لس کاله وړاندې یوې ډلې ځوانو روښانفکرو افغانانو د افغانستان ۱۴۰۰ حرکت په نوم خوځښت په دې موخه پیل کړ چې په افغانستان کې په نوې بڼه سیاست رامنځ ته کړي. په افغانستان کې د نوې یانې ۱۴مې پېړۍ د پیل درشل کې، هغوی غوښتل داسې سیاسي جوړښت رامنځ ته کړي چې د افغانستان د اوسنیو سیاسي ګوندونو خلاف پر قومونو او یا هم پر پخوانیو اسلامپالو او چپي نظریو ولاړ نه وي. د هغو موخه دا وه چې د افغانستان تنوع [رنګارنګي] په پام کې ونیسي، خلک د ولسواکۍ د ارزښتونو، مدني اصولو او د وطن پالنې پر بنسټ سره راټول کړي. اوس هماغسې چې د هغوی نامه کې راغلې، نوې پېړۍ په پیلېدو ده خو نوی پیل شوی خوځښت پرځېدلی. لانجه پر دې وه چې ایا وار له مخه په سیاسي مبارزه کې ښکېل شي او که لومړی یو څه وخت پر تګلارو او د غړو پر پیدا کولو تېر کړي. زموږ مېلمنه څېړونکې رېچل ریډ ددغه خوځښت له مهمو غړو سره غږېدلې او هڅه یې کړې ددې حرکت د نهیلۍ، ویاړ او ترخې ورځې پیدا کړي. د ډېرو خبرو پایله دا وه چې ۱۴۰۰ خوځښت، داسې سیاسي حرکت چې د ګډو دیموکراتیکو ارزښتونو لپاره پیل شوی و، بریالی نه شو، خو له شک پرته د بیا پیلدو لپاره به یې هڅه کېږي.
د یوه نوي سیاسي چوکاټ د جوړېدو لپاره د ملګرو ترمنځ خبرې په ۱۳۸۹ کې پیل شوې. دا داسې وخت و چې طالبانو بیا سر راپورته کړی و، جګړې زور اخیستی و، تازه پارلمانې ټاکنې شوې وې او د افغانستان نوې ولسواکۍ ته هیلې په ډېرېدو وې. د ملګرو دې ډلې لیدل چې سیاسي مشران ددې پر ځای چې د نوې ولسواکۍ د ټېنګېدو لپاره مبارزه وکړي، خپله ناکامي یې پر پخوانیو شخړو ور اچوله. دې حالت ته د دوی ځواب د داسې یوه سیاسي چوکاټ رامنځ ته کول و چې نه قومي وي، نه ایډيالوژیک. په دې مانا چې نه اسلامپالی وي او نه هم کیڼ اړخی. یادو دوو ایډیالوژیو له څو نسلونو راهیسې د افغانستان پر سیاست واکمني کړې او د قومونو پر بنسټ جوړ سیاست د جګړې پرمهال لا نور پراخ شو. دا ډله لومړی په کابل کې راټوله شوه چې د ښځو او نارینه وو په ګډون یې شمېر څه نا څه ۴۰ ته رسېده. ټولو یې ښې زده کړې کړې وې او د خپلو مسلکي دندو په لومړیو پړاوونو کې ښه ځلېدلي وو.
په دې رپوټ کې یې لسو غړو سره خبرې شوې دي، دوه یې پخواني مشران دي او ځینې یې د مشرتابه شورا غړي دي. دوی پر دې یوه خوله وو چې د خوځښت اصلي فکر یې (مېړنی) او له (زړورتیا) ډک و، د یوه غړي په خبره یې په روایتونو کې اختلاف دا خوځښت له ځوړ سره مخامخ کړ. خو وايي که د افغان سیاسي مشرانو خطرناکې او ناوړې مخینې ته وکتل شي، هغه څه چې دوی پیل کړي و، اوس هم اړین دي..
لومړی پړاو- الهام او پیل
د افغانستان ۱۴۰۰ خوځښت تر پیلېدو څو میاشتې وړاندې، لومړني احساسات ډېر تاند او ریښتیني وو. دا هر څه د ۱۳۹۱ په چونګاښ کې پر سپوږمۍ رستوران د برید په غبرګون کې وو. د کابل په قرغه کې څه نا څه ۲۰۰ کسان د برید پرمهال په رستوران کې بند پاتې وو. قرغه کابلیانو ته د هوسایۍ مشهور ځای دی. برید څو ساعتونه روان و او ۲۱ ولسي خلک پکې ووژل شول. طالبانو ویل برید د دوی کار دی. د هغوی ادعا دا وه چې په دې رستوران کې شراب خلکو ته ورکول کېږي او بهرنیانو ته پکې مېلې جوړېږي او افغانان هم ورځي. له دې پېښې یوه اوونۍ وروسته، د دې حرکت غړو پرته له دې چې ۱۴۰۰ نوم وکاروي، پر فیسبوک له خلکو د راټولېدو غوښتنه وکړه. دوی د همدې ترهګریزې پېښې له امله په اقدام لاس پورې کړ او غوښتل یې په دې ډول د مقاومت او هغمغږۍ لپاره خپلې لومړنۍ نظریې هم وازمایي.
افغانستان ۱۴۰۰ پرانیست غونډه، د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ ۱۶

څه نا څه ۱۵۰ کسان د قرغې په پېښه کې وژل شویو ته د درناوي په پار راټول شوي وو او هغوی ته یې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه. د هغوی په یاد د ګلانو ګېډۍ کېښودل شوې. له هغه را وروسته په څو کلونو کې د ۱۴۰۰ خوځښت د کارونو یوه برخه د جګړې قربانیانو ته درناوی و. د دې خوځښت یوه بنسټ اېښودونکي عبدالعلي شمسي هغه وخت ګارډین ورځپاڼې ته ویلي و چې د ناستو هدف یوازې دا نه دی چې ناسمې کړنې وغندل شي، بلکې موخه دا هم ده چې جرات وښوول شي. «موږ خلکو ته وړتیا ورکوو چې د تاوتریخوالي خلاف را پورته شي، خلک په دې برخه کې فعال نه دي ځکه په بېلا بېل ډول وېرېدلې دي.» شمسي پنځه کاله وروسته په ۱۳۹۶ کې کندهار کې د یوه برید پرمهال ووژل شو او همدې د دې خوځښت د لوري پر اوښتو اغېز وکړ.
افغانستان ۱۴۰۰ د ۱۳۹۱ په لیندۍ کې د څه نا څه ۴۰ غړو په لرلو سره پرانیستل شو. هغه څه چې ډلې وړاندې کړل، له لویه سره پرې هوکړه شوې وه خو د سیاسي لارو چارو په اړه یې ژور بحثونه نه وو کړي- په ځانګړي ډول د سیاسي فعالیتونو د مهالویش په اړه، او ډېری یې اوس له همدې پښېمانه هم دي. د ګروپ دننه د چټکو کارونو حس موجود و: جګړه په تېزۍ ډېرېده، د طالبانو خوځښتونه په ګڼو ولسوالیو کې پراخېدل او د ۱۳۸۷ او ۱۳۹۰ کلونو ترمنځ د ولسي خلکو مرګ ژوبله دوه برابره شوې وه ( د یوناما د شمېرو له مخې په ۱۳۸۷ کې ۱۵۲۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو په ۱۳۹۰ د ولسي مرګ ژوبلې شمېر ۳۰۱۱ ته رسېدلی و.) په ۱۳۸۹ کال کې د ملي شورا ټاکنې د ډېرو لپاره د نهیلۍ تجربه وه. سره له دې چې د ۱۳۸۴ کال په ټاکنو کې ستونزې وې، خو په نوي پارلمان کې یې د ښځو او خپلواکو کاندیدانو په ګډون د پام وړ نوې څېرې رامخ ته کړې
همدې خلکو ته داسې هیله ورکړه چې ښايي راتلونکو ټاکنو کې نور روڼ اندي (مترقي) کسان هم رامخکې شي. خو په ۱۳۸۸ او ۱۳۸۹ کې ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې د فساد او درغلیو تورونه راپورته شول او ټاکنیزو کمیسیونو ونه شوای کړی چې په راتلونکې کې د دغه ډول درغلیو د مخنیوي لپاره د خلکو او ډلو باور خپل کړي.
میرویس رهیاب چې د خوځښت له بنسټ اېښودونکو و او د څه وخت لپاره د مشرتابه شورا غړی هم پاتې شوی دی (له مسلکي پلوه د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون غړیتوب لري)، وايي دده له پاره دا خوځښت په خورا مهم وخت کې منځ ته راغی، ځکه د هغه په ټکو ټاکنیزو درغلیو او لانجو نهیلی کړی و (د وطن په اړه اندېښمن وم او په دې خواشینی وم چې کوم خواته روان یوو، زه داسې حالت ته رسیدلی وم چې تمه مې بیخي نه وه.) د رهیاب لپاره د دې خوځښت موخه دا ده چې دا نسل به د داسې هيلو یو فرصت رامنځ ته کړي چې ښايي هغه څه بدل کړي چې پېښېدل. عمر شریفي د دې خوځښت یو بل بنسټ اېښودنکی دی (د افغانستان د مطالعاتو لپاره د امریکايي انسټیټوټ مشر دی) او د هغه وخت د ناخوالو په اړه خپل نظر داسې وايي:
«هر څه ناسم نازک حالت ته روان وو. کړکېچ لا پراخېده. باور مو له لاسه ورکاوه… هیچا نوی افغانستان نه خوندي کاوه…موږ په ۱۳۸۳ او ۱۳۸۴ کې بشري حقونه د یوه مفهوم په ډول پيژندل، خو په ۱۳۸۷ موږ په ريښتیني ډول بشري حقونه حس کړل. داسې حال کې چې موږ نوې پيړۍ ته د ورتلو په درشل کې وو، پوهېدو د دې اړتیا شته چې باید بشري حقونه، د ښځو حقونه او ولسواکي خوندي کړو.»
د زنګ دا خطر هغه مهال له سیاسي ناندرینو سره یو ځای شو او وېره لا ډېره شوه. حسیب همایون چې د دې خوځښت له بنسټګرانو دی (اوس د قرا مشورتي شرکت مشر دی)، په کابل کې د هغه وخت پر بحثونو راته غږېدلی چې له لویه سره له ایساف ځواکونو افغان سرتیرو ته د امنیتي مسوولیتونو پر لېږد او په چټکۍ د نړیوالو ځواکونو پر کمېدو ورټول و:
«موږ غوښتل چې اوږدې راتلونکې ته وګورو او په لویو پلازمېنو کې پرېکړو ته غبرګونونه لږ کړو. موږ غوښتل پر داسې ریښتینو شېبو وغږېږو چې راتلونکې کې افغانستان ته مهم دي او وکولای شو چې یو بدلون پکې راولو. نو د ۱۴۰۰ نوم داسې څه و چې موږ غوښتل همداسې یو څه وټاکو».
د ۱۳۹۱ د لیندۍ پر ۱۶مه، د پرانیستنې پرمهال ډلې څه نه څه ۴۰ غړي درلودل. څوارلس یې د مشرتابه شورا غړي و. لومړنۍ ټاکل شوې مشره یې شهرزاد اکبر وه ( چې اوس د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مشره ده). هغې خپلې موخې داسې بیان کړې:
«موخه دا وه چې په افغانستان کې داسې ځوان سیاسي خوځښت رامنځ ته کړو چې د افغانستان رنګارنګي پکې انځور شي او په افغانستان کې خلک د ولسواکۍ د ارزښتونو پر بنسټ سره راټول کړو. له لویه سره عمومي فکر د افغانستان لپاره مسوولیت و، او د افغانستان لپاره داسې ژمنتیا وه چې پر بشري حقونو، د ښځو پر حقونو او په سیاسي چارو کې د ګډون پر ارزښت ولاړ و.»
اغلې اکبر د تنوع مفهوم له جنسیت او قومیت ورهاخوا وباله او داسې تمه یې وه چې د مجاهدینو او کیڼ لاسو په څېر د پلرونو د نسل ایډیالوژيکي توپیر تر شا پرېږدي. دې ډلې په فعال ډول هڅه کړې چې په خپل منځ کې پلوریزم [تنوع یا پراخ بنسټي] پياوړې کړي. د هغو غړو له خولې چې خبرې ورسره شوې دي، ډلې- لږ تر لږه په لومړیو کلونو کې بحثونو او مالفتونو ته پرانیستې فضا جوړه کړې وه. د ځینو غړو لپاره همدا مهفوم د افغانانو د یووالي په مانا و، خو ځینو ته دا غږ د پخواني شوروي په څېر ښکارېده او ځینو بیا له دې امله رد کړ چې پلورلیزم ته یې ژمنیتا ډېره ده. همایون وايي «دا هېواد د رنګونو کالج ته ورته دی، موږ همدا بېلابېلوالی خپل قوت بولو».
شعیب رحیم له شهزاد اکبر او سونیا اقبال وروسته د دې خوځښت درېیم او وروستی مشر شو. هغه چې اوس د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشر سلاکار دی، د خپلو ارمانونو په اړه وايي «دا نظریه په داسې سیاسي جوړښت کې د داخلېدو لپاره چې قومي او ایډیالوژیکي اړخ ونه لري، ډېره ښه او په زړه پورې وه». ښاغلی رحیم دې ګروپ ته د سیاستوالو د غبرګون په اړه وايي «دا افغانستان دی، ستاسې خوځښت به ناکامېږي. خلک به ستاسې له ډلې سره یو ځای نه شي، هغوی به ستاسې پيغام سره یو ځای نه شي، ځکه موږ له دواړو دودیزو ډلو سره همغاړي نه یو. په دې مانا چې نه له قومونو سره تړلي یو او نه هم اسلامپالي یا کیڼ لاسي یو.» خو د نورو ستونزو ترڅنګ د شهرت کموالی ښايي په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره بله مهم ننګونه وي.
په حقیقت کې دې ډلې ته پام اوښتنه چټکه وه. د هغوی فعالیتونو او نظریو د ځوانانو ترمنځ شهرت پيدا کاوه. د دې ترڅنګ ځینو غړو یې له وړاندې په دولت کې (مهم ځایونه) درلودل. هغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړونکی رضا کاظمي د ۱۴۰۰ خوځښټ د جوړېدو په اړه په خپله شننه کې وايي، همدې هم د خوځښت له شهرت سره مرسته کوله.
دا چې ګڼو غړیو یې په منځنۍ کچه په حکومتي ادارو کې مهمې دندې درلودې، له همدې وجې هم کمساری بلل کېده ځکه همدې غړو بېلا بېل سیاسي لیدلوري درلودل چې د خوځښت له موخو سره په ټکر کې راتلل. ښايي همدې سیاسي رنګارنګۍ په راتلونکې کې خوځښت ته ګواښ پيدا کړی وای، خو همدا یې د راتلونکو مشرانو د راڅرګندېدو لپاره یو قوت هم و، ځکه د دوی ژمنتیا دا وه چې هر ډول خلک به پکې وي. همدې ځانګړتیاوو ۱۴۰۰ خوځښت هغه وخت له نورو جلا کړی و. ځکه نورو خوځښتونو، په دوو اصلي سیاسي ډلو کې پر یوه تکیه کوله.
د ۱۳۹۱ د لیندۍ پر ۱۶ مه، د ۱۴۰۰ خوځښت مشرتابه خپل لید لوری او موخې واورولې ( د بشپړ متن لپاره یې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۱۳۹۲ رپوټ دلته ولولئ)
د هغوی لید لوری داسې و:
(د نوي نسل د همغږۍ لپاره د داسې سیاسي خوځښت رامنځ ته کول چې د افغانستان اوس او راتلونکې باندې باور، لېوالتیا او د مسوولیت منلو حس راجوړ کړي، هغوی به له همدې لارې وکړای شي چې ددې هېواد په سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي برخو کې فعاله ونډه واخلي)
د هغوی په موخو کې لاندې برخې شاملې وې؛
- د نوي نسل د همغږۍ او راټولېدو لپاره په ملي کچه د یوه چوکاټ رامنځ ته کول
- د ځوان نسل لپاره د فرصتونو برابرول چې اغېز او غږ یې واورېدل شي
- د افغانستان په سیاست کې د زغم او خپلمنځي منښتې رامنځ ته کول، د داسې سیاست رامنځ ته کول چې پر اعتدال او زغم ولاړ وي
هغه څه چې نه و روښانه شوي دا و چې دا موخې به په څرنګه (سیاسي فضا) او (ملي چوکاټ) ترلاسه کوي. همدا هغه ستراتېژیکي پوښتنې وې چې ۱۴۰۰ خوځښت یې وروسته له سختو دننیو ننګونو سره مخامخ کړ. د باندې بیا، دا خوځښت په قرغه کې د ۱۳۹۲ جوزا کې له غونډې وروسته په لویو کارونو بوخت و. د ۱۳۹۲ په وري میاشت کې، وروسته له هغه چې طالبانو په فراه کې پر یوې محکمې د برید پرمهال ۳۳ ولسي وګړي ووژل او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړل، د دې خوځښت ځینې غړي فراه ته ولاړل. دوی له بریدو وروسته په روغتون کې ټپیانو ته ورکړه چې هغوی سره خواخوږي وښیي، د وژل شویو په یاد یې څلی جوړ کړ. د حسیب همایون لپاره د فراه سفر د پام وړ تجربه وه. هغه په یوه جومات کې د فاتحې مراسمو لپاره د ورتګ شېبې یادې کړې. د ۱۴۰۰ خوځښت یوازې ۷ یا ۸ غړي تللي وو چې شهرزاد اکبر پکې یوازینۍ مېرمن وه. کله چې جومات ته ننوتل، انګیرنه یې دا وه چې ښايي د اکبر لپاره چې مشره یې وه، جومات ته تلل مناسب نه وي ځکه هغه ښځه وه او فراه ډېر دودپالی ولایت و. ټاکل شوې وه شمسي په جومات کې خبرې وکړي. ځینو نورو تر هغې خبرې اوږدې کړې چې یوه مشر یې د بس کېدو غوښتنه وکړه. وروسته شهرزاد اکبر ته د خبرو بلنه ورکړ شوه.
همایون وايي:
«میکروفون هغې ته وسپارل شو، ودرېده. د فراه په جومات کې لسګونه سړي ناست وو او شهرزاد اکبر ته یې کتل. د هغې پيغام لنډ و، خواخوږي او غمشریکي یې وښوده. د هغې له خبرو وروسته موږ د دعا لپاره لاسونه پورته کړل. له جوماته ووتو او په افغانستان کې مو د عمومي حالت په اړه خورا ډېر څه زده کړل، دا اړتیا مو ولیده چې د اټکلونو له کتلو پرته هیڅ ونه کړو. دا مو هم زده کړل چې څومره شونې وي، په هېواد کې وګرځو، او مخکې له دې چې نور یا موږ یې په اړه پرېکړه کوو، باید له خلکو سره کتنې وشي او څرګندونې یې واورېدل شي».
ولایتونو ته دغه ډول تګ سیستماتیک نه و خو د ۱۴۰۰ خوځښت ځینو غړو له پیل راهیسې هڅه کوله ځوانان همغږي کړي. دا ټولې هڅې رضاکارانه وې، چې ورسره هم مهاله د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزې ټاکنې هم نژدې وې.
دویم پړاو: د ټاکنو درزونه او په ټپه ولاړ حالت
ټولو هغو لسو غړو چې دې رپوټ کې ورسره خبرې شوې دي، د ۱۴۰۰ خوځښت ته د داسې حرکت په سترګه کتل چې باید سیاسي جوړښت شي. دا چې څه وخت او کله د سیاسي جوړښت پر جوړېدو پیل وکړي، همدا د ډلې دنننۍ لانجه وه او د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو دا بهیر لا وځنډاوه. یوې ډلې غوښتل چې مخامخ ټاکنو ته ولاړ شي، یا دې خپله ټاکنیزه ډله جوړه کړي او یا دې د کومې ډلې ملاتړ وکړي. ځینو نورو بیا ویل چې دا کار تر وخت ډېر وړاندې دی.
هغوی اداري وړتیا، سرچینې او له وړاندې برابره شوې ټاکنیزه تګلاره نه لرله. د افغانستان ۱۴۰۰ خوځښت د یوې ډلې په بڼه هرې ټاکنیزې ډلې ته زړه پورې وه، ځکه غړي یې ځوانان وو، د ګڼو قومونو خلک پکې وو او له وړاندې پيژندل شوې څېرې وې. نو داسې یوې ډلې ته چې غړي یې سیاسي ارمانونه لري، د سیاسي کمپاینونو لپاره بې شمېره وړاندیزونه کېدل. ښايي له همدې وجې دا ډله په څو کوچنیو فرعي ډلو وویشل شوه. د مشرتابه شورا د دوه درېیو غړو تله د عبدالله عبدالله په لوري کږه وه خو په دې هم پوهېدل چې د ګروپ پاتې غړي له ځان سره نه شي بیولی. په همدې وخت کې د ۱۴۰۰ ګروپ پام وړ شمېر غړو له اشرف غني سره سباناري کې برخه اخیستې وه او دا خبره د ډلې نورو غړو ته نه وه شوې. د ناستې تر مهاله ښاغلي غني په رسمي ډول ځان نه و نوماند کړی.
په هغو کسانو کې چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې د دې ډلې د فعالې ونډې لېوال وو، یو حسیب همایون و. هغه وايي غوښتل یې ډاډمن شي چې د داسې کاندید ملاتړ وکړي چې له سیاسي پلوه د ۱۴۰۰ خوځښت له فکر سره په ټکر کې نه وي. «ځینې په دې ګومان وو چې همدا زموږ د وړتیاوو د ازمایلو وخت دی. موږ نه غوښتل له ټولنې بېل و اوسو. موږ غوښتل په ټوله کې د یوه غورځنګ په بڼه د کمپاینونو په اړه همغږې پرېکړې وکړو، غوښتل مو په ګډه د کاندید د ملاتړ په اړه پرېکړه وکړو او داسې څه وکړو چې زموږ اغیز پکې مثبت وي».
همایون دا هم ویل چې ځینو غړو یې له دې امله هم په ټاکنیزو کمپاینونو کې له برخې اخیستنې ډډه کوله چې هغه مهال یې دولتي دندې درلودې.
ځینې بیا په دې باور و چې د ۱۴۰۰ خوځښت لپاره په ټاکنو کې برخه اخیستنه تر وخت وړاندې وه. شریفي وايي «زما په ګومان موږ هم له اداري او هم له جوړښتي پلوه ډېر زیانمنېدوکي وو.» رهیاب بیا وايي دوی آن د لویو سیاسي پوښتنو په اړه خپل دریځ لا نه و روښانه کړی. «موږ د داسې مسایلو مخه نیوله چې ښايي سره ومو ویشي. چې کله دغه ډول مسایل مخ ته راتلل، روښانه وه چې بېلا بېلې نظریې موجودې وې. نو په ټوله کې نظر دا و چې دا مسایل یوې خواته پرېږدو.» اسد نثار وايي دده حس هم دا و چې ټاکنو ته له چمتووالي لا ډېر لرې یو. «ډېرو خلکو زغم نه درلود، هغوی غوښتل په واک کې وي، هغوی غوښتل د فوټبال د لویو لیګونو غړي وي. خو د دې لپاره باید له یوه یا بل لیګه فارغ شئ او بیا اتلولیو ته ورسېږئ. موږ له دې سره هیڅ ستونزه نه لرله چې سیاسي کمپاینونو سره ځینې د افرادو په ډول یو ځای کېږي. خو د ډلې په ډول موږ دا کار نه شوای کولای، موږ لا دې برخه کې یوه پرېکړه نه وه کړې او یا مو داسې مشر نه لیده چې زموږ د ارزښتونو استازولي وکړي.»
اکبر وايي هغه له ستونزو سره مخامخ وه، ځکه ۱۴۰۰ له یوه اړخه سیاسي حرکت و : «راځئ چې ریښتیا ووایو: دا سیاست کې یو ډول ګډون و، اغېز ښندل و او د سیاست له لارې بدلون رامنځ ته کول و، موږ یا بریالي کېدو یا به له ماتې سره مخامخېدو. خو موږ باید سیاست کې د ښکېلتیا هڅه کړې وای.» خو له بله لوري هغه قانع نه وه چې داسې کاندید دې ولري چې د هغوی د ارزښتونو استازولي وکړی شي، نه یې پيسې درلودې او نه یې د دې پروسې د بشپړېدو لپاره اغېز. هغه وایي: «زموږ ګومان دا و موږ چې څه لرو، هغه زموږ مهارتونه دي. موږ کولای شو چې یوه سیاسي کمپاین ته مهارتونه ورکړو، خو آیا ددې وړتیا لرو چې د هغوی تګلارې او چوکاټونه بدل کړو؟».
دا ډله بالاخره یوه جوړجاړي ته غاړه ږدي: غړي پرته له دې چې ۱۴۰۰ پرېږدي، له سیاسي کمپاینونو سره یو ځای کېدای شي، خو که د مشرتابه شورا غړي کوم ټاکنیز کمپاین ته ولاړل، له خپلو څوکیو به استعفا ورکوي. اکبر د مشرتابه شورا د درېیو غړو استعفاګانې په یاد لري «یو د غني ډلې ته ولاړ، دوه د زلمي رسول ټاکنیزې ډلې ته او یو بل په دویم پړاو کې د عبدالله عبدالله ډلې ته ورغی.» له رهبرۍ شورا پرته نور ګڼ غړي ټاکنیزو ډلو ته ورغلل. ځینو دا ډول وېش هغه څه وباله چې د ټاکنو پرمهال مدني- سیاسي ډلې سره وېشې. په پیل کې ځینو ۱۴۰۰ خوځښت سیاسي ګوند باله او یو شمېر نورو بیا غوښتل د یوې مدني ټولنې په څیر له سیاسي پلوه خپلواک پاتې شي. الهام غرجی د دې ډلې له بنسټګرو دی او هغه مهال د ګوهرشاد پوهنتون مشر و. دغې ډلې له هغه غوښتنه کړې وه چې مفاهیم دې روښانه کړي.
«ځینې پياوړي دریځونه وو چې نه یې غوښتل ۱۴۰۰ خوځښت له سیاسي پلوه فعال واوسي، خو لا یې هم غوښتل چې ۱۴۰۰ مدني – سیاسي غورځنګ وي. زه دې نظر سره همغږی نه وم چې دا حرکت دې مدني – سیاسي غورځنګ وي. مدني ټولنه د یوه سیاسي ګوند مخالف حرکت دی. ګوند بیا د واک لپاره جوړېږي. مدني ټولنه پر واک محدودیت لګوي.»
په اصل کې ټولو غړو غوښتل چې ۱۴۰۰ په سیاست کې ښکېل وي. رحیم وايي چې خبره یوازې د وخت وه. د رحیم په وینا د ځینو دې خبرې بحثونه را پارولي وو چې دا حرکت دې یوازې د مدني ټولنې په چوکاټ محدود پاتې شي. «دا مناسبه نه وه چې وایو چې اړخ یې مدني ټولنه وه. همدې داسې کلتور رامنځ ته کړی و چې خلک په اصلي بڼه مسایلو کې ښکېل نه شي او همدې د وړاندې تګ پرمهال خنډونه راپورته کړي وو. خلکو داسې ګومان کاوه چې څوک ورته غوږ نه ږدي. دا مساله په څو کلونو کې پراخېده»
د ټولو مرکه شویو نظرونه سره ورته وو او هغه دا چې هیڅ غړي یې په اوږده مهال کې ۱۴۰۰ خوځښت یوازې مدني ټولنه نه غوښته. د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو پایلې سره له دې چې ټول هېواد کې ورته ډېر مسلکي کمپاین وشو، سختې اوږدمهالې لانجې جوړې کړې. د ټاکنو په پایله کې رامنځ ته شوي وېش پر کورنیو، کار ځایونو او مدني ټولنو سخت اغېز وکړ. له همدې وجې هغه څه چې د ۱۴۰۰ خوځښت دننه پېښېدل، په پراخه کچه په ټولنه کې يې هم انعکاس لېدل کېده. د دې ترڅنګ چې د ټاکنو پر سر لانجې راپورته شوې وې، د ګروپ دننه د غړو ترمنځ چې موږ مرکې ورسره کړې دي، شخصي ستونزې هم له همدې راولاړې شوې وې.
خو په ټوله کې له اختلافانو سره چلند، هغه څه و چې دا خوځښت یې د پرځېدو له ګواښ سره مخامخ کړ. د دویم دور ټاکنو پرمهال د دې ډلې شمېر تر ټولو ډېر یانې ۲۰۰ او ۲۵۰ کسانو ترمنځ وو. په ۱۳۹۶ کې د ډلې غړي تر ۷۰ رسېدل. شهرزاد اکبر وايي، د استفعا لپاره رسمي بهیر نه و، نو ځکه یې د غړو شمېر کره نه دی. نثار وایی له ټاکنو وروسته «موږ له ډېرو غړو سره په اړیکه کې نه وو. بېرته راتګ ته د هغوی هڅولو ډېر وخت ونیو، او آن کله چې بېرته راستانه هم شول، ډېرې ګیلې او مانې یې له ځان سره راوړې». اکبر چې لا هم د ټاکنیزو کمپاینونو په اړه ډاډمنه نه ده وايي: «لا هم نه پوهېږم موږ سمه پرېکړه کړې وه او کنه».
ځینې غړي بیا وايي هڅه کوي چې خپله ډله بېرته راژوندۍ کړي او دا ځل به له سیاسي پلوه پیاوړي دریځ کې وي.
درېیم پړاو: بیا پیل او تدریجي سیاسي وده
پاتې ډلې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو پرمهال د بیا ټولېدو له پاره ډېره خواري وکړه، له نورو غړو یې وغوښتل چې بېرته ورستانه شي او ستراتیژيکو اختلافونو ته د حل لار ومومي. «رسېدا: په سیاسي ډګر کې د افغانستان نوی نسل» – په دې نامه هغوی ځينې اسناد چمتو کړل چې په هغې کې ژمنه شوې چې ۱۴۰۰ خوځښت به په سیاسي چوکاټ بدلېږي. همایون وايي، په دې اسنادو کې دا هم ویل شوي چې که د ۱۴۰۰ خوځښت لپاره ټاکنې مهمې وې، یو کاندید به هم دروي. «په دې ژمنه روښانه نظر وړاندې کوي چې د ۱۴۰۰ خوځښت هیڅ غړی باید له دې حرکت بهر د بل سیاسي کس ملاتړ ونه کړي.» د مشرتابه شورا د دې خبرو ملاتړ کړی و. بالاخره ۱۴۰۰ خوځښت د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته خپل کاندید وړاندې نه کړ.
د «رسېدا» په نامه اسنادو کې پر دې ټینګار شوی چې جګړې دې پای ته ورسېږي. د ۱۴۰۰ خوځښت د غړو په خبرو کې تل د جګړې قربانیان او د هغوی شمېر یاد شوی او تل یې د هغه څه دفاع کړې چې طالبانو یې د خاموشه کېدو هڅه کوله. خو دداسې ډلې په ډول چې غړي یې له لویه سره روڼ اندي او لوستي وي، او ارزښتونه یې آزادیپال او د ولسواکۍ پر بنسټ ولاړ وي، له طالبانو سره د جوړ جاړي په خبرو کې پټه خوله نه شي پاتېدای. یادې ډلې د خپل شته والي په لومړي پړاو کې، د ۱۳۹۲ کال د جون پر ۲۹ (غبرګولي) په دوحه کې د طالبانو د دفتر پرانیستو ته خورا توند غبرګون وښود، هغه څه چې ځینو غړو یې وروسته پرې پېښماني کوله.
ځینې غړي یې لا هم د ۱۳۹۲ اعلامیې ملاتړ کوي چې په روښانه ډول د طالبانو پاروونکو کړنو ته د غبرګون ښکارندوی دی. اسد نثار مني چې «زموږ ډېرئ په دې کې پاتې راغلی وو چې طالبان د پاکستان د نیابتي جګړې په ډول وپېژنو، موږ په دې کې پاتې راغلي وو چې یو بل حقیقت ووینو». نثار وايي کله چې دې وروستیو کلونو کې د دې خوځښت غړي ولایتونو ته په سفرونو تلل او جګړه لا ډېرېده، دریځ یې نور هم پيچلی کاوه. «موږ د هېواد په بېلا بېلو ځایونو کې د جګړې د غمیزو په ژوروالي خبر شولو.» اکبر هم وايي هر څومره چې د جګړې په ژوروالي پوهېدو او د شخړې پر زیانونو بشپړه پوهېدا کېده، د دوی سیاسي لومړیتوبونه هم ورسره اوښتل.
دا ډله له لویه سره هغه مهال لا همغږې او یو موټې شوه چې د سولې په پلوۍ فعالیتونو کې ښکېل شوه او تر ټولو فعال کال یې ۱۳۹۵ و. تر ټولو مشهور فعالیت یې د ۱۳۹۵ کب میاشت کې هغه مهال و چې د کابل سیند یې چې د ښار له منځه تېرېږي، د وینې په رنګ و رنګاوه. دا کار یې د جګړې قربانیانو ته د درناوي په پار کړی و. هغه مهال یوناما د ولسي مرګ ژوبلې په اړه ویلي و چې ۱۱ زرو ولسي وګړو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې چې دا د ریکارډ کچه وه. نرګس اذریون هم په دې کار کې برخه اخیستې وه: «موږ تل اورېدل چې ۱۰۰۰۰ یا ۱۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي، خو درد مو نه حساوه، ځکه دا یوازې شمېرې ښکاري، پر موږ اغېز نه کوي. په اصل کې دا د وینو سېلاب دی چې موږ یې نه وینو. نو د وینو غوندې د سیند رنګول د دې لپاره و چې د جګړې بدرنګه مخ ښکاره او جګړه بنده شي».
د همغه کال په اوږدو کې د ډلې غړو په ټولو ولایتونو کې د ونو کرلو کمپاین پیل کړ، څه نه څه ۳۰ زره ونې یې وکرلې او د جګړې د قربانیانو په یاد یې ډبرین څلي جوړ کړل. ځینو غړو یې د هېواد بېلا بېلو ولایتونو ته سفرونه پیل کړل او د ځوانانو ترمنځ یې ځینې احتمالي راتلونکي مشران وموندل.

له جوړېدا اووه کاله وروسته، دغې ډلې د ۱۳۹۶ په مرغومي میاشت کې د یوې اعلامیې په خپرولو چې هشت صبح ورځپاڼه کې راووتله، د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. هغوی اوربند وغوښت، په خبرو کې یې په هر اړخیز ډول خلکو ته د ونډې اخیستو وړاندیز وکړ او د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د ښځو د ارزښتونو، نوي نسل او نورو لاسته راوړنو د ساتنې غوښتنه کوله. له هغې خبر پاڼې دا په ډاګه کېږي چې پکې خپاره شوي مطالب د خپلمنځي بحثونو او په هېواد کې د جګړو په کچه د پوهېدا پایله وه. شهرزاد اکبر د هغه مهال حالت په اړه وايي:
«د ځینو هغو شیانو ارزښت چې پخوا راته ډېر مهم و، په لږېدو شو. ویجاړوونکې جګړه راته مهمه وه او دا چې په پای ته رسېدو کې یې څنګه مرسته کولای شو. زموږ په فکر دا تدریجي بدلون ډېره ښه نښه وه. همدې کار دا را په زړه کړه چې موږ یو داسې خوځښت یو چې پر خلکو ژور فکر کوو او دې ته چمتو یو چې پر خپلو نظریو له سره غور وکړو».
همایون وايي په ۱۳۹۹ کې د ټول هېواد په کچه د سولې په اړه سیاسي همغږي نه وه، او له همدې وجې دوی له سختو نیوکو سره مخامخ شول: «هغه مهال زموږ د دریځ له امله پر موږ سختې نیوکې وشوې. زموږ دریځ د هغوی لپاره چې تل یې خپل دودیز یا پخوانی دریځ پاللی، ډېر ګونګ و، هغوی داسې خلک وو چې تل یې خپل اړخ غندلی او بل یې خوشاله کړی دی».
د ۱۳۹۵ په وروستیو کې ددې ډلې د یوه بنسټ ایښودونکي عبدالعلي شمسي وژنه د خپلو ملګرو له پاره د جګړې بیه چې دوی پرې کړه. ښاغلي شمسي د ۱۳۹۵ دمرغومي پر ۲۱ په کندهار کې د والي پر دفتر په برید کې له یوولسو نورو کسانو سره ووژل شو. نوموړی هغه مهال د کندهار مرستیال والي و. تر دې وخته، ۱۴۰۰ خوځښت له هر ډول سیاسي وېش پرته د ملګرو پرله پېیلې ډله وه. د شمسي مرګ هغوی کلک وبوږنول. شهرزاد اکبر وايي، ښاغلی شمسي د هغوی په خورا اغېزمنو مشرانو کې و:
«هغه پر وطن ډېر مین او لوستی شخص و. هغه په موږ کې تر ټولو د کار ډېره لېوالتیا درلوده. کله به چې موږ زړه نا زړه وو یا به مو فکر ښه نه و، موږ ته یې تل انرژي راکوله. هغه پر دې کلک باور درلود چې ولس باید له ځان سره یو ځای کړو، راشه درشه ورسره ولرو، او که ریښتیا ووایو هغه په دې کار کې تر موږ ټولو ښه و، ځکه هغه سیمه ییزه حکومتولۍ کې تجربه لرله او له خلکو سره یې کار کړی و».
همایون وايي کله چې په ټولنه کې د ځوانانو پر اوږو د جګړې له درانده باره خبر شوو، ورسره سم زموږ پام هم د جګړې په پای ته رسولو ورټول شو: «هغه شمېر ځوانان چې هره ورځ وژل کېږي، له انسانیته لرې خبره ده. همدا پر ټولنه سملاسي او اوږدمهال کې خورا پراخ ټولنیز او بشري اغېز لري. په ګڼو جګړو د وینو ویالې بهېدلې دي او لا پسې ډېرېږي».
بیا ټاکنې
په ۱۳۸۷ کال کې د پارلماني ټاکنو په رالنډېرو سره، دې ډلې په خپل منځ کې دا بحثونه بیا پیل کړل چې له ټاکنو سره څه وکړي. داسې حال کې چې دا ځل د ۱۴۰۰ خوځښت اجنډا روښانه وه چې ټاکنو کې برخه اخلي. کله چې روښانه شوه ډله په ټاکنو کې د نوماندانو درولو ته چمتووالی او مالي سرچینې نه لري، پرېکړه یې دا وکړه چې په پارلمان کې د ننه پر ښکاره رایه اچونې پام ورټول کړي. ددې نظریې موخه دا وه چې په افغان پارلمان کې د ننه د مشهور فساد مخه ونیسي ځکه ځینې د پټو رایو له امله په فساد کې ښکېل وو. سره له دې چې قانون نه دی بدل شوی، خو ډله ادعا کوي چې یو څه اغېز یې لیدل شوی دی. په هلمند کې د اشرف نادري او په کابل کې د سميع مهدي غوندې ځینو کاندیدانو همدا مساله په خپلو کمپاینونو کې هم کوله. دا مساله وروسته د نوي پارلمان په بحثونو کې راپورته شوې وه.
وروسته کله چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې را نژدې شوې، ۱۴۰۰ ډله یو ځل بیا د ټاکنیزو تګلارو پر سر په کورنیو لانجو کې ښکېل شوه. د مشرتابه شورا څلورو غړو استعفاوې وکړې چې درې یې په حکومت کې وو. ځینې وايي لانجې پر دوو مسایلو وې: ځینو یې ټینګار کاوه چې ټول پام پر ټاکنو ورټول کړو، خو نورو بیا ویل چې د سولې بهیر له هر څه مهم دی. یو شمېر غړو یې دا هم ویل چې جنجال له لویه سره پر دې و چې ځینو غړو د ولسمشر غني د حکومت ملاتړ کاوه «د هغو مهمو غړو په ګډون چې حکومتي دندې یې درلودې»، نورو بیا ویل چې د سولې برخه کې د پرمختګ لپاره باید لنډمهالی حکومت رامنځ ته شي چې له دې سره ټاکنې له منځه تللې. یوه غړي چې نه یې غوښتل دا خبرې یې له نامه سره خپرې شي، درز په ترخه بڼه بیان کړ:
«بالاخره دا هر څه شخصي ګټې وې. دا ګټې لنډمهالې وې، نه اوږدمهالې. ښايي دا خبرې د بحث لپاره وړاندې شوې وي، یا د ټاکنو پرضد یا هم د سولې پر ضد، خو هر څه د غني د ملاتړ او یا د هغه په مخالفت کېدل».
ځینې نور بیا په دې اند دي چې د ډلې ترمنځ تېرو څو کلونو کې ورو ورو دننه د سیاسي تړاوونو او زړو قومي سیاستونو له لاسه باورونه زیانمن شول. غززی وايي: «چاوونه ډېر جوت نه و، خو احساسېدل». دا ډله یو ځل بیا سره ووېشل شوه او د افغانستان د دوو پخوانیو دودیزو سیاستونو تر پوړۍ وانه وښته.
۱۴۰۰ په ۱۴۰۰ کې
داسې حال کې چې پېړۍ نوې شوې، د افغانستان ۱۴۰۰ خوځښت په عملي ډول له فعالیته لوېدلی دی. دې ډلې د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۳۰ پر فیسبوک اعلان وکړ چې خپل میزونه او څوکۍ د سولې لپاره د خلکو غورځنګ ته ورکوي. دا داسې حرکت دی چې ډېر ارزښتونه یې له ۱۴۰۰ خوځښت سره ورته دي. دا کار ددې ډلې د هغو هیلو لپاره چې نژدې یوه لسیزه وړاندې یې د تر لاسه کولو لار څارل کېده، د پای په مانا ده. ارشاد احمدي د ۱۳۹۱ کال په غبرګولي کې دقرغې په ناسته کې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي و: «لس کاله د یوه ملت ژوندانه کې ډېر نه وي، خو زموږ تمه دا ده چې په سیاسي او اقتصادي پرمختګ کې داسې حالت ته ورسېږو چې بیا شاتګ ونه کړو».
له ډېرو هغو غړو سره چې خبرې ورسره شوې دي، په شخصي ډول د پښېمانۍ او د یو څه بایلنې احساس لري.. آن یوه غړي یې له مرکې ځکه ډډه وکړه چې په دې اړه یې خبرې «ډېرې ځوروونکې» وبللې. شهرزاد اکبر هم وايي په شخصي ډول د ماتې احساس لري:
«زما ګومان دادی چې زموږ موخې ډېرې لوړې وې، موږ د لوبې لپاره تر اوسه اصول بدل نه شوای کړی. لوبه هماغسې روانه ده، لکه څنګه چې وه.سره له دې چې ځوانان اوس په سیاست کې تلپاتې ځای لري، هغوی لا هم د پخوانیو او یا هغو ته د ورته ایډیالوژیو په خدمت کې دي، یا هم پر خپلو مسلکي او سیاسي دندو پام ورټول ساتي»
رهیاب وايي تر ټولو ډېر نهیلی دی: «موږ یو نسل نهیلی کړ. له موږ سره زرګونه ځوانان ملګري وو چې هیله او مینه یې لرله». هغه وايي مخکې له دې چې ګډه هڅه پیل کړو، لومړی ددې اړتیا وه چې یو بل سره ښه وپېژنو: «موږ د خپلو څو ښایسته لیکل شویو شعارونو، نوي نسل او د هغوی ځواک او رنګارنګۍ ته ډېر احساساتي وو، هیچا له هغو درې څلورو جملو سره چې موږ ورسره پرمخ تلو، مخالفت نه کاوه. موږ باید په پیل کې ډېر وخت لګولی او خوځښت مو ژر نه وای پیل کړی. موږ باید دا هم روښانه کړې وای چې که شخصي غوښتنې مو له سیاسي ګټو سره په ټکر کې شي، څه باید وشي».
هغه وايي څه چې دوی رامخ ته کړل «د داسې یوه سیاسي چوکاټ رامنځ ته کول و چې خلک ورته تږي وو، داسې چوکاټ چې د دودیز واک له پوړیو سره تړلی نه وي، یو داسې خوځښت چې د پخوانیو دودیزو سیاستوالو ملاتړ ته هیله و نه لري».
غرجی مني چې د دې ډلې اصلي ستونزه دا وه چې څه ډول سختو فشارونو ته ځواب ووايي. د هغه ټینګار دا دی چې ۱۴۰۰ باید د یوه سیاسي جوړښت په ډول ډېره پانګونه کړې وای. «سیاست داسې هنر دی چې له وړاندې نه وي، مسلکي کار غواړي. د کمپاین له چلولو نیولې بیا د ګوندونو تر جوړولو، په هر ه برخه کې باید وړتیاوې ولرو.» له لویه سره په ملي کچه د سیاسي چوکاټ جوړول ډېر ګران کار دی، په ځانګړي ډول چې دا کار په خپله خوښه او د ورځنیو دندو ترڅنګ کېږي. خو دې ډلې پر خپل اداري جوړښت کار کولی شوای چې بسپنې ټولې او یا بهرني ملاتړ ته لاره جوړه کړي، خو دا ډله هومره حساسه وه چې د دې ډول کار منل ورته ګران و. غرزي بیا د داسې څه لپاره هڅه کوله چې له مخې یې دا ډله سیاسي ایډیالوژي جوړه کړي او د ملاتړ او باور جوړولو د هڅې د یوې برخې په ډول خبرپاڼې او خپله پېژندګلوي خپره کړي. د هغه په باور د کافي وخت په تېرېدو شونې وه چې که ځینې ترې تللي هم وای، د دې ډلې په مهمو غړو کې اجماع جوړېدلی شوه.
نثار بیا په دې باور دی چې دا خوځښت اوس تش (درېدلی) او په یوه یا بله بڼه ژر بېرته لا پیاوړی د سیاست ډګر ته راوتونکی دی. خو اوسنی چاپیریال لا ډېر زغم ته اړتیا لري:
«غږونه بېخي ډېر دي….د خلکو تر ټولو لومړنۍ غوښتنه په روانه جګړه کې ژوندي پاتېدل دي. دویم لومړیتوب د خلکو د بېوزلۍ چاره ده، خلک بې کاره دي، هغوی باید خپلو اولادونو ته ډوډۍ پيدا کړي… همدا زموږ د هېواد حقیقت دی. بل څه ته ځای نشته».
ګران هېواد ( چې اوس د بهرنیو چارو وزارت ویاند دی) وايي: «په ۱۴۰۰ حرکت کې د ګڼو نورو کسانو په څېر دی هم په تېرو څو کلونو کې سیاست کې پاتې شوی او همدې د خوځښت بېرته راژوندي کولو ته ښه ژمن کړی دی». هغه وویل: «که موږ بېرته سره هغمږې کېږو، موږ به بدل شوي یو.. او زه مشروط هیله من یم». ښايي ځینې غړي پېښمانه وي، خو له ټولو هغو سره چې خبرې شوې دي، پر هغه څه ویاړي چې ۱۴۰۰ خوځښت ورته جوړ شوی و. هېواد وايي: «دا مې زده کړل چې له سیاسي پلوه رنګارنګي ومنم، د نورو د سیاسي لید لورو درناوی وکړم او دا هغه څه و چې پخوانیو نسلونو نه کول.» نثار هم د تېر په اړه په مثبتو ټکو وغږېد:
«دې ته له پام پرته چې اوس په کوم ځای کې یو، موږ پر هغو ارزښتونو او بهیر ویاړو چې ۱۴۰۰ کول او بل دا چې دا خوځښت هیڅکله فاسد نه و. هو، ځینې وخت داسې کسان وو چې له غورځنګ لوړ وو غورځنګ یې ګواښلی دی. خو د خوځښت نظریه فاسده نه وه او تر نن ورځې په ناسمو کړنو کې ښکېل نه دی او موږ لا هم پر همدې دريځ ولاړ یو. موږ داسې کسان روزلي چې زموږ د ارزښتونو استازولي کوي. مثلا شهرزاد اکبر چې اوس د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مشره ده».
اکبر د دې خوځښت خپلواکي منعکسوي. عمر شریفي وايي: «زموږ هڅې په خپله خوښه وې … ټول کارونه مو په هغو بسپنو کول چې غړو پخپله ټولولې او دا ډېر نا دود کار و. د ۱۴۰۰ ډلې میراث به دا وي چې خپلو ارزښتونو او هڅو ته ژمن پاتېږي.» د عمر شریفي لپاره د ټول هېواد په کچه ددې خوځښت مهم درسونه درې وو:
«ډېری وختونه زموږ پر ټولنه د جګړو او تاوتریخوالي سیوری غوړېدلی وي. خو له تاوتریخوالي هاخوا، زموږ هېواد کې ګڼ داسې خلک شته چې موږ سره ورته ارزښتونه لري».
غرجی بیا وايي په اوسنیو لانجمنو سیاسي حالاتو کې همدا ارزښتونه مهم دي: «موږ غوښتل زموږ ارزښتونه له سیاسته پورته وي، او د یوه هېواد په ډول د افغانستان او د هغه د وګړو درناوی وشي، نه داسې چې په دولت کې دننه د پوړیو برخه شي». همایون بیا پر هغه څه ویاړي چې له ننګونو سره سره یې د خپلولو هڅه کوله: «موږ داسې سخته لاره غوره کړې وه چې نه مو غوښتل خپل غړي د سیاسي لوبو لپاره یو د بل پر وړاندې ودروو. داسې حال کې چې جګړه روانه وه، زموږ هڅه دا وه چې د هېواد د خلکو په یو ځای کېدو مرسته وکړو. کله چې په افغانستان کې جګړه له زغمه ووته، ۱۴۰۰ خوځښت هم له نورو جلا نه و، بلکې د جګړې د پای ته رسولو او د ټپونو درمللو لپاره یې خپلواک غږ پورته کړ.»
شهر زاد اکبر وايي تمه لري نور خلک را مخکې شي:
«زه هغې ورځې ته سخته په تمه یم چې هغه نظریې پلې شي، داسې وخت به راشي چې یو پياوړی سیاسي خوځښت د ولسواکۍ د ارزښتونو، زغم او یووالي پر بنسټ جوړ شوی وي چې د نوي نسل استازولي وکړي. زما ګومان دا دی چې اوسمهال انرژي او نظریې نه لرم. خو ډېره هیله منه یم چې یوه ورځ یو څوک په دې برخه کې یو څه وکړي.»
پایله
افغانستان کې چې اوسمهال یې کړکېچ ژور دی، د ۱۴۰۰ خوځښت د اصلي ارمانونو د هیلو او نظریو مړاوې کېدا ډېره اندېښمنونکې ده. داسې حال کې چې پر قومي بنسټونو ولاړې سیاسي ډلې لا هم پیاوړې دي، د هغه ډول ملي حرکتونو ژوندي پایېدل تر خورا سخت فشار لاندې وي چې سیاست یې پر ارزښتونو ولاړ وي. د دې تر څنګ، سره له دې چې د ۱۴۰۰ خوځښت دننه د شخصي لانجو او ارمانونو مخنیوی نه شوای کېدای، د اختلاف تر ټولو اساسي ټکی سیاست و. د افغانستان ۱۴۰۰ خوځښت ته ښايي له لویه سره له دې اړخه ډېر زیان اوښتی وي چې د هر ډول فکر خلک پکې راټول شوي وو. د ډېرو غړو په خبرو کې دا په ډاګه کېده چې ټاکل شوي اهداف یې خورا لوړ دي، د هر ډول فکر خلک پکې راټول شوي وو او پر همدې پام ورټول و، خو کله یې چې ترمنځ بیلوالی رامنځ ته شو، اوارول یې ګران شول.
دا سیاسي خوځښت په دې موخه جوړ شوی و چې د هېواد پخواني سیاسي دودونه پکې ونه پالل شي، لکه دا نا ویل شوې (قومي سلسلې) چې پښتانه پکې له تاجکو، تاجک پکې له هزاره وو او اوزبېکو او نورو لږکیو لوړ ځای لري. خو دوی په سختۍ هم ونه شوای کړی چې پر ممکنه سیاسي دریځونو خپلمنځي بحثونه وکړي، پر دا ډول حساسو مسایلو اجماع خو لا پر خپل ځای پرېږده. دا ددې نښه ده چې آن د دې ډول لوستي او خیالولي نسل ترمنځ چاوونه څومره ژور دي. خو ۱۴۰۰ خوځښت یو څه وکړل او هغه دا چې د سیاسي فکر د څښتنانو یوه ټولګه یې سره ټوله کړه. ځینو یې پر دې پام ورټول ساته چې اوس د سیاسي چاپیریال د پېژندنې اړتیا ډېره ده چې ځینې شېبې مهمې او تاریخي دي. خو د یوه سیاسي هر اړخیز خوځښت لپاره هغه ننګونې چې لس کاله پخوا وې او هغوی ورته غبرګون وښود، لاهم شته او همغه ډول ځپونکې دي. سیاسي شخصي ګټې، ځواکمن سیاسي لوبغاړي، قومي او ایډیالوژیک لوري او ډلبازۍ لا هم پياوړي دي. د الهام غرزي هغه خبره سمه ښکاري چې باید نهیلي نه شوو:
«زموږ ډېرئ په دې هڅه کې ډېر جدي وو چې د هېواد لپاره باید یو څه وکړو، ګڼ به مو بیا هم په یوه نه یوه ډول همدغسې هڅه کوي. موږ باید داسې وکړو. هغه څه چې اوس کېږي، ملت له ګواښ سره مخامخوي. د یوه ملت په ډول باید یوه واحده پېژندګلوي ولرو».
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱ ثور / غويی ۱۴۰۰