه کړی دی. په هغو دوسیو کې چې پرېکړې یې شوې دي ۲۵۰۰ تنه افغانان دي. په المان کې د ۲۰۱۴ کال په پای کې افغانانو په منځني ډول د خپلو دوسیو د پریکړی لپاره ۱۳ میاشتې انتظار ایستلی دی. اتریش چې د څلورو هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې ډېر افغانان ( د ۲۰۱۵ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۱۰۵۰۰ تنه) ورغلي، خپل قانون یی بدل کړ چې کیدای شي افغانان د پرېکړې لپاره تر دریو کلونو انتظار وباسي. فنلنډ په دې وروستیو کې پر امنیتې دلایلو د افغانانو د دوسیو څیړنه درولې ده.(  دغه هیواد سږکال تر اوسه ۹۲۷۶ پناه غوښتونکي درلودل.)

لیکوالان: